شپږم څپرکی   دارالافتاء ۱۳۰ مساله :جامع الشرایط مجتهد ته فتوا ورکول کله کفايي واجب او کله عیني واجب دی . ۱۳۱ مساله :بې پوهې فتوا حرامه او د ورکاوي لامل ده؛خو نن په ډېری ښارونو او هېوادونو کې،د لومړنۍ او منځنۍ پوهې او بې تقوایۍ سره د یوې ډلې فتوا ورکول یو عادي چار […]

شپږم څپرکی

 

دارالافتاء

۱۳۰ مساله :جامع الشرایط مجتهد ته فتوا ورکول کله کفايي واجب او کله عیني واجب دی .

۱۳۱ مساله :بې پوهې فتوا حرامه او د ورکاوي لامل ده؛خو نن په ډېری ښارونو او هېوادونو کې،د لومړنۍ او منځنۍ پوهې او بې تقوایۍ سره د یوې ډلې فتوا ورکول یو عادي چار شوی دی،دوی د قیامت پر ورځ دروند مسوولیت لري او دداسې وګړيو په رټنه کې خورا احادیث رانقل شوي دي.

۱۳۲ مساله :مقلدینو ته یې په یوه پوه د جامع الشرایط مجتهد د فتوا رانقلول پروا نه لري؛په دې شرط،چې له کتابه يې په فتوا په سمه توګه پوه شوی وي .

۱۳۳ مساله : د لومړنۍ او منځنۍ پوهې خاوندان،چې مجتهد نه دي،د یوه روایت او د یوه عالم د یوې فتوا په لیدو،بې د هغوی د شرایطو په پامنیوي او د ځاني غوښتنو له مخې فتوا ورکړي .ان ځینو د حیا پردې شلولي او په خپل باطل آند مسلمانان تکفیروي،دوی نه په استلالي-سولیزه توګه د اسلام اصول-آرونه درک کړي او نه یې فروع؛خو د کفر د تولید کارخانه يې ترڅنګ ده او متدیین مسلمانان د هغو اغراضو له امله،چې په ذهنونو کې یې لري،په کفر محکوموي،چې ضلوا و اضلوا . هم په خپله بې لارې دي او هم غافل عوام بې لارې کوي او پردیو هم له دې نامشروعه فتواوو نه خورا ګټنه کړې ده .خدای دې یې ښیون کړي .

۱۳۴ مساله :قضاییه ځواک ته په کار ده،چې په هر ښار کې دارالافتاء جوړه کړي او د هغه ښار پیاوړي علماء او متقي وګړي راوبلي،چې د بېلګې په توګه په اونۍ کې دوه ورځې هلته ولاړ شي او د متدیینو وګړیو پوښتنې وځوابوي؛یعنې معتبرې مذهبي فتواګانې استفتاء کوونکیو ته وځوابوي .[1]

۱۳۵ مساله :دا علماء دې د دولت رسمي غړي او له دولته معاش اخستونکي نه وي؛خو فتواوې دې یې معتبرې وي .

۱۳۶ مساله :په دارالافتاء ګانو کې د فتواوو شورا دې په هغه ښار کې د اسلامي معتبرو مذهبونو د شمېر هومره وي .

د مکې په کنفرانس کې اعلان شول،چې د اهلسنتو څلورګوني مذاهب؛حنفي، مالکي،شافعي،حنبلي او امامیه شیعه مذهب،زیدي مذهب،ظاهري مذهب او اباضي مذهب رسمیت لري . د دولس امامیه شیعه د مذهب د حقانیت په باب د جامع الازهر د پخواني رییس مرحم شیخ محمود شلتوت او د مصر د نورو سترو علماوو فتواوې مشهورې او زما په نورو لیکنو کې شته دی .

۱۳۷ مساله :د هر هېواد ستره محکمه دې،بې له دې مقامه (دارالافتاء) له بل هر مقامه فتوا پېرل ممنوعه کړي او سرغړونکیو ته دې سزا ورکړي،چې د کورنیو او بهرنیو وګړیو د فتنو جوړولو مخه ونیسي او د نا اهله وګړیو هټۍ وتړل شي .

د فتوا پلورو او ځانمنو پیسمنو ازادیو غافلو مسلمانانو او اسلامي شریعت ته خورا تاوانونو اړولي دي او وخت یې رارسېدلی،چې حکومتونه یې مخه ونیسي او دې نااهلانو ته دې وویل شي،چې : الله اذن لکم ام علی الله تفترون .[2]

۱۳۸ مساله :څوک چې په حنفي مذهب کې د مشروط مجتهد برید ته رسېدلی وي یا په تشیع فقه کې د مطلق اجتهاد درجې ته رسېدلی وي او جوته یې کړي؛نو کولای شي فتوا ورکړي؛خو نظم ساتنې ته ښه ده،چې د دارالافتاء له لارې که څه د خپلو استازیو له لارې وي،فتوا ورکړي .

۱۳۹ مساله : که دولتونه له هغو وګړیو نه،چې دین ته دچوپړ قصد لري او د دیني عالم په نامه پر ځان ستر علمي لقبونه ږدي،د مدرک غوښتنه وکړي او د هغوی په القابو او فعالیتونو کې هماغومره ځيرنه وکړي،چې د صاحب منصبانو، ډاکټرانو او نورو متخصصینو په باب یې چې کوي؛ نو ستر خدمت به یې دین او ولس ته کړی وي .دا څارنه د علم د خاوندانو کمیت-څومره والی را ټیټوي؛خو د چار کیفیت-څرنګوالی لوړوي،په واقع کې نااهلان به په خپل کار پسې ځي او دیني عالمان به ددین په چوپړ کې پاتې شي .

آیا حکومتونه به دا سپېڅلې دنده عملي کړي ؟ و دې ویل شي : والله عالم . لکن : ما ذلک علی بعزیز .[3]

۱۴۰ مساله :د شیعه فقهاوو په مشهور نظر کې؛د مفتي اعلمیت هم په هغه تفصیل سره یې،چې لري،معتبر دی .د اعلمیت تشخیصول خورا ستونزمن چار دی،چې یوازې هغه مجتهدین یې صلاحیت لري،چې د ډېری فقهاوو فتواوې یې مطالعه کړې وي .

خو نن یو لړ بې تقوا او وروسته پاتې دیني زده کړیالان د خپلو توکیزو ګټو په پار،د عوامو په تېرایستو په همدې دروغجن صلاحیتونو لاس پورې کوي .خدای دې یې ښیون کړي او ولس دې یې د دوی له بې تقوایۍ په امان کې وساتي او پوه دې شي، چې د تقلید د مرجع معرفي کول د هر کم سواده دیني زده کړیال چار نه دی او د هغوی پر خبرو ډاډ د قیامت پر ورځ د خلکو لپاره مسوولیت لري .

[1] .په ځینو هېوادونو کې دارالافتاء شته؛خو کله فعالې،کله نیمه فعالې؛خو زموږ مراد فعالې دارالافتاء دي او د مسلمانانو د وثوق وړ وي،چې هغه د دولت د سیاستو تابع و نه ګڼي او د ځینو اسلامي هېوادونو مفتیان په خپله مطلقه بې خبرۍ او له دیني ولکې بهر د کاينات د علمي مسلو په باب څرګندونې کوي،چې په نړۍ کې د مسلمانانو د سرکوزۍ لاملېږي .

[2] .یونس/۵۹

[3] .ابراهیم/۲۰ .فاطر/۱۷

 

سرچینه

د کتاب نوم : سیاسي توضیح المسایل

لیکوال : آیت الله شیخ محمد آصف محسني

ژباړن :اجرالدین اقبال

 

×
  • دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط اندیال در وب سایت منتشر خواهد شد
  • پیام هایی که حاوی تهمت یا افترا باشد منتشر نخواهد شد.
  • لطفا از تایپ فینگلیش بپرهیزید. در غیر اینصورت دیدگاه شما منتشر نخواهد شد.
  • ارسال دیدگاه برای این مطلب مقدور نمی باشد!