تبلیغات

د ايمان ګټې او اغېزې

د ايمان ګټې او اغېزې د ايمان په هکله غالباً دوه اړخه د پام وړ دي : يو داچې ديني ايمان او ګروهه له کومه کېږي او څه لامل دى،چې انسان دين او ايمان ته راکښل شي؟ دا لامل دنننى دى که بهرنى؟؛يعنې د بشر له ذاتي فطرته سرچينه اخلي که بهرني لاملونه يې دې […]

سختۍ او کړاوونه ؛سختۍ ،د خدای پېرزوینې

سختۍ او کړاوونه   سختۍ ،د خدای پېرزوینې د قرآن په آیتونو او همداراز په روایتونو کې دا مضمون ډېر تر سترګو کېږي،چې خدای پلانی پېغمبر یا پلانی نېک بنده پرسختیو او بلاګانو اخته کړ . یا دا مضمون،چې خدای سختۍ او بلاګانې هغو ته ځانګړې کوي،چې د هغه تر لورنې لاندې وي،یا دا مضمون،چۍ […]

د زهد فلسفه

د زهد فلسفه دا څرګنده ده،چې آنحضرت (ص) او حضرت علي (ک) زاهدنه ژوند درلود او په ژوند کې یې پر ځان سختي کوله . دا عمل دوه ډوله تفسیرولای شو: یو دا چې ووایو: په مطلق ډول بشر ته د اسلام حکم دا دی،چې ددې جهان له نعمتونو او خیرونو ډډه وکړﺉ؛لکه څرنګه،چې اسلام […]

د اسلام له نظره د حقوقو لومړني اصول

د اسلام له نظره د حقوقو لومړني اصول د “عدليه وو” د مسلک له نظره _چې دا مسلک د شيعه وو هم دى_ اسلام يو لړ حقوقي اصول لري او خپل قوانين يې ددې اصولو پر بنسټ وضع کړي دي؛ځکه عدالت: ((اعطاء کل ذى حق حقه))؛يعنې هر حق خپل حقوال ته رسول. اوس بايد ځان […]

د عقايدو لنډيز دين ته اړتيا آيا انسان دين ته اړتيا لري؟ انسان درې ډوله اړتياوې لري: ١_وګړيزې.٢_ټولنيزې او ٣_ عالي . وګړيزې اړتياوې؛لکه کور،کالى،ډوډۍ او په شرعي نکاح د شهوت لرې کولو ته واده کول . ټولنيزې اړتياوې؛لکه قانون او مشر . عالي اړتياوې؛لکه پېژندنې او پوهېدنې . د انسان په ډول ډول اړتياوو […]

حرام مال

امام باقر وويل: که انسان يو مال له نامشروعى ﻻرې ګوتو ته راووړ؛ نو نه يې پرې حج قبلېږي، نه عمره او نه خیرات.  لنـډه شرح : يواځې د موخې سپېڅلتيا د اسلام په سول – منطق کې بسیا ‏نه ده؛بلکې موخې ته د رسېدو وزله هم بايد سپېڅلې وي،چې يواځي په ښو کارونو زړه […]

په ژوند کې تر ټولو بد خلک

امام علي بن موسى الرضا وويل : د اقتصادي ژوند له پلوه هغوی تر ټولو بد خلک‏ دي،چې په ژوند کې له خپل معاش څخه نورو ته څه ورنکړي او د نورو په ژوند کې ژوند ونکړي. لنډه شرح : روغ اقتصاد هغه دى، چې ټولنيز پېوندونه ټينګ کړي او ټولنه تر خپل سيوري ﻻندې […]

خطا مه کوه او بښنه هم مه غواړه

امام حسين وويل: بدکار مه کوه، چې بښنې غوښتنې ته اړ نشې؛ځکه چې مؤمن نه بدي کوي او نه بښنه غواړي؛خو منافق هره ورځ بدي کوي او ورپسې بښنه غواړي. لنډه شرح : له هر چا ‏خطا کېږي؛خو دلته منافق او ايمانوال يو توپير لري.مؤمن هڅه کوي،‏ کمه تېروتنه وکړي،چې بښنې غوښتلو ته اړين نشي؛ځکه […]

کلامي پوښتنې

پوښتنه : انسان په دې دنيا کې د لنډې مودې لپاره ګناه کوي؛نو ولې د تل لپاره په عذاب اخته کېږي؟ ايا دا خبره د خداى له عدل سره اړخ لګوي؟ ځواب : که څوک مسلمان وي او ګناه يې وکړه؛نو په توبه يې ګناه له منځه ځى او وينځل کېږي.که پاک نشو په برزخ […]

اخلاقي پوښتنې

1 _ كه څوك پر نېکیو امر کوي او خپل پرې عمل ونه كړي، نو آيا يوازې د ويلو ثواب ورته رسي؟ ځواب : لومړې بايد زيار اوباسي چې عمل پرې وكړي، چې خبره يې ځاى ونيسي كه عمل پرې نه کوي؛نو مثال يې د يوې شمع په څېر دى چې خپله سوځې؛خو نورو ته […]