تبلیغات

د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه ویناوې – موضوع: دوستي او دوستان 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه ویناوې موضوع: دوستي او دوستان  دوستي، خپلوي ده. چې دوستي ټينګه شي؛ نو یو له بله ملاتړ لازم شي. دوستي، په ښه چلن غځېږي. په انصاف، د دوستۍ رسۍ ټينګېږي. مینه او محبت، په دوستۍ پایښتېږي. ښه چلن، دوستان یو له بل سره مینناکوي. […]

د حضرت علي کرم الله وجهه ویناوې- موضوع : علم او پوهه

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت علي کرم الله وجهه ویناوې موضوع : علم او پوهه د عالم ښکلا، پر علم یې عمل کول دي. د علم ښکلا، په خورولو یې ده، پایله یې پرې عمل دی او ساتنه یې، پر خپل ځای ایښودل دي. د علم او پوهې ثواب، تر کړنو غوره دی. پر […]

د حضرت علي کرم الله وجهه ویناوې/ موضوع :ملګری

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت علي کرم الله وجهه ویناوې موضوع :ملګری   غوره ملګری هغه دی، چې ستا او د هغه ترمنځ منځګري ته اړتیا نه وي. غوره ملګری هغه دی، چې پر اخرت دې میین کړي، په دنیا کې دې متقي او د الله تعالی د اطاعت په لار کې دې مرستندوی […]

د حضرت علي کرم الله وجهه ویناوې موضوع : زغم

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت علي کرم الله وجهه ویناوې موضوع : زغم خلکو تېروتنې نالیدې ګڼل ستر زغم دی. د زغم په څېر، ملاتړ نشته. د عفوې په څېر، زغم نشته. د زغم په څېر، هېڅ غوراوی نشته. د چوپتیا په څېر، زغم نشته. هر کړاو ته زغم شته. زغم کوه، چې عزتمن […]

خپلو یارانو ته د علي کرم الله وجهه ادب ورکوونه

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه خپلو یارانو ته د علي کرم الله وجهه ادب ورکوونه په دې کې د دیني او دنیوي چارو اړوند څلور سوه احکام دي. حجامت او د وینې ورکړه بدن روغ رمټوي او عقل مظبوطوي. د بریتو لنډول پاکوالی او د نبوي سنتو یوه برخه […]

د حضرت علي کرم الله وجهه ویناوې – موضوع : قناعت

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت علي کرم الله وجهه د ویناوو پوهنغونډ   موضوع : قناعت   قناعت، پتمني ده قناعت، پاکلمني ده. قناعت، نعمت دی. قناعت، سرلوړي ده. مړانه، قناعت او ښکلا ده. قناعت، د تنګلاسۍ مرستندوی دی. قناعت، پایښتی عزت دی. قناعت، د پرهېزګارانو نښه ده. قناعت، عزت او شتمني ده. قناعت، […]

د حضرت علي کرم الله وجهه وېناوی – موضوع : کبر

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت علي کرم الله وجهه د ویناوو پوهنغونډ   موضوع : کبر کبر او ځانمني، سرټيټی راوړي. کبر، خورا بده کړنه ده. کبر او سرغړونه، ستر کوشنی کوي. ځانمني او کبر، ښویېدنه ده. ځانمني (کبر)، د شرف آفت دی. تکبر، د پستۍ او رذالت ښکارندوی دی. کبر، د دښمنۍ او […]

د حضرت علي کرم الله وجهه ویناوې – موضوع : شکر

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د حضرت علي کرم الله وجهه د ویناوو پوهنغونډ    موضوع : شکر شکر، د پرېمانۍ لامل دی شکر ایستنه، نعمت پرېمانوي. د نعمتونو ښه شکر ایستل، د نعمت ورکړه ده. په نعمت کې د هغه حالت غوره دی، چې نعمت په شکر ایستو وغځوي او له نعمته چې څه تللي، […]

نرمخويي

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ نرمخويي حضرت علي کرم الله وجهه وايي : هر دین اخلاق لري او نرمي د ایمان خوی دی. نرم چلن، د سیاستوالۍ جرړه ده نرمخویي، ښه سیاست دی. د چاچې لرګی نرم وي، څانګې یې ډېرې وي. د نرمخویۍ پای روغه پای ده. نرمخویي، غوره عظمت او دبدبه ده. نرمخویه، ګټیالی […]

د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه د لنډغونډلو او زرینو ویناوو پوهنغونډ پرله پۍط ۱۳ مه برخه

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  غررالحکم د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه د لنډغونډلو او زرینو ویناوو پوهنغونډ   پرله پسې ۱۳ مه برخه     ۸۲۴-پستي، خیانت پنځوي. ۸۲۵- په احتیاط موخې ته ښه رسېدای شې. ۸۲۶-ګناه، د دعا قبلېدو مخه نیسي. ۸۲۷-د مخلص (دعا)، د قبلېدو وړ ده. ۸۲۸-ظلم، د اور لامل دی. ۸۲۹-ظلم، هلاکت پنځوي. ۸۳۰-تقوا خپلول، […]