تبلیغات

د عقايدو لنډيز دين ته اړتيا آيا انسان دين ته اړتيا لري؟ انسان درې ډوله اړتياوې لري: ١_وګړيزې.٢_ټولنيزې او ٣_ عالي . وګړيزې اړتياوې؛لکه کور،کالى،ډوډۍ او په شرعي نکاح د شهوت لرې کولو ته واده کول . ټولنيزې اړتياوې؛لکه قانون او مشر . عالي اړتياوې؛لکه پېژندنې او پوهېدنې . د انسان په ډول ډول اړتياوو […]

د عقايدو لنډيز

دين ته اړتيا

آيا انسان دين ته اړتيا لري؟

انسان درې ډوله اړتياوې لري:

١_وګړيزې.٢_ټولنيزې او ٣_ عالي .

وګړيزې اړتياوې؛لکه کور،کالى،ډوډۍ او په شرعي نکاح د شهوت لرې کولو ته واده کول .

ټولنيزې اړتياوې؛لکه قانون او مشر .

عالي اړتياوې؛لکه پېژندنې او پوهېدنې .

د انسان په ډول ډول اړتياوو کې يې دين عالي اړتياوو ته ځواب ورکوي.

دين درته وايي: د هستۍ سرچينه چېرته ده،پنځوونکى يې څوک دى، موخه يې څه ده ،د حقيقت پېژندنې موخه څه ده او په دې ټولګه کې زموږ مسئووليت څه دى ؟

موږ انسانان خپلې نېکمرغۍ او ودې ته کړلار ته اړتيا لرو،چې مخې ته مو درې لارې دي :

١_ په خپله خوښه او سليقه لاس پورې کړو .

٢_د خلکو د غوښتنو له مخې خپلې کړنې او کړلار برابرې کړو .

٣_ځان خداى ته وسپارو او يوازې د هغه له قوانينو لاروي وکړو.

 

خپله لار :

له ځانه جوړه شوې لار کله هم د ډاډ وړ نه ده؛ځکه د انسان پوهه ډېره محدوده ده او په ژوند کې مو ډېرې پښېمانۍ شته، چې پر غلطې لارې د تلو له پايلو راولاړې شوي دي او پردې سربېره د غريزو سرغړاندي، انسان کله يو خوا او کله بلخوا راکاږي او په لار کې ورته نوې اړتياوې رامخې ته کوي؛نو له دې ټولو خبرو سره،بيا به هم موږ پر هغه لار ځوو، چې د انسان تلپاتې نېکمرغي او بدمرغي ورپورې اړه لري او په خپل نيمګړي اند او پوهه به عمل کوو ؟!

 

د خلکو لار :

دا لار هم د لومړۍ لار په څېر د ډاډ وړ نه ده؛ځکه کومې نيمګړتياوې، چې زموږ په اند او پوهه کې دي،د خلکو په پوهه او اند کې هم دي؛لکه څنګه چې زه د خپلو ځاني غوښتنو په لومه ‏کې ښکېل يم، نور هم پکې ښکېل دي؛ لکه څنګه چې زه ډېر پښېمانه شوى او لا به پښېمانېږم،نور هم همداراز دي او که له دې ټولو خبرو تېر شو؛نو هېڅ دليل نشته، چې زه له خپلې سليقې لاس واخلم او د نورو پر پله پل کېږدم،خپله ازادي پرېږدم او د هغو بنديوان شم،چې له حقيقته مې خبر نه دي او نه څرګنده او نه جوته ده،چې هغوى به مې خواخوږى وي که نه ؟!

 

د دين لار يا غوره لار :

د هستۍ پنځوونکي د دين لار راوړاندې کړې او څرګنده ده، چې د هر څه جوړونکى د جوړ شوي څيز پر ځانګړونو تر ټولو ښه پوهېږي . آيا د انسان وجود د انسان د لاس تر جوړ شوي څيزه هم ناڅيزه او ساده دى ؟!

 

 

 

 

د دين لاروي د عقل سپارښتنه ده :

پر پورتنيو خبرو سربېره،د دين لاروي،بشپړ عقلي او سوليز – منطقي چار دى؛ ځکه عقلمن تل د ګواښ احتمال او شتون په پام کې نيسي، په تېره بيا په مهمو چارو کې .

عقلمن،چې پر سفر وځي؛ نو د سفر د احتمالي خطرونو په پامنيوي يو لړ څيزونه له ځان سره وړي؛خو بې عقلان،چې پر سفر وځي او له ځان سره د اړتيا وسايل نه وړي؛نو که د سفر په ترڅ کې ورته کومه ستونزه راپېښه‌ نشي؛نو هغوى چې له ځان سره اوزار راخستي ول، تاوان يې نه دى کړى؛بلکې په ډاډ يې سفر کړى دى؛خو که کومه ستونزه راپېښه شي؛نو بې عقلو، چې اوزار يې نه وي راوړي؛نو تاوان به يې کړى وي او سفر به پرې زهر او ګنډېر شي.

او ستاسې په نظر هغه به په داسې ځاى کې څه کوي،چې نه مخکې تلاى شي او نه وروسته او څوک هم نه وي، چې مرسته ورسره وکړي؟

د همدې کېسې په څېر به هغوى ته هم دا راپېښېږي،چې په دنيا کې يې دين غوره کړى وي او هغوى چې نه وي غوره کړى .

د انبياوو،صالحو انسانانو او مشرانو د وينا له مخې،انسان ته په مخ کې له ګواښونو او خطرونو ډکه لار پرته ده ؛نو که دا ژمنې رښتيا نه وي او قيامت رانغى او حساب و کتاب او پوښتنه نه وي؛نو هغه چې په دنيا کې دينوال و او پر ديني احکامو يې عمل کړى و؛نو هېڅ تاوان به يې نه وي کړى؛بلکې يوازې دومره به شوي وي،چې بې دينه انسان کوم وخت، پر بې ارزښته کارونو تېر کړى وي،دينوال به پر لمانځه او د دين د احکامو پر پلي کولو تېر کړى وي؛خو که قيامت شو،چې د راتلو يې غوڅ دليلونه شته؛نو پوه شئ،چې دينوالو به تاوان نه وي کړى؛بلکې بې دينو به تاوان کړى وي .

د دين لار د فطرت لار ده :

فطرت د خلقت پر وزن او يوه مانا لري.هغه ننګېرنه- احساس،چې په منځ ته راتلو کې يې ښوونکى او تمرين ونډه نه لري او په ټولو خلکو، وختونو او ځايونو کې تلپاتې او همېشنى چار دى؛نو کله په فطرت او کله په غريزه تفسيرېږي .

البته غريزه هغه احساساتو ته ويل کېږي،چې په انسان او څارويو دواړو کې وي؛لکه لوږه او تنده .

هو! د يو څيز عموميت پر ((فطري توب)) يې دليل دى. د ساري په ډول: له اولاد سره د مور مينه فطري ده؛يعنې هغه ننګېرنه،چې بې له ښوونکي،تلقين او تمرينه د انسان په خټه کې اغږل شوى او عموميت لري او په هر ځاى،وخت او حکومت کې په مېندو کې دا مينه وي؛ البته داسې لاملونه هم شته،چې ددې ننګېرنې ‏د پياوړتوب او کمزورۍ لامل ګرځي؛ځکه کله دننني احساسات پر ځينو نورو احساساتو برلاسېږي.د انسان په خټه کې له مال،خوشحالۍ او روغتيا سره مينه شته؛خو په ټولو کې دا مينه يو هومره او يو شانته نه ده؛ځينې مال له ځانه او ځينې ځان له ماله ځاروي؛لکه څرنګه چې په جاهلي عربو کې له غېرت او پت سره بې کچې مينې د لور درلودل بې غېرتي ګڼله او لاملېده،چې پلار له لور سره له مينې لاس واخلي او په خپلو لاسونو يې تر تورو خاورو لاندې ژوندۍ ښخه کړي؛نو د فطري توب مانا دا نه ده،چې انسان په عمل کې هم پرله پسې ورپسې ولاړ شي؛ځکه ډېر ځل يوه فطري مساله پر بلې بر لاسېداى هم شي .

د فطرت د مسئلې يوه پايله د وياړ ننګېرنه ده او هغه چې د فطرت پر پله پل ږدي؛نو زړه يې ارام او ډاډمن وي .

 

فطري دين څه ته وايي ؟

داچې وايو دين فطري دى؛يعنې د دين تومنه او ريښه د بشر په خټه کې ده .

د دين اصول،ګروهې،فروعات، اخلاق او بنسټونه د انسان له خلقت او فطرت سره اړخ لګوي . انسان،چې په هر عمر،ځاى او وخت کې وي، پوهېدل غواړي،چې د هستۍ سرچينه چېرته ده ؟ چې دا هماغه د ((توحيد)) جرړه ده .

انسان غواړي ورته لارښوونه وشي،حق او باطل ورته توپير شي، ننګېري-احساسوي،چې لارښوونکي ته اړين دى،چې دا د نبوت او امامت جرړه ده .

سزا او اجر ورکول او همداراز په ښو چارو پسې د انعام تمه او تر بديو وروسته د سزا تمه په هر انسان کې شته .

که کوم ماشوم ته ګل ورکړئ؛نو خوشحال به شي او که تنګ يې کړئ ؛نو په ژړا به شي هغه خوشحالي او ژړا ستاسې د عمل سزا او اجر دى او دا فطري غبرګون پر معاد باندې په ګروهه کې جرړه لري .

د نعمت له خاونده مننه او د هغه چا پر وړاندې عاجزي،چې خدمت يې درته کړى وي،په عبادتونو او لمونځ کې جرړه لري . د بېوزليو د ستونزو هواري ته پام، په خمس، زکات او انفاق کې جرړه لري .

په ستونزه کې ‏د راګېر انسان خلاصون ته پام او يا د نورو د نېکمرغېدو هيله او ورسره مينه ((پر نېکيو امر او له بديو منع )) په کولو کې جرړه لري .

البته د عبادتونو ترسره کول او يا داچې لمونځ څرنګه او پر کومه ژبه وکړو،تعبدي اړخ لري او بايد ووينو،چې په دې اړه ‏ديني مشرانو څه ويلي دي .

پوښتنه : که پر خداى ګروهه ‏فطري ده؛نو ولې ځينې پر دين او خداى ايمان نه لري؟

ځواب : دين فطري دى؛خو کېداى شي ځينې د هستۍ د سرچينې په پېژندو کې تېروځي؛ لکه يو ماشوم، چې د شيدو لپاره د مور د سينې په لټه کې دى؛خو پر ځاى يې د شيدو بوتل روي او پر دې سربېره کله؛خو داسې هم کېداى شي،چې ځينې فطري چارې د نورو فطري چارو تر سيوري لاندې راشي .

 

د دين ځانګړنې :

١_دين سپېڅلى دى؛ځکه د څښتن(ج) قانون دى او د خداى قانون سپېڅلى دى .

٢_دين له فطرت سره سمون خوري .

٣_دين له عقل سره اړخ لګوي .

٤_دين پراخ بنسټه دى . دين د انسان د ژوند ټولو اړخونو ته پام کړى او ورته منظمه کړلار لري .

دين ټول هغه څه ويلي،چې انسان ورته له زوکړې تر مړينې اړين دى . د قرآن شريف په سلګونو آيتونو او د ديني مشرانو په زرګونو روايتونو کې د خداى، ټولنې ، کورنۍ، ملګرو، ګاونډيانو،څارويو او ان چاپېريال په هکله لارښوونې کړې دي .

٥_دين د وحې له سرچينې دى.دين ته ځاني غوښتنې،غريزې، محدويتونه او ګوندۍ لار نه لري او د ديني ټولو احکامو سرچينه الهي وحې ده.

 

 

د دين ګټه :

موږ د يوه موټر جوړولو ته څو پړاوه لرو :

١_د اوسپنې کان پيدا کوو .٢_له پيدا شوي کانه اوسپنه راباسو.٣_د موټر پرزې جوړو .٤_جوړې شوې پرزې يو له بل سره يو ځاى کوو او په پاى کې جوړ شوى موټر پر يوه تکړه چلوونکي چلوو .

دين هم پر انسان دا پينځه عملونه پلي کوي :

لومړى کار :

د دين لومړى کار د انسان کشف او رابرسېرنه ده . که دين نه وي؛ نو موږ په سمه توګه نشو کړاى ځان رابرسېره او وپېژنو؛نو هغوى چې له الهي اديانو سره اړيکه نه لري؛نو انسان يې په سمه توګه نه دى پېژندلاى. په هغوى کې ځينې وايي:انسان په اصل کې ((بيزو)) وه او ځينې نور يې وايي:((د انسان زڼی او جوهر شهوت او د ټولو حرکتونو لامل يې شهوت دى.)) او هغوى له بېخه د انسان ژوند او نېکمرغي بل شان پېژندلى او مانا کړې ده .

دين وايي:((بشره!يوازې شهوت او ګېډه نه يې او امتياز او کمال دې په دې کې نه دى.))

که قرآن شريف ته يوه لنډه کتنه وشي؛نو وبه مومو،چې څنګه يې انسان را پېژندلاى دى .

په ځينو آيتونو کې وايي :

((ته د خداى خليفه يې )) (١) .

(( څه چې په ځمکه او آسمان کې دي ستا دي .)) (٢)

((درسره الهي امانت دى .)) (٣)

(( په تا کې الهي روح در پو کړاى شوى دى. )) (٤)

(( په پيدايښت کې تر ټولو غوره مخلوق يې .)) (٥ )

((ته پر موږ ګران يې .)) (٦)

(( موږ درته فضيلت درکړ .)) (٧)

او بيا خبر ورکوي،چې پام دې وسه؛ هسې نه چې ځان ورک او هېر کړې، چې تاوان به وکړې او په سوداګرۍ‏ کې به ګټه و نه کړې او پام دې وسه،چې ځان ارزانه ونه پلورې او بې له “الله” پر بل ځان و نه پلورې .

دويم کار:

د دين بل کار له دې پېژندل شوي کانه رااېستل دي .

انسان بايد له تېريو،ناپوهيو،خرافاتو او شرکونو راواېستل شي؛لکه څنګه چې قرآن شريف وايي :((يُخْرِجُهُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّوُرِ ))؛يعنې خداى مؤمنان له تيارو رڼا ته راوباسي )) (٨).

درېم کار:

دين د پېښو په بټيو کې انسان ويلې کوي؛لکه څنګه چې اوسپنه په بټۍ کې ويلې کېږي .دين د انسان په زړه کې له لايتناهي سره مينه اچوي او ورسره په اړيکه کې کوي يې او بيا دا بې نهايت کوچنى په بې نهايت ستر کې ويلې کوي .

هو! انسان د دين په مرسته او د دعاګانو،عبادتونو،توبو او ژړاګانو له امله ويلې کېږي او ناخالصي ترې بيلېږي.

څلورم کار:

د دين څلورم کار د انسان وګړنۍ روزنه ده؛يعنې د انسان د ځان جوړونې پروګرامونه، عبادت ،تقوا او د انسان د نېکو ځانګړنو را زرغونول او انساني کمال دى. هماغه کار،چې پېغمبراکرم (ص) په مکه کې په هغه سخت وخت کې وکړ. په دې ټولګه کې ټول هغه احکام دي، چې ټولنيز اړخ نه لري،څو انسان يو په يو جوړ شي .وګړني عبادتونه د ځان جوړونې سريزه ده او ځان جوړونه د ټولنې د جوړونې سريزه ده . د ټولنې د جوړونې کار بايد له وګړي پيل شي .خداى له خپل استازي (ص) غواړي،چې لومړى ځان پاک کړي : ((وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ )) (٩) په دويم پړاو کې ورته وايي: ((مېرمنو او لوڼو ته دې ووايه،چې پاک وسي)) (١٠). په درېم پړاو کې ورته وايي :(( خپل نږدې خپلوان انذار کړه )) (١١)او په څلورم پړاو کې ورته د مکې د شاوخوا د خلکو د انذار دنده ورکول کېږي : ((لِّتُنذِرَ أُمَّ الْقُرَى وَمَنْ حَوْلَهَا)) (١٢) او تر دې وروسته د نړيوالو د لارښوونې وار را رسي : ((كَافَّةً لِّلنَّاسِ)) (١٣)

پينځم کار:

د دين پينځم کار د جوړشويو انسانانو ترمنځ اړيکې او يووالى او د الهي پراخ بنسټ حکومت جوړول دي (هماغه کار،چې د آنحضرت(ص) په مدينه کې وکړ)، چې اسلامي ټولنه جوړه شي،چې کچې او موخې يې د توحيد پر بنسټ وي.

شپږم کار:

د دين وروستى کار دا دى، چې يو موټى ټولنه ، سپين لمني – معصوم او تکړه مشر ته وسپاري،چې ديني مشر امت له مفسدو،مسرفو، ناپوهو او ظالمو وګړيو له واکمنۍ وژغوري او امت له دنيا پالۍ او پرې له زړه بايللو خلاص کړي او په رښتيا،چې د ټولنې مشري فاسد مشر ته ورسپارل د انسانيت د مقام سپکاوى دى .

که په لنډو يې ووايو؛نو ويلاې شو،چې دين يو ټوليزه کړلار ده، چې پر ځانګړو الهي کچو د وګړي او ټولنې د ((ليد))، ((هڅو)) او ((دود)) څرنګوالى ټاکي.

 

ولې ځينې خداى پر دين ړانده کړي ؟

له دينه د تېښتې او ورته د نه پام کولو لاملونه دا کېداى شي :

١_د دين نه پېژندل

دين ته د ځينو خلکو د پام نه کولو لامل د دين نه پېژندل دي .

په يو روايت کې راغلي :که څوک مو د خبرو پر ښکلا پوه شي؛نو ملګرى به مو شي (١٤). په دعا کې وايو: خدايه ! د ناپوهۍ له امله مې ستا له حکمه سرغړونه وکړه (١٥). که انسان د نېکو کړنو له اغېزو او د ناوړه کارونو له سزا خبر وي؛نو پخه خبره ده،چې نېک کارونه به کوي او له بديو به ځان ژغوري .

دين ته د خلکو د راجذبولو لپاره پکار دي،چې په ټولنه کې پر دين او احکامو يې پوهاوى دود شي او د اسلامپوهانو او نوي نسل ترمنځ اړيکې لاپسې غښتلې شي .

٢_دين ته د خرافاتو ورننوول

له دينه د تېښتې يو لامل هغه خرافات دي،چې د بې عقله دوست او هوښيار دښمن له خوا په دين کې ور ګډ شوي دي . که يو تږي ته د اوبو ګيلاس ورکړ شي،چې پکې مچ وي ؛نو اوبه به تويې کړي او و به يې نه څښي . د دين ډير داسې تږي شته،چې له دينه د هغو خرافاتو له امله تښتي،چې پکې ور ګډ شوي دي. کله ځينې حرام څيزونه پر ځان حلالوو او کله ځينې حلال څيزونه پر ځان حراموو او کله خو ځانونه په ځينو ملا ماتوونکيو دودونو کې د دين په نامه راګېروو؛نو ګرانو! د هغه کسانو کړنو ته مو بايد ډېر پام وي،چې له دينه د انسانانو د تېښتې لامل ګرځي.

٣_ له دينه ناسم تعبيرونه او پوهېدنې

کله له دين او ښوونو يې ناوړې پوهېدنې کېږي او بيا همدا ناسمه پوهه د دين په نامه تبليغېږي او د داسې پوهې خاوند پردې ګروهه ‏دى،چې هر دينوال بايد داسې اند ‏او کړنه ‏وکړي،دا جوته ده، چې له دين او ښوونو يې ناسمې پوهېدنې او د دين په نامه د دې پوهېدنو تبلېغول، دين ته د نورو د راتګ مخه نيسي. د دين د تبليغ څرنګوالى ډېر زيات مهم دى .د دين تبليغ هم ټولنپوهنه غواړي ،هم ارواپوهنه او هم سليقه .

(ژباړن : دلته د شهيد ډاکټر علي شريعتي په زړه پورې وينا را پر ياد شوه ، چې ويلي يې و: د يو اصل له منځه وړو لپاره،ښه يرغل پرې مه کوئ ؛بلکې ناوړه دفاع ترې وکړئ.))

٤_ د ځينو دينپالو کړنې

کله د ځينو دينپالو ‏کړنې له دينه د تېښتې لامل دي ؛لکه وږي انسان ته په چټل لوښي کې د پاکو خوړو ورکول له خوړو د وږي زړه توروي .

٥-د دين ناسمه شننه :

هغوى چې پر دين ګروهه نه لري (لکه توکيز – ماده پالي)؛نو اړ دي،چې د دين پيدايښت ته شننې او لاملونه راوړي،چې ځينې شننې يې اروايي اړخ لري او ځينې وټيز- اقتصادي،چې دا ټول له واقعيته لرې خبرې دي. البته ددې شننو بطلان جوت شوى او ډېرو ته خوله ماتې ځواب هم ورکړ شوى دى (١٩).

ماده پال وايي: په بشري ټولنو کې د دين د پيدايښت بنسټ عقل او فطرت نه دى؛بلکې لامل يې له څښتنه وېره، بېوزلي او ناپوهي ده.

بېوزلي:

داچې بډايانو او شتمنو غوښتل د بېوزليو او کارګرې طبقې پر حقونو ګېډه واچوي؛نو د دين په نامه يوه وسيله يې جوړه کړه،چې بېوزلي پرې وزبېښي. هغوى د ارتجاع په عواملو د ټولنې د بېوزليو غوږونه ډک کړل، چې دا دنيا ارزښت نه لري،صبر او پراخه سينه ولرئ؛ځکه د خداى صبر او صابران خوښ دي،په بېوزلۍ ژوند وکړئ،ګوزاره کوئ او پر لاريونو او پاڅونونو لاس مه پورې کوئ او يوازې اخرت ارزښت لري؛ځکه شتمنو له دې ټکيو ناوړه ګټنه وکړه،چې بېوزلي بې هڅې کوي او له دې لارې به يې چوپتيا او سکوت ته اړ ايستل.

له عقله د دې لرې شننې بطلان او بې بنسټي په څو دليلونو ده :

لومړى داچې صبر د تسليمېدو په مفهوم نه دى . په کوم ځاى کې،چې دين وايي: ((فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُواْ عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ)) (١٧)؛يعنې چاچې پر تاسې تېرې وکړ؛نو هماغسې پرې تېرى وکړئ؛نو ددې آيت په رڼا کې څرنګه کړاى شو د دين لپاره داسې ناسمه شننه وکړو؟!

اخرت ته پام ‏کله هم پر دې مانا نه دى،چې د يو وګړي حق په بل ضايع شي او له دنيا لاس واخلو او ورته شا کړو.

په قرآن شريف کې د اخرت د ټکي هومره د دنيا ټکى هم راغلى دى. اسلام ټولو هغو ټکيو ته چې ترې ناوړه ګټنه شوې،سمه او خوځنده مانا لري . د صبر مانا زغمل نه دي؛ بلکې صبر؛يعنې د تيري پر وړاندې او د خپل حق اخستو ته استقامت او پايداري ده.

اسلام وايي:که څوک له دښمنه د خپل مال د اخستو او ساتنې لپاره ووژل شي؛نو شهيد دى؛يعنې د خپل حق اخستو ته بايد د شهادت تر پولې پورې استقامت وشي .

د ((دنيا ارزښت نه لري )) د تعبير مانا دا نه ده،چې دنيا له لاسه ورکړو؛بلکې مطلب يې دا دى،چې د هغه انسان ارزښت تر دې دنيا خورا ډېر دى،چې پر ځمکه د خداى ځايناستى دى او ‏نه ښايي انسان ته موخه دنيا شي. ( ژباړن: پردې مطلب د لا پوهېدو لپاره د انديال شهيد مرتضى مطهري د “شل ويناوې” کتاب ولولئ،چې په پښتو هم چاپ شوى دى)

اسلام پردې سربېره،چې له شتمنو نامشروع اموال اخلي او د هغوى اصلي خاوندانو ته يې ورکوي،بېوزليو ته هم وايي : د شتمنو پر وړاندې تواضع او عاجزي منع ده او څوک چې د چا شتمنۍ له امله شتمن ته تواضع وکړي؛نو د دين يو پر درېمه برخه يې له منځه تللې ده .

دويم داچې که شتمنو دين منځ ته راوړى وي؛نو انبياوو به خلک په شتمنو پسې نه راپاڅول . ( ژباړن: پردې مطلب د لا پوهېدو لپاره د انديال شهيد مرتضى مطهري د “وحې او نبوت” کتاب ولولئ،چې په پښتو هم چاپ شوى دى)

درېم داچې دين،پانګوالي محدودوي او د درآمد ډېرې سرچينې يې منع کړي دي؛لکه بډې اخستنه ،ډنډۍ وهل،ربا،دوکه ،غلا او…..چې دا چارې دين په سخته غندلي دي؛نو ښکاره خبره ده،چې هېڅ شتمن به دداسې يو دين د جوړولو پلوى نه وي ،چې هغه د مال له زېرمه کولو ژغوري او په ډول ډول احکامو جېب يې د بېوزليوپه پلوۍ خالي کوي او کله خو يې مصادره کوي هم .

ماده پال خو کله دا هم وايي: دين بېوزليو منځ ته راوړى دى . بېوزليو دين د خپل زړه خوشحالولو ته جوړ کړى دى .هغوى وويل : که دنيا نه لري ؛نو څه پروا کوي ،اخرت خو لرو او اخرت تر ټولو غوره دى .ددې پر ځاى ،چې په بازار او کار پسې ولاړ شو،جومات ته به ولاړ شو .

دا شننه هم له قصده ډکه او ناسمه ده . دين کله د ناغېړۍ او بې کارۍ پلوي کوي .

حضرت علي (ک) وپوښتل شو :(( دا پر اوښ څه بار دي؟ په ځواب کې يې وويل :د کجورو سل زره ونې )). پوښتونکى حيران شو او بيا يې پام شو،چې د کجورو سل زره زڼي پر اوښ بار دي . اندنه- تفکر داسې و، چې له هر زڼي بايد د يوې ونې د راټوکېدو په فکر کې شو. هغه مبارک څومره د کجورو باغونه جوړ کړل او څومره څاه ګانې او کارېزونه يې وکنل .

الهي پېغمبران يا بزګران ول يا ترکاڼان يا ګنډونکي او يا شپاڼه؛نو لنډه داچې يو الهي پېغمبر به هم و نه ګورې،چې ورهڼه-کسب او کار يې نه درلود.

وېره:

لکه څنګه چې انسان په وړوکتوب کې د مور و پلار په نامه پناه ځای ‏لري؛ نو په غټوالي کې يې هم ځان ته د څښتن په نامه يوه پناه ځای جوړ کړى دى؛ځکه انسان هم د زور او ځواک ‏له پلوه محدود دى او هم پېښې او ګواښونه ډېر دي.وړومبني انسانان به،چې له ناوړه پېښو (لکه زلزلې،تندر او …) سره مخ شول؛نو ځان ته به يې مبهم پناه ځايونه فرضول او د وېرې پر مهال يې پناه وروړه او له دې لارې يې خپله وارخطا اروا ډاډمنوله؛ځکه پر څښتن د ايمان جرړه په وېره کې ده!

په ځواب کې بايد وويل شي : که پر خداى د ايمان جرړه په وېره کې ده؛نو تر ټولو ډارن به تر ټولو مؤمنان وي .

کېداى شي دلته د ګران لوستونکي ماغزو ته دا پوښتنه راشي،چې که خداى ته پام او د دين منلو جرړه وېره نه ده ؛نو ولې انسان د وېرې او خطر پر مهال خداى ته مخه کوي او خداى وريادېږي ؟

په ځواب کې بايد وويل شي : سمه ده،چې د وېرې پر مهال خداى انسان ته ډېر وريادېږي او خداى ته پناه وړي؛خو ددې مانا دا نه ده، چې پر خداى د ايمان جرړه په وېره کې ده. که انسان د تندې پر مهال د اوبو پر لور ځي ؛نو دا پر دې مانا نه ده،چې اوبه د انسان د ذهن جوړ شوى څيز دى؛بلکې مانا يې دا ده،چې اوبه يو شته حقيقت دى،چې تنده مو د اوبو پر لوري کاږي .

ناپوهي :

د دين يوه ډله مخالفين،چې د عقل او فطرت پر بنسټ د خداى پېژندنې له حقانيت سره مخالف دي،وايي : پر خداى د ايمان جرړه په ناپوهۍ کې ده او ګروهمن دي : انسان ته يو لړ پېښې راپېښېدې ، چې پر دليل يې نه پوهېده؛نو چې د کومې مسئلې په علمي شننه کې به کله هم پاتې راغلل؛نو له ځان سره به يو خداى فرضاوه او ويل يې : دا د خداى کار دى . د ساري په ډول: د سپوږمۍ او لمر نيونې ، زلزلې او نورو پېښو پر علت به چې نه پوهېدل؛نو له ځان سره به يو څښتن فرضاوه، چې ووايي: دا د څښتن کار دى او له همدې ځايه ول، چې د څښتن په نامه خبره رامنځ ته شوه؛خو په حقيقت کې دا خبرې بې بنسټه دي او له هماغه پيله يې پېرېدونکي او مينوال نه درلودل؛ځکه:

١_که پرخداى د ايمان جرړه په طبيعي علت نه پوهېدل وي ؛نو هغه چې تر ټولو ناپوه وي؛نو ايمان به يې هم ډېر وي .

٢_ که پرخداى د ايمان جرړه په ناپوهۍ کې وي؛نو الهي کتابونو به خلک ناپوهۍ ته هڅول؛خو حال داچې قرآن شريف په ډېرو آيتونو کې د علم پر ارزښت رڼا اچولې او خلک يې د پوهې زده کړې ته راهڅولي دي.

((يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ)) (١٨) او همداراز: ((هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ)) (١٩).

٣_ که پرخداى د ايمان جرړه په ناپوهۍ کې وي ؛نو الهي مشران بايد جاهلان واى حال داچې تر ټولو پوه انسانان ول.

٤_که پرخداى د ايمان جرړه په ناپوهۍ کې وي؛نو د چاچې پوهه ډېرېږي او ناپوهي يې لږېږي؛نو ورسره به يې ايمان هم لږېږي ! او همدا چې د طبيعي پېښو پر لاملونو پوه شو؛نو پر خداى باندې له ايمانه بايد لاس واخلي؟! حال دا چې د”ګاليله” ،”انيشتاين”،”ابوعلي سينا بلخي” په څېر کسان ول،چې پخپله کاشفان ول؛خو پر خداى يې ايمان درلود.

رښتيا تاسې پخپله ووياست،چې د يو يا څو قوانينو رابرسېرنه موږ د قانون ايښوونکي له وجوده بې اړې کړاى شي ؟!

ټول پر دې ښه پوهېږي،چې د طبيعي قوانينو رابرسېرنه او د هستۍ پر اسرارو د انسان پوهېدل، د هغه په ايمان راوړو او خداى ته په نږدېدو کې خوار ګټور دي .

 

غوره دين او ښوونځى بايد لاندې ځانګړنې ولري:

١_د عقل پر بنسټ او د دليل له مخې وي.

بايد ووايم چې : د دين د عقايدو اصول نه بايد له عقل سره په تضاد کې وي؛خو پکار نه ده،چې ټول خلک په هر ځاى او وختونو کې د دين پر احکامو،اصولو او کړلارو د خپل عقل له مخې پوه شي؛ځکه کوم مهال،چې د دين ډېر احکام راځي،کېداى شي ځينې يې پر راز او رمز پوه نشي او عقل ته يې فلسفه روښانه نشي؛ځکه ديني احکام د عقل ضدېداى نشي او کېداى شي تر عقله په لوړه کچه کې وي .

٢_د انسان له فطرت او طبيعت سره سمون ولري .

د يو دين لارويان بايد د خپل دين احکام له خپل فطرت او طبيعت سره په سمون کې وويني. د ساري په ډول: انسان په طبيعي توګه واده ته اړتيا لري؛نو ښکاره ده،چې غوره دين هغه دى، چې پخپلو کړلارو کې واده ته هم پام وکړي .

٣_ تحريف او اړول شوى نه وي .

په خواشينۍ وايم : تحريف او اړونه هغه بلا وه،چې پخواني اديان يې راوپرځول . قرآن شريف له دې ناوړه کاره پرده اوچته کړې،وايي : ((يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِ)) (٢٠)؛نو د دين په احکامو کې ګوتې وهل يې بې خاصيته کوي او له دين سره د کينه کښو وګړيو لوبڅى کوي يې؛خو له نېکه مرغه،هوښيار دښمن او بې عقله دوست ونشو کړاى،چې د اسلام په دين کې ګوتې ووهي او وايې ړوي؛دا ځکه په خپله خداى د قرآن شريف ساتنه پر غاړه اخستې ده .(( إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ)) (21)

٤_هيله او روحيه ورکوونکى وي .

د يوه ښوونځي غوره والى په دې کې دى،چې انسان ته مينه او هيله ورکړي .که په ښوونځي کې يو زده کوونکى پوه شي،چې خواري يې اوبه نه وړي او نه ضايع کېږي؛نو په مينه به زده کړه کوي .

په “الهي نړۍ ليد”کې انسان ګروهه لري،چې هر مهال د خداى تر څارنې لاندې دى او د پوټي ښېګڼې اجر او پوټي ناوړه کار که د مثقال هومره هم وي، سزا يې ورکول کېږي او باور لري،چې غيبي مرستې کړاى شي په سختو شرايطو کې يې مل شي .

 

٥_ راتلونکي ته پام

د دين بايد راتلونکي ته پام وي او خپلو لارويانو ته پر راتلونکي رڼا واچوي او ورته يې روښانه کړي او د نېکمرغۍ او پرمختګ لار ورته وښيي او هواره يې کړي . البته ډېر داسې ښوونځي دي، چې د “اخرت” پر ځاى يې “اخور” ته پام وي .

٦_ پراخ بنسټه وي .

د دين هم بايد نظري مسئلو ته پام وي او هم عملي چارو ته،هم ددې دنيا په فکر کې وي او هم هغه دنيا هېره نه کړي او هغه څه پکې وموندل شي، چې د انسان او ټولنې ورته اړتيا وي،چې دا ښکلا او پراخ بنسټي په قرآن شريف کې موندل کېږي؛ځکه مانيز- معنوي، توکيز – مادي،دنيوي او اخروي مسائل يې د يو بل ترڅنګ راوړي دي . قرآن شريف حال دا چې د کوروالي په هکله خبرې کوي : ((نِسَآؤُكُمْ حَرْثٌ لَّكُمْ فَأْتُواْ حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ )) ؛نو په څنګ هم ورسره وايي:

((وَقَدِّمُواْ لأَنفُسِكُمْ)) (٢٢)خپل اخرت ته له مخکې توښه ولېږئ؛يعنې سره له دې،چې ددې دنيا په ګټه کې ياست،د صالح اولاد په فکر کې شئ، چې اخرت ته مو سپما شي .

٧_ په ټپه درېدنه و نه لري

په اسلام کې د بېرته راستنېدو لار پر هېڅ چا نه ده تړل شوې او د قرآن شريف ډېرو آيتونو د ګناهکارانو د وضعيت تر بيانولو وروسته د توبې خبره را اچولې ده؛ځکه يوه ستره ګناه د خداى له رحمته نهيلي ده .

څوک دې په هېڅ شرايطو کې هم د خداى له رحمته نه نهيلېږي او ځان دې په ټپه ولاړ حالت کې نه ويني .غوره او ښه دين هغه دى،چې له ګناه د ګناهکار د راستنېدو لار هواره کړي .

٨_د احکامو پلي کول يې اسان وي

پشپړ دين اسان وي؛يعنې د احکامو په پلي کولو کې يې لارويان نه ستونزمنېږي . په غوره دين کې وسواس او سودا ته ځاى نه وي .په دين کې هغه اصول او قواعد دي،چې موږ ته ژوند اسانوي.اصل دا دى،چې هر څه پاک دي؛خو داچې پر خلاف يې جوت شي.اصل دادى:کوم مالونه،چې د مسلمانانو په لاس کې دي،حلال او خپل يې دي؛خو دا

چې خلاف يې جوت شي؛نو غوره دين اسان او پلي کول يې هم اسان وي.

 

پوهې ته اړتيا:

دين پوهنه فرض ده . قرآن شريف وايي : ولې ځينې د دين پوهنې او تفقه لپاره له هېواده بهر نه وځي ؟ تفقه؛يعنې د دين ژوره پوهه،چې پر ځينو فرض ده،چې په دې لار کې کوښښ وکړي،چې فقيه شي او نورو ته هم پکار ده،چې په فقهي مسئلو کې په فقيه پسې ولاړ شي،چې البته ددې خبرې مانا دا نه ده،چې عادي خلک دې پر دين پوهېدو ته خواري و نه کړي؛بلکې موږ ټولو ته پکار ده،چې تر خپلې وسې پر دين ځان پوه کړو. بايد ووايم:په دين کې تفقه يوازې په احکامو؛(لکه لمونځ، روژې، زکات،خمس او…..) کې نه ده؛بلکې د دين پر اصولو ،ګروهو او تاريخ هم په بشپړ توګه ځان پوهول پکار دي؛ځکه دين يوازې فقه نه ده . قرآن شريف څه د پاسه شپږ زره آيتونه لري،چې تقريباً پينځه سوه يې د احکامو په هکله دي او نور يې د نورو مسئلو په باب دي .

 

د اديانو ثابتې پوهنې:

الهي اديان ډېر ګډ ټکي لري ،چې ځينو ته يې لنډه کتنه لرو:

١_توحيد:

ټولو الهي اديانو خلک توحيد ته رابلل : ((اعْبُدُواْ اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ)) (٢٣) او ټولو الهي اديانو له شرک،بوت لمانځنې او طاغوت سره مبارزه کړې وه . ((أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ)) (٢٤) .

٢_نبوت :

ټولو الهي اديانو انسانان له الهي پېغمبرانو لاروۍ ته رابلل،چې د کړنو سرچينه يې الهي وحې وه .

٣_معاد :

ټولو اسماني اديانو انسانان د قيامت له ورځې او له برنامو يې خبر کړي ول.

٤_عبادت:

په ټولو اديانو کې د لمانځه فريضه د لمر په څېر ځلېدلې ده .

حضرت ابراهيم خليل الله (ع) وايي :(( رَبِّ اجْعَلْنِي مُقِيمَ الصَّلاَةِ))؛يعنې خدايه ! ما له لمونځ کوونکيو وګرځوې.

د قوم بې لارو يې حضرت شعيب (ع) ته وويل : ((أَصَلاَتُكَ تَأْمُرُكَ أَن نَّتْرُكَ مَا يَعْبُدُ آبَاؤُنَا )) (٢٥)؛يعنې ايا ستا لمونځ تا ته امر كوي،څه چې زموږ پلرونو لمانځل (؛نو) موږ يې پرېږدو.

حضرت عيسى روح الله (ع) په زانګو کې وويل : ((وَأَوْصَانِي بِالصَّلَاةِ)) (٢٦).

٤_روژه :

روژه په ټولو الهي اديانو کې وه : ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ =مؤمنانو! روژه پر تاسې فرض شوې ده؛ لكه چې تر تاسې پر وړومبنيو فرض شوې وه، چې پرهېزګاران شئ.)) (٢٧)

٥_جهاد:

قرآن شريف د انبياوو د جهاد په هکله وايي :((وَكَأَيِّن مِّن نَّبِيٍّ قَاتَلَ مَعَهُ رِبِّيُّونَ كَثِيرٌ)) (28).

٦_حج :

خداى حضرت ابراهيم ته وايي : ((وَأَذِّن فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِن كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ = او خلك حج ته راوبوله،چې هغوى تا ته له هرې لرې لارې پلي او پر ډنګرو اوښانو سپاره راشي .)) (٢٩)

٧_زکات :

زکات يوازې په اسلام پورې ځانګړېى نه دى . حضرت عيسى وايي : ((وَأَوْصَانِي بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ مَا دُمْتُ حَيًّا)) (٣٠).

لقمان حکيم خپل زوى ته وايي : ((يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ )) (٣١)؛يعنې يه زما زويکه! لمونځ ادا کړه او پر نېكيو امر او له بديو منع كوه .

دا ول د الهي اديانو يو لړ ګډ ټکي او؛لکه څنګه چې په الهي اديانو کې ګډ ټکي او توپيرونه شته ؛نو په هر دين کې هم ثابت او متغيير احکام شته .

ثابت احکام بدلون نه مومي؛خو متغير احکام د مصالحو له مخې د بدلون وړ دي ؛لکه جګړه او سوله .

دلته به د متغييرو احکامو دوو بېلګو ته اشاره وکړو : حضرت علي د خپل حکومت پر مهال پر اسونو هم زکات ټاکلى و او د ځينو نيوکو په ځواب کې يې ويل : سږ کال نشتمن ‏ ډېر دي او د بيت المال درامد هم لږ دى؛نو د اسونو خاوندان هم بايد زکات ورکړي .

هغه مهال،چې امام کاظم بندي و؛نو داچې لارويان يې و نه پېژندل شي او له کړېدو خوندي وي؛نو خمس يې وروباښه. د امام تر شهادت وروسته ځينو له امام رضا وغوښتل،چې خمس دې د پخوا په څېر وبښل شي؛خو امام ورته وويل : خمس د بښنې وړ نه دى او که زما پلار بښلى و؛نو هغه ستاسې د ځان ژغورلو لپاره ول.

 

نړۍ ليد:

نړۍ ليد؛يعنې له نړۍ ټوليز تفسير. ځينې،چې هستۍ ته ګوري؛نو د موخې،شعور،نظم او حساب و کتاب خاونده يې ګڼي ،چې دې نړۍ ليد ته ((الهي نړۍ ليد)) وايي .

خو ځينې ګومان کوي،چې هستي له پخوا طرح او برنامه شعور او موخه نه لري،چې دې ډول نړي ليد ته ((توکيز نړۍ ليد)) وايي . ددې دواړو نړۍ ليدونو توپير روښانه دى. که هستي بې له کومې طرح ،برنامې او موخې وي؛نو ما ته هم د نظم د منلو او د محدوديتونو د زغملو دليل نشته .

يوازې په الهي نړۍ ليد کې کړاى شو مسئوول او متعهد انسان وسو. ګروهه ‏او نړۍ ليد مو پر کړنلارو او ټاکنو اغېز لري .

 

د پوهې مقام :

لکه څنګه چې د کړنو ريښه مو په نړۍ ليد کې ده؛نو زموږ نړۍ ليد هم زموږ له پوهې او پېژندنې ريښه اخستې ده؛يعنې د نړى ليد ټاکنه په پوهې او پېژندګلو پورې تړاو لري .

د نورو موجوداتو په پرتله د انسان غوراوى،د پوهې له نعمته برخمنېدل دي. همدومره بس،چې لوى خداى په قرآن شريف کې په ډېرو آيتونو کې “پېژندګلو” او “معرفت” ته رابللي يو او قرآن شريف هغوى په سخته غندلي او رټلي،چې اندنه ‏،تعقل او تدبر نه کوي .

 

د پېژندګلو او معرفت اوزار

١_حواس

په دې هکله قرآن شريف وايي :((وَاللّهُ أَخْرَجَكُم مِّن بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لاَ تَعْلَمُونَ شَيْئًا وَجَعَلَ لَكُمُ الْسَّمْعَ وَالأَبْصَارَ وَالأَفْئِدَةَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ =خداى تاسې د خپلو ميندو له ګېډو په داسې حالت كې راوايستئ ، چې په هېڅ نه پوهېدئ او تاسې ته يې غوږونه او سترګې او عقلونه دركړل؛ دا ځكه چې( د خداى د نعمت) شكر وكاږئ .(٣٢)؛

٢_عقل

عقل ستر الهي نعمت او د انسان باطني حجت دى،چې د عقل په مرسته هم محسوسات په سمه توګه وپېژنو او هم د چارو د شننې ځواک ‏پيدا کړو .

٣_وحې

وحې د الهي معارفو سرچينه ده او له هغه ځايه،چې د وحې سرچينه د خداى ناپايه پوهه ده؛نو تر ټولو د ډاډ وړ او پياوړى اوزار دى،چې د بشر په برخه شوې ده .

 

د پېژندګلو يا پوهاوي سرچينې:

١_طبيعت

د قرآن شريف ډېرو آيتونو په بېلابېلو طبيعي موضوعاتوکې “تدبر” ته رابللي يو؛لکه د ځمکې او اسمانو پيدايښت،د شپې او ورځې راتګ،په اوبو کې د بېړۍ حرکت،غرونه ،ځناور او ……

٢_تاريخ

د تاريخ لوستل ګټور او له پېښو،برياوو او ناکاميو سره اشنايي د انسان د تاريخ په لوستو د هستۍ پر قوانينو پوهېداى شو: ((لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِّأُوْلِي الأَلْبَابِ)) (٣٣)

٣_انسان

د انسان د بېلابېلو اړخونو څېړنه ددې لاملېږي،چې د وسې،وړتيا او اړتياوو په اړه ژوره پوهه يې تر لاسه شي. خداى په قرآن شريف کې وايي:((سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنفُسِهِمْ ان يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ)) (٣٤) .

 

د معرفت او پېژندګلو د لار خنډونه:

١_ ځاني غوښتنې :

(( وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّنِ اتَّبَعَ هَوَاهُ)) (٣٥) څوک به تر هغه بې لارې وي، چې په خپلو ځاني غوښتنو پسې ځي؟

٢_ د پلار نيکه غلط دودونه :

(( وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا (احزاب/۶۷)= او وايي (به): (( پالونكيه! په واقع كې موږ د خپلو مشرانو او لويانو ومنل؛نو له موږه يې (سمه) لار وركه كړه. (٣٦)

٣_لنډګروهي- تعصب او انديز‏ استبداد:(( وَقَالُوا قُلُوبُنَا فِي أَكِنَّةٍ)) (٣٧)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست