بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ باطلې ناستې، خبرې او غنا وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ= (لقمان / ۶) = او ځينې خلك خوشې خبرې پېري، چې (خلك) په ناپوهۍ د الله له لارې واړوي او الهي آیتونه ټوکې ګڼي (؛ نو) همدوى ته […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
باطلې ناستې، خبرې او غنا
وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ= (لقمان / ۶) = او ځينې خلك خوشې خبرې پېري، چې (خلك) په ناپوهۍ د الله له لارې واړوي او الهي آیتونه ټوکې ګڼي (؛ نو) همدوى ته سپكوونكى عذاب (چمتو) دى.
ټكي:
(لَهْوَ ) هغه ته ويل كيږى چې انسان له موخې ژغوري.
(لَهْوَ الْحَدِيثِ) هغه بې ځايه خبرې ته ويل كېږي،چې انسان له حقه ژغوري؛ لكه خرافاتي كيسې او هغه كيسې،چې انسان د فساد او ګناه لوري ته راكاږى،چې دا کوږوالى كله په خبرو كې وي او كله په اسبابو،وسايلو او په اړوند چارو كې وي.
د “نضربن حارث” په نامه يو سړى و، چې “فارس” ته یې تګ راتګ كاوه او د فارس افسانې؛ لكه د “رستم” او “اسفنديار” كيسې يى زده كړې وې او هغه يې عربو ته كولې، ويل يى :
كه “محمد” درته د “عاد“ او “ثمود“ كيسې كوي؛نو زه هم درته د عجمو كيسې كوم، چې دا آيت راغى او د هغه دا عمل يى کږه لار وبلله .
ځينې ددې آيت د شان نزول په باب وايى: دا آيت د هغه خلكو رټلو ته نازل شوى،چې ډمې وينځې یې اخستې، چې ورته سندرې ووايي او له دې لارې خلك د قرآن له اورېدو منع کړي .
دې آيت يو ستر بې لارې كوونكي لامل ته،چې “باطله خبره” ده، اشاره كړې ده. د قرآن په نورو آيتونو كې هم د خلكو د بې لارې كولو لاملونو ته اشاره شوې ده:
الف :طاغوت،كله پر تحقير او سپكاوي ( فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ (زخرف/٥٤) ) او كله پر ګواښ خلك له لارې كږوي. ( لَأَجْعَلَنَّكَ مِنَ الْمَسْجُونِينَ (شعراء٢٩) ) .
ب: شيطان، انسان پر وسوسو بې لاري كوى ( وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُضِلَّهُمْ (نساء/٦٠) ) .
ج: منحرف عالم او هنرمند،خلك پر خپل علم او هنر له لارې كږوي ( وَأَضَلَّهُمُ السَّامِرِيُّ (طه/٨٥).
د : د قدرت او شتمنۍ خاوندان خلك پر خپل قدرت او شتمنۍ د حق خبرې اورېدو ته نه پرېږدي.( رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءَنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا (احزاب/٦٧) .
ه :هغه ويونكي او سندرغاړي،چې خلك يې سرګرم كړي وي او حق اورېدو او د حقيقتونو پوهيدو ته يې نه پرېږدي (يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ).
پيغامونه:
1- د حق پر ضد مبارزه پخوانی تاريخ لري (وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ) .
2-څه چې د حكمت مخې ته ودريږي؛نو لهو دى او كمال ته د نه رسېدو لامل دي. (الْكِتَابِ الْحَكِيمِ – لَهْوَ الْحَدِيثِ)
3- د خداى د مخالفينو خبره د منطق-سول او حكمت له مخې نه ده؛ بلكې بې بنسټه او لهو خبرې دي. (مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ)
4- د لهو د وسايلو اخستل،انسان له كماله ژغوري،چې د ناپوهي نښه ده. (يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ…. بِغَيْرِ عِلْمٍ)
5- د عمل او سزا ترمنځ تناسب د عدالت له مخې دي؛نو هغوى چې حق ته په ټيټه ګوري،حق توهين او سپكوي؛نو عذاب يې هم خوارونكى دى. وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا…… لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ
له باطلې ناستې او خبرې لرېوالى پكار دى
د اسلام له نظره هغه سندرې حرامي دي،چې د فسق او ګناه له مجلسونو سره اړخ ولګوي او شهواني قوه راوپاروي؛خو كومې سندرې،چې پورتنۍ ځانګړنې نه لري؛نو مشهور فقيهان ووايي چې حرامې نه دي.
امام باقر (رح) وويل : غنا له هغو ګناهونو ده، چې خداى (ج) ورته د اور وعده وركړې ده او بيا يې دا آيت تلاوت كړ : (وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ)؛ نو ويلاى شو،چې غنا ګناه كبيره ګناه ده؛ ځكه كبيره ګناه هغې ته ويل كېږي،چې په قرآن كى د هغې په باب د عذاب وعده وركړل شوې وي .
د حج په سورت په دېرشم آيت كې راغلي،چې ( وَاجْتَنِبُوا قَوْلَ الزُّورِ) ؛يعنې له باطلې خبرې ځان لرې وساتئ .
امام صادق (رح) وويل: له قول الزور مطلب غنا ده .
له امام صادق (رح) او امام رضا (رح) هم رانقل شوي دي،چې وايې: د لقمان په سورت كې له( لهو الحديث) مطلب غنا ده .
په روايتونو كې راغلي : غنا په انسان كې د فقر روحيه روزي او بدمرغي راوړي .
پر ډمانو او هغوى،چې ورته پيسې وركوي او هغوى،چې دا پيسې لګوي،لعنت ويل شوى دى؛لكه څرنګه چې د ډمو ښځو روزنه حرامه ده. په هغه كور كې،چې غنا وي؛نو له دردونكى مصيبت او مرګه به په امان كې نه وي ،دعا پكې نه قبلېږي او پرښتې ورته نه راځي .
1-د اخلاقي فساد دودول،د تقوا له روحيي لرې كېدل،شهوت او ګناهونو ته مخه اړول،تردې،چې وايې: غنا حيا كموي،شهوت زياتوي ، شخصيت له منځه وړى او د شرابو په څېر اغېز لري .
2- ځېنې انسانان د شرابو،چرسو يا پوډرو د څښلو له لارې ځان د بې خيالۍ دنيا ته ورننباسي او ځينې په باطلو او شهوت پاروونكيو خبرو.
3 – له خدای (ج) ،دندې،بيوزليو،راتلونكې، امكاناتو، استعدادونو، دښمن، نفس او له شيطانه غفلت د غنا مخرب اثار دي. نننى انسان سره له دې دومره پرمخ تللې ټکنالوجۍ او پوهې،په هغه اور كې سوځي ، چې سرچينه يې غفلت دى. هو! له خدايه غفلت انسان د حيوانيت تر پولې؛ بلكې له هغه هم را ټېټوي (( أُولَئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُولَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ (اعراف/۱۷۹) .
4- پر اعصابو د راپارونكيو سندرو ناوړه اغېزې هم خورا زياتې دي . خداى (ج)، نړۍ بشر ته او بشري تكامل،ودې او مانيزې لوړتيا ته پېدا كړ. خدای نړۍ زموږ په اختيار كې كړه او پرښتو ته يې زموږ د چارو د تدبير دنده وركړه. انبياء او اولياء يې زموږ لارښوونې ته راولېږل او هغوى هم زموږ لارښووني ته د مرګ تر خولې پورې ولاړل.
خداى (ج) پرښتو ته وويل: انسان ته سجده وكړئ او خپل روح يې پكې پو كړ او ښايسته او غوره صورت او سيرت يې وركړ او تر نهايته يې د ودې استعداد وركړ،ورته يې عقل او ډول ډول فطرتونه وركړل او يوازې د انسان تر جوړولو وروسته يې خپل ځان ته آفرين ووايه (فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ (مؤمنون/١٤) دا انسان،چې ډول ډول توکيز او مانيز امتيازات وركړل شوي دي ؛نو آيا خپل اختيارات بايد هر چا ته وسپاري؟ خو امام كاظم وايي: هر غږ ته،چې غوږ شئ؛نو د هماغه مريى به ياست .
ايا په رښتيا د خواشينۍ ځاې نه دى، چې موږ د يو بې موخه او دروغجن سندرغاړي مريان شو. آيا چمتو ياست،چې هر ډول غږ پخپلو مغزو كې ثبت كړئ .
عمر، فكر او ماغزه الهي امانتو نه دي،چې راسپارلي يې دي،چې په هغه لاره كې ترې ګټه واخلو،چې پخپله يي راته ټاكکلې ده او كه دا امانتونه مو پرته له هغي لارې،چې خداى ويلي، ونه كارو؛نو په امانت كې به مو خيانت كړى وي او د قيامت پر ورځ بايد ددې خبرې ځواب وركړو. قرآن په سپينه د اسراء سورت په ٣٦ كې ويلي دي، چې ( إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا)؛ يعنې غوږ ،سترګې او زړه ټول پوښتل کېږې ،هو ! انسان بايد د خپلو غوږونو،سترګو او زړه پام وساتي، چې هر ډول غږ پكې ورننوځي.
حديث دى،چې زړه د خداى حرم دى او بې له خدايه بل څوك ورننوتو ته مه ورپرېږدئ.
اسلام ستړيا لرې كولو او تفريح ته مناسبې او سمې لارې راښوولې دي. موږ يى تګ راتګ ، سفر، ادمان، لامبو، كار، علمي بحثونو،د تجربو لېږد، له عارفانو سره اړيکې او تر ټولو مهم له خد اى (ج) سره اړيکې ته رابللي يو؛ځكه د هغه ياد د زړه ټكور دى؛نو ولې بايد ځان پر داسې خوندونو بوخت كړو، چې پايله يى اور وي.
حضرت علي (ک) وايي : په هغه خوندونو كې خير نشته،چې پايله يې د دوزخ اور وي.
څوك،چې ګناه كوى او د ګناه له لارې خوندونه اخلي؛نو خداى به يې خوار كړي.
سرچینه : تفسیر نور، مولف شیخ محسن قرآیتی