تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ صحیفه سجادیه (یوه پنځوسمه دعا) د امام زین العابدین د دعاوو ټولګه  كَانَ مِنْ دُعَائِهِ فِي التّضَرّعِ وَ الِاسْتِكَانَةِ: بسم الله الرحمن الرحيم إِلَهِي أَحْمَدُكَ وَ أَنْتَ لِلْحَمْدِ أَهْلٌ عَلَى حُسْنِ صَنِيعِكَ إِلَيّ، وَ سُبُوغِ نَعْمَائِكَ عَلَيّ، وَ جَزِيلِ عَطَائِكَ عِنْدِي، وَ عَلَى مَا فَضّلْتَنِي بِهِ مِنْ رَحْمَتِكَ، وَ أَسْبَغْتَ عَلَيّ مِنْ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

صحیفه سجادیه

(یوه پنځوسمه دعا)

د امام زین العابدین د دعاوو ټولګه

 كَانَ مِنْ دُعَائِهِ فِي التّضَرّعِ وَ الِاسْتِكَانَةِ:

بسم الله الرحمن الرحيم

إِلَهِي أَحْمَدُكَ وَ أَنْتَ لِلْحَمْدِ أَهْلٌ عَلَى حُسْنِ صَنِيعِكَ إِلَيّ، وَ سُبُوغِ نَعْمَائِكَ عَلَيّ، وَ جَزِيلِ عَطَائِكَ عِنْدِي، وَ عَلَى مَا فَضّلْتَنِي بِهِ مِنْ رَحْمَتِكَ، وَ أَسْبَغْتَ عَلَيّ مِنْ نِعْمَتِكَ، فَقَدِ اصْطَنَعْتَ عِنْدِي مَا يَعْجِزُ عَنْهُ شُكْرِي.
وَ لَوْ لَا إِحْسَانُكَ إِلَيّ وَ سُبُوغُ نَعْمَائِكَ عَلَيّ مَا بَلَغْتُ إِحْرَازَ حَظّي، وَ لَا إِصْلَاحَ نَفْسِي، وَ لَكِنّكَ ابْتَدَأْتَنِي بِالْإِحْسَانِ، وَ رَزَقْتَنِي فِي أُمُورِي كُلّهَا الْكِفَايَةَ، وَ صَرَفْتَ عَنّي جَهْدَ الْبَلَاءِ، وَ مَنَعْتَ مِنّي مَحْذُورَ الْقَضَاءِ.
إِلَهِي فَكَمْ مِنْ بَلَاءٍ جَاهِدٍ قَدْ صَرَفْتَ عَنّي، وَ كَمْ مِنْ نِعْمَةٍ سَابِغَةٍ أَقْرَرْتَ بِهَا عَيْنِي، وَ كَمْ مِنْ صَنِيعَةٍ كَرِيمَةٍ لَكَ عِنْدِي‏ أَنْتَ الّذِي أَجَبْتَ عِنْدَ الِاضْطِرَارِ دَعْوَتِي، وَ أَقَلْتَ عِنْدَ الْعِثَارِ زَلّتِي، وَ أَخَذْتَ لِي مِنَ الْأَعْدَاءِ بِظُلَامَتِي.
إِلَهِي مَا وَجَدْتُكَ بَخِيلًا حِينَ سَأَلْتُكَ، وَ لَا مُنْقَبِضاً حِينَ أَرَدْتُكَ، بَلْ وَجَدْتُكَ لِدُعَائِي سَامِعاً، وَ لِمَطَالِبِي مُعْطِياً، وَ وَجَدْتُ نُعْمَاكَ عَلَيّ سَابِغَةً فِي كُلّ شَأْنٍ مِنْ شَأْنِي وَ كُلّ زَمَانٍ مِنْ زَمَانِي، فَأَنْتَ عِنْدِي مَحْمُودٌ، وَ صَنِيعُكَ لَدَيّ مَبْرُورٌ.
تَحْمَدُكَ نَفْسِي وَ لِسَانِي وَ عَقْلِي، حَمْداً يَبْلُغُ الْوَفَاءَ وَ حَقِيقَةَ الشّكْرِ، حَمْداً يَكُونُ مَبْلَغَ رِضَاكَ عَنّي، فَنَجّنِي مِنْ سُخْطِكَ.
