بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د رسول اکرم ژوند د پېغمبر اکرم د ځيګر ټوټې  (فاطمه بي بي) واده د عربو  اشرافو خپلې لوڼې شتمنو او زورورو ته وركولې او كه داسې نۀ وو؛نو په اسانۍ يې زلمي ته د “نه” ځواب وركاوه. د همدې دود له مخې،ځينو مخورو او اشرافو ټينګار کاوه، چې د پېغمبر […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د رسول اکرم ژوند

د پېغمبر اکرم د ځيګر ټوټې

 (فاطمه بي بي) واده

د عربو  اشرافو خپلې لوڼې شتمنو او زورورو ته وركولې او كه داسې نۀ وو؛نو په اسانۍ يې زلمي ته د “نه” ځواب وركاوه.

د همدې دود له مخې،ځينو مخورو او اشرافو ټينګار کاوه، چې د پېغمبر اکرم له  لور فاطمې بي بي سره واده وكړي؛ځكه ګومان يې كاوه پېغمبر اکرم به په خپل كار كې سختي و نۀ کړي او د ناوې او د ناوې د پلار د زړۀ لاس ته راوړو ته لازم امكانات لري او بل خوا پېغمبر اکرم د حضرت “رقيه” او حضرت “زينب” په واده كې هم دومره سختي نۀ وه كړې؛خو هغوى له دې بې خبره وو،چې دا لور يې له نورو لوڼو سره له د ځمکې او اسمان توپير لري. دا هغه لور ده چې د مباهلې د آيت په نازلېدو د ستر مقام خاونده شوه. (183) 

مرکچيان په دې باب تېروتي وو. هغوى نۀ پوهېدل،چې د فاطمې انډول بايد داسې څوك وي،چې د فضيلت،تقوى،ايمان او اخلاص له مخې،د فاطمې په څېر وي او چې “فاطمه” د تطهير د آيت په نازلېدو له ګناه پاكه وشمېرل شوه؛نو مېړه يې هم بايد د هغې په څېر وي.

شتمني او ماديات د سيالۍ او انډول كچې نۀ دي . اسلام سره له دې، چې وايي خپلې لوڼې مو د هغوى سيالانو ته وركړئ؛خو اسلام سيالي، په ايمان او اسلام تفسير كړې ده.

پېغمبر اکرم د خداى له لوري مامور و، مرکچيانو ته ووايي،چې د فاطمې واده بايد د خداى په حکم وشي،چې هغه په دې عذر وړاندې کونه تر يوه حده له حقيقته هم پرده لرې كوله.د پېغمبر اکرم اصحاب پوه شول چې له فاطمې سره واده كول دومره اسان كار نۀ دى او يو سړى، چې څومره مادي شتمني هم ولري؛خو ورسره واده نۀ شي كړاى. د فاطمې مېړه بايد داسې څوک وي، چې د صدق،صفا، ايمان، اخلاص، مانا، فضايلو او اخلاقو له لوري،په پېغمبر اکرم پسې په لومړۍ ليکه كې ولاړ وي او دا ځانګړنې بې له علي (ک) په هېچا كې نۀ پيدا کېږي.

 ازمېينې ته يې حضرت علي(ک) وهڅاوه،چې د رسول اکرم پر لور مركه وكړي. (184)*

حضرت علي (ک) هم د زړۀ له كومې پردې كار راضي و؛خو مناسب وخت ته يې كتل،چې د مركې شرايط برابر كړي. حضرت علي په خپله رسول اکرم ته ورغى، چې له حيا  يې سر ټيټ نيولى و؛لکه چې خبره يې پر زړۀ ده؛خو حيا اجازه نۀ وركوي،چې و يې وايي. پېغمبر اکرم،حضرت علي په خبرو كړ.حضرت علي په سختۍ څو ټکي پر ژبه راوړل، چې رسول اکرم په مفهوم او مطلب پوه كړي.

دا ډول مركه د اخلاص او صميميت بېلګه او ښوونكې ده. تر اوسه يو روزنيز ښوونځي هم داسې ازادي نۀ ده ښوولې،چې له تقوى،ايمان او اخلاص سره يوځاى وي.

پېغمبر اکرم د حضرت علي وړانديز ومانه او ويې ويل:((ما ته څه وخت راكړه، چې له لور سره مې سلا وكړم.))

لور ته يې چې خبره وكړه؛ نو پر لور يې څه عجيبه حيا او سكوت واكمن شو. پېغمبر اکرم پاڅېد او و يې ويل:((الله اكبر! سكوتها اقرار ها!)) 

 په هغو ورځو كې د حضرت علي (ک) ټوله شتمني يوه توره او يو زغره وه. حضرت علي ته دنده وركړ شوه، چې زغره وپلوري او د واده تيارى ونيسي. حضرت علي (ک) هم د زړۀ له كومې دا خبره ومنله؛ زغره يې وپلورله او پېسې يې رسول اکرم ته وركړې. پېغمبراکرم څه پېسې بې له دې،چې و يې شمېري،حضرت “بلال” ته وركړې،چې “زهرا” بي بي ته عطر واخلي او نورې يې حضرت “ابوبكر” او حضرت “عمار” ته وركړې،چې ناوې او ښاوي (زلمي) ته د ژوند وسايل واخلي؛ هغوى ولاړل او دا څېزونه يې واخېستل.

د پېغمبر اکرم د لور جهيزيه

1 _ د اوو درهمو په بيه يو كميس.2 _  يو په يو درهم يو څادر و.3 _ يو ځان پاكى( قطيفه)،چې ټول بدن ته يې كفايت نۀ کاوه.4 _ يو عربي پالنګ،چې له لرګي او خرما  جوړ شوى و. 5 _ دوه توشكه، چې يو له مصري كتانه او بل  د کجورو له پاڼو جوړ شوي و.6 _ څلور بالښته،چې دوه يې ورېښمين او دوه يې د كجورو وو.7 _ پرده.8_  پوزى.9 _ مېچن.10 _ د اوبو ژى. 11 _ د شيدو يو لرګينه كاسه. 12 _ څرمين اوبلوښى. 13 _ خټينه (خامه)  كوټه. 14 _ څو كوزې. 15 _ دوه د سپينو زرو بنګړي. 16 _ مسي لوښى.

د پېغمبر اکرم سترګي، چې د فاطمې د واده پر سامان ولګېدې؛نو و يې ويل:((خدايه! د هغه ډلې ژوند مبارك كړې،چې ډېرى سامان يې خټين دى .)) (185)*

د پېغمبر اکرم د لور “مهر” هم د پام وړ دى. د فاطمې مهر، “مهرالسنه” وه، چې پينځه سوه درهمه وو.(186)*.

 په حقيقت كې دا واده نورو ته بېلګه و،چې بايد ځوانان او نجونې دغسې واده وكړي.

اساسا د مېړه او ښځې د ژوند چاپېريال بايد له صميمت او مينې ډك وي؛ ګنې دروند مهر او جهيزيه ژوند نشي رڼا كولاى.

د واده مراسم

ځينې د ناوې او ځينې د ښاوي (زلمي) د كورنۍ له لوري رابلل شوي وو. حضرت علي (ک) خوړه (وليمه) تياره كړه.تر خوړې وروسته،رسول اکرم (ص)  حضرت”فاطمه” راوغوښتنه،چې خولې پرې راماتې وې.د حضرت فاطمې سترګې،چې پر پېغمبر اکرم ولګېدې؛نو پښه يې وښوييده او نږدې وه پر ځمكه راولوېږي؛خو پېغمبر اکرم راونيوه او دعا يې وكړه:((خداى دې د ژوند له ښوييدو وساته.)) (187)*

رسول اکرم يې له مخه پلو لرې كړ او د ناوې لاس يې د ښاوي  په لاس كې كېښود او ويې ويل: (( بارك الله لك فى ابنة رسول الله يا علي  نعمه الزوجه فاطمة، بيا يې فاطمې ته وويل: ((نعم البعل علي. ))

او كه په نورو ټكيو ووايو:پېغمبر اکرم پر هغه شپه خپل هغه صميميت او اخلاص وښود، چې زموږ ټولنه لا تر اوسه هغه بشپړتيا او صميمت ته نه ده رسېدلې، چې د خپلې لور لاس راواخلى او د ښاوي په لاس كې يې کيږدي. خپلې لور ته يې د حضرت علي (ک) فضائل بيان كړل او ورته يې وويل:((كه علي نۀ واى پيدا؛ نو پر ځمكه به څوك ستا انډول نۀ و)) او بيا يې پر دواړو د كور او د ژوند دندې ووېشلې؛د كور دننه دندې يې فاطمې بي بي او بهرنۍ يې حضرت علي (ک) ته وروسپارلې.

 پر دې وخت د ځينو د وينا له مخې،پېغمبر اکرم د انصارو او مهاجرو ښځو ته حکم وكړ،چې د فاطمې له اوښه راتاوې شئ چې د مېړه كور ته يې ورسوي.

 وايي چې: پېغمبر اکرم ستر صحابي حضرت “سلمان” ته وويل، چې د “زهرا” د اوښ پړى ونيسي،چې له دې لارې يي خلكو ته د خپلې  لور ستروالى وښود. ددې کيسې تر ټولو خوږه برخه هغه ده، چې ښاوي او ناوې خپلې كوټې ته ولاړل، چې دواړه د حيا او شرم په سمندر كې ډوب وو او له شرمه يې يو بل ته نۀ كتل او سترګې يې ځمکې ته وې. پېغمبر اکرم راننووت،د اوبو لوښى ورسره و، چې اوبه يې پر خپلې لور وشيندلې او دعا يې ورته وكړه:

((خدايه! لور مې راته تر ټولو ګرانه ده.خدايه! علي هم تر ټولو راته ګران دى. خدايه! تر منځ يې مينه ټينګه كړې.)) (188)*

دلته د پېغمبر اکرم د لور د ستر مقام درناوي کې له حضرت انس بن مالك ته يو روايت شوى حديث راوړو: (د امام احمد حنبل سند: ٢/ ٢٧٩) دى،چې:((پېغمبر اکرم به،چې شپږ مياشتې سهار وختي جومات ته ته؛نو د فاطمې او علي (ک) د كور مخې ته به درېده او ويل به يې:”زما اهل بيتو! لمونځ مو هېر مۀ شه! خداى غواړي له تاسې اهل بيتو هر ډول چټلي لرې كړي”.)) (189)*

څلرويشتم څپرکى

د ازادۍ د چاپېريال دفاع

د ُاحُد غزا

 يا د احد غره په لمن کې د ازادۍ د چاپېريال  دفاع:

د هجرت درېم كال هم د هجرت د دويم كال په څېر له پېښو ډك دى. كه په دويم كال كې د بدر غزا وشوه؛نو پر درېم كال د احد غزا پېښه شوه، چې دواړه د اسلام له مهمو غزاګانو څخه دي؛البته د هجرت پر درېم كال  يوازې د احد غزا نۀ وه شوې؛بلكې د “بحران”، “حمرالا اسد” غزاګانې او يو لړ “سريې” هم وشوې، چې موږ دلته يوازې د احد پر غزا رڼا اچولې ده.

د جګړې لګښت پر قريشو و

له پخوا راهيسې د انقلاب او پاڅونو تخم په مكه كې كرل شوى و، د مړيو د وېرې مخنيوي،په قريشو كې د غچ اخېستنې اور ولګاوه او د مکې خلك د مدينې او “عراق” د لارې په بنديدو خپه وو،چې “كعب اشرف” دا اور پو او تازه كړ؛ نو ځكه “صفوان بن اميه” او “عكرمه بن ابي جهل”، “ابوسفيان” ته وړانديز وكړ،چې د قريشو مشران او ننګيالي د سوداګريز كاروان په دفاع کې وژل شوي؛نو چا چې په كاروان كې مال درلود؛ د جګړې پېسې دې وركړي. “ابوسفيان” ورسره ومنله او عملي يې کړه.

 د قريشو مشرانو، چې د بدر په جګړه كې د مسلمانانو مېړانه او ځان تېرېدنه ليدلې وه؛ نو لازم يې ګڼل دا ځل له “محمد” سره مخ كېدو ته داسې منظم لښكر جوړ كړي،چې د عربو قبايلو ډېرى  ننګيالي  پکې وي.

“عمروعاص” او څو نورو دنده واخېسته،چې د “كنانه” او “ثقيف” پر ټبرونو وګرځي او مرسته ترې وغواړي او ننګيالي يې په راز راز وسلو سمبال كړي او ورته ووايي:د جګړې لګښت پر قريشو دى،تاسې يوازې له قريشو سره په جګړه کې مرسته وكړئ.

 هغوى تر ډېرو هلو ځلو وروسته د “كنانه” او “تهامه” له ټبرونو جنګيالي راټول كړل او لښكر يې جوړ كړ، چې شمير يې کابو 4000  تنو ته رسېده؛ يعنې 4000 تنه يوازې سړي وو او كه د ښځو شمېر هم ورسره كړو؛ نو خورا زياتېږي.

 د عربو دود  و،چې په څه نا څه پلمه يې ښځې هم د جګړې ډګر ته راكښلې؛خو دا ځل په خپله د بوت لمانځيو عربو ښځو په جګړه كې ګډون وكړ او نقشه يې دا وه،چې ښځې دې د جګړې په ډګر كې سندرې او ټپې ووايي او په لمسوونكيو خبرو دې “قريش” غچ اخېستو ته راوهڅوي او ښځې يې ځكه راوستې وې،چې د خپلو جنګيالو د تېښتې لار ونيسي؛ځكه كه جنګيالى وتښتي؛نو ښځې به يې بنديانې شي،چې دا خبره د عربو غيرت نۀ منله.

 په دې جګړه كې زيات مريان هم راوستل شوي وو،چې غوړې غوړې وعدې وركړ شوې وې. “وحشي ابن حرب حبشي” د “مطعم” مريى و، چې د جګړې په ځانګړې وسله كې، په “زوبين” كارولو كې يې خورا مهارت درلود او ورته يې ويلې وو: كه “محمد”،”علي” يا “حمزه”  دې وواژه؛ نو ازاد به دې كړو.

 كفارو تر ډېرو هلو ځلو وروسته لښكر راټول كړ،چې 700 تنه زغرو، 3000 اوښان، 200 سپاره او پلي پکې وو.

د پېغمبر اکرم استخبارات خبر وركوي

“عباس”، د پېغمبر اکرم تره،چې واقعي مسلمان و؛خو خپل دين يې نۀ ښكاره كاوه،پېغمبر اکرم د قرېشو له جنګي نقشې خبر كړ.”عباس” په خپل لاس ليک وليكه، مهر يې كړ او د “بني غفار” د ټبر يو سړي ته يې وركړ چې دا ليک په درېو ورځو كې يې پېغمبر اکرم ته ورسوه.

 دې سړي پېغمبر اکرم ته په داسې وخت كې ليك ورساوه، چې پېغمبر اکرم له ښاره بهر په باغونو كې و.تر سلام او ادب وروسته يې ليک وركړ. پېغمبر اکرم ليك ولوست؛خو د محتوا او منځپانګې په باب يې خپلو يارانو ته هېڅ و نۀ ويل.

“مغازي واقدي” ( 1/ 203 ) او ځينې نور سيره ليكونكي عقيده لري، چې ليک پېغمبر اکرم ته هغه وخت راورسېد،چې په جومات كې و او “ابي بن كعب” ورته ولوست،چې البته دا نظر واقعيت ته نږدې دى؛ځكه په تاريخ كې نۀ دي ليكل شوي، چې پېغمبر اکرم لوستى دى.

ښكاره ده، چې رسول اکرم بايد ژر تر ژره خپل ياران د دښمن له نقشې خبر كړي واى؛نو ځكه ويل كېږي: ښار ته چې راستون شو؛ ليک يې خپلو يارانو ته ولوست.(190)

د قريشو د لښكر روانېدل

د قريشو لښكر وخوځېد او څه موده وروسته “ابواء” ته، چې د پېغمبر اکرم مور حضرت “آمنه بي بي” پکې ښخه وه ورسېد. د قريشو بې سرو او بې ادبو ځوانانو ټينګار وكړ، چې د پېغمبر اکرم د مور قبر راوسپړي او د مور مړى يې ترې راوباسي؛خو په هغوى كې ځينو لرليدو وويل، چې كه دا كار مو وكړ؛نو دود به شي او كېداى شي له “بني بكر” او”بني خزاعه” وو مو زموږ دښمنان مړي راوباسي .

د پنجشبې ورځ او د “شوال” پينځمه وه، چې پېغمبر اکرم  “انس”، “مونس” او د “فضاله” زامن له مدينې بهر ولېږل، چې ځان د قريشو پر احوال پوه كړي.

 هغوى خبر راووړ،چې د قرېشو لښكر مدينې ته نږدې رارسېدلى او خپل څاروي يې د مدينې په پټيو كې خوشې كړي دي.

حضرت “حباب بن منذر” هم خبر راووړ،چې لښكر مدينې ته رانږدې شوى او د پنجشنبې پر مازيګر مدينې ته د قرېشو رانږدې كېدل  او د احد په سيمه كې ځاى پر ځاى كېدل تاييد شول.

 مسلمانان له دې وېرېدل، چې “قرېش” د شپې پر مدينه بريد و نه کړي او پېغمبر اکرم ته زيان و نه رسوي؛نو ځكه د “اوس” او “خزرج” وسله والو ځوانانو ځينو شپه په جومات او ځينو د ښار په خوله كې تېره كړه، چې شپه په خير تېره شي او پوځي لارې چارې غوره كړي.

د احد سيمه

“وادي القرى” اوږده او لويه دره ده،چې د “شام” تجارتي لار يې په “يمن” پورې تړله. په هر ځاى كې به،چې د ژوند اسانۍ وې؛ نو د عربو ټبرونه او يهود به پکې مېشتېدل؛نو ځكه په دې دره کې ځينې كلي جوړ شوي وو، چې دېوالونه يې د تيږو وو او مركز يې “يثرب” و، چې بيا يې نوم “مدينة الرسول” شو او څوك به،چې له مكې څخه مدينې ته راتلل؛ نو اړ و، چې د جنوب له لوري ورته راننوځي؛خو دا چې په سيمه كې كانكر وو؛نو د لښكرتون پر ځاى كول، پکې ستونزمن و؛ نو ځكه د قريشو لښكر مدينې ته راورسېد،لار يې كږه كړه او د شمال خوا ته ولاړل او د احد د غره تر څنګ په “وادي عقيق” كې ځاى پر ځاى شول. دا سيمه هواره او د خرما باغونه پکې وو؛ نو هر ډول پوځي فعاليت ته چمتو وه او مدينه هم له همدې لوري ډېره زيانمنېدونكې وه؛ځكه طبيعي خنډونه په کې لږ وو. د قرېشو لښكر د هجرت پر درېم كال، د “شوال” پر پينځمه د پنجشنبې پر ورځ د احد د غره تر څنګ ځاى پر ځاى شو.

 پېغمبر اکرم هماغه ورځ او د جمعې پر شپه په مدينه كې پاتې شو او د جمعې پر ورځ يې پوځي شورا جوړه كړه او داچې څرنګه بايد دفاع وكړو، له پوځي كارپوهانو او افسرانو سره يې سلا مشوره وكړه.

دفاع ته مشوره

پېغمبر اکرم د خداى له لوري دنده درلوده،چې په پوځي مسئلو او هغه ته ورته مسئلو كې له خپلو يارانو سره مشوره وكړي او د كار په څرنګتيا کې تررې مشوره واخلي،چې له دې لارې خپلو لارويانو ته د حق غوښتنې، واقعيت پالنې او ولسواكۍ درس وركړي؛خو  آيا  پېغمبر انو ته به له دې مشورو ګټه هم لاس ته راتله او كه نۀ؟ آيا د هغوى افكارو به ورته ګټه رسوله او كه نۀ؟ ددې پوښتنو ځواب د كلام د علم پوهانو وركړى او لوستونكي دې د عقايدو او مذاهبو كتابونه ولولي.

پوځي شورا

پېغمبر اکرم په هغه غونډه کې،چې پکې د اسلام افسران او ننګيالي سرتېري راټول شوي وو،وويل:(( افسران او سرتېري دې د اسلام دفاع ته خپل وړانديزونه راوړاندې كړي.))

“عبدالله بن ابى”،چې د مدينې له منافقانو و،د کلا وړانديز يې وكړ، چې مسلمانان دې له مدينې ونۀ وځي او له برجونو او كورونو دې د دفاع لپاره ګټه  واخلي او ښځې دې د كوټو او برجونو له سرونو، كفار په تيږو وولي او سړي دې په كوڅو كې لاس پر لاس له كفارو سره وجنګېږي.

“عبدالله بن ابى” خبره داسې پېل كړه:((موږ به پخوا له كلا نه د دفاع لپاره ګټه اخېسته او ښځو به هم د كوټو له سرونو له موږ سره مرسته كوله؛نو ځكه مدينه د هېچا په لاس كې نۀ وه لوېدلې،تر اوسه دښمن راباندې نۀ دى برلاس شوى او موږ هم،چې له دې لارې د مدينې دفاع كړې؛نو دښمن ته مو ماتې وركړې او چې له ښاره وتلي يو؛نو تاوان مو كړى دى.))

د انصارو او مهاجرو بوډاګانو دا وړانديز ومانه؛خو ځوانانو په تېره بيا هغوى،چې د بدر په جګړه كې يې ګډون نۀ و كړى او د جګړې فكر يې په مغزو كې و،له دې وړانديز سره مخالفت وښود او و يې ويل:((داسې دفاع كول دښمن لا نور هم ډاډه كوي او هغه وياړ مو،چې د بدر په جګړه كې لاس ته راوړى،له لاسه وركوئ، دا د شرم خبره نۀ ده،چې زموږ جنګيالي سرتېري په كورو كې كېني او دښمن  ته اجازه وركړي كور ته راننوځي. په بدر كې مو سرتېري تر نن ډېر لږ وو؛خو سره له دې مو جګړه وګټله.موږ بې صبره دداسې ورځې په تمه وو،چې اوس هغه ورځ خداى راوستې ده.))

د اسلام ستر افسر؛ حضرت “حمزه” اسدالله وويل: ((قسم پر هغه خداى،چې قرآن يې نازل كړى دى،نن به خواړه و نۀ خورم، چې له ښاره و نۀ وځم او له دښمن سره و نۀ جنګېږم.))

 پايله دا چې د اسلام لښكر بايد له ښاره ووځي او په مېړانه له ښاره بهر له دښمن سره وحنګېږي. (191)

او همداسې ما د “منافقان در تاريخ اسلام” په كتاب كې ثابت كړي، چې د “عبدالله بن ابى” وړانديز خطرناک و؛ځكه کېداى شول،كه دښمن ښار ته راننوتى واى؛ نو د منافقانو كورونه يې د سنګر په توګه كارول او د مدينې يهود هم له دښمن سره يو لاس كېدل.

شهادت ته پچه

د “خثيمه” په نامه زړور بوډا راپاڅېد او و يې ويل:(( د خداى استازيه! قريشو يو كال زيار اېستلى او له ځان سره يې د عربو نور قبائل هم يو لاس كړي،كه موږ د ښار دفاع ته و نۀ وځوو؛نو کېداى شي مدينه كلابنده كړي او دا هم شونې ده، چې بيا له محاصرې لاس واخلي او مکې ته ستانه شي؛خو پردې كار موږ په خپله هغوى ته مېړانه وركوو او په راتلونكې كې به يې له بريدونو په امان كې نۀ يو. زه پردې خبره ډېر خپه يم،چې د بدر په جګړه كې مې ګډون ونۀ کړای شو،حال دا چې ما او زوى مې دواړو د زړۀ له كومې غوښتل د بدر په جګړه كې ګډون وكړو او هر يو دې كار ته ناکراره وو، چې زوى مې د بدر په جګړې كې ګډون وكړ. د بدر د جګړې پر مهال مې خپل زوى ته وويل:” تۀ ځوان يې.پر زړۀ خورا ارمانونه لرې،کړاى شې د ځوانۍ ځواک په بل كار ولګوې او له هغې لارې د خداى رضا لاس ته راوړې؛خو پر ما عمر تېر دى او راتلونكې مې روښانه نۀ ده؛ نو پکار ده زه په دې سپېڅلې جګړه (بدر)  كې ګډون وكړم او تۀ زما د پاتې شونيو خيال وساتې”؛ خو زوى مې د جهاد پر تګ دومره ټينګار وكړ، چې دواړو پچه واچوله.پچه زما د زوى په نامه راووته، د بدر په جګړه كې يې ګډون وكړ او شهيد شو. بېګا دلته د قريشو د كلابندۍ خبرې وې او زه هم پردې خيال ويده شوم، چې زوى مې په خوب كې وليد،چې د جنت په باغونو كې ګرځي او د جنت مېوې خوري په مينه ناك غږ يې راته وويل: “پلار جانه! تا ته په تمه يم.”رسول اکرمه! ږيره مې سپينه شوې،هډوكي مې اوبه شوي، له تاسې هېله لرم، چې له خدايه راته شهادت وغواړې.)) (192)

تاسې د اسلام د تاريخ په پاڼو كې داسې ځانتېري زيات ليدلي؛خو هغه ښوونځي،چې پر “معاد” ايمان اوعقيده نۀ لري، د “خثيمه” په څېر كسان نشى روزلاى او داسې كسان،چې په ژړا شهادت غواړي،يوازې د خداى او د پېغمبرانو په ښوونځيو كې روزل كېږي؛ خو په صنعتي نړۍ  کې، چې افسرانو ته ووينئ؛ نو موخه يې يوازې ماديات او ښه ژوند لاس ته راوړل دي؛ نو ځكه كوښښ كوي خپل ځانونه له مرګه وژغوري؛ خو د پېغمبرانو په ښوونځيو كې جګړې،يوازې د خداى رضا ته وي او كه دا موخه په شهادت لاس ته راوړل كېږي؛نو الهي سرتېري خپل سرونه په تلي كې ږدي او هر ډول خطر ته په ډاډه زړۀ وردانګي.

د غونډې  پايله

پېغمبر اکرم د ټولو وړانديزونه واورېدل او پايله يې دا شوه، چې په ښار كې پاتې نۀ شي او بهر ووځي. البته دا هم غوره نۀ وه، چې د حضرت “حمزه” او حضرت “سعد بن عباده” د وړانديز په پرتله، د “عبدالله بن ابى” په څېر منافق وړانديز ومنل شي او كه له دې خبرې هم تېر شو؛ لاس په لاس جګړه كې او ښځو ته په جګړه كې ونډه وركول او دښمن ته لار پرانستې پرېښوول،د مسلمانانو د کمزورۍ نښه وه،چې د بدر د جګړې له ځواک ښوونې سره يې اړخ نۀ لګاوه.

پېغمبراکرم پوځي جامې واغوستې

پېغمبر اکرم، چې دفاعي تاكتيك غوره كړ؛پاڅېد او كور ته ننوت، “زغره” يې واغوسته،توره يې راځوړنده كړه، ډال يې په ځان پورې وتاړه،غشي يې پر اوږه كړل او نېزه يې په لاس كې راواخېسته او له وره راووت.

[د افغانستان سرښندويه ملت له “محمدي ښوونځي” په الهام د پخواني شوروي د ګوډاګيانو او يرغلګرو پر ضد په مړانه وجنګېد او د “سوسيال استکبار” پوځي طلسم يې مات کړ؛خو افسوس چې د بې اتفاقۍ له امله يې لاسته راغلې برياوې له لاسه ووتلې.]ژباړن

 ددې نندارې كتلو مسلمان ولړزول؛ ځكه ځينو انګېرله،چې پېغمبر اکرم له مدينې پر بهر جګړه خوښ نۀ دى او هغوى ناحقه پېغمبر اکرم دباندې وتو ته اړ کړ؛نو ځکه د خپلې خبرې اخستو ته يې وويل:(( موږ د دفاع په تاكتيك کې ستا نظر ته ګورو،كه بهر وتلو ته چمتو نۀ ياست او سلا نۀ ويني؛نو همدلته به پاتې شو.))

 پېغمبر اکرم ورته وويل:((پېغمبر چې زغره واغوسته؛ نو غوره نۀ ده له دښمن سره بې جګړې يې راوباسي.)) (193)

پېغمبر اکرم له مدينې بهر وځي

پېغمبر اکرم د جمعې لمونځ وكړ او له لښكر سره،چې شمېر يې زرو تنو ته رسېده،له مدينې د احد پر لور ووت او هغه كسان،چې عمر يې خام و؛ لكه “اسامه”، “زيد بن حارثه” او “عبدالله بن عمر” له ځان سره بو نۀ تلل؛ خو “سمره” او “راعف” دوه ځوانانو ، چې لا 15 كلن هم نۀ وو، په جګړې كې ګډون وكړ؛ځكه په غشيو وېشتلو كې يې خورا مهارت درلود.

 دا وخت هغو يهودانو، چي له “عبدالله بن ابى” سره هم ژمني وو، هوډ وکړ په جګړې کې ګډون وكړي؛خو چې د اسلام سرتېري “شوط” (د مدينې او احد تر منځ سيمه) ته ورسېدل،”عبدالله بن ابى” په دې پلمه وګرځېد،چې پېغمبر اکرم  د تنكيو ځوانانو وړانديزونو ته اهميت وركړى. همداسې 300 اوسيان، چې د “عبدالله بن ابى” هم ټبري وو بېرته وګرځېدل؛ نو ځكه په دې جګړه كې نۀ يهودو ګډون وكړ او نۀ منافقانو.

 پېغمبر اکرم او يارانو يې غوښتل خپله لار لنډه كړي او ژر خپل غونډ ته ورسېږي؛نو ناچار شول د “مربع” نومي منافق له باغه تېر شي،ځېل يې وکړ او دا،چي د اسلام سرتېري يې له باغه تېر شوي وو،ډېر غوسه  شو او پېغمبر اکرم ته يې كنځل وكړې. د پېغمبر اکرم يارانو غوښتل هماغلته يې ووژني؛خو پېغمبر اکرم وويل: (( له دې ځېلي سره كار مۀ لرئ.)) (194)

دوه ځانتېري سرتېري

پېغمبر اکرم په يوه سيمه كې د خپلو سرتېرو د پريټ او رسم ګذشت معاينه وكړه. ځلندې څېرې او د تورو پړكا يې له لرې ښكارېدې.

د پېغمبر اکرم لښكر د عمر له پلوه له يو بله خورا توپير درلود. په دې  لښکر کې زاړه او بوډاګان هم وو او داسې كسان هم وو،چې لا تنکي هلکان وو او لا پينځلس كلنۍ ته هم نۀ وو رسېدلي؛خو پوښتنه راپيدا کېږي چې دوى څه راهڅولي وو،چې جګړې ته لاړ شي؟

 ځواب يې دا دى، چې له “توحيد” او” كمال” سره مينې دلته راوستي وو. دې موضوع ثابتولو ته مې د يو بوډا او يو ځوان سرتېري کيسه راخيستى، چې د واده يې يوه شپه تېره شوې وه:

1 _  “عمرو بن جموع” شا ټيټى بوډا و،چې مادي ځواک يې له لاسه وركړى و او پښه يې هم معيوبه وه او څلور زلمي زامن يې د اسلام دفاع ته لومړۍ كرښې ته ولېږل. زړۀ يې خوشحاله و،چې زامن يې د خداى لپاره توره وهي، له ځان سره يې وويل:((له جګړې ډډه كول د انصاف خبره نۀ ده، ولې داسې نېكمرغي له لاسه وركړم.))

 خپلوانو يې مخه ونيوه، چې جګړې ته ولاړ نۀ شي، ورته يې وويل:

(( تۀ د اسلام پوځي قوانينو،له هر ډول كاره معاف كړى يې))؛خو د خپلوانو خبرو قانع نۀ کړ او په خپله پېغمبر اکرم ته ورغى او ورته يې وويل:((خپلوان مې جهاد ته نۀ پرېږدي، ستاسې نظر څه دى؟  زه د شهادت ارمان لرم،غواړم د جنت پر لور والوځم.))

 پېغمبر اکرم ورته وويل:((خداى تۀ په معذورو كې شمېرلى يې او غاړه دې خلاصه ده.)) (195)

 هغه زارۍ وكړې.حال دا چې خپلوان يې ترې راتاو وو،پېغمبراکرم ورته وويل:((مخه يې مۀ نيسئ، پر ېږدئ، چې د اسلام په لار كې شهيد شي.))

 بوډا چې له كوره ووت؛و يې ويل:((خدايه كور ته مې راستون نۀ کړې .خدايه! توفيق راكړې په لار كې دې مړ شم.))

بوډا به په جګړه کې برېدونه کول او ويل يې:

 ((د جنت هيله لرم))،يو زوى يې هم ورپسې و او بريدونه يې كول، دواړه دومره وجنګېدل چې شهيدان شول او بل زوى يې “عبدالله” هم په دې جګړه كې شهيد شو . (196)

 2 _حضرت “حنظله” ،چې عمر يې لا  څلرويشت كلنۍ ته هم نۀ ورسېدلى،چې د ((يخرج الحى من الميت=له ناپاكه پلرونو،پاك زامن پيدا كوي)) آيت مصداق و.

 “ابوعامر” چې د پېغمبر اکرم دښمن و، پلار يې هم د احد په جګړه كې د كفارو په لښكر كې ګډون كړى و. “ابوعامر” د اسلام له اورنيو دښمنانو و، چې “قريش” يې جګړې ته راهڅولي وو او تر وسه وسه يې له اسلام سره يې دښمني كوله . هغه د “ضرار” جومات، چې د نهم هجري كال په پېښو كې مو راوړې دى بنسټګرو.

 د زويولۍ او پلار ولۍ مينه ددې لامل نۀ شوه،چې حضرت “حنظله” په دې جګړه كې ګډون و نۀ کړي. پر هغه ورځ چې د احد جګړه پېښه شوه؛نو پر شپه يې د حضرت “حنظله” د “عبدالله ابى” له لور سره واده و او د ناچارۍ له مخې يې پر هماغه شپه واده وكړ او له خپلې مېرمنې سره يې پر هماغه شپه كوروالى وكړ؛ خو چې د جهاد غږ يې واورېد؛نو بل ډول شو. د پېغمبر اکرم په اجازه يوه شپه په مدينه كې پاتې شو او پر سبا يې د جګړې ډګر ته ولاړ.

  علامه “مجلسي” وايي چې: (( د نور سورت 62 آيت  د هغه په باب نازل شوې دى.

إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِذَا كَانُوا مَعَهُ عَلَى أَمْرٍ جَامِعٍ لَمْ يَذْهَبُوا حَتَّى يَسْتَأْذِنُوهُ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَأْذِنُونَكَ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ فَإِذَا اسْتَأْذَنُوكَ لِبَعْضِ شَأْنِهِمْ فَأْذَن لِّمَن شِئْتَ مِنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمُ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ= مؤمنان يوازې هغه دي،چې پر خداى او د هغه پر پېغمبر يې ايمان راوړى او چې كله په يو ټولنيز كاركې له هغه سره وي؛نو بې له اجازې يې چېرې نۀ ځي، هغوى چې له تا اجازه اخلي (؛نو) په رښتيا يې پر خداى او د هغه پر پېغمبر ايمان راوړى دى؛ نو چې كله هغوى د خپل كوم كار لپاره له تا اجازه وغواړي؛ نو چا ته چې دې خوښه شي (او مصلحت يې ګڼې) اجازه وركړه او له خدايه ورته بښنه وغواړه، بېشكه چې خداى بښونكى (او) مهربان دى. (197)

پېغمبر اکرم ورته د واده مراسمو ته يو شپه اجازه وركړه. سهار وختي، حضرت “حنظله” مخکې له دې، چې د جنابت غسل وكړي، د جګړې د ډګر پر لور مخه کړه. له كوره چې ووت؛نو ناوې يې ورپسې ژړل او ترې يې غوښتل،چې يوه شېبه صبر وكړي،ښځې يې څلور تنه شاهدان كړل، چې بېګا هغې او مېړه يې كوروالى كړى دى.

 حضرت “حنظله” له كوره ووت.ناوې هغوى څلورو تنو ته كتل او ورته يې وويل: (( بېګا مې خوب وليد،چې اسمان وچاود او مېړه مې ورننووت او بيا د اسمان چاود ټپ شو؛ ما چې دا خوب وليد؛احساسوم مېړه مې په جګړه كې شهيدېږي.))

 حضرت “حنظله” ځان لښكر ته ورساوه،سترګې يې پر “ابوسفيان” ولګېدې،چې د لښكرو په منځ كې يې هلې ځې كولې.

 حضرت “حنظله” په خپله توره غوښتل “ابوسفيان” ووهي؛خو توره ولاړه او د “ابوسفيان” د اس شاته ولګېده او “ابوسفيان” له خپل اسه راوغورځېد. “ابوسفيان” چغې او سورې كړې،چې څو قريشي ځوانان يې مرستې ته راغلل.

 “شدادليثي” پر حضرت “حنظله” بريد وكړه او “ابوسفيان” له منګولو ووت. د كفارو د لښكر نېزه وال پر حضرت “حنظله” بريد  وكړه او  نېزه يې د حضرت “حنظله” پر بدن ښخه کړه. حضرت “حنظله” سره له دې، چې ټپي شوى و،په هغه نېزه وال پسې شو او په توره يې وواژه او په خپله هم د هماغه ټپ له امله پر ځمكه راوغورځېد.

پېغمبر اکرم وويل:((ما وليدل، چې پرېښتو “حنظله” ته غسل وركړ؛ نو ځكه يې ورته “غسيل الملائكه” وايه.))

 “اوسيانو” به چې خپلې وياړنې شمېرلې؛ نو ويل يې :((“حنظله” له موږ ځنې دى، چې پرېښتو ورته غسل وركړ.))

“ابوسفيان” به ويل: ((هغوى د بدر په جګړه كې زما زوى “حنظله” وواژه؛ نو ما هم د احد په جګړه كې د مسلمانانو “حنظله” وواژه.))

 دا ناوې او ښاوى عجيبه كسان وو؛ځكه دواړه د اسلام په لار كې له ځانه تېر وو؛ خو د دواړو پلرونه د اسلام سخت دښمنان وو،د ناوې پلار “عبدالله بن ابى” د مدينې د منافقانو مشر و او د ښاوي  پلار “ابي عامر” و، چې د جاهليت د وخت راهب و او د اسلام له راتلو وروسته، له مشركانو سره يو ځاى شو او “هرقل” يې د اسلام ځپلو ته راوباله.(198)

د دوو لښكرو مخامختيا

د شوال پر اوومه د هجرت پر درېم كال د اسلام لښكر له كافرو سره مخ شو. د اسلام لښكر د احد غره په لمن کې غونډ جوړ كړ؛ خو په غره كې “كنډو” و  او ددې احتمال و، چې  كفار د شا كنډو له لارې پر مسلمانانو بريد وکړي؛نو پېغمبر اکرم ددې خطر مخنيوي ته دوې ډلې غشي ايشتونكي، په كنډو كې پر غونډۍ ځاى پر ځاى كړل او بولندوى “عبدالله جبير” ته يې وويل:((تاسې په خپلو غشيو دښمن له دې ځايه وشړئ او پرې نۀ ږدئ له شا بريد وكړي،موږ جګړه وګټله او که مو بايلوده؛ خو تاسې له خپل ځايه مۀ خوځېږئ.

د سرتېرو د جنګي روحيي غښتلې كول

پېغمبر اکرم د سرتېرو جنګي روحيي ته ځانګړې پاملرنه درلوده او دا ځل هم،چې 700 مسلمانان د 3000 كفارو مقابلې ته راغلي وو؛نو رسول اکرم د سرتېرو د جنګي روحيې د پياوړتيا لپاره ورته يې په زړۀ پورې وينا وكړه.

 د اسلام ستر تاريخ پوه؛واقدي وايي:((پېغمبر اکرم پينځوس غشي وېشتونكيو ته دنده وركړه،چې د “عينين” په تنګي كې ودرېږي. د احد غره ته يې شا كړه او مخ پر مدينې پلى روان و او د خپلو سرتېرو ليکي يې جوړولې او د هر افسر ځاى يې ټاكه. يوه ډله يې مخکې كړه او بله شاته. پېغمبر اکرم د سرتېرو د ليكو سمون ته دومره پام درلود،چې د كوم سرتېري اوږه به،چې مخکې يا شاته وه؛نو سموله يې. پېغمبر اکرم د سرتېرو د ليكو تر سمون وروسته وويل: ((ما ته چې خداى د څه سپارښتنه کړې، تاسې ته يې وايم،د خداى حکم ومنئ او ورسره له مخالفته ځان وژغورئ……له دښمن سره مبارزه كول سخت كار دى او خورا زحمت غواړي او هغه كسان پرېږدئ،چې د دښمن پر وړاندې درېږي؛خو هغوى چې خداى ورته لارښوونه کړې وي او ځواک يې وركړى وي؛ځکه خداى له هغوى سره مل دى،چې حکم يې مني او شيطان د هغوى ملګرى دى، چې له خداى سره مخالفت كوي… له هر څه د مخه په جهاد كې استقامت او زغم ولرئ،چې له دې لارې د خداى ژمنه دركړ شوې،چې نېكمرغيو ته ورسېږئ،د وحې راوړونكي جبراييل راته وويل:”هېڅوك به مړ نۀ شي، تر څو يې چې خپله وروستۍ روزي نۀ وي خوړلې”…..او  تر هغه، چې د بريد حكم نۀ وي شوى؛نو بريد ونه کړئ.)) (199)

دښمن خپلې ليکې جوړوي

“ابوسفيان” خپل لښكر درې برخې كړ: پلي زغره وال، يې په منځ كې كړل،يوه ډله يې د “خالد بن وليد” په بولندويۍ په ښي اړخ كې ځاى پر ځاى كړه،يوه ډله يې  د”عكرمه” په بولندويۍ كيڼ لور ته وټاکله او همداسې څو تنو ته يې بيرغونه وركړل او له لښكره مخکې يې ودرول او ورته يې (چې ټول د “بني عبدالدار” له ټبره وو) وويل:((د لښكر برى د بيرغچيانو په استقامت پورې اړه لري او موږ د بدر په جګړه كې د بيرغچيانو د نۀ زغم له امله ماتې وخوړه او كه د “بني عبدالدار” ټبر د بيرغ په ساتنه كې مېړانه و نۀ ښووه؛ نو موږ به دا ستر وياړ يو بل ټبر ته وركړو.))

 د “ابوسفيان” دې خبرې د “طلحه ابن ابي طلحه” په رګونو كې د غيرت وينه راوخوټوله؛بې ځنډه مخکې ولاړ او غږ يې كړ:((يو دې جګړې ته رامخې ته شي.))

غيرتي كول

مخکې له دې،چې جګړه پېل شي،پېغمبر اکرم توره رواخيسته او د خپلو سرتېرو د ننګولو لپاره يې ورته وويل:(( څوك دى، چې توره واخلي او حق يې پر ځاى كړي.))

 ځينې راپاڅېدل؛ خو رسول اکرم ورته توره ورنه کړه. بيا “ابوجاذبه” راپاڅېد،چې ننګيالى سرتېرى و او ويې ويل: ((ددې تورې  حق څه دى؟ او څرنګه يې حق ادا کړاى  شو؟))

 پېغمبر اکرم وويل:((دومره پرې وجنګېږئ،چې كږه شي.))

 “ابوجاذبه” وويل:((حاضر يم حق يې پر ځاى كړم. ))

 بيا يې د مرګ سور دسمال پر سر وتاړه او توره يې د پېغمبر اکرم له لاسه واخېسته او “ابوجاذبه” دسمال پر سر وتاړه؛نو مانا يې داوه: څو چې ژوندى وي؛نو جنګېږي به؛د مغرور زمري په څېر ګرځېده او كوم وياړ، چې ور پر برخه شوى و،ډېر خوشحاله و او په سور دسمال ډېر ښکلي ښكارېده. (200)

په رښتيا د هغه لښكر ننګولو ته،چې خداى ته جنګېږي، دا غوره لار وه. د پېغمبر اکرم موخه د “ابوجاذبه” هڅول نۀ وو؛ بلكې  له دې لارې يې نور هم هڅول او پوه يې كړل،چې  هر يو دې مېړانه وښيي او ځان دې د داسې مډال مستحق كړي.

حضرت “زبير بن عوام”، چې په خپله ننګيالى سرتېرى و، له دې چې پېغمبر اکرم ورته توره نه وه وركړې،خورا خپه و؛نو ځکه يې له ځان سره وويل: ((زه بايد “ابوجاذبه” تعقيب كړم،چې د مېړانې کچه يې ووينم)). هغه وايي:(( په “ابوجاذبه” پسې وم او د كفارو هر ننګيالى به،چې مخې ته ورته؛ نو ژوندى ترې نۀ پاتې كېده.)) بيا وايي: (( د كفارو په لښكر كې يو پهلوان و،چې د مسلمانانو له ټپيانو يې سر غوڅاوه، دې پېښې ډېر خپه كړم،چې له نېكه مرغه دا پهلوان د “ابوجاذبه” پر مخ ورغى؛سره ونښتل، چې څه شېبه وروسته،”ابوجاذبه” وواژه.

” ابوجاذبه” وايي:((يو مې وليد،چې “قريش” له مسلمانانو سره جګړې ته راهڅوي،ورپسې ورغلم؛نو په خپل سر يې،چې  د تورې سيورې وليد؛نو چغې يې كړې. ناڅاپه پوه شوم، چې هغه “هند” د “ابوسفيان” ښځه او معاويه مور ده. غوښتل مې و يې وژنم؛ خو له ځان سره مې وويل:د رسول اکرم د تورې ارزښت تر دې  ډېر اوچت دى،چې د هغې په څېر ښځه پرې ووژنم.)) (201)

د جګړې  پيل

جګړه “ابوعامر” پېل كړه. هغه د “اوس” له ټبره و او د اسلام سر سخت مخالف و، چې له مدينې تښتېدلى و او مکې ته يې پناه وړې وه او په دې جګړه كې يې له ځان سره پينځلس تنه هم راوستي وو.

” ابوعامر” ګڼله، چې كه اوسيان يې وويني؛ نو د پېغمبر اکرم له ملاتړه به لاس واخلي؛نو ځكه يې لومړى جګړې ته راودانګل؛ خو چې مسلمانانو وليد؛نو هر يوه پرې لعنت ووايه او څو شېبې وروسته يې د جګړې ډګر پرېښود.(202)

د احد په جګړه كې د څو سرتېرو ځان تېرېدنه په تاريخ پوهانو كې مشهوره ده، چې په دوى كې حضرت علې تر نورو خورا ځلېدلى و.

حضرت “ابن عباس” وايي:((په ټولو جګړه كې د مسلمانانو بيرغچي علي (ک) و او بيرغچي به تل مېړنى ټاكل كېده او د احد په جګړې كې هم د مهاجرو بيرغ د علي (ک) په لاس كې و.))

 او د ډېرو تاريخپوهانو د وينا له مخې:((چې کله حضرت “مصعب بن عمير”(رض) شهيد شو؛نو پېغمبر اکرم د مسلمانانو بيرغ حضرت علي (ک) ته وركړ.))

 “بلاذري” وايي: ددې علت، چې بيرغ يې لومړى “مصعب” ته وركړى و دا و، چې هغه د “بني عبدالدار” د ټبر و او بيرغچيان هم له همدې ټبره وو.

“طلحة ابي طلحة”  ته يې “كبش الكتيبه” وايه،چې په جګ غږ  يې وويل:(( د “محمد” يارانو! منطق مو دا دى، چې زموږ (د كفارو) مړي به دوزخ ته ځي او ستاسې (د مسلمانانو) مړي به جنت ته ځي؛نو څوك شته چې جنت ته يې ولېږم يا څوك شته،چې ما دوزخ ته ولېږي؟))

   غږ يې د جګړې په ډګر كې انګازې كولې.

 حضرت علي (ک) ورمخې ته شو او تر څه شېبې جګړې وروسته يې “طلحه ابي طلحه” وواژه. بيرغ دوو وروڼو ته يې پرله پسې وركړل شو، چې دواړه د حضرت “عاصم بن ثابت” په غشي ووژل شول.

د دويم خليفه تر مړينې وروسته، په شورا كې د حضرت علي (ک) له خبرو ګټه اخېستل كېږي،چې وايي:د قريشو لښكر نهه تنه بيرغ ته ساتلي وو،چې كه يو مړ شي؛نو بل ته به بيرغ سپارل كېږي ،تردې چې ټول خلاص شول او دا ټول مېړني د “بني عبدالدار” له ټبره وو، چې ټول د علي (ک) په توره و وژل شول.

 بيا د قريشو بيرغچي تور حبشي مريى شو،چې نوم  ېې”صواب” و. هغه غښتلې جثه درلوده،بيرغ يې راوخېست او جګړې ته يې سيال وغوښت، چې هغه هم د حضرت علي (ک) د تورې په ګوزار ووژل شو.

حضرت علي (ک) په هغه غونډه كې،چې د رسول اکرم ياران پکې راټول وو، وويل:(( ايا يادېږي مو چې تاسې مې د “بني عبدالدار” د ټبر د نهو بيرغچيانو له شره خلاص كړئ.)) ټولو يې خبره تصديق كړه. (203)

يو ځل بيا حضرت علي (ک) وويل: (( يادېږي مو،چې د نهو تنو تر ووژلو وروسته،چې “صواب” ميدان ته راغى او يوازېنۍ موخه يې دا وه، چې پېغمبر اکرم ووژني او دومره غوسه و،چې له خولې يې ځګونه راوان وو او سترګې يې له غوسې سرې اوښتې وې، تاسې ټولو چې وليد،ووېرېدئ او پر شا ولاړئ؛خو ورمخې ته شوم او پر ملا مې وواهه او ووژل شو.)) په جرګه كې ناستو د حضرت علي (ک) خبره تائيده كړه.

هغه ملت چې د شهوت لپاره جنګېږي

له هغو شعرونو چې “هندې” او نورو ښځو د قريشو سرتېرو هڅولو او ننګولو ته ويل، معلومېږي،چې هغوى معنويت،پاكۍ،  ازادۍ او اخلاقي فضائلو ته نۀ جنګېدل؛بلکې جګړې ته راپارونکي يې شهوت او مادي مسايل وو. موږ هم دلته د هغو شعرونو ژباړه راوړى ده:

((په موږ كې ځينې د”طارق” لوڼې يو او پر ګران بيه فرشونو ګرځو، كه له دښمن سره وجنګېدئ؛نو درسره به څملو او كه دښمن ته مو شاكړه؛نو موږ به هم درنه جلا شو.))

دا روښانه ده،چې د دواړو لښكرو ترمنځ  ډېر توپېر دى؛ يو شهوت ته او بل خداى ته جنګېږي. د همدې دوو بېلابېلو انګېزو پايله وه، چې د “علي”،”حمزه”،”ابوجاذبه” او “زبير”(رضى الله عنهم) او… په مېړانه قريشو لښكر خپله وسله پرځمګه پرېښووه او پښې يې سپكې كړې او يو بل وياړ هم د مسلمانانو پر وياړنو ور زيات شو. (204)

په بري پسې ماته

وايو چې ولې يې جګړه وګټله؟

 دا ځكه چې د اسلام سرتېرو د بري تر وروستۍ شېبې، د خداى په لار كې جهاد،د خداى رضا، د خداى د دين د خپرولو او د دين د خپريدو په لار كې بې د خنډونو له لرې كولو بله انګېزه نۀ درلوده.

وايو، چې ولې يې ماتې وخوړه؟

دا ځکه چې په بري پسې د ډېرو مسلمانانو نيت او موخه واوښته، غنيمت د ډېرو مسلمانانو اخلاص خيرن كړ او رسول اکرم حکم يې هېر كړ.

څرنګه؟

داسې چې:

موږ مخکې هم وويل چې: (( د احد په غره كې يو كنډو و او پېغمبر اکرم هم ددې كنډو ساتنې ته د “عبدالله جبير” په بولندويۍ پينځوس سرتېري ودرول او ورته يې حكم وكړ،چې په غشيو ددې كنډو له لارې د دښمن د پر مختګ مخنيوى وكړئ،که موږ وګټله او يا مو ماتې وخوړه؛نو دا ځاى خالي پرې نۀ ږدئ.))

د جګړې په توده كې،چې دښمن غوښتل، ددې كنډو له شا نه پر مسلمانانو بريد وكړي؛نو دې پينځوس تنو يې مخه نيوه. په هغه وخت كې چې د قريشو لښكر،وسله پر ځمكه كېښووه او وتښتېدل؛يوازې د اسلام څو لوړ پوړيو افسرانو دښمن تعقيقب كړ او د جګړې له ډګره ورپسې ور ووتل؛ خو ډېرى مسلمانانو د دښمن له تعقيقبولو ډډه وكړه، وسلې يې پر ځمكه كېښووې او د غنيمت پر راټولولو بوخت شول او فكر يې كاوه، چې كار خلاص شوى دى.

 په كنډو كې ناستو سرتېرو هم، چې دا حالات وكتل؛نو له ځان سره يې وويل:((دلته درېدل مو ګټه نۀ لري،موږ هم بايد د غنيمت په راټولولو كې ونډه واخلو)) ؛خو بولندوى يې وويل:((رسول اکرم حكم كړى و:”كه ومو ګټله او يا مو باېلوده،چې له دې ځايه و نۀ خوځېږو.”))

ډېرى سرتېرو د بولندوى ددې خبرې پر وړاندې پر خپله خبرې ټېنګار وكړ او ويې ويل:(( دلته درېدل مو ګټه نۀ لري او د پېغمبر اکرم مطلب دا و، چې موږ د جګړې پر مهال دلته پاسوالي وكړو او اوس جګړه پاى ته رسېدلې ده.))

 همدا وو چې څلوېښت تنه له كنډو راكوز شول او هلته يوازې 10 تنه پاتې شول.

“خالدبن وليد” چې ازمېښتکار جنګي بولندوى و، له هماغه پېله پوهېده، چې دا كنډو د بري لار ده او څو ځل يې كوښښ كړى و،چې له هغه لارې له  شا پر مسلمانانو يرغل وكړي؛خو هلته د ناستو سرتېرو په غشيو به پر شا تمبېدل او دا ځل چې “خالد” وكتل،په كنډو كې د ناستو سرتېرو شمېر لږ شوى دى؛نو خپل سرتېري يې له شا راتاو كړل او پر مسلمانانو يې بريد وكړ.

په كنډو كې ناستو سرتېرو ورسره مقاومت وكړ؛خو شمېر يې د “خالدبن وليد” تر سرتېرو خورا لږ و،چې لس واړه “خالدبن وليد” او “عكرمه بن ابي جهل” شهيدان كړل.

 ډېر وخت لا نۀ و تېر،چې دښمن پر بې وسلې كسانو له شا بريد وكړ. خالد،چې دا استراتژيكي كنډو ونيو؛نو د قريشو لښكر يې، چې په تېښتنه كې و،بېرته راستون كړ او له شا يې مسلمانان رالاندې كړل.

ددې ماتې لامل هغه ډله وه،چې مادي ګټو ته يې سنګر پرېښود او لار يې دښمن ته پرانستې پرېښووه.

 د “خالدبن وليد” او “عكرمه بن ابي جهل” د بريد له امله د اسلام په لښكر كې ګڼه ګوڼه شوه او مسلمانان خپاره واره او پخپلې دفاع بوخت شول؛خو دا چې د بولندويۍ مزى شليدلى و؛سرتېرو و نه کړاى شول په دفاع  كې څه ګوتو ته راوړي؛بلکې مسلمانانو ډېر درانه تلفات وګالل او همداسې څو مسلمان سرتېري د خپلو مسلمانانو په تېروتنه مړه شول.

د “خالد” او”عكرمه” بريدونو د قريشو لښكر روحيه پياوړې كړه او تښتېدلي كسان هم بېرته راستانه شول او يو ځل بيا د خپل لښكر ملاتړ شول او مسلمانان يې له هر لوري كلابند كړل.

د پېغمبر اکرم د وژل كېدو اوازه خپره شوه.”ليث” د كفارو يو مېړنۍ جنګيالى و، چې د اسلام پر بيرغچي يې بريد وكړ. تر څو شېبو اخ و ډب او ګوزارونو وروسته،د اسلام بيرغچي حضرت “مصعب بن عمير” شهيد شو. د اسلام د سرتېرو مخونه پټ وو،ليث فكر وكړ، چې مړ شوى تن د اسلام پېغمبر دى؛نو بې واکه يې چغې كړې:((خلكو! “محمد” ووژل شو !)) دا د دروغو اوازه خوله پر خوله په ټول لښكر كې خپره شوه. د قريشو مشران دومره خوشحاله وو،چې غږونو يې د جګړې په ډګر كې انګازې كولې او ټولو ويل:(( محمد” ووژل شو،”محمد” ووژل شو.))

دې بې بنسټه خبر دښمن نور هم زړور كړ او د كفر لښكر د طوفاني سمندر د څپو په څېر مخکې ولاړ. هر چا كوښښ كاوه د حضرت “محمد” د بدن يو غړى يا ټوټه پرې كړي،چې د كفر په نړۍ كې  وياړ لاس ته راوړي. دې اوازې ، چې څومره دښمنان زړور كړل، همغومره يې د مسلمانانو جنګي روحيه خورا کمزورې كړه،تردې چې ډېرو مسلمانو وسلې پر ځمكه كېښووې او غرونو ته وتښتېدل.يوازې څو ګوتشمېر كسان پاتې شول،چې مقاومت يې وكړ.

“ابن هشام” د اسلام ستر تاريخپوه ليكي: ((“انس بن نضر”، د “انس بن مالك” تره وايي: “چې د اسلام پر لښكر تنګسه شوه؛نو ډېر مسلمانان د خپل ځان په فكر كې شول او هر يو په يو ګوټ كې پټ شو؛ و مې ليدل، چې يوه ډله انصار او مهاجر، چې حضرت “عمر بن خطاب” او حضرت “طلحه بن عبيدالله” هم پکې وو، په ګوټ كې پټ دي او د ځان ساتلو په فكر كې دي. ما پرې نيوكه وکړه او ورته مې وويل: دلته ولې ناست ياست؟؛نو ويې ويل: پېغمبر اکرم ووژل شو؛ نور كار څه ګټه نۀ لري. ما ورته وويل: كه پېغمبر اکرم وژل شوى وي،نور خو دا ژوند هم ګټه نۀ لري، پاڅېږئ ! او په هماغه لار كې، چي “محمد” (ص) وژل شوى، تاسې هم شهيدان شئ. )) (205)

ځينې تاريخ ليكونكي داسې هم وايي، چې انس وويل:

(( كه “محمد”(ص) مړ شوى دى، خداى خو ژوندى دى.))  

 بيا يې وويل:((ومې ليدل، چې خبرې مې پرې اغېز نۀ لري؛نو خپله وسله مې راواخېسته او پر جګړه بوخت شوم.))

 “ابن هشام” وايي: ((انس په دې جګړه كې 70 ټپه واخېستل تردې، چې څېره يې بې له خوره بل چا و نۀ پېژنده.))

 ځينو مسلمانانو دومره ځان بايللى و،چې ځان ساتنې ته يې “عبدالله ابى” ته زارۍ كولې، چې له ابوسفيانه ورته امان واخلي.(206)

د قرآن شريف آيتونو

 له يو لړ حقيقتونو پرده اوچته كړه

د قرآن شريف آيتونو د ناپوهۍ او تعصب پردې وشلولې او ښكاره يې كړ چې ځينو اصحابو وانګېرله،چې د بري په باب د پېغمبر اکرم وركړل شوې وعدې بې بنسټه وې. خداى په دې باب داسې وايي:

إِذْ تُصْعِدُونَ وَلاَ تَلْوُونَ عَلَى أحَدٍ وَالرَّسُولُ يَدْعُوكُمْ فِي أُخْرَاكُمْ فَأَثَابَكُمْ غَمًَّا بِغَمٍّ لِّكَيْلاَ تَحْزَنُواْ عَلَى مَا فَاتَكُمْ وَلاَ مَا أَصَابَكُمْ وَاللّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ=(در ياد كړئ) چې کله (په تېښته) پرغره ختئ او(يو شمېر په ميدان كې خپاره واره شوئ، له وېرې مو) هېچا ته بېرته نۀ كتل او پېغمبر له شا درپسې نارې وهلې، بيا يې تاسې ته دا سزا دركړه، چې د غم له پاسه يې پرغم اخته كړئ؛ دا ځكه چې بيا د(جنګي غنايمو ) په بايللو او ( هم) په کړاو در رسېدو خپه نۀ شئ او څه چې كوئ، خداى پرې ښه خبر دى. (207)  

د آل عمران سورت ( 121 – 180 آيتونو) تر لوستو وروسته ددې جګړې په باب ګټور معلومات تر لاسه كولاى شئ. دا آيتونه راښيي چې د پېغمبر اکرم  ټول اصحاب پر دين مين نۀ وو؛بلکې په هغوى کې د سستې عقيدې خاوندان هم وو او احيانًا منافقان هم پکې وو؛خو سره له دې، مؤمن،متقي، مخلص او د پاك زړۀ خاوندان هم پکې ډېر وو.

نن ځينې عالمان غواړي ددې كسانو پر دغسې چارو پردې واچوي؛لکه چې ومو لوستې او ځينې غواړي د دې كړنو له حقيقته لرې مخونې (توجيهات) وکړي او ټولو اصحابو ته په يوه مقام قايل شي،حال دا چې داسې مخونې او د تعصب پردې پر حقيقت د پوهېدو مخه نېسي.

كوم ليكونكى کړاى شي د آل عمران سورت 153 آيت له مفاده منكر شي، چې وايي: (در يادكړئ) چې کله (په تېښته) پرغره ختئ او(يو شمېر په ميدان كې خپاره واره شوئ له وېرې مو) هېچا ته بېرته نۀ كتل او پېغمبر له شا درپسې نارې وهلې، بيا يې تاسې ته دا سزا دركړه، چې د غم له پاسه يې پرغم اخته كړئ؛ دا ځكه چې بيا د(جنګي غنايمو ) په بايللو او ( هم) په کړاو دررسېدو خپه نۀ شئ او څه چې كوئ، خداى پرې ښه خبر دى.))

د آل عمران 155 آيت:

إِنَّ الَّذِينَ تَوَلَّوْاْ مِنكُمْ يَوْمَ الْتَقَى الْجَمْعَانِ إِنَّمَا اسْتَزَلَّهُمُ الشَّيْطَانُ بِبَعْضِ مَا كَسَبُواْ وَلَقَدْ عَفَا اللّهُ عَنْهُمْ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ حَلِيمٌ=(دا حد په جګړه كې) چې له تاسې كوم خلك د مقابلې پر ورځ وتښتېدل،له دې امله وو،چې د هغو د ځينوګناهونو له امله شيطان وښويول او خداى هغوى وبښل او خداى تېرېدونكى (او) د زغم خاوند دى .                                                                                    

 قرآن هغوى داسې رټلي دي د پېغمبر اکرم د وژل كېدو تر اوازې وروسته يې له جګړې لاس واخېست او په دې  فكر كې وو،چې د عبدالله ابى له لارې له “ابوسفيان” پناه وغواړي:

وَمَا مُحَمَّدٌ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَن يَنقَلِبْ عَلَىَ عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللّهَ شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللّهُ الشَّاكِرِينَ= “محمد”(ص) يوازې د خداى پېغمبر دى او له هغه مخكې نور پېغمبران هم تېر شوي وو؛ نو كه ومري يا ووژل شي،تاسې پر شا ګرځئ ؟ ( او اسلام پرېږدئ، جاهليت او كفر ته بېرته ورستنېږئ ؟!) او څوك چې پر شا واوړي؛ نو هېڅكله به خداى ته زيان و نۀ رسوي او خداى به ډېر ژر شكر اېستونكيو ( او د زغم خاوندانو ) ته بدله وركړي . (208)          

د احد تر څېړلو وروسته،ترخې او خوږې تجربې لاس ته راځي. له دې تاريخي پېښو دا جوتېږي: نۀ شو ويلاى ټول مسلمانان له دې امله چې د پېغمبر اکرم اصحاب دي؛تقوى او عدالت لري؛ځکه هغوى چې د احد له كنډو راكوز شول او هغوى چې غره ته وختل او وتښتېدل،دواړه ډلې د پېغمبر اکرم اصحاب وو او د پېغمبر اکرم خبره يې ونۀ منله.

“واقدي” د اسلام ستر تاريخپوه ليكي: (( د احد د جګړې پر ورځ  اته تنه وو،چې تر مرګه له رسول اکرم سره ولاړ وو.درې تنه مهاجر (حضرت “علي”،حضرت “طلحه”، حضرت “زبير”) او پينځه انصار وو،چې بې له دې اتو تنو، نور ټول د خطر پر مهال پېغمبر اکرم ځان ته پرېښود او  وتښتېدل.

 “ابن ابي الحديد معتزلي شافعي” ليكي :(( په 608 كال كې مې، په “بغداد” كې د “مغازي واقدي” كتاب له ستر عالم “محمدبن معدعلوي” سره ولوسته، چې دې ځاى ته راورسېدو، چې “محمد بن مسلمه” ښكاره رانقل كړي وو:”ما د احد پر ورځ په خپلو سترګو وكتل، چې ځينې مسلمانان غره ته خېژي او پېغمبر اکرم هر يو ته په خپل نامه غږ وكړ او ويل يې: (( الى يا فلان الى يا فلان)) او هېچا د پېغمبر اکرم خبرې  ته غوږ و نۀ نيو”؛ استاد راته وويل: له فلان او فلانه مطلب هغه كسان دي، چې تر پېغمبر اکرم وروسته مقام او منصب ته ورسېدل او راوي هم دا،چې له هغوى ويرېده؛نو ښكاره يې نۀ دي غوښتلي نوم يې واخلي. )) (٢09)همداسې نوموړي په خپلې شرح كې رانقل كړي دي،چې عموم راويان هم يوه خوله دي چې وايې: (( حضرت “عثمان” له هغوى و،چې په هغه حساس وخت كې وتښتېد.))

پينځه تنه د پېغمبر اکرم وژلو ته هم ژمني كېږي

هغه مهال، چې د اسلام لښكر خپور وور شو او نظم يې له لاسه وركړ؛نو ټول بريدونه ددې لپاره و،چې پېغمبر اکرم له منځه يوسې؛نو ځكه د قريشو دغو پينځو تنو هوډ وکړ، چې پېغمبر اکرم  ووژني:

1 _ “عبدالله بن شهاب”، چې د پېغمبر اکرم تندى يې مات كړ.

2 _ “عتبه بن ابي وقاص” چې په څلور تيږو يې پېغمبر اکرم  وويشت او د پېغمبر اکرم يوغاښ يې مات كړ.

3 _ “ابن قميۀ  ليثي” د پېغمبر اکرم مخ ټپي كړ، دا ټپ دومره ژور و، چې د پېغمبر اکرم د پګړۍ ولونه پکې ورننوتل.  حضرت”ابوعبيد جراح” دا ولونه په خپلو غاښونو راواېستل، چې په کې څلور غاښونه يې هم مات شول.

4 _ “عبدالله بن حميد”د بريد په ترڅ کې حضرت ابوجاذبه وواژه.

5 _ “ابى بن خلف” له هغوى ځنې و،چې پېغمبر اکرم وواژه.هغه هله له پېغمبر اکرم سره مخ شو،چې پېغمبر اکرم ځان درې ته رسولى و او څو اصحابو پېژندلى و او ترې راتاو وو.هغه پېغمبر اکرم ته رانږدې شو او پېغمبر اکرم هم له “حارث بن الصمة” څخه نېزه واخېسته او د “ابى بن خلف” پر ورمېږ يې ومنډله او پر ځمكه راوغورځېد.

 سره له دې،چې د “ابى بن خلف” ټپ سرسري و؛ خو دومره وېره پرې ناسته وه،چې په لار كې يې،انډېوالانو څومره ډاډه كاوه؛نو نۀ کرارېده او ويل يې: (( “محمد” ته په مكه كې ما وويل، چې و به دې وژنم؛نو راته يې وويل:” زه به دې هم ووژنم” او “محمد” هېڅكله دروغ نۀ وايې))،چې همدې وړوكي ټپ او وېرې په لار كې وواژه.

 البته دا پېښه د قريشو پستي راښيي؛ځکه سره له دې، چې په خپله اعتراف کوي حضرت “محمد”(ص) رښتينى دى او هېڅكله دروغ نۀ وايې؛ خو بيا يې هم د دښمنۍ او وژنې ته مټى بډ وهلې وې. 

 پېغمبر اکرم د غر په څېر استقامت وكړ او د ځان او اسلام دفاع كوله . سره له دې،چې له مرګ سره يې دومره واټن نۀ درلود او ليدل يې چې د دښمن ټول لښكر د طوفان په څېر ورپسې روان دى؛خو لږ هم و نۀ وېرېد. يوازې هغه مهال،چې خپل مات شوى تندى يې له وينو پاكاوه؛ نو و يې ويل:

 ((هغه خلك څنګه به نېكمرغه شئ، چې د خپل پېغمبر څېره په وينو لړي ))،چې دا خبره پر لويې سينې او مهربانۍ يې ګواهي وركوي. (210)

حضرت علي (ک) وايي:((د جګړې په ډګر كې پېغمبر اکرم تر نورو دښمن ته نږدې و او چې جګړه به سخته شوه؛نو موږ ته يې هم پناه راكوله او په دې جګړه كې د ژوندي پاتې كېدو يو راز يې خپله دفاع وه او پردې سربېره، د هغه د څو سرتېرو يارانو دفاع هم وه.))

پېغمبر اکرم د احد پر ورځ سخت وجنګېد،څومره غشي يې،چې درلودل، ټول يې وېشتلي ووان چې لينده يې ماته شوه. (211)

د پېغمبر اکرم ساتونكي تر څو تنو زيات نۀ وو،چې موږ يې د دفاع په باب څو كرښې راوړې دي.(212)

په مېړانه دفاع او بيا برى

كه د تاريخ پردې برخه د بېرته بري نوم كېږدو؛نو د حقيقت پر خلاف به مو څه نۀ وي ويلي. له دې بري مطلب دا دى، چې كفارو د پېغمبر اکرم په وژلو پسې راخېستې وه او ځينو يارانو يې وكړاى شول،چې له مرګه يې وساتي،چې موږ دلته د دې ګوتشمېر يارانو د ځان تيرېدنې په باب څه مطالب راخستې دي:  

١_ لومړى ثابت او ولاړ سړى، د اسلام 26 كلن افسر؛حضرت علي (ک) و.

“ابن اثير” په خپل تاريخ كې ليكي:(( پر پېغمبر اکرم له هر لوري يرغلونه شول. هر ډلې  چې پرې بريد كاوه؛نو حضرت علي به هم د خداى د رسول په حکم پرې بريد كاوه او په وژلو يې د هغوى برى بېرته تمباوه. دا پېښه د احد د جګړې پر ورځ څو ځله تكرار شوه. د همدې ځان تيرېدنې له امله،د وحې امين جبرائيل راغى او پېغمبر اکرم  ته يې حضرت علي (ک) وستايه او ويې ويل:”ستا دا افسر څومره له ځانه تېر شو”،د خداى رسول هم د جبرائيل خبره تصديق  كړه او و يې ويل: “زه له علي او علي  له ما دى.”  بيا د احد په ډګر كې انګازه واورېدل شوه:((لا سيف الا ذوالفقار، لا فتى الا على))؛يعنې،خدمتي توره د علي ده او بې له علي بل ځوانمرد نۀ شته.))(213)

“ابن ابي الحديد معتزلي” دا کيسه داسې رانقل كړې:

((پينځوس كسيزه ډلو به د پېغمبر اکرم وژنې ته بريد كاوه او حضرت علي (ک) حال دا چې، هغوى پر شا تمبول.))  

 بيا “ابن ابي الحديد” د حضرت جبرائيل د نازلېدو كيسه نقل كړې ده او وايي:((پر هغه ورځ د جبرائيل له لوري، د حضرت علي (ک) د ستايلو كيسه بيخي د تاريخ له نظره سمه خبره ده؛خو ما د “محمد بن اسحاق” د غزاګانو په ځينو کتابو كې هم ليدلې ده. ان تردې چې ددې خبرې صحت ته مې خپل استاد “عبدالوهاب سكينه” وپوښته،چې ځواب يې راكړ: “دا  خبره سمه ده”. ما ورته وويل:”دا خبره ولې د شپږ ګونو صحاحو خاوندانو نۀ ده رانقل كړې؟” راته يې وويل: ” ډېر داسې صحيح روايات لرو،چې د شپږګونو صحاحو خاوندانو نۀ دي راخېستي.)) (214)

يوه ورځ علي بن ابي طالب، “راس اليهود” ته خبرې كولې او ډېر ياران يې هم پکې ناست وو؛نو خپلو سرښندنو ته يې داسې اشاره كړې ده:

((… د قريشو لښكر، چې پر موږ بريد وكړ؛نو انصار او مهاجر د خپلو كورونو پر لور شول او ما سره له دې،چې اويا 70 ټپه اخستې وو، د پېغمبر اکرم دفاع مې وكړه.))

 بيا حضرت علي (ک) خپل څادر لرې كړ او هغه ټپونه يې خلكو ته وښوول.(215)

 “صدوق” په “علل الشرايع” كې وايې:((حضرت علي (ک) د پېغمبر اکرم په دفاع كې دومره استقامت وكړ،چې توره يې هم ماته شوه،چې بيا پېغمبراکرم خپله توره، چې “ذوالفقار” نومېده، ورکړه.))

“ابن هشام” په خپل كتاب كې د وژل شويو شمير 22 تنه ښوولى ،چې 12 يې حضرت علي (ک) وژلي دي او پاتې نورو مسلمانانو.(216)

 2 _ حضرت “ابوجاذبه”:

 تر حضرت علي (ک) وروسته د اسلام دويم افسر و،چې د پېغمبر اکرم دفاع يې وكړه. ځان يې د پېغمبر اکرم سپر كړى و،غشي يې پر ملا لګېدل او دغسې يې د پېغمبر اکرم دفاع وكړه.

 “سپهر” په “ناسخ التواريخ” كې د حضرت “ابوجاذبه” په باب يوه جمله راوړې، چې موږ يې سند و نۀ موند ليكي:

 ((مشركانو پېغمبر اکرم او حضرت علي چاپېر بند كړل؛نو د پېغمبر اکرم سترګې پر “ابوجاذبه” ولګېدې او ويې ويل:”ابوجاذبه ! ما خپل بيعت له تا اخېستې؛خو علي له ما  او زه له علي يم.” ابوجاذبه په چغو چغو وژړل او و يې ويل:”چېرې ولاړ شم،په مېرمنې پسې ولاړ شم، چې مړه کېږي،كور ته  ولاړ شم، چي خرابېږي،په خپلې شتمنۍ پسې ولاړ شم، چې له منځه ځي. په اجل پسې به ولاړ شم، چې رارسېدونكى دى.” پېغمبر اکرم چې د “ابوجاذبه” اوښكې وليدې؛نو ورته يې د دفاع اجازه وركړه او هغه او “علي” پر پېغمبر اکرم د قريشو بريدونه وتمبول.))(217)

د تاريخ په کتابو كې د نورو كسانو نومونه هم ليدل كېږي؛لکه : “عاصم بن ثابت”، “سهل حنيف”، “طلحه بن عبيدالله” او…. ان تردې، چې ځينو ددې كسانو شمېر 36 تنو ته هم رسولى؛خو څه چې د تاريخ له پلوه قطعي دي،حضرت “علي” (ک)،حضرت “ابوجاذبه”، حضرت “حمزه” او (د “ام عامر” په نامه ښځه ،چې بې له دې څلور تنو د نورو نومونه  شكمن دي. 

3 _حضرت حمزه بن عبدالمطلب:

 حضرت “حمزه” د عربو پر ننګيالي هم مشهور و،چې د بدر په جګړه کې يې د مشركانو ننګيالى “شيبه” وواژه،ځينې يې ټپيان كړل او ځينې يې ووژل. 

“هنده” د “ابوسفيان” ښځې،د معاويه مور او د عتبه لور، له حضرت “حمزه” سره كينه درلوده؛هوډ يې کړى و،هر څنګه چې وي، له مسلمانانو د خپل پلار د وينې غچ واخلي.

“وحشي” د “جبير بن مطعم” مريى و،چې د “جبير” تره هم د بدر په جګړه كې وژل شوى و.”وحشي” ته “هندې” ويلي وو،چې:((زما د پلار د وينې په غچ كې “محمد”،”علي” يا “حمزه” ووژنه.))

 “وحشي” ورته وويل:(( پېغمبر ته ځان نشم رسولاى؛ ځكه ياران يې کلکه دفاع كوي.”علي” هم د جګړې په ډګر كې ډېر ويښ دى؛خو “حمزه” د جګړې پر مهال دومره غوسه وي،چې په خپل شاوخوا كې ورته څوك نۀ ښكاري؛كېداى شي له كومې لارې يې ووژنم.))

 “هندې” هم ورسره ومنله او ورته يې ژمنه وركړه،چي كه دا كار دې وكړ؛نو ازاد به دې كړم.

 ځينې ګروهمن دي،چې دا تړون “جبير” له “وحشي” سره كړى و؛ځکه تره يې هم د بدر په جګړه کې وژل شوى و.

د حبشي مريى وايي:((د احد جګړې پر ورځ، زه په “حمزه” پسې وم، ما ځان په بوټو او تيږو كې پټ كړى و،”حمزه” د زمري په څېر د دښمن پر لښكر بريد كاوه او څوك يې،چې مخې ته ورتله، واژه يې. پر جګړې بوخت و،چې له پېڅونې (کمين) راووتم او په نېزه مې وويشت،پر تشې ولګېد او نيزه ترې بوټه ووته.غوښتل. يې پر هماغه حالت پر ما بريد وكړي؛خو روح يې له بدنه ووت او ماته را و نۀ رسېد بيا په احتياط او پام ولاړم او خپله نېزه مې د “حمزه” له تشي راواېسته او د قريشو لښكرتون ته راستون شوم او د خپلې ازادۍ په تمه كېناستم. ما د احد له جګړې وروسته په مكه كې ژوند كاوه، مسلمانانو مكه ونيوه او زه “طايف” ته ولاړم ؛خو ډېره موده نۀ وه تېره،چې د اسلام ځواک هلته هم راورسېد. اورېدلي مې وو:څوك چې څومره هم مجرم وي؛كه اسلام راوړي؛نو پېغمبر اکرم يې له جرمه تېرېږي. حال دا چې د شهادت كلمه مې پر خوله وه،پېغمبر اکرم ته ورغلم،چې و يې ليدم؛ راته يې وويل:”تۀ هماغه حبشي وحشي يې؟” ورته مې وويل: هو. راته يې وويل: “حمزه” دې څنګه وواژه؟ ما هم ورته د “حمزه” د وژلو کيسه ټکي په ټکي وويله.پېغمبر اکرم دكيسې پر اورېدو ډېر خپه شو او ويې ويل: چې ژوندى يې؛نو چې مخ دې ونۀ وينم؛ځکه زما تره دې وژلى.))

دې ته وايې پراخه سينه او ستر روح، چې خداى د اسلام مشر ته وركړى و؛يعنې سره له دې، چې پېغمبر اکرم د خپل تره قاتل وژلاى شو؛خو آزاد يې كړ.

 وحشي وايي:((څو پېغمبر اکرم ژوندى و؛نو مخې ته يې ورنه غلم. د پېغمبر اکرم تر مړينې وروسته د “مسيلمه كذاب” جګړه پېښه شوه، ما هم د اسلام په لښكر كې ګډون وكړ او د يوه انصاري  په مرسته مې پر هماغه نيزه ،چې “حمزه” وژلى و،مسيلمه وواژه، كه ما پردې نېزه تر ټولو ښه انسان (حمزه) وژلى و؛خو تر ټولو بد انسان مې هم پرې وواژه!!!))

د مسيلمه په جګړه کې د وحشي ګډون هغه موضوع ده،چې په خپله وحشي يې ادعا كوي؛خو “ابن هشام” وايي:(( وحشي د خپل عمر په پاى كې د كارغه په څېر تور اوښتى و او په شرابو د روږدتيا له امله مسلمانانو ترې كركه كوله او تل پرې د شرابو  حد جاري كېده او د ناوړو كړنو له امله يې د اسلام د لښكر له لړۍ نوم پاك شوى و.))

 حضرت “عمر” بن خطاب (رض) به ويل: (( نۀ ښايي د “حمزه” قاتل په هغه دنيا كې نېكمرغه شي.)) (218)

٤_ام عامر:

 په دې  كې څه خبره ځاى نۀ ځايېږي، چې د اسلام لومړى جهاد پر مېرمنو حرام دى، چې د مدينې د مېرمنو استازې،پېغمبر اکرم ته راغله او په جهاد كې د ښځو د بې بر خى په باب يې وپوښت؛نو پېغمبر اکرم ددې ښځې له لارې د مدينې ښځو ته پيغام ولېږه:((كه د يو لړ فطري او ټولنيزو لاملونو له امله د جهاد له ثوابه بې برخې ياست؛نو د كور د چارو په ښه سمبالنه كې جهاد کولاى شئ او په سمه د كور چارې سمبالول له “جهاد فى سبيل الله” سره برابر دي.))

  كله به ځينې تجربه كارې مېرمنې د اسلام له سرتېرو سره مرستې ته له مدينې بهر تلې،اوبه به يې راوړې،د سرتېرو جامې به يې پريمنځلې او ټپيان به يې پالل او له دې لارې يې د اسلام له سرتېرو سره مرسته كوله.

“ام عامر”، چې نوم يې “نسيبه” و، وايي: ((د اسلام سرتېرو ته د اوبو راوړو لپاره تللې وم؛و ليدل مې چې مسلمانان د بري پر لور روان دي؛خو ډېر وخت لا نه و تېر،چې هر څه سرچپه شول،مسلمانانو ماتې وخوړه او پښې يې سپكې كړې.پېغمبر اکرم په خطر كې شو،خپله دنده مې وبلله، چې تر مرګه د پېغمبر اکرم دفاع وكړم،د اوبو ژى مې پر ځمكه كېښووه او توره مې راواخېسته او له پېغمبر اکرمه مې د دښمن بريدونه پر شا تمبول.))

 بيا “ام عامر” د خپلې اوږې د ټپ په باب وايې:((هغه مهال چې خلكو دښمن ته شا كړې وه او په تېښته كې وو،پېغمبر اکرم پر يوه غږ وكړ او ويې ويل: “اوس چې تښتې؛نو خپل ډال خو دې پرېږده!” هغه خپل ډال پر ځمكه واچاوه او ما راواخيسته، ناڅاپه مې د “ابن قميه” چغو مې پام راواړاوه،چې ويل ېې : ((“محمد”(ص) چېرې دى؟)) هغه پېغمبر اکرم وپېژانده او توره په لاس يې د پېغمبر اکرم پر لور ورمنډه كړه؛خو ما او “مصعب” يې د بريدونه مخه ونيوه،زه يې پر اوږه ووهلم. سره له دې،چې ما پرې ډېر ګوزارونه کړي وو؛ خو د ګوزار اغېز يې تر يوه كاله پاتې و او دا،چې هغه دوه “زغرې” اغوستې وې؛ نو زما ګوذارونو پرې اغېز و نۀ کړ. پېغمبر اکرم،چې زما اوږه وليده، چې وينه ترې څاڅي؛ ژر يې زما زوى ته غږ كړ او ويې ويل: “د مور ټپ دې وتړه.” ټپ يې وتاړه او بېرته د پېغمبر اکرم پر دفاع بوخته شوم. پر همدې مهال متوجه شوم،چې زوى مې هم ټپي شوى دى. هغه ټوټې مې چې د سرتېرو د ټپونو تړلو ته راوړې وي،راواېستې او د خپل زوى ټپ مې پرې وتاړه.دا مهال پېغمبر اکرم په خطر كې و،خپل زوى ته مې وويل: ” پاڅېږه او پر جګړې بوخت شه!”((

 پېغمبر اکرم ددې ښځې له مېړانې سخت حيران و،د پېغمبر اکرم سترګې، چې د هغې د زوى پر وهونكي ولګېدې؛نو  ژر يې “نسيبه” ته وروښود او ورته يې وويل:((د زوى وهونكى دې دا سړى دى!)) دې مېړنۍ ښځې ورمنډه كړه او د خپل زوى وهونكى يې په توره وواهه او پاويې پرځاوه. دا ځل ددې ښځې مېړانې نور هم پېغمبر اکرم حيران كړ او له ډيرې حيرانتيا کټ مټ په خندا شو او ويې ويل: (( د خپل زوى غچ دې واخست.))

د هماغې ورځې پر سبا پېغمبر اکرم  لښكر د “حمراء لاسد” پر لور روان كړ.  نسيبې هم غوښتل له لښكر سره ولاړه شي؛خو د زياتو ټپونو له امله لانړاى شوه.

پېغمبر اکرم چې له “حمراء الاسد” راستون شو؛نو يو سړى يې پوښتنې ته د نسيبې كور ته ولېږه.پېغمبر اکرم يې چې له روغتيا خبر شو؛نو خورا خوشحاله شو.

دې ښځې سره له دې، چې دومره زياته سرښندنه کړې وه، له پېغمبر اکرم يې وغوښتل،چې دعا ورته وكړي چې خداى يې په جنت كې د پېغمبر اکرم خادمه كړي. دعا يې ورته وكړه او ويې وويل: (( خدايه! په جنت كې يې زما له يارانو وګرځوې.))

ددې ښځې له دفاع، پېغمبر اکرم دومره خوشحاله و،چې په اړه يې وويل: ((مقام نسيبة کعب اليوم خير من فلان و فلان))؛نن راته ددې سرښندونکې مېرمن مقام تر پلاني او پلاني لوړه دى.)) (219)

“ابن ابي الحديد” وايي: (( د حديث راوي له پېغمبر اکرم سره خيانت كړى؛ځکه پېغمبر اکرم د دوى دوو تنو نوم اخستى و؛خو راوي نۀ دى راوړى. ))

د احد پاتې کيسه

د څو کسانو سرښندنه ددې لامل شوه،چې پېغمبر اکرم  د مرګ له کومي بچ شي. ډېرى دښمنانو انګېرله، چې پېغمبر اکرم وژل شوى دى او په مړيو كې يې مړى لټاوه او څو تنه مشركان،چې د پېغمبر اکرم له بچ كېدو خبر وو؛نو هغوى حضرت “علي” (ک) او حضرت “ابوجاذبه” او څو نورو ځوابول.

  همدغه مهال سلا وشوه،چې د پېغمبر اکرم د مرګ خبر دروغ نه کړاى شي او پېغمبر اکرم له خپلو يارانو سره د درې پر لور روان شو. په لار كې پېغمبر اکرم په هغه کنده کې وغورځېد،چې “ابوعامر” مسلمانانو ته كنلې وه،چې حضرت “علي” (ک) ژر راواست. حضرت”كعب مالك” لومړى تن و، چې پېغمبر اکرم يې وپېژانده. و يې ليدل،چې د پېغمبر اکرم  سترګې تر خپلې خولۍ لاندې يې ځلېږي؛ نو چغې يې كړى: (( مسلمانانو! پېغمبر اکرم  دلته دى! ژوندى دى او خداى له دښمنانو ساتلى دى.)) 

دا چې د پېغمبر اکرم د ژونديتوب خبر د دښمنانو د بيا يرغلونو لامل كېده؛نو پېغمبر اکرم “كعب” ته وويل،چې خبره پټه وساته او “كعب” هم چوپ شو.

 بالاخره پېغمبر اکرم درې ته راورسېد. دغه مهال کوم مسلمانان،چې هلته وو،د پېغمبر اکرم په ليدو خورا خوښ شول،چې خورا خړ وو او سرونه يې ځوړند نيولى وو.

 حضرت “ابوعبيده جراح” د پېغمبر اکرم له مخ نه د اوسپنې دوې ټوټې راوايستې.

 حضرت “علي”(ک) هم پېغمبر اکرم ته اوبه راوړې او مخ يې پرمينځه او و يې ويل:(( پرهغه ملت د خداى قهر نور هم ورډېر شو،چې د خپل پېغمبر مخ يې په وينو ککړ كړ.))

ناځوانه دښمن

هغه مهال چې مسلمانانو ماتې خوړلې وه،فرصت طلب دښمن وخت مناسب ګاڼه او د اسلام پر خلاف يې خپل شعارونه پېل كړ،چې ځينې ساده او بېعقله مسلمانان اغېزمن کاندي.

 يو معاصر ليکوال وايي:(( په خلكو كې د عقايدو او افكارو د نفوذ غوره وخت د ماتې، نيونې، ناورينونو او غمونو وخت دى. د مصيبت پر مهال د ظلم ځپلي قوم روحيه دومره کمزورېږي، چې د تشخيص ځواک له لاسه وركوي. همدغه مهال د دښمن زهرجن تبليغات د ماتې خوړلې  قوم په زړونو كې ننوځي.))

 “ابوسفيان” او “عكرمه” لوى بوتان راخيستې وو او په ښادۍ كې ډوب وو او له دې وخته په ګټنې يې وويل:((سر لوړى دى وي هبل؛يعنې زموږ دا برى ددې بوتانو د عبادت له امله دى او كه بې له دې خدايانو بل خداى واى؛نو دا جګړه به تاسې ګټلې واى.))

پېغمبر اکرم پوه شو،چې مشركان په خړو اوبو كې كبان نيسي؛نو خپل ټول غمونه يې شاته کړل. حضرت “علي” (ک) او نورو مسلمانانو ته يې وويل:((خلكو ته ووياست:خداى ستر او وسمن دى او زموږ ماتې خوړل په خداى پورې اړه لري او ددې ماتې لامل يوازې د بولندوى خبرې ته غوږ نۀ نيول وو.))

 “ابوسفيان” بيا هم له زهرجنو تبليغاتو لاس وانه خيست او ويې ويل: ((موږ د “عزى” بوت لرو او تاسې داسې بوتان نۀ لرئ.))

 پېغمبر اکرم د دښمن خبره راواخيسته او د دښمن پر خوله يې ور وويشته او مسلمانو ته يې وويل:(( تاسې هم د “ابوسفيان” د خبرې هم قافيه او هم رديفه خبره وکړئ:”كه اډانه مو د تيږې او لرګي بوت وي؛نو زموږ ملاتړ ستر او وسمن خداى دى.”))

“ابوسفيان” بيا وويل: (( نننۍ ورځ مو د بدر د ورځې په بدله كې.))

مسلمانانو د پېغمبر اکرم په حکم وويل:((كله هم دا دوې ورځې سره برابرې نۀ دي؛ځکه زموږ شهيدان په جنت كې دي او ستاسې مړي په دوزخ كې.))

“ابوسفيان” د مسلمانو خوله ماتيو شعارونو حيران كړى وو او ويې ويل: (( بل كال ته به سره ګورو.)) ولاړ او د مکې پر لور روان شو. (220)

اوس مسلمانان د سلګونو ټپيانو او 70 تنو شهيدانو په درلودو ناچاره دي د مازيګر او ماسپښين لمونځونه وكړي. پېغمبر اکرم د ډېرى کمزورۍ له امله پر ناسته لمونځ وركړ او بيا يې شهېدان خارو ته وسپارل .

د جګړې پاى

د جګړې اور مړ شو او دواړه اړخونه له يو بله لرې شول. د كفارو په پرتله د مسلمانانو تلفات درې ګرايه وو او بايد ژر تر ژره د خپلو يارانو مړي خاورو ته وسپاري او ديني مراسم پر ځاى كړي.

د قريشو ښځو هم،چې ډګر خالي كتلي و،لاسونه يې په بېساريو تاريخي جنګي جنايتونو پورې كړي وو. هغوى د مسلمانانو له مړيو غړي،غوږونه او پوزې پرې كړې وې. د نړۍ په ټولو ملتونو كې،چې د دښمن مړي بې دفاع او بې پناه شي؛نو د احترام وړ شي؛ خو د “ابوسفيان” ښځې “هندې” د مسلمانانو د بدن له غړيو غاړه كۍ جوړه كړې وه. د اسلام د ستر افسر حضرت “حمزه” ګېډه يې څېرلې وه او د هغه ځيګر يې راايستلى و او ډېر غاښونه يې پرې لګولي وو، چې و يې خوري؛خو و يې نۀ خوړلاى شو. د هندې دا كړه دومره كركجن او ناوړه وو، چې “ابوسفيان” وويل:((زه له دې كړنو پناه غواړم،ما هېڅكله د داسې كار حکم نۀ و وركړى؛خو بيا هم پردې كار خپه نۀ يم.))

 د هندې دا ناوړه كړه ددې لامل شو،چې هنده په مسلمانانو كې پر “ځيګر خورې هندې” مشهوره شوه او خلك يې زامنو ته د ځيګر خورې” زامن ووايي.

مسلمانان له پېغمبر اکرم سره يو ځاى د جګړې ډګر ته ورغلل،چې اويا تنه شهيدان خاورو ته وسپاري.د پېغمبر اکرم سترګې  پر حضرت “حمزه” ولګېدې او دومره  غوسه شو،چې سترګې يې سرې واوښتې او و يې ويل:(( اوس چې څومره غوسه يم؛تر اوسه لا دومره نۀ وم پر غوسه شوى.))

تاريخپوهان او مفسران يو خوله دي،چې مسلمانانو ژمنه وكړه او كله ورسره پېغمبر اکرم هم ور زياتوي،چې كه پر مشركانو برلاسي شول؛نو همدا كار به ورسره وكړو او د يوه پر ځاى به  له 30 تنو سره دا كار وكړو. د هغوى له دې هوډه ډېر وخت لا نۀ و تېر شوى، چې حضرت جبرائيل دا آيت راووړ:((كه هوډ لرئ مجازات يې كړئ؛نو په مجازاتو كې منځلاري اوسئ او له منځلارۍ مۀ وځئ او كه صبر وكړئ؛نو صابرينو ته ښه ده.)) (221)

 اسلام پردې آيت چې په خپله د قضايي چارو يو اصل دى،خلكو ته خپله روحاني عاطفي څېره وښووه او وايي اسلام د غچ اخستو دين نۀ دى  او د غوسو په توفان كې هم له عدالته پښه نۀ اړوي.

“صفيې” د حضرت “حمزه” خور غوښتل د خپل ورور مخ وويني؛خو زوى يې “زبير” د پېغمبر اکرم په حکم مخه ونيوه. “صفيې” خپل زوى ته وويل:((اورېدلي مې دي زما ورور يې مثله كړى، پر خداى قسم كه پرې مې ږدئ چې ويې وينم؛نو خپه به نۀ شم او د خداى په لار كې به دا مصيبت قبول كړم.))

 د اسلام په ښوونځي كې روزل شوې دا مېرمن راغله،خپل ورور يې وكوت، لمونځ يې ورته وكړ او خپل ورور ته يې دعا وكړه او ولاړه.

په رښتيا چې ايمان ستر ځواک دى،چې د غمونو،مصيبتونو او سترو توفانو په مخ كې درېږي او غم ځپلي ته وقار او صبر وربښي.

پېغمبر اکرم د احد د شهيدانو د جنازې لمونځ وكړ او بيا يې هغوى يو يو او يا دوه دوه خاورو ته وسپارل او حكم يې وركړ، چې حضرت “عمر جموع” او حضرت “عبدالله عمرو”(رضى الله عنهما) په يوه قبر كې خاورو ته وسپارئ؛ځکه ډېر پاخه انډېوالان وو او څومر به ښه وي، چي مړي يې هم يو ځاى وي.( 222)

د حضرت سعد بن ربيع وروستۍ خبرې

حضرت “سعد بن ربيع” د پېغمبر اکرم له پالوالو (وفادارو) يارانو ځنې و،چې زړۀ يې له ايمان او اخلاصه ډک و. هغه وخت يې چې 12 ټپه خوړلي وو او پر ځمكه پروت و؛نو يو سړى يې تر څنګ تېر شو او ورته يې وويل:(( “محمد” مړ شوى دى.))

 “سعد” ورته وويل:((كه “محمد”(ص) مړ شوى؛نو خداى خو يې ژوندى دى او د خداى د دين  خپرېدو ته جهاد كوو او د توحيد د پولو دفاع كوو.))

د جګړې اور چې مړ شو؛نو پېغمبر اکرم ته “سعد” ورياد شو او و يې ويل: (( څوك به د “سعد” خبر راوړي؟))

 حضرت “زيد بن ثابت”(رض) دا دنده واخيسته، ولاړ او “سعد” يې په مړيو كې پيدا كړ او ورته يې وويل:((پېغمبر اکرم دنده راكړې، چې د احوال سم خبر دې ورته يوسم.))

“سعد” ورته وويل:((پر پېغمبر اکرم مې سلام ووايه او ورته ووايه، د “سعد” د ژوند څو شېبې پاتې دي او خداى دې درته د خپلې پېغمبرۍ د شان ثواب دركړي.زما سلام پرانصارو او د پېغمبر اکرم پر يارانو ووايه او ورته ووايه:”كه تاسې ژوندي وئ او پېغمبراکرم ته زيان ورسېد؛نو خداى ته به هېڅ عذر او پلمه ونۀ لرئ.”))  

 د پېغمبر اکرم استازى لا له حضرت “سعد” دومره لرې شوى نۀ و، چې د حضرت “سعد” روح د ابديت پر لور والوت.(223)

د حضرت له پيغامه ګټنه کېږي،لارويان بايد د خپل مشر له ساتنې غافل نۀ وي.

پېغمبر اکرم مدينې ته ستنېږي

لمر په ډوبېدو كې و او د احد پر سيمه عجيبه چوپتيا واكمنه وه. په همدې شېبو كې پېغمبر اکرم مسلمانانو ته مدينې ته د ستنېدو امر وكړ.

پېغمبر اکرم له انصارو او مهاجرو سره،چې په جګړه كې يې ګډون كړى و،مدينې ته راننووت. په مدينه كې د ميندو او خويندو ژړاګانو انګازې كولي.پېغمبر اکرم د “بني عبدالاشهل” كورونو ته راورسېد،د ښځو وير يې د زړۀ شيشه ماته كړه، له سترګو يې اوښكې راتويې شوى او ويې ويل:((خواشينى يم چې  څوك “حمزه” ته نۀ ژاړي.)) (224)

 حضرت “سعد بن معاذ” او څو نورو يوې ډلې ښځو ته وويل، چې راشئ او د اسلام پر خادم او ستر افسر وير وكړئ. پېغمبر اکرم، چې له دې پېښې خبر شو؛نو دې ښځو ته يې دعا وكړه او ويې ويل:(( له ما سره تل انصارو مادي اومعنوي مرستې كړې دي. د “حمزه” وير ته ناستې ښځې دې خپلو كورونو ته ولاړې شي.))

د ايمانوالې مېرمنې خاطرې

د “بني دينار” د ټبر مېرمن،چې کونډه، بوره او وراده شوې وه، د ښځو په منځ كې ناسته وه او اوښكې يې تويولې او نورو ښځو هم وير كاوه. پېغمبر اکرم ددې ښځو تر څنګ تېرېده. دې مېرمن  په شاوخوا  کې له ناستو مېرمنو، د پېغمبر اکرم په باب وپوښتل. ټولو ورته وويل: (( د خداى شكر دى،چې پېغمبر اکرم روغ رمټ دى.))

 مېرمنې وويل:(( غواړم پېغمبر اکرم له نږدې ووينم.))

 پېغمبر اکرم ورته نژدې و. ورته يې وروښود،چې سترګې يې پرې ولګېدى؛نو خپل ټول غمونه يې هېر كړل، يو انقلاب يې راولاړ كړ او د زړۀ له كومې يې غږ كړ او ويې ويل: (( رسول اکرمه! ستا په لار كې ټول كړاوونه او غمونه اسان دي،چې ژوندي ياست؛نو هره ستره بلا،چې پر موږ راشي؛نو راته كوچنۍ ښكاري.)) (225)

د سرښندويو ښځو بله بېلګه

په تېرو پاڼو كې مو د حضرت “عمرو بن جموع” په باب ولوستل،سره له دې چې ګوډ و او جهاد هم پرې واجب نۀ و؛خو په ډېر ټينګار يې له پېغمبر اکرم نه د جهاد اجازه واخيسته او د مسلمانانو په لومړۍ ليكه كې ودرېد. زوى يې حضرت “خلاد” او د ښالى (د خور خاوند)  يې حضرت “عبدالله بن عمرو” هم په جګړه كې ګډون كړى و،چې درې واړه شهيدان شول.

ښځه يې؛”هنده” [د “عمرو بن خرام” لور د “جابر بن عبدالله انصاري”، ترور] احد ته راغله او خپل شهيدان يې پر اوښ واچول او مدينې ته راغله. په مدينه كې ډنډوره ګډه شوې وه، چې پېغمبر اکرم مړ شوى دى.

 ښځې د پېغمبر اکرم پر احوال پوهېدنې ته د احد پر لور رواتې وې،په منځ لار كې يې د پېغمبر اکرم ښځې وليدې،چې د پېغمبر اکرم په باب يې وپوښتل.دې مېرمن حال دا چې خپل شهيدان يې پر اوښ بار كړي وو، په ورين تندي يې وويل:((زېرى مې درباندې! پېغمبر اکرم ژوندى دى او ددې لوى نعمت پر وړاندې،چې راباندې څومره غمونه هم راشي، قبول مې دي او بل خبر دا،چې خداى كافران له غوسې ډك ستانه کړل.)) (226) بيا يې ترې وپوښتل:((دا مړي د چا دي؟))

ورته يې وويل:((ټول زما دي؛يو مې خاوند، بل مې ورور او بل مې زوى دى، چې ښخولو ته يې مدينې ته وړم.))

 د اوښ پړى يې نيولى و او د مدېنې پر لور روانه وه؛خو اوښ ډېر په سختۍ روان و. د پېغمبر اکرم له ښځو يوې ورته وويل:(( كېداى شي د اوښ بار دروند وي.))

 هندې ورته وويل:(( دا اوښ قوي دى او د دوو اوښانو بار وړای شي؛خو بل لامل لري او هغه دا،چې كه د اوښ مخه مې احد ته كړه؛نو ډېر په اسانۍ به ولاړ شي؛خو اوس يې، چې مخه مدينې ته ده؛نو په سختۍ ځي.))

“هندې” هوډ وکړ احد ته ولاړه شي او پېغمبر اکرم له دې کيسې خبر كړي، هغه له اوښ او مړيو سره احد ته راغله او له پېښې يې پېغمبر اکرم  خبر كړ. پېغمبر اکرم ورته وويل:(( مېړه دې جګړې ته ته! نو له خداى يې څه غوښتې وو؟))

 ورته يې وويل:((مېړه مې له خداى وغوښتل،چې خپل كور ته مې راستون نۀ کړې.))

 پېغمبر اکرم ورته وويل:((د مېړه دعا دې قبوله شوې، خداى نۀ غواړي دا جنازه د عمرو كور ته ولاړه شي؛نو تا ته په کار ده، چې دا مجاهدين د احد په سيمه كې خاورو ته وسپارې او پردې پوه شه،چې دوى درې واړه به په هغه دنيا كې يو ځاى وي.))

“هندې” اوښكې تويولې او له پېغمبر اکرم يې وغوښتل،چې دعا ورته وكړي، چې هغه هم ورسره وي.(227)

پېغمبر اکرم خپل كور ته راننووت او چې د فاطمې بي بي سترګې په خپل ټپي پلار ولګېدې؛نو په ژړا شوه. پېغمبر اکرم  خپله توره وركړه، چې ويې مېنځي.

“اربلي” د اوومې پېړۍ تاريخپوه: (( د پېغمپر لور اوبه راوړې،چې د خپل پلار د مخ وينې پرېمنځي. حضرت “علي” (ک) به ورته اوبه اچولې او فاطمې بي بي به د پېغمبراکرم مخ پرېمنځه؛خو دا چې ټپونه ژور وو،وينه بنده نه شوه؛د پوزي يوه ټوټه يې وسوځوله او ايره يې پر ټپونو كېښووه او وينه يې بنده شوه.)) (٢٢٨)

دښمن بايد تعقيب شي

د احد د جګړې ورپسې شپه ډېره حساسه شپه وه،  مسلمانان په خپلو كورو كې ويده وو. منافقان،يهودان او د “عبدالله ابى” پلويان ډېر خوشحاله وو. له ډېرو كورونو د خويندو او ميندو د وير غږونه راجګېدل. ددې احتمال هم و،چې د مدينې يهودان او منافقان د اسلام پر ضد راپاڅېږي او په اختلاف اچولو د مسلمانانو سياسي يووالى او د اسلام د مركز ټينګښت له منځه يوسي.

ځايي او كورني اختلافات تر بهرني دښمنه خورا زيات زيان لري؛ نو په كار وو پېغمبر اکرم هغوى پوه كړي او ورته ووايي، د توحيد قدرت هېڅكله بې نظمه قدرت نۀ دى او كه كوچنى حركت يې وكړ؛نو ځاى پر ځاى به له منځه تللي وي.

 پېغمبر اکرم د خداى له لوري مامور شو چې د هماغې شپې پر سبا دښمن تعقيب كړي .پېغمبر اکرم يوتن مامور كړ،چې د ښار په ټولو ځايو كې اعلان كړي:((پرون چې چا د احد په جګړه كې ګډون كړى؛سبا دې د دښمن تعقيب ته تياروي او چا،چې ګډون نۀ و كړى؛ حق نۀ لري په جهاد كې  راسره برخه واخلي.)) (229)

د پېغمبر اکرم  داپرېکړه د لاندې دلايلو له مخې و.

1 _ دا محدوديت،پر هغو، چې د احد په جګړه كې يې برخه نۀ وه اخېستې يو ډول يرغل و او په حقيقت كې له هغوى چې د دفاع او برخې اخېستو وړتيا نۀ لرئ د صلاحيت اخستل وو.

2 _ برخوالو ته يو ډول غوږتاوى و؛ ځکه د هغوى د بى نظمۍ له امله اسلام ماتې وخوړه،چې اوس بايد ماتې جبران كړي، چې بل ځل داسې بې نظمې ونۀ کړي.د پېغمبر اکرم  د  وياند دا خبره د “بني عبدالاشهل” د ټبر د يوه ځوان غوږ ته ورسېده . هغه له خپل ورور سره په كټ كې پروت و او سره له دې، چې خورا ستونزې يې درلودې او يو اس يې درلود؛نو يو بل ته يې وويل: ((ښه خبره نۀ ده،چې پېغمبر اکرم جهاد ته ولاړ شي او موږ ترې پاتې شو.)) دواړه وروڼه په نوبت پر اس سپرېدل او ځان يې د اسلام لښكر ته ورساوه.(230)

حمراء الاسد

ځينو په دښمن پسې تر “حمراءالاسد” پورېوتل يو څه کم ښکاري، مستقله غزا شمېرلې؛خو ځينو د احد د جګړې برخه ګڼلې ده.

 پېغمبر اکرم حضرت “ابن ام مكتوم” په مدينه كې خپل ځايناستى كړ او په “حمراءالاسد” كې يې، چې له مدينې اته ميله لرې و سنګر ونيو.

“معبد خزاعي” سره له دې،چې مشرك و، د پېغمبر اکرم ډاډېنه يې وکړه وويله. د “خزاعه” ټبر تل د اسلام ملاتړ و.”معبد” پېغمبر اکرم  ته د خدمت کولو په موخه د قريشو لښكرتون ته ورغى او له “ابوسفيان” سره يې وليدل. هغه پوه شو چې “ابوسفيان” هوډ کړى، پر مدينې بريد وكړي او نور مسلمانان هم ووژني. “معبد”، “ابوسفيان” له دې كاره منع كړ او ورته  يې وويل:((ابوسفيانه! “محمد” اوس په “حمراءالاسد” کې له ډېرو سرتېرو سره اړولي او هغه چې پرون ورسره په جګړه كې نۀ وو هغوى هم ورسره راغلي. ابوسفيانه! ما داسې څېرې وليدې،چې له غوسې سرې اوښتې دي او مسلمانان له پرونۍ بى انضباطۍ  سخت پښېمانه دي.))

 معبد “ابوسفيان” ته دومره د مسلمانانو د ظاهري قدرت او روحي ستريا په باب خبرې وكړې، چې “ابوسفيان” يې له خپل هوډه واړاوه.

 پېغمبر اکرم له خپلو يارانو سره د شپې په “حمراء الاسد” كې پاتې شو او سرتېرو ته يې حکم وكړ،چې خپاره شئ او هر يو بېل بېل اور ولګوئ، چې دښمن و انګېري،چې د مسلمانانو شمېر ډېر دى.

“صفوان بن اميه”، “ابوسفيان” ته وويل: (( مسلمانان غوسه دي او ټپ يې خوړلى، زما په اند همدومره بس دى او نور بايد مکې ته ستانه شو.)) (231)

مؤمن بيا بيا نۀ غولېږي

مؤمن تر يوه ځل زيات نۀ تېروځي. دا جمله پېغمبر اکرم هله وويله، چې “ابوعره جمحي” له پېغمبر اکرم ازادي وغوښته.هغه د بدر په جګړه كې نيول شوى و او پېغمبر اکرم د بدر تر جګړې وروسته په دې شرط ازاد كړى و،چې بيا به له مشركانو سره د اسلام پر خلاف فعاليت نۀ کوي او هغه هم ورسره منلې وه؛خو د احد په جګړه كې يې پر خپلې ژمنې عمل و نۀ کړ. مسلمانانو، چې له “حمراء الاسد”راستنېدل؛نيولى يې و. هغه دا ځل بيا له پېغمبر اکرم ازادي وغوښته؛خو پېغمبر اکرم يې په وړانديز غوږ و نۀ ګراوه او ورته يې وويل:(( مؤمن له يوې سوړې دوه ځل نۀ چيچل کېږي.)) او د هغه د اعدام حكم يې وكړ.

 د احد جګړه، چې له ډول ډول درسونو ډكه وه پاى ته ورسېده. (232)  بالاخره د احد جګړې د اويا،څلور اويا او ځينې وايي،چې د يواتيا  شهيدانو په وركولو پاى ته ورسېده او د مشرکانو د مړيو شمېر 22 تنه و او دا ترخه پېښه هله راپېښه شوه،چې ساتندويانو بې انضباطي وكړه.

 د احد جګړه،چې د شوال د مياشتې پر اوومه د شنبې له ورځې پېل شوې وه،د “حمراءالاسد” له پېښې سره يو ځاى د هماغې مياشې پر څوارلسمه پاى ته ورسېده.

 د هجرت د دريېم كال له مهمو پېښو د امام “حسن مجتبى” زوكړه  هم ده.

پينځه ويشتم څپرکى

د څلورم هجري كال پېښې

د تبليغيانو شهادت

 د احد تر جګړې وروسته،د مسلمانانو د سياسي ماتې آثار پوره ښکاره وو. تر دې وروسته کورني او بهرني خوځښتونه د اسلام را پرځولو ته ورځ تر بلې زياتېدل. منافقانو، د مدينې يهودانو،له ښاره بهر مشركانو او په لرې شاوخوا كې پرتو مشركو ټبرونو د اسلام پر ضد اقداماتو ته خورا جرات پيدا كړى و.

د تبليغاتو د وژلو ځيرمنه نقشه

پېغمبر اکرم د پوځي ټوليو په لېږلو،د مشركانو نقشې خاورې ايرې كړې او همداراز د تبليغ يوه ډله يې بې پلوه ټبرونو ته ولېږله ،چې زړونه يې اسلام ته رامات کړي.

تكړه مبلغان، د قرآن،احکامو او د پېغمبر اکرم د ويناوو حافظان، حاضر وو چې سر يې ولاړ شي؛خو د اسلام دين خلكو ته ورسوي؛خو ځينو وحشي ټبرونو د اسلام دا معنوي كسان ووژل.

 “ابن هشام” د “رجيع” په سيمه كې د وژل شويو تبليغيانو شمېر 6 تنه او “ابن سعد” 10 ښوولى دى.(233)

د “بئرمعونه” ناورين

پر څلورم هجري كال د “صفر” په مياشت کې، مخکې له دې،چې پېغمبر اکرم ته د اسلام د مبلغينو د وژل كېدو خبر راورسي،”ابوبراء عامري” مدينې ته راغى. پېغمبر اکرم هغه اسلام ته راوباله؛ خو اسلام يې ونۀ  مانه او پېغمبر اکرم  ته يې وويل:(( كه د تبليغ  قوي ډله د “نجد” سيمو ته ولېږې؛نو ايمان به راوړي؛ځکه د اسلام لېواله دي.))

 پېغمبر اکرم وويل: (( زه يې له مكر او  دښمنۍ وېرېږم.))

” ابوبراء” وويل: (( استول شوې ډله به زما په پناه كې وي او ضمانت كوم، چې له هر ډول پېښو يې وساتم.))

د اسلام څلوېښت علمي شخصيتونه،چې د قرآن او احكامو حافظان  وو، د “منذر” په قوماندانۍ د “نجد” سيمې ته ولاړل او د “بئرمعونه” تر څنګ يې واړوله.

 پېغمبر اکرم د “نجد” يوه مشر ته د اسلام د بلنې ليک وليكه او يوه  مسلمان دنده واخيسته، چې “عامر” ته يې ورسوي. “عامر” د پېغمبر اکرم ليک و نۀ لوست او د پېغمبر اکرم استازى يې وواژه او بيا يې خپل ټبر د اسلام د تبليغ د ډلې وژلو ته راوهڅاوه. د ټبر خلكو ورسره و نۀ منله او ويې ويل: (( د “ابوبراء” لوى ټبر ورته امان وركړى دى.))

بالاخره “عامر” له خپل ټبره نهېلى شو او له شاوخوا كوچيانو او ټبرونو يې مرسته وغوښته او بيا د تبليغ ډله د “ابوعامر” پلويانو را اېساره كړه. مبلغانو يوازې په تبليغ كې مهارت نۀ درلود؛بلکې تكړه جنګيالي هم وو،چې ځان تسليمول يې ننګ باله، تورې يې راوايستې او مقاومت يې وكړ،چې په پاى کې ټول شهيدان شول. په دې  ډله كې يوازې حضرت “كعب بن زيد” په ټپي ځان مدينې ته راورسېد او خبر يې راورساوه.(234)

په دې بوږنوړې پېښه ګرد مسلمانان خپه وو او پېغمبر اکرم تر ډېره وخته د (( بئرمعونه)) شيهدان يادول.

شپږويشتم څپرکى

د “بني النضير” غزا

د مدينې منافقان او يهوديان د احد په جګړه كې د مسلمانانو له ماتې او د اسلام د علمي مېړونو په وژلو خورا خوشحاله وو او په فرصت پسې وو،چې په مدينه كې اخ و ډب او ګډوډي وكړي او له مدينې بهر ټبرونو ته وښيي،چې په مدينه كې پوټى يووالى هم نۀ شته او د اسلام بهرني دښمنان په اسانۍ د اسلام نوى حكومت له بېخه رانړولاى شي.

پېغمبر اکرم د “بني النضير” پر افکارو ځان پوهولو ته  له څو افسرانو سره كلا ته يې ورغى؛خو د پېغمبر اکرم ظاهري موخه دا وه،چې راغلى د “بني عامر” د ټبر د  دوو تنو د ديت په اخيستو كې،چې “عمرو بن اميه” وژلى دي، ترې مرسته وغواړي؛ځکه د “بني النضير” ټبر هم له مسلمانانو سره هم ژمنى و او هم له “بني عامر” سره،چې هم ژمنيو ټبرونو په داسې وختونو  كې له يو بل سره مرسته كوله.

پېغمبر اکرم يې د كلا مخې ته راغى او ورته يې خپله خبره وکړه. هغوى هم پېغمبر اکرم ته په ورين تندي ښه راغلاست ووايه او ژمنه يې وكړه، چې د ديت په اخيستو كې به ورسره مرسته وكړي. بيا هغوى پېغمبر اکرم ته په”ابولقاسم” غږ وكړ او و يې غوښتل،كلا ته يې راننوځي او ورځ ورسره تېره كړي.

رسول اکرم يې وړانديز و نۀ مانه  او د دېوال سيوري ته د “بني النضير” له مشرانو سره په خبرو بوخت شو؛خو “مغازي” وايي، چې پېغمبر اکرم يې كلا ته ورننوت.(235)

پېغمبر اکرم احساس كړل،چې ددې غوړه ماليو شا ته،هرومرو پټ حركتونه دي. بل خوا په كوم ځاى كې،چې پېغمبر اکرم ناست و، ډېر تګ راتګ كېده؛له يو بل سره پسپسكيو هم د پېغمبر اکرم شك زيات كړ.

 هوډ يې وکړ و،چې پېغمبر اکرم هماغلته ووژني او له هغوى”عمرو جحاش” تيارى نيولى و، چې له بامه پر پېغمبر اکرم لوى ګټ راوغورځوي.

 “واقدي” وايي:له دې شومو نقشو پېغمبر اکرم د وحې له لارې خبر شو؛پېغمبر اکرم له خپل ځايه وخوځېد او يهودانو ته يې داسې وښوول ، چې ګنې څه كار ته ځم او بېرته راګرځم؛خو پېغمبر اکرم هماغسې مدينې ته ولاړ او ان خپل ياران يې هم خبر نۀ کړل؛خو يهودان هماغسې پېغمبر اکرم ته په تمه وو؛خو څومره چې په تمه شول،پېغمبر اکرم ور نغى.

 د “بني النضير” مشران سخت اندېښمن شول. له يوه لوري يې فكر كاوه،چې پېغمبر اکرم يې له دسيسې خبر شوى؛نو غوږونه به يې تاو کړي،بل خوا يې يو بل ته ويل:((او س مو،چې “محمد” له ګوتو وتلى؛نو ياران به يې و وژنو))؛خو بيا يې وويل:((كه دا كار مو وكړ؛نو خبره به نوره هم ورانه شي او “محمد” به يې له موږه غچ واخلي.))

 دغه مهال د پېغمبر اکرم يارانو پرېکړه وکړه،چې په پېغمبر اکرم پسې ووځي. له كلا  لا دومره لرې شوي نۀ وو، چې يو سړى يې مخې ته راغى او ورته يې وويل:((پېغمبر اکرم وختي ځان مدينې ته رسولى دى.))

 هغوى  ولاړل او پېغمبر اکرم يې د يهودو له دسيسې خبر كړ. پردې سربېره، پېغمبر اکرم  د وحې له لارې هم خبر شوى و.(236)

 له دې خيانت سره څه بايد وكړو؟

اوس به پېغمبر اکرم  له دې خيانتكارانو سره څه كوي؟

 هغوى،چې د اسلامي حكومت له ښېګړو برخمن وو او ناموسونه او مالونه يې د اسلام سرتېرو ساتل. هغه ډله،چې د پېغمبر اکرم په ټول ژوند كې يې د رسالت نښې ليدلې وې اود نبوت په باب يې په خپلو کتابو كې لوستي وو؛نو ددې پر ځاى چې مېلمه پالي وكړي،وژلو ته يې ملا تړلې وه.

 عدالت دلته څه وايي؟ دا چې دا پېښې تكرار نۀ شي او هم ددې چارو جرړې وچې شي؛نو څه بايد وشي؟!

منطقى لار هماغه وه، چې پېغمبر اکرم غوره كړه.

 ټولو سرتېرو ته يې د تيار شئ حكم وكړ او “محمد بن مسلمه اوسي” يې د “بني النضير” ټبر ته ولېږه، چې د پېغمبر اکرم پيغام ورته ورسوي. هغه ولاړ او د “بني النضير” مشرانو ته يې د پېغمبر اکرم دا پيغام ورساوه:

((پېغمبر اکرم  وايي،چې ژر تر ژره په لسو ورځو كې دننه دننه دا خاوره پرېږدئ؛ځکه مكر او چل مو كړى دى او كه په دې  موده  كې مو دا كار و نۀ کړ؛نو وينه به مو تويه كړم.))

 د پېغمبر اکرم دې پيغام پر يهودانو وېره راوسته او هر يو د كړيو چارو پړه پر يو بل اچوله.يو مشر يې وويل:((راځئ ټول ايمان راوړو))؛خو د ځينو ځېل ددې لامل شو چې وړانديز يې و نۀ منل شي. يهودان له ناچارې “محمد بن مسلمه” ته وويل: (( “محمد بن مسلمه اوسي”! تۀ د “اوس” له ټبره يې او موږ د پېغمبر اکرم له راتلو مخکې، له ټبر سره مو هم ژمنى وې؛نو اوس ته ولې له موږ سره د جګړې له ورۀ راننوځې؟))

 په ډاډه زړۀ يې ورته وويل: (( هغه وختونه ولاړل،اوس زړونه بدل شوي دي.))

دا پرېکړه د هغه تړون له مخې وه، چې په لومړيو ورځو كې پېغمبر اکرم په مدينه كې له يهودو سره كړى و. دا تړون د “بني النضير” د ټبر له لوري “حيى بن اخطب” لاسليك كړى و.

 موږ ددې تړون مادې پخوا نقل كړې دي؛خو دلته يې څو مادى راوړو : ((پېغمبر اکرم له دې درې واړو ټبرونو (“بني النضير”، “بني قينقاع” او “بني قريظه”) سر تړون كوي،چې هېڅكله به د خداى د رسول پر خلاف ګام اوچت نۀ کړي او په ژبه او لاس به ورته زيان ونۀ رسوي… او كه ددې تړون پر خلاف يې كار وكړ؛نو پېغمبر به ازاد وي وينه يې تويه كړي،مالونه يې ضبط كړي او ښځې او بچي يې اسيران كړي.)) (237)

د نفاق د ګوند ونډه

د نفاق د ګوند خطر تر يهودو زيات و؛ځکه منافق په انډېوالۍ كې له شا ګوزار كوي او ددې ډلې مشران “عبدالله ابى” او “مالك بن ابى” وو. هغوى بې ځنډه د “بني النضير”مشرانو ته پيغام ولېږه،چې له دوو زرو سرتېرو سره،مرستې ته مو در روان يو او هم ژمني ټبرونه؛يعنې “بني قريظه” او “غطفان” به مو هم ځان ته پرې نۀ ږدي.

 دې دروغجنو وعدو يهود ډاډه كړل،كه څه هم له دې مخکې يې پرېکړه کړې وه، چې تسليم شي او خپل وطن پرېږدي؛خو فكر يې بدل شو؛د كلا ورونه يې وتړل او ځانونه يې په وسله سمبال كړل او هوډ يې وکړ، هر څنګه چې وي، د خپلې كلا دفاع وكړي او خپلې ځمكې او باغونه وړيا مسلمانانو ته خوشې نۀ کړي.

د “بني النضير” يو مشر “سلام بن مشكم” د “عبدالله” ژمنه پوچه وګڼله او ويې ويل:((ښه به وي له دې ځايه كډه وكړو))؛خو “حيى بن اخطب” خلك استقامت ته راوبلل.

رسول اکرم د “عبدالله” له پيغامه خبر شو. حضرت “ابن ام مكتوم” يې په مدينه كې خپل ځايناستى كړ او د “بني النضير”چاپېربندۍ ته روان شو. د “بني قريظه” او “بني النضير” په منځ كې يې غونډ جوړ كړ او ددې دوو ټبرونو اړيکه يې پرېكړه.

 “ابن هشام”وايې: ((  شپږ شپې ورځې يې او ځينې وايي چې پينځلس ورځې يې هغوى كلابند كړل؛خو يهودان تسليم نۀ شول.)) (238)

پېغمبر اکرم حكم وكړ، چي د كلا د شاوخوا د کجورو بوټي ونړوئ، چې له دې ځايه د يهودانو  تمه غوڅه شي.

دا مهال د يهودانو چغې راپورته شوې او ټولو وويل: ((ابوالقاسم (پېغمبره!) تا به تل خپل سرتېري د ونو او بوټو له غوڅولو ژغورل؛نو نن ولې دا كار كوې؟))

 ددې كار علت هماغه و،چې و مو لوست. بالاخره يهودان تسليم شول او ويې ويل:((موږ حاضر يو كډه وكړو او جلا وطن شو؛خو په دې  شرط چې خپل منقول مالونه له ځان سره يوسو.))

 پېغمبر اکرم ورسره ومنله،چې خپل مالونه بې له وسلې له ځان سره يوسي. يهودانو تر وسې خپل مالونه راټول كړل،ان د كورونو ورونه او كړكۍ يې هم راونړولې او له ځان سره يې بار كړې او كورونه يې په خپلو لاسونو وران كړل.ځينې يې “خيبر” ته ولاړل،ځينې “شام” ته او دوه تنو يې اسلام راوړ. دا چې خپله دا شرمېدلي ماته جبران كړي او وښيي ددې ځاى په پرېښودو ډېر خپه نۀ يو؛نو د تلو پر مهال يې دايرې او چمبې راواخېستى او سندرې  يې پېل كړې.

پر مهاجرو د بني النضير د ځمکو ويشل

هغه غنيمت،چې بې جګړې د مسلمانانو لاس ته راځي (فى)؛ د قرآن د حكم له مخې د پېغمبر اکرم رسېږي او څرنګه،چي د پېغمبر اکرم خوښه وي، پر اسلام يې لګوي. (239)

وَمَا أَفَاء اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْهُمْ فَمَا أَوْجَفْتُمْ عَلَيْهِ مِنْ خَيْلٍ وَلَا رِكَابٍ وَلَكِنَّ اللَّهَ يُسَلِّطُ رُسُلَهُ عَلَى مَن يَشَاءُ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ = او څه چې خداى له هغوى [يهودو] د غنيمت په دود خپل استازي ته (بښلي او) اړولي دي،هغه داسې څه دي چې تاسې يې د لاس ته راوړو لپاره نه اس ځغلولى او نه اوښ (څه زيار مو نه دى ايستلى)؛خو خداى چې پر چا وغواړي،خپل استازي برلاسي کوي او خداى پر هر څه قادر دى. (حشر/6)

پېغمبر اکرم هم سلا وليده،چې دا ځمكې پر مهاجرو ووېشي؛دا ځكه چې هر څه يې په مكه كې پاتې شوي وو او دلته هم د انصارو مېلمانه وو او پر هغوى پېټى دي، چې دا وړانديز ورسره حضرت “سعد بن معاذ” او حضرت “سعد بن عباده” هم ومانه؛نو ځمكې پر مهاجرو ووېشل شوې او په انصارو كې يوازې حضرت “سهل بن حنيف” او حضرت “ابودجانه” ته پېغمبر اکرم دلته ځمكه وكړه؛ځکه ډېر يې لاس تنګ و او پېغمبر اکرم د “بني النضير” د يو مشر قيمتي توره حضرت “سعد بن معاذ” ته وركړه.

 دا پېښه پر څلورم كال د “ربيع” په مياشت كې پېښه شوه او د “حشر” سورت هم د دې پېښې په  تړاو رانازل شوى دى. موږ لنډيز ته ددې آيتونو ترجمه او تفسير نۀ دى راوړى؛خو ډېرى تاريخپوهان عقيده لري،چې په دې  پېښه كې وينه تويه نۀ شوه؛خو “مفيد” وايي:

((د فتح پر شپه د يهودو لس تنه ووژل شول،چې ددې لسو تنو وژل كېدو يهودان تسليمېدو ته اړ كړل.)) (240)

دويم بدر

د احد د جګړې په پاى كې “ابوسفيان” مسلمانانو ته مخ كړ او ورته يې وويل:((بل كال ته به په همدې ځاى کې وينو او تردې به هم زيات غچ درنه اخلو.))

مسلمانان د پېغمبر اکرم په حكم  دفاع ته تيار شول. د احد له جګړې يو كال تېر شو او د وعدې وخت راورسېد.د قريشو مشر “ابوسفيان” له زياتو ستونزو سره لاس و ګرېوان و. “نعيم بن مسعود” مکې ته راغى،چې له دواړو لوريو سره يې دوستانه اړيكې درلودې.

 “ابوسفيان” ترې وغوښتل،چې ژر مدينې ته ولاړ شه او له مدينې د “محمد” د راوتو مخنيوى وكړه. دغسې “ابوسفيان” وويل:((موږ ته سږ كال له مکې وتل ګران دي او بدر ته، چې د عربو عمومي بازار دى،د((محمد)) راتګ زموږ  د ماتې لامل ګرځي.))

“نعيم” په هرغرض چې و مدينې ته راغى؛خو خبرو يې د پېغمبر اکرم پر زړۀ پوټى اغېز و نۀ کړ او پېغمبر اکرم له 1500 سرتېرو،څو اسونو او سوداګريزو توکيو سره د “ذى العقدة الحرام” په مياشت كې پر څلورم هجري كال د بدر سيمې ته راغى او  اته ورځې هلته پاتې شو او مسلمانانو د سوداګريزو توکيو له  پلورلو خورا ګټه لاس ته راوړه. بازار خلاص شو او خلك خپاره شول؛خو د اسلام لښكر هماغلته له مکې نه د لښكر د راتګ په تمه و.

مکې ته خبر راورسېد، چې “محمد” (ص) د بدر سيمې ته راننوتى دى. د مکې واكمنانو د خپل پت ساتلو ته،بې له دې هېڅ چاره نۀ درلوده،چې له مکې د بدر پر لور روان شي.

 د “ابوسفيان” وسله وال لښكر د “مرالظهران” سيمې ته راغى ؛خو قحطي او ګراني يې پلمه کړه او له نيمايي لارې ستون شو.

د شرك د لښكر راستنېدل دومره بې غيرتي وه،چې “صفوان” پر “ابوسفيان” نيوكه وكړه او ورته يې وويل:((پردې شا تګ مو خپل ټول لاس ته راوړې وياړنې له لاسه ورکړې او كه تا پروسږ كال دا ژمنه نۀ واى كړې؛نو اوس به  مو داسې معنوي ماته نۀ خوړه.))

دا پېښه د هجرت په (45مه) مياشت کې وشوه.(241)

پر څلورم كال د “شعبان” په مياشت كې حضرت امام حسين د پېغمبر اکرم دويم لمسى وزېږېد اوهمداسې د حضرت “علي”(ک) مور “فاطمه بنت اسد” هم وفات شوه.(242)

او پر همدې كال پېغمبر اکرم حضرت “زيد بن ثابت” ته حکم وكړ، چې له يهودو “سرياني” ليک زده كړي.(243)

اوويشتم څپرکى

د پينځم هجري كال پېښې

د ناسمو دودونو ځپل

د پينځم هجري كال په زړۀ پورې پېښې د “احزاب” جګړه، د “بني قريظه” وو پېښې او له “زينب بن جحش” سره د پېغمبر اکرم واده دى.

 د اسلامي ليكوالو د وينا له مخې،ددې كال پېښې له “زينب” سره د پېغمبر اکرم په واده پېل شوي.

قرآن شريف پورتنۍ پېښه د احزاب سورت په ٤، 6، او له 36 نه تر 40 آيتونو كې راوړې او د ختيځپوهانو دروغو ته يې پلمه نۀ ده پرېښې. موږ دا پېښه د قرآن شريف له مخې رڼه كړې او بيا به د ختيځپوهانو د خبرو په باب هم خبرې وكړو.

زيد بن حارثه څوك دى؟!

“زيد بن حارثه” هغه ځوان دى،چې د عربو لوټ مارو له يوې قافلې راپټ كړى و او د “عكاظ” په بازار كې يې د مريي په نامه وپلوره، چې “حكيم بن خرام” خپلې تررور “حضرت خديجې” بي بي ته اخېستى و او هغې، چې له پېغمبر اکرم سره واده وكړ؛نو “زيد” يې ور وباښه.

د پېغمبر اکرم پاكو او لوړو عواطفو هغه پر پېغمبر اکرم  مين كړى و. ان هغه وخت،چې د “زيد” پلار راغى او له پېغمبر اکرم څخه يې وغوښتل،چې “زيد” ورسره پرېږدي،چې خپل كور او ټبر ته يې بوځي؛ نو پېغمبر اکرم  “زيد” خوښمن كړ؛خو “زيد” د پېغمبر اکرم په خاطر،خپل كور كلى او خپلوان  پرېښوول او په خپله خوښه له رسول اکرم سره پاتې شو.

د زړۀ له كومې دا معنوي مينه دوه اړخيزه وه،كه پېغمبر اکرم پر “زيد” ګران و؛ نو “زيد” هم پر پېغمبر اکرم خورا ګران و، چې خپل زوى يې كړ او خلكو به ورته د “زيد بن حارث” پر ځاى “زيد بن  محمد” غږ كاوه. پېغمبراکرم هم ددې موضوع  رسميت ته يو ورځ د “زيد” لاس ونيو او خلكو ته يې وويل: (( دا مې زوى دى او موږ له يو بله ارث وړو.))

د زړۀ له كومې دې معنوي مينې همداسې جريان درلود، څو “زيد” د “موته” په جګړه كې شهيد شو او پېغمبر اکرم يې پر مرګ د خپل زوى د مرګ په څېر  وژړل او وير ته يې كېناست .(244)

 د پېغمبر اکرم

 د ترور له لور سره د حضرت زيد واده

د پېغمبر اکرم  يوه موخه دا وه،چې فاصلې لنډې كړي او ټول انسانان د انسانيت او تقوى تر بيرغ لاندې راټول كړي او خلكو ته وښيي،چې د فضيلت او شخصيت کچه اخلاقي او انساني فضايل دي؛ځكه بايد ژرتر ژره د عربو زاړه دودونه وټكوي،چې د خانانو او شتمنو لوڼې له فقيرو سره واده نۀ شي کړاى او څومره به ښه وي، چې دا دود له خپلې كورنۍ پېل كړي؛ځكه يې د خپلې ترور لور؛”زينب” د “عبدالمطلب” لمسۍ، خپل پخواني ازاد شوي مريي ته واده كړه، چې خلكو ته وښيي،دا پولې بايد له منځه ولاړې شي او خلك پوه كړي،چې پېغمبر اکرم وايي: (( د غوره والي كچه تقوى ده او مسلمانه پېغله د مسلمان زلمي سياله ده.))

نو لومړى يې دا قانون پر خپل ځان پلى كړ. دې غلط دود ځپلو ته پېغمبر اکرم په خپله “زيد” ته پر “زينب” مركه وكړه. هغه او ورونه يي لومړى پردې كار خوښمن نه وو؛ ځکه د جاهليت د وخت جرړې يي لا هم په زړۀ كې ښخې وې او دا،چې د پېغمبر اکرم حکم نۀ منل هم ورته ګران وو؛نو د “زيد” د مرييتوب مخينه يې رامخې ته كړه او د پېغمبر اکرم خبرې ته يې غاړه کېنښوه. ډېر وخت لا نۀ و تېر شوى،چې د وحې امين راغى او د “زينب” او د هغې د ورور دا عمل يې وراټه:

وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُّبِينًا= او چې كله خداى او د هغه استازى د يو كار(د ترسره كولو) پرېكړه وكړي؛ نو هېڅ مؤمن او مؤمنه حق نۀ لري، چې د خپل هماغه كار په باب (د خداى د حکم پرخلاف) اختيار ولري او څوك چې د خداى او د هغه له استازي سروغړوي؛ نو په يقين چې په څرګنده بې لارې شوى دى. (245)

پېغمبر اکرم ژر ولاړ او آيت يې ورته ولوست. پر پېغمبر اکرم د “عبدالله” او “زينب” ايمان ددې لامل وګرځېد،چې د “حجش” لور دې واده ته غاړه كېږدي، چې پايله يې له مريي سره د شتمن د لور واده و،چې د اسلام يو پروګرام ترسره او ناسم دودونه پرې وټكول شو.

له خپلې ښځې نه د زيد بېلتون

بالاخره ددې واده پايله طلاق و. ځينې وايي، چې ددې طلاق لامل دا و، چې “زينب” به تل پر “زيد” وياړېده او له ځانه يې ټيټ باله او تل يې د خپلې كورنۍ د ستريا خبرې كولې او له دې لارې يې پر خپل مېړه ژوند تريخ کړى و؛خو دا احتمال هم لري،چې ددې طلاق لامل په خپله “زيد” هم وي؛ځکه ژوند ليك يې پردې ګواه دى،چې د يوازېتوب او ناسازګارۍ روحيه يې درلوده؛ځکه يې پر له پسې ودونه وكړل او ټولو (بې له وروستۍ،چې تر شهادته يې په نکاح کې وه) ته يې طلاق وركړى و،چې په خپله  دا پر له پسې طلاقونه د “زيد” پر ناسازه روحيه ګواهي ده. ددې خبرې بل ګواه له “زيد” سره د پېغمبر اکرم په تريو تندي خبرې دي؛ځکه پېغمبر اکرم چې خبر شو،”زيد” خپلې ښځې ته طلاق وركوي؛نو سخت غوسه شو او ورته يې وويل: (( ښځه دې له ځان سره وساته (طلاق مۀ وركوه) او د خداى له قهره ووېرېږه.))

د ناسمو دودونو د ټكولو لپاره واده

مخکې له دې،چې ددې واده پر علت ځان پوه كړو؛ناچار يم پر نسب رڼا واچوم،چې د ټولنې حياتي لامل دى؛يعنې د “واقعي زوى” او “زويولۍ” پر بنسټيز توپير ځان پوه كړو.

حقيقي زوى له خپل پلار سره تكويني ريښه لري، چې په حقيقت كې پلار د زوى پيدايښت ته مادي مبدا ده او اولاد د خپل  مورو پلار د جسمي او روحي ځانګړنو وارث دى او د وينې د يو والي له امله، پلار او زوى د يو بل د مال وارثان دي او د واده او طلاق په باب خپل ځانګړي احكام پيدا كوي؛نو داسې موضوع،چې تكويني ريښه لري،په ټکيو او ژبه منځ ته نۀ راځي(246) او زوى نيولى هېڅكله د انسان رښتينى اولاد نۀ شي كېداى او دا خو لا څه،چې “زوى نيولى” په يو لړ احكامو؛لكه واده او طلاق كې د “حقيقي زوى” په څېر شي؛مثلاً حقيقي اولاد د خپل پلار ميراث وړي او پر عکس او يا دا،چې د واقعي زوى ښځه تر طلاق وروسته، پر پلار حرامېږي؛نو دلته هېڅكله نۀ شو ويلاى، چې دلته “زوى نيولى” له حقيقي اولاد سره يو شان دى.

 هو! كه “زوى نيونه” د يو لړ عاطفو او مينې له مخې وي؛ نو څومره ښه ده؛خو كه د يو لړ ټولنيزو احكامو شريكتيا ته وي؛نو دا خبره له علمي حسابونو ډېره لرې ده.

د عربو ټولنې به “زوى نيونلى” د حقيقي اولاد په څېر باله. پېغمبر اکرم مامور شو له “زينب” سره په واده دا ناسم دودونه تر پښو لاندې كړي،چې پخوا د هغه د زوى نيولى “زيد” ښځه وه،چې د عربو د هغې ورځې په ټولنه کې رټل شوى او ناوړه واده و او چا يې هم جرات  نۀ درلود. خداى تعالى پېغمبر اکرم رسماً دې كار ته راوباله او ورته يې وويل:

وَإِذْ تَقُولُ لِلَّذِي أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَأَنْعَمْتَ عَلَيْهِ أَمْسِكْ عَلَيْكَ زَوْجَكَ وَاتَّقِ اللَّهَ وَتُخْفِي فِي نَفْسِكَ مَا اللَّهُ مُبْدِيهِ وَتَخْشَى النَّاسَ وَاللَّهُ أَحَقُّ أَن تَخْشَاهُ فَلَمَّا قَضَى زَيْدٌ مِّنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنَاكَهَا لِكَيْ لَا يَكُونَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌ فِي أَزْوَاجِ أَدْعِيَائِهِمْ إِذَا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَرًا وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ مَفْعُولًا= او(درياد كړه) چې كله تا هغه سړي [“زيد” چې پېغمبر ورته خپل  زوي وايه] ته خداى نعمت وركړى و او تا(هم) پرې (د ازاد ولو) لورېينه كړې وه، وويل:”خپله مېرمن دې درسره وساته (او مۀ يې پرېږده)” او د خداى له (عذابه) ځان وساته! (او تل دې دا خبره كوله) او(په دې توګه) تا هغه څه په خپل زړۀ كې پټول، چې خداى يې ښكاره كول غوښتل او له خلكو وېرېدلې،حال داچې خداى ډېر وړ دى، چې تۀ ترې ووېرېږې؛نو چې كله (زيد) له هغې (خپله) اړتيا پوره كړه (او ترې بېل شو؛نو) موږ هغه (طلاقه شوې مېرمن) تاته په نكاح كړه، چې پر مؤمنانو د خپلو زوى بلليو زامنو د مېرمنو په باب كومه ستونزه نۀ وي، چې هغوى ترې خپله اړتيا پوره كړې وي (طلاقې شوي وي) او د خداى حكم هرومرو عملي كېدونكى دى (او د دغسې ښځو د حرمت ناسم او غلط دود بايد له منځه ولاړ شي).

مَّا كَانَ عَلَى النَّبِيِّ مِنْ حَرَجٍ فِيمَا فَرَضَ اللَّهُ لَهُ سُنَّةَ اللَّهِ فِي الَّذِينَ خَلَوْا مِن قَبْلُ وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ قَدَرًا مَّقْدُورًا= پر پېغمبر په هغه څه كې هېڅ ډول منع،ګناه او بنديز نۀ شته،چې خداى پرې فرض كړى وي.(دا الهي قانون او) دود له ده وړاندې له پخوا راهيسي په تېرو خلکوكې هم (دود) و او د خداى حكم په ټاكلې اندازه (او د وسې هومره) دى. (247) 

 دې واده بې له دې،چې ناسم دود تر پښو لاندې كړ،خلكو ته د ستر مساوات او برابرۍ بېلګه شو؛ځکه د اسلام مشر له داسې ښځې سره  واده  وكړ،چې پخوا د ازاد شوي مريي ښځه يې وه او دا كار هغه مهال د ټولنيزو دودونو مخالف كار و.

د پېغمبر اکرم دې مېړڼي اقدام د منافقانو او لنډ اکو د نيوكو د مچيو جاله راوپاروله او په هر ځاى کې يې د پېغمبر اکرم دا كار كركجن باله او ويل يې:((“محمد” د خپل زوى بللي له ښځې سره واده كړى دى.!))

خداى هم ددې افكارو رټلو ته د سورة احزاب / 40 آيت نازل كړل:

مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا= “محمد”(ص) ستاسې د هېڅ يوه سړي پلار نۀ دى؛ خو د خداى استازى او د پېغمبرانو(د لړۍ)پاى ته رسوونکى دى او خداى پر هر څه ښه پوه دى.

خداى د منافقانو پر رټلو سربېره، د خپل حكم په پلي كولو كې مېړانه، د احزاب د سورت په 38 او 39 آيت كې ستايلې ده. ددې دوو آيتونو لنډيز دا و: ((“محمد” د نورو پېغمبرانو په څېر دى،چې د خداى پيغامونه رسوي او د خداى د حكم په منلو كې له چا نه نۀ وېرېږي. ))

اته ويشتم څپرکى

د خندق غزا

و مو لوستل،چې پېغمبر اکرم پر څلورم هجري كال د “بني النضير” يهودان د تړون ماتونې له امله له مدينې وايستل او ځينې مالونه يې هم ترې ضبط كړل.

 د “بني النضير” ځينې يهودان “شام” ته ولاړل او ځينې “خيبر” ته،چې البته د پېغمبر اکرم دا انقلابي عمل د هغه تړون له مخې و،چې دواړو اړخونو لاسليك كړى و او همدا و،چې د “بني النضير” مشرانو په دسيسه لاس پورې كړ او مکې ته ولاړل.قريش  يې هم راوپارول چې کيسه يې دا وه:

 په دې جګړه كې د اسلام پر ضد مشرك عرب ځواكونه او يهود يو لاس شوي وو.په پوځي همغږۍ يې مدينه تقريباً يوه مياشت كلابنده كړه او دا چې په دې جګړه كې بېلابېلو ګوندونو برخه اخيستې وه او مسلمانانو هم د دښمن د پرمختګ مخنيوي ته د مدينې شاوخوا ته خندق (كنده) كنلې وه؛ نو دې جګړې ته كله ((احزاب)) او كله ((خندق)) ويل كېږي.

 ومو ويل: ددې جګړې اور بلوونكي د “بني النضير” يهودان او د “بني وائل” يوه ډله وه.

 كوم خوله ماتى ګوزار، چې يهودو له مسلمانانو خوړلى و او په زور يې له مدينې ايستلي و او په “خيبر” كى يې هستوګنې ته اړ كړي وو؛ددې لامل شو،چې د اسلام راپرځولو ته ځيرمنه نقشه وباسي او په رښتيا، چې ډېره ځيرمنه نقشه يې هم اېستلې وه او هغه  دا،چې د عربو ډول ډول ټبرونه يې راوستل او له اسلام سره يې لاس و ګريوان كړل. داسې جنګي نقشې په عربو كې سارى نۀ درلود. په دې نقشه كې د عربو بې شمېره ډلې د يهودو له مالي مرستو برخمنې وې او يهودو د اسلام مخالف لښكر ته ډول ډول جنګي وسايل چمتو كړي وو.

 نقشه داسې وه چې: د “بني النضير” ځينې مشران؛ لكه “سلام بن ابى الحقيق” او “حيى بن اخطب” د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ مکې ته ولاړل او د قريشو مشرانو ته يې وويل:

((د “محمد” موخه ده،چې موږ او تاسې له منځه يوسي او د “بني قينقاع” او “بني النضير” يهودان يې په زور له وطنه وشړل؛نو تاسې هم پاڅېږئ او له خپلو هم ژمنو مرسته وغواړئ،موږ هم 700 تنه توريالي ( “بني قريظه” يهودان) د مدينې په خوله كې لرو او هغوى به هم ستاسې ملاتړي كړو.د “بني قريظه” يهود كه څه هم په ظاهره له “محمد” سره هم ژمني دي؛ خو راو به يې هڅوو،چې پر خپل تړون سترګې پټې كړي او درسره يو ځاى شي.)) (248)

“قريش” چې له مسلمانانو سره له جګړې ستړي شوي وو،د يهودو لاپو شاپو ډاډه كړل.د هغوى نقشه يې خوښه كړه او د تياري اعلان يې وكړ او د مدينې پر لور د حركت  نېټه يې هم وټاكله.

 د جګړې اوربلوونكيو په زړۀ كې ګوړې ماتولې او ګډاګانۍ كولې او د “نجد” پر لور روان شول،چې د اسلام د سخت دښمن “غطفان” له ټبر سره خبرې اترې وكړي.

 د “بني غطفان” د ټبر “بني فذاره”، “بني مره” او “بني اشجع” ورسره پردې شرط ومنله،چې تر بري وورسته به د “خيبر” يو كلن محصول د هغوى وي.

 د مسلمانانو پر خلاف لښكر راټولولو ته يې دوام وركړ او  قريشو خپل هم ژمنى ټبر “بني سليم” او “غطفان” هم خپل هم ژمني ټبر “بني اسد” په دې  پوځي اتحاديه کې راګډ کړل او پر ټاكلې ورځ ټول د سېلاب په څېر مدينې نيولو ته راووتل.(249)

د مسلمانانو استخبارات

له هغې ورځې،چې پېغمبر اکرم مدينې ته راغى؛نو تل يې خپل استخباراتي كسان د اسلام له واكمنۍ بهر سيمو ته لېږل،چې ځان د شاوخوا له خوځښتونو او حالاتو خبر وساتي،له همدې امله ځريو خبر وركړچې:

((د اسلام پر ضد پياوړې پوځي اتحاديه جوړه شوې،چې پر ټاكلې ورځ به د مدينې کلابندۍ ته خوځېږي.))

 پېغمبر اکرم هم بې ځنډه دفاعي شورا جوړه كړه، چې د ُاحد له ترخو تجربو مثبته پايله واخلي. ځينو وړانديز درلود،چې برجونه او كلاګانې جوړې كړو او له ښاره بهر ونۀ وځو. دا نقشه كافى نۀ ده ؛ځکه چې د دښمن شمېر ډېر و؛نو په اسانى يې له منځه وړي. بايد داسې چاره وشي،چې دښمن بېخي ښار ته رانږدې  نۀ شي.

حضرت “سلمان فارسي”(رض)، چې د”فارس” پر پوځي فنونو پوه و، وويل:

((په “فارس” كې،چې خلك د دښمن له لوى يرغله خبر شي؛نو د ښار شاو خوا ته لوى كنده (خندق) وباسي او له دې لارې د دښمن د پرمختګ مخنيوى كوي؛نو بايد د ښار په زيانمنېدونكيو سيمو كې لويه كنده واېستل شي،چې د جنګي وسايلو تګ راتګ پکې اسان وي او د خندق په شاخوا كې سنګرونه او برجونه جوړ شي او په تيږو او غشيو ويشتو د دښمن د پرمختګ مخه ونيول شي.)) (250)

شورا د حضرت “سلمان” وړانديز ومانه.د پام وړ خبره دا ده،چې د مدينې زيانمنېدونكې سيمې پېغمبر اکرم له يوې ډلې سره په نښه كړې او د كندې د ايستو حدود يې پر ځانګړي ليک کې وټاكل او پرېكړه يې وكړه، چې له “اُحد” څخه تر “راتج” پورې كنده وباسئ او د چارو سمولو ته يې هر  څلوېښت ذراع، لس تنو ته وسپارل.

 د خندق ايستو لومړى مېتى (کولنګ) پېغمبر اکرم وواهه او حضرت “علي” (ک)  يې خاورې له كندې راايستې او د پېغمبر اکرم له مخ يې خولې پاكولې. پېغمبر اکرم د خندق د كنلو پر مهال دا جمله ويله:

(( واقعى ژوند د اخرت ژوند دى. خدايه! مهاجر او انصار وبښې.))

پېغمبر اکرم په دې كار خلكو ته د اسلام درس وركړ او هغه دا،چې اسلامي ټولنې ته وښيي،چې د لښكر مشر او يا د ټولنې مشر هم بايد د ټولنې د نورو خلكو په څېر د ټولنې په غم كې شريك وي او دا كوښښ وكړي،چې له ټولنې د غم  پېټى سپک كړي، د پېغمبر اکرم همدې زيار،ټول كار ته راهڅول. ان تردې،چې د “بني قريظه” يهودو،چې د پېغمبر اکرم هم ژمني وو،د كار ژر پرمختګ ته بېلچې او نور وسايل راوړل.(251)

مسلمانان په هغو ورځو كې د خوړو له پلوه په تنګسه كې وو؛خو شتمنو كورنيو يې دا تنګسه لرې كړه.

 د كندې د ايستو پر مهال به،چې له ستر ګټ سره مخ شول؛نو ټولو به له پېغمبر اکرمه مرسته غوښته او پېغمبر اکرم به هم په خپلو درندو ګوزارنو تيږه ماتوله.

 د خندق اوږدوالى د مسلمانانو له شمېره معلومېږي؛ځکه په هغو ورځوكې د مسلمانانو شمېر درې زره (252) تنه و او پرېكړه شوې وه،چې  هر لس تنه به 40 ذراعه ځمكه كني؛نو په دې حساب د خندق  اوږدوالى 12000 ذراعه؛ يعنې تقريبا 5/5 كيلومتره او پلن والى يې دومره و، چې چابكو او تكړه سپرو ترې ټوپ نۀ شو وهلاى،چې لږ تر لږه پينځه متره ژور او همدومره پلن هم و .

د  حضرت سلمان په باب

 د پېغمبر اکرم مشهوره  خبره

د كار وېش پر مهال د انصارو او مهاجرو ترمنځ شخړه شوه. هر يو ويل : ((سلمان زموږ دى او بايد له موږ سره همكار شي.))

 پېغمبر اکرم د شخړې د  هواري لپاره وويل: ((سلمان زما له كورنۍ  دى.)) (253)

پېغمبر اکرم  به شپه او ورځ د كندې پر غاړه و،چې د خندق كار پاى ته ورسېږي؛خو منافقان به له كاره پټېدل او بې اجازې به خپلو كورونو ته تلل؛خو ايمانوالو مسلمانانو ته به،چې كوم كار ورپېښ شو؛نو له مشره يې اجازه اخېسته او بېرته به راستنېدل،چې دا بهير په ښكار توګه د نور سورت په 62 او 63 آيتونو كې راغلى دى.

إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِذَا كَانُوا مَعَهُ عَلَى أَمْرٍ جَامِعٍ لَمْ يَذْهَبُوا حَتَّى يَسْتَأْذِنُوهُ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَأْذِنُونَكَ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ فَإِذَا اسْتَأْذَنُوكَ لِبَعْضِ شَأْنِهِمْ فَأْذَن لِّمَن شِئْتَ مِنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمُ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ= مؤمنان يوازې هغه دي، چې پر خداى او د هغه پر پېغمبر يې ايمان راوړى او چې كله په يو ټولنيز كار كې له هغه سره وي؛ نو  بې د هغه له اجازې چېرې نۀ ځي، هغوى،چې له تا اجازه اخلي (؛نو) په رښتيا پر خداى او د هغه پر پېغمبر يې ايمان راوړى دى؛نو چې كله هغوى د خپل كوم كار لپاره له تا اجازه وغواړي؛نو چا ته چې دې خوښه شي (او مصلحت يې ګڼې) اجازه وركړه او له خدايه ورته بښنه وغواړه،بېشكه چې خداى بښونكى (او) مهربان دى.

لَا تَجْعَلُوا دُعَاء الرَّسُولِ بَيْنَكُمْ كَدُعَاء بَعْضِكُم بَعْضًا قَدْ يَعْلَمُ اللَّهُ الَّذِينَ يَتَسَلَّلُونَ مِنكُمْ لِوَاذًا فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ= لکه يو بل ته،چې غږ كوئ، پېغمبر ته (هغسې) غږ مۀ كوئ، په تاسې كې خداى هغوى ښه پېژني،چې د يو بل شاته پټېږي او په يوه بل پسې له غونډې تښتي؛ نو د پېغمبر د فرمان سرغړوونكي بايد ووېرېږي، چې هسې نۀ څه فتنه ورته ورسېږي يا پرې دردناك عذاب راشي.

د عربو او يهودو لښكر مدينه محاصره كوي

د عربو لښكر د قحطۍ د ملخانو په څېر د كندې پر غاړه راټول شول. البته له رارسېدو يې شپږ ورځې مخکې د خندق ايستو كار پاى ته رسېدلى و. مشركانو انتظار کاوه،چې د مسلمانانو له لښكر سره به په احد كې مخ شي؛خو چې احد ته راورسېدل؛نو هلته يې څوك و نۀ ليدل؛نو پرمختګ ته يې دوام وركړ، تردې د خندق غاړې ته را ورسېدل.

 مشركان د مدينې په زيانمنېدونكيو سيمو كې لويو لويو ايستل شويو كندو حيران كړل او ټولو وويل:((“محمد” دا پوځي دود او چم  له كوم پارسي زده كړى دى؟ عرب خو پر داسې پوځي فنونو نۀ پوهېږي.))

د دواړو اړخونو د لښكرو شمېر

 د عربو د لښكر شمېر تر لسو زرو هم ډېر و او په “الامتاع” كې د “مقريزي” د وينا له مخې،يوازې قريشو څلور زره سرتېري، 300 اسونه او 1500 اوښان د خندق غاړې ته راوستي وو او د “بني سليم” ټبر،چې د قريشو هم ژمني و، له 700 تنو سرتېرو سره د “مرالظهران” په سيمه كې ورسره يوځاى شول. د “بني فذاره” ټبر له 1000 تنو سرتېرو او د “بني اشجع” او “بني مره” ټبرونه هر يو له 400 سرتېرو سره راغلي وو او د پاتې نورو ټبرونو د سرتېرو شمېر، چې 3500 تنه و، په  بل ځاې كې يې خېمې وهلې وې.

د مسلمانانو شمېر تر 3000 تنو زياتېده او د “سلع” د غره پر لوړه غونډۍ يې غونډ جوړ كړى و،چې د مسلمانانو د غونډ دې ځاى د خندق پر دننه او بهر سپورو او له هغه ځايه د دښمن تګ راتګ څارل كېده. يو ټولي د خندق ساتنې او د هغه ځاى پر تګ راتګ د څارنې دنده درلوده او په ډبرو يې د دښمن د پرمختګ مخه نيوه .

 د شرك لښكر تقريبا د يوې مياشتې شاوخوا د خندق غاړې ته اړولي وو او بې له څو تنو؛نور څوك له خندقه تېر نۀ شول او چې چا به له خندقه د تېرېدو هڅه کوله؛ نو مسلمانانو به په ډبرو ويشتل او  پر شا يې تمبول. (254)

د سړې هوا، خوړو او وښو د كمي خطر

د احزاب جګړه په سړه هوا كې پېښه شو. پر هغه كال “مدينه” له قحطۍ سره لاس و ګرېوان وه. بل خوا د كفر د لښكر خوراک او پوښاک دومره نۀ وو چې يوې مياشتې ته ورسي او دومره يې نۀ وو انګېرلي،چې كار به دومره اوږد شي؛بلکې خيال يې كاوه چې پر يوه بريد به ټول مسلمانان ووژني او بېرته به راستانه شي،چې دې ستونزې ته د جګړې اور بلوونكيو (يهودو) وروسته پام شو.او پوه شول،چې د وخت تېرېدل، ساړه او د خوراکتوکيو کمي به د لښكر د مشرانو اراده سسته كړي؛نو ځكه هوډ يې وکړ، چې د “بني قريظه” له ټبره (چې په مدينه كې دننه پروت و) مرسته وغواړي او ورته ووايي،چې د مدينې دننه جګړه پېل كړئ، چې موږ ته د مدينې لار پرانستل شي.

 د بني قريظه و برج  ته

د حُيى بن اخطب ورتګ

د “بني قريظه” ټبر د يهودو يوازېنى ټبر و،چې په مدينه كې يې له مسلمانانو سره په سوله كې ژوند كاوه او پر هغه تړون ټينګ ولاړ وو،چې له حضرت “محمد”(ص) سره يې لاسليك كړى و.

 د “اخطب” زوى د بري لار په دې كې وليده، چې د مدينې دننه د عربو د لښكر په ګټه كار وكړي. “بني قريظه” يې د تړون ماتولو ته راوبلل،چې له دې لارې په مدينه كې د يهودو او مسلمانانو ترمنځ کورنۍ جګړه پېل كړي او په خپله په اسانۍ مدينې ته راننوځي؛نو همدې موخې ته يې ځان د كلا ورۀ ته ورساوه او ځان يې معرفي كړ.

 “كعب” چې د ټبر  مشر و،حکم يې وكړ: څوك ورته ور پراننځي؛ خو د “اخطب” زوى په خپله خبره ټينګار وكړ او ويې ويل: (( كعب مې په ډوډۍ او اوبو وېرېږې،چې ور راته نۀ پرانيځي!))

 دې جملې د “كعب” احساسات را وپارول او د ور د پرانستو امر يې وكړ. د كلا ور ايله شو او د “اخطب” زوى له خپل هم دين سره كېناست او ورته يې ويل:

 (( ما تا ته ستر عزت راوړى دى. د قريشو، د عربو مشران او د “غطفان” مشران په وسله سمبال دي او د ګډ دښمن (محمد) منځه وړو ته يې د خندق پر غاړه اړولې او له ما سره يې ژمنه کړې، څو مو “محمد” او ياران  يې وژلي نۀ وي؛نو ستانه به نۀ شي.))

“كعب” په ځواب كې ورته وويل:((پر خداى قسم تۀ راته له ستر ذلت سره راغلى يې. د عربو لښكر راته هغه وريځ ښکاري، چې غورېږي؛خو ورېږي نه. د اخطب زويه! د جګړې اورلګوونكيه ! له موږه لاس واخله. د “محمد” (ص) ښه اخلاق او حكومت زموږ د هر ډول تړون ماتونې مخه نيسې،موږ ترې بې له پاكۍ او مينې هېڅ نۀ دي ليدلي؛نو موږ څرنګه ورسره خيانت وكړو؟!))

د “اخطب” زوى “کعب” ته دومره خبرې وكړې،چې هغه يې تړون ماتونې ته تيار كړ. د “كعب” شريك هم د “حيى بن اخطب” په شتون كې غونډه جوړه كړه او نظر يې ترې وغوښت. غونډې ورته وويل:((څنګه مو چې خوښه وي،هماغسې ژر پرېکړه وکړئ. موږ هم درسره يو.)) (255)

“زبير باطا” زوړ بوډا و، چې ويې ويل:(( په “تورات”  كې مې لوستي: په اخره زمانه كې به په مكه كې پېغمبر پيدا شي او مدينې ته به مهاجرت وكړي، دين به يې پر ټوله نړۍ واكمن شي او هېڅ لښكر به يې د دين د خپرېدو مخه و نۀ نيولاى شي. كه “محمد” هماغه پېغمبر وي؛نو دا لښكر يې نۀ شي ماتولاى.))

 د “اخطب” زوى يې په خبرو كې راټوپ كړ او ويې ويل:(( د كوم پېغمبر په باب،چې خبرې كوې،له بني اسراييلو دى او “محمد” د “اسماعيل” له اولادې دى،چې پر خلكو يې جادو كړى او پر ځان يې راټول كړي دي او دومره خبرې يې وكړې،چې ټول يې تړون ماتولو ته تيار كړل.))

 بيا يې هغه تړون راوغوښت او د دوى په مخ كې يې څيرې كړ، چې د دوى او حضرت “محمد” (ص) ترمنځ لاسليك شوى و او ويې ويل:

 ((هر څه پاى ته ورسېدل او جګړې ته تيار شئ.)) (256)

پېغمبر اکرم

 د بني قريظه وو د تړون له ماتونې خبر شو

پېغمبر اکرم  په خپلو قوي استخباراتو د “بني قريظه” له تړون ماتونې خبر شو، چې سخت يې خپه كړ. ژر يې حضرت “سعد معاذ” او حضرت “سعد عباده” ته،چې د اسلام لوړ پوړي افسران او د “اوس” او “خزرج” مشران هم وو،حكم وكړ،چې په دې باب دقيق اطلاعات ترلاسه کړي.كه هغوى پر خپل تړون ولاړ وو؛نو ورته ووايه،چې په خپله يې تكذيب كړئ او كه خيانت يې كړى و؛نو رمز به مو د ((عضل او قاره)) ټكي وي.

 هغوى له دوو نورو كسانو سره د “بني قريظه” د كلا مخې ته راغلل او چې را ورسېدل؛ نو كعب پېغمبر اکرم ته په كنځلو شو.

 حضرت “سعد” له يو غيبي الهام سره وويل:((پر خداى قسم دا لښكر به له دې ځايه ولاړ شي او پېغمبر اکرم به مو كلابند كړي او ورمېږ به دې غوڅ كړي او ټبر به دې بدې ورځې ته كېنوي.))

  بيا له واره راستون شو او پېغمبر اکرم ته يې وويل: (( عضل او قاره. ))

پېغمبر اکرم په لوړ غږ وويل:((خداى ستر دى!مسلمانانو زېرى مې درباندې،چې فتح رانږدې ده.))

 دا جمله چې د اسلام د لارښود شهامت او سياست يې را ښووه،ددې لپاره و،چې د “بني قريظه” وو د تړون په ماتولو د مسلمانانو روحيه او جنګي مورال کمزورى نۀ شي.(257)

د بني قريظه وو لومړى تېرى

د “بني قريظه” وو لومړۍ نقشه دا وه، چې په لومړى د مدينې ښار لوټ كړي او په کورونو کې ښځې او ماشومان ووېروي او دا نقشه يې ورو ورو عملي كړه،داسې چې  “بني قريظه”  په ښار كې  په  پټه تګ راتګ پېل كړ. “صفيه” د “عبدالمطلب” لور په دې  باب وايي: (( زه د “حسان بن ثابت” په كور كې وم او “حسان” هم له خپلې ښځې سره په كور كې و. يو يهودي مې وليد،چې دېوال شاوخوا ته پټ پټ ګرځي راګرځي.حسان ته مې وويل: “ددې سړي نيت راته خيرن ښكاري. پاڅه! او له دې ځايه يې لرې كړه.” حسان راته وويل:”د “عبدالمطلب” لورې! په ما كې د وژلو مېړانه نۀ شته او وېرېږم كه له دې ځايه ووتم؛نو څوك مې و نۀ وهي.” زه په خپله پاڅېدم او يوه اوسپنه مې را واخېسته او هغه يهودي مې پرې پر سر وواهه او هماغلته مې ځاى پر ځاى کړ.))

 د پېغمبر اکرم استخباراتو خبر راووړ،چې “بني قريظه”وو له قريشو او “عطفان” نه 2000 سرتېري غوښتي،چې له خپلې كلا پر مدينې بريد وكړي او مدينه لوټ كړي. دا خبر هغه مهال راورسېد،چې مسلمانان د خندق په ساتلو بوخت وو.

 پېغمبر اکرم ژر د  حضرت “زيد بن حارث” او حضرت “مسلمه ابن اسلم” په نامه دوه افسران له 500 سرتېرو سره ولېږل،چې په ښار كې د (( الله اكبر)) نارې كړي،چې د “بني قريظه” د يرغله مخنيوى وكړي او پردې سربېره،ښځې او ماشومان هم ستاسې د ((الله اكبر)) د غږ په اورېدو ډاډه شي.(258)

د ايمان او كفر مخېدل

مشركانو او يهودو د احزاب له جګړې مخکې له اسلام سره ډېرې جګړې درلودې؛خو يوې يې هم داسې عمومي بڼه نۀ درلوده،چې پکې ټول ټبرونه د اسلام پر ضد راټول شوي وي.

 له هغه ځايه،چې مشركانو پخوا و نۀ كړاى شو،د اسلامي حكومت ريښې وباسي؛ نو دا ځل راغونډ شول،چې خپل وروستى زور هم ووهي؛ ځكه د اسلام دښمنانو د عربو ستر پهلوان “عمرو بن عبدو” هم له ځان سره راوستى و،چې خپل برى باوري کړي؛يعنې د احزاب پر ورځ چې د كفر او شرك ننګيالي مخ شول؛مطلب يې دا و،چې كفر او اسلام سره مخ شوي دي.

 د كفر د لښكر د ماتې يو علت هماغه كنده وه،چې د هغوى مخ ته يې اېستلې وه. د دښمن سرتېرو كوښښ كاوه،چې له کندې تېر شي؛خو پېغمبر اکرم داسې تدابير سنجولي وو او و يې نۀ كړاى شو راتېر شي.

سړې هوا،د خوړو او وښو كمي، د عربو د لښكر څاروي ګواښل،چې  “ابن اخطب” (د جګړې د اور بلوونكى) د اوښ شل وري كجورې د “بني قريظه” له يهودو مرسته وغوښته؛خو د اسلام مامورينو ونيوې او د اسلام پر لښكر وويشل شوې.(259)

يوه ورځ “ابوسفيان” پېغمبر اکرم ته ليک راولېږه:

((زه له ستر لښكر سره ستا راپرځولو ته راغلى يم؛خو څه وكړم،چې مقابله راسره بده ګڼې او كنده دې ايستلې ده. نۀ پوهېږم دا پوځي چم دې له كومه راوړى دى، چې د ُاحد د جګړې په څېر،خونړۍ جګړه مې نۀ وي كړې؛نو ستون به نۀ شم.))

پېغمبراکرم د “ابوسفيان” ځواب وركړ:

((له محمد رسول الله څخه

“ابوسفيان” د “حرب” زويه! ته. څه موده  کېږي،چې ډېر غره شوى يې او انګېرلې دې ده، چې د اسلام حكومت راپرځولاى شى؛ خو تۀ له دې كاره بېوسه يې . ډېر ژر به ماتې دركړم او بېرته به وګرځې او په راتلونكې كې به زه ستا په مخ كې ستاسې لوى لوى بوتان مات كړم.)) (260)

د ليک ځواب، چې د ليكونكي اراده او هوډ يې ښووه،د غشي په څېر د كفر د لښكر د مشر پر زړۀ ولګېد او دا،چې قريشو د حضرت “محمد” (ص) پر رښتينوالي ايمان درلود؛نو خپل روحيات يې وبايلل؛خو بيا يې هم له كوښښه لاس وا نۀ خېست.

 يوه شپه “خالد بن وليد” هوډ وکړ له ځانګړې ډلې سره له خندقه تېر شي؛خو د حضرت “اسيد خضير” په بولندويۍ 200 سرتېرو يې مخه ونيوه او پر شايې وتمباوه.

رسول اکرم د خپلو سرتېرو د جنګي روحيي غښتليتا ته ځانګړى پام درلود او تل يې په خپلو ښکليو او زړۀ راښكونكيو خطبو او ويناوو، خپل لښكر د ازادۍ او عقيدې دفاع ته هڅول. يوه ورځ يې په ستره غونډه كې خپلو بولندويانواو سرتېرو ته وويل:

((د اسلام سرتېرو! د دښمن پر وړاندې استقامت وكړئ او پوه شئ جنت د هغو تورو تر سيورو لاندې دى،چې د عدالت،حق او ازادۍ لارې ته را اېستل شوې وي.)) (261)

د عربو د لښكر څو جنګيالي له خندقه تېريږي

د عربو پينځه جنګيالي (“عمرو بن عبدو”، “عكرمه بن ابي جهل”، “هبيره بن وهب”، “نوفل بن عبدالله” او “ضرار بن الخطاب”) د جګړې جامې اغوستې وې او په غرور د “بني كنانه” د لښكر مخې ته ودرېدل او و يې ويل:((جګړې ته تيار شئ،نن به پوه شئ،چې د عربو د لښكر واقعي ننګيالي څوك دي.)) بيا يې خپل اسونه وځغلول او د خندق له هغه ځايه تېر شول ،چې پلن والى يې لږ و. دې پينځو تنو ځان د اسلام له ليكو تېر كړ؛خو د بريد سيمه ژر د اسلام سرتېرو كلابند كړه او د نورو د پرمختګ مخه يې ونيوه. دا پينځه تنه د خندق او د “سلع” د غره تر منځه ودرېدل او مسلمانان يې په كبر او غررو مبارزې ته روابلل.(262) په دې پينځو تنو كې هغه ننګيالى رامخې ته شو،چې مېړانه او كارپوهه يې ډېره وه او رسما يې يو تن مبارزې ته راوباله. هغه پرله پسې چغې وهلې او غږ يې هماغسې لوړېده او ويل يې: (( هل من مبارز!)) غږ يې په ډګر كې انګازې كولې او د اسلام پر لښكر يې د وېرې رپ لګولى و، د مسلمانانو  چوپتيا نور هم ډاډه كړ او و يې ويل:((څوك جنت ته تلل غواړي؟ مګر تاسې د اسلام ملت داسې نۀ وايئ،چې مړي به مو په جنت كې وي او موږ به دوزخ ته ځو؟ دلته څوك پيدا كېږي، چې ما دوزخ ته ولېږي او يا يې زه جنت ته ولېږم؟))

 هغه دا مطلب د شعر په ژبه وايه:

((و لقد بححت من الندا           يجمعكم هل من مبارز))

زه پر چغو چغو او مبارزې غوښتلو ستړې شوم او مرۍ مې كېناسته.

  د اسلام لښكر د “عمرو بن عبدو” نارو چوپ كړى و. پېغمبر اکرم وويل:(( يو تن پاڅېږئ او اسلام ددې سړي له شره خلاص كړئ))؛خو بې له حضرت “علي” (ک) په بل چا كې ورسره د مبارزى مېړانه نۀ وه. (263)

پېغمبر اکرم خپله توره حضرت “علي” (ک) ته ورکړه او ځانګړې پګړۍ يې ور پرسر كړه او ورته يې دعا وكړه:((خدايه! “علي”  له هرې بدۍ وساتې. خدايه! د بدر پر ورځ را نه “عبيده بن الحارث” او د احد د جګړې پر ورځ را نه “حمزه” واخيستل شو. خدايه! “علي” د دښمن له شره وساتې.))

 بيا پېغمبر اکرم د سوره انبياء 89 آيت ولوست: ((خدايه! ځان ته مې پرې نۀ ږدې او تۀ غوره وارث يې. ))(264)

حضرت “علي” (ک) په بيړه ولاړ او پېغمبر اکرم پردې مهال تاريخي جمله وويله: (( ټول كفر له ټول ايمان سره مخ شو.))

حضرت “علي” (ک) ورغى او د “عمرو” د شعر په وزن يې شعر ووايه.

((لاتجعلن فقد اتاك            مجيب صوتك غير عاجز))

((بيړه  مۀ کوه! قوي ځواب دركوونكى ډګر ته راغى.))

 حضرت “علي” (ک) اوسپنيزې جامې اغوستې وې او سمبال و او يوازې سترګې يې ښكارېدې.”عمرو”غوښتل خپل سيال وپېژني؛نو حضرت “علي” (ک) ته يې وويل:(( څوك يې؟))

 حضرت “علي” (ک) چې د لهجې په صراحت مشهور و،ويې ويل: (( علي بن ابيطالب.))

 “عمرو بن عبدو” ورته وويل: (( زه دې وينه نۀ تويوم؛ځکه پلار دې زما ملګرى و،زه دې د تره په زوى پسې راغلى يم،چې تۀ يې په ډاډ ډګر ته رالېږلى يې. کړاى شم د نېزې په څوكه دې د ځمكې او اسمانو په منځ كې مړ يا ژوندى ساتلاى شم.))

“ابن ابي الحديد” وايي:((زما د تاريخ استاد (ابوالخير) به، چې په درس كې د تاريخ دې ځاى ته راورسېد؛نو ويل به يې:”په حقيقت كې “عمرو” له حضرت “علي” (ک) سره له جګړې ډېر وېرېده؛ځکه هغه د احد او بدر په جګړو كې هم و او هلته يې د حضرت “علي” (ک) مېړانه كتلې وه؛ځكه يې غوښتل ځان ورسره له مبارزې وژغوري.”))

حضرت “علي” (ک) ورته وويل: (( تۀ زما مرګ ته وار مۀ خطا كوه، زه په دواړو حالاتو كې (شهيد يا غازي) نېكمرغه يم او ځاى مې په جنت كې دى؛خو تۀ په دواړو حالتونو كې په دوزخ كې يې.))

 “عمرو” وخندل او و يې ويل:((“علي”! دا د عدالت وېش نۀ دى،چې هم دوزخ ستا وي او هم جنت.))

 بيا “علي” (ک) ورته هغه تړون ور ياد كړ، چې په “كعبه” كې يې له خپل خداى سره تړلى و،چې د جګړې په ډګر كې مخالف اړخ ته درې وړانديزه ورکړي،چې يو ورسره ومني؛نو ځكه حضرت “علي” (ک) ورته د اسلام د منلو وړانديز وركړ.

 هغه ورته وويل:((له دې خبرې تېر شه، چې بېخي ناشونې ده.))

 حضرت “علي” (ک) بيا ورته وويل:((له جګړې لاس واخله او “محمد” (ص) پر خپل حال پرېږده او د جګړې له ډګره ولاړ شه!))

 ورته يې وويل:(( ددې خبرې منل به ما خلكو ته سر کوزى كړي او سبا به راپسې د عربو ټول شاعران خولې راوسپړي او وايي به، چې له وېرې يې دا كار كړى دى.))

حضرت “علي”(ک) ورته وويل:(( ښه نو اوس،چې دې سيال پلى دى؛نو تۀ هم له اسه راكوز شه.))

 هغه ورته وويل:((دا ناڅيزه وړانديز دى او فكر مې نۀ کاوه،چې عرب له ما داسې وغواړي.)) (265)

د دوو اتلانو جګړه پېل شوه

د دوو اتلانو ترمنځ جګړه پېل شوه او شاوخوا ته يې دوړې شوې؛ دومره دوړې شوې،چې ليدونكيو بې سره نه شول ليداى. يوازې د تورو غږونه يې اورېدل كېدل او تر څه اخ و ډب وروسته، عمرو غوښتل، چې حضرت “علي” (ک) په توره پر سر ووهى؛خو حضرت “علي”(ک) يې ګوزار په ډال وتمباوه؛خو سره له دې هم،د حضرت “علي” (ک) سر مات شو؛خو “علي” (ک) له وخته په ګټنې،په توره “عمرو” پر پښو ووهه او دواړه پښې يې ترې پرې كړې او “عمرو” يې پر ځمكه راګوزار كړ. د دوړو له منځه د حضرت “علي” (ک) د ((الله اكبر)) غږ راپورته شو، چې د دښمن د ماتې نښه وه.

 د “عمرو” وژولو په كفارو کې دومره وېره خپره کړه، چې بېواکه يې له هغه ځايه دوه خپلې او دوه پردۍ كړې او بې له “نوفله” ټول خپل غونډ ته ورستانه شول. “نوفل” له اس سره كندې ته وروغورځېد او مسلمانانو پرې د  تيږو باران جوړ كړ؛خو له لاندې يې غږ كړ:(( دا ځواني نۀ ده.يو تن لاندې راولېږئ، چې ورسره وجنګيږم.))

 “علي” (ک) خندق ته وركوز شو او هماغلته يې وواژه.

د كفر پر لښكر،په تېره بيا پر “ابوسفيان” د وېرې رپ لګېدلى و. “ابوسفيان” انګېرله،چې مسلمانان به د حضرت”حمزه” غچ اخستو ته “نوفل” هم مثله كړي. يو تن يې ولېږه،چې د”نوفل” مړى په لس زره ديناره واخلي.

 پېغمبر اکرم وويل:((مړى وركړئ او دينار ترې وا نۀ خلئ؛ځکه په اسلام كې په مړي د پېسو اخېستل حرام دي.))

د دې ګوزار ارزښت

په ظاهره خو حضرت “علي” (ک)  يو اتل وژلى و؛خو په حقيقت كې يې په دې وژلې د لس زره كسيز لښكر روحيه (چې د اسلام منځه وړو ته يې ملاتړلې وه) کمزروې كړه او ددې ګوزار ارزښت به هله معلوم شوى واى، چې دا جګړه “عمرو” ګټلې واى.

 حضرت “علي” (ک) چې پېغمبر اکرم ته راغى؛نو د هغه ګوزار ارزښت يې داسې وښو:((ددې ګوزار ارزښت زما د امت تر ټولو کړنو غوره دى؛ځکه د كفر د ستر اتل په ماتې كې مسلمانان سر لوړي او مشركان سرکوزي شول.)) (266)

ځواني

سره له دې،چې عمرو ګران بيه “زغره” درلوده؛خو حضرت “علي” (ک) ورته لاس ور نۀ ووړ. حضرت “عمر” به حضرت “علي”  تل په دې كار ټپسورى کاوه،چې ولې دې زغره د هغه له بدنه راخلاصه  نۀ کړه. 

 د “عمرو” خور له دې پېښې خبره شوه ويې ويل:

(( خپه نۀ يم؛ځکه ورور مې كريم سړي وژلى او كه بل چا وژلى واى؛نو تر مرګه به مې ژړل.)) (267)

اوس ګورو ددې عربي اتل تر وژلې وروسته،د کفر لښکر له کومې پايلې سره مخ شو؟

د عربو لښكر تس نس  شو

جګړې ته د عربو او يهودو د لښكر انګېزه يوه نۀ وه. يهود د اسلام له پر مختګه وېرېدل او د قريشو د راتګ لامل له اسلام سره يې پخوانۍ دښمني وه.د “غطفان” او “فذاره” ټبرونه هم د “خيبر” محصولاتو ته په تمه و؛ نو د دوو وروستيو ډلو د برخې اخيستو لامل  مادي و او كه  دا موخه مسلمانانو پوره كړې واى؛نو په ډېره خوشحالۍ ستنېدل،په تېره بيا هغه مهال،چې سړې هوا او قحطۍ پوزې ته راوستي وو؛ ځكه پېغمبر اکرم يو پلاوى وګوماره كړ،چې د هغه ټبر له مشرانو سره تړون وكړي چې: ((مسلمانان حاضر دي،چې د مدينې درېمه برخه مېوې ورته وركړي؛خو په دې شرط،چې له احزابو بېل شي  او خپلو سيمو ته ورستانه شي.))

 د پېغمبر اکرم استازيو د ټبر له مشرانو سره تړون وليكه او لاس ليك ته يې پېغمبر اکرم ته راووړ، پېغمبر اکرم دا خبره خپلو دوو افسرانو؛ حضرت “سعد معاذ”(رض) او حضرت “سعد عباده”(رض) ته وكړه.

 دواړو په يوه خوله وويل:((كه دا تړون د خداى امر وي؛نو پر سر سترګو مو قبول دى او كه شخصي نظر مو وي ؛نو که زموږ نظر غواړې؛نو نظر مو دا دى،چي تړون لاسليك نۀ کړئ؛ځکه موږ هېڅكله دې دوو ټبرونو ته باج نۀ دى وركړى او ددې ټبرونو يو تن هم تر اوسه له موږه په زور د كجورې يوه دانه هم نۀ ده وړې او اوس خو د خداى په فضل او ستاسې په لارښوونه خورا سر لوړي يو. پر خداى قسم! موږ به يې دې باطلې غوښتنې ته په توره ځواب وركړو، چې دا خبره د خداى د حكم له مخې فيصله شي.))

 پېغمبر اکرم:((زه ځكه د داسې تړون په فكر كې وم،چې هغوى له هر لوري درباندې يرغلونه كوي؛نو غوښتل مې له دې لارې د دښمن په منځ كې درز واچوم. اوس چې راته ستاسې سرښندنه ښكاره شوه؛نو تړون نۀ لاسليکوم او درته وايم او پر خپله خبره ايمان لرم،چې خداى به خپل پېغمبر خوار نۀ کړي او پر كفر به د اسلام د بري وعدې ته د عمل جامه واغوندي.))

 دغه مهال د پېغمبر اکرم په اجازه، حضرت “معاذ” تړون څيرې كړ او ويې ويل:((د كفارو چې څه خوښه وي، و دې يې كړي،موږ  باج وركوونكى ملت نۀ يو.)) (268)

هغه لاملونه چې د عربو لښکر يې تس نس کړ

1 – لومړى لامل د ټبر له مشرانو سره د پېغمبر اکرم د استازيو خبرې اترې وې؛ځکه كه دا تړون لاسليك هم نۀ شو؛خو د پېغمبر اکرم د استازيو له لوري هم مات نۀ شو.

 نوموړي ټبرونه په دې توګه له خپلو متفقينو سره وران شول. هغوى د تړون د لاسليك په تمه وو او هر وخت،چې ترې غوښتل كېدل،چې بريد وكړي؛نو ددې تړون په تمه يې پلمې کولې .

2 – د “عمرو بن عبدو”، چې د اسلام  راپرځولو ته يې ملاتړلې وه وژنې د لښكر جنګي روحيه کمزورې كړه په تېره بيا د نورو پهلوانانو تېښتې.

3 – “نعيم بن مسعود” نوى مسلمان شوى و،چې د عربو د لښكر په بې اتفاقۍ كې يې خوراه مهمه ونډه واخيسته. هغه پېغمبر اکرم  ته راغى او ورته يې وويل: ((زه نوى مسلمان شوى يم او له دې ټولو ټبرونو سره پخوانى ملګرتوب لرم او هغوى تر اوسه زما له مسلمانېدو خبر نۀ دي،كه څه امر وي؛نو حاضر يم.))

 پېغمبر اکرم ورته وويل:((يو كار وكړه، چې په دې  لښكر كې بې اتفاقي راشي او كه دې موخې ته دې دروغ يا كومه نقشه واېسته؛نو خير دى.))

“نعيم” ومنله او څه وخت په سوچ كې ډوب شو او بيا “بني قريظه” ته ورغى،چې د دښمن پينځمه ستن وه او مسلمانان يې له شا ګواښل.

 هغه د “بني قريظه”وو كلا ته ورننوت او ورته يې داسې وښوول، چې ګنې ښه دوست يې دى او څه چې وايي،د خواخوږۍ له مخې يې وايي. هغه دومره خبرې وكړې،چې د هغوى اعتماد يې رامات کړ او بيا يې ورته وويل:((موقعيت مو له متفقو احزابو سره توپير لري؛ځکه مدينه ستاسې د ژوند،بچيو او مېرمنو مركز دى او ټوله شتمني مو هم دلته پرته ده او تاسې هېڅ امان نۀ لرئ،چې له دې ځايه كډن شئ؛خو متفق احزاب،چې جګړې ته راغلي،له مدينې بهر لرې اوسېږي.كه هغوى په دې جګړې كې بريالي شول؛خو سمه او كه ماتې يې وخوړه؛نو ژر به له دې ځايه ولاړ شي. اوس په خپله فكر وكړئ،كه احزابو په دې جګړه کې ماتې وخوړه او خپلو سيمو ته ورستانه شول؛نو تاسې به ياست او د مسلمانانو غچ؛نو زما وړانديز دا دى:اوس چې له دې احزابو سره يو ځاى شوي ياست، سمه ده او پر خپل هوډ پاتې شئ؛خو دا چې احزاب په جګړه كې تاسې ځان ته پرې نۀ ږدي؛نو څو مشران يې يرغمل ونيسئ،څو د دې مشرانو له امله مو پر سخته ورځ ځانته پرې نۀ ږدي او د خپلو مشرانو ساتلو ته هم تر پايه له “محمد” سره وجنګېږي.))

د “نعيم” وړانديز ټولو ومانه. “نعيم” چې پوه شو،خبرې يې ځاى نېولى؛ نو راپاڅېد او له كلا راووت او د احزابو غونډ ته ورغى. هغه د قريشو له مشرانو سره پخوانۍ دوستي درلوده. ورغى او ورته يې وويل:

 ((“بني قريظه” له “محمد” سره د تړون له ماتولو پښېمانه دي،اوس غواړي دا خبره جبران كړي.هغوى غواړي څو مشران مو له ځان سره يرغمل ونيسي او “محمد” ته يې وسپاري او له دې لارې خپله دوستي او پښېماني “محمد” ته وروښيي او پوهېږئ “محمد” به مو هم مشران ځاى پر ځاى ووژني. هغوى دا پرېكړه له “محمد” سره له پخوا كړې ده او ورته يې ويلي چې نور به موږ ستا ملاتړ يو او “محمد” هم ورسره منلې ده؛ نو كه يهود له تاسې مشران ګرو وغواړي؛نو ور يې نۀ کړئ او ددې خبرې روښانه ګواهي دا ده،چې سبا ترې وغواړئ،چې وجنګېږئ؛خو هغوى به له بريده ډډه وكړي او ډول ډول پلمې به درته راوړي.))

 بيا د غطفان غونډ ته ورغى او په ځانګړي مهارت يې خبرې پېل كړې او ورته يې وويل:(( تاسې د”عطفان” ټبر زما هډوګوډ او نسب ياست او كومې خبرې چې درته كوم له پېرزويېنې يې كوم؛خو هيله لرم،چې خبرې مې له دې ځايه بهر و نۀ وځي.))

 ټولو هغه خواخوږى او رښتين وګاڼه او کومې خبرې يې، چې قريشو ته كړې وې، دوى ته يې هم وكړې.

هغه خپله دنده ښه سر ته ورسوله او پټ د مسلمانانو غونډ ته راغى او په مسلمانانو كې يې هم اوازه خپره كړه،چې “بني قريظه” غواړي د قريشو مشران يرغمل كړي؛البته هغه دا كار دې ته وكړ،چې ددې خبرې ښه پخلى وشي او له خندقه دا خبره ورواوړي او د كفارو غوږونو ته هم ورسي.

د قريشو استازي د بني قريظه وو كلا ته ورغلل

“ابوسفيان” د شنبې پر شپه هوډ وکړ هر څه روښانه او يو اړخ ته كړي؛نو ځکه قريشو او د “غطفان” مشرانو،خپل استازي د “بني قريظه”وو كلا ته ولېږل او ورته يې وويل:((موږ ددې ځاى خلك نۀ يو،څاروي مو هم ځپل شوي، تاسې سبا له شا بريد وكړئ، چې له دې غمه خلاص شو.))

 د “بني قريظه”وو بولندوى د احزابو استازيو ته وويل:((سبا د شنبې ورځ ده او موږ پردې ورځ يوه كار ته هم ګوتې نۀ ور وړو؛ځکه پخوانيو مو پردې ورځ كار وکړ او د خداى په عذاب ككړ شول او موږ به هله بريد کوو، چې د احزابو ځينې مشران له ځان سره يرغمل ونيسو،چې تاسې هم وجنګېږئ او په نيمائي كې مو پرې نۀ ږدئ.))

 د قريشو استازي راستانه شول او د هغوى پيغام يې خپلو مشرانو ته راووړ.

 ټولو وويل: ((زموږ اصلي دوست او خواخوږى “نعيم” دى،رښتيا يې ويلي وو، چې د “بني قريظه”وو د مشرانو په زړونو كې ټګي ده.))

 د قريشو استازي يو ځل بيا، “بني قريظه” وو ته ولاړل او ورته يې وويل: ((دا چې تاسې له موږ يرغمل كسان غواړئ،دا خبره ناشونې ده. ان حاضر نۀ يو يو تن يرغمل دركړو،كه خوښه مو وي؛بريد وكړئ او موږ هم درسره يو.))

د استازيو خبرو په تېره بيا دا چې ((ان موږ حاضر نۀ يو يو تن يرغمل دركړو))،د “نعيم” د خبرو پخلى وكړ او ټولو وويل:(( هماغه  سمه وه، چې “نعيم” وويل))،”قريش” يوازې په خپل فكر كې دي،كه سبا دا جګړه مسلمانانو وګټله؛ نو د بلا خولې ته به مو پرېږدي. (269)

وروستى لامل

پورتني لاملونه له غيبي امدادونو سره يو ځاى شول او احزاب يې خپاره كړل او هغه داسې،چې ناڅاپه هوا توفاني شوه او هوا نوره هم سړه شوه، باد دومره غوسه و،چې خېمې يې راونړلې او دېګونه يې ورته له نغرو سره نسکور كړل او ډيوې يې مړې كړې.

 همدغه مهال پېغمبر اکرم حضرت “حذيفه” ته دنده وركړه،چې له خندقه تېر شي او دښمن د حال سم خبر راوړي.

 “حذيفه” وايي:((ما ځان “ابوسفيان” ته نږدې كړ؛و مې ليدل د ټبر مشرانو ته خبرې کوي او ورته وايي:”په كوم ځاى كې مو،چې اړولي،د ژوند ځاى نۀ دى،څاروي مو هلاك شول،خېمې مو ونړېدې او “بني قريظه” هم مرستې ته تيار نۀ دي؛نو ښه به وي له دې ځايه كډه وكړئ.” ولاړ او پر خپل اوښ سپور او د مکې پر لور روان شو.))

 لمر لا نۀ و راختلى،چې احزاب ګرد سره تللي وو او هېڅوك هم نۀ وو پاتې او دا جګړه هم د هجرت پر پينځم كال د “ذى القعدې” پر څلور ويشتمه پاى ته ورسېده.(270)

نهه ويشتم څپرکى

د پينځم هجري كال پېښې

د فساد وروستۍ ځاله

پر هماغه لومړي كال،چې پېغمبر اکرم مدينې ته راغى؛نو د کورنيو اختلافاتو او تربګنيو هواري ته يې مدينې او چاپيريال ته يو منشور او تړون چمتو كړ. اوسيانو، خزرجيانو او يهودانو ژمنه وكړه،چې د مدينې دفاع به كوي. بل خوا پېغمبر اکرم د مدينې له يهودو سره بل تړون لاسليك كړ او هغه دا،چې يهودو ژمنه وكړه،چې رسول اکرم او يارانو ته به يې زيان نۀ رسوي او خپلې وسلې او څاروي به د “محمد” دښمنانو ته نۀ وركوي او كه ددې تړون پر خلاف يې عمل وكړي؛نو پېغمبر اکرم به د مالونو په ضبطولو او د زامنو او ښځو په اسيرانولو كې خپلواک وي؛ خو د يهودو درې واړو ټبرونو دا تړون مات كړ او تر پښو لاندې يې كړ.

 “بني قينقاع” يو مسلمان ووژاه او “بني النضير” د پېغمبر اکرم  وژلو ته نقشه ايستلې وه،چې پېغمبر اکرم له وطنه وشړي.”بني قريظه”وو هم د اسلام ځپلو ته له احزابو سره مرسته وكړه.

 اوس بايد ووينو،چې د اسلام مشر به له “بني قريظه”وو سره څه چلن كوي؟

 لمر لا نۀ و راختلى،چې د احزاب د لښكر وروستۍ ډلې هم سيمه په وېره پرېښووه. سره له دې،چې مسلمانان خورا ستړي وو؛خو پېغمبر اکرم  حكم وكړ،چې د “بني قريظه”وو کيسه هم پاى ته ورسوي.

 موذن اذان وكړ او پېغمبر اکرم مسلمانانو ته د ماسپښين لمونځ وركړ. بيا يې خپل وياند ته وويل:((مسلمانان بايد د مازيګر لمونځ د “بني قريظه”وو په استوګنځي كې وكړي.))

 بيا يې د لښكر بيرغ حضرت “علي” (ک) ته وركړ او سرتېري ورپسې شول او “بني قريظه” يې كلابندكړل. د كلا ساتندويانو خپلو مشرانو ته د مسلمانانو د راتګ خبر وكړ.هغوى هم د وروڼو د تړلو حكم وكړ. د “بني قريظه” وو مشرانو د كلا له سوريو پېغمبر اکرم ته په كنځلو شول. دا چې پېغمبر اکرم يې كنځلې وانۀ وري؛نو حضرت “علي”(ک) رامخې ته شو، چې د پېغمبر اکرم  د رانږدې كېدو مخه ونيسې؛خو پېغمبر اکرم، حضرت “علي” (ک) ته وويل:(( كه و مې وېني؛نو کېداى شي له كنځلو لاس واخلي.))

پېغمبر اکرم راغى او د كلا مخ ته ودرېد او ورته يې وويل:(( آيا خداى خوار او ذليل نۀ کړئ؟))

يهودانو لا تر اوسه د پېغمبر اکرم دومره غوسه نۀ وه ليدلې او دا،چې پر غوسه يې يخې اوبه واوړي،و يې ويل:(( ابوالقاسمه! تۀ خو دومره توند خويه نۀ وې.))

 دې خبرې د پېغمبر اکرم غوسه سړه کړه او بې واکه شا ته راغى او څادر يې هم له اوږې را وغورځېد.(271)

په كلا كې د يهودو غونډه

په دې شورا كې د جګړې اور بلوونكى “حيى بن اخطب نضيري” هم و. هغه د احزابو تر خپرېدو وروسته “خيبر” ته لانړ؛ بلکې راغى او د “بني قريظه”وو كلا ته ننووت.

د ټبر مشر درې وړانديزه وكړل،چې پر يوه يې عمل وكړئ:

1 _ ټول اسلام ومنو؛ځكه د “محمد” نبوت غوڅ امر دى او “تورات” يې هم نبوت تصديق كړى دى.

2 _ خپلې ښځې او بچي ووژنو او له كلا ووځو او په مېړانه له “محمد” سره وجنګيږو.كه مړه هم شول؛نو زړۀ به مو ارام وي او كه و مو ګټله؛نو بيا به ښځې وكړو او بچي به مو وشي.

3 _  نن د شنبې شپه ده او “محمد” او ياران يې فكر كوي يهودان پردې ورځ هېڅ كار ته ګوتې نۀ ور وړي؛نو له شپې به ګټه واخلو او بريد به وكړو.

شورا يو وړانديز هم و نۀ مانه او و يې ويل:(( موږ به هېڅكله له “تورات”  او خپل دينه لاس وا نۀ خلو او بې له ښځو او ماشومانو ژوند خوند نۀ لري او درېم وړانديز زموږ  له مذهبي عقايدو سره اړخ نۀ لګوي. (272)

د يهودو خبرې د هغوى د روحيي ښوونكې ده:

د خپل مشر لومړى وړانديز يې؛ځكه ونۀ مانه،چې له اسلام سره يې ضديت درلوده او ځېلي او كينه كښه ډله وه؛ځکه (هماغسې،چې مشر يې وويل) هغوى د “محمد” (ص) پر نبوت پوه وو.

 دويم وړانديز يې راښيي،چې سخت زړې ډله وه؛ځکه د ماشومانو او ښځو وژل تر تيږې كلك زړۀ غواړي او د پام وړ خبره خو دا ده،چې په غونډه كې يې هيچا هم ونۀ ويل،چې ماشومانو او ښځو څه ګناه كړې،چې ووژل شي؟

 دريېم وړانديز يې راښيي،چې د پېغمبر اکرم له معنوي قدرت او پر پوځي فنونو او دفاعي قوانينو له پوهې خبر نۀ وو او خيال يې كاوه د اسلام د مشر به شنبې ته پام نۀ وي.خبر نۀ وو،چې پېغمبر اکرم د دښمن هر حركت تر څاره ،په تېره بيا د يهودو په څېر د مكار او ټګمار دښمن حركتونه.

د عربو د لښكر تر تلو وروسته،پېغمبر اکرم “بني قريظه” همداسې نۀ شو پريښوداى؛ځكه امكان يې درلود،چې د عربو لښكر په يوه وخت كې له ډېرې وسلې او سرتېرو سره د مدينې نيوو ته راشي او “بني قريظه” هم ورسره  يو لاس شي؛ځکه “بني قريظه” د مدينې نيولو ته حساسه سيمه وه؛ نو پېغمبر اکرم د راتلونكي خطر مخنيوي ته د هغوى كار پاى ته ورساوه.

د ابولبابه خيانت

پېغمبر اکرم،چې “بني قريظه” كلابند كړل؛نو پېغمبر اکرم ته يې وويل: ((“ابولبابه” اوسي” راولېږه،چې ورسره سلا مشوره وكړو.))

 “ابولبابه” پخوا له “بني قريظه” و سره د دوستۍ تړون درلود. د يهودو كلا ته،چې ورننووت؛ نو ښځې او سړي ترې راتاو شول او ورته په ژړا او زارۍ شول او ورته  يې وويل:(( ايا ښه به نه وي، چې موږ بې قيد و شرطه تسليم شو؟!))

 “ابولبابه”:(( هو!))؛خو “ابولبابه” لاس پر ورمېږ تېر کړ؛ يعنې كه تسليم شوئ؛ نو و به وژل شئ.

 “ابولبابه” پوهېده،چې پېغمبر اکرم به په مدينه كې ددې ډلې له شتون سره موافقه و نۀ کړي؛ځکه هغوى اسلام ته تر ټولو خطرناك وو؛خو “ابولبابه” د اسلام له مصالحو سره يې د خيانت او د پېغمبر اکرم د راز برسيروني له امله خورا پښېمانه شو. ژېړ او رپېدلى له كلا راووت او نېغ جومات ته ولاړ او ځان يې د جومات په ستنې پورې وتاړه او خداى ته يې وويل:(( څو دې بښلى نۀ يم؛نو د عمر تر پايه به په همدې ستنې پورې تړلى يم.))

مفسران وايي: د انفال د سورت 27 آيت په دې هکله نازل شوى دى:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَخُونُواْ اللّهَ وَالرَّسُولَ وَتَخُونُواْ أَمَانَاتِكُمْ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ= مؤمنانو! له خداى او پېغمبر سره يې خيانت مۀ كوئ او (همداراز) په خپلو امانتونو كې هم خيانت مۀ كوئ، حال دا چې پوهېږئ ( دا كارستره ګناه ده).

پېغمبر اکرم ته د “ابولبابه” خبر ورسېد. پېغمبر وويل:(( كه له دې كاره مخكې راته راغلى واى؛ نو ما به ورته له خدايه بښنه غوښتې واى او خداى به بښلى هم واى؛ خو اوس يې،چې دا كار كړى؛پرېږدئ هماغلته وي، چې خداى يې وبښي.))

 له لمانځه مخکې يې ښځه راتله او له ستنې يې راخلاصاوه او تر لمانځه وروسته يې بيا تاړه. شپږ ورځې تېرې شوې. سهار وختي،چې پر هغه شپه چې پېغمبر اکرم د “ام سلمه” كره و، حضرت جبرائيل راغى او د توبې سورت 102 آيت يې راووړ، چې مطلب يې د”ابولبابه” بښل كېدل وو.

وَآخَرُونَ اعْتَرَفُواْ بِذُنُوبِهِمْ خَلَطُواْ عَمَلًا صَالِحًا وَآخَرَ سَيِّئًا عَسَى اللّهُ أَن يَتُوبَ عَلَيْهِمْ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ= او ځينو نورو په خپلو ګناهونو اعتراف كړى او ښې او ناوړه چارې يې سره ګډې كړې دي، هيله ده خداى يې توبه قبوله كړي؛ځكه خداى توبه قبلوونكى (او) لورين دى .

پېغمبر اکرم ام سلمې ته وويل:((خداى “ابولبابه” وباښه. ورشه او زېرى پر وكړه.))

 د “ابولبابه” د بښل كېدو زېرى چې وشو؛نو خلكو جومات ته ورمنډې كړې، چې له ستنې يې راخلاص كړي.

 “ابولبابه”  وويل:(( بايد پېغمبر اکرم مې خلاص كړي.))

 پېغمبر اکرم چې د سهار لمانځه ته راغى؛نو په خپلو لاسونو يې خلاص كړ.(273)

“”ابولبابه”” خپلو بېځاېه احساساتو تېر اېستى و. د ښځو او سړو ژړا ترې د ځان ژغورنې قدرت واخيست او راز يې را برسېره كړ؛ خو ايمان او له خدايه وېره يې ددې لامل شوه،چې توبه وباسي او خپل خيانت داسې جبران كړي،چې بيا ان د خيانت په باب فكر هم ونۀ کړي.

د بني قريظه وو كار كوم ځاى ته ورسېد

يوه ورځ “شاس بن قس” يهودي،د يهودو له لوري استازى شو او  پېغمبر اکرم ته يې وويل:(( اجازه راكړئ موږ هم د نورو يهودو په څېر خپل منقول مالونه له ځان سره واخلو او له مدينې ووځو.))

 پېغمبر اکرم يې وړانديز و نۀ مانه او ورته يې وويل:((بايد بې قېد و شرطه تسليم شئ.))

  شاس بل وړانديز وكړ:((خير موږ به خپل مالونه هم تاسې ته پرېږدو؛خو  اجازه راكړئ له مدينې ووځو.))

 پېغمبر يې دا وړانديز هم و نۀ مانه.(274)

دلته پوښتنه راولاړېږي، چې ولې پېغمبر اکرم د “بني قريظه”وو د استازي وړانديزونه و نۀ منل؟

 دا خو ډېره روښانه ده؛ځکه امكان يې درلود دوى هم د “بني نضيرو” په څېر،چې د مسلمانانو د تورې له ګوزاره لرې شول او له نورو عربو سره يو ځاى شول؛ځكه يې پېغمبر اکرم له وړانديزونو سره مخالفت وښود.

 شاس ولاړ او خبره يې خپلو لوړ پوړيو مقاماتو ته ورسوله.

“بني قريظه”وو نهايي هوډ داسې وکړ، چې بې قيده و شرطه مسلمانانو ته تسليم شي او ځينې تاريخپوهان وايي:((هغوى داسې پرېكړه وكړه: ” د هغوى هم ژمني،”سعد بن معاذ” يې، چې په باب هره فېصله وكړه، قبوله به يې وي.”))

 د كلا ورونه خلاص شول،حضرت “علي” (ک) له خپلې ځانګړې ډلې سره ورننووت او بې وسلې يې كړل او ټول يې وستل او د “بني النجار” په كورونو كې يې بنديان كړل، چې برخليك  يې معلوم شي.

 پخوا،چې د اسلام سرتېرو د “بني قينقاع” يهود نيولي وو؛نو “خزرجيان” پېغمبر اکرم ته جرګه شول او پېغمبر اکرم يې له وژلو يې ډډه وكړه؛نو دا ځل له اوسيانو او خزرجيانو سره د سيالۍ له امله،پر پېغمبر اکرم فشار راووړ، چې هغوى وبښي؛خو پېغمبر اکرم يې وړانديز و نۀ مانه او و يې ويل:(( د دوى په باب فيصله به ستاسې د ټبر مشر “سعد بن معاذ” كوي او هغه يې،چې په اړه هره فېصله وكړه؛منم يې.))

 ټولو د پېغمبر اکرم دا پرېکړه د زړۀ له كومې ومنله. د پام وړ خبره خو دا ده،چې د حضرت “سعد معاذ” قضاوت “بني قريظه” هم ومانه  او پېغمبر اکرم ته يې وويل:

 ((تسليمېږو؛خو چې “سعد” مو په اړه قضاوت وكړي.)) (275)

حضرت “سعد بن معاذ” پر لاس غشي خوړلى و او د “زبيده” په نوم ښځې په خيمه كې و،چې په جراحۍ كې يې مهارت درلود او پېغمبر اکرم به هم پوښتنې ته ورتله.

 د اوس ځوانان ولاړل او خپل مشر يې له ځانګړو تشريفاتو سره رسول اکرم ته راووست.حضرت “سعد”،چې مجلس ته راننووت؛ نو پېغمبر اکرم وويل:(( ټول  د خپل ټبر مشر درناوى وكړئ.))

 ټول د حضرت “سعد” احترام ته له خپل ځايه پاڅېدل. په لار كې ساتندويانو حضرت “سعد” ته ويلې وو،چې پر “بني قريظه”و ورحمېږه او له مرګه يې وساته؛خو د خپل ټبر فشارونو ته يې غاړه كېنښووه او په مجلس كې يې حكم وكړ،چې:(( د “بني قريظه”وو جنګيالى دې ووژل شي،مالونه دې يې وويشل شي او ښځې او ماشومان دې يېاسيران شي.)) (276)

د  حضرت سعد معاذ(رض) د اسنادو څېړنه

څوك له دې خبرې منكر نۀ دي،چې كه عواطف او احساسات د قاضي پر عقل غلبه وكړي؛نو په قضاوت كې به يې ګډوډي راشي، چې پايله يې د ټولنيز عدالت له منځه تلل وي. عواطف د كاذبې اشتها په څېر دي،چې ناوړه او مضر شيان ګټور ښيي.حال دا چې د وګړي او ټولنې مصلحتونه تر پښو لاندې كوي.

د حضرت “سعد” عواطف او احساسات،د “بني قريظه”وو د ماشومانو او ښځو زړۀ دردوونكي منظر،په بند كې د “بني قريظه” د سړيو د زړۀ دردوونكي بندي توب او د عمومي افكارو پامنيوى، چې ټول اوسيان “سعد” ته يوه خوله وو،چې و يې بښي،بايد ددې لامل واى، چې “سعد” ترې تېر شوى واى او يا يې سزا كمه كړي؛خو داسې يې و نۀ کړل او د ټولنې مصالح يې د ډېر لږ اقليت پر مصالحو غوره وګڼل او د منطق،عقل او فكري استقلال له مخې يې پرېکړه وكړه،چې:

 (( جنګيالي دې ووژل شي. مالونه دې يې ضبط شي، ماشومان او ښځې يې اسيران كړئ.))

 د لاندې دلايلو په رڼا کې يې پرېكړه وكړه:

1_د “بني قريظه”وو يهودو له پېغمبر اکرم سره تړون لاسليك كړى و،چې كه د اسلام او مسلمانانو پر خلاف راپاڅېدل او فتنه يې راولاړه ته كړه؛ نو مسلمانان به يې په وژلو كې ازاد وي؛نو له ځان سره يې فكر وكړ،چې كه ددې تړون له مخې مې پرېكړه وكړه؛نو له عدالته لرې کار به مې نۀ وي كړى.

2_تړون ماتې ډلې د خپلو نېزو او تورو په زور د مدينې ښار ناامنه کړى و،د مسلمانانو كورونه يې لوټلى وو او په مدينه كې يې وېره خپره كړې وه او كه د پېغمبر اکرم دې خبرې ته پام نۀ وى شوى او يوه ډله يې د مدينې د ښار ساتلو ته نۀ واى رالېږلې او كه د “بني قريظه” نقشه عملي شوى واى؛نو هغوى به د مسلمانانو ماشومان او ښځې اسيرې كړې واى، جنګيالي به يې وژلي وو او مالونه به يې ضبط كړي وو؛نو قاضي له ځان سره وويل: كه خپله پرېكړه وكړم؛نو ظلم به مې نۀ وي كړى.

3 _حضرت “سعد بن معاذ” (د اوس د ټبر مشر) له “بني قريظه”وو سره هم ژمنى و او نږدې اړيكې يې ورسره هم درلودې؛ احتمال  لري د يهودو په جزايي قانون هم پوه و. د يهودو توارت وايي:((پر يو ښار دې،چې بريد وكړ؛لومړى يې سولې ته راوبوله او كه جګړه يې پېل كړه؛نو سړي يې ووژنه، ښځې ، ماشومان او مالونه يې غنيمت كړه.)) (277)

ښايي حضرت “سعد بن معاذ” له ځان سره انګېرلې وه: دا چې زه دوه اړخيزه قاضي يم؛نو كه هغوى د خپل مذهب د جزايي قانون له مخې محكوم كړم؛نو بيا به مې هم ظلم نۀ وي كړى.

4_زه  انګېرم،چې د حضرت “سعد بن معاذ” د دې پرېكړې علت دا و، چې په خپلو سترګو يې وليدل،چې پېغمبر اکرم د خزرجيانو په خاطر د “بني قينقاع” ټبر وباښه او يوازې له مدينې يې وايستل او لا ټول د مدينې له خاورې وتلي نۀ وو، چې “كعب اشرف” مکې ته ولاړ او د “بدر” مړيو ته يې د مكر وير وكړ او “قريش” يې د احد جګړې ته راوهڅول، چې پکې د اسلام 70 سرتېري شهيدان شول او همداسې “بني النضير” وبښل شو، ولاړل او د اسلام پر خلاف يې د احزاب جګړه رامنځ ته كړه او كه مسلمانانو خندق نۀ واى ايستلى؛نو پر هماغه وړومبۍ ورځ به يې د اسلام كډه پر چرګه بار كړې وه.

 حضرت “سعد بن معاذ” دا هر څه له خپل ذهنه تېر كړل او ويې ويل : كه دوى هم د اسلام د تورې له ګوزاره لرې شول؛نو دا ځل به د اسلام پر خلاف بله لويه پوځي اتحاديه جوړه كړي؛نو ځكه يې په سلو كى سل اسلام ته مضر وګڼل.

 د حضرت “سعد” د پرېکړې  د سمون بل شاهد دادى،چې: يهود يې چې اعدامولو ته بېول؛نو هغوى د خپلو زړنو خبرې راوسپړلې. د جګړې  اور بلوونكي “حيى بن اخطب”رسول اکرم ته وويل:((زه درسره له دښمنۍ پښېمانه نۀ يم؛خو چا چې له خداى سره مرسته و نۀ کړه؛نو خوار به وي. (278) د خداى پر حکم مۀ خپه كيږئ،د خداى له لوري د بني اسرائيلو ذلت او خواري قطعي خبره ده.))

په ښځو كې هم يوه اعدام شوه، چې هغې په لاره يو مسلمان ويشتلى او وژلى و او په محكومانو كې “زبير باطا” يهودى هم د مسلمان “ثابت بن قيس” په سپارښتنه خلاص شو. ښځې او زامن يې هم وبښل شول او مال يې بېرته وركړ شو. څلور تنه مسلمانان شول.

 له غنيمته،چې پينځمه وايستل شوه؛نو د اسلامې حكومت خزانې ته وسپارل شوه او پاتې نوره پر مسلمانانو ووېشل شوه. سپرو ته درې برخې، پليوه ته يوه برخه او پېغمبر اکرم د غنيمت پينځمه حضرت “زيد” ته وركړ، چې “نجد” ته ولاړ شي او اسونه او وسله پرې واخلي.

د “بني قريظه”وو غوغا د “ذي الحجه” پر 19 د هجرت پر پينځم كال غلې شوه او د احزاب سورت 26 او 27 آيتونه هم د “بني قريظه”وو په باب نازل شوى.

وَأَنزَلَ الَّذِينَ ظَاهَرُوهُم مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِن صَيَاصِيهِمْ وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ فَرِيقًا تَقْتُلُونَ وَتَأْسِرُونَ فَرِيقًا= او خداى د كتابيانو[= يهودو] يوه ډله، چې د هغوى[=مشركو عربانو] ملاتړ يې كاوه، له خپلو ټينګو كلا ګانو راكوز كړه او په زړونو كې يې ورته وېره واچوله (او كار يې تردې ځايه راورسېد چې) تاسې يې يوه ډله وژنئ او بله يې بندي كوئ.

وَأَوْرَثَكُمْ أَرْضَهُمْ وَدِيَارَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ وَأَرْضًا لَّمْ تَطَؤُوهَا وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرًا= او د هغوى ځمكې اوكورونه او شتمني يې تاسې ته ميراث كړې او هغه سيمه يې هم دركړه،چې کله مو پکې ګام نۀ و ايښى او خداى پر هر څه قادر دى.

 حضرت “سعد بن معاذ”(رض)،چې د خندق په جګړه كې ټپي شوى و، د “بني قريظه”وو تر پېښې وروسته، د هماغه ټپ له امله شهيد شو. (279)

د بني المصطلق غزا

“بني المصطلق” له قريشو سره په ګاونډ کې د “خزاعه” د ټبر يوه څانګه وه.پېغمبر اکرم خبر شو،چې د ټبر مشر “حارث بن ابي ضرار” خپل سرتېري په وسله سمبالوي اوغواړي مدينه کلابنده كړي.

 پېغمبر اکرم هوډ وکړ دا برنامه يې شنډه كړي؛ ځكه يې حضرت “بريده” دې سيمې ته ولېږه. هغه ولاړ او په غېر مستقيمه توګه يې د ټبر له مشر سره اړيکه ونيوه. بيا مدينې ته راغى او خبر يي تاييد كړ. پردې مهال پېغمبر اکرم له خپلو يارانو سره د “بني المصطلق” د ټبر پر لور روان شو او د “مريسيع” د څا پر غاړه ورسره مخ شو. جګړه ونښتنه او تر څو شېبو اخ و ډب وروسته يې لس تنه او د مسلمانانو يو تن په تېر کې شهيد شو.

 د كفر لښكر وتښتېد او مسلمانانو ته خورا ډېر مال لاس ته ورغى او د هغوى ښځې يې اسيرانې كړې.(280)

تر دې جګړې وروسته،د عبرت ټکى هغه سياست دى،چې پېغمبر اکرم په جګړې پسې د يوې پېښې په اړه عملي کړ.

په لومړي ځل په هغه سيمه كې د مهاجرو او انصارو ترمنځ اختلاف رامنځ ته شو او نږدې وو مسلمانان هلته يو بل وډبوي. کيسه داسې وه، چې “جهجاه مسعود” له مهاجرو او “سنان جهني” له انصارو پر اوبو وران شول. هر يو خپل ټبر مرستې ته راوغوښت او نږدې وو مسلمانان له مركزه لرې په هغه سيمه كې سره ونښلي.

 پېغمبر اکرم له پېښې خبر شو او ويې ويل:(( دا دوه تنه په خپل حال پريږدئ.دا مرسته غوښتنه ډېره بدبويه او كركجنه ده او د جاهليت د وختونو په څېر مرستې ته رابلل دي او تر اوسه د دوى په زړونو كې د جاهليت رېښې شته دى. دوى دواړه له اسلامه بې خبره دي او خبر نۀ دي، چې اسلام ټول له يو بل سره ورونه کړي دي او هره مرسته او غږ، چې د تفرقې لامل ګرځي، د توحيد له نظره بې ارزښته ده.)) (281)

دېرشم څپرکى

ديني – سياسي سفر

د هجرت شپږم کال له خوږو او ترخو پېښو سره د تېرېدونکى و،چې پېغمبر اکرم په خوب کې مسلمانان په “مسجدالحرام” كې پر عبادت بوخت وليدل او دا خوب يې يارانو ته ووايه. (282)

ډېر وخت لا نۀ و تېر شوى، چې پېغمبر اکرم مسلمانانو ته حكم وكړ، چې عمرې ته تيارى ونيسئ او شاوخوا ټبرونو ته يې،چې تر اوسه يې اسلام نۀ و منلى، بلنه وركړه له مسلمانانو سره په دې  سفر كې برخه واخلي.

 دا خبر په ټول “عربستان” كې خپور شو،چې مسلمانان د “ذي القعده” په مياشت كې عمرې ته روان دي.

 دې روحاني سفر، پر معنوي ګټو سربېره، ټولنيزې او سياسي ګټې هم درلودې او په عربو كې د ا سلام د خپرېدو لامل هم وګرځېد.

لومړى:

مشركو ټبرونو خيال كاوه پېغمبر اکرم د خيلو د ټولو دودونو، ان د حج او عمرې هم مخالف دى؛ځكه يې له آنحضرت (ص)  وېره درلوده.

  دغه مهال د عمرې په مراسمو كې د پېغمبر اکرم ګډون يې تر څه حده وېره راكمه كړه او ورته يې وښوول،چې زه د خداى د كور له زيارت سره مخالف نۀ يم؛بلکې د عربو د نيكه حضرت “اسماعيل” عليه السلام په څېر غواړم دا مراسم را ژوندي او په ټولنه كې يې دودكړم.

دويم:

 كه مسلمانان په دې سفر كې بريالي شول او د حج او عمرې مراسم يې اجرا كړل؛نو دا چار به په خپله د اسلام تبليغ ته غوره لار وي؛ځکه حج ته د “عربستان” له لېرې لېرې سيمو خلک راتلل،چې آنحضرت (ص) هغه مهال ورته مبلغان نۀ شول استولای او له دې ټبرونو،چې خلك حج ته راغلل؛نو په خپله به د اسلام اوازه خپلو سيمو ته ورسوي.

درېم:

 پېغمبر اکرم په مدينه كې حرامې مياشتې يادې كړې او ويې ويل:(( موږ د خداى د كور زيارت ته ځو او حكم يې وكړ، چې مسافر دې بې له تورې بل هېڅ وسله له ځان سره نۀ وړي.))

 دې خبرې ډېر خلك اسلام ته رامات كړل؛ځکه قريشو په انحضرت(ص) پسې تبليغات كړي وو،چې هغه په حرامو مياشتو كې جګړه حرامه نۀ بولي؛خو خلكو وليدل پېغمبر اکرم هم د هغوى په څېر په حرامو مياشتو كې جګړه حرامه بولي. 

د اسلام مشر فکر کاوه: كه مسلمانان په دې لار كې بريمن شول؛نو سترې هيلې ته به رسېدلې وي او په دې سفر كې به خپلوان هم وويني او كه قريشو يې مخنيوى وكړ؛نو “قريش” به په عربو كې خپل حيثيت له لاسه وركړي؛ځکه عرب به وايي: ګورئ چې قريشو له هغې ډلې سره څه وكړل چې تشباڼي،د خداى د كور زيارت ته راغلي وو،حال دا چې “مسجدالحرام” د ټولو عربو دى او يوازې د قريشو نۀ دى؛نو له دې لارې به ټولو ته د مسلمانانو حقانيت او د قريشو ځېل ښكاره شي او بيا به ورسره يو ټبر هم د مسلمانانو پر ضد دفاعي او پوځي تړون نۀ لاسليكوي؛ځکه د زرګونو زيارت كوونكيو په مخ كې يې مسلمانان له خپل مشروع حقه بې برخې كړل.

 پېغمبر اکرم ددې موضوع ټول اړخونه وڅېړل او د حركت حكم يې وكړ او له 1400 تنو(283)يا له 1600 تنو(284) او يا 1800 تنو (285) سره يې د “ذوالحليفه” په سيمه كې احرام وتاړه او 70 اوښان يې قربانۍ ته ځانګړي كړل او اوښان يې نښه كړل او له دې لارې يې ټولو ته خپل موخه ورښكاره كړه.

پېغمبر اکرم خپل ځري له ځانه مخکې ولېږل،چې كه دښمن يې په لار كې وليد؛نو پېغمبر دې خبر كړي.

 “عسفان” ته نږدې يو “خزاعي”، چې د پېغمبر اکرم جاسوس و،پېغمبر ته راغى او ورته يې وويل:(( “قريش” له حركته مو خبر شوي او خپل ځواكونه يې راټول كړي دي او پر “لات” او “عزى” يې قسم خوړلى،چې مکې ته مو د راننوتو مخه ونيسي او په “ذى طوى” کې د قريشو اغېزمنو مشرانو او شخصيتونو غونډه وکړه او “خالد بن وليد”يې له دوو سوو سپرو سره “کراع الغميم” ( د “عسفان” په اته ميلۍکې يوه دښته ده) ته ولېږه،چې سنګر جوړ کړي. هوډ يې کړى، چې يا د مسلمانانو د ننوتو مخه ونيسي او يا مړه شي.

آنحضرت(ص) د خبر له اورېدو وروسته وويل:(( “قريش” دې خپل خير غواړي،جګړې هغوى پوپنا کړل،کاشکې زما کار يې د عربو بل مشرک ټبر ته ورسپارلى و،که پر ما برلاسي شوي واى؛نو خپلې موخې ته به رسېدلي واى او که زه پرې برلاسى شوى وم؛نو په دې صورت کى به يې اسلام منلى و او يا به په خپل قدرت جنګيدلي وو. پر خداى قسم! د خداى د دين خپرولو ته به کوښښ وکړم، چې کامياب شي او يا په دې  لار کې  له منځۀ ولاړ شم.))

بيا پېغمبر اکرم لارښود راوغوښت،چې له داسې لارې يې يوسي،چې له “خالد بن وليد” سره مخ نۀ شي.

 د “اسلم” د ټبر يو تن کاروان يې له تنګو درو تېر کړ او د “حديبيه” په سيمه کې د پېغمبراکرم اوښ ګونډه ماته کړه. پېغمبر اکرم وويل:((دا څاروى د خداى په حکم درېدلى دى،څو خبره سپينه شي.))

 بيا ټول له خپلو اوښانو راکوز شول او خېمى يې ووهلې.

 د قريشو سپاره د مسلمانانو له لارې خبر شول او ځان يې مسلمانانو ته نږدې کړ. که پېغمبر اکرم پر مختګ ته دوام ورکړى واى؛ نو اړ شوى به و، چې د کفارو له لښکرو سره جنګېدلى واى،حال دا چې ټول خبر وو، پېغمبر اکرم يوازې د خداى د کور زيارت ته راغلى دى او که پېغمبر اکرم ورسره لاس و ګرېوان شوى واى؛نو دې کار به د پېغمبر اکرم د سولې عمل ته زيان رسولى و او که دا 200 کسيز لښکر يې له مخې لرې کړى هم واى؛خو بيا به هم کار پاى ته نۀ واى رسېدلى؛ځکه چې ورپسې به مرستندوى ځواکونه سيمې ته را رسېدلي واى او پردې ټولو خبرو سربېره، مسلمانانن بېخي په وسله سمبال نۀ وو او يوازې يوه توره يې له ځان سره راوړې وه؛نو په دې حالاتو کې جنګېدل،د مسلمانانو پر ګټه نۀ وو؛نو ځکه پېغمبر اکرم په “حديبيه” کې واړول او يارانو ته يې وويل:(( که نن “قريش” له ما هر څه  وغواړي،چي د اړيکو د ټينګوالي لامل وګرځي؛ نو ور به  يې کړم او د سولې له لارې به ورشم.)) (286)

د پېغمبر اکرم خبره دوستانو او دښمنانو ته ورسېده؛ځکه قريشو پرېکړه وکړه ځان د مسلمانو پر وروستۍ موخه پوه کړي او دې کار ته يې خپل استازي پېغمبر اکرم ته راولېږل.

له پېغمبر اکرم سره د قريشو استازى

قريشو خپل استازي پېغمبر اکرم ته راولېږل، چې د مسلمانانو پر موخه ځان پوه کړي. لومړى “بديل خزاعي” د “خزاعه” د ټبر له څو تنو سره د قريشو له خوا استازي راغلل. پېغمبر اکرم وويل:(( جګړې ته نۀ يم راغلى او يوازې د خداى د کور زيارت ته راغلى يم.))

 استازي ولاړل او خپل لوړ پوړي مقامات يې د پېغمبر اکرم له موخې خبر کړل؛خو د قريشو مشرانو ورسره و نۀ منله او و يې ويل:((پر خداى قسم راننوتو ته به يې پرې نۀ ږدو،ان که د خداى د کور زيارت ته هم راغلي وي.

 دويم ځل يو بل تن “مُکرز” د قريشو استازى شو او  پېغمبر اکرم ته راغى، هغه هم ستون شو او د “بديل” د خبرو پخلى يي وکړ؛ خو قريشو يې خبرې و نۀ منلې .

 درېم ځل “حُلَيس بن علقمه”، چې د قريشو د غشيو د ايشتونکيو مشر و،د قريشو د استازي په حيث راغى؛چې د پېغمبر اکرم سترګې پرې ولګيدې؛نو و يې ويل:(( دا له پاک ټبره او ښه سړى دى. د قربانۍ اوښان يې مخې ته ولېږئ، چې پوه شي جګړې ته نۀ يو راغلي او يوازې د خداى د کور زيارت ته راغلي يو.))

 “حُليس” چې اوښان وليدل،له هماغه ځايه ستون شو او له پېغمبر اکرم سره يې خبرې و نۀ کړې او ولاړ او په تريو تندي يې د قريشو مشرانو ته وويل:((موږ درسره دې ته تړون نۀ دى کړى،چې د خداى د کور د زيارت کوونکيو مخه ونيسو.”محمد” بې له زيارته بله موخه نۀ لري. پر خداى قسم! که د “محمد” د راننوتو مخنيوى مو وکړ؛نو له خپل ټول ټبر سره به (چې د عربو غشي ويشتونکي دي) پر تاسې  يرغل وکړم او جرړې به مو وباسم.))

د “حُليس” خبرې قريشو ته ګرانې پرېوتې،ووېرېدل اوپه فکر کې ډوب شول او ورته يې وويل:(( مۀ غوسه کېږه! موږ به دې ستونزې ته د هوارۍ داسې لار پيدا کړو، چې تۀ هم د لاسا شې.))

 او بالاخره څلورم ځل ته يې “عروة بن مسعود ثقفي” خپل استازى کړ، چې پر عقلمنۍ او خواخوږۍ يې ډاډ درلود. هغه په پېل کې د قريشو د استازۍ وړانديز و نۀ مانه؛ځکه ليدل يې قريشو څنګه له نورو استازيو سره چلن وکړ؛خو قريشو ډاډ ورکړ،چې پوره باور پرې لري او پر خيانت يې تورن نۀ کړي.

“مسعود ثقفي” پېغمبر اکرم ته راغى او ورته يې وويل:((محمده! بېلابېل ټبرونه دې پر ځان راټول کړي دي،هوډ دې کړى خپل ټاټوبي بريد وکړې؛خو “قريش” به مو مخه ونيسي او اجازه به درنۀ کړي مکې ته راننوځې؛خو وېرېږم دا ډلې دې ځان ته پرېږدي او درنه خپرې شي.))

 خبرې يې چې دې ځاى ته راورسېدې؛نو حضرت “ابوبکر” د پېغمبر اکرم شا ته ودرېد.”عروة بن مسعود ثقفي” ته يې اشاره  وکړه او ويې ويل: ((ناسمې خبرې کوې.)) د پېغمبر اکرم ياران به هېڅکله هغه ځان ته پرې نۀ ږدي.

 “عروة بن مسعود ثقفي” د تکړه سياستپوه په څېر خبرې کولې او موخه يي د انحضرت(ص) او د يارانو د روحيي کمزوريو ول وو؛خو خبرې يې پاى ته ورسېدې.  

“عروه” به د خبرو په ترڅ کې د پېغمبر اکرم د سپکاوي لپاره د هغه (ص) ږيري ته لاس ور ووړ او “مغيرة بن شعبه” به لاس يې شا ته ټېل واهه او ورته يې ويل: ((ادب او احترام مراعات کړه او د پېغمبر اکرم سپکاوى مۀ کوه.))

 “عروة بن مسعود” پېغمبر اکرم وپوښته:(( دا څوک دى؟)) (د پېغمبر اکرم د شاوخوا ساتندويانو تربوزکونه وهلي وو) پېغمبر اکرم ورته وويل: ((دا ستا وراره مغيره د شعبه زوى دى.))

 “عروة” خپه شو او ويې ويل:((شيطانه! ما پرون ستا حيا او ابرو واخيسته. تۀ مخکې له دې،چې اسلام ومنې، د ثقيف 13تنه دې ووژل او ما د جګړې د اور مړ کولو لپاره د هغوى ديت او د وينې بيه ورکړه.))

پېغمبر اکرم د “عروه” خبرې پرې کړې او د خپل سفر موخه يې هماغسې،چې نورو استازيو ته ويلې وه،وويله او دا چې د “عروه” د ګواښونو ځواب يې ورکړى وي، پاڅېد او اودس يې وکړ.

 “عروه” په خپلو سترګو وليدل،چې يارانو يې د پېغمبر اکرم د اوداسه د اوبو يو څاڅکى هم ځمکې ته پرېنښوول.”عروه” له هغه ځايه راپاڅېد او د قريشو مشرانو ته، چې په “ذى طوى” کې راټول شوي وو راغى او ورته يې وويل:((ما ستر پاچايان ليدلي دي، لوى لوى قدرتونه؛ لکه “کسرى”،  د “روم قيصر” او د حبشې سلطان مې هم ليدلى؛خو هيڅوک هم د “محمد” په څېر په خپل ټبر کې ټولمنلي نه و، ما په خپلو سترګو وليدل، چې هغوى د “محمد” د اوداسه د اوبو يو څاڅکى هم ځمکې ته پرېنښود او تبرک لپاره يې له يو بل سره ووېشلې،چې د “محمد” له سره يوه وېښته ولوېږي؛را اوچتوي يې؛نو وړانديز کوم چې د قريشو مشران دې په دې خطرناک وخت کې په سړه سينه فکر وکړي. (287)

پېغمبر اکرم خپل استازى لېږي

د قريشو د استازيو تګ راتګ پايله نۀ درلوده؛نو انحضرت(ص) ته بايد حق ورکړ شي،چې فکر وکړي د قريشو استازيو و نۀ کړاى شول او يا يې ونۀ غوښتل حقيقت د قريشو مشرانو ته ورسوي او وېره ده،چې هغوى پاکه او رڼه خبره خپلو مشرانو ته نۀ کوي؛نو ځکه پېغمبر اکرم هوډ وکړ خپل استازى خبرو سپينولو ته ورولېږي. دې کار ته د “خزاعه له ټبره تکړه سړى؛”خراش بن اميه” وټاکل شو. پېغمبر اکرم ورته اوښ ورکړ او هغه هم خپل ځان قريشو ته ورساوه. خپله دنده يې سر ته ورسوله؛خو د دود او انتظار پر خلاف،چې سفير مصونيت لري. قريشو نږدې وو د انحضرت(ص) سفير ووژني؛خو د عربو غشيو ويشتونکيو مداخله وکړه او د مرګ له کومې يې راواېست.

 د قريشو دې ناوړه چلن جوته  کړه،چې د سولې پلويان نۀ دي او غواړي د جګړې اور بل کړي. پر دې پېښې ډېر وخت نۀ و تېر شوى،چې قريشو پينځوس تنو ته دنده ورکړه،چې د مسلمانانو هستوګنځي ته ورشي او مالونه يې لوټ کړي او له مسلمانانو اسيران هم راولي؛خو دا نقشه يې له خاورو سره خاورې شوه او مسلمانانو هغوى ټول ونيول او انحضرت(ص) ته يې راوستل. هغوى سره له دې،چې مسلمانان په تيږو ويشتلي وو؛خو پېغمبر اکرم ورته وويل:(( ازاد يې کړئ)) او له دې لارې يې خپل سوله پاله موخه جوته کړه او ورته يې وښوول،چې جګړې ته نۀ دي راغلي.(288)

پېغمبر اکرم بل استازى لېږي

سره له دې انحضرت(ص) بيا هم غوښتل دا خبره د خبرو اترو له لارې هواره کړي او دا ځل بايد داسې څوک استازى کړي ،چې لاس يې د قريشو په وينو ککړ نۀ وي؛نو ځکه حضرت “علي” (ک) او حضرت “زبير” او د اسلام نورو ننګيالو،چې په قريشو کې يې خورا مرګ ژوبله کړې وه،دې کار ته مناسب نۀ وو؛نو پېغمبر اکرم دې کار ته حضرت “عمر بن خطاب” وټاکه؛ځکه هغه تر دې ورځې يو مشرک هم نۀ و وژلى. حضرت “عمر بن خطاب” د پېغمبر اکرم دا وړانديز و نۀ مانه او ويې ويل:((پر ځان وېرېږم او خپلوان هم پکې نۀ لرم،چې ملاتړ مې شي؛خو بل سړى به دروښېم،چې دې کار ته به وي او هغه “عثمان بن عفان” دى،چې د “ابوسفيان” نږدې خپلوان هم دى او کړاى شي پيغام مو ورسوي.))

 حضرت “عثمان” استازى شو او مکې ته ولاړ. هغه په نيمائي لار کې له “ابان بن سعيد بن عاص” سره مخ شو او په پناه کې يې مکې ته ننووت.”ابان” هم ژمنه وکړه،چې څوک پر حضرت “عثمان” بريد ونۀ کړي،چې د پېغمبر اکرم پيغام قريشو ته ورورسوي؛خو قريشو د پېغمبر اکرم ځواب داسې ورکړ:((موږ قسم خوړلى پرې يې نۀ ږدو،”محمد” په زور مکې ته راننوځي او دې قسم د ټولو خبرو اترو لار تړلې ده.))

 بيا يې حضرت “عثمان” ته اجازه ورکړه،چې د کعبې طواف وکړي؛ خو حضرت “عثمان” د انحضرت(ص) په درناوي له طوافه ډډه وکړه. قريشو د حضرت “عثمان” د تګ مخه ونيوه او ښايي نظر يې درلود،چې په دې موده کې ستونزې ته حل ولټوي.(289)

بيعت رضوان

د انحضرت(ص) د استازي په ځنډ مسلمانان وارخطا شول او،چې د حضرت “عثمان” د وژل کېدو اوازه خپره شوه؛نو ټولو غچ اخېستو ته مټې بډ وهلې.

 پېغمبر اکرم هم د مسلمانانو د ارادو د غښتلتيا لپاره وويل:(( څو مې دا خبره سپينه کړي نۀ وي؛نو له دې ځايه به ولاړ نۀ شم.))

پر دې خطري مهال،چې مسلمانان تشلاسي هم وو،پېغمبر اکرم هوډ وکړ له مسلمانانو سره خپل تړون نوى کړي؛نو دې کار ته انحضرت(ص) د ونې تر سيوري لاندې کېناست او ټولو يارانو د بيعت لپاره پېغمبر اکرم ته لاس ورکړ او ژمنه يې ورسره کړه،چې تر مرګه به د خداى د دين دفاع کوو.

 دا پېښه هماغه بيعت رضوان دى،چې په قرآن شريف کې راغلې:

لَقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَنزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا= په يقين،خداى له مؤمنانو هغه وخت خوښ شو،چې تر ونې لاندې يې له تا سره بيعت وكړ؛نو (خداى) پوه شو چې په زړونوكې يې څه دي؛نو ځكه ډاډ يې پرې راښكته كړ او په بدل كې يې ورته “نژدې برى” په برخه كړ؛ (290)

تر بيعت وروسته مسلمانانو خبره سپينه کړه،چې يا به “قريش” ورته د خداى د کور د زيارت اجازه ورکوي او يا به يې “قريش” مخنيوى وکړي، چې په دې حالت کې به ورسره جګړه وکړي. پېغمبر اکرم په همدې فکر کې و، چې حضرت “عثمان” راښکاره شو.

 راستنېدل هم د سولې نښه وه،چې انحضرت(ص)هم همدا غوښتل. حضرت “عثمان” راغى او پېغمبراکرم ته يي وويل: ((د قريشو ستونزه هغه خوړلى قسم دى، چې د دې ستونزې هواري ته به د قريشو استازى راشي او خبرې به درسره وکړي.))

سهيل بن عمرو پېغمبر اکرم ته راغى

پينځم ځل “سهيل بن عمرو” له ځانګړو حکمونو سره د قريشو له لوري راغى،چې له پېغمبر اکرم سره خبره سپينه کړي. له پېغمبر اکرم سره يې تړون لاسليک کړ،چې وروسته  يې ولولو.

 د پېغمبر اکرم سترګې،چې پر”سهيل” ولګېدى؛نو و يې ويل:((سهيل راغلى، چې زموږ  او د قريشو ترمنځ د سولې تړون وکړي.))

 “سهيل” راغى،کېناست او و يې ويل:((مکه مو حرم او عزت دى، ټول عرب په دې پوه دي،چې راسره جنګېدلى يې او که په همداسې زور او دبدبه مکې ته راننوځې؛نو موږ په چاته سترګې جګې نۀ کړاى شو.))

 د “سهيل” خبرې،چې دې ځاى ته راروسېدې؛نو انحضرت(ص) يې د خبرو مخه ونيوه او ويې ويل:((غرض مو څه دى؟))

“سهيل”: ((د قريشو مشرانو نظر دا دى،چې تاسې له همدې ځايه ستانه شئ او کال ته د خداى د کور زيارت ته راشئ، هغه هم په دې شرط،چې تر درېو ورځو زيات په مکه کې پاتې نۀ شئ او بې د مسافرت له وسلې، بله وسله هم له ځان سره را نۀ وړئ.))

 د “سهيل” خبرو لار پراخ بنسټه تړون ته پرانيسته. “سهيل” د تړون په تړولو کې خورا سخت دريځي کوله او کله به داسې ځاى ته ورسېد،چې د خبرو اترو ورونه وتړل شي؛خو دا چې دواړو اړخونو سوله غوښته؛نو بيا يې خبرې اترې پېل کړې.

 دوه اړخيزه خبرې اترې د”سهيل” له ټولو سخت دريځيو سره پاى ته ورسېدې او پرېکړه وشوه تړون په دوو نسخو کې تنظيم او دواړه اړخونه يې لاسليک کړي.

ټول سيره ليکونکي يو خوله دي،چې انحضرت(ص)،حضرت “علي” (ک) راوغوښت،چې د سولې تړون داسې وليکي: ((بسم الله الرحمن الرحيم))

“سهېل” وويل: ((د “رحمن” او “رحيم” له ټکيو سره اشنايي نۀ لرم. وليکئ : باسمک اللهم؛ يعنې ستا په نامه اى خدايه!))

پېغمبر اکرم ورسره ومنله او حضرت “علي” (ک) ته يې وويل:((څنګه، چې “سهيل” وايي، هماغسې وليکه.))

 بيا انحضرت(ص)،حضرت “علي” (ک) ته وويل:(( وليکه: دا هغه تړون دى، چې “محمد” د خداى پېغمبر د قريشو له استازي،(سهيل) سره وکړ.))

“سهيل”:((موږ ستا رسالت او نبوت پر رسميت نۀ پېژنو! که تۀ مو په پېغمبرۍ منلاى؛ نو جګړه به مو ولې درسره کوله.بايد خپل نوم او د پلار نوم وليکې او د پېغمبر ټکى ترې لرې کړې.))

پردې مهال ځينې مسلمانان خوښ نۀ وو چې پېغمبر اکرم يې دومره غوښتنو ته تسليم شي؛خو انحضرت(ص) د يو لړ لوړو مصلحتونو په پامنيوي سره،چې وروسته به وويل شي،د “سهيل” غوښتنه ومنله او حضرت “علي” (ک) ته يې وويل:((د “رسول الله” ټکى پاک کړه.))

پردې مهال حضرت “علي” (ک)  په شرم او حيا وويل:(( زه په ځان کې دومره مېړانه نۀ وينم،چې له نومه مو د نبوت ټکى پاک کړم.))

انحضرت(ص) له “علي” (ک) وغوښتل،چې هغه ټکى وروښيي او پېغمبر اکرم په خپله د “رسول الله” ټکى پاک کړ.(291)

تاريخ تکرارېږي

د اسلام د ښوونځي لومړي شاګرد،حضرت “علي” (ک) ته هم دا پېښه ورپېښه شوه:هغه مهال،چې حضرت “علي” (ک) جرات و نۀ کړ د “محمد” (ص) له  نامه  د ((رسول الله)) ټکى پاک کړي، انحضرت(ص) ورته وويل: ((“علي”! دا ډله به تا هم داسې کار ته راوبلي او تۀ به يې ورسره په پوره مظلومۍ ومنې.)) (292)

دا خبره د حضرت “علي” (ک) همداسې ياده وه، چې د “صفين” جګړه راپېښه شوه او حضرت “علي” (ک) يې په زور سولې ته کېناوه، چې ددې سولې د تړون ليکلو ته جرګه جوړه شوه. د حضرت “علي” (ک)  استازى “عبدالله بن ابى رافع” شو،چې د حضرت “علي” (ک) له لوري داسې وليکي: (( هذا ما تقاضى عليه امير المؤمنين علي )).

 پردې  مهال “عمروعاص” د “معاويه بن ابوسفيان” استازي راودانګل او د حضرت “علي” (ک) استازي ته يې وويل:((د “علي” او د پلار نوم يې وليکه؛ ځکه که هغه موږ اميرالمؤمنين پېژنداى؛ نو جګړه به مو ورسره نۀ کوله.))

 په دې باب خبرې اوږدې شوې او د دواړو اړخونو غږونو سره جګ شول. حضرت “علي” (ک) هم حاضر نۀ و خپلو ساده لوحو (خوارجو) دوستانو ته پلمه په لاس کې ورکړي؛څو شېبې تېرې شوې،چې حضرت “علي” (ک) د خپل افسر په ټينګار اجازه ورکړه د اميرمؤمنان ټکى يې له نامه پاک شي او بيا يې وويل: (( دا کړه د پېغمبر اکرم له کړنو سره اړخ نۀ لګوي)) او بيا يې خلکو ته د “حديبې” د سولې کيسه وکړه. (293)

د حديبې د تړون متن

1_”قريش” او مسلمانان سره تړون کوي،چې لس کاله به له يو بل سره جګړه نۀ کوي،چې پر ټول “عربستان” ټولنيز امنيت او سوله واکمنه شي.

2_که څوک له قريشو بې د خپل مشر له اجازې له مکې وتښتېد او اسلام يې راووړ؛ نو “محمد” به يې قريشو ته سپاري؛خو که کوم مسلمان قريشو ته ورغى؛نو “قريش” ژمن نه دي، مسلمانانو ته يې بېرته وسپاري.

3 _”محمد” او “قريش” له هر ټبر سره،چې يې خوښه وي، تړون کولاى شي.

4 _  “محمد” او ياران به يې سږ کال له همدې ځايه مدينې ته ستنېږي؛خو په راتلونکيو کلونو کې ازاد د خداى د کور زيارت ته راتلاى شي؛خو په دې شرط،چې په مکه کې تر درېو شپو زيات پاتې نۀ شي او بې د مسافرت له وسلې به، چې هماغه توره ده،بله وسله له ځان سره نۀ راوړي.

(سيره حلبي:٣/٢٤)

5 _په مکه کې مېشت مسلمانان په دې تړون سره خپل ديني مراسم ازاد ترسره کولاى شي او “قريش” حق نۀ لري و يې ځوروي او يا يې اړ کړي له خپل دينه واوړي او يا يې پر دين ملنډې ووهي. (بحار:٢٠/٣٥٣)

6_لاسليکوونکي ژمنه کوي د يو بل مال ته په درنه سترګه ګوري او يو بل ته به په زړۀ کې کينه نۀ لري.

7 _ هغه مسلمانان،چې له مدينې مکې ته راځى،ځان او مال يې محترم وګڼل شي.(مجمع البيان:٩/١١٧)

د “حديبې” د سولې تړون،چې له بېلابېلو سرچينو مو راټول کړى،په دوو نسخو کې تنظيم شو،بيا د اسلام او قريشو شخصيتونو پرې ګواهي ورکړه، يوه نسخه يې پېغمبر اکرم او بله يې “سهيل” ته ورکړه.(294)

د ازادۍ نغمې

ددې تړون له هرې مادې د هر بې غرضه هوښيار غوږ ته د ازادۍ نغمې رسېدې. سره له دې،چې د تړون مواد د ستاېنې وړ وو؛خو جنجالي ماده يې دويمه وه،چې پر هغه ورځ يې ډېر مسلمانان غوسه کړل.

د پېغمبر اکرم ياران له دې تبعيضه خورا خپه شول او پېغمبر اکرم ته يې هغه څه له خولې راوتلل،چې کاشکې نۀ واى راوتلی.

نيوکه دا وه:ولى موږ بايد هغه “قريش”،چې مسلمانان شي،بېرته قريشو ته وسپارو؛خو که مسلمان قريشو ته ورغى؛هغوى ژمن نه دي راستون او تسليم يې کړي؛نو پېغمبر اکرم يې په ځواب کې وويل:

(( هغه مسلمان،چې د اسلام له سيوري تښتي او په شرک پسې ځي او د بوت لمانځي چاپېريال د اسلام تر چاپېرياله غوره ګڼي او پر دې ګواهي ورکوي،چې د زړۀ له کومې يې اسلام نۀ دى راوړى؛نو داسې مسلمان زموږ به ښه نه راځي او که د قريشو پناه اخستونکى ورته بېرته وسپارم؛نو دليل يې دادى،چې ډاډمن يم خداى به يې په خپله د ازادۍ لار ورته هواره کړي. ))(295)

د پېغمبر اکرم خبره پر عقل او منطق ولاړه وه، چې د وخت تېرېدو ټولو ته جوته کړه؛ځکه ډېر وخت لا نۀ و تېر،چې دې مادې قريشو ته ناوړه پېښې رامخې ته کړې او هغوى په خپله ددې مادې له منځه وړو ته  تيارى وښووه،چې په راتلونکيو بحثونو کې به ورته اشاره وشي.

 دا ماده هغو ختيځپوهانو ته خوله ماتى ځواب دى،چې وايي اسلام يوازې د تورې په زور راغلى. هغوى نۀ شول منلاى،چې اسلام به په لږه موده کې په نړۍ کې خپور شي؛نو د غرض او کينې له مخې يې د عمومي اذهانو خرابولو ته تبليغات پېل کړل،چې د اسلام پرمختګ په توره او زور و. حال دا چې دا تړون د اسلام مشر د زرګونو سترګو په مخکې وکړ،چې د اسلام د ښوونځي روح او لوړې ښوونې يې راښيي؛نو له دې ټولو واقعيتونو سره که څوک ووايي،چې اسلام د تورې په زور راغلى؛نو ډېر بې انصافه به وي.

د “خزاعه” ټبر د دويمې مادى له مخې له مسلمانانو او د “بني کنانه” ټبر له قريشو سره هم ژمنى شو.

سوله ساتنې ته  وروستى هڅه

د تړون سريزه او متن راښيي دې تړون تپلى اړخ هم درلود او که پېغمبر اکرم يې ډېرې غوښتنې ومنلې او ان چمتو شو، چې تر خپل نامه وروسته د ((رسول الله)) ټکى هم پاک کړي؛نو دا ټول کړه يوازې سولې راوړو ته وو او که پېغمبر اکرم له “سهيل” سره ومنله، چې له قريشو پناه راوړونکى به بېرته قريشو ته وروسپارل شي؛ځکه و،چې “سهيل” يوازې خپله کوله او د بل چا يې نۀ منله او؛لکه چې مو ولوستل هغه په دې خبرو اترو کې ځېل هم کاوه او که پېغمبر اکرم يې له غوښتنې سره هوکړه نۀ واى کړى؛نو سوله به نۀ واى شوې،چې لاندې کيسه ددې خبرې پخلى کوي.

د تړون په باب خبرې اترې پايلې ته ورسېدې او حضرت “علي” (ک) د تړون مادې ليکلې، چې “ابوجندل” د “سهيل” زوى زولنې په پښو راننوت ټول يې حيران کړل؛ځکه هغه د خپل پلار په زندان کې و او جرم يې دا وه،چې  ايمان يې راوړى و.

” ابوجندل” پوه شو،چې مسلمانان په “حديبيه” کې له کفارو سره خبرې اترې کوي؛نو له بنده راوتښتېد او ځان يې د غرو له لارې مسلمانانو ته راوساوه.

 “سهيل” چې خپل زوى وليد؛نو دومره ورته غوسه شو،چې ورپاڅېد او پر مخ يې کلکه څپېړه ورکړه او بيا يې پېغمبر اکرم ته وويل:(( دا  لومړى تن دى،چې بايد د تړون د دويمې مادې له مخې مکې ته ستون شي؛يعنې دا راتښتېدلى راوسپاره !))

 په دې  کې شک نۀ شته ،چې د “سهيل” خبره بې بنسټه وه؛ ځکه چې تر اوسه لا تړون پر کاغذ نۀ و ليکل شوى او دواړو اړخونو پرې لاسليک هم نۀ و کړى؛نو ځکه پېغمبر اکرم ورته وويل:(( تر اوسه لا تړون نۀ دى لاسليک شوى.))

 “سهيل”وويل: ((که داسې وي؛نو زه به له هر څه سترګې پټې کړم او له بېخه به يې له منځه يوسم.))

 او دومره يې پر خپله خبره ټينګار وکړ،چې د قريشو دوه شخصيتونو، “مُکرز” او “حويطب” د “سهيل” په سخت دريځۍ سخت خپه شول او “جندل” يې د خپل پلار له لاسه راخوشې کړ او يوې خېمې ته يې ور دننه کړ او پېغبمر اکرم ته يې وويل:(( “ابوجندل” دې ستا په پناه کې وي!)) او پر خپله خبره يې ټينګا وکړ او و يې ويل:((د تړون کار د خبرو اترو له پلوه پاى ته رسېدلى دى.))

 پېغمبر اکرم هم سولې راوستو ته ناچاره و(،چې د اسلام په خپرېدو کې يې خورا مهم نقش درلود،)چې “ابوجندل” يې خپل پلار ته وسپاري او ورته يې وويل:((ابوجندله! صبر دې جامه کړه! موږ غوښتل پلار دې راته د مينې له لارې راوبښي؛خو اوس چې خپله خبره کوي؛نو خير دى،تۀ دې خپله سينه پراخه کړه او پوه شه خداى به دې خلاصون ته  لار پيدا کړي.))

جرګه پاى ته ورسېده. د تړون نسخه لاسليک شوه  او”سهيل” او ياران يې د مکې پر لور روان شول او “ابوجندل” يې هم له ځان سره بوت او پېغمبر اکرم له احرامه وتلو ته په هماغه سيمه کې اوښ حلال کړ او خپل سر يې وخريه او نورو هم له پېغمبر اکرم  لاروي  وکړه.(296)

د حديبې د تړون ارزونه

د سولې دا تړون د کفر د مشرانو او پېغمبر اکرم ترمنځ وشو او 19 ورځې وروسته پېغمبر اکرم مدينې او بوت لمانځي مکې ته راستانه شول.

 د تړون ليکلو پر مهال او ترې وروسته د پېغمبر اکرم په يارانو کې اختلاف او خبرې راپيدا شوې. يوې ډلې دا تړون د اسلام په ګټه او څو ګوتشمېر کسانو د اسلام په زيان باله. موږ څوارلس پيړۍ وروسته بې له تعصبه دا تړون څېړو او د هغه شخړو يوه برخه هم څېړو او په خير دې څپرکي ته د پاى ټکى ږدو.

موږ انګېرو او ګروهمن يو دا تړون سل په سلو کې د اسلام په ګټه و او دلايل  مو دا دي:

پر اسلام بهرني او کورني يرغلونه کېدل،چې د احد او احزاب په جګړه کې مو ولوستل،چې پېغمبر اکرم ته يې د اسلام د تبليغ وخت نۀ ورکاوه او ډېرى وخت به انحضرت (ص) د اسلام د دښمنانو د يرغلونو تمبولو ته جنګېده؛خو تر دې تړون وروسته پېغمبر اکرم د جنوب له لوري خاطر خواټولى شو او په نورو سيمو کې يې د اسلام د تبليغ وخت پيدا کړ،چې ددې تړون د پايلې د ډول غږ خلکو دوه کاله وروسته واورېد،داسې چې پېغمبر اکرم د حديبيې تړون لاسليکاوه؛نو 1400 کسان د اسلام تر بيرغ لاندې وو او دوه کاله وروسته،چې پېغمبر اکرم د مکې فتح ته ته؛ نو دا شمېره 10000 ته رسېدلى و،چې دې پرمختګ د حديبيې  له تړون سره مخامخ تړاو درلود؛ځکه هغو ټبرونو،چې د قريشو له ويرې اسلام نۀ مانه؛خو وروسته تردې،چې قريشو اسلام پر رسميت وپېژانده او ټبرونه يې هر اړخيز تړون ته ازاد پرېښوول؛نو له دې لارې له نورو ټبرونو وېره لرې شوه او مسلمانانو وکړاى شول په ازاده فضا کې اسلام تبليغ کړي .

 2_ددې تړون دويمه ګټه دا وه،چې هغه وسپنيز دېوالونه، چې کفارو د مسلمانانو او کفارو ترمنځ درولي وو، له منځه ولاړل، چې په پايله کې مدينې ته تګ راتګ زيات شو او د خلکو ناسته پاسته هم له مسلمانانو سره زياته شوه،چې له دې لارې هم مسلمانانو وکړاى شول خلک د اسلام پر ښوونځي پوه کړي.

د مسلمانانو نظم او په اخلاص د پېغمبر اکرم لاروۍ، د مشرکانو خوب حرام کړى و. د مسلمانانو اوداسه، لمانځه او د لمانځه سمو ليکو او د پېغمبر اکرم په زړۀ پورې ويناوو،ډېر خلک اسلام ته لېوال او مينه وال کړل او بل خوا تر دې تړون وروسته،مسلمانانو مکې او شاوخوا سيمو ته تګ راتګ پېل کړ او له خپلو پخوانيو انډېوالانو او خپلوانو سره يې ليدل او د اسلام په باب يې ورسره خبرې کولې او ددې سفرونو پايله وه، چې د کفر څو مشران؛لکه “خالد بن وليد” او “عمرو عاص” د مکې تر فتح مخکې ايمان راوړو او د همدې تګ راتګ او خبرو اترو پايله وه،چې د مکې د فتح سرېزې يې چمتو کړې او مسلمانانو وکړاى شول بې له جګړې او وينې تويېدنې د شرک مرکز د توحيد پر مرکز واړوي او خلک هم ډلې ډلې اسلام ومني.

 د اتم  هجري کال په پېښو کې مو په دې  باب ليکلي دي.

3_له پېغمبر اکرم سره د کفر د مشرانو مخامخ کتنو د زړونو ډېرى کينې يې له منځه يووړې؛ځکه د پېغمبر اکرم نرم خوى او د خپل مخالف زغمل،هغوى سخت د پېغمبر اکرم پر اخلاقو مين کړي وو.

 د حديبيې د تړون پر ارزښت هله پوهېږو،چې پېغمبر اکرم لا مدينې ته نۀ و رسېدلى،چې د “فتح” سورت رانازل شو او پر مسلمانانو يې د ستر بري زېرى وکړ او  دا کار يې د يوه ستر کار سريزه وبلله، چې د مکې فتح وه او ويې ويل: إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا= په حقيقت كې موږ ستا په چارو کې څرګنده پراخي رامنځ ته کړه؛

قريش

 د تړون د ځينو مادو د له منځه وړو ټينګار کوي

پر تړون لا ډېر وخت نۀ و تېر شوى،چې قريشو له پېغمبر اکرم څخه      وغوښتل،د تړون دويمه ماده له منځه يوسي.هماغه ماده،چې د پېغمبر اکرم ډېر ياران يې غوسه کړي وو او پېغمبر اکرم  هم د “سهيل” په خورا سخت دريځۍ منلې وه.

 ماده داسې وه:((د اسلام حکومت دنده لري مسلمان شوي “قريش” د مکې حکومت ته وسپاري؛خو “قريش” ژمن نه دي تښتېدلي مسلمانان اسلامي حکومت ته وسپاري.))

دې مادې پر هغه ورځ ډېر مسلمانان پر غوسه کړل؛خو پېغمبر اکرم دا ماده په ورين تندي ومنله او ويې ويل: ((خداى به د مسلمانانو خلاصون ته په خپله لار هواره کړي.))

اوس به راشو د دې مادې د له منځه تلو پر لاملونو رڼا اچولو ته:

د “ابوبصير” په نامه يو مسلمان د مشرکانو له بنده وتښتېد او ځان يې مدينې ته ورساوه. دوو سترو شخصيتونو “ازهر” او “اخنس” پېغمبر اکرم ته ليک وليکه او ورته يې وليکل:((د تړون د دويمې مادې له مخې،بايد “ابوبصير” د مکې حکومت ته وسپارل شي.))

 او دا ليک يې د “بني عامر” د ټبر يو سړي او خپل مريي ته ورکړ،چې پېغمبر اکرم ته يې ورسوي.

پېغمبر اکرم هم د تړون له مخې، “ابوبصير” ته وويل:((بايد خپل قوم ته ورستون شې او سمه نۀ ده،موږ ورسره ټګي وکړو او زه ډاډ درکوم،چې خداى به ستا او د نورو خلاصون ته لار هواره کړي.))

 “ابوبصير”وويل:((ايا ما مشرکانو ته ورسپارئ،چې له دينه مې واړوي؟))

 پېغمبر اکرم بيا ډاډ ورکړ او د مکې استازيو ته يې وسپاره او هغوى د مکې پر لور روان شول. “ذي الحليفه” ته،چې ورسېدل؛نو “ابوبصير” د ستړيا له امله دېوال ته ډډه ووهله او په ورين تندي يې “عامري” سړى ته وويل: (( توره دې راکړه،چې و يې وينم.))

او  توره،چې څنګه ګوتو ته ورغله؛نو “عامري” يې پرې وواژه. مريي هم له  وېرې پښې د مدينې پر لور راسپکى کړې او ځان يې رسول اکرم ته راورساوه او ويې ويل: (( ابوبصير زما انډېوال وواژه.))

 ډېر وخت لا نۀ و اوښتى چې “ابوبصير” هم راورسېد او و يې ويل:

 ((رسول اکرمه! تا په خپله ژمنه عمل وکړ؛خو زه حاضر نۀ يم له داسې ډلې سره يو ځاى شم،چې پر دين مې لوبې کوي.))

 دا جمله يي وويله او مخ پر ساحل ولاړ، چې د قريشو کاروان ترې تېرېده او هلته په “عيض” نومي ځاى کې مېشت شو. د مکې مسلمانان هم د “ابوبصير” له کيسې خبر شول او تقريبا اويا کسان د قريشو له منګولو  وتښتېدل او له “ابوبصير” سره يو ځاى شول. هغوى پرېکړه وکړه د قريشو سوداګريز کاروانونه لوټ کړي او له قريشو،چې څوک ګوتو ته ورشي، و يې وژني.

 هغوى دومره په مهارت دا نقشه عملي کړه،چې “قريش” يې نور پوزې ته را ورسول. تردې،چې په خپله قريشو پېغمبر اکرم ته ليک ولېږه،چې د تړون دا ماده د دواړو اړخونو په خوښه له منځه يوسي.

پېغمبر اکرم همداسې وکړل او تښتېدلي،چې په “عيض” کې اوسېدل، مدينې ته راغلل.(297)

مسلمانې شوې ښځې به

 قريشو ته نۀ ورسپارل کېدې

د حديبې تړون لاسليک شو. “ام کلثوم” د “عقبه بن ابي عيط” لور له مکې څخه مدينې ته ولاړه. وروڼو يې “عمار” او “وليد” د تړون د دويمې مادې له مخې،له پېغمبر اکرم نه وغوښتل خور يې بېرته وروسپاري.

 پېغمبر اکرم وويل:(( په هغه ماده کې ښځې نۀ راځي او يوازې سړيو ته وه.)) (298)

د “ممتحنه” د سورت لسم آيت هم دا خبره سپينه کړې ده.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا جَاءكُمُ الْمُؤْمِنَاتُ مُهَاجِرَاتٍ فَامْتَحِنُوهُنَّ اللَّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَانِهِنَّ فَإِنْ عَلِمْتُمُوهُنَّ مُؤْمِنَاتٍ فَلَا تَرْجِعُوهُنَّ إِلَى الْكُفَّارِ لَا هُنَّ حِلٌّ لَّهُمْ وَلَا هُمْ يَحِلُّونَ لَهُنَّ وَآتُوهُم مَّا أَنفَقُوا وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ أَن تَنكِحُوهُنَّ إِذَا آتَيْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ وَلَا تُمْسِكُوا بِعِصَمِ الْكَوَافِرِ وَاسْأَلُوا مَا أَنفَقْتُمْ وَلْيَسْأَلُوا مَا أَنفَقُوا ذَلِكُمْ حُكْمُ اللَّهِ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ= مؤمنانو! كله چې درته باايمانه مهاجرې ښځې راغلې؛ نو ازمېښت يې كړئ، خداى د هغوى پر ايمان ښه پوهېږي او كه درته معلومه شوه،چې مؤمنې دي؛ نو كفارو ته يې بېرته مۀ سپارئ،نۀ دوى كفارو ته روا دي او نۀ كافران دوى ته روا دي او چې څه يې (ددې ښځو د ودونو لپاره) لګولي،ور يې كړئ او كه مهر يې وركړئ؛ نو واده  مو ورسره څه ګناه نۀ لري او هېڅكله كافرانې ښځې په خپله نكاح كې مۀ ساتئ (او كه ستاسې له ښځو كومه يوه كافره شوه او د كفرسيمې ته وتښتېده) بايد،چې وركړى مهر ترې وغواړئ؛لكه څنګه چې هغوى (د هغوښځو) له تاسې مهر غواړي (چې ترې بېلې شوې دي) دا د خداى حكم دى،چې ترمنځ مو پرېكړه كوي او خداى پوه حکيم دى.

 دا وه د “حديبې” کيسه،چې په ډاډمنه فضا کې پېغمبراکرم وکړاى شول،د نړۍ واکمنانو ته ليکونه ولېږي او خپله بلنه او نبوت نړيوال کړي.

يودېرشم څپرکى

د اووم  هجري کال پېښې

پېغمبر اکرم

نړيوال رسالت اعلانوي

د حديبې تړون پېغمبر اکرم د جنوب  له لوري (مکه) له يرغلونو ډاډمن کړ او د  همدې تړون برکت و،چې د عربو ډېرو مشرانو د خداى دين  ومانه ؛نو ځکه پېغمبر اکرم  وخت غنيمت وګاڼه او د خپل وخت د شاوخوا واکمنانو او سياسي او مذهبي مشرانو ته يې ليکونه ولېږل او دين ته يې راوبلل او تر نولس کالو کورنيو جګړو وروسته، دا بهر ته د اسلام خپرولو لپاره د پېغمبر اکرم لومړى ګام و او که داخلي دښمنانو د پېغمبر اکرم  وخت په جګړو نۀ واى ضايع کړى؛نو دا کار به يې ډېر پخوا کړى واى.

پېغمبر اکرم،چې کوم ليکونه واکمنانو او يا د ټبرونو مشرانو ته لېږلي وو،موږ ته د هغه د بلنې طريقه راښيي او له دې يوازې 185 ليکونه راپاتې دي،چې تاريخپوهانو ثبت کړي دي.

د پېغمبر اکرم استازى د ايران په دربار کې

د “ايران” واکمن “خسرو پرويز” و او د اووم هجري کال په پېل کې حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه و آله وسلم خپل لوړ پوړى افسر؛ “عبدالله خذاه سهمي قريشي”مامور کړ،چې ليک يې دربار ته يوسي او “خسرو پرويز” ته يې ورکړي او په دې ليک يې د خداى دين ته راوبلي.

په دې باب دوه لاندې کتابونه ولولئ:

١_((الوثائق السياسية)) د “پاريس” د پوهنتون استاد،د پروفسور محمد حميدالله حيدر آبادي ليکنه.

٢_((مکاتب الرسول)) د علي احمدي ليکنه.

ابن سعد په طبقات ( 1/ 285) کې ددې استازي د تګ نېټه د اووم هجري کال د محرم مياشت ليکلې ده.

 موږ دلته د پېغمبر اکرم د ليک پښتو ژباړه راوړې ده.

د لوراند او لورين څښتن په نامه

د ((محمدرسول الله)) له لوري،د “ايران” لوى کسرى ته!

درود دې پر هغه وي، چې د حقيقت پلټنه کوي او پر خداى او پېغمبر يې ايمان راوړي او ګواهي ورکړي،چې بې له هغه بل خداى نۀ شته. زه د خداى په حکم تا هغه ته رابولم.زه خدای د خلکو لارښوونې ته رالېږلى يم،چې ټول خلک يې له قهره ووېروم او پر کافرانو خپله غاړه خلاصه کړم. اسلام راوړه،چې په امان کې شې او که له ايمان او اسلامه  دې سرغړونه وکړه؛نو د مجوس ملت ګناه به ستا پر غاړى وي. (299)

د پېغمبر اکرم سفير دربار ته ننووت.”خسرو پروېز” حکم وکړ ليک ترې واخلئ؛خو سفير وويل:(( زه بايد په خپله ليک ورکړم))؛ نو ليک يې په خپله ورکړ.

 “خسرو پرويز” ژباړن راوغوښت. ژباړن ليک پرانيست او داسې يې  و ژباړه:يو ليک دى د ((محمدرسول الله)) له لوري د “ايرن” لوى کسرى ته. تر اوسه لا ژباړن ليک نۀ و خلاص کړى،چې د “ايران” واکمن سخت غوسه شو او ليک يي له ژباړنه راواخيست او څيرې يې کړ او چغې يي کړې:

 ((دې سړي ته وګورئ،چې خپل نوم يې زما تر نامه مخکې ليکلى)) او حکم يې ورکړ،چې “عبدالله” له درباره وباسئ.

 “عبدالله” له ماڼۍ راووت او پر اس سپور مدينې ته راغى او پېغمبر اکرم ته يې د ورسپارل شوى دندې ګزارش ووايه.پېغمبر اکرم د”خسرو پروېز” له بې احترامۍ سخت غوسه شو او ښېرا يې ورته وکړه. (300)

د يعقوبي نظريه:

“ابن واضع” د “يعقوبي” خبر د نورو تاريخپوهانو پر خلاف ليکي او وايي:((خسرو پرويز د پېغمبر اکرم ليک ولوست او د پېغمبر اکرم درناوي ته يې مشک او ورېښم ولېږل.پېغمبر اکرم عطر ووېشل او ويې ويل: “ورېښم سړيو ته ښه نۀ دي او ويې ويل:هغې سيمې ته به د اسلام قدرت ورشي.”)) (301)

خو يو تاريخپوه هم د”يعقوبي” له نظر سره موافق نۀ دى. يوازې “ابن حنبل” ليکلي،چې: (( خسرو پروېز پېغمبراکرم ته ډالۍ راولېږلې.))  (302)

د يمن واکمن ته د خسرو پروېز حکم

د “يمن”  ښېرازه سيمه د مکې جنوب ته پرته ده او واکمنان يې تل د “ساساني” حکومت لاسپوڅي وو.په هغو ورځو کې د “يمن” حکمران “باذان” و. ساساني واکمن د غرور له مخه د “يمن”  پاچا ته وليکل:((خبر شوى يم په مکه کې يو قريشي د “نبوت” دعوا کړې. دوه افسران ورپسې ولېږه او لاس نيولى يې راولېږه.)) (303)

“ابن حجر” په “الاصابه” کى ليکلي:(( “باذان” دوو افسرانو ته حکم وکړ، چې “محمد” د خپلو نيکونو دين ته راوګرځوي او که و يې نۀ منله؛نو سر يې له تنه بيل کړئ او ماته يې راوړئ.))

 د واکمن دا ليک د هغې پر بې خبرۍ ګواهي کوي،چې نۀ پوهېده دا سړى،چې د نبوت ادعا کوي،شپږ کاله مخکې له مکې څخه مدينې ته مهاجر شوى دى.

د “يمن”  واکمن،چې له مرکزه حکم واخېست؛نو دوه تکړه افسران “فيروز” او “خرخسره” يې د “حجاز” پر لور ولېږل. دوى لومړى په “طايف” کې له يوه سړي سره وکتل،چې ورته يې لارښوونه وکړه او ويې ويل:(( په کوم سړي پسې،چې ګرځئ،اوس په مدينه کې دى))؛نو لار يې مدينې ته ورکږه کړه او پېغمبر اکرم ته ورغلل.د باذن ليک يې پېغمبر اکرم ته ورکړ او ورته يې وويل:

 ((موږ حکم لرو “يمن”  ته مو جلب کړو او انګېرو زموږ واکمن ستاسې په باب له “خسرو پروېز” سره خبرې کړي او که داسې و نۀ کړئ؛نو د “ساسان” حکومت به پر تاسې بريد وکړي او سړي  به  مو ووژني.))

پېغمبر اکرم يې په سړه سينه خبرې واورېدې او مخکې له دې،چې ورته ځواب ورکړي،اسلام ته يې راوبلل او څېرې يې؛ځکه خوښې نۀ شوې،چې اوږده اوږده برېت يې درلودل او ورته يې وويل:((خداى مې راته حکم کړى،چې اوږدې ږيرې او برېتونه کمې کړم.))(کامل:٢/١٠٦)

 د پېغمبر اکرم پراخې سينې او عظمت پرې هېبت راوست او چې هغوى يې اسلام ته رابلل؛نو دواړه رپېدل او بيا يې ورته وويل: (( نن ولاړ شئ ! زه به خپل نظر درته څرګند کړم.))

 پردې  مهال وحې راغله او پېغمبر اکرم يې د “خسرو پرويز” له وژنې خبر کړ. د هغې ورځې په سبا دا دوه افسران د پېغمبر اکرم ځواب اورېدو ته راغلل. پېغمبر اکرم ورته وويل:((خداى مې راته خبر راکړ،چې بېګا شپه “خسرو پرويز”،زوى يې “شيرويه”  وژلى دى او په خپله پر تخت کېناست.))

 هغه شپه،چې پېغمبر اکرم وټاکله،د اووم هجري کال د جمادي الاول د مياشتې لسمه او د سه شنبې شپه وه.(304)

د “باذان” ماموران ددې خبرې پر اورېد ووېرېدل او ويې ويل:(( ستاسې ددې خبرې مسئووليت ستاسې د نبوت تر ادعا هم زيات شو،ناچاره يو دا خبره “باذان” ته يوسو او هغه  هم دا خبره “خسرو پروېز” ته ورسوي.))

پېغمبر اکرم وويل: (( زه به ډېر خوشحاله شم،که هغه دې خبر کړ او ورته زما له لوري ووياست:زما دين او قدرت به تر هغه ځايه درورسي او که اسلام دې ومانه؛ نو پر همدې منصب به دې پرېږدم.))

 بيا پېغمبر اکرم ددې دوو افسرانو هڅولو ته دوه ګران بيه ملاوستني ورکړل،چې پکې سره زر کارول شوي وو او په درناوي يې رخصت کړل. دا ملاوستني د شاوخوا د ټبر مشرانو،پېغمبر اکرم ته ډالۍ کړي وو. هغوى ولاړل او د پېغمبر اکرم له خبرې يې “باذان” خبر کړ.

 “باذن” وويل:((که دا خبره يې رښتيا وي؛نو پر حقه پېغمبر دى او بايد پليون يې وشي.))

 ډېر وخت لا نۀ و وتلى،چې له “شيرويه” څخه”باذان” ته ليک راورسېد: ((پوه شه! “خسروپروېز” مې وواژه او د ملت قهر ددې لامل شو،چې زه يې ووژنم؛ځکه د قوم سپين ږيري يې ووژل او ډېر يې خپاره کړل او چې زما ليک در ورسېد؛نو له خپلو خلکو راته بيعت واخله او هغه،چې د نبوت ادعا کوي او زما د پلار پر ضد يې تا ته حکم درکړى و، ورسره بد چلن و نۀ کړې، تر څو مې حکم درشي.))

د شيرويه دا ليک د دې لامل شو،چې “باذن” او د حکومت وګړي يې ټول اسلام راوړي او بيا “باذان”،پېغمبر اکرم ته ليک ولېږه او له خپلو مسلمانېدو يې خبر کړ.

دوه دېرشم څپرکى

د خطر مرکز يا د خيبر اوسپنيز سنګر

د خيبر جګړه

له هغې ورځې،چې د اسلام ستورى په مدينه کې په ځلا شو؛نو تر قريشو زيات،يهودو له اسلام سره کينه راواخيسته او د اسلام ځپلو ته يې ملا وتړله او په لار کې يې ورته خنډونه جوړول پېل کړل.

هغه يهود،چې د مدينې په شاوخوا کې اوسېدل،د خپلو ناوړو کړنو په سزا ورسېدل،چې ځينې ترې اعدام او ځينې؛لکه “بني قينقاع” او “بني النضير” له مدينې وشړل شول او د خيبر “وادي القرى” او يا “شام” ته ولاړل.

د مدينې د شمال په 32 فرسنګۍ کې د “خيبر” ښېرازه سيمه پرته وه او يهودو د پېغمبراکرم له بعثت مخکې هلته د استوګنې او خپلې دفاع ته اوه ګونې کلاګانې جوړې کړې وې او دا چې د سيمې خاوره کښت ته مناسبه وه؛نو اوسېدونکي يې په کښت،سوداګرۍ، وسله جوړونه او دفاعي چارو کې خورا مهارتونه درلودل. د اوسېدونکيو شمېر يې 20000 تنه وو،چې پکې جنګيالي هم ډېر وو.(305)

د “خيبر” د يهودو جرم دا و،چې د عربو ټول قبايل يې د اسلام راپرځولو ته راوهڅول او په خپلو مالي مرستو يې ستر لښکر جوړ کړ او د مدينې خولې ته يې راوست؛ خو د مسلمانانو مجاهدت او د انحضرت (ص) مشري  وه،چې خپاره يې کړل او خپلو کورونو ته ولاړل،چې د “خيبر” يهودان هم ستانه شول او د اسلام په پلازمېنه “مدينه” کې بيا ارامي راغله. د يهودو دې ټګيو او ناځوانۍ پېغمبر اکرم اړ کړ،چې د خطر دا مرکز له منځه يوسي او بې وسلې يې کړي؛ځکه وېره وه دا ټبر بيا عرب د اسلام پر خلاف راټول کړي او بيا د “احزاب” جګړه راپېښه شي. په تېره دا،چې يهود پر خپل دين ټينګ ولاړ وو او متعصب هم وو،داسې چې په زرګونو بوت لمانځيو قريشو پر پېغمبر اکرم ايمان راووړ؛ خو يو يهودى هم تيار نۀ شو پر پېغمبر اکرم ايمان راوړي او ددې کار ښه وخت همدا اوس دى؛ځکه پېغمبر اکرم د جنوب له لوري د حديبې په تړون ډاډمن شو او پوهېده که پر يهودو بريد وکړي؛نو “قريش” به له يهودو سره مرسته و نۀ کړي او د نورو ټبرونو؛لکه “غطفان” د مرستې مخنيوى ته،چې د خيبريانو ملاتړ وو،پېغمبر اکرم بله نقشه سنجولې وه،چې وروسته به وويل شي؛ نو ځکه پېغمبر اکرم په “عربستان” کې د يهودو د وروستۍ جرړۍ ايستولو ته د تيار شئ حکم وکړ او و يې ويل:((په دې جګړه کې يوازې هغوى ګډون کړاى شي،چې د حديبيې په سوله کې يې ګډون کړى و او بې له هغوى نور په خپله خوښه برخه اخېستاى شي؛خو په غنيمت کې به برخه نۀ لري.)) پېغمبر اکرم “غيله ليثي” په مدينه کې خپل ځايناستى کړ او حضرت “علي” (ک) ته يې سپين بيرغ ورکړ او د حرکت حکم يې ورکړ او دا چې کاروان ژر خپل مقصد ته ورسي؛نو “عامر بن اکوع” د پېغمبر اکرم ساربان ته اجازه ورکړ شوه، چې شعر ووايي:

((پر خداى قسم که د خداى پېرزوينه او عنايت نۀ وى؛ نو موږ بې لارې وو. نۀ مو صدقه ورکوله او نۀ مو لمونځ کاوه. موږ هغه ملت يو،چې د چا تر زور لاندې نۀ راځو. خدايه! موږ ته زغم او استقامت راپر برخه او په دې لار کې مو قدم ټينګ لره.))

 دې شعر پېغمبر اکرم دومره خوشحاله کړ،چې “عامر” ته يې دعا وکړه، چې بالاخره عامر په دې جګړه کې شهيد شو.

د اسلام پېغمبر له لښکر سره،چې شمېر يې 1600 سرتېري او 200 سپاره پکې وو، د “خيبر” پر لور ولاړل.(306)

 “ابن هشام” په خپله سيره کې ددې لښکر د حرکت نېټه د “محرم” مياشت ښوولې ده.(307)؛ خو “ابن سعد” ددې لښکر د حرکت نېټه د اووم هجري کال “جمادي الاول” مياشت ښوولې ده او دا چې پېغمبر اکرم د “محرم” په مياشت کې خپل سفيران ولېږل؛نو ځکه د “ابن سعد” نظر پوخ ښکاري.(308)

پېغمبر اکرم،چې د “خيبر” سيمې ته ورسېد؛نو دعا يې وکړه، چې د پېغمبر اکرم پر پاک نيت ګواهي ورکوي:(( د اسمانو او څه،چې ترې لاندې دي او د ځمکې او څه،چې پرې پراته خدايه! زه له تا ددې ابادۍ او څه،چې پکې دي،خير غواړم او له بدۍ يې تا ته پناه دروړم.)) (309)

 د پېغمبر اکرم په داسې تضرع دعا کول راښيي هغه له جګړې سره د مينې يا د هېواد پراختيا او يا غچ اخستو ته نۀ و راغلى؛بلکې راغلى و چې اسلام ته مامخ دا ګواښ له منځه يوسي او تاسې ګران لوستونکي به ووينئ پېغمبر اکرم،چې کلا ګانې ونيوې او بې وسلې يې کړې؛نو ځمکې او پټي يې بېرته ورکړل او يوازې جزيه يې ترې  واخيسته.

د شپې حساسې سيمې او لارې ونيول شوې

اوه ګونو کلاګانو هرې يوې ځانګړى نوم درلود؛لکه “ناعم”،”قموص” ،”کتيبه”،”نسطاة”،”شق”،”وطيح”،”سلالم” او پر ځينو کلاګانو يې د خپلو مشرانو؛ لکه د “مرحب” کلا او…. نومونه ايښي وو.

 د بهر پر اوضاع  پوهېدنې ته د هرې کلا په غاړه کې يې برج جوړ کړى و،چې ساتندويانو پکې څوکۍ کوله او کلاګانې داسې جوړې شوې وې،چې اوسېدونکي يې پوره پر بهر برلاسي وو او د تيږو او چپنډو په ويشتو يې له دښمن سره مقابله کړاى شوه. (310)

 په دې  20000 کسانو کې 2000 جنګيالي وو او د اوبو او خوړو د زېرمو له لوري پوره ډاډه و. د کلا ګانو کنډر کول هم اسان کار نۀ وو او که چا غوښتل ورنږدې شي؛نو له پاسه به په تيږو ژوبل يا وژل کېدل،چې دا کلاګانې يهودو جنګياليو ته کلک سنګرونه شمېرل کېدل.

 مسلمانان داسې غښتلي او مجهز دښمن ته مخامخ شوي وو؛ نو بايد پرمخ تلليو پوځي تکتيکونو ګټه واخلي.

 لومړى ټولې حساسې سيمې او لارې د شپې ونيول شوې او دا کار دومره په مهارت او بې ځنډه وشو،چې ان د برجونو ساتندويان هم پرې خبر نۀ شول.سهار وختي،چې يهودان خپلو کروندو ته راووتل؛نو و يې ليدل،چې مسلمانانو پرې ټولې لارې تړلې دي او دومره ووېرېدل،چې وتښتېدل او په ځان پسې يې د کلاګانو ورونه وتړل او نور يې خبر کړل،چې “محمد” له يارانو سره يې راغلى دى.

 پېغمبر اکرم  پر دې مهال د اسلام د سرتېرو د جنګي روحيي د غښتلتيا لپاره وويل: (( وران دې وي “خيبر”!د وېرول شويو به څومره بدحال به وي !))

يهودان راټول شول او په جرګه کې يې پرېکړه وکړه،چې ښځې او ماشومان يوې کلا ته،د خوړو زېرمه بلې کلا ته يوسي او د هرې کلا دې جنګيالي له پاسه په ډبرو او غشيو دفاع وکړي او په مناسب وخت کې دې جنګيالي راووځي او د اسلام له جنګياليو سره جګړه وکړي.

 يهود تر پايه  پر خپلې نقشې ودرېدل؛نو ځکه يې  د مسلمانانو پر وړاندې يوه مياشت مقاومت وکړ او کله خو به داسې هم پېښېدل،چې د يوې کلا نيولو ته به لس ورځې هلى ځلى هم ناکامېدې.

په سخته کې تقوا

پر دې مهال پر مسلمانانو لوږه راغله؛نو د هغو ځناورو غوښې يې خوړې،چې مکروه وو. پېغمبر اکرم ته د يهودو يو تور مخى شپون راغى او له پېغمبر اکرم يې وغوښتل اسلام ورته وښيي،په هماغه ناسته کې يې ايمان راووړ او ويې ويل:(( دا رمه راسره امانت ده او اوس،چې مې اړيکه د رمې له مالکانو سره پرې شوې؛نو زه له دې رمې سره څه وکړم؟))

پېغمبر اکرم د سل ګونو وږيو په مخکې وويل: (( زما په دين کې د چا په مال کې خيانت ستر جرم دى. تا ته پکار دي،چې دا ګډې د کلا مخې ته بوځي او مالکانو ته يې وسپارې.))

 د پېغمبر اکرم يې خبره ومنله او بې ځنډه يې په جګړه کې برخه واخېسته او د اسلام په لار کې شهيد شو.(311)

هو! زموږ پېغمبر اکرم يوازې په ځوانۍ کې په “امين” مشهور نۀ و؛ بلکې د ژوند په ټولو شېبو کې “امين” و.

هغه مهال،چې مسلمانانو يهود کلابند کړي وو؛نو رمې يې تلې راتلې؛خو يو مسلمان هم په هغه سخته لوږه کې پرديو پسونو ته پورته هم و نۀ کتل؛ځکه د اسلام په ښوونځي کې امين انسانان وو.

 يوه ورځ چې لوږه ډېره سخته شوه؛نو پېغمبر اکرم حکم وکړ، چې د يهودو له رمو يوازې دوه پسونه راونيسئ او حلال يې کړي او که لوږه دومره نۀ واى سخته شوې؛نو مسلمانانو به هېڅکله داسې نۀ وو کړي؛نو چې کله به له لوږې د سرتېرو شکايتونه ډېر شول؛نو پېغمبر اکرم به لاس اسمان ته پورته کړ او و به يې ويل:(( خدايه! په سرتېرو مې د خوړو کلا فتح کړې.))

 پېغمبر اکرم اجازه نۀ ورکوله،چې بې له بري او فتح يې سرتېري د خلکو مالونو ته لاس وغځوي.(312)

کلاګانې په يو بل پسې ونيول شوې

د اسلام سرتېرو،چې د “ناعم” او “قموص” کلاګانې ونيوې؛نو د “وطيح” او “سلالم” کلاګانو ته ونښتل؛خو يهودو سخت مقاومت وښود؛ځکه د اسلام سرتېرو،چې څومره زيار ګاله؛نو يوازې تلفات يي ورکول،چې دا تلفات د اسلام ستر سيره ليکونکي “ابن هشام” په ځانګړي مسند کې راوړي او تر لسو ورځو اخ و ډب وروسته به ټول بې پايلې غونډ ته راستنېدل.

يوه ورځ حضرت “ابوبکر”(رض) ته د کلا د نيولو دنده ور ترغاړې شوه، مسلمانانو يې هم پر بولندويۍ حرکت وکړ؛خو څه موده وروسته بې پايلې راستانه شول .

 بله ورځ يې د کلا د نيولو بولندويي حضرت “عمر”(رض) ته ورکړه. هغه هم تش لاس راوګرځېد. (313)

 په پاى کې پېغمبر اکرم خپل افسران راټول کړل او ورته يې وويل:

 (( دا بيرغ به سبا يو تن ته ورکړم،چې خداى او پېغمبر پرې ګران دى او پر خداى او پېغمبر هم هغه ګران دى او هغه هېڅکله له جګړې نۀ دى تښتېدلى او دښمن ته يې شا کړې نۀ ده او خداى به يې دا کلا په لاس فتح کړي.))

  “طبرسي” او “حلبي”  وايي،چې پېغمبر اکرم وويل:(( پر دښمن بريد کوي او هېڅکله له جګړې نۀ تښتي.)) (314)

هر چا غوښتل دا وياړ يې په برخه شي،چې سبا شو؛ټول راټول شول او هر يو په تمه و،چې پېغمبر اکرم به ورته بيرغ ورکوي. ټول چوپ وو. پېغمبر اکرم وويل:((“علي” چېرې دى؟ ))

ورته وويل شول:((سترګې يې خوږېږي او استراحت کوي.))

 پېغمبر اکرم وويل:((  رايې ولئ.))

 طبري وايي:((حضرت “علي” (ک) يې پر اوښ يې راسپور کړ او را يې ووست. پېغمبر اکرم  خپل لاس د حضرت “علي” (ک) په سترګو ومښه او ورته دعا يې وکړه او د سترګو درد يې داسې ورک شو، چې د “عمر” تر پايه پرې اخته نۀ شو.))

پېغمبر اکرم حضرت “علي” ته د پرمختګ اجازه ورکړه او ورته يې وويل:

((له جګړې مخکې کلا ته استازى ولېږه او دين ته يې راوبله؛نو که و يې منله؛نو پوه يې کړه،چې بايد بې وسلې شي او اسلامى حکومت ته جزيه ورکړي او که چا دې خبرې ته غوږ کېنښود؛ نو ورسره وجنګېږه.)) (315)

 حضرت “علي” (ک) چې ته؛ نو پېغمبر اکرم ورته په مخه ښه کې وويل: ((خداى چې څوک ستا له لارې هدايت کړي؛نو دا درته تر هغو سرو اوښانو ښه ده، چې د خداى په لار کې يې وکاروې.)) (316)

په خيبر کې ستر برى

 پېغمبر اکرم،چې حضرت “علي” (ک) ته دنده ورکړه،چې د “وطيح” او “سلالم” کلاګانې فتح کړي؛نو زغره يې واغوسته او خپله ځانګړې توره؛ “ذوالفقار” يې راواخيسته او هغه بيرغ،چې پېغمبر اکرم ورکړې و،”خيبر” ته نږدې يې وځړاوه.

 پر همدې مهال د “خيبر” ورايله شو او يهودانو ميدان ته راودانګل. لومړى د “مرحب” ورور “حارث” ميدان ته راغى؛د غږ هيبت يې دومره و،چې د حضرت “علي” تر شا سر تېري ټول پر شا ولاړل؛خو حضرت “علي” ورته پر ځاى ولاړ و. ډېر وخت لا نۀ و تېر،چې حضرت “علي”، “حارث”  وواژه.”مرحب” د ورور وژنې خورا غمجن کړ،پر وسله سمبال راغى او دا شعر يې ووايه:

(( د “خيبر” دېوالونه او ورونه ګواه دي، چې “مرحب” يم. کار ازمېيلې او په وسله سمبال.که روزګار بريالى وي؛نو زه هم بريمن يم. هغه ننګيالى، چې د ننګ په ډګر کې راسره مخ کېږي؛نو په وينو يې لړم.))  

حضرت “علي” (ک) هم د “مرحب” د شعر پر وزن او قافيه شعر ووايه:

(( زه هماغه يم،چې مور مې راباندې د “حيدر” (زمرى) نوم کېښود. د زمري په څېر جنګيالى يم.غښتلې مټې او څټ لرم،د جګړې په ډګر کې د زمري په څېر پر خلکو هيبت راولم.))  

د دواړو جنګياليو شعرونه پاى ته ورسېدل او د نېزو او تورو خرپا راپورته شوه. څو شېبې وروسته حضرت “علي”، “مرحب” پر سر وواهه او ويې واژه. د حضرت “علي” دې ګوزار د يهودو پر نورو ننګياليو وېره راوسته او وتښتېدل او هغوى،چې  نۀ وو تښتېدلي،له حضرت “علي” سره لاس په لاس پر جګړه شول او ټول حضرت “علي” ووژل. حضرت “علي” په تښتېدليو يهودو پسې ورغى، پردې  مهال يو يهودي په توره د حضرت “علي” (ک) ډال وواهه او له لاسه يې وغورځېد؛ناڅاپه د حضرت “علي” (ک) سترګې،د کلا پر ورۀ ولګېدې،ولاړ او له بېخه يې راونړاوه او د جګړې تر پايه يې د ډال په توګه کاراوه. تر جګړې وروسته، چې حضرت “علي”  ور وغورځاوه؛نو د اسلام اته غښتلي سرتېري راغلل،چې ور راپورته کړي؛خو و يې نۀ کړاى شول.(317)

او هغه کلا،چې مسلمانانو يې نيولو ته لس ورځې هلې ځلې کړې وې، حضرت “علي” په يوه شېبه کې ونيوه.

“يعقوبي” په خپل تاريخ کې لېکي:((ور په ډبرين دېوال کې و،چې اوږدوالى يې 4 ذرع او پلن والى يې 2 ذرع و.)) (318)

“شيخ مفيد” په “ارشاد” کې په ځانګړي سند کې له حضرت “علي” (ک)د “خيبر” د ور د رانړولو کيسه رانقل کړې ده:

(( ما د “خيبر” ور راونړاوه او د ډال په توګه مې کاراوه او جګړه،چې خلاصه شوه؛نو ور مې د هغې کندې له پاسه پول کړ،چې يهودو د کلا او زموږ په منځ کې اېستلى وه. بيا مى ور هغه کندې ته ګوزار کړ،چې يوه سړي وپوښتلم:ايا د ورۀ پر دروندوالي پوه شوې ؟ ورته مې وويل: د يو ډال هومره.))(319)

 تاريخ ليکونکيو او سيره ليکونکيو د “خيبر” پر ورځ د حضرت “علي” د سرښندنې په باب لېکلي دي:((داسې چارې په بشري قدرت نۀ شي کېداى او په خپله حضرت “علي” وايي:”هغه ور مې په بشري قدرت نۀ و رانړولى؛بلکې پر قيامت ايمان او په الهي قدرت مې راونړاوه.”)) (320)

د بري پر مهال تېرېدنه

الهي انسانان او د دنيا ستر خلک تر بري وروسته له دښمن سره پر نرمۍ چلن کوي او غچ ترې نۀ اخلي. پېغمبر اکرم هم د “خيبر” د جګړې تر ګټلو وروسته،د خپلې نرمۍ او مهربانۍ وانده د “خيبر” پر يهودانو خپاره کړل او د يهودو يې له هغه وړانديز سره هوکړه وکړه، چې: ((موږ په “خيبر” کې هستوګنې ته پرېږده او ځمکې او پټي مو هم په واک کې پرېږده، د خپلو ځمکو نيم حاصلات به مسلمانانو ته ورکوو.))

  “ابن هشام” خو وايي،چې ان دا وړانديز خو په خپله پېغمبر اکرم يهودو ته وکړ.(321)

درې دېرشم څپرکى

فدک

“فدک”،”خيبر” ته نژدې ښېرازه سيمه وه،چې له مدينې140 کيلومټره لرې پرته وه. تر “خيبر” وروسته د “حجاز” د يهودو اډانه وه. د اسلام لښکر، د “خيبر” د “وادي القرى” او د “تيما” د يهودو تر ځپلو او د مدينې په شمال کې ترشته تشه، د اسلام په پوځي قوتونو ډکه کړه او په هغه هېواد کې د يهودو قدرت د پاى ته رسولو لپاره پېغمبر اکرم خپل استازى؛”محيط” د “فدک” مشرانو ته ولېږه. “يوشع بن نون”، چې د سيمې مشر و، سوله او تسليمېدل يې ومنل او ژمنه يې وکړه،چې د کال نيم حاصلات به د اسلام پېغمبر ته ورکوي او نور به د اسلام تر بيرغ لاندې ژوند کوي او د مسلمانانو پر خلاف به دسيسه نۀ کوي او اسلامي حکومت به يې هم په بدل کې په سيمه کې سوله او امنيت ټينګ ساتي.

هغه ځمکې،چې په جګړه او پوځي قدرت نيول کېږي،په ټولو پورې اړه لري او اداره يې د اسلام د واکمن په لاس کې وي؛خو هغه ځمکې د پېغمبر اکرم دي،چې بې جګړې او د سرتېرو له لېږلو بېرته، د مسلمانانو ګوتو ته راځي او تر پېغمبر اکرم وروسته د ورپسې امام دي او دداسې ځمکې مالکيت د پېغمبر اکرم يا امام په لاس کې دى او کړاى شي، و يې بښي او يا يې اجاره ورکړي او يا ترې د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کړي.

وَمَا أَفَاء اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْهُمْ فَمَا أَوْجَفْتُمْ عَلَيْهِ مِنْ خَيْلٍ وَلَا رِكَابٍ وَلَكِنَّ اللَّهَ يُسَلِّطُ رُسُلَهُ عَلَى مَن يَشَاءُ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ= او څه چې خداى له هغوى [يهودو] د غنيمت په دود خپل استازي ته (بښلي او) اړولي دي،هغه داسې څه دي چې تاسې يې د لاس ته راوړو لپاره نۀ اس ځغلولى او نۀ اوښ (څه زيار مو نۀ دى اېستلى)؛خو خداى چې پر چا وغواړي، خپل استازي برلاسي کوي او خداى پر هر څه قادر دى. (حشر/6)

مَّا أَفَاء اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ كَيْ لَا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاء مِنكُمْ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ=څه چې خداى ددغو كليو له اوسېدونكيو خپل استازي ته را اړوي؛نو هغه د خداى او د(هغه) د استازي او خپلوانو او يتيمانو او مسكينانو او پرديسانو لپاره دي،چې (دا ډېره شتمني) ستاسې د بډايانو ترمنځ لاس په لاس نۀ شي او څه، چې تاسې ته د (خداى) استازي راوړي دي؛ نو هغه واخلئ (او عمل پرې وكړئ) او چې له څه مو منع كوي؛نو ډډه ترې وكړئ او د خداى له (مخالفته) ځان وساتئ؛خداى سخت عذابى دى. (حشر/7)

  دا موضوع په فقهي کتابونو کې د جهاد په برخه د “فى” او “انفال” تر عنوان لاندې څېړل شوې ده؛نو ځکه پېغمبر اکرم “فدک” خپلې لور حضرت فاطمې بي بي ته وباښه.  له بښنې دلته دوه مطلبه وو:

1 _ د مسلمانانو واکمني د پېغمبر اکرم تر وفات وروسته د پېغمبر اکرم د څرګندې وينا له مخې،د حضرت “علي” (ک) پر غاړه وه او داسې ستر منصب ډېره پانګه غواړي او حضرت “علي” (ک) هم ددې منصب د چارو سرته رسولو ته د “فدک” له عايداتو ګټه اخيستاى شوه.

2 _ نبوي کورنۍ؛”فاطمه”،”حسن”،او”حسين” بايد د پېغمبر اکرم تر وفات وروسته پتمن ژوند ولري،چې د پېغمبر اکرم حيثيت او شرف خوندي پاتې شي؛نو ځکه پېغمبر اکرم “فدک” خپلې لور ته وباښه.

وَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَلاَ تُبَذِّرْ تَبْذِيرًا= او خپلوانو ته د هغوى حق وركړه او(همداراز) د مسكينانو او مسافرو(حق) وركړه او هېڅكله بې ځايه لګښت اواسراف مۀ كوه ؛

شيعه او ځينې سني محدثان وايي دا آيت،چې نازل شو؛نو پېغمبر اکرم خپله لور حضرت “فاطمه” راوغوښته او “فدک” يې ورکړ.د حديث راوي،ستر صحابي حضرت”ابو سعيد خدري”(رض) دى. (322)

ټول مفسران شيعه دي، که سني وايي دا آيت د پېغمبر اکرم د خپلوانو په باب نازل شوى دى او د پېغمبر اکرم لور د “ذي القربى” څرګند مصداق دى،ان په “شام” کې،چې يو سړي، حضرت “علي بن الحسين زين العابدين” ته وويل ځان معرفي کړه؛نو د ځان د معرفي کولو لپاره يې نوموړى آيت ولوست او دا مطلب مسلمانانو ته دومره روښانه و،چې هغه شامي تصديق ته خپل سر وخوځاوه او ويې ويل:

(( له رسول اکرم سره د خپلوۍ له امله خداى تعالى خپل پېغمبر ته حکم وکړ،چې حق مو ادا کړي.)) (323)

لنډه دا،چې دا آيت د حضرت “فاطمة الزهرا” او د زامنو په باب يې نازل شوى. په دې باب ټول يوه خوله دي؛خو دا چې ددې آيت د نزول پر مهال پېغمبر اکرم،”فدک” خپلې لور فاطمې ته ورکړ، شيعه عالمان يوه خوله دي او ځينې د اهل سنتو عالمان هم او “مامون” (په هر علت، چې و) غوښتل يې د “فدک” ځمکه د فاطمې زامنو ته ورکړي؛نو مشهور محدث “عبدالله بن موسى” ته يې ليک وليکه،چې په دې باب ورته لازمې لارښوونې وکړي. هغه هم “مامون” ته پورته حديث وليکه،چې ددې آيت د شان نزول په باب دى او “مامون” هم د “فدک” ځمکه د حضرت فاطمې زامنو ته ورکړه.(324)

عباسي خليفه د مدينې والي ته وليکل:((پېغمبر اکرم د”فدک” کلى خپلې لور ته وربښلى و او دا څرګنده ده او د “زهرا” د زامنو په منځ کې په دې باب اختلاف نۀ شته.)) (325)

هغه ورځ چې “مامون” د شکايتونو اورېدو ته پر ځانګړې کرسۍ کېناست؛لومړى ليک چې ورته راغى؛نو ليکونکي يې ځان د حضرت “فاطمةالزهرا” مدافع ښوولى و.

 “مامون” ليک ولوست او و يې ژړل او و يې ويل:(( څوک د حضرت فاطمې مدافع دى؟))

 يو زوړ سړى پاڅېد او ځان يې معرفي کړ. تر منځ يې د قضاوت غونډه پر مناظرې بدله شوه. بالاخره “مامون” خپله ماتې ومنله او د دېوان رئيس ته يې حکم وکړ،چې د “فدک” ځمکې دې د فاطمې زامنو ته وسپارل شي. ليک وليکل شو او “مامون” لاسليک کړه. پر دې مهال “عبدالله” چې په دې مناظره کې حاضر و، پاڅېد او لاندې شعر يې ووايه.(26)

((اصبح وجه الزمان قدضحکا   برد مامون هاشم فدکا))

حضرت “علي” د خپل خلافت پر مهال د “بصرې” والي؛”عثمان حنيف” ته وليکل:((هو! تر اسمان لاندې يوازې “فدک” زموږ و. يوې ډلې پرې بخل وکړ او ځينو ترې سترګې پټې کړې او خداى غوره منځګړى دى.)) (327)

تر پېغمبر اکرم وروسته د فدک کيسه

 تر پېغمبر اکرم وروسته يې لور له هغې ځمکې بې برخې شوه. حضرت بي بي فاطمې غوښتل خپل حق د قانون له لارې تر لاسه کړي.په لومړي پوړ کې د “فدک” کلى د فاطمې په واک کې و او همدا تسلط د مالکيت نښه ده؛خو سره له دې او د ټولو اسلامي قضايي قوانينو پر خلاف، د خلافت چارواکيو ترې ګواه وغوښت،حال دا چې د نړۍ په يوه ځاى کې هم څوک،چې د يو مال څښتن وي او په اصطلاح “ذواليد” وي،ګواه نۀ غواړي.حضرت فاطمې له ناچارۍ “علي” (ک) او “ام ايمن”،چې پېغمبر اکرم ګواهي ورکړې وه “ام ايمن” له جنتيانو ده او د “بلاذري” د وينا له مخې،د پېغمبر اکرم ازاده کړې وه،خليفه ته د شهادت لپاره بوتلل. خلافت د بي بي فاطمې شاهدان و نۀ منل او له بي بي فاطمې يې د “فدک” ځمکه واخيسته.(328)

شيعه عالمان يوه خوله دي،چې بالاخره خليفه د بي بي فاطمې خبرې ته غاړه کېښووه، او خليفه ليک وليکه،چې دا ځمکه د فاطمې ده. په لار کې، حضرت “عمر” له فاطمې بي بي سره مخ شو او د ليک له جريانه خبر شو؛ نو ليک يې واخيست او خليفه ته يې راووړ او و يې ويل: (( “علي” په دې کار کې د ګټې خاوند دى؛نو شاهدي يې قبوله نۀ ده او “ام ايمن”هم ښځه ده او د ښځې شهادت ارزښت نۀ لري)) او بيا يي د خليفه مخې ته ليک څيرې کړ.  (329)

د فدک په باب قضاوت

چې انسان د “فدک” کيسه لولي؛نو پوهېداى شي،چې له “فدک” د پېغمبر اکرم د لور بې برخې کول سياسي مسئله وه او څوک نۀ شي ويلاى،  چې خليفه ترې خبر نۀ و.

  حضرت “فاطمةالزهرا” په يوه خطبه کې وايي:((د خداى کتاب حاکم او فيصله کوونکى دى،چې وايي:حضرت زکريا له خدايه وغوښتل زوى ورکړي،((چې د هغه او د يعقوب د کورنۍ وارث شي او همداسې وايي: سليمان له داووده ارث يووړ،)) خداى يې برخې په کتاب کې بيان کړي او فرائض يې هم پکې ټاکلي دي. (330)

د “مريم” سورت د شپږم آيت او د “نمل” د شپاړسم آيت له مخې،چې اولاد له پېغمبرانو ارث وړي او همداراز د ميراث په اړه،يوازې له حضرت ابوبکره روايت شوى حديث ددې لامل دى،چې د “فدک” په باب اوږد بحث وشي؛نو ځکه په دې اړه اړوند کتابونه ولولئ.

[ژباړن: د مرحوم علامه سيد مرتضى عسکري په “معالم المدرستين” کې په دې اړه اوږد بحث شوى،چې په پښتو هم ژباړل شوى دى.]

څلور دېرشم څپرکى

د قضاء عمره

مسلمانانو،چې د حديبيې د سولې تړون لاسليک کړ؛نو يو کال وروسته کړاى يې شول، درې ورځو ته له يوې تورې سره مکې ته ولاړ شي. يو کال تېر شو او وخت يې رارسېدلى و،چې مسلمانان له دې تړونه ګټه واخلي او اوه کاله وروسته خپلوان او وطن ووينې او د خداى د کور زيارت وکړي.

 پېغمبر اکرم اعلان وکړ:((تېرکال،چې مسلمانان د خداى د کور له زيارته بې برخې شوي وو،د “بيت الله” زيارت ته دې تيارى ونيسي.))

 دې خبرې مسلمانان ډېر خوشحاله کړل.که تېر کال پېغمبر اکرم له 1300 تنو سره تللى و؛خو سږ کال له 2000 تنو سره وخوځېد، چې پکې د مهاجرو او انصارو ستر شخصيتونه هم ليدل کېدل او په پېغمبر اکرم پسې به د سيوري په څېر روان وو.

 پر شپېتو اوښانو يې د قربانۍ نښې ولګولې او له ځان سره يې بوتلل.

که ووايو چې دا تبليغي سفر و؛نو دروغ به نه وي؛ ځکه ددې سفر معنوي اثار وروسته راښکاره شول او د اسلام سرسخت دښمنان “خالد بن وليد” د احد د جګړې اتل او عرب سياستپوه “عمرو عاص” د اسلام د لښکر د عظمت تر ليدو وروسته مسلمانان شول.

پېغمبر اکرم اوس هم د قريشو له کينې ډاډمن نۀ و او احتمال يې ورکاوه،چې هغه او يارانو ته يې په لار کې کمين و نۀ نيول شي او د يارانو يې وينه تويه شي،چې بې له تورې يې بله وسله نۀ درلوده .

 بل خوا د تړون يوه ماده دا هم وه،چې مسلمانان حق نۀ لري پر وسله سمبال مکې ته راننوځي؛نو احتياط له مخې پېغمبر اکرم يو افسر حضرت “محمد بن مسلمه” له 200 سرتېرو سره مخکې په وسله سمبال ولېږه،چې د “مرالظهران” په سيمه کې د حرم خاورې ته نږدې،پېغمبر اکرم ته په تمه شي.

د قريشو استازي “مُکرزبن حفص” له پېغمبر اکرم سره اړيکه وکړه او د قريشو نيوکه يې پېغمبر اکرم ته راورسوله.

 پېغمبر اکرم ورته وويل:((زه او ياران به مې هېڅکله د تړون پر خلاف عمل و نۀ کړو او ټول به بې وسلى حرم ته ننوځو او دا 200 سرتېري به له خپلې ټولې وسلې سره همدلته وي او يو قدم به هم مخکې رانۀ شي.))

 پېغمبر اکرم پردې خبره د قريشو استازى پوه کړ،چې که زموږ له وسله توبه مو ناوړه ګټه واخيسته؛نو دا 200 مرستندوى سرتېري به زموږ  لاسنيوي ته راشي.

“قريش” هم د پېغمبراکرم پر لرليد پوه شول او د مکې ورونه يې مسلمانانو ته پرانېستل. د کفارو مشرانو او پلويانو يې ښار تش کړ او شاوخوا غونډيو او غرونو ته ولاړل،چې له پېغمبر اکرم او يارانو سره يې مخ نۀ شي او له هماغه ځايه ټولې چارې وڅاري.

پېغمبر اکرم مکې ته راننووت

پېغمبر اکرم پر خپل اوښ سپور مکې ته راننووت او 2000 تنه ترې راتاو  وو او د (( لبيک اللهم لبيک)) نارو يې په ټول ښار کې انګازې کولې. دې خواږه غږ د مکې د خلکو په زړو کې ځاى پيدا کړ؛خو د کفارو په زړۀ کې يې ډار واچاوه. د مسلمانانو د “لبيک” په غږ پسې، د پېغمبراکرم د اوښ څاروان حضرت “عبدالله رواحه”(رض) په خواږه غږ شعر ووايه،چې مفهوم يې دادى:

  ((د کفر او شرک زامنو!د خداى استازي ته لار پرانځي. پوه شئ! هغه د خير او نېکۍ سرچينه دى. خدايه! زه يې پر خبره ايمان لرم او هغه په رسالت کې ستا د حکم  لاروى دى.)) (331)

پېغمبر اکرم پر خپل اوښ سپور او د کعبې طواف وکړ او دا ځل يې حضرت”ابن رواحه”(رض) ته وويل،چې په خپل ښکلي غږ دا دعا ووايي او نور دې يې هم ورسره بدرګه کړي:

((لا اله الا الله، وحده وحده، صدق وعده، و نصر عبده واغزجنده، و هزم الاحزاب وحده ))

يعنې بې له هغه الله بل خداى نۀ شته،ايکي يو دى او سارى نۀ لري، په خپله ژمنه ټينګ شو (وعد يې کړې وه،چې ډېر ژر به د خداى کور زيارت وکړئ) له خپل بنده سره يې مرسته وکړه، د توحيد لښکر يې سر لوړى کړ او د کفر او شرک ګوندونه يې په يواځې ځان دړي وړي کړل.

پر هغه ورځ د زيارتو ټول ځايونه د مسلمانانو په اختيار کې وو او دغسې تاوده توحيدي شعارونه (په داسې ځاى کې،چې کلونه کلونه د کفر او شر مورينه وه) د کفر او شرک په مشرانو روح ماتوونکي ګوزارونه وو او پر ټول “عربستان” يې د پېغمبر اکرم برى پرېکنده کړ.

  ماسپښين شو او مسلمانان بايد الهي دنده پر جماعت تر سره کړي. بايد د پېغمبر اکرم وياند (موذن) په خواږه غږ اذان وکړي. حضرت”بلال حبشي”(رض)،چې په دې ښار کې د اسلام راوړو له امله ځپل شوى و، د پېغمبر اکرم په حکم،د کعبې بام ته وخوت او په هغه ځاى کې،چې پر خداى او رسول يې ګواهى ورکول ستر جرم و،په غوږونو کې يې ګوتې کېښوولې او په خواږه غږ يې اذان وکړ؛د اذان غږ د کفر مشران ډېر خپه او ترهور کړل.

 “صفوان بن اميه” او “خالد بن وليد” وويل: ((د خداى شکر،چې پلرونه مو مړه شوي دي،چې ددې حبشي مريي غږ يې وا نۀ ورېد.))

 “سهيل بن عمرو”،چې د حضرت “بلال” د اذان  غږ  واورېد؛نو مخ يې په دستمال پټ کړ. هغوى د حضرت “بلال” غږ نۀ خپه کول؛بلکې د اذان مانا او مفهوم خپه کول،چې د پلرونو او نيکونو د عقايدو پر خلاف يې و.

پېغمبر اکرم د “صفا” او “مروه” غرونو ترمنځ په ځغاستو شو او دا،چې بوتلمانځيو اوازه خپره کړې وه،چې سختې هوا مسلمانان له کاره غورځولي دي؛نو پېغمبر اکرم په “صفا” او “مروه” کې منډې تاندې کړې او مسلمانانو يې هم لاروي وکړه. بيا يې اوښان حلال کړل او د سر وېښتان يې کم کړل او له احرامه ووتل.

 پېغمبر اکرم حکم وکړ،چې 200 تنه دې د “مرالظهران” درې ته ولاړ شي، چې پر ځاى يې هغه 200 تنه راشي او عمره وکړي.

د عمرې کړنې پاى ته ورسېدې. مهاجر خپلوانو کره ولاړل او انصار يې هم له ځان سره مېلمانه کړل.

پېغمبر اکرم له مکې ځي

د مسلمانانو جلال او دبدبې د مکې د خلکو پر روحيه عجيب اغېز وکړ او د مسلمانانو له روحياتو سره يې نور هم اشنا کړل.

 د کفر او شرک مشرانو احساس کړل،چې د پېغمبر اکرم راتګ د مکې د خلکو مينه له بوت لمانځنې سره کمه کړه او د خلکو په زړونو کې يې مسلمانانو ته ځاى پيدا کړ؛نو ځکه د قريشو استازى “خويطب” پېغمبر اکرم ته راغى او و يې ويل: (( د تړون له مخې مو د پاتې کېدو وخت پاى ته رسېدلى او ژر تر ژره له مکې ووځئ.))

 د پېغمبر اکرم ځينې ياران د قريشو د استازي په خبره خپه شول؛خو پېغمبر اکرم هغه نۀ و،چې د تړون په عمل کولو يې پښې سستې شي؛د تګ حکم يې وکړ او ټول بې ځنډه له مکې ووتل.

“ميمونه” د پېغمبر اکرم د تره (عباس) ښينه وه او مسلمانه شوه،چې حضرت “عباس” ته يې وويل:((چمتو ده له پېغمبر اکرم سره د وياړ لپاره واده وکړي.))

 پېغمبر اکرم يې وړانديز ومانه او له دې لارې، له قريشو سره يې اړيکې نورې هم ټينګې شوې. د يوې ځوانې نجلۍ مينه له نيمزالي سره،د هغه سړي پر معنوي قدرت ګواهي ورکوي.

ان پېغمبر اکرم د قريشو له استازي وغوښتل پېغمبر اکرم ته دې مهلت ورکړاى شي،چې د واده مراسم په مکه کې ترسره کړي او په خوړه کې يې د مکې ټول مشران ګډون وکړي؛خو د قريشو استازي دا وړانديز و نۀ مانه او ويې ويل: (( موږ ستا ډوډۍ ته اړتيا نۀ لرو.))

پېغمبر اکرم حکم وکړ،چې له غرمې مخکې دې ټول له مکې بهر شي او څوک دې ځنډ و نۀ کړي. يوازې خپل مريي “ابورافع” ته يې دنده ورکړه، چې په مکه کې پاتې شي او ماښام ته دې د پېغمبر اکرم مېرمن له ځان سره راولي.(332)

مسلمانان،چې ووتل؛نو د پېغمبر اکرم مخالفينو “ميمونه” ورټله؛خو يو بڅرى اغېز يې پرې ونۀ کړ؛ځکه په پياوړيو معنوياتو يې پېغمبر اکرم ته د واده وړانديز کړى و.

په دې توګه خداى خپله ژمنه پوره کړه او د فتح سورې  27 آيت نازل شو:

لَقَدْ صَدَقَ اللَّهُ رَسُولَهُ الرُّؤْيَا بِالْحَقِّ لَتَدْخُلُنَّ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ إِن شَاء اللَّهُ آمِنِينَ مُحَلِّقِينَ رُؤُوسَكُمْ وَمُقَصِّرِينَ لَا تَخَافُونَ فَعَلِمَ مَا لَمْ تَعْلَمُوا فَجَعَلَ مِن دُونِ ذَلِكَ فَتْحًا قَرِيبًا= سکه، خداى خپل استازي ته حق خوب په رښتيا ورښوولى و: كه خداى وغواړي؛نو هرومرو تاسې په پوره امنيت او ډاډ “مسجدالحرام” ته ننوځئ، حال دا چې تاسې به د سر وېښتان خرييلي يا لنډكړي وي او (له هېچا به) نۀ ډارېږئ؛نو(خداى) چې په څه پوهېده، تاسې پرې نۀ پوهېدئ (او په دې ځنډ كې يو حكمت و) او پردې سربېره يې (تاسې ته) نژدې برى در په برخه كړ.

په دې آيت کې خداى مسلمانانو ته د نږدې سوبې زېرى ورکړى و،چې هماغه د مکې ستره فتح وه، چې پر اتم هجري کال وشوه.

پينځه دېرشم څپرکى

د اتم هجري کال پېښې

د موته جګړه

د اتم هجري کال په لومړيو کې،چې د “حجاز” په ډېرو سيمو کې يو څه امنيت و او د اسلام غږ ډېرو سيمو ته رسېدلى و او يهود د شمال او “قريش” د جنوب له لوري اسلام ته ګواښېداى نۀ شول؛نوځکه پېغمبر اکرم خپل پام “شام” ته واړاوه، چې هغه مهال د “شام” خلکو د “روم” د “قيصر” تر بيرغ لاندې ژوند کاوه؛ځکه پېغمبر اکرم د خپل استازى حضرت “حارث بن عمير ازدي” په لاس د “شام” واکمن ته ليک ولېږه.

د “شاماتو” واکمن “حارث بن ابي شمر غساني” و، چې د روم د “قيصر” لاسپوڅى و. د پېغمبر اکرم استازى چې د “شام” سرحدي ښار ته ورسېد؛ نو د سيمې واکمن “شرجبيل” استازى د “موته” په سيمه کې ونيو،سخت يې وواهه او تحقيق يې ترې وکړ او سفير ورته اقرار وکړ،چې د شاماتو واکمن “حارث غساني” ته يې د رسول اکرم له لوري ليک راوړى دى.

 د سيمې واکمن،ټول انساني او نړيوال قوانين، چې د استازي ځان او وينه په هر ځاى کې محترمه ده تر پښو لاندې کړل او د استازي پښې او لاسونه يې وتړل او و يې واژه.

پېغمبر اکرم د “شرجبيل” له جنايته خبر شو او د خپل سفير له وژل کېدو خورا خپه شو او مسلمانان يې پردې ناوړه کار خبر کړل او خپل سرتېري يې له دې خپلسري واکمنه  غچ اخستو ته چمتو کړل.

بله دردوونکې پېښه

 له دې پېښې سره نژدې يوه بله بوږنوړې پېښه هم راپېښه شوه او هغه دا،چې د اتم هجري کال په “ربيع” مياشت،پېغمبر اکرم “کعب بن عمير غفاري” ته له 15 تنو سره دنده ورکړه، چې د “ذات اطلاح” سيمې، چې د “وادي القرى” شا ته پرته ده ته ولاړ شي او اسلام ته يې راوبلي. هغوى د تبليغ په وسله سمبال،سيمې ته ولاړل او د اسلام پر منطق يې دين ته راوبلل؛خو د سيمې له سخت مخالفت سره مخ شول او پر ټولو بريد وشو. د تبليغ لښکر چې ځان کلابند وليد؛نو بې سارې دفاع يې وکړه او ټول شهيدان شول؛خو يو ټپي. د شپې له مړيو راپاڅېد او ځان يې پېغمبر اکرم  ته راورساوه.

د تبليغ د لښکر وژنه او د ځينو بېګناه اعدامول، د دې لامل شول،چې په “جمادي”مياشت کې د جهاد حکم وشي او 3000 کسيز لښکر د ياغيانو ځپلو ته ولېږل شي.(333)

د جهاد حکم وشو او د مدينې په لښکرتون “جرف” کې 3000 سرتېري راټول شول. پېغمبر اکرم په خپله لښکر ته راغى او سرتېرو ته يې وويل:  ((هغه سيمې ته ولاړ شئ، چې د اسلام استازى يې وژلى دى او اسلام ته يې راوبلئ! که مسلمانان شول؛ نو له غچ اخستو ډډه وکړئ او که ونۀ مانه؛نو له خدايه مرسته وغواړئ او ورسره وجنګېږئ .د اسلام سرتېرو ! خداى ته جهاد وکړئ،په “شام” کې د خداى او خپلو دښمنانو درناوى وکړئ، راهبانو او راهبو ته څه و نۀ واياست،چې په “صومعو” کې د ټولنې له غوغا لرې ژوند کوي، په تورو مو د شيطان هغه ځالې ورانې کړئ،چې د ځينو په مغزو کې دي.ښځې،ماشومان او زاړه و نۀ وژنئ،ونې غوڅې نۀ کړئ اوکور وران نۀ کړئ. مجاهدينو! د لښکر بولندوى مې “جعفر بن ابي طالب” ټاکلى او که زيان ورورسيد؛نو بولندوى به مو “زيد بن حارثه” وي او که هغه هم ووژل شو؛ نو بولندوى به مو “عبدالله رواحه” وي او که هغه هم ووژل شو؛ نو تاسې په خپلو کې بولندوى وټاکئ.))

 د تګ حکم وشو او پېغمبر اکرم له يوې ډلې سره د لښکر مخه ښې ته په “ثنية الوداع” پورې راغى او ورته يې وويل: (( خدا ى مو د دښمن له شره وساته او روغ رمټ له جنګي غنايمو سره راستانه شئ.))

  حضرت”ابن رواحه” په ځواب کې وويل:((زه له خدايه بښنه او هغه ګوزارونه غواړم، چې د دښمن وينه پرې تويه کړم.)) (334)

دا جملى د اسلام د لښکر د افسر له شهادت سره مينه راښيي. وليدل شول،چې د اسلام ننګيالى افسر ژاړي. د ژړا علت ترې وپوښتل شو. و يې ويل: (( زه له دنيا سره مينه نۀ لرم؛خو وا مې ورېدل،چې پېغمبر اکرم د “مريم” سورت 7 آيت وايي: (( او بېشکه،چې ټول دوزخ ته ورننوځي او صالحان له هغه ځايه بيا جنت ته ځي؛نو دوزخ ته زما تګ جوت دى؛ خو نۀ پوهېږم دوزخ ته تر ننوتو وروسته به څه کېږي؟))  (335)

د اسلام  او روم د لښکر مخاوې

په هغو ورځو کې “روم” له “ايران” سره پرله پسې جګړو بېخونده کړى و او سره له دې،چې “ايران” ته يې پرله پسې ماتې ورکړې وې او خپل ځان ته غره و؛خو بيا هم د اسلام د سرتېرو د جنګياليتوب په باب يې معلومات تر لاسه کړي وو.

 د اسلام د لښکر خبره روم ته ورسېده.”هرقل” د روم “قيصر” د خپل لاسپوڅي واکمن په مرسته لوى لښکر چمتو کړ، چې يوازې “شرجبيل” د اسلام د پرمختګ مخنيوي ته 100000 سرتېري راټول کړل او “قيصر” د مخکې اطلاع له مخې، له 100000 ذخيره او مرستندويه سرتېرو سره “ماب” ته راغى،چې د “بلقا” يو ښار دى.(336)

په دې  جګړه کې دښمن له هر لوري سمبال و او شمېر يې هم ډېر و، د پوځي دود او امکاناتو له پلوه هم برلاسي و او پردې سربېره، دښمن په خپله سيمه کې و او په ژغورني حالت کې و او مسلمانان  له خپلې سيمې راوتلي وو او په يرغليز  حال کې وو؛نو مخکې به ګورو چې څه کېږي؟

مسلمانان چې د “شام” پر پوله تېر شول؛نو د دښمن له تياري خبر شول. سملاسي يې پوځي شورا جوړه کړه. يوې ډلې وويل: (( پېغمبر اکرم ته به ليک وليکو او له دې پېښې به يې خبر کړو،ګورو په دې باب څه وايي.))

 نږدې وو له دې وړانديز سره ټول هوکړه وکړي،چې د اسلام د لښکر دويم مرستيال حضرت”عبدالله رواحه” راپاڅېد او و يې ويل:

((پر خداى قسم! موږ هېڅکله د سرتېرو او د وسلې د ډېروالي له امله له دښمن سره جګړه نۀ ده کړې،موږ د خپل ايمان په زور له دښمن سره جنګېدلي يو. پاڅيږئ او خپله لار ونيسئ او جګړه پېل کړئ. دريادکړئ، چې د بدر په جګړه کى مو دوه اسونه او د احد د جګړې پر ورځ مو يو اس درلود. موږ په دې جګړه کې دوه برخليکو ته په تمه يو: يا به برى لاس ته راوړو، چې دا هماغه ژمنه ده،چې خداى او رسول يې راسره کړې او يا به شهيدان شو، چې له خپلو ورونو سره به يو ځاى شو.))

 دې وينا د مسلمانانو په رګونو کې د جهاد د غيرت وينه راوخوټوله او ټولو حرکت وکړ. دواړې لښکرې په “شارف” نومې ځاى کې مخ شوې؛خو د اسلام لښکر يو لړ کتنو ته په پامنيوي پر شا تګ وکړ او د “موته” په سيمه کې يې واړول.

حضرت “جعفر بن ابيطالب” چې د لښکر بولندوى و، خپل سرتېري پر ډلو وويشل او هرې ډلې ته يې مشر وټاکه. بريدونه او لاس پر لاس جګړې پېل شوې. حضرت”جعفر” هم بايد بيرغ په لاس کې ونېسي، هم خپلو سرتېرو ته لارښوونې وکړي او هم دفاع وکړي. د جګړې په ډګر کې د حضرت جعفر شعرونه د مېړانې ګواه يې دي: ((خوشحاله يم، جنت ته رانږدې يم. پاک جنت،چې په زړۀ پورې اوبه لري او د روم له منځه تلل رانږدې دي. هغه ملت،چې د اسلام پر ځاى يې کفر ومانه او مينه او اړيکې يې له موږ سره نۀ شته او اراده مې کړې،چې که ورسره مخ شم؛نو ګوزارونه به پرې وکړم.))

“ابن هشام” دا شعر په خپل سيره (2/378) کې راوړى دى.

 د اسلام د لښکر لومړى بولندوى ډېر ښه وجنګېد او،چې ځان يې کلابند وليد او پوه شو شهادت يې جوت دى او دا، چې دښمن يې له اسه ګټه وا نۀ خلى او دښمن پوه کړي،چې له مادي دنيا سره يې وروستۍ اړيکې شلولي؛نو له خپل اسه راکوز شو او خپل اس يې وواژه او پر دښمن يي بريد وکړ. پردې  مهال يې ښى لاس غوڅ شو؛نو دا چې د پېغمبر اکرم بيرغ پر ځمکه و نۀ غورځيږي؛بيرغ يې په کيڼ لاس کې ونيو،کيڼ لاس يې هم پرې شو او په مټو يې بيرغ راپورته کړ، چې بالاخره له 80 ټپونو وروسته راولوېد او شهيد شو.

 د لښکر مشري د لومړي مرستيال حضرت”زيد حارث” پر غاړه شوه،بيرغ يې راواخيست او بى سارې يې خپله دنده سرته ورسوله،چې بالاخره د نېزو ګوزارونو شهيد کړ.

دويم مرستيال حضرت “عبدالله رواحه” بيرغ راواخېست. په خپل اس سپور شو او حماسي شعرونه يې وويل او پر دښمن يې ور ودانګل. د جګړې په ترڅ کې پرې لوږه راغله. يو کپ ډوډۍ يې ورته راوړه،دومره يې خوړلې نۀ وه،چې د دښمن د لښکر غږ پرې ولګېد. د ډوډۍ کپ يي وغورځاوه او ځان يې د دښمن مخې ته ورساوه،مېړنى وجنګېد او شهيد شو.

د اسلام د لښکر لالهاندي

د اسلام د لښکر بولندوى او دوه مرستيالان يې ووژل شول؛خو پېغمبر اکرم ددې خبرې وړاندوينه کړې وه او ويلې يې وو،که دا درې تنه شهيدان  شول؛نو په خپلو کې يو بولندوى کړئ. پردې مهال  حضرت “ثابت بن اقدم” بيرغ راواخيست او مسلمانانو ته يې وويل:((د لښکر بولندوى وټاکئ!)) ټولو وويل: ((تۀ بولندوى شه!))

 هغه وويل:((دا دنده نۀ قبلوم،ځان ته بل بولندوى وټاکئ!))

 بيا په خپله “ثابت” او مسلمانانو حضرت”خالد بن وليد”، چې نوى مسلمان شوى و بولندوى وټاکه.

حضرت “خالدبن وليد” په ډېر حساس وخت کې بولندوى شو؛ ځکه پر ټولو مسلمانانو وېره او د دښمن دبدبه ناسته وه. د اسلام ستر بولندوى له داسې پوځي چمه ګټه واخيسته،چې سارى يې نۀ درلود. و يې ويل:

 ((د نيمې شپې په تپه تياره کې په جګو غږونو او د ډلو په جوړولو له دې ځايه کډن شئ.”ميمنه” او “ميسره” دې خپل ځايونه بدل کړي او د لومړۍ ليکې سرتېري دې ځان د لښکر منځ ته ورسوي.))

 بولندوى حکم وکړ،چې په تپه تياره کې يو شمېر مسلمانان لرې سيمې ته ولاړ شي او سهار وختي د ((لا اله الا الله)) په شعارونو له مسلمانانو سره يو ځاى شي.

  دا ټولې نقشې ددې لپاره وې،چې دښمن تصور وکړي،مسلمانانو ته مرستندوى ځواکونه راورسېدل او د دښمن همدا خيال و،چې بله ورځ دښمن پر اسلام له بريده ډډه وکړه او ويې ويل: ((دا لښکر بې له مرستندويه ځواکونو د زمريو په څېر جنګېدل او اوس،چې ورته مرستندوى ځواکونه هم رارسېدلي؛نو مټ به يې نور هم قوي شوى وي.)) په دې  جګړه کې د روم د لښکر بولندوى د اسلام د لښکر يو سرتېرى وواژه .(337).

د دښمن د لښکر چوپتيا مسلمانانو ته مهلت وکړ، چې پر راغلې لارې، بېرته ستانه شي. د مسلمانانو ستر برى دا و،چې سره له دې چې شمېر يې ډېر لږ و،د هغه قوي لښکر پر وړاندې يې له يوې تر درو ورځو مقاومت وکړ او بالاخره روغ رمټ مدينې ته راستون شو.

 نوي بولندوى هوښيارۍ تکتيک وکاراوه؛ځکه مسلمانان يې له مرګه وژغورل او روغ رمټ يې مدينې ته راستانه کړل، چې له دې امله د ستاېنې وړ دى.(338)

پېغمبر اکرم

 د جعفر پر شهادت سخت وژړل

پېغمبر اکرم د خپل تره زوى پر مرګ سخت وژړل او دا چې ښځه  يې “اسماء بنت عميس” د مېړه له مرګه خبره کړي او د زړۀ تسلي ورکړي؛نو نېغ د “اسماء” کور ته ورغى او ورته يې وويل:(( زامن مې چېرې دي؟))

 د حضرت جعفر ښځې ورته د جعفر زامن (“عبدالله”،”عون” او “محمد”) راوستل. هغې،چې وليدل پېغمبر اکرم يې له زامنو سره زياته مينه کوي؛نو وپوهېده چې زامن يې بې  پلار او په خپله کونډه شوې ده. پېغمبر اکرم ته يې وويل: (( له زامنو سره مې د پلارمړيو په څېر چلن کوئ؟))

 پر همدې مهال پېغمبر اکرم سخت پر ژړا شو او دومره يې وژړل، چې اوښکې يې پر ږيره راغلې. بيا پېغمبر اکرم خپلې لور فاطمې ته وويل،چې د  حضرت جعفر(رض) کورنۍ ته درې ورځې ډوډۍ يوسي.

 د حضرت جعفر او حضرت زيد حارثه (رضى الله عنهما) د مرګ داغ د پېغمبر اکرم پر زړۀ پاتې شو او چې کور ته به راغى؛نو په دې دوو پسې يې ژړل.(339)

شپږ دېرشم څپرکى

د مکې سوبه

د مکې د سوبې کيسه د اسلام د تاريخ خوږه کيسه ده او په عين حال کې د اسلام د پېغمبر د سپېڅليو موخو څرګندونکې او د ښو اخلاقو ښوونکې ده. په دې  څپرکي کې به پر ډاګه شي،چې پېغمبر اکرم او پليوني يې د حديبې پر تړون ولاړ وو او د قريشو ښکاره نفاق او خيانت به د تړون په پلي کولو کې ووينئ.

د تاريخ دا برخه چې څېړل کېږي؛نو د وروستي او سرسخت دښمن ځپلو ته د پېغمبر اکرم تدبير او هوښيار سياست به درته بيا وښوول شي. تاسې به ووياست دې اسماني سړي،چې د خپل عمر کومه برخه يې د نړۍ په کوم پوځي پوهنتون کې تېره کړې نۀ وه،چې د تکړه بولندوى په څېر يې د سوبې نقشه داسې جوړوله، چې بې له وينې تويېدنې يې برى پر برخه شي او بالاخره د تاريخ دا برخه د پېغمبر اکرم انسانپاله څېره راښيي او په دې برخه کې به ووينئ دا ستر انسان څرنګه له دښمنه له غچ اخېستنې تېرېږي او عمومي بښنه اعلانوي.؟

په پخوانيو څپرکيو کې مو وويل،چې پر شپږم هجري کال د قريشو او مسلمانانو ترمنځ  تړون لاسليک شو،چې ددې تړون په دريېمه ماده کې راغلي وو: (( مسلمانان او “قريش”  له هر ټبر سره تړون لاسليکولاى شي.)) د همدې مادې له مخې،پېغمبر اکرم د “خزاعه” له ټبر سره تړون وکړ او پېغمبراکرم د هغوى د اوبو،خاورې،ځان او مال دفاع پر غاړه واخېسته او د “بني کنانه” ټبر،چې د “خزاعه” پخوانى دښمن و او په ګاونډ کې يې پروت و، له قريشو سره تړون وکړ. دا تړون د لسو کالو لپاره و.ددې تړون له مخې،دواړو لوريو حق نۀ درلود پر يو بل وسله وال بريد وکړي او يا خپل هم ژمني په يو بل پسې راوپاروي. له دې تړونه دوه کاله ووتل او دواړو اړخونو په سوله او سوکالۍ کې ژوند کاوه،چې مسلمانان بل کال په پوره ازادۍ د خداى د کور زيارت ته ولاړل.

پېغمبر اکرم پر اتم هجري کال په “جمادي الاولى” کې 3000 کسيز لښکر “شام” ته ولېږه،چې د اسلام مبلغان يې وژلي وو. د اسلام لښکر سره له دې، چې روغ رمټ راستون شو او يوازې درې افسران او څو سرتېري يې ووژل شول؛خو چې څه تمه وه، ګوتو ته يې رانۀ وړه او د اسلام د لښکر جګړه د ترپ او خرپ په څېر وه و او ددې خبرې اوازه،چې د قريشو مشرانو ته ورسېده؛نو ډاډه يې کړل او و يې انګېرله،چې د اسلام  پوځي ځواکونو جنګي روحيه بايللې ده؛نو ځکه يې هوډ وکړ د سولې او ارامۍ چاپېريال ګډوډ کړي.

 قريشو لومړى د “بنوبکر” په ټبر کې وسله وويشله او را ويې هڅول،چې د شپې د”خزاعه” پر ټبر، چې د مسلمانانو هم ژمني وو بريد وکړي او ځينې يې پکې ووژني. قريشو هم د شپې د “خزاعه” پر ضد په دې جګړه کې ګډون کړى و او له دې لارې يې د حديبيې تړون تر پښو لاندې کړ،چې د شپې پټ بريد د “خزاعه” د ټبر،چې ځينې ويده او ځينې پر عبادت بوخت ول ووژل او ځينې يې اسيران کړل او ځينو خپل کور کلى پرېښود او مکې ته ولاړل،چې د عربو د امن سيمه وه او هغوى،چې مکې ته راغلي وو،د “بُديل بن ورقاع” کور ته ولاړل او د خپلې قبيلې دردوونکې کيسه يې ورته تېره کړه.(340)

د “خزاعه” غم ځپلو خلکو د دې لپاره چې پېغمبر اکرم ته د خپل مظلوميت غږ ورسوي؛ خپل مشر “عمرو سالم” پېغمبر اکرم ته ولېږه. هغه مدينې ته راغى او نېغ جومات ته ولاړ او په خلکو کې ودرېد. خپل مظلوميت يې د شعر په بڼه څرګند کړ او پېغمبر اکرم د تړون له مخې ورته وويل: (( ملاتړ به دې شو.))

د ټبر مشر خپل شعر داسې پېل کړ:

 ((د څښتن استازيه! د قريشو مشرکان،لسو کلو ته د جګړې نۀ کولو لاسليکوونکي،نيمه شپه ځينې د اوبو تر غاړې ويده او ځينې د خداى پر عبادت بوخت وو او بې پناه او بې وسلى وو او قتل عام شو.))

  دې شاعر د مسلمانانو د عواطفو او غيرت پارونه زياته کړه:

 ((حال دا چې مسلمانان وو، قتل عام شو.))

د ټبر د مشر عاطفي او هڅوونکيو شعرونو خپل کار وکړ. پېغمبر اکرم ورته د ټولو مسلمانانو په مخکې وويل:((عمرو سالمه! مرسته به دې وکړو.))

“عمرو سالم” د پېغمبر اکرم دې پرېکنده ژمنې ډاډمن کړ،چې پېغمبراکرم به ډېر ژر له قرېشو د “خزاعه” د ټبر غچ واخلي؛خو هېڅکله يې تصور نۀ کاوه،چې د پېغمبر اکرم دا هوډ به بېخي د قريشو جرړې راوباسي.

 ډېر وخت لا نۀ و تېر شوى،چې “بديل” او “رقاع” او د “خزاعه” د ټبر ځينې کسان ،پېغمبر اکرم ته راغلل او د “خزاعه” د ټبر ځپلو ته د “بني بکر” له ټبر سره يې د قرېشو له مرستې خبر کړ او بېرته مکې ته ستانه شول.

قريش د پېغمبر اکرم هوډ وار خطا کړل

“قريش” پر خپل کار ډېر پښېمانه شول او پوه شول د حديبيې تړون يې تر پښو لاندې کړى دى؛نو ځکه قريشو د پېغمبر اکرم د غوسې سړولو او د سولې پر تړون د ټينګار او د “مغازي واقدي” (2/792) د وينا له مخې، د تړون د اوږدولو لپاره يې خپل مشر “ابوسفيان” مدينې ته راولېږه چې هر څنګه وي قريشو ته د اوړو پوزه جوړه کړي.

 هغه د مدينې پر لور روان شو او په “غسقان” کې يې د “خزاعه” د ټبر له مشر سره وکتل او و يې پوښت:((ايا په مدينه کې وې؟ او له دې پېښو دې “محمد” هم خبر کړى دى؟))

  ورته يې وويل: ((د خپل ټبر د غم ځپليو تسلۍ ته تللى وم او بېخي مدينې ته نۀ يم تللى.))

دا خبره يې وکړه او د مکې پر لور روان شو؛خو “ابوسفيان” د اوښ پچې راواخېستې او پکې يې د مدينې د کجورو زړى وکوت او پوه شو، چې له پېغمبر اکرم سره يې کتلي دي.

“ابوسفيان” مدينې ته روان شو او نېغ د خپلې لور “ام حبيبه”، چې د پېغمبر اکرم ښځه وه کور ته ولاړ. غوښتل يې د پېغمبر اکرم پر توشک کېني؛خو لور يې ترې راټول کړ.   

“ابوسفيان” خپلې لور ته وويل: ((توشک دې زما وړ و نۀ ليد او که خپل پلار دې ددې توشک وړ ونۀ کوت؟))

  ورته يې وويل: (( دا د پېغمبر اکرم ځانګړى توشک دى او تۀ کافر يې او ما و نۀ غوښتل کافر  او ناولى پر پاک توشک کېني.))

دا د هغه سړي د لور منطق دى،چې شل کاله يې پرله پسې د اسلام ضد خوځښتونو مشري پر غاړه وه او د ډېرو وينو د تويونو لامل و؛ خو دا ستره مېرمن،چې د اسلام په ښوونځي کې روزل شوې وه او ديني عقايدو دومره خوله وره کړې وه، چې خپل پلار يې پر اعتقادي دلايلو وغانده.

“ابوسفيان” د خپلې لور په خبره خپه شو او پېغمبر اکرم ته ورغى ،چې له پېغمبر اکرم سره پر تړون د ټينګار او اوږدېدو په باب خبرې وکړي؛خو پېغمبر اکرم يې ځواب ور نۀ کړ؛يعنې پېغمبر اکرم يې پر خبره بېخي غوږ و نۀ ګراوه.

“ابوسفيان” د پېغمبر اکرم له څو يارانو سره خبره وکړې،چې پېغمبر اکرم راضي کړي؛خو دې سپارښتنو هم هېڅ ګټه ونۀ کړه. په پاى کې د حضرت “علي” (ک) کور ته ورغى او ورته يې وويل: (( په دې ښار کې د نسب له اړخه راته ته نږدې يې؛نو”محمد” ته مې سپارښتنه وکړه.))

 حضرت “علي” (ک) ورته وويل:((موږ د پېغمبر اکرم په پرېکړو کې ګوتې نۀ وهو.))

 “ابوسفيان”،چې له حضرت “علي” (ک) نهيلى شو؛نو د حضرت “علي” (ک) پر مېرمن حضرت فاطمې بي بي يې سترګې ولګېدې،چې له “حسنينو” لوبوي.

 “ابوسفيان” د “زهرا” بي بي د عواطفو راپارولو ته وويل: ((د پېغمبر لورې! شونې ده زامنو ته دې ووايې د مکې خلکو ته پناه ورکړي او،چې دا نړۍ وي،د عربو ښاغلې شي.))

 “زهرا” بي بي،چې د “ابوسفيان” له خيرن نيته خبره وه، وويل: (( دا خبره په پېغمبر اکرم پورې اړه لري او زما زامن اوس مهال ددې کار واک و وړتيا نۀ لري.))

“ابوسفيان” يو ځل بيا حضرت “علي” (ک) وويل:(( “علي”!په دې باب راته لازمې لارښوونې وکړه.))

 حضرت “علي” (ک) ورته وويل:((ذهن ته مې ځانګړې لار نۀ راځي؛ خو که جومات ته ولاړ شې او مسلمانانو ته امان ورکړې.))

 “ابوسفيان”: ((دا کار به ګټه ولري؟))

 حضرت “علي” (ک): ((دومره زياته  نۀ؛خو بې له دې مې ذهن ته بله لار نۀ راځي.))  

“ابوسفيان”، چې د حضرت “علي” (ک) پر پاکۍ او صداقت پوه و، د هغه وړانديز يې ومانه او د مدينې په جومات کې يې وړانديز پلى کړ. له جوماته راووت، پر اوښ سپور شو او مکې ته  روان شو . هغه چې د قرېشو مشرانو ته د خپل کار ګزارش وړاندې کاوه؛ نو د حضرت “علي” (ک) خبره رامنځ ته شوه او ويې ويل:((ما د”علي” په خوله او لارښوونه په جومات کې مسلمانانو ته پناه ورکړه.))

 په غونډه کې ناستو ورته وويل: (( ايا پېغمبر دې پر کار نيوکه وکړه؟)) ويې ويل: ((نۀ!))

 ورته وويل شول:((“علي” درسره ټوکې کړې دي؛ځکه پېغمبر دې پناه ورکولو ته بيخي پام نۀ دى کړى او يو اړخيز تړون هېڅ ګټه نۀ لري.))

 بيا يې پرله پسې جرګې وکړې،چې د مسلمانانود غوسې سړولو بله لار راپيدا کړي.(341)

جاسوس ونيول شو

پېغمبر اکرم د مکې د سوبې او د قرېشو راپرځولو ته د عمومي جهاد اعلان وکړ،چې د اسلام د پرمختګ په مخکې تر ټولو ستر ګواښ او خنډ و. پېغمبر اکرم له خدايه غوښتل د قريشو له جاسوسانو دې دا خبره پټه وساتي.

د  رمضان د مياشتې په سر کې له شاوخوا ډېر سرتېري په مدينه کې راټول شول، چې تاريخ ليکونکيو يې په اړه ليکلي دي:

 (( مهاجر: 700 تنه  له 300 اسونو او له درې بيرغو سره.

انصار: ٤٠٠٠تنه له 700 اسونو او له ډېرو بيرغونو سره.

د “مزينه” ټبر: 1000 تنه له 100 اسونو او 1000 زره او له او 3 بيرغونو سره.

د “اسلم” ټبر: 400 تنه 30  اسونه او دوه بيرغه.

د “جهينه” ټبر: 800 تنه، 50 اسونه او 4بيرغه.

د “بني کعب” ټبر: 500 تنه، درې بيرغه،چې د لښکر نور سړي د “غفار” ، “اشجع” او “بني سليم” له ټبرونو وو. )) (342)

“ابن هشام” وايي: د اسلام د لښکر شمېر لسو زرو ته رسېده. له “بني سليم” نه  اوه سوه تنه او ځينې وايي،چې 1000 تنه ، د “غفار” له ټبره 400 تنه، له اسلم نه 400 تنه، له مزينه نه 1400 تنه او پاتې له مهاجرو، انصارو او د هغوى له هم ژمنو د “تميم” ، “قيس” او “اسد” له ټبرونو  وو.

دې موضوع عملي کولو ته د اسلامي حکومت ځواکونو مکې ته تللې ټولې لارې تر څارنې لاندې ونيوې. تګ راتګونه هم کابو شول. د اسلام ځواکونه لاخوځېدلي نۀ وو، چې حضرت جبرائيل راغى او پېغمبر اکرم ته يې وويل: (( د مسلمانانو په ليکو کې يو ساده سړى دى،چې قريشو ته يې ليک ليکلى او له بريده يې خبر کړي دي او د “سارا” په نامه ښځې ته يې پيسې ورکړي، چې قريشو ته يې ورسوي.))

“سارا” د مکې له ډمو وه او کله يې د مړيو په غونډو کى ويرونه کول. د بدر له جګړې وروسته، په مکه کې ېې کاروبار خراب شو؛ ځکه چې په هغه جګړه کې د قرېشو ستر شخصيتونه وژل شوي وو او د ګډا او سندرو محفلونه د وير پر محفلونو اوښتي وو او دا چې د خلکو په زړۀ کې د هغوى د مړيو کينه پاتې شي؛نو پر وير بنديز لګېدلى و؛نو ځکه “سارا” تر “بدر” دوه کاله وروسته مدينې ته راغله؛نو رسول اکرم وپوښتله:  (( ايا مسلمان شوى يې؟))

 ورته يې وويل: (( نۀ!))

  پېغمبر اکرم: (( نو څه ته راغلې يې؟ ))

  ويې ويل: ((“قرېش” مې اصل و نسب دى،چې ځينې يې مدينې ته راغلل او د بدر تر جګړې وروسته زما کار خراب شو؛نو اړتيا راوستى يم يم.))

  پېغمبر اکرم حکم وکړ، چې جامې او خواړه دې ورکړل شي.سره له دې،چې پېغمبر اکرم پردې ښځه ولورېد؛خو بيا هم له “خاطب ابن ابى بلنعه” نه يې لس دينار واخيستل او د اسلام  پر ضد يې جاسوسي وکړه. په ليک کې ليکل شوي وو: ((د “خاطب بن ابى بلنعه”  له لوري د مکې خلکو ته: رسول اکرم بريدته چمتو دى،وسلې راواخلئ او دفاع ته تيار شئ.))

پېغمبر اکرم درې ستر سرتېري راوغوښتل او دنده يې ورکړه، چې د مکې پر لور روان شي او هغه ښځه،چې مو وليده؛نو ويې نيسئ او ليک ترې واخلئ.

 پېغمبر اکرم دا دنده حضرت “علي”، حضرت “زبير” او  حضرت “مقداد”(رضى الله عنهم) ته ورکړه. په “روضة خاخ”(يا حليقه) سيمه کې يې ښځه ونيوه او د هغې ګنډې يې ولټولې؛خو څه يې پکې پيدا نۀ کړل او ښځې  له ليکه بېخي منکره شوه.

حضرت “علي”:((پر خداى قسم پېغمبر اکرم رښتين دى،بايد ليک راکړې ګنې په هره بيه،چې وي ليک درنه اخلم.))

 پر دې مهال “ساره” حس کړه،چې  حضرت “علي”(ک) د پېغمبر اکرم وفادار سرتېرى دى،څو يې خپله دنده سرته نۀ وي رسولي؛ لاس نۀ اخلي.

 “علي” (ک) ته يې وويل:(( لږ شاته شه!))

 او بيا يې د خپلو وېښتانو له چونټيو ليک راواويست او “علي” (ک) ته يې ورکړ.

 پېغمبر اکرم ددې مخکښ مسلمان له دې کاره خورا غمجن شو ،چې په سختو حالاتو کې يې د اسلام مرسته کړې وه؛ژر يې “خاطب” راوغوښت او ورنه يې ددې کار په باب يې وپوښت. هغه پر خداى  او رسول يې قسم وخوړ او ويې ويل،چې په ايمان کې يې د وېښته هومره توپير هم نۀ دى راغلى او ويې ويل: (( رسول الله! ته په خپله پوهېږى، چې په مدينه کې ځانته اوسېږم او کورنۍ مې په مکه کې ده،چې قريشو پرې خورا فشار راوړى دى او دا خبر مې؛ځکه قريشو ته ولېږه، چې له دې لارې پر خپلې کورنۍ د قرېشو زور زياتى لږ کړم.))

 د “حاطب”  له خبرو معلومېږي،چې قريشو به د مدينې پر احوال او د استخباراتو د ترلاسولو لپاره، په مکه کې د مسلمانانو خپلوان تر فشار لاندې نيول. سره له دې،چې د “حاطب” عذر سم عذر نۀ و؛خو پېغمبر اکرم د يو لړ مصالحو په اسلام کې مخينه له امله وباښه او ازاد يې کړ. آن حضرت “عمر” له پېغمبر اکرم څخه وغوښتل چې سر يې له تنې بيل کړه!

پېغمبر اکرم وويل: (( د بدر په جګړه کې يې برخه اخېستې وه او يوه ورځ پرې د خداى پېرزوينه وه؛نو ځکه مې ازاد کړ.))؛خو چې داسې پېښې رانه شي، څو آيتونه راغلل؛لکه: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاء تُلْقُونَ إِلَيْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَقَدْ كَفَرُوا بِمَا جَاءكُم مِّنَ الْحَقِّ يُخْرِجُونَ الرَّسُولَ وَإِيَّاكُمْ أَن تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ رَبِّكُمْ إِن كُنتُمْ خَرَجْتُمْ جِهَادًا فِي سَبِيلِي وَابْتِغَاء مَرْضَاتِي تُسِرُّونَ إِلَيْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَأَنَا أَعْلَمُ بِمَا أَخْفَيْتُمْ وَمَا أَعْلَنتُمْ وَمَن يَفْعَلْهُ مِنكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاء السَّبِيلِ= مؤمنانو! زما او ستاسې دښمنان، دوستان مۀ نيسئ! تاسې ورسره دوستي کوئ او حال دا، چې هغوى تاسې ته له راغلي حقه منکر دي او هغوى ( د خداى) استازى او تاسې له دې امله ( له مكې) باسي،چې تاسې پر خپل پالونكي “الله” ايمان راوړى دى؛ نو كه تاسې زما په لار كې د جهاد او زما د خوښۍ تر لاسه کولو لپاره هجرت كړى وي (؛نو دوستي ورسره ونه کړئ) تاسې په پټه ورسره دوستي كوئ او حال دا چې تاسې، چې څه پټوئ او څه ښكاره كوئ، زه پرې ښه پوه يم او له تاسې، چې هر څوک دا (كار) وكړي؛نو په يقين له سمې لارې اوښتى دى. (ممتحنه/1)

په ټول کې ددې سورت له لومړي تر نهم آيته په دې باب رانازل شوي دي.(344)

پېغمبر اکرم روانېږي

دا چې څوک پوه نۀ شي؛د تګ تر وخته د تګ وخت او لار نه وه ټاکل شوې. پر اتم هجري کال د “رمضان” مياشتې پر لسمه د روانېدا حکم وشو. البته د مدينې او شاوخوا ټولو مسلمانانو ته له پخوا د تيار شئ حکم ورکړل شوى و.

پر هغه ورځ،چې پېغمبر اکرم له مدينې ووت؛ نو حضرت”ابوذرهم غفاري” يې په مدينه کې خپل ځاېناستى کړ او مدينې ته نږدې يې د لښکر پرېټ وکوت،چې پېغمبر اکرم له مدينې لرې شو او د “کديد”سيمې ته ورسېد؛نو اوبه يې راوغوښتې او روژه يې ماته کړه او ټولو ته يې د روژه ماتي حکم وکړ. ډېرو روژه ماته کړه؛خو ځينو نۀ او انګېرل يې،چې که روژه وي او جهاد هم وکړي؛نو ثواب به يې دوه ګرايه وي.

 دې ساده خلکو فکر نۀ کاوه،چې هماغه پېغمبر، چې په رمضان کې يې د روژې نيولو حکم کړى،هماغه درته د روژې ماتولو حکم هم کوي. هغه د نيکمرغۍ او د حق لارښوونکى دى؛نو په دواړو حالتونو او حکمونو کې د خپل امت نېکمرغي او خير غواړي او په حکمونو کې يې کله هم توپير نۀ شته.

 پېغمبر اکرم له دې،چې ځينو روژه ماته نۀ کړه؛خورا خپه شو او و يې ويل: (( هغوى سرکښه ګناهکاره ډله ده.)) (345)

 له پېغمبر اکرمه داسې مخکې تلل له دين او حقه کږلېچ او سرغړاوى راښيي، چې داسې ډله پر پېغمبر اکرم او شريعت يې پوره ايمان نۀ لري او فکر کوي، چې تر پېغمبر اکرم زيات پوهېږي؛نو ځکه خداى داسې کسان رټلي دي او وايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ= مؤمنانو! د خداى او د هغه د استازي په مخكې (څه شى) وړومبى مۀ ګڼئ (او پر هغوى مۀ ور مخكې كېږئ) او (خپل ځانونه) د خداى له عذابه وساتئ، چې خداى اورېدونكى (او) پوه دى. (346)

“عباس بن عبدالمطلب” په مکه کې و او له مسلمانانو ځنې و او د پېغمبر اکرم په حکم په مکه کې پاتې شوى و،چې پېغمبر اکرم د قريشو له هوډه خبر کړي. هغه د “خيبر” تر جګړې وروسته،خپل اسلام ښکاره کړ؛خو بيا يې هم له قريشو سره اړيکې وې او هوډ يې کړى و،چې د وروستي مسلمان په توګه له مکې څخه مدينې ته ولاړ شي. په همغو  ورځو کې چې پېغمبر اکرم له مدينې راووت؛ نو  حضرت”عباس” هم له مکې راوتلى و او په “جحفه” کې سره مخ شول. د  حضرت”عباس” شتون دواړو لوريو ته ډېر ګټور و او که حضرت “عباس” نۀ و؛نو ښايي مکه بې له مقاومته تسليم شوې نۀ واى؛نو ځکه ويلى شم له مکې راخوځېدل يې د پېغمبر اکرم په حکم وو، چې د دواړو لوريو ترمنځ منځګړى وي.

د اسلام د لښکر تګلار

“مرالظهران” د مکې په څو کيلومټرۍ کې پروت دى. پېغمبر اکرم په داسې تګلار ځان د مکې شاوخوا ته ورساوه،چې د قرېشو جاسوسان پرې بيخي خبر نۀ شول. پېغمبر اکرم دا چې د کفارو په زړۀ کې وېره واچوي او دا سپېڅلى ځاى بې وينې تويونې تسليم شي؛نو خپلو سرتېرو ته يې حکم وکړ: (( خپاره شئ او په جګو ځايو کې هر يو بېل بېل اور ولګوئ.))

  “قريش” او هم ژمني يې ويده وو. د مکې د شاوخوا پر لوړو ځايو يې، چې پر هر ځاى اور وليد،چې ټوله مکه يې روښانه کړې؛نو خوبونه يې له سترګو وتښتېدل. د قريشو مشران؛ لکه “ابوسفيان بن حرب” او “حکيم بن حزام” پر خبره ځان پوهولو ته له مکې بهر راووتل.

حضرت”عباس بن عبدالمطلب” چې په “جحفه” کې له پېغمبر اکرم سره يو ځاى شوي و؛نو فکر يې وکړ،چې که “قريش” مقاومت وکړي؛نو ډېر “قريش” به پکې ووژل شي؛نو ښه به وي،چې داسې چاره وکړي،چې د دواړو لوريو پر ګټه وي او “قريش” تسليمېدو ته اړ کړي. هغه د پېغمبر اکرم پر سپنيه کچره سپور شو او د شپې مکې ته ولاړ، چې “قريش” د مسلمانانو له کلابندۍ خبر کړي او ورته د اسلام د سرتېرو د جنګي روحيي په باب خبرې وکړي او بالاخره پوه يې کړي،چې بې تسلمېدو بله چاره  نۀ شته.

 له لرې يې د “ابوسفيان” او “بديل ورقاء” خبرې واورېدې،چې يو بل ته وايي: (( ابوسفيانه! ما تر اوسه دومره لوى لښکر نۀ و ليدلى!))

 “بديل بن ورقاء”: ((د خزاعه ټبر دى،چې جګړې ته راغلى دى.))

 “ابوسفيان”: ((خزاعه دومره نه دى،چې دومره ډېر اور ولګوي او دومره لښکر راټول کړي.))

حضرت “عباس” يې په خبرو کې ورودانګل او “ابوسفيان” ته يې غږ کړ او ويې ويل:((“ابوحنظله!” ))  (د “ابوسفيان” کنيه)

“ابوسفيان” د  حضرت”عباس” غږ وپېژانده او  ويې ويل: (( ابوالفضله ! (د “عباس” کنيه) څه وايې؟))

 حضرت”عباس”:(( پر خداى قسم دا لګېدلى اور د “محمد” سرتېرو لګولى دى. “محمد” له لوى لښکر سره راغلى،چې څوک ورسره مقاومت نۀ شي کړاى.))

د حضرت”عباس” خبرو پر “ابوسفيان” د وېرې رپ ولګاوه اوغاښونه يې کړچېدل او و يې ويل: (( مور و پلار مې دې درځار شي! اوس چاره څه ده؟ ))

حضرت”عباس”: (( چاره دا ده،چې راسره پېغمبر اکرم ته ولاړ شئ او امان ترې وغواړئ؛ګنې ټول “قريش” په خطر کې دي.))

 بيا يې پر کچره سپور کړ او د اسلام د لښکر پر لور روان شول.

 “بديل بن ورقاء” او “حکيم بن حزام” مکې ته ستانه شول.

 و مو ليدل،چې د “عباس” هلې ځلې د اسلام پر ګټه شوې او د قريشو نابغه “ابوسفيان” يې داسې د اسلام له ځواکونو ووېراوه،چې سرته يې بې له تسليېدو بل خيال هم رانغى او بل خوا يې ستنېدو ته هم پرې نۀ ښود او پر هماغه شپه يې له ځان سره د مسلمانانو لښکرتون ته راووست او که مکې ته يې پرېښى واى؛ نو د قريشو افراطي مشرانو به يې نظر اړولى  واى او هغه او “قريش” به يې مقاومت ته اړ کړي وو.

حضرت عباس

ابوسفيان د مسلمانو لښکر تون ته وړي

حضرت “عباس” د پېغمبر اکرم پر ځانګړې کچره سپور و او “ابوسفيان” يې هم په ځان پسې کېنولى و او “ابوسفيان” يې د اسلام د سرتېرو له بې خرته بلو اورونو تېر کړ. د اسلام سرتېرو د پېغمبر اکرم کچره او “عباس” پېژانده؛ نو د تګ مخه يې و نۀ نيوه؛بلکى لار يې ورته پرانسته.

په نيمايي کې د  حضرت “عمر” سترګې پر “ابوسفيان” ولګېدې، چې په  حضرت “عباس” پسې سپور دى. و يې غوښتل هماغلته “ابوسفيان” ووژني؛ خو دا چې د پېغمبر اکرم تره ورته امان ورکړى و؛نو له دې کاره يې ډډه وکړه.

 حضرت “عباس” او “ابوسفيان” د پېغمبر اکرم خېمې ته نږدې له کچرې راکوز شول. حضرت “عباس” بې له اجازې خېمې ته ورننووت هلته له ننوتو سره د حضرت”عباس” او حضرت “عمر” ترمنځ شخړه شوه.

 حضرت “عمر” ټينګار کاوه، چې “ابوسفيان” د خداى دښمن دى او ځاى پر ځاى بايد ووژل شي.

حضرت”عباس”:((ما ورته پناه ورکړې او زما امان ته بايد درناوى وشي.))

 پېغمبر اکرم “عباس” ته وويل:((تر سبا يې په خېمه کى وساته او سبا يې راوله.))

ابوسفيان د پېغمبر اکرم پر وړاندې

حضرت “عباس” سهار وختي “ابوسفيان” پېغمبر اکرم ته راووست. له پېغمبر اکرم نه انصار او  مهاجر راتاو وو،چې د پېغمبر اکرم سترګې پر “ابوسفيان” ولګېدې؛ ورته يې وويل:((وخت نۀ دى رارسېدلى، چې پوه شې خداى يو دى؟))

“ابوسفيان”:((مور و پلار مې دې درځار شي! تۀ څومره پر خپلوانو مهربان يې .همدا اوس پوه شوم که بې له ((الله)) بل خداى واى؛نو اوس به يې زموږ مرسته کړې واى.))

 “ابوسفيان” چې د خداى پر يووالي ايمان راوړو؛ نو پېغمبر اکرم ورته وويل: (( ايا وخت نۀ دى رارسېدلى،چې پوه شې د خداى استازى يم؟))

 “ابوسفيان”:((مور و پلار مې دې درځار شي! تۀ څومره په خپلو خپلوانو مهربان يې. زه مو د رسالت په باب لا تر اوسه په فکر کې يم.))

 حضرت “عباس” د “ابوسفيان” له دې شکه خپه شو او ويې ويل:((که ايمان را نۀ وړې؛نو و به وژل شې. ژر پر خداى او رسول يې ګواهي ورکړه.))

“ابوسفيان” ايمان راوړو او مسلمان شو. که څه هم “ابوسفيان” په وېره اسلام راوړو او د اسلام دين په داسې ايمان راوړو پسې نۀ ګرځي؛خو يو لړ مصلحتونو غوښتنه وه هر څنګه چې وي،د مکې د خلکو په اسلام راوړو کې دا لوى خنډ له لارې لرې کړي؛ځکه د “ابوسفيان” ، “ابوجهل” ، “عکرمه” او “صفوان بن اميه” په څېر کسان وو،چې خلک يې وېرولي وو او چا زړه نۀ کاوه د اسلام په باب فکر وکړي او خپل عقايد څرګند کړي.

 که د “ابوسفيان” دا په ظاهره اسلام راوړل، ورته ګټور نه وو؛خو هغو کسانو ته ډېر  ګټور وو،چې تر لاس لاندې يې کار کاوه او يا يې خپلوان وو. هر څه چې وو؛پېغمبر اکرم سره له دې،چې “ابوسفيان” په ظاهره ايمان راوړى و، خوشى يې نۀ کړ؛ځکه د مکې تر سوبې وړاندې يې پېغمبر اکرم له حرکاتو ډاډمن نۀ و؛ځکه پېغمبر اکرم د يو لړ مصلحتونو له امله، چې وروسته به وويل شي،حضرت “عباس” ته حکم وکړ،چې په يوه تنګه دره کې يې تر څارنې لاندې وساتي.

 حضرت “عباس” پېغمبر اکرم ته وويل:((د “ابوسفيان” رياست خورا خوښ دى او اوس يې،چې کار دې ځاى ته رسېدلى؛نو په دې بهير کى ورته يو مقام ورکړه.))

 سره له دې،چې “ابوسفيان” په دې 23 کالو کې پر اسلام خطرناک ګوزارونه کړي وو؛خو پېغمبر اکرم د يو لړ مصلحتونو له امله ورته يو مقام ورکړ او تاريخي جمله يې،چې د پېغمبر اکرم د روح ستروالى راښيي وويله:

((“ابوسفيان” کړاى شي،خلکو ته ډاډ ورکړي، چا “مسجدالحرام” ته پناه راوړه او يا وسله يې پر ځمکه کېښووه او يا يې خپله بې پلوي اعلان کړه او يا په ځان  پسې ور وتاړه او يا يې د “ابوسفيان” کور ته  (او ځينې وايې،چې د “حکيم بن حزام”) ولاړ؛ نو د اسلام له بريده به په امان کې وي.)) (347)

د مکې ښار بې له وينې توييدنې تسلمېږي

د اسلام ستر لښکر د مکې تر څو کيلومټرۍ پورې پرمختګ وکړ. پېغمبر اکرم هوډ کړى و،چې ښار بې له جګړې او مقاومته ونيسي او دښمن بې قېد و شرطه تسليم شي.

 هغه لاملونه، چې له دې موخې سره يې مرسته وکړه:

1 _ پېغمبر اکرم خپل لښکر پټ پر پټه له دې،چې څوک پرې خبر شي، د مکې خولې ته راووست.

2_د حضرت “عباس بن عبدالمطلب” منځګړتوب او دا،چې “ابوسفيان” يې له قريشو راوشلاوه او د اسلام لښکرتون ته يې راووست او د قريشو مشرانو بې له ابوسفيانه سم هوډ نۀ شو کولاى. “ابوسفيان” چې د پېغمبر اکرم عظمت ته تسليم شو؛نو پېغمبر اکرم وغوښتل،مشرکان پرې ووېروي؛ځکه پېغمبر اکرم  حضرت “عباس” ته وويل:

 (( د درې په خوله کې يې کېنوه،چې د اسلام لښکر يې له مخې تېر شي، چې د اسلام ځواک په خپلو سترګو وويني او چې مکې ته ستون شو؛نو خلک د اسلام له زوره ووېروي او له مغزو يې د مقاومت کولو فکر وباسي.))

ځينو د اسلام د لښکر غونډونه داسې ليکلي:

١_د “بني سليم” د ټبر 1000 کسيز لښکر،چې بولندوى يې حضرت”خالد بن وليد” و،چې دې لښکر دوه بيرغه درلودل ،چې يو يې د “عباس مرداس” او بل يې د حضرت “مقداد” په لاس کې و.

2_ دوه 500 کسيزه ډلې، چې بولندوى يې حضرت “زبير عوام” و، چې تور بيرغ يې په لاس کې نيولى و،چې په دې ډلو کې ډېرى مهاجر وو.

3_ 300 کسيزه ډله،چې د “بني غفار” له ټبر وه،چې مشري يې حضرت”ابوذر غفاري” کوله،چې يو بيرغ يې په لاس کې و.

4_  400 کسيزه ډله د “بني سليم” له ټبره و، چې مشر يې حضرت”يزيد بن الخصيب” و او يو بيرغ يې په لاس کې و.

5_ دوه 500 کسيزه ډلې د “بني کعب” له ټبره وې،چې بولندوى يې حضرت “بشر بن سفيان” و او يو بيرغ يې درلوده.

6_  د “مزينه” د ټبر 1000 کسيز لښکر درې بيرغه درلودل. بيرغونه د حضرت”نعمان بن مقرن”، حضرت”بلال بن الحارث” او د حضرت”عبدالله عمرو” په لاسونو کې وو.

7 _  د “جهينه” د ټبر 800 کسيز لښکر،څلور بيرغه درلودل. بيرغونه د حضرت”معبد بن خالد”، حضرت”سويد بن صخره”، حضرت”رافع بن مکيث” او حضرت”عبدالله بدر” په لاسونو کې وو.

8 _ د “بنو کنانه”،”بنوليث” او “نمره” د ټبرونو 200 کسيز لښکر، چې بولندوى يې حضرت”ابو واقد ليثي” و او بيرغ يې هم په لاس کې و.

9 _ د “بني اشجع” د ټبر 300 کسيز لښکر،چې دوه بيرغونه يې د حضرت”معقل بن سنان” او حضرت”نعيم بن مسعود” په لاسونو کې وو.(348)

 دا ډلې چې د “ابوسفيان” له مخې تېرېدې؛نو عباس به يې د ډلو د ځانګړنو په باب پوښته او هغه به ورته ځوابونه ورکول،چې ددې لښکر عظمت او دبدبه نوره هم زياته شوه او هر لښکر به،چې د “عباس” مخې ته رارسېد؛نو د ډلې بولندوى به د ((الله اکبر)) نعره پورته کړ او ورپسې يې لښکر هم درې ځله د ((الله اکبر)) نارې وهلى.د  ((الله اکبر)) دې نارو د مکې په درو کې انګازې کولې،چې د اسلام د دوستانو د زړۀ قوت ؛ خو د اسلام په دښمنانو کې يې زهره چولې وه.

هر لښکر به چې تېرېده،”ابوسفيان”به پکې په پېغمبر اکرم پسې ګرځېده او “عباس” يې پوښت:(( پېغمبر په دې لښکر کې دى؟))

هغه به ځواب ورکاوه: (( نه!))

 څو ستر لښکر راغى، چې 5000 تنه پکې وو او يوازې 2000 تنو يې “زغرې” اغوستې وې او په ټاکلو واټنونو کې يې بيرغونه درلودل. ددې لښکر نوم “کتيبه خضراء” و؛يانې “شين لښکر” چې تر وېښتو پورې په وسله سمبال وو.

پېغمبر اکرم ددې لښکر په منځ کې، په خپل ځانګړي اوښ سپور او د انصارو او مهاجرو ستر شخصيتونه ترې راتاو وو او خبرې يې ورسره کولې. ددې لښکر عظمت “ابوسفيان” دومره ووېراوه،چې بې واکه يې حضرت “عباس” ته وويل: ((يو قدرت هم له دې ځواکونو سره جنګېداى نۀ شي. عباسه! د وراره سلطنت او ځواک دې خورا زيات شوى دى!))

حضرت “عباس” د رټنې او نيوکې په دود وويل: (( زما د وراره د ځواک سرچينه خداى ورکړى نبوت او رسالت يې دى،چې په مادي مسائلو پورې اړه نه لري.))

ابوسفيان مکې ته ځي

تردې ځايه حضرت “عباس” ښې چارې وکړې او “ابوسفيان” يې د اسلام له پوځي قدرته ووېراوه. اوس پېغمبر اکرم مصلحت وليد،چې “ابوسفيان” د اسلام د ځواكونو له تګه مخکې مکې ته ولېږي او مكيان د مسلمانانو له ستر ځوااکه خبر كړي او د خلاصون لار هم وروښيي؛ځكه يوازې وېرولو د پېغمبر اکرم موخه عملې نه کړاى شو او بايد خلكو ته لار هم وښوول شي.

 “ابوسفيان” ښار ته راننووت. خلكو چې کړۍ شپه په وېره تېره كړې وه او بې له ابوسفيانه يې هم هوډ نۀ شو کولاى؛  نو پرې راټول شول .

 “ابوسفيان” په الوتي رنګ او رپرېدلي ځان مدينې ته اشاره وكړه او خلكو ته يې وويل:((د اسلام ځواكونو ښار كلابند كړى او څو شېبې وروسته به راننوځي،چې مقاومت ورسره نه شئ کړاى، مشر يې “محمد”راسره ژمنه كړې،چې كه چا “مسجدالحرام” ته پناه يووړه او يا يې وسله پر ځمكه كېښووله او په خپل ځان پسې يې د بې پلو په توګه د كور ور وتاړه او يا زما او يا د “حكيم حزام” كور ته ولاړ شي؛ نو ځان او مال به يې دروند وي او له خطره به ژغورلى وي.))

پېغمبر اکرم پردې هم بسنه و نۀ کړه او،چې ښار ته راننووت؛نو بې له معرفي شويو پناه ځايو يې يو بيرغ “عبدالله خثعم” ته وركړ او ورته يې وويل:((خلكو ته ووايه: څوك چې تردې بيرغ لاندې راغلل؛نو په امان كې به وي.)) (349)

د “ابوسفيان” دې پيغام د خلكو له ذهنه د مقاومت خيال بېخي واېست او د حضرت “عباس” هلو ځلو پايله وركړه او بې له وينې توييدنې يې د مکې د فتح زېرى وكړ.

خلك په وېره ولاړل او ځانونه يې خوندي كړل. منډې ترړې او په ښار كې تېښته پېل شوه او د اسلام ستر دښمن،د پېغمبر اکرم په عقلمنه نقشه، تر ټولو د اسلام ستر خدمت وكړ. همدغه  مهال د  “ابوسفيان” ښځې،”هندې” خلك مقاومت ته راوبلل او خپل مېړه ته يې كنځل او سپكې سپورې وكړې. يو لړ افراطي مشرانو؛ لكه “صفوان اميه”،”عكرمه بن ابي جهل” او “سهيل بن عمرو” او د حديبې  په تړون كې د قريشو استازيو قسم وخوړ،چې ښار ته د اسلام د ځواكونو د راننوتو مخه ونېسي او يوه ډله ساده خلك يې هم له ځان سره كړل او په ايستليو تورو يې د اسلام د لومړۍ ډلې د راننوتو مخه ونيوه.

د اسلام پوځي ځواكونه ښار ته راننوځي

مخکې له دې چې د اسلام پوځي ځواكونه پر ښار ورننوځي،پېغمبر اکرم خپل لوړ پوړي افسران راوغوښتل او و يې ويل:

(( ټول كوښښ مې دا دى،چې مكه بې وينې تويدنې ونيسم؛نو ځكه يې مۀ وژنئ،چې درته نۀ خنډېږي او دغه لس تنه؛”عكرمه بن ابي جهل”،”هباربن لاسود”، “عبدالله بن سعد ابيسرح”، “مقيس حبابه ليثي”، “حويرث بن نقيذ”،”عبدالله بن خطل”،”معذان بن اميه”، “وحشي بن حرب”( د حضرت “حمزه” قاتل)،”عبدالله ابن الزبيري” او “حارث بن طلاطله” او څلور ښځې، چې وژنې او جنايتونه يې كړي وو او د جګړې اورونه يې بل كړي وو، هر چېرې مو چې ونيول؛ بې ځنډه يې اعدام كړئ.)) (350)

د پېغمبر اکرم دا حکم افسرانو سرتېرو ته ورساوه. سره له دې،چې پېغمبر اکرم د مکې د خلكو له روحي وضعيته خبر و؛خو د احتياط لپاره يې لاندې نقشه پلي كړه:

 ټول پوځي ټولي “ذى طوى” (لويه سيمه ده) ته راورسېدل،چې د مکې كورونه او “مسجدالحرام” ترې ښكارېده. د پېغمبر اکرم سترګې،چې د مكې پر كورونو ولګېدې؛نو په سترګو كې يې د شوق اوښكې وغړېدې. پېغمبر اکرم له احتياط نه خپل ځينې ځواكونه څه له بره او څه له كوزه ولېږل او ځينې ځواكونه يې مكې ته ورغليو لار ته ولېږل. ټول پوځي ټولي بې له مقاومته ښار ته ورننوتل او يوازې د  حضرت”خالد بن وليد” په مشرۍ ټولي ته د “عكرمه” او “صفوان” په مشرۍ هڅوليو خلكو مقاومت وكړ؛خو چې ١٢ يا ١٣ تنه يې ووژل شول؛نور وتښتېدل.(351)

يو ځل بيا “ابوسفيان” ناځانخبرى د اسلام په ګټه يو كار وكړ. تر اوسه پرې لا وېره ناسته وه او پوهېده،چې مقاومت ګټه نۀ لري؛نو ځكه يې وويل:(( قريشو! ځان د خطر په خوله كې مه اچوئ؛ ځكه د “محمد” له منظم او ستر لښكر سره جنګېدل او مقاومت بيخي ګټه نۀ لري،ولاړ شئ او وسلې مو پر ځمكه كېږدئ او په خپلو كورونو كې كېنئ او ورونه په ځان پسې وتړئ او يا “مسجدالحرام” ته پناه يوسئ، چې له خطره بچ شئ.))

 د “ابوسفيان” خبرو اغېز وكړ او ډېرى خپلو كورونو ته ولاړل او ځينو “مسجدالحرام” ته پناه يووړه.

پېغمبر اکرم د “اذاخر” په سيمې كې د حضرت”خالد بن وليد” د ټولي د تورو پړكار وليده او علت يې ترې وپوښته او ويې ويل:(( د خداى رضا تر هر څه غوره ده.))

 پېغمبر اکرم د مکې له لوړې څوکې “اذاخر” نه “حجون” ته او د خپل ګران تره حضرت”ابوطالب” د قبر تر څنګ راكوز شو او هماغلته يې ورته خېمه ووهله او څومره چې يې ورته ستونه وكړل،چې د چا كور ته ولاړ شه؛خو ورسره يې و نۀ منل.

د بوتانو ماتول او د کعبې پرېمينځل

د مکې ښار،چې كلونه كلونه د شرك او بوت لمانځنې مركز و، اسلامي ځواكونو ته تسليم شو او د ښار ټولې سيمې د اسلامي ځواكونو په ولكه كې شول. پېغمبر اکرم په خپله خېمه كې، چې د “حجون” په سيمه كې يې ورته وهلې وه استراحت وكړ، بيا پر خپل اوښ سپور، د طواف لپاره د “مسجدالحرام” پر لور روان شو. پوځي جامې يې پر تن او د جګړې خول يې پر سر وه او انصار او مهاجر ترې راتاو وو. د پېغمبر اکرم د اوښ مهار حضرت”محمد بن مسلمه” نيولى و.

 د پېغمبر اکرم په لار كې مسلمانانو او مشركانو منظمې ليكې جوړې كړې وې.ځينې وېرېدل او ځينې خوشحاله وو. پېغمبر اکرم د يو لړ مصالحو له مخې، له اوښه راكوز نۀ شو او پر خپل اوښ سپور يې د کعبې طواف وكړ او ددې پر ځاى،چې پر “حجرالاسود” لاس ومښي،په امسا يې تيږې ته اشاره وكړه او تكبير يې ووايه. د پېغمبر اکرم يارانو هم ورپسې تكبير ووايه. د مسلمانانو غږ د هغو مشركانو غوږونو ته ورسېد، چې په غرونو كې پټ وو. په “مسجدالحرام” كې ګڼه ګوڼه وه او پېغمبر اکرم يې طواف ته په ارام خيال نه پرېښووه.

 پېغمبر اکرم خلك چوپولو ته راوبلل. ټول چوپ شول،د ټولو سترګې پېغمبر اکرم پر لور شوې. پېغمبر اکرم پر طواف بوخت شو او په لومړي طواف كې يې سترګې پر “هبل” ، “اساف” او “نائله” بوتانو، چې د کعبې د وره له پاسه يې لګولي وو ولګېدې. پېغمبر اکرم په خپله سانګه (نېزه) پر بوتانو ګوزار وكړ او پر ځمكه يې راوغورځول او و يې ويل:

 (( قل جا الحق و زهق الباطل ان الباطل كان زهوقا.))؛يعنې حق له پرتم سره بريمن راښکاره شو او باطل له منځه ولاړ.په رښتيا چې باطل خو له سره بې بنسټه و.

“هبل” د مشركانو په مخ كې د پېغمبر اکرم په حکم دړي وړي شو.

 حضرت”زبير” په ملنډو “ابوسفيان” ته وويل: (( هبل؛ستر بوت مو مات شو.))

 “ابوسفيان” په خپګان حضرت “زبير” ته وويل: (( پر خپل حال مو پرېږده! كه د هبل له لاسه څه كېداى؛ نو زموږ به دا حال نه و.))

د پېغمبر اکرم طواف پاى ته ورسېد او د “مسجدالحرام” په ګوټ كې يوه شېبه كېناست.

 په هغو ورځو كې “عثمان بن طلحه” د کعبې كونجيوال و او د كونجي والۍ دا منصب ورته له پلار نيکه په ميراث كې پاتې و. پېغمبر اکرم خپل موذن، حضرت “بلال”(رض) ته دنده وركړه،چې د “عثمان” كور ته ولاړ شي او د کعبې كونجي ترې راوړي.

  حضرت”بلال” د پېغمبر اکرم پيغام ورساوه؛خو مور يې “عثمان” ته وويل:(( د کعبې د كونجي والۍ وياړ يوازې زموږ د كورنۍ دى،كونجي ورنۀ کړې.))

 “عثمان” د مور لاس ونيو او كوټې ته يې دننه  كړه او ورته يې وويل: (( كه كونجي ورنۀ کړم؛ نو په زور به يې رانه واخلي.)) (352)

د کعبې كونجي وال راغى او د کعبې ور يې پرانيست او پېغمبر اکرم کعبې ته ننوت او ورپسې حضرت”اسامه بن زيد”،حضرت “بلال” او  حضرت”عثمان بن طلحه” ورننوتل او د پېغمبر اکرم په حکم د کعبې ورۀ ته “خالد بن وليد” ودرېد،چې د خلكو د ګڼې ګونې مخه ونېسي.

 د کعبې پر دېوالونو يې ډول ډول انځورونه کښلي وو. د پېغمبر اکرم په حکم يې، د زمزم په اوبو دېوالونه پرېمينځل او ټول رسمونه يې پاك كړل.

حضرت “علي” د پېغمبر اکرم پر اوږو

محدثان او تاريخپوهان وايي: ځينې په كعبه كې دننه او بهر بوتان حضرت “علي” (ک) مات كړل. پېغمبر اکرم،حضرت “علي” ته وويل:(( كېنه چې پر اوږه دې وخېژم او بوتان مات كړم.))

 “علي” (ک) د کعبې د دېوال تر څنګ، پېغمبر اکرم په خپلواوږو جګ كړ. “علي” (ک) د دروندوالي او کمزورۍ احساس كړه. پېغمبر اکرم پوه شو، حضرت”علي” ته يې وويل:((پر اوږو مې وخېژه!))  “علي” د پېغمبر اکرم پر اوږو جګ شو او د قريشو د لوى مسين بوت يې راونړاوه او بيا پر نورو بوتانو لګيا شو.(353)

“حله” او “ابن العرندس” د نهمې پېړۍ اسلامي شاعران دي،چې دا پېښه يې په خپلو قصيدو كې راوړې، چې پښتو مفهوم يې دادى:

(( د پېغمبر اکرم پر اوږو د “علي” (ک) ختل،د “علي” فضيلت دى،چې دا فضيلت په خپلوۍ او ملګرتيا سربېره دى.))

پېغمبر اکرم حکم وكړ:(( د کعبې ور خلاص كړيء،لاسونه يې د ورۀ پر چوكاټ اېښې وو،خلكو ته يې وويل:د هغه خداى شكر كاږم،چې په خپله ژمنه يې عمل وكړ او له خپل بنده سره يې مرسته وكړه او دښمنان يې يوازې ځان وځپل .))

څښتن تعالى د قصص د سورت په 85  آيت كې پېغمبر اکرم ته ژمنه وركړې وه:

إِنَّ الَّذِي فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لَرَادُّكَ إِلَى مَعَادٍ= بېشكه چا چې دا قرآن پر تا فرض كړى دى، تا هرومرو خپل ځاى (= ټا ټوبي) ته ستنوي))

پېغمبر اکرم ددې وينا په ويلو،چې:(خداى پر ژمنه عمل وكړ)د هغه د غيبي وعدې د عملي كولو خبره وکړه او يو ځل بيا يې خپله ريښتينولي په ډاګه کړه.

ټول خلك چوپ وو او د هر چا ماغزو ته ډول ډول فكرونه راتلل. اوس هغه ډله د پېغمبر اکرم تر واك لاندې ده،چې له پېغمبر اکرم سره يې ډول ډول خونړۍ جګړې وكړې او ځوانان او ياران يې ورته ووژل او هوډ يې نيولى و،چې د شپې د پېغمبر اکرم پر كور يرغل وكړي او په خپل كور كې يې ووژني. دې خلكو به يو بل ته پر پېغمبر اکرم كړي تيري رايادول او يو بل ته يې ويل: (( اوس به مو وژني،ځينې به مو بنديان كړي او ښځې او ماشومان به مو اسيران كړي.))

  دوی په خپلو شيطاني فكرونو كې ډوب وو،چې پېغمبر اکرم وويل:(( څه وياست او زما په باب څه فكر كوئ؟))

ټولو په وېره او رپېدلي غږ وويل:((موږ يوازې ستا د نيكۍ‌ په باب فكر كوو، تا خپل ستر ورور او د ستر ورور زوى بولو.))

د پېغمبر اکرم د زړۀ سواندۍ او لورېنې چينه راوخوټېده او ويې ويل:

 (( زه به هم هماغه تاسې ته ووايم،چې ورور مې “يوسف” خپلو ورونو ته وويل: ((لا تتريب عليکم اليوم يغفرلکم و هو ارحم الراحمين))؛يعنې نن پر تاسې ملامتي نۀ شته،خداى به مو ګناهونه وبښي او هغه “ارحم الراحمين” دى.)) (354)

 له دې ويناوو مخکې،څه چې د مکې خلك هيله من كړي وو، د خپل بولندوى پر وړاندې د پېغمبر اکرم سخت غبرګون و،چې ويلې يې وو: (( نن د جګړې ورځ ده او نن مال او ځان مو حلال شمېرل کېږي.))

 پېغمبر اکرم چې دا خبره واورېده؛نو ډېر سخت خپه شو او د بولندوى تاديب ته يې له خپل مقامه عزل كړ او “علي” (ک) ته يې دنده وركړه، چې ولاړ شي او بيرغ ترې واخلي او ويل كېږي،چې زوى يې پر ځاى بولندوى كړ. دا بولندوى حضرت”سعد بن عباده”،د “خزرج” د ټبر مشر و.

پېغمبر اکرم عمومي بښنه اعلان كړه

پېغمبر اکرم عمومي بښنه داسې اعلان كړه:

(( تاسې زما ډېر ناوړه هېوادوال وئ،زما رسالت مو و نۀ مانه او له خپل كوره مو وشړلم او هغه لرې ځاى ته،چې ور مهاجر شوى وم،له ما سره وجنګېدئ؛خو له دې ټولو جرمونو سره مو بښم او له پښو مو د مريتوب زنځېرونه خلاصوم او اعلانوم،چې: “اذهبوا فانتم الطقاء” ولاړ شئ ! ټول ازاد ياست او خپل ژوند وكړئ !))

حضرت بلال اذان كوي

د ماسپښين د لمانځه وخت راورسېد. د پېغمبراکرم رسمي موذن د کعبې پر بام وروخوت او پر خوږ غږ يې اذان وكړ. مشركانو خبرې كولې اوويل يې:(( پلانى څومره بختور و، چې مړ شو او د اذان غږ يې وا نۀ ورېد.))

 پردې  مهال “ابوسفيان” وويل:(( په دې باب څه نۀ وايم؛ځكه د “محمد” استخبارات دومره قوي دي،چې وېرېږم د جومات شګې هم جاسوسانې يې وي او  خبره مې ور ورسوي.))

خو ده ته بايد وويل شي،چې:پېغمبر اکرم د وحې له لارې د نړۍ پر حالاتو پوهېده،نۀ د استخباراتو له لارې .

پېغمبر اکرم د ماسپښين لمونځ وكړ،بيا يې “عثمان بن طلحه” راوغوښت او د کعبې كونجي ګانې يې وركړې او ورته يې وويل: (( دا مقام ستاسې دى او ستاسې په كورنۍ كې به خوندي وي.))

له پېغمبر اکرمه همدا تمه كېده؛ځكه خداى ورته ويلي وو: (( خلكو ته امانتونه يې وروسپاره. ))(355)

 هغه كله هم په زور او پوځي ځواك د خلكو حقوق تر پښو لاندې نۀ کړل او خلكو ته يې په  ډاګه وويل: (( د کعبې كونجي والي د “ابن طلحه” څرګند حق دى او بل څوك په کې حق نۀ لري)) او همداسې پېغمبر اکرم د کعبې ټولې دندې،بې له هغو چې د خلكو پر ګټه وو،لرې كړې. پېغمبر اکرم د کعبې د كونجي والۍ، پر کعبې د پوښښ اچولو او د “بيت الله” زايرانو ته د اوبو د ورکړې وظيفې پر خپل حال پرېښووې.

د مکې ښځې له پېغمبر اکرم سره بيعت كوي

د “عقبه” له تړون وروسته (هغه تړون،چې په کې اويا تنو ګډون كړى و، چې درې تنه يې ښځې وې او له هجرت مخکې تړل شوى و) دا لومړى ځل و، چې پېغمبر اکرم له ښځو لاندې دندو ته بيعت واخېست.

1 _ څوك له خداى سره شريك نۀ کړئ.

 2 _ خيانت ونۀ کړئ.

 3 _فحشاوو پسې به نۀ ګرځئ.

4 _اولاد مو و نۀ وژنئ.

5 _ د نورو زامن په خپلو مړونو پورې ونه تړئ.

6 _ له پېغمبر اکرم سره په نېكو كارونو كې مخالفت ونۀ کړئ.

د بيعت تشريفات داسې ترسره شول:

پېغمبر اکرم حکم وكړ: د اوبو ډك لوښى راوړيء،چې په کې يې عطر ګډ كړل او خپل لاس يې په کې كېښود او د “ممتحنه” سورت دولسم آيت يې پرې تلاوت كړ او له خپل ځايه پاڅېد او ښځو ته يې وويل: (( د چا چې ويل شوي شرطونه قبول وي او راسره بيعت كول غواړي؛نو لاس دې په هغه لوښي كې ننباسي او رسمي دې خپله وفا اعلان كړي.))

 ددې بيعت اخېستو علت دا و،چې د مکې په ښځو كې ځينې ناپاكه هم وې او كه پېغمبر اکرم ترې دا بيعت نۀ واى اخېستى؛نو امكان يې درلود چې په پټه ناوړه کارونه وكړي.

د مکې او د چاپيريال بوت خانې يې ړنګېږي

د مکې په شاوخوا كې ډېرې بوت خانى وې،چې د شاوخوا ټبرونو، خورا درناوى يې كاوه. پېغمبر اکرم هم په مکې كې د بوت پالنې د جرړو رانړولو ته يوه ډله د مكې شاوخوا سيمو ته ولېږله او په مكه كې يې هم اعلان وكړ،چې كه څوك په كور كې بوت لري؛نو مات دې يې كړي. (356)

 حضرت “خالدبن وليد” د يوې ډلې په مشرۍ د “جذيمه بن عامر” ټبر ته ولاړ، چې اسلام ته يې راوبلي. پېغمبر اکرم ورته ويلي وو،چې وينه يې توى نۀ کړئ. په دې ډله كې د حضرت “خالد بن وليد” مرستيال  حضرت “عبدالرحمن بن عوف” و.

 د جاهليت په دوران كې د “بني جذيمه” ټبر د  حضرت خالد تره او د  حضرت “عبدالرحمن بن عوف” پلار له “يمنه” د راستنېدو پر مهال وژلى و او مالونه يې لوټ كړي وو؛نو له هماغه وخته د “خالد” ورته په زړۀ كې كينه او دښمني وه؛نو چې “خالد” او “بني جذيمه” سره مخ شول؛ نو هغوى يې دفاع ته چمتو وموندل.

 بولندوى غږ كړ: (( وسلې مو پر ځمكه كېږدئ؛ځكه د بوت پالنې دوران تېر شو او مكه د اسلام ځواكونو ته تسليم شوه.))

 د ټبر مشرانو سلا په دې  كې وليده،چې تسليم شي. په دوى كې يو تن پوه شو،چې د بولندوى په زړۀ كې خيرى دى او خپلو مشرانو ته يې وويل: ((د تسليمېدو پايله اسارت او ورپسې مرګ دى))،چې بالاخره د ټبر د مشرانو خبره ومنل شوه او تسليم شول او وسلې يې پر ځمكه كېښووې.

 پر دې مهال د اسلام د ځواكونو بولندوى،د پېغمبر اکرم د وينا پر خلاف د ټبر د سړيو لاسونه له شا وتړل او ټول يې بنديان كړل. بيا سهار وختي له هغوى ځينې د “خالد” پر حکم اعدام او ځينې يې  ازاد  شول.

د “خالد” د سرغړونې خبر پېغمبر اکرم ته راورسېد، چې خورا خپه شو. ژر يې “علي” ته حکم وكړ،چې نوموړي ټبر ته ولاړ شي او ورته د وينې بيه او تاوان يې وركړي.

 حضرت “علي” په تاوان وركولو كې دومره پام او احتياط وكړ، چې ان د هغه لرګينې كاسې پېسى يې هم وكړې، چې سپي په کې اوبه څښكلې،چې د خالد ځواكونو ماته كړې وه او بيا يې ټول غمځپلي مشران راوغوښتل او ورته وويل:(( آيا د ټولو بې ګناه وژل شويو تاوان مو واخېست؟ ))

  ټولو وويل: (( هو!))

 بيا حضرت “علي” دا چې غم د خلكو له ياده وتلى وي؛ نو اضافه پېسې يې هم د احتياط لپاره خلكو ته وركړې او مكي ته راستون شو.

پېغمبر اکرم د “علي” (ک) كار وستايه او خپل لاسونه يې اسمان ته پورته كړل او ويې ويل: (( خدايه! زه د “خالد” له كاره بېزاره يم، ما ورته د جګړې حکم نۀ وكړى.)) (357)

دا چې حضرت “علي” (ک) د پېغمبر اکرم په حکم په دقت غمځپلي ټبر ته تاوان وركړى و او په پوره عدالت يې چلن كړى و،و يې ويل:

 (( “علي”! زه ستا دا كار د سرو وېښتو له اوښانو سره نۀ بدلوم.(358) “علي”! زه دې راضي كړم،خداى دې له تا راضي شي.”علي” تۀ د مسلمانانو لارښوونكى يې. نېكمرغه هغه دى، چې درسره به مينه كوي او لاروي به دې كوي او بدمرغه هغه دى،چې درسره مخالفت كوي او له لارې دې كوږ ځي. (359) “علي”! تۀ ما ته داسې يې؛ لكه هارون، چې موسى ته و؛خو پردې توپير،چې له ما وروسته بل پېغمبر نۀ راځي.)) (360)

 يادونه: “خالدبن وليد” د  حضرت “ابوبكر” د خلافت پر مهال حضرت د “مالك بن نويره” پر قبيله بريد وكړ،چې ټول د قبيلې وګړي دفاع ته چمتو وو او ټولو وويل:((موږ مسلمانان يو او بايد د اسلام ځواكونه راباندې يرغل و نۀ كړي.”خالدبن وليد” ټول بې وسلې كړل او د ټبر مشر  حضرت”مالك بن نويره” يې وواژه او د هغه مېرمن يې پر همغه شپه ځانته په نکاح کړه.)) (361)

اووه درېرشم څپرکى

د حنين جګړه

د پېغمبر اکرم كړنلار دا وه،چې سيمه يې  فتح كړه؛څو په خپله به هلته و؛نو د سيمې سياسي او ديني چارې به يې په خپله سمبالولې او په راستنېدو كې به يې لايق او وړ انسان ته چارې سپارلې،چې د اسلام د دين قوانين پلي كړي او خلكو ته په ښه توګه لارښوونې وكړي.

 پېغمبر اکرم،چې هوډ ونيو،له مکې د “هوازن” او د  “ثقيف” ټبرونو ته ورشي؛نو حضرت”معاذ بن جبل” ته يې د خلكو د ديني چارو د سمبالنې دنده وركړه او د ښار چارې او د جومات امامت يې حضرت”عتاب بن اسيد” ته وسپاره او په خپله په مكه كې له پينځه لسو ورځو پاتې كېدو وروسته، د “هوازن” د ټبر سيمې ته روان شو.(363)

د اسلام بې سارى لښكر

حضرت پېغمبر اکرم په هغو ورځو كې دولس زره وسلوال سرتېري درلودل،چې لس زره يې له مدينې څخه د مکې فتح ته راغلي وو او دوه زره تنه د قريشو ځوانان وو،چې د مكې له سوبې وروسته د اسلام له ځواكونو سره يوځاى شوي وو، چې مشري يې “ابوسفيان” كوله.

 داسې لښكر په هغو ورځو كې سارى نۀ درلود او د لښكر همدا ډېروالى د لومړنۍ ماتې لامل يې شو؛ځكه د وګړيو پر ډېروالي غره شول او پوځي تاكتيكو ته يې شا كړه،د يو صحابي سترګې،چې پر لښکر ولګېدې؛نو ويې ويل:((موږ به د سرتېرو د ډېروالي له امله ماتې و نۀ خورو؛ځكه ځواكونه مو له دښمنه ډېر دي.)) (364)

خو دې ټکي ته يې پام نۀ و،چې يوازې د شمېر زياتوالى د بري لامل  نۀ دى،چې قرآن شريف هم دې خبرې ته اشاره كړې ده:

 لَقَدْ نَصَرَكُمُ اللّهُ فِي مَوَاطِنَ كَثِيرَةٍ وَيَوْمَ حُنَيْنٍ إِذْ أَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنكُمْ شَيْئًا وَضَاقَتْ عَلَيْكُمُ الأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ ثُمَّ وَلَّيْتُم مُّدْبِرِينَ= په  رښتياخداى په ډېرو ځايو كې له تاسې سره مرسته كړې ده (او پر دښمن بريالي شوى) او د حنين د غزا پر ورځ ( يې هم درسره مرسته وكړه) چې تاسې د خپل شمېر پر زياتوالي غره وئ ؛ خو څه ګټه يې درته و نۀ رسوله او پراخه ځمكه درباندې تنګه شوه؛ بيا مو (دښمن ته ) شا واړوله او وتښتېدئ . (365)

د اطلاعاتو راټولول

د مکې له فتح وروسته د شاوخوا په قبائلو؛لكه “هوازن” او “ثقيف” كې پټ او مرموز خوځښتونه ليدل كېدل او ترمنځ يې اړيکې هم نيول كېدې، چې رابط يې “مالك بن عوف نصري” و او ددې اړيکو او ناستو پاستو پايله دا شوه:مخکې له دې،چې اسلام پر لور يې ورشي، په خپله اسلام ته ښه راغلاست ووايي او مخکې له دې،چې مسلمانان پرې بريد وكړي، په ځانګړي پوځي تاكتيك د اسلام ملا ماته كړي؛نو دېرش كلن بې پروا ځوان يې بولندوى كړ،چې په دې جګړې كې ټول ټبرونه يو لاس شول او بولندوى حکم وكړ،چې: (( په جګړې كې ټول برخوال دې خپلوان او ښځې هم له ځان سره راولي.))

 ددې كار په باب وپوښتل شو؛نو ځواب يې ورکړ: (( پر دې  مهال به سرتېري د خپلوانو او ښځو د ساتنې لپاره په مېړانه وجنګېږي او د تېښتې فكر به يې ماغزو ته نۀ راځي.)) (366)

“دريد بن صمه” چې زوړ پوځي كار پوه و؛نو چې د ماشومانو او ښځو ژړاګانې يې واورېدې؛نو پر “مالك” يې نيوكه وكړه او دا كار يې د پوځي تكتيكونو پر خلاف وباله او ورته يې وويل:(( كه ماتې مو وخوړه؛نو ښځې، ماشومان او مالونه به مو مسلمانانو ته ورتسليم كړي وي))؛خو “مالك” خبره يې و نۀ منله او و يې ويل: (( زوړ شوى يې او پوځي شعور او عقل دې له لاسه وركړى دى.))

راتلونكې وښووه،چې د زوړ سړي خبره سمه وه او د ماشومانو او ښځو جګړې  ته راوستل  بې له ګېرېدو بله ګټه نۀ درلوده.

پېغمبر اکرم حضرت”عبدالله اسلمي” د دښمن پر تجهيزاتو ځان پوهولو ته ولېږه. هغه د دښمن لښكر ته ورغى او ځان يې پر خبره پوه كړ او پوره معلومات يې راوړل.

 “مالك” هم درې تنه جاسوسان د مسلمانانو پر لور ولېږل.

د دښمن بولندوى هوډ ونيو د خپلو سرتېرو كم والى پر يو پوځي تكتيك جبران كړي او د غافلګېرولو د ناڅاپي بريد له لارې د مسلمانانو د لښكر نظم له منځه يوسي. د “حنين” په  دره كې يې واړوله او خپلو سرتېرو ته يې وويل: (( د ګټونو او ډبرو شا ته پټ شيء او سنګر ونيسئ، د اسلام لښكر چې دې اوږدې  درې ته راورسېد؛نو  ټول راووځي او په ډبرو او غشيو يې وولئ او بيا دې ځانګړې ډله له غره راكوزه شي او مسلمانان دې ووژني.))

د مسلمانانو تجهيزات

پېغمبر اکرم د دښمن له ځېل او قدرته خبر و او مخکې له دې،چې له مکې حرکت وکړي،”صفوان بن اميه” يې راوغوښت او 100 “زرې” يې ترې د “عاريه مضمونه” په نامه واخېستې او په خپله يې هم دوه زرې پر تن او خولۍ يې پر سر كړه او په خپله سپينه “غاتره” سپور شو او د لښكر شاته روان شو.

 اسلامي ځواكونو شپه د درې په خوله كې تېره كړه. تر اوسه لا لمر نۀ و راختلى چې د “بني سليم” ټبر د  حضرت “خالدبن وليد” پر مشرۍ د “حنين” لارې ته ننوت. تر اوسه اسلامې ځواكونه لا په دره كې وو، چې له هر لوري پرې د تيږو او غشيو باران شو او د دښمن نورو سرتېرو د غشيو په باران كې پر مسلمانانو بريد وكړ. د دښمن دې ناڅاپه بريد مسلمانان سخت وارخطا كړل،بېواکه وتښتېدل او بې نظمه شول.

 د اسلام په لښكر كې منافقان له پېښې خورا خوشحاله شول. ان “ابوسفيان” وويل:((مسلمانان به د سمندر تر غاړې وتښتي.))

 بل منافق وويل: (( جادو باطل شو.)) بل منافق هوډ نيولى و، چې په هغه اخ و ډب كې پېغمبر اکرم ووژني.

د پېغمبر اکرم او وفادارې ډلې  پايداري

د مسلمانانو تېښتې پېغمبر اکرم خورا خپه كړ،چې اصلي لامل يې وېره او بې نظمي وه. احساس يې كړه، چې كه لاس و نۀ خوځوي او ځنډ وكړي ؛ نو هر څه به پر سيند لاهو شي؛نو په خپله غاتره سپور شو او په لوړ غږ يې وويل: (( يا انصار الله و انصار رسوله انا عبدالله و رسوله ! = د خداى او د هغه د رسول يارانو! زه د خداى بنده او رسول يې يم.)) دا جمله يې وويله او په خپله غاتره د جګړې د ډګر پر لور روان شو او حضرت “علي”،حضرت فضل بن “عباس”، حضرت “اسامه”، حضرت “ابوسفيان بن الحارث” (رضى الله عنهم)، له پېغمبر اکرم سره روان شول.(367)

پېغمبر اکرم خپل تره حضرت “عباس” ته،چې ښكلى غږ يې درلود،وويل: ((مسلمانانو ته ووايه: انصارو! چې له پېغمبر اکرم سره مو مرسته وكړه ! اى هغوى چې تر ونې لاندې مو له پېغمبر اکرم سره “بيعت رضوان” وكړ، چېرې روان ياست! پېغمبر اکرم دلته دى!))

 د حضرت “عباس” غږ غوږونو ته يې  ورسېد او په رګونو كې يې د غيرت وينه راوخوټوله. ټول راستانه شول او و يې ويل: (( لبيك! لبيك!))

د حضرت “عباس” پرله پسې غږونو،چې د پېغمبر اکرم د روغتيا زيرى يې وركاوه،ددې لامل شو،چې تښتېدلي په پښېمانۍ پېغمبر اکرم ته راوګرځي او خپلې ليكي د دښمن پر وړاندې سمې كړي. مسلمانانو د پېغمبر اکرم پر حکم او د تېښتې د بې غيرتۍ جبرانولو ته پر ستر بريد لاس پورې كړ او په يوه شيبه كې يې دښمن پر شا وتمباوه.

 پېغمبر اکرم د مسلمانانو ډاډ ته وويل: ((زه د خداى پېغمبر يم او هېڅكله دروغ نۀ وايم او خداى راته د بري ژمنه راكړې ده.))

دې پوځي تدبير وکړاى شول د “هوازن” او “ثقيف” جنګيالي ښځې، ماشومان او مالونه پرېږدي او د زياتو تلفاتو له وركولو وروسته د “اوطاس” او “نخله” سيمو او د “طايف” كلاګانو ته وتښتي.

د جګړې  غنيمت

د مسلمانانو د تلفاتو شمېر 8 تنه و او مسلمانانو له دښمنه 6000 اسيران، 24000اوښان، 40000 څاروي او څلور زره وقيه(٨٥٢ کيلو ګرامه) سپين زر ونيول.

پېغمبر اکرم حکم وكړ:((بنديان او غنيمتونه “جعرانه” ته يوسئ))  او څو تنه ساتنې ته يې وټاكل او حکم يې وكړ:((څوك دې غنيمت ته لاس ور نۀ وړي،چې تښتېدلى دښمن تعقيب كړو.))

“ابن هشام” په خپله سيره كې د مسلمانانو د تلفاتو شمېر 4 تنه ليكلى؛ خو داسې لويه جګړه بايد ډېر تلفات ولري.

اته دېرشم څپرکى

د اتم هجري كال پېښې

د طائف جګړه

“طايف” د “حجاز” حاصلخېز ښار دى،چې د مکې په جنوب ختيځ كې پروت دى،چې له مکې12فرسنګه واټن لري او د سمندر له سطحې 1000 متره لوړ پروت دى او دا،چې “طايف” ښکلې هوا او باغونه درلودل؛نو د “حجاز” د تفريح او سيال مركز و.

 د عربو غښتلى ټبر؛ “ثقيف” په دې  ښار كې اوسېده.د “ثقيف” عربانو د “حنين” په جګړې كې د اسلام پر ضد جنګېدلي وو،چې له غاښ ماتوونكي ماتې وروسته خپلو هسکو او قوي کلاګانو ته پر شا شول.

 پېغمبر اکرم د بري د بشپړولو حكم وكړ،چې د”حنين” تښتېدلي دې تعقيب شي او حضرت ” ابو عامر اشعري” او حضرت “ابوموسى اشعري” ته يې حكم وكړ،چي “اوطاس” ته تښتېدلي تعقيب كړئ.”ابوعامر” په دې جګړې كې شهيد شو؛خو “ابوموسى” دښمنان وځپل. (368) پېغمبر اکرم هم له پاتې لښكر سره “طايف” ته روان شو.(369)

پېغمبر اکرم “طايف” ته په لار كې د “حنين” د جګړې د اور بلونكي؛”مالك” كلا له خاورو سره يوه كړه؛البته د “مالك” د كلا ورانولو، د غچ بڼه نۀ درلوده؛بلكې ددې لپاره وو،چې دښمن ته د پر شا تګ سنګر او اډانه پرې نۀ ږدي.

 اسلامي ځواكونو په يو بل پسې حركت وكړ او د ښار په شاوخوا كې يې غونډونه جوړ كړل.

د “طايف” كلا ډېره لوړه وه، قوي دېوالونه يې درلودل او د څار برجونو يې پر بهر پوره تسلط درلود.

 مسلمانانو كلابندي پېل کړه؛خو تر اوسه لا د كلابندى كړۍ نۀ وه پوره شوې،چې د دښمن له غشيو سره مخ شول او د اسلام د سرتېرو د پرمختګ مخه ونيول شوه او په هماغه لومړى شېبه كې ځينې شهيدان شول.(370)

پېغمبر اکرم د پرشاتګ حكم وكړ او ويې ويل:(( لښكرتون په داسې ځاى كې جوړ كړئ، چې د دښمن غشي درته نۀ رارسي.)) (371)

مسلمانان چې د حضرت “سلمان فارسي”له پوځي پوهې خبر وو، پېغمبر اکرم ته يې وړانديز وكړ چې د “چپنډې” او “ليندۍ” په جوړولو پر دښمن ډبرې ووروي. په هغه ورځو كې چپنډې د نننۍ توپخانې كار كاوه.

 چپنډه راوړل شوه او مسلمانانو پر چپنډه 20 ورځې د دښمن پر كلا ډبرې ورولې؛خو دښمن هم په مقابل کې د غشيو پر ورولو ډېر مسلمانان ټپي كړل.

“ابن هشام” د خپلې سيرې په 2/ 126 مخ كې وايي:((پېغمبر اکرم لومړى تن و، چې له چپنډې يې كار واخېست.))

اوس بايد وليدل شي،چې مسلمانانو په هغه بد حال كې چپنډه له كومه كړه؟ ځينې وايي:

 ((حضرت سلمان چپنډه جوړه كړه او مسلمانانو ته يې د هغه د كارولو چل وښود؛خو ځينې وايي،چې مسلمانانو چپنډه د “خيبر” په جګړې كې تر لاسه كړې وه او له ځان سره يې “طايف” ته راوړې وه.))(372)

 له تاريخه جوتېږي،چې دا چپنډه د “خيبر” نۀ وه؛ځكه پېغمبر اکرم د “حنين” او “طايف” له جګړې سره سم حضرت “طفيل بن عمرودوسي” د “دوس” د ټبر د بوت خانو ځپولو ته لېږلى و او هغه له 400 سرتېرو سره ، چې ټول يې د خپل ټبر وو،له يوې چپنډې سره په “طايف” كې له پېغمبر اکرم سره يوځاى شول او په دې جګړې كې له هغه وسايلو ګټه واخېستل شوه،چې د “دوس” له ټبره نيول شوي وو.(373)

په جنګي وسايلو د كلا د دېوال سوري كول

د دښمن تسليمېدو ته هر اړخيز يرغلونو ته اړتيا وه. د چپنډې له لګولو سره سم پرېكړه وشوه،چې د كلا دېوال سورې شي او مسلمانان كلا ته ورننوځي؛خو دا خورا ستونزمن كار و؛ځكه دښمن د باران په څېر غشي ورول  او څوك يې كلا ته نږدې نۀ پرېښوول.

 دې كار ته هغه مهال غوره وسيله جنګي “ارابه” وه، چې هغه مهال د نړۍ منظمو لښكرو درلوده. جنګي ارابه له لرګي جوړېده او د ډبل پوټكي پوښ وركول كېده او غښتلي سرتېرى ورلاندې شول او د كلا پر لور يې روان كړه او ترې لاندې يې د كلا دېوالونه سوري كول.

 د اسلام سرتېرو هم له دې جنګي وسلې كار واخېست او د كلا د دېوال په سوري كولو يې لاس پورې كړ؛خو دښمن پرې له پاسه سره کړې اوسپنه او سکروټې وغورځولې او د ارابې پوښښ يې وسوځاوه او مجاهدين يې له پاسه ټپيان کړل او مسلمانانو د ارابې له کارولو لاس واخېست. (374)

اسلامي ځواکونه مدينې ته راستنېږي

پېغمبر اکرم په دې جګړه كې له ټولو مادي او معنوي لارو كارو واخېست؛خو دې كلا نيولو ډېر  وخت غوښته؛خو په هغو موسمي شرايطو كې د اسلام د لښكر امكاناتو اجازه نۀ وركوله، چې تردې زيات هلته پاتې شي؛ ځكه چې:

1 _ د كلابندۍ په موده كې له مسلمانانو 13 تنه شهيدان شوي وو، چې اوه تنه له قريشو،څلور د انصارو او يو تن له يو بل ټبره  وو. ځينې هم د “حنين” په جګړه کې شهيدان شوي وو.

2 _ د “شوال” مياشت پر تېرېدو وه او د “ذي القعده” په را رسېدو وه، چې په کې د عربو له نظره جنګېدل حرام وو؛نو ځكه په كار وو،چې بې ځنډه كلابندي پاى ته ورسېږي،څو د “ثقيف” عربان پېغمبر اکرم له صالح سنت سره پر مخالفت تورن نۀ کړي اود “حج” موسم رانږدې و او سږ كال پر حج څارنه د مسلمانانو پر غاړه وه؛ځكه له دې مخکې څارنه يې د مکې مشركانانو كوله او په حج كې هم د “عربستان” له ټولو ځايو خلك راتلل او تبليغ ته مهم وخت و او پېغمبر اکرم هم غوښتل له حج حداكثره ګټه واخلي؛ځكه د “طايف” كلابندي يې ماته كړه او له لښكر سره د “جعرانه” پر لور روان شو،چې د غنيمتونو د ساتلو ځاى و.

له جګړې وروسته پېښې

د “حنين”  او “طايف” جګړې پاى ته ورسېدې او پېغمبر اکرم “جعرانه” ته د غنيمت وېشلو ته راغى. دا له ټولو لوى غنيمت و،چې مسلمانانو لاس ته راوړى و،چې د اسلام د لښكر بودجه يې پوره کړاى شوه.(375)

د اتم هجري كال په پاى كې د پېغمبر اکرم مشره لور حضرت “زينب” مړه شوه. هغې له بعثته مخکې د خپل ترور زوى “ابوالعاص” سره واده كړى و او له بعثت وروسته يې په خپل پلارايمان راوړ؛ خو مېړه يې ا يمان رانۀ وړ او د بدر په جګړې كې يې د اسلام پر ضد په جګړې لاس پورې كړ او په هماغه جګړې كې اسير شو. پېغمبر اکرم پردې شرط ازاد كړ، چې لور يې مدينې ته راولېږي. هغه هم پر کړې ژمنه عمل وكړ او د پېغمبر اکرم لور يې مدينې ته ولېږله؛خو د قريشو مشرانو څو كسانو ته دنده وركړه، چې له نيمايي لارې يې راوګرځوي. د قريشو مامورانو په نيمايي لار كې د پېغمبر اکرم لور راونيوه او پر كجاوه يې نيزه وټومبله،چې حضرت “زينب” له وېرې پر ګېډه ماشوم سقط او وغورځاوه؛خو له خپلې ارادې يې لاس وانۀ خېست او مدينې ته په ناروغ ځان ولاړه او پاتې عمر يې له ناروغۍ سره په مدينه كې تېر كړ او د اتم هجري كال په پاى كې مړه شوه؛خو د پېغمبر اکرم دا غم له يوې خوشحالۍ سره يو ځاى و او له “ماريه” يې  زوى وزيږېد؛ هغه مينزه چې د “مصر” واكمن ورته ډالۍ كړې وه،چې نوم يې پرې “ابراهيم” كېښود.

او چې قابلې “سلمى” پر پېغمبر اکرم د زوى زېرى وكړ؛نو پېغمبر اکرم ورته په بدل کې قيمتي ډالۍ ورکړه.پر اوومه ورځ يې پسه “عقيقه” كړ، د ماشوم سر يې وخرايه او د سر د وېښتانو د وزن هومره يې سپين زر خيرات وركړل.(376)

نهه دېرشم څپرکى

د نهم هجري كال پېښې

د پلاويو راتګ

 د عدى بن حاتم اسلام

اتم هجري كال له ټولو ترخو او خوږو سره تېر شو، په دې كال كې د كفر له ټولو ستره هډه اسلام ته تسليم شوه او د اسلام د پوځي ځواک سيورى د “عربستان” ډېرو ځايو ته وغځېد. د عربو قبايلو فكر نۀ کاوه،چې اسلام به دومره ستر برى لاس ته راوړي؛نو له دې وروسته لږ لږ په دې فكر كې شول،چې مسلمانانو ته ځان ورنږدې كړي او دين يې ومني؛نو ځكه د ټبرونو استازي او كله كله به خپله ټبرونه پېغمبر اکرم ته راتلل او ايمان يې راوړ.

 په دې كال كې دومره پلاوي او استازي مدينې ته راغلل،چې پرې د “عام الوفود” نوم كېښوول شو.

چې کله د”طى” د ټبر يوه ډله د “زيدالخيل” پر مشرۍ پېغمبر اکرم ته راغله او د ټبر مشر پر خبرو پېل وكړه؛نو متانت او عقلمنۍ يې پېغمبر اکرم حيران كړ او و يې ويل:

((د عربو له ډېرو شخصيتونو سره مې كتلي دي؛خو دومره نۀ وو،چې څومره مې په هکله يې اورېدلي وو؛خو د “زيد” به باب مې لږ اورېدلي وو،حال دا چې هغه له دې ډېرغوره و، چې څه مې په باب يې اورېدلي وو،څومره به ښه وي،چې ورته د “زيد الخيل” پر ځاى “زيدالخير” ووياست.)) (377)

ددې پلاوو او استازيو راتګ راښيي اسلام د منطق او تبليغ له لارې په “عربستان” كې خپور شوى و.(378)البته د وخت فرعونانو؛يعنې “ابوسفيان” او “ابوجهل” د اسلام د پرمختګ مخه نيوه.

 د پېغمبر اکرم جګړې هم ډېرى د دسيسو شنډولو ته وې او همداسې  د فرعونانو ځپلو ته هم وې او هر دين او اصلاحي پروګرام بايد له خپلې لارې اغزې او خنډونه لرې کړي،چې خپلو موخو ته ورسېږي او ګورو،چې يوازې پېغمبراکرم نۀ؛بلكې ترې مخکې پېغمبرانو هم زيات كوښښ كاوه،چې داسې فرعونان او خنډونه له لارې لرې كړي.

 قرآن شريف د سوره نصر په 1-3 آيتونو كې ددې پلاوو د راتګ يادونه كوي او وايي:

إِذَا جَاء نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ=(پېغمبره!) چې كله د خداى مرسته او( پر باطلو د حق ) بريا راورسېږي.

وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا= او خلک وينې،چې ډلې ډلې د خداى دين ته ننوځي،

فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَاسْتَغْفِرْهُ إِنَّهُ كَانَ تَوَّابًا= نو د خپل پالونكي پاكي او ستاينه ووايه او له بښنه ترې وغواړه! [ځكه] چې هغه ډېر توبه منوونكى دى.

سره له دې ټولو راشه درشو، اوه سريې او يوه غزوه پېښه شوه،چې سريه د دښمنانو د دسيسو د خنثى كولو او ډېرى بوتانو ماتولو ته وې،چې له دې سريو يوه هم د  حضرت “علي” سريه وه، چې پېغمبر اکرم د “طى” سيمې ته ولېږه.

 د نهم هجري كال له غزاګانو د “تبوك” غزا ته هم اشاره کړاى شو،چې په دې جګړې كې پېغمبر اکرم له ستر لښكر سره د “تبوك” سرحدي سيمې ته ولاړ او بې له دې، چې له دښمن سره مخ شي او يا وينه توى شى، مدينې ته راستون شو او د سرحدي ښارونو فتح كولو ته يې نورو ته لار پرانېسته.

د طى د ټبر بوت ماتېږي

پېغمبر اکرم له مخکې خبر و،چې د “طى” په ټبر كې لوى بوت دى، چې اوس يې هم عبادت كوي؛نو ځكه پېغمبر اکرم خپل لوړ پوړي افسر؛ حضرت “علي” (ک) له 150 تنو سپرو سره بوت ړنګولو ته ولېږه.

 حضرت “علي” (ک) احساس كړه،چې دا ټبر به هرومرو د اسلام د ځواكونو پر وړاندې مقاومت كوي او جګړه به پېښېږي؛نو ځکه سهار وختي پر هغه ځاى يې بريد وكړ، چې په کې بوت و او بريالي شول او له ډېرو جنګي غنيمتونو سره مدينې ته راستون شو.

 “عدى بن حاتم”،چې وروسته يې اسلام راوړ او مجاهد مسلمان شو او له خپل شريف پلار؛ “حاتم” وروسته ددې ټبر مشر و، د خپلې تېښتې خبره داسې كوي:

((مخکې له دې،چې اسلام راوړم،مسيحي وم او د اسلام پر ضد د تبليغاتو له امله مې له پېغمبر اکرم سره كينه وه. د اسلام له سترو بريو هم بې خبره نۀ وم او ډاډ مې درلود،چې يوه ورځ به “طى” ته هم راورسي او دا چې په خپل دين پاتې شم او د اسلام سرتېرو ته تسليم نۀ شم؛نو خپلو مريانو ته مې وويل،چې ماته تېز اوښان چمتو كړئ،كه خطر راپېښ شو، چې “شام” ته ولاړ شم او د مسلمانانو تر واك لاندې سيمې ووځم. يوه ورځ يو مريي راغى او د خطر زنګ يې وواهه او د اسلام د ځواكونو له پرمختګه يې خبر كړم. زه، ښځه او بچي مې ختيځ ته د “شام” پر لور، چې د “مسيحيت” مركز و،روان شو. خور مې په ټبر كې پاتې شوه او بندي شوه. وروسته له دې، چې زما خور يې مدينې ته بوتله؛نو د پېغمبر اکرم جومات ته نږدې په يو كور كې ساتل كېده ،چې د اسيرانو مركز و. هغه خپله کيسه داسې كوي:”يوه ورځ پېغمبر اکرم د اسيرانو د كور تر څنګه تېرېده، ما هم وخت غنيمت وګاڼه او د پېغمبر اکرم مخې ته ودرېدم او ورته مې وويل: ((پلار مې مړ شوى او زما ساتونكى هم ورك شوى دى.پر ما احسان وكړه، چې خداى درباندې احسان وكړي.))

پېغمبر اکرم وپوښتل: ((كفيل دې څوك و؟))

  ورته مې وويل:((ورور مې “عدى بن حاتم”.))

 راته يې وويل:((هماغه چې له خداى او رسوله يې “شام” ته وتښتېد.)) پېغمبر اکرم دا خبره وويله او جومات ته روان شو. سبا بيا هم زما او د پېغمبر اکرم ترمنځ همدا خبرې وشوې ؛خو څه پايله يې نۀ درلوده.

 پر درېمه ورځ له پېغمبر اکرم نهېلې وم،چې يو ځوان مې وليد،چې د پېغمبر اکرم شا ته راروان دى او اشاره راته كوي،چې پاڅه او پرونۍ خبره بيا ورته وكړه.پاڅېدم او پرونۍ خبرې مې بيا ورته وكړې.پېغمبر اکرم راته ځواب راكړ:(( تګ ته بيړه مۀ كوه! ما هوډ نيولى،چې له يو امين سره دې خپل وطن ته ولېږم؛خو لا تر اوسه دې د سفر سريزې نۀ دي چمتو شوي.))

خور مې وايي:((هغه ځوان علي بن ابيطالب و،چې په پېغمبر اکرم پسې روان و او اشاره يې راكړه ،چې پرونۍ خبرې بيا پېغمبر اکرم ته وكړه.))

يوه ورځ يو كاروان، چې زموږ خپلوان هم په کې وو، له مدينې “شام” ته تله. خور مې له پېغمبر اکرم غوښتي وو،چې اجازه وركړي له دې كاروان سره “شام” ته خپل ورور ته ورشي. پېغمبر اکرم وړانديز يې ومانه او د سفر لګښت،يو اوښ او څه جامې يې وركړې.

 زه په “شام” كې په خپله كوټه كې ناست وم،چې ناڅاپه مې وليدل،چې يو اوښ له كجاوې سره زما د كور مخې ته پر ګونډو شو.و مې ليدل،چې خور مې پرې ناسته ده. خور مې له اوښه راكوزه كړه او كور ته مې بوتله.له دې وروسته مې خور پر ګيلو شوه،چې هغه مې په “طى” كې پرېښې وه او په خپله  ترې “شام” ته راغلى يم.

ما خپله خور هوښياره ګڼله؛يوه ورځ ورسره د پېغمبر اکرم په باب پر خبرو شوم او ورته مې وويل:((تۀ څه نظر لرې؟))

 خور مې راته ځواب راكړ:((په کې مې ډېر فضايل وكتل او ښه به وي، چې ژر تر ژره ورسره د دوستۍ تړون وکړې؛ځكه كه هغه پېغمبر وي؛نو ګټه به هغه كړې وي، چې چا پرې مخکې ايمان راوړو او كه يوازې  عادي واكمن وي؛نو زيان به در ونۀ رسوي؛بلكې د ځواک له سيوري به يې ګټمن شې.))

عدى بن حاتم مدينې ته ځي

عدى وايي:((د خور خبرو راباندې اغېز وكړ.مدينې ته ولاړم، چې ورسېدم؛نو ځان مې نېغ پېغمبر اکرم ته ورساوه.هغه مې په جومات كې پيدا كړ. پېغمبر اکرم چې وپېژاندم؛نو له خپل ځايه راپاڅېد او له لاسه يې ونيولم او خپل كور ته يې بوتلم. په لار كې يې يوه زړۀ ښځه مخې ته راغله؛و مې ليدل چې هغه په مينه ددې زړې خبرې اوري او په نرمۍ ورته ځواب وركوي.اخلاقو يې رامات كړم او له ځان سره مې وويل،چې هغه عادي واكمن نۀ دى.كور ته يې،چې ولاړم؛نو ساده ژوند يې نور هم حيران كړم. په كور كې يې د خرما د پاڼو توشك و،چې تر ما لاندې يې واچو. د “حجاز” واكمن،چې هر څه يې په واک کې وو،په خپله پر ځمكه كېناست. پوه شوم،چې هغه عادي واكمن نۀ دى، پردې مهال پېغمبر اکرم راته مخ كړ او زما د ژوند ټولې ځانګړنې يې راته وويلې او راته يې وويل:

(( آيا تۀ د دين له پلوه “ركوسي”(د “مسيحيت” او صابئى تر منځ يو دين دى) يې؟))

  ورته مې وويل:((هو!))

 راته يې وويل:((ولې دې د خپل ټبر د عايداتو څلورمه برخه په خپل جيب كې اچوله؟ آيا دين دې دا اجازه دركوله؟))

 ورته مې وويل: (( نۀ!))

له دې غېبي خبرو يې پوه شوم،چې د خداى استازى دى؟ تر اوسه په فكر كې ډوب وم،چې پېغمبر اکرم بيا پر خبرو شو او ويې ويل:(( د مسلمانانو نيستي دې ددې لامل ونۀ ګرځي، چې تۀ اسلام رانۀ وړې؛ ځكه يوه ورځ به د نړۍ‌ شتمني د هغوى په واك كې وي او څوك به نۀ پيدا كېږي، چې شتمني راټوله كړي. كه د مسلمانانو لږوالى او دښمن ډېروالى ستا د اسلام د نۀ راوړو لامل ګرځي؛ نو پوه شه چې يوه ورځ به مسلمانان دومره ډېر شي، چې له “قادسيه” به ښځې ځانته د خداى د كور زيارت ته راځي او څوك به ورته پورته هم نۀ شي كتلاى او كه نن وينې،چې ماڼۍ او ځواک د نورو دي؛نو ژمنه درسره کوم،چې يوه ورځ به هر څه د مسلمانانو په لاس كې وي او “بابل” به هم ونيسي.))

عدى وايي:((ژوندى وم او و مې ليدل،چې د اسلامي ايمان تر سيوري لاندې ښځې ځان ته له لرې لرې ځايو د خداى د كور زيارت ته راځي او چا ورته پورته هم نۀ شو كتای. و مې ليدل،چې “بابل” فتح شو او مسلمانانو د “كسرى” تاج و تخت ونيول. زه هيله لرم د پېغمبر اکرم درېمه خبره هم ووينم:”د نړۍ شتمنۍ به مدينې ته راشي او څوك به نۀ وي، چې راټوله يې كړي.”)) (379)

“طبرسي” د توبې د سورت د 30 آيت په تفسير كې له پېغمبر اکرم سره د “عدى” كتنه رانقل كړې ده او وايي:(( پېغمبر اکرم،چې ورته آيت ولوست؛ نو “عدى” نيوكه وكړه او و يې ويل:”موږ هېڅكله د خپلو احبارو او راهبانو عبادت نۀ كوو؛نو څنګه مو تورنوئ،چې هغوى زموږ اربابان دي؟”))

 پېغمبر اکرم ورته وويل:(( كه هغوى د خداى حلال حرام او حرام يې حلال كړي؛ آيا بيا هم لاروي يې كوئ؟))

  ورته مې وويل: (( هو!))

  پېغمبر اکرم وويل:(( دا خبره پردې ګواه ده،چې هغوى مو خپل پالونکى او د واك خاوندان كړي دي.)) (380)

څلوېښتم څپرکى

د تبوك غزا

“تبوك” لويه ټينګه كلا وه،چې د اوبو د چينې ترڅنګ جوړه شوې وه او د “حجاز”  او “شام” په لار كې د “سوريه” د هېواد پر پوله پرته وه. “سوريه” هغه  مهال د ختيځ “روم” په ښكېل كې وه،چې مركز يې “قسطنطنيه” و.د “سوريه” د پولې ټول اوسېدونكي مسيحيان وو او د “سوريه” واكمنان د “روم” لاس ناستي وو.

د اسلام داسې په توندى خپرېدل او فتوحاتو د دښمن خوبونه حرام كړل او د چارې په فكر كې شول. د مکې د چارواکيو تسليمېدل او له پېغمبر اکرمه د “حجاز” د نورو ټبرونو لاروي،ددې لامل شول،چې د روم امپراتور له منظم لښكر سره پر مسلمانانو يرغل وكړي؛ځكه د اسلام نفوذ يې خپل حكومت ته ګټور نۀ باله.په هغو ورځو كې يوازې “روم” د “فارس” سيال و، چې په وسله سمبال و او روم ، فارس ته په پرله پسې ماتو ډېر غره كړى و.د روم لښكر له 4000 سپرو او پياده سرتېرو سره راغى او د “شام” په پوله كې يې واړول او د هغه ځاى ټبرونه؛لكه “لخم”،”عامله”، “غسان”، او “خدلم” هم ورسره شول او د “بلقاى” تر سيمې يې پرمختګ وكړ.(381)

پېغمبر اکرم ته دا خبر هغو كاروانو راورساوه،چې د “حجاز” او “شام” ترمنځ پر سوداګرۍ بوخت وو. پېغمبر اکرم بې له ځواب وركولو بله چاره و نۀ ليده او دا ناوړه خبر هغه وخت راورسېد،چې د مدينې او د شاوخوا  خلكو لا خپلې مېوې او درمندونه نۀ وو راټول كړي او کجورې هم نۀ وې رسېدلې او ويل كېږي،چې وچکالي هم وه؛خو مسلمانانو ته معنوي ژوند او لوړو موخو خورا ارزښت درلود.

د سرتېرو راټولول او د جګړې لګښت

پېغمبر اکرم د دښمن له سمبالښته خبر و؛نو له دې لوري ډاډمن و، چې دښمن ته ماتې وركول،پر معنوي شتمنۍ سربېره،مادي ځواک ته هم اړتيا لري؛ځكه پېغمبر اکرم خپل كسان مکې او د مدينې شاوخوا ته ولېږل،چې سرتېري راټول كړي او له شتمنو مسلمانانو وغواړي د زكات پر وركولو د جګړې لګښت پوره كړي.

بالاخره 30000 تنه جګړې ته چمتو شول او د جګړې لګښت هم تقريبًا پر زكات پوره شو،چې ددې لښكر 10000 سرتېري سپاره او 20000 يې پياده وو.

پېغمبر اکرم حكم وكړ:((هر ټبر دې ځان ته بيرغ ولري.))(382)

د حضرت “علي” يو وياړ دا دى،چې په ټولو جګړو كې د پېغمبر اکرم بيرغچي و،چې يوازې د پېغمبر اکرم پر حكم يې د “تبوك” په غزا كې برخه وا نۀ خېسته او په مدينه كې پاتې شو؛ځكه پېغمبر اکرم پوهېده،چې منافقان او ځينې “قريش” غواړي د پېغمبر اکرم په نشتوالي كې د اسلام نوى حكومت ړنګ كړي او دا هله كېداى شوه،چې پېغمبر اکرم لرې سيمې ته ولاړ شي او له مركز سره يې اړيکه پرې شي او “تبوك” هم له ټولو لرې سيمه وه،چې تر اوسه پېغمبر اکرم ورته سفر كوي.

 پېغمبراکرم پوره پوه شوى و،چې په نشتوالي كې به يې د اسلام ضد ډلې د “حجاز” له بېلابېلو سيمو خپل هم فكران راټول كړي او هر څه به پر سيند لاهو كړي.

 پېغمبر اکرم سره له دې،چې حضرت”محمد بن مسلمه” خپل ځايناستى كړى و؛خو “علي” (ک) ته يې وويل:(( تۀ مې د اهلبيتو،خپلوانو او د مهاجرو پالندوى يې او دې كار ته بې له ما او تا بل څوك وړ نۀ دي.))

په مدينه كې د حضرت “علي”  پاتې کېدو د منافقانو نقشې خاورې ايرې كړې؛ځكه پوهېدل كه حضرت “علي” (ک) وي؛نو ورانى  نۀ شي کړاى؛نو ځكه د حضرت “علي” وتو ته يې داسې اوازې خپرې كړې:

(( پېغمبر اکرم،”علي” جهاد ته راوبله؛خو “علي” د ګرمۍ او د لارې له سختۍ  ووېرېده او په جګړې كې يې ګډون و نۀ کړ.))

 حضرت “علي” (ک) د اوازو خنثى كولو ته پېغمبر اکرم ته ورغى. پېغمبر اکرم ورته خپله تاريخي خبره وكړه او پردې خبره يې د منافقانو زاره پړكه وچوله او ورته يې وويل:

 (( زما وروره! ځه مدينې ته ستون شه! د مدينې د چارو سمبالښت ته بې له ما او تا څوك لياقت او وړتيا نۀ لري،تۀ مې په اهل بيتو او خپلوانو كې استازى يې… آيا پردې خوشحاله نۀ يې، چې تۀ ما ته داسې يې؛ لكه “هارون” چې “موسى” ته و؛خو پردې توپير، چې له ما وروسته بل پېغمبر نۀ راځي.)) (383)

د لارې سختي

د اسلام لښكر له مدينې تر “تبوك” ډېرې سختې وګاللې؛نو ځكه پردې لښكر يې د “جيش الصره” نوم اېښى؛خو ايمان او مينې دا ستونزې هوارې كړې او په خلاصه غېږ يې د ستونزې خولې ته ودانګل.

 اسلامي ځواکونه،چې د “ثموديانو” سيمې ته ورسېدل؛نو پېغمبر اکرم د ګرمو او سوځنده بادونو له امله مخ په ټوټه پټ كړ او د كورونو له څنګ يې په بيړه تېر شو او يارانو ته يې وويل:((د “ثمود” د قوم د عاقبت په باب فكر وكړئ،چې له الهي حکم د سرغړونې له امله د خداى پر قهر ككړ شو او پوه شئ،چې هېڅ ايمانوال دې ډاډ و نۀ لري،چې د ژوند عاقبت يې د “ثمود” د قوم په څېر نۀ شي.)) بيا يې حكم وكړ چې:(( ددې سيمې اوبه و نۀ څښكئ او له اوبو يې خواړه هم جوړ نۀ کړئ،ان اودس هم پرې ونۀ کړئ او كه چا له دې اوبو ډوډۍ پخه كړې وي او اوړه يې اخكلي وي؛ نو څارويو ته يې واچوئ.))

د اسلام لښكر له دې حكم وروسته،خپله لار ونيوه. شپه وه،هغه څاه ته ورسېدل،چې د حضرت “صالح” اوښې ترې اوبه څښكلې وې. پېغمبر اکرم حكم وكړ، چې ټول دلته دمه وكړئ.

د احتياط حکم

پېغمبر اکرم د هغه ځاى له تودو او سوځنده طوفانو خبر و،چې انسان او ان اوښ تر خاورو لاندې کړاى شي؛نو ځكه يې حکم وكړ:((د اوښانو ګونډې وتړئ او څوك ځانته له خپلې خېمې را و نۀ وځئ.))

 تجربې جوته كړه،چې د پېغمبر اکرم د احتياط حکم ډېر ګټور و؛ځكه د “بني ساعده” د ټبر دوو تنو بې انضباطي وكړه او د شپې ځان ته له خېمې راووتل او بهر ووتل،چې يو يې طوفان وواژه او بل يې پر غره وايشته. پېغمبر اکرم ددې دوو له بې انضباطۍ سخت خپه شو او يو ځل بيا يې ټول عمومي انضباط ته راوبلل.(384)

حضرت “عبادبن بشير” د لښكر د ساتندوى غونډ بولندوى و. پېغمبر اکرم ته يې خبر وركړ،چې لښكر د اوبو په تنګسه كې دى او نږدې دى،چې د اوبو زېرمې خلاصې شي؛نو ځكه ځينو خپل ګران بيه اوښان حلال كړل او د هغوى د ګېډې اوبه يې وڅښكلې او ځينو صبر وكړ،چې خداى څه كوي.

خداى چې په خپل پېغمبر د بري زېرى كړى و،يو ځل بيا يې له پېغمبر اکرم او له يارانو سره يې مرسته وكړه. باران وورېد او ټولو اوبه وڅښكلې او لښكر د اوبه زېرمه بېرته ډكه كړه.

له غيبو د پېغمبر اکرم خبرېدل

د قرآن د وينا له مخې:

إِلَّا مَنِ ارْتَضَى مِن رَّسُولٍ فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ رَصَدًا= خو هغه استازى (ترې خبروي) چې (دې کار ته يې) غوره كړي؛نو په حقيقت كې مخكې او شاته يې ورته ساتونكي ګومارلي دي، (جن/ 27)

پېغمبر اکرم له غيبو خبرېږي؛خو د پېغمبر اکرم د علم حدود محدود دي او الهي ښوونو ته اړتيا لري؛ځكه كېداى شي له وړې موضوع خبر نۀ وي؛خو كله له تر ټولو كړكېچنو مسئلو خبر وي،چې د خلکو عقلونه حيران کړي او علت يې هماغه و،چې وويل شو: که خداى وغواړي پېغمبر يې له غيبو خبر شي؛نو خبر به يې کړي؛ ګنې د عادي انسان په څېر به بې خبره وي.

په نيمايي لار كې د پېغمبر اکرم اوښ ورك شو او ياران يې ورپسې شول. يو منافق راپاڅېد او و يې ويل:((وايې زه د خداى پېغمبر او له بل عالمه خبر دركوم؛خو حيران يم،چې ولې ورته د خپل اوښ درك  نۀ دى معلوم.))

 خبر پېغمبر اکرم ته راورسېد.پېغمبر اکرم ځواب وركړ:(( زه يوازې پر هغه څه پوهېږم،چې خداى راښوولي دي. همدا اوس راته خداى د اوښ درك راوښود، زما اوښ د پلانۍ دښتې په پلانۍ دره كې دى او پړى يې په ونې پورې نښتى او له حركته يې اېستلى دى.))

څو تنه هغه ځاى ته ولاړل او اوښ يې پيدا كړ.(385)

له غيبو بل خبر

د حضرت”ابوذر”(رض) اوښ له تلو وتلى و،چې د اسلام له لښكره يې پاتې کړ. حضرت “ابوذر” لږ تم شو،چې كېداى شي اوښ يې پاڅېږي؛خو دې تمېدو ګټه نۀ درلوده، اوښ يې پرېښود او خپله ګنډه يې پر شا كړه او لار يې ونيوه،چې ژر تر ژره ځان خپلو مسلمانانو ورونو ته ورسوي. د اسلام لښكر د پېغمبر اکرم پر حکم په يوه ځاى كې دمې ته درېدلى و. ناڅاپه له لرې يو سړى وليدل شو،چې پر سخته‌ د لښكر پر لور را روان دى. رسول اکرم يې خبر كړ. پېغمبر اکرم وويل:((هغه “ابوذر” دى. خداى دې “ابوذر” وبښي،ځان ته روان دى،ځانته به مري او د قيامت پر ورځ به هم ځانته راژوندى كېږي.))

 راتلونكي پر ډاګه كړه،چې د پېغمبر اکرم خبره د كاڼي كرښه وه؛ځكه  حضرت “ابوذر” له ټولنې لرې په “ربذه” دښته كې له خپلې لور سره ومړ.(386)

د “تبوك” په جګړې كې د پېغمبر اکرم دا وړاندوينه 23 كاله وروسته جوته شوه او دا ستر صحابي،چې د حق ويلو او عدالت ته رابللو پر جرم ربذې ته شړل شوى و، لږ لږ يې د بدن قوت له لاسه وركړ او په كټ كې پرېوت. د عمر وروستۍ شېبې يې وې،چې مېرمن يې نوراني څېرې ته وكتل او په كړيكو په ژړا شوه. حضرت “ابوذر” وپوښتله:((ولې ژاړې؟)) مېرمن:(( ځكه ژاړم،چې كه مړ شې؛نو زه خو دومره ټوټه هم نۀ لرم،چې تا په کې كفن كړم.))

 حضرت “ابوذر” خپلې مېرمن ته موسكى شو اور ته يې وويل:(( په كلار شه! مۀ ژاړه! زه له پېغمبر اکرم سره وم،چې څو ياران يې هم وو،ناست وو،چې راته يې وويل: له تاسې به يو په دښته كې له ټولنې لرې يوازې مرئ او يوه ډله مؤمنان به يې خاورو ته سپاري، ټول هغه كسان  چې په هغه ورځ په  مجلس كې وو، په ابادۍ كې مړ شول او بې له ما بل نۀ دى پاتې او اوس ډاډمن يم،چې هغه زه يم،چې پېغمبر اکرم زما په باب خبرې كړي دي.زما له مړينې وروسته د “عراق” د حاجيانو په لار كې كېنه،يوه ډله مؤمنان به راشي،هغوى زما پر مرګ  خبر كړه.))

 د حضرت “ابوذر” مېرمنې وويل:((د حاجيانو د كاروان د تېرېدو وخت تېر شوى دى.))

 “ابوذر”:(( لار وڅاره. پر خداى چې نۀ دروغ وايم او نۀ مې دروغ اورېدلي دي. ))  دا يې وويل او د روح مرغۍ يې د جنت پر لور والوته.(387)

“ابوذر” رښتيا ويلي وو. د مسلمانانو يو كاروان را روان و، چې په کې ستر ستر شخصيتونه؛لكه  حضرت”عبدالله بن مسعود”،حضرت”حجربن عدى” او حضرت”مالك اشتر”(رضى الله عنهم) هم وو. له لرې د  حضرت “عبدالله” سترګې پر مړي ولګېدې،چې ښځه او ماشوم ورته ناست دى او ژاړي. حضرت “عبدالله” لار پر لور يې وركږه كړه،كاروان هم ورپسې شو. حضرت “عبدالله”چې ور ورسېد؛ و يې ليدل چې دوست او ورور يې حضرت “ابوذر” پروت دى.سترګې يې له اوښكو ډكې شوې، د حضرت “ابوذر” مړي ته ولاړ و،چې د “تبوك” په جګړې كې يې د رسول اكرم وړاندوينه را پر ياد كړه: ((ځانته ځي،ځانته به مري او ځانته به له قبره راپاڅېږي.))

تاريخپوهانو د حضرت “ابوذر” د مرګ او ښخولو کيسه په بېلابېلو ډولونو نقل كړې ده. د تاريخ  په ځينو کتابو كې ليكل شوي،چې د كاروان تر رارسېدو پورې حضرت “ابوذر” ژوندى و او له كاروانيانو سره يې خبرې هم وكړې؛خو ځينې وايي د كاروان د رارسېدو پر مهال د حضرت “ابوذر” سا وتلې وه او ځينې داسې هم وايي، چې د حضرت “ابوذر” مړى ښځې او زوى يې لارې ته رااېستلى و او ځينې وايي ښځه  او لور يې د سرك پرغاړى ناست وو او كاروان، چې راغى؛نو كاروان يې له مړي خبر كړ.(388)

حضرت “عبدالله بن مسعود” د  حضرت “ابوذر” د جنازې لمونځ وكړ او خاورو ته يې وسپاره (ځينې وايي د جنازى لموځ يې “مالك اشتر” وكړ) د “ابوذر” له ښخولو چې خلاص شول؛نو حضرت “مالك اشتر” د حضرت “ابوذر” د قبر تر څنګه ودرېد، لاسونه يې پورته كړل او و يې ويل: (( خدايه! دا “ابوذر”؛ستا د پېغمبر يار و،چې خپل عمر يې ستا پر عبادت تېر كړ او ستا په لار كې له مشركانو سره وجنګېد او هېڅكله ستا د دين په لار كې كوږ نۀ شو؛خو جرم يې دا و، چې پر زړۀ او ژبه يې له منكر او فساد سره مبارزه پېل كړه؛ظلم او تېرې پرې وشو،ورټل او وشړل شو او بالاخره په غربت او يوازېتوب كې ځانته ومړ.

په تبوك كې د اسلام لښكر

د توحيد لښكر د نهم هجري كال د “شعبان” د مياشتې په پېل كې د تبوك سيمې ته ورسېد؛لکه چې د روم مشران د اسلام د لښكر د شمېر له زياتوالي او سرښندنې خبر شوي وو،چې دا مېړانه د “موته” په جګړې كې يې هم ازمېلى وه. روميانو خپل خير په دې كې وليد،چې لښكر پر شا كړي او په عمل كې دا خبره يې جوته كړي،چې د مسلمانانو پر ضد راغونډېدل دروغ و او هيڅ كله يې په ماغزو كې د بريد فكر نۀ درلود او دا خبره يوازې اوازه وه او په دې توګه خپل ځان بې پلوى وښيي.

“واقدي” په “مغازي” كې  ليكلي: (( پېغمبر اکرم په “تبوك” كې 20 ورځې پاتې شو.))

 پېغمبر اکرم يوه ورځ د سهار له لمانځه وروسته خطبه وويله،چې “واقدي” راخېستې ده.(389)

پردې مهال پېغمبر اکرم خپل لوړ پوړي افسران را وغوښتل، چې د “وشاورهم فى الامر” له مخې ورسره، مدينې ته د تګ په باب سلا مشوره وكړي.

شورا نظر وركړ: دا چې لښكر تبوك ته د را رسېدو پر مهال ډېرې سختۍ ګاللې دي؛نو غوره به وي دمې ته مدينې ته ولاړ شي او پردې سربېره،مسلمانان هم خپلې موخې ته رسېدلي وو او دښمن يې خپوروور کړ او وېره يې پرې كېنولې وه،چې دا ډار به يې پرې نۀ ږدي،چې ان پر اسلام د يرغل فكر وکړي او په دې توګه د شمال له لوري د “عربستان” امنيت تضمين شو.

په شورا كې لوړ پوړو افسرانو د پېغمبر اکرم درناوي ته وويل: (( كه له دې شرايطو سره بيا هم د خداى له لوري پر پرمختګ مامور يې؛ نو د پرمختګ حكم وكړه، موږ خدمت ته سينه پر لاس چمتو يو.)) (390)

پېغمبر اکرم وويل:((د خداى له لوري حكم نۀ دى رارسېدلى او كه راغلى واى؛نو په دې باب مې درسره  مشوره نۀ کوله؛نو ځكه د شورا نظر راته محترم دى او مدينې ته ستنېږو.))

د ضرار د جومات کيسه

د “عربستان” په ټاپووزمه كې،مدينه او “نجران” د كتابوالو دوه ستر مركزونه وو؛ نو ځكه د “اوس” او “خزرج” ځينې عربان  مسيحيان شول.

“ابوعامر”( د احد د جګړې د مشهور شهيد د حضرت”حنظله” پلار) د جاهليت په دوران كې مسيحي و. په مدينه كې،چې د اسلام ستورې وځلېد؛نو “ابوعامر” له دې پېښې سخت خپه شو او د “اوس” او “خزرج” له منافقانو سره يې خپلې صميمي همكارۍ پېل كړې. پېغمبر اکرم له ورانكارۍ يې خبر شو او د نيولو حكم يې وكړ. هغه له مدينې نه مکې، “طايف” او بيا “شام” ته وتښتېد او هلته يې د منافقانو د ګوند د استخباراتي څانګې مشري كوله،چې په يوه ليك كې يې خپلو دوستانو ته وليكل: (( د “قبا” په كلي كې د “قبا” د جومات پر وړاندې جومات جوړ كړئ او د لمونځ پر مهال په کې راټول شئ او د لمونځ په پلمه په کې خپلې نقشې او خبرې اترې وكړئ.))

“ابوعامر” هم د ننني دښمن په څېر پوهېده چې: په يوه هېواد كې، چې دين دود وي؛نو د دين تخريب ته غوره وسيله خپله د دين نوم دى او د دين له نامه د دين پر ضد ډېره ګټه اخېستل كېداى شي.

پېغمبر اکرم،چې تبوك ته روان و؛نو د نفاق د ګوند استازي پېغمبر اکرم ته راغلل او پلمه يې وكړه،چې زموږ ناروغان او بوډاګان د شپې په تياره او باراني شپو كې د “قبا” جومات ته نۀ شي راتلاى؛نو له پېغمبر اکرم يې وغوښتل هغوى په خپله سيمه كې جومات جوړ كړي. پېغمبر اکرم ورته هېڅ ځواب ور نۀ کړ او هر څه يې له “تبوك” نه راستنېدو ته پرېښوول.(391)

د نفاق ګوند د پېغمبر اکرم په نشتوالي كې د جومات په نامه خپلو جلسو ته يو ساختمان پرېښود.پېغمبر اکرم،چې له تبوك راستون شو؛نو ورته يې وويل: (( تاسې دا عبادتځى په څو ركعتو لمانځه پرانېزئ.))

پردې مهال پرېښته راغله او پېغمبر اکرم يې له هر څه خبر كړ او د “ضرار” نوم پرې يې كېښود؛ځكه په مسلمانانو كې سياسي درز اچولو ته جوړ شوې و. (د سوره توبه 107-110 آيتونه ددې جومات په باب نازل شوي دي)

پېغمبر اکرم حكم وكړ:((جومات له خاورو سره سم كړيء،ستنې يې وسوځوئ او څه موده ډېران يې كړئ.))

د “ضرار” د جومات ورانول،د نفاق ګوند ته غاښ ماتوونكى ګوذار و، چې بيا وروسته دا ګوند ټوټې ټوټې شو او ددې ګوند يوازېنى ملاتړ “عبدالله ابى” هم د “تبوك” له جګړې دوه مياشتې وروسته ومړ.

“تبوك” د پېغمبر اکرم وروستۍ جګړه وه، چې وروسته يې په يوه جګړې كې هم برخه وا نۀ خېسته.(392)

يوڅلوېښتم څپرکى

د نهم هجري كال پېښې

د منى د ورځې پرېكړه ليک

د نهم هجري كال په پاى كې د وحې پرېښته راغله او د توبې سورت  (برائت) څو آيتونه يې راوړل او پېغمبر اکرم ته يې دنده وركړه،چې يو تن د حج په موسم كې مکې ته ولېږي،چې د “برائت” ياد شوي آيتونه له څلور مادييزه پرېكړه ليک سره هلته ووايي.

 په دې آيتونو كې د مشركانو امان پاى ته رسېدلى او ټول تړونونه ناليدلي ګڼل شوي،بې له هغو،چې لاسليكوونكي يې پرې عمل كړى وي او ورته ژمن وي او د كفر مشرانو او كافرانو ته اعلان دى،چې په څلور مياشتو كې دننه دننه له اسلامي حكومت سره خپله خبره سپينه کړي او كه په دې موده كې مو له شرك او بوت پالنې لاس وانۀ خېست؛نو خونديتوب به مو نۀ وي.

پېغمبر اکرم حضرت “ابوبكر”(رض) راوغوښت او د برائت آيتونه يې ور زده كړل او له څلوېښت تنو سره يو ځاى يې مکې ته ولېږه،چې د لوى اختر پر ورځ مشركانو ته يې ولولي. “مغازي” له حضرت “ابوبكر” سره د كسانو شمېر 300 تنه كښلى دى. (393)

حضرت “ابوبكر” د رسول اکرم پر حكم د سفر تيارى ونيو او مکې  ته روان شو. ډېر وخت لا نۀ و تېر،چې د وحې پرېښته راغله او د خداى له لوري يې ورته حكم راوړ،چې د توبې سورت يا بايد پېغمبر اکرم او يا هغه، چې له پېغمبر اکرم څخه وي،خلكو ته ورسوي. (394)

نو ځكه پېغمبر اکرم،حضرت “علي” راوغوښت او پر خبره يې پوه كړ او خپل ځانګړى اس يې وركړ او ورته يې وويل: (( ژر تر ژره ځان “ابوبكر” ته ورساوه او د توبې سورت ترې واخله او  په خپله يې ولوله.))

د پرېكړې څلور مادې:

1 _ بوت پالي حق نۀ لري بيت الله ته ننوځي.

2 _ په بربنډ بدن طواف منع دى.

3 _له دې وروسته به هېڅ بوتلمانځى د حج په مراسمو كې ګډون نۀ کوي.

4 _ هغوى چې له پېغمبر اکرم سره تړون كړى و او په خپل تړون ولاړ و، تړون يې د تړون د وخت تر خلاصېدو پورې محترم دى، ځان او مال يې هم محترم دى؛خو هغه مشركان،چې له رسول اکرم سره تړون نۀ لري او يا تړون لري؛خو عمل يې پرې نۀ دى كړى؛له ننه (د ذي الحجې لسم) څلور مياشتې مهلت لري،چې له اسلامي حكومت سره خپله خبره سپينه کړي،يا دې مسلمانان شي او يا دې جګړې ته تيارشي.(395)

حضرت “علي” له يوې ډلې سره مکې ته روان شول،چې حضرت”جابر بن عبدالله انصاري”(رض) هم په کې و او په “جحفه” نومې ځاى كې يې حضرت “ابوبكر” وليد.د پېغمبر اکرم پيغام يې وركړ او د توبې سورت يې ترې واخېست.

شيعه او ځينې د اهل سنتو محدثان ليكي،چې حضرت “علي” (ک) وويل:((پېغمبر اکرم اختيار دركړى،چې راسره مکې ته ځې او كه له همدې ځايه مدينې ته ستنېږې.))

 حضرت “ابوبكر” مدينې ته راستون شو او نېغ پېغمبر اکرم ته ورغى او ورته يې وويل:((زه دې داسې كار ته ولېږلم،چې هر چا غوښتل،ددې دندې وياړ ولري؛خو چې نېمائي لارې ته ورسېدم؛نو له دې وياړه دې بې برخې كړم، آيا زما په باب وحې راغلې ده؟))

 پېغمبر اکرم ورته وويل: ((جبرائيل راغى او د خداى له لوري يې پيغام راوړ،چې دا كار بايد يا زه په خپله وكړم او يا هغه، چې له ما وي.)) (396)

خو ځينې د اهل سنتو روايتونه وايي،چې حضرت “ابوبكر” د”حج” د كاروان مشري پر غاړه درلوده اوحضرت “علي” يوازې دنده درلوده،چې د “منى” پر ورځ د “برائت” آيتونه او پرېكړه خلك ته واوروي. (397)

“علي” (ک) مکې ته ولاړ او د “ذي الحجې” پر لسم يې د “برائت” د سورت 13 آيتونه او هغه پرېكړه خلكو ته واوراوه.

ددې پرېكړې او آيتونو اغېز دومره و،چې تر اوسه لا څلور مياشتې نۀ وې تېرې او د لسم هجرې كال نيمائي و، چې ډلې ډلې مشركان راغلل او ايمان يې راوړ او له عربستانه د بوت پالنې ريښې راونړېدې.

دوه څلوېښتم څپرکى

د لسم هجري كال پېښې

د زوى په وير كې

((ګرانه ابراهيمه! درته مې هېڅ له لاسه نۀ کېږي،دا به د خداى تقدير و، د پلار سترګې دې پر مړينه ژاړي او زړۀ يې غمجن دى؛خو هېڅكله به داسې خبره و نۀ کړم،چې خداى راباندې پر غوسه شي،كه د خداى رښتينه ژمنه نۀ وه،چې موږ به هم په تا پسې درځو؛نو ستا په بېلتون كې به مې له دې زيات ژړلې واي.)) (398)

ېيغمبراکرم دا جملې د خپل زوى “ابراهيم”  په وير كې وويلې. پېغمبر اکرم به تل ويل: (( له اولاد سره مو مينه وكړئ.))(بحار:٢٣/١١٤) تردې چې له ماشومانو سره مينه د پېغمبر اکرم له اخلاقو ګڼل كېږي.(399)

 په تېرو کلو کې د پېغمبر اکرم درې زامن؛ “قاسم”، “طاهر” او “طيب” مړه شول او يوازې “فاطمه” بي بي ژوندۍ وه او درې لوڼې؛ “زينب” ، “ام كلثوم” او “رقيه” مړې شوې وې،چې خورا خپه و.(400)

 پېغمبر اکرم پر شپږم هجري كال بهر ته سفيران ولېږل او په يوه ليك کې يې د “مصر” واكمن اسلام ته راوباله. كه څه هم د پېغمبر اکرم بلنې ته يې مثبت ځواب ورنۀ کړ؛خو د پېغمبر اکرم د ليك  په ځواب كې ډېرې ډالۍ يې،چې يوه يې هم د “ماريه” په نوم مينزه وه،په درناوي پېغمبر اکرم ته راولېږله.

 دې مينزې وروسته له پېغمبر اکرم سره واده وكړ،چې “ابراهيم”  ترې وزيږېد،چې پر پېغمبر اکرم ډېرګران و. د “ابراهيم”  زوكړې تر يو حده د پېغمبر اکرم د شپږو اولادو د مړينې د غم بوج سپک كړ؛خو په خواشينۍ،چې له 18 مياشتو وروسته، د پېغمبر اکرم د هيلو د باغ دا ګل هم ورژېد.

 پېغمبر اکرم يو كار ته بهر وتلى و او،چې  د زوى د ناروغۍ خبر يې ورته راوړ؛ نو ژر يې ځان كور ته ورساوه او تېرې خبرې يې ورته وكړې.

 د زوى په وير كې د پېغمبر اکرم ژړا، انساني عواطف يې راښيي او دا، چې پېغمبر اکرم د خداى پر خلاف يوه خبره هم ونۀ کړه، پر “الهي تقدير” او د خداى پر رضا ايمان يې راښيي،چې څوك ترې تښتېداى نۀ شي.

بې ځايه نيوكه

حضرت”عبدالرحمن بن عوف” د پېغبمر ژړا حيران كړ او ويې ويل: ((تاسې موږ پر مړيو له ژړا منع كوئ؛ نو اوس په خپل زوى پسې ژاړئ؟!))

پېغمبر اکرم ورته وويل:((ما هېڅكله نۀ دي ويلي، چې په خپلو عزيزانو پسې مۀ ژاړئ؛ ځكه ژړا او احساسات د زړۀ سوي او ترحم نښه ده او د چا،چې پر بل زړۀ و نۀ سوځي؛نو خداى پرې نۀ لورېږي.ما ويلي: د خپلو عزيزانو په مرګ كې چغې مۀ وهئ او د كفر خبرې په کې مۀ كوئ او پر خداى بې ځايه نيوكې مۀ كوئ او د غم له امله خپل ګرېوانونه مۀ څېرې كوئ .)) (401)

  حضرت “علي”  د پېغمبر اکرم پر حكم “ابراهيم”  ته غسل وركړ او په كفن كې يې تاو كړ. بيا د پېغمبر اکرم يوه ډله اصحابو جنازه يې وکړه او د “بقيع” په هديره كې يې ښخ كړ.(402)

 په سيره “حلبي” كې راغلي دي، چې “فضل بن عباس”، “ابرهيم” ته غسل وركړ.

پېغمبر اکرم د “ابراهيم”  قبر ته وكتل،د قبر په كونج كې ناهمواري وه، كېناست او په خپل لاس يې هواره كړ او ويې ويل:

 (( ښه چار ښه سم وکړئ.)) (403)

له خرافاتو سره مبارزه

د “ابراهيم”  د مړينې پر ورځ لمر تندر ونيو. څو ناپوهو وانګېرله،چې لمر د “ابراهيم”  د مړينې له امله تندر نيولى دى.

 دا باطل فكر كه څه هم افسانه وه؛خو په ظاهره د پېغمبر اکرم پر ګټه وه او كه پېغمبر اکرم عادي او مادي مشر و؛نو دا خبره به يې سمه ګڼلې واى، چې له دې لارې خلكو ته خپل عظمت ثابت كړي؛خو پېغمبر اکرم داسې و نۀ کړل،پر منبر كېناست او خلك يې پوه كړل:  ((خلكو! پوه شئ، چې دا سپوږمۍ او لمر د خداى د ځواک نښې دي،د طبيعي قوانينو له مخې،چې خداى ورته وضع كړي،په خپل مدار كې چورلي او هېڅكله د چا د زوكړې او يا مړينې ته نۀ نيول کېږي؛بلكې د “كسوف” او د لمر د تندر نيولو پر مهال ستاسې دنده ده،چې لمونځ وكړئ.))

پېغمبر اکرم د ډېرو مادي مشرانو په څېر د خلكو له ناپوهۍ ناوړه ګټه وا نۀ خېسته او پر حقايقو يې پرده وا نۀ چوله.(404)

درې څلوېښتم څپرکى

په مدينه كې د نجران د استازيو پلاوى

د “نجران” سيمه د “حجاز” او “يمن”  پر پوله پرته ده،چې اويا كلي په کې وو.د اسلام د راښکاره کېدو له پېله،دا يوازېنۍ سيمه وه،چې د بوتانو عبادت يې نۀ كاوه او د “مسيحيت” پر دين وه.

“ياقوت حمويي” په ((معجم البلدان)) (5/ 267 – 266) كې د هغوى د “مسيحيت” علتونه ښوولي دي.

پېغمبر اکرم،چې د دولتونو او مذهبونو مشرانو ته ليکونه ليكل؛نو يو ليک يې د نجران اسقف “ابوحارثه” ته وليكه او اسلام ته يې راوباله.

 ليک داسې و:

(( د “ابراهيم” ، “اسحاق” او “يعقوب” د خداى په نامه.

 له محمد رسول الله نه د نجرا ن اسقف ته. د “ابراهيم”،”اسحاق” او “يعقوب” د خداى عبادت كوم او تاسې د خداى د بندګانو له عبادته د خداى عبادت ته رابولم. تاسې رابولم،چې د خداى د بندګانو له ولايته راووځئ او د خداى تر ولايت لاندې راشئ او كه زما بلنه مو و نۀ منله؛نو بايد اسلامي حكومت ته ماليات (جزيه) وركړئ،(چې ددې ناڅيزه پيسو په بدل کې ستاسې ځان او مال ساتي) او بې له دې درته د خطر اعلان كوم.)) (405)

 ځينې شيعه عالمان ليكي،چې پېغمبر اکرم د آل عمران سورت/ 64 آيت هم ليكلى و،چې په کې ټول كتابوال د خداى عبادت ته رابلل شوي دي.(406)

د پېغمبر اکرم استازي “نجران” ته ورغلل او ليک يې د نجران اسقف ته وركړ. ليک يې په ځير ولوست او هوډ نيولو ته يې د مذهبي او غير مذهبي شخصيتونو غونډه جوړه كړه.

په غونډه كې “شرجبيل” هم ناست و،چې پر عقل او كارپوهۍ مشهور و. اسقف ته يې وويل:

((د مذهبي مسايلو په باب لږ پوهېږم؛نو زه د وړانديز وركولو حق نۀ لرم او كه په بله مسئله كې مو راسره مشوره كړې واى؛نو حاضر وم؛خو ناچار يم يوې خبرې ته اشاره وكړم: موږ له خپلو مذهبي مشرانو ډېر اورېدلي،چې يوه ورځ به د نبوت منصب د “اسحاق” (ع) له نسله د “اسماعيل” عليه السلام نسل ته ولېږل شي او امكان لري، “محمد” (ص) هم د “اسماعيل”  عليه السلام له ځوځاته وي او هماغه موعود پېغمبر وي.))

غونډې پرېكړه وكړه،چې د نجران د استازيو پلاوي دې مدينې ته ولاړ شي او له نږدې دې له “محمد” (ص) سره خبرې وكړي او ورنه د نبوت دلايل وپوښتي؛نو ځکه د نجران له خلكو60 تنه هوښياران او پوهان وټاكل شول، چې په  كې يې دا درې مذهبي مشران هم وو.

1 _ “ابوحارثة بن علقمه” د نجران ستر اسقف او په “حجاز” كې د روم د كليسا رسمي استازى.

2  _  “عبدالمسيح” د نجران د استازيو د پلاوي مشر.

 3 _ “ايهم” يو بوډا و، چې د نجران د خلكو محترم شخصيت و.(407)

مازيګر و،چې د استازيو پلاوى نبوي جومات ته راننوتل، چې د ورېښمو جامې يې اغوستې وې،د سروزرو ګوتې يې پرګوتو وې او صليبونه يې په غاړو كې راځوړند كړي وو. پر پېغمبر اکرم يې سلام واچو، د دوى دا ډوله جامو پېغمبر اکرم ډېر سخت خپه كړ. هغوى پوه شول، چې پېغمبر اکرم ترې خپه شو؛خو د خپګان پر لامل پوه نۀ شول.

ژر يې له حضرت “عثمان بن عفان” او له حضرت “عبدالرحمن بن عوف” سره اړيکه ونيوه،چې له دې خلكو سره يې پخوانۍ اړيكې درلودې او له دې خبرې يې خبر كړل.هغوى ورته وويل: (( ددې ستونزې د هواري لار له “علي” سره ده.))

حضرت “علي” ته،چې ورغلل؛نو ورته يې وويل:((بايد جامې بدلې كړئ او  بې له سينګاره پېغمبر اکرم ته ورشئ.))

د نجران استازيو هماغسې وكړل او پېغمبر اکرم ته ورغلل. سلام يې واچو. پېغمبر اکرم په ځانګړي درناوي سلام ته يې ځواب وركړ او د هغوى راوړې ډالۍ يې ومنلې.

 مخکې له دې،چې خبرې اترې پېل شي،هغوى وويل:(( د لمونځ وخت دى.))پېغمبر اکرم ورته اجازه وركړه،چې په جومات كې يې لمونځ وكړي. حال دا چې مشرق لور ته ولاړ وو.(408)

د نجران د پلاوي خبرې اترې

ځينې سيره ليكوونكيو محدثانو او اسلامي تاريخپوهانو دا خبرې اترې رانقل كړي.موږ ه دلته د خبر اترو يې څو برخې راخېستې دي،چې “حلبي” په خپله سيره كې راوړې دي.(409)

پېغمبر اکرم وويل:((د خداى عبادت ته مو رابولم)) او بيا يې ورته د قرآن شريف څو آيتونه ولوستل.

د نجران استازى:((که د اسلام مطلب پر خداى ايمان راوړل دي؛ نو دا ايمان خو موږ  ډېر پخوا راوړى دى.))

پېغمبر اکرم:(( اسلام نښې لري او کړنې مو راښيي،چې په سمه توګه مو اسلام نۀ دى منلى؛څنګه ويلاى شئ،چې د خداى عبادت كوئ،حال دا چې د “صليب” عبادت كوئ او د “خوګ” غوښه خورئ او عقيده لرئ، چې خداى زامن لري؟))

د نجران استازى:((موږ هغه خپل خداى بولو؛ځكه مړي يې راژوندي كول، ناروغانو ته يې شفا وركوله،له خټې يې مرغۍ جوړه كړه او وا يې لوزوله او دا ټول کړه وړه يې جوتوي،چې خداى دى.))

پېغمبر اکرم:(( نۀ! هغه د خداى بنده او مخلوق و،چې د خپلې مور “مريمې” په رحم(زيلانځ) كې يې كېښود او دا ټول ځواک ورته خداى وركړى وو.))

د نجران استازى:(( هو! هغه د خداى بنده دى؛ځكه مور يې “مريم” وزېږاوه،حال دا چې له چا سره يې واده نۀ و كړى؛نو ويلاى شم پلار يي هماغه خداى دى.))

دا مهال د وحې پرېښته راغله او پېغمبر اکرم ته يې وويل:(( ورته ووايه: “حضرت ادم او حضرت “عيسى” له دې پلوه له يو بل سره شباهت لري،چې خداى په خپل ځواک بې له مور و پلاره جوړ كړل او كه د پلار نۀ درلودل پردې ګواهي وركوي،چې هغه د خداى زوى دى؛نو حضرت ادم؛خو دې منصب ته له”عيسى” غوره دى؛ځكه حضرت ادم نۀ مور درلوده او نۀ پلار.”)) (410)

د نجران استازي: (( ستا خبرې موږ نۀ قانع كوي،د هواري لار دا ده،چې مباهلې ته وخت وټاكو او دروغجن ته ښېرې (بدې دعاګانې) وكړو،چې خداى هلاك يې كړي.))(411)

د مباهلې له آيت او سيره “حلبي” جوتېږي،چې د مباهلې وړانديز په خپله پېغمبر اکرم كړى و.

پر دې مهال د وحې پرېښته راغله او د آل عمران سورت  61 آيت يې راوړ:

فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةَ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ=( د مسيح په باب) چې وپوهېدې؛نو (بيا) هم كه څوك په دې اړه له تا سره شخړه كوي؛نو ورته ووايه:((راځئ چې موږ به هم خپل خپلوان راوبلو او تاسې هم، موږ به هم خپلې ښځې راوبلواو تاسې هم خپلې ښځې، موږ به په خپله راشو او تاسې هم په خپله راشئ ؛نو بيا به مباهله (او دعا) وكړو،چې كه څوك دروغجن وي؛نو و به وايو،چې پر هغوى دې د خداى لعنت وي.))                                                                               

 دواړه اړخونه مباهلې ته تيار شول او وخت يې وټاكه.

پېغمبر اکرم مباهلې ته ځي

د پېغمبر اکرم د مباهلې پېښه د تاريخ له حيرانوونكيو پېښو شمېرل كېږي.كه څه هم ځينو مفسرينو او سيره ليكونكيو د مباهلې د جزئياتو له رانقلولو سره ظلم كړى؛خو “زمخشري” په كشاف كې ( 1ج/ 282-283)، “امام رازي” په خپل تفسير مفاتيح الغيب( 2/ 471-472) کې ، “ابن اثير” په كامل ( 2/ 112) كې په دې باب روايتونه رانقل كړي دي،چي موږ دلته د “زمخشرې” څو خبرې راخېستي:((د مباهلي وخت راورسېد. پېغمبر اکرم او د “نجران” استازيو له پخوا پرېكړه كړې وه، چې مباهله به له ښاره لرې په دښته كې کوي. پېغمبر اکرم له ټولو مسلمانانو او خپلوانو يوازې څلور تنه له ځان سره راوستل،چې په دې تاريخي پېښه كې ګډون وكړي. دا څلور تنه؛ “علي”، “فاطمه”،”حسن” او “حسين” وو؛ځكه په مسلمانانو كې د هېڅ چا پاكي او ايمان ورته نۀ رسېده.

 پېغمبر اکرم “حسين” په غېږ كې،”حسن” يې له لاسه نيولى و او “فاطمه” او “علي” (ک) ورپسې راروان وو او،چې د مباهلې ډګر ته راورسېدل؛ نو پېغمبر اکرم خپلې كورنۍ ته وويل:(( ما چې هر وخت دعا وكړه؛ نو تاسې راپسې “امين” ووياست.))

د “نجران” استازيو مخکې له دې،چې له پېغمبر اکرم سره مخ شي؛يو بل ته يې ويلي وو:((كه ومو ليدل “محمد” سرتېري او افسران مباهلې ته راوستل او مادي او ظاهري ځواک يې راوښود؛نو پوه شئ په خپل نبوت عقيده نۀ لري او رښتين نۀ دى او كه خپله  كورنۍ يې راوسته؛ نو پوه شئ چې رښتين پېغمبر دى او دومره په خپل نبوت پوخ ايمان لري،چې له ځان؛بلكې له خپلې كورنۍ هم ورته تېر دى.))

 د “نجران” استازي پر خبرو بوخت وو،چې ناڅاپه يې سترګې د پېغمبر اکرم پر څېره ولګېدې،چې څلور تنه ورسره راروان دي. ټول حيران شول او يو بل ته يې وكتل،چې څنګه پېغمبر اکرم خپله يوازېنۍ لور او  زامن يې له ځان سره راوړي دي. پوه شول،چې پېغمبر اکرم په خپل نبوت ښه پخه عقيده لري او كه نۀ يې درلوداى؛نو خپل دا عزيزان به يې له ځان سره نۀ وو راوستي.

د “نجران” اسقف وويل:((داسې څېرې وينم كه دعا وكړي،خداى ورته غرونه له بېخه راونړوي؛نو ورته يې رانړوي؛نو غوره به وي،چې ورسره مباهله ونۀ کړو؛ځكه كه دا كار مو وكړ؛نو پوپنا به شو او امكان دې ولري، چې دعذاب لمنه پراخه شي او د نړۍ ټول مسيحيان پر عذاب اخته شي او يو مسيحي هم پر ځمكه ژوندى پاتې نۀ شي.))

د نجران استازيو له مباهلې ډډه وكړه

د نجران د استازيو پلاوي،چې دا حالات وكتل؛نو ټولو په يوه خوله پرېكړه وكړه،چې له مباهلې ډډه وكړي او هر كال اسلامي حكومت ته جزيه وركړي او اسلامي حكومت دې د هغوى د مال او ځان امنيت وساتي. پېغمبر اکرم ورسره ومنله او پرېكړه وشوه، چې هغوى اسلامي حكومت ته ماليات وكړي.

 بيا پېغمبر اکرم وويل:((د عذاب سيورى د نجران پر استازيو خپور شوى و او كه مباهله يې كړې واى؛نو په همدې دښته كې به سوځېدلي واى او د عذاب لمنه به “نجران” ته هم خپره شوې واى او پر الهي عذاب به اخته شوي واى.))

حضرت عايشه بي بي روايتوي چې: (( د مباهلې پر ورځ پېغمبر اکرم څلور تنه تر خپل تور څادر لاندې كړل او دا آيت يې ولوست: (( انما يريدالله ليذهب عنكم الرجس اهل البيت و يطهركم تطهير ))

 او بيا “زمخشري” ليكي: (( د مباهلې پيښه او ددې آيت مفاد د “اهل كساء” د اصحابو فضيلت راښيي او د اسلام حقانيت ته ژوندى سنددى.))

له هغو روايتونو،چې له مذهبي مشرانو رانقل شوي،ګټه اخېستل كېږي،چې مباهله يوازې په پېغمبر اکرم پورې محدوده نۀ وي؛بلكې هر مسلمان کړاى شي،له خپل مخالف سره مباهله وكړي.

 د مباهلې طريقه او دعا يې د “نورالثقلين” په لومړي ټوك، 291-292 مخونو كې راغلې ده.

 خداى بښلي “علامه طباطبايي” په خپله رساله كې ليكلي: (( مباهله د اسلام له معجزاتو ده او هر مسلمان د اسلام حقانيت  ثابتولو ته يې کړاى شي.))

څلورڅلوېښتم څپرکى

وروستۍ حج يا حجة الوداع

د مسلمانانو په ټولنيزو عبادتونو كې د حج مراسم له ټولو ستر عبادت دى؛ځكه حج په كال كې يو ځل د مسلمانانو يووالى،له مال او مقامه د خلاصون،د ټولو مسلمانانو د برابري او د اړيكو د ټنينګوالي نښه يې ده او كه نن موږ مسلمانان له دې خپور شوي دسترخوانه ګټه نۀ شو اخېستلى او دې كالنۍ اسلامي ټولنې(،چې د مسلمانانو ډېر ټولنيزې ستونزې هوارولای شي)ته بې له پوره ګټې اخېستو ورځو؛نو د قانون نېمګړتيا نۀ ده؛بلكې زموږ د اسلامي مشرانو نېمګړتيا ده،چې له دې مراسمو ګټه نۀ شي اخېستى.

له هغې ورځې،چې حضرت “”ابراهيم” خليل الرحمن” كعبه جوړه كړه او د خداى عبادت كوونكي يې ددې كور زيارت ته راوبلل؛نو دا سيمه د خداى پېژندونكيو مركز و او هر كال به د “عربستان” له لرو لرو سيمو ورته خلک راتلل او د حج هغه مراسم يې پر ځاى كول،چې له حضرت “ابراهيم خليل الرحمن” يې زده كړي وو؛خو د وخت تېرېدنې،د حجازيانو له پېغمبرانو لرې كېدل،د قريشو ځانمني او د نړۍ پر افكارو د بوتانو حكومت ددې لامل شول،چې په کې د ځاى او وخت له نظره اړونې او بدلونونه راشي او اصلي څېره له لاسه وركړي؛نو ځكه پر لسم هجري كال خداى تعالى پېغمبر اکرم ته دنده وركړه،چې پر هغه كال په خپله د حج په مراسمو كې برخه واخلي او خلك له دې تكليف سره اشنا كړي او د حج له ونې اضافي ښاخونه پرې كړي او د “عرفات” او “منى” حدود  ور زده كړي.

 پېغمبر اکرم د “ذوالقعده” په مياشت كې حكم وكړ،چې د مدينې شاوخوا ټبرونو ته اعلان كړئ،چې سږ كال پېغمبر اکرم د خداى د كور زيارت ته روان دى. پر دې اعلان ډېرو مسلمانانود مدينې په ښار كې  خېمې ووهلې او د پېغمبر اکرم د تګ پر تمه شول.(412)

د “ذى القعدې” پر 26م  پېغمبر اکرم په مدينه كې “ابودجانه” خپل ځايناستى كړ او د قربانۍ 60 څاروي يې واخېستل او مکې ته روان شو چې کله “ذي الحليفه” (هغه سيمه،چې په کې د شجره جومات دى) ته ورسېدل؛ نو پېغمبر اکرم له همدې جوماته په دوو سپينو ټوټو احرام وتاړه او د احرام تړولو پر مهال يې د((لبيک)) ځانګړې دعا وويله او يا،چې يې كوم سپور وليد او يا پر لوړه او ځوړي تله؛نو(( لبيك)) يې وايه.

 مکې ته،چې ورنژدى شو؛نو ((لبيك)) يې بند كړ. پر څلورمه ورځ مکې ته ورننوت. نېغ جومات ته ولاړ او د “بني شيبه” له ورۀ “مسجدالحرام” ته ورننوت،چې ثناء يي وويله او پر “ابراهيم” عليه السلام يې درود ووايه.

 د طواف پر مهال،چې د “حجرالاسود” مخې ته ورسېد؛نو لومړى يې تيږه “استلام” كړه او بيا يې اوه ځل د کعبې طواف وكړ.

له “استلام” مطلب دا دى،چې له طواف مخکې پر تيږه خپل لاسونه وموږي او بيا د طواف لمانځه ته د مقام “ابراهيم” شا ته ولاړ او دوه ركعته لمونځ يې وكړ؛نو لمونځ يې،چې خلاص شو؛نو “صفا” او “مروه” ته  منډو ته ولاړ. بيا يې زيارت كوونكيو ته وويل:(( چا چې قربانې نۀ ده راوړې؛ نو له احرامه دې ووځي او ټول محرمات ورته له تقصير (د وېښتانو كمول يا د نوكانو اخيستل) سره حلال دي او ما او هغوى،چې قرباني راوړې؛بايد په احرام كې پاتې شو، چې قرباني وكړو.))

د پېغمبر اکرم دا خبره پر ځينو ښه ونۀ لګېده او دليل يې دا و، چې موږ ته ښه نۀ دي،چې پېغمبر اکرم په احرام كې وي او موږ له احرامه ووځو او ځينې څيزونه ورته حرام او موږ ته حلال وي  او ځينو وويل:(( سمه نۀ ده، چې د خداى د كور زيارت كوونكي اوسو او له سره مو د (جنابت) د غسل اوبه راوڅڅي.))

 د پېغمبر اکرم سترګې پر حضرت “عمر” ولګېدې، چې تر اوسه په احرام كې دى؛نو ورته يې وويل:(( آيا قرباني دې  راوړې ده؟))

 و يې ويل:(( نۀ!))

 پېغمبر اکرم: (( نو ولې له احرامه نۀ يې وتلى؟ ))

 حضرت “عمر”:((راته ښه نۀ ده،چې تۀ په احرام كې يې او زه له احرامه ووځم.))

 پېغمبر اکرم: (( تۀ اوس نۀ؛بلكې تل به پردې عقېدى پاتې شې.))

پېغمبر اکرم د خلكو له دې دوه زړۍ او شكه خپه شو او و يې ويل: (( كه د تېر وخت په څېر له راتلونكي هم خبر وم او ستاسې له دې دوه زړۍ او شكه خبر وم؛نو ستاسې په څېر به ما هم قرباني نۀ وه راوړې؛خو څه وكړم چې اوس مې قرباني راوړې ده او د خداى د حكم له مخې بايد په احرام كې پاتې شم،چې د”منى” پر ورځ قرباني وكړم؛خو چا چې قربانې نۀ وي راوړي؛نو بايد له احرامه ووځي او، چې څه يې كړي وي،عمره وشمېري او وروسته بيا حج ته احرام وتړي.)) (413)

حضرت علي (ک) له يمنه راګرځي

حضرت “علي” (ک) د پېغمبر اکرم له حج كولو خبر شو او له خپلو سرتېرو او د قربانۍ له 34 څارويو او له هغو ټوكرانو سره حج كولو ته روان شو،چې د “نجران” له خلكو يې په مالياتو كې اخېستي وو. په نيمائي لار كې يې مشري بل افسر ته وركړه او په بيړه يې مکې ته حركت وكړ او نېغ يې ځان پېغمبر اکرم ته ورساوه.

 پېغمبر اکرم د حضرت “علي” (ک) له ليدو خورا خوشحاله شو او ورته يې وويل: (( څنګه نيت دې كړى دى؟))

 حضرت “علي”:((د احرام تړولو پر مهال مې ستاسې پر نيت احرام وتاړه او ومې ويل:”خدايه پر هماغه نيت،چې ستا رسول تړلى،زه يې هم تړم.” له ځان سره مې قرباني هم راوړې ده.))

 پېغمبر اکرم: (( ما او تا يو شانته يو او څو مو قرباني نۀ وي كړي؛ بايد په احرام كې پاتې شو او سرتېرو ته دې ورشه او مکې ته يې راورساوه.))

“علي” (ک) چې خپلو سرتېرو ته ورستون شو؛نو و يې ليدل، چې له نجرانه راوړې ټوټې،پر سرتېرو وېشل شوې وې او ټولو ترې احرام تړلى و.

 حضرت “علي” (ک) له دې،چې ځايناستي يې په نشتوالي كې دا كار كړى و، ډېر خپه شو او و يې ويل:((ولې دې ټوټې مخکې له دې،چې پېغمبر اکرم ته وسپارل شي،پر سرتېرو وېشلې دي؟))

 ورته يې وويل: (( سرتېرو ټينګار وكړ،چې د حج كولو لپاره ورته ټوټې امانت وركړم او وروسته يې ترې واخلم.))

 حضرت علي (ک): ((تا دا واك  نۀ درلود.))

 بيا حضرت “علي” (ک) ترې ټولې ټوټې واخېستې،و يې تړلې او په مكه كې يې پېغمبر اکرم ته وسپارلې.

هغوى په دې اړه پېغمبر اکرم ته راغلل او له حضرت “علي” (ک) يې ورته زړۀ وخوړ.

 پېغمبر اکرم خپل يو يار راغوښت او ورته يې ويل: (( زما پيغام شكايت كوونكيو ته ووايه:”په “علي” پسې له بدو ردو ويلو لاس واخلئ ؛ځكه هغه د خداى د حكم په اجرا كولو كې د چا پروا نۀ لري.”)) (414)

د حج مراسم پېل شول

د عمرې کړنې پاى ته ورسېدې.پېغمبر اکرم خوښ نۀ و د عمرې او حج د مراسمو په واټن كې له چا كره اوسي؛نو حكم يې وكړ له مکې بهر دې ورته خېمه ووهي.

د “ذي الحجې” اتم راورسېد،د خداى د كور زيارت كوونكي پر هماغه ورځ له مکې “عرفات” ته ځي،چې په “عرفه” كې د نهمې ورځ له ماسپښينه د لمر تر ډوبېدو پاتې شي. د “ذى الحجه” پر اتم تاريخ،چې د “ترويه” ورځ هم نومېږي،پېغمبر اکرم د”منى” له لارې عرفات ته ولاړ او د نهمې ورځې د لمر راختو پورې په “منى” كې پاتې شو،بيا په خپل اوښ سپور شو او د”عرفات” پر لور روان شو او د “نهره” سيمې ته ولاړ،چې پېغمبر اکرم ته يې په کې خېمه وهلې وه او په هغه ستره ټولنه كې په خپل اوښ سپور تاريخي وينا وكړه.

په حجة الوداع كې د پېغمبر اکرم تاريخي وينا

…… پر هغه ورځ په عرفه كې دومره ستره غونډه وه،چې تر اوسه لا د “حجاز” خلكو نۀ وه ليدلې.په سيمه كې د توحيد غږونو انګازې كولې؛ هغه سيمه،چې څه وخت مخکې د بوت پالو مركز و؛خو نن د توحيد تر ټولو لويه هډه ده.

په پېغمبر اکرم پسې يو سل زره تنه مسلمانان د ماسپښين او مازيګر په لمانځه كې ولاړ وو او بيا،چې په خپل اوښ سپور تاريخي خطبه يې وويله او  يو يار يې،چې لوړ غږ يې درلود،د پېغمبر اکرم خبرې خلكو ته رسولې.

پېغمبر اکرم خپلې خبرې داسې پېل كړې:

(( خلكو! زما خبرو ته ښه غوږ شئ ! کېداى شئ له دې وروسته مې په دې سيمه كې و نۀ وينئ. خلكو! وينه او مالونه مو تر هغه،چې له خداى سره ملاقات وكړئ د نن او ددې مياشت په څېر محترم دي او هر ډول تېرې پرې حرام دى.))

پېغمبر اکرم د خپلې خبرې د اغېز او دا، چې د مسلمانانو د مال او ځان له احترامه ډاډمن شي؛”ربيعه بن اميه” ته يې وويل: (( ترې وپوښته دا كومه مياشت ده؟))

 ټولو وويل:(( حرامه، چې جګړه او وينه توېدنه په کې حرامه او منع ده.)) پېغمبر اکرم “ربيعه” ته وويل: (( ورته ووايه: خداى ستاسې مال او ځان پر يو بل تر هغه،چې مړه شئ، ددې مياشتې په څېر حرام كړي دي او محترم يې ګڼلي دي. له هغوى وپوښته، چې دا كومه سيمه ده؟))

 ټولو وويل: (( محترمه سيمه ده، چې تېرى او وينه توييدنه په کې حرامه ګڼل شوې ده.))

 پېغمبر اکرم وويل:((ورته ووايه: ستاسې وينه او مال ددې سيمې په څېر محترم شمېرل شوى او هر ډول تېرى په کې منع دى.))

 پېغمبر اکرم بيا وويل: (( ويې پوښته نن كومه ورځ ده؟))

 ټولو وويل:(( حج اكبر دى.))

 پېغمبر اکرم وويل: (( ورته ووايه،چې ځان او مال مو د نن په څېر محترم شمېرل شوى دى. خلكو ! پوه شئ هغه وينې،چې په جاهليت كې توى شوې، ټولې بايد هېرې شي او څوك ورپسې و نۀ ګرځي، ان د “ابن ربيعه” ( د پېغمبر اکرم يو خپلوان) وينه هم بايد هېره شي. تاسې به ډېر ژر خداى ته ورشئ او هلته به ستاسې ښه او بد كړه وړه وليدل شي؛نو زه درته اعلانوم، چې كه د چا امانت درسره وي؛نو مالك ته يې وركړئ. خلكو! پوه شئ ربا او سود خوړل په اسلام كې حرام دي؛نو چا چې خپلې شتمنۍ سود خوړولو ته پر كار اچولې وي؛نو يوازې کړاى شي خپله شتمني وغواړي. نۀ ظلم وكړئ او نۀ د چا ظلم ومنئ او هغه “ربح” چې “عباس” له اسلام مخکې له خپلو پوروړو غوښته،د غوښتولو حق يې نۀ لري.خلكو! شيطان له دې ډېر نهيلى شوى،چې نور په دې سيمه كې لارويان نۀ لري؛خو كه په كوچنيو كارونو كې ورپسې ولاړ شئ؛ نو ډېر به مو له ځانه خوشحاله كړى وي، د شيطان له لاروۍ ډډه وكړئ. په حرامو مياشتو كې بدلون راوستل،په كفر كې د افراط پايله ده او هغه كافران،چې له حرامو مياشتو سره اشنايي نۀ لري،ددې بدلونو له لارې،بې لارې كېږي او دا بدلونونه ددې لاملېږي،چې حرامه مياشت په يوه كال كې حرامه وي او په بل كال كې حلاله. د حلالو او حرامو مياشتو ترتيب به هماغسې وي؛لكه څرنګه،چي خداى په کې ځمكه، اسمان، سپوږمۍ او لمر جوړ كړل. د مياشتو شمېر د خداى په نزد دولس دى،چې څلور يې حرامې دي او دا دي،چې په پرله پسې په يو بل پسې راځي: “ذي القعده”،”ذي الحجه”،”محرم” او “رجب”. خلكو! ښځې پر تاسو حق لري او تاسې هم پرې حق لرئ، ستاسې حق پرې دا د‌ى،چې بې له اجازې مو څوك كور ته رانۀ ولي او ناوړه اعمال و نۀ کړي او كه داسې يې و نۀ کړل؛نو خداى اجازه دركړې،چې خپله بستره ترې بېله كړئ او ادب وركړئ او كه د حق لارې ته راستنې شوې؛ نو مينه ورسره بيا پېل كړئ او د ژوند وسايل ورته برابر كړئ. زه په دې سيمه كې سپارښتنه كوم،چې له خپلو ښځو سره نېكي وكړئ؛ځكه درسره د خداى امانتونه دي،چې پر الهي قوانينو درته حلالې شوې دي. خلكو! زما خبرو ته ځير شئ او په کې فكر وكړئ. هر مسلمان د بل ورور دى او د نړۍ ټول مسلمانان سره ورونه دي او د مسلمانانو مال يو بل ته حلال نۀ دى؛خو دا چې په خپله خوښه يې وركړى وي. خلكو! حاضران دې غايبانوته ورسوي،چې له ما وروسته بل پېغمبر نۀ شته او له تاسې وروسته بل مسلمان امت. خلكو! پوه شئ، چې نن زه د جاهليت د دوران ټول دودونه او ګروهې تر پښو لاندې كوم او د بطلان كرښه پرې راكاږم.)) ( ٤١٥-418)

پردې مهال پېغمبر اکرم وينا بنده كړه او د شهادت په ګوته يې اسمان ته اشاره وكړه او و يې ويل:(( خدايه! ستا پيغامونه مې ورسول.)) بيا پېغمبر اکرم د درې ځل ” اللهم اشهد ” په ويلو خپلو خبرو ته د پاى ټکى كېښود.

پېغمبراکرم د نهمې ورځ د لمر تر ډوبېدو په “عرفه” كې پاتې شو.لمر، چې ډوب شو او هوا تياره شوه؛نو پېغمبر اکرم په خپل اوښ سپور شو او د شپې يوه برخه په “مزدلفه” كې و او د “سپيده داغ” او لمر راختو تر منځ په “مشعر” كې پاتې شو.

 پر لسمه ورځ “منى” ته ولاړ او د “رمى جمره” قربانۍ او “تقصير” مراسم يې ترسره كړل او د حج د نورو مراسمو لپاره ته مکې ته ولاړ او په دې  توګه يې خلكو ته د حج كولو طريقه وښووه.

د حديث او تاريخ پر ژبه دې تاريخي سفر ته “حج وداع” او كله “حج بلاغ” او “حج اسلام”ويل كېږي،چې دا هر نوم د ځانګړي مناسبت له امله ايښوول شوى دى.

په پاى كې بايد ووايم: په محدثانو كې مشهوره ده، چې پېغمبر اکرم دا خطبه د عرفې پر ورځ ويلې؛خو ځينې ګروهمن دي،چې دا خطبه يې د “ذي الحجې” پر لسم ويلې ده.(419)

 غدير

د حج مراسم پاى ته ورسېدل.مسلمانانو له پېغمبر اکرم د حج كولو طريقه زده كړه.پېغمبر اکرم هوډ ونيو له “منى” نه مدينې ته ولاړ شي. د حركت حكم وشو. كاروان،چې د “رابع” سيمې ته ورسېد،چې له “جحفې” درې ميله لرې ده ؛نو د “خُم” په سيمه كې،چې په “خم غدير” مشهوره دى، د وحې پرېښته راغله او دا  آيت يې راوړ:

يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ= پېغمبره! څه چې ستا د پالونكي له لوري پر تا نازل شوي،بشپړ(خلكو ته) ورساوه اوكه داسې دې و نۀ کړل؛نو د هغه پيغام دې نۀ دى رسولى،خداى تا د خلكو (له احتمالي زيانو) ژغوري. هو ! خداى (ځېلي) كافرانو ته سمه لار نۀ ښيي . (420)

له آيته معلومېږي،چې خداى پېغمبر اکرم ته مهمه او خطرناكه دنده  وركړې ده او كومه دنده به له دې مهمه وي،چې پېغمبر اکرم د سل زره خلكو په مخ كې حضرت “علي”(ک) خپل ځايناستى وټاكي؛نو ځكه د درېدنې حكم وشو او څوك،چې له كاروانه مخکې تللي وو،راستانه يې كړل او نورو ته پر تمه شول.

 ماسپښين و او ګرمۍ خلك راخستې وو،خلكو خپل څه څادرونه پر سر او څه يې تر ځان لاندې هوار كړل. پېغمبر اکرم ته يې تر ونې لاندې د څادر سيورې جوړ كړ او پېغمبر اکرم د ماسپښېن  لمونځ په جماعت وکړ. خلك ترې راتاو وو او پر هغه لوړ ځاى ودرېد،چې پېغمبر اکرم ته يې جوړ كړى و او پر لوړ او ښكلي غږ يې خطبه وويله:

(( د څښتن ستاينه کوم.ترې مرسته غواړم او ايمان پرې لرم او توكل پرې كوم او له خپل بدو او ناوړه اعمالو ورته پناه وړم. هغه خداى،چې  بې له هغه بل لارښوونكى نۀ شته او چا ته يې،چې لار وښووه؛نو څوك به يې بې لارې نۀ کړي.ګواهي وركوم،بې له هغه بل معبود نۀ شته او “محمد” يې بنده او پېغمبر دى.خلكو! نږدې دى د حق بلنې ته لبيك ووايم او له منځه مو ولاړ شم. زه مسئول يم او تاسې هم مسئووليت لرئ. زما په باب څه  فكر كوئ؟))

 پردې مهال د خلكو د تصديق غږونه را پورته شول او و يې ويل: (( موږ ګواهي وركوو تا خپل رسالت سرته ورساوه،كوښښ دې وكړ،خداى دې اجر دركړي.))

پېغمبر اکرم وويل:((آيا ګواهي وركوئ،د نړۍ معبود يو دى، “محمد” يې بنده او استازى دى او په هغه دنيا كې دوزخ او جنت شته؟))

  ټولو وويل: ((سمه ده او ګواهي ورکوو.))

 بيا يې وويل:(( زه درته دوه قيمتي څيزونه پرېږدم،ووينم له دوو يادګارونو سره مې څرنګه چلېږئ؟!))

 دا مهال يو تن راپاڅېد او په لوړ غږ يې وويل: (( له ددو څيزونو مو مطلب څه دى؟))

 پېغمبر اکرم ورته وويل:((يو “د خداى کتاب” دى،چې يو سر يې د خداى په لاس کې او بل يې ستاسې په لاس کې دى او بل زما “عترت” (ځوځات) او اهل بيت دي. خداى خبر کړى يم دا دوه يادګارونه به بيخي له يو بله بيل نۀ شي. خلکو! له قرآن او عترته مۀ مخکې کېږئ او پر دواړو په عمل کې سستي مۀ کوئ،چې هلاکېږئ.))

په دې شېبه کې يې د “علي” لاس ونيو او دومره يې لوړ کړ،چې خلکو ته د تخرګونو سپين يې ښکاره شو او ټولو ته يې وښود. بيا يې وويل:

(( پر مؤمنانو له هغوى ډېر وړ څوک دى؟))

 ټولو وويل:((خداى او رسول يې ښه پوهېږي.))

 پېغمبر اکرم وويل:(( خداى مې مولا دى او زه د مؤمنانو مولا يم او زه پر مؤمنانو له هغوى وړ يم. خلكو! د چا چې زه مولا يم؛ نو “علي” هم مولا يې دى؛ خدايه! د “علي” د دښمنانو يې دښمن  او د دوستانو يې دوست اوسه. خدايه!  د “علي”  د يارانو مرسته وكړې او دښمنان يې خوار او ذليل كړې او “علي”  د حق محور وګرځى.))

د غدير پېښه تلپاتې ده

د حكيم خداى اراده ده،چې د غدير تاريخي پېښه په ټولو وختونو او پېړيو كې د ژوندي تاريخ په څېر پاتې شي او اسلامي ليكوونكيو په هر پير كې د تفسير،تاريخ،حديث او كلام په کتابو كې ددې موضوع په باب خبرې وكړي او مذهبي شخصيتونه په هر ځاى كې د پېغمبر اکرم د ځايناستي د فضايلو په باب خبرې وكړي او ددې پېښې د تلپاتې كېدو لامل هم د مائدې د سورت  3 او 67 آيتونه دي او څو قرآن ژوندى او تلپاتې وي؛نو دا پېښه به هم تلپاتې وي.

 د تاريخ له لوستو جوتېږي،چې د “ذي الحجة الحرام” اتلسمه په مسلمانانو كې د”غدير” پر اختر مشهور دى. تر دې چې  “ابن الخكان”  د “المستعلي ابن المستنصر” په باب وايي:

(( په كال 487 كې،چې د  “غدير” د اختر ورځ وه او د ذي الحجة الحرام اتلسمه وه؛ نو خلكو ورسره بيعت وكړ.)) (421)

او د “المستنصر بالله العبيدي” په باب ليكي: (( په كال 487 كې د ذي الحجة الحرام مياشت ته 12 شپې پاتې وې،چې مړ شو، دا شپه هماغه د غدير د اختر شپه وه.)) (422)

“ابوريحان بيروني” د الآثار الباقيه په 395 مخ کې ليكلي: (( غدير د مسلمانانو اختر و او لمانځه يې.)) (423)

پېغمبر اکرم د غدير پر ورځ مهاجرو او انصارو او خپلو ښځو ته حكم وكړ، چې “علي” (ک) ته ددې ستر فضيلت مباركي وركړي.

حضرت “زيد بن ارقم” وايي:(( له مهاجرو حضرت “ابوبكر”،حضرت “عمر”،حضرت “عثمان”،حضرت “طلحه”، او حضرت “زبير” لومړي كسان وو، چې له “علي” (ک) سره يې بيعت وكړ او د بيعت مراسم تر ماښامه  روان وو.))

“ثعالبي” هم دې ورځې ته د مسلمانانو د اختر ورځ ويلې ده. (424)

ددې پېښې پرتلپاتې كېدو نور دليلونه

ددې پېښې ارزښت ته همدومره بس،چې يو سلو او لسو اصحابو رانقل كړې ده؛ البته ددې خبرې مطلب دا نۀ دى،چې له هغې سترې غونډې يوازې همدې كسانو دا پېښه نقل كړې؛بلكې مطلب مو دا و،چې د اهلسنتو په کتابو كې يوازې ددې يو سلو او لسو تنو نومونه ليدل كېږي.

سمه ده،چې پېغمبر اکرم خپله دا خبره په سل زريزه ټولنه كې كړې وه؛خو په كې زيات داسې هم وو،چې د “حجاز” له لرو سيمو راغلي وو، چې حديثونه ترې نۀ دي رانقل شوي او ځينو،چې دا پېښه نقل كړې، تاريخ  پرې نۀ دى برلاسى شوى،چې حديثونه يې ثبت كړي او كه ثبت شوي هم وي؛نو موږ ته سم نۀ دي رارسېدلي.

دويمه اسلامي پيړۍ،چې د تابعينو زمانه وه،دا پېښه 89 تنو نقل كړې ده. په نورو پېړيو كې د  “غدير” د حديث راويان ټول د اهل سنتو عالمان دي .

 360 تنو دا حديث په خپلو کتابو كې راوړى،چې زياتو پرې د سموالي اعتراف كړى دى. په درېمه پېړۍ كې  92 تنو، په څلورمه پېړۍ كې 643 تنو،په پينځمه پيړۍ كې 24 تنو،په شپږمه كې 20 تنو،په اومه كې 21 تنو، په اتمه كې 18تنو،په نهمه كې 16تنو، په لسمه كې147 تنو،په يوولسمه كې 12 تنو،په دولسمه كې 13 تنو، په ديارلسمه كې 12 تنو او په څوارلسمه پېړۍ كې 14 عالمانو دا حديث نقل كړى دى.

ځينو يوازې ددې حديث پر نقلولو بسيا و نۀ کړه؛بلكې پر اسنادو او مصادرو يې هم كتابونه وليكل.

ستر اسلامي مؤرخ؛”طبري” په دې باب د “الولايه فى طرق حديث الغدير” كتاب او دا حديث يې له 75 لارو له پېغمبر اکرم رانقل كړى دى.

“ابن عقده كوفي” د ولايت په رساله كې له 105 تنو دا حديث رانقل كړى دى.

“ابوبكر محمد بن عمر بغدادي”،چې پر “جمعاني” مشهور و، دا حديث يې له 25 لارو نقل كړى دى.

له حديث پوهانو:

“احمد بن حنبل شيباني”په 40 سندوونو،”ابن حجر عسقلاني”په 25، “جرزي شافعي په80، “ابوسعيد سجستاني”په120،”اميرمحمد يمني”په  40، نسائي په 250،”ابوالعلا همداني”په 100 او “ابوالعرفان حبان”  په 30 ا سنادو دا حديث راخېستى دى .

26 تنو ددې تاريخي پېښې په باب مستقل كتابونه ليكلي او كېداى شي داسې كسان هم وي،چې ددې پېښې په باب يې رساله يا كتاب ليكلى وي،چې په تاريخ كې يې نوم نۀ وي ثبت شوى.

 دا ټولي سرشمېرنې د “الغدير” د كتاب له لومړي ټوكه راخستل شوې دي.

 د شيعه مذهب عالمانو هم ددې تاريخي پېښې په باب ارزښتناك كتابونه ليكلي،چې بېلګه يې د “الغدير” كتاب دى،چې “علامه اميني” ليكلى دى .

بيا يې وويل:

((خلكو! اوس د وحې پرېښتې راغله او دا آيت يې راوړ: “اليوم اكملت لكم دينكم و اتممت عليكم نعمتى و….” ؛يعنې نن مې ستاسې دين پوره كړ او نعمت مې پر تاسې پاى ته ورساوه او اسلام مې ستاسې دين وټاكه.

پر دې مهال پېغمبر اکرم د تكبير نارې پورته کړې او ويې ويل: (( د خداى شكر،چې خپل دين يې پوره كړ او نعمت يې پاى ته ورساوه او د  “علي”  له وصايت، ولايت او ځايناستۍ خوشحاله شو.))

 بيا پېغمبر اکرم راكوز شو او “علي” (ک) ته يې وويل: (( په خېمه كې كېنه،چې د اسلام شخصيتونه درته مباركي دركړي او تر ټولو مخکې شيخونو ورته مباركي وركړه او ورته يې خپل “مولا” ووايه.))

“حسان بن ثابت” له وخته په ګټنې او له پېغمبر اکرم نه په اجازه شعر ووايه، چې موږ يې دوه بېته راوړي دي:

((“علي”  ته يې وويل: راپاڅه، چې تۀ مې خپل ځايناستى كړې او له ځان وروسته مې د خلكو لارښوونكى وټاكلې. زه چې د چا مولى يم؛ نو “علي” يې هم دى. تاسې،چې ورسره د زړۀ له كومې مينه لرئ؛نو لاروي يې وكړئ.))

دا حديث د حضرت “علي”(ک) فضيلت راښيي،چې خپله يې هم په بېلابېلو وختونو كې پرې استدلال هم كړى دى.

******

په خُم غدير كې د ځايناستي د مراسمو له ټاكلو وروسته، هغوى چې له “شام” او “مصر” راغلي وو، ټول په “جحفه” كې له پېغمبر اکرمه بيل شول او خپلو سيمو ته روان شو او هغوى،چې له “حضر موت” او “يمن”راغلي وو، همدلته او يا لږ مخکې د حج له كاروانه بيل او خپلو سيمو ته روان شول؛ خو هغه لس زره تنه، چې له پېغمبر اکرم سره راغلي وو، ټول ورسره مدينې ته ستانه شول او تر اوسه لا لسم هجري كال پاى ته نۀ و رسېدلى، چې مدينې ته راورسېدل.

پېغمبر اکرم پوهېده،چې د “روم” قوي دولت د اسلام له نفوذه وېرېده او هم دا،چې پېغمبر اکرم يهوديت له عربستانه واېست او له ځينو مسيحيانو باج هم اخلي؛نو روميان به ډېر پر غوسه وي. پېغمبر اکرم د روميانو خطر له پخوا جدي نيولى و؛نو ځكه يې پر اتم هجري كال د حضرت”جعفر ابن ابيطالب”،حضرت”زيد بن حارثه” او حضرت”عبدالله رواحه”(رضى الله عنهم) پر مشرۍ لښكر د روميانو سيمې ته ولېږه، چې په دې  جګړې كې د اسلام دا درې واڼه لوړ پوړي افسران شهيدان شول او د حضرت “خالد بن وليد” د تدبيرونو او پوځي تاكتيك پايله وه،چې مسلمانان ژوندي؛خو بې له بري مدينې ته راستانه شول.

پر نهم هجري كال،پېغمبر اکرم ته خبر راورسېد، روميانو پر “حجاز” د بريد تيارى نيولى؛نو په خپله پېغمبر اکرم له درې زرو تنو سره “تبوك” ته ولاړ او بې له جګړې مدينې ته راستون شو؛نو ځکه پېغمبر اکرم د روميانو خطر جدي انګېره؛نو پېغمبر اکرم، چې له وروستي حجه راستون شو؛نو له مهاجرو او انصارو يې لوى لښكر جوړ كړ،چې په کې د اسلام پېژندل شوي شخصيتونه؛لكه حضرت “ابوبكر”، حضرت “عمر”، حضرت “ابي عبيده” او  حضرت “سعد بن وقاص” (رضى الله عنهم) او… هم شامل وو.

(د “ابن هشام” سيرة،٢ ټوک،٦٤٢ مخ.)

  همداسې پېغمبر اکرم حكم وكړ: ((هغه ډله مهاجر،چې له ټولو مخکې مدينې ته مهاجره شوې؛ټول بايد په جګړې كې برخه واخلي.))

 پېغمبر اکرم د مسلمانانو د ديني احساساتو راپارولو ته په خپل لاس “اسامه” ته بيرغ وتړه او ورته يې وويل:((د خداى په نامه او خداى ته وجنګېږه، له دښمن سره وجنګېږه،سهار وختي د “انبا” پر خلكو بريد وكړه او دا واټن دومره په بيړه ووهه،مخكې له دې،چې د رسېدو خبر دې ورسېږي، تۀ او سرتېري دې ورو رسئ.)) (425)

د اهل سنتو سرچينې د بيرغ تړلو مراسم د صفر پر شپږ ويشتمه مه بولي او دا،چې هغوى د پېغمبرد وفات ورځ د ربيع الاول دولسمه بولي؛ نو دا ټولې پېښې،چې وروسته به وويل شي،کړاى شي، په شاړلس ورځو كې راپېښې شوې وي.

 د شيعه مذهب سرچيني د پېغمبر اکرم د وفات ورځ  اته ويشتم د صفر بولي؛ نو دا مراسم بايد د صفر له 28 مې څو ورځې مخکې سرته ورسي.

حضرت”اسامه” بيرغ “بريده” ته وركړ او “جرف” د “شام” پر لور[ له مدينې درې ميله لرې) يې خپل لښكرتون كړ، چې سرتېري هلته راټول شي او ټول پر ټاكلي وخت حركت وكړي.

پېغمبر اکرم يو زلمى د لښكر بولندوى وټاكه،چې د انصارو او مهاجرو مشران يې هم تر لاس لاندې وو او دليل يې دا و، چې :

1_غوښتل يې د حضرت “اسامه” هغه مصيبت جبران كړي،چې پلار يې له روميانو سره په جګړې كې شهيد شوى و او شخصيت يې وستايي.

2_پېغمبر اکرم ددې ټاكنې له لارې غوښتل د كار د ويش قانون د شخصيت او لياقت له مخې راژوندى كړي او ښكاره خلكو ته ووايي، چې ټولنيز منصبونه او مقامونه بې له لياقت او كارپوهې بل څيز ته اړتيا نۀ لري او په عمر پورې اړه نۀ لري،څو هغه ځوانان،چې لياقت لري،ځانونه يو لړ ټولنيزو مسئووليتونو ته چمتو كړي او پوه شې،چې په اسلام كې مقام او منصب له لياقت او كارپوهې سره نېغه اړيکه لري؛نۀ له عمر او كلو سره.

واقعي اسلام هماغه د الهي ښوونو پر وړاندې نظم ښوول دي او حقيقي مسلمان هغه دى،چې دې حکمونو ته د جګړې د سرتېري په څېر ځان تسليم كړي او د زړۀ له كومې يې ومني،كه پر ګټه يې وي يا تاوان، كه له غوښتنو سره يې سمون لري او يا نۀ.

 حضرت “علي” د اسلام حقيقت داسې ښوولى دى:(( اسلام حکمونو ته يې تسلېمېدل دي.)) (426)

 هغوى،چې د اسلام د حکمونو په عملي كولو كې توپير كوي او چېرې،چې د اسلام حکمونه له دننني غوښتنو سره يې سمون نۀ لري؛نو ژر پر نيوكو لاس پورې كوي او پر ډول ډول پلمو له  اوامرو يې اوږه خالي كوي،چې اسلامي نظم او انضباط نۀ لري او د واقعي تسلمېدو ځانګړنه نۀ لري،چې د اسلام بنسټ دى.د حضرت “اسامه بن زيد” په څېر د تنكي ځوان مشري،چې عمر يې لا شلو كالو ته هم نۀ و رسېدلى؛نو ځکه د حضرت “اسامه” مشري منل، هغو اصحابو ته ډېره سخته وه،چې له “اسامه” مشران و؛نو پر نيوكو يې لاس پورې كړ او هغه څه يې وويل،چې راو يې ښوول اسلامي نظم او د اسلام د احکامو پر وړاندې د تسليم ځانګړنه يې نۀ درلوده او د خبرو محور يې دا و، چې ولې پېغمبر اکرم تنكى ځوان د سترو اصحابو  بولندوى ټاكلى دى. (427)

هغوى ځان له پېغمبر اکرم ډېر هوښيار ګڼل او ددې كار له مصالحو خبر نۀ وو او چارې يې په خپل وړوكي عقل او شخصي معيارونو سنجولې.

 سره له دې،چې پوهېدل پېغمبر اکرم د لښكر پر لېږلو خورا ټينګار كوي؛خو مرموزو لاسونو ددې لښكر د حركت مخه نيوه او په پټه يې ورانى كاوه.

پر هغه ورځ،چې پېغمبر اکرم حضرت “اسامه” ته د جګړې بيرغ وركړ؛نو سختې تبې،چې سردرد هم ورسره و،پر كټ كړ.دې ناروغۍ څو ورځې جريان درلود،چې ترې وفات هم شو. 

په ناروغۍ كې خبر شو،چې ځينې د حضرت “اسامه” پر مشرۍ نيوكې كوي او د لښكر د حركت مخنيوى كوي.له دې خبرې خورا خپه او پر غوسه شو. پر ناروغه ځان،چې يو دسمال يې پر اوږه او پر بل يې سرتړلى و،جومات ته روان شو،چې مسلمانان ددې سرغړونې له خطره ووېروي. له هغې سختې تبې سره پر منبر كېناست او له  ثنا وروسته يې وويل:

(( خلكو! زه د لښكر د حركت پر ځنډ ډېر خپه يم. كه د “اسامه” د مشرۍ منل ځينو ته ګران وي او پر نيوكو مو لاس پورې كړى وي؛خو دا نيوكې او سرغړونې مو نوې خبره نۀ ده،مخکې مو د هغه د پلار پر مشرۍ نيوكې كولې. پر خداى قسم ! هم يې پلار او هم يې زوى دې منصب ته وړ وو، هغه پر ما ګران دى.خلكو!ورسره نېكي وكړئ او نور هم ورسره نېكۍ ته راوبلئ؛ځكه هغه دركې له نېكانو دى.))

پېغمبر اکرم په همدې ځاى كې خپلې خبرې پاى ته ورسولې او له منبره راكوز شو او سختې تبې نيولى و او په بستره كې سملاست او هغه اصحاب،چې د پېغمبر اکرم پوښتنې ته راتلل،ټولو ته يې ويل،چې د “اسامه” لښكر ته حركت وركړئ.(428) او پر هغوى دې لعنت وي،چې له دې لښکره بېليږي او په مدينه کې پاتې کېږي.

وګورئ: ملل و نحل شهرستاني:څلورمه سريزه،٢٩ مخ او همداسې: د ابن ابي الحديد معتزلي شافعي د نهج البلاغې شرحه،٢/٢٠

دا سپارښتنې ددې لامل شوې،چې ځينې انصارو او مهاجرو د پېغمبر اکرم خوشحالۍ ته د هغه حضور ته ورتلل،چې هرومرو له لښکر سره يو ځاى کېږو. په هغو دوه درې ورځو كې،چې “اسامه” د لښكر پر تيارولو بوخت و،له مدينې به ورته د پېغمبر اکرم د ناروغۍ د سختېدو خبرونه راتلل، چې تګ ته يې د لښكر هوډ سستاوه،څو د لښكر بولندوى پېغمبر اکرم ته راغى او د هغه په مبارکه څېره کې يې د ښه والي نښې حس کړې.

پېغمبر اکرم ورته وويل:(( ژر تر ژره لښكر ته دې حركت وركړه.))

“اسامه” لښكرځاى ته ولاړ او د حركت حكم يې وكړ. تر اوسه لښكر لا  له “جرف” نۀ و وتلى، چې له مدينې خبر راورسېد د پېغمبر اکرم ځلكدن دى. ځينې چې په پلمې پسې ګرځېدل او 16ورځې يې په ډول ډول پلمو د لښكر له تګه مخنيوى كړى و،د پېغمبر اکرم ناروغي يې پلمه كړه او مدينې ته راستانه شول او ورپسې د لښكر نور كسان هم مدينې ته راستانه شول او د ځينو د بې انضباطۍ له امله د پېغمبر اکرم پر ژوندون حكم ته يې د عمل جامه ور وانه غوستل شوه.(429)

بقيع والو ته د بښنې غوښتنه

پر هغه ورځ،چې پېغمبر اکرم د ناروغۍ احساس وكړ؛نو د حضرت “علي” لاس يې ونيو او هغوى،چې ورپسې وو،د “بقيع” هديرې ته روان شو او و يې ويل:(( خداى راته دنده راكړې،چې بقيع والو ته بښنه وغواړم))؛د بقيع هديرې ته چې ورسېد؛نو و يې ويل:(( پر تاسو دې زما سلام وي .اى چې تر خاورو لاندې ياست!په كوم حال كې،چې ياست،پر تا سې دې مبارك وي، فتنې د تورې شپې په څېر مخ کړى او سره تړل شوي دي.))

 بيا يې “بقيع والو” ته دعا وكړه او “علي” (ک) ته يې وويل:

 (( د دنيا د خزانو كونجيانې او په دنيا كې ژوند يې راته راوړ او زه يې د دنيا او د خداى د ملاقات او جنت ته د تلو ترمنځ اختيارمن كړم؛خو ما د خداى ملاقات او جنت غوره كړ. د وحې پرېښتې به هر كال يو ځل قرآن راوړه؛خو سږ كال يې دوه ځل راوړ او مانا يې داده،چې اجل مې رارسېدلى دى.)) (430)

څوك،چې دنيا ته په مادي سترګو ويني،ښايې شك وكړي او له ځان سره ووايي: څرنګه څوك له ارواحو سره خبرې کړاى شي؟ او څرنګه كېداى شي ورسره اړيکه ټينګه كړي؟ څرنګه كېداى شي انسان له خپل مرګه خبر وي؟؛خو هغوى له روح سره له اړيكو نۀ منكرېږي او ورته شونې او واقعي كار وايي،چې د ماديت دېوالونه يې نړولي وي.

پېغمبر اکرم،چې د وحې له نړۍ سره په اړيکه كې و؛نو دا مسلمه ده، چې له خپل مرګه به خبر وي.

پينځه څلوېښتم څپرکى

د يوولسم هجري كال پېښې

هغه ليک چې کښلو ته پرې نۀ ښوول شو

د پېغمبراکرم د ژوند وروستۍ ورځې د تاريخ حساسې شېبې دي. مسلمانانو په هغو ورځو كې د خپګان شېبې تېرولې.د ځينو اصحابو ښكاره مخالفت او د حضرت “اسامه” په لښكر كې نۀ ګډون، د هغوى پټې سياسي هلې ځې راښوولې،چې د پېغمبر اکرم له وفات وروسته د اسلام حكومت او سياسي چارې تر لاسه كړي او د پېغمبر اکرم رسمي ځايناستى،چې د “غدير” پر ورځ يې ټاكلى و، له صحنې وباسي.

پېغمبر اکرم هم د هغوى له نقشې خبر و؛نو ځكه د شنډولو لپاره يې ټينګار درلود،چې ټول اصحاب دې د حضرت “اسامه” په لښكر كې ګډون وكړي او ژر تر ژره دې له مدينې د روم له لښكر سره د جګړې پر لور ووځي؛خو د سياست د صحنې لوبغاړو د خپلې نقشې پلي كولو ته د يو لړ پلمو په راوړو،په دې  لښكر كې له ګډونه سرغړونه وکړه او ان د لښكر د تګ  مخنيوى يې هم وكړ،چې بالاخره له 16 ورځو ځنډ وروسته د پېغمبر اکرم د مرګ د خبر په خپرېدو، بېرته مدينې ته راستانه شول.

 د پېغمبر اکرم مطلب دا و،چې د وفات پر ورځ يې مدينه له مزاحمو سياسي وګړيو تشه وي،چې ځايناستي ته يې د خلافت پر كرسۍ كېناستو ته  خنډ پيدا نۀ کړي؛خو هغوى نۀ يوازې دا، چې له مدينې ونۀ وتل؛ بلكې د پېغمبر اکرم د ځايناستي د موقعيت د تحكيم او تثبيت مخه يې هم ونيوه او پر بېلابېلو پلمو يې د پېغمبر اکرم مخه هم نيوه.

 پېغمبر اکرم د هغوى د ځينو لورګانو د پردې تر شا له سياسي فعاليتونو هم خبر و او سختې تبې نيولى و،چې جومات ته راغى او د منبر تر غاړې ودرېد او پر لوړ غږ  يې،چې له جوماته بهر هم اورېدل كېده، وويل:(( خلكو! (د فتنې) اور بل شوى او فتنو يې د شپې د تيارې په څېر مخ کړى او تاسې زما پر وړاندې هيڅ ډول لاسوند نۀ لرئ،ما چې څه حلال كړي (؛نو)هماغه قرآن حلال كړي او،چې څه مې حرام كړي،هغه قرآن هم كړي دي.)) (431)

دا وينا د پېغمبر اکرم له مړينې وروسته د اسلام د برخليك په باب د هغه تشويش يې راښيي.

 رښتيا! د پېغمبر اکرم مطلب څه و، چې ويې ويل: (( اوربل شو!))

 آيا بې له درز او تفرقې يې كوم بل مطلب و،چې مسلمانانو ته په څار کې و او دا اور د پېغمبر اکرم له وفات  وروسته پر لمبو شو،چې تر اوسه هم لمبې وهي او نۀ دى مړ شوې؟

قلم او دوات راوړئ چې ليک وليكم

پېغمبر اکرم له هغو پټو فعاليتونو خبر و،چې له كوره يې بهر د خلافت قبضې ته كېدل؛نو دا چې خلافت له خپل محوره كوږ نۀ شي او د اختلاف مخه يې نيولې وي؛نو هوډ يې ونيو د حضرت “علي” (ک) د ځايناستۍ او د خپلو اهل بيتو د موقعيت خبره د ليكلي سند په ډول پاتې شي؛نو هغه ورځ،چې اصحاب يې پوښتنې ته راغلي وو،سر يې ټيټ كړ، لږ څه فكر يې وكړ،بيا يې اصحابو ته وكتل او و يې ويل:

(( كاغذ او دوات راوړئ،چې درته څه وليكم،چې وروسته ترې بې لارې نۀ شئ.)) (البته ويلو ته يې اړتيا نۀ شته،چې د پېغمبر اکرم مطلب دا و، چې ليک يې “كاتب” وليكي؛ځکه پېغمبر اکرم د خپل عمر تر پايه قلم په لاس كې نۀ و اخستې او ليک يې نۀ و ليكلى).

 پر دې  مهال حضرت “عمر” د ناستې چوپتيا ماته کړه او و يې ويل:

(( د پېغمبر ناروغي سخته شوې. قرآن  درسره دى او اسماني كتاب راته بس دى.))

 د حضرت عمر پردې خبره، خبرې اترې وشوې؛ځينو ورسره مخالفت وكړ او و يې ويل: (( بايد د پېغمبر اکرم حکم اجرا شي. ولاړ شئ او كاغذ او قلم راوړئ،چې څه غواړي، و يې ليكي)) او ځينو د دويم خليفه اړخ ونيو او د قلم او كاغذ له راوړو يې مخه ونيوه.

 پېغمبر اکرم د هغوى له دې اختلاف او سپين سترګۍ خورا خپه شو او ويې ويل:(( پاڅېږئ او زما له كوره ووځئ.))

“ابن عباس” ددې پېښې له رانقلولو وروسته وايي: (( اسلام ته تر ټولو ستر غم دا و چې د ځينو اصحابو شخړه ددې لامل شوه، چې پېغمبر اکرم خپل ليک و نۀ ليكي.)) (432)

له ليکه د پېغمبر اکرم مطلب څه و؟

كېداى شي دا پوښتنه ذهن ته راشي،چې پېغمبر اکرم د كومې موضوع په اړه ليک ليکه ؟

ځواب يې څرګند دى، چې  پېغمبر اکرم غوښتل، د حضرت “علي” (ک) د خلافت او وصايت خبره پخه كړي او خلكو ته د خپلو اهل بيتو د لاروۍ خبرې وكړي او دا خبره موږ د “ثقلين” د حديث پر بنسټ كوو،چې داهل سنتو او شيعه و عالمان پرې يوه خوله دي؛ځكه د ليک په باب يې وويل: ((ځکه يې درته ليكم،چې له ما وروسته بيخي بې لارې نۀ شئ.))

چې دا جمله يې د “ثقلين” په حديث كې هم كړې او له كتاب او اهل بيتو د لاورۍ علت يې دا ګڼلى،چې كه  ددې دوو درندو مو لاروي وكړه؛ نو بې لارې به نۀ شئ او حديث داسې و: (( په تاسې كې دوه ګران بيه څيزونه پرېږدم،چې كه  لاوري مو ترې وكړه؛نو هېڅكله به بې لارې نۀ شئ،چې د خداى كتاب (قرآن) او زما عترت او اهل بيت دي.))

له يارانو سره وروستۍ وداع

پېغمبر اکرم په ناروغۍ كې كله كله جومات ته راتله او له خلكو سره يې لمونځ كاوه او د ځينو خبرو په باب يې ورته يادونه كوله.

 يوه ورځ،چې سخت ناروغ و او سر يې په ټوټه تړلې و او حضرت “علي” (ک) او حضرت “فضل بن عباس” په تخرګونو كې نيولى و او پښې يې پر ځمكه ښوييدې،جومات ته راغى او پر منبر كېناست او پر خبرو شو: ((خلكو! وخت يې رارسېدلى،چې له تاسې ولاړ شم،كه چا ته مې د څه وعده وركړې وي؛ نو راغلى يم پوره يې كړم.))

 پر دې  مهال يو سړى را پاڅېد او و يې ويل: (( څه موده مخكې مو ژمنه راكړې وه،چې كه واده وكړم؛نو څه پېسې به راكړې.))

 پېغمبر اکرم، “فضل” ته حكم وكړ،چې پيسې وركړه.

 پېغمبر اکرم له منبره راكوز شو او كورته ولاړ او بيا د جمعې پر ورځ، له خپل وفات درې ورځې مخکې،يو ځل بيا جومات ته راغى او خلكو ته يې خبرې وكړې او د خبرو په ترڅ كې يې وويل: (( څوك كه پر ما حق لري؛نو ووياست؛ځكه په دې دنيا كې قصاص له هغې دنيا اسان دى.))

پر دې  مهال “سواده بن قيس” پاڅېد او ويې ويل: (( د “طايف” له جګړې،چې راستنېدو،په خپل اوښ سپور وئ او غوښتل مو اوښ په متروكه ووهۍ،په تېره کې مو زه پر ګېډه ووهلم او اوس قصاص غواړم.))

 د پېغمبر اکرم خبره يوازې اخلاقي ست نۀ و؛بلكې غوښتل  يې داسې حق هم جبران كړي، چې د چا ورته پام نۀ و.

پېغمبر اکرم حكم وكړ،چې ولاړ شئ او له كوره هماغه متروكه راوړئ. بيا يې خپل كميس پورته كړ،چې “سواده بن قيس” خپل قصاص واخلي. د پېغمبر اکرم ياران ژړغوني په تمه وو،چې څه به كېږي. آيا “سوادة” به خپل قصاص واخلي؟ و يې ليدل،چې “سوادة” بې واکه د پېغمبر اکرم مباركه سينه او ګېډه ښكولوي.پر دې مهال پېغمبر اکرم ورته دعا وكړه او و يې ويل: (( خدايه “سواده” وبښې؛ځکه ستا رسول يې وباښه.)) (433).

شپږڅلوېښتم څپرکى

د ژوند وروستۍ سلګۍ

پر مدينې د غم او ژړا سيورى و. د پېغمبر اکرم ياران په ژړغونو سترګو او خپګان د پېغمبر اکرم له كوره بهر راټول شوي وو،چې د پېغمبر اکرم د ناروغۍ پر احوال ځان پوه كړي. ټولو دا خبره كوله،چې د پېغمبر اکرم د ژوند وروستۍ سلګۍ دي. د پېغمبر اکرم ځينو يارانو علاقه درلوده، چې خپل ګران مشر له نږدې وګوري؛خو د ناروغۍ حالت يې داسې و،چې په كومه كوټه كې پروت و؛نو بې له اهل بيتو  نور څوك تلاى راتلاى نۀ شو.

حضرت “فاطمه” بي بي د خپل پلار له بسترې سره ناسته وه او نوراني څېرې ته يې پر كتو وه،چې د پلار پر تندي يې د مرګ خوله راماته شوې ده . “زهرا” بي بي په غمجن غږ دا شعر ووايه:

((وابيض يستسقى الغمام بوجهه))

((ثمال ايتماى عصمه للارامل))

((يعنې هغه نوراني څېره،چې په درناوي يې له ورېځو بارن غوښتل كېږي. هغه شخصيت،چې د پلار مړيو او كونډو پناه ځاى و.))

 پردې مهال پېغمبر اکرم سترګې  پرانيستې او په ټېټ غږ يې ورته وويل: (( دا شعر “ابوطالب” زما په باب ويلى؛خو غوره ده د آل عمران سورت 144 آيت ووايي:”محمد”(ص) يوازې د خداى پېغمبر دى او له هغه مخكې نور پېغمبران هم تېر شوى وو؛نو كه ومري يا ووژل شي،تاسې پرشا ګرځئ ؟ ( او اسلام پرېږدئ، جاهليت او كفر ته بېرته ورستنېږئ ؟!) او څوك چې پر شا واوړي؛نو هېڅكله به خداى ته زيان و نۀ رسوي او خداى به ډېر ژر شكر اېستونكيو ( او د زغم خاوندانو ) ته بدله وركړي.”)) (434)

پېغمبر اکرم خپلې لور ته خبره كوي

تجربې ښوولې،چې په خپل اولاد د سترو شخصيتونو عواطف د كار او بوختيا له امله كمېږي؛ځكه سترو موخو او نړيوال افكارو، فكر يې دومره بوخت كړى وي،چې اولاد او كورنۍ يې له ياده ورته اېستلې وي؛خو ستر معنوي شخصيتونه له دې قاعدې او قانونه مستثنى دي او يو كار يې د بل تر سيورى نۀ شي راتلاى.

له لور سره د پېغمبر اکرم مينه،د انساني عواطفو ستره بېلګه وه. تر دې، چې پېغمبر اکرم به د خپلې لور، بې له مخه ښې چېرې نۀ تله او، چې له سفره به راستنېده؛نو له هر څه د مخه ليدو ته به يې ورتله. د خپلو ښځو په مخ كې د هغې يې خورا درناوى كاوه او خپلو يارانو ته يې ويل:

 (( “فاطمه” زما د وجود ټوټه ده،زما خوشحالي په خوشحالۍ كې يې ده او غوسه مې په غوسه كې يې ده.)) (435)

د “زهرا” بي بي وړوكتوب ورته حضرت حضرت “خديجه” رايادوله، چې د خپل مېړه په لار كې يې خپله شتمني لګولې وه او هغه مهال، چې ټولو دروغجن باله، رښتين يې باله.

د ناروغۍ په ورځو كې “فاطمه” بي بي د پلار په څنګ كې وه،چې اشاره يې ورته وكړه،چې خبره درته كوم.د پېغمبر اکرم لور سر ورټيټ كړ. بيا پېغمبر اکرم ورته په غوږ كې خبره وكړه،چې د شاوخوا كسانو وا نۀ ورېده؛ خبره يې،چې پاى ته ورسېده؛ نو “زهرا” بي بي پر ژړا شوه. پېغمبر اکرم ورته بيا اشاره  وكړه او “زهرا” بي بي ورټيټه شوه او بيا يې په غوږ كې ورته خبره وكړه،چې دا ځل “زهرا” بي بي خوشحاله شوه او و يې خندل.

 دې ژړا او ورپسې خندا،خلك حيران كړل. له فاطمې بي بي يې وغوښتل ددې علت ورته ووايي؛خو “زهرا” بي بي ورته وويل:(( زه د پېغمبر اکرم راز نۀ ښكاره كوم.))

د پېغمبر اکرم له وفات وروسته،حضرت عايشې بي بي په دې باب “زهرا” بي بي وپوښتله؛نو ورته يې وويل:(( پلار مې په لومړي ځل راته وويل: “زه به د همدې ناروغۍ له امله مرم”؛نو پر ژړا شوم او بيا يې راته وويل:” تۀ زما په اهل بيتو كې لومړى تن يې،چې په ما پسې به راشې”،چې دې خبرې خوشحاله كړم او ومې خندل.)) (436)

پېغمبر اکرم د ژوند په وروستيو شېبو كې سترګې خلاصې كړې او و يې ويل:(( ورور ته مې غږ كړئ،چې څنګ ته مې كېني. ))

ټول پوه شول،چې حضرت “علي” غواړي.حضرت “علي” تر څنګ يې كېناست. حس يې كړه،چې پېغمبر اکرم له ځايه جېګېدل غواړي.”علي” (ک) له بسترې يې راجېګ كړ او خپلې سينې ته يې تكيه كړ.(437) ډېر وخت نۀ و وتلی،چې په پېغمبر اکرم كې د ځلكدن نښې راپيدا شوې. 

 يو سړي حضرت “ابن عباس” وپوښته:((پېغمبر اکرم د چا په غېږ كې سا وركړه؟ )) حضرت “ابن عباس” وويل:(( د حضرت “علي”  په غېږ كې.)) هماغه سړي وويل :((حضرت عايشې بي بي خو ويلي،چې زما په غېږ كې يې سا وركړه.)) “ابن عباس” د عايشې بي بي خبره و نۀ منله او و يې ويل: (( د “علي”په غېږ كې يې سا وركړه او حضرت “علي” (ک) او زما ورور  “فضل” ورته غسل وركړ.)) (438)

ځينو محدثانو رانقل كړي:پېغمبر اکرم خپله وروستۍ خبره داسې وكړه: ((لا، مع الرفيق الا علي.))

 لکه چې د وحې پرېښتې پېغمبر اکرم خپلې خوښې ته پريښى و،چې رغېږي او په دنيا كې اوسېدل غواړي او كه د مرګ پرېښته دې سا واخلي؛ خو پېغمبر اکرم ددې جملې په ويلو د مرګ پرېښتې ته وويل، چې د خپل جانان ديدن ته تلل غواړي او د هغو كسانو ديدن ته تلل غواړي،چې د نساء سورت په 69 آيت كې يې يادونه شوې ده:

وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَئِكَ رَفِيقًا= او څوك،چې د خداى او پېغمبر اطاعت وكړي (د قيامت پر ورځ به ) د هغو خلكو ملګرى وي، چې خداى پرې خپل  نعمت لورولى دى(؛يعني) له پېغمبرانو او رېښتينو او شهيدانو او نېكانو (سره به وي) او هغوى ښه ملګري دي.))

پېغمبر اکرم دا جمله وويله او سترګې يې پټې كړې.(439)

د رحلت ورځ

د پېغمبر اکرم روح د دوشنبې پر ورځ د “صفر” د مياشتې پر 28 مه د جنت او خپل جانان پر لور ور والوت.(٤٤٠) بيا يې يوه “يمني” ټوټه د پېغمبر اکرم پر مړي هواره كړه او يوې شپې ته يې د كوټې په كونج كې كېښود.د ښځو او خپلوانو ژړاګانو او چغو خلك پوه كړل،چې پېغمبر اکرم وفات شوى دى. ډېر وخت لا نۀ و تېر،چې د پېغمبر اکرم د رحلت خبر په ټوله مدينه كې خپور شو.

حضرت “عمر” د ځينو لاملونو له مخې،له كوره بهر چغې كړې،چې: پېغمبر اکرم نۀ دی مړ شوى او د موسى(ع) په څېر خداى ته ورغلى دى او پردې خبره يې بې حده ټينګار کاوه او نږدې وو ځېني نور هم ورسره يوه خوله شي،چې د “بخاري” د روايت له مخې،حضرت “ابوبكر” راغى او دا آيت يې ورته ولوست:((“محمد”(ص) يوازې د خداى پېغمبر دى او له هغه مخكې نور پېغمبران هم تېر شوي وو؛ نو كه ومري يا ووژل شي، تاسې پرشا ګرځئ ؟ ( او اسلام پرېږدئ، جاهليت او كفر ته بېرته ورستنېږئ ؟!) او څوك چې پر شا واوړي؛ نوهېڅكله به خداى ته زيان و نۀ رسوي او خداى به ډېر ژر شكر اېستونكيو ( او د زغم خاوندانو ) ته بدله وركړي.))

هغه چې دا آيتونه واورېدل؛نو له خپل ټينګاره يې لاس واخېست. (44١)

 حضرت “علي” د پېغمبر اکرم بدن ته غسل وركړ؛ځكه ويلې يې وو، چې ماته تر ټولو نږدې دې غسل راكړي،چې دا سړى بې له حضرت “علي” (ک) بل څوك نۀ شو كېداى.(441)

له غسل وروسته “علي” (ک) د پېغمبر اکرم مخ خلاص كړ. له سترګو يې اوښكې بهېدې  او و يې ويل:((مور و پلار مې درنه ځار. پر مړينه دې نبوت او وحې پاى ته ورسېده،چې د هيچا پر مړينه پاى ته نۀ رسېده.كه په خپله دې په غم كې صبر ته نۀ وم رابللى؛نو دومره به مې ژړلي واى،چې سترګې مې وچې شوې واى؛خو زه به تل په تاسې پسې غمجن يم او دومره ژړا تاته ډېره لږه ده،چې بې له دې چاره هم نۀ لرم. مور و پلارمې درنه ځار! په هغې دنيا كې مو هېر نۀ کړې.)) (44٣)

حضرت “علي” (ک)  لومړى تن و،چې د پېغمبر اکرم د جنازې لمونځ يې وكړ او بيا يې ياران ډلې ډلې راغلل چې دې مراسمو تر ماسپښينه دوام درلود. بيا پرېكړه وشوه،چې پېغمبر اکرم په هماغه كوټه كې ښخ كړي ،چې په کې مړ شوى دى .

 حضرت”ابوعبيده جراح” او حضرت”زيد بن سهيل”(رضى الله عنهما) د پېغمبر اکرم قبر وكنه او د پېغمبر اکرم بدن، حضرت “علي” (ک)، حضرت “عباس” او  حضرت فضل په قبر كې كېښود.  

هو مسلمانانو! همدا وو، چې زموږ ګران پېغمبر د خپل جانان لوري ته ولاړ.

 

سرچینه : د رسول اکرم (ص) ژوند

لیکوال: شیخ جعفر سبحانی

پاېليکونه

183_سيره ابن هشام 1/ 626

184_ تاريخ طبرى ، 2/ 149

185_سيره ابن هشام، 1/ 632

186_ صحيح بخاري 5/ 97، 98، 110 مخونه د بدر جګړې

صحيح مسلم، 4ټوك، د جنت كتاب، 77مخ

سنن نسائى، 4/ 89، 90 مخونه،مسند امام احمد 2/131

سيره ابن هشام 1/  639

مغازى واقدى 1ټوك، د بدر غزوه ،بحارالانوار، 19/ 346

187_سيره ابن هاشم، 2/ 645

188_سيره ابن هشام، 1/ 645

189_ فهرست نجاشى/5

180_سيره ابن هشام، 1/ 648

181_ سيره ابن هشام، 1/ 651-658

182_ شرح نهج البلاغه، ابن ابى الحديد، 14/ 191

183_ سوره آل عمران/ 61

184_ بحار الانوار 43/93

185_ بحارالانوار، 43/94 او  كشف الغمه، 1/359

186_ رسايل الشيعه، 15/8

187_ بحارالانوار 43/96

188_ بحارالانوار 43/96

189_ مسند احمد، 2/ 259

190_  بحار 20/ او همداسې د كتاب د ليكونكى “در مكتب وحې” كتاب

191_  “مغازى واقدى، 1/ 211

192_. بحارالانوار 2/ 125

193_ مغازى واقدى 1/ 214  او طبقات كبرى 2/ 38

194_  سيره ابن هشام، 2/ 65

195_ (سوره فتح / 18)

196_ سيره ابن هشام، 2/ 9.

197_  سوره نوره 62 آيت  او بحار الانوار 20/ 57

198_ اسدالغابه، 2/ 59 ا،  بحارالانوار، 20/ 57

199_ مغازى واقدى 1/ 221-221

200_ سيره ابن هشام 2/ 66

201_ سيره ابن هشام، 2/ 68-69

202_  سيره ابن هاشم، 2/ 68 – 69

203_ بحار 20/ 51

204_ سيره ابن هشام 2/ 68  او  تاريخ طبرى 2/ 194

205_ سيره ابن هشام 2/ 83

206_  تاريخ كامل، 2/ 109

207_ ( آل عمران / 153)

208_ ( آل عمران سورت 144 آيت)

209_شرح نهج البلاغه، ابن ابى الحديد 15/ 23 – 24

210_ سيره ابن هشام، 2/ 84 ، مغازى واقدى، 1/ 244

211_  تاريخ كامل، 2 / 107

212_ شرح نهج البلاغه، ابن ابى الحديد 15/ 21

213_  تاريخ كامل، 2/ 107

214_ شرح نهج البلاغه، ابن ابى الحديد 14/ 251

215_ خصال 1/ 368

216_  سيره ابن هشام 2/ 81

217_ ناسخ 1/ 357.

218_  سيره ابن هشام، 2/ 69 – 72

219_ شرج نهج البلاغه، ابن ابى الحديد،14/ 265 – 267

اسدالغابه 5/ 555.

220_  بحار الانوار 20/ 44 – 45.

221_  سوره نمل/ 126.

222_  سيره ابن هشام، 2/ 498 ،  بحار 20/ 131.

223_ سيره ابن هشام 2/ 95

224_ سيره ابن هشام، 2/ 99

225_  سيره ابن هشام 2/ 99

226_ شرح نهج البلاغه 14/ 262)

227_  مغازى واقدى، 1/ 265.

228_ كشف الغمه/ 54

229_  سيره ابن هشام، 2/ 101

230_  سيره ابن هشام 1\ 101

231_  طبقات كبرى 2 \49

232_ سيره ابن هشام 2/ 104، طبقات كبرى 2/ 36 – 49

مغازى واقدى  1/ 199- 340 ،  بحارالانوار 20 / 14  – 146

شرح نهج البلاغه ،  ابن ابى الحديد ، 14/ 14 – 218 او همداسې 15/ 60

233_  سره ابن هشام 2/ 169 ، طبقات ابن سعد 2/ 39

234_  مغازى واقدى 1/ 364 – 369.

235_ مغازى 1/ 364

236_  مغازى واقدى 1/ 365.

237_ بحارالانوار 19/ 110 – 111

238_  سيره ابن هشام 2/ 191

239_ ( سوره حشر/ 6)

240_  ارشاد/ 47 او 48

241_  مغازى واقدى، 1 484 – 390

242_  تاريخ الخميس 1 467

243_ امتاع الاسماع  187، تاريخ الخميس 1 \ 464

244_ اسد الغابه، الاستيعاب او الاصابه د زيد برخه.

245_ سوره احزاب / 36

246_ (د احزاب د سورت د 4 او 5 ا آيتونو خلاصه)

247_ سوره احزاب / 37-38

248_ مغازى واقدى، 2/ 441

249_  مغازى واقدى 2/ 443

250_  تاريخ طبرى 2/ 224

251_  مغازى واقدى، 2/ 445

252_ سيره ابن هشام 2/ 230 ، مغازى 2/ 453

253_ مغازى واقدى 2/ 446 ،  سيره ابن هشام 2/ 224

254_  سيره ابن هاشم، 2/ 238

255_  مغازى واقدى، 2 455-456

256_  بحار 20/223

257_  مغازى واقدى، 2/ 458-459

258_  سيره حلبى 2/ 335

259_  سيره حلبى، 2/345

260_ الامتاع / 240

261_  سيره حلبى 2/349

262_  طبقات كبرى 2/68

263_  مغازى واقدى 2/ 470

264_ كنز الفوئد / 137

265_  بحارالانوار 20/ 227

266_ مستدرك حاكم 30/ 32 ،  بحار 20/ 216

267_  مستدرك حاكم 30/ 33

268_ سيره ابن هشام 2/ 223 ،  بحار 20/ 252

269_: سيره ابن هشام 2/ 229-231  ، تاريخ طبرى 2/ 242-243

270_  تاريخ طبرى 2/ 244

271_ سيره ابن هشام 2/ 234 ، تاريخ طبرى 2/ 245-246

272_ سيره ابن هشام 2 235

273_  سيره ابن هشام، 2 237

274_  مغازى واقدى 2/ 501

275_  ارشاد 50

276_  سيره ابن هشام 2 240 ،  مغازى واقدى 2 510

277_  تورات، سفر تثنيه، 20 فصل

278_  تاريخ طبرى 2 250

279_  سيره ابن هشام 2 /250 – 254

280_  تاريخ طبرى 2/ 260

281_  تعاليق سيره ابن هشام.

282_  مجمع البيان 9/ 126

283_ (سيره ابن هشام، 2/ 309)

284_ (روضه كافى، 322)

285_(مجمع البيان 2/ 488)

286_ تاريخ طبرى 2/ 270-272

287_  سيره ابن  هاشم 2/ 314 ،  تاريخ طبرى 2/ 274-275

288_  تاريخ طبرى 2/ 278

289_  تاريخ طبرى 2/ 278-279

290_ (سوره فتح/ 18)

291_ ارشاد مفيد/ 60 ،  اعلام الورى/ 106  او  بحار / 20/ 368

292_  کامل، 2/ 138 ، بحار / 20/ 353

293_  کامل/ 3/ 162

294_  سيره حلبى، 3/ 24 ، بحار، 20/ 353

مجمع البيان  9/ 117،  سيره حلبى 3/ 25 او 26  مخونه

295_: سيره حلبى، 3/12  او  بحار 20/ 312

296_ تاريخ طبرى، 2/ 281  او بحار 20/ 353 ، سيره ابن هشام 2/ 318

297_ مغازوى واقدى 2/ 624  او تاريخ طبرى 2/ 284

298_ وګوري: سيره ابن هشام 2/ 323

299_ طبقات کبرى 1/ 260   او  تاريخ طبى 2/ 295

کامل 2/ 81     او بحار 20/ 389

300_  طبقات کبرى 1/ 260

301_  تاريخ يعقوبى 2/ 62

302_  مسند احمد 1/ 96

303_  سيره حلبى 3/ 278

304_ طبقات کبرى 1/ 260   او بحار 20/382

305_  سيره حلبى 3/ 36    او تاريخ يعقوبى 2/ 46

306_  امالى طوسى/ 164

307_  سيره ابن هاشم، 2/ 328

308_ طبقات 2/77

309_  کامل، 2/ 147

310_  سيره حلبى ، 3/ 38

311_  سيره ابن هشام 3/ 345

312_  سيره ابن هشام، 2/ 346 او 350 مخونه

313_(تاريخ طبرى، 2/ 300)

314_ مجمع البيان 9/ 120 ، سيره حلبى 2/ 43 ،سيره ابن هشام 3/ 349

315_  بحار 21/ 28

316_ صحيح مسلم 5/195  ، صحيح بخارى 5/ 22، 23

317_  سيره ابن هشام 3/ 349  ،  تاريخ طبرى 2/ 94

318_  تاريخ يعقوبى 2/ 46

319_  ارشاد/ 59

320_  بحار 21/ 21

321_  سيره ابن هشام، 1/ 327 او 356 مخونه.

322_سوره اسرا/ 26،مجمع البيان 3/ 411،

شرح ابن ابى الحديد 16/ 248

323_  الدارالمنثور 4/ 176

324_ مجمع البيان 2/ 411  ، فتوح البلدان / 45

325_ وګورئ: شرح ابن ابى الحديد 15/ 277

326_  شرح نهج البلاغه ابن ابى الهديد 16

327_ نهج البلاغه / 45 ليک

328_  فتوح البلدان/ 43

329_  شرح ابن ابى الحديد 16/ 374

330_ سوره مريم/ 6  ، سوره نمل/ 16 ،احتجاج طبرسى 1/145 دنجف چاپ   او فرازهايى حساسي از زندگى علي (ک) 1/ 325-349

331_  سيره ابن هشام، 2/ 37

332_ سيره ابن هشام 3/ 12-14  ، تاريخ الخميس 2/ 62-65

333_ طبقات کبرى 2/ 128

334_مغازى واقدى، 2/ 557-558 ،بحار 21/60 ،طبقات 2/128

335_ سيره ابن هاشم، 2/ 374

336_ مغازى واقدى، 2/ 760 ،سيره ابن هشام 2/ 375

337_ سيره ابن هشام 2/ 381، 383، 389 مخونه.

338_ مغازى واقدى 2/ 763

339_ بحار 21/ 54-55  ،مغازى واقدى 2/766

340_ امالى طوسى / 239

341_ مغازى واقدى، 2/ 780-794 او سيره ابن هشام 2/ 389-397

342_ مغازى واقدى، 2/ 779-800

343_(سوره ممتحنه/ 1

344_مجمع البيان 9/ 269-270  ، سيره ابن هشام، 2/ 399

345_ وسايل الشيعه 7/ 124  ، سيره حلبى 3/ 90

346_ (سوره حجرات/ 1)

347_ سيره ابن هشام، 2/ 400-404  ، مجمع البيان 10/554-556   او همداسې  مغازى واقدى 2/816-818 ،شرح ابن ابى الحديد 17/268

348_  مغازى واقدى 2/ 800-801 او 819

ابن ابى الحديد 17/ 270-271

349_  امتاع الاسماع، 1/ 379

350_ سيره ابن هشام، 2/ 409 او تاريخ الخميس 2/ 90 – 94

351_ سيره ابن هشام ، 2/ 408 او واقدى، 2/ 825-826

352_ مغازى واقدى، 2/ 833

353_ الغدير، 7/ 10-13 مخونه.

354_مغاذى واقدى، 2/ 835 او بحار 21/107-132

355_ مغاذى واقدى، 2/ 835 او بحار 21/107-132.

356_ بحار 21/ 140مخ.

357_ سيره ابن هشام 2/ 430

358_حضال 2/ 125

359_مجالس ابن الشيخ / 318مخ

360_امالى صدوق/ 105 مخ.

361_النص والاجتهاد / 61 – 75 مخونه.

362_  طبقات كبرى  2/ 137.

364_  طبقات كبرى، 2/ 150

365_ توبه / 25آيت

366_  مغازى واقدى، 3/ 897

367_  مغازى واقدى، 3/602 مخ.

368_  مغازى واقدى، 3/ 915-916 مخونه

369_  بحارلانوار 21/ 162

370_  سيره حلبى، 3/ 132مخ.

371_ وګورئ: طبقات ، 2/ 158مخ.

372_  سيره حلبى 3/ 134

373_ طبقات، 2/ 157.

374_  مغازى واقدى، 3/ 928مخ.

375_  طبقات ابن سعد، 2/ 152

376_  تاريخ الخميس2/ 131

377_سيره ابن هشام ،2ټوک ،577 مخ.

378_  الطبقات الكبرى، 1/ 291-359 مخونه.

379_ مغازى واقدى، 3/ 988-989 ، سيره ابن هشام 2/ 578-581

الدرجات الرفيعه فى طبقات الشيعه الاماميه / 352-354

380_  مجمع البيان 3/ 24.

381_ طبقات 2/ 165.

382_ طبقات 2/ 166.

383_ سيره ابن هشام، 2/ 520 ، بحار 21/ 207  او همداسې

پيشوائى از نظر اسلام/ 248-251

384_  سيره ابن هشام 3/ 152

385_  سيره ابن هشام، 2/ 523

386_  سيره ابن هشام 2/ 525  او

مغازى واقدى 3/ 1000

387_ اسدالغابه، 1/ 302، طبقات ابن سعد 4/ 243

حليه الاوليا 1/ 302

388_ طبقات ابن سعد، 4/ 34-232 مخونه، الدرجات الرفيعه / 53 مخ.

389_ واقدى، مغازى 3/ 1015 – 1041.

390_  سيره حلبى 1/ 161 مخ.

391_  مغازى واقدى، 3/ 1046مخ.

392_ سيره ابن هشام 2/ 530 مخ  او بحار 20/253

393_ مغازى تواقدى، 3/ 1077 مخ.

394_ سيره ابن هشام، 6/ 545مخ ، بحار  21/ 267

395_  فروغ کافى، 1/ 326 مخ.

396_  ارشاد مفيد/ 33

397_  سيره ابن هشام، 2/ 546 مخ.

398_ سيره حلبى 3/ 34 او بحار 22/ 157 مخ.

399_ بحار 23/ 114 او المحجه البيضا 3/ 366مخ.

400_  بحار 22 166مخ

401_بحار 22\ 151 مخ او سيره حلبى 2\348 مخ.

402_  بحار 22\ 156مخ.

403_   بحارالانوار 22\157مخ

404 المحاسن \ 313 مخ او سيره حلبى 3\ 348 مخ

405_ وګورئ:  بحارالانوار 21/ 285 مخ

406_  بحار 21/ 287 مخ.

407_ تاريخ يعقوبى 2 66

408_  سيره حلبى 3 \239مخ.

409_  سيره حلبى 3/ 239 مخ.

410_ (سوره آل عمران  59)

411_ بحار 21\ 32 مخ.

412_  سيره ابن هشام 3 \ 289مخ.

413_  بحار 21\319   ، النص والاجتهاد شرف الدين.

414_ بحار 21/ 385 مخ

415_  سيره ابن هشام 2/ 605

416_ سيره ابن هشام 2 \605 مخ

417_ خصال صدوق، 2\ 84مخ.

418_ بحار  21\ 405مخ

419_طبقات ابن سعد 2\ 184مخ.

420_(سوره مائده\ 67 آيت)

421_  وفيات الاعيان” 1\ 60 مخ.

422_  وفيات الاعيان 2\ 223 مخ.

423_  الغدير 1\ 267مخ.

424_  ثمار القلوب / 511 مخ.

425_ سيره ابن هشام، 2/ 642 ، النص والاجتهاد/ 12

426_ (نهج البلاغه/ كلمات قصار/ 125)

427_طبقات ابن سعد 2/ 120 مخ.

428_  طبقات ابن سعد 2/ 190 مخ.

429_ طبقات 2/ 190 مخ.

430_ طبقات 2/ 204 مخ، بحار 22/ 466 مخ.

431_طبقات ابن سعد 2/ 216، سيره ابن هشام 2/ 654

432_ صحيح بخارى د علم كتاب لومړى ټوك، 22 مخ او همداسې 2ټوك، 14 مخ  ، صحيح مسلم، 2 ټوك، 14

مسنداحمدلومړى ټوك، 325 مخ ، طبقات كبرى 2 244

433_ مناقب آل ابى طالب لومړى ټوك  \ 164 مخ.

434_  ارشاد \ 98

435_ صحيح بخارى، 5ټوك \ 21 مخ.

436_ طبقات ابن سعد 2ټوك / 247 ،كامل 2ټوك/ 219

437_  هماغه سرچينه/ 263 مخ.

438_”طبقات” 2ټوك \ 263مخ.

439_ اعلام الورى  83 مخ.

440_

په دې نېڼه د شيعه و حديثپوهان او سيره ليکونکي يوه خوله او د ابن هشام په سيرة ٢/ 65٨ مخ کې د يوې وينا په توګه روايت شوى دى.

441_ طبقات كبرى 2ج \ 57 مخ.

442_  نهج البلاغه، 23 خطبه

    برچسب ها:
×
  • دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط اندیال در وب سایت منتشر خواهد شد
  • پیام هایی که حاوی تهمت یا افترا باشد منتشر نخواهد شد.
  • لطفا از تایپ فینگلیش بپرهیزید. در غیر اینصورت دیدگاه شما منتشر نخواهد شد.
  • نظرات و تجربیات شما

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظرتان را بیان کنید