تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  رزق څه ته وايي د رزق مانا او مصاديق تردې اوچته بدمرغي نشته چې وګړی له خپلې زېرمې بې برخې شي او نور ترې ګټنه وکړي، خو د حساب پر وخت، خپل حساب ورکړي؛ نو حق دا دی چې وګړی په نړۍ کې سرښندونی او ايثارګر وي او ان ميراث د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

رزق څه ته وايي

د رزق مانا او مصاديق

تردې اوچته بدمرغي نشته چې وګړی له خپلې زېرمې بې برخې شي او نور ترې ګټنه وکړي، خو د حساب پر وخت، خپل حساب ورکړي؛ نو حق دا دی چې وګړی په نړۍ کې سرښندونی او ايثارګر وي او ان ميراث د دې پر ځای چې نور يې ووېشي، په خپل لاس يې ووېشي. دا پخپله يو ډول انفاق دی او ډېر ظرفيت او روحي بلوغ غواړي او البته هغه څوک دغسې کار کړای شي چې د «رزق» پر مانا پوهېږي.

د رزق مفهوم تا رارسو، چې څه مانا لري.

لومړی: نبايد حرام مال رزق وګڼو او بلکې حرام مال وګړي ته يو ډول عذاب شمېرلېږي.

دويم: رزق نبايد په پيسو، خوراک او اغوستن کې را ايسار وبولو، د انسان عمر، پوهه، جمال، کمال، وړتياوې او استعدادونه يې رزق ګڼل کېږي. ډېری خلک انګېري که خپلې وړتياوې او وسمنۍ د پيسو، کور او تجملاتو په لار کې ولګېږي، رزق يې زياتېږي، حال دا، دوي يو رزق ضايع کوي چې ظاهراً بل رزق ترلاسه کړي.

انسان او روزي يې

انسان لوړمقامى موجود دى او هغه څه ورته بسيا نه دي، چې څارويو ته بسيا دي. د روزۍ لاس ته راوړل يې بېله بڼه او حالات لري. دلته د روزۍ او روزيخور ترمنځ واټن ډېر دى؛ نو ډېر وزلې يې په واک کې دي، د انسان د لارښوونې غونډال پياوړى کړاى شوى، عقل، پوهه او فکر ورکړ شوى او وحې او نبوت يې مرستې ته راغلى او دندې يې ورپرغاړه کړې دي. دا ټولې د الهي رزاقيت له شئوناتو ځنې دي.

نو څوک نشي ويلاى، چې دا شعر غلط دى، چې وايي: (( هر آن کس که دندان دهد نان دهد)) نه ! سمه خبره يې کړې ده؛ خو نه په دې مانا، چې يوازې غاښ درلودل دې ته بسيا دي، چې د انسان مخې ته چمتو خواړه کېښوول شي؛ بلکې په دې مانا، چې په غونډال کې ډوډۍ او غاښ سره اړيکه لري؛ که ډوډۍ نه وه؛ غاښ به هم نه و.

 په غونډال کې د روزي، روزيخور، د خوراک د وسايلو او د روزۍ پر لور د لارښوونې ترمنځ اړيکه ده. هغه چې انسان يې په طبيعت کې پنځولى او غاښ يې ورکړى؛ نو ډوډۍ؛ يعنې د ګټنې وزلې، فکر، د عمل ځواک او د دندې د ترسره کولو حس يې هم پنځولى دى.

د الله تعالی د رزاقيت غوښتنه دا نه ده، چې کار، کوښښ، فعاليت او عمل و نه کړو، د روزۍ د پيدا کولو لپاره غوره لار پيدا نه کړو او له خپلو حقوقو دفاع و نه کړو؛ ځکه غاښ، ډوډۍ، د کسب و کار ځواک، فکر او ديني او عقلي دنده ترسره کول، ټول د يوې کارخانې برخې دي، چې ټول يو ځاى د الله تعالی د رزاقيت مظهر (ښکارندوى) دي؛ نو روسته تردې چې د روزۍ او روزيخور اړيکه مو وپېژنده، روزۍ ته د رسېدو لپاره وزلې پنځول شوي او د روزۍ د ګټلو دنده يې راپرغاړه کړې؛ نو راته پکار دي، چې روزۍ ته د رسېدو غوره لار پيدا کړو او پر الله تعالی توکل وکړو.

د روزۍ او روزيخور انطباق

بل حساب د روزۍ او رزيخور انطباق دى. په تېرو څپرکيو کې مې خبره سپينه کړه، چې د حق پيدا کوونکي څه دي او څنګه کېداى شي څوک پر يو څيز حق ولري. و مې ويل: د حق يو پيدا کوونکى دادى، چې د غونډال په متن کې يو څيز بل څيز ته او د بل څيز په پار پنځول شوى وي. د بېلګې په توګه: يو وخت ددې لپاره ځان د يو کور خاوند ګڼئ، چې په خپله مو جوړ کړى دى او يو وخت دى، چې ددې لپاره ځان د کور خاوند ګڼئ، چې دا کور تاسې ته جوړ شوى وي.

دومره نظم، اوډون او هېښنده تطبيق، چې په هستۍ کې دى، راښيي، چې د غونډال په متن کې ځينې موجودات نورو ته پنځول شوي دي. نوزېږى او د مور د شيدو جوړولو او ورکولو دستګاه-غونډال دوه بېلابېلې او ناارتباطه غونډالې دي؛ خو د نوزېږي په جهازاتو او اړتياوو کې ځيرنه او د شيدې جوړولو او ورکونې خارق العاده تجهيزات او يو له بل سره د دواړو منطبقېدل راښيي، چې دوى د غونډال په متن کې يو له بل سره ارتباط لري او د شيدو جوړولو دا مفصله فابريکه ددې لپاره پنځول شوې، چې ماشوم ته شيدې جوړې کړي او هېڅوک هم دا احتمال نشي ورکولاى، چې د شيدو او د تي غونډاله بې موخې وه. د غونډال په اجزاوو کې يو ځانګړى پيوستون دى، چې يو له بل سره يې تطبيقوي. څو ماشوم کوشنى وي او د روزۍ په لاس ته راوړو وسمن نه وي؛ نو د مور په غېږ کې ورته چمتو روزي ورکول کېږي. سوکه سوکه چې غټېږي او پښې او لاس پيدا کوي، چې روان شي او عقل او تشخيص پيدا کوي او په خپله ځيرکۍ وکړاى شي روزي پيدا کړي؛ نو بيا ورته دا چمتو روزي نه وي؛ ته وا چې روزي ترې اخلي او په يو لرې ځاى کې يې ږدي، چې په لټه کې يې شي او پيدا يې کړي او ګټنه ترې وکړي. په ټوليزه توګه د روزۍ د چمتوکېدنې، د روزۍ پر لور د ښیون په څومره والي کې او د روزيخور د ځواک ترمنځ يو تناسب او اړيکه شته.

يو وخت روزي دنده لري، چې د روزيخور پر لور ولاړه شي؛ لکه څنګه چې د باران دنده ده، چې د وريځ پر سورلۍ د وچو ځمکو پر لور ولاړه شي:

((وَهُوَ الَّذِي يُرْسِلُ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ حَتَّى إِذَا أَقَلَّتْ سَحَابًا ثِقَالاً سُقْنَاهُ لِبَلَدٍ مَّيِّتٍ فَأَنزَلْنَا بِهِ الْمَاء فَأَخْرَجْنَا بِهِ مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ كَذَلِكَ نُخْرِجُ الْموْتَى لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ[1]= او الله هغه دى، چې بادونه له خپل رحمته مخكې زېري وركوونكي لېږي، چې هغوى ورېځې را الوځوي؛ (بيا) موږ يې د مړو (شاړو) ځمكو خوا ته شړو او د اوبو باران ترې وروو او په اوبو له (خاورې) ډول ډول محصولات راوباسو، په همدې توګه (؛ لکه مړې ځمكې چې ژوندى كوو)؛ نو( له قبرونو هم) مړي را ژوندي كوو، ښايي ( دې مثال ته په پام سره) پند واخلئ. ))

په يو ځاى کې هم روزيخور دنده لري، چې د روزۍ پر لور ولاړ شي او ځان روزۍ ته ورسوي. بوټي له ځمکې روزي خوري او يوازې له لومړنيو توکيو؛ يعنې له اوبو، خاورې، رڼا او هوا ګټنه کړاى شي او هماغومره د ګټنې او ارتزاق وزلې يې په واک کې دي او هماغومره ښیون شوي، چې ځان خپلې روزۍ ته ورسوي؛ له هوا، رڼا او له خاورې ګټنه کوي؛ يعنې په طبيعت کې د خوراکي توکيو پر لور د حرکت دنده يې پر غاړه ايښوول شوې ده او د اړتيا هومره هم وزله ورکړ شوې او لارښوونه ورته شوې ده.

څاروي بل خېل پنځول شوي او د ځمکې لومړني توکي، چې په هر ځاى کې دي، ورته بسيا نه دي. د ځاى د بدلولو وزله ورکړ شوې، چې له يوه ځايه بل ځاى ته ولاړ شي او د بوټو په څېر ثابت نه دي. د هغوى د لارښوونې غونډال هم پياوړى شوى؛ ورته د حواسو، لېوالتياوو او هيلو غونډالې ورکړل شوي، د حواسو په مشرۍ او د هيلو په هڅونه له يوه ځايه بل ځاى ته ځي، چې هغه ثانوي توکي تر لاسه کړي، چې په هر ځاى کې نه موندل کېږي؛ ثانويه توکي؛ يعنې نور څاروي يا بوټي. د ځمکې لمده بل يې اړتيا نشي پوره کولاى او د څښاک اوبو ته اړتيا لري، چې په هر ځاى کې نه وي او بايد د څښاک په اوبو پسې له يوه ځايه بل ځاى ته ولاړ شي. د بوټو په څېر ګرمۍ او سړې هوا ته د ټينګې نه دي او جونګړې او کور ته اړتيا لري او د همدې اړتياوو په تناسب ورته د ليدو، بويولو، اورېدو، څښلو او لمسولو حسونه ورکړل شوي دي او هېښنده غريزي لارښوونې ورته شوي دي.

په تېره، حشرات؛ لکه مېږى، چې د غريزي فعاليتونو په سر لړ کې دى. حضرت علي په هکله وايي: ((د مېږي کار ته ځير شئ او وګورئ، چې څرنګه پر ځمکه هڅې کوي او په خپلې روزۍ پسې ځي. يوه مينه او الهام ورته لارښوونه کوي، چې په نخچه او حساب خپله روزي چمتو کړي او و يې ساتي. دانې خپلې ځالې ته وړي او په داسې ځاى کې يې ځاى پر ځاى کوي، چې ورستې نشي، په هغه ځاى کې، چې لمده بل يې وراسته نه کړي او ان څېري کوي يې چې راشنه نشي. که ددې وړوکي څاروي په هاضمي سيستم کې فکر وکړې، چې څرنګه خواړه خوري، هضموي او اطراحوي يې، که ګېډې ته يې وګورې، چې د ساتلو لپاره يې څومره وړې وړې پښتۍ پنځول شوي او که د ليدو او اورېدو سيستم ته يې وګورې، چې په سر کې يې دي؛ نو نور به هم حيران شې. [2]))

دا د روزۍ په لاس ته راوړو کې د څارويو يوه بېلګه وه.

نبايد د رزق په ترلاسه کولو کې حريص اوسو او بايد نفقه ورکوونکي هم اوسو

هو، انسان بايد د خپلو اولادونو د ګاندې (راتلونکې) په سوچ کې وي او تر شونې بريده اجازه ورنکړي چې اولاده يې په لاستنګۍ کې پاتې شي؛ خو دا مسله له دې سره توپیر لري چې انسان خزانه دار او نورو ته د شتمنۍ راټولوونکی وي او خپله نېکمرغي په دې لار کې ځار کړي. په بله وينا څومره ښه ده چې انسان په دې دنیا کې تر خپل مرګ وړاندې، څه چې غواړي خپلې اولادې او بخره وړو (مستحقینو) ته ورکړي او هر یوه ته خپله برخه ورکړي او تر مرګ ورسته څه پر ځای پرېنږدي. ورکړه او له زړه څخه د مال مينه ايستل يوه خبره ده او راټولول، مړينه او تر مرګ روسته له ناچارۍ مال نورو ته په ميراث ور پرېښودل بله خبره ده. داچې علي کرم الله وجهه وايي د نورو خزانه دار مه اوسه، مانا يې هم دا ده او په هېڅ ډول له زيار او مال راوستو سره ټکر نلري. خپله حضرت علي کرم الله وجهه په کومه موده کې چې د خلافت بوختياوې او پازوالې ور تر غاړې نه و، خپل وخت يې د ځمکې په ابادولو، د چينو په ايستو او د خرماوو په کرلو تېراوه. همدغسې په رواياتو کې راغلي چې چا وصيت کړی و، پېغمبر  صلی الله علیه و آله وسلم يې مالونه چې د خرما ستره ډېرۍ وه، تر مرګ روسته نفقه کړي. پېغمبر  صلی الله علیه و آله وسلم يې پر فقيرانو مالونه ووېشل او بيا يې يوې دانې کجورې ته اشاره وکړه او ويې ويل که په خپل ژوند يې دا يوه دانه کجوره نفقه کړې وای، تردې غوره و چې تر مرګ روسته يې بل ټول مال نفقه کړي. [3]

چې انسان ومري، په خپل مال کې تصرف نلري او د مال اختيار او واک يې له نورو سره وي. [4]

او هغه انسان بدمرغه دی چې مالونه يې هغو کسانو ته په لاس ورشي چې د خپلې بدمرغۍ وزله يې کړي. نېکمرغه انسان هغه دی چې ژوند پر قناعت او بسياينه تېروي او څه چې يو پتمن او نېکمرغه ژوند ته لازم وي، تردې هخوا نه غواړي؛ ځکه دا د رزق پر مانا ښه پوهېږي او په همدې دليل د نورو خزانه دار کېږي نه او که تر کفايت ډېر مال ور تر ګوتو شو، په خپلو لاسونو يې نفقه کوي چې نور ترې برخمن شي. دا هم د ځانسازۍ له اړخ او هم د اُخروي ثواب له اړخ ډېر سم چار دی. د نفقې، زکات او خمس ورکولو فضيلت په دې کې دی چې څوک له ځانه بل ته يو څه ورکړي. که نور يې تر مرګ روسته مالونه نفقه کړي، خپله دا کس څه ګټه ترې نشي وړای؛ ځکه د «ځان» جوړونې وخت يې تېر شوی او د نورو د نفقې ورکولو ګټه د نورو ده.

اصلاً «ثواب» هغه څه نه دی چې روسته يې ولېږي. ثواب هغه دی چې انسان يې له ځان سره وړي او بلکې ثواب پخپله انسان دی. بله زېرمه په بل ځای کې نشته. هره زېرمه چې شته بايد د انسان په همدې وجود کې راټوله شي، بله زېرمه نشته. که چا له خپلې شتمنۍ ايثار وکړای شو، د رزق او شکر پر مانا پوهېدلی او له خپل رزق يې ګټه پورته کړې ده؛ خو څوک چې شتمني ډېروي او د نفقې ورکولو مړانه نه لري، نبايد په دې يې زړه خوښ کړی وي چې د نورو ګانده (راتلونکی) يې تامين او خوندې کړې ده. علي کرم الله وجهه د دې ډول کنجوسو او تمه کارو وګړيو په اړه وايي:

عَجِبْتُ لِلْبَخِيلِ يَسْتَعْجِلُ الْفَقْرَ الَّذِي مِنْهُ هَرَبَ، وَيَفُوتُهُ الْغِنَى الَّذِى إِيَّاهُ طَلَبَ، فَيَعِيشُ فِي الدُّنْيَا عَيْشَ الْفُقَرَاءِ، وَيُحَاسَبُ فِي الْآخِرَةِ حِسَابَ الْأَغْنِيَاءِ: له کنجوس څخه هک اریان يم، هغه فقر ته ورځغلي چې ترې تښېدونی دی او هغه شتمني له لاسه ورکوي چې يې غواړي، په دنيا کې د فقيرانو په څېر ژوند کوي او په هغې دنيا کې د شتمنو حسابي ورکوي. »

علم او عقل د انسان د روزۍ برخه ده

روايت دی، علي کرم الله وجهه وپوښتل شو، ولې عقلمن د ناپوهانو په څېر شتمن نه دی؟ ويې ويل عقل يې د رزق يوه برخه ده. نوځکه هغه چې تحصيل او ليک لوست کړي او تر نورو پوهېږي؛ نو دا نعمت دې هم د خپل رزق يوه برخه وشمېري. دغسې يو څوک نبايد پر تمه وي چې لزوماً تر نورو له ډېرو شونتياوو برخمن شي؛ بلکې بايد د بې برخيتوبونو پر وړاندې ډېر زغمناک وي؛ ځکه له بل ارزښتناک رزق څخه برخمن شوی دی. نه وايم لیک لوستي (تحصيلکرده) وګړي، استادان، طبيبان او انجينران دې په سختۍ کې ژوند وکړي. خبره دا ده چې دا ډول وګړي نبايد د خپل علميت په پار له ټولنې تمه کوونکي او غوښتونکي وي. اپوټه، بايد لږ وغواړي يا که لږ يې ترلاسه کړل، خوښ او قانع وي؛ ځکه له بل ځايه يې مهمتر رزق ترلاسه کړی دی؛ خو داچې يو څوک علم؛ رزق، غنا او شتمني ونه بولي، حساب يې له کرام الکاتبينو سره دی او له بيخه يې لار غلطه کړې او امانت يې په تېرو او خيانت اخستی او په ناشکرۍ ورسره چلېږي.

 ټول هغه کسان چې په دنيا کې له ځانګړو الله تعالی ورکړيو، ارثي او اکتسابي نعمتونو برخمن وي، بايد تل یې دا ټکی په ياد وي چې دا نعمتونه د الله تعالی ورکړي رزق يوه ټولګه ده او داچې له الهي نعمتونو ډېر برخمن شوی؛ نو وړ ده چې تر نورو ډېر د خلکو چوپړيان وي.

 بايد په اکتسابي رزقونو کې اندېښمن اوسو، هسې نه چې رزق په ناحلالو ککړ شوی وي؛ خو څه چې الهي ډالۍ او ربوبي نعمت دی دا واقعي، بې الايشه او حلال رزق دی او وګړی بايد په منندوينه ترې ګټه واخلي او تل د نعمت ناشکرۍ ته اندېښمن وي، په هر حال، رزق د انسان د اکتسابي او نا اکتسابي درلودنو تولګه ده.

رزق مقدر ټاکلی دی

 درېيم: رزق مقدر دی او دا يو مطلب دی چې په ديني رواياتو او پوهاويو کې ټينګار پرې شوی او راغلي چې چل ول او ځيرکي به پر مقدر رزق څه ور زيات نه کړي او حرص او ډېره تمه به بې له ګرفتارۍ او کړاوه بل څه ور زيات نه کړي. دا يوه ډېره مهمه او کارسازې ښوونه ده او پر دې چارو ګروهېدل يا نه ګروهېدل پر يوې ټولنې بېلابېل عملي او ټولنيزې اغېزې پرېباسي. قرآن حکیم  له فقر او د روزۍ له تنګسې ډار په عربو کې د لوڼو د وژلو يو علت يادوي. په دې اړه دوه آيتونه شته چې بېلابېل خطابونه لري، په يو ځای کې وايي:

[وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلَاقٍ نَحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُمْ إِنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْئًا كَبِيرًا[5]= او د تنګسې له وېرې خپل اولادونه مه وژنئ، موږ دوى او تاسې ته روزي دركوو [ځکه] چې وژل يې ستره ګناه ده! ]

او په بل ځای کې وايي:

[وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ مِنْ إِمْلَاقٍ نَحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ[6]= او خپل اولاد د تنګسې له (وېرې) مه وژنئ، موږ تاسې او هغو ته روزي وركوو]

په دويم آيت کې نه وايي چې د خپلو اولادونو د فقر له ډاره، دوی مه وژنئ، بلکې وايي د خپلې نېستۍ له مخې يې ژوندۍ مه ښخوئ. په لومړي آيت کې، ړومبی وايي، اولادونو ته مو روزي ورکوو او په دويم آيت کې وايي، موږ روزي درکوو، نوځکه په لومړي آيت کې، خبره د هغه ډار پر سر ده چې عربانو د اولادونو له راتلونکې تنګلاسۍ درلوده او په دويم آيت کې د پلرونو پر بالفعل فقر خبره وه چې دواړه په اولاد وژنې پای ته رسېده، حال دا، په مخکېني آيت کې د « خَشْيَةَ» د کلمې پر راوړو سربېره، د ضمايرو ځای هم بدل شوی دی؛ نوځکه مانا يې دا ده چې په ګانده (راتلونکی) کې د بچيانو د لاستنګۍ له ډاره دوی مه وژنئ؛ ځکه موږ هغوی او تاسې ته روزي درکوو. دا، د زوي يا لور په وژنې پورې اړوندېږي؛ خو البته د نجونو وژنې بل دليل هم درلود او هغه داچې نجونو په بدوي ټولنه کې ذليل او ټيټ مقام درلود.[7]

 په هر حال په دې آيتونو کې، د رزق د تضمين مفهوم ښه په سترګو کېږي، بيا په بل آيت کې راغلي دي:

وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا[8]= او په ځمكه كې د هر خځنده روزي پر”الله ” ده

د دې آيتونو او په نهج البلاغه کې د علي کرم الله وجهه د نورو څرګندونو له ټولګې[9]، ظاهراً ګټنه کېږي چې الله تعالی انسان پيدا کړی او رزق يې هم ور تضمين کړی او څوک بې روزۍ نه پاتېږي. د عامو ديندارانو ګروهه تل دغسې و. سعدي هم په بوستان کې پر همدې بنسټ د اولادونو په باب د تنګلاسيو اندېښمني څنډي:

یکی طفل دندان برآورده بود

پدر سر به فکرت فرو برده بود

که من نان و برگ از کجا آرمش؟

مروت نباشد که بگذارمش

چو بیچاره گفت این سخن، نزد جفت

نگر تا زن او را چه مردانه گفت:

مخور هول ابلیس تا جان دهد

همان کس که دندان دهد نان دهد

تواناست آخر خداوند روز

که روزی رساند، تو چندین مسوز

نگارندهٔ کودک اندر شکم

نویسنده عمر و روزی است هم

پردې سربېره وينو چې د بشري تاريخ په اوږدو کې زښت ډېر انسانان له سوکړې او نېستۍ سره مخ وو؛ «غاښونه يې درلودل؛ خو ډوډۍ يې نه درلوده. » نبايد ځان وپوښتو چې ايا د رزق د مقدروالي په مانا سم پوهېدلي يو يا نه؟ او يا د کورنۍ او د وګړيو د شمېرې په کابو کونې کې د بشر اوسنۍ هڅه له ديني ښوونو سره چې الله تعالی رزق او روزي مقدر بولي، ټکر لري يا نه؟ د فقر شتون د الله تعالی پېژندنې له ستونزو او له الهي لورنې او رزاقيت سره په ټکر کې ليدل شوې او له همدې لامله يو شاعر ويلي دي:

كم عاقل عاقل أعيت مذاهبه

 وجاهل جاهل تلقاه مرزوقا

هذا الذي ترك الأوهام حائرة

 وصير العالم النحرير زنديقا

«څه ډېر عقلمن انسانان چې په خپل معيشت کې مخه ډپ شوې او نه پوهېږې څه وکړي او څه ډېر ناپوه انسانان چې نعمتونه پرې ورېږي او همدا لامل شوی چې يو شمېر هک اریان پاتې شي او عالمان د کفر او زندقه وو لار خپله کړي.»

پر ويشل شوي رزق د قناعت مانا

 څلورم، په رزق قانع والی په دې مانا نه دی، که چا تېری وکړ او زموږ حق يې وخوړ، څه ورته ونه وايو، بايد د ظالمانو او غاصبانو مخه ډپ کړو. هغه رزق چې په لټه کې يې يو، هماغه رزق دی چې بل په ناحقه غصب کړی او نه پرېږدي چې راورسي، په داستانونو کې دي چې معاويه د ابوسفيان زوی خلکو ته وويل: الله تعالی وايي:

[وَإِنْ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا عِنْدَنَا خَزَائِنُهُ وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلَّا بِقَدَرٍ مَعْلُومٍ (حجر/۲۱) = او د ټولو څيزونو سرچينې يوازې له موږ سره دي؛ خو هر څيز په يوه ټاكلې اندازه راښکته کوو. ]

 اوس څه رانه غواړئ؟ څوک چې هر څه غواړي، الله تعالی له خپلې خزانې او زېرمې ورته نازل کړي؛ نو له ما څه تمه لرئ؟ له ناستو يو پورته شو، ويې ويل: هو، الله تعالی نازل کړي؛ خو تا يې مخه ډپ کړې او نه پرېږدې چې موږ ته راورسي؛ نو څنډې ته شه چې نعمت راورسي. کله په ټولنو کې واقعاً وضع همدغسې ده؛ يعنې بايد ځينې څنډې ته شي چې مقدر رزق راورسي.

هغه ټکي چې په مقدروالي پورې له اړوند رواياتو ترلاسه کېږي

نوځکه په ديني ښوونو کې، د رزق زياتولو ته د ځانګړو دعاوو او اعمالو سپارښتنه شوی او د رزق کمولو ته هم علتونه او وزلې يادې شوي دي.

لکه، په رواياتو کې لرو چې په بين الطلوعين کې ويښ پاتېدل د ډېر رزق د راکېوتو له اسبابو ځنې دی او پکې ویده کېدل د رزق کمولو سبب او هم د ځينو ګناهونو کول د رزق کمولو له وزليو ځنې ګڼل شوي دي. [10]

له اهل سنت او شيعه وو څخه د رزق زياتلو لپاره دعاوې روايت شوي دي. [11]

د رزق په مقدروالي او ترلاسه کلو ته يې په هڅونه کې له راغليو احاديثو دا ټکی پوهېدای شو چې رزق د مرګ، روغتيا او رنځورۍ په څېر يو مقدر چار دی. ټولې خبرې د تقدير په نړۍ کې دي. د بېلګې په توګه ايا د انسان ټولې برخمنۍ – که حلالې وي يا حرامې ـ مقدرې دي يا يوازې حلالې برخمنې مقدرې شوې دي.

که رزق په عامه مانا د برخمنيو په مانا وبولو؛ نو په دې حال کې د يو شمېر رواياتو تفسير ستونزمنېږي. نوځکه غوره ده چې د رزق د مانا کړۍ تنګه کړو او ووايو، څه چې انسان ترلاسه کوي او ترې برخمنېږي د رزق برخه يې نه ده؛ خو که ناروا برخمني هم وشمېرو بيا هم رزق مو ټاکلی او مشخص دی؛ ځکه هر څوک ټاکلې وسمنۍ او پانګې لري. څومره چې هڅه وکړو، تر خپلې درلودلې پانګې ډېر يې پر کار اچولای نشو.

پانګې مو ذهني قواوې، مادي پانګې او ټولنيز امکانات او. . . رانغاړي. نه پوهېږو د دې پانګو بريد تر کومه ځايه دی؛ خو نبايد هېر کړو چې په هر حال دا امکانات محدوديت لري او بې نهايت نه دي. د رزق مقدروالی پر دې مانا دی چې وګړی د امکاناتو او وسمنيو په ټولګه کې دنيا ته راځي. دا شونتياوې يا الله تعالی ورکړې دي يا وګړي ته له دباندې ورکول کېږي او په ټول کې ټاکلی پیداوار لري او تردې بريد ورهاخوا توليد نشي کړای. لکه ماشين چې ټاکلی توان او وس لري، که څه شونې ده موږ يې وس او پيداوار ونه پېژنو، له شرعي پلوه، د وسمنۍ دا بريد يې تقدير دی. که تقدير اړول يې وغواړو، بايد جوړښت يې بدل کړو او بيا هومره تمه او انتظار ترې ولرو.

په ټول کې د وګړي ټول رزق يو ثابت مقدار دی

شونې ده وويل شي وګړی په ډېره هڅه او پانګونه ډېر رزق ترلاسه کولای شي؛ نوځکه رزق ټاکلی او مقدر نه دی او د وګړي په زيار پورې اړوند دی. هو، د انسان په هڅې پورې اړه لري؛ خو پام مو وي، دا هڅې، تعقلونه او طرحې چې يو لاس کېږي چې د انسان ډېره ګټه او رزق ور پر برخه کړي، پخپله د مقدر او ټاکلي رزق برخه ده. متأسفانه خلک رزق په پيسو يا په نس ډکولو چارو کې بولي. حال دا، موږ خپلې اندېزې (فکري)، روحي، بدني پانګې او بالاخره خپل عمر ډېرې ګټې لاس ته راوړو ته سوځوو.

په رښتینه کې ځينې رزقونه د ځينو نورو لپاره لګوو. نو نبايد وانګېرو څه چې لاس ته راځي، بې لګښته و. دا تېروتنه له دې ځايه راولاړېږي، چې موږ خپل عمر او فکري ځواک، رزق نه بولو، له همدې لامله يې په لګولو کې بې غوره يو. په هر حال انسان چې کله ټول رزق ورکوي او اخلي؛ يعنې ترلاسه کونه او لګونه (په دې شرط چې خپل عمر، ماغزه، قوت، انرژي او ځواني چې لګوي له خپلو ارزاقو ځنې وبولي او يوازې پيسې رزق ونه شمېري!) سره حساب کړي؛ نو مومي چې په ټول کې يې مقدار ثابت دی، دا د رزق د مقدر والي مانا ده. انسان چې څومره ځيرکي او زرنګي وکړي، څه چې ورته مقدر دي ډېر ترې ترلاسه کولای نه شي؛ ځکه زرنګي کول يعنې د ځان لګول، هغه انسان چې په خپل کفاف او بسياينه قانع نه دی، په ناچار بايد يو څه ور وړي او يا په ښه تعبير له څه يې کم کړي چې پر بل يې ورزيات کړي. دا د عالم قانون او قاعده ده. بايد يو څه ورکړې چې يو څيز – که حق وي يا باطل ـ واخلې؛ نو زموږ ټول امکانات ټاکلې ګټه ورکوي.

اوس اختيار راسره دی چې څه ډول ګټه وغواړو. ايا خپل عمر او ځواک ولګو چې د مادي شتمنۍ د تلې پله درنه کړو؟ يا داچې له دې پلې يې کموو او پر بلې يې ورزياتوو. دا وضعيت کټ مټ د دې په څېر دی چې ووايو د عالم انرژي ثابته ده؛ نوځکه که پر حرارتي انرژي يې ورزياته کړو بايد له کيمياوي انرژي يې راکم کړو او اپوټه.

 په هر حال د عالم انرژي به ثابته پاتې شي. په همدې توګه، که د رزق مانا تر خوراک او اغوستن پراخ نيسئ او ټولې توکیزې(مادي)، مانیزې (معنوي)، الله تعالی ورکړې او اکتسابي پانګې پکې ورنغاړلې وبولئ؛ نو په دې حال کې به ټول رزقونه ثابت و مومئ او وبه وينئ چې هېڅوک په زرنګۍ او ځيرکی په خپل رزق ورزياتونه نشي کړای. په دې توګه هر څوک بايد وويني چې کوم رزق د کوم رزق په بيه پېري. څوک چې عاقل دی او خپل عمر بهترين نعمت بولي؛ نو که په ژوند کې څه محروميت ورمخې ته شو په هېڅ ډول يې بې برخېتوب نه بولي؛ بلکې منندوی به وي چې له ارزښتمن رزقه برخمن دی او هغه چې ډېر تجمل غواړي هرومرو به يا له خپل عمره لګوي او يا به د پوهې پر ترلاسه کولو بوخت نشي.

همدا و، چې علي کرم الله وجهه په شعر وايه:

رضينا قسمة الجبار فينا

لَنا عِلْمٌ ولِلْجُهَّالِ مَالُ

«له الهي برخې خوشحال یو، موږ ته يې پوهه راکړې او ناپوهانو ته مال. »

يعنې پوهه او شتمني يې يو د بل پر وړاندې دوه رزقه بلل.

د دې ټکي يادونه مهمه ده چې دلته د علي کرم الله وجهه د خبرې مخ د خلکو د رزق په اړه دی، نه د ټولنې مديرانو، مدبرانو، سنبالوونکيو او سياستګزارانو ته. کله چې د ايثار خبره کېږي خطاب ټولو ته دی. ايثار د يو ارزښت په توګه د ټولنيز اخلاق رکن کېدای شي؛ خو لکه څنګه چې مخکې مو وويل پر بنسټ يې يو ټولنيز غونډال (نظام) جوړوای نشو؛ ځکه په دې بڼه کې به ټولنه خپره وره شي. علي کرم الله وجهه وپوښتل شو، عدل غوره دی يا جود؟ ويې ويل: «عدل»؛ ځکه:

الْعَدْلُ يَضَعُ الْأُمُورَ مَوَاضِعَهَا وَ الْجُودُ يُخْرِجُهَا مِنْ جِهَتِهَا وَ الْعَدْلُ سَائِسٌ عَامٌّ وَ الْجُودُ عَارِضٌ خَاصٌّ فَالْعَدْلُ أَشْرَفُهُمَا وَ أَفْضَلُهُمَا : عدل، هر څيز په خپل ځاى کې ږدي، حال دا، بخشش یې له خپل ځايه بې ځايه کوي، عدالت د خلکو ټولیز تدبير دى حال دا، بخشش په يوې ځانګړې ډلې پورې اړوند دى؛ نو عدالت شريف او غوره دى[12].

علي کرم الله وجهه په واقع کې وويل که يو يو تن ته يې پوښتې، ځواب دا دی چې جود ښه دی؛ خو که د خبرې مخ دې متوليانو او مديرانو ته وي، عدل غوره دی؛ ځکه عدل د ټولېزو او عمومي سياستګزاريو سرچينه ده، خلکو ته سپارښتنه کېږي، که په کوم ځای کې مو وغوښتل؛ نو له خپل حقه تېرېدای شئ؛ خو مدير يا واکمن ته بیخي سپارښتنه نه کېږي چې د خلکو حقوق سرسري وبولئ او ځيرنه و نه کړئ او ګوزاره حالي وسئ؛ نو د رزق په اړه چې سپارښتنه شوی يو يو انسان ته خطاب دی؛ خو هغوی چې د خلکو د چارو واګې ورسره دي، نبايد د خلکو د معيشت د تامين؛ تنظیم او سمونې پر ځای ورته ووايي، د خپلې روزۍ زياتولو ته استغفار وکړئ يا په الطلوعين کې ويښ وسئ. حکومت د خلکو کفالت پر غاړه لري او د عامه مصلحت استازی دی او بايد کار، کور او سوکالي ورکړي.

پر ويشل شوي رزق د قناعت مانا

 څلورم، په رزق قانع والی په دې مانا نه دی، که چا تېری وکړ او زموږ حق يې وخوړ، څه ورته ونه وايو، بايد د ظالمانو او غاصبانو مخه ډپ کړو. هغه رزق چې په لټه کې يې يو، هماغه رزق دی چې بل په ناحقه غصب کړی او نه پرېږدي چې راورسي، په داستانونو کې دي چې معاويه د ابوسفيان زوی خلکو ته وويل: الله تعالی وايي:

[وَإِنْ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا عِنْدَنَا خَزَائِنُهُ وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلَّا بِقَدَرٍ مَعْلُومٍ[13] = او د ټولو څيزونو سرچينې يوازې له موږ سره دي؛ خو هر څيز په يوه ټاكلې اندازه راښکته کوو. ]

 اوس څه رانه غواړئ؟ څوک چې هر څه غواړي، الله تعالی له خپلې خزانې او زېرمې ورته نازل کړي؛ نو له ما څه تمه لرئ؟ له ناستو يو پورته شو، ويې ويل: هو، الله تعالی نازل کړي؛ خو تا يې مخه ډپ کړې او نه پرېږدې چې موږ ته راورسي؛ نو څنډې ته شه چې نعمت راورسي. کله په ټولنو کې واقعاً وضع همدغسې ده؛ يعنې بايد ځينې څنډې ته شي چې مقدر رزق راورسي.

رزق د انسان د ملکیتونو نه، بلکې د برخمنو ټولګه ده

پينځم ټکی چې بايد پردې مطلب ور زيات شي، دا دی چې رزق په واقع کې هغه څه دی چې يو انسان ترې برخمن دی نه هغه څه چې لري يې. د دې دواړو ترمنځ توپير دی، څوک چې ډېرې پيسې لري؛ خو د لګښت زړه يې نه لري، نبايد وانګېري چې رزق يې زيات دی. د علي کرم الله وجهه وينا د ګدايانو په څېر ژوند کوي؛ خو د اغنياوو حساب ترې اخلي. تېروتي به يو که وانګېرو، داچې پلانی پيسې لري، حتماً يې رزق ډېر دی. څوک تر طماع او بخيل خورا بدمرغه او کمروزی دی؟ ځانمنی له رزق څخه ډېر لږ برخمن دی. په همدې مانا کې علي کرم الله وجهه وايي: سعة الا رزاق فی حسن الاخلاق[14]: د رزق پراخي د ښه خوی زوکړه ده.

ښه خوی درلودل د رزق له مصاديقو ځنې دي

د خبرې له ظاهره خو انګېرلېږي، که د ښه چلن خاوند وسئ؛ خلک ډېر جوش درسره اخلي او د عوايدو ترلاسه کول به مو ډېر شي؛ خو د خبرې زڼی دا دی چې له اخلاقي فضايلو د تش انسان رزق کم دی؛ ځکه له نعمتونو به يې برخمني لږه وي؛ نوځکه ظاهراً موړ او غني دی؛ خو په واقع کې بدمرغه دی. لکه طماع او سترګې نيوونکی چې څه لري ورباندې قانع نه دی، شتمني يې ډاډمني نه ورکوي او د برخمنۍ او تنعم احساس نه لري. ځانوينی اوځانمنی هم که سلام پرې وانه چوې، بدمرغي ننګېري که څه له نعمتونو برخمن وي.

د علي کرم الله وجهه په خبرو کې راغلي چې ځانخوښی انسان تر ټولو يوازې دی (لا وحده او حش من العحب) علت يې دا دی چې ځان يې په يوه داسې مقام او مرتبه کې کېنولی چې هېڅوک يې ملګری نه دی. دغسې انسان هغه ته ورته دی چې په بېديا کې يوازې خوشې شوی، دا سړی چې څومره شتمني هم ولري، خوند ترې نه اخلي؛ نوځکه که د رزق پر مانا ښه پوه شو په دنيا کې به راحت او بې غمه ژوند وکړو.

د رزق پر مانا سمه پوهېدنه ډاډ راولاړوي

قناعت يعنې همداچې په خپل کفاف او بسياينې قانع اوسو، «کفاف» د «کفّ» له جرړې ځنې دی؛ يعنې څه چې د انسان اړتيا پوره کوي او له نورو د غوښتنې او هيلې خنډېږي په رواياتو کې لرو چې پېغمبر  صلی الله علیه و آله وسلم به دعا کوله:

اَللَّهُمَّ اُرْزُقْ مُحَمَّداً وَ آل َمُحَمَّدٍ اَلْكَفَافَ[15]

کله چې د رزق پر مانا او مقدروالي يې پوه شو؛ نو هله پوهېږو چې له الله تعالی څه وغواړو او د کوم رزق زياتوالي ته دعا وکړو. او کله چې وايو: «الله تعالی! ښه خوی را»، پوهېږو چې اوچت رزق او بهترين نعمت مو ترې غوښتی. مولوي، په خورا موشګافۍ او ځيرنه دا مسله موندلې وه چې ويل يې: نبايد خارشنه خو کارغه له الله تعالی اوږد عمر وغواړي؛ چې دا به هم په خارشنه خورۍ تېروي. دا بايد له کارغه توب خلاصون وغواړي؛ يعنې د وجود تبديل او له ناپاکه خوړنې خوشې کېدنه، چې ورته لازم او برکتي رزق دی

کاغ کاغ و نعره زاغ سیاه

دایماً باشد به دنیا عُمر خواه

گر نه گُه خوار است ان گنده دهان

گویدی کز خوی زاغم وارهان

هر که روزی شاهد و خوشرو بود

گر سیه گردد تدارک جو بود

د رزق په اړه مو خبره کوله او خپل زوی ته د علي کرم الله وجهه په خبرو کې مو دا مطلب ولوست چې عمر او ژوند دې نورو ته د شتمنيو راټولولو لپاره مه تېروه؛ نور خپل رزق لري او که څه ترلاسه کړې، پر ژوندوني يې نفقه کړه او د نورو زېرموال مه اوسه. صدقه او خيرات ورکول، په يوه رزق د بل رزق بدلول دي. او رزق دوه ډوله دي: هغه رزق چې دې غواړي او هغه رزق چې ته يې غواړې، هڅه مو وکړه چې د رزق د مفهوم په هکله مقتضی څرګندونه وکړم. په لنډو مو وويل چې د علي کرم الله وجهه او نورو ديني مشرانو د ويناوو له مخې، د انسان رزق ثابت دی او که انسان پر دې ټکي پوه شي او باور وکړي، هم به ګټه وکړي او هم به یې هوساینه او سوکالي ور په برخه شي. [16]

حضرت علي په بل ځای کې وايي:

اعْلَمُوا عِلْماً يَقِيناً أَنَّ اللَّهَ لَمْ يَجْعَلْ لِلْعَبْدِ وَ إِنْ عَظُمَتْ حِيلَتُهُ وَ اشْتَدَّتْ طَلِبَتُهُ وَ قَوِيَتْ مَكِيدَتُهُ أَكْثَرَ مِمَّا سُمِّيَ لَهُ فِي الذِّكْرِ الْحَكِيمِ وَ لَمْ يَحُلْ بَيْنَ الْعَبْدِ فِي ضَعْفِهِ وَ قِلَّةِ حِيلَتِهِ وَ بَيْنَ أَنْ يَبْلُغَ مَا سُمِّيَ لَهُ فِي الذِّكْرِ الْحَكِيمِ وَ الْعَارِفُ لِهَذَا الْعَامِلُ بِهِ أَعْظَمُ النَّاسِ رَاحَةً فِي مَنْفَعَةٍ وَ التَّارِكُ لَهُ الشَّاكُّ فِيهِ أَعْظَمُ النَّاسِ شُغُلًا فِي مَضَرَّةٍ وَ رُبَّ مُنْعَمٍ عَلَيْهِ مُسْتَدْرَجٌ بِالنُّعْمَى وَ رُبَّ مُبْتَلًى مَصْنُوعٌ لَهُ بِالْبَلْوَى فَزِدْ أَيُّهَا الْمُسْتَنْفِعُ فِي شُكْرِكَ وَ قَصِّرْ مِنْ عَجَلَتِكَ وَ قِفْ عِنْدَ مُنْتَهَى رِزْقِكَ[17]

« په یقین پوه شئ! خداى چې خپل بنده ته په ذکر حکیم[“الهي علم” “قرآن حکیم” او “لوح محفوظ”] کې څه ژمنه کړې وي، زيات ترې نه ورکوي” که څه ځیرک – مدبر سياستوال، زيارکښ او په کړلار جوړولو کې غښتلى وي. ” او (همداراز) څه چې خداى په خپل علم کې بند ته ورکښلي وي، ور وبه یې رسوي که څه بنده بېوسې او تدبیر یې لږ وي. څوک چې پردې حقيقت وپوهېږي او ويې کاروي، له ټولو خلکو به هوسا وي او ډېره ګټه به وکړي او څوک چې دا (حقيقت) پرېږدي او پکې شکمن شي؛ نو تر ټولو خلکو به په سختيو کې ډوب او تاواني به وي، ډېر داسې نعمت ورکړل شوي دي، چې پر عذاب اخته کېږي او ډېر اخته کسان دي، چې په اخته کېدو کې جوړ شوي او ازمېیل کېږي؛ نو له دې وينا برخمنېدونکيو! پر شکر ايستو دې ورزيات کړه او له بې ځايه بيړې لاس واخله او په در رسېدلى روزۍ قناعت وکړه »

د مطلب راز دا دی چې انسانان معمولاً يوازې خپل مالونه رزق شمېري او د دې رزق زياتولو ته چې څومره هڅې کوي، منظور يې ترې روزي وي؛ نوځکه په آسانۍ د رزق پر ثابتوالي او تضمين يې ماغزه نه خلاصېږي. حال دا له عامو نعمتونو چې برخمن يو (استعدادونه، وړتياوې، دننني او بانديني شونتياوې، عمر، علم، روغتيا او. . . ) ټول د رزق برخې شمېرلېږي او هر چاته د دې رزقونو له ټولګې ځنې ټاکلې مقدار دی. د ثابت رزق مانا همدا ده. البته رزقونه په يوه بل اوړي او دا اړونه دا توهّم رادبره کوي چې د رزق کچه تغيير مومي، حال دا، انسان يو شمېر رزقونه لګوي چې يو شمېر نور ترلاسه کړي؛ نوځکه په ټول کې د رزق کچه تغيير نه کوي؛ خو بڼه او ډول يې اوړي. په هر حال انسان نړۍ ته په محدودو وسمنيو راځي او هومره چې مقدره ده يو رزق پر بل رزق اړولای شي.

ولې د خلکو رزق مساوي نه دی؟

ارزاق هم ثابت دي او هم متفاوت. الله تعالی په نړۍ کې رزقونه مساوي ويشلي نه دي. دا مطلب هم له قرآن حکیم څخه زده کولای شو[18] او هم د انسانانو ژوند ته په کتنې سره د دې ټکي سموالی راښيي. د ارزاقو د تساوۍ نشتون هم دا دی چې دا دنيا د استحقاق ځای نه دی. په هغې دنيا کې خلک د خپل ترلاسه کړي استحقاق له مخې، رزق ترلاسه کوي او که ښه سم يې ووايو، څوک له خپل استحقاقه لږ نه ترلاسه کوي او البته تفضل او لورنه هم پکې شته. هلته هم الله تعالی رزاق دی؛ خو دا رزاقيت به د ترلاسه شوي استحقاق له مخې وي، حال دا په دنيا کې رزق په استحقاق پورې اړوند نه دی او پر يو شمېر خلکو ظلم کېږي.

د ارزاقونو په وېشنه کې چې کوم مصلحت او حکمت دی او انسانان په بېلابېلو ځايونو کې کېنوي؛ نو دا رانه پټ دي. له دې ټولو سره سره نبايد د رزق په پېژندنه کې ظاهر ويني اوسو. لکه د اسلام پېغمبر  صلی الله علیه و آله وسلم که څه په ظاهره د مال و مکنت خاوند نه و؛ خو رزق يې د الله تعالی تر نورو بندګانو په ځلونو ځلونو ډېر و او تر وحې، راز پوهنې او د عالم د باطنو له راسپړنې به اوچت رزق چېرې وي؟ د کوثر خاوند و:

[ إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ[19]= په حقيقت كې موږ كوثر [= خير او ډېر بركت ] دركړ.

د دې رزق کثير يو مصداق؛ لکه څنګه چې ځينو مفسرینو ويلي، د پېغمبر  صلی الله علیه و آله وسلم عزتمنه لور وه. حالات هم ښيي چې پېغمبر  صلی الله علیه و آله وسلم له رزق کثير څخه برخمن و، له آره پېغمبران د الله تعالی برخمنترين، مرزوقترين او متنعمترين انسانان وو. که الله تعالی نورو ته موټی موټی نعمتونه ورکړي؛ نو دوی ته يې په لمنو لمنو ورپېرزو کړي دي؛ خو هغه چې د دې ټولو نعمتونو درلودونکی دی او ولايت لري، هرومرو ترې غواړي چې نور هم له دې رزقه برخمن کړي.

د رزق ورکونې د لړۍ په سر کې، الله تعالی دی او ورپسې وليان يې دي چې مستحقينو ته نعمتونه او الهي ارزاق وررسوي. پردې سربېره، طاعت او تقوا هم د حق رزق دی او د علي کرم الله وجهه په وينا، د تقوا په هکله يوه کړنه هم کوشنۍ نه ده؛ يعنې تقوا د انسان مانيز (معنوي) رزق اوچتوي او له نعمته يې برخمنوي:

لا يَقِلُّ عَمَلٌ مَع تَقوى، و كَيفَ يَقِلُّ ما يُتَقَبَّلُ: له تقوا سره مل هره کړنه، لږه نه ده او څرنګه به يو څيز لږ وي، چې قبلېږي؟»

په هر حال په رزق کې ډېر پرېمانه توپیر دی او له منځه وړل يې غوښتای نشو.

وَلَا تَتَمَنَّوْا مَا فَضَّلَ اللَّهُ بِهِ بَعْضَكُمْ عَلَى بَعْضٍ[20]

پر ځینو کسانو باندې د ځینو تفضل او غواروی او په هستۍ کې شته تکويني او طبيعي توپیرونه د هستۍ عين شتون دی.[21]

او پر دې مطلب پوهېدل عين نړۍ پېژندنه ده او دا پوښتنه چې «ولې يو شمېر پېغمبران شوي يا له پرېمانه رزق څخه برخمن وي» په الهي سنبالښت یا مديريت کې يوه هسې په هسې لاسوهنه ده. په قيامت کې پوښتلای شو چې ولې پلانی په جنت کې او پلانی په دوزخ کې دی. دا پوښتنه مخکې ترلاسه شوي استحقاقونه ځوابوي. خو په دنيا کې شته توپيرونه د هستۍ د طولي نظام لازمه ده. رزق بايد له يوه لاسه بل ته ور ورسي او انسانان يو بل ته اړمن وي.

د رزق په اندازې پورې اړوند ستونزې

په روایاتو کې راغلي چې:

لايجد عبد طعم الايمان حتى يعلم ان ما اصابه لم يكن ليخطئه و ان ما اخطاه لم يكن ليصيبه[22]

بنده هله د ايمان خوند څکي، چې پوه شي، څه چې پرې راغلي، محال وه چې رانشي او څه چې نه دي راغلي، محال وه چې راشي.

يعنې د ايمان شکل يې پردې چار باندې په یقین پورې اړوند کړی دی. بلخوا دا خبره (= هر څوک چې په هر ځای کې دی او له روحې او ټولنيز پلوه چې کومه مرتبه او وضع لري، د الله تعالی اراده او غوښتنه به وه، چې دا ځای يې ورکړی دی) کله لامل شوې چې يوه ډله یو ډول درويش مسلکي (ملنګي) او انحرافي منحط تصوف ترې وانګېري او ځان په نړۍ کې بيکاره وبولي، چې سل په سلو کې هېڅ را څخه نه جوړېږي او دا لار خپله کړي چې « دا به هم تېر شي»، چې هو، نه ښايي ځان وخوځاوو او د شته وضع بدلون ته مټې راونغاړو. څه چې دي د الله تعالی غوښتنه ده او چې هغه ونه غواړي، يو څيز به هم وانه وړي؛ که دا په وګړيزو مسايلو کې وي (لکه د ورهڼې – کسب و کار پراختيا او د سوکاله ژوند ترلاسه کولو ډېره هڅه و هاند) او که په ټولنيزو او سياسي مسايلو کې وي؛ بايد انتظار وکاږو چې څه کيږي.

هو دې ډول انددود – د فکر طرز، ډېر کړاوونه راتپلي او لازم دي، چې په دې اړه ډېر غور وکړو.

لومړی راځوو او مطلب د علي کرم الله وجهه له ليد لوري راڅيړو او ووينو، چې امام په بل دريځ کې څه خبره کړې او له خلکو يې څه غوښتي:

« اتقوا الله فى عباده و بلاده فانكم مسئولون حتى عن البقاع و البهائم: له الله تعالی وډار شی او تقوا خپله کړﺉ؛ ځکه د الله تعالی پر وړاندې د الله تعالی د بندګانو، ښارونو، کورونو، او څارویو پازوال یاست[23]»

مالو مېږي چې علي کرم الله وجهه ددې مطلب (= چې په نړۍ کې الله تعالی د انسانانو دريځ او معيشت ټاکي) او هغه بل مطلب (= چې انسان ان د کورونو او څارويو په اړه پازوال دی) ترمنځ هېڅ توپير نه دی لیدلی؛ يعنې د ده په منطق کې دا دواړه مسالې نا سازګاره نه دي او يو له بل سره ورجوړيږي؛ نو بايد یو فکر وکړو او دا اجزاوې يو له بل سره سازګارې کړو. پازوالېدل له منفعل والي سره سازګاری نه دی؛ نو بايد له دې ټولګې يوه پوهېدنه ولرو. چې دا توپير له منځه يوسي.

انسان د رزق تر غوښتو ډېر بايد د اسراف نه کولو پروا ولري

دلته د زياتونې ټکی دا دی. مخکې تردې چې ډېر رزق وغواړو، بايد د الهي نعمتونو د اسراف اندېښنه راسره وي. انسانان په پيسو لګلولو کې کنجوسي کوي؛ خو د عمر په لګښت کې سخاوت کوي، ته وا يوازې ماديات رزق دی او عمر چې د ثروت ترلاسه کولو لپاره ولګېږي، رزق نه شمېرلېږي. وګړي داچې ثروت يې زياتېږي انګېري رزق يې ډېر شوی دی؛ خو هېروي چې په بل ځای ې يې د عمر په لګښت کې اسراف کړی او اوچت رزق يې له لاسه ورکړی دی.

دا دوه مذموم او ناوړه صفتونه؛ يعنې په مادياتو کې کنجوسي او حرص او د مانیزو (معنوي) رزقونو په لګښت کې اسراف او افراط، بايد خپل ځای په مادي رزقونو کې قناعت او د مانیزو پانګو په لګښت کې منځلارۍ ته پرېږدي، چې معمولاً موږ مانيز رزقونه رزق نه ګڼو او پر قدر يې نه پوهېږو.

د دې راز چې ځينې خلک له خپلو رزقونو ناراضي دي، دا دی چې دوی خپل مانيز نعمتونه نه پېژني. ډېر نعمتونه غوښتل بد نه دي؛ خو نبايد هېر کړو چې د دې ټولو نعمتونو پر وړاندې پازوال (مسول) يو او بايد يوه ورځ پلټنې ته غاړه کېدو:

ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ[24]= بيا به هرومرو پر هغه ورځ له (دركړ شويو) نعمتونو وپوښتل شئ.

څوک چې پر دغسې شمېرانې یا محاسبې ايمان لري، د نعمتونو په راټولولو کې به حريص نه وي، په تېره هغه نعمت چې دومره يې نه پکارېږي. انسان بايد د پوښتنې پر مهال د کړي لګښت دفاع وکړای شي، له همدې لامله وار له مخه دې له ځان سره ټينګه محاسبه وکړي.

حَاسِبُوا أَنْفُسَكُمْ قَبْلَ أَنْ تُحَاسَبُوا: مخکې تردې چې حساب درسره وشي، له ځان سره حسابي وکړئ. »[25]

ډېر رزق د الله تعالی پر وړاندې د محبوبيت نښه نه ده

همداراز نبايد هېر کړو چې ډېر رزق لزوماً د الله تعالی پر وړاندې د ډېر محبوبيت نښه نه ده. د ډېر رزق پايله او لازمه يوازې ډېر مسووليت دی. «د ډېر بام ډېره واوره وي. » هو، که دا رزقونه په ځيرنه ولګوي او پر وړاندې يې خپل مسووليتونه پوره ترسره کړي؛ نو محبوب به وي؛ خو که د نعمت ناشکري وکړي بيا؟ بلخوا کله د نعمتونو ناشکري «استدراج» يا «املأ» وي؛ يعنې انسان ته مهلت ورکوي چې راروسته سخته حسابي ورسره وشي. [26]

نه داچې عزيز او عزتمن و، برخمن يې کړ، قرآن حکیم هم دې ناسمې اندنې ته اشاره کوي او وايي:

فَأَمَّا الْإِنْسَانُ إِذَا مَا ابْتَلَاهُ رَبُّهُ فَأَكْرَمَهُ وَنَعَّمَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَكْرَمَنِ وَأَمَّا إِذَا مَا ابْتَلَاهُ فَقَدَرَ عَلَيْهِ رِزْقَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَهَانَنِ[27]= خو انسان ته يې چې پالونكى د ازمېښت لپاره عزت او نعمت وركړي، (مغرورېږي) وايي: ((پالونكي مې عزتمن كړم (؛ ځکه ځاى يې راکې شته)!)) او چې د ازمېښت لپاره روزي پرې ورتنګه كړي؛ نو (نهيلېږي او) وايي: ((پالونكي مې سپک كړم!))

تقوا د الله تعالی پر وړاندې د محبوبيت شرط دی

په دنيا کې د نعمتونو کمی او زياتی نبايد د الله تعالی پر وړاندې د ذلت يا عزت په مانا وبولو. د الله تعالی پر وړاندې تقوا د عزت او کرامت سرچينه ده:

إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ[28]

څوک چې د تقوا له رزق څخه برخمن دی، خورا کريم او خورا شريف دی. تقوا هم له يوه ځانګړي دين څخه د لاروۍ په شپول کې نه ده. تقوا په دې مانا ده چې د وګړي په زړه کې دې د ديانت زڼی ـ چې د الله تعالی يادول دي ـ پروت وي. څوک چې د دې ځانګړنې درلودونکی شو، معلومېږي چې الله تعالی اعتنا ورته کړې او عزتمن کړی يې دی.

 په هر حال بې د «تقوا» له نعمته بل هېڅ نعمت د الله تعالی پر وړاندې د عزت او محبوبيت کچه نه ده؛ نو له دې مخې نبايد څوک په غیرې تقواتوب د لاس ته راوړنې په ډګر کې حرص وکړي او خپله لاس ته راوړنه، د حق پر وړاندې خپل عزت، کرامت او محبوبيت وشمېري. نور هم نبايد ظاهري نعمتونه په ښو او بدو کې د خلکو د درجه بندۍ کچه وبولي. پردې سربېره بايد پوه شو کوم نعمت او رزق چې راته مقرر شوی هېڅوک يې رانه اخستای نشي.

له پېغمبر  صلی الله علیه و آله وسلم څخه د اهل سنتو او شيعه وو له لارې يو حديث رارسېدلی چې:

إِنَّ رُوحَ اَلْقُدُسِ نَفَثَ فِي رُوعِي أَنَّهُ لَنْ يَمُوتَ عَبْدٌ مِنْكُمْ حَتَّى يَسْتَكْمِلَ رِزْقَهُ فَأَجْمِلُوا فِي اَلطَّلَبِ فَلاَ يَحْمِلَنَّكُمُ اِسْتِبْطَاءُ اَلرِّزْقِ عَلَى أَنْ تَطْلُبُوا شَيْئاً مِنْ فَضْلِ اَللَّهِ بِمَعْصِيَتِهِ: روح القدس په زړه کې دا حقيقت راپو کړ، هېڅوک به تر هغه ونه مري چې خپل رزق يې پوره کړی نه وي؛ نوځکه د رزق په لاس ته راوړو کې بيړه مه کوئ او که رزق مو ځنډ شو، هسې نه چې په ګناه يې لاس ته راوړو ته اقدام وکړئ. [29]

نو له دې مخې د مړینې په څېر د کسانو رزق هم ټاکل شوی دی.

إِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ فَلَا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً[30]

د عمر ثانيې او د رزق مړۍ شمېرل شوي دي. کمېږي يا ډېرېږي نه؛ نو عاقل هغه دی چې په رزق کې د حرص او ډېروالی پر ځای يې، د ښه لګښت په فکر کې وي. «په طلب کې اجمال» (يعنې په لاس ته راوړو کې حرص نه کول) چې علي کرم الله وجهه په همدې ليک کې راغلی او تردې روسته به اشاره ورته وکړو: فخفض فی الطلب و اجمل فی المکتسب (غوښتل سپک او ترلاسه کونه لنډه کړه) او په همدې وينا کې يو وياړن ټکي ته ور رسو چې وايي: فانک ان نقصصاض کابتنهال من نفسک عوضا: نو څه چې له ځانه ورکړې، انډول او معادل به يې ونه مو مې.

او دا، يعنې د انسان وجود او کرامت يې يو رزق دی، چې په بايللو کې يې عين خسران او زيان دی.

دين، بشر د دنيوي نعمتونو ډېر لګښت ته نه هڅوي

په اوسني وخت کې ډېر غوښتنه او له طبيعته ډېره ګټه اخستنه د يو آر او ارزښت په توګه دودېږي، حال دا، د هستۍ په نظام کې له اندازې ډېر د نعمتونو د لګښت جواز نلرو. يوازې اجازه لرو د بسيايينې تر بريده ګټنه ترې وکړو. البته د دين له نظره ډېره اخستنه ترې منع شوې نه ده؛ خو نه منع کول له سپارښتنې او هڅونې سره توپیر لري. څه چې نن وينو ټينګه هڅونه ده او ان د فضيلت کچه همدا ډېر لګښت او مصرف دی، ته وا دا دنيا پيدا شوی چې انسان ښه وروي او تش پوک یا تفاله ترې پاتې شي. په دې آر ګروهه، زموږ د پېر فلسفه شوې ده؛ خو د الله تعالی د وليانو فلسفه دغسې نه وه. نه ښايي انسان هېر کړي چې ډېره ګټنه، ډېره حسابي او نيونه هم لري. البته موږ په داسې دنيا کې راګېر يو او داسې لوبې ته ورننوتي يو چې مقابل لوری مو په دې ليد ګروهه نلري. دوی په ټينګه او شدت سره د طبيعت د روولو په لار کې پر مخ درومي؛ نو هغوی چې د دوی فلسفه نه مني دوه لارې ورته شته: يو د سيال کابو کول او د دې سيال د بيړۍ مخنيوی او بل ځان ته د ژوند فلسفه او له طبيعته د برخمنۍ د بريد څرګندول.

د رزق د تقدير مانا او ثابتوالی يې

لکه چې و مو ويل: ټاکلی رزق په دې مانا نه دی چې څوک د رزق ترلاسه کولو ته هڅه ونکړي؛ بلکې مانا يې دا ده چې انسانان د رزق په لاس ته راوړو کې، ځانونه هلاکت ته ور ونه غورځوي او ترې ورهخوا، تر هڅې روسته، که برخه يې تر نورو لږه شوه، په خوښۍ يې ومني او ګرېون څېري نکړي، خپله هڅه دې نه کموي؛ خو غوسه دې راکمه کړي؛ ځکه غوسه، عين د رزق کمول دي. موږ خو الوتونکي نه يو او بايد د خپلې روزۍ په لار کې هڅه وکړو او دا زيار، د محبوب له نظره مستحسن دی. څوک چې په حلال رزق پسې درومي، لوی عبادت کوي.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِيَ لِلصَّلَاةِ مِنْ يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ[31]= مؤمنانو! چې د جمعې ورځې د نمانځه اذان وشي؛ نو د الله يادولو خوا ته وروځغلئ او پېر پلور پرېږدئ. كه پوه شئ؛ نو دا درته غوره ده.!

فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلَاةُ فَانْتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللَّهِ (جمعه/۱۰) = نو چې لمونځ وشو (نو ازاد ياست) پر ځمكه خواره شئ او د الله له فضله (رزق) څه ولټوئ.

د الله تعالی فضل غوښتل؛ يعنې په حلالې روزۍ پسې تلل، په روم سورت کې راغلي:

وَمِنْ آيَاتِهِ مَنَامُكُمْ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَابْتِغَاؤُكُمْ مِنْ فَضْلِهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَسْمَعُونَ[32] = او (د حكمت) له نښو یې د شپې او ورځې (غرمې) مو ويدېدل او (د ورځې) یې له فضله (د روزۍ ترلاسه كولو لپاره) ستاسې لټه ده، په دې (مانا كې هم) هغوى ته دلايل دي، چې اورېدونکي غوږونه لري.

 نو د حلال رزق ترلاسه کول ښه دي او لا ډېر ښه دي او د رزق مقدر والی، پايله او مدلول يې د زيار پرېښوول نه دي؛ بلکې پايله يې نرمه او بې حرصه هڅه ده او حرص د انسان رزق نه زياتوي. هېر نکړو چې په ټول کې زموږ رزق ټاکلی بريد لري.

نو د نبي کريم  صلی الله علیه و آله وسلم دا سپارښتنه له پامه ونه غورځوو؛ (اجملو الطلب): «په ښکلې او مجملې بڼې، نه د ډېر غوښتې لپاره، په رزق پسې ولاړ شئ. » د سعدي په وينا:

رزق هر چند بی گمان برسد

شرط عقل است جستن از درها

ورچه کسی بی اجل نخواهد مرد

تو مرو در دهان اژدها

د رزق د لګښت طريقه هم مهمه ده

پردې سربېره د رزق ترلاسه کول هم کافي نه دي، سم لګښت يې هم شرط دی. له يوه الله تعالی پېژاندی انسان سره د نعمتونو د ګټنې اندېښنه وي؛ خو د قناعت له لامله خاطر جمع دی. ډېر غواړي هغوی دي چې د نعمتونو د لګښت او حسابۍ پروا نلري.

پاتېدوني او نه زوالېدونکي رزقونه غوره رزقونه دي

بل مطلب د رزق د ډول په باب دی. مطلوب رزق چې انسان يې په اړه حساس وي او له الله تعالی يې وغواړي کوم يو دی؟ په رښتيا موږ په دعا کې له الله تعالی کوم رزق وغواړو؟ هغه کوم رزق دی چې شتون يې، بل هر څيز راته اسانوي؟ د الله تعالی اوچت او غوره رزق کوم يو دی؟

په ډاګه ده چې پاتېدوني رزقونه تر ناپاتېدونو مهمتر دي. د علي کرم الله وجهه په تعبير

متقيان په نا پاتېدونو څیزونو کې زهد خپلوي او په پاتېدونو زړه خوشحالوي:

قُرَّةُ عَيْنِهِ فِيمَا لَا يَزُولُ وَ زَهَادَتُهُ فِيمَا لَا يَبْقَى[33]

مولوي په دنيا کې د رزقونو د مرتبو په توضيح کې وايي چې ځينې ستونی غواړي او ځينې په مړۍ پسې دي:

لقمه بخشی آید از هر کس به کس

حلق بخشی کار یزدان است و بس

حلق بخشد جسم را و روح را

حلق بخشد بهر هر عضوت جدا

انسان هم مړۍ ته اړتيا لري او هم د هاضمې جهاز ته؛ خو يوه ګټه ده او بله ګټوره پانګه. بايد دويمې وغواړو.

که ظاهر ويني څنډې ته کړو؛ نو د دنيوي نعمتونو په پار به ګيله او شکايت و نه کړو؛ ځکه وبه وينو چې په دنيا کې ډېر نعمتونه خواره دي يوازې نعمت ناپېژندنه ده چې د ليدو يې خنډېږي.

مولوی وايي:

لی حبیب حبه یشوی الحشا

لو یشیا یمشی علی عینی مشا

روز آن باشد که روزیم او بود

ای خوشا آن روز و روزی ای خوشا

يعنې يو دوست لرم چې زما سترګې يې د پښو د تليو فرش دی. زما ورځ هغه ورځ ده چې هغه مې روزي وي. ښه ده هغه ورځ ښه ده هغه روزي!

روزها گر رفت گو رو باک نیست

تو بمان ای آن که چون تو پاک نیست

دا هم يو ډول روزي ده. انسان تر هغه چې د مينې او محبت خوند څکلی نه دی، د دې نعمت له بې برخېتوبه ګيله او شکايت نلري. دغسې وګړی د الله تعالی رزاقيت يوازې د مادي روزۍ په ورکړه کې بولي او د همدې درک هومره غوښتنه کوي او داچې د محبت نعمت نه ويني؛ نو نه يې غواړي؛ نو روزي غواړي وګړی دې روزي پېژاندی هم وي که نه ناکام به وي.

همداراز ځينې روزۍ د ځينو نورو روزيو سریزې دي او چې کله څوک له ړومبي بې برخې شو، دويمي به هم ترلاسه نکړي. مړانه او شجاعت ډېری لاس ته راوړونو ته يوه لازمه سريزه ده او د مولوي په وينا:

تاجر ترسنده طبع شیشه جان

در طلب نه سود بیند نه زیان

بل زیان دارد که محروم است و خوار

نور او باید که باشد شعله خوار

ياد مو وي چې شعله خواري (لمبه خوړنه) د نور نوشۍ (رڼا څښلو) سريزه ده. همداراز د يو شمېر وګړيو رزق پر نورو وګړيو ورحواله شوې دی. په همدې مانا الله تعالی ويلي:

وَالَّذِينَ فِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَعْلُومٌ[34]= او هغوى چې په مالونو كې يې يو ټاكلې برخه وي،

لِلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ[35]= د سوالګر او بې برخې لپاره (چې له بېوسۍ سره سره سوال نه كوي)،

په هر حال دنيا د ګڼې ګوڼې او د رزق د ثابتوالي نړۍ ده، که کوم کار کوي لومړی ډاډ و آرامش القأ کوي او دويم تمه او حرص څنډي؛ خو نه د نورو په لاسنيوي کې د انسان دنده منتفي کوي او نه د رزق لاس ته راوړو ته د انسان هڅه بې وجې او بې مانا کوي او دا خپله انسان سره ده چې کوم ډول رزق ډېر وغواړي او کوم نعمت تر بل نعمته ورځار کړي او څرنګه د نعمت په شکرانه کې د نعمت زياتولو ته هڅه وکړي. د نعمت د شکر شرح مې د متقيانو په ځانګړنو کې راوړې ده، دلته يې نه تکراروم. 

د الله تعالی طاعت د پاک رزق له مصاديقو دی

د حضرت علی کرم الله وجهه د خبرو پر شرح لګيا وو. و مو ويل چې انسانان په دنيا کې ثابت رزق لري او رزق يوازې په لاس ته راوړو (مکتسباتو) او په تېره په شتمنيو او املاکو کې نه رالنډېږي. که واقع ويني اوسو؛ نو مو مو چې د الله تعالی طاعت هم رزق او غنا ده، هغوی چې سر غړاند دي خورا بېوزلي دي:

يا مَنِ اسْمُهُ دَوآءٌ وَ ذِكْرُهُ شِفاَّءٌ وَ طاعَتُهُ غِنىً

 په دې خبرو پسې، امام خپل زوی ته د آخرت او په دنيا کې د انسان مسافرتوب ته نوې يادونې ورکوي:

وَ اعْلَمْ أَنَّ أَمَامَكَ طَرِيقاً ذَا مَسَافَةٍ بَعِيدَةٍ وَ مَشَقَّةٍ شَدِيدَةٍ وَ أَنَّهُ لَا غِنَى بِكَ فِيهِ عَنْ حُسْنِ الِارْتِيَادِ وَ قَدْرِ بَلَاغِكَ مِنَ الزَّادِ مَعَ خِفَّةِ الظَّهْرِ

پوه شه! سخته او ډېره اوږده لار دې پر مخ ده او په دې لار کې به هله بريا مو مې، چې لازم زيار وکاږې، ډېره هڅه وکړې او پوره په تول تللې زېرمه او توښه ورته ولرې او د ګناه پېټى دې سپک وي.

 فَلَا تَحْمِلَنَّ عَلَى ظَهْرِكَ فَوْقَ طَاقَتِكَ فَيَكُونَ ثِقْلُ ذَلِكَ وَبَالًا عَلَيْكَ وَ إِذَا وَجَدْتَ مِنْ أَهْلِ الْفَاقَةِ مَنْ يَحْمِلُ لَكَ زَادَكَ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ فَيُوَافِيكَ بِهِ غَداً حَيْثُ تَحْتَاجُ إِلَيْهِ فَاغْتَنِمْهُ وَ حَمِّلْهُ إِيَّاهُ وَ أَكْثِرْ مِنْ تَزْوِيدِهِ وَ أَنْتَ قَادِرٌ عَلَيْهِ فَلَعَلَّكَ تَطْلُبُهُ فَلَا تَجِدُهُ وَ اغْتَنِمْ مَنِ اسْتَقْرَضَكَ فِي حَالِ غِنَاكَ لِيَجْعَلَ قَضَاءَهُ لَكَ فِي يَوْمِ عُسْرَتِكَ

تر خپلې وسې پورته پېټى مه پر اوږه کوه، چې دروندوالى يې تا کړوي او که يو نشتمن دې وليد، چې توښه دې تر قيامته وړي او سبا چې ورته اړ يې، بېرته يې درکوي؛ نو لاسنيوى يې غنيمت وګڼه او توښه یې پر اوږو کېده او که شتمن يې؛ نو ډېر ورکړه کوه او ورسره يې ولېږه؛ ځکه شونې ده د قيامت پر ورځ به د داسې وګړي په لټه کې يې (؛ خو) وبه يې نه مو مې. که د شتمنۍ پر مهال چا پور درنه وغوښت؛ نو ورکړه یې غنيمت وبوله، چې د سختۍ او تنګلاسۍ پر ورځ درته راستنه شي،

 د انبياوو مهمترين پېغام، د هستۍ له موخې او د قيامت له شتون څخه خبرونه ده:

کوم مطالب چې مو ولوستل د ګردو الهي انبياوو د بلنې له مهمو ارکانو دي او په حقيقت کې د پېغمبرانو پېغام د دې مهم ديني رکن په ښوونه پوره کېږي.

البته فيلسوفانو هم د هستۍ د موخې په اړه او داچې دا نظام لوبڅی نه دی، خبرې یې کړې دي؛ خو د ديني مشرانو خبرې ترې ډېرې دي. دوی له هغه قيامته خبر کړي يو چې په ګرده توکیزه (مادي) نړۍ کې به يو ډېر ستر ادلون بدلون راشي؛ لمر تتېږي، ستوري خواره واره کېږي، ځمکه، غرونه، سمندرونه، او آسمان تغيير مومي او د کايناتو په دې ستر او رانغاړونکي بدلون کې، انسان هم د مرګ له بالښته سر راپورته کوي او ژوندی کېږي. [36]

په دې پېښو کې پېغمبرانو تر ټولو ډېر د انسانانو د محاسبې او مواخذې پر مسلې ټينګار کړی او دا هغه څيز دی چې فلسفي نظامونه مو خبروای ترې نشي.

د ليک په دوام کې علي کرم الله وجهه يو بل مهم ټکي ته اشاره کوي چې د نهج البلاغې په نورو ځايونو کې ډېر ځله ياد شوی دی:

وَ اعْلَمْ أَنَّ أَمَامَكَ عَقَبَةً كَئُوداً الْمُخِفُّ فِيهَا أَحْسَنُ حَالًا مِنَ الْمُثْقِلِ وَ الْمُبْطِئُ عَلَيْهَا أَقْبَحُ حَالًا مِنَ الْمُسْرِعِ وَ أَنَّ مَهْبِطَكَ بِهَا لَا مَحَالَةَ إِمَّا عَلَى جَنَّةٍ أَوْ عَلَى نَارٍ فَارْتَدْ لِنَفْسِكَ قَبْلَ نُزُولِكَ وَ وَطِّئِ الْمَنْزِلَ قَبْلَ حُلُولِكَ فَلَيْسَ بَعْدَ الْمَوْتِ مُسْتَعْتَبٌ وَ لَا إِلَى الدُّنْيَا مُنْصَرَفٌ

پوه شه چې سخت پيچومی دې مخې ته پروت دى، چې ترې د سپک پېټي والا د تېرېدو حال تر درانه پېټي والا خورا ښه دى او هغه چې ورو ځي، حال به يې تر هغه ډېر بتر وي، چې په ځغاسته روان وي او له پېچومي تر راکېوتو روسته جنت يا دوزخ دى؛ نو تر راکېوتو ړومبى دې ځان ته زېرمه ولېږه تر ورتلو دمخه دې ځان ته هستوګنځى چمتو کړه؛ ((ځکه تر مړيني روسته عذر نه منل کېږي)) او دنيا ته د راستنېدو لار تړلې ده[37].

[1] (اعراف/٥٧)

[2] (نهج البلاغه/٢٢٧)

[3] – همدې مضمون ته ورته له پېغمبر (ص) نور روايات هم راغلي لکه: درهم الرّجل ینفق فی صحّته خیر من عتق رقبه عند موته:  کوم درهم چې انسان په روغتيا کې د خدای په لار کې لګوي، تر هغه مريي غوره دی چې د مرګ پر مهال يې آزادوي. (نهج الفصاحة، ۱۵۶۰ ګڼه حديث)

لأَنْ يَتَصَدَّقَ الْمَرْءُ فِي حَيَاتِهِ وَصِحَّتِهِ بِدِرْهَمٍ خَيْرٌ لَهُ مِنْ أَنْ يَتَصَدَّقَ بِمِائَةِ دِرْهَمٍ عِنْدَ مَوْتِهِ: دا چې انسان پر ژوندونې يو درهم خيرات کړي په مګر کې تر سلو درهمو خيراتولو غوره دی. (نهج الفصاحة، ۲۲۱۰ ګڼه حديث)

[4] – افضل الصدقه أَنْ تَصَدَّقَ وَأَنْتَ صَحِيحٌ شَحِيحٌ تَخْشَى الْفَقْرَ وَتَأْمُلُ الْغِنَى وَلا تُمْهِلُ حَتَّى إِذَا بَلَغَتْ الْحُلْقُومَ قُلْتَ لِفُلانٍ كَذَا وَلِفُلانٍ كَذَا وَقَدْ كَانَ لِفُلانٍ: بهترينه صدقه هغه ده چې روغ رمټ يې او د شتمنۍ او نېستۍ هيله درسره وي، خيرات ورکړې، نه چې پرېږدې سا تر خولې راورسي او ووايي دا د پلاني برخه او دا د پلاني برخه، ځکه دا خو په پلاني پورې اړوند شوې ده (نهج الفصاحة، ۴۰۶ ګڼه حديث)

[5]  (اسرا/۳۱)

[6]  (انعام/۱۵۱)

[7] – وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالْأُنْثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ (نحل/۵۸) = او چې كله یې يو تن ته د لور (د زيږېدو) زېرى وشي؛ نو مخ يې (له ډېر خپګانه) تک تور اوړي او (خپلې ښځې ته) له غوسې ډک وي (چې ولې دې لور راوړه!)

يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِنْ سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ أَلَا سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ (نحل/۸۹) = ددغه بد زېري له لامله، چې پرې شوى، له خپل قوم او ټبره پټ ګرځي (او نه پوهېږي) چې له شرم سره سره يې وساتي او كه په خاورو كې يې (ژوندۍ) ښخه كړي؟ پوه شئ، چې انګېرنه او چلن يې ناوړه دى!

[8]  (هود/۶)

[9]الرِّزْقُ رِزْقَانِ رِزْقٌ تَطْلُبُهُ وَ رِزْقٌ يَطْلُبُكَ فَإِنْ لَمْ تَأْتِهِ أَتَاكَ فَلَا تَحْمِلْ هَمَّ سَنَتِكَ عَلَى هَمِّ يَوْمِكَ كَفَاكَ كُلُّ يَوْمٍ عَلَى مَا فِيهِ فَإِنْ تَكُنِ السَّنَةُ مِنْ عُمُرِكَ فَإِنَّ اللَّهَ تَعَالَى سَيُؤْتِيكَ فِي كُلِّ غَدٍ جَدِيدٍ مَا قَسَمَ لَكَ وَ إِنْ لَمْ تَكُنِ السَّنَةُ مِنْ عُمُرِكَ فَمَا تَصْنَعُ بِالْهَمِّ فِيمَا لَيْسَ لَكَ وَ لَنْ يَسْبِقَكَ إِلَى رِزْقِكَ طَالِبٌ وَ لَنْ يَغْلِبَكَ عَلَيْهِ غَالِبٌ وَ لَنْ يُبْطِئَ عَنْكَ مَا قَدْ قُدِّرَ لَكَ: رزق او روزي دوه ډوله ده: هغه چې ته يې لټوې او هغه روزي، چې تا لټوي؛ که ورپسې ورنشې؛ نو درپسې راځي؛ نو د کال غم دې پر ننني غم مه ورزياتوه، چې د هرې ورځې د غم لرې کول درته بس دي. که راتلونکى کال دې د عمر په حساب کې وي؛ نو په رښتيا چې ستر خداى به د هرې ورځې برخه درکړي او که د عمر په شمېر کې دى نه وي؛ نو د هغه له خپګان سره دې څه کار دى؟ هېڅکله به د روزۍ کوم لټونکى ستا برخه يو نه سي او ټاکل شوې روزي به پوره در ورسي «نهج البلاغه، کلمات قصار(۳۷۹)

په ۳۱ ليک کې همدې مانا ته ورته تر تېرو جملو روسته څو جملې راغلي: وَ اعْلَمْ يَا بُنَيَّ أَنَّ الرِّزْقَ رِزْقَانِ رِزْقٌ تَطْلُبُهُ وَ رِزْقٌ يَطْلُبُكَ فَإِنْ أَنْتَ لَمْ تَأْتِهِ أَتَاكَ.

په بل ځای کې هم همدې مطلب ته ورنژدې يوه جمله ده:. وَ مَنْ لَمْ يُعْطَ قَاعِداً لَمْ يُعْطَ قَائِماً. . .: هغه چې ناست ورنه کړي، ولاړ به هم ورنه کړي. (نهج البلاغه، کلمات قصار، ۳۶۹ مخ).

[10] – باکرو فی طلب الرزق و الحوائج فان الغدو برکه و نجاح: ګهيځ ژر په روزۍ او اړتياوو پسې ووځئ چې ګهيځ پاڅېدنه د برکت او ژغورنې لامل دی. (نهج الفصاحه، ۱۰۷۸ ګڼه روايت)

الصبحه تمنع الرزق: (تېره، ۱۸۷۵۷ ګڼه روايت)

و ان الصبحه تمنع بعض الرزق:  د ګهيځ خوب د روزۍ خنډ دی(تېر، ۶۴۳ ګڼه روايت)

پېغمبر (ص) د رزق په زياتونې کې پرېمانه څرګندونې لري، لکه:

ان البر یزید فی الرزق. ان العبد لیحرم الرزق بالذنب یصیبه. (نهج الفصاحة، ۱۵۹۱ ګڼه روايت)

ان الرجل لیحرم الرزق بالذنب یصیبه. (تېره، ۶۴۲ ګڼه روايت)

اطلبوا الرزق فی خبایا الارض: روزي د ځمکې په پټنځاينو کې ولټوئ. (تېره، ۳۲۷ ګڼه روايت)

او هم په قرآن کې راغلي: [لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ (ابراهیم/۷) ] او په نهج البلاغه کې راغلي: استنزلوا الرزق بالصدقه: په خيرات، د رزق د نزول لامل شئ.

[11] – لکه: په مفاتيح الجنان، ۲۴۶ مخ کې له پېغمبر (ص) يو استغفار روايت شوی؛ چې بايد پرله پسې ۴۰ ځل په دوو مياشتو کې ولوستل شي چې علم او مال ډېر شي. په ۲۷۸ مخ کې دوه رکعته لمونځ او له پېِغمبر (ص) د روزۍ ډېرولو لپاره يو ذکر روايت شوی دی. او په ۶۱۵ مخ کې له اتم امام څخه د رزق يوه دعا د مرحوم کليني د تعبير الرويا له کتاب څخه راغلې ده او. . . )

[12]  (نهج البلاغه، کلمات قصار ۴۳۷ ګڼه)

[13] (حجر/۲۱)

[14] -. او هم: حسن الخلق يزيد فی الرزق (بحار الانوار: ۶۸ ټ: ۳۹۶ مخ)

[15] – اصول کافی : ۳ ټ، باب کفاف، ۲۱۰ مخ.

[16] – مَنْ رَضِيَ مِنَ اَلدُّنْيَا بِمَا يُجْزِيهِ كَانَ أَيْسَرُ مَا فِيهِ يَكْفِيهِ وَ مَنْ لَمْ يَرْضَ مِنَ اَلدُّنْيَا بِمَا يُجْزِيهِ لَمْ يَكُنْ فِيهَا شَيْءٌ يَكْفِيهِ. (بحارالانوار، ۷۵ ټ، الروضه، ۴۴ مخ)

[17]  (نهج البلاغه/ ۲۷۳ شمېره حکمت)

[18] – أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ. . . (روم/۳۷) اللَّهُ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ. . . (رعد/۳۷) وَاللَّهُ فَضَّلَ بَعْضَكُمْ عَلَى بَعْضٍ فِي الرِّزْقِ. . . . (نحل/۷۱) وَاللَّهُ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ (بقره/۲۱۲)، قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ. . . (سبا/۳۶) قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ. . . (سبا/۳۹)

[19]  (کوثر/۱)

[20]  (نساء/۳۲)

[21] – لا يَزالُ النّاسُ بِخَيْرٍ ما تَفاوَتُوا فَاِذَا اسْتَوَوا هَلَكوا؛ (بحار الانوار: ۷۴ ټ، الروضه، ۳۸۳ مخ)

پښتون شاعر وايي:

 ته یې زه او زه یم ته

 فرق زما او ستا د څه

هغه چې فرق لري زموږ

 نه په ته پوهېږي نه زه

دا څنګه انصاف دی ای ساقي په میخانه کې ستا

غوړو له غوړو دریاب او څاڅکی نه ځي نورو ته

لوی جنجال یې جوړ کړ چې یې ویش د وصال وکړ

دومره رحم سپینو ته دومره عقل تورو ته

[22] وسائل‏ ، 11 ټوک، ابواب جهاد النفس و ما يناسبه، ۷ باب 7، ۱ حديث

[23] نهج البلاغه، ۱۶۷ مه خطبه

[24]  (تکاثر/۸)

[25]حاسبو انفسکم قبل ان تحسبوا و مهدوا لها قبل ان تعذبو و تزودوا للرحیل قبل ان تزعجوا افانها موقف عدل و اقتضاء حق. . . . (بحار الانوار، ۷۴ ټ، ۱۸۱ مخ). . . . همدا راز په ۶۷ ټ، ۷۳ مخ کې راغلي:

حَاسِبُوا أَنْفُسَكُمْ قَبْلَ أَنْ تُحَاسَبُوا وَ زِنُوا قَبْلَ أَنْ تُوزَنُوا وَ تَجَهَّزُوا لِلْعَرْضِ اَلْأَكْبَرِ.

همدې مضمون ته ور نژدې په ۶۷ مخ کې هم راغلي دي. )

[26] – قال اميرالمؤمنين علي: اذا ارایتم الله تتابع نعمه علیکم و انتم تعصونه فاحذروه، (بحار الانوار ۷۵ ټ، ۶۷ مخ)

[27]  (فجر/۱۵/ ۱۶)

[28]  (حجرات/۱۳)

[29] – روح القدس په زړه کې دا حقيقت راپوکړ، هيڅوک به تر هغه ونه مري چې خپل رزق يې پوره کړی نه وي؛ نو ځکه درزق په لاس ته راوړو کې بيړه مه کوئ او که رزق مو ځنډ شو، هسې نه چې په ګناه يې لاس ته راوړو ته اقدام وکړئ.»

بحار الانوار: ۷۴ ټ، ۱۸۵ مخ، الروضه: د حديث ورپاتې برخه دا ده: « فَإِنَّهُ لَنْ يُنَالَ مَا عِنْدَ اَللَّهِ إِلاَّ بِطَاعَتِهِ أَلاَ وَ إِنَّ لِكُلِّ اِمْرِئٍ رِزْقاً هُوَ يَأْتِيهِ لاَ مَحَالَةَ فَمَنْ رَضِيَ بِهِ بُورِكَ لَهُ فِيهِ وَ وَسِعَهُ وَ مَنْ لَمْ يَرْضَ بِهِ لَمْ يُبَارَكْ لَهُ فِيهِ وَ لَمْ يَسَعْهُ إِنَّ اَلرِّزْقَ لَيَطْلُبُ اَلرَّجُلَ كَمَا يَطْلُبُهُ أَجَلُهُ. » په همدې اړه په همدې سرچينه کې نور احاديث هم شته.

ان رزق. . . (تېره سرچينه). . . .

[30](یونس/۴۹)؛ إِنَّ رِزْقَ اَللَّهِ لاَ يَجُرُّهُ حِرْصُ حَرِيصٍ وَ لاَ يَرُدُّهُ كَرَاهَةُ كَارِهٍ إِنَّ اَللَّهَ تَبَارَكَ اِسْمُهُ بِحِكْمَتِهِ جَعَلَ اَلرَّوْحَ وَ اَلْفَرَحَ فِي اَلرِّضَا وَ اَلْيَقِينِ وَ جَعَلَ اَلْهَمَّ وَ اَلْحُزْنَ فِي اَلشَّكِّ وَ اَلسَّخَطِ (تېره سرچینه، ۷۴ ټ، ۱۸۵ مخ)

«أَیُّهَا‌النَّاسُ إِنَّ الرِّزْقَ مَقْسُومٌ لَنْ یَعْدُوَ امْرُؤٌ مَا قُسِّمَ لَهُ فَأَجْمِلُوا فِی الطَّلَبِ» (تېره سرچینه ۷۴ ټ، ۱۷۹ مخ)

مَنْ أَصْبَحَ وَ أَمْسَى وَ اَلْآخِرَةُ أَكْبَرُ هَمِّهِ جَعَلَ اَللَّهُ اَلْغِنَى فِي قَلْبِهِ وَ جَمَعَ لَهُ أَمْرَهُ وَ لَمْ يَخْرُجْ مِنَ اَلدُّنْيَا حَتَّى يَسْتَكْمِلَ رِزْقَهُ وَ مَنْ أَصْبَحَ وَ أَمْسَى وَ اَلدُّنْيَا أَكْبَرُ هَمِّهِ جَعَلَ اَللَّهُ اَلْفَقْرَ بَيْنَ عَيْنَيْهِ وَ شَتَّتَ عَلَيْهِ أَمْرَهُ وَ لَمْ يَنَلْ مِنَ اَلدُّنْيَا إِلاَّ مَا قُسِّمَ لَهُ (تېره سرچینه ۷۴ ټ، ۱۵۲ مخ)

[31]  (جمعه/۹)

[32] (روم/۲۳)

[33]  (نهج البلاغه: ۱۹۳ خطبه)

[34]  (معارج/۲۴)

[35]  (معارج/۲۵)

[36] – د قرآن دې آيتونو ته اشاره ده:

إِذَا الشَّمْسُ كُوِّرَتْ (تکویر/۱) = چې لمر ونغښتل (او توره تبۍ) شي

وَإِذَا النُّجُومُ انْكَدَرَتْ (تکویر/۲) = او چې ستوري خړ واوړي،

وَإِذَا الْجِبَالُ سُيِّرَتْ (تکویر/۳) = او چې غرونه روان کړای شي،

وَإِذَا الْعِشَارُ عُطِّلَتْ (تکویر/۴) = او چې لس میاشتیزې (دوه ځانې اوښې) خوشې کړای شي (ډېره ارزښتمنه شتمني هېره شي)،  

وَإِذَا الْوُحُوشُ حُشِرَتْ (تکویر/۵) = او چې داړوونکي راغونډ کړاى شي،

وَإِذَا الْبِحَارُ سُجِّرَتْ (تکویر/۶) = چې سمندرونه تر ژۍ ډک او سرې لمبې شي،

إِذَا السَّمَاءُ انْفَطَرَتْ (انفطار/۱) = چې اسمان [= اسماني كرات] وچوي،

وَإِذَا الْكَوَاكِبُ انْتَثَرَتْ (انفطار/۲) = او چې ستوري خپاره واره شي (او پرېوځي)،

وَإِذَا الْبِحَارُ فُجِّرَتْ (انفطار/۳) = او چې سمندرونه وشلېږي (او سره يوځاى شي)،

وَإِذَا الْقُبُورُ بُعْثِرَتْ (انفطار/۴) = او چې قبرونه وسپړل شي (او مړي راژوندي شي)،

عَلِمَتْ نَفْسٌ مَا قَدَّمَتْ وَأَخَّرَتْ (انفطار/۵) = هغه وخت) هر څوك پوهېږي، چې وړاندې يې څه لېږلي او روسته يې څه پرېښي ول.

فَإِذَا نُفِخَ فِي الصُّورِ نَفْخَةٌ وَاحِدَةٌ (حاقه/۱۳) = نو چې (د قيامت د پېښو په درشل كې) په شپېلۍ كې يو ځل پوكى وشي،

وَحُمِلَتِ الْأَرْضُ وَالْجِبَالُ فَدُكَّتَا دَكَّةً وَاحِدَةً (حاقه/۱۴) = او ځمكه او غرونه (له خپلو ځايونو) پورته كړاى شي؛ نو دواړه به په يوه (ګوزار) درګړي درګړي شي!

فَيَوْمَئِذٍ وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُ(حاقه/۱۵) = نو پر هغه ورځ به کېدونکې پېښه راپېښه شي،

وَانْشَقَّتِ السَّمَاءُ فَهِيَ يَوْمَئِذٍ وَاهِيَةٌ (حاقه/۱۶) = او اسمان به وچوي؛ نو پر هغه ورځ یې نظم او ټينگښت ويجاړ شي

وَالْمَلَكُ عَلَى أَرْجَائِهَا وَيَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّكَ فَوْقَهُمْ يَوْمَئِذٍ ثَمَانِيَةٌ(حاقه/۱۷) = او پرښتې به یې (د اسمان) په څنډو كې وي (او د دندو د ترسره كولو لپاره چمتو كېږي) او پردې ورځ به اتو [پرښتو] ستا د پالونكي عرش پورته كړى وي.

يَوْمَ تَرْجُفُ الْأَرْضُ وَالْجِبَالُ وَكَانَتِ الْجِبَالُ كَثِيبًا مَهِيلًا (مزمل/۱۴) = پر هغه ورځ، چې ځمكه او غرونه وخوځي او غرونه د شګو د روانو ډېریو په څېر شي.

السَّمَاءُ مُنْفَطِرٌ بِهِ كَانَ وَعْدُهُ مَفْعُولًا (مزمل/۱۸) = (داسې ورځ، چې) اسمان يې له (هیبته) چوي، ژمنه یې ترسره كېدونكې ده.

وَخَسَفَ الْقَمَرُ (قیامت/۸) = او سپوږمۍ تکه توره شي،

وَجُمِعَ الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ (قیامت/۹) = او لمر و سپوږمۍ يو ځاى كړاى شي،

يَقُولُ الْإِنْسَانُ يَوْمَئِذٍ أَيْنَ الْمَفَرُّ (قیامت/۱۰) = پر هغه ورځ انسان وايي: ((چېرې دى د تېښتې ځاى؟))

يَوْمَ يُنْفَخُ فِي الصُّورِ فَتَأْتُونَ أَفْوَاجًا (النباء/۸) = پر هغه ورځ، چې [د قيامت] په ((شپېلۍ)) كې پوكى وشي؛ نو تاسې به ډله ډله (محشر ته) راځئ.

وَفُتِحَتِ السَّمَاءُ فَكَانَتْ أَبْوَابًا (النباء/۱۹) = او اسمان به پرانستل شي او ورور به شي

وَسُيِّرَتِ الْجِبَالُ فَكَانَتْ سَرَابًا (النباء/۲۰) = او غرونه به روان شي او [د] ځلوب [په څېر] به شي.

[37] شاعر وايي:

چې په اور راته مخ تور کړي بیا مې ټیټې سترګې بیايي

زه به هغه جنت څه کړم چې دوزخ یې دروازه ده

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست