تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د ام المومنین حضرت خديجې (رض) لنډه پېژندنه   حضرت  خديجه د قريشو له درنو او اصيلو كورنيو ځنې وه او د كورنۍ ټول وګړي يې پوه ول.”اسد بن عبدالعزي” د حضرت خديجې  نيكه و اود”حلف الفضول” د تړون له مهمو غړيو و. دا تړون د هغه وخت عدالتپالو او شخصيتوالو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د ام المومنین حضرت خديجې (رض) لنډه پېژندنه

 

حضرت  خديجه د قريشو له درنو او اصيلو كورنيو ځنې وه او د كورنۍ ټول وګړي يې پوه ول.”اسد بن عبدالعزي” د حضرت خديجې  نيكه و اود”حلف الفضول” د تړون له مهمو غړيو و. دا تړون د هغه وخت عدالتپالو او شخصيتوالو عربو د مظلومانو د ملاټر په موخه رامنځ ته کړى و،چې  پېغمبر اكرم (صلی الله عليه و اله وسلم) يې هم غړى و،انحضرت (ص) په دې هكله  وايي :((زه د “عبدالله بن جوعان” په كور كې وم،چې دا تړون وشو.))

وګورئ: ابن هشام؛ سيرة : 1 / 141 .

“ورقه بن نوفل” د حضرت خديجې  د تره زوى و او د بوتانو عبادت يې بد مانه،ډېر پوه سړى و او پر حضرت پېغمبر ، چې وحې  نازله شوه؛نو حضرت خديجې ته يې وويل:((جبراييل پر محمد نازل شوى او د خداى پېغمبر دى .))

 يوه ورځ يې  پېغمبر اكرم (ص) په “مسجدالحرام” كې وليد ورته يې وويل :((ته د خداى پېغمبر يې او هغه پرښته،چې پر “حضرت موسى” نازله شوې وه،پر تا هم نازله شوه . خبر اوسه،چې دا خلك به دې دروغجن وبولي،جګړه به درسره وكړي او له خپل ټاټوبي به دې وشړي،كه ژوندى وم؛ نو مرسته به دې وكړم.)) بيا يې د  پېغمبر اكرم تندى ښكل كړ او ولاړ .

وګورئ: ابن هشام؛ سيرة :1 /253 ، 254 مخونه.

 له دې جوتېږي،چې د حضرت خديجې د كورنۍ ټول وګري پوه او د فكر خاوندان ول.بي بي خديجې په لومړي ځل له”عتيق بن عايذ” سره واده وكړ،چې څه موده وروسته ومړ او وروسته يې د “بني تميم” له يو مشر “هند بن  بناس” سره واده وكړ؛خو دى هم ځواني مرګ شو.خديجې ته له مخكېنيو مړونو خورا شتمني پاتې شوه،چې سوداګري يې پرې  پيل كړه او له دې لارې يې نوره شتمني هم لاس ته راغله او په سوداګريزو چارو كې يې زيات كسان درلودل.

وګورئ: ابن هشام؛ سيرة : ١ / 99 .

په داسې حال كې يې سوداګري كوله،چې عربي جاهليت به خپلې لوڼې ژوندۍ ښخولې او د ” عربو د ټاپو”  ټول چارواكي نارينه ول؛نو جوتېږي،چې حضرت خديجه د هغه وخت با تدبيره،پوه او با شخصيته مېرمن وه. پر همدې مهال ډېرو شتمنو او اشرافو پرې مرکې وكړې؛خو بي بي خديجې ونه منلې.حضرت خديجې د هغه وخت له پوهانو اورېدلي وو، چې “د عربو په ټاپو” كې به يو سړى پر پېغمبرۍ مبعوثېږي او پر دې خبره يې كلك ايمان درلود. يوه ورځ خديجه بي بي  په وره كې ناسته وه، چې ګردچاپېر ترې مريان او مينځې راټولې وې . په ناسته كې يو يهودى عالم هم و،ناڅاپه يې محمد (ص) د كور له څنګه تېرېده،چې د يهودي عالم سترګې پرې ولګېدې . عالم له خديجې بي بي وغوښتل،چې حضرت محمد دې څو شېبې دلته کېني. محمد(ص) د يهودي عالم غوښتنه ومنله،چې پر خپل بدن ورته د نبوت نښه وښيي،پر دغه وخت خديجې بي بي عالم ته وويل :

 ((كه ترونه يې پوه شول،چې تا يې وراره لټولى؛نو بده شخړه به جوړه شي؛ځكه هغوى د خپل وراره په باب له يهودانو ډېر ډارېږي .))

 عالم ورته وويل :((دا ته  څه وايې؟ هېڅوک ورته زيان رسولاى نشي،تقدير يې نبوت او خلكو لارښوونې ته غوره شوی دى .)) خديجې بي بي وويل: ((له كومه يې وايې،چې د دومره ستر مقام خاوند دى؟))

 ويې وويل : (( ما د اخرې زمانې د پېغمبر په باب په “تورات” كې لوستي،چې له نښو يې يوه دا ده،چې مور و پلار به يې مړه شي او بيا به نيكه او تره يې روزنه پر غاړه اخلي او د قريشو له يوې غورې ښځې سره به واده وكړي.))

بيا يې خديجې ته اشاره وكړه او ويې ويل : ((بختوره به وي،چې ورسره واده كوي.))

 حضرت خديجې يوه شپه خوب وليد، چې لمر د مكې پر  ښار چورلي او ورو، وورو راكوز شو او پر كور يې كېناست.خپل خوب يې “ورقه بن نوفل” ته ووايه،هغه داسې ورته تعبير كړ : (( له يو ستر انسان سره به واده وكړې،چې په نړۍ كې به مشهور وي .))

وګورئ: بحارالانوار: 6/104.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!