تبلیغات

د عملي آدابو او سم ژونددود ښوونه په تېر څپرکي کې مو د کوچنیانو د اخلاقي روزنې په اړه خبرې وکړې؛ په دې څپرکي کې به کوچنیانو ته د عملي آدابو او سم ژوند دود په باب ویینه وکړو. د ژوند پر عملي لارې او دود پوهېدل یوه قیمتي پانګه ده، چې کوچنیان یې له […]

د عملي آدابو او سم ژونددود ښوونه

په تېر څپرکي کې مو د کوچنیانو د اخلاقي روزنې په اړه خبرې وکړې؛ په دې څپرکي کې به کوچنیانو ته د عملي آدابو او سم ژوند دود په باب ویینه وکړو. د ژوند پر عملي لارې او دود پوهېدل یوه قیمتي پانګه ده، چې کوچنیان یې له موروپلاره پاتوړی وړي.

[د ښه ژوند لازمه، د سمو آدابو او سم ژوند دود پېژندنه ده. وړوکتوب په تېره د لومړني ښوونځي وخت؛ یعنې د ژوند دویم اوه کلونه دې زده کړو ته ښه وخت دی]

دې پېر ته چې د ((آدب یادولو)) او ((ښوونې)) پېر وايي، کوچنی زده کړې ته ډېر چمتو وي ؛نوځکه باید له دې فرصته د سم ژوند ادب ښوونې ته ګټه واخلو.

کوچنی باید په چاپېریال کې دې آدابو او عملي دودونو ته په ورکتو، په طبیعي توګه او سوکه سوکه یې زده کړي او د موروپلار په نېغو ښوونو یې بشپړ او سم کړي؛ نو ځکه:

[د عملي انظباط له ښوونې مطلب، یوازې د وینا او نېغې لارې ښوونه نده.]

باید دا عملي انضباط پر کورنۍ واکمن وي او تر هر څه وړاندې پخپله موروپلار د دې انضباط تابع وي، چې کوچنی بې له څه دوه زړۍ او تشویشه دې انضباط ته غاړه کېدي؛ خو دا مطلب هم د نېغو ښوونو د نفې پر مانا نه دی .

کوچنی په ډېری مواردو کې لارښوونې ته اړتیا لري، چې په دې اړه دې موروپلار د خپلو اولادونو له پرله پسې لارښوونو غفلت ونکړي.

یو تریخ حقیقت

پر اصل مطلب تر لګیا کېدو مخکې، باید دا ټکی یاد کړو، چې متاسفانه په موږ کې ډېری د ژوند له سمو آدابو ناخبره دي یا په عمل کې هومره اعتنا ورته نه کوو. د دې ستونزې جرړه زموږ په ټولنیزه او کورنۍ روزنه کې ده. ځینې وګړي پر ځینو آدابو ډېر پابند او ځینو نورو ته بې پامه دي او ان چا چې سبق هم ویلی وي دا ستونزه پکې لیدل کېږي.

[ته وا په ځینو ناسمو ادابو روږدېدل مو د دوی بدرنګوالی او زیانونه رانه پټ کړي دي؛]

لکه یو څوک دی، چې تر خوړو وړاندې د لاسونو د وینځولو له اړتیا خبر نه وي؟ خو موږ څومره په عمل کې دا اړین آر مراعاتوو؟ څوک دی چې پوه نه وي، چې باید پر واټ باندې پر خط کشي شویو ځایونو تېر شو او د پلي لارو په شتون کې پر واټ ولاړ نشو او… خو په سلو کې څو تنه دا چارې عملي کوو؟ ډېری کسان دي، چې ځان او کورنۍ ته د سګرټو له زیانه خبر دي؛ خو په دې ناوړه عادت کې راګېر دي.

دا ډول نه پاملرنې په طبيعي ډول زموږ اولادونو ته هم ورغځېږي او د ژوند د سمو اصولو په اړه یې بې اعتنا کوي.

جزيي څیزونو ته مو ډېر پام وي

په ظاهره د ناڅیزو آدابو له نه مراعاتولو، چې کوم زیانونه را اوړي، تر هغو ډېر دي، چې په ظاهره مهم دي؛ ځکه په مهمو مواردو کې انسان ناچار دی، چې ټینګه پاملرنه ورته وکړی؛ نو ځکه له دې اړخه ډېر زیان ور اوړي؛ خو په جزیي مواردو کې یې چې زیان ناڅیز بولو، انسان ترې ډېر غفلت کوي او له همدې امله ډېر زیانمنېږي.

په دې ډول مواردو کې، د بیا ځلي کولو له امله پر انسان ناڅیزه زیانونه ور ډېرۍ کېږي او پر ټولیز زیان اوړي؛ نو ځکه:

[د روزنې یوه موخه داده، چې د انسان جزيي مواردو ته ور پام کړي او پوه یې کړي، چې په ژوند کې یې مراعاتول له اهمیته برخمن دي.]

لکه غلا په خلکو کې یو بد او ناروا چار ګڼل کېږي؛ نو ځکه ډېری خلک ورته غاړه نږدي؛ خو د نورو د حقوقو لتاړلو ته مو پام نه دی؛ چې په واقع کې له غلا سره څه توپیر نلري؛ خو دا چار په خلکو کې د غلا په نامه مشهور ندی. په خلکو کې دا ډول بې نامه غلاګانې ډېرې دي او د ډېرو وګړیزواو ټولنیزو زیانونو او خپګانو لاملېږي.

بله بېلګه یې کنځل دي. کنځل زموږ په عرف او دود کې یو بد او رټل شوی چار دی او هغوی چې د اخلاقي اصولو پابند وي، ډډه ترې کوي؛ خو پېغور او ((نېش زبان)) چې یو ساده چار انګېرل کېږي او د کنځلو بدرنګوالی نلري، ډېری یو ډول پرې اخته یو او که په ټولنیز ژوند کې د دې چار ناوړه اغېزې وڅېړو، ښايي تر کنځلو څو ځل ډېرې وي.

بله بېلګه یې اسراف او بېځایه لګښت دی. معمولاً عقلمن خپله شتمني نه سېځي یا خبلې پیسې نه غورځوي؛ خو د زیات لګښت له امله هره ورځ او هر ساعت څومره ډېرې پیسې لرې غورځي او لوګی کېږي! که له کورنو او هوټلونو د خوړو ډکو غورځول شویو خلطوته پام وروګرځول شي ؛ نو وینا به مو در څرګنده شي.

موږ دلته ځینې جزيي موارد یا دوو، چې د کوچنیانو په روزنه کې پاملرنه ورته له ځانګړې اهمیته برخمنه ده او د سم ژوند دود له اجزاوو ځنې ګڼل کېږي.

 

پاکوالی

کوچنیانو ته باید ور وښوول شي چې:

  • بې لاس وینځلو به پر دسترخوان نه کېني؛
  • پر دسترخوان به پښې نږدي؛
  • د خوړو پر مهال به دسترخوان په خوړو یا پاتې شونو یې نه ککړوي او احیاناً، هډوکي، زڼي او د خوړو پاتې شونې دې پر دسترخوان او ډوډۍ نږدي؛ بلکې په بل لوښي یا د خپلو خوړو د لوښي تر څنګ دې یې کېدي؛
  • د خوړو پر وخت دې خپلې جامې نه چټلوي؛
  • په خپل لوښي کې دې د خوړو ډېر لږ پاتې شوني هم نه پرېږدي.
  • تر خوړو وروسته، د نورو پر وړاندې په خپلو غاښونو کې تار یا ډ کي مه وهئ.
  • تر خوړو وروسته، په کاغذي لاسپاکي لاسونه او خوله مه پاکوئ، چې دا چار د روغتیا پر خلاف دی، پر ځای یې له اوبو او د لزوم په حالت کې له اوبو او صابونه ګټه واخلي؛
  • خواړه دې په سر خلاصو لوښو کې نه ساتي؛
  • تر شوني بریده دې له پاتې خوړو ګټنه ونه کړي؛ او د چمتو خوړو پر ځای چې پلورل کېږي، کورني خواړه وخوري.
  • تر اودسماتي وروسته، کمود پاک کړئ، لاسونه په اوبو او صابون ووینځئ او بیخي خپلې متیازې ټينګې مه ساتئ؛
  • به انګړ یا بې فرشه ځایونو کې دې پښې یبل نه ګرځي او نه دې په چټلو پښو کوټې ته ورننوځي، چې کور چټلوي.
  • له څپلیو سره به کوټې ته نه ورننوځي.
  • په کوڅه او سرک کې به توکاڼي نه تو کوي او نه به چټلي اچوي.

 

په کور کې د نظم رعایتول

  • باید په کور کې هر څه ځان ته ځانګړی ځای ولري او څوک چې کوم څیز رااخلي، بېرته دې یې پر هماغه ځای کېدي.
  • هر څوک دې تر شوني بریده خپلې چارې پخپله وکړي؛ لکه د خپل کټ او بسترې جوړول، که پر سبق او مشق بوخت یاست، د کار پای ته رسېدو وروسته دې خپل سامان راټول کړي او پر ځای دې یې کېدي او خپله دې یې څاري؛
  • د خوب او استراحت وخت دې یې معلوم وي او د ورځې دې هر ساعت بسترې ته نه ورځي او خوب دې یې هومره ډېر نه وي، چې لټ ترې جوړ شي؛
  • هومره تفریح، لوبې او د تلویزیون لیدل دې نه کوي، چې نور اصلي او تحصیلي کارونه ترې پاتې شي؛
  • چې کور ته راننووت؛ نو د ښوونځي جامې دې وباسي او د کور ځانګړې جامې دې واغوندي؛
  • ټول دې یو ځای پر دسترخوان خواړه وخوري.

د بې ځایه لګښت مخنیوی

  • خوشې دې په کور کې یو څراغ هم بل نه وي؛
  • له تېلفونه دې نااړین کار وانخستل شي، چې د وخت او مال ضایع کېدنه ده.
  • د لاسونو، مخ، لوښو یا بدن په وینځولو کې دې له حده زیاتې اوبه ونه کارول شي؛ لکه که څوک لاسونه په اوبو او صابون ووینځي یا اودس کوي؛ نو د اوبو نل دې یو مخې خلاص نه پرېږدي.
  • د کور باغچې ته دې د اوبو په ورکړه کې زیادښت ونشي، په تېره چې اوبه لږې وي.
  • د خوړيزو توکیو د بې ځایه لګښت مخه دې ونیول شي او ډوډۍ او خواړه دې ونه غورځول شي، چې د نعمت ناشکري ده او عذاب لري.
  • چې څومره خوړای شئ، هومره خواړه له لوښي واخلئ؛
  • هر څوک دې خپلې شخصي وزلې داسې وساتي، چې تر ډېره وخته ګټه ترې واخلي.
  • کوچنیان دې له قلم، کتابچې او د لیکلو له نورو وزلو سمه ګټنه وکړي او هم دې بې حسابه ورنکړای شي؛ لکه خپله کتابچه دې پوره ډکه کړي، داسې نه چې څو پانې یې ډکې کړي او نوره وغورځوي، دغسې د چټل لیکلو یا د تمرین حلولو لپاره له هغو کاغذونو کار واخلي، چې یو مخ یې ډک او بل یې تش وي.

د نورو د حقوقو مراعاتول

  • که څوک پر سبق او څېړنې بوخت وي؛ نو د ده خیال دې وساتي او مزاحم دې یې نشي؛
  • که څوک ویده وي؛ نو نور دې چغې او نارې سورې نه وهي، چې خوب یې خراب نکړي؛
  • که یو ملګری د بل قلم، کاغذ، پرکار یا…. ته اړتیا لري ، په اجازه دې یې کار ترې واخلي؛ پر عمومي شتمنیو دې تېری نه کوي؛ لکه په چمن کې دې ګلونه نشلوي، په ښوونځي کې دې مېز او چوکۍ نه ماتوي، د ټولګي پر دېوال دې څه نه لیکي، په ملي بسونو کې چې سپرېږي، خطونه دې ورباندې نه راکاږي او نه دې یې سيټونه څیروي اود خلکو د کورونو پر دېوالونو دې څه نه لیکي؛
  • پر سړک د تېرېدو پر مهال دې پر خط کشي شویو ځایونو تېر شي او تل دې پر پیاده سړکونو ولاړ شي؛
  • څارویو لکه سپیو او پیشوګانو ته دې زیان نه ور رسوي؛
  • په مېلمستیاوو کې دې د کوربه د کور سامان نه ګډوډوي یادې خوراک څښاک پر فرش نه غورځوي او…؛
  • پر خپلو دوستانو دې ملنډې نه وهي او نه دې یې ځوروي؛
  • کوچنیانو ته دې د او د لوبو سامان ګرانبیه اوقیمتي قرطاسیه باب پېرلو ډډه وشي.
  • د وخت خیال وساتئ او بې ځایه یې مه تېروئ او د ګټورو چارو پر لګولو یې تېر کړئ.

ادب

((ادب) په انساني ژوند کې یوه خورا مهمه ظریفه مساله ده. یو کار په بېلابېلو بڼو کولای شو؛ خو یوه یې خورا ښکلې وي؛ یعنې د انسان حساس او ښکلا خوښوونکی روح یې خوښوي؛ نو دا له ((ادب)) سره اړخ لګوونکی دي؛لکه د نورو په مخ کې په بېلابېلو ډولونو کېناستای شو، خبرې کړای شو، ټوکې کړای شو او…. خو تر دې ټولو، هغه چې خورا ښکلي وي باید غوره کړو.

کوچنیانو ته دې وروښوول شي چې:

  • بیخې دې په خبرو کې بد الفاظ نه کاروي.
  • نه دې څوک سپکوي او نه دې پرې ملنډې وهي؛
  • په ډکه خوله خبرې مه کوئ او هم په خوراک کې حرص مه کوئ؛
  • د مېلمه درناوی وکړئ، په ادب کېنئ او په ادب خبرې کوئ.

په کورنۍ کې همکاري

کورنی چاپېریال باید د غړیو ترمنځ یې د زړه له کومي همکاریو بېلګه وي:

  • پلار چې کله فارغ وي؛ نو د کور په چارو کې دې له خپلې مېرمنې سره لاسنیوی وکړي، اولاد دې هم د خپلو حالاتو په پامینوي د کور یوه چاره پر غاړه واخلي، ځینې میندې د خپلو اولادونو په اړه زړه سواندی وي او د هر کار له کولو یې معافوي؛ خو دا چلن دې نه کوي؛ ځکه اولاد یې لټ روزل کېږي.
  • مشر اولاد دې کشری اولاد څاري، سبق دې ورته وايي؛ خو هسې نه کشری اولاد، مشران خپل چوپړیالان وبولي.


 

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست