تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د امام صادق (رح) د کراماتو بېلګې: سيد بن طاووس ـ په علم او عمل کې د زمانې نادر او بېساری ـ په مهج الدعوات کتاب کې ـ چې د ادعيه و يوه زېرمه ده : « وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا [1]» له […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د امام صادق (رح) د کراماتو بېلګې:

سيد بن طاووس ـ په علم او عمل کې د زمانې نادر او بېساری ـ په مهج الدعوات کتاب کې ـ چې د ادعيه و يوه زېرمه ده : « وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا [1]» له محمد بن عبيد الله اسکندري روايتوي چې ويې ويل: زه د منصور دوانيقي له ملګرو او خواله ساتی يې وم، يوه ورځ ورغلم، ومې ليدل چې غمجن دی او اسوېلی کوي، ومې ويل: ولې خپه يې؟ ويې ويل: د فاطمې (رضی الله عنها) له ځوځاته مې سل تنه ووژل؛ خو ښاغلی او مشر يې پاتې دی، ومې ويل: دا څوک دی؟ ويې ويل جعفر بن محمد الصادق.

ومې ويل: يا امير المؤمنين! دا خو داسې يو څوک دی، چې د الله په عبادت کې ويلې شوی او پر خدای بوخت دی او دې بوختيا د مُلک او خلافت له غوښتو شاته کړی دی.

ويې ويل: يا محمد! پوهېږم چې پر امامت (مشرۍ) يې قايل يې، خو مُلک او پاچاهي شنډه ده (پاچاهي مور وپلار نه پېژني)، قسم مې خوړلی چې شپه لا تېره نه وي چې له دې مې ځان خلاص کړی نه وي، جلاد يې راوغوښت ويې ويل: چې کله مې عبدالله الصادق را حاضر او پر خبرو مې بوخت کړ او خولۍ مې له سره راښکته کړه، نو سر يې له تنې ور جلا کړه.

چې ا مام يې حاضر کړ، ومې ليدل چې د امام شونډې خوځي، پوه نه شوم چې څه وايي، ومې ليدل چې د منصور ماڼۍ د  سمندر په څپو کې د بېړۍ په څېر په حرکت کې ده او منصور پښېيبل او سر لوڅ د امام پر وړاندې ځغلي، غاښونه يې لګي، غړي يې لړځي، رنګ يې سور او ژيړېږي، امام يې له مټه ونيو او پر تخت يې کېنو او خپله د مريې په څېر د مولا پر وړاندې کېناست تر پښتنو او ځوابونو روسته ، امام ولاړ، منصور ويده او تر نېمې شپې راويښ نه شو، چې راويښ شو، ويې ويل: مه ځه چې قضايې لمونځ وکړو، لمونځ يې وکړ، راته يې وويل: چې کله مې عبدالله الصادق راحاضر کړ  او د ده د وژنې هوډ مې وکړ، يوه اژدها مې وليده چې زما ماڼۍ يې په خوله کې ونيوه او په څرګنده عربي يې خبرې راسره وکړې، ويې ويل: منصوره! الله تعالی رالېږلې يم او امر يې راته کړی که، ابی عبدالله الصادق ته څه زيان ورسوې، تا او په کور کې دې ناست تېروم، عقل مې والوت او بدن مې ولړزېد.

ومې ويل: يا اميرالمؤمنين! دا هېښنده نه ده، له هغه سره اسماء او داسې دعاګانې دي، که پر شپه يې ولولي شپه رڼا کوي او که پر ورځ يې ولولي ورځ تکه تياره کوي او که د سمندر په څپو يې ولولي، څپې کېني.»[2] 

هو، د امام صادق (رح) د کراماتو نښې، علم، حکمت او د ارادې او قدرت د نفوذ ښکارندې (پدېدې) يې چې دوست، دښمن، مؤمن، منافق، مؤحد او ملحد پرې منښته یا اعتراف کوي دومره ډېرې دي، چې په دې لنډه ليکنه کې نه ځاييږي او څه چې قلم کاږي له پراخ سمندره يو څاڅکی دی او د «اسماء الحسنی» له حاصل او د  «اسم اعظم» پر دوه اوياوو ټکيو پوه، له وړانګو يوه وړانګه ده.

هو، دا کرامات له هغه چا څه د هيښتيا وړ نه ده، چې وجود يې د خاتم الانبيا (ص) د وجود انعکاس او د عالم امکان د لمر د پوره هېندارې، د څوارلسمې سپوږمۍ وي.

۲- شيخ مفيد او شيخ طوسي په خپلو اسنادو له سدير صیرفي روايت کړی دی:

«رسول الله (ص) مې په خوب کې وليد، چې په مخکې يې سر پوښ لوښی و، سلام مې واچو، سلام يې واخست، له لوښي يې برغولی لری کړ، پکې کجورې يې ترې وخوړې.

له حضرت نبي اکرم (ص) مې کجوره وغوښته، را يې کړه چې ومې خوړه، بله مې وغوښته، تر اتو مې وخوړې، چې بيا مې وغوښته، راته يې وويل: بس دې دی.

پر سبا يې جعفر بن محمد الصادق ته ورغلم، په مقابل کې يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په مخې کې د ايښوول شوي لوښي په څېر لوښی و، چې په خوب کې مې ليدلی و، پر امام مې سلام واچو، سلام  يې واخست، له لوښي يې سر پورته کړ، ترې يې وخوړل حيران شوم، ومې ويل: يا بن رسول الله، درځار، يوه کجوره خو راکړه را يې کړه، او تر اتو پورې مې ترې وغوښتې او را يې کړې او بيا مې ترې وغوښته، راته يې وويل: که نيکه مې زياتې درکړې وې ما هم ورکولې.[3]

۳- له ابی بصير څخه ـ چې ړوند و ـ په بصائر الدرجات او مناقب کې روايت شوی، چې امام صادق (رح) راته وويل:

«يا ابا محمد ښه دې راځی چې ومې وینې؟ ومې ويل: هو؛ زما پر سترګو يې لاس راښکود، سترګې مې رڼې شوې او د امام مخ ته مې و کتل. امام وويل: يا ابا محمد! که د شهرت خبره نه وای، پر همدې سترګور حالت مې پرېښودې، بيا يې زما پر سترګو لاس راښکود او پر ړومبي حالت شوم.»[4]

۴- همدا راز له ابي بصير څخه روايت شوی چې ويې ويل: «له امام سره په طواف کې وم، ومې ويل: يا بن رسول الله، درځار، ايا الله دا خلک بښي؟ ويې ويل: ډېری يې چې وينې بيزوګان او خوګان دي؛  بيا يې زما پر سترګو لاس راښکود، دوی مې په هماغو بڼو وليدل، وډار شوم، دويم ځل يې زما پر سترګو لاس راښکود او پر ړومبي حالت شوم.»[5]

څوک چې نافذه اراده يې په يو لاس راښکودو ړوند، سترګوروي، چې بڼې او بدنونه ووینې او داسې بصيرت ورکوي چې د ارواحو رنګونه وويني، او په يوه لاس راښکودو ليدل او لېدنه اخلي، هغه دی چې د مطلقه عبوديت له لامله يې، يو مطلقه ولايات موندلی، چې د «فعال ما يشاء ويريد» په مرسته، مراد يې له ارادې تخلف او سرغړونه ونه کړي او مُلک، ملکوت، ابدان او ارواح يې د مستجابې بلنې په کړۍ کې وي.

 ۵- ابن ابی العوجاء او درې تنه دهري مذهبي چې پر الله تعالی يې ايمان نه د رلود ، يو له بل سره همژمني شول چې هر يو [څه شمېر آيتونه وليکي او] د قرآن څلورمې برخې په څېر راوړي. د يو کال له تېرېدو روسته  په مکې راټول شول، يو يې وويل چې د « وَقِيلَ يَا أَرْضُ ابْلَعِي مَاءَكِ وَيَا سَمَاءُ أَقْلِعِي وَغِيضَ الْمَاءُ وَقُضِيَ الْأَمْرُ وَاسْتَوَتْ عَلَى الْجُودِيِّ » آيت مې وليد؛ نو پوه شوم چې له معارضې او سيالۍ بېوسې يم.   

بل وويل: چې د « فَلَمَّا اسْتَيْأَسُوا مِنْهُ خَلَصُوا نَجِيًّا» آيت مې وليد، نهيلی شوم؛ سره له دې چې هيڅوک مې له دې خوالې خبر کړي نه ول، هغه مهال چې رو رو يې خپلمنځي خبرې کولې، چې نور يې وانه وري، شپږم امام پرې تېر شو، دا آيت يې ورته ولوست: « قُلْ لَئِنِ اجْتَمَعَتِ الْإِنْسُ وَالْجِنُّ عَلَى أَنْ يَأْتُوا بِمِثْلِ هَذَا الْقُرْآنِ لَا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ»؛ بيا څلور واڼه هک اریان شول.[6]

له امام صادق نه د خوارق العاده چارو کېدنه، نه يوازې خاص و عامه حيران کړل؛ بلکې د ابن العوجاء‌ په څېر ملحد او زنديق وويل: يوازېنی تن چې له وسې يې کېږي که وغواړي جسد روحاني او روح متجسد کړي جعفر بن محمد دی[7].            

۶- هارون بن رئاب وويل:

ورور مې د زياد بن منذر جارودي لاروی و، ابي عبدالله (رح) ته ورغلم، زما د ورور حال يې وپوښت ومې ويل: خلک او ګاونډيان يې ښه بولي؛ خو پر ولايت دې منښته یا اعتراف نه کوي؛ امام يې لامل وپوښت، ومې ويل انګېري چې دا مې تقوا (ورع) ده، امام وويل: د بلخ ويالې پر شپه يې ورع چېرې وه!

ورغلم پېښه مې ترې وپوښته،

ويې ويل: ابو عبدالله خبر کړی يې؟! ومې ويل: هو،

ويې ويل: ګواهي لم چې نوموړی د نړۍ پال حجت دی، ومې ويل: قصه دې راته ووايه، ويې ويل: د بلخ له ماوراء نهر راتلم، په لار کې مې يو تن ملګری شو، چې ښکلې مينزه يې درلوده، چې ويالې ته راورسېدو، ويې ويل: يا ته ولاړ شه څه اور چمتو کړه او زه به دې مال ساتم، يا زه ځم او ته مې مالونه ساته ومې ويل: ته ولاړ شه، چې ولاړ له مينزې سره مې کوروالی وکړ؛ والله نه هغې چاته وويل او نه ما؛ بې له الله څوک ترې خبر نه و. بل کال له ورور سره مې امام ته راغلوو؛ خو راونه ووت؛ خو دا چې د صادق پر امامت ګروهن شو.»[8]

امام صادق (رح) په مدينې کې و او دا پېښه پر هغه شپه د بلخ ښار د ويالې پر غاړه وشوه. د امام خبرېدل ښيي چې روح يې پر «افاق وانفس» برلاسي لري او له الله تعالی سره ځانګړې اړيکه، چې « يَعْلَمُ خَائِنَةَ الْأَعْيُنِ وَمَا تُخْفِي الصُّدُورُ »[9]

۷- حسين بن موسی بن حناط (خياط) وويل:

«زه، جميل بن دراج او عائذ احمسي حج  ته ولاړو، عائذ په لار کې ويل، له ابي عبدالله يوه پوښتنه لرم، چې د ليدو پر مهال به يې وپوښتم. ورغلوو، تر سلام اچولو روسته  کېناستو، راته يې وويل: څوک چې د خدای فرايض پر ځای کړي، بې له دې يې نه پوښتي.

 چې راپاڅېدو، عائذ ته مو وويل: پوښتنه دې څه وه؟

ويې ويل: د شپې پاڅېدل مې له وسې پوره نه دي او ډارېدم چې الله مې پرې ونيسي، څه يې چې وويل پوښتنه مې ځواب شوه.»[10]

۸- په کشف الغمه کې علي بن عيسی له دلايل حميري له ابي بصير څخه روايتوي، چې ويې ويل:

«یوه ورځ له ابي عبدالله (رح) سره ناست وم، ويې ويل: ابا محمده! خپل امام (مشر) پېژنې؟ ومې ويل: هو، الله الذی لا اله الا هو، ته مې مشر يې.

ويې ويل: رښتيا دې وويل: ودې پېژانده؛ نو لاروي يې وکړه، ومې ويل: غواړم د امام نښه راکړې. ويې ويل: ابا محمده! تر ښاندې او پېژندګلوۍ روسته نښه نشته. ومې ويل: غواړم چې ايمان او يقين مې لا ډېر شي. ويې ويل: ابا محمده! کوفې ته ورځې او د عيسی په نامې دې زوی زيږېدلی او تر عيسی روسته محمد او ورپسې دوه لوڼې، پوه شه چې د دواړو زامنو نامې دې او  د دوی د پلرونو، ميندو، نيکونو، ځوځاتو او اولادونو نامې تر قيامته زموږ له لارويانو سره د جامعې په صحيفه کې راسره دي.»[11]

۹- له مفضل بن عمر نه روايت شوی، چې ويې ويل:

«له ابي عبدالله جعفر بن محمد سره روان وو، يوې ښځې ته ورسېدو، چې مړه غوا ورته پرته وه، ژړل يې، امام وپوښته، ويې ويل: زما او د اولادونو ژوند مو دې غوا چلاوه، چې ومړه، اوس حيرانه يم چې څه به کړم. امام وويل: غواړې چې الله تعالی يې در ژوندی کړي؟

ښځې وويل: په رارسېدلي کړاو مې ملنډې راباندې وهې؟

امام يوه دعا وکړه، خپله پښه يې پر څاروي ووهله، څاروی پاڅېد. ښځې وويل: «د کعبې پر الله، عيسی بن مريم دی. امام خلکو ته ورغی او ښځې ونه پېژانده.»[12]

۱۰- کلیني په کافي[13]، ابن شهر اشوب په مناقب[14] او د بصائر الدرجات خاوند له جميل بن دراج څخه روايتوي چې ويې ويل:

«له ابي عبدالله سره وم چې يوه ښځه راغله، ويې ويل: زوی مې ومړ، امام وويل: کور ته دې ورشه، غسل وکړه او  دوه رکعته لمونځ  وکړه، ووايه: ای هغه چې دا دې راکړی و او څه نه و، دويم ځل يې راکړه؛ روسته  يې وخوځوه او هيڅوک مه خبروه؛ ښځه ورغله چې زوي يې وخوځاوه، په ژړا شو.»[15]

څه هېښتيا ده که «يحی الموتی باذنی»[16] د امام په نَفَس تجلا وکړي، چې «يا نار کونی برداً و سلاماً»[17] د آنحضرت د روزل شويو په باب ښکاره شي.

۱۱- له مامون رقّي  روايت شوی چې ويې ويل:

«له ا مام صادق (رح) سره وم، چې سهل بن حسن خراساني راغی، سلام يې واچو، کېناست، ويې ويل: يا بن رسول الله: ولې  د خپل حق اخستو لپاره پاڅون نه کوې؟ په داسې حال کې چې يو لک درځار لارويان لرې. امام وويل: خراساني کېنه، ويې ويل تنور تود کړئ؛ چې تود شو، ويې ويل: خراساني! پاڅه او په تنور کې کېنه. خراساني وويل: يا بن رسول الله: په اور مې مه په عذابوه؛ پر همدې وخت هارون مکي راغی، ويې ويل: السلام عليک يا بن رسول الله! امام ورته وويل: په تنور کې کېنه، هارون پکې کېناست، څو شېبې روسته  امام خراساني ته وويل: پاڅه او تنور وګوره، خراساني وويل: پاڅيدم، په سره تناره کې يې پلتۍ وهلې وه؛ روسته له تنوره راووت او سلام يې راباندې وکړ. امام وويل: په خراسان کې د  دې په څېر څو تنه پيدا کوې؟ ومې ويل: پر الله قسم په څېر يې يو تن هم نشته. ويې ويل: موږ د خپل پاڅون پر وخت ښه پوهېږو.»[18]

دا دی د امام د لارويانو مقام، چې د هوی و هوس (ځاني غوښتنې) اور يې د « يَشْرَبُ بِهَا الْمُقَرَّبُونَ »[19] د چينې د ژوندون په اوبو مړ کړ او د زړه سترګه يې د هغه عين اليقين د علم اليقين په رڼا منوره کړه او د امام د ښوونې او روزنې په برکت يې د حق اليقين مقام ترلاسه کړ.

چې کله د امويانو او آل مروان واکمني وپرځېده او د ځمکې د اوسېدانې تر څلورمې برخې زياته د اسلام تر توغ یا بېرغ لاندې وه، د ايران او روم پاچاهۍ يې تر واک لاندې وې؛ نو امام ته يې پر دغسې پراخې  واکمني د واکمنېدو وړانديز وکړ، امام (رح) ليک وسوځاوه، استازي ګومان وکړ ليک يې په دې پار وسوځاوه چې دښمن ترې خبر نشي، د ليک ځواب يې وغوښت، امام وويل: «ځواب هماغه دی چې ودې ليدل او د ليک ليکوال يې خبر کړ، چې ابراهيم به له شام څخه عراق ته راونه رسي او حکومت يې د روڼو لاس ته ورځي، لومړی سفاح او ورپسې منصور او حکومت د منصور په ځوځات کې پاتېږي  او ابو امسلم به خپلې موخې ترلاسه نه کړي.»[20]

په دې څو غونډلو یا جملو کې يې له پيله تر پايه د عباسيانو واکمني او هم د  ابو مسلم خراساني برخليک ياد کړی دی. ابومسلم د شپږو لکو تنو په شاوخوا کې ووژل چې واکمني يې له امويانو ځنې عباسيانو ته ورولېږدوله او(په پای کې) د منصور په حکم ټوټه ټوټه شو او مراد ته ونه رسېد. امام د يوه داسې واکمنۍ منشور چې د  بې ګناهانو په وينو تويولو ترلاسه شوی وي او د ځاني غوښتنوونکيو د هوس وزله وي، ويې سېځه، چې نور پوه کړي کوم کتاب چې « وَبِالْحَقِّ أَنْزَلْنَاهُ وَبِالْحَقِّ نَزَلَ»[21] وي يوازې په حق ژبه او حق لاس تفسير او عملي کېږي او په دې عمل يې وښووه، چې حق واکمني يوه سپېڅلې ونه (شجره طيبه) ده، چې «اصلها ثابت و فرعها فی السماء» او باطله واکمني «کشجرة خبيثة اجتثت من فوق الارض مالها من قرار»[22] ده. د هغې زمانې يو تکړه شاعر د دې پېښې په وصف کې وايي:

ولما دعا الداعوان مولای لم يکن ـ ليثنی اليه عزمه بصواب

ولما دعوه بالکتاب أجابهم ـ بحرق الکتاب دون ردّ جواب

وما کان مولای کشمری ضلالة ـ ولا ملبساً منها الردی بثواب

ولکنه لله فی الارض حجة – دلیل الی خير وحسن مأب

۱۲- په کافي کې اسماعيل بن عبدالله قرشي روايت کړی، چې ويې ويل: يو سړی عبدالله ته راغی، ويې ويل: يا بن رسول الله، خوب مې وليد ته وا له کوفې ووتم، په يوه ځای کې مې لرګی يا يو لرګينه شبحه وليده، چې پر يو لرګين آس سوره او توره يې په لاس کې وه، په ډار او وحشت مې ورليدل، امام ويل: ته هغه يې چې غواړې يو څوک په خپل ژوند او معيشت کې وغولوې، له هغه الله تعالی وډار شه چې پنځولی یې او مړ کوي دې. سړي وويل: شهادت ورکوم د درکړای شوي علم له کانه يې راسپړې. يا بن رسول الله، يو ګاونډي راته وويل چې بڼ درباندې پلورم، پوه شوم چې بې له ما يې څوک نه پېري؛ نو هوډ مې وکړ چې په ټيټه بيه يې ترې وپېرم.

امام وويل: د ګاونډي دې موږ ښه ايسوو او له دښمن مو کرکجن دی، ویې ويل: هو يا بن رسول الله! که ستا غليم وای؛ نو غولول يې روا و؟ امام وويل: چا چې امين وګڼلې، امانت يې ورکړه، چا چې نصيحت درنه وغوښت، نصيحت ورته وکړه، که د حسين (رض) قاتل وي.»[23]

په خپله امام نه يوازې موخې ته د ور رسېدو لپاره باطل نه وزله کوي؛ بلکې خپل لارويان هم حق د ور رسېدو لپاره د باطلو له وزله کولو منع کوي او د امانت ورکولو لپاره سپارښتنه کوي که څه د خدای بدترين مخلوق يعنې د امام حسین ‏قاتل وي.

۱۳- ابن شهرا شوب له ابي الصباح کناني روایتوي، چې امام صادق (رح) ته يې وويل:

«يو ګاونډی مې امير المؤمنين علي (ک) کنځي، اجازه راکوې چې ويې وژنم؟ امام وويل: «ان الاسلام قيد الفتک» اسلام مسلمان مقيد وي، نه پرېږدي چې څوک ترور کړي او د غفلت په حالت کې يې وينه تويه کړي؛ خو پرېږده يې چې بې له تا يې څوک چاره وکړي. الصباح وويل: کوفې ته ولاړم او په جومات کې مې د ګهيځ لمونځ  وکړ، وامې ورېدل چې په خپله بستره کې ومړ. د ده جنازه يې چې راواخسته، نو غوښه يې له هډوکيو جلا شوه، ويې ليدل چې په بستره کې يې يو مار پروت دی، ابو الصباح متوجه شو چې ولې امام وويل بې له تا بل بسیاينه ورته کوي.»[24]

د امام جعفر لارې:

پيل و پای حق دی او په دې لار کې د انسان سفر «طريق بالحق الی الحق» دی او دا هغه لار او ائين دی، چې « ﻻ ﻳﺎﺗﻴﻪ اﻟﺒﺎﻃﻞ ﻣﻦ ﺑﻴﻦ ﻳﺪﻳﻪ وﻻ ﻣﻦ ﺧﻠﻔﻪ »[25].

۱۴- علي بن ابی حمزه وويل:

«په اموي واکمنۍ کې مې يو دوست مامور و، راته يې وويل: له ابی عبدالله راته د ليدو اجازه واخله، دا کار مې وکړ، ويې ويل: درځار، زه د دې قوم په ديوان (محکمه) کې وم او پرېمانه شتمني مې ترلاسه کړې، د ژغورنې څه لار لرم؟ امام وويل که درته يې ووايم، منې يې؟ ويې ويل: هو. امام وويل: څه چې دې د دوی په ديوان (او محکمه) کې ترلاسه کړي، راوباسه، د هر مال خاوند چې پېژنې وريې کړه او چې نه يې پېژنې خيرات (او صدقه) يې  کړه، د جنت ضمانت دې کوم.

ځوان څه موده سوچ وکړ او د فرمان عملي کولو ته چمتو شو، ابن ابی حمزه وويل: ځوان راسره کوفې ته راغی، ټوله شتمني يې ورکړه، ان پر تن جامې يې، څو مياشتې لاتېرې نه وې چې ناروغ شو، (عيادت او) پوښتنې ته يې ورغلم، د ځنکدن پر حال و، سترګې يې وازې کړې، ويې ويل: علي! والله، خاوند دې پر ژمنه وفا وکړه،دا يې وويل اوسا يې ورکړه، تر ښخېدو يې روسته  امام ته ورغلم، د امام سترګې چې راباندې ولګېدې، ويې ويل: يا علي والله، څه مې چې ستا ملګري ته ويلي وو، وفا مو پرې وکړه.»[26]

امام صادق (رح) نه يوازې د وګړيو په مکنوناتو (پټو) او د زمانې پر پېښو عالم او باخبر و؛ بلکې څه چې د بشر له ليدو (بې له نننيو وزلو) پټ و، خبر کړي يې يوو:

۱۵- د الله تعالی د اسماء الحسنی په شرح کې يې وويل:

«الله تعالی د لطيفو موجوداتو د پنځ لپاره لطيف يادوو او د علم په پار يې چې يو لطيف څيز يې پنځولی؛ ماشی او ذره او تردې دواړو خورا کوچنی، چې سترګې او عقلونه يې نه ويني او د ډير کوچني پيدايښت له لامله يې سترګې، غوږونه، تنه، نر او ښځه يې نه پېژندل کېږي»[27]

او په دې دنيا يې له ذره بيني حيواناتو خبر کړو، چې بشر ترې ناخبره و او په هغې زمانې کې له حس او عقله پټ وو؛ خو د امام پوهې ته ښکاره وو، چې ساکښ دي، نر و ښځې لري، د سمندرونو په څپو، د بېدياوو په لمنو، په فضا او د اسمان په خوله کې خپاره واره دي.

[1] – اعراف ـ ۱۸۰: او  د الله غوره نامې دي؛ نو همدې يې وبلئ.

[2] – بمار الانوار: ۴۷ ټ، ۲۰۱ مخ

[3] – الا مالی للمفيد: ۳۳۵ مخ + الامالی للطوسي: ۱۱۴ مخ.

[4] – بصائر الدرجات: ۲۹۲ مخ + مناقب آل ابی طالب: ۴ ټ، ۲۳۹ مخ ۳۱ ټ، ۳۶۴ مخ) + بما رالانوار: ۴۷ ټ، ۷۹ مخ.

[5] – بصائر الدرجات: ۲۹۰ مخ + بحار الانوار: ۴۷ ټ، ۷۹ مخ]

[6] – الخرائج والجرائح: ۲ ټ، ۷۱۰ مخ + بحار الانوار: ۴۷ ټ، ۱۱۷ مخ.

[7] – الکافي: ۱ ټ، ۷۵ مخ.

[8] – الخرائج والجرائح: ۲ ټ، ۶۱۷ مخ + بحار الانوار: ۴۷ ټ، ۱۵۶ مخ.

[9] – غافر – ۱۹ : يَعْلَمُ خَائِنَةَ الْأَعْيُنِ وَمَا تُخْفِي الصُّدُورُ: الله د سترګو پر خيانت او د سينو پر پټو رازونو خبر دی.

[10] – بصائر الدرجات: ۲۵۹ مخ + بحار الانوار: ۴۷ ټ، ۷۰ مخ.

[11] – کشف الغمه: ۲ ټ، ۲۰۶ مخ.

[12] – الخرائج والجرائح: ۱ ټ، ۲۹۴ مخ + بحار الانوار: ۴۷ ټ، ۱۱۵ مخ.

[13] – الکافي: ۳ ټ، ۴۷۹ مخ، ۱۱ مه ګڼه حديث

[14] – مناقب آل ابی طالب: ۴ ټ، ۲۳۹ مخ (۳ ټ، ۳۶۵ مخ)

[15] – بصائر الدرجات: ۲۹۳ مخ + بحار الانوار: ۴۷ ټ، ۷۹ مخ.

[16] – مائده ـ ۱۱۰ آيت ته اشاره ده: وَإِذْ تُخْرِجُ الْمَوْتَى بِإِذْنِي = او زما په امر دې مړي راژوندي کول.

[17] – انبيا ـ ۶۹ آيت ته اشاره ده: « قُلْنَا يَا نَارُ كُونِي بَرْدًا وَسَلَامًا عَلَى إِبْرَاهِيمَ = اور ته مو وويل: پر ابراهيم سوړ، سلامت او بې زيانه شه.»

[18] – مناقب آل ابی طالب: ۴ ټ، ۲۳۷ مخ (۳ټ، ۳۶۲ مخ) + بحار الانوار، ۴۷ ټ، ۱۲۳ مخ.

[19] – مطففين ـ ۲۸ آيت: عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا الْمُقَرَّبُونَ = يوه چينه ده،چې مقربين يې ترې څښي» ته اشاره ده.

[20] – مناقب آل ابی طالب: ۴ ټ، ۲۲۹ م (۳ ټ، ۳۶۵ مخ) + بحار الانوار: ۴۷ ټ، ۱۳۳ مخ.

[21] – اسراء ـ ۱۰۵ آيت: وَبِالْحَقِّ أَنْزَلْنَاهُ وَبِالْحَقِّ نَزَلَ = او قرآن مو په حق نازل کړ او دا هم په حق نازل شو» ته اشاره ده.

[22] – ابراهيم: ۲۴- ۲۶ آيتونو  ته اشاره ده.

أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاءِ (ابراهیم/۲۴)

تُؤْتِي أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍ بِإِذْنِ رَبِّهَا وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ (ابراهیم/۲۵) وَمَثَلُ كَلِمَةٍ خَبِيثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِيثَةٍ اجْتُثَّتْ مِنْ فَوْقِ الْأَرْضِ مَا لَهَا مِنْ قَرَارٍ(ابراهیم/۲۶)

[23] – الکافي: ۸ ټ، ۲۹۳ مخ.

[24] – مناقب آل ابی طالب: ۴ ټ، ۲۳۹ مخ (۳ ټ، ۳۶۴ مخ) +بحار الانوار: ۴۷ ټ، ۱۳۷ مخ.

[25] – فصلت ـ ۴۲ آيت: « لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ : قرآن هغه کتاب دی، چې باطل وړاندې وروسته (تېر او ګانده) سوړه پکې نشي کړای» ته اشاره ده.

[26] – بحار الانوار: ۴۷ ټ، ۱۳۸ مخ + مناقب آل ابی طالب: ۴ ټ، ۲۴۰ مخ او ۳ ټ، ۳۶۵ مخ.

[27] – بحار الانوار: ۳ ټ، ۱۹۴ – ۱۹۵ مخونه.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!