تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نبوي احادیث دوزخیان پر خدای حق دی، چې څلور ډلې جنت ته بونه ځي او جنتي نعمتونه پرې ونه څکي: ۱-  شرابخور  ۲- سودخور  ۳-  په ناحق د پلار مړي مال خور  ۴- د خپل مور و پلار ځورونکی. رواه الحاکم و البیهقي عن […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نبوي احادیث

دوزخیان

پر خدای حق دی، چې څلور ډلې جنت ته بونه ځي او جنتي نعمتونه پرې ونه څکي:

۱-  شرابخور  ۲- سودخور  ۳-  په ناحق د پلار مړي مال خور  ۴- د خپل مور و پلار ځورونکی.

رواه الحاکم و البیهقي عن ابی هرېره (رض)

 د خدای ښه نه ایسي

خدای څلور ډلو ته ښه نه ویني:

۱- قسم خور پلورونکی.  ۲- کبرجن نېستمن.  ۳- بوډا زناکار . ۴- ظالم چارواکی.  رواه النسایي في السنن عن ابی هرېره (رض)

پایښتی ثواب

څلور کړنې تر مړینې روسته پایښتی ثواب لري:

۱- چې څوک د اسلام د پولو په ساتنه کې ومري.

۲- هغه عالم، چې علم نورو ته ور زده کړي او عمل پرې وشي.

۳- هغه جاري صدقه چې اثار یې پاتې شي.

۴- له چا چې صالح اولاد پاتې شي او مور و پلار ته دعاوې کوي. رواه احمد والطبراني عن ابی امامة (رض)

د جنت زېرمې

څلور څېزونه د جنت زېرمې دي:

۱- په پټه  خیرات ورکول.  ۲- د مصیبت او کړاو پټول.  ۳- زړه سوی.  ۴- د ((لاحول ولا قوة الابالله)) ویل.  رواه الخطیب فی تاریخ بغداد عن علی (رض)

پر  درېیو  ډلو و لورېږئ:

۱- د یوې ډلې مشر، چې خوار او ذلیل شي.  ۲- شتمن، چې نېستمن شي.  ۳- په ناپوهانو کې پر پوه ( چې څومره نصحیت ورته کوي نه یې اوري)  رواه ابن حبان والخطیب عن انس (رض)

له کینې، د ځان ژغورنې لار

که غواړئ چې دخپلو اړتیاوو په لاس ته راوړو کې بریالي شئ؛ نو د زړه رازونه مو وساتئ؛ ځکه  د هر نعمت له خاوند سره کینه کېږي. رواه ابن عدی و ابو نعیم عن معاذبن جبل(رض)

د ښځو ارواپوهنه

ښځې مو په ساده جامو روږدې کړئ، که په ښکلیو او ښو جامو وپسولل شي؛ نو یې اړباسي چې له کوره ووځي( چې ګاونډ، خپلوانو  او نورو ته ځان وښیي). رواه ابن عدی فی الکامل فی ضعفا الرجال عن انس (رض)

خپګان

(( لاحول ولاقوة الابالله)) ډېر وویاست چې له انسان نه ۹۹ ډوله زیانونه او خپګانونه لرې کوي، چې خورا کوچنی یې غم او وهم دی. رواه العقیلی عن جابر (رض)

د خدای غوسه

د خدای غوسه پر هغه ظالم زیاتېږي چې پر داسې چا ظلم کوي، چې یې له خدایه بل ملاتړ نه لري. رواه الدیلمي عن علي (رض)

حسرتخور

د قیامت پر ورځ به هغه خورا حسرت خوري، چې په دنیا کې د علم لاس ته راوړو شرایط ورته چمتوشي؛ خو تر لاسه یې نه کړي او بل هغه چې پوهه یې تر لاسه کړې وي او خلکو ترې برخمن شوي هم وي؛ خو پخپله ترې بې برخې وي. رواه ابن عساکر عن انس (رض)

د دنیوي او اخروي ژوند انډول

الف: دنیوي چارې موسمې کړئ، آخرت ته داسې کړنې وکړئ، لکه چې سبا به مرئ. رواه الدیلمی عن انس (رض)

ب: دنیا ته داسې هڅه وکړه لکه چې تل ژوندی پاتېږې او آخرت ته داسې هڅه وکړه لکه چې سبا به مرې. رواه ابن عساکر فی تاریخ دمشق

د اړتیا غوښتنې دود

په عزت نفس خپلې اړتیاوې وغواړئ؛ ځکه [دنیوي] چارې په الهي تقدیر تر سره کېږي. رواه ابن عساکر عن عبدالله بن عمر(رض)

کانونه را وسپړئ

روزي د ځمکې په ژورو کې ولټوئ (د غلو او ونو کرنه او دکانونو راسپړل). رواه ابو یعلی والبیهقی عن عایشه (رض)

له هر چا نیکي مه غواړه

د امت له لورېنو مې نیکي وغواړئ او ورسره و وسېږئ، له تور زړیو او سرغړاندو د نېکۍ تمه مه لره، ډاډمن وسه چې د خدای لعنت پرې ورنازلېږي، علي! خدای نیکي و پنځوله او اهل یې ورته پنځولی، نیکي یې په زړه کې ورته ایښې او د ښو چارو کونه یې ورته ښه ایسولې ده او د نېکیو غوښتونکی یې د دوی ته ور متوجه کړي لکه چې اوبه شاړو ځمکو ته لېږي، چې په باران، ځمکوال ژوندي پاتې شي د دنیا نېکان هماغه د آخرت نېکان دي. رواه الحاکم عن علي (رض)

د نکاح او مارکې اړیکه

نکاح ښکاره کړئ او مارکه پټه وکړئ. رواه الدیلمي عن ام سلمة (رض)

په قرآن کې اندنه

له عبادته، د خپلو سترګو برخه ډالۍ کړئ؛ د قران ښکلي لیک ته و ګورئ او تفکر ( اندنه) پکې وکړئ او له هېښنده او مانا ډکو ویناوو یې پند واخلئ. رواه البیهقی والترمذي عن ابی سعید الخدري

غمخور

خورا غمخور هغه دی، چې د نیوي او اخروي چارو ته اهمیت ورکوي.

د حقوقو انډول

پر ښځو د نارینه و خورا ستر حق، پر مېرمن د مېړه حق دی او پر نارینه و د ښځو خورا ستر حق، پر زوی د مور حق دی. رواه انسایي والحاکم عن عایشه (رض)

د برکت او ښه والي له پلوه هغوی ښې ښځې دي، چې لګښت یې لږ وي.

د آیتونو ځانګړنې

آیت الکرسي د قرآن اوږد آیت دی، هغه آیت چې پر عدالت امر کوي ( ان الله یامر بالعدل….) آیت دی. هغه آیت چې انسان له آخرته ډاروي: ((‎فمن یعمل مثقال ذرة…..) آيت دی، هیلمنونکی آيت دادی ( قل یا عبادی الذین اسرفوا…..) دی. رواه الشیرازی فی الاالقاب و ابن مردویه عن ابن مسعود (رض)

د زنا مخنیوی

جامې مو و مینځئ، د بدن ویښتان مو واخلئ او لنډ کړئ، مسواک ووهئ او ځانونه ښکلي کړئ، بني اسرائیلو دا چارې نه کولې؛ نو ځکه د پاکوالي د نه مراعاتولو له امله یې ښځو زنا کوله. رواه ابن عساکر عن علی (رض)

د هلاکت مخنیوی

ګهیځ چې ویښ شوې  ۱- یا عالم وسه.  ۲- یا متعلم.  ۳- یا اورېدونکی.  ۴- او یا دوی ښه ګڼه او پینځمی مه اوسه چې هلاک نشې.

غوره ایمان

د ایمان خورا لوړه درجه داده، په هر ځای کې چې یاست، پوه شې چې خدای راسره دی. رواه الطبرانی عن عبادة بن صامت (رض)

د وږي مړول

ستر خیرات، د وږي مړول دي. رواه البیهقی عن انس (رض)

مړیو ته ډالۍ

مړیو ته مو، یاسین سورت ولولئ. رواه احمد و ابو داوود.

د عالمانو درناوی

د عالمانو درناوی وکړئ؛ ځکه د انبیاوو وارثان دي، چا یې چې درناوی وکړ؛ نو د خدای او استازی یې درناوی کړی دی. رواه الخطیب عن جابېر (رض)

سلا مشوره

عقل هغه دی، چې له عقلمن سره سلا مشوره وکړي او له منلو روسته یې عملي کړي. رواه ابوداود

مشر رور

مشر رور، د پلار پر ځای دی. رواه ابن عدي و البیهقي.

د امانت او خیانت ځانګړنې

امانت د روزۍ جلبولو لامل دی. خیانت نیستي او ګدایي راولي. رواه الدیلمي

د خلکو د لارې پر سر پراته خنډونه لرې کړه، چې دا به دې خیرات وي. رواه البخاري ومسلم

نبوي دعا

الف: خدایه! منندوی او زغمناک مې کړه، په خپلو سترګو کې مې کوچنی او د نورو په سترګو کې مې ستر کړه.

ب: خدایه! له بېوسۍ،تنبلۍ، ډالر، کنجوسۍ، زړښت، دقبر له عذابه، دوزخ د اور له عذابه، د ژوند له فتنې( اړ و دوړ) او د مرګ له فتنې پناه در وړم. رواه البخاري و مسلم عن انس (رض)

 

سرچینه :

نبوي انتخاب شوي احادیث او محمدي حکمتونه

مختار الاحادیث النبوته والحکم المحمدیه

لیکوال : مصری عالم، سید احمد هاشمي

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!