بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د تاریخ په فلسفې پوهېدنه سریزه: ((إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ = موږ د الله یو او پر لور یې ورتلونکیو یو)) دا آیت د تاریخ فلسفه راښیي، چې یو مسلمان ټولنپوه اندیال په علمي شننه کې تشریح کړی او لوستونکی یې په لوستو […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
د تاریخ په فلسفې پوهېدنه
سریزه:
((إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ = موږ د الله یو او پر لور یې ورتلونکیو یو)) دا آیت د تاریخ فلسفه راښیي، چې یو مسلمان ټولنپوه اندیال په علمي شننه کې تشریح کړی او لوستونکی یې په لوستو پوهېږي چې زموږ په سپېڅلي حقیقي او محمدي دین کې څومره اوچت مطالب پراته دي، چې یو لید راکوي، ډیوه په لاس راکوي، د مسایلو د څېړنې سم اندود راښیي او دا ډول پوهېدنې د هغوی پر وړاندې یو پیاوړی اندیز ډال دی چې له دینه یې چاړه جوړه کړې ځان ته پرې خربوزې کلۍ کوي او موږ پرې وژني . دادې ددې څېړنې ژباړه دروړاندې کوو.
” ځینې فلاسفه بېلابېلو پېښو ته تاریخ وایي، چې جلاجلا پېښې او مختلفې ټولنې تصادفي راځي او یا د ځینو لاملونو له مخې رامنځ ته کېږي او روسته له منځه ځي، روسته په یو بل ځای کې او پر نورو عواملو، یوه بله ټولنه او یو بل تمدن رامنځ ته کېږي او انسان په یو بل ځای کې ژوند کوي. نو ځکه تاریخ، مقطع، ټوټه ټوټه او قطعه قطعه دی؛ یعنې په سل ګونو ګډوډې لارې دي . دې ته د تاریخي انقطاع فلسفه یا تاریخي شلون (ګسستګي) وایي. خو د تاریخي علمي فلسفه، د تاریخ د وحدت فلسفه ده.
د تاریخ وحدت څه ته وایي؟ تاریخ (د یو کاروان یا سیند په څېر) یو مشخص بهیر لري، چې د بشري ژوند له پیله یې د مشخصو علمي قوانینو له مخې په بېلابېلو پړاوونو او منزلونو کې ـ چې جلا جلا تمدنونه او ټولنې دي ـ حرکت کړی، چې تر ننه رارسېدلی او روسته هم دوام لري.
زه له زوکړې د خپل شپېته، اتیا کلن عمر تر پایه د مشخصو قوانینو له مخې حرکت کوم او عمر مې، د ژوند تاریخ دی، بشریت هم یو عمر لري، چې تصادفي ((خوشې)) او ((هسې په هسې)) نه دی؛ بلکې د علمي دقیقو قوانینو له مخې حرکت او تکامل مومي؛ نو ځکه ددې لید له مخې زه یو انسان، په اوسني حال پورې اړوند یو وګړی نه؛ بلکې په تاریخ پورې اړوندیږم .
تاریخ څه دی؟ په تاریخ فلسفه کې، تاریخ، تېر نه؛ بلکې د تاریخ یوه ټوټه، تېر دی . تاریخ د انسان په عمر کې، د ځمکې پر مخ د انسان د حرکت بهیر دی . عمر یې څومره دی؟ له زوکړې تر مرګه یې او موږ اوس د خپل بشري عمر په منځومال کې یو .
نو په تاریخ فلسفه کې، زه ـ د یو وګړي په توګه ـ ددې کاروان یو غړی یم چې د بشري ژوند له پیله مې پر یوې ټاکلې لارې او بهیر حرکت پیل کړی، چې تر ننه رارسېدلی او په ګانده (راتلونکي) کې هم دوام لري. او زه له څنګه چې په تېرو (د تېرو د تجربو ټولګه او د تېرو کړنې) جوړ شوی یم، زما کړه وړه او د اوسنیو وګړیو کړنې، په ګانده (راتلونکي) کې د تاریخ پر حرکت اغېز لري؛ نو ځکه زه د تېرو جوړ او د ګاندې (راتلونکي) سازونکی یم . په تاریخ کې دا د حال زمانه ده؛ خو دا تاریخ مې پر اوږو څه پېټی ږدي؟ او په تاریخ کې څه قوانین شته؟
د تاریخ جلا جلا فلسفې شته. که د هګل په تعبیرونو او پوهېدنو کې بې له اجازې یې لږو ډېر ادلون بدلون راولو؛ نو په فلسفه کې د ((إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ)) فلسفه شته. په لنډه هګل وایي :
« خدای یو مطلق روح و؛ خو ! روسته دا مطلق روح طبیعت ته ورننووت، په طبیعي څېزونو کې یې تکامل مومي او څومره چې ډیر ځانخبري کېږو؛ نو هومره عقل ته وررسو، ډېر فهم، پوهاوي او تکامل ته وررسو، تل ډېر خدای ته وررسو، تر هغه ځایه چې انسان په خپل تکاملي بهیر کې بیا دې مطلق روح ته ورګرځي.»
د نیچه په نیهیلېزم او هغو فلسفو کې چې مسیحیت یې مطلق کفر بولي د خدای، معاد او دین په باب داسې انګېرنې شته، چې موږ یې په اسلام کې لرو او دوی ډیر د اسلام مفاهیمو ته ورنژدې دي .
په هر حال، د تاریخ ډول ډول فلسفې دي، چې ټولې یې اوڅارولی نشم . خو دا پوښتنې رامخې ته کېږي چې په بشري تاریخ کې له پیله تر اوسه، بشر پر څه کار بوخت و؟ په تاریخ کې، کوم څیز پلی شوی او له آره بشریت څه کار کوي او چیرې ځي؟ که وایو تاریخ پخپله، له بې نهایت تېرو یو رابهېدلی سیند دی، چې لا بهیږي؛ نو څنګه بهېږي او څنګه بهېدلی دی؟ د اسلام له نظره، د کومو قوانینو له مخې حرکت کوي؟ او د تاریخ سیند چېرې او په کوم سمندر کې ورلوېږي؟
د وګړي له نظره لکه چې ومو ویل ـ د وګړي تاریخي بهیر، د وګړي رسالت، مسوولیت او د مذهب (او لارې) وهل دي؛ یعنې لجن ( توره خټه) پرېښوول، اراده ترې خلاصول او الهي څوکي؛ یعنې الهي روح ته ورنژدې کېدل دي؛ نو دلته انساني اراده، له لجنه منفک او ژغورل شوې او په الهي خویونو پسولل شوې ده. د بشر او بشریت تاریخ، د یو وګړي په څېر دی، د ژوند او عمر نامه یې، تاریخ دی . او لکه څنګه چې په وګړي کې د تاریخ فلسفه مسوولیت او له تورې خټې تر خدایه حرکت دی؛ نو بشریت هم په خپل عمر ـ یعنې په تاریخ ـ کې، یو مهاجرت ته پازوال (مسوول) دی . د هجرت په حال کې دی له تورې خټې (مادې، جمود، رکود، ناپوهۍ او ناځانخبرۍ ته ورنژدې بدویت) ځنې د خدای لوري ته او الوهیت (إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ) ته ورستنېدا ده، چې ترې راجلا شوي یو. لکه چې د بلخ مولانا(رح) وایي :
بشنو از نی چون حکایت می کند ـــ از جدائیها شکایت می کند.
څنګه انسان له تورې خټې د خدای پر لور ژغورنه موندای شي؟ په کومه وزله له دې بدبویه سلېښتناکې خټې خپله ازادي ترلاسه او الهي معراج ته وروالوزي؟ په کوم هدایت؟ په حکمت. په کومه وزله؟
په عبادت. عبادت، دعا او راز او نیاز نه؛ بلکې دعا د عبادت یو څرک دی. عبادت یعنې څه؟ په طبیعت، روح، مانا، انده، تعقل او بشري ژوند کې د شتو علمې قوانینو پېژندنه ده، چې خدای کاږلي او په هستۍ او انسان کې ورځای پر ځای کړي .
عبودیت او عبادت؛ یعنې انسان دې خپله اراده ددې علمي قوانینو ایل کړي، ویي پېژني او روسته لاروي ترې وکړي، چې ژغورنه او کمال ومومي . لکه چې په علمي څانګو کې، په عبادت تکامل ته وررسو؛ د کوم څېز عبادت؟ د کرنې کارپوه تر بڼواله څه توپیر لري؟ توپیر یې دا دی چې کارپوه تر بڼواله ډېر د بوټیو له قوانینو (چې په ځمکه، اوبو، هوا او بوټي کې شته) لاروې کوي . بڼوال سرغاړی دی او عبادت نه کوي؛ یعنې خدای چې په ځمکه، بوټي، بوټپوهنې، مېوې او د بوټي په ودې کې کوم قوانین ورایښي، لاروي یې نه کوي؛ نو ځکه بڼوال ځان د میوو له خرابۍ او نباتي آفاتو او د طبیعت له قوانینو ژغورېدای نشي؛ خو کارپوه یې ښه لاروي کوي، پر وړاندې یې سرغاړی نه کوي؛ نو ځکه له بوټیو او ونو مطلوبې مېوې تر لاسه کوي .
همدا حالت له ذلت، پستۍ او نړیوالې ځوړتیا نه معراج او مطلق تکامل ته د انسان د ژغورنې لپاره هم شته. په هستۍ کې د شته قوانینو په پېژندو او په کومه کچه چې له دې قوانینو لاروي کو؛ نو هومره یې له بنده ازادېږو . څومره چې د طبیعي قوانینو لاروي کوو، هومره د طبیعت له لومې ژغورېدای شو، علم په همدې توګه پرمختګ کوي .
په انساني او اخلاقي مسایلو کې هم دغسې ده : ((وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ)) . ((لیعرفون)) پکې نشته؛ پيریان او انسانان مې یوازې عبادت ته پنځولي . عبادت د هغو قوانینو لاروي ده چې الهي مشیت په هستۍ کې (طبیعت او روح) ور ایښي دي او یو له دې ځنې دعا ده . څنګه له دې قوانینو لاروي کړای شم؟ ړومبی په ښانده او پېژندو، روسته، د الهي مشیت ـ یعنې د هستۍ د بهیر ـ عبادت او دا عبادت له تورې خټې او لجنه د خدای روح ته د انسان د ورسيدو د ژغورنې لاره ده.
د تاریخ فلسفه، د حق او باطل پاړکیو (طبقو) ترمنځ جګړه ده . په تاریخ کې دا دواړه پاړکۍ (طبقې) په جګړه کې وې، تل د اسلام تاریخي او فلسفي لید د مبارزې پر حال و؛ په سوله کې نه و . اسلام یعنې د خدای ارادې ته تسیلم او غاړه ایښوونه او د ګردو هغو ارادو، بندونو، زولنو، ځنځېرونو پر وړاندی سرغاړی دی چې طبیعت، ټولنې او ټولنیزو قوانینو د انسان پر ارادې ورتپلي دي .
