تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د “خودي” پراختيا  انسان د مرتبو خاوند دى انسان دوه ډوله “انا” لري : يو ملکوتي “انا”،چې په قرآن حکيم کې پر ((وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي)) (حجر/٢٩) تعبير شوى او په حيات او پايښت کې طبيعت ته اړ نه دى؛خو انسان د مراتبو خاوند موجود دى . د انسان د وجود […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د “خودي” پراختيا

 انسان د مرتبو خاوند دى

انسان دوه ډوله “انا” لري : يو ملکوتي “انا”،چې په قرآن حکيم کې پر ((وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي)) (حجر/٢٩) تعبير شوى او په حيات او پايښت کې طبيعت ته اړ نه دى؛خو انسان د مراتبو خاوند موجود دى . د انسان د وجود يوه مرتبه طبيعت دى. د انسان ځانګړنه داده،چې د مقاماتو او مراتبو خاوند دى.دا سمه ده، چې وايي: (( انسان يو حيواني، نباتي او جمادي ملک دى))؛نه په دې مانا،چې هم ملک دى،هم حيوان او هم نبات؛بلکې يو څيز دى؛خو دا يو څيز د مراتبو درلودنکى وجود دى.د ورته والي له نظره څوپوړيزه ماڼۍ دى،چې يو پوړ يې يو حقيقت او بل پوړ يې بل حقيقت دى او….انسان د داسې مراتبو درلودوونکى دى،چې په خپلو لوړو درجو کې پرېښته ده؛بلکې تر پرېښتې هم لوړ دى،په بله درجه کې يو بوټى دى او په بله درجه کې يو جماد دى.

انسان د هغو لوړو درجو له امله په خپلو ((انا)) کې توپير نه ويني؛لکه څنګه،چې د پرېښتو تر منځ د “زه” او “زما” شخړه نشته،انسان هم د خپل وجود په هغه پړاو کې له نورو وګړيو سره “زه” او “زما” ته نه ګوري،ټول د رڼا د وړانګو په څېر دي،چې له يو بل سره مزاحمت نه لري؛خو چې کله خپل طبيعي ((خود)) ته رارسي؛نو په طبيعت کې د مزاحمت له امله؛هر “انا” اتومات د ځان د پايښت لپاره کوښښ کوي او طبعا نور هم نفې کوي،چې د پايښت شخړه ترې رامنځ ته کېږي.د هر چا “من” د نورو د”انا” پر وړاندې وي؛يعنې هغه انحصار غوښتونکى حالت،چې ځان ګوري او نور ورته نه ښکاري،چې دا د طبيعي “انا” لازمه ده؛نو له دوى سره مبارزه کېږي او بايد وځپل شي،دا دېوال بايد مات شي،د طبيعي “من” او نورو ” انا”وو دېوالونه.

ښاغلى طباطبايي وايي: انسان استخدام ګر موجود دى؛يعنې غواړي نور موجودات او ان انسان ځان ته استخدام کړي او په نننۍ څرګندنه- اصطلاح انسان زبېښونکى دى؛يعنې هر موجود ته د وسيلې او اوزار په سترګه ګوري او هر څه ځان ته غواړي.

مولانا جلال الدين بلخي وايي:

جان گرگان وسگان از هم جداست     متحد جانهاى شيران خداست

چې کله د انسان اروا سپيتوب او لېوه توب وي؛يعنې انسان خپل واقعي “خود” له لاسه ورکړي او د وجود ډېرى برخه يې طبيعي برخه وي؛نو بې له شخړې او جګړو به بل هېڅ هم نه وي او ټول سپي او لېوان کېږي،چې دا د جګړې ښکارندوى دي؛خو چې اروا سپى او لېوه نه وي؛اروا خدايي سړيتوب وي؛نو دلته له بېخه شخړه او جګړه نه رامنځ کېږي.

 

واده؛له وګړيز “انا” نه د وتو لومړى پړاو

د “خودي” په مسئله کې انسان بايد له ځانمنۍ راووځي_چې مراد ترې طبيعي خود دى او ټول يې مني_ او له ځانمنۍ او وګړپالي راوتل پړاوونه لري . لومړى پړاو يې له نورو سره مينه ده او په واقع کې چې د انسان “انا” _د راسل د وينا له مخې_پراخي مومي. لوېديزوال “انا” يوازې طبيعي “انا” ګڼي؛نو ځکه له دې ځايه يې پيلوي. د مثال په توګه : يو ماشوم يوازې په هماغه “وګړيز من” کې دى او يوازې ځان ويني او هر څه يوازې “وګړيز من” ته غواړي ان خپل موروپلار ته هم د اوزار او وسيلې په سترګه ګوري.په ځوانۍ کې،چې مينه پيدا کوي او واده کوي؛نو د لومړي ځل لپاره پکې دا احساس را پيدا کېږي،چې د ځان په شان له بل انسان سره مينه کوي (البته په ټولو کې داسې نه ده)؛يعنې له ځانه راوځي،ځان او هغه يو کېږي او هر څه ددې “خود” لپاره ستر ګڼي. دواړه “خودونه” يو “خود” شول . البته دا په هغو شرايطو کې دي،چې انسان واقعا له مقابل لوري سره مينه او انس پيدا کړي او قرآن حکيم (روم/٢١) په دې هکله وايي:

((وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ = او د هغه له نښو داده، چې تاسې ته يې همدا ستاسې له (جنسه) مېرمنې پيداكړې،چې ورسره ارام ومومئ او ستاسې ترمنځ يې مينه او مهرباني پيداكړه. هو، په دې (نعمت) كې هغې ډلې ته نښې دي، چې فكر كوي. ))

تر څو،چې د جوړې اړيکه له يو بل سره شهواني وي؛هرومرو يو بل ته د اوزار په سترګه ګوري .جنسي اړيکه حيواني او طبيعي چار دى.د شهوت د غريزې د سړولو لپاره ښځه د سړي او سړى د ښځې لپاره يو اوزار دى؛خو کورنى نظام،کورنۍ فلسفه او کورنۍ اروا له جنسي غريزې پورته اروا ده،چې ددو تنو تر منځ رامنځ ته کېږي؛ يعنې د يو بل له شخصيت سره مينه کوي او تر زوړالي يې سره مينه او کورنى نظام وي،چې په زوړوالي کې جنسي غريزه پکې له منځه ځي يا کمزورى کېږي او ورځ په ورځ پکې مينه زياتېږي او ان د نويو علماوو د وينا له مخې؛لکه ويل “دورانت” ” د فلسفې د خوندونو” په کتاب کې: د جوړې ډېر معاشرت په يو بل دومره اغېز کوي،چې ان څېرې يې هم سره لږ لږ ورته کېږي؛يعنې روحونه يې په کرار کرار دومره سره انطباق پيدا کوي،چې څېرې يې سره انطباق پيدا کوي. دا لومړى پړاو دى، چې انسان له ځانمنۍ راوځي او سره له دې،چې واده يو شهواني چار دى؛خو په اسلام کې اخلاقي اړخ لري او دا يوازېنۍ چار دى،چې سره له دې،چې شهواني او طبيعي بنسټ لري،اخلاقي اړخ هم لري.

د مثال په توګه : خوړل هېڅکله اخلاقي اړخ موندلاى نشي؛خو واده په خپله اخلاقي اړخ لري . بې له جنسي غريزې د انسان په شهواني غريزو کې هره غريزه،چې سړه شي؛نو د انسان په معنويت کې اغېزمنه نه وي. واده په اسلام کې مستحب او سنت تعبير شوى او بنسټيز علت يې هم دادى،چې څومره د جوړې ترمنځ مينه ډېره وي؛يو ګام له “وګړيز خود” څخه راوتلى دى.”خود”،چې لږ ستر شو؛نو رقيقېږي؛لکه په ټينګه مايع کې،چې کله اوبه واچوي؛نړۍ کېږي او پراختيا مومي.

تجربې ښوولې،چې په هغو خلکو هرومرو يوه نيمګړتيا وي،چې د مانيزو موخو لپاره يې واده نه وي کړى،چې ښځه او اولاد يې موخو ته د رسېدو خنډ نشي.لکه چې انسان يو روحي کمال لري،چې انسان يې يوازې د کورني نظام په ښوونځي کې تر لاسه کولاى شي.

ټول روحي کمالونه په ښوونځيو او پوهنتونو کې نه تر لاسه کېږي؛ لکه د دښمن پر وړاندې مړانه. آيا انسان په “ګوښه ناستۍ” او له ځاني غوښتنو سره په مبارزه کې مېړنې کېداى شي؟مړانه يوازې د عملي جهاد په ښوونځي کې ترلاسه کېږي.

رسول اکرم وايي:

((من لم يعز و لم يحدث نفسه بغزو مات على شعبة من النفاق؛يعنې هغه چې نه وي جنګېدلى او لږ تر لږه ( د جهاد هيله يې نه وي کړي)؛نو د نفاق په يوه څانګه به مړ شوى وي. (سنن ابي داود:د جهاد باب)

د نفاق دا څانګه يوازې له دښمن سره په مخېدو له منځه ځي او مثال يې د هغه لامبو وهونکي دى،چې د لامبو د زده کړې ټول کتابونه يې لوستي وي؛خو يو ځل يې هم لامبو نه وي کړې او هله به لامبو زده کړي،چې اوبو ته ورودانګي،څو ځل ډوب او اوبه يې تېرې شي او مړانه هم تر هغه نه تر لاسه کېږي،چې له دښمن سره نه وي مخ شوى او چې ځان يې په خطر کې شوى نه وي.

 زاهد او د خداى په لار کې جهاد

مولانا جلال الدين بلخي کيسه کوي : يو زاهد سړى و،چې د خير کارونه يې کړي ول او ټولې فريضې يې هم پر ځاى کړې وې او يوازې جهاد ورته پاتې و. سرتېرو ته يې وويل: که له کفارو سره جګړه شوه؛نو ما هم خبر کړئ.ورته خبر ورکړ شو،چې سبا تګ ته چمتو شه. هغوى،چې جګړې ته چمتو ول؛پر اسونو سپاره شول،ولاړل او وجنګېدل او دې زاهد،چې څو توره پيدا کوله او ذکر يې کاوه؛جګړه پاى ته ورسېده او څو چې خوځېده؛سرتېري راستانه شول.و يې پوښتل:څه وشول؟ و يې ويل: ولاړو،پکې مو ووژل او راکې يې مړه کړل او راستانه شو. زاهد وويل: عجيبه ده ! زما به څه کېږي؟ و يې ويل:څه هم نه! کار پاى ته ورسېد.آخر د چا پرې زړه وسوځېد. يو اسير يې نيولى و. و يې ويل : دا پېژنې؟دا هغه دښمن دى،چې زموږ ډېر سپاره يې وژلي دي،اوس اسير شوى،چې ووژل شي؛ته راشه او ورمېږ ترې غوڅ کړه . بنديوان ته يې لاسونه تړلي ول.زاهد بنديوان يووړ،چې ورمېږ ترې غوڅ کړي.څو شېبې تېرې شوې،رانغى،چې کله ورغلل؛نو ګوري بنديوان په تړليو لاسونو زاهد راڅملولى او نږدې دي،چې شاهرګ ورته په غاښونو وچيچي؛سرتېرو بنديوان وواژه او زاهد يې راوړ او په خېمه کې يې ورته پر مخ اوبه واچولې،چې په سد کې شو.وپو‌ښتل شو:څه خبره وه؟زاهد وويل:چې هلته ورسېدو؛نو”بو” يې راباندې وکړ او زه نور پوه نه شوم.

مړانه د شپو په خلوت کې نه تر لاسه کېږي؛لکه څنګه چې د شپو د خلوت اغېزې د جګړې په ډګر کې نه تر لاسه کېږي.

يو لړ اخلاقي ځانګړنې دي،چې انسان يې يوازې د کورني نظام په ښوونځي کې لاس ته راوړاى شي.کورنى نظام جوړول؛يعنې يو ډول د نورو له برخليک سره مينه پيدا کول . څو انسان واده نه وي کړى او ماشوم يې نه وي شوى او ماشوم د پلار عواطف را و نه هڅوي او د مثال په توګه هغه مهال،چې ناروغ شي او پلار وارخطا نه کړي يا د مثال په توګه:د ماشوم موسکا يې عواطف را و نه پاروي؛نو د نورو له برخليک سره مينه هم پکې نه پيدا کېږي او دا اغېز پکې د کتابونو په ويلو نه پيدا کېږي او تجربې ښوولي،چې په اخلاقيونو او رياضت کښو کې د عمر تر پايه يو ډول نيمګړتيا وي،چې دا پړاو يې نه وي تېر کړى؛نو ځکه په اسلام کې واده سپېڅلى چار ګڼل شوى،حال دا چې په مسيحيت کې واده نه کول سپېڅلى چار دى او ښځه کول پکې چټلي ده؛نو پاپ هم له مجردانو ټاکل کېږي،چې د هغوى له نظره په دې چټلۍ ککړ شوى نه وي؛خو اسلام وايي: ((من اخلاق الانبياء حب النساء)) له ښځو سره مينه نبوي اخلاق دي. (کافي ٥/٣٢٠)

تر واده وروسته، له وګړيز او طبيعي “خود” نه وتل او د انسان د شخصيت پراختيا موندل لومړى پړاو دى.

تر واده وروسته،چې کوم کار کوو؛نو يوازې ((من)) ته نه دي؛ هغه “من” په “موږ” بدلېږي . داسې،چې انسان دومره د کورنۍ له برخليک سره مينه پيدا کوي،چې په ځان سخته او کړاو تېروي؛خو چې کورنۍ يې هوسا وي . دا د “خود”يوه درجه ده؛خو آيا همدومره بسيا ده،چې د انسان خپل “خود” دومره پراخي ومومي؟

اړنګ نشته،چې نه !دا د وګړيز او طبيعي خود په پرتله يوه درجه ده؛ خو که همدلته محدوده شي.

 

قبیلوی یا ټبريزه انا”

کېداى شي د يو انسان “خود” تر دې پراخه شي. د مثال په توګه: د يوې کورنۍ غړى شي؛يعنې وګړيز خود له کورني خوده پښه واړوي او ټبر ته ورواړي؛لکه څنګه چې د جاهلي عرب په ټولنه کې هم ليدل کېده. جاهلي عرب به واقعا د ټبر ټولو غړيو ته په يوه سترګه کتل؛يعنې کټ مټ داسې وه؛لکه يوه اروا،چې پر ټول ټبر واکمنه وي. هغه ته “من” يو “ټبريز من” و. په ټبر کې هم انساني اصول؛لکه بښنه،احسان او ايثار واکمن ول؛خو له ټبر هاخوا دا اروا واکمنه نه وه؛نو بسيا نه ده،چې د انسان “من”دومره پراختيا ومومي.

 

قومي “انا”

لږ پورته ځو. قومي “من”. د مثال په توګه: يو کس له خپلو هېوادوالو سره د زړه له کومې مينه وکړي؛نو دومره هم بسيا نه ده؛ځکه له هغه حده،چې تېر شو؛نو هر څه جايز ګڼي . خپلو هېوادوالو ته دروغ نه وايي،خيانت ورسره نه کوي،خدمت ورته کوي،احسان ورسره کوي؛ خو همدا چې څوک يې هېوادوال نه و؛نو حقوق يې لتاړي، استبداد پرې جايز ګڼي او دا هماغه “خود” دى،چې په اروپائيانو کې دى؛يعنې “ملي خود”پکې وده کړې .

پېرنګيان تر ډېره له خپلو هېوادوالو سره خيانت نه کوي،دروغ ورته نه وايي او استبداد پرې نه کوي؛خو همدا چې پښه يې له هېوادوالو واړېده؛نو ظالم او يرغلګر شي . د خپل ملت د ګټو په خاطر ورته دروغ جايز ښکاري؛يعنې په خپل هېواد کې دروغ نه وايي او خيانت نه کوي؛خو پر نورو هېوادونو تر ټولو ستر ظلمونه او يرغلونه کوي؛د خپل هېواد لپاره د نورو هېوادو شتمنۍ لوټ کوي او دا کار يو وياړ ګڼي،چې هېوادپال انسان دى.

اړنګ نشته،چې داسې سړى،چې لږ تر لږه په خپل هېواد کې وګړيز خود نه رامخکې کوي؛يعنې هلته د “موږ” په بڼه ژوند کوي؛نه د “من” په بڼه؛د هغه انسان په پرتله متکامل دى،چې يوازې ځان ورته ښکاري؛هغه چې دنيا يوازې ځان ته غواړي؛خو په دې اخلاقو نوم ايښوداى نه شو او سول- منطق دا خبره نه مني،چې زما له نورو ملتونو سره څه کار دى .

له انسان سره مينه

يو ګام به مخکې ولاړ شو.له انسان سره مينې او انسان پالنې ته رسو.که څوک په رښتيا بشردوست وي؛نو ټولو انسانانو ته خدمت کوي او له هېڅ انسان سره ددې لپاره خيانت نه کوي،چې انسان دى،د يو انسان حق هم نه لتاړي.له ځانمنۍ نه د راوتو وروستى بريد دادى، مينه مو ټولو انسانانو ته پراختيا ومومي.

په دې څرګندونه هم نيوکه ده : موږ ولې بايد يوازې له انسانانو سره منيه وکړو او له حيوانانو سره يې و نه کړو؟ آيا منطقي ده،چې دا بريد تردې ځاى پورې محدود شي او “خود”،چې دلته راورسېد؛نو دېوال ترې راچاپېر شي. يا له دې هم بايد مخکې ولاړ شو،چې نوم يې “حق نمانځنه” او “خداى نمانځنه” ده او ددې لپاره،چې خداى د نورو ژويو ترڅنګ بل موجود نه دى؛نو د خداى نمانځنې په لار کې په دنيا کې هر څه د مينې وړ او مينه ناک دي.

به جهان خرم از آنم که جهان خرم از اوست

عاشقم بر همه عالم که همه عالم از اوست

له انسانانو سره د مينې په هکله يوه بله پوښتنه هم مطرح ده،چې له انسانه مراد څه دى؟ هر حيوان او هر جماد هماغه دى،چې دى.د مثال په توګه: که ووايو: له ګل سره مينه؛نو ګل هماغه دى،چې دى،ګل خو څه اصول نه لري او همداسې حيوان؛خو انسان يوازېنى موجود دى، چې په دې دنيا کې “بالقوه” دى او بايد “بالفعل” شي؛يعنې انسان يوازې غوږونه،پوزه او سترګې شمېرلاى نه شو او ووايو،چې له بشر سره مينه؛يعنې په هر ځاى کې مو،چې دنګ او د اوږدو نوکانو حيوان وليد؛نو مينه ورسره په کار ده.

نه ! انسان يو انسانيت هم لري .کېداى شي يو انسان د بل انسان ضد وي؛خو د حيوان ضد حيوان نه وي،حيوان تل حيوان وي . د انسان انسانيت په يو لړ ماناوو،لطايفو او حقايقو پور اړه لري،چې که وګړى يې ضد او يا پکې نه وي؛نو انسان نه شمېرل کېږي . دلته دا پوښتنه رامنځ ته کېږي،چې آيا له هغه انسان سره هم بايد د نورو په شان مينه وشي،چې د انسان او انسانيت ضدوي؟يا دا چې داسې انسان بايد له منځه يووړل شي؟ او که له منځه مو يووړ؛نو آيا دا کار له انسان دوستۍ سره اړخ لګوي که نه؟

ځواب : که له انسان دوستۍ نه مراد د دوو پښو له حيوان سره مينه وي؛نو له دې نظره “واقعي انسان” د انسان له ضد انسان سره هېڅ توپير نه لري؛خو که و مو ويل،چې انسانيت موږ ته يوه مانا لري او انسان مانادرلودوونکى موجود دى،چې کېداى شي انسانيت پکې وي او کېداى شي،چې پکې نه وي او د انسانيت د مانا پر ضد وي؛نو هله له انسان سره مينه راته بله مانا پيدا کوي،چې له انسانانو سره بايد د انسانيت په مسير کې مينه وشي، نه د انسانيت د مسير پر خلاف؛نو په همدې دليل که يو انسان د انسانيت پر ضد وي؛نو بايد په کلکه ورسره مبارزه وشي او ورته د انسانيت په سترګه کې د اغزې په سترګه وکتل شي،چې دا کار په خپله له بشريت او انسانيت سره مينه ده؛خو له مانادرلودوونکي بشريت سره؛ هغه بشريت،چې د بشريت مانا پکې وي.

ديني “خود”

آيا ديني “خود” هم يو خود دى؟ آيا کړاى شي دېوال شي؟

موږ وايو مسلمان بايد له مسلمان سره مينه ولري او مسلمان له نامسلمان سره اړيکه نه ساتي ((أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاء بَيْنَهُمْ= پر كافرانو ډېر سخت (او) پخپلو كې خوا خوږي او ډېر مهربان دي)) (فتح/29)

که پوله جوړول بد وي؛نو دلته هم بد دي او د اخلاقو ضد کار دى.

ځواب :که دا مسئله د تعصب په بڼه راښکاره شي؛يعنې که څوک له هغه چا سره تعصب ولري،چې مسلمان دى او همدا چې څوک د اسلام تر بېرغ لاندې نه وي؛نو خير يې نه ورسي ؛نو دا ښه چار نه دى او اسلام يې هم نه غواړي. اسلام ويلي : موږ بايد د ټولو ان د کفارو خيرغوښتونکي ووسو.که له کافر سره د دښمنۍ سرچينه د کافر بد غوښتل وي؛نو دا کار د اخلاقو ضد دى؛موږ ان بايد بد هم و نه غواړو ؛بلکې بايد د پېغمبر اکرم په څېر ووسو،چې ويل يې: (( پر دوى مې زړه سوځي،چې ولې هغه ته نه رسي،چې حق او خير يې دى.))

خو چې کله دوى په خپله سمه لار نه مومي او د نورو د هدايت په لار کې هم خنډ وي؛نو بايد بد يې وغوښتل شي.ان انسان بايد د “ابوجهل” بد غوښتونکى هم نه وي او د مثال په توګه ووايي: خداى دې نه کړي ،چې “ابوجهل” مسلمان او شهيد شي . بايد داسې دعا و نه کړو،چې “ابوجهل” او ورته کسان حق ته راستانه نشي.

“يزيد بن معاويه” امام “سجاد” وپوښت:که توبه وکړم؛نو قبوله به شي که نه؟

امام ورته وويل: هو قبلېږي.

يعنې امام د يزيد هم بد نه غواړي،چې د پلار وژوونکى يې دى،چې خداى دې د توبې توفيق ورنه کړي او دوزخ ته دې ولاړ شي؛بلکې خير يې غواړي.

څه،چې موږ پرې د بدۍ نوم ږدو،مانا يې دا ده :ځکه چې دوى د نېکمرغۍ په بهير کې نه دي او نورو ته هم مضر دي؛نو ځکه بايد ورسره دښمني وشي.

له کافر سره احسان

له کافر سره دښمني،له نورو سره د مينې لپاره ده؛ نه دا چې د کافرو بد غواړو.څومره مو،چې له لاسه کېږي،له کافر سره احسان وکړئ؛خو په دې شرط، چې دا احسان له نورو او انسانيت سره بد کول نه وي او د بشريت د مصالحو پر خلاف نه وي.

((لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ أَن تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ . إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ =خداى تاسې له هغو كسانو سره د نېكۍ او د عدل او انصاف له چلنه نه منع كوي چې د دين په اړه يې درسره جګړه نه ده كړې او له خپلو كورونو يې شړلي نه ياست؛ (ځكه) چې خداى انصاف كوونكي خوښوي . خداى يوازې تاسې له هغو كسانو سره له دوستۍ (او اړيكو) منع كوي،چې د دين په اړه يې درسره جګړه كړې او له خپلو كورونو يې شړلي ياست يا يې ستاسې په شړلو كې د يو بل لاسنيوى كړى دى او څوك چې ورسره دوستي وكړي؛نو هماغوى ظالمان دي. )) (ممتحنه/٨-٩)

يعنې خداى نه يو منع کړي،چې له هغو کفارو سره احسان وکړو،چې د دين په اړه يې راسره جګړه نه ده كړې،بدي يې راسره نه ده کړې او له خپلو كورونو يې نه يو شړلي او له هغو سره له احسان کولو يې منع کړي يو،چې ددې آيتونو مصداق دي؛ځکه ورسره احسان کول د مسلمانانو کمزوري کول دي.د مثال په توګه: که مسلمان له کافر سره په جګړه کې وي او څوک پر کافر وسله وپلوري؛نو څرګنده ده،چې د مسلمانانو په ماتولو کې يې مرسته کړې ده .

هغه مرسته حرامه ده،چې د مسلمانانو د ټلوالې د کمزورېدو لامل شي. له کافر سره هغه احسان حرام دى،چې د اسلام او مسلمانانو د کمزورېدو لامل شي.

که اسلام حقيقت او د انسانيت نېکمرغي ده؛نو دا کار هم بايد حرام وي؛خو که له کافر سره احسان پورتنۍ ځانګړنه و نه لري؛ حرام نه دى او ښه هم دى.

[ژباړن:زما په آند چې په ننني وخت کې ددې آيت مصداق هغه اسلامي هېوادونه دي،چې په اسرائيلو تيل پلوري او ورسره ټينګې تجارتي او سياسي اړيکې لري؛ځکه اسرائيل هم له مسلمانانو سره په جګړه کې دي او هم يې مسلمانان له کورونو ايستلي دي.]

دلته له بېخه دې مطلب ته رسو،چې د ځانمنۍ له کړۍ د انسان وتل ،هېڅ څيز ان انسان ته هم نه محدودېږي،ټوله هستي په ځان کې رانغاړي؛خو د کمال،حقپالنې او حق غوښتنې په مسير کې هستي او څه،چې خداى هستۍ ته غواړي؛يعنې نېکمرغي،چې انسان هغه څه وغواړي،چې خداى يې غواړي .

په واقعي مانا له ځان لمانځنې د انسان وتل هغه مهال حقيقت مومي،چې پر يوه پوله هم تم نشي ان د انسانانو پوله . موږ په اسلام کې له انسانانو سره د ميني په نامه څه نه لرو،چې تم مو کړي؛بلکې په اسلام کې حق او خداى مطرح دی؛دايره يې له دې خورا پراخه ده او کله هم راتنګه شي؛خو نه په دې مانا،چې د چا بد غوښتونکى شې ؛بلکې په عمل کې نشو کړاى له ټولو انسانانو سره يو ډول وچلېږو. هغوى،چې د حق او حق غوښتونکيو پر وړاندې خنډ دي؛بايد د دښمن په سترګه ورته وکتل شي؛لکه د انسان وروست غاښ،چې بايد وايستل شي؛خو دا په دې مانا نه ده،چې انسان د خپل غاښ بدغواړي وي؛بلکې کار تردې رارسېدلى،چې که وروست غاښ و نه ايستل شي؛نو ټول بدن کړوي او د نورو غاښونو روغتيا هم له منځه وړي.

عمومي وجدان

عمومي وجدان يوازې له ټولو انسانانو سره مينه نه؛بلکې له هر څه سره مينه ده او په عين حال کې په عمل کې د تکامل له لارې د خنډونو لرې کول دي،چې که انسان وي يا بل کوم څيز.

دا چې اسلام د انسانيت اصولو ته توجه کوي؛نه وګړي او شخص ته؛ په دې هکله قرآن شريف وايي:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُونُواْ قَوَّامِينَ لِلّهِ شُهَدَاء بِالْقِسْطِ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلاَّ تَعْدِلُواْ اعْدِلُواْ هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ =مؤمنانو! تل د خداى (د فرايضو) لپاره راپاڅېږئ او په قسط او عدل ګواهي وركړئ، له كومې ډلې سره دښمني دې تاسې دې ته اړ نه كړى، چې عدالت و نه کړئ؛ عدالت وكړئ، چې هغه (ځان ساتنې او) پرهېزګارۍ ته ډېر نژدې دى او(ځانونه مو) د خداى له (عذابه) وساتئ،څه چې كوئ،خداى پرې ښه خبر دى.)) (مائده/٨)

دا مسلمانانو ته خطاب دى او دښمن قوم هم هماغه د جاهليت کفار دي،چې بوت لمانځي ول،هغوى پردې سربېره،چې بوت لمانځي ول،د مسلمانانو خونړي دښمنان هم ول؛خو قرآن حکيم مسلمانانو ته حکم کوي،چې بې عدالتي به ورسره نه کوئ؛ځکه عدالت نه يوازې انساني ؛بلکې نړيوال اصل دى؛يعنې حقپال انسان ظالمېداى نشي.

 علي (ک) (نهج البلاغه/53 ليک) وايي:

((وَلاَ تَكُونَنَّ عَلَيْهِمْ سَبُعاً ضَارِياً تَغْتَنِمُ أَكْلَهُمْ، فَإِنَّهُمْ صِنْفَانِ: إِمَّا أَخٌ لَكَ فِي الدِّينِ، وَإمّا نَظِيرٌ لَكَ فِي الْخَلْقِ= هسې نه،چې داسې څيرونکى ځناور اوسې، چې د خلکو داړل غنيمت وګڼې؛ځکه خلک په دوه ډوله دي: يو شمېر ستا ديني وړونه دي او نور په پيداېښت کې ستا په څېر دي….))

ځکه عدل يوازې انساني بنسټ نه؛بلکې نړيوال بنسټ هم لري.

امام علي يو ړوند يهودى بوډا وليد،چې سوال کوي.امام وويل: دا ولې سوال کوي.ورته وويل شول: يهودى دى.څو يې،چې کار کړاى شو،کار يې کاوه،اوس يې نشي کړاى؛نو سوال کوي.امام علي حکم ورکړ،چې له بيت الماله دې ورته معاش مقرر کړاى شي.په واقع کې دا يو ډول “تقاعد” دى.

خبره داده،چې له کافر سره مرسته او احسان تر هغه پروا نه لري،چې د مسلمانانو د کمزورۍ لامل نشي.په تاريخ کې راغلي،چې مسيحيان يا يهود،چې به مسلمانان شول او موروپلار به يې هماغسې په خپل دين پاتې ول؛نو امام به يې پوښته،چې څنګه چلن ورسره وکړو؟ امام ورته ويل،چې د پخوا په شان؛بلکې ترې ښه هم.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست