بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د امام جواد (رح) وېناوې له امام جواد، ابوجعفر محمد بن علي د پند، حکمت، زهد او… په اړه اوږده روایتونه راغلي دي. د احرام په حال کې د ښکاري، په اړه د پوښتنې ځواب چې کله مامون الرشید هوډ وکړ، خپله لور ((ام الفضل)) حضرت امام جواد (رح) ته ورنکاح […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د امام جواد (رح) وېناوې
له امام جواد، ابوجعفر محمد بن علي د پند، حکمت، زهد او… په اړه اوږده روایتونه راغلي دي.
د احرام په حال کې د ښکاري، په اړه د پوښتنې ځواب
چې کله مامون الرشید هوډ وکړ، خپله لور ((ام الفضل)) حضرت امام جواد (رح) ته ورنکاح کړي د مامون نژدې خپلوان ورغلل او ویې ویل: امیرالمؤمنینه! قسم درکوم هسې نه داسې چار وکړې، کوم مقام (خلافت) چې په واک کې مو دی د بني عباس له کورنۍ وباسې او د عزت جامې مو چې اغوستي، رانه یې وباسې او کومې اختلافي پېښې چې له وخته راهیسې زموږ او آل علي ترمنځ وي هېرې نه کړې.
مامون الرشید وویل: چوپ شئ. په اړه یې (حضرت جواد) ستاسې د یوه خبره هم نه منم. ویې ویل: امیرالمؤمنینه! خپله لور اود سترګو تور دې داسې یو هلک ته ورنکاح کوې چې نه د دین پر احکامو پوهېږي، نه حلال له حرامو بېلولای شي او نه فرض له سنتو؟ – په دې وخت کې امام نهه کلن و- ؛ نو صبر وکړه چې ادب او د قرآن لوست زده کړي او حلال و حرام وپېژني. مامون الرشید وویل هغه تر تاسې خورا فقیه دی، خدای ، رسول، سنت او احکام ښه پېژني د قرآن په لوست، محکم و متشابه، ناسخ و منسوخ، ظاهر و باطن ، خاص وعام او د قرآن په تنزیل و تاویل کې تر ټولو پوه دی، ویې پوښتئ ، ازمېښت یې کړئ، که خبره مو سمه وه؛ نو منم یې او که خبره مې سمه ده؛ نو پوهېږم، چې هغه باید ستاسې ځایناستی شي. برخوال له غونډې ووتل او څوک یې په ((یحیي بن اکثم)) پسې چې د وخت قاضی القضات و ورولېږه او خپله غوښتنه یې ورسره اوڅار کړه او په ډالیو یې موړ کړ، چې له امام څخه یوه ستونزمنه فقهي مساله وپوښتي چې ځواب یې ورنه کړای شي.
دوی بیا د مامون الرشید غونډې ته ورغلل او امام جواد هم ناست و، ویې ویل: امیرالمؤمنینه! په اجازه دې قاضي پوښتنه وکړي. ویې ویل: یحیی! ابوجعفر وپوښته چې فقهي مقام یې درمعلوم شي، یحیی وویل: خدای دې خیر درکړي، د هغه سړي په اړه څه وایې چې د احرام په حال کې ښکار وکړي؟ امام وویل: ښکار یې له حرمه دباندې دی که په حرم کې؟ په حکم پوه و که ناپوه؟ په لوی لاس یې ښکار کړی که په تېر کې؟ مریی و که ازاد؟ کوچنی و که غټ؟ ړومبی ښکار یې و، که تردې وړاندې یې هم ښکار کړي و؟ ښکار، الوتونکی و، که نا الوتونکی؟ که الوتونکی و، بچی و یا مارغه؟ ښکاري پر ښکار ټینګار کوي یا پښېمانه دی؟ ښکار یې د شپې د ده په ځاله کې کړې یا په ښکاره ورځ! احرام یې د حج و که د عمرې؟ وایي: د یحیې رنګ والوت او د ټولو ورپام شو او برخوال د امام له ځوابولو هک اریان شول. مامون الرشید وويل: ابوجعفره! نکاح وتړم؟ امام وویل: هو، امیرالمؤمنینه.
مامون الرشید وویل: د خدای شکر او پر نعمتونو یې اقرار او بې له الله بل معبود او خدای نشته، د عظمت یې درناوی کوو او چې کله د ((محمد)) نامه واخستل شي پر ده او آل یې درود. اما بعد؛ پر ګردو خلکو د خدای لورنه داده چې په حلالو یې له حرامو مړه خوا کړل؛ نو ځکه خدای ویلي دي: (( او ناواده کړي ځوانان او پېغلې، نېک مریان او وینزې په نکاح کړئ ، که دوی تنګلاسي وي؛ نو خدای به یې پر خپلې لورنې شتمن کړي او خدای پوه پراختیا راوستونکی دی.)) [ نور/۳۲]
بیا محمد بن علي د عبدالله (مامون الرشید) پر لور (ام الفضل) مرکه وکړه او پينځه سوه درهمه یې مهر ورکړ. مامون الرشید (د نکاح تر تړلو روسته) ولیمه ورکړه؛خاص و عام ، اشراف او د خپل دولت مامورینو ته یې د دوی د مقامونو په پامنیوي انعامونه ورکړل. چې ډېری برخوال له غونډې ووتل، مامون وویل: ابوجعفره! که مصلحت ګڼې د پورته هر یوه ټولګي کفاره راته ووایه، امام وویل: که ښکار د احرام په حال کې له حرمه دباندې و او ښکار الوتونکی وي؛ نو کفاره یې یو پسه دی، که په حرم کې وي دوه پسونه دي. که ښکار له حرمه دباندې چورګوړی و ، کفاره یې نوی له تي غوڅ شوی یو څېرلی دی؛ خو د چورګوړی بیه یې ورترغاړې نه ده؛ ځکه په حرم کې نه و او که په حرم کې و، څېرلی او د چورګوړي بیه یې ورترغاړې ده. که ښکار (له حرمه بهر) له وحشي څارویو وي، د ګوره خر کفاره، یو غویي دی، که اوښمرغه وي، یو اوښ دی، که له وسې یې نه وي شپېته فقیرانو ته دې خواړه ورکړي، که د وسې یې پوره نه وي، نهه ورځې دې روژه شي، که هوسۍ ښکار کړي، کفاره یې یو پسه او که نه یې لري لس فقیران دې ماړه کړي او که له وسې یې نه وي درې ورځې دې روژه شي او که یو له دې د حرم په دننه کې وي، کفاره یې دوه برابره ده ((او باید کعبې ته یې ورسوي او قرباني یې کړي)) [مائده /۹۵] او دا یو واجب حق دی او که د حج په احرام کې و، باید قرباني منی ته یوسي چې هلته ټول خلک قرباني کوي، که د عمرې په احرام کې وي، باید په مکه کې د کعبې په چاپېریال کې قرباني وکړي او بیه دې یې هم خیرات کړي، چې دوه ګرایه شي. او همداراز که سوې یا ګېدړه ښکار کړي ، کفاره یې یو پسه دی او د پسه د بیې هومره دې خیرات هم ورکړي. د حرم د کوترې کفاره، یو درهم خیراتول دي او د یوه درهم دانې دې د حرم کوترو ته واخلي، د کوترې بچي ته نیم درهم او که هګۍ وي د درهم څلورمه برخه. محرم چې په ناپوهۍ یا تېرو کې څه خلاف چار وکړي کفاره نه لري؛ او بې له ښکاره چې کفاره لري، که پوه وي یا ناپوه ، که په تېرو کې وي یا په لوی لاس. مریي چې ښکار وکړي، کفاره یې د خاوند تر غاړې ده او نابالغ ماشوم کفاره نه لري او (بالغ هم) که تکرار یې کړل، ورپسې ځلونه یې څه کفاره نه لري؛ خو خدای غچ ترې اخلي. که څوک د احرام په حال کې بل ته ښکار وروښیي او دا یې ووژني؛ نو کفاره یې د محرم پر غاړې ده، او که توبه ونه کاږي، د آخرت عذاب هم لري او که توبه وکاږي، عذاب نه لري او که د شپې یې په ځاله کې په تېرو ووژني، څه ورباندې نشته؛ خو دا چې ښکار وکړي که شپه وي یا ورځ ، کفاره لري او د حج په احرام کې محرم دې په مکه کې قرباني وکړي [مخکې یې ویلي چې په منی کې دې قرباني شي؛ خو احتمال لري چې په متن کې تېروتنه شوې وي].
راوي وایي: مامون الرشید امر وکړ، چې دا روایت ثبت کړي بیا یې نژدې خپلوانو ته چې د دې نکاح مخالفت یې کاوه وویل: په تاسې کې څوک شته چې دغسې ځواب ورکړي؟ ویې ویل: نه پر خدای قسم ، چې قاضی القضات هم دغسې ځواب نه درلود، امیره تر موږ دې ښه پېژانده. مامون الرشید وویل: نه پوهېږئ چې دا کورنۍ د دې خلکو له کتاره نه ده؟
نه پوهېږئ چې رسول الله (ص) د ماشومانو بیعت قبول نه کړ؛ خو د حسن او حسین بیعت یې قبول کړ؟ نه پوهېږئ چې پلار یې په نهه کلنۍ کې پر پېغمبر (ص) ایمان راووړ او خدای او رسول یې ایمان ومانه؛خو د یوه ماشوم ایمان هم قبول نشو؟ او پېغمبر (ص) هم بې له ده، بل یو کوچنی هم اسلام ته راونه باله؟ خبر نه یاست چې دا کورنۍ یو د بل له خېله ده او څه (ځانګړنې) چې ړومبی یې لري، روستی یې هم لري؟
یوه پېچلې مساله
مامون الرشید ((یحیی بن اکثم)) ته وویل: چې له امام جواد، ابوجعفر محمد بن الرضا (رح) څخه یوه ستونزمنه پوښتنه وکړه، چې ځواب یې درنه کړای شي. یحیې وپوښتل: کوم نارینه چې له یوې ښځې سره زنا کړي وي بیا یې واده کولای شي؟ امام وویل: باید صبر وکړي چې څرګنده شي د ده له څاڅکي او د بل له څاڅکي پاکه شي؛ ځکه ډاډ نشته چې له بل سړي سره یې کوروالی کړی نه وي؛ نو واده ورسره کړای شي؛ ځکه دا ښځه د خرما د ونې په څېر ده چې نارینه لومړی په حرامو خرما ترې خوړلې بیا یې پېرلې او ورته روا شوې ده؛ یحیی حیران شو او خبره یې ونه شوه کړای.
بیا امام ترې وپوښتل: دا څنګه سړی دی چې یوه ښځه ګهیځ ورباندې حرامه ده او غرمه حلاله، بیا نیمه ورځ حرامېږي او ماسپښین حلاله، بیا مازیګر حرامېږي او ماښام حلاله، بیا نیمه شپه حرامېږي او سپیده چاود حلالېږي او چې ورځ شي حرامېږي او په پای کې پر غرمه مهال حلالېږي (د شاوخوا دېرشو ساعتونو په ترڅ کې لس ځل روا او نا روا کېږي)؟
یحیی او نورو فقهاوو ځواب ونشو ویلای. مامون الرشید وويل: ابوجعفره! خدای دې عزتمن لره، ځواب یې وواست: ویې ویل: دا هغه سړی دی چې نامحرمې مینزې ته یې وکتل، بیا یې وپېرله او حلاله شوه. روسته یې ازده کړه او حرامه شوه. بیا یې واده کړه، حلاله شوه. ظهار یې وکړ (ورته یې وویل د مور په څېر راته حرامه یې او دا یو ډول طلاق دی) حرامه شوه. کفاره یې ورکړه حلاله شوه. طلاق یې ورکړ حرامه شوه، رجوع یې وکړه، حلاله شوه، له دین څخه ووته حرامه شوه، توبه یې وکاږله او اسلام ته راوګرځېده، ښځه په هماغه ړومی نکاح (بې له دې چې بیا یې نکاح وتړي) حلاله شوه لکه ((ابوالعاص بن ربیع)) چې اسلام راووړ؛ نو پېغمبر اکرم (ص) هم د خپلې لور زینب (بي بي) نکاح ورسره، هماغه ړومبي نکاح وګڼله او پر خپل حال یې پرېښووه.
سرچینه : تحف العقول د هجري څلورمې پېړی د نامتو حدیثپوه ابو محمد بن علي بن الحسین بن شعبه الحراني روایتي ټولګه