تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه توحید توحید؛ یعنې پردې ګروهه چې د هستۍ خدای، ایکی یو دی او د اجزاوو او صفاتو تړښت نه لري؛ ځکه د هر مرکب شتون، اجزاوو او تړښتګر ته اړمن دی او د اړمن شتون، محال دی چې ځان او نورو ته شتون ورکوونکی […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

توحید

توحید؛ یعنې پردې ګروهه چې د هستۍ خدای، ایکی یو دی او د اجزاوو او صفاتو تړښت نه لري؛ ځکه د هر مرکب شتون، اجزاوو او تړښتګر ته اړمن دی او د اړمن شتون، محال دی چې ځان او نورو ته شتون ورکوونکی وي؛ او په خدایي توب او صفاتو کې هم شریک نه لري.

اوس د توحید ځینو دلایلو ته اشاره کېږي:

۱ – د «اله» ګڼتوب په خدايي توب کې ګډون غواړي ؛ ځکه دواړه «اله» دي او همداراز امتیاز ګڼتوب غواړي چې دوه ګونیتوب عملي شي، او د مرکب وجود (شتون)، له څه چې ګډون او ورته امتیاز ته، شونی او اړمن دی.

۲- بې امتیازه د «اله» ګڼښت محال دی او امتیاز د کمال د نشتون لامل او د کمال نه درلودوونکی، اړمن دی؛ او باید د اړتیا لړۍ، له ګردو اړخونو په «غني بالذات» پای ومومي، که نه محال ده چې شتون ته اړمن، د شتون ورکوونکی وي.

۳- متعال خدای هغه موجود (شتون) دی چې برید او پوله نه لري؛ ځکه هر محدود له وجود او د وجود له پولې جوړ دی او د وجود پوله، پر وجود د نشتوالی او د زاید کمال نشتون دی او دا د تړښت بدترین ډول دی؛ ځکه د تړښت په نورو ډولونو کې: یا تړښت له دوو «بود: وو» او یا تړښت له «بود» او «نمود» جوړ دی؛ او په دې ډول کې، تړښت له بود و نبود (وو، او نه وو) دی او دخدای هر ډول تړښت محال دی؛ دغسې یو موجود، هغه «واحد» دی چې «ثاني» ورته نه انګېرل کېږي؛ ځکه د ثاني انګېرنه، محدودیت یې راښيي؛ نو هغه ایکي یو (یکتا) دی چې ثاني ورته نه عملي کېږي او نه انګېرل کېږي.

۴- د هستۍ د نظم له یووالي د ناظم یووالی زبادېږي؛ ځکه د کایناتو د هرډول برخې نظم او تړښت ته په پاملرنې او بیا یوله بل سره د هستۍ د ټولو ښکارندو اړیکه څرګندوي، چې جز او کل، د یو علیم، قدیر او حکیم خدای مخلوق دي، لکه د یوې ونې د اجزاوو او د یوه څاروي د غړیو او قواوو تړښت او د دوی یو له بل سره اړیکه، ځمکه او لمر، او له نورو منظومو او ستورلیځونو سره د لمریز غونډال اړیکه د دوی یو پنځګر راښيي او همدا راز د اتم د مرکزي هستې او مدارونو، لمر او لمریزغونډال ان تر ستورلیځونو تړښت راښيي چې د ذرې، لمر او ستورلیځونو پنځګر یو دی:

((وَهُوَ الَّذِي فِي السَّمَاء إِلَهٌ وَفِي الْأَرْضِ إِلَهٌ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْعَلِيمُ (زخرف – ۸۴): او هغه دى، چې په اسمان كې هم معبود دى او په ځمكه كې هم معبود دى او همدی د حکمت خاوند او پر هر څه پوه دى.))

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ.الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ فِرَاشاً وَالسَّمَاء بِنَاء وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقاً لَّكُمْ فَلاَ تَجْعَلُواْ لِلّهِ أَندَاداً وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ (بقره – ۲۱ او ۲۲): خلكو! خپل هغه پالونكى ونمانځئ، چې تاسې او تر تاسې مخكېني يې پيدا كړي دي، ښايي ځانساتي شئ. هغه چې ځمكه يې دروغوړوله او اسمان [: د ځمكې تشیال] يې درته چهت كړ او له اسمانه يې اوبه وورولې، چې په همدې (اوبو) يې ستاسې د روزۍ لپاره هر ډول مېوې راوايستې، چې کله پردې پوهېږئ؛ نو له الله سره سيالان مه نيسئ (چې دوی دا وس نه لري) ))

۵ – امام صادق(رح) وپوښتل شو: ولې جایز نه ده چې د هستۍ صانع (سازوونکی) له یوه ډېر نه وي؟ ویې ویل: که ادعا وکړې چې دوه دي؛ نو باید تر منځ یو چاود وي، چې دوه شي؛ نو دا چاود درېیم شو او که درې شول، بیا یې تر منځ، دوه چاوده لازم دی چې درې شي؛ نو دا درې پنځه کېږي او همدغسې شمېر تر بې نهایته زیاتېږي، په پایله کې که خدای له یوه ډېر وي، باید په شمېر کې لایتناهي خدایان موجود وي[1].

۶- امیر المؤمنین علي(ک) خپل زوی امام حسن رضی الله عنه ته وویل:«واعلم یا بنی لو کان لربک شریک لاتتک رسله و لرایت آثار ملکه و سلطانه ولعرفت افعاله و صفاته: زویه پوه شه، که له پالونکي سره دې شریک وای؛ نو په یقین استازي یې در تلل او د شریکباڼي ملک، پاچاهي او سلطنت دې لیده او د دوی چارې او صفات دې پېژندل[2]»

د پالونکي پر واحدنیت د ایمان پایله، په عبادت کې توحید دی، چې بې له هغه څوک، نمانځور نه دی؛ ځکه بې له هغه چې هر څوک وي عبد(بنده) دی:

((إِن كُلُّ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ إِلَّا آتِي الرَّحْمَنِ عَبْدًا (مریم – ۹۳): څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، په بنده گۍ د لوراند الله لوري ته ورتلونکي دي. ))

او غیر الله ته عبادت له ذلیل ځنې ذلیلېدنه او له ګدا ګدایي کول؛ بلکې له ذلته ذلیلېدل او له ګدايي ګدایي کول دي: ((يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنتُمُ الْفُقَرَاء إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ (فاطر – ۱۵): خلکو! تاسې ټول الله ته اړ یاست او یوازې الله مړه خوا (او) ستایل شوی دی.

 د متعال خدای پر وحدانیت ایمان او داچې هر څه یې دي او ورپاتېږي او لوري ته یې ورستنېدا ده، په درېیو غونډلو کې لنډېږي: « لا اله الا الله: یوازې الله لمانځوړ دی»، « لاحول ولا قوة الا بالله»، « والی الله ترجع الامور: او ټولې چارې خدای ته ورګرځولېږي[3]»

نېکمرغه هغه دی چې تل دا درې سپېڅلې کلمې وايي،په دې درېیو کلمو ویښ او ویده شي، ژوند وکړی او ومري او د «انا لله و انا الیه راجعون: سکه، د الله یو او پر لوري یې ورتلونکي یوو[4]»حقیقت ته ورسي.

او پر توحید د ایمان اغېز، د وګړي او ټولنې د فکر او ارادې وړانګه یوې اوچتې موخې – چې بې له هغه بله موخه نشته – ته ورټولوي: ((قُلْ إِنَّمَا أَعِظُكُم بِوَاحِدَةٍ أَن تَقُومُوا لِلَّهِ مَثْنَى وَفُرَادَى (سبا- ۴۶): ووایه: یوازې د یوې خبرې نصیحت درته کوم او هغه داچې: د الله لپاره دوه دوه یا یو یو راپاڅئ)) دې ته په پامنیوي چې د انساني نفس ورټولیدنه (تمرکز) انسان ته قدرت ورکوي چې په موهوم ټکي کې د تمرکز په تمرین، له ځانه هېښنده وسمني وښيي؛ نو ایا که د انسان د فکر وړانګه هغه حقیقت ته، چې د هستۍ پیل و پای او ((نور السموات و الارض: د اسمانونو او ځمکې رڼا )) دی[5].ورټوله (متمرکز) شي؛ کوم مقام ته به ورسي؟!

وګړی او ټولنه چې د((إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِي فَطَرَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ حَنِيفًا وَمَا أَنَاْ مِنَ الْمُشْرِكِينَ (انعام – ۷۹): ما خپل مخ د اسمانونو او ځمکې پنځګر ذات ته ور اړولی، زه حنیف ( په خپل ایمان کې سوچه او ساهو) او له مشرکانو ځنې نه یم)) مقام ته ورسي؛ نو د داسې خیر، نېکمرغۍ او کمال مرکز به شي چې په خوله ویل کېدای نشي.

عن ابی حمزة عن ابی جعفر(رح):

« قال سمعته یقول: ما من شیئ اعظم ثوابا من شهادة ان لا اله الا الله،لان الله عزوجل الا یعد له شیئ ولا یشرکه فی الامر احد[6]». له دې روایته ګټنه کېږي: لکه چې څنګه کوم څیز، د متعال خدای ساری نه دی او هېڅوک یې په چار کې شریک نه دی، پردې حقیقت ګواهي چې د «لا اله الا الله » پاکې کلمې مدلول دی، په کړنو کې کوم ساری (عدیل) نه لري او له عمل سره د جزا په تړاو، په ثواب کې شریک نه لري.

په «لا اله الا الله» ژبني شهادت، په دنیا کې د ځان ومال د خوندیتوب لامل، زړګنی شهادت پرې د اور له عذابه د ژغورنې لامل او بدله یې غوره جنت دی او دا سپېڅلې کلمه د رحمانیه او رحیمیه رحمت ښکارندوی ده. له امام صادق (رح) روایت شوی: « په یقین تبارک و تعالی خدای په خپل عزت او جلال قسم خوړلی، چې هډو خپل توحید والا به په اور عذاب نه کړي[7]»

له رسول اکرم(ص) روایت شوی:

« ما جزاء من انعم الله عزوجل علیه باالتوحید الا الجنة: چا ته چې خدای د توحید نعمت ورکړی وي، بدله یې یوازې جنت دی[8]».

څوک چې تل دا پاکه کلمه یادوي؛ نو د پېښو د سختو څپو او د هوسونو د وسوسو پر وړاندې د زړه بېړۍ د «لا اله الا الله» په لنګر دهلاکت له زخمې ژغوري: (( « الذین امنوا و تطمئن قلوبهم بذکر الله الا بذکر الله تطمئن القلوب» الرعد- ۲۸: هغوی چې ایمان راوړی او زړونه یې د الله په یادولو ډاډه دي؛ نو باخبر! چې زړونه یوازې د الله په یاد ډاډ مومي))

او ټکي یې ښکاره او پټ ویل کېږي، چې د جلي او خفي ذکر هراړخیزوالی دی، او د « الله» سپېڅلې نامه رانغاړي، چې له امیرالمؤمنین علی(ک) روایت شوی:

« الله د خدای له نامو خورا ستره نامه ده او داسې نامه ده چې مخلوق پرې مسمی (او یاد) شوی نه دی او تفسیر یې دادی: هغه، هغه دی چې هر مخلوق له غیر الله د هیلې په پرېکون کې بلي. ((قُلْ أَرَأَيْتُكُم إِنْ أَتَاكُمْ عَذَابُ اللّهِ أَوْ أَتَتْكُمُ السَّاعَةُ أَغَيْرَ اللّهِ تَدْعُونَ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ.بَلْ إِيَّاهُ تَدْعُونَ فَيَكْشِفُ مَا تَدْعُونَ إِلَيْهِ إِنْ شَاء وَتَنسَوْنَ مَا تُشْرِكُونَ ( انعام: ۴۰ او ۴۱): ووايه: (( غور وكړئ، كه الهي عذاب يا قيامت درشي، كه رښتيا وايئ (؛نو) ايا (خپل ستونزاواري ته) بې له “الله” بل څوك بلئ ؟!)) (نه)؛ بلكې يوازې هغه دربلئ او كه وغواړي؛نو هغه ستونزه درنه لرې كوي، چې له لامله يې مو دربللى و او (نن) چې څه له الله سره سيالان نيسئ (پر هغه ورځ به يې) هېر كړئ. ))

ابو سعیدخدري(رضی الله عنه) له رسول اکرم(ص) روایت کړی چې خدای جل جلاله موسی(ع) ته وویل: « یا موسی که اسمانونه او ابادوونکي یې (چې د چارو مدبرات دي) او اوه ګونې ځمکې، په یوې پلې کې کېښوول شي او « لا اله الا الله» په بلې کې؛ نو دا پله درنېږي[9].

(یعنې ګر سره مادیات او مجردات ددې کلمې پر وړاندې سپک وزنې دي.)

یادونه:

توحید مرتبې لري:

د ذات توحید: هر موجود مرکب دی؛ بې د متعال خدای له سپېڅلې ذاته، چې ایکي یو (واحد) دی، چې احدیت (یوتوب) یې عین ذات دی. او بې له الله هر څه په وجود (شتون) کې د ویشنې وړ دي؛ لکه په مادې او صورت د جسم ویشنه او په وهم کې په آناتو د زمانې ویشنه او په عقل کې په انسانیت او وجود د انسان ویشنه او په محدود او حد د هر متناهي موجود ویشنه.

د جمل جګړې پر مهال یو چا وویل: یا امیرالمؤمنینه ! ایا وايې: په یقین خدای یو دی؟ خلک په دغسې یوې موقع کې امیر المؤمنین پوښتې!

امام ورته وویل: دا پرېږدئ، څه چې دا را نه غواړي، موږ هم له دې قومه هماغه غواړو؛ مراد مو د خدای توحید دی. بیا یې وویل: بېشکه دا وینا چې خدای واحد (یو) دی، څلور ډوله دی، چې دوه وجهې ورته روا نه دي او دوه وجهې پکې ثابتې دي. ناجایزه وجهې ورته دادي:

کوم واحد چې په شمېر کې دی: وحدانیت یې عددي او شمېریز وحدانیت نه دی؛ ځکه کوم واحد چې ثاني (درېیمي) لري، هغه واحد ته چې ثاني نه لري نه ویل کېږي: ((لَّقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُواْ إِنَّ اللّهَ ثَالِثُ ثَلاَثَةٍ وَمَا مِنْ إِلَـهٍ إِلاَّ إِلَـهٌ وَاحِدٌ وَإِن لَّمْ يَنتَهُواْ عَمَّا يَقُولُونَ لَيَمَسَّنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِنْهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ: (مائده- ۷۳): هغه خلك په يقين كافر شول، چې ويې ويل: ((په رښتینه کې (له) درېيو(خدايانو) درېيم يې ((الله)) دى)) (حال دا) بې له ((الله)) بل ((معبود)) نشته او كه دوى له خپلو ويناوو وا نه ووښتل؛ نو هرومرو كافرانو ته به يې (چې پر همدې ګروهه ټينګ درېږي) دردناك عذاب ورسي))

(۲) کوم واحد چې، د جنس ډول ترې مرادېږي، لکه چې ویل کېږي: « هغه له خلکو یو واحد دی» د واحداطلاق پردې مانا – چې له ټولګي او ډول یو وګړی دی – خدای ته روا نه دی؛ ځکه په دې اطلاق کې تشبیه ده او خدای شبیه نه لري. هغه دوه وجهې چې خدای ته جایز دي:

(۱) هغه داسې واحد دی چې هېڅ څیز ورته ورته نه دی.

(۲) عزوجل خدای داسې احد دی چې په وجود، عقل او وهم کې ناویشی دی[10].

* د ذات او صفاتو توحید: یعنې د متعال خدای ذاتیه صفات لکه حیات (ژوندون) پوهه (علم) او ځواک (قدرت) عین د خدای ذات دی، که نه د ذات او صفت ګڼتوب د تړښت او ویشنې اړینتیا ده او د اجزاوو تړښت، د اجزاوو او د اجزاوو د تړښتګر د اړمن غوښتنه ده او همدا راز پر ذات د صفاتو د ورزیاتونې لازمه داده چې د ذات په مرتبه کې، د کمالي صفاتو نه درلودونکی وي؛خو د دې صفاتو د شتون د شونتیا پار پکې وي؛ بلکې د صفاتوپر امکان سربېره، د ذات شونتیا لازمه ده؛ځکه د کمالي صفاتو نه درلودوونکی او د امکاني صفاتو حامل، غنی بالذات ته اړمن دی.

امیر المؤمنین ویلي: « اول عبادة الله معرفته و اصل معرفته الله توحیده، و نظام توحید الله نفی الصفات عنه، بشهادة العقول ان کل صفة و موصوف مخلوق و شهادة کل مخلوق ان له خالقا لیس بصفة ولا موصوف»

خدای پېژندنه د الهي عبادت پیلامه ده، او د خدای پېژندنې آر،د خدای توحید دی او د خدای د توحید نظام د خدای د صفاتو نفې ترې ده؛ ځکه د عقلونو په شهادت، هر صفت او موصوف مخلوق دی او هر مخلوق شاهدی ورکوي چې داسې پنځګر لري چې صفت او موصوف ورته نشته[11]»

په الوهیت کې توحید:

(( وَإِلَـهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ لاَّ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ (بقره- ۱۶۳): او معبود مو هغه ایکي یو الله دی چې لوراند لورین دی او بې له دې (نمانځوړ) الله نشته.))

په ربوبیت کې توحید:

((قُلْ أَغَيْرَ اللّهِ أَبْغِي رَبًّا وَهُوَ رَبُّ كُلِّ شَيْءٍ وَلاَ تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ إِلاَّ عَلَيْهَا وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى ثُمَّ إِلَى رَبِّكُم مَّرْجِعُكُمْ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ (انعام- ۱۶۴): (ورته) ووايه: ((ايا زه بې له الله بل پالونكى ولټوم،حال داچې د ټولو څيزونو پالونكى دى؟! او څوك چې څه (بد) كوي (؛نو د زيان) پازوال يې پخپله دى او هېڅ ګناهګار د بل د ګناه پېټى نه وړي،)) بيا تاسې ټول د خپل پالونكي لوري ته ورستنېږئ؛نو د هغه څه (له حقيقته) به مو خبركړي، چې تل مو شخړه پکې کوله. ))

((يَا صَاحِبَيِ السِّجْنِ أَأَرْبَابٌ مُّتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ (یوسف- ۳۹): دوه زنداني ملګرو! ايا خپاره واره (او ګڼ شمېر) پالونکي غوره دي يا يو زورور”الله” ؟! ))

په پیدایښت کې توحید:

((قُلِ اللّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ (رعد- ۱۶): ووايه: ((څوك د اسمانونو او ځمكې پالونكى دى؟)) ووايه: ((الله!)) (بيا) ووايه: (( الله د ټولو څيزونو پیدا کوونکی دى او هغه ايكى يو لاسبر دى))

((وَالَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ اللّهِ لاَ يَخْلُقُونَ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ (نحل- ۲۰): او هغه معبودان، چې [مشرکان یې په ناحقه] د الله پر ځای نمانځي، هېڅ څيز پيدا كولاى نشي؛ بلكې پخپله هم پيدا شوي دي.))

په عبادت کې توحید:

چې بندګي یوازې او یوازې همده ته دي.

((قُلْ أَتَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَلاَ نَفْعًا(مائده- ۷۶): ورته ووايه: (( ايا د الله پر ځاى داسې یو څيز نمانځئ، چې د زيان او ګټې دررسولو واك نه لري)).

په چارو او پرېکړو کې توحید:

((أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ (اعراف- ۵۴): پوه شئ، چې پنځون او( د نړۍ) سنبالنه د “الله” (او په امر يې) دي،مبارک (او پايند) دى هغه الله، چې (نا زواله) نړۍ پال دى.))

((إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ (یوسف- ۴۰): حكم يوازې د “الله” دى.))

په ډار او خشیت کې توحید:

((إِنَّمَا ذَلِكُمُ الشَّيْطَانُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَاءهُ فَلاَ تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ (آل عمران- ۱۷۵): (بیا څرګنده شوه) دا يوازې شيطان دى، چې خپل لارويان (په خبرو او بې بنسټه تبليغاتو) ډاروي، كه ايمان لرئ؛ نو ترې مه وېرېږئ او (زما) له (عذابه) ووېرېږئ.))

((فَلاَ تَخْشَوُاْ النَّاسَ وَاخْشَوْنِ(مائده- ۴۴): له خلكو مه ډارېږئ ! او له ما ووېرېږئ. ))

په سلطنت او واکمنۍ کې توحید:

((وَقُلِ الْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِي لَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَم يَكُن لَّهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ (اسرا- ۱۱۱): او ووايه: ((ستاېنه هغه الله ته ده، چې نه يې څوك اولاد نيولى او نه څوك په واکمنۍ كې شریک ورته شته.))

د ګټې او زیان په ملکیت کې توحید:

((قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلاَ ضَرًّا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ(اعراف – ۱۸۸): (ورته) ووايه: ((زه ځان ته د ګټې او زيان واک نه لرم؛خو څه چې الله وغواړي.))

((فَمَن يَمْلِكُ لَكُم مِّنَ اللَّهِ شَيْئًا إِنْ أَرَادَ بِكُمْ ضَرًّا أَوْ أَرَادَ بِكُمْ نَفْعًا (فتح- ۱۱): ووايه: ((كه (الله) زيان يا ګټه دررسول وغواړي؛ نو څوك شته، چې د الله د پرېکړې د مخنيوي وس ورسره وي؟))

په رزق کې توحید:

((قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ قُلِ اللَّهُ (سبا- ۲۴): ووايه: ((څوك له اسمانونو او ځمكې روزي دركوي؟)) (خپله ورته) ووايه: ((الله!))

((أَمَّنْ هَذَا الَّذِي يَرْزُقُكُمْ إِنْ أَمْسَكَ رِزْقَهُ ب(ملک- ۲۱): بلكې دا څوك دى، چې كه (الله) خپله روزي دربنده كړي (؛ نو) روزي دركړي؟))

په بروسه کې توحید:

((وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ وَكَفَى بِاللَّهِ وَكِيلًا (احزاب- ۳): او پر الله بروسه وكړه او د الله کارسازي بس ده. ))

((اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ(تغابن- ۱۳): الله هغه دى چې؛ بې له ده نمانځوړ نشته او مؤمنان بايد يوازې پر الله بروسه وكړي. ))

په عمل کې توحید:

(( و ما لاحد عنده من نعمة تجزی الا ابتغاء وجه الاعلی (لیل/ ۱۹ او ۲۰ آیتونه)؛ او له هېچا سره د بدلې موندو په هوډ، احسان نه کوي؛ خو یوازې موخه یې د ستر پالونکي خوښول دي.))

په پاملرنه کې توحید:

((إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِي فَطَرَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ (انعام- ۷۹): په رښتيا ما خپل مخ د اسمانونو او ځمكې پنځګر ذات ته یو مخیز وراړولى))

او دا د هغو کسانو مقام دی چې په ذاتي هلاکت او د کایناتو په ورکېدو پوه شوی وي چې: «کل شی هالک الا وجهه[12]: هر څه هلاکېږي؛ خو وجه یې» ؛ «کل من علیها فان، یبقی وجه ربک دوالجلال و الاکرام: د ځمکې پر مخ هر څه فاني کېږي؛ خو ستا د پالونکي وجه پاتېږي، چې د جلال او اکرام خاوند دی[13]». او خدای ته په فطري پاملرنې: « و عنت الوجوه للحی القیوم (طه/ ۱) او ژوندي او پایند خدای ته به مخونه خوار او ذلیل وي»د ارادي پاملرنې، په توحید کې ځلېږي.

الله تعالی عادل دی

د متعال خدای عدل زبادلوته ګڼ دلایل دي، چې ځینې یې یادوو:

۱- هر انسان که څه هم په یوه دین پورې تړاو ونه لري، د خپل فطرت له مخې،د عدل ښه والی او د ظلم بدي درک کوي؛ ان که ظالم ته ظالم ووايې له دې نامې کرکجن دی او که عادل یې یاد کړې خوشحالېږي.

ظالم د شهوت او غضب تر اغېز لاندې، هڅه کوي چې خپلې ځاني غوښتنې ترلاسه کړي؛ که په خپلو بدو کې راښکېل او سروکار یې له محکمې سره شي او قاضي دده په زور او پیسو د حقوال حق لتاړ کړي او د ظالم پر ګټه پرېکړه وکړي، که څه ظالم د قاضي په پرېکړه خوښ دی، خو عقل او فطرت یې د قاضي پر پرېکړه بد وايي؛ اپوټه که قاضي د ظالم د زور او پيسو تر اغېز لاندې رانشي، حق و عدالت مراعات کړي، ظالم ترې ناراضي دی؛ خو فطرت یې قاضي ته په درناوي ویني.

نوڅنګه شونې ده هغه خدای چې د انسان په فطرت کې یې د ظلم بدي او د عدل ښه والي ایښی چې د عدل په ګاڼه یې پسوللی او پر ظلم له اخته کېدو یې پاکوي او د [((إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ (نحل – ۹۰): په یقین خدای په عدل او احسان امر کوي))

((قُلْ أَمَرَ رَبِّي بِالْقِسْطِ (اعراف- ۲۹): ووایه پالونکي مې په قسط (او انصاف) امر کړی دی)) او ((يَا دَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ فَاحْكُم بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوَى ( ص- ۲۶): داووده! پر ځمکه مو خلیفه کړی یې؛ نو په خلکو کې به دحق پرېکړې کوه او دهوا (ځاني غوښتنو) لاروي مه کوه.]

له مخې د عدل حکم وکړي؛ خو خپله په خپلې واکمنۍ او حکم کې ظالم وي؟!

۲- د ظلم منشا، یا د ظلم په (قبح او بدۍ)ناپوهي یا موخې ته له ور رسېدو بېوسي ده او یا (چارې) هسې په هسې دي؛ خو خدای پاک له ناپوهۍ، بېوسۍ او سفاهت (کمعقلۍ) پاک دی.

نوځکه لایتناهي علم، قدرت او حکمت ایجابوي، چې خدای پاک عادل او له هر ظلم او بدۍ پاک وي.

۳- ظلم نقص (او نیمګړتیا) ده او که خدای ظالم وي؛ نو لازمېږي چې تړښت یې له کمال او نقصان ځنې وي، او پردې سربیره چې دا یو بدترین ډول تړښت دی، له کمال او نیمګړتیا جوړ، محتاج او محدود دی او دادواړه ځانګړنې د مخلوق دي نه خالق.

پایله داچې خدای د کایناتو په پنځونه کې عادل دی:

((شَهِدَ اللّهُ أَنَّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ وَالْمَلاَئِكَةُ وَأُوْلُواْ الْعِلْمِ قَآئِمَاً بِالْقِسْطِ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (آل عمران- ۱۸): خداى (د كايناتو د يوه غونډال پر پنځون) شاهدي وركوي، چې بې له ده معبود نشته او پرښتې او د پوهې خاوندان هم (هر يو په يوه ډول پردې مطلب) شاهدان دي ! حال دا (خداى ټول كاينات) پر عدالت ټينګ درولي، بې له ده بل معبود نشته، چې ناماتى حكيم دى.))

او په قوانینو او احکامو کې: ((لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ (حدید – ۲۵): په یقین خپل استازي مې له دلایلو سره لېږلي او ورسره مو کتاب او تله لېږلي چې خلک قسط ته پاڅون وکړي.)) او همدا راز د جزا پر ورځ د خپلو بندګانو په حساب رسۍ کې ((و وَقُضِيَ بَيْنَهُم بِالْقِسْطِ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ (یونس- ۵۴): او په قسط یې تر منځ پرېکړه وشوه او ظلم پرې نه کېږي)).

عن الصادق (رح):

« انه سئاله رجل فقال له: ان اساس الدین التوحید والعدل و علمه کثیر، و لابد لعاقل منه، فاذکر ما یسهل الوقوف علیه و یتهیا حفظه، فقال، اما الوحید فان لا تجوز علی ربک ما جاز علیک و اما العدل فان لا تنسب الی خالقک ما لامک علیه[14]»

امام صادق(رح) وویل: «په یقین د دین بنسټ توحید او عدل دی او علم یې ډېر دی او هر عقلمن ته لازم دي چې ترې برخمن شي؛ نو هغه څه دریادوم چې پوهېدنه پرې اسانه او د حفظ او یادونې چمتوالی یې وي؛ نو ویې ویل: اما توحید دادی، څه چې درته شوني او روا وي، خپل پالونکي ته یې شوني او روا ونه بولي، او عدل دادی پر څه یې چې پړ او ملامت کړی یې، دا خپل خالق ته مه ورمنسوبوه».

او هشام بن حکم ته یې وویل: « الا اعطیک جملة فی العدل و التوحید؟ قال: بلی جعلت فداک، قال: من العدل ان لا تتهمه و من التوحید ان لا تتوهمه[15]»

«ایا په عدل و توحید کې یوه غونډله دروښیم؟ ویې ویل: هو، درځار. ویې ویل: له عدل ځنې ده چې هغه تورن نه کړې او له توحید ځنې ده چې هغه توهم نه کړې»

او امیر المؤمنین علي (ک) ویلي:

«کل ما استغفرت الله منه فهو منک، و کل ما حمدت الله علیه فهو منه[16]» « هر څیز چې استغفار ترې کوې له تانه دی او په څه چې الله ستايې؛ نو د همده دی.

[1]. (بحار الانوار:۳ټ،۲۳ مخ)

[2]. نهج البلاغه: رسائل امیرالمؤمنین، ۳۱گڼه.

[3]. آل عمران – ۱۰۹

[4]. بقره – ۱۵۶

[5] نور – ۳۵

[6]. التوحید- ۱۹ مخ

[7] التوحید، ۲۰ مخ

[8] التوحید، ۲۲ مخ

[9] التوحید، ۳۰ مخ

[10] (بحار الانوار: ۳، ۲۰۶ مخ)

[11] (بحارالانوار،۵۴ ټ، ۴۳مخ )

[12] (قصص- ۸۸)

[13]. (رحمن: ۲۶،۲۷)

[14] بحارالانوار: ۴ټ،۲۶۴مخ.

[15] بحار الانوار: ۵ټ،۵۸

[16] بحارالانوار: ۵ټ، ۵۹مخ

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!