تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه  قناعت د فضلیت کچه څه ده او ولې قناعت یو فضلیت دی؟ نن د اخلاقي مفاهیمو د څرګندنو له پلوه، په تېره کوم چې د ټولنې په ډګر کې کارېږي، ډېر فقیر یو. ددې فقر جبران د هغو کسانو پر غاړه دی چې پر […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 قناعت

د فضلیت کچه څه ده او ولې قناعت یو فضلیت دی؟

نن د اخلاقي مفاهیمو د څرګندنو له پلوه، په تېره کوم چې د ټولنې په ډګر کې کارېږي، ډېر فقیر یو. ددې فقر جبران د هغو کسانو پر غاړه دی چې پر اسلامي معارفو یې زړه سوځي او ګروهن دي که بشر ته څه ژغورنه وي؛ نو یوازې د همدې لارې میسره ده. متاسفانه زموږ اخلاقي کتابونه (چې نن یې د اسلامي اخلاقو د سرچینو په نامو ښیو) د تېرو ټولنو په لمن کې پالل او لیکل شوي کتابونه دي. هم پخواني علم او هم پخوانۍ ټولنې، دواړو په غوڅ ډول د اخلاقو او اخلاقي ارزښتونو په پوهېدو کې خپل اغېز پرېښی دی.

که نن څوک زموږ اخلاقي کتابونه پرانځي؛ نو د لرغونتوب بوی ترې بوېوي. شک نشته چې ددې کتابونو لیکوالو په خپل وخت کې لیکلو ته یې پرېمانه هڅې کړي او نهایت ځیرنه یې کارولې چې مضبوطې او ټینګې خبرې وکړي؛ خو کوم اجتهاد چې باید په ګردو دیني پوهاویو؛ له فقهې نیولې تر نورو فنونو وشي، متأسفانه په دې برخه کې ډېر لږ ترسره شوې دی. نو ځکه نن موږ تر هر وخت ډېر د اخلاقي مفاهیمو تشریح ته اړمن یو، چې باید ویې رغوو. او له نوې انسانپوهنې په ګټنې او د نویو ټولنیزو – سیاسي حالاتو په پامنیوي په دې پوهاوي کې نظر وکړو او نړۍ د دوی پر بڼه کړو او دوی هم په داسې بڼه منعکس کړو چې له اوسنۍ نړی سره ښاییږي. له دې اماناتو یو شمېر یې چې را رسېدلی، متأسفانه داسې یې بڼې وراړولي او یا دومره په اوسني وخت کې نامناسبه برېښي، چې معلومه نده، چا ته سترګې پر لار شو، چې د اماناتو دا پېټی پر اوږو کړي! نن بهرني واقعیات په بې رحمئ رامخې ته کېږي او تېر وینځي او هره شېبه د مخکېنی وضع پر ځای نوې وضع پرېږدي، پر ټولو اندیالو او دردمندو فرض ده چې ګام په ګام دا ادلون بدلون تعقیب کړي، ویې پېژني، اصلاح او کابو یې کړي او اړوند اخلاق ورجوړ کړي. نو ځکه په دې اړه د اندنې ورپرانستی دی او د اجتهاد لاس اوږد، او باید تر وسې وسې په دې باب غور او سوچ وکړو.

د دیني پوهاویو په سیوري کې د ځینو اخلاقي مفاهیمو د انډولولو بېلګې.

قناعت او د هیلو لنډول هم یو له همدې مواردو ځنې دي، چې انصافاً د ډېر غور وړ دي. د علم زېرمول هم له همدې مقولې ځنې دي. ومو پوښتل ایا دا ډاګیزه بلنه، چې د چا څه خوښه وي، زده دې یې کړي یو سم چار دی او ودې منل شي؟ ایا دا په اسلام او د اخلاقو په علم کې له کوم ارزښت سره ټکر نه مومي؟ ځواب مو ورته دا و، چې بیخي په ټکر کې دی او باید دا بلنه له څو اړخونو تر نوې کتنې او بیا غور لاندې ونیول شي. او که څه هم ظاهر یې ډېر ښه او غولوونکی دی؛ خو ددې ظاهر تر شا یو سخت اندېښمن او ډار زیږی باطن دی او څو یوه دنننۍ ضابطه او کچه ورسره مل نشي او د علم د زده کړې تقوا ورسره یو ځای نشي؛ نو زیان یې تر ګټې ډېرېږي. هو دا کچه په زوره عملي کولای نشو؛ خو بې ضابطې او بې کچې د علم زده کړه هم سم چار ګڼلای نشو.

اوس ووینو چې قناعت او د هیلو لڼدول څه اغېزې لري، چې د شریعت اخلاقي کچو په فضایلو کې شمېرلي دي او په دې کچو یې برید او دقیقه مانا معلوم کړو. ددې موادو یعنې پر اسلامي اخلاقي ارزښتونو د پوهېدو لپاره، یوه له ښو سرچینو ځنې، د صحیفه سجادیه د مکارم الاخلاق دعا ده، بله همدا د متقینو خطبه ده، چې پر شرح یې لګیا یو او بله د منافقینو خطبه ده، چې د متقینو تر خطبې روسته د نهج البلاغې په درېیمه برخه کې راغلې ده. په دې سرچینو کې له اسلامي نظره اخلاقي فضایل او مکارم په لنډو راغلي دي[1].

که څوک خپل ذهن له یوناني اخلاقو او طبقه بندۍ یې – چې متأسفانه د اسلامي اخلاقو علم هم پرې ککړ دی – وتوږي، دې اندنو ته په ورمراجعې به مهم ارکان، چې اسلامي اخلاق پرې ولاړ دي راوسپړي.

په اسلامي فرهنګ کې د اخلاقي فضایلو مهمه ونډه له دننه او دباندې د ټکر لري کونه ده.

یو له مهمترینو ارکانو ځنې، چې له دې لارې ترلاسه کېږي او د پښې پل یې په ګردو اسلامي اخلاقي سرچینو کې موندلای شو دا دي.

د ټولو اخلاقي فضایلو ګډه ځانګړنه داده، چې له دباندې او دننه د ټکرونو د لرې کونې لامل دي او چې څومره دغسې وي افضل او اشرف دي. څه چې د انسان په دننه او دباندې کې، جدال، شخړه او دښمني وزیږئ یا یې لا زیاته کړي مذموم او رټل شوي دي او څه چې دا ټکرونه وڅنډي مطلوب او ممدوح دي. هسې خو یې ددې دیانت نامه اسلام ایښې نه ده. ددې نامې ایښوونې په بطن کې پرېمانه ماناګانې پرتې دي، چې مسلماً یوه یې د امن و سلامۍ اړخ دی، چې دې دین وګړي او ټولنې ته ورډالۍ کړی دی. سلام جنتیانو ته د خدای تحیت[2] او د دوی تلپاتې اخروي ځانګړنه ده[3]. په جنت کې دښمن زیږي، چټي او د ګناه خبره نه وي[4] . دښمني د دوزخیانو کار وي[5].

سلام هغه چار دی، چې هره ورځ یې نه یوازې پر ځان؛ بلکې تر هر نمانځه روسته یې پر دیني مشرانو هم اچوو. په مقابل کې، د شیطان آریز چار جنګول، له خلکو د سلام او اسلام لرې کول دي[6].

ان سینګارونه یا پسولنه (تزیین ګري) چې د شیطان آریز چار دی، دا هم پر شخړه پای مومي؛ ځکه د حقایقو خړپړ لیدل، د بېلابېلو ډلو ترمنځ د همغږۍ شتون لږوي؛ نو ځکه یو له بل سره د جنګولو شونتیا یې ډېروي. حقوال ټول یو رنګ دي. دا باطل دی چې بېلابېل ټولګي لري او ذاتاً درز اچونکي او شخړه راولاړوونکي دي. څه چې د رټلې دنیا په نامې یادېږي، د نړۍ هغه ځانګړنې او چارې دي، چې د ټکرونو او شخړو د راښکاره کېدو لاملېږي. هر صنعت، خبره، کړنه يا مال چې دا چار زياتوي، ښه دنيوي (دنیوي تره)، ښه دوزخي (دوزخي تره) او ښه رټل شوی (مذموم تره) دی او څه چې انسان له دې ډګره، ګړنګ او جګړې لرې کړي، خورا ښه (محبوبترې)، ښه ستايل شوی (ممدوحترې)، ښه اسماني (اسماني ترې) او ښه جنتي (جنتي ترې) دی. د رټل شوی دنيا په اړه د قرآن خبرې ته پام وکړئ:

اعْلَمُوا أَنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَزِينَةٌ وَتَفَاخُرٌ بَيْنَكُمْ وَتَكَاثُرٌ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَوْلَادِ كَمَثَلِ غَيْثٍ أَعْجَبَ الْكُفَّارَ نَبَاتُهُ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَاهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ يَكُونُ حُطَامًا(حدید/۲۰) = پوه شئ، چې په حقيقت كې د دنيا ژوند يوه لوبه، ساتېري، سينګار، خپلمنځي وياړل او په شتمنيو او اولادونو كې یو پر بل د ورډېروالي هڅه ده . [بېلګه يې] د هغه باران په څېر ده،(چې پر خپل وخت وورېږي او له امله يې راټوكېدلى) كښت بزګرانو ته ښه ښكاري،دا (كښت پوخ او) بيا وچېږي او وينې،چې هغه ژېړ شو بيا پر بوسو بدلېږي.

د دنيا له ځانګړنو يو تفاخر (وياړنه) او بل تکاثر (ډېرېدنه) دی؛ يعنې په هر ځای کې چې يو له دوی ځنې وي؛ نو په رټلې دنيا کې به ورغوپه شوي يو.

 په رښتيا په دنيا کې د تفاخر او تکاثر اغيز څه دی؟ ايا بې له شخړې بل څه رادبره کوي؟ هغوی چې وياړن، تکاثر والا او ډېر غواړي دي او څه چې له نورو سره دي دوی يې ترې تر ګوتو کوي، نو د دوی ترمنځ يې لانجې ډېرې دي يا د هغو خلکو ترمنځ چې تفاخر او تکاثر والا نه دي؟ کوم يو له دې اوصافو د شخړې د راښکاره کېدو، د خلکو د جنګولو او د اور بلولو مُمَد او مرستندوی دی او کوم يو د شخړو او دښمنيو د لمبو تتونکي دي؟ د پوښتنې ځواب خورا څرګند دی. خدای وايي:

إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنزَغُ بَيْنَهُمْ (اسراء/۵۳)

د شيطان کار دا دی چې ترمنځ مو شخړه واچوي. دا شخړه اچول يو لار او وزله لري، چې يوه يې تفاخر او تکاثر دی.

شخړه راولاړوونکې پوهه رټل شوې ده

حضرت علي (ک) د متقينو يوه ځانګړه داسې راښيي:

« يمزج العلم بالحلم؛ د متقي پوهه له زغم سره اخږل شوې ده»

زغم هغه دی چې ددې ډول دنيوي شخړو د لرې کولو لاملېږي او نښتې کموي. لکه څنګه چې تر دې مخکې هم تېر شو، هره پوهه مطلوبه او ښه نه ده. پوهه چې له هره ځايه انسان شخړې ته راکاږي کټ مټ له همغه ځايه رټل کېږي. هغه پوهه او علم چې يو تن د نورو نعمتونو په څېر پلور ته، يا په بله وينا تکاثر او تفاخر ته ترلاسه کړي، چې د يو توکي په توګه يې وړاندې کړي او چېرې چې ګران پېرل کېږي، هملته یې وپلوري، نو دا علم هډو هغه علم نه دی چې خدای او د اسلام مشران يې وايي او دا هغه پوهه ده چې پېغمبر(ص) ترې خدای ته پناه وړه او ويل يې:

«خدايه له بې ګټې پوهې پناه دروړم[7]»

دا چې ويل کېږي علم بايد له زغم سره واغږل شي او لازم دي چې زغم بايد د پوهانو يوه ځانګړنه وي، دليل يې دادی چې علم د شخړو لاملونه چمتو نکړي. هم د انسان دننه آسوده او بې غمه وساتي او دباندې يې د جګړی له بلولو وژغوري. د امام زین العابدین د صحيفه سجاديه په مکارم الاخلاق دعا کې سوچ وکړئ او ووينئ چې امام سجاد له خدايه څه غواړي:

اللهم صل على محمد و آله و حلنى بحليه الصالحين و البسنى زينه المتقين فى بسط العدل… و الافضال على غير المستحق و القول بالحق و ان عز و استقلال الخير و ان كثر من قولى و فعلى و استكثار الشر و ان قل من قولى و فعلى و اكمل ذلك لى بدوام الطاعه و لزوم الحماعه و رفض اخل البدع و مستعملى الراى المخترع

«خدايه، پر محمد او آل يې درود ورولېږه او د صالحينو او متقينو په ښکلا مې ښکل کړه، چې د عدل په پراخولو کې هڅاند او سم او پر هغو کسانو لورنه وکړم چې څه حق راباندې نلري او که څه هم حق راته سخت پرېوځي ويې وايم او ښې ويناوې او کړنې که څه لږې وي، ډېرې وبولم، او بدې کړنې مې ډېرې وبولم، که چه لږې هم وي او دا ګرد د اطاعت په غځونې، د جماعت په لزوم او د نوښتګرو – بدعتیانو په پرېښوو راپوره کړه»

خدايه! داسې مې کړه چې پر هغه ولورېږم، چې مستحق نه دی. خلک معمولاَ د حقوالو حق نه ورکوي، د نامستحقينو خو لا څه.

 خو امام له خدايه تر دې يوه اوچته مرتبه غواړي. وايي خدايه، دومره پراخ ظرفيت را، چې پر هغه ولورېږم چې ان حق یې هم نه دی او پر ځان يې ورړومبی کړم. تل حق ووايم او په عاجزۍ خپلو ښو چارو ته ډېر اهميت ورنکړم.

 که ځير شئ ددې ګردو  فضايلو (حق ويل، لورنه، عاجزي، د عدل خپرول، د بدعت او نوښت له منځه وړل) خورا لږ اغېز دادی چې د لانجو سترګې ړندوي او د دښمنۍ مورينه شنډوي.

څوک چې حق حقوال ته نه ورکوي او بلکې ترې غلا کوي يې هم، نو دا د ډېرو شخړو د راولاړولو لاملېږي یا هغه چې نه یوازې حق حقوال ته ورکوي؛ بلکې تر دې هم اوچت ګام اخلي او هغه چې حق یې هم نه دی تر ځانه یې ړومبی کوي ؟ هغه چې ځان لوړ بولي او تر نورو ځان غوره ګڼي؛ نو ایا دا کس ډېر له نورو سره لاس وګرېوانېږي یا هغه چې له خلکو سره ښه راشه درشه او عاجزي خپلوي. له آره ولې تکبر بد دی؟ ایا بې د شخړو له راولاړولو د کبر ټولنیزه ونډه څه ده[8]؟

د هغو کسانو ترمنځ چې په خپلو کې یو پر بل کبر کوي او هر یو بل ته ځان ټیټ او کم ګڼي او په هر ځای کې ځان ته په ړومبیتوب قایل دی او خپل شان یې چې څنګه دی ترې اوچت ویني چې دی او یوازې خپل حقوق واجب الاحترام پرېږدي، نو ایا په دوی کې د خوندیینې او سلامتي زمینه ډېره ده یا د هغو کسانو ترمنځ چې عاجزي او تواضع کوي او هیڅوک له خپلې بړستنې پښې دباندې نه وباسي او خپل حق څنګه چې دی پېژني او بلکې ځان تر نورو ټیټ بولي؟

 په همدې دلیل وایو که د عالم پوهه په کبر پای ته ورسېده؛ نو دا علم په درد نخوري او له ضاره او زیان رسوونکیو علومو ځنې شمېرلیږي نه ګټورو. د علم زده کړه ددې لپاره ده، چې انسان هم خپل ضمیر آسوده او بې غمه کړي او خلکو ته ګټه ورورسوي. که څوک د علم په زده کړه، لا داړن، لا کبرجن او ښه تمکار شو؛ بېشکه د دغسې شیطاني نوکر پوهه ګټوره نه ده. نورو رذایلو ته وګورئ، ووینئ چې ټولنیزه ونډه یې څه ده. کینه، غیبت، ظلم، ډېر غوښتنه، اسراف، وندل کنځل، غلا، کبر، سپکاوی او اهانت، ډېرخوري، وییدل….. ایا دا ټول آرامي ځپاندي او لانجې راولاړوونکي نه دي؟ یو کینه کښ په پام کې ونیسئ، شونې ده، چې کینه کښ بل ته زیان ونه رسوي؛ خو بېشکه ځان دننه سوځوی. د سعدي په وینا:

توانم آنكه نيازارم اندرون كسى        حسود را چه كنم كو ز خود به رنج در است؟

(گلستان، ص 63)

دا ځورونه، دا دنننۍ جګړه او اور چې کینه کښ د ځان پر ضد بل کړی او کوم رذیل خوی چې ورسره مل دی، یوه شیبه یې هم آرام او بې غمه نه پرېږدي.

پایله دا چې، یو له هغو چارو چې باید د اخلاقو کچه، چورلیز او آریزه تله چې له ستایل شویو صفاتو ځنې د رذیله صفاتو په تشخیص کې په پام کې ونیسو، همدا ده چې ووینو ایا دا ځانګړنه د انسان په دننه او دباندې کې، په ځان او خلکو کې شخړې لاډېروي یا یې راولاړوي.

جنتي صفات د تعارض ضد او دوزخي ځانګړنې لانجه مارې دي.

د همدې دلیل له مخې په قرآن کې راغلي چې تخاصم د دوزخي کار دی:

إِنَّ ذَلِكَ لَحَقٌّ تَخَاصُمُ أَهْلِ النَّارِ (ص/۶۴) = بېشکه د دوزخيانو خپلمنځي شخړه یو واقعیت دی.

په هر کچه چې په یوه ځای کې تخاصم او دښمني وي، نو همغومره پکې دوزخ واکمن دی. او بلخوا دوستي او وروري له جنتي چارو ځنې دي او په هرځای کې چې دوستي او وروري واکمنه وي، نو همغومره پکې جنت حاضراو واکمن دی.

په حجر سورت کې د جنتیانو په شان کې راغلي چې:

وَنَزَعْنَا مَا فِي صُدُورِهِم مِّنْ غِلٍّ إِخْوَانًا عَلَى سُرُرٍ مُّتَقَابِلِينَ (حجر/۴۷) = او له سينو يې هر ډول كينې او دښمنۍ لرې كوو،چې د وروڼو په څېر پر تختونو، يو بل ته مخامخ کېني .

ایا خدای پر جنتیانو پاک شراب نه څښي؟ دا پاک شراب چې خدای پر جنتیانو ورڅښي[9] د انسانانو په زړونو کې د کینو وینځونکي او پاکوونکي دي، چې د شخړو او لانجو آریز لامل دی او دا چې ومینځل شي، نو ټول یو له بل سره ورونه کېږي او پر مخامخ تختونو کېني:

إِخْوَانًا عَلَى سُرُرٍ مُّتَقَابِلِينَ (حجر/۴۷) = چې د وروڼو په څېر پر تختونو، يو بل ته مخامخ کېني .

او په دوستۍ او سلامتۍ جنتي ناوهل شوی ژوند تېروي. نو هر صفت چې د انسان په ډاډمنتوب او همداراز جنتي کېدنه پای مومي، ممدوح او مطلوب دی. اصولا ددې راز چې وایو ځینې اوصاف ښه دي او انسان جنت ته بوځي، همدا دی چې انسان جنت صفتی کوي، لکه چې تر دې وړاندې هم وویل شو، جنت و دوزخ له بل ځایه راته نه راوړي؛ بلکې موږ خپل جنت او دوزخ له ځان سره وړو. موږ په دې نړۍ کې بې له خپله ځانه بله پانګه نلرو او هغوی چې دلته ځانونه جنتیان کړي هلته هم جنتیان دي او هغوی چې دلته دوزخیان دي، هلته هم دوزخیان دي:

وَمَن كَانَ فِي هَذِهِ أَعْمَى فَهُوَ فِي الآخِرَةِ أَعْمَى (اسراء/۷۲)

شاعر وايي:

چې په اور راته مخ تور کړي بیا مې ټیټې سترګې بیایي

زه به هغه جنت څه کړم چې دوزخ یې دروازه ده

نو هر صفت چې وروري رادبره کوي جنتی صفت دی او څومره چې ورور وژونکی وي، جهنمي دی. پر اسلامي امت د خدای یو ایښوول شوی منت او دا چې د اسلام پېغمبر (ص) هم له همدې ستایلی شوی، دادی چې پېغمبر (ص) راغی او تاسې چې وروڼه نه وئ، سره وروڼه یې کړئ. مسلمینو ته وايي:

وَاذْكُرُواْ نِعْمَتَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنتُمْ عَلَىَ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ (آل عمران/۱۰۳) = د خداى هغه (ستر) نعمت درياد كړئ،چې تاسې د يو بل دښمنان وئ؛ خو هغه مو په زړونو كې مينه واچوله نو په لورنې یې (د یو بل) وروڼه شوئ او تاسې د يوې اورينې كندې پر غاړه وئ؛ نو ترې ویې ژغورلئ،خداى خپل آيتونه درڅرګندوي،چې ګوندې سمه لار ومومئ.

دا چې د پېغمبر راتلل د جنت په زیري و، مانا یې همدا ده. جنتیان وروڼه دي، او پېغمبر (ص) هم چې راغی مسلمینو ته یې همدا وروری راوړه، یعنې همغه جنت[10].  څومره چې څوک له دې مانا لرې شي او له دې چورلیزه او موخې ډېر واټن ونیسي، له جنته لرې او دوزخ ته ور نژدې شوی دی. دا چې خدای مسلمین له دوزخه ژغورلي[11] ؛ نو دلیل یې دا و چې اخوت یې ور پربرخه کړی دی.

د «سلام» او «اسلام» دقیق مفهوم

د اسلام په ښوونځي کې د «سلام» او «اسلام» دقیقه مانا همدا ده. پر یو بل سلام اچول؛ یعنې د ورورۍ او اخوت د نسیم ور رسول او همداراز یو بل ته د جنت د نسیم وررسول؛ یعنې د دوزخ د اور مړه کول. او دا ټولو ته د خدای له لوري یو مبارک او پاک تحیت دی[12] (۲) دا چې سلام د قیامت پر ورځ جنتیانو ته د خدای تحیت دی[13] او جنتیان په جنت کې بې له سلام و سلامه بل څه نه اوري[14] هسې یو ست نه ؛ بلکې د خدای د «سلام» نامې راښکاره کېدل دي، چې په جنت کې د ګردو جنتیانو په زړونو کې امنیت او روري کېنوي؛ خو «سلام» دوزخیانو ته نه ورلېږل کېږي او دوی به په خپلو دښمنیو کې غوپې وهوونکي پاتې شي، او دا حق دی:

إِنَّ ذَلِكَ لَحَقٌّ تَخَاصُمُ أَهْلِ النَّارِ (ص/۶۴) = بېشکه د دوزخيانو خپلمنځي شخړه یو واقعیت دی.

او په یوه  جمله کې، میړني، متواضع، رئوف، حق پېژاندي، قانع، متقیان، له خدایه ډارېدونکي لږ خبري کوونکي، لږ خوره، عادل، نرم خویه، زغمناک، له ظلم سره مبارزه کوونکي او حق غواړي ارامه ټولنه او همداراز جنتي ټولنه جوړوي. او ددې فضایلو ډېره لږه اغېز دا ده چې د شخړو تخم وچوي. او ډېر غوښتونکي، کبرجن، ظالمان او … په دننه او بهر کې بې له دوزخه بل څه نه پنځوي.

د قناعت برکتونه

اوس دې ټکیو ته په پامنیوي او په دې اندیزه – فکري جغرافیا کې د قناعت او اوږدو هیلو شان ښه معلومېږي. راشئ ووینو چې قناعت او د هیلو لنډوالی له کوم اړخ سره مرسته کوي، له اخوت، د شخړو دفع، د کينې او دښمنۍ د اور مړه کولو یا د خلکو د ژوند په درمند کې د اور په بلولو کې؟

که په رښتیا یې د جنت په چمتو کونې او جنتي ګلونو په راټوکولو کې ډېره مرسته کوله؛ نو نباید شکمن اوسو چې له فاضله اوصافو ځنې دي او په هره بیه چې وي باید تامین، خوندي او عملي يې کړو او د دېوانو او شیطانانو القائاتو او وسوسو ته اهمیت ورنکړو، چې پلانۍ اوسنۍ یا پرونۍ نظریه د پلاني حکیم له فلسفې سره، باطناً یا ظاهراً په ټکر کې ده؛ ځکه دا مبنا راته ډېره جدي ده، تردې خورا جدي چې په یو ساده او سرسري قضاوت یې څنډې ته کړو او په اړه یې فکر ونه کړو. تامل او سوچ وکړو چې جنت ته تلل او اسلامي سلام پلي کول څه چارې او دندې را نه غواړي چې پوره یې کړو.

اوس په دې کچه سنجولای شو چې قناعت فضلیت دی یا رذیلت. قطعاً د قناعت له ګټو یو یې همدا د لانجو دفع او لرې کونه ده. کوم انسانان چې په ژوند کې د اړتیا تر بریده ( په تولید یا لګښت کې) قناعت کوي او تر اړتیا ورزیات څه نه غواړي، هرومرو تکاثر والا نه دي. تکاثر او ډېرو غوښتنه د شخړو له خوټېدلو سرچینو راولاړېږي، که د وګړني ژوند په کچه وي یا د ټولنیز ژوند. بېشکه قناعت چې د تکاثر ضد دی، د نزاع او شخړو د اور په مړه کولو کې مرسته کوي.

تمه، د قناعت مخالفه ده او په ډاګه ده چې په تمه والاوو کې تر قانعینو د نښتو او لانجو شونتیا ډېره ده؛ خو څه چې تردې ځایه مو وویل د قناعت ټولې ګټې نه دي او دا نه تمامېدونې زېرمه – د امیرالمؤمنین علي(ک) په تعبیر[15]  –  یوازې د انسان همدا یو اړخ نه شتمنوي. سمه ده چې د قناعت زېرمه انسان له دننه مړوي او سمه ده چې د سعدي په وینا:

كنج آزادگى و گنج قناعت ملكى است        كه به شمشير ميسر نشود سلطان را

اين به در مى‏رود از باغ به دلتنگى و داغ        و آن به بازوى فرح مى‏شكند زندان را

موړ او غني هغه دی، چې له دننه غني وي او د مولانا په وینا:

شاه آن باشد كه از خود شه بود        نى به مخزنها و لشكر شه شود

مخزن آن دارد كه مخزن ذات اوست        هستى او دارد كه با هستى عدوست‏

(مثنوى، دویم دفتر ، 3208 او 1470 بیتونه)

 او په روایت کې دي:

خير الغنى غنى النفس[16] – غوره مړښت، د نفس مړښت دی.

او خدای خپل استازي ته وویل:

وَلَا تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ إِلَى مَا مَتَّعْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِّنْهُمْ (طه/۱۳۱)

دا ټول سم دي؛ خو دا ددې بې پایه زېرمې ټوله موجودي نه ده او تردې ډېر څه لري، او هغه دا که یوې ټولنې قناعت خپل کړ؛ نور نو ځان نه حراموي او تر قناعت ډېر لګښت نه کوي او ځکه نو هره پانګه چې لري که دنننۍ وي یا بهرنۍ ټوله ناپاییږي؛ ځکه د عمر، فکر، مال، قوت، سلامتی او… ډېره پانګه په لانجو کې له منځه ځې او قناعت به د شخړو جرړه وچه کړي.

د شخړو د ناوړو پایلو څېړنه

ایا تر اوسه مو غور کړی چې ولې لانجې دومره بدې دي؟ او دا بدي له کومه راغلې ده؟ دا بدې له دې لامله ده، چې انسان علی الاصول د شخړې پر حال له پانګې زیان مومي. البته موږ په نړۍ کې، ټول د زیان په حال کې یو.

وَالْعَصْرِ. إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ (عصر ۱/۲)

 موږ زماني موجودات یو، تل وخت راباندې تېرېږي، که غواړو یا و نه غواړو زړېږو، مرو او ځوو. او ددې بهیر مخه نشو نیوای. همدا مو برخلیک دی؛ خو دا خسران جبرانولای شو، ځکه خدای تر [وَالْعَصْرِ. إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ] روسته وویل:

إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ (عصر/۳) = خو بې له هغوى چې ايمان يې راوړى او ښه (كارونه) يې كړي او يو بل ته يې د حق سپارښتنه او د زغم سپارښتنه کړې وي .

دا زیان د ایمان، صالح کړنو، په حق سپارښتنې او صبر سپارښتنې جبرانولای شو؛ خو د نزاع او شخړې زیان، یو له ځانه جوړ کړای شوی زیان دی چې ایمان او صالح کړه وړه یوځای له منځه وړي. او تر شخړې خو لا بدتر دا دی چې انسان ټول عمر په جګړو او دنننیو او بهرینو دعواوو کې تېر کړي او دا ژونددود تېرول هم ښه وبولي او که څوک وغواړي ورپام یې کړی، له ده سره هم لاس وګرېوانېږي. په رښتینه کې دغسې انسان د هغه شیطان ځپلي وګړیو له ډلې دی، چې د قرآن په تعبیر په سترګو کې یې ناوړه کړنې ښکلې ورانځور شوي. ټول ژوند، جګړه او جدال بولي او له ډاډمنتیا ناخبره دی[17] او دا یو له خورا زیانمن او ناکام ترین خلق الله ځنې دی. په دنیا کې د شیطان مهمترینه ونډه سینګارونه او پسولنه. کله چې خدای شیطان وشړه، ویې ویل:

قَالَ رَبِّ بِمَآ أَغْوَيْتَنِي لأُزَيِّنَنَّ لَهُمْ فِي الأَرْضِ (حجر/۳۹) = 39   (ابليس) وويل: پالونكيه ! له دې لامله،چې بېلارې دې كړم؛نو زه به په ځمكه کې (توکیز نعمتونه) ښكلي ورانځور کړم.

یعنې چارې یې اپوټه ورښیو. دا یې یو کار دی او بل کار یې په خلکو کې فتنه راولاړول دي:

إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنزَغُ بَيْنَهُمْ (اسراء/۵۳)

او همدا کار هم خلکو ته ورسینګاروي[18] یعنې انسان یو عمر په بې ګټې نښتو کې تېروي او انګيري چې ښه کار کوي. دا کسان تر ټولو بې برخې او ناکامتر دي:

قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالًا (کهف/۱۰۳) = ايا ډېر زيانکاري خلک در په ګوته کړو؟

الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا (کهف/۱۰۴) =  هغوى چې په دنيوي ژوند كې يې هلې ځلې وركې او پوپنا شوې دي؛خو پخپله انګېري،چې ښه كارونه كوي .

هغوی په دې دنیا کې تر ټولو ډېر زیان مومي چې هڅه یې چټي او پانګه تاوانوونکې دي او انګېري چې یو ګټور کار کوي. دا چې وایو قناعت فضلیت دی، لمن یې دومره پراخه ده او هر کار او بل څوک چې انسان یو ګام له جګړو او دښمنی لرې کړي ممدوح، محمود او ستایل شوی دی. مسئاله، د عمر د پانګې ځارول دي چې مازې یو ځل تر ګوتو کېږي او ان که په همدې دنیا پورې اړوند وي، بیا هم ډېره ستره او شریفه وه، دا خو لاڅه چې لکۍ یې تر ابدیته وغځېږي.

د قناعت نور برکات

د قناعت او د تمې نه کولو له مهمو اغېزو ځنې ځانباوري – عزت نفس او پر روح لاسبري ده. د قناعت یوه بله ګټه عزت او اروایې ځواک دی. غوره ده دا مطلب زوی ته د لقمان حکیم په یوه نصیحت پیل کړو:

يا بنى… و اقنع بقسم الله ليصفو عيشك فان اردت ام تجمع عز الدنيا فاقطع طمعك فى ايدى الناس. فانما بلغ الانبياء و الصديقون ما بلغوا بقطع طمعهم [ بحارالانوار، 13 ټوک ]

« زویکه! د خدای پر درکړې برخه قناعت وکړه، چې ژوند دې پاکي ومومي او که د دنیا عزت غواړې؛ نو د خلکو شتو ته تمه مه کوه؛ ځکه (او آریز ټکی دلته دی) انبییا او صالحین له تمې نه کولو دې ځای ته رسېدلي دي.»

امام باقر(رح) وايي : بئس العبد عبد له طمع يقوده و بئس العبد عبد له رغبه تذله [ بحارالانوار، 70 ټوک ]

« هغه بنده څومره بد بنده دی، چې بندي کوونکې تمه لري او څه بد بنده دی هغه چې ذلیلونکې څوبتیا لري»

زړه تړنې په دنیا کې انسان ته یوازې ذلت او اسارت راولي.

په هره اندازه چې انسان ځان په یو څه پلورلی وي، هومره یې بندي، اسیر او ذلیل دی. دا چې پېغمبران هر ځای ته رسېدلي له تمې نه کولو رسېدلي دي په رښتیا دا یو ستر حقیقت دی، چې لقمان خپل زوی ته ورزده کړي او دا خورا د سوچ او تأمل ټکی دی. څوک چې د پېغمبرانو لاروي غواړي، دا ټکی دې زده او عمل دې پرې وکړي. هیڅوک په دنیا کې بې پاره نه عزتمنېږي.

عزیز او عزتمن څه مانا لري؟ عزیز دا نه دی چې له ځانه او ځان ته بر عزت قایل وي، چې دا ځانویني او عجب او بلکې تکبر دی او نه یوازې عزت نه دی، چې خورا پریوتی ذلت دی. عزت یعنې دا چې انسان تمې او ذلت ته غاړه کېنږدي او ځان یې په ډېره لږه بیه نه وي پلورلی، دا چې عزت یوازې د خدای دی، دلیل یې دادی چې خدای د هیڅ ذلت تر پېټي لاندې نه دی او دا چې عزت یوازې د رسول الله دی، دا ځکه چې رسول الله (ص) د تمې والا نه دی، او دا چې عزت مؤمنینو لپاره هم دی، په دې دلیل دی چې مؤمنان تمې والا نه دي:

وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ (منافقون/۸)= حال دا چې عزت خو يوازې د خداى، د استازي یې او مؤمنانو ځانگړنه ده؛خو دوه مخي په دې نه پوهېږي .

هغوی چې تمې والا دي، مؤمنان نه دي؛ نو ځکه عزیز او عزتمن هم نه دي.

انبیا هم چې عزتمن شوي، تمه یې پرې کړې وه. ولې پېغمبران د خلکو پر وړاندې ودرېدای شول او په پوره ځواک او بې پروايۍ یې خپل پیغام خپور کړ او د مولوی په وېنا د چا پروا یې نه کوله:

هر پيمبر سخت رو بد در جهان

يكسواره كوفت بر جيش شهان

رو نگردانيد از ترس و غمى

يك تنه تنها بزد بر عالمى

سنگ باشد سخت رو و چشم شوخ

او نترسد از جهان پر كلوخ

كان كلوخ از خشت زن يك لخت شد

سنگ از صنع خدايى سخت شد

گوسفندان گر برونند از حساب

زانبهيشان كى بترسد آن قصاب

 (مثنوى،درېیم دفتر، 4141 -4145 بیتونه)

 پېغمبرانو ولې د چا پروا نه درلوده؟ ولې د جوړجاړي والا نه ول؟

په دې دلیل چې لومړی یقینوال ول، دویم دا چې ډارن نه ول.

 له امام حسین روایت شوی، چې د کوفیانو پر وړاندې یې دا شعر ووایه:

فان نهزم فهزامون قدما

و ان نغلب فغير مغلبينا منايانا و دوله آخرينا

و ما ان طبنا جبن ولكن

[ على بن طاووس، اللهوف على قتلى الطفوف. ]

یعنې «که لاسبري شوو، له وړاندې لاسبري وو او که ماتې مو وکړه، په رښتینه کې مغلوب نه یو. ډارېدل مو عادت نه؛ بلکې زموږ د مرګ نوبت او د نورو اقبال دی.»

او درېیم دا چې تمې والا نه و او حقیقت دادی چې ډارېدل د تمې یوه برخه ده. او تمه نه کول تر هر څه ډېر انسان ته بې پروايي ورکوي. تمه له انسانه زړه ورتوب اخلي. تمې والا چې خپله تمې د چا یا یو څیز مريی کړې، اړ دی چې په ډېرو ځایونو کې پرحق پښه کېدي یا له حقه تېر شي او بې دلیله غاړه کېدي او په لنډه وینا، تل ملاحظه او پروا لري. عشق چې د زړه ورتوب او ایثار ښوونکی دی، لومړی څیز چې عاشق ته ورښيي د تمې نه کول دي. مولوی چې د عاشقانو مخکښ و، د عشق زړه ورتیا ستایي او وایي:

مرده بدم زنده شدم، گريه بدم خنده شدم

دولت عشق آمد و من دولت پاينده شدم

ديده ى سير است مرا، جان دلير است مرا

زهره ى شير است، مرا زهره ى تابنده شدم

(كليات شمس، 1393 غزل)

 تمه او تړاو، یو حجاب دی چې نه پرېږدي یو انسان پوه شي، نه څه ووایي او نه عمل وکړي:

اكثر مصارع العقول تحت بروق المطامع (نهج البلاغه، کلمات،۲۱۹)

« په ډېری ځایونو کې چې عقلونه پر ځمکه رالوېږي هغه ځایونه دي، چې تمې راټوکېږي.»

د تمې پړقهار د عقل سترګې خړپړوي. تمه نه یوازې په عمل کې د انسان لاسونه تړي؛ بلکې د پوهېدو مېړانه هم ترې اخلي. پوهېدل (حجاب) څیروي او انسان باید په پوهېدو کې مېړنی او شجاع وي، نه یوازې د نورو پر وړاندې؛ بلکې د ځان پر وړاندې هم باید زړور وي او ځان ته اجازه ورکړي، حق څنګه چې دی وویني او وپوهېږي او څه یې ترې پټ نشي. د مولوی په تعبیر کله حق څرګند دی؛ خو تمه والا یې نه ویني. غرض او تمه د پوهېدو او ادراک دوه پردې دي:

چون غرض آمد هنر پوشيده شد

صد حجاب از دل به سوى ديده شد

(مثنوى،لومړی دفتر، 334 بیت)

تمې والا د هغه روژه تي پیشنمي خور په څېر دی، چې سباوون نالیدلی ګڼي او خپلو خواړه خوري:

روشن است اين ليك از طمع سحور

آن خورنده چشم مى بندد ز نور

حرص چون خورشيد را پنهان كند

چه عجب گر پشت بر برهان كند

(مثنوى، پنځم دفتر 3057 او 3055 بیتونه)

 دغسې ده چې تمه روښانه لمر هم تتوي. له دننه د تمې پرې کونه، انسان ازادوي، په تېره د حق پوهېدو او د حقیقت پر وړاندې د غاړه ایښودو پر وخت. تمه تل انسان دوه زړی او اندېښمن ساتي. کله هم انسان ته زړه تړنې ارزانه نه پرېوځي. نباید وانګېرو چې په یو څیز زړه تړل انسان نږه او پوره پر ځای پاتې کوي، هره زړه تړنه په رښتینه کې د ځان د یوې برخې پلورنه ده. او قناعت ددې ډول زړه تړنو او تمو د ریښو غوڅول دي، چې د دننني او بهرني شجاعت پردې دي، هم له انسانه حق پټوي او هم زړورتیا ترې اخلي، او هم یې په عمل کې لاسونه تړي او هم یې په دننه کې د حسرت اور بلوي. که وایي چې مېړانه د فضایلو سر حلقه ده؛ نو ډار بدترین رذالت دی. پېغمبران ددې لپاره چې د ځواک والا وي او بې غمه خپلې خبرې وکړای شي؛ نو له خپل ځانه پې د هرې تمې جرړه غوڅه کړې وه، او د امیر المؤمنین علي(ک) په تعبیر:

مع قناعه تملا القلوب و العيون غنى و خصاصه تملا الابصار و الاسماع اذى (نهج البلاغه، ۱۹۲ مه خطبه)

« په عین نېستۍ او فقر کې چې سترګې او غوږونه ځوروي، یو قناعت یې درلود، چې زړونه او سترګې له مړښته ډکوي»

 که لږ غور وکړئ، وبه وینئ کوم کسان چې په دنیا کې د جدي اغېز سرچینه شوي، د تمې والا نه وو.

ګاندي ته وګورئ. ولې یې پیغام او عمل تردې بریده اغېزناک شو؟ ځکه پښې یې تر خپلې بړستنې غځولې وي او تمې والا نه و، پر څه یې زړه تړلی نه و، چې وډار شي ترې یې واخلي او د خپل قناعت ثمره یې چې عزت و [مره القناعه العز (غررالحكم) ] تر لاسه کړ.

د نورو د مشرۍ شرط؛ پر ځان لاسبري او تسلط دی

که څوک دا پړاو ونه وهي، پر نورو لورېدای نشي. د نورو د مشرۍ لپاره ړومبې ګام دادی چې پر ځان یې مشري کړې وي؛ نو هله د نورو مشر کېدای شي. «چې لار پېژاندی نه یې؛ نو کله لارښودېدای شې؟»  له یوه مشره ړومبی پوښتنه کېږي، له ځان سره دې څه کړي، چې د خدای له مخلوق سره به یې وکړې؟ څه وخت دې په خپل ګرېوان کې سرښکته کړی، له ځان سره دې حساب کړی او نفس دې پاک کړی چې ځان د مشرۍ وړ بولي؟ ته خپله په زرګونو کړیو کې راتاو یې، نور په څرنګه ازاد کړې؟ د مولانا په وینا، ټول په صندوق کې پراته یو او روحمندانو ته اړمن یو چې ترې راخوشې مو کړي. دوی ازادي راوړوونکي پېغمبران دي:

از هزاران يك كسى خوش منظر است

كه بداند كو به صندوق اندر است

اى خدا بگمار قومى روحمند

تا ز صندوق بدنمان واخرند

چون به آزادى نبوت هادى است

مومنان را ز انبيا آزادى است

كيست مولا؟ آن كه آزادت كند

بند رقيت ز پايت بركند

(مثنوى، شپږم دفتر، 4540 ،4541 ،4503 او 4505 بیتونه)

انسان لومړی باید خپله ازاد شي، چې روسته نورو ته هم ازادي ورډالۍ کړای شي. پر چا چې له دننه په سل ګونه شیطانان واکمني چلوي، څنګه نور ازادولای شي.

که علي بن ابیطالب، امیر المؤمنین شوی، دلیل یې دادی چې ړومبی پر ځان امیر شوی، پخپله وايي:

ايهاالناس انى و الله ما احثكم على طاعه الا و اسبقكم اليها و لا انهاكم عن معصيه الا و اتناهى قبلكم عنها (نهج البلاغه،۱۷۵ مه خطبه)

« خلکو! پر خدای قسم هیڅ اطاعت ته مو نه رابولم؛ خو دا چې په عمل کې تر تاسې ورباندې مخکې شوی اوسم، او له هیڅ ګناه مو نه نهې کوم؛ خو دا چې تر تاسې وړاندې مې لاس ترې اخستی وي»

د انبیاوو مهمترینه معجزه د ځان جوړوالی، امانتوالي، بې تمي، شجاعت، مېړانه او پاکلمنتوب و او همدې ځانګړنو یې خبرې زړه پورې کولې. د انبیاوو مهمترینه معجزه پخپله همدوی وو؛ باکرامته، عزتمن، زغمناک، مقاوم، بې پروا او با صلابته چې مازې وجود یې ابوالمعاجز و. د لبنان یو مسیحي عرب شاعر «مارون بک عبود» د اسلام د پېغمبر په شان کې په یوه ښکلې سل بیته قصیده کې ویلي:

هى ذلك الروح الذى يتقمص الابطال للحدث العظيم الشان تلقى على الاعداء شكتها فتدفعهم فينفجرون كالبركان. نبوت جامع اين پنج خصلت است: حكمت، سركشى، پارسايى، وحى و شفقت.

یعنې« نبوت پنځه خصلتونه رانغاړي: حکمت، سرغاړي، تقوا، وحې او شفقت. نبوت یو روح دی چې اتلان یې اغوندي، چې سترو پېښو ته چمتو شي. پر دښمنانو چې ګوذار وکړي، دا ورغورځي په څېر یې الوزوي.»

« سرغاړي» د مېړانې او بې تمي عنصر دی. پېغمبر باید سرغاړی او بې پروا وي. (چې نباید) ددې پېرونکي او هغه مرید لحاظ وکړي او یا له پلاني سرزوري وډار شي. او یا یې د زرو او شهوت برښنا سترګې وبرېښوي. دغسې یو تن کوچنی هټۍ هم نشي چلولای، پېغمبري خو لا څه کوې چې د خالق او مخلوق ترمنځ یوه ستره سوداګري ده.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى تِجَارَةٍ تُنجِيكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ (صف/۱۰) = مؤمنانو! ايا داسې يوه راكړه وركړه دروښيم، چې له دردناك عذابه مو وژغوري؟!

 د لقمان له حکمته د ډکو خبرې خواله دا ده چې ویې وویل: انبیا او صدیقین چې هر ځای ته ورسېدل د تمې نه کولو له لامله و.

انفاق بې قناعته شونی نه دی.

د قناعت او تجمل پالۍ پرېښوو بل برکت دادی، چې له انسان سره د ډېری ښو چارو په کولو کې لاسنیوی کوي. «انفاق» په پام کې ونیسئ. په قرآن او نورو دیني سرچینو کې د انفاق په اړه خبرې شوي. خو په رښتیا څوک انفاق کړای شي؟ یو مهم ټکی چې باید پام ورته وشي، دادی چې یوازې مالي شونتیاوې انسان ته د انفاق وسمني نه ورکوي؛ بلکې قناعت انسان پر نفقې ورکولو سخي کوي.

یوازې هغه کړای شي چې ټول وګړي بې دریغه او د سمندر په څېر له خپل وجوده برخمن کړي او د سمندر په څېر پر غاړه یې پرتو کسانو ته مرغلرې ورکړي او د باران په څېر ورېدای شي چې ړومبی د قناعت په مرسته د ژوند د ډېری زوائدو پرېښوول ورته هوار او اسان شوي وي. انسان که قانع شو منفق کېدای هم شي، که نه د ایثار او سرښندنې پر ځای به، استیثار او زبېښاک وکړي. مؤمن هغه دی چې د خیر هیله ترې وشي[19] او چا چې مرسته ترې وغوښته لاسنیوی ورسره وکړي او دا چار هغه کسان کړای شي چې د قناعت د ونې تر سیوري لاندې ناست وي. نو ځکه قناعت یو چار دی، چې نه یوازې انسان ته دنننی ارامي او اروایي عزت ورکوي؛ بلکې نور یې هم له مرستو برخمنېږي.

قناعت عمر برکتي کوي او له شخړو او ګناه یې تشوي

د قناعت بل برکت، د عمر برکتي کېدل او له ګناه لرېوالی دی. قانع چې خپل عمر په ډېر غوښتنه، خپل او له نورو سره په سیالۍ نه تېروي، د ژوند پانګه به یې خوندي او ګټوره وي او له خپلو وختونو به ډېره ګټه اوچته کړي.

عمر دا نه دی چې په شخړو؛ ډېر غوښتنې او سیالۍ کې تېر شي، عمر هغه دی، چې د حق په نژدېوالي کې تېر شي:

عمر خوش در قرب جان پروردن است

عمر زاغ از بهر سرگين خوردن است

عمر و مرگ اين هر دو با حق خوش بود

بى خدا آب حيات آتش بود

(مثنوى، پنځم دفتر ، 771 او 777 بیتونه)

له ګناه لرېوالی همدغسې دی. ډېر غواړی د حرامو او شبهو خوړو په ډنډ کې ورلوېږي او د قانع لمن ترې پاکه ده. او هم له نورو برکاتو یې د دښمنیو کمېدل دي، چې د شخړو زېږنده ده. قانع نه د چا حسرت خوري او نه له چا سره د دنیا د مال په پار نښته کوي.

د قناعت نور برکتونه

د قناعت بل برکت، خلکو ته ډېر لږ اړمنېدل او لږ باج ورکول دي دا ټول د قناعت برکتونه دي او قناعت څومره ښه نعمت دی همدا چې ور یې د انسان پر مخ پرانستل شي له نورو سلګونو نعمتونو برخمنېږي: هم ځواکمن، هم مستغنی، هم خپلواک، هم عزیز او عزتمن، هم بې غمه، هم سخي او انفاق ګر، هم له حرامو خوندي، هم ښه فارغ وي چې اخروي ژوند ته یې ورپام وي، هم بې پروا، مجاهد، حق ویوونکي، او هم روغ رمټ، تندرست او پاک زړی وي. او ایا دا لږه پانګه ده. ذلت، دښمني، زړه تړنه، ډار، حرام خوري، دنیا پالي او… چې د تمې منحوس او بدرنګ پیداوار دی څنګه له دې برکاتو او نعمتونو سره د پرتلې وړ دي؟ رسول الله (ص) په رښتیا ویلي چې:

اياكم و استشعار الطمع فانه يشوب القلب لشده الحرص و يختم على القلب بطابع حب الدنيا و هو مفتاح كل معصيه و راس كل خطيئه و سبب احباط كل حسنه  [عدة الداعي، را اخستل شوی له: سفینة البحار:۹۳/۲]

« له تمې ډډه وکړئ چې زړه خړپړوي او د دنیا مینوالوي یې، د هرې ګناه کونجي، د ګردو خطاګانو سر او د ټولو حسناتو له منځه وړونکې ده»

په پیدایښت کې قناعت

قناعت په تکویني چارو کې هم بهېږي. خدای امر راته کړی یو شمېر فضایل مې چې د پیدایښت له پلوه ځینو ته ورکړي، هیله یې مه کوئ:

وَلاَ تَتَمَنَّوْاْ مَا فَضَّلَ اللّهُ بِهِ بَعْضَكُمْ عَلَى بَعْضٍ (نساء/۳۲) = او د هغه څيز ارمان مه کوئ، چې (له لامله يې) خداى له تاسې ځينې پر ځينو نورو غوره كړي دي.

په بله وینا، مه هیلمنېږئ، چې د موجوداتو ترمنځ ریښوي اختلاف، چې د پیدایښت مصلحت دی، له منځه ولاړ شي او ټولې چارې له تشریعي او تکویني پلوه یو رنګ او مساوي شي. دا چار په رښتینه کې تمې نه کولو ته بل ډول امر دی: الهي لورنې هر څه چې دي لومړی باید وپیژندل شي او دویم دا څوک نباید د نورو په پنځېزو ځانګړنو کې د تمې سترګې وروټومبي.

لکه چې تردې مخکې اشاره وشوه، په نوی نړۍ کې چې د ښځو او نارینه وو د حقوقو د ورته والي په باب چې کوم زنګ کړنګول شوی دی مطمئناً د همدې رټل شوې تمې یو مورد او ځای دی. یا د آیت د ښځو حقوقو د اړوند آیتونو په سیاق کې دی. او د قرآن خبره دا ده، چې هسې نه ښځه هیله وکړي چې د نارینه وو ځای ونیسي، چې دا نه تکویناً نه تشریعاً، هیڅ یو یې روا او کېدونی نه دی؛ یعنې نه یې حقوق او نه یې پیدایښت هیڅ یو یې مشابه او ورته نه دی او دا نه ورته والی، د هستۍ پنځوونکی طرح او تدبیر دی، چې بې له دې به د عالم اوسنی  نظام ګډوډ شي. د مولوي په تعبیر نباید « د قدر په چارو کې لاسوهنه وکړو». د انسانانو اختیار او عقل د دوی د ارادي کړنو په چوکاټ او حدودو کې کارېږي، نه د نړۍ د جوړښت او ارکانو د ادلون بدلون په حدودو کې. دلته هم نباید باطله او خوشې تمه وکړو. داسې نړۍ جوړولای نشو، چې اختلاف پکې نه وي، نر و ښځه، مس و ګوګرد، وینه او شیدې له ټولو اړخونو پکې یو رنګ وي او کوچنی او غټ له هر حیثه مساوي وي. خدای جوړه کړې هستي داسې نه ده او باید د اختلاف په رسمیت وپېژنو. نباید د محال هوس وکړو چې « ز فرزانه مردم نزیبد محال».

قناعت نېستمن او شتمن دواړو ته لازم دی.

همدغسې دا اومه انګېرنه باید له زړه نه وباسو، چې قناعت یوازې د نېستمنو ځانګړنه ده او ماړه ورته اړتیا نلري. اپوټه،

درويش و غنى بنده ى اين خاك درند

و آنان كه غنى ترند محتاج ترند

(ګلستان ۶۶ مخ)

د سترګو او زړه مړښت داسې یو چار نه دی، چې څوک ترې مستغني او بې پروا وی. وږسترګی شتمن تر وږي نېستمن ډېر د لورنې وړ دی. لکه چې په یوه دعا کې راغلي، «باید پر خپل قسمت راضي اوسو». دا رضایت د ټولو پکارېږي هغه موړ او غنی، چې په خپل مړښت راضي نه دی او همدغسې د نورو د شتمنیو په حسرت کې دی؛ نو له خپل مړښته یې ګټه نه ده اوچته کړې؛ خو خوشحال نېستمن او درویش، د نړی سلطان او پاچا دی؛ ځکه تر «رضایت خاطره» اوچته پانګه نشته. او حافظ په وینا:

در اين بازار اگر سودى است با درويش خرسند است

خدايا منعم گردان به درويشى و خرسندى

«که په دې بازار کې څه ګټه وي؛ خو له خوشحال درویش سره ده، (او) خدایه! د درویشۍ او خوشحالۍ نعمت راباندې ولوروې[20]».

انسان که هر څیز ولري او بیا هم نا آرامه وي؛ نو له ژونده یې څه ګټه کړې ده؟

د قناعت او شکر نژدې اړیکه

مخکې مو وویل چې شکر یعنې د یو نعمت لګولو ته د غوره لارې پیدا کول. نو ځکه دا یو نا پایه پلټنه ده او هیڅوک ډاډمنېدای نشي، چې د الهي نعمتونو د یوه نعمت لګولو ډېره ښه لار یې موندلې ده. له همدې لامله شاکر انسان، قانع کېږي هم؛ ځکه ددې پر ځای چې تل سترګې د نورو په نعمتونو کې وروټومبي خپله انديښمن دی، هسې نه څه چې لري سمه ګټنه ترې ونکړي او د شته نعمتونو شکر ونه کاږي. ددې پر ځای چې د نورو شتو ته یې د حسرت سترګې نیولي وي د خپلو ورسره شتو نعمتونو په لګښت کې تدبیر کوي : «یمسی و همه الشکر: ګهیځ و ماښام د شکر په فکر کې دی» یعنې پلټنه کوي چې ومومي ایا د خدای د نعمتونو د ګټنې او د لګولو غوره لار یې پیدا کړې یا پر څه چې پوهېږي، تردې غوره او اوچته لار هم شته . په بله وینا ډارېږي، چې خپل شته ډېر کړي؛ خو هسې نه چې شکر یې پوره نه کړي؛ نو ځکه شکر قناعت ته ور رسي او د نعمت شاکر له یو بل نعمته – چې قناعت دی – هم برخمنېږي.

 

 

 

[1] البته اصول کافي، یا المحجة البیضأ او یا بحارالانوار په څېر مفصلې سرچینې اوږدو څېړنو ته ګټورې او بلکې واجبې دي

[2] تَحِيَّتُهُمْ يَوْمَ يَلْقَوْنَهُ سَلَامٌ وَأَعَدَّ لَهُمْ أَجْرًا كَرِيمًا (احزاب/۴۴) = پر كومه ورځ،چې له خداى سره مخامخېږي؛نو هرکلی به يې ((سلام)) وي او عزتمن اجر يې ورچمتو کړى دى .

[3]لَهُمْ دَارُ السَّلاَمِ عِندَ رَبِّهِمْ (انعام/۱۲۷)

[4] لَا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا وَلَا تَأْثِيمًا. إِلَّا قِيلًا سَلَامًا سَلَامًا (واقعه/۲۵، ۲۶) = هلته به چټي وينا او د ګناه خبرې وانه وري . يوازېنۍ خبره، چې اوري،هغه به ((سلام)) وي او ((سلام)).

[5]  إِنَّ ذَلِكَ لَحَقٌّ تَخَاصُمُ أَهْلِ النَّارِ (ص/۶۴) = بېشکه د دوزخيانو خپلمنځي شخړه یو واقعیت دی.

[6]  إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنزَغُ بَيْنَهُمْ (اسراء/۵۳)

[7] نعوذ بالله من علم لاينفع (بحارالانوار، ج 2) و اللهم انى اعوذبك من علم لاينفع (الترغيب و الترهيب، ج 1).
[8] د کبرجن له روحي وضع به تېر شو، چې دننه پکې ډول ډول لانجې روانې دي

[9] وَسَقَاهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُورًا (انسان/۲۱)

[10]  ژباړن : غزل بابا امیر حمزه خان شینواری وايي : د نبیانو خاتم راغې رڼا راغله – د جنت نه دې چمن ته صبا راغله

[11] وَكُنتُمْ عَلَىَ شَفَا حُفْرَةٍ (آل عمران/۱۰۳)

[12] فَإِذَا دَخَلْتُم بُيُوتًا فَسَلِّمُوا عَلَى أَنفُسِكُمْ تَحِيَّةً مِّنْ عِندِ اللَّهِ مُبَارَكَةً طَيِّبَةً (نور/۶۱)

[13] تَحِيَّتُهُمْ يَوْمَ يَلْقَوْنَهُ سَلَامٌ  (احزاب/۴۴)

[14] لَا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا وَلَا تَأْثِيمًا. إِلَّا قِيلًا سَلَامًا سَلَامًا (واقعه، ۲۵/ ۲۶)

[15] القناعه مال لا ينفد (نهج‏البلاغه، كلمات قصار 57).

[16] بحارالانوار، ج 75

[17] أَفَمَن زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ فَرَآهُ حَسَنًا (فاطر/۸)

[18] أَفَمَن زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ فَرَآهُ حَسَنًا (فاطر/۸)

[19]  الخير منه مامول (نهج البلاغه، متقینو خطبه)

[20]  : غني خان وايي : څومره دې زور راکړ څومره دې ځواني راکړه

خدایه دا څه په لینتوب کې دې خاني راکړه

اوس به وزرې الوتو له خامخا غواړمه

پیدا په ځمکه شوم جذبه دې اسماني راکړه

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!