تبلیغات
لیست خبرهای برچسب : حمزه بابا

د آل محمد په ویر کې د غزل بابا اشعار

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د آل محمد په ویر کې د غزل بابا اشعار شهيد كربلا هغه حسن چې په ذات د كبريا کې  ځليده هغه نمر چې په افق د منشا کې  ځليده هغه نور چې د هستۍ په ابتدا کې  ځليده دعدم وجود په لا او په الا کې  ځليده جوړه ديد لره […]

حیوانیت

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   دا برخه د غزل بابا امیر حمزه خان شینواري له نثري اثر ((ژوند)) ځنې اخستل شوې ده: (درېیمه برخه)   حیوانیت د مطلق وجود هغه اعیان یا معلومات چې په مطلق کې عین ذات وو، یعنې د اطلاق په درجه کې کې وو، […]

ملکیت یا روحانیت

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   دا برخه د غزل بابا امیر حمزه خان شینواري له نثري اثر ((ژوند)) ځنې اخستل شوې ده: (دویمه برخه) ملکیت یا روحانیت مونږ په تېر شوي بیان کې دا وضاحت کړی وه چې د مطلق وجود خپلو اعیانو ته ځېر کېدل پخپله د […]

انسانیت

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   دا برخه د غزل بابا امیر حمزه خان شینواري له نثري اثر ((ژوند)) ځنې اخستل شوې ده: (لومړۍ برخه) انسانیت   کوم وخت نه چې دا خبره حقیقت ته رسېدلې ده چې په دې نړۍ کې انساني وجود د ارتقاء اخري او کامله […]

د مسلمینو یووالی

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د اسلامي مذاهبو پيوستون حمزه بابا وايي: د پــــرو جنبو لعنت له موږه ورک کړه ښه جذبــــــــه د ورورولــۍ دمســــلمان را اسلامي جهان راغونډ په يـو مرکز کړه نورجهان چې کړي روښان هغه جهان را ما حــــــــــــــــــمزه ته يثربي باده خاونده په ښــــــــــــاغلي پيمانه کې دا فغان را   د هېواد […]

عرفان د محمد (ص)

فطرت یو تبسم دی په عرفان د محمدصلی الله علیه و آله وسلم یو کیف دی پسرلی د ګلستان د محمدصلی الله علیه و آله وسلم څرګند د دوی له نوره شو یووالی د وجود هر څیز شو آیینه ځان ته حېران د محمد(ص) پویی نه شو څوک په سردلی مع الله وقته بس دومره […]

رخسار د محمد صلی الله علیه و آله وسلم

  رخسار د محمدصلی الله علیه و آله وسلم   شادابه تر قیامته دی ګلزار د محمدصلی الله علیه و آله وسلم تفسیر د والضحی دی سپین رخسار د محمدصلی الله علیه و آله وسلم موسوم شو په طه او په یسن او په لولاک سر خم یې په قدم شول عرس کرسی لوح او […]

چې علت دی د عللو ستا وجود

چې علت دی د عللو ستا وجود ده هم ستا نه کارخانه د هست و بود هر یو څیز دی مجموعه ستا د صفاتو یی هم ته د هر وجود سره موجود چې نزول واحدیت و ته تا وکړه په دنیا د امتیاز کې شوی معبود تجلی دې د وحدت چې په چا اوشوه هغه […]

په ښاغلي پیمانه کې د افغان را

خدایه موږ ته پاکه برخه د ایمان را مونږ ته علم غوره پوهه د قرآن را پل په پل چې د مقصد منزل ته ورشو محبت د محمدصلی الله عیله و آله وسلم  آخر زمان را په تعلیم زمونږه زړونه نوراني کړه په رنجو د امتیاز مو تور چشمان را د دنیا په باغ مو […]

د انسان ظهور

  د انسان ظهور   دی د یو تنکي ماشوم په شکل کې پیدا شو بله شوله شمع د هستۍ جهان رڼا شو دا د والدینو د خوبونو تعبیر راغی دا یې د رنګینو ارمانونو تفسیر راغی دا دی چې کامل به د اخلاقو کړي قدرونه دا دی چې به جوړ کړي په عالم کې […]