تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د مصر والي؛ مالک اشتر ته د امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه لیک   (پر ٣٨س، امام علي کرم الله وجهه، “مالک اشتر” د “مصر” والي وټاکه. دا ليک يې ورته وليکه او دا هغه وخت و، چې د “محمد بن ابوبکر” رحمة الله عليه وضع پرېشانه شوې وه. دا يو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د مصر والي؛ مالک اشتر ته د امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه لیک

 

(پر ٣٨س، امام علي کرم الله وجهه، “مالک اشتر” د “مصر” والي وټاکه. دا ليک يې ورته وليکه او دا هغه وخت و، چې د “محمد بن ابوبکر” رحمة الله عليه وضع پرېشانه شوې وه. دا يو اوږد ليک دى، چې د ټولو ليکنو ښکلا پکې رانغاړل شوې ده. )

 

د لوراند او لورين څښتن په نامه

دا د خداى د بنده؛”علي اميرالمؤمنين” له لوري، “مالک اشتر د حارث زوى” ته فرمان دى. د “مصر” په چارواکۍ کې به دا ژمنه ورسره وي، چې: ماليات به راغونډوي او له دښمنانو سره به يې جګړه کوي، د خلکو چارې به سموي او د “مصر” ښارونه به ابادوي.

(۱) د ځان جوړونې اړتيا:

هغه امر کوي، چې له خدايه وډار شه او پر نورو چارو دې د خداى اطاعت ړومبى وګڼي او د خداى په کتاب کې دې له فرايضو او سننو لاروي وکړي، چې يوازې په همدې لارښوونو ژغورنه شوني ده او “بنيادم” هله بدمرغېږي، چې ترې منکر او ضايع يې کړي.

هغه ته امر کوي، چې په زړه، لاس او ژبې د خداى مرستندوى اوسي؛ ځکه خداى د هغه بريا تضمينوي، چې لاسنيوى یې ورسره کړى وي او هغه ستر او درنوي، چې خداى يې ستر او عزتمن ګڼلى وي او هغه ته امر کوي، چې خپل نفس ايسار کړي، چې په هيلو پسې ولاړ نشي او د سرغړاندۍ پرمهال دې يې کابو کړي؛ ځکه:” نفس تل په بديو امر کوي؛ خو داچې خداى ولورېږي. “

نو مالکه! پوه شه، داسې ښارونو ته دې ورلېږم، چې تر تا مخکې عادل يا ظالم دولتونه پرې تېر شوي ول او خلک ستا چارو ته داسې ويني؛ لکه چې ته، تر ځان مخکې د چارواکيو چارو ته وينې او په اړه دې هغه وايي، چې ته يې د تېرو په اړه وايې او په رښتینه کې نېکان به یې له نېکنامۍ وپېژنې، چې خداى يې نامه د خپلو بندګانو پر خولو اېښى ده؛ نو بايد ښه کړه وړه دې غوره زېرمې وي؛ ځاني غوښتنې دې کابو کړه او څه، چې حلال نه دي، ځان ترې وساته؛ ځکه پر نفس کنجوسي کول دادي، چې څه يې ښه يا بد اېسي، په اړه يې د انصاف لار خپله کړې.

 

(۲) د مشرۍ خوى (له خلکو سره چلندود):

زړه دې له خلکو سره په لورنې راونغاړه او له ټولو سره دوست او مهربان اوسه؛ هسې نه، چې داړن ځناور وسې، چې د خلکو داړل غنيمت وګڼې؛ ځکه خلک په دوه ډوله دي:

 يو شمېر ستا ديني وروڼه دي او نور په پنځون کې ستا په څېر دي. که کومه ګناه کوي يا څه نا څه پړه کېږي، يا په لوى لاس يا تېر کې څه ګناه کوي؛ نو و يې بښه او اساني ورسره کوه؛ لکه څنګه چې دې ښه اېسي، خداى دې وبښي او اساني درسره وکړي.

په رښتینه کې ته پر ولس لوړ يې او مشر دې پر تا لوړ دى او خداى پر هغه لوړ دى، چې ته يې د “مصر” والي ټاکلى يې، چې د “مصر” د خلکو د چارو سمول يې درسپارلي او په دوى دې ازمېي.

له خداى سره جګړه مه کوه، چې له سزا يې ژغورل کېداى نشې او له لورنې او رحمته يې هم بې اړې کېداى نشې. که څوک دې وباښه؛ نو په خپلې کړنې مه پښېمانېږه او که چا ته دې سزا ورکړه؛ نو د سزا په ورکړه يې هم مه خوشحالېږه او پر هغه غوسه بيړه مه کوه، چې ځان ترې بچولاى شې او خلکو ته مه وايه، چې زه يې درباندې مشر کړى يم؛ نو هرومرو مې خبره ومنئ، چې دا ډول ځان ګنل، زړه خرابوي، دين مړاوى کوي او نعمتونه زوالوي او که په خپل مقام او منصب ښاڅمن – مغرور شوې؛ نو د “الله” د ملک عظمت او ستروالي ته وګوره، چې تر تا لوړ او ستر دى، چې دا کتل دې له ښاڅمنۍ او پېسمنې – غرور او کبره ژغوري او سرغړاندي دې راټيټوي او درنه تښتېدلى عقل دې راستنوي.

 

(۳) له ښاڅمنۍ – غرور او ځانمنۍ ډده کول:

ډډه وکړه، چې ځان د خداى په څېر ستر ونه ګڼې او يا ځان په دبدبه کې په څېر یې کړې؛ ځکه خداى هر سرغړاندى خواروي او هر ځانمنى بې ارزښته کوي. له خداى، خلکو، نژدې خپلوانو او له خپل رعيته، چې دې څوک ښه اېسي، په انصاف ورسره چلېږه او که داسې دې و نه کړل؛ نو تېرى به دې کړى وي او څوک چې د خداى پر بندګانو تېرى کوي، خداى به يې د خپلو بندګانو پرځاى دښمن وي او د چاچې خداى دښمن شي؛ نو دليل يې نه مني او تل ورسره په جګړه کې وي، څو له دې چلنه لاس واخلي او توبه وکاږي او د تېري په څېر بل څه د خداى لورنې نشي اړولاى او سزا يې نه رانژدې کوي او خداى د مظلومانو ښېراوې اوري او ظالمانو ته په څارنځاى کې دى.

 

(۴) وګړپالي، حق پالي:

بايد تا ته غوره چارې؛ په حق کې منځلاري، په عدالت کې د ټولو رانغاړل او د ولس خوشحالي وي؛ ځکه د ولسي پرګنيو غوسه او ناخوښي د خپلوانو خوشحالي له منځه وړي او حال دا که ولس درنه خوشحال وه؛ نو د خواصو او خپلوانو ناخوښي ناڅيزه ګنل کېږي.

خواص او خپلوان پر چارواکي (او حکومت) دروند پېټى وي؛ ځکه که کومه پېښه وشي؛ تر هر چا ډېر لږ مرستې ته يې وردانګي او ښه يې نه اېسي، چې په انصاف ورسره چلن وشي؛ دوى په ټينګه له چارواکي هر څه غواړي؛ نو چې څه په لاس ورشي، تر ټولو ډېر لږ منندوى وي او که څه ور نه کړل شي؛ نو عذر دې هم تر نورو ډېر په ځنډ مني، د ستونزو پر وړاندې ډېر لږ زغمناک دي، حال دا ولسي پرګنۍ د دين ټينګې ستنې، د مسلمينو ځوږمنى ټولنې او د دښمن پر وړاندې دفاعي زېرمې دي؛ نوځکه بايد همدوى ته دې ډېر پام وي.

 

(۵)خوالګري:

له رعيته دې هغه له ځانه لرې کړه او دښمن يې وګڼه، چې د نورو په نيمګړتياوو او عيبونو پسې ګرځي؛ ځکه خلک عيبونه لري او د امت مشر تر ټولو وړ دى، چې بايد پټ يې کړي او د خلکو هغه نيمګړتياوې مه راسپړه، چې له نظره دې پټې وي؛ ځکه ستا مسؤوليت دادى، چې درته رابرسېره شوې نيمګړتياوې سمې کړې او له تا خو د پټو څيزونو ورمندون – قضاوت، له خداى سره دى؛ نو چې له وسې دې کېږي، د نورو نېمګړتياوې پټوه، چې خداى ستا پر هغو نيمګړتياوو پرده واچوي، چې غواړې له خلکو پټې پاتې شي.

په خلکو کې د هر ډول کينې غوټه پرانېزه او له زړونو يې ورته وباسه او د هر ډول دښمنۍ جرړه راونړوه او پر هغو څيزونو ځان ناګاره کړه، چې درنه پټ کړاى شوي دي. د “خبر لوڅ” مه منه؛ ځکه خاين دى، که څه د ورماند – ناصح په جامو کې راڅرګند شي.

 

(۶) د مشورې مقام:

له بخيلانو سره مشوره مه کوه؛ ځکه له ورکړې دې منع کوي او له تنګلاسۍ دې ډاروي.

 له ډارن سره مشوره مه کوه؛ ځکه د چارو په تر سره کولو کې دې روحيه سستوي.

 له حريص سره مشوره مه کوه؛ ځکه حرص او تمه درته ښکلې برېښوي؛ په رښتینه کې “کنجوسي”، “ډار” او “حرص”، ډول ډول غرېزي دي، چې جرړې يې پر خداى له بدګومانۍ راولاړېږي.

 هغوى دې ډېر ناوړه وزيران دي، چې تر تا مخکې د بدچاريو وزيران ول او په ګناهونو کې یې برخوال ول؛ نو هسې نه، چې دغسې وګړي دې د خوالې په کړۍ کې وي؛ ځکه دوى د ګناهګارانو مرستندويان او د ظالمانو لاسنيوونکي ول. ته بايد تر دې غوره ځايناستي ولرې، چې اندیز ځواک يې د هغوى په څېر وي؛ خو ګناهونه او ناوړه کړنې يې ونلري.

 هغوى چې له ظالم سره يې په ظلم کې لاسنيوى کړی نه دى او له ګناهګار سره يې په کومه ګناه کې مرسته کړې نه ده؛ نو د دې ډول وګړيو لګښت درته ډېر لږ، ملګرتوب يې غوره او لورنه يې ډېره ده او بې له تا له نورو سره یې دوستي هم لږه ده. دوى په خپلو ځانګړو وګړيو، نژدې دوستانو او خوالګرو کې ونيسه، بيا په دوى کې هغوى غوره کړه، چې د حق په ويلو کې خورا “خوله ور” وي او په هغو څيزونو کې دې مرستندوى نه وي، چې خداى پاک يې خپلو دوستانو ته نه خوښوي، که څه دا خبرې او چارې دې خوښېږي که نه.

 

(۷) د مشرانو د ټولنيزو اړيکو آرونه:

چې کړاى شې له پرهېزګارانو او رښتينو سره يو ځاى شه او داسې يې وروزه، چې ډېر دې و نه ستايي او ناوړه چارو ته دې راو نه هڅوي، چې دې کړي نه وي، چې بې کچې ستاېنه ځانمني رامنځ ته کوي او بنيادم سرغړاندۍ ته اړ باسي.

او نه ښايي، چې نيکچارى او بدچارى درته يو برابر وي؛ ځکه په دا ډول دريځ نېکانو ته په نېکيو کې څه څوبتیا – لېوالتيا نه پاتېږي؛ خو بدچاري بدو چارو ته راهڅېږي؛ نو هر يو ته يې د کړنو له مخې بدله ورکړه.

مالکه! پوه شه، والي چې د خپل ولس اعتماد خپلوي؛ نو ښه دې ورسره وکړي، ماليات دې ورباندې سپک کړي او په زور دې ورباندې هغه چارې نه کوي، چې نه يې خوښېږي؛ نو په دې لار کې دومره هڅه وکړه، چې د ولس درباندې ښه ګومان راشي، چې دا چلن له تا اوږده رنځونه لرې کوي؛ نو له چا سره دې، چې احسان کړى، ورته ښوین – خوشبين اوسه او ښه ګومان پرې لره او له چا سره دې، چې ناوړه چلن کړى، بدګومانه پرې وسه او ورته ښوینېږه مه.

 هغه غوره دودونه مه ماتوه، چې د دې امت مشران پرې تللي او د اسلام ملت ورسره اغږل او د ولس خوى او دود شوى دى او داسې دودونه مه رامنځ ته کوه، چې تېرو ښو دودونو ته زيان واړوي، چې ثواب د ښه دود رامنځ ته کوونکي ته پاتې شي او ته ګناهګار شې، چې له منځه دې يووړ.

له پوهانو او حکيمانو سره خبرې اترې او ويينې کوه، چې د هېواد د ابادۍ او د ښارونو د سمونې او د نظم و قانون د پلي کېدو لامل دى، چې په تېرو زمانو کې هم وه.

 

(۸) د بېلابېلو ټولنيزو پاړکيو – طبقو پېژندل:

مالکه ! پوه شه، په خلکو کې بېلابېلې ډلې دي، چې چارې يې يو له بل سره په همغږۍ سمېږي او هره بلې ته اړه ده. ډلې دا دي:

 د خداى پوځ، عام او خاص ليکوال، قاضيان، د عدالت او ټولنيز نظم پلي کوونکي، جزيه ورکوونکي، د مالياتو ورکوونکي، سوداګر، رغاوګر- صنعتګر، ورهڼګر- کسبګر او همداراز د ټولنې اړين او بېوزلي.

چې هر يو ته خداى برخه ټاکلې او کچه يې په قرآن او نبوي سنتو کې ښوولې ده، چې دا د خداى له لوري يوه لارښوونه ده، چې ساتنه يې را تر غاړې ده.

پوځيان د خداى په حکم د ولس ټينګه کلا او د چارواکيو ښکلا او وقار، د دين دبدبه او د امنيت لارې چارې دي، بې له “اردو” د ولس چارې نه سمېږي او “اردو” هم د ولس په مالياتو پاېښت موندلى او له دښمن سره د جهاد لپاره پياوړېداى او خپلې اړتياوې پوره کولاى شي.

بيا اردو او خلک بې له درېیمې ډلې پاېښت نه شي موندلاى، چې هغه قاضيان، د دولت کارمندان او حکومتي ليکوالان دي، چې د مسلمانانو په ګټه تړونونه او معاملې برابروي او په عمومي او خصوصي چارو کې د ډاډ وړ دي او يادې شوې ډلې بې له سوداګرو او د صنايع خاوندانو دوام نشي موندلاى؛ ځکه دوى د ژوند اړينې وزلې چمتو کوي او بازارونو ته يې راوړاندې کوي او ډېر وسايل په لاس جوړوي، چې د نورو له وسې وتلى چار دى.

د ټولنې د بېوزلې پاړکۍ – طبقې لاسنيوى دې وشي. د ټولنې هرې ډلې ته د خداى پر وړاندې يوه پراخي ده او هره ډله پر “والي” حق لري، چې چارې يې ورسمې کړي او “والي” به هله دا حق ورپوره کړاى شي، چې خورا هڅې وکړي او له خدايه مرسته وغواړي او په ټولو چارو کې؛ که سختې وي يا اسانې، زغمناک وسي.

 

(لومړی) د پوځيانو انځور:

هغه د پوځ بولندوى وټاکه، چې دغه ځانګړنې ولري:

چې خداى، رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم او ستا مشر ته خورا نېک خوا وي، ډېر پاکلمنى او زغمناک وي او ډېر لږ غوسه کېږي او چې څوک ترې د خپلې نيمګړتيا په باب بښنه وغواړي؛ نو عذر يې ومني، پر بېوسيو يې ولورېږي او له زرورو سره په زور وچلېږي، توندي يې تېري ته را نه کاږي او نرمي يې له حرکته منع کولاى نشي.

بيا نو په خلکو کې له هغو سره نژدې اړيکې ټينګې کړه، چې حسب ولري او نېکنامى وي، له صالحو کورنيو ځنې وي او ښه مخينه ولري او همداراز اړيکې دې له تورزنو، زړورو، سخيانو، ځوانمردو او پتمنو سره مزبوتې کړه؛ ځکه دوى د کرم، احسان او نېکيو ټولګې دي.

بيا پر چارو يې داسې لګيا شه؛ لکه مور و پلار، چې د خپل اولاد پر چارو بوخت وي او که کوم چار دې د دوى د پياوړتيا لامل شو؛ نو نه ښايي په نظر دې ستر وبرېښي او همداراز نه ښايي له دوى سره ډېر لږ احسان دې هم په پام کې لږ معلوم شي؛ ځکه لورنه او احسان دې لاملېږي، چې خپل ورم درنه ونه سپموي او ښه ګومان درباندې وکړي او نه ښايي په دې پلمه، چې په لويو چارو بوخت يې، له کوشنيو چارو غافل شې؛ ځکه کوشنۍ پېرزوينې خپل ځاى لري، چې ترې برخمنېږي او لويو چارو ته پاملرنه هم خپل ځاى لري، چې بې اړې به ترې نه وي.

 ډېر غوره بولندوى به دې هغه وي، چې تر ټولو زيات له خپلو پوځيانو سره مرسته وکړي او ښه مالي لارې وسیلې – امکانات ورکړي، ان چې په خپله او هم کورنيو ته يې بسيا وي او پوره پرې ارام وي او خپل ټول پام يې له دښمن سره جهاد ته وي.

په رښتینه کې پر سرتېرو پېرزوينه، زړونه يې ستا لوري ته راکاږي او بايد، چې د واليانو غوره خوشحالي دا وي، چې په ښارونو کې “عدالت” راولي او د ولس ترمنځ دوستي ټينګه کړي او دا دوستي هله رامنځ ته کېږي، چې زړونه يې پاک شي او خيرغواړي يې هله سمه وي، چې په چارو کې په خپله خوښه پر واليانو راټول وي او پر ځان د دولت پېټى دروند و نه ګڼي او له اوږدې چارواکۍ يې ستړي نه وي؛ نو د پوځيانو هيلې پوره کړه او تل يې ستايه او مهمې چارې يې يادوه؛ ځکه دا چار په زړورو کې د اتلولۍ د روحيي د ټينګېدو لامل ګرځي او ډاران هڅوي، چې په ځان کې ونجون – ادلون بدلون راولي، انشاءالله.

او په سمې ارزونې د هر يو کړنې وپېژنه او د هر چا خدمت ارزښتمن وګڼه او همداراز د چا کړنې د بل په نامه مه يادوه او د چا ناميتوب دې ددې لامل نشي، چې کوشنى چار يې ستر وګڼې او د بې نامه ستر چار ناڅيزه وبولې.

او که په چارو کې له ستونزو او شبهو سره مخ شوې؛ نو خداى او استازي ته يې مخ واړوه؛ ځکه خداى هغو خلکو ته، چې له لارښوونې سره يې مينه لري، وايي: ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ[1]= مؤمنانو! د خداى اطاعت وكړئ او د پېغمبر او د اولوالامر [=د پېغمبر وصيان ] اطاعت وكړئ او كه ترمنځ مو په كومه چاره كې شخړه پېښه شي (؛ نو د منځګړتوب لپاره ) خداى او رسول ته مخه كړئ))

نو خداى ته مخ اړول؛ يعنې پر قرآن عمل کول او استازي ته يې مخ وراړول؛ يعنې پر سنتو يې عمل کول، چې يووالى راولي او د بې اتفاقۍ او خپرېدو مخه نيسي.

 

 (دویم) د قاضيانو انځور:

بيا په خلکو کې د ورمندون – قضاوت لپاره له ولسه داسې څوک وټاکه، چې پر وړاندې دې تر ټولو غوره وي او دغه ځانګړنې ولري:

 له ډېرو ورتلو ستړى نشي، د مخالفينو خپلمنځي شخړې يې غوسه نه کړي، پر خپلو تېروتنو ټينګ ولاړ نه وي او چې پوه شو؛ نو د حق منل ورته ستونزمن نه وي. له زړه نه د تمې جرړه راوباسي او پر مطلب د پوهېدو لپاره په لږې څېړنې بسيا نه کوي او په شبهاتو کې تر ټولو ډېر احتياط کوي او ډډه يې پر دليل وي او د “دعواوالو” له پر له پسې راتلو ستړى نشي، د حقيقت په راڅرګندېدو کې خورا زغمناک وي او تر راڅرګندېدو روسته غوڅ نظر ورکړي، چې شخړه پاى ته ورسوي. د چا غوړه مالي او ستاېنې يې ونه غولوي او داسې وګړي ډېر لږ دي.

د قاضي تر ټاکنې روسته، په قضاوتونو کې يې ښه غور وکړه. دومره ورکړه، چې اړتياوې يې لرې شي، چې خلکو ته اړين نه وي او د مقام يې دومره درناوى وکړه، چې ستا نژدې کسان يې په اړه تمه و نه کړي او له دسيسو يې ستا پر وړاندې خوندي وي. کومې لارښوونې مې چې درته وکړې، په اړه يې ښه ځير شه چې په واقعيت کې دا دين د بدچارو په منګولو کې پرېوتى او د دين په نامه پر ځاني غوښتنو بوخت دي او خپله دنيا پرې جوړوي.

 

(درېیم) د دولتي چارواکيو انځور:

بيا د خپلو چارواکیو چارو ته ځير شه او تر ازمېښت روسته يې پر چارو وګوماره، نه د وګړیزې دوستۍ له مخې، او له نورو سره يې بې له مشورې پر چارو مه ګوماره؛ ځکه په خپله رايه کار کول او له نورو مشوره نه غوښتل، يو ډول ظلم او خيانت دى.

 دولـتي مامـــــورين له باتــــجربه، حيـــــاناکو، پرهېـــــــزګارو او سپېڅليو کورنيو وټاکه چې په اسلام کې ځلانده مخينه لري؛ ځکه دوى د ښو خويونو خاوندان او پتمن دي؛ تمه يې لږه او د چارو عواقبو او پايلو ته يې ښه پام وي.

بيا پرېمانه روزي ورکړه؛ ځکه په پوره او بسيا معاش ځان ښه سمولاى شي او په مړه خواتوب “بيت المال” ته لاس نه ورغځوي او همداراز پرې غاړه خلاصول دي، که ستا حکم يې ونه مانه يا ستا په امانت کې يې خيانت وکړ.

 ورپسې د مامورينو چلن څاره او رښتين او پالیال- باوفا ځري پرې وګوماره؛ ځکه پټه څارنه او پلټنه يې امانتوالۍ او له ولس سره ښه چلن ته اړ باسي او خپل نژدې همکاران دې سخت څاره او که يو يې خيانت وکړ او ځرو دې هم تاييد کړ؛ نو په همدومره لېینه – ګواهۍ قناعت وکړه او په کوړه يې ووهه، شتمني ترې واخله، خوار او سپک يې کړه او د بدنامۍ ټاپه پرې ولګوه.

 

(څلور) د ماليې ورکوونکيو انځور:

مالياتي چارې داسې تنظيم کړه چې د ماليې د ورکوونکيو په صلاح او خوښه وي؛ ځکه د مالياتو او ورکوونکيو د چارو سمونه، د ټولنې د نورو پاړکیو- قشرونو د سمونې لامل دى او چې د مالياتو د ورکوونکيو چارې سمې نشي؛ نو د نورو چارې به هم سمې نشي؛ ځکه ټول خلک د ماليې او مالياتو ورکوونکيو روزيخواره دي؛ خو بايد د ماليې تر راټولو ډېر د ځمکې د آبادولو په هڅه کې اوسې؛ ځکه ماليه يوازې په ابادۍ تر لاسه کېداى شي او څوک چې د کرنې له پراختيا پرته ماليه راټولوي؛ نو ښارونه ويجاړوي او د خداى بندګان پوپنا او ورکوي او واکمني به يې ډېره لږه وي.

او که خلکو د آفتونو، وچکالۍ، د کاريزونو او چينو د وچوالي، اورښت او په نېرونو د ځمکې د ويجاړېدو له لامله شکايت درلود؛ نو سپک ماليات ترې واخله، چې چارې يې سمې شي او د مالياتو سپکول دې تا اندیښمن نه کړي؛ ځکه دا يوه زېرمه ده، چې ستا د ښارونو په آبادۍ او د حکومت په دبدبه کې ونډه لري او ولس به دې وستايي او ته به په خلکو کې د عدالت له خپراوي خوشحاله شې او پر ځواک به يې ډډه ووهې او څه چې دې ورته زېرمه کړي او وربښلي او په خلکو کې د عدالت خپراوى او له ولس سره پېرزوينه به د دې لامل شي، چې پرې ډاډمن شې؛ نو که په ګانده کې کوم چار رامخې ته شي او ورترغاړې يې کړې، په خوشحالۍ به يې ومني؛ ځکه ابادي د خلکو زغم زياتوي. په رښتینه کې د ځمکې خرابى د بزګرانو د تنګلاسۍ له وجهې وي او د دوى تنګلاسي په شتمنيو کې د چارواکيو د لوټ له لامله وي چې د حکومت په راتلونکي يې ډاډمن نه وي او د تېرو له تاريخه پند نه اخلي.

 

(پینځم) د ليکوالو او منشيانو انځورنه:

بيا د ليکوالو او منشيانو د چارو په اړه ښه غور وکړه او چارې دې د هغوى غورو ته وروسپاره او محرمانه ليکونه، چې سياستونه او رازونه رانغاړي، هغوى ته ورځانګړي کړه، چې تر نورو ليکوالو ډېر صالح وي. هغوى چې ستا درناوى او عزت يې مست نه کړي، چې د نورو په مخ کې درنه سرغړاوى وکړي او تا ته د مامورينو د ليکونو په رسولو يا هغوى ته ستا په ځوابولو کې ځنډ ونکړي او یا په هغه څه کې ناغیړي وکړي، چې درته یې غواړي يا ستا له لوري ورسپارل کېږي او د تړونو په پېينه – تنظېمولو کې سستي ونکړي او ستا په زيان تړون ماتۍ کې کوتاهي و نه کړي او خپل قدر وپېژني.

په حقيقت کې څوک، چې د ځان په قدر و نه پوهېږي، د نورو په قدر خو به بيخي و نه پوهېږي.

هسې نه، چې د ليکوالو او منشيانو په ټاکنه کې پر خپل شخصي ډاډ، خوش باورۍ او ځيرکۍ ډډه ووهې؛ ځکه ځيرک وګړي، ځان داسې ښيي، چې د چارواکي پام ځان ته راواړوي، چې ددې “برسېرنې ښوونې” تر شا نه خيرغواړي شته او نه امانتوالي؛ خو ویې ازمېيه، چې تېرو ښو چارواکېو ته يې خدمتو نه کړي دي.

 پر هغو کاتبانو او ليکوالو ډاډه اوسه، چې پر ولس يې ښه اغېز پرېوتى وي او په امانتوالۍ کې تر ټولو مشهور وي، چې دغسې سمه ټاکنه دا ښيي، چې خداى او ولس ته خيرغواړی يې.

هر يو کار ته دې رئيس وټاکه، چې له لاسه يې پوره وي او د کار زياتوالى يې ستړى نه کړي او پوه شه، که د ليکوالو او منشيانو په چارو کې نېمګړتيا وي او ته ترې ناخبره وې؛ نو زيان به يې تا هم راونغاړي.

 

(۶) د سوداګرو او ورهڼګرو – کسبګرو انځور:

بيا سپارښتنه مې د سوداګرو او د صنايعو د خاوندانو په اړه ومنه او د نېکۍ سپارښتنه ورته وکړه، که دوى په ښارونو کې اوسېږي يا هغوى چې په خپلې پانګې تل يوې او بلې خوا ته په سفر کې وي او د لاس په تڼاکو ژوند کوي؛ ځکه دا ډله د ګټو سرچينې او د سوکالۍ د اسبابو رامنځ ته کوونکي دي، چې له لرې ځايو، دښتو، سمندرونو، غرونو او له هغو سختو سيمو يې راوړي، چې خلک پکې نه اوسېږي او د ورتلو جرائت نه لري.

 سوداګر آرام خلک دي، چې له فتنې، شر او فساده يې څه ډار نشته، سوله من دي او پخلاينه غواړي او فتنې نه راولاړوي؛ نو په چارو کې يې غور وکړه! که په ښار کې درسره اوسېږي يا په نورو ښارونو کې.

 په دې هم پوه شه، چې په سوداګرو کې داسې هم شته، چې تنګ نظري، بدچاري، کنجوس او محتکرين دي او پخپله خوښه پر خپلو مالونه بيه ږدي، چې په دې چار خلکو ته زيان رسوي او واليانو ته هم ستر عيب ګڼل کېږي؛ نو د کاليو د احتکار مخه ونيسه، چې رسول اکرم صلى الله عليه و آله وسلم يې هم مخه نيوه. بايد په اسلامي ټولنه کې راکړه ورکړه، اسانه او د عدالت له مخې وي؛ په داسې نرخونو چې پلورونکى او پېرونکى زيان و نه مومي. څوک چې ستا تر منع روسته احتکار وکړي؛ نو سزا ورکړه چې نورو ته عبرت شي؛ خو په سزا کې له پولې مه اوړه.

 

(۷) د بېوزليو او کمزوريو کړاى شويو انځور:

 بيا له خدايه د بېوزليو، اړمنو، مسکينانو او کمزوريو کړاى شويو په اړه وډار شئ. په دوى کې ځينې ګدايي کوي او ځينې سره له دې، چې اړين دي؛ خو چا ته لاس نه ورغځوي؛ نو د خداى لپاره د هغه حق پاسوال اوسه، چې خداى ورته ټاکلى دى. د هر ښار بېوزليو ته د بيت المال يوه برخه او د اسلام د غنيمتي ځمکو له غلو يوه برخه ځانګړې کړه؛ ځکه ډېر لرې او ډېر نژدې په برخه کې برابر دي او ته پازوال يې، چې دا حق پرځاى کړې.

هسې نه، چې د واکمنۍ مستي دې ترې غافل کړي؛ ځکه دا پلمه به دې بيخي و نه منل شي، چې د ډېرو او مهمو چارو بوختيا درنه کوشنۍ چارې شا ته کړي. تل يې په فکر کې اوسه او مخ ترې مه اړوه، په تېره د هغو چارو ته پاملرنه لره، چې نور ورته ټيټ ګوري او بيخي لږ يې لاس در رسي. دوى ته خپل يو ډاډمن؛ له خدايه ډارن او عاجز تن وټاکه، چې په اړه يې څېړنې کوي او له مسايلو دې يې خبروي. بيا یې په ستونزاواري کې داسې عمل کوه، چې د خداى پر وړاندې مسئوول نه يې؛ ځکه دا ډله په ولس کې تر نورو ډېره عدالت ته اړينه ده او حق يې داسې ورپوره کړه، چې خداى ته پړ نه يې.

 تل د “کوشنيو پلارمړيو” او بوډاګانو خيال ساته، چې بېوزلي وي او چاته لاس نه ورغځوي او دا پر چارواکيو دروند مسووليت دى، که څه د حق پوره کول يې دروند چار دى؛ خو خداى يې آخرتپالو ته اسانوي، چې زغم کاږي او د خداى پر ژمنو ډاډمن دي.

 د وخت يوه برخه دې هغوى ته ځانګړې کړه، چې درته اړين دي، چې پخپله يې چارو ته ځان ورسوې او په عمومي غونډو کې ورسره کېنه او د هغه خداى پر وړاندې عاجز اوسه، چې ته يې پيدا کړى يې او ساتندويان دې يوې خوا ته کړه، چې بې انديښنې خپلې خبرې درته وکړي.

ما څو ځل له رسول اکرم صلی الله علیه وآله وسلم اورېدلي چې: ” هغه ملت به ونه ژغورل شي، چې بې له څه اندېښنې او پلمې له زرورو د کمزورویو حق وانخلي. “

نو په حوصله او زغم يې ځيږې خبرې واوره، سينه تنګي او ځانمني يوې خوا ته کړه، چې خداى درباندې د پېرزوېنې ورونه پرانځي او د اطاعت بدله دې درکړي او که څه خلکو ته ورکوې؛ نو داسې يې ورکوه، چې ګنې خوند درکوي او که څه ترې ايساروي؛ نو بايد منع دې له مهربانۍ او بښنې سره مل وي.

 

(۹) د مشرۍ ځانګړي خويونه:

ځينې چارې داسې وي، چې بايد پخپله يې وکړې؛ لکه دولتي مامورينو ته هغه ځواب ورکول، چې ستا منشيان (يا دفتر) يې ځوابولاى نشي او بل د خلکو هغه اړتياوې، چې پر هماغه ورځ درته وړاندې کېږي او ستا مرستيالان يې له لرې کولو بېوسي وي، د هرې ورځې چار پر هماغه ورځ وکړه؛ ځکه هره ورځ ځانته ځانګړى چار لري. ښه وختونه او د شپې او ورځې غوره ساعتونه دې ځان او خداى ته وټاکه، که څه هر وخت ستا کار د خداى لپاره دى، که نيت دې سم او د ولس په سوکالۍ کې وي. هغه چارې، چې په خداى پورې ځانګړې وي او بايد په اخلاص يې وکړې، د هغو فرايضو کول دي، چې يوازې په پالونکي پورې ځانګړې وي؛ نو د شپې او ورځې په يوه برخه کې ځان د خداى نمانځنې ته ځانګړى کړه او څه چې دې خداى ته ورنژدې کوي، بې نېمګړتيا او پوره يې ترسره کړه، که څه بدن دې ستړى شي. لمونځ په جماعت کوه؛ مه يې دومره اوږدوه، چې خلک درنه خپاره واره شي او مه يې دومره په بيړه کوه، چې پوپنا يې کړې؛ ځکه په جماعت کې درسره ناروغان يا اړين شته، چې بايد خيال يې وساتې. رسول اکرم چې “يمن” ته واستولم؛ ومې پوښتل: له خلکو سره څرنګه لمونځ وکړم؟ راته يې وويل: “د کمزوریو د وسې هومره لمونځ وکړه او پر مؤمنانو لورين اوسه. “

 کله هم ځان له خلکو ډېر مه پټوه، چې د مشرانو پټېدل لاملېږي، چې د ټولنې له چارو لږ خبر شي او د نامهربانۍ او سخت زړۍ بېلګه يې هم ده او که “والي” له خلکو پټ شي؛ نو څرنګه کړاى شي د ولس له رنځونو خبر شي؛ نو په دې بڼه کې د خلکو له نظره ډېرې سترې چارې، وړې او وړې، سترې برېښي، ښکلا بدرنګي او بدرنګي ښکلا ښکاري او حق او باطل سره ګډېږي او باطل د حق جامې اغوندي؛ ځکه “والي” انسان دى او نشي کړاى له هغو چارو خبر شي، چې ولس يې ترې پټوي او حق ته هم کومه نښه نه وي، چې رښتيا له دروغو پرې وپېژندل شي او ته په هر حال يو له دې دوو تنو ځنې يې:

 (الف) ځان دې د حق په لار کې ځان تېرېدنې ته چمتو کړى، چې په دې توګه د “حق د خاوند” له ورکړې او يا د ښه چار له کولو څخه نه ډارېږي؛ نو ولې پټېږې.

(ب) داسې سړى يې، چې د چا هيله او اړتيا نه پوره کوې، چې په دې بڼه کې به خلک له تا څه نه غواړي او ستا له مرستې به نهيلي شي، سره له دې چې د خلکو ډېرى اړتياوې درته کومه سختي نه راپېښوي؛ ځکه څه چې درنه غواړي؛ يا له تېري شکايت دى چې عدالت دى او يا په راکړه ورکړه کې انصاف غواړي.

 

(۱۰) له خپلوانو سره د مشر خويونه:

په رښتینه کې، چارواکي خپلوان او نژدې کسان لري، چې ځانمني او لوټمار دي او په راکړه ورکړه کې انصاف نه لري. ددې ځانګړنو د لاملونو جرړه ورپرې کړه، چې د تېري جرړه يې راونړول شي؛ شاوخوا او خپلوانو ته دې بېخي ځمکه مه ورکوه او داسې ورسره چلېږه، چې پر ګټه يې د خلکو په زيان تړون لاسليک نشي؛ لکه د پټيو اوبخور، يا ګډه کرنه، چې لګښت يې د نورو تر غاړې کړې، چې په دې توګه ګټه او خوند به يې د دوى وي او ننګ به يې په دنيا او آخرت کې ستا پر غاړه وي.

حق، خپل حقوال ته ورکړه، که خپل وي يا پردى او په دې چار کې زغمناک اوسه، چې خداى به دې د زغم اجر درکړي، که څه د عدالت په پلي کولو کې خپلوان دې زیان و مومي او زغمل يې درباندې درانه پرېوځي؛ خو د قيامت پر ياد يې وزغمه، چې دا غوره پايله او عاقبت دى.

او که کله ولس درباندې بدګومانه شو؛ په ډاګه بښنه ترې وغواړه او په دې کار يې له بدګومانۍ وژغوره، چې دا به دې د ځان سپېڅلتيا او له ولس سره لورنه وي او بښنه غوښتل ددې لاملېږي، چې خپلې موخې ته ورسې او دوى به هم حق ته لار و مومي.

 

(۱۱) له دښمن سره چلندود:

که دښمن د سولې وړاندېز درته وکړ؛ مخ ترې مه اړوه، چې د خداى رضا پکې ده او په سوله کې د پوځيانو هوساينه ده، غم و رنځ درنه لرې کېږي او اندیزه ارامي مومې او د هېواد امنيت خوندي کېږي؛ خو د سولې تر تړون روسته له دښمنه ډاډمن مه اوسه؛ ځکه کله دښمن د دې لپاره درنژدې کېږي، چې غافل دې کړي؛ نو لرليد دې له لاسه مه ورکوه او “ښویني” او “ښه ګومان” دې يوې خوا ته کېږده.

کوم تړون، چې دې له دښمن سره کړى يا دې امان ورکړى؛ نو په خپله ژمنه ولاړ اوسه او څه چې دې پر غاړه اخستي، امانت ساتى يې اوسه او ځان دې خپل تړون ته ډال کړه؛ ځکه ګرد نړيوال، چې د هرې ګروهې او نظر خاوندان دي، د ژمنې پر وفا الهي فريضې ته يوه خوله دي. تردې چې د جاهليت د زمانې مشرکان له مسلمانانو سره پر کړو ژمنو ولاړ ول؛ ځکه د ژمنماتۍ پيکه خوند يې څکلى وه؛ نو هېڅکله تړون مه ماتوه او په خپله ژمنه کې خيانت مه کوه. دښمن مه تېر باسه؛ ځکه يوازې ناپوهه بدچارى د خداى پر وړاندې ګستاخي کوي.

کوم تړون، چې د خداى په نامه کېږي، خداى يې په خپلې لورنې د بندګانو د هوساينې وزله او پناه راوړونکيو ته د امن پناه ځى ګرځوي، چې ټول یې د امن حريم ته مخه کړي؛ نو په ژمنه کې فساد، خيانت او چل نه ځايېږي.

