تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   د لوراند او لورين الله په نامه يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ الْمَلِكِ الْقُدُّوسِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ ﴿۱﴾   څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي، تل هغه الله په پاکۍ يادوي، چې مالك او واكمن دى او (له هر عيب او نيمګړتيا) […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 

د لوراند او لورين الله په نامه
يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ الْمَلِكِ الْقُدُّوسِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ ﴿۱﴾

 

څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي، تل هغه الله په پاکۍ يادوي، چې مالك او واكمن دى او (له هر عيب او نيمګړتيا) بشپړ پاك ناماتى حكيم دى . (۱)
هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ ﴿۲﴾

 

(الله) هغه (ذات) دى، چې په نالوستو كې يې په خپله له همدوی یو استازی راپاڅاوه، چې د الله آيتونه ورولولي او پاك يې كړي او كتاب (قرآن) او حكمت وروښيي او که څه تردې له مخه په څرګند بېلارېتوب كې ول (۲)
وَآخَرِينَ مِنْهُمْ لَمَّا يَلْحَقُوا بِهِمْ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۳﴾

 

او (همداراز) نورو ټولنو ته (هم استازى) دى، چې لاتر اوسه ورسره نه دي يو ځاى شوي (اسلام یې راوړی نه دی) او هغه بريمن حكيم دى . (۳)
ذَلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاءُ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ ﴿۴﴾

 

دا د الله لورنه ده، چاته يې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) ورکوي يې او الله د سترې لورنې خاوند دى . (۴)
مَثَلُ الَّذِينَ حُمِّلُوا التَّوْرَاةَ ثُمَّ لَمْ يَحْمِلُوهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا بِئْسَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللَّهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿۵﴾

 

د هغو كسانو بېلګه؛  پر كتابونو د بار شوي خره په څېر ده، چې د تورات پر عملي كولو مكلف شوي ول؛  خو عملي يې نه كړ. [وه] د هغې ډلې بېلګه څومره ناوړه ده، چې د الله آيتونه يې دروغ وګڼل او الله ظالمانو ته سمه لار نه ورښيي . (۵)
قُلْ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ هَادُوا إِن زَعَمْتُمْ أَنَّكُمْ أَوْلِيَاء لِلَّهِ مِن دُونِ النَّاسِ فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۶﴾

 

ووايه : ((يهوديانو! كه ګومان كوئ، چې (يوازې) تاسې د الله دوستان ياست، نه نور خلك؛  نو كه رښتيا وايئ، د مرګ هيله وكړئ ! )) (۶)
وَلَا يَتَمَنَّوْنَهُ أَبَدًا بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ ﴿۷﴾

 

خو د خپلو مخكېنيو لاس ته راوړنو له لامله به یې هېڅكله هيله و نه كړي او الله ‏ظالمان ډېر ښه پېژني . (۷)
قُلْ إِنَّ الْمَوْتَ الَّذِي تَفِرُّونَ مِنْهُ فَإِنَّهُ مُلَاقِيكُمْ ثُمَّ تُرَدُّونَ إِلَى عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۸﴾

 

ووايه : ((په رښتینه كې دا مرګ، چې ترې تښتئ؛  نو هرومرو درسره مخامخېدونی دى، بيا به د پټو او ښكاره وو پوهېدوني [الله] لوري ته وربوتلل شئ؛  نو څه چې مو كول، له [حقيقت او پايلو] به یې تاسې خبر كړي.)) (۸)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِي لِلصَّلَاةِ مِن يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۹﴾

 

مؤمنانو! چې د جمعې ورځې د لمانځه اذان وشي؛  نو د الله يادولو خوا ته وروځغلئ او پېر پلور پرېږدئ. كه پوه شئ؛  دا درته غوره ده! (۹)
فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلَاةُ فَانتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِن فَضْلِ اللَّهِ وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿۱۰﴾

 

نو چې لمونځ وشو (؛ نو ازاد ياست) پر ځمكه خواره شئ او د الله له فضله (خپله روزي) ولټوئ او الله ډېر يادوئ، ښايي بری ومومئ. (۱۰)
وَإِذَا رَأَوْا تِجَارَةً أَوْ لَهْوًا انفَضُّوا إِلَيْهَا وَتَرَكُوكَ قَائِمًا قُلْ مَا عِندَ اللَّهِ خَيْرٌ مِّنَ اللَّهْوِ وَمِنَ التِّجَارَةِ وَاللَّهُ خَيْرُ الرَّازِقِينَ ﴿۱۱﴾

 

او چې پېرپلور يا څه بوختیا وويني (؛  نو) وردرومي او تا ولاړ پرېږدي، ووايه: ((څه چې له الله سره دي، تر بوختیا او پېرپلور غوره دي او الله ډېر غوره روزي وركوونكى دى.)) (۱۱)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست