تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوراند او لورین الله په نامه  امامت او مهدویت لیکوال : علامه مرتضی عسکری    ترمهدي پورې يوولس دي يــا دولس    چــې همه واړه د دنيا د دين ســرور دي  خوشحال خان خټک   د ژباړن خبرې :  بسم الله الرحمن الرحيم و الحمدالله رب العالمين کثيراً کما هو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د لوراند او لورین الله په نامه

 امامت او مهدویت

لیکوال : علامه مرتضی عسکری 

 

ترمهدي پورې يوولس دي يــا دولس   

چــې همه واړه د دنيا د دين ســرور دي

 خوشحال خان خټک

 

د ژباړن خبرې : 

بسم الله الرحمن الرحيم و الحمدالله رب العالمين کثيراً کما هو اهله والصلوة والسلام على محمد و آله الاطهرين الطيبين سيما بقية الله فى العالمين و اللعنة على اعدائهم و مخالفيهم و منکرى فضائلهم اجمعين .

ستر پېغمبران او وصيان يې او د دين پاکلمني عالمان په بشري تاريخ کې د لمر،سپوږمۍ او ستوريو په څېر ځلېدلي دي،چې بنيادم له تيارو څخه رڼا ته راووځي او هغه دننى زڼى وپالي،چې خداى ور ډالۍ کړى دى اوله پستۍ او ځوړتيا ځان خلاص کړي  .

ددې لار مخکښان پېغمبران عليهم السلام او سپېڅلي وصيان دي او ورپسي ديني عالمان،حديثپوهان،مفسران،فقهاء او …. پر پله يې پل ايښى دى .

د پېغمبر اکرم صلى الله عليه و آله وسلم او وصيانو پر سيرت پوهېدل،په حقيقت کې د اسلام د واقعيت پېژندل دي؛ځکه دوى د اسلام انځور او بهرنۍ بڼې دي؛خو د رباني عالمانو پېژندنه،ديني حقايقو ته د لاسرسۍ لپاره يو ستر گام دى؛نو ځکه  د ديني عالمان پر سيرت ځان پوهول پخپله ديني حقايقو ته يو ډول لاسرسى دى؛ځکه دا څرګنده ده،څه چې متعال خداى پر رسولانو د بشر د دنيوي او اخروي نېکمرغيو لپاره رانازل کړي دي،د سپينلمنو او پاکلمنو اهلبيتو تر پېر وروسته سترو عالمانو رارسولي او خپاره کړي دي . انسانان هم د غيبت په پير کې ددغسې شخصيتونو له لارې د اسلام له حقايقو سره آشنا شوي دي او ابدي نېکمرغۍ ته رسېدلي دي؛نو ځکه پېژندنه يې د دين پوهنې په لار کې يو ګام دى .

ددغسې شخصيتونو درناوى او قدرونه په دې څو غونډلو نه ارزول کېږي؛خو موخه څرګندوي .

د اسلامي نړۍ يو له دې د ګوتو شمېر شخصيتونو ځنې عراقى عالم؛ “ارواښاد علامه سيد مرتضى عسکري” دى،چې خپل عمر يې د قرآن او سنتو په رڼا کې د اسلام د اصلي زڼي د ښوونې لپاره تېر کړى او ارزښتمن اثار يې کښلي دي .

ارواښاد د صدام تر واکمنۍ مخکې په عراق کې وړکتونونه،ابتدايي ښوونځي او لېسې جوړې کړې وې،چې له دې لارې يې ټولنې ته يو تکړه نسل وروزه؛البته د بعث د واکمنۍ په پيل کې له خطرونو سره مخ شو؛نو ځکه يې ايران ته مهاجرت وکړ او په دې هېواد کې يې خپلې هڅې پيل کړې،چې په تهران،قم او د دزفول په ښارونو کې يې د “اصول دين” پوهنځي جوړ کړل .

د اسلام د حقيقي روح او زڼي د پېژندگلو لپاره يې په نړۍ کې څېړنيز او دفاعي کتابونه پېژندل شوي دي،چې په ګڼو ژبو ژباړل شوي دي،چې د پښتو ژباړې يې دا (امامت او مهدويت) لومړى کتاب دى .

کتابونه يې په علمي ټولنو کې او مسلمانانو کې ښه اغېز پرې ايستى او له مطالعې يې ډېرو ته د اسلامي اصلي څېره او روح رابربنډ شوى دى .

ددې عالم د کتابونو يو ښه والى دادى،چې لوستونکي بې له دې،چې په ړندو تعصبونو کې راښکېل شي،په نږه څېړنو،واقعيت ته په عجز او خضوع غاړه ږدي .

څېړنې يې له هر ډول تعصب لرې او پر پياوړي استدلال ولاړې دي او له سرسري دلايلو تېر شوى او د مسايلو په طرح او ثبات کې ژور تللى،چې د ليکنې په لوستو به يې دا واقعيت درڅرګند شي .

موږ هم د خپلې ټولنې له عالمانو هيلمن يو،چې ددې زبردست او تکړه عالم د استدلال له طريقې کار واخلي او نوي کهول ته د اسلامي معارفو د ښوونې لپاره مټې رابډوهي؛ځکه شرايط اوښتي دي او ځوان کهول په دليل او منطق ولاړ ې خبرې ته غوږ دي .

سريزه

ځينې پوښتي: ولې په قرآن مجيد کې د پېغمبر اکرم د “وصي”؛حضرت علي کرم الله وجهه نوم راغلى نه دى او همدا راز د “مشرتوب” موضوع نوموتې نه ده؟

موږ د مسئالې د ړنا کولو لپاره لومړى مشرتوب يا امامت مانا کوو:

په عربي کې ((امام))مشر ته وايي او يوه بشري ټولنه هم بې مشره پاتې کېداى نشي؛نو ځکه په دې باب بحث-وينه وشي،چې څوک د بشري ټولنو مشران ټاکي؟

خداى تعالى يا د بشري ټولنې وګړي؟!

په دې اړه خداى پاک وايي: ((وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِي قَالَ لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ(بقره/١٢٤)=  او ( درياد كړئ) چې كله خداى ابراهيم په ډول ډول وسايلو وازمېيه او هغه هم له دې ازمېښتونو ښه راووت (؛نو) خداى ورته وويل : (( په واقع کې زه دې د خلكو امام او مشر ټاكم .)) [ابراهيم] عرض وكړ:((او له ځوځاته مې هم (مشران او امامان وټاكه .) )) [خداى] ورته وويل : ((ظالمانو ته مې وعده نه رسي (او يوازې ستا د اولادې سپېڅلي ددې مقام وړ دي ) ))

نو ددې آيت له مخې خداى خلکو ته مشر ټاکلى دى،چې بايد سپينلمنى وي. دا مشر کله د شريعت خاوند استازي دي؛لکه حضرت نوح،ابراهيم،موسى،عيسى او محمد عليهم السلام او کله يې ((وصيان)) وي؛لکه “سام” د نوح زوى،”يَسَع” د حضرت موسى وصي او تر دوى مخکې “هبة الله” يا “شيث” د حضرت آدم وصي و،چې په قرآن کې د ځينو نومونه راغلي او د ځينو نه؛نو ځکه په قرآن مجيد کې د ((وصي)) د نوم نه يادول يې (( نه وصي توب)) نه راښيي. څه چې لازم په نظر راځي،دا دي،چې هر پېغمبر تر ځان وروسته وصي خپلو لاروايانو ته ورښيي.د اسلام د دين په اړه هم په څرګنده په قرآن کريم او نبوي سنتو کې د “خاتم النبيين” وصي ښوول شوى دى .

په دې ليکنه کې موږ صحيح روايات کاروو. په اهل سنتو کې صحيح روايات هغه دي،چې د حديث د روايانو لړۍ سره نښتې وي او د رسول اکرم يوه صحابي ته ورسي؛خو په شيعه و کې صحيح روايت هغه دى،پر دې سربېره،چې د حديث د روايانو د لړۍ وينا سمې او هغوى يو له بل سره نښتي وي،روايت يوازې يو څوارلس ګوني سپينلمني ته ورسي. په دې اړه وګورئ : اسدالغابه،تهذيب التهذيب،الاصابة او ميزان الاعتدال.

قرآن او سنت د يو بل مکمل دي

قرآن مجيد د ټولو عقيدوي آرونو،احکامو او د اسلامي علومو سرچينه ده.

په قرآن مجيد کې د ټولو عقيدتي آرونو،احکامو،معارفو او اسلامي علومو جرړه ده،چې تشرح،تفسير او عملي کول يې د خاتم النبيين په وينا او چلن کې راښوول کېږي؛نو له همدې امله،خداى د خپل استازي لاروي،د خداى لاروي بللې ده.

يَسْأَلُونَكَ عَنِ الأَنفَالِ قُلِ الأَنفَالُ لِلّهِ وَالرَّسُولِ فَاتَّقُواْ اللّهَ وَأَصْلِحُواْ ذَاتَ بِيْنِكُمْ وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ  (انفال/١)= له تا د انفال [=غنيمتونه او هر ډول مال،چې څرګنداو ټاكلى خاوند نه لري ] په باب پوښتي (ورته) ووايه :(( انفال يوازې د خداى او د هغه د استازي دي؛نو ( د خداى د فرمان له مخالفته) ووېرېږئ او خپلمنځي  اړيکې سمې کړئ او د خداى او د هغه د استازي اطاعت وكړئ،كه مؤمنان ياست . ))

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَلاَ تَوَلَّوْا عَنْهُ وَأَنتُمْ تَسْمَعُونَ (انفال/٢٠)= مؤمنانو! د خداى او د هغه د استازي اطاعت وكړئ او غاړه ترې مه غړوئ،حال دا  چې (خبرې يې) اورئ .((

قُلْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَالرَّسُولَ فإِن تَوَلَّوْاْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ الْكَافِرِينَ (آل عمران/٣٢)= ورته  ووايه : (( د خداى اواستازي (يې) اطاعت وكړئ او كه غاړه مو كېنښووه ؛نو خداى كافران نه خوښوي .)) 

))وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَالرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (آل عمران/١٣٢)= او د خداى او استازى (يې) لاروي وكړئ ،چې رحم درباندې وشي. ((

 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً (نساء/٥٩) = مؤمنانو! له خداى استازي او اولوالامر ځنې مو اطاعت وكړئ او كه ستاسې ترمنځ په كومه [ديني] چار كې شخړه پېښه شي (؛نو د منځګړتوب لپاره د) خداى [کتاب] او د رسول [سنتو] ته مخه كړئ كه ( په رښتيا ) پرخداى او د اخرت پر ورځې ايمان لرئ . دا (كار) غوره او ښه پايله لري.                                                                                                                         

وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَاحْذَرُواْ فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُواْ أَنَّمَا عَلَى رَسُولِنَا الْبَلاَغُ الْمُبِينُ (المائده/٩٢)= او د خداى او پېغمبر اطاعت وكړئ او (د هغه د فرمان له مخالفته) ډډه وکړئ؛نو كه مخ مو واړاوه (؛ نو د جزا وړ به  شئ او) پوه شئ،چې زموږ پر پېغمبر د څرګندې پيغام رسونې مسووليت دى (او دا دنده يې تاسې ته تر سره کړه). 

 إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ وَشَاقُّوا الرَّسُولَ مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الهُدَى لَن يَضُرُّوا اللَّهَ شَيْئًا وَسَيُحْبِطُ أَعْمَالَهُمْ (محمد/٣٣) = مؤمنانو! د خداى اطاعت وكړئ او (د خداى) د استازي اطاعت وكړئ او (په ګناهونو) خپلې كړنې مه پوپنا کوئ .

وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَإِنَّمَا عَلَى رَسُولِنَا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ (التغابن١٢)= او د خداى اطاعت وكړئ او د استازي يې اطاعت وكړئ؛نو كه مخ واړوئ؛نو زموږ پراستازي يوازې د څرګند (پيغام) د رسونې مسؤوليت دى .

قُلْ أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ فَإِن تَوَلَّوا فَإِنَّمَا عَلَيْهِ مَا حُمِّلَ وَعَلَيْكُم مَّا حُمِّلْتُمْ وَإِن تُطِيعُوهُ تَهْتَدُوا وَمَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ  (النور/٥٤)= ووايه : ((دخداى اطاعت وكړئ او د استازي اطاعت وكړئ؛خو كه شا كړئ؛ نو پېغمبر د خپلو كړنو مسؤول دى او تاسې د خپلو كړنو؛خو كه اطاعت يې وكړئ؛ نو سمه لار به ومومئ او (د خداى) پر استازي بې له څرګند پيغام رسونې نور څه (مسؤوليت) نشته .))

وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (النور/٥٦)= او لمونځونه ودروئ او زكات وركړئ او د (خداى د) استازي اطاعت وكړئ،ښايي لورنه در باندې وشي .

مَّنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ وَمَن تَوَلَّى فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا(النساء/80)= چا چې د پېغمبر اطاعت وكړ؛ نو په حقيقت کې د خداى اطاعت يې كړى دى او چاچې ترې مخ واړاوه ؛نو ته موږ ورته ( د همېشه) ساتونكي( په توګه) نه يې لېږلى ( او پر وړاندې يې مسوول نه يې)

((د  خداى او د استازي يې اطاعت وکړئ))

خداى،له خاتم النبيين څخه سرغړونه،له خپلو لارښوونو سرغړونه ګڼلې ده:

إِلَّا بَلَاغًا مِّنَ اللَّهِ وَرِسَالَاتِهِ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَإِنَّ لَهُ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا

 (جن/٢٣)=[زما دنده]يوازې د خداى له لوري د پيغام رسونه ده او څوك چې د خداى او د هغه د استازي حكم ته غاړه كېنږدي؛ نو په واقع كې هغه ته د دوزخ  اور دى،چې تل به پكې اوسېږي!))   

فَإِنْ عَصَوْكَ فَقُلْ إِنِّي بَرِيءٌ مِّمَّا تَعْمَلُونَ (شعراء/٢١٦)= نوكه هغوى له تا سروغړوي؛ نو ورته ووايه : (( په حقيقت کې څه چې کوئ،په اړه يې ژمن نه يم ))

همدا راز خداى او استازي يې،چې کوم احکام وضع کړي،پر وړاندې يې د مؤمنانو واک سلب کړاى شوى دى.

((وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُّبِينًا  (احزاب/٣٦)= او چې كله خداى او د هغه استازى د يو كار(د ترسره كولو) پرېكړه وكړي؛نو هېڅ مؤمن او مومنه حق نه لري،چې د خپل هماغه كار په باب (د خداى د حکم پرخلاف) اختيار ولري او څوك چې د خداى او د هغه له استازي سرغړونه وکړي؛ نو په يقين،چې په څرګنده بې لارې شوى دى .))

خداى،خاتم النبيين په وينا او چلن کې يې،پر خلکو خپل حجت کړى دى او هغه يې د امت مشر ټاکلى،چې ورپسې ولاړ شي:

((مَّا أَفَاء اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ كَيْ لَا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاء مِنكُمْ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ(حشر/٧آيت)= څه چې خداى ددغو كليو له اوسېدونكيو خپل استازي ته را اړوي؛نو هغه د خداى او د(هغه) د استازي او خپلوانو او يتيمانو او مسكينانو او پرديسانو لپاره دي،چې (دا ډېره شتمني) ستاسې د بډايانو ترمنځ لاس په لاس نشي او څه چې درته د (خداى) استازي راوړي دي؛ نو  وا يې خلئ (او عمل پرې وكړئ) او چې له څه مو منع كوي؛نو ډډه ترې وكړئ او د خداى له (مخالفته) ځان وساتئ،چې خداى سخت عذابى دى .))

وَلَقَدْ رَآهُ نَزْلَةً أُخْرَى . عِندَ سِدْرَةِ الْمُنْتَهَى(نجم/١٣او١٤)= او په يقين، هغه يې په بل ځل راكېووتو كې وليد، له سدرة المنتهى (کوزنۍ ډېرې برکتي ونې) سره،))

 ((لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا (احزاب/٢١)= په يقين، چې د خداى د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې خداى او د آخرت ورځې ته هېلمن وي او خداى ډېر يادوي .))                               

د پېغمبر اکرم (ص) اټکل

دلته پېغمبر اکرم د هغو کسانو په اړه خبرې کوي،چې په راتلونکي کې به ووايي،چې موږ ته يوازې د قرآن په اړه وايه او له بېخه د پېغمبر اکرم حديث ته پام نه وراړوي :

١- د ترمذي،ابن ماجه او دارمي په ((سننو)) او د امام حنبل په ((مُسنَد)) کې راغلي دي: ((له مِقدام بن معدى کَرب)) (١) روايت شوى،چې رسول اکرم ويلي: ((په دې پوه شئ،چې پر ما قرآن نازل شوى او ورسره په څېر يې سنت دي.با خبر ! لرې نه ده،چې يو سړى- چې په ګېډه موړ شوى او بې غمه يې پر خپل ځاى دډه وهلې- ووايي:يوازې قرآن ومومئ،چې څه مو پکې حلال وليدل،حلال يې وګڼئ او چې څه مو پکې حرام وموندل، حرام او ناروا يې وبولئ.))

د ترمذي په ((سننو)) کې دا حديث دغسې دوام مومي : ((حال داچې بيشکه څه چې رسول اکرم حرام کړي دي؛لکه چې خداى حرام کړي دي))

او د ابن حاجه په ((سننو)) کې د پورته وينا په ورستيو کې راغلي دي : ((د خداى د حرامو په څېر دي))

د امام احمد حنبل په ((مُسند)) کې له “مقدام بن معدى کرب” روايت شوى: ((رسول اکرم د خيبر په غزا کې څه څيزونه حرام کړل،وروسته يې وويل: لرې نه ده،چې له تاسې ځينې زما د مقام په درواغ ګڼلو پسې راپاڅي،سره له دې،چې بې غمه به يې پر خپل بالښت ډډه وهلي وي،زما حديث به ورته ووايي او هغه به وايي:زموږ او ستاسې تر منځ د خداى کتاب شته،چې څه مو پکې حلال وموندل،روا به يې ګڼو او چې څه مو پکې حرام وليدل،حرام به يې وګڼو. باخبر،چې څه د خداى رسول حرام کړي؛لکه چې خداى حرام دي))

٢- د ترمذى،ابن ماجه،ابوداوود په ((سننو)) او د احمد په ((مسند)) کې ((عبيدالله بن ابي رافع)) (٢) له خپل پلاره روايت کوي،چې رسول اکرم وويل: باخبر! يو مو هم و نه وينم،چې بې غمه مو ډډه وهلې وي،يو چاچې ما يې د کولو لارښوونه کړې وي يا مې منع کړى وي،ور  وړاندې يې کړي او هغه ووايي : نه پوهېږم ! چې څه د خداى په کتاب کې ووينم،عملي کوم يې!!))

د پورته حديث وروستۍ غونډله د احمد په ((مسند)) کې داسې راغلې: ((ما خو دا د خداى په کتاب کې ليدلې نه ده!!))

٣- د ابوداوود په سننو [کتاب خراج،باب:تعشير اهل ذمه] کې له ((عيرباض بن ساريه)) (٣) روايت دى، چې و يې ويل ((موږ له پېغمبر اکرم سره خيبر ته ولاړو،حال داچې څو تنه اصحاب ورسره ملګري ول.د خيبريانو مشر،چې ډېر غوسناک ښکارېده،رامخې ته شو او په سپين سترګۍ يې رسول اکرم ته وويل : محمده!دا سمه ده،چې څاروي مو ووژنئ، مېوې مو وخورئ او ښځې مو وځوروئ؟!

د خداى استازى له دې موضوع سخت خپه شو،حضرت ((عبدالرحمن بن عوف)) ته يې وويل : پر اس دې سپور شه او په خلکو کې غږ کړه،چې جنت يوازې مؤمنانو ته روا دى او ووايه،چې خلک لمانځه ته راټول شي.

“عيرباض” وايي : خلک راټول شول او رسول اکرم تر لمانځه وروسته وويل:ځينې مو(چې بې غمه پر خپلو بالښتونو ډډه وهلې ده) ګڼلې،چې د خداى حرام يوازې په قرآن کې دي؟! باخبر،چې ما درته نصيحت وکړ او د ځينو چارو د کولو او د ځينو د نه کولو حکم مې کړى،چې دا ټول د قرآن په منزله دي يا ترې ډېر[اهميت لري او لازم الاجرا دي] خداى دا درته حلال کړي نه دي،چې کتابيانو خپله ژمنه پوره کړي وي؛خو تاسې يې بې اجازې کورونو ته ننوځئ يا يې ښځې وځوروئ يا يې مېوې وخورئ))

د امام حنبل په ((مسند)) کې له حضرت ((ابوهريره)) (٤) روايت دى،چې رسول اکرم وويل: ((يو مو هم ونه وينم،چې کله زما حديث او خبره ورته وشي، بې غمه يې ډډه وهلې وي او ووايي: په دې اړه له قرآنه راته ووايه!!))

٥- د دارمي د ((سننو)) په سريزه کې له ((مسان بن ثابت الفارى)) (٥) روايت شوى،چې و يې وويل: ((کان جبرئيل،قرآن پر رسول اکرم نازلاوه،سنت يې هم پرې نازلول))

دا د قرآني آيتونو او نبوي احاديثو بېلګې وې،چې مسلمينو ته امر کوي، چې په رسول اکرم او سنتو پسې يې ولاړ شئ او د هغه له مخالفته يې منع کوي او هغوى سنت دګي،چې پر قرآن د منګولو لګولو په پلمه سنت لتاړي او څه پام ورته نه اړوي .

پر دې سربېره،اصلاً موږ اسلام يوازې د قرآن د آيتونو له ترڅ او بې د نبوي سنتو له مراجعې زده کولاى نشو. دوه لاندې مثالونه دا حقيقت ښه څرګندوي:

په قرآن کې امر او ټينګار شوى،چې لمونځ وکړو؛خو داچې دا چار څرنګه او تر کومو شرايطو لاندې تر سره شي،بې له نبوي سنتو له مراجعې نه څرګندېږي. احاديثو او د رسول اکرم سيرت ته په مراجعې د رکعتونو او سجدو پر شمېر،اذکار،قوانين او د لمانځه پر باطلونکيو پوهېداى شو . حج همداسې دى. نبوي سنتو ته په مراجعې د احرام، نيت، د ميقاتونو پېژندنه،د طواف طريقه،په عرفات کې تمېدل او حرکت، مشعر او منى،د شيطان ايشتل،قرباني،حلق او تقصير او په خپل وخت او ځاى د دې هرې يوې دندې کول، فرايض، مستحبات، مکروهات او حرام يې زده کولاى شو.

همدا دوه بيګلې راښيي،چې بې له نبوي سنتو له مراجعى او يوازې قرآن ته په مراجعې،دا دوه فرض شرعي دندې تر سره کېداى نشي؛ البته د اسلام ټول شرعي احکام همداسې دي.

نو ځکه پر موږ لازم دي،چې د اسلام د زده کړې لپاره او له دې جملې،پر احکامو او الهي لارښوونو د پوهېدو لپاره په يو ځاى قرآن او نبوي سنتو ته مراجعه وکړو او يو له بله يې پېل کړو؛نو بيشکه داسې يې ګڼلې،چې ځان د اسلام له چوکاټه وباسي او قوانين په خپلې خوښې تفسير کړي؛نو ځکه د نبوي سنتو(چې د قرآن د پوهېدو کونجي او تفسير دى) په ګوښه کېدو به قرآن په اسانى په خپله خوښه او سليقې تاويل کړي.

پېغمبراکرم (ص) تر ځان وروسته د ځايناستۍ موضوع ته پام درلود

تر پېغمبراکرم وروسته د مشرتوب مسئاله د اسلام يوه خورا مهمه مسئاله وه او اهميت او حساسيت يې پخپله له رسول اکرم او صحابو يې پټ نه و؛بلکې د بعثت او بلنې له پيله ډېر وګړي د مشرۍ په فکر او هيله کې ول او نقشې يې ورته کاږلې.له دې امله وينو،چې د “بني صعصعه” له ټبره “بُحيره” د خپل او ټبر اسلام منلو شرط دا و،چې تر پېغمبر اکرم وروسته مشري د ده او ټبر يې وي او همدا راز “هوذه حنفي” د خپل اسلام راوړو په بدل کې،تر پېغمبراکرم وروسته په واکمنۍ کې حق وغوښت.

رسول اکرم د بعثت له پيله-البته د وحې په ښوونه-تر ځان وروسته د مشرۍ مسئالې ته پام درلود. په تېره بيا چې په لومړۍ ورځ يې له خپلو لارويانو د اسلامي ټولنې د جوړښت لپاره بيعت اخسته؛نو دې مهم چار ته يې پوره پاملرنه درلوده. دا مسئاله بخاري او مسلم په ((صحيح)) کې، نسايي او ابن ماجه په ((سننو)) کې، امام مالک په ((المُوَطا)) کې، امام احمد حنبل په ((مُسند)) کې او نورو په خپلو کتابونو کې راوړې ده .

 موږ دلته د صحيح بخاري خبره راخلو: ((عباده بن صامت وويل : موږ له رسول اکرم سره پر دې بنسټ بيعت کړى،چې په تنګسه او پراخۍ او غم و خپګان کې د آنحضرت لاروي وسو او د مشرۍ له وړ سره په شخړه لاس پورې نه کړو.)) (٦)

 “عباده بن صامت” د ((عقبه کبرى)) (٧) د بيعت پر ورځ د انصارو له دولس ګونو نقيبانو و،چې آنحضرت پر هغه ورځ له څو اويا تنو وغوښتل، چې په خپلو کې دولس تنه ډاډمن غوره کړي او آنحضرت (ص) ته يې معرفي کړي،چې هر يو په مدينه کې د خپلې ډلې مسووليت پر غاړه واخلي . رسول اکرم ټاکل شويو ته وويل: ((په ټولو چارو کې د خپلې ډلې مسووليت ستاسې پر غاړه دى او تاسې هماغه دنده لرئ،چې حواريونو عيسى بن مريم ته درلوده)) (٨)

“عباده بن صامت” يو له دولس ګونو نقيبانو دى،چې څرګندوي،چې د عقبې پر ورځ له رسول اکرم سره د بيعت له مادو يوه هم دا وه،چې تر رسول اکرم وروسته د مشرتوب په اړه له وړ سره يې په شخړه لاس پورې نه کړو: ((ان لا تنازعوا الامر اهله)) په دې حديث کې د ((امر)) له امر ويى-کليمې د آنحضرت (ص) مطلب هماغه مشرتوب او واکمني ده، چې د ((بني ساعده)) په څپرګي کې يې لاس ته راوړو ته په  شخړه لګيا شول، سره له دې،چې خداى د دې واکمنۍ وړ وګړي داسې ستايي : (( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً(نساء/٥٩)= مؤمنانو! له خداى، استازي او اولوالامر ځنې مو اطاعت وكړئ او كه ستاسې ترمنځ په كومه [ديني] چار كې شخړه پېښه شي (؛نو د منځګړتوب لپاره د) خداى [کتاب] او د رسول [سنتو] ته مخه كړئ كه ( په رښتيا ) پر خداى او د اخرت پر ورځې ايمان لرئ . دا (كار) غوره او ښه پايله لري.))                                                                                                                         

که څه هم رسول اکرم ((عقبه کبرى)) د ورځې د بيعت پر مهال تر ځان وروسته ځايناستي ځکه معرفي نه کړل،چې له انصارو نه و،چې دا د حکمت غوښتنه وه؛ ځکه د بيعت پر مهال د انصارو روحيه د دې موضوع منلو ته چمتو والى نه درلود؛خو سره له دې رسول اکرم ترې ژمنه واخسته،چې وروسته،چې آنحضرت خپل ځايناستى ټاکي،په شخړه ورسره لاس پورې نه کړي.

وګورئ:

 (١)مقدام بن معدي کرب کندي،د ((کنده)) له استازيو سره رسول اکرم ته راغلل. مقدام له رسول اکرمه (٤٧) حديثونه روايت کړي،چې بې له ((امام مسلم)) څخه د صحاحو او سننو ليکوالو ترې احاديث روايت کړي دي. نوموړى پر ٨٧س په شام کې په ٩١ کلنۍ کې ومړ.

وګوري: ((اسدالغابه)) څلورم ټوک:(٤١مخ+((جوامع السيرة))٢٨٠مخ ((تقريب التهذيب)) دويم ټوک:٢٧٢مخ

(٢)عبيدالله د ((ابو رافع)) [د رسول اکرم ازاد کړاى شوى] زوى دى.

عبيدالله د حضرت على(ک) د ديوان ليکوال هم و،هغه د درېمې پېړۍ د حديث پوهانو له ډاډمنو شمېرل کېږي او حديث پوهانو ترې احاديث راخستي دي.

 وګورئ : ((تقريب التهذيب)) لومړى ټوک ٥٣٢مخ١٤٤١٠ ګڼه

(٣) ابونجيح،عيرباض بن ساريه سلمي،له رسول اکرم څخه (٣١) احاديث روايت کړي او بې له ((بخاري او مسلم)) نورو ټولو ترې روايتونه راوړي دي . عير باض پر ٧٥س ومړ.

 وګورئ: ((اسدالفابه))دريم ټوک ٣٩٩مخ، ((جوامع السيره))٢٨١مخ، ((تقريب التهذيب))دويم ټوک:١٧مخ.

(٤) حضرت ابوهريره قحطاني دَوسي،کنيه يې ابوهريره و او په دې لقب ځکه و نومول شو،چې يوه اموخته پيشو يې درلوده او يا داچې کله رسول اکرم ته ولاړ،اموخته کړې پيشو يې په خپل لستوڼي کې پټه کړې وه او آنحضرت ورته ((ابوهريره)) وويل . نوموړى د خيبر په غزا کې رسول اکرم ته راغى او اسلام يې ومانه  او ٥٣٧٤احاديث يې ترې روايت کړي دي او عمومي حديث پوهانو ترې روايتونه اخستي دي.

 وګورئ: ((اسد الغابه)) ٥ټ:٣١٥مخ ((جوامع السيره))٢٧٥مخ،عبدالله بن سبا:ټوک١٦مخ.

(٥)ابوعبدالرحمن يا ابوالوليد،حسان بن ثابت انصاري خزرجي د رسول اکرم شاعر و،چې په جومات کې به يې د پېغمبر ځانګړنې ستايلې او داسې دعا يې ورته وکړه: ((خداى تعالى،حسان تر هغه وخته،چې له خپل پېغمبره دفاع کوي، په سپېڅلي روح تاييدوي)) حسان د خپلې زمانې ډارن و،چې له امله يې د پېغمبر په يوې غزا کې هم ګډون و نه کړ. يوازې يو حديث يې روايت کړى،چې هغه هم يوازې(( ترمذى)) راخستى دى. نوموړى پر ٤٠يا٥٠يا٥٤س په ١٢٠کلنۍ کې ومړ. وګورئ:اسدالغابه:دويم ټوک ٥-٧مخونه: ((جوامع السيرة)) ٣٠٨مخ ((تقريب التهذيب))ټوک١٦١مخ

(٦) صحيح بخاري،کتاب الاحکام….د عباده بن صامت د حالاتو شرح راغلې ده په : يسيراعلام النبلاء دويم ټوک:٣مخ+ابن عساکر، تهذيب ٧ټوک:٢٠٧-٢١٩مخونه.

(٧) هغه مهال،چې د يثرب څو تنه د رسول اکرم تر هجرت مخکې آنحضرت(ص) ته راغلل او ايمان يې راوړ،پېغمبر(ص) ورته دنده وسپارله،چې خپل ښار ته ستانه شي او د اسلام په تبليغ او د احکامو پر زده کړه لګيا شي . بل کال همدا ډله له څو اويا تنو نويو مؤمنان شويو سره په عقبه کبرى (جمراتو ته نژدې) کې له آنحضرت سره وکتل او بيعت يې ورسره وکړ.

(٨) طبري تاريخ،لومړى ټوک:١١٢١مخ،د اروپا چاپ .

(٩)دو مکتب در اسلام لومړى ټوک:١

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!