تبلیغات

د کوچني درناوی

یو هېښنده داستان یوه ورځ پېغمبر اکرم جومات ته د جماعت نمانځه لپاره ورروان و، په لار کې کوچنیانو لوبې کولې ، د پېغمبر (ص) په لیدو یې له لوبو لاس واخست او ورمنډې یې کړې ، پېغمبراکرم په مینه ښه راغلاست ورته ووایه کوچنیان به پر سر ورختل او د خوښۍ په ولولو یې […]

په وړوکتوب کې د موروپلار او رزونپوهانو دندې

په وړوکتوب کې د موروپلار او رزونپوهانو دندې له کوچني سره مینه عواطف او احساسات د انسان له مهمو فطري مسایلو ځنې دي، چې تخم یې د وګړیو په خټه کې شیندل شوی دی. معمولاً عاطفي لېوالتیاوې د ژوند په لومړیواوونیو او ښایي لومړیو ورځو کې په خپور وور ډول ښکاره کېږي او د عمر […]

د جنیني پېر دندې او د ماشوم تی روول

د جنیني پېر دندې او د ماشوم تی روول   د څاڅکي جوړېدو پر مهال د موروپلار د اندواغېز نن د پوهې او تجربې په پرمختګ دا مطلب جوت شوی چې : د څاڅکي د جوړېدو پر مهال د موروپلار افکار د جنین د بڼې په څرنګوالي کې اغېز لري، تردې چې لیکلي یې دي […]

د کوچنیانو عاطفي روزنه

د کوچنیانو عاطفي روزنه عاطفه او په ژوند کې یې ونډه د کوچنیانو په روزنه کې له بنسټیزو موخو ځنې یوه هم، د دوی عاطفي روزنه ده. په دې ویینه کې له عاطفې مطلب، په انسان کې هغه وړتیا، فطري او دنننۍ لېوالتیا ده، چې نور پر ځان ړومبی ګڼي. د دې فطرې وړتیا له […]

د عملي آدابو او سم ژونددود ښوونه

د عملي آدابو او سم ژونددود ښوونه په تېر څپرکي کې مو د کوچنیانو د اخلاقي روزنې په اړه خبرې وکړې؛ په دې څپرکي کې به کوچنیانو ته د عملي آدابو او سم ژوند دود په باب ویینه وکړو. د ژوند پر عملي لارې او دود پوهېدل یوه قیمتي پانګه ده، چې کوچنیان یې له […]

د کوچنیانو دیني روزنه

د کوچنیانو دیني روزنه په ښوونځي کې تر شاملېدو وړاندې د کوچني دیني روزنه په دې پورې اړوند ده، چې له دیني مسایلو سره یې مینه پیدا شي؛ په دې مانا کوچنی، چې په کورني چاپېریال کې منظم څه ویني؛ نو مینه ورسره پیدا کوي او همدا لومړنی مینه په راوروسته پړاوونو کې پر دیني […]

کوچنیان او جنسي څوبتیاوې

کوچنیان او جنسي څوبتیاوې یوه ستونزمنه روزنیزه مساله، د کوچنیانو او زلمیانو له جنسي مسایلو سره چلن دی. جنسي څوبتیا یوه ځواکمنه غریزه ده، چې متعال پنځګر د ځوځات د پایښت لپاره د بنیادم په خټه کې ورایښې ده. دا څوبتیا په وړوکتوب کې پټه وي او سوکه سوکه سر راپورته کوي او په زلمیتوب […]

د کوچنیانو درسي مسئالې

د کوچنیانو درسي مسئالې داچې لومړی ښوونځي د کوچنیانو د زده کړې ړومبی پېر دي؛ نو په تحصیلي برخلیک کې يې ځانګړی اهمیت لري. د کوچنیانو تحصیلي او درسي بریا ته باید څو لاندې ټکي په پام کې ونیسو: نه ښايي تل خپل اولادونه په سبقونو او ازمېیونو کې له ماتې او ناکامۍ وډار کړو. […]

ماشوم او روزنه

ماشوم او روزنه   د ماشومانو روزنې ته ټینګه پاملرنه په نوې ښوونه او روزنه کې یو مثبت او رغنده بدلون، د ماشومتوب اهمیت ته پاملرنه ده. ماشومتوب د انسان په ژوند کې له ځانګړي اهمیته برخمن دی او معمولاً د انسان د شخصیت- وګړې بنسټ په همدې پېر کې جوړېږي. په تېرو کې د […]

د روزنې لاملونه :تفکر_د اولياوو مينه_واده_جهاد

د روزنې لاملونه   تفکر_د اولياوو مينه_واده_جهاد تفکر تفکر په اسلامي ښوونو کې روزنير اړخ لري.په ډېرو ځايو کې راغلي،چې تفکر عبادت دى:تفکر ساعة خير من عبادة سنة،تفکر ساعة خير من عبادة ستين سنة،تفکر ساعة خير من عبادة سبعين سنة. جملې لږ اختلاف سره لري،چې البته دا اختلاف نه دى،د تفکرونو توپير دى.   درې […]