اسلام انسان خدای ته د غاړې ورایښوونې په ترڅ کې هڅوي، چې تل په خپل دننه کې له پستۍ او لجن سره مبارزه وکړي، په ټولنه او په خپل طبیعت کې له لجنه د ژغورنې او ازادۍ لپاره غورزې پرزې وکړي . دا موخه ده . تل حق او باطل د جګړې په حال کې دي . له کله؟ جګړه له ادم څخه پیل او غځېږي او انسان په هر پېر او وخت کې د جګړې په یو ډګر کې نښتی دی او باید ونښلي؛ ځکه مسوولیت لري . دا جګړه په یوې ځانګړې پېړۍ او پېر کې، د یو ځانګړي تصادم او ټکر له مخې نه راپېښېږي، چې ورپسې سولې ته څوبتیا ومومي .
په اسلام کې د تاریخ فلسفه، د حقیقت او بطلان او حق و باطل ترمنځ د مبارزې فلسفه ده. فلسفي حق و باطل؛ توحید د شرک پر وړاندې دی. ټولنیز حق و باطل، ملأ (کفار) (د استبدادي نظام اشراف) او مترف ( پلن څټي او غټ خیټي) د ولس پر وړاندې. اخلاقي حق و باطل، ذلت، پستي او ناپوهي د پوهې، تکامل، حرکت او شعور پر وړاندې.
دا بېلابېل اړخونه، د یو حقیقت څرک دی او دا حقیقت د یوې ګاندې (راتلونکي) پر لور د حرکت په حال کې دی، چې خدای ته وررسي . دا یو انګېرندود دی . په فلسفي برخه کې د حق او باطل جګړه، د ظلم او عدل ترمنځ جګړه ده . په ټولنیزه برخه کې یې د ذلت او ناپوهۍ جګړه ده . په ګروهیز (اعتقادي) اړخ کې یې د کفر و دین جګړه ده . دا ګرد ، د هغه واقعیت مخونه دي چې د اسلام د تاریخ فلسفه سازوي . دا جګړه له آدمه پیلېږي په مشرۍ، هدایت او نبوت غځېږي او په بېلابېلو پېرونو او اقوامو کې د انبیاوو، یارانو یې، پوهانو او مبلغانو له لارې (د تاریخ له انحرافي بهیر سره سره) شتون لري او تکامل مومي، چې روستي دین اسلام ته وررسي . (دلته د یو مسلمان په توګه د سیاسی فلسفې او د تاریخ فلسفې په اړه خپله پوهېدنه درته وایم .)
له آره جګړه، په اسلام پای نه مومي؛ ځکه جګړه، تاریخي جګړه ده . د تېرو جګړه نه ده. ابراهیم (ع) په یو ډګر کې مبارزه کوله، موسی (ع) په بل کې، شعیب (ع) په یو بل ډګر کې او یحیی (ع) په بل کې، زکریا (ع) په یو بل ډګر کې او د اسلام پېغمبر (ص) په بل کې . ایا د محمد علیه اسلام جګړه پای ته رسیدلې ده؟ نه . د نبوت خاتمیت یې د دین له خاتمیته دی. بې د حق و باطل ترمنځ د جګړی له پای ته رسیدو دی، چې باید په روښانفکرو عالمانو ـ چې د بني اسراییلو د انبیاوو او تېرو پېغمبرانو ځایناستي او ان د بني اسراییلو تر انبیاوو اوچت دي ـ پر مخ بېول شي .
روڼ اندی (روښانفکر)؛ یعنې ځانخبری انسان چې هدایتي پوهه او حکمتي مسوولیت لري، یعنې د لارښوونې په پوهه سنبال او د حکمت له مخې د مسوولیت پېټی ورترغاړې وي او د خپلې ټولنې پر وړاندې د مشرۍ مسوولیت وننګېري، دا د روښانفکر مانا ده.
روڼ اندی؛ پوهاند، کارپوه، څېړونکی، ادیب، فیلسوف او… نه دی . روښانفکر هغه عالم او پوه دی چې پېغمبر یې وایي : ((مِدَادُ الْعُلَمَاءِ أَفْضَلُ مِنْ دِمَاءِ الشُّهَدَاءِ)) (د پوهانو مرکب د شهیدانو تر وینې غوره دی)؛ کوم یو پوه ته وایي؟ هغه عالم ته پوه وایي چې د انبیاوو (علیهم اسلام) په څېر پوه ولري، پوهه یې د انبیاوو پر لور وي. د انبیاوو په څېر پوهه یعنې څه؟ یعنې وحې ورکېږي؟ نه. یعنې د انبیاوو د لارې بینایي او سترګورتوب ولري، ددې لارې مسوولیت وننګېري او پر همدې لار ژوند وکړي او ټولنه هم پر همدې لار ورسیخه کړي. که فیلسوف وې او که نه، عالم وي که نه وي، لیک لوست کړای شي که نه . دا ټولنیزه ځانخبري، د هدایت او بینایۍ ننګېرنه ده چې په ((علم)) یادېږي او د رڼا په څېر ده : ((يَقْذِفُهُ اللّه فِى قَلْبِ مَنْ يَشآءُ ؛ خدای د هغه په زړه کې وراچوي چې ویې غواړي)) .
فزیک، کیمیا، فقه، اصول او … باید ولولو، کومه رڼا نه ده چې د چا په زړه کې ورپو کړای شي . هغه ځانخبري چې په روح کې څرک وهي او بلېږي، تاریخي او فکري جهت موندنه او دریځ نیونه ده .
په اسلام کې نبوت پای ته رسېدلی؛ خو جګړه دوام لري. زما په ګروهه، تر پېغمبر (ص) روسته، د عدل او ظلم، حق و باطل ترمنځ جګره دوام لري، دا یوه تاریخي جګړه ده او د اسلام د تاریخ فلسفه جوړوي. زما د ګروهې له مخې د اسلام په تاریخ کې یې غځېدا وینم . په کومه توګه؟ د محمدي اسلام د لاروۍ په سیاسي او ټولنیزه فلسفه کې، نبوت د امامت او مشرتوب تر عامې نامې لاندې دوام مومي؛ ځکه امامت په خپلې عامې نامې کې نبوت هم رانغاړي (ځکه امامت؛ یعني مشري، او بیلګه توب)، پېغمبر(ص) هم امام دی، ابراهیم (ع) هم امام دی . نو ځکه پر امامت د محمدي اسلام د لارویانو ګروهه، دهغې جګړې غځېدا ده چې له آدمه پیل او د وحې په بېرغ کې تر خاتمه (ص) رارسېدلې او تر خاتم روسته، د وحې (اسلام) په ښوونځي کې، امامت ته ور رسي . اسلام په امامت غځېږي.
( تبصره : د بخاري او مسلم له ځینو احادیثو پوهېږو چې نبي اکرم (ص) ویلي : اسلام تر ما روسته د دولس ګونو خلفاوو په واکمنۍ کې سر لوړی او عزتمنېږي په اړه یې د زیاتو معلوماتو لپاره وګورئ : اجرالدین اقبال، خوشحال بابا او نبوي کورنۍ)
اسلام کله هم تش یو کتاب نه و، له نورو ادیانو او فلسفي ښوونځیو سره د اسلام توپیر دادی چې دوی یوازې یو دکترین دي، یو ښوونځی دی، یو کتاب دی، که اسماني وي یا ځمکنی؛ خو اسلام داسې یو کتاب دی چې پلي کولو ته یې عملي ـ ټولنیز تضمین هم شته . تش کتاب نه دی، دا یې توپیر دی. دا کتاب پېغمبر(ص) راوړی؛ خو پلي کولو ته یې یوازې د پېغمبر(ص) عمر بسیا نه کوي؛ بلکې باید د څو نسلونو په اوږدو کې پلی شي. په کومه توګه؟
د پېغمبر اسلام د مشرۍ په غځېدا، څه چې په تاریخ کې د نبوت په نامې پرې ګروهن یو (یعنې ټول انبیاء علیهم السلام)، د امامت په رژیم، د امامت په حکومتي غونډال او سیستم؛ نو ځکه د تاریخ فلسفه امامت ته وررسي . امامت د هغه جګړې د غځېدا پر مانا ده چې د پېغمبرانو تر هدایت لاندې د تاریخ په اوږدو کې په هر ځای او وخت کې د عدل د لیکو او د ظلم د لیکو، د حق د لارویانو او د باطل د لارویانو، د خلکو د لیکو او د ملأ ( کفار) د لیکو ترمنځ روانه وه . توحید، نبوت او معاد د ګردو ادیانو آرونه دي؛ خو په نظر مې عدل او امامت (خلافت یا امارت) د اسلام ستره ځانګړنه ده، چې په پار یې صدر اسلام کې خلک ورمات شول.
امامت څه ته وایي؟
امامت د بشري ټولنې انقلابي مشري ده، چې ټولنه پر عدالت، کتاب ، فرهنګ پوهې او اوسپنې ( اقتصادي او دفاعي ځواک) ولاړه جوړه کړي. امامت د اسلام په نامې یو انقلابي رژیم، اندود او یو ښوونځی دی چې رسالت لري بشري ټولنه د کتاب، تلې او اوسپنې پر بنسټ جوړه کړي او پر عدالت د بشري امت بنسټ کېدي، چې روسته انسان په دغسې یوې ټولنې کې، چې روري، طبقاتي او واقعي مساوات پکې وي او د ټولنې امکانات پر عادلانه ډول د ټولو وګړیو ترمنځ ویشل کېږي، خپل تکامل ته دوام ورکوي، دا د امامت او مشرتوب مانا ده.
امت هم د دغسې یوې ټولنې پر مانا دی : د هغو وګړیو خوځنده ټولنه ده چې پر یوې مفکورې او ایدیالوژۍ ګروهنه وي. امت که عادلانه مشري ونلري، اسلامي ټولنه ده؛ خو اسلامي امت نه دی . په وارث دعا کې د تاریخ فلسفه وینئ. وارث، په اسلامي لید یعنې تاریخي وحدت کې؛ یعنې امام حسین [د هغه خوځښت، جګړې او انقلاب رادبروونکي نه دی، چې پېغمبر (ص) علي (ک) یا امام حسن (رض) راوړی وي! بلکې حسین] دهغې جنډې وارث دی چې په بشري تاریخ کې، له ظلم سره په مبارزه کې، له ادمه تر خاتمه لاس په لاس شوې او روسته ده ته ورسېدلې ده، دا ددې جنډې وارث دی، ددې امانت وارث دی او د آدم وارث دی، یو یو وایي : د نوح (ع) وارث، د ابرهیم (ع) وارث، د موسی (ع) وارث، د عیسی (ع) وارث او د محمد (ص) وارث.
نو حسین ته چې وار ورورسېد، په یو جګړه، یوه لیکه او یو ډګر کې یې برخه واخېسته [، لکه چې تر ده مخکې حسن (رض) د تېر نسل په ډګر کې لوبېدلی و او تر ده وړاندې علي (ک) همدا بېرغ اوچت کړی و او تر علي (ک) وړاندې پېغمبراکرم ددې بېرغ وارث و.] دا، د آدم (ع) بېرغ دی؛ یعنې څه؟
یعنې د بشري تاریخ د پیل بېرغ دی؛ یعنې د تاریخ په پیل، پیل شوی او دوام لري، په حسین پای نه مومي، اعلانوي : کل یوم عاشورا . له دې غونډلې (جملې) نړۍ لید او د تاریخ فلسفه راسپړلای شو . روسته اعلانوي : ((کل یوم عاشورا و کل ارض کربلا و کل شهر محرم)) ( هره ورځ عاشورا، ټوله ځمکه کربلا او ګردې میاشتې د محرم میاشتې دي) . دا اعلان یعنې څه ؟ یعنې مبارزه دوام لري!
غیبت؛ یعنې د فساد د لا ډیریدو، د حقیقت د کمزورۍ، د عدالت د ماتې او پر نړۍ د ظلم له تسلط سره سره، درته نه ښایي د سیاسي او مادې روښانفکر په څېر چې څلور پینڅه چغې یې ووهلې او روسته په فلسفي نهیلۍ اخته شو، ته هم پرې وراخته شې؛ که غیبت دې ګروهیز بنسټ و؛ نو پر نهیلۍ نه اخته کېږې!
ولې؟ ځکه په اسلام کې د تاریخ جبر شته، که څومره د تاریخ د تکاملي بهیر پر وړاندې خنډونه واچول شې؛ خو بیا هم عدل او حق بریا مومي (سکه، ځمکه د صالحو بندګانو میراثه ده) . په تاریخ کې یو دین د حق او عدل د ټینګېدو لپاره مبارزه کړې؛ خو بل یې خنډ شوی؛ خو د جګړې پای پرېکنده جبري غچ اخستونکی او عدالت راوستوونکی انقلاب و . دا د محمدي اسلام په لارویانو کې د تاریخي جبر فلسفه ده . نو اوس په هر حالت کې چې یم د یوې تاریخي جګړې په بهیر کې یم؛ مسوول یم او خپلې بریا ته خوش وینی او پرې ډاډمن یم .
انتظار، د انتظار فلسفه؛ یعنې هغه فلسفه ده چې اندیال روڼ اندی او عدالت غواړی په هیڅ شرایطو کې په بدوینۍ، فلسفي او تاریخي نهیلیو نه اخته کوي . هغوی چې د اسلام په تاریخ کې د محمدي اسلام په مشرۍ مبارزې کړي او څومره نادودې پرې تېرې شوي؛ خو بیا هم ټټر یې ورته ډال کړی او خپلې بریا ته سترګې پر لار دي؛ ځکه د انتظار د فلسفې له مخې پر تاریخي جبر (ځمکه د صالح بنده ګان میراث دی) ګروهه لري!
منتظر یا سترګې پر لار یعنې څه؟ په هر حالت کې وګورئ : که په کور یاست نو د یو میلمه منتظر یې، که یو جګړن یې؛ نو منتظر یې چې دفاعي جګړې ته به دې رابولي، که یو ښار وي؛ نو د یوې وګړې راننوتو ته سترګې پر لار وي، که یو سړی وي؛ نو د خپل ملګري یا میلمه ته به سترګې پر لار وي، (هر ډول انتظار همدغسې دی) منتظر؛ یعنې تیارسیي، چمتو، لاس په نامې، سنبال او مسوول .
نو ځکه ، د انتظار د فلسفې له مخې د تاریخ پر جبر ګروهه په هرو شرایطو کې انسان ته ډاډمنتیا ورکونه ده او دا چې د عدالت پلي کولو ته پاڅون کېږي او له ظالمانو به غچ اخلي او دا یوه جګړه ده چې د تاریخ په اوږدو کې له پیله د پېغمبرانو ترمنځ لاس په لاس شوې او روسته یې ځایناستو او وصیانو لاس په لاس کړې ده . دا جګړه نسل په نسل او هر وګړي ته اوڅار ده او له هر ډول نهیلوونکیو شرایطو سره سره ، په ګانده (راتلونکي) کې جبري بریا مومي .”
ځوانانو! تمه ده چې د تاریخ فلسفې په پوهېدو، زړونه مو ټینګ، ګروهې مو پخې هوډونه مو اوسپنیز او هڅې مو د هېواد بیارغاونې ته د پرېکنده بریا په لور ورسیخې شي او هر ډېر یا لږ کار چې کوئ یا یې نیت لرئ ورته سترګې پر لار دي چې اوسنیو نادودو ته د اساسي قانون په چوکاټ کې د پای ټکی کېدئ.