تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ په دنیا کې د غرور را پيدا کېدو لاملونه لومړی عامل: غفلت دویم عامل: پر ټول حقیقت د انسان د احاطې نشتوالی درېیم عامل: د هستۍ مرکب والی او د انسان ظاهر ویني څلورم عامل: په دنیا کې د انسان د مسافر والي د شان هېرول پنځم علت: د انسان پنځګري […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

په دنیا کې د غرور را پيدا کېدو لاملونه

لومړی عامل: غفلت

دویم عامل: پر ټول حقیقت د انسان د احاطې نشتوالی

درېیم عامل: د هستۍ مرکب والی او د انسان ظاهر ویني

څلورم عامل: په دنیا کې د انسان د مسافر والي د شان هېرول

پنځم علت: د انسان پنځګري او خلاقیت

* له دنیوي ژوند سره د غفلت تړاو

 

غفلت

موږ انسانان د ځان او د نړۍ د جوړښت له امله، دقیقاً په درې واڼو ماناوو، له غفلته خورونه – تغذیه کېږو او په دې خورونه – تغذیه، خپل دنیوي ژوند لاپسې څربوو. موږ انسانان د خپل ژوند په ډیوه کې د غفلت تېل وراچوو او په دې مانا هم غفلت پېرو او هم غفلت پلورو؛ نو ځکه د غرور تاجر او د ټګۍ سوداګران یو او که دا راکړه ورکړه ونه لرو، ژوند به مو ناشونی وي.

د پېغمبرانو کار په نړۍ کې د هر ډول غفلت څنډنه نه ده

البته پېغمبران راغلي چې د غرور او غفلت پرده څېرې کړي؛ خو هغه پرده، د غرور او غفلت دا پرده نه ده، چې په اړه یې ګړېږو. ددې غرور او غفلت پرده څېرېدونې نه ده او بلکې یوازې د انسان په مرګ به څيرې شي.

هست از پس پرده گفت و گوى من و تو        چون پرده برافتد نه تو مانى و نه من‏

هغه پرده، عین وجود مو دی او څیرل یې زموږ د وجود له راسپړولو سره مساوي دي. موږ پخپله پرده یو او چې کله پرده ولوېږي، په واقع کې موږ خپله لوېدلي یو.

پېغمبران نه دي راغلي، چې انسان له انسانوالي وغورځوي، نه  دي راغلي چې د دې دنیا ژوند ناشونی کړي؛ بلکې راغلي چې همدې غولېدلیو او په غرور کې راښکیل انسانانو ته اسماني پیغام راوړي او انسانانو ته د همدې غفلت په چوکاټ کې سم ژوند دود ورزده کړي.

 دوی نه دي راغلي چې انسانان د بل موجود له بېخه راوسپړي او بیا دې نوي موجود او غیر انسان ته، د ژوند سبق ورکړی. زموږ شتون، ژوند او دنیوي ژوند مو په دې غفلت او غرور کې رانغاړل شوی، چې په اړه یې خبرې کوو؛ نو ځکه د دې مانا له مخې، بېشکه موږ ټول انسانان ددې ډول غرور سوداګر یو او بلکې نشو کړای نه اوسو.

رحمان بابا وايي :

بې هنر دي چې څوک دین په دنیا پلوري

هنرمند سړی دا هسې سودا نه کا

خو په دې نړۍ کې د غولېدو نور ډولونه هم شته، چې انسانان مکلف دي د ځینو پر وړاندې یې هڅه وکړي او په نسبي ډول یې ځان له منګولو وژغوري.

دویم عامل: پر ټول حقیقت د انسان د احاطې نشتوالی

 انسانان په دنیا کې د خپل محدود لید په پار، تل د حقیقت له یوې برخې سره مخېږي او دا برخه، له هغو برخو رنګ اخلي، چې د انسان په واک کې نه دي. په دې مانا موږ تل په نیمه لار کې یو او په همدې دلیل له حقیقته نیمګړې او ناقصه انځورنه لرو. دا چار هم په هیڅ وجه لرې کېدونی نه دی.

موږ داسې مسافرین یو چې تل په نیمایې لار کې او مقصد ته رسېدلي نه یو. په دنیا کې مو مسافروالی، او په نیمایي لار کې مو اوسېدانه، داسې یو نقصان راترغاړې کوي، چې له لامله یې هرومرو او لا محاله غولېږو.

البته شونې ده چې ځینې کسان په دې دنیا کې ژوند کوي؛ خو په عین حال کې په بله نړۍ کې زیږي، دوی په واقع کې مخلصان، پاکان او اولیاء الله دي چې:

صحبوا الدنيا بابدان ارواحها معلقه بالمحل الا على (نهج البلاغه، ۱۴۷ حکمت)

 «بدنونه یې په دنیا کې دي؛ خو لوړ روح یې له پاسنۍ نړۍ سره نښتی دی»

شاعر وايي :

څومره دې زور راکړ څومره دې ځواني راکړه

خدایه دا څه په لیونتوب کې دې خاني راکړ

اوس به وزرې الوتو ته خامخا غواړم

پیدا به ځمکه شوم جذبه دې اسماني راکړه

دوی د علي(ک) په وینا ذاکرین دي او ذکر یې د دنیا پر ځای غوره کړی او هیڅ بیع، سوداګري او راکړه ورکړه یې د ذکر مخه نشي نیوای[1] خو دا کسان له نوادرو دي.

رحمان بابا وايي :

د دنیا خبرې واړه په دنیا شي

ما به څه کا څوک چې نه لرم دنیا

په دنیا کې خوب هغه کا چې نادان وي

هغه ژوي چې هوښیار وي څه به خوب کا

په نړۍ کې عام مخلوقات، تل پر نیمه لار او مقصد ته نارسېدلي دی؛ نو ځکه له نیمو حقایقو باخبره دي او هغه نور پټ نیمایي اجازه نه ورکوي؛ چې دا نیم ښکاره هم ښه وپېژندل شي.

 دا خبره د هرې ټولګې په باب د منلو وړ ده. انسانان له یوې ټولګې سره په مخامخېدو کې چې ډېرې برخې لري، نباید وګڼي، چې د یوې برخې پېژندل یې، حقیقتاً د دې ټولګې یوه برخه یې پېژندلې ده. د هرې برخې پوره پېژندل یا ښانده د ټولګې د نورو برخو په پېژندو کې نغښتې ده. څومره چې د یوې ټولګې برخې راته ناپېژنداې وي؛ نو په پېژندل شویو برخو کې به هم خلل رامنځ ته شي. په تیاره کوټه کې د فیل قصه همدا مانا څرګندوي، د مولوی، بلخي په وینا دنیا یو ځګ والا سمندر دی:

كف درياست صورتهاى عالم        ز كف بگذر اگر اهل صفايى‏

 

 

[1] و ان للذكر لاهلا اخذوه من الدنيا بدلا، فلم تشغلهم تجاره و لا بيع عنه ـ (نهج البلاغه: ۲۲۲مه خطبه)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست