تبلیغات

بداء په روايتونو کې هغه روايتونه ډېر دي،چې د “بداء” راپېښېدل راښيي، چې لاندې يې څو بېلګې دي : ۱_ د “علي بن ابراهيم” په تفسير کې له “عبدالله بن مسکان” له امام “صادق” له خولې وايي : د “قدر شپه”، چې راورسي؛نو پرښتې او چار ليکونکې تر ټولو نږدې اسمان ته راکوزې شي او […]

بداء په روايتونو کې

هغه روايتونه ډېر دي،چې د “بداء” راپېښېدل راښيي، چې لاندې يې څو بېلګې دي :

۱_ د “علي بن ابراهيم” په تفسير کې له “عبدالله بن مسکان” له امام “صادق” له خولې وايي : د “قدر شپه”، چې راورسي؛نو پرښتې او چار ليکونکې تر ټولو نږدې اسمان ته راکوزې شي او په هماغه ځاى کې د هغه کال ټول تقديرات اندازه کوي او ليکي او چې کله خداى وغوښتل؛نو له تقديراتو يې کموي،زياتوي،مخکې کوي يا وروسته کوي او پکې بدلولونه راولي او اړوندې پرښتې ته حکم کوي او پر ځاى يې نور ليکي .

“ابن مسکان” وايي: امام “صادق” ته مې وويل :آيا هر څه له خداى سره ضبط او ليکل شوي دي؟ امام وويل : هو! ورته مې وويل : تر دې ټولو وروسته بيا څه پېښېږي؟ ويې ويل :څه چې ستر پالونکى يې وغواړي . [1]

۲_ بيا په هماغه تفسير کې له “عبدالله بن مسکان” له امام “باقر”، امام “صادق” او امام “کاظم” څخه د (( فيها يفرق کل امر حکيم )) الدخان/٤ آيت په تفسير کې راغلي : خداى پېښېدونکې چارې د هماغه کال د قدر په شپه کې تقدير او تثبيتوي؛خو په ټولو کې بداء او بدلونونه د خداى په واک او اختيار کې دي او له عمرونو،روزيو، رنځونو،خپګانونو او پېښو او څه چې غواړي وړاندې کولاى او وروسته کولاى شي او څنګه يې،چې خوښه،مصلحت او د حکمت غوښتنه وي،پکې بدلونونه راوړي؛چېرته چې وغواړي، کموي او چېرته، چې وغواړي ډېروي يې ….[2]

۳_ د “احتجاج” په کتاب کې د “علي”(ک) له خولې راغلي : که په قرآن کې يو آيت نه واى؛نو له هغه څه به مې خبر کړي واى، چې تر اوسه پېښ شوي او تر دې وروسته به راپېښ شي او هغه آيت دادى:

((يَمْحُوا اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ)) د خداى، چې څه خوښه وي،محو کوي او چې وغواړي؛نو په خپل ځاى کې يې ثبتوي؛يعنې په هستۍ او خلقت کې هر ډول بدلون د خداى په واک او اراده کې دى [3]

شيخ”صدوق” هم دې ته ورته روايت په “امالي” او “توحيد” کې له “اصبغ” له “علي”(ک) نه راوړى دى .

۴_ د”عياشي” په تفسير کې له “زراره” له امام “صادق” څخه راغلي،چې “امام سجاد” وويل : که په قرآن کې يو آيت نه واى؛نو له هغه څه به مې خبر کړي واى،چې د قيامت تر ورځې راپېښېږي . ورته مې وويل:هغه آيت کوم دى ؟ ويې ويل: ((يَمْحُوا اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ)).[4]

۵_په “قرب الاسناد” کې له “بزنطي” له “امام رِضا” نقل دى،چې امام “صادق”، امام “باقر”، امام “سجاد”، امام “حسين” او امام “علي” (ک) وويل : پر خداى قسم! که په قرآن کې يو آيت نه واى؛ نو له هغه څه به مې خبر کړي واى،چې د قيامت تر ورځې راپېښېدونکي دي او هغه د “محو او ثبات” آيت دى .[5]

 

[1] . بحار : دبدا او نسخ باب ۲/ ۱۳۳د کمپانۍ چاپ .

 

[2] . هماغه سرچينه 134 مصدر .

[3] . طبرسي؛احتجاج : ۱۳۷.

[4] . بحار؛د بداء او نسخ باب ۲/ ۱۳۹ د کمپانۍ چاپ .

 

[5] . (هماغه سرچينه ۱۳۲)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست