تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   دا برخه د غزل بابا امیر حمزه خان شینواري له نثري اثر ((ژوند)) ځنې اخستل شوې ده: (لومړۍ برخه) انسانیت   کوم وخت نه چې دا خبره حقیقت ته رسېدلې ده چې په دې نړۍ کې انساني وجود د ارتقاء اخري او کامله […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 

دا برخه د غزل بابا امیر حمزه خان شینواري له نثري اثر ((ژوند)) ځنې اخستل شوې ده:

(لومړۍ برخه)

انسانیت

 

کوم وخت نه چې دا خبره حقیقت ته رسېدلې ده چې په دې نړۍ کې انساني وجود د ارتقاء اخري او کامله کړۍ ده؛ نو معلومېږي چې د نړۍ د جوړېدو علت دغه انسان دی او د نړۍ غایه هم په دې انسان ختمېږي.

راځۍ چې د انسان په حقیقي وجود غور وکړو چې انسان څه ته وايي او دهغه حقیقت څه دی؟

څرنګه چې موږ په ابتداء کې ویلي دي، چې ژوند کوم وخت خپل وجود ته ځیر شو؛ نو علم کېدو نه پس یې د “فکر” صورت اختیار کړ او هغه په ځان کې یو لوی کثرت ولید چې هغه ته د ” علم” یا “ژوند” معلومات وه. دې ته موږ ” اعیان” هم ویلی شو. موږ که “فکر” ته د هیګل په اصطلاح کې “عین” او د صوفیانو په اصطلاح کې وجود محض ووایو؛ نو خبره به یوه وي. مونږ د “عالم” (ذات) په ځای د “علم” (صفت) لفظ د افهام او تفهیم دپاره اخیستی دی، ځکه صفت چې په ذات کې وي؛ نو د اطلاق په درجه کې وي او ځکه عین ذات وي، خو چې د ذات نه څه ظهور وشي؛ نو د اطلاق نه تعیین ته راشي.

د مطلق وجود خپلو اعیانو ته ځیر کېدل پخپله د “فکر” مفهوم پیدا کوي او مونږ د فکر په دې اصطلاح پوهېدای شو. دغه فکر موږ ته د یو داسې ذات تصور راکوي کوم چې فعال دی، یعنې د ذات او صفت یو تصور یا په نورو الفاظو، داسې ذات چې صفات هم لري. خو هغه صفات اظهار غواړي ، دا اعیان یا معلومات هر یو ځان ته انفرادیت لري دا هر یو فرد مجرد دی او د تجرد په وجه د فکر سره متحد دی. که چرې په هغه ذات کې ترکیب یا ګډون ثابت شي؛ نو هغه فرد به بیا د فکر په وجود کې نه وي، ځکه چه د فکر وجود د خپلو افرادو د تجرد مقتضی دی. د تخم دانه د خپلو ټولو اجزاوو سره موجوده ده، لکه څرنګه چې د ساینس د نظریې په مطابق رنګونه ټول په نمر کې موجود دي، خو اظهار یې جدا جدا په خارج کې کېږي. د نمر په سپینه رڼا کې ټول رنګونه ځان ځان ته نه ښکاري، دغسې په فکر کې هم د هغه ټول افراد موجود وو، خو د اظهار دپاره یې نمود غوښته.

هم دغه “فکر” دی چې مونږ ورته انساني خاصه وایو همدغه، هغه د تخم دانه ده چې کاینات پکې پټ پروت دی. هم دغه هغه نقطه ده چې په خپل ځان باندې د دایرې جوړولو نه پس د کاینات په صورت کې ښکاره کېدونکی وه او ددې ارتقا یا تنزل په دوران کې هغه په هغه خپله دایره کې ورکېدونکې وه. هم هغه د تخم دانه د زرغونېدو نه پس د یوې دنګې ونې په صورت کې د ظاهرېدو په وخت کې فنا کېدونکې وه او د ونې د تکمیل نه پس په ډېر کثرت سره بیا پیدا کېدونکې وه. د فکر هغه نقطه د کاینات د تکمیل نه پس د انسانی ذهن په صورت کې بیا ښکاره کېدونکی وه او څرنګه چې هغه په ابتدا کې مجرده وه په انتها کې هم د خپل حقیقي تجرد نمونه جوړېدونکی وه، ځکه خو ذهن تجزیه نه قبلوي او خپل ټول معلومات په هغه کې په مجرد حیثیت موجود وي. ذهن هغه څیز نه دی کوم ته چې نن صبا خلق مادي څیز وايي، ځکه مادي څیز په یو وخت کې دومره نقشونه سالم نشي ساتلای، لیکن دا ذهن یا “فکر” دلته د “دانای اصغر” یا ورکوټی فکر په حیثیت څرګند شو. هغه د ” دانای اکبر” یا لوی فکر یوه مجمله خاکه ده یا د ژوند د حقایقو هغه ډکه کیکوړۍ وي چې د انساني ذهن په ستن خپل حقایق د اوازاونو په حیثیت ښکاره کوي، بیا نو هغه “فکر” چې د ذات او صفت دواړو په حیثیت ذکر شو، د خپل کثرت د اظهار دپاره د عقل په صورت کې نزول وکړ. عقل هغه څیز دی چې د جزیاتو نه کلیات جوړوي او د کلیاتو تجزیه هم کوي. ګویا هغه انساني خاصه د یو لوی انسان په صورت کې څرګنده شوه او ددې نه پس د ترکیب ابتداء وشوه. د “فکر” هغه صفات چې د تجرد په حالت کې وه، یو بل سره مخامخ شو، د یو بل سره اتحاد او ملګرتیا وشوه، د هر فرد سره هغه افراد یوځای شول کوم چې په وجودي لحاظ دهغه فرد مربوب او دهغه په وجه د خپل ژوند د قایم ساتلو په حقله معیین وو. او بیا دهغوی ددی اتحاد نه یو تشخص پیدا شو چې مونږ ورته څیز یا شی وایو. د دغو انفرادیتونو د یو بل سره د مخامخ کېدو په وجه د خارجي جهان تصور پیدا شو. د ساینس په اصطلاح کې توانايي یا طاقت د کیف نه کم ته مایل شو، یعنې طاقت ورو ورو محسوس او جامد صورت اختیار کړ.  د ذرې ذره چې په اصطلاح کې ورته انو وايي، او بیا د ډېر انو د اتحاد نه پر مانو پیدا شو. چې مونږ ورته ذره، بڅری یا ایټم وایو هم د دغو د مخصوص مقدار نه عناصر پیدا شول او بیا د عناصرو د پرله پسې اتحاد نه اجرام او په اجرامو کې خپل خپل مخلوق څرګند شو.

د کایناتو د تخلیق په ابتداء کې چې طاقت یا توانايي د اجرامو صورت قبلولو؛ نو ټوله سلسله په طبیعي ډول روانه وه، او هیڅ ډول فتور پکې نه پیدا کېده. نن صبا چې ساینس پوهان د کشش قایل دی؛ نو هم د ذراتو د دې باهمي اتحاد په وجه دي. خو هغوی د کشش په حقله پوره پوره غور نه دی کړی. په ورسته صفحو کې به مونږ په دې رڼا غورزوو. دلته دومره پوهېدل پکار دي چې کشش په مطلق وجود کې دی، نه د وجود په مظاهرو کې یعنې اشیاوو کې. که ننني مادیین دا ګڼي چې په فضاء کې د اجرامو دا بې انتها کارخانه د یو بل په کشش قایمه ده؛ نو په دې کې ځکه تېر وتلي دي چې هغوی د دې کارخانې خالق نه مني، بلکه دا ټوله سلسله پخپله بې خالقه روانه شوی ګڼي. که هغوی دومره فکر هم وکړو چې توانايي یا لطیفه ماده چې کوم وخت د تجرد نه ترکیب ته مایله کېده او دهغې نه ډول ډول ستوري، نمرونه او سپوږمۍ پیدا کېدې؛ نو مادې ته حرکت چا ورکړو او د حرکت پیدا کېدو نه پس چې کوم وخت مادې ترکیب اخستل شروع کړل نو چه کوم اجرام جوړېدل هغه خو په مقدار او جسامت کې یو شان نه وو، نو په فضاء کې دهغوی توازن څرنګه قایم پاتې شو او په خپلو کې تصادم ولې رانغلو. که هغوی وايي چې په ابتداء کې تصادم راغلی دی خو لویو اجرامو واړه اجرام په خپل وجود کې ځای کړل، یعنې ځان ته یې راښکودل، نو چې تصادم واقع شوی دی، بیا خو هډو دهغوی د انجذاب فلسفه غلطه ثابته شوه او که دا صحیح هم وګڼو نو د وړو اجرامو د محو کېدو نه پس به ارو مرو په لویو کې تصادم شروع شوی وي او چې په هغه کې هم نسبتاً واړه اجرام محوی شوي وي؛ نو بیا به په هغو کې شروع شوي وي کوم چې پاتې وو. ځکه چې ترڅو د مقدار او جسامت په لحاظ په هغو کې توازن نه وي، نو دا تصادم هیچرې نشي حصارېدی. نو که مونږ په دوو کې فکر زغلوو لاحاصله به وي، اخر به هم یوې داسې نقطې ته رسو چې هلته د ټولو اجرامو دپاره مرکز او د توازن پیدا کولو دپاره محور ثابتېږي. ددې نه صفا معلومېږي چې کشش په هغه مرکز کې دی؛ نه په هغه اجرامو کې. مونږ چې په سیلۍ کې خلي ډکې او واښه وینو چې الوزي نو پوهېږو چې حرکت په سیلۍ کې دی، نه په هغو ډکو خلو او وښو کې کوم چې سیلۍ په مخه اخستي دي. د ابو دپاسه بړبوکۍ هیڅ کشش نه لري، بلکه کوم خوا ته یې چې اوبه بیايي هغې خوا ته ځي.

دغه اشیاء چې مونږ یې د صفاتو اتحاد نه عبارت ګڼو په عرف عام کې په مادیاتو مشهور شول. د مادې تعریف به ساینس پوهانو داسې کاوه چې ماده هغه څیز ته وايي چې نه یو ذره څوک فنا کولی شي او نه پیدا کولی. ګویا ماده دهغوی په خیال کې د پیدا او فنا د مرحلې نه اوچته وه، حکماوو به هم ورته لایتجزي ویل او چې چا به ورته ویل چې ماده په اصل کې جامد څیز نه دی بلکې د صفاتو د اتحاد نوم دی؛ نو هغه ته به یې جاهل او د دقیانوسي زمانې سړی ویل. اوس چې هغوی ته په خپله دا حقیقت څرګند شو چې د مادې وجود د توانایۍ او طاقت نه سوا نور هیڅ نشته؛ نو دومره خو یې ومنله چې ماده صرف ددې جامد او ټوس څیز نوم نه دی، بلکه ددې اصل څه نور دی خو بیا هم د مادې مفهوم هم په هغه زوړ رنګ کې اخلي. خو څرنګه چې دهغوی هغه پخوانی خیال چې د تجربې په رڼا کې یې صحیح ګڼلی وو، غلط ثابت شو؛ نو داسې به یې دا خیال هم غلط ثابت شي چې دا توانایي دهغوي مزعومه ماده نه، بلکه عقل دی. او په دې حال کې د دنیا یو ساینس دان هم د هغه تجزیه نشي کولی ځکه چې دا څیز پخپله تجزیه کوونکی دی، دا روح اعظم دی. بې شکه انسان چې د دې لوی روح یو مجمل صورت دی؛ نو د متحد شویو صفاتو تجزیه تر ډېره حده کولی شي، کوم چې د اشیاوو په صورت کې څرګند شوي دي؛ خو د ” اکبر انسان” تجزیه نشي کولی، دا ځکه چې دا خیال دهغوی د خپلې هستې دپاره هم د فنا ګذار دی.

د جماداتو او اوبو نه پس نباتات او بیا حیوانات پیدا شول او کوم وخت چې د نړۍ ارتقاء انساني صورت ته راورسېده؛ نو هغه “عقل” په کې څرګند شو د کوم نه چې د ارتقاء سلسله شروع شوې وه. د حیواناتو په بې شماره اقسامو کې یو نوع د انسان هم وه کوم ته چې ډاروین بیزو ویلی دی. بیا عجیبه خبره دا ده چې د بیزوګانو په ټولو اقسامو کې یوازې یو انسان خود شعور نه عقل ته ارتقاء ومونده او نور بیزوګان شادوګان هم هغه شان پاتی شو او د لکونو کالونو د تېرېدو نه پس هغه، هغه شان بیزوګان دي. پکار خو دا وو چې تر اوسه انسان بیخې د یو داسې جسم او کړه وړو څښتن وای چې مونږ د پخواني انسان نه بیخي جدا ښکار شوی وای ځکه د ډاروین تیوري دا وايي چې هر یو څیز مخ په وړاندې روان دی او څرنګه چې هغه اول وه بیا هغسې نه وي.

لیکن ډاروین د انسان د حقیقت نه پوره پوره خبر نه وه، هغه خو د نورو مادیینو په څېر انسان هم کټ مټ یو ځناور ګڼلو. که چرې هغه د خپل حیوانیت د جغ نه خلاص وای؛ نو په آزاد ذهن به یې انساني حقیقت معلوم کړی وه او هغه پوهېدلی وه چې انسان په اول کې د نړۍ خالق دی او په اخر کې منتظم.

دغه وه انسان اوانسانیت، چې د تخم نه ونه او د تکمیل نه پس په هغه ونه کې بیا د تخم په څېر څرګند شو. په ابتدايي حیثیت مونږ هغه ته عقل وایو او په انتها کې ذهن او مجازاً ورته هم عقل ویلی شو.

(ادامه لري)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!