جمعه, ۷ آبان ۱۴۰۰ / قبل از ظهر / | 2021-10-29
تبلیغات

    د سورة الاسراء د منتخبو آیتونو شرح بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د اسراء سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت آريزه منځپانګه، توحيد او د شرك نفې ده او له هرې نيمګړتيا د خداى پر پاكوالي پيلېږي. بيا خداى د بني اسرائيلو د برخليك په باب خبره كوي […]

 

 

د سورة الاسراء د منتخبو آیتونو شرح

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د اسراء سورت ټوليزه منځپانګه:

ددې سورت آريزه منځپانګه، توحيد او د شرك نفې ده او له هرې نيمګړتيا د خداى پر پاكوالي پيلېږي. بيا خداى د بني اسرائيلو د برخليك په باب خبره كوي او پايله اخلي، چې هره ټولنه د خداى په اطاعت عزتمنه او له خدايه په سرغړاندۍ به سپكه شي. همدغسې د مبدا او معاد په اړه يې ځينې حقايق ويلي او د دين يو شمېر عمومي لارښوونې يې څرګندې كړي دي[1].

سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ ﴿۱﴾ = پاك دى هغه الله، چې خپل بنده يې یوه شپه له مسجدالحرام څخه مسجدالاقصى ته بوت – چې چاپېريال يې مو بركتي كړى – چې خپلې ځينې نښې وروښيو، ځکه هغه اورېدونكى (او حقيقي) ليدونكى دى .

 1_ معراج: دا آيت د پېغمبر اكرم (ص) الهي او هېښنده سير ته اشاره لري، چې پر معراج مشهور دى. بې له دې آيته، د نجم سورت لومړنيو آيتونو هم دې الهي سير ته اشاره كړې؛ البته له رواياتو ګټنه كېږي، چې له مسجد الحرام څخه مسجد الاقصى ته يې يون سريزه وه او تر دې ځمكني سير روسته، اسماني او ډېر پراخ سير ترسره شوى دى. له معصومينو علهيم السلام ددې الهي سير په څرنګوالي او څه چې په دې سير كې پر پېغمبر (ص) تېر شوي او كتلي دي، ډېری روايات راغلي او پكې لولو، چې پېغمبر (ص) د معراج پر شپه له پرښتو او د پېغمبرانو له ارواحو سره ملاقات وكړ او له نژدې يې جنت او دوزخ وليد او بې واسطې يې له متعال خداى سره خبرې وكړې[2].  د ډېرو معلوماتو لپاره تفاسيرو او رواياتي كتابونو ته مراجعه وكړئ.

ذُرِّيَّةَ مَنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ إِنَّهُ كَانَ عَبْدًا شَكُورًا ﴿۳﴾ = (اى) له نوح سره (په بېړۍ كې) د سپرو ځوځاته! په رښتيا، نوح ډېر منندوى بنده و (په څېر یې شئ، چې وژغورل شئ.)

3_ انسانان د نوح (ع) او په بېړۍ كې يې د ملګرو له ځوځاته دي: له قرآني آيتونو انګېرېږي، چې ټول انسانان د حضرت نوح (ع) او په بېړۍ كې يې د ملګرو له ځوځاته دي او په هغې زمانې كې نورو انسانانو داچې پر حضرت نوح (ع) يې ايمان رانه وړ او پر خپل كفر ټينګ ودرېدل، د توپان له لامله ډوب شول؛ لكه چې د صافات سورت په 77 او 82 آيتونو كې وايي:  ((  او (يوازې) ځوځات يې مو د ځمكې پر مخ پرېښود….. بيا مو نور (=د نوح دښمنان) ډوب كړل)) [3].

3_ نوح (ع) ؛ د خداى پاسللی – منندوى بنده: بېشكه ټول پېغمبران، د خداى منندوى ول؛ خو په احاديثو كې داسې ځانګړنې راغلي، چې دا یي ددې ځانګړنې وړ كړى دی؛ لكه چې کله یې جامې اغوستې يا يې اوبه څښلې يا يې خواړه خوړل يا كوم بل نعمت ور رسېده، سملاسي خداى وريادېده او مننه يې كوله. له امام باقر او امام صادق رحمة الله عنهما په يو روايت كې لولو:  (( نوح (ع) هر ګهيځ او ماښام دا دعاء كوله: خدايه! لووی- شاهد دې نيسم، هر ګهيځ او ماښام، چې كوم ديني يا دنیوي نعمت رارسي، ستا له لوري دي، ايك يو يې او شريك نه لرې، ستاينه يوازې تاته ده او پاسلنه- مننه هم له تا. هومره مننه دې كوم، چې رانه خوشحال شې. ان تر خوشحالېدو روسته (دې هم مننه كوم).))  بيا امام زياته كړه:  (( دغسې د نوح (ع) شكر و)) [4].

وَقَضَيْنَا إِلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ فِي الْكِتَابِ لَتُفْسِدُنَّ فِي الْأَرْضِ مَرَّتَيْنِ وَلَتَعْلُنَّ عُلُوًّا كَبِيرًا ﴿۴﴾ = او موږ بني اسراييلو [ = د يعقوب ځوځات] ته په كتاب (تورات) كې خبر وركړى و، چې تاسې به پر ځمكه دوه ځل فساد او بې اندازې سرغړونه وكړئ؛

 فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ أُولَاهُمَا بَعَثْنَا عَلَيْكُمْ عِبَادًا لَنَا أُولِي بَأْسٍ شَدِيدٍ فَجَاسُوا خِلَالَ الدِّيَارِ وَكَانَ وَعْدًا مَفْعُولًا ﴿۵﴾ = نو چې د لومړۍ ژمنې وخت راورسېد؛ نو مقابلې ته مو له خپلو تكړه جنګياليو بندګانو يوه ډله راپاڅوو (چې سخت مو وځپي) ان (د مجرمانو پيدا كولو ته) كورونه (مو) لټوي او دا ګواښ پوره كېدونكى دى.

ثُمَّ رَدَدْنَا لَكُمُ الْكَرَّةَ عَلَيْهِمْ وَأَمْدَدْنَاكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَجَعَلْنَاكُمْ أَكْثَرَ نَفِيرًا ﴿۶﴾ = بيا به پر دوی بری درکړو او په شتمنیو او اولادونو به مو لاسنیوی وکړو او شمېر مو (تر دښمنه) زياتوو.

إِنْ أَحْسَنْتُمْ أَحْسَنْتُمْ لِأَنْفُسِكُمْ وَإِنْ أَسَأْتُمْ فَلَهَا فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ الْآخِرَةِ لِيَسُوءُوا وُجُوهَكُمْ وَلِيَدْخُلُوا الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَلِيُتَبِّرُوا مَا عَلَوْا تَتْبِيرًا ﴿۷﴾ =  كه نېكي وكړئ؛ نو له خپل ځان سره نېكي كوئ او كه بدي وكړئ؛ نو بيا يې هم له ځان سره كوئ او چې د دويمې ژمنې وخت راورسي (؛ نو دښمن به دومره مو په تنګسه كې ونيسي، چې) په څېرو كې به مو د غم او خپګان اغېزې راښكاره شي او مسجد (الاقصى) ته په هماغه شان ورننوځي؛ لكه څنګه چې مخكې ورننووتي وو او پر څه چې لاسبري شي، يو مخې يې له منځه وړي .

 عَسَى رَبُّكُمْ أَنْ يَرْحَمَكُمْ وَإِنْ عُدْتُمْ عُدْنَا وَجَعَلْنَا جَهَنَّمَ لِلْكَافِرِينَ حَصِيرًا ﴿۸﴾ = هيله ده پالونكى مو درباندې ولورېږي؛ خو كه وګرځېدئ (ګناه ته مو مخه كړه؛ نو) موږ به هم (سزا ته مو) دروګرځو او دوزخ مو كافرانو ته زندان كړى دى!

 4 تر 8_ دا آيتونه كومو پېښو ته اشاره لري؟: ددې آيتونو ظاهري مانا څرګنده ده؛ خو قرآن څرګنده كړې نه ده، چې دا آيتونه كومې پېښې يا پېښو ته اشاره، لري يا څه وخت او په كوم ځاى كې راپېښې شوې يا به راپېښې شي او له ځواكمنو بندګانو مراد كوم كسان دي او كوم جومات ته اشاره شوې ده. ځينو مفسرانو احتمال وركړى، په دې آيتونو كې، چې دوو پېښو ته اشاره شوې، د بني اسرائيلو په تاريخ كې هم راغلي: پر اسرائيلو د بابل د پاچا (( خت النصر)) يرغل، چې له لامله يې واكمني پوره دړې وړې شوه، د يهودو ستر عبادتځى (( هيكل))  ويجاړ، د تورات لوحې وسوځول شوې، نارينه يې ووژل شول، ښځې او بوډاګان يې بنديان شول او دا حال د ايران د پاچا  (( كورش))  تر وخته وغځېد او په پېر كې يې بني اسرائيل له بنده خوشې شول او نوى ژوند يې وموند. تر دې چې د مسيح له زوكړې د سلو كلونو شاوخوا مخكې، د روم قيصر  ((اسپيانوس))  خپل وزير ((  طرطوز)) ته دنده وركړه او ده هم بيت المقدس ويجاړ او د بني اسرائيلو وژنې ته يې ملا وتړله او لولنګري – درپردري يې تر همدې روستيو پورې روانه وه، تردې چې يهوديانو په ډېرو ظلمونو او جناياتو او د ښكېلاكګرو ځواكونو په مټ ځان ته يو لړزاند او ناپايښته حكومت جوړ كړ[5].

وَيَدْعُ الْإِنْسَانُ بِالشَّرِّ دُعَاءَهُ بِالْخَيْرِ وَكَانَ الْإِنْسَانُ عَجُولًا ﴿۱۱﴾ = او انسان (د بيړې له لامله) په هغه شان بدي غواړي؛ لکه چې نېكي غواړي او انسان تل (د خير و شر په غوښتو كې) بيړندى دى .

11_ داسې دعاء، چې د انسان په زيان وي: په دې آيت كې دعاء پراخه مانا لري، چې هر ډول غوښتنه رانغاړي؛ كه په خوله يې وغواړي که د كوم څيز د لاس ته راوړو لپاره راپاڅي او هڅه وكړي. په حقيقت كې د ډېرو ګټو او خير تر لاسه كولو لپاره د انسان بېړنديتوب لاملېږي، چې د مسئلې ټول اړخونه و نه څېړي او ډېر ځل دا بيړه خپل واقعي خير تشخيصولاى نشي؛ بلكې سرغړاندې ځاني غوښتنې يې په نظر كې د حقيقت څېره بدلوي او په شر او بدۍ پسې ځي.  د آيت له مهمو ټكيو ځنې يو دا هم دى، چې لومړى بدي د انسان په نظر كې ښه ښكاري او بيا يې غواړي او په رښتینه كې په دې اند وي، چې د ښو په لټه كې دى؛ نو ځكه د واقعي خير او شر ښانده – پېژندنه، ډېره مهمه ده، چې ځايونه يې بدل نشي. د بقرې سورت په 216 آيت كې لولو:  (( ښایي ډېر داسې څه چې خوښ مو نه وي (؛ خو) درته بد وي او خداى پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ)) له همدې لامله په ډېرو آيتونو او رواياتو كې، د دنيا غوښتنې، ځواک لېوالتیا او د ډېرې شتمنۍ غوښتنې نهې شوې ده؛ ځكه ظاهر يې نېكمرغي ده؛ خو ډېر ځل يې باطن تياره او كرغېړن دى.  له امام صادق (رح) څخه په يوه روايت كې لولو: (( د ځان ژغورنې او هلاكت لار دې وسنجوه، هسې نه له خدايه داسې يو څيز وغواړې چې ستا پكې له منځه تلل وي، حال دا چې انګېرې ژغورنه دې پكې ده))  بيا امام همدا آيت ولوست[6].

وَكُلَّ إِنْسَانٍ أَلْزَمْنَاهُ طَائِرَهُ فِي عُنُقِهِ وَنُخْرِجُ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ كِتَابًا يَلْقَاهُ مَنْشُورًا ﴿۱۳﴾ = او موږ د هر انسان کړه وړه په خپله غاړه كې ورغوټه كړي او د قيامت پر ورځ به د يو پرانستي كتاب په توګه ورسره مخ شي (دا يې هماغه کړنليک دى).

 13_ د انسان همېشنی ملګری يې كړنې وي: په دې آيت كې طائر د بخت و طالع پر مانا ده. قرآن وايي: بخت و طالع يوازې كړنې مو دي، چې په غاړه كې مو راځوړندې دي. دا تعبير  (( او موږ د هر انسان په غاړه كې يې كړه وړه ورځوړند كړي دي))  په دې مانا ده، چې په دنيا او آخرت كې له انسانه كړنې او پايلې يې نه بېلېږي او بايد انسان يې په ټولو حالاتو كې ژمن او پازوال- مسوول وي. هرڅه چې وي؛ يوازې (( كړه وړه)) دي او پاتې تشې (( خبرې)) دي. له آيتونو او رواياتو ګټنه كېږي، چې د بنيادم ټولې كړنې له پوره جزئياتو سره په يوه ليك كې كښل كېږي او د قيامت پر ورځ كه انسان نېكچارى وي، كړنليك يې ورته په ښي لاس او كه بد چارى وي په كيڼ لاس كې  وركوي[7].  د كهف سورت په 49 آيت كې لولو: (( او هلته به کړنليکونه كېښوول شي؛ نو ته به ګورې، چې ګناهګاران، څه چې په کړنليکونو کې دي، ترې وېرېږي او وايي به :(( هاى، زموږ بدې برخې! دا څنګه ليکنه ده، چې زموږ هره کوچنۍ او لويه پکې راټوله شوې ده؟! ))   او (حال دا) خپل ټول كړه به حاضر مومي او ستا پالونكى پرهېچا تېری نكوي.))

وَإِذَا أَرَدْنَا أَنْ نُهْلِكَ قَرْيَةً أَمَرْنَا مُتْرَفِيهَا فَفَسَقُوا فِيهَا فَحَقَّ عَلَيْهَا الْقَوْلُ فَدَمَّرْنَاهَا تَدْمِيرًا ﴿۱۶﴾ = او چې وغواړو يوه سيمه تباه كړو، لومړى د سيمې “مترفينو (مخورو) ” (او شهوت مستو شتمنو) ته خپل احكام بيانوو؛ نو چې دوى په مخالفت لاس پورې كړي او د مجازاتو وړ شي؛ نو (يو مخې) يې ځپوو!

 16_ مست شتمن او الهي امر: شونې ده ددې آيت د لوست پر مهال، ذهن ته پوښتنه راشي، چې ولې مترفينو او شهوت پالو شتمنو ته الهي سزا ورکول کېږي؟ په ځواب كې يې ويلي، چې لومړى خو په ناسمو ټولنو كې، نسواندي – غټ خېټي، پلن څټي، زېرموال او پانګوال د ټولنو مشران او نور يې لارويان وي. دويم داچې د ډېرو ټولنيزو مفاسدو سرچينه همدا له خدايه ناخبري شتمن دي، چې په چړچو كې ډوب دي او پر غوږونو يې هره سمونپالې، انساني او اخلاقي نغمه بده لګي؛ نو ځكه د پېغمبرانو د ناباندۍ – مخالفت په لومړۍ ليكه كې درېدل او بلنه يې، چې د ټولنيز عدالت د واكمنۍ او د نشتمنو او مستضعفانو د ملاتړ لپاره وه، د ځان پر ضد ليده. له همدې لامله ، په ځانګړي ډول ياد شوي؛ ځكه همدوى د فساد آريزه جرړه ده. همداراز دا آيت مؤمنانو ته يو ګوتڅنډنه ده، چې څارن وي، واكمني او حكومت، شهوت مستو شتمنو ته و نه سپاري او ورپسې ولاړ نشي، چې په پاى كې ټولنه هلاكت او نابودۍ ته وركاږي[8].

مَنْ كَانَ يُرِيدُ الْعَاجِلَةَ عَجَّلْنَا لَهُ فِيهَا مَا نَشَاءُ لِمَنْ نُرِيدُ ثُمَّ جَعَلْنَا لَهُ جَهَنَّمَ يَصْلَاهَا مَذْمُومًا مَدْحُورًا ﴿۱۸﴾ = څوك چې (يوازې دنيوي) سملاسي ګټه غواړي (؛نو) څومره چې وغواړو ور به یې کړو، بيا جهنم مو ورچمتو کړى، چې پړ او (د الله له درشله) شړل شوي به ورننوځي (او سوځي)

وَمَنْ أَرَادَ الْآخِرَةَ وَسَعَى لَهَا سَعْيَهَا وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَئِكَ كَانَ سَعْيُهُمْ مَشْكُورًا ﴿۱۹﴾ = او څوك چې آخرت غواړي او وړ هلې ځلې ورته وكړي او مؤمن وي؛ نو دوى هغه کسان دي، چې د هلو ځلو قدرونه يې کېږي.

كُلًّا نُمِدُّ هَؤُلَاءِ وَهَؤُلَاءِ مِنْ عَطَاءِ رَبِّكَ وَمَا كَانَ عَطَاءُ رَبِّكَ مَحْظُورًا ﴿۲۰﴾ = هر یو، له دوی او هغوی، ستا د پالونکي له ورکړې برخمنوو او د پالونکي ورکړه دې منع نه ده.

 18 تر 20_ دنيا پالي او آخرت پالي: دې آيتونو د دنياپالو او آخرت پالو اکر – وضعيت او پايلې څرګندې كړې دي او ډېرو مهمو ټكيو ته يې اشاره كړې، چې په دې لنډيز كې درېيو ټيكو ته اشاره كېږي: لومړى ټكى (18 آيت) داچې د دنيا پالو په هكله نه وايي، چې كه څوك په دنيا پسې ورشي او چې څه وغواړي، وررسي؛ بلكې دوه قيده ورته قايلېږي. لومړى داچې څه غواړي، يوې برخې ته يې ورسي او دا دومره ده، چې موږ وغواړو (مانشاء) او بل داچې دا ټول وګړي، همدې كچې او مقدار ته هم نه وررسي؛ بلكې يوازې يوه ډله به يې، چې موږ يې ټاكو، د دنيا د ګټو يوې برخې ته ورسي (لمن نريد). په دې توګه، نه ټول دنيا پالي دنيا ته وررسي او هغوى چې وررسي، هم ټولو هغو څيزونو ته نه وررسي، چې يې غواړي. ورځنى ژوند هم په څرګنده دا دوه محدوديتونه راښـيي. ډېر داسې كسان دي، چې شپه او ورځ منډې وهي؛ خو ځاى ته نه رسي او ډېر داسې كسان دي، چې په نړۍ كې اوږدې هيلې لري؛ خو يوازې يوه برخه يې تر لاسه كوي. (د 18 آيت) دويم ټكى داچې د دنياپالو په اړه وايي:  (( بيا (نو) جهنم يې هستوګنځى وي)) ؛خو (19آيت) د آخرت د عاشقانو په باب وايي:  (( نو خداى به يې د هلو ځلو بدله وركړي)) ؛ يعنې خداى يې د هڅو منندوى دى. دا مانا کړن – تعبیر تر دې خورا هر اړخيز او اوچت دى، چې ووايي، (( جنت يې بدله ده)) ؛ ځكه د هر چا مننه يې د وګړې – شخصيت هومره وي، نه يې د كړنې هومره. ددې حساب له مخې، د خداى مننه د خداى د بې پايه ذات په انډول ده او ډول ډول توکیز او مانيز – مادي او معنوي نعمتونه او څه چې مو په واند – تصور كې نه ځايېږي، پكې رانغښتي دي. درېيم ټكى داچې په 20 آيت كې لولو، چې خداى پر ټولو د خپلو نعمتونو يوه برخه لوروي او نېكچاري او بدچاري ټول ترې ګټنه كوي. دا هغه شمېر نعمتونو ته اشاره ده، چې د ژوند دوام پرې ولاړ دى او بې له دې انسان انتخابګرېداى نشي. په بله وينا، دا هماغه د خداى د رحمانيت مقام دى، چې عام فيض يې مؤمن او كافر رانغاړي؛ خو تر دې ورهاخوا، داسې بې پايه نعمتونه دي، چې يوازې مؤمنانو او نېكانو ته دي[9]؛ البته ددې ټكي يادونه لازم ده، چې په دې او ورته آيتونو كې د دنيا له غوښتې مراد، د دنيا خوند او ښكلا يې موخه كول دي، كه نه دنيا ته د اباد آخرت وررسېدو په توګه وكتل شي؛ نو دا يو مطلوب چار دى او د آخرت د ابادۍ لپاره د دنيا غوښتنه او دعا كول نه يوازې غندل شوى چار نه؛ بلكې خو را غوره او سم چار دى.

وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا ﴿۲۳﴾ = او پالونكي دې پرېكړه كړې ده : بې له ده بل مه نمانځئ، له (خپل) موروپلار سره ښېګڼه وكړئ،كه له دوی يو يا دواړه زړښت ته درسره ورسي؛نو ته ان “اوف”(هومره ورته) مه وايه (هېڅ ډول سپكاوى يې مه كوه) او مه يې رټه او په درناوي پستې (ادبناكې او په تول پوره) خبرې ورته وكړه. 

 وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا ﴿۲۴﴾ = او له مهربانۍ د خپلې تواضع (او نرمې غاړې) وزرونه ورباندې ورښكته كړه او ووايه : (( پالونكيه! پر دوى ولورېږه؛ لكه څنګه چې [رالورېدلي وو او] په ماشومتوب كې یې وروزلم . ))

رَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا فِي نُفُوسِكُمْ إِنْ تَكُونُوا صَالِحِينَ فَإِنَّهُ كَانَ لِلْأَوَّابِينَ غَفُورًا ﴿۲۵﴾ = پالونکى مو ډېر ښه پوهېږي، چې په زړونو کې مو څه دي (په دې اړه که څه ښويېدنه لرئ؛ نو) که صالحان ياست (نيمګړتيا مو لرې کړئ؛) نو بېشکه الله توبه ګارانو ته ښه بښونکى دى.

 23 تر 25_ له مورو پلار سره نيكي: دا آيتونه د خداى په نمانځنې پسې له مورو پلار سره پر نېكۍ امر كوي، چې دا ددې مطلب د سرباندې- فوق العاده اهميت ښوونكى دى. ددې آيت ډېر مهم ټكى، د زړښت پر مهال له مورو پلار سره نيكي ده؛ داسې مهال، چې شونې ده، دوى د خوړو، پاكوالي او….. په څېر اړتياوو له پوره كولو بېوسي شي او سخت خپلو اولادونو ته اړين شي. كه څه هر وخت له مورو پلار سره نيكي واجب ده؛ خو په زړښت كې يې ډېره لازمېږي او قرآن ټينګار كوي، چې د ساتنې ستونزې یې وزغمئ او ډېر لږ شانته توهين او سپكاوى يې ونكړئ او ياد مو وي، چې مورو پلار مو ستاسې د پالنې او ساتنې سختۍ زغملې وې او هېڅ وخت يې د شكايت خوله راسپړلې نه وه. له مورو پلار سره د نېكۍ په اهميت كې همدا بس، چې كله جهاد (له خپل اهميت سره سره) عيني فرض نه وي او جهاد ته تلوونكي كافي هومره وي، د مورو پلار په چوپړ كې كېدل ترې خورا مهم دي او كه دوى د جهاد په تلو خپه كېږي؛ نو تلل یې روا نه دي. له امام صادق (رح) نه په يو روايت كې لولو، چې يو تن پېغمبر (ص) ته وويل: تكړه ځوان يم او جهاد مې ښه راځي؛ خو مور مې جهاد ته په تلو خپه كېږي. پېغمبر (ص) وويل:  (( ستون شه او له مور سره دې اوسه. پر هغه خداى قسم، چې په حق يې رالېږلى يم، چې يوه شپه دې مور درسره تېره كړي، د خداى په لار كې تر يوه كاله جهاده درته غوره ده[10])) .

26_ د خپلوانو حق: د روم سورت تر 38 آيت لاندې به يې توضيح وركړه شي.

وَلَا تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَى عُنُقِكَ وَلَا تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُومًا مَحْسُورًا ﴿۲۹﴾ = او خپل لاس دې تر غاړې مه تړه (او ښندنه او بښنه مه پرېږده) او مه يې تر بریده زيات غځولى پرېږده،چې پړ او پښېمانه پاتې شې .

29_ د نفقې په وركړه كې منځلاري: له امام صادق (رح) څخه په يو روايت كې لولو، كه چا به له رسول اكرم (ص) نه د دنیوي څيزونو اړوند څه غوښتل، وركول يې. يوه ورځ يوې ښځې خپل زوى ورولېږه او ورته يې وويل: له پېغمبر (ص) څه وغواړه او كه يې وويل؛ څه نه لرم، ورته ووايه كميس دې راكړه. هلك همدغسې وكړل او پېغمبر (ص)، چې وركړې ته څه نه درلودل، خپل كميس يې وركړ. بيا خداى په دې آيت خپل پېغمبر منځلارۍ ته ورځیر كړ، سره له دې، چې د نفقې وركړه غوره او ارزښتمن چار دى؛ خو هسې نه په وركړه كې افراط دې له عادي ژونده وباسي[11].

وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلَاقٍ نَحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُمْ إِنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْئًا كَبِيرًا ﴿۳۱﴾ = او د تنګسې له وېرې خپل اولادونه مه وژنئ، موږ دوى او تاسې ته روزي دركوو [ځکه] چې وژل يې ستره ګناه ده !

 31_ اولادونه مو مه وژنئ: د قرآن كريم په څو ځايونو كې د اولاد وژنې نهې راغلې ده او دا ناوړه كړنه، چې د انسان وژنې يو مصداق دى، په ځانګړي ډول هم نهې شوې ده؛ ځكه اولاد وژنه د بدمرغۍ او سخت زړه توب له خورا ناوړو مصداقونو ځنې ده. بل دليل يې دادى، چې عربان په داسې سيمه كې اوسېدل، چې ډېره سوكړه پرې راتله؛ نو ځكه يې په مازې، چې د سوكړې نښې ليدې؛ نو ړومبى چار يې دا و، چې خپل پت او عزت ساتنې ته يې خپل اولادونه وژل، چې نشتمن او لاس اړي نشي[12].پاموړ خو دا، نننى بشر، چې د تېرې زمانې ددغسې ناوړو جناياتو خبر شي؛ نو تلولېږي خو همدا جنايت په بله بڼه او جنين لرې كولو په نوم په اوسني وخت او ان خورا په پرمخ تلليو ټولنو كې تر سره كېږي، چې د ډېرمېشتۍ او وټیزو تشو مخه ونيسي[13].

وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنَا إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاءَ سَبِيلًا ﴿۳۲﴾ = او زنا ته مه ورنژدې كېږئ (؛ ځکه) چې دا ډېر ناوړه چار دى او بده لار ده !  

32_ زنا ته مه نژدې كېږئ: دا مانا کړن – تعبير، پردې سربېره، چې د زنا پر منع ټينګار كوي، دې ټكي ته هم اشاره لري، چې زیاتره پر زنا اخته كېدل څه سريزې لري، چې انسان سوكه سوكه ورنژدې كوي؛ د سترګو اړول راړول، بې ستري او لوڅ لغړتوب، بد زده كړي كتابونه، خراب فلمونه، فاسد مركزونه، له نامحرمو سره ناسته پاسته، د ځوانانو ودونو ته شا كول او د واده په باب د دواړو لوريو بې دليله سخت دریځي، دا ټول زنا ته د ورنژدېدو لاملونه دي، چې دې آيت په يوې لنډې غونډلې نهې كړي دي[14].

وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَمَنْ قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيِّهِ سُلْطَانًا فَلَا يُسْرِفْ فِي الْقَتْلِ إِنَّهُ كَانَ مَنْصُورًا ﴿۳۳﴾ = او هغه څوک مه وژنئ، چې الله يې وژل حرام كړي دي؛ خو په حق (يې وژلاى شئ) او څوك چې مظلوم وژل شوى وي، ولي (او پاتوړي) ته یې مو زور (او د غچ غوښتنې حق) وركړى دى؛ خو په وژنه كې دې له پولې نه اوړي؛ ځكه (د شرع له اړخه) يې ملاتړ شوى دى.

 33_ په وژنه كې له بريده تېرېدل: دا غوڼدله ((خو په وژنه كې دې له بريده نه اوړي)) هغو كړنو ته اشاره لري، چې د جاهليت پر وخت او كله كله نن هم كېږي، چې د وژل شوي پالندوی- ولي به د يو تن په غچ اخستو كې د يو ټبر، ډلې يا كورنۍ ډېرې وينې تويولې. عدالت ته پاملرنه ان د وژوونكي په باب هم تردې بريده دي، چې د اميرالمؤمنين علي (ك) په وصيتونو كې يې لولو: (( د عبدالمطلب اولادې! هسې نه زما د وژنې په پلمه، د مسلمانانو په وينو مو لاسونه سره شي او ووایئ ، چې امير المؤمنين ووژل شو، امير المؤمنين ووژل شو. پوه شئ، چې په غچ كې مې بايد يوازې وژونكى ووژل شي. كه زه يې له دې ګوزاره ووژل شم، تاسې هم يو ګوزار پرې وكړئ، هسې نه غړي يې غوڅ كړئ، چې له رسول الله (ص) مې اورېدلي. له مثله كولو ډډه وكړئ، ان كه لېونى سپى وي)) [15].

وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا ﴿۳۶﴾ = او په هغه څه پسې مه ځه، چې پرې پوه نه يې؛ ځكه غوږ، سترګه او زړه ټول پوښتېدوني دي .

36_ چې پر څه نه پوهېږې، ورپسې مه ځه: چې پر كومو څيزونو نه پوهېږو او ورپسې له تلو منع شوي يو؛ نو دا يوه پراخه مانا لري، چې ګروهيز موضوعات، خبرې كول، لیېنه – ګواهي وركول، ورمندون – قضاوت كول او د نورو كړنو كول رانغاړي. په ټولو څيزونو كې، بايد د انسان كچه، پوهه او يقين وي او بې له دې، كه ګومان وي، که حدس، که شك او احتمال، يو هم ډاډمن نه دى.  له امام كاظم (رح) څخه په يوه روايت كې لولو، چې له خپلو پلرونو يې روايت كړى دى:  (( چې هرڅه غواړې ويلاى يې نشې؛ ځكه خداى وايي: پر څه چې نه پوهېږې، ورپسې مه ځه[16])) . تر دې آيت لاندې د پېغمبر (ص) په بل حديث كې لولو:  (( چې څوك پر مؤمن يا مؤمنې تور وتړي، خداى يې د بد چاريو ښځو په خيرو او چټليو كې تر هغې ساتي، چې د خپلو ويلو له ذمې راووځي)) [17].

أَفَأَصْفَاكُمْ رَبُّكُمْ بِالْبَنِينَ وَاتَّخَذَ مِنَ الْمَلَائِكَةِ إِنَاثًا إِنَّكُمْ لَتَقُولُونَ قَوْلًا عَظِيمًا ﴿۴۰﴾ = ايا (ګڼلې مو ده، چې) پالونكي مو په زامنو ونازولئ او خپل ځان ته يې له پرښتو لوڼې ونيوې؟! په حقيقت كې یوه غټه (او ډېره بده) خبره كوئ!

 40_ جاهلي ګروهه: دا آيت د مشركانو يو خرافي اند ته اشاره كوي او په دې توګه د اندنې او سول – منطق بنسټونه راسپړي او څرګندوي؛ ځكه ډېرى يې ګروهن وو، چې پرښتې د خداى لوڼي دي، حال داچې پخپله د لور د نامه په اورېدو شرمېدل او زوكړه يې د بدمرغۍ او خجالت لامل ګڼله. قرآن، دوى په خپل سول غندي، چې تاسې ناپوهان ياست، چې خپل پالوونكي ته پر يو داسې څيز قايلېږئ، چې پخپله پرې شرمېږئ؟![18].

قُلْ لَوْ كَانَ مَعَهُ آلِهَةٌ كَمَا يَقُولُونَ إِذًا لَابْتَغَوْا إِلَى ذِي الْعَرْشِ سَبِيلًا ﴿۴۲﴾ = ووايه :((كه له الله سره نور خدايان واى؛ لكه چې دوى وايي؛ نو هرومرو به يې د عرش د څښتن لوري ته (د جګړې يا نژدېکت لپاره) لار لټولې واى .))

 42_ د تمانع برهان: دا آيت د توحيد يو دليل ته اشاره كوي، چې د پوهانو په خولو كې د  (( تمانع برهان))  په نامې مشهور شوى دى[19]. توضيح دا چې مشركان بې له الله تعالى پر نورو خدايانو ګروهن وو، چې هر يو د خپلو درجو په توپير د هستۍ بېلابېلې برخې تدبيروي. يو د ځمكې خداى، يو د اسمان خداى، بل د جګړې خداى، بل د قريشو خداى او…… دى او په دې توګه هر يو د هستۍ په واكمنۍ كې برخوال دى. دا آيت وايي كه داسې وي، بايد د دوى هر يو خداى، د عرش د خاوند خداى پر لور يون وكړي او د واكمنۍ له تخته يې راوپرځوي او پر ځای يې كېني؛ ځكه په هر موجود كې د واک او سلطنت مينه پټه شوې ده او په دې توګه بايد د خدايانو تر منځ شخړو او جګړو شتون درلوداى؛ خو داچې دغسې شخړه نشته او هستي د يوې پرله پېیلې – منظمې كړلارې له مخې يون كوي، چې دا پخپله ښيي، هستي يوازې يو تدبيروونكى لري[20].

تُسَبِّحُ لَهُ السَّمَاوَاتُ السَّبْعُ وَالْأَرْضُ وَمَنْ فِيهِنَّ وَإِنْ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا يُسَبِّحُ بِحَمْدِهِ وَلَكِنْ لَا تَفْقَهُونَ تَسْبِيحَهُمْ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا ﴿۴۴﴾ = اوه ګوني اسمانونه او ځمكه او څه چې پكې دي، ټول د الله پاكي وايي او هېڅ څيز نشته، چې پاكي او ستاېنه يې ونه وايي؛ خو په تسبيح یې نه پوهېږئ،په رښتيا چې هغه زغمناک بښونكى دى .

44_ د ژویو عمومي تسبيح: د قرآن په بېلا بېلو آيتونو كې راغلي، چې ټول ژوی د خداى تسبيح او ستاينه كوي، چې ښايي تر ټولو ښه څرګند يې همدا آيت وي، چې بې استثنا د هستۍ ټول ژوی په دې تسبيح او ټولیزه ستاينه كې شريك بولي؛ خو په مفسرانو كې ددې حمد او تسبيح د حقيقت په تفسير كې ډېرې خبرې اترې دي: يو شمېر ګروهن دي، چې د هستۍ ټولې ذرې (كه موږ يې ساكښې او عاقلې ګڼو يا بې ساه او ناعاقلې) ټول يو ډول درك او شعور لري او په خپله هستۍ كې د خداى تسبيح او حمد وايي؛ كه څه موږ يې درك او ننګېرلای نشو او نه يې د حمد او تسبيح زمزمې اورېداى شو او پردې ګروهې د فصلت سورت 11 آيت ګواه كولاى شو:  ((بيا د اسمان پر پنځونه لګيا شو، چې د لوګي (په بڼه) و، بيا يې هغه (اسمان) او ځمكې ته وويل: ((كه غواړئ كه نه غواړئ؛ اېل شئ)) دواړو (د حال په ژبه) وويل: ((البته خپل پنځګر ته اېل او تسليم يو.))

ددې نظر پر وړاندې، ډېرى ګروهن دي، چې دا تسبيح او ستاينه، هماغه څه دي، چې موږ يې د  (( حال ژبه))  نوموو؛ حقيقي ده او نه مجازي؛ لكه د ډېر ښكلي انځور تخته، چې د حال په ژبه د خپل انځورګر پر ذوق او ځيركۍ لېینه – ګواهي وركوي او ستاينه يې كوي. هو! د هستۍ هېښنده غونډال – نظام، له رازونو ډك، او هېښنده ستریا  يې دا ټول د خداى تسبيح او حمد وايي. ايا تسبيح له نيمګړنو پاك د بل څه مانا لري؟ د هستۍ پېیون – نظم او جوړښت وايي، چې بنسټګر يې له هر ډول نيمګړتيا پاك دى. ايا حمد د كمال د صفاتو له ويلو د بل څه پرمانا ده؟  د هستۍ غونډال د خداى د كمال، صفتونو، بې پايه علم، بې انتها واک او د پراخ حكمت خبرې كوي. دا مانا د ژویو د ټولیز تسبيح او حمد لپاره پوره پوهېدوونكې ده او څه اړتيا نشته، چې موږ د هستۍ ټولو ذرو ته پر درك او شعور قايل شوو؛ ځكه غوڅ دليل ورته نه لرو او په دې باب د قرآن نور آيتونه هم په ډېر احتمال همدا د حال ژبه بيانوي[21].

وَقُلْ لِعِبَادِي يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنْزَغُ بَيْنَهُمْ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلْإِنْسَانِ عَدُوًّا مُبِينًا ﴿۵۳﴾ = او بندګانو ته مې ووايه :((چې سنجېدلې او ښې خبرې وكړئ))؛ ځكه شيطان یې (د ناوړو خبرو له لارې) ترمنځ فتنه او فساد راولاړوي؛[ځکه] چې شيطان تل د انسان ښكاره غلیم دى .

53_ له مخالفانو سره د استدلال او خبرو اترو دود: دا آيت له مخالفانو (په تېره مشركانو) سره د استدلال او خبرو اترو دود رازده كوي؛ ځكه كه ښوونځى څومره لوړ او سول – منطق دومره پياوړى وي؛ خو كه تر څنګ ورسره د ويينې او مجادلې سم دود و نه كارول شي او د لورنې او مينې پر ځاى، تاوتريخوالى پرې لاسبرى وي؛ نو بې اغېزې به وي؛ له همدې كبله خداى د اسلام پېغمبر (ص) ته وايي: بندګانو ته مې ووایه ((داسې خبرې وكړي، چې غوره وي)) د خبرې منځپانګه غوره وي، د ويلو دود يې غوره وي، ښه خوي او انساني دود ورسره مل وي. په صدر اسلام كې ځينې وخت نويو مؤمنانو د خپل مخكېني دود له مخې، چې څوك به په ګروهه كې ورسره مخالف و؛ نو په تاوتريخوالي يې لاس پورې كاوه او په ډاګه يې بېلارې او دوزخي ورته وايه او ځان يې ژغورنده باله. دا لاملېده، چې مخالفين د پېغمبر (ص) د بلنې پر وړاندې ناوړه دريځ ونيسي. پردې سربېره مخالفانو د رسول اكرم (ص) پر وړاندې د مسحور، لېوني، پالي او شاعر په څېر له سپكاوۍ ډك تعبيرونه كارول، چې دا هم لاملېده، چې مؤمنان كاواكه شي او لفظي شخړه ورسره وكړي، چې څه یې په خوله راځي، و يې وايي. قرآن، مؤمنان له دې چلنه منع كوي، او ورته وايي، چې په نرمۍ به خبرې كوئ او غوره كليمې به ټاكئ، چې د شيطان له فساده ډډه وكړی[22].

وَرَبُّكَ أَعْلَمُ بِمَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلَقَدْ فَضَّلْنَا بَعْضَ النَّبِيِّينَ عَلَى بَعْضٍ وَآتَيْنَا دَاوُودَ زَبُورًا ﴿۵۵﴾ = او ستا پالونكي ته په اسمانونو او ځمكه كې چې هرڅه دي، ډېر ښه معلوم دي (او په رښتیا ستا د وړتيا په پار، پر نورو مو غوره كړى يې؛) موږ ځينې پېغمبران پر ځينو نورو غوره كړي او ((داوود)) ته مو ((زبور)) وركړ.

 55_ ځينې پېغمبران پر ځينو غوره دي: دا غونډله د مشركانو د يوې سپكې نيوكې پر وړاندې ځواب دى، چې يې ويل: ايا خداى بل څوك نه درلود، چې پلارمړى محمد يې پر نبوت وټاكه؟ او بيا څه وشول، چې د ټولو پېغمبرانو سر آمد او خاتم يې شو؟! قرآن وايي: دا خو څه د هېښنې ځاى نه دى. خداى د هر چا له انساني ارزښته خبر دى او خپل پېغمبران يې له ولسه ټاكلي دي او ځينې يې پر ځينو غوره كړي دي. ابراهيم يې خليل الله، موسى يې كليم الله، عيسى يې روح الله او د اسلام پېغمبر يې حبيب الله كړى دى او د خپل حكمت له مخې يې ځينې پر نورو غوره كړي دي[23].

55_ د داؤد (ع) زبور: داچې ولې په ټولو پېغمبرانو كې يوازې د حضرت داود (ع) او زبور خبره شوې، شونې ده لاملونه يې دا وي: 1_ د حضرت داؤد (ع) زبور، د پېغمبرانو په كتابونو كې دا ځانګړنه لري، چې ټول مناجات، دعا او پند دى او تر ټولو له غوره ويناوو او ښو خبرو سره چې په مخكېنيو آيتونو كې يې سپارښتنه شوې خورا مناسب دى. 2_ د (ع) په زبور كې د صالحانو او نېكانو د واكمنۍ خبر وركړاى شوى دى، كه څه په ظاهره تشلاسي، نشتمن او پلار مړي وي. دا هماغه څه دي، چې د انبيا سورت په (105) آيت او هم د داؤد په مزاير كتاب (زبور) كې چې نن هم شته اشاره ورته شوې ده[24].

أُولَئِكَ الَّذِينَ يَدْعُونَ يَبْتَغُونَ إِلَى رَبِّهِمُ الْوَسِيلَةَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ وَيَرْجُونَ رَحْمَتَهُ وَيَخَافُونَ عَذَابَهُ إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحْذُورًا ﴿۵۷﴾ = هغه (معبودان) چې (مشرکان يې) بلي، دوى خو (پخپله) د خپل پالونكي لوري ته د ورنژدېدو په لټه كې دي (چې پوه شي) كوم يو يې الله ته ډېر ورنژدى دى او رحمت ته يې هيلمن دي او له عذابه يې ډارېږي؛ (ځكه) د پالونكي عذاب دې د وېرې او پرهېز وړ دى!

57_ هغوى پخپله خداى ته د ورنژدېدو وزله لټوي: خداى په مخكې آيت كې وويل، چې د مشركانو معبودان، نه يو ستونزه لري كولاى شي او نه پكې څه ونجون – ادلون بدلون راوړاى شي. دا آيت وايي، ډېرى كسان، چې معبودان شوي (؛لكه عيسى مسيح يا نور صالح انسانان يا پرښتې او…) پخپله یوپالي – مؤحدين وو او خپل پالوونكي ته د ورنژدېدو لپاره وزله لټوي او لورنې ته يې هيلمن دي او له عذابه يې ډارېږي؛ نو څنګه شونې ده له خدايه جلا او ځان ته خپلواك وي او بې اجازې يې ستا له اوږو څه پېټى سپك كړي، حال داچې پخپله يې د درشل خاكساري دي او خداى ته پر خپلې اړمنۍ منښتي – معترف دي[25].

وَإِذْ قُلْنَا لَكَ إِنَّ رَبَّكَ أَحَاطَ بِالنَّاسِ وَمَا جَعَلْنَا الرُّؤْيَا الَّتِي أَرَيْنَاكَ إِلَّا فِتْنَةً لِلنَّاسِ وَالشَّجَرَةَ الْمَلْعُونَةَ فِي الْقُرْآنِ وَنُخَوِّفُهُمْ فَمَا يَزِيدُهُمْ إِلَّا طُغْيَانًا كَبِيرًا ﴿۶۰﴾ = او (درياد كړه) چې كله موږ درته وويل : (( په رښتيا چې ستا پالونكی (په خپل علم او قدرت) پر ټولو خلكو راچاپېر دی (او پر حالاتو يې پوره پوه دى) او هغه خوب، چې موږ درلیدلى و [ چې بېزوګانې یې پر منبر ښکته پورته کېږي] او (همداراز) په قرآن كې ملعونه  ونه [= هغه ونه چې لعنت ورباندې شوى] يوازې د خلكو د ازمېښت لپاره وو، او وېروو یې؛ خو (دغه وېرول يې) يوازې كفر او سرغړونې لاپسې ورزياتوي .))

60_ د پېغمبر (ص) خوب، او لعنتي ونه: دا چې ((هغه خوب، چې پېغمبراکرم(ص) ته وروښول شو))  او هم  (( په قرآن كې له لعنتي ونې))  مراد څه دى، ډول ډول تفسيرونه يې شوي دي؛ خو هغه نظر، چې د قرآن له آيتونو او د اهل بيتو عليهم السلام له رواياتو سره ډېره همغږي لري دادى، چې دا خوب هغه مشهور بهیر ته اشاره ده، چې پېغمبر اکرم(ص) په خوب كې وليدل، چې بېزوګانې يې پر منبر خېژي او راكوزېږي، نبي (ع) له خوبه دومره خپه او غمجن شو، چې تردې روسته يې ډېر لږ خندل. ددې خوب تعبير، امويان ول، چې يو په بل پسې د پېغمبر پر ځاى كېناستل او يو د بل لاروي يې كوله او بې وګړې – بې شخصیته کسان وو، اسلامي حكومت او د رسول الله (ص) خلافت يې فاسد كړ. همدغسې د شيعه وو او اهلسنتو په ډېرى تفاسيرو كې راغلي، چي ((  ملعونه ونه))  د امويانو لړۍ دى. دا تفسير، له هغه تفسير سره اړخ لګوي، چې د پېغمبر اکرم(ص) له خوبه وښوول شو. دلته پوښتنه كېږي، چې د قرآن په كوم ځاى كې د امويانو خبيثه ونه لعنت شوې ده؟ په ځواب كې وايو، چې د ابراهيم سورت په 26 آيت كې خبيثه ونه ياده شوې ده او د خبيثې ونې مفهوم ته په پاملرنې او هغو رواياتو ته په پاملرنې، چې په تفسير كې يې راغلي، خبيثه ونه يې په امويانو تفسير كړې او هم دې ته په پاملرنې، چې د مانا له پلوه ((خبيثه)) له ((ملعونه)) سره مل ده؛نو ويلاى شو، چې په قرآن كې ياده شوې ده[26].

وَاسْتَفْزِزْ مَنِ اسْتَطَعْتَ مِنْهُمْ بِصَوْتِكَ وَأَجْلِبْ عَلَيْهِمْ بِخَيْلِكَ وَرَجِلِكَ وَشَارِكْهُمْ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَوْلَادِ وَعِدْهُمْ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلَّا غُرُورًا ﴿۶۴﴾ = او له دوى دې، چې پر چا وس كېږي، په خپل غږ (فساد ته) راوپاروه او خپل سپاره او پلي دې پرې وهڅوه او په شتمنيو او اولادونو كې يې برخوال شه او ژمنې وركړه! او شيطان بې له غولونې بله ژمنه نه وركوي

وَاسْتَفْزِزْ مَنِ اسْتَطَعْتَ مِنْهُمْ بِصَوْتِكَ وَأَجْلِبْ عَلَيْهِمْ بِخَيْلِكَ وَرَجِلِكَ وَشَارِكْهُمْ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَوْلَادِ وَعِدْهُمْ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلَّا غُرُورًا ﴿۶۴﴾ = 64   او له دوى دې، چې پر چا وس كېږي، په خپل غږ (فساد ته) راوپاروه او خپل سپاره او پلي دې پرې وهڅوه او په شتمنيو او اولادونو كې يې برخوال شه او ژمنې وركړه! او شيطان بې له غولونې بله ژمنه نه وركوي

 إِنَّ عِبَادِي لَيْسَ لَكَ عَلَيْهِمْ سُلْطَانٌ وَكَفَى بِرَبِّكَ وَكِيلًا ﴿۶۵﴾ = (خو پوه شه چې) ته به زما پر بندګانو هېڅ ډول لاسبری او واكمني ونه لرې (او هېڅكله ستا په دام كې نه نښلي) او پالونكى دې کارسازۍ ته بس دى .))

 64 او 65_ ايا شيطان پر انسانانو لاسبري لري؟: په دې آيتونو كې خداى، شيطان ته امر كړى، كوم انسانان، چې ورپسې ځي، بېلاري كړي او په دې لار كې يې، چې څه له وسې پوره وي، و دې كړي؛ البته دا امر يو (( ګوتڅنډیز امر))  دى؛ لكه چې يو چا ته (چې له سرغړونې لاس نه اخلي او ښیون – هدايت نه مني) ويل كېږي:  (( ځه! څه چې غواړې، و يې كړه)) ؛خو خداى د شيطان د نقشې په پلي كولو کې دهغه لاس پرانستى پرېښى نه دى او په هماغه پيل كې يې ورته ويلي:  (( په حقيقت كې زما پر بندګانو ستا څه زور او واك نشته؛ خو پر هغوى بېلاريو، چې په تاپسې درشي)) (حجر_ 42) همدغسې د نحل سورت په 99 او 100 آيتونو كې وايي: (( ځكه شيطان، پر هغوى لاسبرى نه وي، چې ايمان يې راوړى وي او پر خپل پالونكي توكل كوي، واك يې يوازې پر هغوى وي، چې هغه يې خپل پالندوى كړى وي او هغوى چې له هغه خداى سره شرك پيدا كوي (او د خداى د حكم پر ځاى د شيطان حكم ته غاړه ږدي)[27] )) .

64_ شيطان؛ د بېلاريو د رمې شپون:  (( او له هغوى دې، چې پر چا وس كېږي، په خپل غږ (فساد ته) راوپاروه)) دا غونډله، په شيطاني باطلو وسوسو د شيطان د لارويانو د سپكولو يوه كنايه ده. ته وا خداى شيطان له شپانه او لارويان يې له رمې سره ورته كړي، چې رمه د شپانه په غږ او نا مفهوم بانګ خوځي، حال دا سم نه پوهېږي، چې هغه څه وايي او څه ترې غواړي او چېرې يې بوځي[28].

64_ د شيطان پلى او سپور لښكر: بايد پام مو وي، چې د شيطان پلى او سپور لښكر، پر هغې مانا نه ده، چې په وسلوالو ځواكونو كې وي؛ خو پوهېږو، چې شيطان له خپله جنسه او هم له بنيادمو پرېمانه ملګري لري، چې د خلكو د بېلارۍ لپاره ترې مرسته غواړي، ځينې د سپاره لښكر په څېر چټك او ځواكمن دي او ځينې د پلي پوځيانو په څېر ارام او كمزوري[29].

64_ څرنګه شيطان د انسان په شتمنيو او اولادونو كې شريكېږي؟: د بنيادم په شتمنيو او اولادونو كې د شيطان له شريكېدو مراد، د دوى له ګټې برخمنېدل دي؛ لكه چې يو انسان د شيطان په وسوسو كې راګېر شي او شتمني يې، چې يو طبيعي اړتيا ده او په حلالې لارې يې تر لاسه كولاى شي؛ خو په حرامه لار يې تر لاسه كوي. چې په دې حال كې هم انسان خپلې غوښتنې ته رسېدلى او هم شيطان؛ خو يوازې انسان د خداى له رحمته لرې شوى دى. همدا راز انسان، چې په حلالې لارې اولاد زېږولاى شي؛ خو د شيطاني وسوسې له لامله يې په حرامه وزېږوي يا حلال اولاد د خداى د احكامو له مخې ونه روزي؛ نو له شيطان سره يې مرسته كړې او شيطان يې د خپل اولاد په يوه برخه كې شريك كړى دى؛ نو ځكه په هر دود، چې شتمني او اولاد د شيطان په لار كې كېدې، پكې يې شريكول دي[30].

وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا ﴿۷۰﴾ = او په رښتيا موږ د آدم ځوځات ته ډېر عزت وركړى؛ او دوى مو په وچه او لمده كې (د مراد پر سپرليو) سپاره كړي دي؛ او له ډول ډول پاكو څيزونو مو روزي وركړې ده؛ او پر خپلو ډېری مخلوقاتو مو پوره غوره كړي دي.

 70_ انسان؛ د خداى غوره مخلوق: ددې آيت په وينا، د انسان مقام، تر ډېرى ژویو لوړ او اوچت دى؛ خو ايا تر پرښتو هم لوړ دى؟ مفسرانو يې په اړه بېلابېلې خبرې كړې؛ خو په نظر رسي، چې دا آيت پر انسانانو د پرښتو لوړوالي يا اپوټه ته څه اشاره نلري؛ بلكې پر څارويو او پېريانو يې د انسانانو په لوړاوي كې ويينه كړې ده؛ خو ددې پوښتنې په ځواب كې چې د پرښتې مقام لوړ دى كه د انسان؟ بايد وويل شي، چې تر معمولي انسان يې مقام لوړ دى؛ ځكه پاكې او اخلاصمنې دي او تر هغه انسان لوړې دي، چې ځان يې له رذايلو او چټليو پاك كړى نه وي؛ خو كه همدا ځمكنى انسان د خداى له خوا په ورښوول شوي كمالي بهير كې وخوځي؛ نو شونې ده داسې مقام ته ورسي، چې پرښتې هم وررسېدلې نه وي؛ لكه چې په قرآن كې د بشپړ انسان؛ حضرت آدم (ع) پر وړاندې د پرښتو عاجزي او خضوع په ډاګه ياد شوى دى[31]. له حضرت على (ك) په يو روايت كې لولو:  ((  عزوجل خداى په پرښتو كې عقل بې له شهوته كېښود او په څارويو كې يې شهوت بې له عقله كېښود او په بنيادم كې يې دواړه كېښوول؛ نو چې د چا عقل يې پر شهوت لاسبرى شي، تر پرښتو غوره دى او چې د چا شهوت يې پر عقل لاسبرى شي، تر څارويو ټيټ دى)) [32].

يَوْمَ نَدْعُو كُلَّ أُنَاسٍ بِإِمَامِهِمْ فَمَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَأُولَئِكَ يَقْرَءُونَ كِتَابَهُمْ وَلَا يُظْلَمُونَ فَتِيلًا ﴿۷۱﴾ = (درياده كړه هغه ورځ) چې موږ هره ډله یې له مشرانو سره راوبولو؛نو چا ته یې چې خپل کړنليک په ښي لاس كې وركړ شي؛ نو خپل کړنليک به (په خوښۍ او خوشحالۍ) لولي او د ( کجورې د زڼي د) نري تار هومره ظلم به پرې ونشي.

71_ مشري او د انسانانو په برخليك كې يې ونډه: ددې آيت په پيل كې مشري او د انسانانو په برخليك كې يې ونډه اوڅار – مطرح شوې ده. ددې آيت په وينا، هغوى چې په هرې زمانې كې يې د پېغمبرانو (ع) او ځايناستو مشري منلې، له خپلو مشرانو سره به وي او هغوى چې د شيطان او بې لاروونكيو مشرانو مشري منلې وي، ورسره به وي. لنډه داچې، له مشرۍ سره تړاو او په دې نړۍ كې يې لاروي، په بشپړ ډول په بله نړۍ كې منعكسېږي او له مخې يې ژغورندويان او عذابيان جوتېږي. دا مانا کړن – تعبير کټ مټ داچې د انسان د تكامل يوه سبب بيانوي، ټولو بشري وګړيو ته يو ګوتڅنډنه ده، چې د مشر په ټاكنه كې، سرباندې – فوق العاده ځيرك، دقيق او سخت ګير وي او د خپل اند او كړلارې واګې هر چاته ونه سپاري. له امام صادق (رح) نه په يو روايت كې لولو:  ((  ايا د خداى مننه نه كوئ؟ چې د قيامت ورځ شي، خداى هره ډله له هغه سره رابلي، چې د هغه مشري او ولايت يې منلى وي او موږ (امامان) له پېغمبر سره. بيا پناه راته راوړئ؛ نو كومې خوا ته وينئ؟ د كعبې پر خداى قسم، تاسې جنت ته بوځي (او دا غونډله يې درې ځل وويله)[33])) .

وَإِنْ كَادُوا لَيَفْتِنُونَكَ عَنِ الَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ لِتَفْتَرِيَ عَلَيْنَا غَيْرَهُ وَإِذًا لَاتَّخَذُوكَ خَلِيلًا ﴿۷۳﴾ = او نژدې وه، چې دوى دې (پخپلو وسوسو) له موږ درلېږلې وحې واړوي، چې بل څه راپورې وتړې؛ نو هله يې په دوستۍ نيولې .

وَلَوْلَا أَنْ ثَبَّتْنَاكَ لَقَدْ كِدْتَ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْئًا قَلِيلًا ﴿۷۴﴾ = او كه ته مو (پرحق) ټينګ كړى نه واى (او د عصمت د مقام په رڼا كې له بېلارۍ خوندي شوى نه وې؛ نو) نژدې وه، چې لږ څه به ورمات شوى وې.

إِذًا لَأَذَقْنَاكَ ضِعْفَ الْحَيَاةِ وَضِعْفَ الْمَمَاتِ ثُمَّ لَا تَجِدُ لَكَ عَلَيْنَا نَصِيرًا ﴿۷۵﴾ = كه داسې شوې وای (؛ نو) هم په ژوند کې او هم په مرګ کې مو[د مشرکانو د سزاګانو] دوه ګرایه عذاب درڅکه او زموږ پر وړاندې دې کوم مرستندوی نه مونده!

 73 تر 75_ مشركان؛ د مستضعفو مسلمانانو شړل غواړي:  ددې آيتونو په شان نزول كې راغلي، چې مشركانو له پېغمبر  اکرم(ص) نه وغوښتل، چې د خدايانو له غندنې يې لاس واخله او بې وګړې او مستضعف مريان او مينزې، چې مسلمانان شوي، له ځانه وشړي؛ ځكه شرمېدل، چې له خپلو مريانو سره يوځاى كېني او د خداى آيتونه واوري. دا آيتونه په دغسې شرايطو كې رانازل شوي دي؛ البته خداى په 74 آيت كې وايي، چې خپل پېغمبر يې د پاكلمنتوب په رڼا كې مشركانو ته د هر ډول ورماتېدو بچ كړى دى او پېغمبر (ص) د مشركانو د وړانديز په باب د دوی لوري ته غبرګون ونښود[34].

وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُمْ مِنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلًا ﴿۸۵﴾ = او د ((روح)) (د څرنګتيا) په باب دې پوښتي، ووايه : ((روح (له پاسنۍ نړۍ او) زما د پالونكي امر دى او تاسې ته يوازې د پوهې ډېره لږه برخه دركړه شوې ده.))

 85_ روح څه دى؟: دا كلیمه په قرآن كې ډول ډول كارېدلې ده: كله د سپېڅلي روح پر مانا ده، چې پېغمبران يې د خپلو چارو په كولو كې پياوړي كول [35]، كله الهي مانيز ځواك ته ويل شوې، چې مؤمنان پياوړى كوي[36]، كله  ((د وحې د ځانګړې پرښتې))  پر مانا راغلې او په  ((امين)) ياده شوې[37]، كله له ځانګړنو پرښتو ځنې، يوه ستره پرښته يا له پرښتو غوره مخلوق[38] او كله د قرآن او اسماني وحې پرمانا[39] او كله هم د انساني روح پرمانا راغلې ده[40]. تر ویینې لاندې آيت او ترې بهر د شته لاسوندونو له ټوله ګټنه كېږي، چې پوښتوونكيو، د انسان د روح حقيقت پوښته؛ همدا ستر روح، چې له څارويو مو جلا كوي او غوره شرف مو دى او زموږ ټول وس، واک او کاروندويي – فعاليت ترې راولاړېږي او په مرسته يې په ځمكه او اسمان كې غورځې پرځې كوو، د علومو خوالې راسپړو او د ژویو ژورو ته ورننوځوو. غوښتل يې د هستۍ په دې هېښنده څيز پوه شي او داچې د روح جوړښت د مادې د جوړښت په څېر نه دى او كوم آرونه، چې پر مادې واكمن دي او فیزيكي او كيمياوي خواص لري؛ خو پر روح بې له دې دي؛ نو ځكه پېغمبر اکرم (ص) ته دنده وركول كېږي، چې په يوې لنډې او مانا ډكې غونډله كې ووايي:  (( روح د امر له نړۍ دى)) ؛ يعنې پنځون  او خلقت يې له خوالو ډك دى. ورپسې داچې له دې ځوابه هېښنده نشي، زياتوي، چې له پوهې مو ډېره لږه برخمني پر برخه ده؛ نو ځكه د حيرانتيا ځاى نه دى، چې د روح پر رازونو و نه پوهېږئ، كه څه تر ټولو څيزونو درنژدې دى. ددې آيت په تفسير كې له امام باقر او امام صادق څخه په يو روايت كې لولو:  (( روح د خداى له مخلوقاتو ځنې دى، چې ليده كاته او قوت لري او ملاتړ كوي. خداى يې د پېغمبرانو او مؤمنانو په زړونو كې ږدي)) . په يو بل روايت كې يو له دې امامانو راغلي: (( روح، له ملكوت او باطني نړۍ ځنې دى او د خداى له قدرته دى)) . ځينو نورو رواياتو، روح تر جبرائيل او ميكائيل لوړ ښوولى دى، چې له پېغمبر (ص) او امامانو سره مل و او دوى يې په خپله لار او د دندو په كولو كې له هر ډول كږلېچه ساتل. دا روايات، له هغه څه سره مخالفت نه لري، چې د آيت په تفسير كې مو وويل؛ بلكې ورسره همغږي دي؛ ځكه د انسان روح، مرتبې او درجې لري. د روح هغه درجه، چې په پېغمبرانو او امامانو كې ده، يوه سرباندې- فوق العاده اوچته مرتبه ده، چې له اغېزو يې له ګناه خونديتوب او هم سرباندې پوهه ده او ښكاره ده، چې د روح دغسې درجه به تر ټولو پرښتو اوچته وي، ان تر حضرت جبرائيل او حضرت ميكائيل نه[41]؛ البته ددې نظر ترڅنګ، يو شمېر مفسران د قرآني آيتونو او د يهودو په هكله د راغليو شان نزولونو پر بنسټ، ګروهه لري، چې د يهودو ټولنه يا لږ تر لږه له پېغمبر (ص) سره همپېري يهودو، حضرت جبرائيل خپل دښمن ګاڼه او د عذاب پرښته يې نوموله، تردې چې په اړه يې ويل: خداى امر وركړى و، چې نبوت د اسرائيل (يعقوب) په ځوځات كې كړه؛ خو هغه د اسماعيل ځوځات ته وركړ. دې مطلب ته په پاملرنې، په تېره داچې يهود، د پوښتنې طراحان ول او د جبرائيل په اړه يې ځانګړې ګروهه درلوده او له دې لامله ، چې د عذاب پرښته وه او د بخت النصر په لاس يې د بني اسرائيلو د واكمنۍ د زوال ګزارش وركړى و او په نبوت كې يې خيانت كړى و؛ نو ځكه ويلاى شو، چې له روح نه يې مطلب هماغه  (( روح الامين))  دى او يهودو له دې لارې غوښتل، چې د حضرت جبرائيل په هكله د پېغمبر (ص) پر نظر پوه شي، كه نظر يې ورسره موافق و، له تاييده يې ګټه واخلي، كه نه په مخالفت ورسره لاس پورې كړي. له همدې لامله يې قريشو ته وروښول، چې پېغمبر (ص) د روح په اړه وپوښتي. د  (( قل الروح من امر ربى))  د غونډلې تفسير ښه څرګند دى او هغه داچې د وحې امين د پالونكي له مامورينو ځنې دى او چې هر چار كوي، د خداى په امر يې كوي. كه کوم قوم له منځه وړي كه حضرت محمد (ص) په رسالت وياړي، دا ټول د خداى په اجازې دي او له فرمانه يې الهام اخلي. په دې حال كې كوم دليل نه لرئ، چې دښمن يې وګڼئ او ورسره پر دښمنۍ لاس پورې كړئ[42].

قُلْ لَئِنِ اجْتَمَعَتِ الْإِنْسُ وَالْجِنُّ عَلَى أَنْ يَأْتُوا بِمِثْلِ هَذَا الْقُرْآنِ لَا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا ﴿۸۸﴾ = ووايه : (( كه (ټول) انسانان او پېريان پردې راټول شي،چې ددې قرآن په څېر(کوم کتاب) راوړي؛ نو په څېر يې راوړاى نشي، كه (په دې كار كې) څومره يو د بل لاسنيوى وكړي .))

وَلَقَدْ صَرَّفْنَا لِلنَّاسِ فِي هَذَا الْقُرْآنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ فَأَبَى أَكْثَرُ النَّاسِ إِلَّا كُفُورًا ﴿۸۹﴾ = او په یقین موږ په دې قرآن كې خلكو ته د هر څه بېلګه راوړې (او هر ډول پوهې مو پكې راټولې کړې دي)؛ خو ډېرى خلكو بې له ناشکرۍ بل غبرګون و نه ښود.

 88 او 89_ داسې كتاب، چې پېريان او انسانان يې له راوړو بېوسي دي: دا آيت ډانګ پېيلی، ټول نړيوال، كوچنى او ستر، عرب و نا عرب، انسانان او ان غير انساني عاقل ژوي، پوهان، فلاسفه، اديبان، تاريخ پوهان، نابغې او غير نوابغ بې استثنا، له قرآن سره مقابلې ته رابللي او ويلي يې دي: كه په اند مو قرآن د خداى كلام نه وي او بشري مغزو جوړ کړی وي؛ نو په څېر يې راوړئ او داچې ځانونه يې تر هڅو روسته بېوسي وموندل؛ نو دا يې پر معجزه توب غوره دليل دى. مقابلې ته بلنه (چې د عقايد د پوهانو په اصطلاح  ((تحدي)) ورته وايي،) د هرې معجزې يو ركن دى او چېرې چې دغسې يو مانا کړن – تعبير وي، په څرګنده پوهېږو، چې دا له معجزو ځنې ده.

 89 آيت، د قرآن د اعجاز يو اړخ؛ يعنې  (( جامعيت؛ هر اړخيزوالى  بيانوي. په رښتيا د قرآن رنګارنګ منځپانګه (هغه هم له نالوستى انسان) هېښنده ده؛ داسې كتاب، چې پاخه عقلي دلايل لري، مضبوط احكام، بې ساري تاريخي ويينې، چې ويښوونكې او له هر ډول کږنو او انګېرنو – خرافاتو تشي دي، لوړې اخلاقي ويينې، دقيق او سرباندې- فوق العاده علمي موضوعات او….. په لنډو، چې قرآن په هره وادۍ كې ګام ايښى، خورا اوچته بېلګه يې راوړاندې كړې ده. دې ته په پاملرنې، چې انسان محدوده پوهه او معلومات لري او داچې پېغمبر (ص) په يو داسې چاپېريال كې روزل شوى و، چې د هغې زمانې د بشري محدودې پوهې هم څه خبره نه و؛ نو په توحيدي، اخلاقي، ټولنيز، سياسي او پوځي برخو كې د قرآن ددې رنګارنګې منځپانګې شتون، پردې دليل دى، چې بشري ماغزو جوړ كړى نه دى؛ بلكې د خداى له لوري دى؛ نو ځكه كه پېريان او انسانان راټول شي، چې په څېر يې راوړي؛ خو وبه نشي كړاى. كه فرض كړو، چې ننني پوهان او د بېلابېلو علومو كارپوهان راټول شي او يو دايرة المعارف تنظيم كړي، چې ښه عبارات هم ولري؛ نو شونې ده دا ټولګه به نن جامعيت او هر اړخيز توب ولري؛ خو بېشكه پنځوس كاله روسته، نه يوازې نېمګړې او نارسا ده؛ بلكې د زړښت نښې پكې ښكاري؛ حال دا قرآن په هرې زمانې كې، چې لوستل كېږي (په تېره زموږ په پېر كې) داسې دى، چې ته وا نن نازل شوى او د تېرې زمانې هېڅ اغېز پكې نه ليدل كېږي[43].

وَمَا مَنَعَ النَّاسَ أَنْ يُؤْمِنُوا إِذْ جَاءَهُمُ الْهُدَى إِلَّا أَنْ قَالُوا أَبَعَثَ اللَّهُ بَشَرًا رَسُولًا ﴿۹۴﴾ = او د هدايت تر راتلو روسته يوازېنى څيز، چې د خلكو د ايمان راوړو خنډ شو، دا و(چې د ناپوهۍ او ناخبرۍ له مخې يې) وويل :(( ايا الله يو بشر د استازي په توګه رالېږلى دى ؟!))

قُلْ لَوْ كَانَ فِي الْأَرْضِ مَلَائِكَةٌ يَمْشُونَ مُطْمَئِنِّينَ لَنَزَّلْنَا عَلَيْهِمْ مِنَ السَّمَاءِ مَلَكًا رَسُولًا ﴿۹۵﴾ = ووايه : (( (ان) كه پرښتو پرځمكه (ژوند كولاى او) په ډاډ ګرځېداى؛ نو موږ پرښته د استازي په توګه ورلېږله)) (؛ځكه د هرې ډلې لارښود یې بايد په څېر وي .)  

94 او 95_ پېغمبر بايد د خلكو په څېر وي: په تېرو آيتونو كې، د توحيد په هكله د مشركانو پلمې وې. په دې آيتونو كې، د همرنګۍ پلمې ته اشاره شوې ده، وايي: (( د هدايت تر راتلو روسته يوازېنی څيز، چې د خلكو د ايمان راوړو خنډ شو، دا و (چې د ناپوهۍ او ناخبرۍ له مخې يې) وويل: ايا خداى يو بشر د استازي په توګه را لېږلى دى؟)) ايا د باورېدو ده، چې دا لوړ او ډېر مهم مقام د يو انسان پر غاړه واچول شي؟ بايد دا ستر رسالت د پرښتو په څېر د اوچت موجود پر اوږو كېښوول شي، چې له ژمنې يې وتاى شي. دا د يوې يا دوو ډلو سست او بې بنسټه سول – منطق نه و؛ بلكې په تاريخ كې ډېری بې ايمانو وګړيو، پېغمبرانو ته دا خبرې كولې. قرآن په يوه لنډه او څرګنده غونډله كې دې ټولو ته د مانا ډك ځواب وركړى دى:  (( ان ( كه پرښتو پر ځمكه) ژوند كولاى او( په ډاډ ګرځېداى؛ نو موږ پرښته د پېغمبر په توګه ورلېږله؛))  (ځكه د هرې ډلې لارښود بايد د هغوى په څېر وي)؛ يعنې تل مشر بايد د خپلو لارويانو له جنسه وي: انسان انسانانو ته او پرښته پرښتو ته. د مشر او لارويانو د همرنګۍ دليل هم څرګند دى؛ ځكه د يو مشر د تبليغ خورا مهمه برخه يې، عملي برخه ده؛ يعنې بېلګه توب يې او دا هله شونې ده، چې د لارويانو په څېر غريزې، ننګېرنې او ارواییز جوړښت ولري؛ كه نه انسانانو ته د يوې پرښتې پاكي او پرهېزګاري بېلګه كېداى نشي، چې نه جنسي شهوت لري او نه نورې انساني غريزې او نه کور، جامو او ډوډۍ ته څه اړتيا لري؛ بلكې خلك وايي، چې پرښته مو له زړه څه خبره ده او نه پوهېږي، چې زموږ په روح كې د شهوت او غضب له لامله څه توپانونه لګي…. هغه خو يوازې د خپله زړه خبرې كوي او كه زموږ ننګېرنې يې درلوداى، زموږ په څېر يا به رانه بدتره وه. همدا راز مشر بايد د خپلو لارويانو ټول دردونه او اړتياوې ښه درك كړي، چې درملنې او پوره كولو ته يې چمتو وي. له همدې لامله ، پېغمبران له ولسونو راپاڅېدلي او غالباً د خورا سخت ژوند پړاونه پرې تېر شوي، چې د ژوند تراخه وڅكي او دردناك حقايق لمس او ځان يې درملنې ته چمتو كړي[44].

قُلْ لَوْ أَنْتُمْ تَمْلِكُونَ خَزَائِنَ رَحْمَةِ رَبِّي إِذًا لَأَمْسَكْتُمْ خَشْيَةَ الْإِنْفَاقِ وَكَانَ الْإِنْسَانُ قَتُورًا ﴿۱۰۰﴾ = ووايه : ((كه تاسې زما د پالونكي د رحمت د سرچينو مالکان واى، بيا مو هم د لګولو (او نېستۍ) له وېرې هرومرو کنجوسي کوله)) او انسان خو دی کنجوس .  

 100_د سخاوت غوراوى:  (( قتور))  د  (( قَتر))  له مادې په لګښت كې د كنجوسۍ  پر مانا ده او دا چې قتور، د مبالغې صيغه ده، د سختې كنجوسۍ او تنګ نظرۍ پرمانا ده. د قرآن په ډېرى آيتونو كې پر انسان په مطلق ډول او بې قيد و شرطه يو شمېر پړې اچول شوي او د کنجوسۍ، ناپوهۍ، ظالم والي او بېړندوى پر ځانګړنو ياد شوى دى. دا تعبيرونه له دې سره په ټكر كې نه دي، چې مؤمنان او روزل شوي وګړي دې ددې ځانګړنو پر مخالف لوري كې وي؛ بلكې دې ته اشاره ده، چې د بنيادم طبيعت دغسې دى، كه د الهي مشرانو تر روزنې لاندې ونه نيول شي او پر خپل حال پرېښوول شي؛ نو ددې ناوړو ځانګړنو او صفاتو منلو ته چمتو دى؛ نه داچې د ذات له مخې دغسې پنځول شوى يا به د ګردو انسانانو پايله دغسې شي[45]. د معصومينو عليهم السلام په رواياتو كې د سخاوت ښه خوى ته پرېمانه ارزښتونه ويل شوي او كنجوسي او تنګ نظري سخت رټل شوي دي. له پېغمبراكرم (ص) نه په يو روايت كې لولو، چې (( سخاوت، په جنت كې يوه ونه ده، چې ښاخونه يې د دنيا پر لور ورځوړند دي؛ نو چې څوك د نفقې او بخشش په وركړه پر يوه ښاخ يې ځان ونښلوي؛ نو جنت ته يې راكاږي او كنجوسي په اور كې يوه ونه ده او چې څوك په تنګ نظرۍ او د نفقې او بخشش له وركړې په ډډه كولو، پر يوه ښاخ يې منګولې ولګوي؛ نو جهنم ته يې راكاږي)) . له امام صادق نه په يو روايت كې لولو ((خداى ته سخي ګناهګار ځوان، تر كنجوس عابده خورا نژدې دى))  د كنجوسۍ د روحي رنځ د درملنې په اړه يې ويلي، انسان بايد ځان د مال پر وركړې روږدى كړي، چې د سخاوت ځانګړنه یې خپله شي[46].

وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى تِسْعَ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ فَاسْأَلْ بَنِي إِسْرَائِيلَ إِذْ جَاءَهُمْ فَقَالَ لَهُ فِرْعَوْنُ إِنِّي لَأَظُنُّكَ يَا مُوسَى مَسْحُورًا ﴿۱۰۱﴾ = او په رښتيا موږ موسى ته نهه څرګندې نښې وركړې وې؛ نو بني اسراييل وپوښته، هغه وخت چې (موسى) ورغى (څنګه وو)؟ نو فرعون ورته وويل : ((موسى! په رښتینه کې ګومان كوم، چې كوډې درباندې شوې دي.))

101_ د فرعونيانو تر ډوبېدو وړاندې د حضرت موسى (ع) معجزې: قرآن له موسى (ع) څخه تر نهو ډېرې معجزې روايتوي؛ خو دا آيت، چې  كومو معجزو ته اشاره كوي، د فرعون او فرعونيانو له هلاكته وړاندې رادبره شوي : 1_ پر ستر مار د موسى (ع) د کونټۍ اوړېدل. 2_يد بيضاء: په دې توګه، چې موسى (ع) به خپل لاس په ګرېوان كې دننه كړ او چې را بهر به يې كړ، د لمر په څېر ځلېده ( دې دواړو معجزو ته د قصص سورت په 32 آيت كې اشاره شوې ده). 3_ ځپنده توپانونه. 4_ پر كرنو او ونو يې ملخان راغلل. 5_ د بوټو ناروغي او غوړكی، چې غلي يې ورته له منځه وړې. 6_ چونګښې، چې د نيل له روده راپورته شوې او دومره بچي يې وزېږول، چې ژوند يې ستونزمن او بدمرغه شو. 7_ وينه: په دې توګه، چې د فرعونيانو اوبه په وينه اوړېدې (دا پينځه معجزې د اعراف سورت په 133 آيت كې راغلي). 8_ سوكړه او وچكالي. 9_ د مېوو كمښت (دا دوه معجزې د اعراف سورت په 130 آيت كې راغلي دي)[47].

وَبِالْحَقِّ أَنْزَلْنَاهُ وَبِالْحَقِّ نَزَلَ وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا مُبَشِّرًا وَنَذِيرًا ﴿۱۰۵﴾ =  او موږ دغه (قرآن) په حق نازل كړى او په حق هم نازل شو (او له پيله تر پايه خوندي دى) او ته مو يوازې زېرګری او ګواښگرندی ورلېږلى يې .

 105_قرآن له اړونې خوندي دى: داچې د  ((و بالحق انزلناه)) (او قرآن مو په حق درنازل كړى دى) او  (( و بالحق نزلنا)) (او په حق رانازل شو) ترمنځ څه توپير دى، مفسران يې په اړه بېلابېلې خبرې كوي. څه چې څرګند بریښي، دا دي چې كله انسان يو چار پيلوي؛ خو داچې قدرت يې محدود دى؛ نو تر پايه يې سم رسولاى نشي؛ خو هغه چې له ټولو څيزونو خبر او پر هر څه وسمن دى، هم يې سم پيلوي او هم يې پوره عملي كوي. د بېلګې په توګه، كله انسان له چينې رڼې اوبه خوشې كوي؛ خو داچې په وياله كې يې له چټليو ساتلى نشي، لګوونكي ته پاكې او رڼې نه ور رسي؛ خو هغه چې له هر پلوه پر خپل چار لاسبرى دى، هم له چينې پاكې او رڼې اوبه راباسي او هم د تږيو او څښونكيو په لوښو كې پاكې او رڼې اچوي. قرآن هم كټ مټ دغسې يو كتاب دى، چې په حق د خداى له لوري نازل شوى او د ابلاغ په ټول بهير كې، كه د جبرائيل د واسطې په پړاو كې و که په هغه پړاو كې، چې اخستونكى پېغمبر (ص) و، په ټولو حالاتو او پړاوونو كې يې له هر پلوه خوندي كړى دى او ان د زمانې په تېرېدو د  ((انا نحن نزلنا الذكر و انا له لحافظون))  له مخې، لمن ته يې د هېڅ ډول اړونې لاس وراوږد شوى نه دى او نه به وراوږد شي؛ ځكه خداى يې پاسوالي پرغاړه اخستې ده؛ نو ځكه دې د الهي وحې رڼو اوبو ته د پېغمبر عليه السلام له وخته د نړۍ تر پايه، لاس ور اوږد شوى نه دى او نه به ور اوږد شي او ټولو زړونو ته ورننووتې او ورننووځي[48].

وَقُرْآنًا فَرَقْنَاهُ لِتَقْرَأَهُ عَلَى النَّاسِ عَلَى مُكْثٍ وَنَزَّلْنَاهُ تَنْزِيلًا ﴿۱۰۶﴾ = او موږ قرآن برخې برخې درباندې نازل كړ، چې په درنګ (او ارامۍ) یې خلكو ته ولولې او (سوکه سوکه) مو پوره نازل كړ.

 106_ د قرآن د سوكه سوكه رانازلېدو يو دليل: دا آيت د قرآن د سوكه سوكه رانازلېدو يو مهم دليل ته اشاره لري؛ چې پېغمبر (ص) يې خلكو ته په درنګ ولولي او ددې امر ځانګړنه دا وه، چې په اسانه په قرآن كې غور وكړاى شي، ياد يې كړي، لوړې پوهې يې درك كړي او پر عملي لارښوونو يې عمل وكړاى شي. كه قرآن يوځل نازل شوى واى؛ نو د هغه وخت د حجازيانو زړه يې له پوهاويو او احكامو تورېده؛ ځكه يوځل پرې د عقيدتي مسايلو او عملي لارښوونو دروند پېټى ورپېټى كېده او هغه انسان، چې تر هغه وخته يې له مبداء، معاد او شريعت سره هېڅ كار نه درلود، له پنډونو پنډونو ګروهېزو او عملي مسايلو سره مخېده، چې په يوځل منل يې ورته ستونزمن و[49].

قُلِ ادْعُوا اللَّهَ أَوِ ادْعُوا الرَّحْمَنَ أَيًّا مَا تَدْعُوا فَلَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى وَلَا تَجْهَرْ بِصَلَاتِكَ وَلَا تُخَافِتْ بِهَا وَابْتَغِ بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلًا ﴿۱۱۰﴾ = ووایه : ((که يې ((الله)) دروبولئ یا ((رحمن = لوراند)) دروبولئ،په هر نامه یې چې دربلئ (سپېڅلى ذات يې يو دى او) يوازې ده ته ښکلې او غوره نامې دي .)) او نمونځ دې مه ډېر جګ او مه ډېر ټیټ وايه او ترمنځ یې (منځلارى) وسه .

110_ الله ته غوره نامې: د آيت ددې برخې په شان نزول كې روايت شوى، چې پېغمبر (ص) يو شپه په مکه كې پر سجده خداى د يا رحمن او يا رحيم په نامو ياداوه. پلمه مارو مشركانو له فرصته ګټنه وكړه او ويې ويل: وګورئ….. دا سړى، مو ټپسوروي، چې ولې ګڼ معبودي یوو؛ خو پخپله دوه خدايان نمانځي، حال دا ځان یوپالی – موحد بولي او تر يو معبود زيات نلري. دا آيت نازل شو او مشركانو ته يې ځواب وركړ، چې دا ګڼ شمېر نامې مو له پاك ذاته خبروي[50].

110_ د نمونځ ويلو دود: د 110 آيت روستۍ برخه د پېغمبر (ص) د نمانځه په هكله د مكې د مشركانو خبرو اترو ته ځانګړې شوې ده او ويل يې په جګ اواز نمونځ كوي، چې پرې ځورېږو، دا څه عبادت او كړلاره ده؟! خداى په دې آيت كې پېغمبر (ص) ته امر كوي: نمونځ دې نه ډېر جګ وايه او نه ډېر ورو؛ بلكې منځلارى وسه؛ خو داچې منځلاري څه ده او  ((جهر))  او  (( اخفات))  څه دي؟ جهر په ډېر جګ غږ ويلو او اخفات د ورو ويلو پر مانا دي. داسې چې پخپله انسان يې هم وانه وري. ددې آيت په تفسير كې له امام صادق روايت شوى دى: (( جهر دادى، چې غږ ډېر لوړ كړې او اخفات دا دى، چې ان پخپله يې هم وانه وري (نمونځ دې) دې دواړو حالاتو ترمنځ ووايه)) [51].

[1] الميزان، 13: 5 مخ.

[2] الميزان، 13: 7 مخ.

[3] الميزان، 13: 37 مخ.

[4] نمونه، 12: 24 مخ.

[5] الميزان، 13: 43 مخ+ نمونه، 12: 28 مخ.

[6] نمونه، 12: 39 مخ+ اطيب البيان، 8: 228 مخ.

[7] نمونه، 12: 48 مخ.

[8] نمونه، 12: 59 مخ.

[9] نمونه، 12: 63 مخ.

[10] الميزان، 13: 79 مخ+ نمونه، 12: 79 مخ.

[11] الميزان، 13: 97 مخ.

[12] الميزان، 13: 83 مخ.

[13] نمونه، 12: 101 مخ.

[14] نمونه، 12: 102 مخ.

[15] نمونه، 12: 107 مخ.

[16] نمونه، 12: 116 مخ.

[17] تفسير قمي، 1: 410 مخ.

[18] نمونه، 12: 126 مخ.

[19] نمونه، 12: 126 مخ.

[20] الميزان، 13: 104 مخ.

[21] نمونه، 12: 133 مخ.

[22] نمونه، 12: 157 مخ.

[23] نمونه، 12: 161 مخ.

[24] نمونه، 12: 161 مخ.

[25] الميزان، 13: 128 مخ+ نمونه، 12: 162 مخ.

 [26] نمونه، 12: 172 مخ.

[27] اطيب البيان، 8: 279 مخ.

[28] الميزان، 13: 142 مخ.

[29] نمونه، 12: 183 مخ.

[30] الميزان، 13: 143 مخ.

[31] الميزان، 13: 156- 161 مخونه.

[32] نمونه، 12: 200 مخ.

[33] نمونه، 12: 201 مخ.

[34] الميزان، 13: 169 مخ.

[35] بقره-253

[36] مجادله-22

[37] شعرا-193

[38] نباء- 38

[39] قدر-4

[40] شورى-52 سجده- 9 او حجر-29(.

[41] نمونه، 12: 250 مخ.

[42] منشور جاويد، 3: 208 او 215 مخونه.

[43] نمونه، 12: 273 مخ.

 [44] نمونه، 12: 289 مخ.

[45] نمونه، 12: 301 مخ.

[46] اطيب البيان، 8: 314 مخ.

[47] اطيب البيان، 8: 314 مخ+ نمونه، 12: 309 مخ.

[48] نمونه، 12: 315 مخ.

[49] الميزان، 13: 216 مخ.

[50] نمونه، 12: 324 مخ.

[51] نمونه، 12: 327 مخ.

×
  • دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط اندیال در وب سایت منتشر خواهد شد
  • پیام هایی که حاوی تهمت یا افترا باشد منتشر نخواهد شد.
  • لطفا از تایپ فینگلیش بپرهیزید. در غیر اینصورت دیدگاه شما منتشر نخواهد شد.
  • ارسال دیدگاه برای این مطلب مقدور نمی باشد!