پنجشنبه, ۶ آبان ۱۴۰۰ / بعد از ظهر / | 2021-10-28
تبلیغات

  د خلکو د بې دینه کولو لپاره د دښمن هیلې او طریقې کومې دي؟  ځواب : د مومنانو له بېلارۍ سره ټینګه څوبتیا – ليوالتیا لري: «ودّت طائفة من أهل الكتاب لو یضلّونكم» [ آل عمران، 69] حق له باطل سره اغږي: «یا أهل الكتاب لم تلبسون الحق بالباطل» [ آل عمران، 71] په […]

 

د خلکو د بې دینه کولو لپاره د دښمن هیلې او طریقې کومې دي؟

 ځواب :

  1. د مومنانو له بېلارۍ سره ټینګه څوبتیا – ليوالتیا لري: «ودّت طائفة من أهل الكتاب لو یضلّونكم» [ آل عمران، 69]
  2. حق له باطل سره اغږي: «یا أهل الكتاب لم تلبسون الحق بالباطل» [ آل عمران، 71]
  3. په ځانخبري ډول حقایق پټوي: «و تكتمون الحق و أنتم تعلمون» [ آل عمران، 71]
  4. تش په خوله ایمان راوړي او خلک غولوي، د ساري په ډول د ورځې په پیل کې ایمان راوړي او د ورځې په پای کې کافر کېږي: «آمنوا وجه النّهار و اكفروا آخره» [ آل عمران، 72]
  5. په دې لار کې لګښتونه کوي: «ان الّذین كفروا ینفقون أموالهم لیصدّوا عن سبیل اللّه» [ انفال، 36]
  6. په مشرۍ کې شبهې رامنځ ته کوي: «اتعلمون ان صالحاً مرسل من ربّه» [ اعراف، 75]
  7. د خلکو له غفلت او ناپوهۍ ګټنه کوي، علمي چشم بندي کوي : «یلوون ألسنتهم بالكتاب لتحسبوه من الكتاب» [ آل عمران، 78] خپل مطالب داسې بیانوي، چې نورو ته شک پیدا شي او داسې وانګېري چې د ده بیان یو اسماني کتاب دی.

تر ټولو ښه او پیاوړی پیوستون او اړیکه کومه یوه ده؟

ځواب : د سببي، نسبي، ټبریزو، ګوندي، وټیزو – اقتصادي، توکمیزو، حکومتي په پرتله تر ټولو پیاوړی پیوستون ګروهیز – عقیدتي دی، ځکه :

ګروهیز پیوستون تر ټولو پراخ پیوستون دی، لکه څرنګه چې په هر نمانځه کې وايو : «السلام علینا و علی عباد الله الصّالحین» هره ورځ څو ځلې پر خپلو هماندو او هملیدو – همفکرو سلام اچوو ( که ژوندي وي او که مړه او چې د هر قوم او ټبر وي) قرآن کریم وايي: «ان أولی النّاس بابراهیم للذین اتّبعوه» [ آل عمران، 68] په حقيقت کې ابراهيم ته تر ټولو ورنژدې (او منسوب) هغه دي،چې د ده لاروي يې كړې ده

ګروهیز پیوستون حضرت سلمان فارسي (رض) د رسول اکرم (ص) له اهلبیتو سره نښلوي. «سلمان منّا اهل البیت» [بحار ۱۰/۱۲۱] او د نوح علیه السلام زوی له خپل پلاره جلا کوي. «انه لیس من أهلك» [ هود، 46

]

قرآن کریم په قیامت کې د ناسالمو اړیکو او دوستۍ د پایلو نندارې بیانوي :

کله وايي: «یا ویلتی لیتنی لم اتّخذ فلاناً خلیلاً» [ فرقان، 28] پر ما افسوس،كاشكې چې له فلاني (بېلارې سړي) سره مې دوستي نه واى كړې!.

کله وايي: «لایسئل حمیم حمیماً» [ معارج، 10] او دوست به دوست و نه پوښتي.

کله وايي : «الاخلاء یومئذ بعضهم لبعض عدوّ» [ زخرف، 67 ] پر هغه ورځ بې له متقیانو (نور ټول) دوستان يو د بل دښمنان وي.

کله وايي: «یوم یفرّ المرء من أخیه. و أمّه و أبیه و صاحبته و بنیه» [ عبس، 34- 36] یو له بله تښتي.

«لولا أنتم لكنّا مؤمنین» [ سباء، 31] د خپلو ګناهونو پړه پر نورو وراچوي.

«یا لیتَ بینی و بینك بعد المشرقین» [ سباء، 31] کله یو له بله برائت غواړي.

لنډه دا چې ګروهیزه دوستي او اړیکه تر ټولو پاینده، پراخه او ژوره ده.

له نامسلمانانو سره څرنګه چلن وکړو؟

ځواب: د آل عمران ۶۴ ام آیت ته په کتنې سره چې وايي: «قل یا أهل الكتاب تعالوا الی كلمة سواء بیننا و بینكم ألاّ نعبد اِلاّ اللّه و لانشرك به شیئا. . . » ځینې آرونه کارولای شو، چې دا دي :

  1. باید پر ګډو ټکیو سره توافق وکړو.
  2. د یو بل د ګروهو او مقدساتو درناوی وکړو .
  3. که ټولو موخو ته و نه رسېدو ، لږ تر لږه ځینې موخې خو تر لاسه کړو .
  4. یووالي ته په بلنه کې مخکښې اوسو .

د رښتیني باور او علم نښه څه ده؟

ځواب: له خدای څخه خشیت او ویره د علم او پوهې له رښتینو نښو ځنې دي، «انّما یخشی اللّه من عباده العلماء» [ فاطر، 28] او د خشیت نښه د پند او نصیحت منل دي. «انّما تنذر الّذین یخشون» [ فاطر، 18]

حضرت علی (ک) وايي: «ثمرة العلم العبودیة» د پوهې ېبره – ثمره د خدای بندګی ده .

هغوی چې ډېره پوهه او علم لري او الهي تقوا ونلري؛ نو په رښتینه کې، واقعي علم او پوهې ته نه دي وررسېدلي.

مثال : ټول پوهېږو چې مړی خوځېدای نشي، خو که راته وویل شي، چې ورسره په څنګ کې څمله، نو وېرېږو، دلیل یې دا دی چې دا پوهې مو تر باوره نه ده رسېدلي. په دې پوهېږو چې مړی خوځېدای نشي، خو باور پرې نلرو.

انسان هله رښتیني باور او علم ته رسېدای شي، چې علم او پوهه یې د اروا ژورو ته ورننوځي. قرآن چې کله په علم کې د پخو کسانو خبره کوي؛ نو دوه نښې یې بیانوي :

الف) په علم کې پاخه کسان تل له خپلې بېلارۍ څخه وېره لري او دا یې دعا وي : «ربّنا لا تزغ قلوبنا بعد اذ هدیتنا» [ آل عمران، 8 ] پالونكيه ! موږ ته دې چې سمه لار ښوولې؛ نو بيا زموږ زړونه مه كږوه.

ب) په علم کې پاخه کسان پر قیامت باور لري او وايي: «انّك جامع النّاس لیوم لاریب فیه» [4] زموږ پالونكيه ! ته هماغې ورځې ته د خلکو راټولوونکی یې، چې هېڅ شك پكې نشته.

لنډه دا چې رښتینی علم ځینې شرایط او نښې لري، چې دا دي :

  1. له خدایه وېره او د پند او نصیحت منل.
  2. له بېلارۍ او ښوېدنې وېره او په دې لار کې د ټینګ هوډ لپاره له خدایه مرسته غوښتل.
  3. په قیامت یقین درلودل او په دې ورځ ځواب ورکونې ته پاملرنه کول.

که دا چارې په انسان کې وې؛ نو رښتیني علم ته رسېدلی او که دا پکې نه وي نو یوازې اصطلاحات به یې یاد کړي وي، سند او مدرک به یې ترلاسه کړی وي، که څه مخور شوی وي او شتمني یې هم ترلاسه کړي، خو رښتینی علم به نلري. دا کس د ښوونځي او پوهنتون په څېر علمي چاپېریال ته ورننوتی؛ خو علم یې لا روح ته نه دی ورننوتی .

قرآن کریم دا شان باور د هغو دوو ډلو په توپیر کې بیان کړی چې یوه یې په ښکاره او په ظاهر مسلمانان شول او بلې یې پر دین باور درلوده. قرآن کریم فرمايي : او خلک وينې،چې ډلې ډلې د خداى دين ته ورننوځي : «یدخلون فی دین اللّه أفواجاً» [ نصر، 2]ولی خو دین یې لا زړه ته نه دی ورننوتی: «و لمّا یدخل الایمان فی قلوبكم» [ حجرات، 14]

دا چې موږ دین ته ورننوځو یا دین زموږ زړه ته راننوځي؛ نو دا دواړه سره توپیر لري. رښتینی علم هم هغه دی، چې په بشپړ ډول باور ته ورسي او دا باور داسې یوه رڼا شي چې د انسان د وجود له ټولو کړکیو ځنې یې ځلا ګانې ولیدل شي .

د انفاق او له نورو سره د مرستې طریقه کومه ده؟

 ځواب: دا چې اسلام پراخ دین دی؛ نو انفاق او مرستې رسوونې ته یې ځینې شرطونه او معیارونه ټاکلي دي، چې دا دي : تر مرستې کولو مخکې شرطونه، د مرستې کولو په ترڅ کې د انفاق کوونکي لپاره شرطونه، د ترلاسه کوونکي کس شرطونه، د مرستې د ورکوونې د وخت او ځای لپاره شرطونه، د جنس د ډول او انفاق لپاره شرطونه، چې هر یو ته یې بېلګه بیانوو :

تر انفاق مخکې شرایط

انفاق کوونکی دې پوه شي، څه چې ورسره دي، د ده د وړتیا، هنر، پوهې، توان ، ژوند او ……. له کبله نه دي ، ځکه ډېری داسې شته چې تر نورو خورا پیاوړي، لیکلوستي او هنرپالي دي؛ خو ویې نشو کړای چې څه لاس ته راوړي .

  1. انفاق کوونکی دې پوه شي څه چې انفاقوي، ترې لا ډېر یې ترلاسه کوي. که شتمني له لاسه ورکوي، د سخاوت روحیه، د نشتمنو دعا او د خدای خوښي ترلاسه کوي.
  2. انفاق كوونکې دې پوه شي چې د زېږون پر وخت لغړ راغې او د مړینې پر مهال به هم تش له یو سپین کفن سره ولاړ شي، نو څومره به ښه وي، مخکې تر دې چې مال ترې واخلي؛ نو پخپل لاس دې مال ورکړي. هو! که پخپل لاس مو ورکړه درلوده؛ نو دا یوه نېکه او غوره ټاکنه ده او ستر اجر لري؛ خو که په پړي یې وتړلو او په زوره یې مال رانه واخست، نو دلته نه ټاکنه شته، نه اجر او نه هم سخاوت.
  3. څه چې نشتمنو ته ورکوو، داسې څه وي که خپله موږ هم نشتمن وای او چا راکړي وای؛ نو په خوښۍ مو اخستل، یعنې ښه څیز انفاق کړو.
  4. څه چې انفاقوي، باید حلال، پاک او په زړه پورې وي، ځکه له ناروا لارو د لاس ته راغلو ګټو انفاقول، نه انساني وده او پرمختیا ده او نه هم خدای ته د ورنږدېدو لامل دی.
  5. تر انفاق مخکې انسان ته شیطان راځي او داسې ور القا کوي، چې که نن دې انفاق وکړ، سبا به خپله لاس اړی شې، ښه به دا وي چې زېرمه یې کړې : «الشیطان یعدكم الفقر» [ بقره، 268] انفاق كوونکي باید ددې وسوسو پر وړاندې ودرېږي او ځان ته داسې القا کړي، چې :

الف) په دې دنیا کې تر اړتیا مې پر سبا ورځ په قیامت کې د خداې بښنې او مغفرت ته اړتیا لا ډېره ده.

ب) په ګانده – راتلونکي کې مې زړښت او اړتیا یو احتمال دی، ځکه ښايي زوړ او اړمن نشم؛ خو په قیامت کې مې اړتیا پرېکنده او جوته ده.

ج) کوم مال چې سبا ته زېرمه کوم، ښايي پاتې نشي( توې ولاړ شي، یا غلا شي)؛ خو نننی انفاق مې هرو مرو د سبا لپاره باقي پاتېږي.

د) هغه مال چې نن یې زېرمه کوم ښايي په سباني بوډاتوب کې ترې ګټنه ونکړم؛ خو له ننني انفاقه به هرو مرو په قیامت کې برخمن شم .

هـ) په بوډاتوب کې ګټنه لنډمهاله؛ خو له انفاقه ګټنه، تلپاتې او ابدي ده.

و) زما نننی بخل به نشتمن او بېوزلي فساد او فحشاء ته اړ کړي. «الشّیطان یعدكم الفقر و یأمركم بالفحشاء» [ بقره، 268]

ز) که شیطان د نشتمنۍ ژمنه درکوي، خو په بدل کې خدای د پراخۍ ژمنه درکوي. «الشّیطان یعدكم الفقر. . . والله یعدكم مغفرةً منه و فضلاً و اللّه واسع علیم» انفاق كوونکی د خدای د لورنې او درښتن – فضل په یادولو شیطاني وسوسې له ځانه لرې کوي.

د انفاق پر مهال شرایط :

  1. انفاق كوونکی دې ځان تر اخستوونکي لوړ او غوره نه ګڼي. قرآن کریم ټول یو د بل ورونه ګڼلي، درلودل او نه درلودل د غوراوي دلیل نه ګڼي. که نن پر انفاق کوونکي پسرلی او پر انفاق اخستوونکي منی دی؛ نو ښايي سبا هر څه اپوټه شي. موږ باید د بانک د کارمند په څېر اوسو، چې یو ځل د پیسو ترلاسه کوول پازوال او یو ځل د پیسو د وروکولو پازوال وي .

ترلاسه کوونې دې کله هم د پیسمنۍ – غرور او انفاق دې کله هم د نهیلۍ لامل نشي.

  1. د نشتمن له لارې د نامرغوب یا ناخوښه مال اخستل، د ده د خوښۍ نه، بلکې د ناچارۍ او ندارۍ نښه یې ده. نشتمن چې کوم مال ترلاسه کوي، لاس یې د خدای لاس دی، ځکه خدای وايي: خدای مرستې او صدقې اخلي

، «ان اللّه. . . یأخذ الصّدقات» [ توبه، 104] ځکه په حدیث کې راغلي چې کله مو هم صدقه ورکړه، خپل لاس مو ښکل کړئ، ځکه مخکې تر دې چې لاس مو د نشتمن لاس ته ورسي، خدای ته رسي.

  1. د مال ورکړه یو الهي توفیق وګڼي.
  2. خالصانه وي او پکې هڅه باید د خدای رضا وي. قرآنکریم د بقرې سورت په 264 آیت کې وايي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تُبْطِلُواْ صَدَقَاتِكُم بِالْمَنِّ وَالأذَى كَالَّذِي يُنفِقُ مَالَهُ رِئَاء النَّاسِ وَلاَ يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ صَفْوَانٍ عَلَيْهِ تُرَابٌ فَأَصَابَهُ وَابِلٌ فَتَرَكَهُ صَلْدًا لاَّ يَقْدِرُونَ عَلَى شَيْءٍ مِّمَّا كَسَبُواْ = مؤمنانو! خپل خيراتونه مو په منت (ايښوولو) او ازار (رسولو) مه باطلوئ، د هغه په څېر چې خپل مال خلكو ته د ځانښوونې لپاره لګوي او نه يې پر خداى ايمان وي او نه پر آخرت، د لګښت مثال يې داسې دى؛لكه يوه ښويه تيږه،چې (نرۍ) دوړه پرې پرته وي (او تخم پرې شيندل شوى وي) چې كله د تيز باران شېبه پرې وشي (؛نو دوړه او تخم ترې وړي) او تيږه ښويه پاتې شي، هغوى له خپلو کړنو څه ګټه ترلاسه کولاى نشي .

ددې ډلې پر وړاندې د همدې سورت په ۲۶۵ آیت کې لولو :

وَمَثَلُ الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمُ ابْتِغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ وَتَثْبِيتًا مِّنْ أَنفُسِهِمْ كَمَثَلِ جَنَّةٍ بِرَبْوَةٍ أَصَابَهَا وَابِلٌ فَآتَتْ أُكُلَهَا ضِعْفَيْنِ فَإِن لَّمْ يُصِبْهَا وَابِلٌ فَطَلٌّ = او كوم خلك،چې خپل مالونه يوازې د الله د خوشحالولو په لټون او د ځاني ټینګتیا(دنننۍ ډاډمنتیا، د ګروهې د ټینګښټ او د انساني فضایلو او ملکاتو د ودې) په موخه لګوي، د كار بېلګه يې داسې ده؛ لكه پر كوم لوړځاى،چې يو بڼ وي او په شېبو باران پرې واوري (او له ازادې هوا او د لمر له رڼا پوره برخمن شي)؛ نو دوه ګرايه مېوې نيسي(چې تل شين او خړوب دى) او كه په شېبو باران پرې و هم نه ورېږي؛نو نرى باران يا پرخه هم ورته بس ده

تر انفاق وروسته شرایط:

قرآنکریم د بقرې سورت په 246 آيت کې وايي: «لاتبطلوا صدقاتكم بالمنّ و الأذی» خپل خيراتونه مو په منت (ايښوولو) او ازار (رسولو) مه باطلوئ.

منت ایښوونه او آزار د انفاق اجر له منځه وړي او پوپناه کوي یې. د یو نشتمن آبرو او وګړه – شخصیت یې د ده تر ګېډې خورا ارزښتمنه ده. له نشتمن سره خوږه خبره او درناوی یې ښه چار دی: «قولٌ معروف و مغفرةٌ خیرٌ من صدقةٍ یتبعها أذی» [بقره/۲۶۳]

رسول اكرم صلی الله علیه و آله وايي: که کوم سوالګر درغې؛ نو دا دوه چلنه ورسره وکړئ، څه مو چې په وس کې وي ور یې کړئ یا یې په ښه طریقه رخصت کړئ. «بذلٌ یسیر أو ردٌّ جمیل» [ قرطبي او نمونه تفسیر تر پورته آیت لاندې]

په بل حدیث کې راغلي: که په مال د خلکو لاسنیوي نشی کړای؛ نو پخپلو اخلاقو یې لاسنیوی وکړئ. [ کاشف تفسیر، 1/ 272]

ښايي د «قول معروف. . . خیر من صدقة» موخه «خوږه خبره. . . تر صدقې غوره ده» دا وي چې نشتمن ته د هغه ګټور کار لارښوونه وکړئ، چې د ده ژوند پرې ښه کېږي. [ پرتوی از قرآن تفسیر تر پورته آیت لاندې]

دا د اسلام له امتیازاتو ځنې دي چې انفاق باید له ښو اخلاقو سره مل وي. بل مهم ټکی چې په قرآنکریم کې تر سترګو کېږي دا دی، چې وايي: «قولٌ معروف و مغفرة» له نشتمن سره خبرې باید خوږې وي یا به وینا متعارفې وي او سپک او پریوتي القاب باید و نه کارول شي.

په یو حدیث کې راغلي: هغه سلام چې تاسې یې پر نشتمن یا بیوزلي اچوی له هغه سلام سره توپیر ولري چې پر شتمن او غني کس یې اچوی؛ نو خدای به درباندې په غوسه شي. «من لقی فقیراً مسلماً فسلم علیه خلاف سلامه علی الغنی لقی الله یوم القیامة و هو علیه غضبان» .[ وسایل، 1/ 68]

بل پاموړ ټکی دا دی، چې د بېوزلۍ یا حسادت د دباو یا پر نورو د بدګومانۍ له کبله ښايي نشتمن اړین ادب او پراخ سینه ونلري او له خلکو سره تریو ټنډي وي، ښايي بده مخینه ولري یا دا چې فضول خرڅۍ له کبله په دې ورځې ککړ شوی وي. قرآنکریم د «مغفرت» «قول معروف و مغفرة» په ويی د ده پر ټولو تېرو د پردې اچونې او بښنې حکم کوي او انفاق کوونکیو ته سپارښتنه کوي، چې د ده تېر بدژبي، فضول خرڅي، تېر فاسد اخلاق او چلن او هغه ظلمونه چې پر تاسې یې کړي، ټول وروبښي. په یاد مو وي چې د هغه پېغمبر امت یو، چې د مکې د سوبې پر ورځ یې په یوه شېبه کې ټول ناباندی – مخالف ښار وبښه.

بېلګه مو یوسف علیه السلام دی، چې خپل ورونه یو مخې ټول وبښل، هغه ورونه چې یوسف علیه السلام یې له خپلې کورنې جلا کړی و .: «لاتثریب علیكم الیوم»[یوسف/۹۲]

انفاق کوونکی یا بل هر څوک چې نېک عمل وکړي؛ نو له درې خطرونو سره مخ کېږي :

  1. یا په هماغه پیل کې پر ریا ککړېږي .
  2. یا خالصانه كار پیلوي؛ خو د عمل په ترڅ کې په پیسمنۍ او ښاڅمنۍ – کبر او غرور اخته کېږي.
  3. یا تر عمل وروسته پر داسې عمل لاس پورې کوي، چې انفاق یې پوپناه کوي، بېلګه یې دهغه کارګر په څېر ده چې شل کاله یې ښه کار کړی؛ خو په یوه شېبه کې د خپل مالک زوی ووژني، دا کار یې ټول شل کلنه خواري په سیند لاهو کوي.

نو هر عمل کړای شي، چې پر بل عمل باندې اغېز ولري.

په قرآنکریم دا حقیقت اوڅار- مطرح شوی دی، د ساري په ډول نمونځ، ګناهونه له منځه وړي: «انّ الحسنات یذهبن السّیئات»[هود/۱۱۴] .

د حبط بېلګه دهغه ستنې په څېر ده چې د فوټبال یو توپ سوری کوي او د همدې کوچنۍ کړنې له کبله ټوله د فوټبال لوبه لغوه کېږي.

شهوتونو ته په څوبتیا – لېوالتیا کې تر ټولو ستر لامل څه دی ؟

ځواب: ځاني غوښتنو ته په څوبتیا کې هېرجنې یا هېرېدنه تر ټولو ستر لامل دی . د ساري په توګه :

الف) د خدای رضا هېروو: «نسو اللّه»[توبه/۶۷]

ب) لار، کړنلار او قانون هېرو: «أتتك آیاتنا فنسیتها» [طه/۱۲۶]

ج) په قیامت کې ځواب ورکول هېروو : «نسوا یوم الحساب»[ص/۲۶]

د) خپلې وړتیاوې او توانونه هېروو: «أنساهم أنفسهم»[حشر/۱۹]

د کابو کوونې لارې یې دا دي، چې ددې کار جسمي، علمي، وټیز – اقتصادي، ټولنیز او سیاسي زیانونو ته پاملرنه وکړو. حضرت علي (ک) وايي : کله یوه مړۍ د نورو مړیو خنډېږي«كم من أكلة منعت أكلات»[ نهج البلاغه، صبحی صالح، 501 مخ] کله ناکه یو فلم، یوه هوسپالي، یو قهرژلي، یو شهوتپالي ، ان کله نا کله یو تګ راتګ ، یوه وینا ، یوه مقاله یا له نا اهل انسان سره انځور اخستل ، انسان د تل لپاره بدنامی کوي .

د کابو کوونې بل لامل، د دوزخ اور، د حساب او کتاب د اخستنې هیبت او په قیامت کې خېجلتوب دی: «لاخیر فی لذةٍ بعدها النّار»[ من لایحضره الفقیه، ج 4، ص 392.]

  1. د هوسونو د کابو کوونې لارې ډلبندي او عنوانولای شو ؛

الف) د خپل ځان او د خپل غرایزو د ګټو ښانده – پېژندنه

ب) د نورو د حقوقو پېژندل ،

ج) ناوړه پایلو ته یې پاملرنه ،

د) د خدای ذکر او د قیامت یادول . . ،

هـ) د ګناه او هوسرانۍ له سریزو ډډه کول ، لکه له نامحرمو سره ځان ته نه پاتې کېدل،

و) ډېرې خبرې نه کول او. . .

ز) دې ته پاملرنه چې خدای یې ویني: «الم یعلم بانّ اللّه یری»[علق/۱۴]

ح) د ایډز په شان خطرناکو ناروغیو ته پاملرنه.

یو کس امام حسین ته راغې او ورته یې وویل چې ګناهګار او سستلوښې – ضعیف النفسی یم او د ګناه پر وړاندې څوار – مقاومت او توان نلرم، موعظه راته وکړه:

امام حسین ورته وویل: پنځه کارونه وکړه او بیا چې دې څه زړه غواړي سرغړونه وکړه ؛

  1. د خدای رزق او روزی مه خوره ،
  2. له الهي ربوبیت او حكومته بهر شه،
  3. داسې ځای ته ولاړ شه چې خداې دې نه ویني،
  4. کله چې د مرګ پرښته د ساه اخستو ته درغله له ځانه یې لره کړه ،
  5. د قیامت پر ورځ چې کله د عذاب پرښتې تا دوزخ ته بیايي ، دوزخ ته مه ورننوځه.

او بیا چې دې هره ګناه خوښه وه ویې کړه.[ بحار 75/ 126 ]
له ښاڅمنۍ – غرور او مغرور کېدو څخه د لرې کېدو لارې چارې څه دي؟

ځواب : که انسان تېر ته ځیر شي او هغو لارو ته وګوري چې وهلي یې دي؛ نو ښايي پر ښاڅمنۍ اخته شي او وانګیري چې ډېره لار یې وهلې؛ خو که مخکې راتلونکیو او نالیدلو لارو ته وګوري،دا ښاڅمني یې ماتېږي.

که هغه کتاب ته ځیر شي، چې لوستی یې دی؛ نو ښاڅمنېږي؛ خو که هغه کتابونو ته وګوري، چې لوستي یې نه دي؛ نو ښاڅمني يې ماتېږي. خپلې شتمنۍ ته مه ګورئ، د دنیا شتمنۍ ته وګورئ.

قرآن کریم وايي : «و ما أوتیتم من العلم الاّ قلیلاً»[اسراء/ ۸۵] = او تاسې ته يوازې د پوهې ډېره لږه برخه دركړه شوې ده.

پر خپلو کړنو مه نازېږئ، د خدای هغه غوره بندګان چې تل د عبادت په حال کې وه، په واوېلا او ژړا یې ویل، چې کړنې مو کمې او لږې دي : «آه من قلة الزّاد» [غررالحكم، 144 مخ] او پخپلو مناجاتو کې یې ویل: «و ما قدر أعمالنا فی جنب نعمك» [بحار، 95/ 85]

انسان په پیل کې څه هم نه وه«لم یكن شیئاً» [انسان/۱] تر وجود وروسته هم یادونې وړ کوم څیز نه وه. «لم یك شیئاً مذكورا» [انسان/۱]

بې له ناڅيزه او بې ارزښته اوبو بل څه نه و. «من ماءٍ مهین» [سجده/۸]

تر څه مودې وروسته دا ناڅیزه او بې ارزښته اوبه د مور د زیلانځ په درېګونو تیارو کې شو، «فی ظلمات ثلاث» [زمر/۶] همدا چې دې نړۍ ته راغې پر څه هم نه پوهېده. «اخرجكم من بطون أمهاتكم لاتعلمون شیئاً» [نحل/۷۸]

انسان د شاتو لپاره کوچنۍ مچۍ ته، د هګۍ لپاره چرګې ته، د غوښې لپاره پسه ته، د شيدو لپاره غوا ته او د سفر او بار لپاره خر او اسب ته اړمن دی.

انسان د ساه اخستنې لپاره هوا او د پاڼو له لارې پیدا شوي اکسیجن ته او د ژوند لپاره د سپوږمۍ، لمر او ځمکې په څېر جماداتو ته اړمن دی.

یو وخت د آدم علیه السلام زوی خپل ورور وواژه، جنازه ته یې هک اریان او ګوته په خوله ولاړ وه، یو کارغه راغې او ورویې ښووله چې مړی باید خښ شي ، «فبعث اللّه غرابا یبحث فی الارض» [مایده/۳۱]

نن هم انسان د الوتکې په جوړولو کې د مرغیو له وزرونو، پښو ، نوکانو او د دوی له جسمي جوړښت څخه الهام اخلي.

ښايي وویل شي، چې انسان تر ټولو لاس اړی موجود دی؛ خو په ټولو کې سرغړاند هم دی. ټوله هستي د تواضع په حالت کې ده: «كل له قانتون»[بقره/۱۱۶] خو ان انسان د خدای پر وړاندې هم متواضع نه دی .

لنډه دا چې د ښاڅمنئ د ماتولو او د بندګۍ او تواضع د روحيې د پیاوړتیا لپاره باید پوه شو، چې پوهه، واک، شتمني او کړنې مو محدودې، لږې او ناڅیزه دي او ټولو موجوداتو ته لاس اړي یو. تېر ته دا شان ځیرنه او اندنه او هغه اړتیاوې چې په ګانده – راتلونکې کې لرو، نو دا مو له ښاڅمنۍ ژغورلای شي.

د قارنیانو او فرعونیانو په څېر د تاریخ د ښاڅمنو برخلیک ته ځیرنه هم د انسان ښاڅمني ماتولای شي.

ایا تعصب او انحصارطلبي په هر ځای کې منفي ده ؟

ځواب : که د تعصب او انحصارطلبۍ بنسټ سول – منطق وي؛ نو پر ځای به وي، ځکه لومړی انحصارطلب خدای دی، چې وايي : « إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا » [طه/۲۰]

دویم انحصار طلب قرآن دی، اسلام یوازینی د منلو وړ دین ګڼي او وايي: «و من یبتغ غیر الاسلام دینا فلن یقبل منه» [آل عمران/۸۵]

حکم یې راته کړی، چې په اختلافاتو او شخړو کې یوازې د خدای اولیاوو ته ورشو، نه طاغوتاتو او ظالمانو ته.

لمونځ یوازې د قبلې لوري ته قبول دی، نه نورو لورو ته.

لنډه دا چې که یوه لار او خبره حق وي؛ نو ورباندې ټینګار او مقاومت باید وشي او بې له دې له نورو یې ډډه وشي، خو که سرچینه یې تعصب، هېواد، ګړدود – لهجه، ټبر، سیمه، دنده، جامې یا به هر څه وي؛ نو دا منفي تعصب دی او منع دی. په قرآن کې وایو، چې یهودان دومره متعب ول، چې یوازې ځان یې د خدای نازولي ګڼل او ویل یې، چې که څوک غواړي ښیون – هدایت ومومي یا باید یهودي شي یا هم مسیحی. «كونوا هوداً او نصاری تهتدوا» [بقره/۱۳۵]

خو قرآن په زغرده وايي، چې ښیون – هدایت یوازې د خدای له لوري دی او په ځانګړي توکم پورې تړاو نه لري. «قل انّ هُدیَ اللّه هو الهُدی» [بقره/۱۲۰] او د الهي رنګ درلودل مهم دي او په توکم پورې تړاو نه لري «صبغة اللّه» [بقره/۱۳۸]

ددې تعصباتو سټه هغه موهومات ول، چې یهود پرې ګروهن ‏وه او ځانونه یې د خداي زامن او دوستان ګڼل. «نحن أبناء اللّه و أحبّائه» [مایده/۱۸]

په هر حال په هغه ځای کې چې شرع، عقل او سول – منطق واکمن وي؛ نو ټینګار او پای بندي اړینه ده او سازښت او جوړجاړی جایز نه دی او قرآن کریم څو څو ځلې پېغمبر اکرم(ص) ته حکم کوي، چې پوټي او ذره هم له خپل دریځه وا نه وړې، ځکه سازښت د دښمانو هیله ده. «ودّوا لو تدهن فیدهنون» [قلم/۹] او وايي : د سازښت وړاندیز په غوڅ ډول رد کړه او وروته ووایه :«لكم دینكم و لی دین» [کافرون/۶] = ستاسې لپاره خپل دين او زما لپاره خپل دين

 د اخلاقي مفاسدو جرړه څه ده؟

ځواب : ویلای شو، چې د ټولو مفاسدو جرړه غفلت دی.

انسان که غافل نه وي، نو له هرې سرغړاندۍ لاس اخلي.

له خدایه غفلت. «نسوا اللّه» [توبه/۶۷]

له قیامته غفلت. «نسوا یوم الحساب» [ص/۲۶]

له بېوزلو غفلت. «و لم نطعم المسكین» [مدثر/۴۴]

له پازواليو – مسئولیتونو غفلت. «مالكم لاتقاتلون فی سبیل اللّه و المستضعفین» [نساء/۷۵]

له دښمن او توطیو یې غفلت.

له تاریخ او عبرتونو یې غفلت.

له الهي دودونو غفلت.

له ژمنو غفلت.

د خدای له رزاقیته غفلت.

له دې غفلت چې عزّت [نساء/۱۳۹] او قوّت [بقره/۱۶۵] ټول د خدای له لوري دي.

له دې غفلت چې دنیا او څه چې پکې دي کوچني او بې ارزښته او ژرتیري دي. «زهرة الحیاة الدنیا»[طه/۱۳۱]

قرآن غافلان تر څارویو هم زیات بېلاري ګڼي. «أولئك كالانعام بل هم أضلّ أولئك هم الغافلون» [اعراف/۱۷۹]

اسلام د غفلت د لرې کولو لپاره کړنلارې لري، چې دا دي:

  1. نمونځ «اقم الصلاة»
  2. قرآن «نحن نزلنا الذكر»
  3. دعا،
  4. له غافلینو څخه لرېوالی «لاتطع من اغفل قلبه عن ذكرنا»

5.تاریخ ته پاملرنه.

×
  • دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط اندیال در وب سایت منتشر خواهد شد
  • پیام هایی که حاوی تهمت یا افترا باشد منتشر نخواهد شد.
  • لطفا از تایپ فینگلیش بپرهیزید. در غیر اینصورت دیدگاه شما منتشر نخواهد شد.
  • ارسال دیدگاه برای این مطلب مقدور نمی باشد!