تبلیغات

برکتي روایت

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه برکتي روایت   د اخلاقو علم انساني فضايل او کرامتونه رازده کوي او دا ډېر دي لکه: تواضع، عاجزي، د سرغړاندو او کبرجنو پر وړاندې کبر، مېړانه، ايثار، سرښندنه، کرم، سخاوت، حيا، عفت، زغم، د مظلوم لاسنيوی، کمزوري ته ډاډيينه، له بېوزلو سره مرسته […]

حضرت محمد(ص) د خديجې په سوداګريز کاروان کې شام ته ځي

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حضرت محمد(ص) د خديجې په سوداګريز کاروان کې شام ته ځي د حضرت محمد(ص) اقتصادي وضع ښه نه وه او د خپل تره “ابوطالب” مالي مرستو ته اړ و، چې واده وكړي؛خو د خديجې بي بي د وكيل په توګه يې شام ته سوداګريز سفر اقتصادي وضع ښه كړه.محمد(صلی الله عليه […]

د ام المومنین حضرت خديجې (رض) لنډه پېژندنه

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د ام المومنین حضرت خديجې (رض) لنډه پېژندنه   حضرت  خديجه د قريشو له درنو او اصيلو كورنيو ځنې وه او د كورنۍ ټول وګړي يې پوه ول.”اسد بن عبدالعزي” د حضرت خديجې  نيكه و اود”حلف الفضول” د تړون له مهمو غړيو و. دا تړون د هغه وخت عدالتپالو او شخصيتوالو […]

ګوره هسې کردګار دې رب زما

امام جعفر صادق (رح)  د خپل وخت ډېر صبرناکه مدرس او ښووند و، هر ورځ به يې ښوونه کوله او په پاى کې به يې د خپلو علمي مخالفينو پوښتني ځوابولي. د جعفر صادق يو علمى مخالف ابوشاکر نومېده، يو ورځ يې جعفر صادق ته وويل: اجازه ده چې څه ووايم؟ جعفر صادق وويل: هر […]

د امام جعفر صادق (رح) مناظره

د ابن ابى العوجاء بى ځوابي عبدالكريم په “ابن ابى العوجاء” مشهور، يوه ورځ امام جعفر صادق ته ورغى چې خلك ورسره ناست وو او دى هم له امام سره غلى كيناست. امام: “داسې ښكاري چې د ځينو مطلبونو د شننې لپاره راغلى يې” ابن ابى العوجاء: هو اى د رسول الله زويه! امام: حيران […]

د دوو تنو انصاري او مهاجر مسلمانانو ترمنځ له څاه د اوبو را ايستو په اړه اړپېچ شو

منافقون5 تر 8_ د آيتونو شان نزول: دې آيتونو ته يو اوږد شان نزول روايت شوى، چې لنډيز یې دا دى: پر شپږم هجري كال د بني المصطلق تر غزا روسته په قَديه سيمه كې، د دوو تنو انصاري او مهاجر مسلمانانو ترمنځ له څاه د اوبو را ايستو په اړه اړپېچ شو. د منافقانو […]

د زمزم چينه څنګه پيدا شوه؟

د زمزم چينه څنګه پيدا شوه؟ ابراهيم عليه السلام،د خپل اوښ پړى ونيو او په ژړا يې د مكې پر خاوره،هاجره بي بي او خپل زوى اسماعيل (ع) پرېښود. ډېر وخت تېر نه و، چې د حضرت هاجرې او اسماعيل (ع) خوراك و څښاك خلاص شول او د هاجرې تيونه هم وچ شول . د […]

پلار مړي خوشحالوم

پلار مړي خوشحالوم حضرت علي د يو کور له مخې تېرېده،چې د ماشومانوغږ يې واورېد، د ننووتواجازه يې وغوښته،چې ورننووت؛نو ويې ليدل،چې يوې کوڼدې خپل ماشومان له ځان سره پر لوبو بوخت کړي دي او يو ديګ يې هم پر نغري باندې کړى،اوبه يې پکې اچولي دي،چې ماشومانو يې خيال کاوه،مور مو پکې اینګولی پخوى […]

زړه سواند او لوراند و

زړه سواند او لوراند و يوه ورځ پېغمبر اکرم حضرت علي ته دولس درهم ورکړل،ورته يې وويل : ((جامې پرې راته وپېره! )) حضرت علي (ک) بازار ته ولاړ او پرهماغه بيه يې د خداى رسول ته جامې وپېرلې او پېغمبر اکرم ته يې راوړې . پېغمبر اکرم ورته وويل : (( که ترې ارزانه […]

خداى چېرته دى

خداى چېرته دى يو سړي امام صادق وپوښت: د خداى پر وجود څه دليل دى؟ امام : تر اوسه په بېړۍ کې سپور شوى يې؟ و يې ويل: هو ! امام :تر اوسه پېښ شوي،چې په سمندر کې توپان شي او بېړۍ د ډوبېدو په حال کې وي او له هر ځايه دې هيله پرې […]