هسې نه، چې داسې تړون لاسليک کړې، چې چل ول ته پکې سوړې وي. په تړون کولو کې تر ځير روسته پلمې مه کوه، هسې نه چې د تړون ستونزې، چې خداى دې پر غاړه دراېښي، تړون ماتولو ته دې اړباسي؛ ځکه د تړونونو په ستونزو کې زغم، چې په ګانده کې يې د بريا هيله ده، تر هغه تړون ماتۍ غوره دى، چې له سزا يې ډارېږې او په دنيا او آخرت کې د تړون ماتۍ ځواب ویلای نشې.

 

(۱۲) باخبر:

لومړى: پام، چې ناحقه وينه تو يې نه کړې.

له وينې تو يېدو ډډه وکړه، ځان له ناحقه وينې توييدو وساته، چې الهي عذاب خورا رانژدې کوي او د خداى د پوښتنې ګروېګنې لاملېږي او نعمتونه په بيړه تري تموي او حکومت زوالوي او خداى په قيامت کې د بندګانو تر کړو وړو مخکې د ناحقه وينې تو يېدو په اړه پرېکړه کوي؛ نو خپله واکمني د حرامې وينې په تو يېدو مه ټينګوه؛ ځکه ناحقه وينه د حکومت پښې سستې او ړنګوي او بل ته يې ورلېږدوي او ته د ناحقه وينې په باب نه زما پر وړاندې او نه به د خداى په حضور کې کوم عذر او پلمه ونلرې؛ ځکه سزا يې “کسات” دى، چې تېښته ترې نشته. که په تېرو کې دې د چا وينه تويه کړه يا څوک دې په کړو وړو، توره يا لاس وواژه(چې کله سوک هم د چا د مرګ لاملېږي، له هغه زيات خو لا څه کوې)؛ نو هسې نه چې د واکمنۍ پیسمني – غرور او مستي دې د وژل شوي کورنۍ ته د وينې (بيع او) د بيي له ورکولو مخه ونيسي!

دويم: پام، چې ځانمنى نشې.

هسې نه، چې پر ځانمنۍ اخته او پر خپلو ښو ډاډمن شې او غوړه مالي دې ښه واېسي، چې دا شيطان ته پر تا د يرغل لپاره خورا غوره فرصتونه دي، چې د نېکانو نېکي تري تموي.

 

درېیم: منت مه ږده

هسې نه، چې پر خلکو د کړو خدمتونو منت کېږدې يا څه چې دې کړي، ستر يې وګڼې يا له خلکو سره کړې ژمنه دې پوره کړې نه وي. منت اېښوونه، د نېکانو بدله له منځه وړي او کار ستر ګڼل، د حق رڼا تتوي او پر ژمنه وفا نه کول، د خداى او ولس غوسه راپاروي، چې ستر خداى ويلي دي: ((كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ[2]= داچې وايئ او عمل پرې نه كوئ؛ نو د خداى پر وړاندې د سختې غوسې (لامل) دى!))

 

څلورم: بيړه به نه کړې:

په هغو چارو کې بيړه مه کوه، چې وخت يې رارسېدلى نه وي او همداراز د هغو چارو په کولو کې ناغېړي مه کوه، چې وخت يې رارسېدلى وي او پر هغو څيزونو ځېل او ټينګار مه کوه، چې (حقيقت يې) درته څرګند نه وي او يا داچې په څرګندو چارو کې ناغېړي وکړې! هڅه وکړه، چې هر کار پر خپل ځاى او په ځانګړي وخت کې يې ترسره کړې.

 

پينځم: پام چې امتياز و نه غواړې:

هسې نه په څه کې، چې له خلکو سره يو شان يې، امتياز وغواړې او له هغو چارو غفلت وکړې چې ګرد ترې خبر وي؛ ځکه پر هر حال د خلکو پر وړاندې پازوال يې او ژر له چارو پردې يو خوا کېږي او د مظلوم غچ درنه اخستل کېږي.

ښاڅمني – غرور، غوسه، د لاس تېرى او د ژبې توندي دې کابو کړه. له بيړې ډډه وکړه او غوسه تېره کړه، چې آرام شې او چې غوسه سړه شي؛ نو پر ځان به کابو شې او پر ځان به هله کابو شې، چې قيامت ډېر ياد کړې او د پالونکي لوري ته دې ورستون شې.

درته پکار دي، چې د تېرو چارواکيو عادلانه چلن، د تېرو ارزښتمن سنن او دودونه، د مخکېنيو غوره طريقې، د پېغمبر اکرم آثار او د خداى په کتاب کې فرايض دې تل ياد وي او په دې ليک کې، چې څه مې در پر غاړه کړي، په پلي کولو کې يې هڅه وکړه او همداراز خپله غاړه مې درباندې خلاصه کړه؛ که نفس سرغړاندى او درباندې لاسبر شو؛ نو پر وړاندې به مې پلمه او عذر ونلرې.

 

له ستر خدايه غواړو:

(١) چې پخپلو پراخو لورنو او ستر ځواک ما او تا ته د هغو چارو د ترسره کولو توفيق راکړي، چې رضا يې پکې وي.

(٢) د هغه او مخلوقاتو پر وړاندې يې پړه نه اوسو.

(٣) په بندګانو کې يې په نېکنامۍ نوملوړي شو.

(٤) او په ښارونو کې يې ښې نښې رانه پاتې شي.

(٥) خپل نعمت دې راپوره کړي او کرم دې راباندې ولوروي.

(٦) او د عمر پاى مو پر نېمکرغۍ او شهادت وي، چې په حقيقت کې پر لوري يې ورستنېږو.

والسلام على رسول الله، صلى الله عليه و اله وسلم الطيبين الطاهرين وسلم تسليما کثيرا والسلام.

 

سرچینه : تحف العقول

لیکوال: ابو محمد بن علي بن الحسین بن شعبه الحراني د هجري څلورمې پېړی نامتو حدیثپوه

 

[1] نساء/٥٩.

[2] (صف /٣)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست