تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه ښکلا پېژندنه حضرت علي (ک) خپل زوی امام حسن (رض) ته وايي : فانه لم يامرک  الا بحسن و لم ینهک الا عن قبیح   «خدای يوازې د ښو چارو کولو امر درته کړی او یوازې يې له بد چارو منع کړی يې.» د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

ښکلا پېژندنه

حضرت علي (ک) خپل زوی امام حسن (رض) ته وايي :

فانه لم يامرک  الا بحسن و لم ینهک الا عن قبیح

  «خدای يوازې د ښو چارو کولو امر درته کړی او یوازې يې له بد چارو منع کړی يې.»

د کړنو بدرنګوالی او ښکلا

په اسلامي فرهنګ کې د يوناني فکر اغېز او همداراز د ښوونځي د يو لړ دنننيو ښوونو د شتون په دليل، له دې جملې ځنې د شيطان شتون، دا مهمه او برخليک سازه پوښتنه راولاړه کړې چې نېک او بد کارونه کوم دي؟

ايا د انسانانو اخلاقي او ارزښتي احکام پر خدای هم تطبقېږي يا نه؟

ايا خدای څه چې نېک دي، حکم يې کوي يا د څه چې خدای حکم کوي نېک دي؟ ايا خدای څه چې نېک او ښه دي، کوي او يا څه چې کوي نېک دي؟

دې پوښتنو، ديني معرفت ته له اهميت درلودو سره سره، حقيقتاً پرېکنده او څرګند ځواب پيدا کړی نه دی. نن هم چې په موږ کې دې پوښتنو خپله تېره تودوخه او جديت له لاسه ورکړی، دليل يې دا نه دی چې پوښتنې ځواب شوي؛ بلکې په اندنه کې مو سستي او بې حالي راغلې، کلامي دريځونه مو متحجر شوي او فقه پر ديني اندنې لاسبرې ده.

ز نقص تشنه لبی به عقل خویش منار

دلت فریبګر از جلوه سراب نخورد

د ښکلا پېژندنې پيوستون، يعنې د اخلاقو او عرفان کوشېرول:

موږ د دې لپاره چې د يو شمېر پېچليو،  سختو او بې ځوابه پوښتنو په کړۍ کې راښکېل نشو، له دې ځايه یې پیلوو، چې حُسن وقُبح د ښکلا او بدرنګۍ پر مانا نیسو ـ نه د اخلاقي نېکۍ او بدۍ پر مانا ـ او ووايو چې نېکي او بدي هم په ښکلا او بدرنګۍ پسې رادبره کېږي چې علم الجمال له علم الاخلاق سره تړاو ومومي او عرفان هم د اخلاقو له علم سره اړوند شي، په ديني رواياتو او پوهاويو کې هم راغلي خدای ښکلی دی.[1] او الهي کړنې يې د ښکلا په پار ستايل شوې دي.

بلخوا د انسانانو وګړيز او ټولنيز ژوند هم تل له هنر سره اغږلی و. د انسان هنر پېژندنه او هنرمندي هم په ښکلا پېژندنه کې جرړه لري. انسانانو چې چېرې په طبيعت کې کوم تصرف کړی چې څه ګټه او نعمت ترې ترلاسه کړي، خپل هنر يې هم پکې کارولی او په دې توګه نړۍ د انسانانو د نوښتونو نندارتون شوې ده.

 دې پنځونې وس هم خدای، انسانانو ته ورکړی دی؛ نو په هر ځای او هرو حالاتو کې انسانان د بدرنګيو او ښکلاوو په راسپړنه، ترمنځ يې ېر ډلبندۍ  او د ښکلاوو پر پنځونه لګيا شوي، ان دا حکم د انسانانو په اعتباري کړنو کې هم عملي دی. او که څه ادراک کوونکيو موجوداتو ته بدرنګي او ښکلا متفاوته او متغيره  ده؛ خو انسانانو ته د بدرنګيو او ښکلاوو نسبيت، د دې چارو واقعي توب ترې نه اخلي. په بله وينا، د اعتباري چارو بدرنګي او ښکلا د بشري ذهن جوړونه نه ده، د ښو او بدو پر خلاف چې له بيخه مجازي او اعتباري دي. دا ټکی مو په لنډو راوړی و او دا دی د مطلب ډېره توضيح:

د ادراکاتو ډولونه:

په لومړنۍ وېشنه کې دوه ډوله ادراک لرو: حقیقي ادراکات او اعتباري ادراکات»[2].

حقيقت ادراکات په دوه ډوله دي: يوه ډله نيغ په نيغ د خارجي موجوداتو شتون راښيي او بله ډله په اروايي تأثر د خارجي موجود شتون راښيي. دويم ته « اضافي حقيقي ادراکات» وايي. لکه چې وايو پلانی څيز مربع دی، مربع والی په بهرني څيز پورې ور تړو او د دې خبر دروغ و رښتيا په دې پورې تړاو لري چې واقعاً هغه څيز به مربع وي يا نه؛ خو کله چې وايو پلانی څيز خوږ يا تريخ دی؛ مطلب مو دا دی چې دې څيز مو خوله خوږه کړې ده يا کله چې وايو پلانی څيز ښکلی دی، په دې مانا دی چې دا څيز مې په سترګو کې ښکلی دی. البته دا خوږلني، تراخه، تودوخه، سړښت، ښکل توب او بدرنګتوب هم حقيقي احکام دي او له واقعي اغېزه پرده اوچتوي؛ خو په هغه اغېز چې لومړی يې په موږ کې کړی دی. په بل تعبير ذهن مو له خوږ څيز څخه انځورونه نه اخلي؛ خو دا چې خوله مو خوږه شي. خو د مربع د شکل او بڼې د درک لپاره، لازم نه ده چې اروا يا ذهن مو پخپله مربع شي! خو البته د خولې خوږلنی هم د خوږ څيز په واقعي او مشخص جوړښت کې راښکېل دی او هسې په هسې نه دی.

نو ځکه په بهرني چار پورې د خوږلني تړاو په واسطه دی نه بې واسطې، په ضابطه او کچه دی، نه بې ضابطې او بې کچې. په واقعي چار پای مومي، نه هسې فرض.

که بل ډول حسي جوړښت مو درلود، ښايي هغه څېزونه چې نن يې خواږه، تراخه، بدرنګ يا ښکلي مومو، ښايي دغسې مو نه موندل؛ خو د موجوداتو د خپلو اوصافو په اړه دا حکم صادق نه دی. ويلای نشو پلانی څيز مربع دی! ځکه مربع يې وينو. دا څيز له دوو حالاتو وتلی نه دی: يا د مربع شکل لري او سم پوه شوي يو، په دې حال کې حکم مو صادق او رښتونی دی، يا يې په ادراک کې تېروتي يو چې په دې حال کې بيا هم دا څيز خپل شکل لري او د خپل ځانګړي شکل په درلودو کې زموږ د درک ايل او تابع نه دی. خو کله چې وايو پلانی څيز خوږ يا تريخ دی، د دې ځانګړنې په درلودو کې زموږ د ادراک تابع دی؛ که د خوږلني اغېز راباندې وکړي، خوږ يې يادوو او که تريخ اغېز راباندې وکړي، تريخ ورته وايو. البته دا دواړه اغېزې حقيقي دي او بهرنۍ منشاء او سرچينه لري؛ ځکه يو څيز چې د خوږلني اغېز راباندې کوي، هرومرو ځانګړی ماليکولي جوړښت لري، چې زموږ پر ذايقه دغسې اغېز کوي او که موږ هم نه اوسو، دا جوړښت به ولري، ته وا خوله به خوږه نکړي.

درېيمه ډله، اعتباري ادراکات دي چې سل په سلو کې موږ جوړ کړي او له واقع نمايي څخه څه برخه نلري. دا ډول ادراکات د وزليو په توګه راته انګېرل کېږي؛ لکه: مالکيت، رياست، ژبه او … دا انسانانو د ټولنيز ژوند د سنبالنې لپاره رادبره کړي دي. د اعتباري چار ضابطه دا ده چې په اړه يې د «شمېرلو» يا «حسابولو» يا «ګڼلو» تعبير کاروو.

کله چې وايو پلانی د پلاني کارخانې مالک دی؛ يعنې، دا د دې کارخانې مالک ګڼي (شمېري) يا وايو پلانۍ د پلاني ميرمن ده؛ يعنې دا (د روانو عرفي يا شرعي قوانينو له مخې) د پلاني سړي مېرمن شمېرل کېږي او په څېر یې. په دې پېښو کې «دی» او «نه دی» د شمېرلو او نه شمېرلو پر مانا دی او څرګنده ده چې لومړی بايد يوه ټولنه اعتباروونکي وي چې تر الف پورې وشمېري. نو په ټولنو کې اعتباري تصديقات رامنځته کېږي چې موخو ته د وررسېدو لپاره عامه وضع، جوړونه او منل راښيي او له واقع د اِخبار روايت او څرګندتوب شان نلري. کټ مټ د نورو وزلو په څېر چې په ژوند کې پکارېږي؛ له ستنې، يوم او جارو نېولې تر الوتکې، کامپيوتر او ټلوېزيونه. او مهم ټکی دا دی چې ښکلا او بدرنګي  له اعتباري مفاهېمو ځنې نه دي؛ يعنې، دوی مو په بهرنۍ نړۍ کې د تصرف لپاره رامنځته کړې نه دي. بلکې دا چې موږ او نړۍ هر يو ټاکلی جوړښت لرو او د نړۍ موجودات د خپل ځانګړي جوړښت په غوښتنه او زموږ د ذهني جوړښت د وړتيا په تړاو، هر يو په موږ کې يو مشخص اغېز پرېباسي (چې په پايله کې) بدرنګي او ښکلا زېږېږي؛ نو ځکه بدرنګي او ښکلا له واقعيت څخه برخمنه ده او انسانان بې پاره، کړنې يا څېزونه د حُسن او قُبح په اوصافو پورې نه ورمنسوبوي او نه يې يادوي. او دا چې انسانان لږ و ډېر له ورته روحي جوړښته برخمن دي، د بدرنګۍ او ښکلا په ډلبندۍ کې مشابهه احکام صادروي.

په بدرنګۍ او ښکلا حکم، يو اخلاقي حکم نه دی:

بدرنګتوب او ښکلا، اخلاقي احکام نه دي، ځکه اخلاقي ښه او بد په نيت، هوډ يا د فعل د فاعل په پوهې پورې اړه لري. داسې چې بې له فاعله هيڅ فعل ښه يا بد ګڼلای نشو؛ خو بدرنګي او ښکلا داسې نه دي، شونې ده دوه تنه دروغ ووايي: د يوه به بد وي او د بل به ښه؛ خو چې هوډ او عمل يې څه وي؛ نو ځکه دا خبره «دروغ ويل بد دي» له بيخه بده ويل شوې ده. لږ تر لږه بايد ووايو «د هغه فاعل دروغ ويل بد دي، چې بد يې ګڼي». خو دا چې دروغ ويل «دا چې بې اعتمادي راولي او د ټولنيز ژوند پايښت او انډول زيانمنوي»، يوه ټولنپوهنيزه خبره ده (نه اخلاقي) او د تجربې ازباد او ابطال وړ ده  او د اخلاقي نېکۍ او بدۍ انډول (معادل) نه ده. د ګردو اندیالانو او اخلاقيونو د وينا له مخې، که فاعل ناخبره، سفيه، کم عقل، پړ يا مجبور وي فعل (کړ) يې په اخلاقي قضاوت کې نه رانغاړل کېږي، حال دا چې دا فعل د ښکلا پېژندنې له مخې د طبيعت د نورو ښکارندو په څېر له بدرنګوالي او ښکلا تش نه دي، که څه فاعل ونه پوهېږي څه کوي، نو ځکه د بشر يا خدای فعل به په بدرنګۍ او ښکلا ياد شي؛ خو خود په خوده – بې د فاعل په پام کې نيووـ په اخلاقي بديو او نېکيو نه يادېږي. نو دلته اخلاق او عرفان يو له بل سره کوشېرېږي.

د خدای په ښکليو چارو امر کړی او له بدرنګيو چارو يې نهې کړې ده. نو علي (ک) چې وايي خدای يوازې په ښکلا امر کوي او يوازې له بدرنګۍ نهې کوي، دا حُسن و قُبح په اخلاقي مانا نه نيسو؛ بلکې د ښکلا پېژندنې پر مانا يې نيسو او د دې پوښتنې په ګړنګ کې – چې د يوناني اندنې په لمسونې د مسلمینو خولې ته ورلوېدلې وه ـ نه ورلوېږو چې ايا څه چې خدای کوي ښه دي يا څه چې ښه دي کوي يې.  

ايا نېکي او بدي له خدايه مستقلې او د خدای کړو وړو ته د يوې کچې په توګه شته يا نه!

فرض او مستحب کارونه ښکلي او حرام او مکروه کارونه بدرنګ دي:

موږ وايو څه چې خدای غواړي ښکلي دي او له څه چې نهې کوي، بدرنګ دي او البته بدرنګي او ښکلا د مخلوقاتو حقيقي اوصاف او ځانګړنې دي. له دې ځايه خلک په دوو ډلو وېشل کېږي:

يوه ډله په دې دليل چې يو کار شرعاً واجب (يا حرام او مذموم) دی  ترسره کوي (يا ډډه ترې کوي) دا ډله متوسطين (منځني) يا اصحاب اليمين (د ښې لاس خاوندان) دي؛ خو تردې يوه درجه اوچت، هغه کسان دي چې فعل په دې  دليل چې ښکلا ته يې ور جذب شوي، ترسره کوي او د بدرنګوالي په پار يې ډډه ترې کوي او البته دا له شرعي واجب يا حرام سره ټکر او منافات نلري؛ نو ځکه چا چې الهي منظر او خدايي ذايقه او خوند پيدا کړی، ښکلې او بدرنګې چارې هماغسې ويني، لکه څرنګه یې چې خدای ویني. په عرفاني نړۍ کې عارف ته بې د جاذبې له حسه بل څيز نشته. ښکلي څېزونه يې جذبوي او ځان ته يې راکاږي او بدرنګې چارې يې له ځانه لرې کوي.

په همدې پار دا ډله د هستۍ په ډګر کې لوبغاړي دي نه نندارچيان، فعال دي نه منفعل. کوم کار چې کوي يا ډډه ترې کوي په دې علت نه دي چې دوی ته يې د دې کړنو د کولو امر يا نهې کړې ده.

دوی ويني چې يو لړ چارې ښکلې دي او زړه راښکوني دي او د دوی زړه وړي او يو لړ چارې بدرنګې دي او ترې تښتي. څومره چې يو وګړی د متوسطينو يا اصحاب اليمين له کچې اوچتېږي او د مقربانو په سلک او سالکانو کې شي، نو هومره به د بدرنګۍ او ښکلا په تشخيص کې ډېره برخمني ترلاسه کړي.

معصوم له ربوبي منظره د بدرنګۍ او ښکلا د تشخيص قدرت لري:

د عصمت مقام بې له دې ځنې بل څه نه دی. معصوم يا ولي الله (يعنې عصمت ته ورنژدې) له ربوبي منظره د بدرنګيو او ښکلا تشخيص لري؛ نو ځکه لازم نه ده چې د هر بدرنګ کار پر وړاندې ځان تلقين او وهڅوي، چې ترې وتښتي يا ځان د هرې نيکې کولو ته وهڅوي. د معصوم له نظره بدرنګ ترين څيز شيطان او خدای او وليان يې د هستۍ ښکلي ترين موجودات دي او په طبيعي ډول او د دنننۍ پاکۍ او سينګارونې په پار له يوه تښتی او په بل پورې ورنښلي.

هر څه  خدای ته د تړاو له اړخ ښکلي دي:

بل ټکی دا، هر څه خدای ته د تړاو له اړخ ښکلي دي ان ګناهونه او بدرنګۍ؛ خو که د تړاو دا اړخ په پام کې ونه نيسو او خپله فعل (کړ) ته نظر وکړو؛ نو بدرنګي او ښکلا به بل حکم پيدا کړي. ان کافران ـ (حق پټوونکي) او منافقان ـ چې د خدای ورکړې ارادې له مخې کفر او نفاق خپلوي د هستۍ ښکلي

موجودات دي او فعل يې ـ کفر وي يا نفاق ـ هم ښکلی دی. مولوی وايي:

زشتی خط زشتی نقاش نیست

بلکه از وی زشت را بنمودنی ست

دا چې زشت نويسي (د قلم بدره کارونه) د فاعل د مهارت نښه ده، ستاينوړ ده؛ خو فاعل ته د دې ليک (خط) له اسنادو له تړاو پرته، خپله نقش بدرنګه دی؛ يعنې هستي په خدای ښکلې ده او بې له خدايه بدرنګه ده. په حقيقت کې د پيدايښت فعل يې ښکلی دی نه هر مخلوق. په بله وينا، تاسې باید افعالو ته له  دواړو اړخونو وګورئ: يو له دې اړخ چې د خدای فعل دی، په دې حال کې هر څه ښکلي دي او دويم له دې اړخ چې د انسانانو فعل دی چې په دې حال کې کله به بدرنګ وي.

د ښکلا درک د انسان له کمال سره تړاو لري:

بل مطلب دا، د ښکلاوو درک د انسان په کاملېدو پورې تړاو لري، کټ مټ د رنګونو په څېر چې د انسان په سترګو درلودو پورې اړه لري. ړوند، د رنګ درک نلري او پر مخ يې د ادراکاتو يو ستر باب ورتړل شوی دی.

ښکلا پېژندونکی درک له «حقوقي ـ فقهي» درکه واټن لري. شونې ده څوک کلونه کلونه نمونځ وکړي؛ خو د عبادت ښکلا ونه څکي او پرې پوه نشي. يا اطاعت له لامله، زکات ورکړي او حج ته ولاړ شي؛ خو په حقيقت کې د انفاق او حج ښکلا ونه ويني. دغسې طاعات تر يوټنديتوب راوړي او خامي له منځه نه وړي. له خاميو سره د حافظ او حافظ ډولو مبارزه د همدې لپاره وه. پوخ انسان په ښکلا پوهېږي؛ که په شريعت کې وي يا په طبيعت کې:

خامان ره نرفته چه دانند ذوق عشق؟

دریادلی بجوی دلیری سرآمدی

 حافظ وايي :

عبوس زهد به وجه خمار ننشیند

مرید خرقه دردی کشان خوشویم

د حافظ دا خبره د ده له ښکلا پېژندنې او شرع پېژندنې راولاړېږي؛ تريو ټنډی زاهد له شريعت څخه کومه برخمني نلري له طبيعته خو لا څه کوې؛ خو ولې څوک چې د شريعت پر احکامو عمل کوي توند خويه او زړه تنګی وي:

ګفتم ګره نګشوده ام زان طرهّ تا من بوده ام

ګفتا منش فرموده ام تا با تو طراری کند

پشمینه پوش تندخو از عشق نشنیده است بو

از مستی اش رمزی بګو تا ترک هوشیاری کند

دا طرّاري چې د خلقت او طبيعت په حرکاتو او پېښو کې ده، د دې لپاره ده چې زاهد ډولي توند خويي وڅنډي او پر ځای يې خوشخويي کېنوي. نرمي او لطافت د هغو کسانو پر برخه کېږي چې د ښکلا د رابرسېرونې توفيق ور پر برخه شوی دی. ښکلاوې د انسان له روح سره پوره تړاو لري؛ نو ځکه څوک چې ښکلا خوښی وي، هومره انسان هم دی او څوک چې د ښکلا د راسپړنې توفيق، خوند اخستل ترې او زړه بايلودونه ورپسې ونلري، بايد په خپل انساني تماميت او بشپړتيا کې شکمن شي. ښکلا خوښونه له نقصان څخه د کمال پر لور د انسان د شخصیت د بهير نښه ده او ښکلا پېژاندی او ښکلا خوښی خو به چور هنرمند هم وي. په همدې دليل زموږ ټول عارفان هنرمندان هم ول. له آره «بې هنره عارف» يو تناقض دی او شونې نه ده. د عارفانه او ژورې مسلمانۍ شرط دا دی چې انسان هم ښکلا وو ته ورجذب او زړه يې پرې بايلودی وي او هم په هنر کې يو لاس او له هنرمندۍ يوه برخمني هم ولري، نه دا چې خپه او خپګان راولاړوونکی وي.

ښکلا او هنر ته افراطي پاملرنه د يوې ټولنې د ديندارۍ نښه ده:

له دې مطلبه بېړنۍ پايله اخستنه دا ده چې د يوې ټولنې د اسلامي کېدو شرط دا دی چې له هر څه يې ښکلا راورېږي او د مسلمانۍ شرط، ښکلا پالنه هم ده. خدای تعالی ښکلی دی او که څوک د خدای د ښکلا له درکه برخمني ونلري؛ نو له خدای لمانځنې به يې څه ګټه کړې وي؟ کومه لمانځنه چې يوازې ډار ته بلنه وي، پوره لمانځنه نه ده، که څه مقبول او منلې ده او انسان له دوزخه ژغوري؛ خو جنت تر دې مرتبې ډېر ورهاخوا دی.

کله چې اسلاميت ته فکر کوو، په لومړۍ درجه کې بايد د روح ښکلا ته سوچ وکړو، د روح دا ښکلا به د ټولنې پر ښکلا پای ته ورسي. متشرع وګړی نبايد له ښکلاوو وتښتي. زموږ د فرهنګ په تاریخ کې تل دا انګېرنه وه چې ځان خپه نيول او ژړغونی کېدل د ديندارۍ نښه ده او نشاط، خوښي، ښکلا دوستي او پراخ ټندي له خدايه د بې پروايې او لرېوالي نښه ده. دا باطلې انګېرنې بايد خپل ځای د حق دې اندنو ته ورپرېږدي چې خدای تعالی ښکلی دی او هر څه يې ښکلي پنځولي دي.[3]

او دا ښکلاوې د انسان له انسانيت سره ټينګ تړاو لري؛ نو ځکه هغه انسان خدای ته ورنژدې دی چې له روحي پلوه (روحاً) ښکلی دی او کوم انسان چې ښه ښکلی دی، خدای ته ښه ورنژدې او حاضر دی او په همدې پار زموږ يو شمېر صوفيان دومره جمال پالي او ښکلا پالي ول او کله يې کار د تفريط مخه خپلوله. خو کله چې له «عارفانه ليده» خبرې کوو، بې درنګه په نظر کې مو د صوفيانو عزلت طلبانه او د ګوټناستۍ روزنې راژوندۍ کېږي.

عارفانه ليد، ښکلا پېژاندی دی:

حال دا چې عارفانه ليد ښکلا پېژاندی ليد دی. عرفان يعنې په نړۍ کې د ښکلاوو د ليدو وسمني، ښکلي ليدل او ښکلی عمل کول. هغه ټولنه چې له ښکلا د پردې اوچتولو ډېر توفيق لري، د خدای په لمانځنه کې به هم ډېر توفيق ولري. ښکلا په هر څيز کې شته، يوازې کاشف او راسپړونکی غواړي او رابرسېرونې ته يې بايد د ښکلا عشق او مينې پر شتون ګروهه ولرو او د درک وسمني يې ترلاسه کړو.

د انبياوو ناپايه حکمت راز د الهي حُسن راسپړنه ده:

يو ځل مخکې مې دا خبره کړې وه چې د پېغمبرانو، عارفانو او الهي اولياوو د خبرو د پای ته نه رسېدو راز په څه کې دی. دوی د ښکلا او حسن له پای ته نه رسېدونکې زېرمې سره نښتي چې څومره ترې را اخلي، نه کمېږي، انسان چې څومره ډېر له دې ښکلا او حُسن سره اشنايي پيدا کوي، ښه خولورېږي، ډېر رازونه او خبرونه ترلاسه کوي او څرګندوي يې:

مرا تا عشق تعلیم سخن کرد

حدیثم نکته هر محفلی بود

(حافظ دیوان)

دلته که څه عرفان تر اخلاقو يوه پوړۍ اوچت درېږي؛ خو پوره يې په خوله کې نيسي، حق يې ورپوره کوي او بريد يې هم را پېژني.

اخلاق که څه هم نسبي دي؛ خو په حقيقت پورې اړوند دي:

بل ټکی دا، د عارفانو په  تعبير هر مقام يو ادب لري:

نبض عاشق بی ادب برمی جهد

خویش را در کفه شه می نهد

بی ادب تر نیست کس زو در جهان

با ادب تر نیست کس زو در نهان

هم به نسبت دان وفاق ای منتخب

این دو ضد با ادب با بی ادب

بی ادب باشد چو ظاهر بنګری

که بود دعوی عشقش هم سری

(مثنوي)

که څوک له ظاهري پلوه د عاشقانو کړه وړه وويني، کله يې بې ادبه او لا وبالي مومي؛ خو که څوک يې د کړنو باطن ته وويني؛ نو عين تأدب به يې وګڼي.

اخلاق مرتبې لري:

يعنې په واقع کې اخلاق مرتبې لري دا چې انسان ځان د چا پر وړاندې ويني؛ نو ادب به يې توپير ومومي، د ډېرو خلکو اخلاق، تأدّب او قيودات د نورو خلکو د ملاحظې په پار دي. له همدې لامله ډېری خلک په کړو وړو کې د باطن څه پروا نلري؛ ځکه باطن يې کوم وګړي نه ويني. يوازې خپلې ويناوې او ظاهري کړنې مراعاتوي؛ البته تر هغه وخته چې نور يې ويني، ځان قيد بولي. په دې مانا ادب او اخلاق د تريوټندي زاهد په سترګه د خدای حضور د يو زندانوال حضور دی؛ هغه زندانوال چې څارن دی ترڅو بد کار ونشي. دا ډول عبادت او اخلاق چې له اوره د ډار يېبره (محصول) ده، د حضرت علي (ک) په وينا. د مريانو عبادت دی.[4]

د خدای حضور د يو زندانوال يا جبار او زورور مريي وال په توګه انګېرل داسې اخلاق رادبره کوي، چې عين بنديز او  ځنځير دی. يوه ډله خدای د ثواب په هیله لمانځي او ترڅو چې د ثواب هيله وي؛ نو د دې اخلاقو اصولو ته به اېل پاتې شي. په هر حال انسانان دا چې ځان د چا پر وړاندې ويني، ځانګړي آداب او اخلاق به وويني. د زندانوال او مريي وال پر وړاندې، د مريانو ادب او د سوداګر پر وړاندې د پېرودونکي ادب لازم دی؛ خو د محبوب پر وړاندې ادب، عاشقانه اخلاق دي. د دغسې محبوب خدای پر وړاندې ايثار، سرښندنه او فداکاري خپله واقعي مانا مومي:

لاابالی عشق باشد نی خرد

عقل آن جوید کز آن سودی برد

ترک‌تاز و تن‌گداز و بی‌حیا

در بلا چون سنگ زیر آسیا

سخت‌رویی که ندارد هیچ پشت

بهره‌جویی را درون خویش کشت

پاک می‌بازد نباشد مزدجو

آنچنان که پاک می‌گیرد ز هو

دا ادب د محبوب او معشوق پر وړاندې د حضور په مقام پورې اړوند دی. د اخلاقو د کتابونو له مخې دا تشخيص چې له فضايلو کوم يو، له مقاماتو په کوم يو پورې تړاو لري، يو ستونزمن کار دی؛ خو د دې ويشنې په رڼا کې مومو، چې چېرې د سرښندنې، ايثار او فداکارۍ خبرې کړای شو او چېرې نه. او په دې اوډون (ترتیب) اخلاقي او روزنيزغونډال (نظام) ښه تنظېمېږي.

بايد په ديني ټولنه کې اخلاق د وچې کلکې امر ونهې له کچې ور پورته شي:

په ديني ټولنه کې اړتيا لرو، چې اخلاق د وچې کلکې امر و نهې له سطحې ور پورته کړو. داسې ونکړو چې اولادونه مو له دين او اخلاقو ځنې يوازې پر امر و نهې او امرونه وپوهېږي. دا داسې څېزونه نه دي چې حقيقي اخلاق ترې راوټوکېږي. بايد خپلو اولادونو ته د انسان او خدای سم تړاو ور زده کړو. که د عمر په پيلامه او د ودې په پړاو کې د مينې او محبت پړق پکې رادبره نکړو، لرې ده چې را وروسته به يې په زړه کې دا مينه کېني. خو متأسفانه د اصولو په علم کې چې د فقهې احکامو د استنتاج او را اخستنې منطق دی ـ له خدای سره د انسان اړيکه او تړاو، د مولا (مريي وال) او مريي تړاو دی. د دې تړاو په قايلېدو مه انګېرئ چې د انسان په روح کې به، په فقهي استنباط  او د ټولنېزو چارو په سنبالنه کې اغېز نه پرېباسي. څرګنده ده چې له خدايه داسې انګېرنه چې د سر زوري مريي والو په څېر د مريانو پر سر درېږي او پلمه ورته ګوري چې عذاب يې کړي او ويې کړوي او جهنم ته يې ورولېږي، د هيڅ عاطفي اړيکې رادبره کوونکی به نه شي. خو هغه خدای چې مهربان او محبوب دی، لوراند او لورين دی، بنده ګي کول ورته بل ذوق لري. مه وایئ چې غضب هم د الهي رحمت له شؤونو ځنې او پکې رانغاړل شوی دی. دا سمه خبره ده؛ خو ناسمه پايله ترې اخستلېږي. که خبره دا وي نو د بسم الله الرحمن الرحيم پر ځای ووايئ او ولېکئ: بسم الله الغضبان الشديد. عارفانو له دې اړخ ديني ټولنو ته ستر خدمت کړی دی. هر ځای چې نورو سرکه اچولې دوی بوره او خواږه شيندلي دي، نن کوم کسان چې څه قدرې د سکنجبېو خوند څکي، د دې بوره شيندونکيو پور وړي دي.

زموږ د ټولنې ديني اخلاق د مريي وال خدای له انګېرنې سره تړاو لري، نه له ښکلي او معشوق خدای سره:

نن چې په موږ ديندارو کې کوم اخلاق روان دي، له مريوال خدايه له انګېرنې سره تړاو لري، نه له يوه ښکلي او مينناک خدای سره. بايد په روزنې، ټولنې او کورنۍ کې د ښکلي خدای له حضور سره انډول ادب ورزده او وکاروو.

دا ښکلا به په هنرونو کې خپل اغېز ښکاره کړي. کومه ديني ټولنه چې له هنره څه برخمني ونلري، مانا يې دا ده چې د خدای ښکلا ته يې لار پرانستې نه ده.

د علي (ک) ښکلا پېژندنه:

خو خپله اميرالمؤمنين علي (ک) څومره له دې ښکلا باخبري درلوده، ورمات و او څومره ترې برخمن و؟

ځينو مخالفينو، علي (ک) د نړۍ په اړه په بدوينئ تورن کړی. د نهج البلاغې ځينې تعبيرونه هم دا مساله را پر ګوتو کولای شي. د زهادو په تحسين کې وايي: «مؤمن په نړۍ کې ، د کينې له مخې خبرونه اوري. کله چې دنيا پېژاندی مؤمن خبروي، چې پلانی شتمن شوه، لکه چې ورته يې ويلي وي، دا خو تشلاسی شو.»[5]

په دې باب په نهج البلاغه کې نور شواهد هم شته؛ خو حقيقت دا دی چې په دې اړه د علي (ک) د خبرو له مخې ورمندون (قضاوت) اسان کار نه دی؛ ځکه په نورو ځايونو کې يې د ښکلا پېژندنې حس راخوټېدلی دی؛ لکه  د طاووس د ښکلا او هېښتيا او د پرښتو د سپېڅلې ښکلا په اړه خبرې کوي.[6]

خو همدا مطلب د پاموړ دی چې د رسول اکرم (ص) پر ژوندوني يې هيڅ خبره کړې نه ده. نهه نوي سلنه خبرې يې د نبی کريم (ص) تر وفات روسته دي. په تېره چې خليفه شو او خبرو کولو ته يې فرصت وموند؛ نو دغسې ښکلې او زړه راښکونې جملې وايي. ښايي تر خبرو يې ښه ښکلي، د پېغمبر پر ژوندوني او تر پېغمبر (ص) څه موده وروسته يې له خبرو ډډه کول و، چې لا جرم او د ځينو اړتياوو له مخې يې سکوت او چوپتيا خپله کړې وه؛ خو چې د خبرو وخت راورسېد، دا کار یې په ښه توګه ترسره کړ. داسې چې يو شمېر عربي فصيحانو، د فصيحو خبرو ويلو لپاره د نهج البلاغې خطبې حفظ او يادولې. او د ادب او د بلاغت د فن له پلوه د حضرت علي خبرې له ښکلا او ډېرې ځلا برخمنې دي او پردې مطلب د عربو ويناوالو او اديبانو منښته کړې ده. په ښکلا پوهنې کې د علي (ک) له روح څخه څرګند څرکونه او جلوې؛ بې له عدالت، ځوانمردۍ او مېړانې ځنې همدا خبرې لېدای شو.

څه چې ښکلا ته د علي (ک) مجذوبيت راښيي، همدا جملې او ښکلې خبرې دي او نهج البلاغه يې د ښکلا پېژندنې د  درک پوره هنداره ده. د عالمانو او اديبانو پر وړاندې د خبرو ډګر دی چې د يو چا ښکلا پوهنه او هنري روح پکې ځلېږي. له همدې لامله ډېری هنروال مو د شعر او ادب په ډګرونو کې راښکاره شوي دي؛ نو ځکه په علي (ک) پورې ور تړلی تور د منلو نه دی.

د علي (ک) له خبرو راولاړېږي، چې د خپلې زمانې له اديبانو سره يې تماس او اشنايي درلوده او د خپل وخت د يو شمېر شاعرانو اشعار يې ياد کړي ول. البته رسول اکرم (ص) له شعر ويلو ډډه کوله، هسې نه چې د نبوت منصب او مقام له کوډو او شاعرۍ سره ګډوله شي او خلک وانګېري چې پېغمبر يو کوډګر شاعر دی.[7]

هنرمند بايد خپل ښکلا پالی روح له الهی ډار سره واغږي:

خو د دې هنرمند او ښکلا خوښي روح په خبره کې اوچته ښکلا دا ده چې کله يې له خدايه د حُسن او ښکلا ړومبی څرک او جلوه مونده، له خوف او ډار سره يې ګډوله، دا يو کار دی چې هر چا له وسې پوره نه دی.

په اسلامي ټولنه کې د ښکلا وينۍ او ښکلا پېژندنې دودول او ټينګول او پر خوارجي تاوتريخوالي د لورنې اوبه ورشېندل د علي (ک) رښتونې لاروي ده.

[1] – ان الله تعالی جمیل یحب الجمال ان یری اثر نعمته علی عبده و یبغض البوس و التباوس(مسلم ۱ ټ ۶۵ ام مخ، مستدرک حاکم، ۱ ټ، ۲۶ مخ، احیای علوم الدین، ۴ ټ ، ۲۱۲ مخ،)

ان الله تعالی یحب الجمال سخی یحب السخا و نظیف یحب النظافه (جامع صغیر، ۱ ټ ، ۶۸مخ)

[2] – ډېر سمه دا ده چې حقيقي او اعتباري مُدرکات ورته ووايو. او دلته د مُدرکاتو پر ځای تصديقات راوړو، چې په ځیرنه وېشنه او قضاوت وشي، حقيقي ادراکات صدق و کذب رانغاړي. او صدق و کذب يې زموږ د خوښې او فرض ايل او تابع نه دی؛ خو د اعتباري او مجازي مدرکاتو صدق و کذب زموږ په فرضو، منلو او خوښې پورې اړه لري.

[3] – خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ (تغابن/ ۳) = اسمانونه او ځمكه يې (د مصلحت له مخې او) په حقه پيدا كړي او تاسې يې (په جنيني نړۍ کې) په ښكلې او په زړه پورې انځورنې سره انځور کړئ او د ده لور ته ورتګ دی.

[4]إِنَّ قَوْماً عَبَدُوا اللَّهَ رَغْبَةً فَتِلْكَ عِبَادَةُ التُّجَّارِ وَ إِنَّ قَوْماً عَبَدُوا اللَّهَ رَهْبَةً فَتِلْكَ عِبَادَةُ الْعَبِيدِ وَ إِنَّ قَوْماً عَبَدُوا اللَّهَ شُكْراً فَتِلْكَ عِبَادَةُ الْأَحْرَارِپه رښتینه کې ځينې خلک خداى د ورکړې په هيله لمانځي، دا د سوداګر عبادت دى، ځينې يې د ډار له لامله لمانځي، دا د مريانو عبادت دى او ځينو د مننې له لامله ولمانځه،چې دا د ازادو عبادت دى.

[5]إِنَّمَا يَنْظُرُ الْمُؤْمِنُ إِلَى الدُّنْيَا بِعَيْنِ الِاعْتِبَارِ وَ يَقْتَاتُ مِنْهَا بِبَطْنِ الِاضْطِرَارِ وَ يَسْمَعُ فِيهَا بِأُذُنِ الْمَقْتِ وَ الْإِبْغَاضِ إِنْ قِيلَ أَثْرَى قِيلَ أَكْدَى وَ إِنْ فُرِحَ لَهُ بِالْبَقَاءِ حُزِنَ لَهُ بِالْفَنَاءِ هَذَا وَ لَمْ يَأْتِهِمْ يَوْمٌ فِيهِ يُبْلِسُونَ  – خو مؤمن دنيا ته د عبرت په سترګو ګوري او له دنيا د اړتيا هومره اخلي او په دښمنۍ د دنيا خبره اوري؛ ځکه څنګه يې چې وويل، پانګوال شو؛ نو ګنې نشتمن شو او څنګه چې په ژوند کې خوشحاله شي؛ نو د مرګ رارسېدل يې خپه کوي او دا خو دومره خپګان نه دى، د پرېشانۍ او نهيلۍ ورځ خو لا راغلې نه ده. (نهج البلاغه، ۲۳۷ شمېره حکمت)

[6] – د طاووس د پيدايښت په اړه د نهج البلاغې  ۱۴۵ خطبه او د پرښتو په باب: لومړۍ خطبه ولولئ.

[7] – لکه چې ويل شوي، که پېغمبر (ص) د چا شعر وايه؛ نو مات او نا انډوله کاوه يې چې خبرې يې د شعر بوی ونلري: لکه دا شعر:

عميرة ودع ان تجهزت عادیا

کفی الشیب والاسلام للمراء ناهیا

دا یې دغسې وایه :… کفی الاسلام والشیب…

او هم دا پېغمبر (ص) و چې دا شعر يې د «عربو خورا سم شعر» باله:

الا کل شیئ با خلاالله باطل

و کل نعیم لا محاله زایل

«بې له الله هر څه باطل دي او بېشکه هر نعمت زوال مومي» او څرګنده ده چې دا کلام بې له نظمه بل څه نه دی او څه شعريت  نلري. نو دغسې و له تخيل او شاعرۍ څخه د نبي اکرم (ص) ډډه کول.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!