بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د خلفای راشدین رضی الله عنهم خپلمنځي درناوی د حضرت علي (ک) په باب د حضرت ابوبکر (رض) حدیثي روایات لومړی: امام احمد حنبل او نورو محدثینو او تاریخپوهانو (رحمة الله علیهم)، له حضرت ابوبکر (رض) نه نقل کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم، لومړی زه (ابوبکر رض)، […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د خلفای راشدین رضی الله عنهم خپلمنځي درناوی
د حضرت علي (ک) په باب د حضرت ابوبکر (رض) حدیثي روایات
لومړی:
امام احمد حنبل او نورو محدثینو او تاریخپوهانو (رحمة الله علیهم)، له حضرت ابوبکر (رض) نه نقل کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم، لومړی زه (ابوبکر رض)، د حج په مراسمو کې د توبې سورت (یا برائت سورت) د څو آیتونو د ابلاغ لپاره توظیف کړم، د مکې لوري ته له درېیو ورځو سفر نه روسته د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم له لوري، حضرت علي (ک) ددې پېغام، د ابلاغ لپاره توظیف شو او زه چې بېرته وګرځېدم؛ نو په دې باب مې له آنحضرت صلی الله علیه وآله وسلم نه پوښتنه وکړه او هغه مبارک صلی الله علیه وآله وسلم وویل:
«امرت ان لا یبلغها الاَ انا او رجل منی؛ ما ته امر شوی، دا ماموریت به په خپله او یا ستا له خپلوانو کوي» او یا په بله وینا: یا به یې زه په خپله کوم او یا هغه څوک چې له ما څخه وي».[1]
یادونه: دا روایت پر حضرت ابوبکر (رض) سربېره نورو (۱۲) سترو اصحابو (رضي الله عنهم) هم روایت کړی دی.[2]
دویم:
له حضرت ابوبکر (رض) نه د «من کنت مولاه فعلی مولاه؛ د چاچې زه مولی یم، علي یې هم مولا دی» حدیث شریف لاندې محدثینو نقل کړی دی.
۱-حافظ ابن عقده (۳۳۳ کال مړ) په «حدیث الولایه» کتاب کې په دې کتاب کې یې (۱۰۵) تنو اصحابو (رضي الله عنهم) په نومونو او مشخصاتو او (۱۸) تنه یې بې له نومه ځانګړیو، ښودلي چې پورته حدیث یې نقل او روایت کړی، چې په سر کې یې حضرت ابوبکر بن ابی قمافه تیمی (۱۳ ه کال مړ) (رض) دي.[3]
۲-ابوبکر جعابي (۳۵۶ کال مړ) په «نخب المناقب» کې. په دې کتاب کې یې له (۱۲۰) تنو راویانو دا حدیث نقل کړی چې حضرت ابوبکر (رض) هم په کې دی.[4]
۳-منصور لائی (آبی) د پینځمې پېړۍ له مشاهيرو، په «حدیث الغدیر» کتاب کې، د الفبا د حروفو په ترتیب یې د حدیث راویان راوړی دي[5].
۴-علامه ابن معازلي شافعي (۴۸۴ کال مړ) په خپل کتاب مناقب کې د سلو تنو په شاوخوا کې (چې عشره مبشر، ابوبکر، عمر، عثمان، علي، زبیر، طلحه….. هم پکې شامل دي) راویانو څخه دا حدیث نقل کړی او زیاتوي: دا یو ثابت حدیث دی، چې ټکه پکې نه شته او علي (ک) یوازېنی تن دی، چې په دې فضیلت او ځانګړنه کې شامل دی.
۵-شمس الدین جزري شافعي د «اسنی المطالب» په درېیم مخ کې او د «اسنی المناقب فی تهذیب اسنی المطالب» په ۲۵ مخ کې.
۶-علامه ارواښاد تاریخپوه زیني دحلان له حضرت ابوبکر (رض) نه نقل کړی، چې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم وویل:
«من کنت مولاه فعلی مولاه، اللهم وال من والاه، و عاد من عاداه، و احب من احبه، و ابغض من ابغضه، و انصر من نصره، و اخذل من خذله، و دار الحق معه حیث دار؛ د چاچې زه مولا یم، علي یې هم مولا دی، خدایه څوک چې موالات ورسره وکړي؛ نو ته موالات ورسره وکړه او څوک چې ورسره دښمني وکړي؛ نو ته ورسره دښمن شه او څوک چې ورسره دوستي کوي، ته ورسره دوست شه او څوک چې کینه ورسره کوي؛ نو ته کینه ورسره وکړې او څوک یې چې ملاتړ او مرستندوی شي نو ته یې مرستندوی شې او څوک چې ټیټ ورګوري، ته ټیټ ور وګوره او علي چې چېرې وي، د حق چورليځ یې کړه.[6]
درېیم:
علامه خطيب خوارزمي (رح) په اسنادو له حضرت عثمان (رض) او هغه له حضرت عمر (رض) او ده له حضرت ابوبکر (رض) نه نقل کړی چې له رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم مې واورېدل:
«ان الله خلق من نور وجه علی بن ابیطالب ملائکة یسبحون و یقدسون و یکتبون ثواب ذلک لمحبیه و محبی ولده[7]؛ یعنې په رښتیا الله تعالی، د علي بن ابیطالب د مخ له رڼا، پرښتې پنځولي، چې د الله تعالی ثنا وايي او لمانځي یې او ثواب یې د علي دوستانو او د علي د اولادې دوستانو ته لیکي»
همداراز خوارزمي (مناقب، ۲۳۶ مخ) په بل سند له حضرت عثمان (رض) او نوموړي له حضرت عمر (رض) نه نقلوي چې و یې ویل:
«ان الله خلق ملائکة من نور وجه علی بن ابیطالب؛ یعنې په رښتیا الله تعالی پرښتې د علي بن ابیطالب د مخ له رڼا پیدا کړي دي».
یادونه: ممکن دا هماغه ړومبی حدیث وي؛ خو په ضبط کې څه تېروتنه شوې وي.
څلورم:
علمه عیني حنفي (رح) په اسنادو له حضرت ابوبکر (رض) نه روایت کړی: رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وویل: اتدرون ما قالت النخلة؟ پوه شئ، د خرما ونې څه وویل؟
ما وویل: خدای او رسول یې پرې پوهېږي.
پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم وویل: صاحت: «هذا محمد رسول الله، و وصیّه علی بن ابیطالب؛ ونې وویل: دا «محمد رسول الله» دی او وصي يې «علي بن ابیطالب» دی».[8]
*حافظ ابن حجر عسقلاني (رح) له ابوالاسواد دوئلي نقل کړی، چې و یې ویل: وا مې ورېدل، چې ابوبکر صدیق (رض) وايي:
«ایها الناس، علیکم بعلی بن ابیطالب، فانی سمعت رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم یقول: علی خیر من طلعت علیه الشس و غربت بعدی؛ یعنې ای خلکو علي مو په پام کې وي، ما له رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم اورېدلي، چې ویل یي: «علي تر ما روسته غوره تن دی، چې لمر پرې راختلی او لوېدلی دی».[9]
*علامه محب الدین طبري او نورو (رحمة الله علیهم» له حضرت عبدالله بن عباس (رض) نه روایت کړی، چې ابوبکر او علي (رضي الله عنهما) د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم زیارت ته تلل او چې مرقد مبارک ته ننوتل؛ نو علي (ک) له ابوبکر (رض) نه وغوښتل، چې لومړی ننوځئ؛ خو ابوبکر (رض) وویل:
ما أتقدم رجلاً سمعت رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم یقول: علی منی کمنزلتی (بمنزلتی خ) من ابی (۱) زه له داسې سړي نه مخکې کېږم، چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د هغه په باب ویلي دي:
ماته د علي مقام داسې دی؛ لکه زما چې خدای (ج) ته دی».
او علامه شعیب بن عبدالله حریفیش[10] حدیث په دې عبارت راوړی دی:
قال ابوبکر: انا لا تقدم علی رجل قال فی حقه رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم: ان علیا یجیئ یوم القیامة و معه اولاده و زوجته علی مراکب من البدن
فیقول اهل القیامة: ایّ نبی هذا؟
فینادی مناد؛ هذا حبیب الله، هذا علی بن ابیطالب.
ابوبکر (رض) وویل: زه له داسې چا څخه نه مخکې کېږم، چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د هغه په باب ویلي دي: علي به په قیامت کې له خپل اولاد او ښځې سره، پر جنتي اوښه سواره راشي؛ نو اهل قیامت به وايي: دا کوم پېغمبر دی، چې په دومره عظمت او تشریفاتو قیامت ته راځي؟
په دې وخت کې به غږ شي: «دا د خدای دوست علي بن ابیطالب دی».[11]
*محب الدین طبري له قیس بن حازم نه روایت کړی، چې ویلي یې دي: حضرت ابوبکر (رض) له علي (ک) سره مخ شو او ورته په موسکا شو، علي (ک) وویل: څنګه په موسکا شوې؟
حضرت ابوبکر (رض) وویل:
سمعت رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم یقول: «لا یجوز احد الصراط الاَ من کتب له علی الجواز؛ یعنې وا مې ورېدل چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وویل: هغه به له پل صراط نه تېرېږي، چې علي ورته جواز لیکلی وي».
خطيب بغدادي[12] په اسنادو له انس بن مالک (رض) نه روایت کړی، چې لنډیز یې دا دی:
حضرت ابوبکر (رض) د وفات پرمهال وویل: وا مې ورېدل، چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وايي:
«ان علی الصراط لعقبة لایجوزها احد الاَ لجواز من علی بن ابیطالب؛ پر پل صراط یو موړ دی، چې یوازې د علي په جواز ترې څوک تېرېدای شي».[13]
*ارواښاد ابن مغازلي شافعي او نورو په اسنادو له ام المؤمنین عایشې رضي الله عنها نه نقل کړی، چې ویلي یې دي:
پلار مې، علي (ک) ته ډېر کتل، ما وویل: پلاره ولې علي ته ډېر ګورې؟ راته یې وویل: لورې! اورېدلي مې دي، چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ویلي دي:
«النظر الی وجه علی عباده؛ د علي مخ ته لیدل عبادت دی».[14]
*علامه ابن عساکر[15] او نورو له حبشي بن حباده (رض) نه نقل کړی، چې له حضرت ابوبکر (رض) سره ناست وم، چې ناستو ته یې وویل، رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم له چا سره ژمنه کړې؟ یو سړی راپورته شو او یې ویل، پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم له ما سره د درې موټو کجورو ژمنه کړې وه.
حضرت ابوبکر (رض) وویل: په علي (ک) پسې ولاړ شئ او چې راغی و یې ویل: ای ابوالحسنه! دا سړی وایي، چې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم راسره د درې موټو کجورو ژمنه کړې؛ نو ور یې کړه، کجورې یې چې ورکړې، ابوبکر (رض) وویل: هر موټی وشمېرئ او چې یې وشمېره؛ نو هر موټی پوره شپیته دانې شو. نو ابوبکر (رض) وویل:
«صدق الله و رسوله قال لی رسول الله لیلة الهجره ونحن خارجون من الغار المدینة: یا ابابکر کفی و کف علی فی العدل سواء؛ یعنې خدای او پېغمبر یې رښتیا ویلي، رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم راته د هجرت پر شپه چې له غاره راوتو او د مدینې خوا ته روان وو، وویل: ای ابوبکره! زما او د علي د عدالت پلې سره یو شان دي.
په ځینو روایاتو کې د «فی العدل» پر ځای «فی العدد» راغلی دی.
*ارواښاده خطيب بغدادي له انس بن مالک (رض) له عمر (رض)، له ابوبکر (رض) له ابوهریره (رض) نه راوړی، چې ویلي یې دي:
زه چې ورغلم، د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم مخې ته کجورې پرتې وې، له سلام اچولو روسته یې یو موټی راکړې او چې و مې شمېرلې؛ نو درې اویا (۷۳) دانې شوې، بیا حضرت علي (ک) ته ولاړم او د هغه مخې ته هم کجورې وې، له سلام اچولو روسته یې یو موټی راکړې او چې و مې شمېرلی؛ نو پوره (۷۳) دانې شوې؛ نو دې دواړو چې د ډالی په توګه د شمېر له مخې یوه اندازه کجوری راکړې؛ نو هک پک شوم او پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ته ولاړم او دا ګزارش مې ورته ووایه: پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په موسکا شو ، و یې ویل:
«یا أبا هریره أما علمت ان یدی و ید علی بن ابیطالب فی العدل سواء؛ ای ابوهریره! نه پوهېږې، په عدالت کې زما او د علي لاس یو شانته دی (مساوي دی).[16]
*ارواښاد محمد بن جریر طبري، په اسنادو له جلیل القدر صحابي ابورافع (رض) نه نقل کړی، چې ویلي یې دي:
له حضرت ابوبکر (رض) سره ناست وم، چې علي او عباس (رضي الله عنها) راغلل او عباس (رض) وویل: زه د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم تره او وارث یم او علي، زما او د هغه د ترکې (میراث) ترمنځ خنډ شوی دی.
ابوبکر (رض) وویل: چې کله آنحضرت صلی الله علیه وآله وسلم بنی عبدالمطلب راټول کړل او ته هم پکې وې؛ نو ته هلته چېرې وې، چې د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم پېغام ته دې ځواب ورکړی وای:
«ایکم یواز رنی و یکون خلیفتی و وصیّی فی اهلی و ینجر عدتی و یقضی دینی؟ یعنې تاسې کوم یو زما ملاتړ کوی، چې زما په اهل کې به زما خلیفه او وصي شئ، زما ژمنې به پوره کوئ او پورونه به مې ادا کوئ؟…..»[17].
*ارواښاد محب الدین طبري او نورو پوهانو له حضرت ابوبکر (رض) نه نقل کړی، چې ویلي یې دي:
لیدل مې چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم کېږدۍ درولې او په عربي رسۍ یې تکیه کړې وه. علي، فاطمه، حسن او حسین (رضي الله عنهم) چې دننه په کېږدۍ کې وو، و یې ویل:
«یا معشر المسلمین، انا سلم لمن سلم اهل الخیمة، حرب لم حاربهم، وولی لمن والاهم، لا یحبهم الاَ سعید الجد طیب المولد ولا یبغضهم الا شقی الجد ردی الولادة؛ یعنې ای د مسلمانانو ټولیه! څوک چې په کېږدۍ کې له ناستو سره جوړ وي، زه هم ورسره جوړ یم او څوک چې ورسره په جګړه کې وي، زه هم ورسره په جګړه کې یم، له دوستانو سره یې دوست یم، نېکمرغه پاک زوکړی هغوی ښه ګڼي، بدمرغه ناپاک زوکړی یې دښمنان ګڼي.
د خوارزمي په روایت کې دا جمله زیاته راغلی: «نو زید ته یو سړي وویل (زید له ابوبکر (رض) نه روایت را اخستی دی) ای زید (رض)! تا پخپله واورېدل، چې ابوبکر (رض) دغسې وویل؟ زید وویل: «هو د کعبې پر خدای قسم».[18]
حضرت ابوبکر (رض) او د حضرت علي (ک) درناوی
لومړی:
ارواښاد سیوطي[19] د [«شوری ۴۲ آیت: قل لا اسئلکم علیه اجرأ…..»] په تفسیر کې لیکي: امام بخاري، له حضرت ابوبکر (رض) نه روایت کړی چې ويلي یې دي: «ارقبوا محمدا صلی الله علیه (واله) وسلم فی اهل بیته».
د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم په پار یې د اهل بیتو درناوی وکړئ، د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم له اهل بیتو سره سم چال چلند او نېک سلوک وکړئ».
دویم:
ارواښاد حافظ ابن حجر عسقلاني په اسنادو له حضرت ابوبکر (رض) نه نقلوی چې ویلي یې دي: «ان علی الصراط لعقبة لا یجوزها احد الا بجواز من علی بن ابیطالب…. پر پل صراط یو تنګی دی، چې یوازې د علي بن ابیطالب په اجازه ترې انسان تېرېدای شي»[20].
درېیم:
ارواښاد شیخ عبیدالله امرتسري حنفي د حافظ ابن مردویه اصفهاني له لارې او هغه له سالم (د علي آزاد شوي مري) نه روایت کوي چې و یې ویل: له علي (ک) سره مې ځمکه کرله، چې ابوبکر او عمر (رضي الله عنهما) راغلل ، و یې ویل:
«السلام علیک یا امیرالمؤمنین ورحمة الله وبرکاته».
هغوی ته وویل شو، د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم پر ژوندوني پر علي د «یا امیرالمؤمنین» په خطاب سلام اچوئ؟!
حضرت عمر (رض) وویل: پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم همداسې امر راته کړی او ویلي یې دي.[21]
څلورم:
شیخ محمد مخلوف مالکي مصري[22] لیکي: حضرت ابوبکر (رض) به چې د فتوحاتو لپاره ځواکونه لېږل؛ نو د علي (ک) مشورې به یې عملي کولې او داچې له علي یې مشورې اخستې؛ نو اجازه یې نه ورکوله چې له مجاهدینو سره بهر ووځي.
پینځم:
ارواښاد ابن واضح یعقوبي[23] لیکي: حضرت ابوبکر ( رض) له رومیانو سره د جګړې لپاره له اصحابو یوه جنګي شورا جوړه کړه او د حضرت علي (ک) د مشورې له مخې، د مسلمانانو فتح پر برخه شوه.
دغسې ابن عساکر[24] هم دې پېښې ته له لږ زیاتوالي اشاره کړې ده.
شپږم:
علامه محدث خطيب خوارزمي (رح) په اسنادو له حارث اعور همداني نه نقل کړی چې ویلي یې دي:
روایت رارسېدلی، چې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د اصحابو کرامو یوې ډلې ته، چې ابوبکر (رض) هم پکې و، وویل: «ایکم آدم فی علمه، و نوح فی فهمه، و ابراهیم فی حکمته»؟؛ یعنې په تاسې کې کوم یو په علم او پوهه کې د آدم (ع) په څير او په حکمت کې د ابراهیم (ع) په څېر دی؟
بیا په همدې موقع کې حضرت علي (ک) راغی او حضرت ابوبکر (رض) وویل: یا رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم! هغه سړی، چې له درېیو تنو پېغمبرانو سره دې قیاس کړ، هغه به څوک وي؟
پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم وویل: دا سری ابوالحسن علي بن ابیطالب (ک) دی.
بیا ابوبکر (رض) وویل: «بخ بخ لک یا ابا الحسن و أین مثلک یا ابا الحسن؟ یعنې واه، واه ای ابوالحسنه! ستا مثل به چېرې وي یا ابوالحسنه؟[25]
اووم:
ارواښاد ابن ابی الحدید (رح) د شعبي په روایت لیکلي دي:
حضرت ابوبکر (رض) پر منبر خطبه ویله او حسن بن علي (رض) ورته راپورته شو، و یې ویل:
«انزل عن منبر ابی (مجلس ابی خ)؛ د پلار له منبره مې راکوز شه.»
ابوبکر (رض) وویل: «صدقت والله انه لمنبر ابیک (مجلس ابیک خ) لا منبر ابی؛ یعنې رښتیا دې وویل: پر خدای قسم دا منبر (یا مجلس) ستا د پلار دی نه زما د پلار.
قندوزي چې له دارقطني کوم نقل راوړی، دا زیاتوالی پکې راغلی: حضرت ابوبکر (رض)، امام حسن (رض) پر زنګانه کېناوه او په ژړا شو.
حضرت علي (ک) وویل: والله دا خبره ورته ما نه وه کړې حضرت ابوبکر (رض) وویل: رښتیا دې وویل، والله زه هم تا نه تورنوم.[26]
اتم:
ارواښاد علامه عبدالرؤف مناوي[27] چې د سیوطي د جامع صغیر شرح ده، د «من کنت ولیه فعلی ولیه» تر حدیث لاندې لیکي:
دیلمي (رح) دا حدیث د «من کنت نبیه فعلی ولیه» په لفظ روایت کړی دی او د همدې لامل له مخې (د دارقطني د استخراج او نقل له مخې) حضرت ابوبکر (رض) ویلي دي: «علی عترة رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ».
یعنې علي (ک) له هغو کسانو دی، چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم پر امت ټینګار کړی، چې لاروی به ترې کوئ؛ ځکه چې عترت د لارښوونې ستوري دي او څوک یې چې لاروي وکړي، لار به یې موندلې وي.
همداراز ابن باکثیر په «وسیلة اتمال» کتاب کې له مشهور صحابي معقل بن یسار (رض) په روایت د حضرت ابوبکر (رض) وینا د دارقطني د «فضایل» له کتابه راوړې ده.
یادونه: د عترت په باب د رسول الله سپارښتنه په دې حدیث کې ده: «انی تارک فیکم الثقلین، کتاب الله و عترت ما ان تمسکم بها لن تضلوا ابدا،دوه درانه څیزونه؛ کتاب الله او عترت مې در پرېښودل، که منګولې پرې ولګوئ، هېڅ به بې لارې نشئ».
نهم:
ارواښاد علامه محب الدین طبري[28] د حافظ ابن سمان او ده له شعبي نقل کړی، چې حضرت ابوبکر (رض)، حضرت علي (ک) ته وکتل ، و یې ویل:
من سرَه آن ینظر الی اقرب الناس قرابة من رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم و اعظمهم عنه غنیً، و احظهم عنده منزلة، فلینظر الی علی بن ابیطالب.
علي د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ډېر خپل، د نبوت له چینې ډېر ښیرازه شوی او د رسول الله په نزد تر ټولو د ستر مقام خاوند دی؛ نو که څوک په دې خوښېږي علي ته ګوري.
دارقطني (رح) له شعبي (رض) نه دا روایت داسې راوړی:
«من سره ان ینظر الی اعظم الناس منزلة عند رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم فلینظر الی هذا الطالع (۲) ».
علي، رسول الله ته تر ټولو خلکو لوړه مرتبه درلوده؛ نو که څوک یې په لیدو خوښېږي؛ نو دې راښکاره کېدونکی ته دې ګوري (یعنې علي چې د راتلو په حال کې و[29]).
لسم:
ارواښاد علامه شیخ ابوالمکارم علاء الدین سمناني (۷۳۶ کال مړ) په «عروة الوثقی» کې د حضرت ابوبکر (رض) له خولې لیکي:
«یا أبا عبیده، انت امین هذه الامة، ابعثک الی من هو فی مرتبه من فقد ناه بالامس، ینبغی ان تتکلم عنده بحسن الادب….؛ یعنې ای ابوعبیده! ته ددې امت امین یې، تا داسې چا پسې لېږم، چې په رتبه کې له هغه سره برابر و، چې پرون مو له لاسه ورکړ (؛یعنې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم) نو ښه ده، چې په خورا ادب ورسره خبرې اترې وکړې….[30]
یوولسم:
ارواښاد محب الدین طبري له عبدالله بن عمر (رض) نه روایت کوي، چې حضرت ابوبکر (رض) ته یوه ډله راغله او ورنه یې وغوښتل چې د رسول الله په باب معلومات راکړه.
و یې ویل: یهودې ډلې! زه ورسره د ثور په غار کې داسې وم؛ لکه د شهادت او منځ دا دوه ګوتې، چې سره نښتې دي او کچه ګوته مې د هغه د لاس پر کچه ګوته وه، چې پر ثور غر به ختو؛ خو د هغه د څرنګوالي په باب خبرې ستونزمن کار دی، تاسې علي (ک) ته ور شئ چې په دې باب خبرې درسره وکړي.
چې علي (ک) ته ورغلل، و یې ویل: اباالحسنه! د «تره زوی» په باب دې خبرې راته وکړه:
حضرت علي (ک) د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د جسمي، روحي او اخلاقي ځانګړنو په باب خبرې ورته وکړې[31].
دولسم:
ارواښاد علامه سیوطي او نورو د احادیثو له درېیو راویانو، نقل کړی چې خالد بن ولید، حضرت ابوبکر (رض) ته ولیکل، چې په عرب مېشتو سیمه کې یو سړی پیدا شوی، چې د ښځو په څېر له نارینه و سره سملي او پردې پېښې شاهدان هم لرو؛ نو دستور درڅخه غواړو، چې څه ورسره وکړو؟
حضرت ابوبکر (رض) له اصحابو کرامو سره مشوره وکړه او علي بن ابیطالب رضي الله عنه وویل: دا یوه داسې ګناه ده، چې د لوط له قوم پرته بل چا نه ده کړې او پوهېږئ، چې الله تعالی له هغوی سره څه وکړل، زما نظر دا دی، چې هغه په اور کې وسوځوئ.
ټول اصحاب هم ورسره یوه خوله شول او حضرت ابوبکر (رض)، خالد بن ولید ته ولیکل چې په اور یې وسوځوئ. او له هغه روسته زبیر بن عبدالله (رض) او ورپسې هشام بن عبدالملک به دغسې ګناهکارانو ته همدغسې جزا ورکوله.[32]
دیارلسم:
حجة الاسلام ابو حامد غزالی (رح) او ابن روز بهان خنجي شیرازي (د اهل سنتو نوماند او مشهور متکلم) په ابطال الباطل کتاب کې راوړي، چې یوه ورځ حضرت ابوبکر (رض) پر منبر وویل:
«اقیلونی ولست بخیر کم و علی فیکم؛ یعنې ما پرېږدئ، علي چې په تاسې کې وي، زه تر تاسې غوره نه یم».
سبط ابن جوزي حنفي [33] د غزالي له سرّ العالمین کتاب نه دا روایت نقل کړی او څه زیاتونې یې په کې کړي دي.
همداراز علامه قوشجي[34] د اهل سنتو له سترو متکلمینو دا روایت په دې عبارت راوړی دی:
«ولَیتکم ولست بخیر کم و علی فیکم؛ یعنې ستاسې سرپرستي/ چارسنبالنه او ولایت راپرغاړه دی، حال دا، د علي په شتون کې، زه له تاسې غوره نه یم».[35]
څوارلسم:
ارواښاد علامه ادیب بن درید په «المجتبی» کتاب کې په اسنادو له انس بن مالک (رض) نه روایت کړی، چې د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم له وفات روسته یو «یهودی» جومات ته راننووت او د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم وصي یې لټاوه، خلکو ورته ابوبکر (رض) وښود، یهودي ورغی، و یې ویل: د داسې مسایلو پوښتنه کوم چې له پېغمبر او وصي پرته بل څوک پرې نه پوهېږي.
حضرت ابوبکر (رض) وویل: پوښتنې وکړه.
یهودي وویل: راته ووایه هغه څه دی، چې: خدای ته نشته، له خدای سره نه پيدا کېږي او خدای پرې نه پوهېږي؟
حضرت ابوبکر (رض) وویل: یهودیه! دا د زندیقانو او له خدای او دینه د منکرینو پوښتنې دي.
ابوبکر (رض) او مسلمانان ترې تلل. ابن عباس (رض) چې په غونډه کې ناست و، وویل: له یهودي سره انصاف و نه شو! حضرت ابوبکر (رض) وویل: وا دې نه اورېدل، چې څه وایي؟
ابن عباس (رض) وویل: که د پوښتنو ځوابونه یې ویلي شئ، خو ډېره ښه که نه، علي (ک) ته یې ولېږئ، چې پوښتنې یې ځواب کړي؛ ځکه خپله مې اورېدلي، چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د علي (ک) په باب وویل:
«اللهم اهد قلبه و ثبت لسانه؛ خدایه زړه یې (پرحق) سم سیخ کړې او ژبه یې له تېروتنو وژغورې».
بیا ټول علي (ک) ته ورغلل، او ابوبکر (رض) وویل: ابوالحسنه! دا یهودي د زندیقانو پوښتنې رانه کوي.
علي (ک) وویل: یهودي څه وایي؟
و یې ویل: داسې پوښتنې لرم، چې له پېغمبر یا وصي پرته بل څوک پرې نه پوهېږي.
علي (ک) وویل: ووایه.
یهودي هماغه درې پوښتنې وکړې.
علي (ک) ورته داسې ځواب کړې:
پر هغه چې خدای نه پوهېږي، ستاسي د یهودو وینا ده، چې عزیر د خدای زوی دی، حال دا، خدای خپل ځان ته زوی نه پېژني (یعني چا ته په زویولی قایل نه دی)، له خدای سره چې څه شی نه شته، هغه پر خپلو بندګانو ظلم دی، چې خدای ترې سپېڅلی او یومخی سوتره او پاک دي او هغه چې خدای یې نه لري، شریک دی.
یهودي چې ځوابونه واورېدل؛ و یې ویل:
«اشهد ان لا اله الا الله و ان محمد رسول الله»
حضرت ابوبکر (رض) او د غونډی برخوالو حضرت علي (ک) ته وویل:
«یا مفرَج الکروب؛ ای د غم و خپګان لرې کوونکیه».[36]
د ابن حسنویه حنفي موصلي[37] په روایت کې راغلي، چې په دې وخت کې خلکو غږ وکړ او ابوبکر (رض) وویل:
«یا کاشف الکر بات انت یا علی فارج اللهم».
بیا منبر ته وخوت ، و یې ویل:
«اقیلونی فلست بخیرکم وعلی فیکم؛ ما پرېږدئ، علي چې په تاسې کې وي، تر تاسې غوره نه یم».
حضرت عمر (رض)، چې دا خبره واورېده راولاړ شو ، و یې ویل: «ای ابوبکره! دا څه دې وویل؟ موږ ته د ځان لپاره ټاکلی یې او له منبر یې راکوز کړ».[38]
[1] وګورئ: ۱-امام احمد حنبل، مسند ۱ ټ، ۳ مخ، ۴ حدیث. ۲-ابن حزیمه، ابوا بانه او دار قطنی [له کنز العمال نقل شوی]. ۳-ګنجي شافعي، کفایة الطالب، ۶۲ باب، ۲۵۴ مخ [له امام احمد حنبل، حافظ ابونعیم او ابن عساکر نه نقل شوی]. ۴-ابن کثیر، تاریخ ۷ ټ، ۳۵۷- ۳۵۸ مخونه. ۵-سید ابراهیم حسین حنفي دمشقي (۱۱۲۰ کال مړ) البیان و التعریف ۱ ټ، ۱۶۸ مخ، د حلب چاپ [له امام احمد حنبل، ابن حزیمه، ابوابانه او افراد دارقطنی نه یې نقل کړی دی].
[2] په دې باب وګورئ، د علامه امیني الغدیر ۲ ټ، ۳۳۸- ۳۵۰ مخونه) او د علامه شوستري د احقاق الحق د ملحقاتو ۱۷ مخ.
[3] [یادونه: د ابن اثیر له اسدالغابه ۳ ټ، ۲۷۴ مخ، د ابن حجر له اصابه ۲ ټ، ۳۸۲ مخ او د ابن طاووس له طرائف ۱۴۰ مخ نه نقل شوی].
[4] یادونه: د سروي له مناقب (۳ ټ، ۲۵ مخ) د علامه مجلسي له بحارالانوار (۳۷ ټ، ۱۵۷ مخ) نقل شوی دی.
[5] [د سروي له مناقب (۳ ټ، ۲۵ مخ) او د امیني له الغدیر (۱ ټ، ۵۳، ۱۵۵ مخونه) نه نقل شوي دي.
[6] وګورئ: زیني دحلان، فتح المبین فی فضایل الخلفاء اراشدین (د سیرة النبویه پر حاشیه چاپ) ۲ ټ، ۱۶۱ او ۱۶۲ مخونه.
[7] (مقتل الحسین ۹۷ مخ)
[8] وګورئ: علامه عیني حنفي، مناقب علي (۱ ټ، ۱۵ مخ) اعلم پریس چاپ.
[9] وګورئ: ۱-لسان المیزان ۶ ټ، ۹۱ مخ. ۲-عیني، مناقب سیدنا علي، ۱۵ مخ.
[10] (روض الفائق فی المواعظ والرقائق ۳۸۹ مخ)
[11] وګورئ: ۱-ذخائر العقبی، ۶۴ مخ (د ابن سمان له الموافقة یې نقل کړی). ۲-ریاض النضره، ۲ ټ، ۱۰۶، ۲۰۳ مخونه. ۳-ابن حجر، صواعق المحرقه، ۱۰۶ مخ. ۴-سید احمد حسینی شیرازي شافعي، توضیح الدلائل ۲۳۹ مخ (د فارس ملي کتابتون کې خطي نسخه). ۵-محمد مبین فرنګي محلي هندي، وسیلة النجاة، ۱۳۴ مخ. ۶-احمد بن باکثیر حضرمي، وسیلة اتمال، ۱۳ مخ (د شام له ظاهریه خطي نسخې عکسې نسخه). ۷-نقشبندي، مناقب العشرة، ۱۲ مخ. ۸-مولوي کاظمي (په هندي قلندر مشهور) روض الازهر ۹۷ مخ. ۹-عیني، مناقب سیدنا علی، ۳۹ مخ. ۱۰-امرتسري، ارجح المطالب، ۴۶۸ مخ.
[12] (بغداد تاریخ ۱۰ ټ، ۳۵۷ مخ)
[13] وګورئ: ۱-ذخائر العقبی، ۷۱ مخ (د حافظ ابن سمان له الموافقه نه نقل شوی). ۲-ریاض النضره ۲ ټ، ۱۲۲، ۲۰۳ مخونه، د حاکمي له اربعین نه نقل شوی دی. ۳-ابن حجر، صواعق المحرقه، ۷۵ مخ، له ابن ابن سماک (عبدبن احمد هروی) نقل شوی. ۴-ابن حجر عسقلاني، مطالب العالیه. ۵-کشفي ترمذي، مناقب المرتضویه، ۹۱ مخ. ۶-ابن صبان مصری، اسعاف الراغبین، ۱۷۹ مخ. ۷-سید شاه تقي، الروض الاظهر، ۹۷ مخ. ۸-محمد مبین هندي فرنګي محلي حنفي، وسیلة النجاة، ۱۳۵ مخ. ۹-حضرمی، وسیلة اتمال، ۱۲۲ مخ (خطي نسخه). ۱۰-نقشبندي، مناقب العشره، ۱۷ مخ (خطي نسخه). ۱۱-قندوزي حنفي، ینابیع الموده، ۲۰۷، ۲۸۵، ۴۱۹ مخونه د اسلامبول چاپ. ۱۲-زیني دحلان فتح المبین (د سیرة النبویه پر حاشیه چاپ) ۲ ټ، ۱۶۱ مخ. ۱۳-امرتسري، ارجح المطالب، ۵۵۰ مخ. ۱۴-عیني مصري، مناقب علی بن ابیطالب، ۴۵ مخ.
[14] وګورئ: ۱-ابن مغازلي، مناقب علی بن ابیطالب، ۲۱۰ مخ. ۲-ابوبکر احمد بن مروان دینوري، المجالسة و جواهر العلم، ۵۱۴ مخ، د فرانکفورت د عربي علومو د معهد چاپ. ۳-خطيب خوارزمي، مناقب، ۲۱۶ مخ، ۲۳ فصل. ۴-ابن عساکر، دمشق تاریخ، ۲ ټ، ۳۹۱، ۳۹۳ مخونه، په دوو سندونو. ۵-ابوالفرج بن جوزي، مسلسلات، ۱۷ مخ، ۳۱ ګڼه، خطي نسخه [ابن عساکر د تاریخ پایلیکونه ۲ ټ، ۳۹۱ مخ]. ۶-فخر الدین رازي، نهایة العقول، «النظر الی علی عبادة و جواز علی الصراط په لفظ» د احقاق الحق له ملحقاتو ۱۷» نه نقل شوی. ۷-محب الدین طبري [ذخائر العقبی، ۹۵ مخ، ریاض النضره ۲ ټ، ۱۷۲، ۱۷۳ مخونه. ۸-ګنجي شافعي، کفایة الطالب، ۱۶۱ مخ، ۳۴ باب. ۹-دهبی، سیر اعلام النبلأ ۱۵ ټ، ۵۴۲ مخ. ۱۰-ابن کثیر، البدایة و النهایة ۷ټ، ۳۵۸ مخ. ۱۱-سیوطي، تاریخ الخلفاء ۱ ټ، ۹۶ مخ. ۱۲-مولوي صالح ترمذي حنفي،مناقب المرتضویه ۸۳ مخ. ۱۳-ابن حجر، صواعق المحرقه، ۱۰۶ مخ. ۱۴-سیوطي، لئالی المصنوعه ۱ ټ، ۱۷۷ مخ (د ابن بخار له تاریخه یې را اخستی او پر سموالي یې ټنیګار کړی). ۱۵-سیوطي، التعقیبات، ۷۵ مخ، د نولکشور چاپ.
۱۶-ذیني دحلان، فتح المبین، ۱۵۷ مخ، له ابن سمان نقل. ۱۷-نقشبندي، مناقب العشره، ۳۴ او ۳۶ مخونه. ۱۸-علامه عیني، مناقب سیدنا علی، ۱۹ مخ. ۱۹-حضرمي، وسیلة اتمال، ۱۳۴ مخ. ۲۰-مولوي سید شاه تقي علي، روض الازهر، ۹۷ مخ.
[15] (دمشق تاریه ۵ ټ، ۳۷ مخ)
[16] وګورئ: ۱-بغداد تاریخ ۸ ټ، ۷۶ مخ. ۲-ابن عساکر، دمشق تاریخ ۲ ټ، ۴۳۸ مخ. ۳-ګنجی شافعي، کفایة الطالب، ۱۳۷ مخ.
۴-حمویني، فرائد السمطین ۱ ټ، ۵۰ مخ. ۵-سیوطي، اللئالی، ۵۶ مخ (لکنهو چاپ).
[17] وګورئ: ۱-المسترشد، ۱۳۷ مخ. ۲-یعقوبی تاریخ ۲ ټ، ۱۴۹ مخ، د نجف چاپ، ۱۵۸ مخ دغری چاپ، ۳-عقدالفرید ۲ ټ، ۴۱۲ مخ، ۷ ټوکیز امنیت چاپ.
[18] وګورئ: ۱-طبري محب الدین، ریاض النضره ۲ ټ، ۴۸۹ مخ د مصر د خاشجی چاپ او د بیروت چاپ ۱۳۶ مخ. ۲-خطيب خوارزمي، المناقب، ۲۱۱ مخ.۳-ولي الله لکنهوي، مرآت المؤمنین، ۸۴ مخ. ۴-توفیق ابوعلم مصري، الامام علی، ۶۶ مخ. ۵-توفیق ابوعلم مصري، اهل البیت، ۸ او ۲۲۷ مخونه. ۶-شیخ عبدالله آمرتسري حنفي، ارجح المطالب، ۳۰۹ مخ.
[19] (درالمنشور ۶ ټ، ۷ مخ)
[20] وګورئ: لسان المیزان ۴ ټ، ۱۱۱ مخ، حیدر آباد چاپ او د مصر چاپ، ۱۲۹ مخ.
[21] وګورئ: ۱-ارجح المطالب ۱۵ مخ، لاهور چاپ. ۲-علامه عیني، مناقب سیدنا علي، ۲۰ مخ، ۶۱ ګڼه.
[22] (طبقات المالکية ۲ ټ، ۴۱ مخ د مصر چاپ)
[23] (۲ ټ، ۱۲۲ مخ د نجف چاپ)
[24] (دمشق تاریخ، ۴۴۴ مخ،لندن چاپ)
[25] وګورئ: ۱-مناقب، اوم فصل، ۴۴ او ۴۵ مخونه. ۲-امرتسري، ارجح المطالب، ۴۵۴ مخ، له حافظ بن مردویه یې نقل کړی دی.
[26] وګورئ: ۱-شرح نهج البلاغه ۶ ټ، ۴۲ -۴۳ مخونه، د احمد بن عبدالعزیز جوهري له «سقیفه» کتاب نه یې نقل کړي. ۲-محب طبري، ریاض النضره ۱ ټ، ۱۳۹ مخ، مصر چاپ. ۳-ابن حجر، صواعق المحرقه، ۱۰۵ مخ. ۴-سیوطي، تاریخ الخلفاء، ۵۴ مخ.۵-متقي هندي، کنز العمال ۵ ټ، ۶۱۶ مخ، ۱۴۰۸۵ ګڼه حدیث له ابو نعیم او جابري نه یې نقل کړی. ۶-قندوزي حنفي، ینابیع المودة، ۳۶۷ مخ. ۷-شبراوي شافعي، الاتحاف بحب الاشراف، ۷ مخ. ۸-ابن حجر، لسان المیزان ۶ ټ، ۳۷۵ مخ، حیدرآباد چاپ. ۹-عیني حیدر آبادي، مناقب علي، ۳۷ مخ.
[27] فیض القدیر ۶ ټ، ۲۱۸ مخ کې.
[28] (ریاض النضره ۲ ټ، ۱۰۷ مخ بیروت چاپ)
[29] الف: خوارزمي، مناقب، ۹۸ مخ. ب: زرندي، نظم در رالسمطین، ۱۲۹ مخ.ج: ابن عساکر، دمشق تاریخ ۱ ټ، ۱۶۲ مخ او ۳ ټ، ۷۰ مخ. د: متقي هندي، کنز العمال ۱۳ ټ، ۱۱۵ مخ. ه: ابن حجر هیثمي، صواعق المحرقه، ۱۰۶ مخ. و: ذیني دحلان، فتح المبین، ۲ ټ، ۱۶۰- ۱۶۲ مخونه. ۲-الف: بدخشي مفتاح النجا، ۲۹ مخ.ب: سید شاه تقي علي کاظمي هندي، روض الاظهر، ۳۶۲ مخ.ج: آمرتسري، ارجح المطالب، ۴۶۷ مخ.د: علامه عیني، مناقب علي، ۴۹ مخ.
[30] وګورئ: علامه امیني، الغدیر ۱ ټ، ۲۹۷ مخ.
[31] وګورئ: ۱-ریاض النضره، ۲ ټ، ۱۴۳ مخ. ۲-ذخائر العقبی، ۸۰ مخ. ۳-سیوطي، لئالي، ۴۹ مخ.
[32] وګورئ: ۱-مسند علي بن ابیطالب، ۲۵۶ مخ. ۲-درالمنشور، ۳ ټ، ۳۴۶ مخ (د ابن ابی الدنیا له «ذم الملاعی» او د بیهقي له «شعب الایمان» یې نقل کړی). ۳-متقي هندي، کنزالعمال، ۵ ټ، ۴۶۹ مخ. ۴-ابن قیم جوزيه، اعلام الموقعین، ۴ ټ، ۳۷۸ مخ. ۵-ابن قیم جوزيه، الطرق الحکمّیة، ۱۵ مخ. ۶-شمس الدین ذهبي، الکبائر، ۵۸ مخ. ۷-بیهقي، سنن الکبری، ۸ ټ، ۲۳۲ مخ. ۸-محمد بن محمد عبدري قیرواني مالکي (په ابن الحاج فاسي مشهور، د اتمې پېړۍ په روستیو کې وفات شوی) المدخل، ۳ ټ، ۱۱۹ مخ.
[33] (تذکرة الخواص، ۶۲ مخ، نجف چاپ)
[34] (شرح تجرید، د امامت د بحث پينځمه برخه)
[35] یادونه: علامه ذهبي په لسان المیزان (۱ ټ، ۵۰۰ مخ) مصر چاپ کې، د سرالعالمین کتاب د امام غزالي له کتابونو ګڼلی دی.
[36] [وګورئ: ۱- احمد بن صدیق عماری، علي بن ابیطالب امام العارفین. ۹۹ مخ.۲-المجتبی، ۳۵ مخ]
[37] (دُرّ بحر مناقب، ۷۶ مخ)
[38] [د احقاق الحق له ملحقاتو ۸ ټ، ۲۴۰ مخ نقل شوی دی]