تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه إِنَّا أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ أَنْ أَنذِرْ قَوْمَكَ مِن قَبْلِ أَن يَأْتِيَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۱﴾ په حقيقت كې موږ نوح خپل قوم ته ورولېږه،چې ((قوم دې د دردناك عذاب تر ورتلو مخكې وگواښه .)) (۱) قَالَ يَا قَوْمِ إِنِّي لَكُمْ نَذِيرٌ مُّبِينٌ ﴿۲﴾ (نوح) […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه
إِنَّا أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ أَنْ أَنذِرْ قَوْمَكَ مِن قَبْلِ أَن يَأْتِيَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۱﴾ په حقيقت كې موږ نوح خپل قوم ته ورولېږه،چې ((قوم دې د دردناك عذاب تر ورتلو مخكې وگواښه .)) (۱)
قَالَ يَا قَوْمِ إِنِّي لَكُمْ نَذِيرٌ مُّبِينٌ ﴿۲﴾ (نوح) وويل : (( قومه! په حقيقت كې زه درته یو څرګند ګواښګرندی يم،(۲)
أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاتَّقُوهُ وَأَطِيعُونِ ﴿۳﴾ چې الله ولمانځئ او له مخالفته یې ډډه وکړئ او لاروي مې وکړئ.  (۳)
يَغْفِرْ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمْ وَيُؤَخِّرْكُمْ إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى إِنَّ أَجَلَ اللَّهِ إِذَا جَاء لَا يُؤَخَّرُ لَوْ كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۴﴾ [كه داسې مو وكړل؛ نو] ستاسې ګناهونه به دروبښي او تر یوه ټاكلي وخته مو (مرګ) ځنډوي؛ [ځكه] که پوه شئ الهي اجل، چې راورسي (؛ نو) نه ځنډېږي.)) (۴)
قَالَ رَبِّ إِنِّي دَعَوْتُ قَوْمِي لَيْلًا وَنَهَارًا ﴿۵﴾    (نوح) وويل : (( پالونكيه! په رښتینه كې ما خپل قوم شپه و ورځ (ستا لوري ته) راوباله . (۵)
فَلَمْ يَزِدْهُمْ دُعَائِي إِلَّا فِرَارًا ﴿۶﴾  

نو بلنې مې د دوى تېښته [له ايمان او اطاعته] ورزياته كړه .   (۶)

وَإِنِّي كُلَّمَا دَعَوْتُهُمْ لِتَغْفِرَ لَهُمْ جَعَلُوا أَصَابِعَهُمْ فِي آذَانِهِمْ وَاسْتَغْشَوْا ثِيَابَهُمْ وَأَصَرُّوا وَاسْتَكْبَرُوا اسْتِكْبَارًا ﴿۷﴾ او په حقيقت كې ما چې هر ځل دوى بللي، چې ويې بښې (؛  نو) ګوتې يې پخپلو غوږونو كې ايښي او خپل څادرونه يې پر سر راکښلي او (پرخپل مخالفت يې) ټينګار وکړ او زښته زياته لويي يې وكړه.  (۷)
ثُمَّ إِنِّي دَعَوْتُهُمْ جِهَارًا ﴿۸﴾ بيا مې دوی (ستا د فرمان اطاعت ته) په لوړ غږ راوبلل،(۸)
ثُمَّ إِنِّي أَعْلَنتُ لَهُمْ وَأَسْرَرْتُ لَهُمْ إِسْرَارًا ﴿۹﴾ بيا مې په ښكاره او پټ په پټه (د توحيد او ايمان حقيقت) ته راوبلل .(۹)
فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا ﴿۱۰﴾ نو ورته مې وويل : (( له خپل پالونكي بښنه وغواړئ [؛ځكه]چې هغه ډېر بښونكى دى . (۱۰)
يُرْسِلِ السَّمَاء عَلَيْكُم مِّدْرَارًا ﴿۱۱﴾ چې له بره بركتي اورښتونه درباندې ووروي، (۱۱)
وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَل لَّكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَل لَّكُمْ أَنْهَارًا ﴿۱۲﴾ په شتمنيو او زامنو به مو ملاتړ وكړي او باغونه به دركړي او ويالې به دروبهوي . (۱۲)
مَّا لَكُمْ لَا تَرْجُونَ لِلَّهِ وَقَارًا ﴿۱۳﴾ تاسې ولې الله ته پر عظمت او پرتم قايل نه ياست؟! (۱۳)
وَقَدْ خَلَقَكُمْ أَطْوَارًا ﴿۱۴﴾ او(حال دا چې) په يقين،هغه تاسې پړاو پر پړاو پيدا كړئ (چې له څاڅكي بشپړ انسان ته ورسېدئ). (۱۴)
أَلَمْ تَرَوْا كَيْفَ خَلَقَ اللَّهُ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا ﴿۱۵﴾ ايا نه پوهېږئ،چې الله څرنګه يو د بل له پاسه اوه اسمانونه پيدا كړي دي، (۱۵)
وَجَعَلَ الْقَمَرَ فِيهِنَّ نُورًا وَجَعَلَ الشَّمْسَ سِرَاجًا ﴿۱۶﴾ او سپوږمۍ یې پکې یوه رڼا او لمر یې یو څراغ وګرځاوه؟! (۱۶)
وَاللَّهُ أَنبَتَكُم مِّنَ الْأَرْضِ نَبَاتًا ﴿۱۷﴾ او الله تاسې له ځمكې (په یوه ځانګړي ډول) راوټوكولئ.     (۱۷)
ثُمَّ يُعِيدُكُمْ فِيهَا وَيُخْرِجُكُمْ إِخْرَاجًا ﴿۱۸﴾ بيا تاسې همدې ځمکې ته ورستنوي او (په قيامت كې) مو بېرته پوره ترې راباسي . (۱۸)
وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ بِسَاطًا ﴿۱۹﴾ او الله ځمكه درته فرش وغوړوله، (۱۹)
لِتَسْلُكُوا مِنْهَا سُبُلًا فِجَاجًا ﴿۲۰﴾ چې پر پراخو لارو يې (هر چېرې) ولاړ شئ . )) (۲۰)
قَالَ نُوحٌ رَّبِّ إِنَّهُمْ عَصَوْنِي وَاتَّبَعُوا مَن لَّمْ يَزِدْهُ مَالُهُ وَوَلَدُهُ إِلَّا خَسَارًا ﴿۲۱﴾ نوح (د دوی د لارښوونې تر نهيلۍ روسته) وويل: ((پالونكيه! په حقيقت كې دوی زما خبره و نه منله او په داسې چا (خپلو مشرانو) پسې ولاړل، چې شتمنيو او اولادونو یې بې له تاوانه نور څه ورزیات کړي نه دي. (۲۱)
وَمَكَرُوا مَكْرًا كُبَّارًا ﴿۲۲﴾ او (دې بېلارې مشرانو) په لويې دسيسې لاس پورې كړ .     (۲۲)
وَقَالُوا لَا تَذَرُنَّ آلِهَتَكُمْ وَلَا تَذَرُنَّ وَدًّا وَلَا سُوَاعًا وَلَا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًا ﴿۲۳﴾ او ويې ويل : هېڅكله له خپلو معبودانو لاس وانخلئ (په تېره) د “ود”،”سواغ”،”يغوث”، “يعوق”او”نسر” بوتان خو پرېنږدئ .    (۲۳)
وَقَدْ أَضَلُّوا كَثِيرًا وَلَا تَزِدِ الظَّالِمِينَ إِلَّا ضَلَالًا ﴿۲۴﴾ او په يقين ډېر يې بېلارې كړل .[ پالونكېه!] د (مشرکو) ظالمانو يوازې بېلارېتوب ورزيات کړه!)) (۲۴)
مِمَّا خَطِيئَاتِهِمْ أُغْرِقُوا فَأُدْخِلُوا نَارًا فَلَمْ يَجِدُوا لَهُم مِّن دُونِ اللَّهِ أَنصَارًا ﴿۲۵﴾ (هو!  په پاى كې ټول) د خپلو ګناهونو له لامله ډوب كړاى شول او (تر مرګ روسته) اور ته ورننايستل شول او د الله په مقابل کې يې ځان ته مرستندويان و نه موندل [چې له عذابه يې وژغوري].  (۲۵)
وَقَالَ نُوحٌ رَّبِّ لَا تَذَرْ عَلَى الْأَرْضِ مِنَ الْكَافِرِينَ دَيَّارًا ﴿۲۶﴾ او نوح وويل : (( پالونكيه! د ځمكې پر مخ يو كافر هستوګن هم مه پرېږده ! (۲۶)
إِنَّكَ إِن تَذَرْهُمْ يُضِلُّوا عِبَادَكَ وَلَا يَلِدُوا إِلَّا فَاجِرًا كَفَّارًا ﴿۲۷﴾ [ځكه] كه پرې يې ږدې، بندګان دې بېلارې كوي او بې له بد چاري او ډېر ناشكره (ځوځاته) به (بل) څه ونه زېږوي . (۲۷)
رَبِّ اغْفِرْ لِي وَلِوَالِدَيَّ وَلِمَن دَخَلَ بَيْتِيَ مُؤْمِنًا وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَلَا تَزِدِ الظَّالِمِينَ إِلَّا تَبَارًا ﴿۲۸﴾ پالونكيه! ما، مور و پلار مې او هغه چې ايمانوال زما كور ته راننووځي او ټول مؤمنان او مؤمنې وبښه او (مشرکو) ظالمانو ته بې له هلاکته څه مه ورزياتوه!)) (۲۸)
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!