تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   د اخلاقي فضایلو مهمترینه کچه د دننني او بهرني شخړو لرې کونه ده. که د اخلاقي فضایلو کچه له دباندې او دننه د ټکر لرې کونه وګڼو، بیخي به د قناعت په څېر خویونه په همدې لوري کې شي او فضیلت شمېرل کېږي او اپوټه کومې کړنې او اخلاق […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 

د اخلاقي فضایلو مهمترینه کچه د دننني او بهرني شخړو لرې کونه ده.

که د اخلاقي فضایلو کچه له دباندې او دننه د ټکر لرې کونه وګڼو، بیخي به د قناعت په څېر خویونه په همدې لوري کې شي او فضیلت شمېرل کېږي او اپوټه کومې کړنې او اخلاق چې ټکر راولاړوي؛ بیخي به رذیلت وي. د بېلګې په توګه په یوې ټولنې کې چې ظلم و تېری وي؛ یوه شخړمنه ټولنه ده او کومه ټولنه چې له عدل ځنې برخمنه ده، شخړې پکې لږ تر لږه کېدونې وي، او په همدې یو دلیل هم عدل ته پر ظلم غوره والی ورکولای شو. زغم یا رښتیا وینه یا بل هر اخلاقي فضلیت هم په همدې توګه محکولای شو، دا چې علي (ک) وايي :  « يمرج العلم بالحلم : متقي خپله پوهه له زغم سره اخږلې ده» ښایي له همدې لامله وي چې علم، کله خپله د ډول ډول ویاړنو لاملېږي، چې د شخړو مورینه وي او حلم، عالم له علم ویاړنې، تفاخر او لانجه مارۍ لري ساتي، یا که رښتیا ویل فضلیت دی، دلیل یې دادی چې – د خدای پر وړاندې پر ارزښت سربېره – ډله ییز ژوند ارامۍ ته ورکاږي. مسلماً هغه خلک چې په خپلو کې رښتیا وایي، تر هغو خورا په سوله، سلامتۍ او صفا کې ژوند کوي، چې یو له بل سره په دروغو چلېږي. نو ځکه که د دین د هر یو مقبولو اخلاقي ارزښتونو ټولنېزې – اروایي چوپړتیاوي[1] په پام کې ونیسو، و به وینئ چې ټول ددې مانا په چوپړ کې دي، چې د خلکو ترمنځ  شخړې او دښمنۍ له منځه یوسي او یا یې راکمې کړي.

قرآن د انبیاوو د رالېږلو یو علت د خلکو ترمنځ د اختلافاتو لرې کونه ګڼي[2]. البته د خلکو خپلمنځي اختلاف به د قیامت پر ورځ ایسته کړای شي[3] او په نړۍ کې به تل د خلکو ترمنځ یو اختلاف وي[4]؛ خو دا اختلاف که څه شتون یې په رسمیت پېژندل شوی؛ خو ارزښت یې په رسمیت پېژندل شوی نه دی.

د خلکو ترمنځ ډېری شخړې د سرغړونې، کینې، تنګ نظرۍ او ډېر غوښتنې په پار دي او البته دغسې اختلاف ټولمنلی او مقبول نه دی او اخلاقي ارزښتونه، ګرد سره ددې شخړو په لرې کولو، کمولو او یوې خوا ته کولو په لټه کې دي. انبیا چې د خلکو د خپلمنځي اختلاف ایسته کولو لپاره راغلي، نه دي راغلي چې دا اختلافات په تحکم او امر کولو کم کړي او په امر و نهې او خلکو ته په دستور ووايي چې شخړه مه کوئ؛ بلکې د خلکو د خپلمنځي اختلافاتو د راکمولو لپاره یې دود، د همدې اخلاقیاتو او ارزښتونو دودول وو، که پلي شي مطمئناً د شخړو لمبې به کېني او هغه جهنم چې عین تخاصم دی[5]، خاموش او مړ په شي او یو جنت به چې عین سلام[6] او صفا ده پر ځای یې ورکېني.

 د مذموم او نا مذموم اختلافاتو د پولو ټاکنه

اوس په دې برخه کې یوه پوښتنه ځوابوو، چې ایا په دنیا کې هر اختلاف رټل شوی او باید لرې کړای شي؟ ایا د پېغمبرانو په راتلو په ټولنو کې یو ډول اړپېچ پرېنووت؟ که فرض کړو چې د تاریخ په اوږدو کې یوازې یو پېغمبر راغلی وای؛ نو په نړۍ کې به د دیني اختلاف په نامې څه نه پیدا کېدل. یو دین به و او که څه اختلاف هم کېده، ددې یو دین په دننه کې به کېده. خو دادی پر دیني دننني اختلافاتو او د ډېرو ډلو پر راتلو سربېره، له دینه پر دباندې اختلافاتو کې هم راګېر یو او مسلمانان او د نوررو ادیانو لارویان یو د بل پر وړاندې ولاړ دي؛ نو ځکه لازم دي، چې اختلاف داسې تفسیر کړو، چې برید او پولي یې پوره ټاکلې وي او وټاکو چې رټل شوی او مذموم اختلاف چېرې دی او نا مذموم چېری دی.

* په دنیا کې د اختلافاتو پای ته نه رسېدل او پکې د منځګړتوب مرجع

 لکه چې ومو ویل دین په خلکو کې یو ډول اختلاف په رسمیت پېژندلی او د قرآن په تعبیر، په نړۍ کې به د انسانانو ترمنځ یو ډول اختلاف پاتې وي.

وَلاَ يَزَالُونَ مُخْتَلِفِينَ (هود/۱۸)

د قیامت ورځ د اختلافاتو د لرې کونې روستی ځای دی، نه دا دنیا. دا دنیا د اضدادو او اعدادو کور دی[7] .

در معانى قسمت و اعداد نيست

در معانى تجزيه و افراد نيست

اتحاد يار با ياران خوش است

پاى معنى گير، صورت سركش است

(مثنوى، لومړی دفتر 681 او 682 بیتونه)

آن جهان جز باقى و آباد نيست

زانكه آن تركيب از اضداد نيست

او نباید هیله او هوس وکړو چې له نړۍ د هر ډول اختلاف ټغر راټول شي او د خلکو ترمنځ هیڅ واټن او شخړه پاتې نشي .

وَإِنَّ رَبَّكَ لَيَحْكُمُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُواْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ (نحل/۱۲۴) = او ستا پالونكى به د قيامت پر ورځ په هغه څه كې، چې اختلاف يې درلود، پرېكړه وكړي.

روستۍ او غوڅه پرېکړه د قیامت ده او هلته به خدای د خلکو د ګردو شخړو به هکله قضاوت وکړي؛ خو سره له دې د یو لړ اختلافاتو په باب قضاوت په همدې نړۍ کې د پېغمبرانو ذمه واري ده. د بقرې ۲۱۳ آیت ته پاملرنه وکړئ:

كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً فَبَعَثَ اللّهُ النَّبِيِّينَ مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ وَأَنزَلَ مَعَهُمُ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِيَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ فِيمَا اخْتَلَفُواْ فِيهِ وَمَا اخْتَلَفَ فِيهِ إِلاَّ الَّذِينَ أُوتُوهُ مِن بَعْدِ مَا جَاءتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ (بقره/۲۱۳) = (په پيل كې) ټول خلك يو امت و (په يوه لار روان ول او ترمنځ يې تضادونه نه ول، په ورو ورو ټولنې او پاړکۍ رامنځ ته شوې او ترمنځ يې اختلافونه او تضادونه پيدا شول،په دې وخت كې) خداى پېغمبران ورولېږل چې (پر سم تګ) زيرګري او( پر كږو لارو د تګ له پايلو) ګواښګرندي ول او ورسره يې د [خدای] کتاب ولېږه،چې یې حق ته بلل، چې د خلکو ترمنځ د پېښ اختلاف پرېکړه وکړي (مؤمنانو پكې اختلاف ونکړ) اختلاف یوازې هغوى راپېدا كړ،چې کتاب وركړ شوى و او ښه پاخه دلايل هم ورغلي ول؛ خو د خپلمنځي کينې او سيالۍ له امله يې اختلاف ته ملا تړلې وه.

خلکو په پیل کې یو له بل سره اختلاف نه درلود او واحد امت و [ ورپسې یې اختلاف وکړ] بیا خدای انبیا راولېږل چې مخکېني اختلافات ورغوي او د انبیاوو راتلل د یو بل ډول اختلاف لامل شو. او راروسته انبیاوو د دویم ډول اختلافاتو د لرې کونې مسوولیت، چې د «بغې» او سرغاړۍ زېږنده وه، هم پرغاړه درلوده، خدای چې په قرآن کې د «بغې» صفت کاروي، ډېر د تأمل او غور وړ دی؛ ځکه بغی یعنې ډېر غوښتنه، تېری، پر حد قناعت نه کول او حق ته غاړه نه ایښوول دي؛ نو په هر حال انبیا هم د اختلافاتو هواروونکي (رافع) او هم اختلافاتو رادبره کوونکي دي: د کافر، مؤمن او منافق رادبره کېدل د انبیاوو د بلنې پر وړاندې یو طبیعي ترین غبرګون دی. خپله انبیا هم پوهېدل چې ټول یې په بلنه ایمان نه راوړي. خدای هم په قرآن کې پېغمبر (ص) او مؤمنانو ته ویلي، چې ټول به ایمانوال نشي.

وَمَا أَكْثَرُ النَّاسِ وَلَوْ حَرَصْتَ بِمُؤْمِنِينَ (یوسف/۱۰۳) = كه ته څومره ټينګارهم وكړې؛ نو ډېرى خلك ايمان نه راوړي.

لږ تر لږه د پېغمبراکرم په خپلې زمانې کې دغسې و[8] او ډېری ایمان را نه ووړ؛ بلکې تردې ورهاخوا خدای وایي:

أَفَلَمْ يَيْأَسِ الَّذِينَ آمَنُواْ أَن لَّوْ يَشَاءُ اللّهُ لَهَدَى النَّاسَ جَمِيعًا (رعد/۳۱)

اوس چې داسې ده، غوره نه وه چې انبیا رانشي، چې خلک واحد امت پاتې شي او اختلاف ونکړي؟

په ځواب کې وایو، چې لومړی هر یووالی مطلوب نه دی او هر اختلاف هم رټل شوی او مذموم نه دی. په قرآن کې چې د کوم واحد امت نامه اخستل شوې – او د انبیاوو په راتلو له منځه ولاړه – په واقع  کې له یو ډول څارویز – حیواني یووالي برخمنه وه، که څه خپله هم دا وحدت پوره وحدت نه و، او یوازې، راروسته ځینو اختلافاتو په اړه وحدت شمېرل کېده. رمه په پام کې ونیسئ. دوی نه دا چې خپلمنځي اختلاف نه لري؛ خو مسلماً که له انساني ټولنې سره وسنجول شي، واحد امت دی؛ ځکه نه د بنیادمو اندیز – فکري اختلافات لري او نه یې د انسانانو د معیشتي اختلافاتو په څېر معیشتي اختلاف دی. شونې ده دوه پسونه د یوې کودې وښو پر سر یو له بل سره شخړه وکړي؛ خو د هستۍ د حدوث او قدوم پر سر شخړه نه کوي، پر حق او باطل استدلال نه کوي او یو بل نه زبېښي او نه ښکېلوي او په انساني مانا د ظلم تړاو سره نلري؛ نو ځکه پردې مانا واحد امت دی. رمه چې د نړۍ په هر ځای کې وي ګرده یوه ټولنه او یو امت شمېرل کېږي او ترمنځ یې څه ټکر نشته، د انسانانو په خلاف چې خپلمنځي پرېمانه اختلافات لري. نو په نړۍ کې یو ډول یکنواختي شته، چې څاروي ډوله یکنواختي ده او ددې یکنواختۍ چورلټ له منځه تلل د انسانیت شرط دی. دا چې انبیاوو په نړۍ کې ناهموارۍ راولاړې کری، او یو ډول ناانډولي – که دغسې نامه ورباندې کېدو – یې رامنځ ته کړه؛ نو سمه خبره ده. دوی په انساني ټولنو کې شته ړومبنی انډول او تعادل – او موږ یې په څارویز تعادل تعبېروو – وځپه[9].

دا نا انډولي یا اختلاف، ټولمنلی او محمود اختلاف دی. هغه اختلاف دی چې د انسانانو د تکامل شرط او د دوی د بلوغ غوښتنه ده، او یوازې هله بدېږي چې په بغې اخته شي، کټ مټ د انسانانو ترمنځ ټبرېز او جنسي توپیرونه ، چې ښه (او مطلوب) دي؛ خو دا چې د شخړې او ویاړنې لامل شي.

يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا (حجرات / ۱۳) = خلكو! په رښتینه كې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځې پيدا كړي ياست او موږ تاسې څانګې (او خېلونه) او ټبر ټبر وګرځولئ، چې يو بل وپېژنئ

پورته آیت پر همدا مانا ټنیګار کوي. وایي چې دا خېل خېلېدل او ټبر ټبرېدل، ددې لپاره نه دي چې شخړه وکړئ؛ بلکې د پېژندګلوی لپاره دي، « لِتَعَارَفُوا » یې ویلي نه «لتنازعوا[10]» یعنې باید له دې خېل او ټبره ښه ګټنه وکړئ. نه ناوړه، نباید ووایو دا چې خدای له پیله د اختلاف بنسټ ایښی؛ نو باید ډېره لمنه ورووهو او یو له بل سره لاس و ګرېوان شو، دا آیت شبهه له منځه وړي.

دویم، اختلافات په دوه ډوله دي: کله د جګړې له جنسه وي او کله د لوبو. د لوبې په پلاوي کې اختلاف ستایل شوي، د بشریت لازمه او فضلیت دی.او هغه اختلافات چې د جګړې له جنسه دي، دښمني ده، چې البته رټل شوي او د رذیلت زیږنده ده.

په هره لوبه کې دوه سیال اړخونه وي، چې یو له بل سره لوبې کوي او ورته  لازم دي چې د لوبو آرونو ته پاملرنه وکړي او دویم په همدې لوبه کې ګټوونکی او بایلونکی ټاکل کېږي.

د لوبو اختلاف نه یوازې هیڅ ستونزه نلري؛ بلکې عین فضیلت دی، او له پېغمبره (ص) د روایت شوي اختلاف له جرړې دی:

اختلاف امتی رحمة[11]

د امت اختلاف مې لورنه او رحمت دی.

که انسانان په نړۍ کې له اختلافه، په لوبه کې د سیالۍ پر مانا وپوهېږي او لوبه پر وړو او بایلودو، بریا او ماتې ولاړه وګڼي او بلکې کټ مټ یې وړل او بایلل، بریا او ماتې وبولي او ماتې د لوبې هومره لازمه وبولي لکه بریا او له لوبې دباندې بریا له خپلو مغزو وباسي؛ نو اختلاف یې عین رحمت وي.

په نړۍ کې د هغو کسانو لخوا ډېر ځورېږو او ستونزې یې راولاړې کړي چې غواړي لوبه دې نه وي؛ خو دوی بریالي اعلان کړي، همدوی لوبه پر جګړې اړوي او سیال ته غاړه نږدي او د مقابل لوري د حذف او لرې کونې فتوا ورکوي. او که نه ټول لوبه وکړي او ومني چې وړل یوازې په لوبه کې ترلاسه کېږي نه دباندې او په لوبه کې هم یوازې وړل نه وي؛ بلکې بایلودل هم پکې وي. او د لوبې پایښت ته سیال اهمیت لري او حذف یې کټ مټ د لوبې حذف دی؛ نو هیڅ ستونزه نه راولاړېږي؛ ځکه لومړی خو له نورو سره د ملګرتوب لازم تسامح او ځان ګردو ته وروړاندې کول رامنځ ته کېږي. بل دا انسان ددې پر ځای چې د ځان ځلولو لپاره د نورو له تتولو کار واخلي، د نورو رڼا چې وویني، د خپلو استعدادونو پلته راپورته کوي، چې د سیالۍ په ډګر کې ډېر دوام  وکړای شي او په پای کې دا چې له لوبې ګټه اخلي نه زیان.

بېشکه د دیکتاتوری د پیدايښت له دلایلو ځنې یو دادی چې واکمن نه غواړي له خلکو سره لوبې وکړي او په خبرو اترو، تواصي پر حق او تواصي پر صبر[12] کې د یو بل په ملتیا مخکې ولاړ شي. غواړي همدوی ویاندان او نور اورېدونکي وي. دا عین لوبې نه کول او ناممدوح اختلاف او یوه رټل شوې شخړه او نزاع ده، چې باید له منځه ولاړه شي.

یو دیکتاتور تل له خپلې ټولنې سره لانجه لري او هیڅ وخت چمتو نه دی چې دوستانه لوبه ورسره وکړي؛ بلکې تل غواړي له لوبې بهر وړونکی اعلان شي ټول هغه کسان چې دغسې دي، دیکتاتوران دي، او ټول دیکتاتوران همدغسې دي.

دولت و ملت، واکمن و اولس، که د یوې لوبې دوه اړخونه وي نیکمرغي د دواړو پر برخه ده، که نه پر ځای به یې جګړه او بدمرغي وي. عدالت هم په دې لوبه کې پیدا کېږي. عدل دا نه دی چې واکمن یې په ټولنه کې ورپراخ یا یې ورډالۍ کړي. عدل د لوبې د قاعدې ته پاملرنه کول دي . که اختلاف په حق له توصیي او په صبر له توصیي سره مل شي، نه یوازې مذموم نه چې ممدوح دی او اتفاقاً ځان سازی ته یو ښه تمرین هم دی. په حق توصیه او په صبر توصیه؛ یعنې له نورو سره لوبې کول او نور هم خپل همغرضه ګڼل. څوک چې ځان تر حق لوړ بولي کله هم ځان د نورو د توصیې اړمن نه بولي. خو په لوبه کې، ملګرتوب دی، ټول وایي، ټول اوري، ټول یو بل تکمیل او سموي، هیڅ له سمونې او تعدیله ورپورته نه دي.

له ځانه ډېرېدونکی اختلاف مذموم دی

درېیم، هغه اختلافات ناوړه او بد دي چې پخپله، خپل ځان زيږوي؛ یعنې له ځانه خورونه – تغذیه کوي او لا زیاتېږي. لکه د پراوکساید یو مالیکول چې په غوړیو کې د ډېر تریووالي لاملیږي، او په رښتینه کې همدا مو مذموم اختلاف ته کچه ده، کوم اختلافات چې دغسې نه دي، رذیلت هم نه دي. ځان زیاتوونکي شخړې چې څه قاعده نلري او هواري ته یې قضاوت نشته؛ نو مذمومې لانجې دي، او کوم اخلاقیات چې په تېره برخه کې مو ولوستل، د همدې ډول شخړو راکمولو او کېنولو لپاره دي. لکه ظلم، چې له ځان زیاتوونکیو چارو څخه دی. او هغه میکروب ته ورته دی، چې که راننووت، عفونت چټکوي، نه یوازې خاموشي نه خپلوي؛ بلکې تل یې پر ځان زیاتوي. دسعدي په وینا:

« له پیله په نړۍ کې د ظلم بنسټ ډېر لږ و او په زیاتېدو هر څوک دې درجې ته رسېدلی دی» (ګلستان،۷۴مخ)

ظلم یو ځان زیاتوونکي ناروغي ده، همدا چې پیدا شوه، نو تمونه یې ستونزمنه ده. ظلم د ټولو شخړو مورینه ده. له هغو شخړو څخه ده که اور یې بل شو؛ نو په سخته به یې خاموش او مړ کړای شو. انبیاوو هم دا اور مړ نشو کړای.

په ټیټو کچو کې هم وضع په همدې ډول ده. په ویینه کې جدال او لانجه یو له همدې شخړو  ځنې ده چې کومه ضابطه او معیار نه لري. په روایاتو کې لرو:

اترك المراء و ان كنت محقا[13] – ان که ته پر حق هم وې؛ نو لانجه به نه کوې .

که مو لیدل له بل سره خبرې اترې شخړې ته واوخوتې او د مقابل اړخ مطلب حق پلټنه نه؛ بلکې حق لتاړول او هڅه یې ستا ماتول دي، نو خبرې اترې ورسره څه ګټه لري؟ انسان باید بې درنګه په دغسې ځایونو کې له میدانه ووځي. ځکه د مولوی په وینا مقابل لوری د یو ډول ځانګړي فکر خاوند دی، چې که تاسې زر دلایل هم راوړئ؛ نو خبرې به مو په خپله ګټه یو دلیل وبولي؛ نو ځکه خبرې مو نه یوازې اور نه مړ کوي؛ بلکې لا یې بلوي، له آره دا میدان، د دلیل میدان نه؛ بلکې له دښمنیو راولاړ شوی شورماشور دی.

هر درونى كه خيال انديش شد

چون دليل آرى خيالش بيش شد

چون سخن در وى رود علت شود

تيغ غازى دزد را آلت شود

پس جواب او سكوت است و سكون

هست با ابله سخن گفتن جنون

(مثنوى، دویم دفتر، 2715 -2717 بیتونه)

ولې خدای خپل پېغمبر ته چې دنده یې بلنه وه – د « فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ [14]» : « مخ ترې واړوه» حکم کوي؟ مګر دوی څنګه دي چې باید پیغمبر ترې مخ واړوي؟ دوی هماغه خیال اندي او ناروغ زړي دي (فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ فَزَادَهُمُ اللّهُ مَرَضًا).

هو، که یې ویلي: « اترك المراء و لو كنت محقا : شخړه پرېږده که څه حق درسره وي» له دې وجهې مراء یو ځان زیاتوونکې لانجه ده. او تمېدو ته یې کومه کچه نشته. یو ډګر دی چې هیڅ یو اړخ پکې د بل خبره نه اوري. او په دې ترڅ کې حق نه یوازې نه راښکاره کېږي؛ بلکې لتاړېږي. د کینې، ظلم، دروغو، غضب او…. په څېر له اخلاقي رذایلو راولاړ شوي ټول اختلافات دغسې دي؛ یعنې ځان زیاتوونکې دي.

یو ظلم بل ظلم او یو دروغ بل دروغ رادبره کوي. که هم په کنځلو وندلو کنځلمار تمولای نشو او په ظلم د ظلم دروازه تړلای نشو. د دوو ظالمانو یا دوو کنځلمارو لانجه هیڅ پای نه مومي؛ بلکې مخ پر زیاتېدو وي.

تکاثر، سیالی او قناعت نه کول، هم همدغسې دي. قناعت نه کول له هغو ځان زیاتوونکیو چارو دي چې کوم برید ورته انګېرېدای نشي. که چا وګڼله چې هر څه دې ولري؛ خو بیا فکر کوي، ځینې څېزونه دي، چې یې نلري. غوښتل مړښت نلري. ځینو عالمانو یو مثال راوړی: دنیا د سمندر تروې اوبه دي، چې څومره یې څښې تږی کېږې، چې دا یو پر ځای او مناسب مثال دی.

په کچه جوړ اختلافات مذموم نه دي

خو د بشر ټول اختلافات له دې ډوله نه دي. داسې اختلافات شته چې پر قاعدې او کچې ولاړ دي؛ یعنې لرې کولو ته یې ټاکلې کچه او ضابطه شته؛ نو ځکه هواري ته ورنژدې کېږي او سختېږي نه. دا ډول اختلافات نه یوازې نزاع او شخړه نه شمېرل کېږي؛ بلکې ګټوره سیالي او د رحمت لامل دي، او د انسانانو اندیز او عملي راکړه ورکړه په دې ډول اختلافاتو پورې تړاو لري.

دیني اختلافات هم که له بغې راولاړ نشي، همدغسې دي او پر «حبل الله» باندې پر منګولو ښخولو د برکت لاملېږي، او په تاوتریخوالي او دښمنۍ پای ته نه ورسي؛ نو ځکه مطلوب او ګټور دي. د لارښودونکیو شان، د اختلافاتو له منځه وړل نه؛ بلکې د مذمومو اختلافاتو پر ځای د ممدوحو اختلافاتو کېنول او د سیالیو د کچې او سطحې لوړول دي. کافي نه ده چې انسانان سیالي وکړي، باید سیالي یې یو اوچت او رفیع چار لپاره وي. د رسولانو د لارویانو رسالت دی چې: د اختلافاتو هواري او قضاوت ته د قاعدې او کچې ورکونه، د حسنه او ښو اخلاقو د خپرولو په مرسته د شخړو هواری او ودې ته یې د ژوندانه د مناسب چاپېریال چمتو کول، په حق او صبر توصیه او ټول لوبې او سیالۍ ته رابلل دي.

 

[1]  Function

[2]  كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً فَبَعَثَ اللّهُ النَّبِيِّينَ مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ وَأَنزَلَ مَعَهُمُ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِيَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ فِيمَا اخْتَلَفُواْ فِيهِ (بقره/۲۱۳)

[3] إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِي بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ (جاثیه/۱۷)

[4]  وَلاَ يَزَالُونَ مُخْتَلِفِينَ. إِلاَّ مَن رَّحِمَ رَبُّكَ (هود/۱۸، ۱۹)

[5] إِنَّ ذَلِكَ لَحَقٌّ تَخَاصُمُ أَهْلِ النَّارِ (ص/۶۴)

[6] لَهُمْ دَارُ السَّلاَمِ عِندَ رَبِّهِمْ وَهُوَ وَلِيُّهُمْ بِمَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ (انعام/۱۲۷)

[7] د اعدادو او اضدادو تعبیر د مولانا جلال الدین بلخي دی. د نړۍ منځپانګه یې ښه پېژندلې وه او دا يې د تعدد او تضاد کور یا د اضدادو نړۍ بلله؛ د مانا نړۍ په مقابل کې، چې نه پکې تعدد شته او نه تضاد.

[8] لکه چې ځینو مفسرینو دا آیت د پېغمبر په زمانې پورې اړوند بللی دی.

[9] په یو روایت کې امام صادق (رح) د «کان الناس امة واحد» آیت په اړه وپوښتل شو. امام وویل : دا له نوح (ع) تر وړاندې زمانې پورې اړوند دی، چې ټول خلک لارورکي ول، نه مؤمنان ول، نه کافر او نه مشرک ول. (نور الثقلین تفسیر، لومړی توک)

[10] چې خپلمنځي لانجه وکړئ.

[11] كنزالعمال- معانى الاخبار

[12] والعصر سورت

[13] وسايل ۶/۹

[14] نساء/۶۳

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!