يَا كَهْفِي حِينَ تُعْيِينِي الْمَذَاهِبُ وَ يَا مُقِيلِي عَثْرَتِي، فَلَوْ لَا سَتْرُكَ عَوْرَتِي لَكُنْتُ مِنَ الْمَفْضُوحِينَ، وَ يَا مُؤَيّدِي بِالنّصْرِ، فَلَوْ لَا نَصْرُكَ إِيّايَ لَكُنْتُ مِنَ الْمَغْلُوبِينَ، وَ يَا مَنْ وَضَعَتْ لَهُ الْمُلُوكُ نِيرَ الْمَذَلّةِ عَلَى أَعْنَاقِهَا، فَهُمْ مِنْ سَطَوَاتِهِ خَائِفُونَ، وَ يَا أَهْلَ التّقْوَى، وَ يَا مَنْ لَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى، أَسْأَلُكَ أَنْ تَعْفُوَ عَنّي، وَ تَغْفِرَ لِي فَلَسْتُ بَرِيئاً فَأَعْتَذِرَ، وَ لَا بِذِي قُوّةٍ فَأَنْتَصِرَ، وَ لَا مَفَرّ لِي فَأَفِرّ.
وَ أَسْتَقِيلُكَ عَثَرَاتِي، وَ أَتَنَصّلُ إِلَيْكَ مِنْ ذُنُوبِيَ الّتِي قَدْ أَوْبَقَتْنِي، وَ أَحَاطَتْ بِي فَأَهْلَكَتْنِي، مِنْهَا فَرَرْتُ إِلَيْكَ رَبّ تَائِباً فَتُبْ عَلَيّ، مُتَعَوّذاً فَأَعِذْنِي، مُسْتَجِيراً فَلَا تَخْذُلْنِي، سَائِلًا فَلَا تَحْرِمْنِي مُعْتَصِماً فَلَا تُسْلِمْنِي، دَاعِياً فَلَا تَرُدّنِي خَائِباً.
دَعَوْتُكَ يَا رَبّ مِسْكِيناً، مُسْتَكِيناً، مُشْفِقاً، خَائِفاً، وَجِلًا، فَقِيراً، مُضْطَرّاً إِلَيْكَ.
أَشْكُو إِلَيْكَ يَا إِلَهِي ضَعْفَ نَفْسِي عَنِ الْمُسَارَعَةِ فِيمَا وَعَدْتَهُ أَوْلِيَاءَكَ، وَ الْمُجَانَبَةِ عَمّا حَذّرْتَهُ أَعْدَاءَكَ، وَ كَثْرَةَ هُمُومِي، وَ وَسْوَسَةَ نَفْسِي.
إِلَهِي لَمْ تَفْضَحْنِي بِسَرِيرَتِي، وَ لَمْ تُهْلِكْنِي بِجَرِيرَتِي، أَدْعُوكَ فَتُجِيبُنِي وَ إِنْ كُنْتُ بَطِيئاً حِينَ تَدْعُونِي، وَ أَسْأَلُكَ كُلّمَا شِئْتُ مِنْ حَوَائِجِي، وَ حَيْثُ مَا كُنْتُ وَضَعْتُ عِنْدَكَ سِرّي، فَلَا أَدْعُو سِوَاكَ، وَ لَا أَرْجُو غَيْرَكَ‏ لَبّيْكَ لَبّيْكَ، تَسْمَعُ مَنْ شَكَا إِلَيْكَ، وَ تَلْقَى مَنْ تَوَكّلَ عَلَيْكَ، وَ تُخَلّصُ مَنِ اعْتَصَمَ بِكَ، وَ تُفَرّجُ عَمّنْ لَاذَ بِكَ.
إِلَهِي فَلَا تَحْرِمْنِي خَيْرَ الْ‏آخِرَةِ وَ الْأُولَى لِقِلّةِ شُكْرِي، وَ اغْفِرْ لِي مَا تَعْلَمُ مِنْ ذُنُوبِي.
إِنْ تُعَذّبْ فَأَنَا الظّالِمُ الْمُفَرّطُ الْمُضَيّعُ الْ‏آثِمُ الْمُقَصّرُ الْمُضَجّعُ الْمُغْفِلُ حَظّ نَفْسِي، وَ إِنْ تَغْفِرْ فَأَنْتَ أَرْحَمُ الرّاحِمِينَ.

د پالونکي درشل ته تضرع، زارۍ او خضوع

پالونکیه! ستایم دې او ته ستاینوړ یې؛ د نېک چلن، د نعمتونو د ډېروالي او ډېرو بښونو په پار دې ستاینه او د هغو لورنو په پار، چې نورو ته دې پرې غوراوی راکړ، د هغو نعمتونو په پار، چې رابشپړ دې کړل او په رښتینه کې چې احسانونه دې راباندې دومره دي، چې له ستاینې او شکر ایستو یې بېوسې یم او که احسانونه او د نعمتونو ډېروالی دې راباندې نه وای؛ نو هېڅکله نه برخمنېدم او د خپل ځان پر سمونه به وسمن نه وم؛ خو تا لوراند څښتن راباندې د احسان پیل وکړ او په ټولو چارو کې دې بسیا هومره روزي راکړه او کړاوونه او ستونزې دې راځنې لرې کړې او وېرونکې قضا و قدر دې راځنې اوچته کړه.

خدایه! ته یې چې په وارخطایۍ کې مې دعا منې او په ګناه کې د ورډوبېدو پر مهال دې وبښلم او هغه څه دې راوګرځول، چې په تېري او ظلم راځنې اخستل شوي ول. خدایه! د غوښتنې پر مهال مې کنجوس و نه موندې او چې کله مې دې اراده وکړه؛ نو ځان دې راځنې راټول نه کړ؛ بلکې دعاګانو ته مې اورېدونکی او د غوښتنو مې پوره کوونکی وموندې او د ژوند په هره برخه کې مې دې نعمتونه پرېمانه ومومل؛ نو ته مې په نزد ستایل شوی او احسان دې نېک دی. زړه، ژبه او عقل مې ستا ستایونکی دی؛ هغه ستاینه، چې بشپړه او په تول پوره وي او د شکر حقیقت ته ورسي؛ هغه ستاینه، چې له ما ځنې دې د خوښۍ څرګندونکې وي؛ نو له غوسې مې دې وساته.

ای په ستونزو کې مې پناه! او له تېروتنو مې تېرېدونکیه! که پر ګناهونو مې دې پرده نه وای؛ نو له رسوایانو ځنې به وم. ای هغه چې په ملتیا مې دې مل شوې او که ملتیا دې راسره نه وه؛ نو له ماتې خوړونکیو ځنې به وم. ای هغه چې پاچایان ورته پر ګونډو دي او له واکه یې ډارېږي، ای تقوا واله، ای هغه چې نېکې نامې ورځانګړې دي، درځنې غواړم، چې و مې بښې؛ البته بې ګناه نه یم، چې پلمه راوړم او ځواکمن هم نه یم، چې بریالی شم.

پالونکیه! ډېرې دردوونکې ستونزې دې راځنې لرې کړې او خورا نعمتونه دې راکړل او سترګې دې پرې رارڼې کړې او څومره ارزښتمن احسانونه دې راباندې وکړل.

تښتنځای نه لرم، چې وتښتم؛ نو درځنې غواړم، چې ګناوې مې وبښې او په درشل کې دې د هغو ګناهونو بښنه غواړم، چې رالاسبرې شوي او پوپناه کړی یې یم. پالونکیه! له هغوی در تښتېدلی یم، حال داچې توبه کوم؛ نو توبه مې ومنه او پناه راکړه، درمخه کړې مې ده، چې خوار مې نه کړې. درځنې غواړم، چې له خپله درشل مې بې برخې نه کړې، جولۍ درغوړوم، په خپل حال مې پرېنږدې، رابلم دې او نهیلی مې ستون نه کړې.

ای زما خدایه! درشل ته دې مسکین، دردېدلی، ژړغونی او وارخطا راغلی یم. ای زما خدایه! د خپل نفس د کمزورۍ له هغه بیړې، چې دوستانو ته دې یې ژمنه ورکړې او د هغه څه له لرېوالي، چې دښمنانو دې پرې وېرولي او همداراز د غمونو له ډېروالي او له دنننیو وسوسو مې ګیله درته راوړې.

پالونکیه! په وجود کې مې د پټو په پار رسوا مه کړې او د تېروتنو په پار مې پوپناه نه کړې. له تا یې غواړم؛ نو را یې کړه، که څه، چې کله یې درځنې غواړم؛ نو په عبادت کې ناغېړی یم او څه اړتیاوې، چې لرم، له تا یې غواړم او چېرې چې یم، د زړه خوالې مې تاته وایم؛ نو بې له تا بل نه رابلم او بې له تا هیله نه لرم. ستا بلنه مې ومنله او ته د هر هغه ګیله منې، چې درشل ته دې راغلی وي او هر هغه ته ورمخه کوې، چې ډاډمن درباندې وي او چاچې جولۍ دروغوځوله، له ستونزو یې خلاصوې او چا چې پناه دروړه، پراخي پرې راولې.

خدایه! دنیا او آخرت راته د شکر د کموالي له لامله مې حرام نه کړې او څومره ګناوې، چې راکې ګورې، ټولې راوبښه او که په عذاب مې کړې؛ نو څرګنده ده، چې زه ظالم، افراط کوونکی، تباه، ګناهګار او له خپلې ګټې بې برخې او غافل یم او که و مې بښې؛ نو ته خو د لوراندانو لوراند یې.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!