تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه  مشرتابه او انسان سازۍ کې د نبوي سيرت ونډه ليکوال: شيخ سالم الصفار         درېم څپرکى   سيره او مديريت   غربي عالم”توماس کار لايل”(١٧٩٥- ١٨٨١ز)د پېغمبراکرم د مديريت په اړه   ويلي دي :  (( په رښتيا چې سپېڅلي خداى،عرب  په اسلام له  تيارو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 مشرتابه او انسان سازۍ

کې د نبوي سيرت ونډه

ليکوال: شيخ سالم الصفار    

 

 

درېم څپرکى

 

سيره او مديريت

 

غربي عالم”توماس کار لايل”(١٧٩٥- ١٨٨١ز)د پېغمبراکرم د مديريت په اړه   ويلي دي :

 (( په رښتيا چې سپېڅلي خداى،عرب  په اسلام له  تيارو رڼا ته راوايستل او هغو مړو او مړاوو خلکو ته يې ژوند او خوځښت ورکړ. له اسلامه مخکې لالهانده،بېنومه او بېوزله وو،چې د ژوند له پيله يې په وچو او سوځنده دښتو کې بې له کډوالۍ،په تاريخ کې بله کارنامه نه ده کښل شوې؛خو څښتن ورته استازى ولېږه او له بېنومۍ يې پر شهرت او له کمزورۍ يې  پر ځواکمنۍ واړول او په  ټوله نړۍ کې يې رڼا خپره شوه  او وړانګې يې له شماله تر جنوب او له  ختيځه  تر لوېديځه  ورسېدې .))

 

“فيردريک روکرت” (١٧٦٦- ١٨٦٦ز) جرمنى ختيځپوه او د ((وين)) او ((برلين)) د پوهنتونو استاد وايي:

((هغه کړلارې او قوانين،چې “محمد” خپل امت او نړيوالو ته راوړل،د هر اړخېزې ستاينې او درناوي وړ دي او د دين د معجزې دليل يې دادى،په هغه وخت کې،چې د برنامو او قوانينو د پلي کولو او بري هېڅ شرايط چمتو نه وو؛خو صداقت،پاک نيت او د موخو ستريا يې ټول ناشوني کړل .))

 

مديريت ته ټوليزه کتنه

له ديني پوهې بې اعتنا او جاهلي ټولنې،پخوا او اوس د مادي او ناپوهو انسانانو د نظرياتو په زخمو کې لالهانده دي  او چې  بيا جاهلي ټولنو ته الهي پېغمبرانو لار وښووه؛نو يهودانو پر ناڅيزه بيه د  ((تورات)) نوراني کتاب  واړاوه او مسيحيانو يې په  لاورۍ ((انجيل )) واړاوه.

وروسته چې هغوى د ژوند د بېلابېلو چارو د مديريت په اړه  د خپلو اديانو له بېوسۍ خبر شول؛نو په دې ګومان،چې خپل اړول شوي اسماني کتاب ته  لوړکړي؛نو له مادي فلسفې سره يې د مفاهيمو په  ګډولو لاس پورې کړ،چې ددې اړونو او ګډولو پايله د ځمکنيو او اسماني مفاهيمو ګډوډي او پردې دين ځينې ناروا ازادۍ او ارتجاعي ارزښتونه وتپل شول،چې ويلاى شو،د نږه ماده پالنې تاوان تردې ګډوډۍ لږ دى.

ددې بى لاريو بل غبرګون د پاڅونو او خوځښتونو رامنځ  ته کېدل وو .

  د کليسا له لوري د ګناهونو د بښل کېدو د سند پر خلاف  د ((لوتر)) پاڅون  او د فرانسې ستر پاڅون له دينه د سياست د بېلولو پيلامه وه او همدا و،چې نړۍ پر داسې ځنګله واوښته چې زورور پکې  پر کمزوريو نه لورېږي،شتمن بېوزلي زبېښي او د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې د وينو نېزونه وبهېدل او تر دوو خونړيو نړيوالو جګړو وروسته، اوس هم په نړۍ کې ګډوډي ده .

 

 

 

 

پېغمبر اکرم بې سارى  مدير و

د لويديځ او ختيځ سترو عالمانو په ټولو اړخونو کې د پېغمبر اکرم لوېښت منلى، چې يو يې مديريت هم دى:

هغه با کفايته او پياوړي مدبر مدير،له شيندلې جاهلي ټولنې،ستر “واحد امت” جوړ کړ او د رسالت رڼا يې بېلابېلو سيمو ته ورسوله او د اقتصاد،سياست او قانون اېښوونې په برخو کې يې علمي او انساني پاڅونونه رامنځ ته کړل.

 پخوا مو هم ورته اشاره وکړه او د لويديځ عالمانو هم منلې،چې اسلامي پوهې د نننۍ نړۍ د ډېرو پرمختګونو، خوځښتونو او بدلونو لامل و او شک نشته چې د اسلامي نړۍ د ټولو پرمختګونو لامل د رسول اکرم بې سارې  اداري  کړلارې او سيره ده. هغه پېغمبر،چې د قرآن د وينا له مخې،ټولو مسلمانانو ته غوره بېلګه ده؛

 ((لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَن كَانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيراً(احزاب/٢١)=سکه د خداى د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده،چې خداى او د اخرت ورځې ته هېله من وي او خداى ډېر يادوي . )) (56)

او د بشر ي ژوند د ټولو چارو مشر دى .

 

د  پېغمبر اکرم  د مديريت يوه برخه

خبره به درسول اکرم د بلنې له وړومبيو ورځو راواخلو،چې خپلې کړلارې يې  پر دوو برخو وېشلې  وې :

الف : په مکه کې مديريت.

ب: په مدينه کې مديريت .

پېغمبر اکرم په مکه کې د ډېرو کړاوونو په ګاللو،د توحيدي آيتونو په لوستو او په راويښوونکيو پوښتنو او ځوابونو او د آخرت او د دوزخ د اور په رايادولو،د نومسلمان د عقيدو په جوړولو او له زړونو او فکرونو يې د جاهليت د دوړو په څنډلو لاس پورې کړ او په تبليغ يې،ټول د الهي دين منلو او د جاهليت  د دودونو پرېښوولو ته راوبلل.

 دا ديارلس کاله د ښوونې او روزنې، په تېره بيا د افکارو د روزنې پړاو و؛نو ځکه په دې پړاو کې د قرآن  ډېر شمېر آيتونه راغلل .

د يادونې وړ ده،چې سمه عقيده او بنسټي ايمان،له عادي خلکو “امين” او “مخلص” مسلمانان جوړوي،چې ټولنې ته د ورننووتو او د مدني دندو د پر غاړه اخستو  پر مهال د اسلامي کړنلار او چلن ننداره کوي،چې د عبادي کړلارې پلي کول د همدې موخې  او د امينو انسانانو روزلو ته  وو،چې پينځه وخته لمونځ،د قرآن لوستل او نور عبادتونه هم پکې  شامل وو،چې پېغمبر اکرم يې مسلمانانو ته سپارښتنه کړې وه او په خپله يې هم د هغوى په سرته رسولو کې خورا کوښښ کاوه،چې پېغمبر اکرم او نورو مسلمانانو د شپې لمونځ او يو لړ نور عبادتونه،د ژوند يوه برخه ګرځولي،چې قرآن يې په اړه  وايي:

((رَبَّكَ يَعْلَمُ أَنَّكَ تَقُومُ أَدْنَى‏ مِن ثُلُثَيِ اللَّيْلِ وَنِصْفَهُ وَثُلُثَهُ وَطائِفَةٌ مِنَ الَّذِينَ مَعَكَ وَاللَّهُ يُقَدِّرُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ عَلِمَ أَن لَن تُحْصُوهُ فَتَابَ عَلَيْكُمْ فَاقْرَءُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقُرآنِ عَلِمَ أَن سَيَكُونُ مِنكُم مَّرْضَى‏ وَآخَرُونَ يَضْرِبُونَ فِي الْأَرْضِ يَبْتَغُونَ مِن فَضْلِ اللَّهِ وَآخَرُونَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَاقْرَءُوا مَا تَيَسَّرَ مِنْهُ وَأَقِيمُوا الصَّلاَةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَقْرِضُوا اللَّهَ قَرْضاً حَسَناً وَمَا تُقَدِّمُوا لِأَنفُسِكُم مِنْ خَيْرٍ تَجِدُوهُ عِندَ اللَّهِ هُوَ خَيْراً وَأَعْظَمَ أَجْراً وَاسْتَغْفِرُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (مزمل/٢٠) = په واقع كې ستا پالونكى پوهېږي،چې ته د شپې له درېو څخه دوو برخو ته نژدې او(يا) د(هغې) نيمايي او (يا) د هغه درېمه [لمانځه ته] راپاڅېږې او ستا له ملګرو يوه ډله هم (دغسې کوي) او خداى د شپې او ورځې اندازه ټاكي او هغه پوهېږي،چې تاسې (د عبادت لپاره) په (ځير) وخت نه شئ حسابولاى؛نو و يې بښلئ؛ نو قرآن څومره،چې درته (ممكن او) اسان وي،ولولئ.(هغه) پوهېږي،چې ژر به په تاسې كې ځينې ناروغ شي او (يو شمېر) نور (به) پر سفر ووځي او الهي فضل (او روزى) به تر لاسه كوي او بله (ډله) به د خداى په لار كې جهاد كوي (او د قرآن له لوستو بې برخې كېږي)؛نو څومره چې درته (ممكن او) اسان وي، قرآن ولولئ. لمونځ وكړئ او زكات وركړئ او خداى ته غوره پور( قرض الحسنه) وركړئ [=د هغه په لاركې نفقه وركړئ] او (پوه شئ)،هره نېكي،چې له مخكې،خپلو ځانو ته لېږئ (؛نو) له خداى سره به يې ډېر غوره او په ډېرې بدلې ومومئ او له خدايه بښنه وغواړئ [ځكه ] چې خداى ډېر بښونكى [او] لورين دى.)) (57)

لکه چې د شپې دا کړلار پټ حکمت  لري؛يعنې د شپې د لمونځ کوونکي د قلبي ايمان پر پياوړتيا او ټينګښت سربېره،د ورځې خداى ته د رابللو او انفاق په لار کې ګړندي ګامونه اخلي.

 

په مکه کې مديريت

د هغو فشارونو له امله،چې قريشو د پېغمبر اکرم پر نوي غورځنګ راوړل؛نو اړ شو،چې دوو هجرتونو ته کړلارې جوړې کړي،چې يوه ((حبشې)) او بله مدينې ته. دا کړلارې دومره منظمې او دقيقې جوړې شوې وې،چې د اسلام له دښمنانو يې د هر ډول ناوړه ګټنې فرصت واخست او د مهاجرت مخنيوى يې و نه کړاى شو او دا هجرتونه د هغو خطرونو د مخنيوي لپاره  وشول،چې د مسلمانانو ژوند يې ګواښه.

د پېغمبر اکرم د تدبير،هوښيارۍ او پياوړي مديريت يوه  نښه دا وه، چې د لاندې دليلونو  له امله  په  مکه  کې  پاتې  شو او خپل هجرت يې وځنډاوه:

الف_تر هغو خلکو سره کتنه او اسلام ته يې رابلنه،چې د “عربستان” له بېلابېلو سيمو مکې ته د کعبې زيارت ته راتلل،چې د مدينې له  خلکو  سره  د “عقبى لومړى تړون”  يې  يوه  بېلګه  ده.

 ياد دې وي،چې په يو لړ نورو مراسمو کې،چې د “عقبى دويم تړون” يادېږي،چې  پکې  د يثرب73 وتليو وګړيو،چې ښځې هم پکې  وې،پر  پېغمبر اکرم ايمان  راووړ او هغوى چې “يثرب” ته  ستانه  شول؛ نو د نورو خلکو مسلمانېدو،د پېغمبر اکرم هجرت او په “يثرب” کې  داسلامي دولت جوړولو ته يې لار هواره کړه .

ب_ د وړومبيو مسلمانانو د يوې ډلې د هجرت تنظيمول،چې ورته  لومړى يا کوچنى هجرت ويل شوى. دې هجرت “افريقا” ته د اسلام غږ ورساوه او هلته يې د اسلام مرکز جوړ کړ،چې غږ يې نورو ځايو ته هم ورسېد او پردې سربېره، مسلمانانو خورا زياتې تجربې هم لاس ته راوړې .

ج_چې په مکه کې د پېغمبر اکرم يوازېنى ملاتړ؛يعنې تره يې ((ابوطالب)) ناروغ شو؛نو يوه ډله  قريش ورته  ورغلل،چې وراره يې نوي دين ته د خلکو له رابللو ډډه وکړي او که زموږ خبره يې ومنله؛ نو څه چې غواړي، ور به يې کړو؛خو پېغمبر اکرم پر خپلې بلنې ټينګ ولاړ و او خپل تره ته يې وويل،چې ورته ووايي:

 (( ګرانه تره !که يو ټکى مو پر ژبه راووړ؛نو د عربو او عجمو ښاغلي به شئ.))

 قريشو پېغمبر اکرم ته غوږ رانږدې کړ،چې څه وايي.

 پېغمبر اکرم وويل:((ووياست:((لا اله الا الله)) او يوازي “الله” ولمانځئ.))

 د قريشو مشرکان ددې خبرې  په اورېدو،د “ابوطالب” له کوره ووتل؛ ځکه که حق ته ېې غاړه ايښې واى؛نو بايد له ټولو هغو ګټو او مقامونو يې لاس پرېمنځلى واى، چې په شرک او تېري ور په برخه شوي وو .

دې پېښې ته پام څرګندوي،چې رسول اکرم هغه مهال د توحيد پر بنسټ نړيوال اسلامي حکومت جوړولو ته لار هواروله،چې دا خبره د پېغمبر اکرم د مديريت مهم  اصل و.

 

په مدينه کې مديريت

پېغمبر اکرم مدينې ته تر هجرت وروسته،د قرآن د قوانينو او د احکامو د پلي کولو په موخه،د اسلامي دولت د بنسټونو او حکومتي سازمانو په جوړلو لاس پورې کړ.

د رسول اکرم بېسارې حکومتي کړنلار نه چا په پخوانيو تمدنو کې ليدلې وه او نه به يې په  راتلونکې کې وويني .

 

اداري تشکيلات

رسول اکرم له هر څه مخکې،اداري تشکيلات جوړ کړل،چې دا ورته د الهې احکامو د پلي کولو وسيله  وه،نه موخه.

 

د اسلامي  دولت د اداري  جوړښت غړي دا وو:

١_د سيمو او ټبرونو مشران او په هغوى کې د پېغمبر اکرم استازي.

٢_ د زکات د راټولولو،ساتلو او وېش کارمندان.

٣_د وحې او د هغو ليکونو ليکوال،چې پېغمبر اکرم به د هېوادو،ټبرونو او سيمو مشرانو ته ليکل او هغه سفيران،چې دا ليکونه او پېغامونه به يې نورو دولتو ته رسول.

 پېغمبر اکرم په دې تشکيلاتو کې تر ټولو لوړ سياسي ځواک او مقام و او پر ټولو مسلمانانو يې عام او سراسري ولايت درلود؛ځکه د نبوت پر مقام سربېره يې د مسلمانانو د مشرۍ او واکمنۍ دنده هم درلوده.

که پوښتنه وشي:

 پېغمبر اکرم د اسلامي دولت د جوړولوکار له کوم ټکي پيل کړ؟

د بيت المال او خزانې له جوړلو؟

 د پوځي ځواک له جوړولو؟

د قضايي محاکمو له جوړولو؟

د ګوند او يا ګوندونو له جوړولو؟ يا …….. ؟

نو ځواب دادى :

 رسول اکرم د اسلامي دولت جوړول،د جومات په جوړولو پيل کړ او په هغه وخت کې جومات د ديني ګروهو د پياوړتيا،د نفس د پاکۍ او روزنې،د اسلامي ښوونو د زده کړې ستر پوهنتون،د پوځيانوښوونيزمرکز،د انسان او خداى د اړيکو او د ټولو دولتي ادارو د څارنې او تنظيم مرکز و.

 د پېغمبر اکرم پر سختو دښمنانو سربېره او هغوى چې په مدينه او او بهر کې مسلمانانو ته په څارنځاى کې وو؛نو په دغسې حالاتو کې يوازې په پياوړي او د قيق مديريت تر سره کېداى شي؛نو ځکه رسول اکرم د ټولو ادارو چارې په خپله سمبالولې،چې البته ددې ټولو برنامو سرچينه  الهي وحې وه؛خو پلي کول يې د پېغمبر اکرم  تر  مخامخ څارنې لاندې وو،چې په طبيعي ډول لاندې دوو شبهو ته  ځواب  ورکړ شي :

الف_ د اسلام د دښمنانو ګومان،چې  ادعا کوي،اسلامي احکام ذهني او خيالي دي او په واقعيت کې پلي کول يې ډېر ستونزمن دي.

ب:د لايزم د لارويانو په لوى لاس دروغ او ګومانونه،چې له سياست  او انساني کړو وړو،د قرآني نصوصو پر بېلېدو ګروهمن دي.

د پېغمبر اکرم مديريت

مدينې ته تر ننووتو لږ وروسته،زيات شمېر پېښې وشوې،چې په هره پېښه کې د رسول اکرم ځانګړى چلن،د نوي مديريت د کارولو دليل دى.

1_عدالت:

 د پېغمبر اکرم ټولنيزې چارې په اداري بڼه او د سنجول شوې کړلارې له مخې وې او تر لاس لانديو سره چلن يې پر عدالت ولاړ و، ان  په کتنه او موسکا کې يې هم په هغوى کې توپېر نه کاوه او چارې يې داسې سمبالولې،چې حق حقوال ته ورسي او همدا الهي ځانګړنې يې وې،چې په  انساني مشرۍ کې يې ترې بې سارى بېلګه جوړه کړه.

څرګنده ده،هغه مشر ظالم دى،چې د تر لاس لاندې کسانو ترمنځ توپېر کوي،چې په خپله به د خپلې ادارې د ړنګېدو لامل وي،چې همدا اوس داسې توپېرونه د نړۍ په مادي ادارو کې شته، حال دا چې شعارونه ورکوي: مدير بايد ټولو کارکوونکيو ته په يوه سترګه وويني او ترمنځ يې مساوات وي؛خو حقيقت دادى،چې دا شعارونه يې بنسټ نه لري او موږ د پاک نبي د سيرت په رڼا کې اعلانوو،چې د هر مدير چلن بايد د عدالت پر بنسټ وي؛يعنې که دوې ادارې يو شانته شرايط او ځانګړنې ولري؛نو د عدالت غوښتنه ده،چې دواړه برابر امتيازات ولري او که د ځينو سازمانو کار،د ټولنې ښېګړو او ګټو ته ژوندوني ارزښت ولري؛نو د هغه سازمان او نورو ادارو ترمنځ مساوات،د ټولنې د ښېګړو پر خلاف کار دى  او کېداى  شي د فرصتونو په لاسه ورکولو او د ډېرو استعدادونو او وړتياوو د ويجاړۍ لامل شي؛لکه څنګه چې بېځايه بښنې،د قانون درناوى له منځه وړي؛نو ځکه وايو: په ځينو وختو کې مساوات له عدالت  سره اړخ نه لګوي .

  د رسول اکرم ژوند ان له بعثت مخکې هم له غوره چلن او ښه مديريته برخمن و، چې بېلګه يې په عربو کې د کعبې په دېوال کې د ((حجرالا سود)) د تيږي د اېښوولو پر سر د اختلاف پر مهال د  پېغمبر اکرم  مديريت دى.

 کيسه داسې وه: هر چا غوښتل،ددې کار وياړ  ور  په  برخه  شي او په دې اړه  يو هم له خپلې خبرې نه تېرېده او نږدې و ترمنځ يې اوږده جګړه راشي. بالاخره پرېکړه وشوه: څوک چې وړومبى په  وره  راننووت؛نو هغه به يې شخړه هواروي او د خداى په اراده،حضرت  “محمد” وړومبى کس و، چې راننووت او خپل څادر يې خپور  کړ او تيږه يې پکې  کېښووه او تر ټولو يې وغوښتل د څادر يوه پيڅکه ونيسي او تيږه خپل ځانګړي ځاى ته راوړي  او بيا يې تيږه په خپل لاس په خپل ځاى کې کېښووه او له دې لارې  يې شخړه  پاى  ته  و رسوله.

بله  بېلګه  مدينې  ته  د ننووتو  پر مهال ده .

د مدينې هر اوسېدونکي هڅه کوله د پېغمبر اکرم د مېلمستيا وياړ ولري. هغه  مهال ددې مسالې  پر سر د لاس و ګرېوان کېدو امکان  ډېر و،چې ناوړه اغېزې يې تر ډېره  پاتې کېداى شوې او په راتلونکې کې يې اسلامي غورځنګ ته ډېرې ستونزې پېښولې؛نو هواروي ته يې پېغمبر اکرم وويل:

 ((اوښ ته مې دنده ورکړ شوې،لار ورکړئ! چېرته چې ودرېد؛هماغه کور ته ځم.)) اوښ د حضرت “ابو ايوب انصاري” (رض) د کور مخې ته ودرېد او دا مساله  هم  د  پېغمبر اکرم   پردې  تدبير هواره شوه.

 

2_ ورورولي:

 دا کړلار،چې د بشريت تاريخ  يې سارى نه لري،په  ښکلي انساني او اداري  بڼه  تر سره شو او  سره  له دې،چې مهاجرو او انصارو پر خوى بوى او دودونو کې يو له  بل سره خورا توپېرونه درلودل؛خو د رسول اکرم د مدينې د هغه وخت د شرايطو او ټولو اړخونو په پامنيوي سره يې، په منځ  کې يې”ورورولي” اعلان کړه.

 په زړه  پورې  خو داده،چې ددې کړلارې پلي کولو ته هېڅ ډول ټاکنه او له پخوا جوړجاړى نه و شوى او دا کار هغه مهال تر سره شو،چې کله ټول مسلمانان راټول شول؛نو پېغمبر اکرم حکم وکړ: هر مسلمان دې په څنګ کې له ولاړ مسلمان سره  د ورورۍ تړون وکړي.

 ددې بې سارې الهي او اداري کړلارې پايله دا وه،چې ټولو اصحابو ځان د يوې کورنۍ غړي ګڼل  او د سرښندنې داسې پوړۍ  ته رسېدلي وو،چې که په خپله  يې  هم کوم څيز ته اړتيا درلوده؛نو مسلمان ورور  ته يې ورباښه  او که د ارث  او خپلوۍ په اړه   آيتونه نه وو راغلي؛نو ټولو به ګومان  کاوه،چې  له يو  بله ميراث  هم وړي.

3- جومات؛ عبادتځى او د حکومت اداري مرکز:

 د اسلام نوي پر پښو درېدلى امت،د خپلو اداري، فکري، سياسي، پوځي او عقيدتي چارو سمبالنې ته يو مرکز ته اړ وو؛داسې مرکز،چې د نوي دين له اصولو او ارزښتونو سره اړخ ولګوي او د همدې اړتيا لپاره،پېغمبر اکرم له هر څه مخکې،د جومات په جوړلو لاس پورې کړ؛يو ساده جومات،چې يوازې څلور دېوالونه يې درلودل،چې لوړوالى يې د انسان د لوړوالي  هومره و،چې  په پيل کې يې چت هم نه درلود او څه موده وروسته ورته يې د کجورو له لښتو چت جوړ کړ.

 اصولاً د يوې پروژې او کړلارې ارزښت په ښه اداره کولو پورې اړه لري او داچې څومره خلکو ته ګټوره ده.

هو مسلمانانو! د رسول اکرم جومات په ډېر لږ لګښت جوړ شوى و او ساده و؛خو له هماغې وړوکي او ساده جوماته،پر ټوله نړۍ د اسلامي تمدن  وړانګې  خپرې شوې .

 4_د مدينې د منشور ليکل:

 په دې اړه  مو په لومړي څپرکي کې خبرې وکړې.

 5- د جګړې مخنيوى:

 د پېغمبر اکرم د پوځي شخصيت په اړه  مو په تېر څپرکي کې وويل چې: هغه مبارک به له داسې پر مخ تلليو پوځي کړنو کار اخسته چې نن پرې پوه پوځيان اعتراف کوي .

د پاک نبي د مديريت د عظمت يوه نښه دا وه،سره  له دې،چې وحې ورته راتله او د قرآن ډېرو آيتونو؛لکه:

(( هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى‏ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ(صف /۹) = (الله) هغه دى،چې خپل استازى يې له سمې لارښوونې او حق دين سره راولېږه،چې هغه پر ټولو دينونو بريالى كړي او كه څه هم مشركان پرې خوښ نه وي .)) (58)

 د اسلام برى تضمين کړى و؛خو پېغمبر اکرم د چارو عقلاني اړخ او تدبير ته بې پامه نه و او د مسلمانانو روزنې ته يې اړينې تشکيلاتي او اداري لارې چارې برابرې کړې وې.

هو! د څښتن استازي،له دې ټولو امکاناتو سره سره کوښښ کاوه په چارو کې خبره په خبره هوراه کړي او کار يې وينې تويېدو او  جګړې ته  نه پرېښود.

 پېغمبر اکرم هم د همدې سياست د پلي کولو لپاره،د هجرت پر شپږم کال له مشرکانو سره تر لسو کالو پورې په “حديبيه” کې تړون وکړ او بيا د “خيبر”  پر لور ولاړ او د دسيسو  جرړه يې له بېخه  را وايسته .

6_ پاچايانو ته د ليکونو استول:

 پېغمبر اکرم د سفيرانو او ډيپلوماسۍ په درناوي،د بېلابېلو هېوادو پاچايانو ته ليکونه واستول او اسلام ته يې راوبلل،چې په تاريخي کتابو کې ددې ليکونو  شمېر 186 ياد شوى  دى.

7_ له يارانو بيا بيعت اخستل:

 په کړکېچنو حالاتو کې له يارانو بيا بيعت اخستل يې ،د مسلمانانو د روحي سټې د پياوړتيا او وفادارۍ سنجولو ته اداري تدبير ګڼل کېږي،چې بېلګه يې د  “حديبيه” په سوله کې وه او کيسه يې داسې وه:

 د څښتن استازى بې وسلې،له 1400کسانو سره له مدينې، د مکې پر لور د کعبې زيارت ته راووت؛د قريشو مشرکانو د حرکت مخه يې ونيوه. د څښتن استازي هم په سړه سينه خپل سفيران ورولېږل،چې په همدې تګ راتګ او ډيپلوماسۍ کې مشرکانو د پېغمبر اکرم يو استازى بندي کړ  او و يې واژه  او هغه مهال سره له دې، چې د څښتن استازي جګړې ته چمتووالى نه درلود؛خو په هوښيار مديريت يې ټول ياران را ټول کړل او له هر يوه يې بيعت واخست،چې که جګړه ونښلي،دښمن  ته شا نه کړي او دا بيعت په  اسلام  کې  پر “بيعت رضوان”  مشهور دى.

8_ د مکې فتح:

 ستر سوله پال مشر او د رحمت پېغمبر،د مکې د فتح پر مهال پر ښار ورننووت او اعلان  يې وکړ:((ځئ ولاړ شئ ! ازاد  ياست !!! ))

 پېغمبر اکرم تر هغو قريشو غچ وا نه خېست،چې مسلمانان او هغه يې له کوره ايستلي،وهلي،ټکولي او ځينې يې شهيدان کړي وو. ان  ستر مشرک او د مشرکانو مشر؛”ابوسفيان” يې هم وباښه او اعلان يې کړه چې:(( چا چې د “ابوسفيان”  په  کور کې پناه واخسته؛ نو خوندي او په امن کې دى )).

د رسول اکرم د مديريت بنسټونه

1_ الهي وحې:

 اسلام د انسانانو ترمنځ په وګړنيواو نړيوالو چاروکې پوره مساوات راوړاندې کړى (٥٩)

((يَاأَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِن ذَكَرٍ وَأُنثَى‏ وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوباً وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ(حجرات/ ١٣) = خلكو! موږ په واقع كې تاسې له يوه نارينه او يوې ښځې پيدا كړي ياست او څانګې (او خېلونه) او ټبر ټبر مو وګرځولئ چې سره وپېژنئ (خو دا د امتياز كچه نه ده) په حقيقت كې د خداى پر وړاندې ستاسې ډېر عزتمن، ستاسې ډېر پرهېزګار دى، په رښتيا چې خداى پوه (او) خبر دى.)) (60)

 او پېغمبر اکرم به هم په بېلابېلو مناسبتونو کې پردې خبره ټينګار کاوه،چې وايي:

(( خلکو! خداى مو يو او پلار مو هم يو دى،ټول د ادم اولاد ياست او عرب پر عجم فضيلت نه لري؛خو په تقوا.))

 نو ځکه په اسلامي ټولنه کې تقوا د غورتيا کچه ده .

 د اسلام له نظره،کار او عمل واجب دى او کار د انسان  د دنيا او  آخرت د نېکمرغۍ لامل دى، چې دا آيت دې حقيقت ته اشاره کوي:

((وَقُلِ اعْمَلُوا فَسَيَرَى اللّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُ وَالْمُؤْمِنُونَ وَسَتُرَدُّونَ إِلَى‏ عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ( توبه/ ١٠٥ )= او (ورته) ووايه :(( (هركار چې غواړئ) و يې كړئ ! خداى او پېغمبر يې او مؤمنان ستاسې كړه ګوري! او ژر به  د پټو او ښكاره وو پوه ته  وړاندې کړاى شئ؛ نو څه چې مو كول، تر هغو به مو خبركړي !))  ( 61)

او دا چې د ټولنې پياوړتيا په زيار او ډله ييز کار پورې اړه لري؛ نو قرآن هم دې خبرې ته اشاره کړې او وايي :

 ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تُحِلُّوا شَعَائِرَ اللّهِ وَلاَ الشَّهْرَ الْحَرَامَ وَلاَ الْهَدْىَ وَلاَ الْقَلاَئِدَ وَلاَ آمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِن رَبِّهِمْ وَرِضْوَاناً وَإِذَا حَلَلْتُمْ فَاصْطَادُوا وَلا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ أَن صَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَن تَعْتَدُوا وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى‏ وَلاَ تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللّهَ إِنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ( مائده/ ٢)=مؤمنانو ! د دين د نښو او الهي پولو( او د حج  د مراسمو) او د(هرې يوې ) حرامې مياشتې درناوى وكړئ او د قربانيو په نښه شويو او بې نښو څارويو ته لاس مه غځوئ او هغوى (هم) مه ځوروئ،چې د خپل پالونكي د فضل په لټون او د خوښۍ لپاره يې د(( بيت الله )) پر لور ځي؛خو چې له احرامه راووتلئ، ښكاركولاى شئ او له يوې ډلې سره دښمني دې،چې پر تاسې يې ( د حديبيې پر كال ) د مسجدالحرام لار تړلې وه،تاسې و نه هڅوي،چې تېر ۍ پرې وكړئ او( تل ) په نېكيو او پرهېزګارۍ كې له يو بل سره مرسته وكړئ او (هېڅكله) په ګناه او تېريو كې ديو د بل لاسنيوى مه كوئ او د خداى (د فرمان له مخالفته) ځان وساتۍ؛(ځکه) چې خداى سخت عذابى دى.) (62)

 قرآن  وايي: پر ځمکه  کوښښ کول،د حلال  رزق  لاس  ته  راوړل دي او په دې  اړه   وايي:

 ((يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُوا مِمَّا فِي الْأَرْضِ حَلاَلاً طَيِّباً وَلاَ تَتَّبِعُوا خُطُواتِ الشَّيْطانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ(بقره/۱۶۸ )=خلكو! تر هغو (څېزونو) وخورئ،چې په ځمکه کې حلال او پاک دي! او د شيطان پر پلو مه ځئ، چې هغه مو ښكاره دښمن دى.)) (63)

انساني کار او له يو بل سره مرسته، بېلابېلې ښې پايلې لري،چې يوه يې د شتمنۍ لاس  ته راوړل دي،چې موږ  ورته  د اقتصاد په برخه کې اشاره کړې ده .

دين د شتمنۍ سمې ساتنې ته د انفاق سپارښتنه کړې:

 ((وَالَّذِينَ إِذَا أَنفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذلِكَ قَوَاماً(فرقان/ ٦٧)= او هغوى چې كله ( د خداى په لار کې ) لګښت كوي؛نو نه بې ځايه لګښت كوي او نه بخيلي؛بلكې منځلاري وي. )) (64)

د حلال رزق تر ګټلو او انفاق وروسته،په اسلامي ټولنه کې د تزکيې (نفسپاکۍ) او ټولنيزو دندو وار دى. په دې اړه  قرآن  وايي:

(( وَالَّذِينَ فِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَعْلُومٌ(معارج /٢٤)= او هغوى چې په مالونوكې يې يو ټاكلى حق وي ))

((لِلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ(معارج /٢٤) = د سوالګر او بې برخې لپاره (چې له بېوسۍ سره سره سوال نه كوي)) (65)

 ((خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِم بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلاتَكَ سَكَنٌ لَهُمْ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ(توبه/ ١٠٣)=د هغوى له مالونو (د زكات په نامه ) صدقه واخله،چې په هغه يې پاك او سوتره كړې او ( د زكات اخيستو پر وخت ) ورته دعا وكړه؛ځكه چې ستا دعا ورته ډاډېنه ده او خداى اورېدونكى (او) پوه دى . )) ( 66)

2_ شورا:

 سلا مشوره اسلامي اصل او مديريتي فن دى او لکه څنګه چې د منفي او مثبتو جريانو له يو ځاى کېدو بريښنا پيدا کېږي؛مشوره هم د افکارو د پياوړتيا او د بشري ټولنو د پرمختګ لامل ګرځي او اسلام د عقل،فطرت او انسانيت د دين په نامه، ددې اصل د پلي کولو مخکښ دى.حال دا چې بې دينه ټولنې تر ډېرو خونړيو جګړو وروسته دې اصل ته ورسېدلې،هغه  هم په نيمګړې توګه.

 په ټولنه کې اسلامي شورا،د نصيحت،سرښندنې او احساس له مخې د پلي کېدو وړ ده،نه د نورو هېوادو په څېر،چې مشوره له مخې د مقابل  لوري د بهرولو لپاره وي،چې د اسلامي شورا او نورو شوراوو بنسټيز توپېر په همدې خبره کې دى .

چې کله دويم خليفه د “ايران” د فتحې په موخه بهر راووت؛ نو حضرت “علي” ورته وويل:  (( ته د مسلمانانو واکمن يې؛نو غوره به وي،چې په پلازمېنه کې پاتې شې او جګړې ته بولندوى وټاکې.)) خليفه همدا مشوره ومنله.

د  پېغمبر اکرم له نظره،په اسلامي شورا کې لاندې دوو ټکيو ته پام د شورا د پياوړتيا لامل ګرځي:

الف_ تر ټولومسلمانانو سره مشوره،نه  له يوې ځانګرې او ټاکل شوې ډلې سره،چې له دې لارې د افکارو خاوندان خپل نظر ښکاره کړاى شي.

د “بني ساعده په سقيفه” کې، چې لومړى خليفه يې وټاکه،ډېر غوره مشاوران؛يعنې “نبوي کورنۍ”  او “بني هاشم” نه وو، چې مشر يې “علي” و؛نو ځکه د اسلامي خلافت بنسټ کوږ کېښوول شو،چې پايله يې په درېم خليفه پسې د خلکو پاڅون و، چې بيا ټول مسلمانان راغلل او د “علي” (ک) ټاکنې ته يې راودانګل؛لکه چې مسلمانانو غوښتل،د تېرو شوراوو نيمګړتيا تکرار نشي،چې  اصلي  سلا کاران  پکې  نه وو.

[خوشال باباوايي: ((چې اختلاف يې د اصحاب په مخ کې راشي – د مفهوم موکار هغو زده چې مفهوم دى. ژباړه)) ]

ب_ بايد د هرې  شورا په سر کې تکړه،مدير او مدبر مشر وي،چې وروستى پرېکړه وکړاى شي .

پېغمبر اکرم د زړه  له کومې پردې اسلامي دود عمل کاوه،چې قرآن يې په اړه  ويلي دي:

(( وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلاَةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَى‏ بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ(شورى / ٣٨) = او د هغو كسانو (لپاره دي) چې د خپل پالونكي (بلنه) يې منلې او لمونځ يې کړى وي او خپلمنځي چارې په مشورې سره سرته رسوي او څه چې موږ ورته ور روزي كړې (د خداى په لار كې يې) لګوي)) (67)

 او همداراز يو بل آيت،چې پېغمبر اکرم ته خطاب دى،وايي:

((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى‏ اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ( آل عمرآن / ١٥٩) =خلكو ته د الهي رحمت ( په بركت)؛ نرم (او مهربان) شوى يې او كه توند خويه او سخت زړى وې؛نو خلك درځنې خپرېدل؛نو تر هغوى تېر شه او بښنه ورته وغواړه او په چاروكې ورسره مشوره وكړه؛خو چې کله دې هوډ وکړ (؛نو پرېکنده اوسه) او پر خداى توكل وكړه؛ځكه چې توكل كوونكي د خداى خوښېږي.)) (68)

پېغمبر اکرم له يارانو سره تر سلا مشورې وروسته،په خپله پرېکړه کوله او عملي کوله .

 “امين الاسلام طبرسي” له رسول اکرمه روايت کړى: (( چا چې د اړوند کار له کارپوه سره سلا مشوره وکړه؛ نو پر سمه به هدايت شي)) (69)

 

شورا او ولسواکي

پېړۍ پېړۍ مخکې له دې،چې په نړۍ کې د ولسواکۍ فکر رامنځ  ته شي،په اسلامي ټولنه کې د سلامشورې  او شورا اصل دود و او مسلمانانو به د الهي تقوا او ديني ارزښتونو له امله ان  په سرښندنه او د خپلو شخصي ګټو د لاسه ورکولو په بيه،د دې اصل د پلي کولو په موخه،يو بل  ته سلا مشوره ورکوله .

 د نوې ولسواکۍ روح هم د ټولنې د وګړيو له راى او تجربې ګټه اخستل دي. ويلاى شو:د اسلامي شورا بنسټ تر ولسواکۍ پراخه دى.

 اسلامي عالمانو د اسلامي دولتو لپاره د(( اهل حل وعقد )) د شورا خبره رامنځ ته کړې،چې د ديموکراټيکو نظامو پارلمانو ته ورته ده او هماغه ونډه لري.(70) او ويلي يې دي،چې غړي يې بايد عادل،حکيم،ټولنپوه او د نظر خاوندان وي،چې وکړاى شي د واکمنۍ او مشرۍ په کچه برابر وي او له خپل منځه هغه خپل مشر وټاکي،چې تر ټولو اسلام او مسلمانانو ته وړ وي.

( وګورئ : ماوردي ،احکام السلطانيه)

 د يادونې ده،چې دا نظر يوازې په کتابو کې ليکل شوى او بيخى پلي نه شو؛ لکه څرنګه چې مو پخوا هم ورته اشاره وکړه ځينې وروڼه شته حکومتو سره د جوړجاړي له  مخې هر حکومت،چې پر اوضاع برلاس شي،په رسميت پېژني،بې له دې چې وويني څرنګه ځواک ته رسېدلى دى.

 

 

د اداري تنظيم بنسټونه

الف _ کار:

 پېغمبر اکرم د بشري  ټولنې مخکښ مدير و.د اسلامي دولت چارې يې په قرآني اصولو سمبالولې،چې د اداري او ټولنيزو هڅو پر مهال، د هر چا دنده ټاکل شوې وي .

د رسول اکرم مديريت دومره ښکلى او په  زړه پورې و، چې هغه مهال يې د “روم” او “ايران”  پاچايان تر پلي کولو  بېوسې وو .

د الهي اداره چيانو خاتم؛د مسلمانانو د ټولنيز مقام او په دنيا او خرت کې د رتبې د ټاکلو کچه کار وټاکه. قرآن کريم وايي:

(( وَلِكُلٍّ دَرَجَاتٌ مِمَّا عَمِلُوا وَلِيُوَفِّيَهُمْ أَعْمَالَهُمْ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ(احقاف / ١٩ آيت) = او هغوى هر يو(مؤمن وکافر) ته د خپلو كړنو له مخې درجې دي،چې يې د کړنو بدل پوره وركړاى  شي او هېڅ  تېرى به پرې ونشي. )) (71)

 قرآن د مېرمنو کار هم ناليدى نه دى ګڼلى،وايي:

((فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لَا أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِنْكُم مِن ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى‏ بَعْضُكُم مِن بَعْضٍ فَالَّذِينَ هَاجَرُوا وَأُخْرِجُوا مِن دِيَارِهِمْ وَأُوذُوا فِي سَبِيلِي وَقَاتَلُوا وَقُتِلُوا لَأُكَفِّرَنَّ عَنْهُم سَيِّآتِهِمْ وَلَأُدْخِلَنَّهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ثَوَاباً مِنْ عِندِ اللّهِ وَاللّهُ عِندَهُ حُسْنُ الثَّوَابِ(آل عمران / ١٩٥)= نو پالونکي يې غوښتنې ومنلې ( او و يې ويل ) زه له تاسې د هېچا عمل نه لاهو كوم، نارينه وي كه ښځه،ټول له يوه جنس ياست،هغوى چې زما په لار كې هجرت كړى او له خپلو كورونو شړل شوي او زما په لار كې ځورول شوي او جګړه يې كړې او وژل شوي دي؛نو هرومرو يې ګناهونه بښم او هغو جنتي باغونو ته يې ننباسم،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي، دا د خداى له لوري ثواب دى او له خداى سره تردې هم ښه ثوابونه شته.)) (72)

 هغه بې ساري مدير نه يوازې مسلمانان يې کار ته را هڅول؛بلکې کار يې د تکامل چورليځ ګاڼه؛ځکه له کار سره مينه،په انسان کې د نوښت او کوښښ روح ژوندى ساتي او بې شوقه کار نه يوازې  د پرمختګ  لامل نه  ګرځي؛بلکې د پوپناه کېدو او وروسته پاتېينې لامل دى.

 رسول اکرم ددې حکيمانه سياست په پلي کولو،د عربو ورک نومى ملت،نړيوالو ته د انساني ارزښتونو خپروونکى او له ظلم او فساده ازادوونکى وښود.

د پورتنيو څرګندونو له مخې ويلاى شم: د يوه ښوونځي،تکړه او بريالى مدير هغه دى،چې د کار پر وړتيا سربېره،له کار سره مينه او پر ارزښت يې ايمان ولري .

پوهان وايي:((هر څوک د يو کار استعداد لري؛خو بختور هغه دى، چې دا استعداد را برسېره کړي .))

 پېغمبران د ټولنو ستر مديران وو؛ځکه په پرله پسې کار او منظم مديريت يې بشري ټولنې “توحيد” او د خداى دين ته رابللې؛نو ځکه په هغو سختو شرايطو او د امکاناتو په کمښت او د مناسبو اداري سازمانو په نه شتون کې يې حداکثر برى ترلاسه  کړ.

ب: پوهه،واک او وړتيا:

 پېغمبر اکرم مسلمانان د پوهې زده کړې،د تخصص لاس ته راوړو او فکر کولو ته هڅول،چې له دې لارې يې ځواک او منزلت غښتلى کړي. په دې اړه  قرآن وايي :

 ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قِيلَ لَكُمْ تَفَسَّحُوا فِي الْمَجَالِسِ فَافْسَحُوا يَفْسَحِ اللَّهُ لَكُمْ وَإِذَا قِيلَ انشُزُوا فَانشُزُوا يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ (مجادله/ ١١آيت)= مؤمنانو! چې كله درته وويل شي: (( په مجلسونوكې ځاى ارت كړئ (او نويو راغليو ته ځاى وركړئ) ))؛نو ځاى پراخ كړئ،چې خداى ستاسې په چارو کې پراخي راوړي او چې كله وويل شي: ((پاڅئ))؛ نو پاڅئ، چې خداى له تاسې د هغوكسانو درجې لوړې كړي، چې ايمان يې راوړى او پوهه وركړ شوې ده  او څه چې كوئ، خداى پرې ښه خبردى. )) (73) 

کارپوهيزه پوهه د ژوند لار رڼا کوي او د نويو نظرياتو د راپيدا کېدو او د شننې لار يې هواروي.

 د وګړيو په ټاکنه کې د رسول اکرم يوه کچه بدنې ځواک او روغتيا هم وه؛ځکه وس او روغتيا د ديني واجباتو د پلي کولو او د ديني ارزښتو لاس ته راوړو ته لازم شرط دى.

 اسلام مؤمنان بدني روغتيا او چمتووالي ته رابلي او رسول اکرم وايي:

 ((ځواکمن مومن تر کمزوري مومن ښه دى.)) او په بل ځاى کې وايي: (( مؤمنه ! بدن دې پر تا حق لري )) او د روژې  نيوو ګټه يې روغتيا ښوولې ده؛(( روژه ونيسئ، چې  روغ رمټ شئ. ))

په ديني ښوونو کې  لامبو،اس ځغلونه او منډه ځانګړى ځاى لري او لمونځ ،حج  او د جهاد په څېر عبادتونه، پر معنوياتو سربېره،د انسان د بدني ځواک او روغتيا په پياوړتيا کې هم خورا ستره ونډه لري.پخوا مو هم ورته اشاره وکړه،چې د بقرې د سورت په 247 آيت کې راغلي: (( بني اسرائيلو د (( طالوت )) پر واکمنۍ د شتمنۍ د کموالي له کبله نيوکې کولې؛خو حکيم خداى بني اسرائيل د طالوت په بدني ځواک پر غوږ ووهل او ددې دندې  وړ يې وګاڼه . ))

ج: مساوات:

 اسلام ټول مسلمانان په ټولنيزو حقوقو کې مساوي ګڼي او چا ته د توکم،ژبې او د پوټکي د رنګ په سترګه نه ويني او لکه څنګه چې مخکې مو هم وويل: رسول اکرم  چې مدينې ته ورسېد؛نو سره له دې،چې انصار او مهاجر له بېلابېلو ټبرونو وو؛خو هغوى يې له يو بل سره وروڼه کړل.

په غير الهي افکارو کې،نه يوازې  د بشر له مساوات او برابرۍ انکار کېږي؛ بلکې په ځينو پخوانيو ټولنو کې په ډېر وياړ د انسانانو د توپېر خبره کېده،چې دا ناسم ګومان په “يونان” او “روم” کې ډېر و او خلک پر  ازاد، مريي، روحانيونو، سرتېرو او کارګرانو وېشل شوي وو او په پخواني “هند” کې يوې ډلې ته  نجس (اچوت)  ويل  کېدل  او بېخي  ټولنيز حقوق يې نه درلودل .

په اسلام کې مساوات هغه شعار نه دى،چې له هر تفسير سره اړخ ولګوي.د ساري په توګه: توکم پالنې ته له هېواد سره مينه نه وايي، د قومي ښېګړو لپاره هر تېرى روا نه ګڼي او يا داچې له  ننني قوانينو او نظامو سره جوړجاړى وکړي؛بلکې ثابت اصول لري او ټول انسانان په حقوقو کې مساوي ګڼي او په انسانانو کې توپېر،په لاس ته راوړيو ځانګړنو؛ لکه په نيکۍ او فساد کې ويني .

قرآن وايي:

 ((أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ(ص / ٢٨)=ايا هغوى چې ايمان راوړى او ښې كړنې يې كړې وي،د هغه چا غوندې كړو، چې په ځمكه كې فساد كوي؟ يا پرهيزګاران د بدكارانو غوندې كړو؟! ))

 او پردې سربېره،قرآن د ټولو انسانانو  ريښه يوه بولي او وايي :

 ((يَاأَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِن نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً كَثِيراً وَنِسَاءً وَاتَّقُوا اللّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبَاً (نساء/۱) = خلكو ! د خپل پالونكي ( له مخالفته) ووېرېږئ، هغه چې تاسې ټول يې له يوه تنه پېدا كړئ او (همداراز) له هماغه يې د هغه جوړه هم پيدا کړه او له دې دواړو يې( د ځمكې پر مخ) ډېر نارينه او ښځې خپاره كړل او له هغه خدايه ووېرېږئ ،چې (تاسې ټول يې پر لوېښت قايل ياست) په نامه يې له يو بله څېزونه غواړئ.(او همداراز) له خپلوانو سره د اړيكو له پرېکونې ډډه وكړئ؛ ځكه خداى څارونكى دى. )) (74)

 او د خداى استازى وايي:

 (( تاسې ټول د آدم اولاد ياست او آدم له خاورې  و. ))  

 

په مساوات کې پاموړ څلور ټکي

 1_د مساوات پر اصل عمل:

 قرآن په ډاګه دا خبره کړې،چې د خداى استازى هم د نورو انسانانو په څېر انسان دى:

 ((قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ يُوحَى‏ إِلَي‏غَّ أَنَّمَا إِلهُكُمْ إِلهٌ وَاحِدٌ فَمَن كَانَ يَرْجُوا لِقَاءَ رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلاً صَالِحاً وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَداً(کهف/۱۱۰)=ووايه :((زه خو يوازې ستاسې غوندې يو بشر يم (ځانګړنه مې داده،چې) ما ته وحې كېږي،چې ستاسې يوازېنۍ معبود ايکې يو معبود دى؛ نو څوك چې له خپل پالونكي سره د مخامختيا هيلمن وي؛نو بايد ښې چارې وكړي او هېڅوك د خپل پالونكي په عبادت كې شريك نه کړي.)) (75)

تاريخپوهان ليکي: يو عرب راغى،چې لا يې پېغمبر اکرم نه و ليدلى،چې د پاک نبي هېبت پرې کېناست او په رپار شو. پېغمبر اکرم په مهربانۍ ور وکتل او ورته يې وويل:(( وروره ! پر ځان سخته مه راوله! زه خو څه باچا نه يم، زه د قريشو د يوې مېرمنې زوى يم،چې وچه غوښه يې خوړه . ))

2_طبقاتي ليد له منځه وړل:

 قرآن کريم د حضرت  نوح (ع)  د کيسې په ترڅ کې وايي:

((قَالُوا أَنُؤْمِنُ لَكَ وَاتَّبَعَكَ الْأَرْذَلُونَ . قَالَ وَمَا عِلْمِي بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ شعراء. إِنْ حِسَابُهُمْ إِلَّا عَلَى‏ رَبِّي لَوْ تَشْعُرُونَ. وَمَا أَنَا بِطَارِدِ الْمُؤْمِنِينَ ( شعراء/۱۱۱-١١٤)= وويل:((ايا پر تا ايمان راوړواو حال دا چې خوار او پرېوتو خلکو دې لار منلې ده ؟! (نوح) وويل:(( له كړنو يې خبر نه يمكه پوهېږئ، د حالاتو ګروېګنه يوازې زما د پالونكي کار دى او زه  د مؤمنانو شړونکى نه يم. )) (76)

 پېغمبر اکرم هم د قرآن پر حکم، د جاهليت طبقاتي ليد او روحيه دړې وړې کړه او هغه مهال،چې د قريشو مشرانو د خداى له استازي وغوښتل، د “صهيب”،”عمار” او”بلال” په څېر مسلمانان،د بېوزلۍ له امله له غونډې وباسي؛نو آيت راغى :

 ((وَلاَ تَطْرُدِ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُم بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ مَا عَلَيْكَ مِنْ حِسَابِهِم مِن شَيْ‏ءٍ وَمَا مِن حِسَابِكَ عَلَيْهِمْ مِن شَيْ‏ءٍ فَتَطْرُدَهُمْ فَتَكُونَ مِنَ الظَّالِمِينَ(انعام /٥٢) = او هغوى مه شړه، چې ګهېځ او ماښام خپل پالونكى بولي او خوښي يې غواړي،نه د هغوى حساب پر تا شته او نه  ستا حساب پر هغوى شته؛نو كه هغوى وشړې؛ نو له ظالمانو به شې. )) (77)

او په دې توګه پېغمبراکرم د هغوى ناروا غوښتنه ونه منله.

3_د ښځې او سړي مساوات:

 ددې موضوع  پر ارزښت به هله پوه شئ،چې خبر شئ،ددې ډول مساواتو فکر ان  د اروپا د منځنيو پېړيو د عالمانو ذهن  ته هم نه و راغلى او تل يې په دې اړه له يو بل سره شخړه وه،چېايا ښځه انساني روح لري او که شيطاني؟ حال دا چې قرآن د ښځې او سړي د ټولنيزو حقوقو د مساوات خبره هغو خلکو ته کوي،چې لوڼې يې ژوندۍ ښخولې او ښځه يې پرېوتى موجود ګاڼه.

 قرآن دا مساوات په دې بڼه اعلان کړ:

(( مَنْ عَمِلَ صَالِحاً مِن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى‏ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ(نحل /٩٧)=هر نارينه او يا ښمځنه، چې ښه كار وكړي (؛نو) كه ايمان يي راوړى وي؛ نو بېشکه هغه ته به په پاك ژوند،(حقيقي ) ژوندون وركړو او هرومرو به هغوى ته ترخپلو كړنو هم ښه بدله وركړو.  (78)

4- د ولس او ولسمشر تر منځ مساوات:

 پېغمبر اکرم او يارانو يې په يو سفر کې هوډ وکړ،چې خواړه پاخه کړي،چې هر يوه ته دنده ور پر غاړه شوه او پېغمبر اکرم هم د نورو په څېر يوه دنده پر غاړه واخسته چې يارانو يې وويل:((موږ به خوشحاله شو،که کار دې موږ وکړو.))

 پېغمبراکرم وويل: (( پوهېږم؛خو نه غواړم ځان پر تاسې غوره وګڼم . ))(79)

5_د واليانو ټاکل:

 دا ټاکنې راښيي د پاک نبي د اسلام د بلنې پياوړتيا او راتلونکې ته پام څومره و. په قرآن کريم کې د حضرت شعيب (ع) د لور له خولې راغلي،چې خپل پلار ته يې وويل:

((قَالَتْ إِحْدَاهُمَا يَا أَبَتِ اسْتَأْجِرْهُ إِنَّ خَيْرَ مَنِ اسْتَأْجَرْتَ قوي الْأَمِينُ(قصص / ٢۶)=تر هغو دوو (نجونو) يوې وويل: (( پلاره! دى په مزدورۍ ونيسه؛ ځكه ډېرغوره سړى،چې ته په مزدورۍ نيسې(؛نو همداسې) يو څوك دې وي،چې غښتلى او امين وي.)) (80)

  د رسول اکرم ټولې هلې ځلې  ددې لپاره وې،چې د اسلام او مسلمانانو د چوپړ لپاره غوره انسانان وټاکي او په دې  اړه  وايي:

 ((څوک چې د مسلمانانو واکمن شي او دنده داسې چا ته  وسپاري، چې ترې وړ کس وي؛نو له خداى او پېغمبر سره يې خيانت کړى دى .))

 

 

انساني مديريت

رسول اکرم په خپلو برنامو او مديريت کې يوازې د انسان خير او سمونې ته پام کاوه او يوازې اسلام دى،چې په ټولو احکامو کې يې د انسان دنيوي او اخروي نېکمرغۍ ته پام کړى او د انسان ټولې وګړنى او ټولنيزې  چارې يې تنظيم کړي دي.

 د اسلام د ټولو احکامو روح د انسان  د حرمت،شخصيت،عزت او درناوي ساتنه ده،چې په دې اړه   قرآن مجيد وايي:

((وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى‏ كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلاً (اسراء/٧٠ /)= او په رښتيا چې موږ بنيادم ته ډېر عزت وركړى دى او هغوى مو په وچه او لمده كې (پر سپرليو) سپاره كړي دي او هغو ته  مو له ډول ډول پاكو څيزونو روزي وركړې او هغوى مو تر خپلو ډېرو مخلوقاتو غوره كړي دي . (81)

 انسان ته يې د کړنو له مخې سزا يا ثواب ورکول کېږي.که ښه يې کړي وي؛نو ثواب به ورکړ شي او که  بد يې کړي وي؛نو سزا به يې ورکړ شي.

 کچه او معيار،د مسلمان کړنې دي؛يعنې چې کله انسان خپل کار د خداى په  نامه  پيلوي؛نو ګروهه لري، خداى يې له نيت او ښکاره او پټو چارو خبر دى او همدا فکر يې روح پياوړى کوي او تل يې دا کوښښ وي په چارو کې د خداى خوښي لاس ته راوړي؛ځکه خداى ويلي:

((إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ إِنَّا لاَ نُضِيعُ أَجْرَ مَنْ أَحْسَنَ عَمَلاً (کهف/٣٠ )= په رښتيا هغوى، چې ايمان راوړى دى او ښه كارونه يې كړي وي؛نو موږ به د نېكانو اجرلاهو نه كړو.  (82)

خداى پر دې خوښېږي، چې کار په ځيرتيا او پوخ پيل کړئ .

 پېغمبر اکرم هم ډېر اسان شريعت راوړى،چې انسان پکې  تر خپلې وسې پړ دى.قرآن وايي:

 ((لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْساً إِلَّا وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا رَبَّنَا وَلاَ تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْراً كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِنَا رَبَّنَا وَلاَ تُحَمِّلْنَا مَا لاَ طَاقَةَ لَنَا بِهِ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا أَنْتَ مَوْلاَنَا فَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ(  بقره/ ٢٨٦)=خداى هر څوك تر خپلې وسې مكلف بولي (انسان) چې څه (ښه) وكړي؛نو ځان ته يې كړي او هره ( بدي ) چې وكړي؛ نو د ځان په زيان به يې كړې وي.(مؤمنان وايي:) پالونكيه !كه له موږ څه هېره او خطا وشي، موږ پرې مه نيسه .پالونكيه ! پر موږ هغه پېټى مه ږده؛لکه چې هغه دې (د ګناه او سرغړونې له امله) زموږ پر مخكېنيو ايښى و. پالونكيه ! پرموږ هغه پېټۍ مه ږده،چې د پورته كولو وس يې نه لرو او د ګناهونو نښې را نه پرېمينځه، ومو بښه،رحم راباندې وكړه،ته زموږ پالندوى (او مرستندوى) يې او پركافرانو مو بريالي كړه. )) (83)

 چې پردې ګروهه،د مسلمان عمل،د ځيرتيا او مړانې تر ټولې لوړې کچې ته رسي او هم په خپلو لارويانو کې د داسې مفکورې رامنځ ته کول  ډېر  ستر کار  او د  مديريت  مهم ټکى دى.

 سره له دې،چې اسلام کار عبادت ګڼلى؛خو مادي اړخ ته يې هم پام دى، چې کارګر ښه ژوند ولري او په مينه او نوښت کار وکړي.

 پېغمبر اکرم ټينګار کاوه،چې په عدالت د کارګر مزدوري ورکړئ او تل يې د کارګر سوکالۍ ته پام و او په دې اړه  وايي:(( څوک چې زموږ لپاره د يوکار لامل شي؛ نو که کور نه لري؛نو بايد د کور خاوند شي او که ښځه نه لري؛بايد د ښځې خاوند شي او که سپرلي نه لري؛نو بايد د سپرلۍ خاوند شي.))

 د رسول اکرم سيرت د هغه په شاګرد؛حضرت “علي ابن ابيطالب” کې انځور شو. حضرت “علي” چې “مالک اشتر نخعي” د “مصر” والي وټاکه؛نو داسې يو منشور يې ورکړ،چې د نړۍ تر ټولو لوړ اداري او سياسي پروګرام شمېرل کېږي او په يوه برخه کې يې راغلي:

 (( له ولس سره په نرمئ چلن کوه او د داړن څاروي په څېر مه اوسه،چې د ولس داړل  درته  غنيمت وي . ))(84)

 

د عمومي مديريت ځانګرنې

 

1_ د کار پر ارزښت ايمان:

 په غير ديني ټولنو کې مديريت يو کسب دى،چې ټاکل شويو مادي موخو ته رسېدل اسانوي او له هرې لارې او وسيلې يې د خلکو قانع کول ځانګړنه ده؛خو په اسلام کې د مدير د ټاکلو اساسي شرط،د کار پر ارزښت د زړه له کومې باور دى؛ لکه څرنګه،چې پېغمبر اکرم د قرآن پر حقانيت او خلکو ته يې پر تبليغ بشپړ ايمان درلود او دا حقيقت قرآن بيان کړى :

((آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مِن رَبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كَلٌّ آمَنَ بِاللّهِ وَمَلاَئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِن رُسُلِهِ وَقَالُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ( بقره /٢٨٥) =پر پېغمبر،چې څه د خداى له لوري نازل شوي دي،ايمان يې پرې راوړى دى ( او هغه په خپلو ټولو خبرو پوره مؤمن دى) او (هم) ټولو مؤمنانو پر خداى، پرښتوو،كتابونو او پېغمبرانو يې ايمان  راوړى دى ؛( او وايي:) (( موږ د خداى د پېغمبرانو ترمنځ يوه ته هم په توپېر قايل نه يو ( او پر ټولو ايمان لرو)) او (مؤمنانو) وويل:((موږ واورېدل او غاړه مو كېښووه: پالونكيه ! ستا بښنې (ته سترګې پرلار يو) او درتګ (مو) يوازې همدا ستا لوري ته دى .))(٨٥)

  د رسول اکرم پرله پسې هلې ځلې،پر الهي وحې او اسلامي ارزښتونو د ايمان نښه وه؛ځکه ډېر کړاوونه يې پرې راوستل؛خو بيا هم ستړى نه شو او هغه مهال به له خوشحالۍ په جامو کې نه ځايېده،چې ډلو ډلو به اسلام راووړ او هغه مهال به ډېر خپکې ده،چې خلک به سمې لارې ته نه راتلل؛خو آيت راغى او د رسول اکرم د تسليت لپاره يې وويل:

(( فَلَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ عَلَى‏ آثَارِهِم إِن لَّمْ يُؤْمِنُوا بِهذَا الْحَدِيثِ أَسَفاً (کهف / ٦آيت) = او که په دې خبره ( = قرآن) ايمان را نه وړي؛ نو ښايي ته د هغوى د كړنو له امله ځان له غمه مړ کړې.)) (86)

2_امانت ساتنه او د مسئووليت احساس:

 هغه مشر بريالى او ځلېدلى دى،چې د ستر روح  خاوند وي او د کار سختي وزغمي او په اخلاص او امانتوالۍ خپله  دنده  تر سره کړي.

 په اسلام کې مديريت يوازې وړ مومن او وړ کارپوه ته سپارل کېږي او سيره ليکوونکيو ليکلي،يو صحابي رسول اکرم وپوښته: ((ولې راته قومانداني نه راسپارئ ؟ ))

 پېغمبر اکرم ورته وويل: ((ځکه د سر ته رسولو وس يې نه لرې او د يوې دندې يا کار مسئووليت د قيامت پر ورځ د انسان د پښېمانۍ او سرکوزۍ لامل دى؛خو (نه) هغوى ته چې د دندې او مسئووليت وړ وي او ټول واجبات يې پوره کړي وي. ))

3_ پرېکندتوب:

 په حساسو شېبو کې د  پېغمبر اکرم  د پرېکنده هوډ کولو په اړه  مو د پېغمبر اکرم د پوځي مشرۍ په  بحث کې خبرې وکړې.

 دلته بايد ووايم: مدير د ټولو پروژو او برنامو وروستى هوډ کوونکى دى؛نو بايد بې له هر ډول وسواس او شکه،تر ټولوغښتلې اراده ولري؛ځکه د ارادې سست والى د مدير په مديريت کې ګډوډي راولي. خداى خپل استازي ته وايي:

 ((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى‏ اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ (آل عمران / ١٥٩)=خلكوته دالهي رحمت ( په بركت)؛نرم (او مهربان) شوى يې او كه توند خويه او سخت زړى وې؛نو خلك درځنې خپرېدل؛نو تر هغوى تېر شه او بښنه ورته وغواړه او په چاروكې ورسره مشوره وكړه؛خو چې کله دې هوډ وکړ(؛نو پرېکنده اوسه او) پر خداى توكل وكړه؛ځكه چې توكل كوونكي د خداى خو ښېږي.))  (87)

حضرت “علي” وايي:

(( په پرېکنده هوډ،ناغېړي او بې ارادېتوب له منځه يوسئ .)) (88)(( چا چې سستي او لټي جامه کړه؛نو حقوق يې پوپناه شي.))(89)

4_ عاجزي او ولسي کېدل:

 قرآن کريم د “حجر” د سورت په  88  آيت کې  پېغمبر اکرم ته  وايي:(( له مومنانو سره مهربان اوسه!)) او د رسول اکرم اخلاق،چې د قرآن له مخې و،داسې مهربان،عاجز او متواضع و،چې کله به کوم ناپېژندګلو راغى؛نو پېغمبر اکرم به يې نه پېژانده؛نو پوښتل يې،چې په تاسې کې کوم يو د خداى استازى دى؟

 خورا مهربان او تل به موسکى و او هغه مهال،چې د قريشو مشرکانو ترې وغوښتل چې ورسره ناست بېوزلي وشړي، چې د ناستې ځاى يې پراخه شي؛نو و يې نه منل.

حضرت “علي”( نهج البلاغه:٥٣ ليک) خپل والي ته وليکل:

 ((مالکه ! لورنه  به خلک درسره مهربانه کړي او د عدالت پلي کول تر ټولو غوره چار دى،چې د واکمن څېره ځلاندوي.د وخت يوه برخه هغوى ته  ځانګړې کړه،چې تاته اړتيا لري او کارونه يې په خپله ترسره کړه. په عمومي غونډه کې کېنه  او پر هغه مقام،د هغه خداى پر وړاندې متواضع وسه،چې ستا پيدا کوونکى دى  او په کوم  ځاى کې،چې ناست يې؛ساتندويان دې مه پرېږده،چې خلک درته په ډاډه زړه خپله ستونزه  ووايي .))

 هو!مسلمان مدير په خلکو کې کېني او له نږدې او مخامخ يې ستونزو ته غوږ  ږدي.

5_ نېکه مخينه :

 د خداى استازى له بعثت مخکې  په “امين” مشهور و. د بېوزليو د دفاع او ورسره د مرستې په موخه يې د”حلف الفصول” په تړون کې ګډون وکړ او حکيمانه  تدبير او مديريت يې د (( حجر الاسود)) د تيږې د ايښوولو پر مهال، د عربو ستره  شخړه هواره کړه .

 په ((حراء)) غار کې يې د تفکر او خلوت له  لارې ځان د پيداېښت پر اسرارو پوه کړ او هماغلته يې د خلکو د ستونزو د حل لپاره فکر کاوه او د همدې ځانګړنو او فضايلو په درلودو،اسلامي امت او ان  د وخت خلکو پرې ډاډ درلود .

 رسول اکرم هم خلکو ته “علي”(ک) د امير او مدير په هېڅ  وروپېژانده؛ چې البته د رسول اکرم دا ټاکنه د “علي”(ک) د وړتيا، ښه مخينې او ښه اخلاقو له امله وه؛ځکه “علي”(ک) په اسلام راوړو،لمونځ کولو او هم رسول اکرم ته د وحې وړومبى تصديقوونکى و. (90)

6_سختي او نرمي:

 په خپل ځاى سختي او نرمي کول،د اسلامي مديرانو دوه عمومي ځانګړنې دي او پېغمبرانو ته زېري ورکوونکي او وېرونکي ويل شوي،چې د انساني ټولنو مديران دي.

 يوازې ستاينه،هڅونه او زېرى د ګناه د جرات لامل ګرځي او يوازې وېرول او ژغورل هم نهيلي راولي او ټولنه تباه کوي؛ځکه که بښنه نه وي او انسان لومړى ځل ګناه وکړي او د ګناه جبران ته هلې ‌ځلې و نه کړي؛نو بيا بيا ګناه کول ورته ډېر اسان وي؛نو ځکه الهي استازي هم زېري ورکوونکي او هم وېروونکي وو او که يوازې د جنت  ورونه خلاص وي؛نو کار به سر نه نيوه؛خو پېغمبرانو خلکو ته د برزخ او دوزخ  خبرې هم وکړې،چې وېره او زېرى دواړه د انسان د تکامل او پرمختګ لامل شي.

پېغمبر اکرم وويل:((هغه مشر وړ دى،چې درې ځانګړنې  ولري : تقوا چې له ګناه يې وساتي.حلم چې غوسه يې سړه کړي او لورنه ،چې تر لاس لانديو سره د پلار په څېر مهربان وي .(91)

 7_ زغم او لوړ نظري:

 مدير بايد د مزبوتو اعصابو او ارادې خاوند وي،چې پر ستونزو برلاسى شي.مدير بايد د سمندر په څېر وي، چې پکې  ډول ډول ساکښ خوځېږي؛خو په ظاهره هوار او هيبتناک وي او که کومه شېبه پرې ځګونه کېني؛نو په څپو يې له منځه يوسي او څه موده  وروسته بېرته ارام  شي.

 د  پېغمبر اکرم  په سيره کې ليدل کېږي،چې کله پرې ځينو اصحابو نيوکې کولې او نامناسب ټکي يې ورته کارول؛خو رسول اکرم به زغمل. قرآن کريم وايي:

وَلاَ تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلاَ الْسَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ(فصلت/٣٤)=او نېكي او بدي يو شان نه دي،(بدي) پر غوره چلن (نېكۍ) لرې كړه؛نو ناڅاپه (به وګورې) څوک چې له تاسره دښمني لري،ستاسې د خواخوږي دوست غوندې به وي. )) (92)

 پېغمبر اکرم وايي:(( له پوهې سره زغم؛له دې غوره څېز نشته)) (93)

 په زغم او پراخه سينه حکومت ساتل کېږي او بې له دې مديريت شيندل  کېږي.

 حضرت “علي”(نهج البلاغه ، ١٧٦ حکمت) وايي :((پراخه سينه او زغم د رياست او مشرۍ وزلې دي. ))

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست