تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ نور تفسیر قمر سورت دا سورت په مکه کې نازل شوی او پينځه پنځوس آیتونه لري. په لومړي آیت کې د «شقّ القمر» د مسالې په مطرح کولو سره، دا د،«قمر» سورت په نامې نومول شوی دی. ددې سورت ټول آیتونه د «راء» په توري پای مومي. د تېر سورت پای […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

نور تفسیر

قمر سورت

دا سورت په مکه کې نازل شوی او پينځه پنځوس آیتونه لري.

په لومړي آیت کې د «شقّ القمر» د مسالې په مطرح کولو سره، دا د،«قمر» سورت په نامې نومول شوی دی.

ددې سورت ټول آیتونه د «راء» په توري پای مومي.

د تېر سورت پای د معاد په اړه وه او ددې سورت پیل هم د معاد په اړه خبرې کوي.

ددې سورت ډېره منځپانګه په قیامت، نبوت او د انبیاوو د مخالفانو په پېښې پورې اړه لري.

همداراز په دې سورت کې الله تعالی د پینځو بدمرغو ډلو یعنې نوح، عاد، ثمود، لوط او فرعون قومونو برخلیک ته اشاره کوي.

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورين الله په نامه

اِقْتَرَبَتِ السّاعَهُ وَ انْشَقَّ الْقَمَرُ«1» وَ إِنْ یَرَوْا آیَهً یُعْرِضُوا وَ یَقُولُوا سِحْرٌ مُسْتَمِرٌّ«2»=د سپوږمۍ چاودنې ټاکلى وخت راورسېد او سپوږمۍ وچاوده. او كه (دا ځېلي خلک هره) نښه او معجزه وګوري (؛نو) مخ اړوي او وايي: ((دا خو له پخوا راهیسې كوډې دي.))

وَ کَذَّبُوا وَ اتَّبَعُوا أَهْواءَهُمْ وَ کُلُّ أَمْرٍ مُسْتَقِرٌّ«3»= او (د الله آيتونه) يې دروغ وګڼل او په خپلو ځاني غوښتنو پسې ولاړل او هر څيز او پېښه، د پېښېدو ټاکلى وخت او ځاى لري (او له ټاکليو نېټو خلاصون نشته)

 ټکي:

* د شیعه او سني د حدیثو او تفاسیرو په کتابونو کې په دوه برخو د سپوږمۍ د چاودنې پېښه مطرح شوې ده. د روایاتو له مخې پیامبر اکرم صلی الله علیه و آله ته د کفارو د سپوږمۍ د چاودېدنې وړاندیز ددې لامله و چې کافرانو به ویل: سحر او جادو پر اسمانونو اغېز نلري او که سپوږمۍ وچاودل شي؛ نو د حضرت محمد صلی الله علیه و آله کار به په غوڅه توګه معجزه وي.

پاموړ خو دا ده چې د سپوږمۍ چاودېدنه، په نیمه شپه کې او بې له مخکېنیو تبلیغاتو سره وه. پر لار روانو د مکې او شام مسافرو او ان د هندوستان خلکو د سپوږمۍ چاودېدنه ولیده او د هند په ځینو لرغونو آثارو کې یې لیکلي چې ددې ودانۍ د بشپړېدنې نېټه هغه وخت وه چې کله سپوږمۍ په دوه برخو وچادېده[1].

* له لمر څخه د لمریز غونډال د کراتو بېلېدل یا له ستورو څخه د آسماني ډبرو بېلېدنه، د شق القمر نښه او د میاشتې د دوه برخې کېدنې امکان دی. که څه، دلته دوه معجزې شوي، یوه یې چاودېدنه او بله یې بېرته خپل ځای ته ورستنېدنه ده.

 پیغامونه:

1- قیامت نږدې، هرومروپېښېدونی او حتمی الوقوع دی او د دنیا له عمره څه نه دي پاتي.

نو باید د آخرت لپاره توښه برابره کړو او غافل نشو. «اقْتَرَبَتِ السّاعَهُ»

2- د قیامت جوړېدنه، یو ډېر حساس او مهم وخت دی. «اقْتَرَبَتِ السّاعَهُ» (سورت بې سریزې د قیامت په اړه خبرې کوي، دهغه په څېر چې بې سریزې ووايي: زلزله، زلزله).

3- له غافلو سخت زړو سره د خبرو اترو پر مهال، دوی ته د قیامت په اړه ګواښ وکړئ. «اقْتَرَبَتِ السّاعَهُ» (لکه څرنګه چې د انبیا سورت په پیل کې لولو: «اقْتَرَبَ لِلنّاسِ حِسابُهُمْ وَ هُمْ فِی غَفْلَهٍ»)

4- شقّ القمر د حضرت محمد (ص) له معجزاتو او له قیامت سره د اسلام د امت د نږدېوالي نښه ده. «اقْتَرَبَتِ السّاعَهُ وَ انْشَقَّ الْقَمَرُ»

5-پېغمبر ډېرې معجزې درلودې او کافرانو دا ګردې جادو ګاڼه. «سِحْرٌ مُسْتَمِرٌّ»

6- مخ اړونه، اعراض، دروغ، تور او تهمت له معجزاتو او الهي آیاتو سره د ځیلي او اینډه مارو غبرګون دی. «إِنْ یَرَوْا آیَهً یُعْرِضُوا وَ یَقُولُوا سِحْرٌ»

7- له حق څخه د مخ اړونې او اعراض او د دین د دروغ ګڼلو جرړه، له ځاني غوښتنو لاروي ده‏. «یُعْرِضُوا…کَذَّبُوا… اِتَّبَعُوا أَهْواءَهُمْ»

8 -«د تپې تورې شپې پای سپینه وي‏». په پای کې حق، به مستقر شي‏. «کُلُّ أَمْرٍ مُسْتَقِرٌّ»

وَ لَقَدْ جاءَهُمْ مِنَ الْأَنْباءِ ما فِیهِ مُزْدَجَرٌ«4»=او په يقين (د مخكېنيو پېغمبرانو او امتونو) هغه مهم خبرونه وررسېدلي، چې (له بديو) د مخنيوي لپاره پکې پوره عبرت دى.

حِکْمَهٌ بالِغَهٌ فَما تُغْنِ النُّذُرُ«5»= (دا آيتونه) مازې حكمت دى؛ خو(ځېلي خلكو ته) خبرونه ګټه نه لري.

فَتَوَلَّ عَنْهُمْ یَوْمَ یَدْعُ الدّاعِ إِلی شَیْءٍ نُکُرٍ«6»= نو مخ ترې واړوه او هغه ورځ درياده كړه، چې الهي بلونكي خلك يو نااشنا څيز ته وبولي (د كړنو د حساب بلنې ته)!

 ټکي:

* «مُزْدَجَر» له «زجر» څخه د طرد او منع په مانا دی؛ یعنې د قیامت په اړه خبرونه چې د ګناه د ترسره کونې مخنیوی کولای شي. ‏«نُکُر» د ناپېژندل شوي او نا خوښي امر په مانا دی.

 پېغامونه:

1- مصلحان او مبلّغان، باید د تېرو خلکو له تاریخ او مهمو پېښو خبر وي. «جاءَهُمْ مِنَ الْأَنْباءِ»

2- له تاریخ سره آشنا کېدنه کېدلای شي چې د انسان د هوښیارۍ او ويښېدنې او له ګناه څخه یې د مخنیونې وزله شي. «مِنَ الْأَنْباءِ ما فِیهِ مُزْدَجَرٌ»

3- په قرآن کې د قیامت په اړه خبرې کولای شي چې له کفر او ګناه څخه د انسان په ژغورنه کې یوه وسیله وي. «اِقْتَرَبَتِ السّاعَهُ… اَلْأَنْباءِ ما فِیهِ مُزْدَجَرٌ»

4- تاریخ حکمت زده کوونکی دی‏.« جاءَهُمْ مِنَ الْأَنْباءِ…»

5- الله تعالی، غاړه خلاصونه کوي، «حِکْمَهٌ بالِغَهٌ» خو خلک ګواښنګري نالیدلي ګڼي. «فَما تُغْنِ النُّذُرُ»

6- که پر انسان ځاني غوښتنې لاسبری وي؛ نو نه پرې مستقیم تبلیغ اغېز کوي او نه پرې مستقیم. « اِتَّبَعُوا أَهْواءَهُمْ… جاءَهُمْ مِنَ الْأَنْباءِ ما فِیهِ مُزْدَجَرٌ… فَما تُغْنِ النُّذُرُ »

7- حکیم روزنپوهاند خپلې ګواښنګرۍ د سمو داستانو په ترڅ کې بیانوي.«انباء، حِکْمَهٌ، اَلنُّذُرُ»

8-د قرآن پېغامونه معقول او د پېژندنې وړ دي او د بشر له درک څخه لرې نه دي‏.«حِکْمَهٌ بالِغَهٌ»

9- دا چې د پېغمبرانو دیني تبلیغات پر خلکو اغېز نه کوي ؛ نو دا د مبلغ د بدوالي یا د مطلب د کمزوزتیا نښه نه ده. « حِکْمَهٌ بالِغَهٌ فَما تُغْنِ النُّذُرُ »

10- زړه سواندي او مسئولیّت، ځان ته حدّ او حدود لري او کله نا کله مخ اړونه او اعراض هم اړین وي ( د حکمت تر ویلو او د هدایت او روزنې په برخه کې د پرله پسې ګواښنګرو روسته، باید اعراض وشي). فَتَوَلَّ عَنْهُمْ»

11- په قیامت کې داسې غږ کوونکي شته، چې خلک جنت او دوزخ ته بلي. «یَدْعُ الدّاعِ»

12- انسان ته د قیامت صحنې ناخوښې او ناپېژاندې وي. «شَیْءٍ نُکُرٍ»

خُشَّعاً أَبْصارُهُمْ یَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْداثِ کَأَنَّهُمْ جَرادٌ مُنْتَشِرٌ«7»=دوى (له هيبته) خړ سترګي له قبرونو د خورو ورو ملخانو په څېر راوځي.

 

ټکي:

* «اجداث» د «جدث» جمع او د قبر په مانا ده.

* خړسترګي یا له ډېرې ویرې وی یا له ډېره خجالته، چې د ذلت او خوارۍ لامل ګرځي.

* په قیامت کې له خورو ورو ملخانو سره د مجرمانو تشبیه کول، له قبرونو څخه د راوتنې پر مهال د دوی د لالهاندۍ، او هک اریانۍ ښودونکې ده.

پېغامونه:

1- د انسان روحي او رواني حالات یې پر بدن او ظاهر اغېز پرېباسي. «خُشَّعاً أَبْصارُهُمْ»

2- معاد، جسماني دی. «یَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْداثِ»

3- د مثال او تمثیل کارونه د روزنې له طریقو ځنې ده‏. «کَأَنَّهُمْ جَرادٌ مُنْتَشِرٌ» غوره مثالونه هغه دي چې تر ټولو ملموس وي

مُهْطِعِینَ إِلَی الدّاعِ یَقُولُ الْکافِرُونَ هذا یَوْمٌ عَسِرٌ«8»= د بلونكي پر لور به ورځغلي؛ كافران وايي: ((نن (څومره) سخته ورځ ده!))

 ټکي:

* «مُهْطِعِینَ» له «اهطاع» څخه د اندېښنې له لامله پورته خوا ته د سر راپورته کونې یا د خړ خړ کتنې یا د چټکې منډې په مانا دی.

* کافران به په قیامت کې له ډول ډول سختیو سره مخ وي، چې ځینې یې دا دي:

د ناوسۍ سختي     د اوږدې مودې سختي ‏

د لوږې تندې سختي   له نااهلو سره د ملتیا سختي

د رسوایۍ سختي      د حسرتونو سختي

د حساب و کتاب سختي    د سپکاویو سختي

د شفیع د نه درلودنې سختي   له خوبانو د جلاوالي سختي ‏

د توښې د نه درلودنې سختي   د نورو د شکایتونو سختي

حال داچې پر هغه ورځ به ایمانوال نه د تېر په اړه څه وېره او خوف لري او نه هم د راتلونکي په اړه کومه اندېښنه و ویره لري. «لا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَ لا هُمْ یَحْزَنُونَ»

 پېغامونه:

1- له قبرونو د خلکو په منډه راوتنه د قیامت د غږ کوونکي اجابت دی‏. «مُهْطِعِینَ إِلَی الدّاعِ»

2- په قیامت کې ګډون به د غږ او د غږ کوونکیو د بلنې له لارې وي. «إِلَی الدّاعِ»

3- قیامت به کفارو ته سخت وي، نه مؤمنانو ته. «یَقُولُ الْکافِرُونَ هذا یَوْمٌ عَسِرٌ»

کَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ فَکَذَّبُوا عَبْدَنا وَ قالُوا مَجْنُونٌ وَ ازْدُجِرَ«9»=تر دوى مخكې د نوح قوم (هم زموږ نښې) دروغ وګڼلې او زموږ بنده (= نوح) يې دروغجن وګاڼه او ويل يې: (( (دا) لېونى دى.)) او (د رسالت د) غځونې یې مخنیوی وشو!.

فَدَعا رَبَّهُ أَنِّی مَغْلُوبٌ فَانْتَصِرْ«10»=نو خپل پالونکي ته يې دعا وكړه: ((ماتې مې وکړه؛ نو مرسته مې وكړه (او بريالى مې كړه)!))

فَفَتَحْنا أَبْوابَ السَّماءِ بِماءٍ مُنْهَمِرٍ«11»=نو د اسمان دړې مو په جړۍ اورښت پرانستې؛

 ټکي:

* د «فَانْتَصِرْ» کلمه د «فانصر» پر ځای راغلې؛ یعنې خدایه! ستا د دین لپاره زما لاسنیوی وکړې، زما نصرت او بریا ستا د لارې نصرت او بریا ده.[2]

* «مُنْهَمِرٍ» له «همر» څخه د اوښکې او اوبو د توېدنې پر مانا دی.

* امام باقر (رح) وايي: حضرت نوح نهه نیم سوه کاله په پټه او ښکاره خلک سمې لارې ته راوبلل؛ خو داچې ټول یې سرکښ وموندل؛ نو لاسونه یې دعا ته پورته کړل او ویې ویل: «رب انی مغلوب»[3]

* په ټول قرآن کې یو ځل د مغلوب کلمه کارول شوې چې د حضرت نوح په اړه ده؛ لکه څرنګه چې پر انبیاوو باندې په الهي سلامونو کې یو سلام د «فِی الْعالَمِینَ» په جمله راغلی چې هغه هم د حضرت نوح علیه السلام په اړه ده. «سَلامٌ عَلی نُوحٍ فِی الْعالَمِینَ» [4]

 پېغامونه:

1- خدای د اسلام پېغمبر ته ډاډګېرنه ورکوي چې اندېښمنېږه مه؛ نورو پېغمبرانو هم ستا په څېر ستونزې درلودې. «کَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ»

2- د تېرو د تاریخ مطالعه، د زړه د ډاډ، صبر، څوار یا مقاومت لامل دی. «کَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ»

3- د «کَذَّبَتْ» په جمله د نوح، عاد، ثمود او لوط د قومونو په اړه د الله تعالی د خبرو پیل، د خطر د تکذیب نښه ده. « کَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ…و کَذَّبَتْ عادٌ…»

«کَذَّبَتْ ثَمُودُ… کَذَّبَتْ قَوْمُ لُوطٍ » چې په راتلونکیو آیتونو کې به راشي.

4- د پېغمبرانو مهمه ځانګړنه، د الله تعالی عبودیت او بندګي وه. «عَبْدَنا»

5-سرغړونکي پر نورو د تور او تهمت پورې کونې له لارې، خپل کار ته مخونه ورکوي. «فَکَذَّبُوا عَبْدَنا وَ قالُوا مَجْنُونٌ وَ ازْدُجِرَ»

6- په ډېرو سختو ستونزو کې، انبیا بیا هم الهي لورنې ته هیلمن دي. «فَدَعا رَبَّهُ»

7- ماتې کول د باطل والي نښه نه ده. « أَنِّی مَغْلُوبٌ…»

8-د انبیاوو دعا قبلېږي. « فَدَعا… فَفَتَحْنا أَبْوابَ السَّماءِ»

9- دعا او له خلکو نهیلي، د آزادېدنې او د دعا قبلېدنې زمینه ده. « أَنِّی مَغْلُوبٌ… فَفَتَحْنا أَبْوابَ السَّماءِ »

10- طبیعي لاملونه د الهي یارانو په شان دي ‏. «بِماءٍ مُنْهَمِرٍ»

11- کله نا کله د رحمت مظاهر او ښکارندې د عذاب وسیله کېږي. «بِماءٍ مُنْهَمِرٍ»

وَ فَجَّرْنَا الْأَرْضَ عُیُوناً فَالْتَقَی الْماءُ عَلی أَمْرٍ قَدْ قُدِرَ«12»=او له ځمكې مو چينې راوخوټولې او (د ځمكې او اسمان) اوبه د ټاكل شوي كار لپاره ګډې شوې.

وَ حَمَلْناهُ عَلی ذاتِ أَلْواحٍ وَ دُسُرٍ«13» تَجْرِی بِأَعْیُنِنا جَزاءً لِمَنْ کانَ کُفِرَ«14»=13  او دی مو د تختو او مېخونو په جوړه شوې بېړۍ کې سپور كړ؛ چې زموږ تر نظر لاندې چلېده،(دا) د هغه پېغمبر بدل اخستل وو،چې (انکار او) بې قدري يې شوې وه

وَ لَقَدْ تَرَکْناها آیَهً فَهَلْ مِنْ مُدَّکِرٍ«15» فَکَیْفَ کانَ عَذابِی وَ نُذُرِ«16»=  او په يقين، موږ دا پېښه (بېړۍ) يوه نښه پرېښووله؛ نو ايا څوك پند اخستونكى شته؟ نو (وګوره چې) زما عذاب او زما ګواښنه څنګه وه!   

ټکي:

* «دُسُر» د «دسار» جمع د میخ په مانا ده او «نُذُرِ» د «نذیر» جمع ده؛ خو په داسې ځایونو کې د ګواښ په مانا دی، نه د ګواښګرندۍ. [5]

له دې ټولو ځانګړتیاوو سره چې د نوح د بېړۍ لپاره بیان شوې، الله تعالی د «سفینه» او بېړۍ پر ځای وايي: «أَلْواحٍ وَ دُسُرٍ» ؤ یعنې یو موټی تختې او میخونه. ښايي دا کوشنۍ ښودنه په دې خاطر وي چې د نوح ژغورنه د الله تعالی په ارادې پورې منسوبه وي، نه د بېړۍ په عظمت پورې.

* د نوح بېړۍ لاندې ځانګړنې درلودې:

الف)جوړونه یې د الهي فرمان له مخې وه. «اصْنَعِ الْفُلْکَ»

ب)جوړونکی یې د الله تعالی پېغمبر و.

ج) د بېړۍ جوړونې ځای له سمندره لرې یوه وچه بېدیا وه او د ځینو روایاتو له مخې د کوفې مسجد و، چې دا کار د کفارو له ملنډو سره مل و‏.

د) د ټولو څارویو له نژادونو څخه نر او ښځه پکې سپاره شول.

ه)حرکت یې د الله تعالی تر نظر لاندې و. «تَجْرِی بِأَعْیُنِنا»

و)د غرونو په اندازه څپې یې په لار کې وې. «فِی مَوْجٍ کَالْجِبالِ[6]

ز) د ځمکې ټول مؤمنان پکې سپاره شول.

ح) د امن او ژغورنې یوازېنۍ وسیله وه.

* * په ۱۵ ام آیت کې چې میخ او تخته د پېغمبر د ژغورنې وزله و، د الهي آیت په توګه معرفي شوی، آیا دهغو کسانو قبرونه چې خپله د ژغورنې سبب وه، الهي آیه نه دي؟ « ذاتِ أَلْواحٍ وَ دُسُرٍ… تَرَکْناها آیَهً… »

 پېغامونه:

1- د چینو راخوټېدل او د اوبو بهېدل د الهي ارادې له مخې دي. «وَ فَجَّرْنَا الْأَرْضَ عُیُوناً»

2- همدا چې الله تعالی د یوه کار اراده وکړي؛ نو آسمان او ځمکه همکاري کوي. «فَالْتَقَی الْماءُ»

3- الهي قهر او د عذاب لپاره په آسمان او ځمکه کې د طبیعي لاملونو همغږي، حساب و کتاب لري. «أَمْرٍ قَدْ قُدِرَ»

4- که د الله تعالی خالص یا نږه بنده شو؛ نو الله تعالی به مو هر څه تامین کړي. «عَبْدَنا – فَفَتَحْنا – فَجَّرْنَا -حملنا»

5- د الهي کارونو مسیر د مادي اوزارو او انساني هاندوهڅو له لارې دی.  «حَمَلْناهُ عَلی ذاتِ أَلْواحٍ وَ دُسُرٍ» تختې او میخونه ډېر دي ؛ خو دا د الله تعالی اراده ده چې همدا تختې او میخونه د خپل پېغمبر او مؤمنانو د ژغورنې وزله ګرځوي‏.

6- نه یوازې د نوح د بېړۍ جوړول؛ بلکې د حرکت مسیر یې هم د الله تعالی  تر نظر لاندې و.(په بل کې ځای وايي: «اصْنَعِ الْفُلْکَ بِأَعْیُنِنا»[7]او دلته وايي:«تَجْرِی بِأَعْیُنِنا»)

7- انبیا هغه نعمت دی، چې باید کفران نشي او که کفران شول؛ نو الله تعالی، کافرانو ته سزا او انبیاوو ته اجر ورکوي. «جَزاءً لِمَنْ کانَ کُفِرَ»

8-ټولې سزاګانې په قیامت کې نه پېښېږي. «جَزاءً لِمَنْ کانَ کُفِرَ»

9- د نوح بېړۍ د اسلام د راتلو تر وخته پاتې وه. «تَرَکْناها آیَهً»

10- د نو ح بېړۍ د تاریخ په اوږدو کې پاتېدونې ده. «تَرَکْناها آیَهً» (لکه څرنګه چې د فرعون بدن د تاریخ په اوږدو کې نښه ده. «فَالْیَوْمَ نُنَجِّیکَ بِبَدَنِکَ لِتَکُونَ لِمَنْ خَلْفَکَ آیَهً»[8])

11- د هغو لرغونو آثارو ساتنه لازمه ده چې د ملتونو د پرمختګ یا نسکورېدنې د لاملونو رایادوونکې وي.«تَرَکْناها آیَهً»

12- هغه کار مبارک او نېک دی چې په الهي اراده او د الله تعالی د اولیاوو په لاس ترسره شي.

(د نوح بېړۍ په هغه وخت کې مؤمنان وژغول، د ټولو څارویو نسل یې وساته او د تاریخ لپاره درس او یادګار شو‏.) «تَرَکْناها آیَهً»

13- الهي آیتونو ته باید په دقت او لیدانې – بصیرت ولیدل شي. «تَرَکْناها آیَهً فَهَلْ مِنْ مُدَّکِرٍ»

14- د انسان د هدایت کېدنې لپاره یوازې بهرني لاملونه بسیا نه دي، د پند منلو وړتیا او روحیه اړینه ده‏. «فَهَلْ مِنْ مُدَّکِرٍ»

15- د تېرو اقوامو عذاب باید د راتلونکیو لپاره د ګواښنګرۍ لامل وي. «عَذابِی وَ نُذُرِ»

16- د الله تعالی عذاب تر ګڼو ګواښونو روسته وي. «عَذابِی وَ نُذُرِ»

وَ لَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّکْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّکِرٍ«17»=او په يقين قرآن مو پند اخستو ته اسان كړى؛ نو ايا څوک پند اخستونكى شته؟!

 ټکي:

* قرآن له بېلابېلو اړخونو څخه آسان دی، د لفظ له اړخه، چې تلاوت یې آسان او په عین حال کې ښکلی کړی دی؛ په منځپانګه کې یې ډېری مثالونه او داستانونه شامل دي او له بشري فطرت سره اړخ لګوي چې د مطالبو منل یې لا پسې اسانوي.

* دا آیت په دې سورت کې څلور ځل تکرار شوی دی: په 17،22،32 او 40 آیتونو کې.

* سره له دې چې قرآن اسان دی، «یَسَّرْنَا الْقُرْآنَ» خو ورته یې نشي راوړل کېدای. «لَئِنِ اجْتَمَعَتِ الْإِنْسُ وَ الْجِنُّ…[9]

 پېغامونه:

1- د هدایتګرو یا لارښوونکیو دنده، آسان وینه ده.«یَسَّرْنَا»

2- قرآن،آسان دی؛ خو سست نه دی.( په تېرو څو آیتونو کې مو ولوستل، چې د قرآن آیتونه «حِکْمَهٌ بالِغَهٌ»، یعنی ټینګې او استوارې خبرې دي.) «یَسَّرْنَا الْقُرْآنَ»

3- د قرآن رسالت راویښونه ده ‏. «الْقُرْآنَ لِلذِّکْرِ»

4- څومره چې آسان ووایو؛ نو لا ډېر مخاطبین به ولرو. « یَسَّرْنَا… فَهَلْ مِنْ مُدَّکِرٍ»

5-هم باید د تکویني آیاتونو په اړه متذکر شو «تَرَکْناها آیَهً فَهَلْ مِنْ مُدَّکِرٍ» او هم د تشریعي آیتونو. «یَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّکْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّکِرٍ»

6- هر څوک له قرآن څخه د ګټنې وړتیا نه لري، ګټنه یوازې په اهل ذکر پورې ځانګړې ده، نه په اهل غفلت پورې. «فَهَلْ مِنْ مُدَّکِرٍ»

7- تل د مناسبې زمینې شتون، د منلو شرط نه وي. کله نا کله ټول شرایط چمتو وي؛ خو انسان د ځېل، اینډې او ځاني غوښتنې له کبله نه متذکر کېږي. «فَهَلْ مِنْ مُدَّکِرٍ»

کَذَّبَتْ عادٌ فَکَیْفَ کانَ عَذابِی وَ نُذُرِ«18»=د عاد قوم (هم خپل پېغمبر) دروغجن وګاڼه؛ نو (وګورئ، چې) زما عذاب او زما ګواښنه څنګه وه!

إِنّا أَرْسَلْنا عَلَیْهِمْ رِیحاً صَرْصَراً فِی یَوْمِ نَحْسٍ مُسْتَمِرٍّ«19»=په رښتینه کې په يوه پرله پسې شومه ورځ کې مو ډېره سړه توپاني سیلۍ پرې وروالوځوله.

تَنْزِعُ النّاسَ کَأَنَّهُمْ أَعْجازُ نَخْلٍ مُنْقَعِرٍ«20» فَکَیْفَ کانَ عَذابِی وَ نُذُرِ«21»=  چې خلك يې پورته کول، په داسې شان يې غورځول؛ لكه چې د رايستل شويو کجورو پراته ډډونه وي. نو (وګوره،چې) زما عذاب او زما ګواښنه څرنګه وه!

وَ لَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّکْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّکِرٍ«22»=او په يقين قرآن مو د پند اخستو لپاره اسان كړى؛ نو ايا څوک پند اخستونكى شته؟

  ټکي:

* له «یَوْمِ نَحْسٍ مُسْتَمِرٍّ» څخه مراد دادی چې دا توپاني سیلۍ څو ورځې پرله پسې وه؛ لکه د فصلت سورت په ۱۶ام آیت کې چې وايي: نو په څو سپېرو ورځو كې مو سړه او سخته توپاني سیلۍ پرې وروالوځوله. نو په دې آیت کې له «مُسْتَمِرٍّ» څخه مراد یعنې څو پرله پسې او اوږدې ورځې. د حاقه سورت په ۷ ام آیت کې دا سپېرې ورځې، اته شپې او ورځې بیان شوي دي: «سَبْعَ لَیالٍ وَ ثَمانِیَهَ أَیّامٍ»

* «مُنْقَعِر» له «قعر» څخه د جرړې ایستل شوی په مانا دی. «أَعْجازُ» د «عجز» جمع د شاته برخې یا کښته او تنې په مانا دی.

* د وخت ښه والی یا بدوالی یا خو د ښو یا بدو پېښو له کبله دی چې پکې پېښېږي یا د وخت په جوهر کې سپیرتوب یا خیر دی چې موږ ترې بې خبره یو.

 پېغامونه:

1- د عاد قوم د نوح قوم له هلاکته عبرت وانخست. «کَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ… کَذَّبَتْ عادٌ»

2- د عاد قوم انځور، تکذیب او انکار دی. «کَذَّبَتْ عادٌ»

3- د انذار او عذاب ترمنځه یوه اړیکه ده.( په پیل کې انذار او که اغېز یې ونکړ؛ نو عذاب) «فَکَیْفَ کانَ عَذابِی وَ نُذُرِ»

4- د ملتونو په تاریخ او برخلیکونو کې اندنه وکړئ. « فَکَیْفَ کانَ…»

5- د دروغ ګڼلو یا تکذیب پایله، الهي قهر دی. « کَذَّبَتْ… عَذابِی»

6- طبیعي عوامل لکه باد د خلکو د سزا وسیله کېدلای شي.« کَذَّبَتْ عادٌ… رِیحاً صَرْصَراً»

7- وختونه یو شان نه دي.( ځینې وختونه مبارک یا نېک وي ؛ لکه د قدر شپه، «لَیْلَهٍ مُبارَکَهٍ» او ځینې سپيره او ‏نحس.) «یَوْمِ نَحْسٍ»

8- د الله (ج) په اراده باد هم د راټوکېدنې لاملېدلای شي، «أَرْسَلْنَا الرِّیاحَ لَواقِحَ»[10]او هم د راښوېدنې. «تَنْزِعُ النّاسَ کَأَنَّهُمْ أَعْجازُ نَخْلٍ مُنْقَعِرٍ»

9- بشر، چې هر څوک وي، د الهي قهر پر وړاندې تر تشو خشاکو او خسو بل څه نه دي‏. « تَنْزِعُ النّاسَ کَأَنَّهُمْ أَعْجازُ نَخْلٍ… »

10- د عاد قوم، ډېرې غښتلي او پیاوړي خلک وه، چې سټه یې له بیخه راویستل شوه. «کَأَنَّهُمْ أَعْجازُ نَخْلٍ»

11- په روزنه کې د ځینو مطالبو تکرار اړین دی. د «فَکَیْفَ کانَ عَذابِی وَ نُذُرِ» جمله تکرار شوې ده ‏.

12- د تاریخ په نقلولو کې اصلي موخه (عبرت اخستل) هېر نشي.( د هرې برخې تر ویلو روسته، اصلي ټکی تکرار شوی دی) «لَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّکْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّکِرٍ»

 

کَذَّبَتْ ثَمُودُ بِالنُّذُرِ«23» فَقالُوا أَ بَشَراً مِنّا واحِداً نَتَّبِعُهُ إِنّا إِذاً لَفِی ضَلالٍ وَ سُعُرٍ«24»= د ثمود قوم (هم ګواښګرندي او) ګواښونه دروغ وګڼل؛ نو ويې ويل: ((ايا په هغه پسې ولاړ شو، چې زموږ په څېر يو بشر دى؟! كه داسې مو وكړل (؛ نو) بېشكه موږ په غلطۍ او لېونتوب کې یو.

أَ أُلْقِیَ الذِّکْرُ عَلَیْهِ مِنْ بَیْنِنا بَلْ هُوَ کَذّابٌ أَشِرٌ«25» سَیَعْلَمُونَ غَداً مَنِ الْکَذّابُ الْأَشِرُ«26»  ايا زموږ له منځه يوازې پر ده (= صالح) وحې راپرېوته؟! (نه!)؛ بلكې هغه ډېر دروغجن ځانمنى دى)) سبا به پوه شي، چې څوك ډېر دروغجن ځانمنى دى!

إِنّا مُرْسِلُوا النّاقَهِ فِتْنَهً لَهُمْ فَارْتَقِبْهُمْ وَ اصْطَبِرْ«27»=په حقيقت كې موږ یې ازمېښت ته یوه اوښه ورلېږو، او [صالح ته مو وويل:] پر دوى څارن (او غبرګون ته يې څارو) وسه او له زغمه كار واخله!

 ټکي:

* «سُعُر» هم د «سعیر» جمع ده چې په اور کې د ویلي شوي په مانا دی او هم د «سُعُرٍ» جمع دی چې د جنون په مانا دی.

«أَشِر» هغه ته ویل کېږي چې پر ځان میین وي.

* په 24 آیت کې کفّار، انبیاوو ته وايي: كه داسې مو وكړل (؛ نو) بېشكه موږ په غلطۍ او لېونتوب کې یو! خو په ۴۷ ام آیت کې لولو:: «إِنَّ الْمُجْرِمِینَ فِی ضَلالٍ وَ سُعُرٍ» بېشكه ګناهګاران په بېلارۍ او لېونتوب كې دي..

* د ثمود قوم له حضرت صالح وغوښتل چې د غره له منځه دې یوه اوښه د معجزې په توګه راوباسي، هغه دا کار وکړ؛ خو خلکو دا اوښه ووژله.

* کفّارو د پېغمبرانو پر وړاندې څو پلمې درلودې او ویل یې:

الف) هغه زموږ په څېر یو بشر دی ‏.

ب) هغه له موږ ځنې یو کس دی.

ج)زموږ شمېر ډېر دی او زموږ په څېر له یوه تنه ددې ټولي لاروي وړ نه بریښي.

«أَ بَشَراً مِنّا واحِداً نَتَّبِعُهُ»

خو دا پلمې یې یوه هم منطقي نه ده؛ ځکه:

اوّلاً: بشر والی د پېغمبرانو د قوت ټکی دی، چې نورو بشري وګړیو ته بېلګه کړای شي.

ثانیاً: ټول انبیا یو تن و او د تاریخ په اوږدو کې داسې کسان څه کم نه وه چې په یوازې ځان یې پاڅون کړی او اصلاحي طرحې یې درلودې.

ثالثاً: اصل، له حق څخه لاروي ده، نه د لارویانو یا مشرانو شمېره.

 پېغامونه:

1- د ثمود د قوم کار، پرله پسې دروغ ګڼل یا تکذیبونه وه. «کَذَّبَتْ ثَمُودُ بِالنُّذُرِ»

2- کفّار د پېغمبرانو پر وړاندې منطق او استدلال نه لري. وايي ولي هغه پېغمبر شو او موږ نشو؟‏ « أَ بَشَراً مِنّا… »

3- د انبیاو ژوند عادي او په خلکو کې وه. «أَ بَشَراً مِنّا»

4- کله نا کله انسان دومره پرېوځي چې یو معصوم کس پر پېغمبرۍ نه مني، «أَ بَشَراً مِنّا…» خو بېشعوره جماد، خدای ګڼي او عبادت یې کوي.

5-کله نا کله انسان داسې یوه ځای ته رسېږي چې له معصوم پېغمبر څخه لاروي چې منطق او معجزه لري، کږلیچ او انحراف ګڼي. «إِنّا إِذاً لَفِی ضَلالٍ وَ سُعُرٍ»

6- په خلکو کې د شک او تردید رامنځته کول، د حق د دروغ ګڼلو لپاره د لارې هوارول دي. « کَذَّبَتْ… أَ بَشَراً مِنّا…أَ أُلْقِیَ الذِّکْرُ عَلَیْهِ »

7- قرآن هم ذکر دی، «نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّکْرَ…» [11] او هم هغه څه چې پر تېرو انبیاوو نازل شوي. «أَ أُلْقِیَ الذِّکْرُ عَلَیْهِ مِنْ بَیْنِنا»

8- ځېلي کافرانو د الله تعالی پېغمبر ته ځانمنی وایه. «کَذّابٌ أَشِرٌ»

9- ان ځیلي کفار هم دروغ او ځانمني بده ګڼي.( په همدې دلیل یې پېغمبر ته دروغ او ځانمني ورمنسوبوله). «بَلْ هُوَ کَذّابٌ أَشِرٌ»

10- دیني مبلّغان باید د سختو ستغو تورونو د اورېدنې چمتووالی ولري. «بَلْ هُوَ کَذّابٌ أَشِرٌ»

11- د ایله او چټي خبرو ځواب ورکړئ. « فَقالُوا… سَیَعْلَمُونَ…»

12- قیامت، د حقایقو د راښکاره کېدنې او د کافرانو د رسوا کېدنې ورځ ده. «سَیَعْلَمُونَ غَداً مَنِ الْکَذّابُ الْأَشِرُ»

13- معجزې، د خلکو ازمېښتوزلې دي. «مُرْسِلُوا النّاقَهِ فِتْنَهً لَهُمْ»

14- پېغمبر خپل امت تر نظر لاندې لري. «فَارْتَقِبْهُمْ»

15- باید دیني مشران زغمناک وي. «وَ اصْطَبِرْ»

 

وَ نَبِّئْهُمْ أَنَّ الْماءَ قِسْمَهٌ بَیْنَهُمْ کُلُّ شِرْبٍ مُحْتَضَرٌ«28»=او خبر يې كړه،چې (د كلي) اوبه د دوى (او اوښې) ترمنځ وېشل شوي (يوه ورځ د اوښې وار او بله ورځ د دوى وار) او هر يو دې په خپل وار اوبو ته ځي.

فَنادَوْا صاحِبَهُمْ فَتَعاطی فَعَقَرَ«29» فَکَیْفَ کانَ عَذابِی وَ نُذُرِ«30»=  نو (د اوښې وژلو ته) يې خپل ملګري ته ورغږ كړ؛ نو دغه کار يې پر غاړه واخست او اوښه يې ټپي كړه (او ويې وژله)؛  نو (وګوره، چې) زما عذاب او زما ګواښنه څنګه وه!

إِنّا أَرْسَلْنا عَلَیْهِمْ صَیْحَهً واحِدَهً فَکانُوا کَهَشِیمِ الْمُحْتَظِرِ«31»=په حقيقت كې موږ ایکي یوه (مرګوني) كړيكه پرې وکړه؛ نو د شپول د پروړې په څېر ځپ ځپ شول

وَ لَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّکْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّکِرٍ«32»=او په يقين موږ قرآن د پند اخستو لپاره اسان كړى؛ نو ايا څوک پند اخستونكى شته؟

ټکي:

* د خلکو او اوښې ترمنځ د اوبو وېش یو مهم الهي ازمېښت و، چې خلک باید دې قانون ته پاملرنه وکړي او یوازې پر خپله ټاکل شوې ورځ له اوبو څخه ګټنې ته حاضر شي.

د شعراء په ۱۵۵ ام آیت کې لولو چې حضرت صالح وویل: د کلي د یوې ورځې اوبه د اوښې لپاره او یوه ورځ ستاسې لپاره ‏. «لَها شِرْبٌ وَ لَکُمْ شِرْبُ یَوْمٍ مَعْلُومٍ»

* «شِرْب» د برخې او نصیب په مانا دی چې د اوبو د برخې په هکله ویل کېږي.

* «تعاطی» د یوه څیز د اخستو یا د هغه کار د ترسره کولو په مانا دی چې وړ نه دی او جرات غواړي. داچې د «تعاطی» کلمه د تفاعل په قالب کې ده، ګواکې د ثمود قوم او د اوښې د وژونکي ترمنځ یو جوړجاړی او تفاهم ترسره شوی. «عقر» د منځه وړنې په مانا دی.

* «هشیم» د وچې او کوشنۍ شویو وښو په مانا دی.«محتظر» هغه دی چې خپلو څارویو ته وچ واښه راټولوي.

* سره له دې د اوښې وژونکی یوازې یو کس و؛ خو د قرآن په نورو آیتونو کې یې وژنه ټولو خلکو ته ورمنسوب شوې ده، «فَعَقَرُوها»[12]یا «فَعَقَرُوا النّاقَهَ»[13] چې روایات وايي: د قاتل له کار سره د نورو د همفکرۍ او خوښۍ په پار، دا ګناه د دوی په حساب کې هم محاسبه کېږي. [14]

پېغامونه:

1- کله نا کله د اوبو په نوبت کول هم یو ازمېښت وي، چې دا کار د پېغمبر په حکم ترسره کېږي.

«أَنَّ الْماءَ قِسْمَهٌ»

2- نا اهله کسان که پخپله کوم کار نشي ترسره کولای؛ نو هغه رابلي چې د فساد جرات لري. «فَنادَوْا صاحِبَهُمْ»

3- د قداست ماتونه، لازم جرأت غواړي. «صاحِبَهُمْ فَتَعاطی»

4- شري کسان د شر رامنځته کونې لپاره چمتو ناست وي او کله هم دا فرصت له لاسه نه ورکوي. «فَنادَوْا…فَعَقَرَ»

5-که د رالېږل شوي نعمت قدرداني ونکړو، «مُرْسِلُوا النّاقَهِ» نو عذاب به راولېږل شي. «أَرْسَلْنا عَلَیْهِمْ صَیْحَهً»

6- د قرآن د تاریخي مطالبو په نقل کې، وخت، مکان او شخص مهم نه دی، انگیزه او پایله مطرح ده.(په دې آيتونو کې، نه دهغه کس نامه یاده شوې چې اوښه یې وژلې او نه هم ددې پېښې وخت، مکان مشخص شوی دی)‏

7- که څه قاتل یو و؛ خو داچې ټول یې پر کار باندې خوښ وه؛ نول ټول پوپناه او نابود شول. «فَعَقَرَ… أَرْسَلْنا عَلَیْهِمْ صَیْحَهً»

8-د الله تعالی په اراده یو امت په یوه کړیکه محوه کېږي. «صَیْحَهً واحِدَهً»

9- کله نا کله یو امت د یوې سرغړونې له لامله پوپناه او نابودېږي. «فَکانُوا کَهَشِیمِ الْمُحْتَظِرِ»

10- الهي قهر، غښتلي، فیل منګه او پیاوړي خلک د ریبل شوې وښو په شان کوي. «کَهَشِیمِ الْمُحْتَظِرِ»

11- قرآن، بهترین او سم ترین تاریخونه او عبرتونه په آسانۍ د ټولو مخې ته ږدي. «وَ لَقَدْ یَسَّرْنَا»

کَذَّبَتْ قَوْمُ لُوطٍ بِالنُّذُرِ«33» إِنّا أَرْسَلْنا عَلَیْهِمْ حاصِباً إِلاّ آلَ لُوطٍ نَجَّیْناهُمْ بِسَحَرٍ«34»= د لوط قوم (د خپلو پېغمبرانو پرله پسې) ننګونې دروغ وګڼلې؛په حقيقت كې موږ کاڼي وروونکې سیلۍ پرې وروالوځوله (او هلاك مو كړل)؛ خو د لوط كورنۍ مو په سپېده چاود کې وژغورله.

نِعْمَهً مِنْ عِنْدِنا کَذلِکَ نَجْزِی مَنْ شَکَرَ«35» وَ لَقَدْ أَنْذَرَهُمْ بَطْشَتَنا فَتَمارَوْا بِالنُّذُرِ«36»=  (او دا) زموږ له لوري يوه لورنه وه، څوك چې شكر كاږي (؛ نو) همداسې بدله وركوو.  او په يقين (لوط) دوى زما له سخت عذابه وېرولي ول؛ خو د ګواښونو په اړه يې شک او شخړې وكړې.

وَ لَقَدْ راوَدُوهُ عَنْ ضَیْفِهِ فَطَمَسْنا أَعْیُنَهُمْ فَذُوقُوا عَذابِی وَ نُذُرِ«37»= او په يقين له لوط نه یې وغوښتل چې خپل مېلمانه ورپرېږدي، چې خوندې ترې واخلي؛ خو موږ يې سترګې ورړندې كړې او (ورته مو وويل:) ((زما د عذاب او اخطارونو (خوند) وڅكئ.))

وَ لَقَدْ صَبَّحَهُمْ بُکْرَهً عَذابٌ مُسْتَقِرٌّ«38» فَذُوقُوا عَذابِی وَ نُذُرِ«39»=  او په يقين، چې سهار وختي پایښتی او ثابت عذاب ونیول؛  نو (ورته مو وويل:) زما د عذاب او زما د اخطارونو (خوند) وڅكئ!

وَ لَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّکْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّکِرٍ«40»=او په يقين موږ قرآن د پند اخستو لپاره اسان كړى؛ نو ايا څوک پند اخستونكى شته؟

 ټکي:

* «نُذُرِ» د «نذیر» جمع ده هم د ګواښګرندي په مانا دی او هم د انذار، «حاصب» د هغه سیلۍ په مانا دی چې کوشني کاڼي او شګې له ځان سره بیايي.

«بطش» په قهر او ځواک سره د نیونې په مانا دی. «طمس» یعنی له منځه وړل او «تماروا» د مجادلې او شخړې په مانا دی.

* داسې ښکاري هغوی چې د حضرت لوط مېلمنو ته ناوړه نیت درلود؛ نو دوی په پیل کې ړانده شول او بیا ځمکه پرې سرچپه راووخته او له منځه ولاړل. امام صادق (رح) وايي: همداچې د لوط قوم د انحضرت کور ته ننووتل؛ نو جبرئیل په یوه اشاره دوی ټول ړانده کړل.[15]

* د لوط د قوم په پېښه کې د «نُذُرِ» کلمه څلور ځل او د «عَذابٌ» کلمه درې ځل اوڅار شوې چې د لوط قوم د کړنو پر وړاندې د ګواښ د اهمیت نښه ده.

پېغامونه:

1- ته وا الله تعالی خپل پېغمر ته وايي: اندېښنه مه کوه چې د الله تعالی پېغمبران تل د نا اهلانو له خوا تکذیب شوي دي. «کَذَّبَتْ قَوْمُ لُوطٍ»

2- که څه د عاد، ثمود، لوط او نوح قومونو خپلې ځانګړنې درلودې؛ خو د خپلو پېغمبرانو په دروغ ګڼلو کې ټول سره مشترک وه. « کَذَّبَتْ… کَذَّبَتْ… کَذَّبَتْ»

3- د یوه پېغمبر تکذیبول، د ټولو پېغمبرانو له تکذیبونې سره برابر دی ‏. « کَذَّبَتْ… بِالنُّذُرِ»

4- د ډول ډول عذابونو لپاره د الله تعالی لاس خلاص دی. «بِماءٍ مُنْهَمِرٍ – رِیحاً صَرْصَراً صَیْحَهً واحِدَهً – حاصِباً»

5-په ګڼو ځایونو کې الله تعالی، مؤمنان ژغوري. «نَجَّیْناهُمْ بِسَحَرٍ»

6- د عذاب د نازلېدو پر مهال وچ او لامده یوځای نه سوځي. «أَرْسَلْنا عَلَیْهِمْ حاصِباً إِلاّ آلَ لُوطٍ نَجَّیْناهُمْ بِسَحَرٍ»

7- نعمت، یوازې مادي چارې نه دي، له عذابه ژغورنه هم له سترو نعمتونو ځنې ده.«نِعْمَهً مِنْ عِنْدِنا»

8- پر پېغمبرانو ایمان، الهي شکر او ژغورنوزله ده. «کَذلِکَ نَجْزِی مَنْ شَکَرَ»

9- الله تعالی لومړی غاړه خلاصوي او بیا عذاب ورکوي. «وَ لَقَدْ أَنْذَرَهُمْ بَطْشَتَنا»

10- که څه د انبیاوو کار هم زیری دی او هم ګواښ؛ خو د خلکو د سرمستۍ او غفلت له کبله یې ګواښنه ډېره ده. «أَنْذَرَهُمْ»

11- په حق او حقیقت کې د شک او تردید رامنځته کول دهغې له تکذیبونې سره برابر دی. « کَذَّبَتْ قَوْمُ لُوطٍ…فَتَمارَوْا بِالنُّذُرِ »

12- فساد او ککړتیا پوله نه پېژني.( سره له دې چې د لوط قوم به پرانستو ناستو کې ناوړه کارونه کول او ځان ته یې کوم خنډ نه لیده؛ خو بیا یې هم د پېغمبر د کاله له مېلمنو لاس وانخست) «راوَدُوهُ عَنْ ضَیْفِهِ»

13- همداچې جرم دروند شو؛ نو مهلت جایز نه دی. «راوَدُوهُ عَنْ ضَیْفِهِ فَطَمَسْنا»

14- هغه سترګې دې ړندې وي چې پر معصومو مېلمنو ناوړه نظر لري او هغه هم د پېغمبر په کور کې. «فَطَمَسْنا أَعْیُنَهُمْ»

15- الهي عذاب خنثی کېدونی نه دی. «عَذابٌ مُسْتَقِرٌّ»

16- د پند ناکو داستانونو نقلول د قرآن له روزنیزو طریقو ځنې دی. «وَ لَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْآنَ»

17- یوازې د قرآن لوستل بسیا نه دي، باید پند واخستل شي. «فَهَلْ مِنْ مُدَّکِرٍ»

وَ لَقَدْ جاءَ آلَ فِرْعَوْنَ النُّذُرُ«41» کَذَّبُوا بِآیاتِنا کُلِّها فَأَخَذْناهُمْ أَخْذَ عَزِیزٍ مُقْتَدِرٍ«42»= او په يقين فرعونيانو ته (هم ګواښګرندي او) ګواښونه ورغلي ول؛ (خو) زموږ ټولې نښې يې دروغ وګڼلې؛نو داسې مو راونيول؛ لكه د يوه ناماتي ځواكمن د نېونې په څېر.

أَ کُفّارُکُمْ خَیْرٌ مِنْ أُولئِکُمْ أَمْ لَکُمْ بَراءَهٌ فِی الزُّبُرِ«43» أَمْ یَقُولُونَ نَحْنُ جَمِیعٌ مُنْتَصِرٌ«44»= ايا ستاسې كافران ترهغوی غوره دي (چې ومو ويل) يا په اسماني كتابونو كې امان درته ليكل شوى دى؟  يا وايي: موږ يو موټى او غښتلې ډله يو، چې ځانونه به وژغورو؟!

سَیُهْزَمُ الْجَمْعُ وَ یُوَلُّونَ الدُّبُرَ«45» بَلِ السّاعَهُ مَوْعِدُهُمْ وَ السّاعَهُ أَدْهی وَ أَمَرُّ«46»=  (خو پوه دې شي،چې) ژر به دا ډله ماته وخوري او وبه تښتي؛ بلكې د واقعي مجازاتو ژمنځاى يې قيامت دى او د قيامت (عذاب) ډېر سخت او ډېر تريخ دى.

ټکي:

* «سَیُهْزَمُ» له «هزم» څخه وچ جسم ته د داسې فشار ورکونې په مانا دی چې ټوټې ټوټې او دړې وړې شي.

«أَدْهی» د ستر مصیبت په مانا دی.

* د نوح، عاد، ثمود او لوط په قومونو کې یوازې د ګواښونو تکذیبونه وه؛ خو په فرعونیانو کې د آیتونو او معجزو تکذیبونه هم اوڅار ده.

* دا د کفارو پینځمه او روستۍ ډله ده چې په دې سورت کې یې نامه اخستل شوې ده.

* د غرور لاملونه څو څیزونه دي:

الف) انسان احساسوي چې ځانګړی کمال یا ارزښت لري او تر نورو غوره دی. «أَ کُفّارُکُمْ خَیْرٌ»

ب) وانګیري چې له الله تعالی څخه امان لیک لري او له عذابه خوندي دی. «أَمْ لَکُمْ بَراءَهٌ»

ج) پر خپلو یارانو او هم اندو توکل ولري. «أَمْ یَقُولُونَ نَحْنُ جَمِیعٌ مُنْتَصِرٌ»

پېغامونه:

1- څوک چې د چا هم اندی یا مطیع اوسي؛ نو له هماغه ځنې ګڼل کېږي. «آلَ فِرْعَوْنَ»

2- د فرعون پر مهال ټولنیز نظام، فرد محوره او استبدادي و او ټول یو شخص ته منسوبېدل، «آلَ فِرْعَوْنَ» خو په نورو قومونو کې، ټبریز او قومي نظام واکمن وه ‏. «قَوْمُ نُوحٍ… قَوْمُ لُوطٍ»

3- الله تعالی پر خلکو غاړه خلاصوي. « جاءَ… اَلنُّذُرُ»

4- په فرعوني نظام کې انبیا، د دوی معجزې او الهي ګواښونه هم دروغ وګڼل شول. «کَذَّبُوا بِآیاتِنا کُلِّها»

5- د بشر برخلیک د ده پخپل لاس کې دی. کَذَّبُوا… فَأَخَذْناهُمْ

6- که انسان د حق ټولې لارې پر ځان وتړي؛ نو الهي قهر رارسېږي.«کَذَّبُوا بِآیاتِنا کُلِّها فَأَخَذْناهُمْ»

7- هغه کسان چې د فرعون په شان د ځواک ښودنه کوي ؛ نو له داسې کسانو سره باید ځواکمن چلن وشي.«أَخْذَ عَزِیزٍ مُقْتَدِرٍ»

8-ټول ځواکونه ماتېدوني او مخ پر زوال دي، یوازې هغه ناماتی ځواکمن دی ‏. «عَزِیزٍ مُقْتَدِرٍ»

9- الهي قهر له ځواک او صلابت سره دی. «أَخْذَ عَزِیزٍ مُقْتَدِرٍ»

10- الهي قهر د کفر، ځېل او دروغ ګڼې پر بنسټ دی او د هر پېر کفار له خپلو تېرو کسانو څخه هېڅ امتیاز نلري‏. « أَ کُفّارُکُمْ خَیْرٌ…»

11- د تیلبغ په طریقه کې په داسې ډول استدلال وکړئ چې د دښمن ټولې لارې ټپې او فرضیې ترې واخلئ‏. «أَ کُفّارُکُمْ خَیْرٌ… أَمْ لَکُمْ بَراءَهٌ… أَمْ یَقُولُونَ نَحْنُ جَمِیعٌ مُنْتَصِرٌ»

12- د قرآن د ارشاد په طریقه کې، تاریخ، ګواښ، استدلال او ګروهه یو له بل سره تړلي دي.

تاریخ: «جاءَ آلَ فِرْعَوْنَ…»، ګواښ: «أَخْذَ عَزِیزٍ… سَیُهْزَمُ الْجَمْعُ…» ،استدلال: « أَ کُفّارُکُمْ… أَمْ… أَمْ…» ،اعتقاد: «السّاعَهُ مَوْعِدُهُمْ وَ السّاعَهُ أَدْهی وَ أَمَرُّ»

13- د دښمن برم او ابّهت مات کړئ، کفار یوازې مادي ملاکونه شمېري او له الهي غیبي ځواکونو ځنې غافل دي. «نَحْنُ جَمِیعٌ مُنْتَصِرٌ… سَیُهْزَمُ الْجَمْعُ»

14- له مغرور دښمن سره پرېکنده چلن وکړئ. «سَیُهْزَمُ الْجَمْعُ وَ یُوَلُّونَ الدُّبُرَ»

15- په هر ټولګي کې د کفر او تکذیب عنصر د خورو ورو کېدنې وسیله ده.« سَیُهْزَمُ…»

یُوَلُّونَ الدُّبُرَ

16- که کفار پر خپل ټولګي نازېږي،نو پوه دې شي چې خواره واره به شي، «سَیُهْزَمُ الْجَمْعُ» او که یو له بله پر ملاتړ باندې یې زړه تړلی وي؛ نو پوه دې شي چې ټول به وتښتي. «یُوَلُّونَ الدُّبُرَ»

17- د کافرانو لپاره پر دنیوي ځپنې او عذاب سربېره، اخروي عذاب هم شته دی. «بَلِ السّاعَهُ مَوْعِدُهُمْ»

18- د آخرت د سختیو او مصیبتونو په پرتله د دنیا ډېر سخت مصیبتونه هېڅ هم نه دي. «وَ السّاعَهُ أَدْهی وَ أَمَرُّ»

19- د کفارو دنیوي ماتې، د آخرت د سخت عذاب سریزه ده. «سَیُهْزَمُ الْجَمْعُ…اَلسّاعَهُ أَدْهی وَ أَمَرُّ»

 

إِنَّ الْمُجْرِمِینَ فِی ضَلالٍ وَ سُعُرٍ«47» = بېشكه ګناهګاران په بېلارۍ او لېونتوب كې دي.

یَوْمَ یُسْحَبُونَ فِی النّارِ عَلی وُجُوهِهِمْ ذُوقُوا مَسَّ سَقَرَ«48» = پر هغه ورځ، چې پړمخي په اور كې راښکودل كېږي (او ورته ويل كېږي 🙂 د دوزخ د تاو (خوند) وڅكئ!

 إِنّا کُلَّ شَیْءٍ خَلَقْناهُ بِقَدَرٍ«49»= په حقيقت كې موږ هر څه په ټاکلې کچه پيدا كړي دي.   

وَ ما أَمْرُنا إِلاّ واحِدَهٌ کَلَمْحٍ بِالْبَصَرِ«50»=او زموږ امر د سترګې رپ په څېر يوازې يو ځل وي.

 ټکي:

* «سُعُر» هم د «سعیر» ( لګېدلی اور‏) جمع ‏او هم د «سعر» (لیونتوب) جمع ‏ کېدای شي.

«یُسْحَبُونَ» د راښکودنې پر مانا او «سحاب» هغه وریځې دي چې باد یې راکاږي. «سَقَرَ» یعنې دوزخ او په اصل کې د تودوخې له لامله د پوټکي سوځېدل دي او«لمح» د برېښنا ځلېدل دي.

* «إِنّا کُلَّ شَیْءٍ خَلَقْناهُ بِقَدَرٍ» تر دې آیت لاندې حضرت علي (ک) وايي:

الله تعالی وايي: موږ دوزخیانو ته هر څه د دوی د کړنو په اندازه پیدا کړي.[16]

پېغامونه:

1- مجرمان به په قیامت کې لالهانده، کړهانده، هک اریان او پر اور به اخته وي. «فِی ضَلالٍ وَ سُعُرٍ» (نو له دې مخې «سُعُرٍ» د سعیر جمع د لګېدلي اور‏ په مانا هم ‏وي).

2- انسان چې په بده ټاکنه ځان دوزخي کوي، بې عقل دی. «فِی ضَلالٍ وَ سُعُرٍ» (نو له دې مخې د «سُعُرٍ» مانا لیونتوب وي).

3- د الهي دین نټه یا انکار او دروغ ګڼل خورا څرګند جرم دی ‏. «إِنَّ الْمُجْرِمِینَ…»

4- د دنیا مغروران د قیامت خوار او ځپلي دي ‏. « نَحْنُ جَمِیعٌ مُنْتَصِرٌ… یُسْحَبُونَ فِی النّارِ عَلی وُجُوهِهِمْ»

5-هستي دقیق حساب و کتاب او موخه لري‏. «کُلَّ شَیْءٍ خَلَقْناهُ بِقَدَرٍ»

6- د هر قوم پیدا کېدنه او د انبیاوو ورلېږنه او د انسانانو اجر او سزا د یوه ځانګړي نظام او مقرراتو په چوکاټ کې ترسره کېږي. «إِنّا کُلَّ شَیْءٍ خَلَقْناهُ بِقَدَرٍ»

7- الهي کارونه هم حساب شوي او حکیمانه دي او هم په چټکۍ ترسره کېږي. «بِقَدَرٍ… کَلَمْحٍ بِالْبَصَرِ»

 

وَ لَقَدْ أَهْلَکْنا أَشْیاعَکُمْ فَهَلْ مِنْ مُدَّکِرٍ«51»=او په يقين موږ لا وړاندې ستاسې په څېر (وګړي) هلاك كړي؛ نو ايا څوك پند اخستونكى شته؟!

وَ کُلُّ شَیْءٍ فَعَلُوهُ فِی الزُّبُرِ«52» وَ کُلُّ صَغِیرٍ وَ کَبِیرٍ مُسْتَطَرٌ«53»= او چې هر څه یې كړي، په كړنليكونو كې يې كښل شوي دي؛ او هر کوشنى او غټ (چار) ليكل شوى دى.

إِنَّ الْمُتَّقِینَ فِی جَنّاتٍ وَ نَهَرٍ«54» فِی مَقْعَدِ صِدْقٍ عِنْدَ مَلِیکٍ مُقْتَدِرٍ«55»=  په حقيقت کې متقیان په (جنتي) باغونو او ويالو کې دي؛په رښتياني مقام كې، د واکمن او زورور الله پر وړاندې.

 ټکي:

* «اشیاع» د امثالو، هم اندو، لارویانو‏ او هم مسلکانو په مانا دی. «زبر» د «زبور» جمع د کتاب پر مانا دی او «مُسْتَطَرٌ» یعنی مکتوب، لیکل شوې، لیکه شوی او په کرښه کې کړای شوی.

* دا سورت په انذار او ګواښ پیل او په زیري پای مومي.

 پېغامونه:

1- د هم اندو ‏کافرانو په عذاب کې، الهي سنت یو رنګ دی‏. «أَهْلَکْنا أَشْیاعَکُمْ»

2- الهي ګواښ جدي ونیسو.

3- له تاریخ څخه عبرت واخلئ. «فَهَلْ مِنْ مُدَّکِرٍ»

4- هيڅ کړنه او عمل له منځه نه ځي. «فِی الزُّبُرِ»

5-د کړنو ثبت، د متقیانو هڅونه، د مجرمانو اندېښنه او له کفر و ګناه څخه د انسان مخنیوونکې ده. «فِی الزُّبُرِ وَ کُلُّ صَغِیرٍ وَ کَبِیرٍ مُسْتَطَرٌ»

7- په کتاب کې ثبت شوي کړنې ، منظمې دي‏. «مُسْتَطَرٌ»

8- په قیامت کې د خلکو محاکمه د لیکل شویو لاسوندونو پر بنسټ ده. «کُلُّ صَغِیرٍ وَ کَبِیرٍ مُسْتَطَرٌ»

9- متّقیان به هم له توکیز – مادي اړخ بریالي وي، «فِی جَنّاتٍ وَ نَهَرٍ» او هم به له مانیز – معنوي اړخ بریالي وي. «فِی مَقْعَدِ صِدْقٍ عِنْدَ مَلِیکٍ مُقْتَدِرٍ»

10- الله تعالی هم په قهر کې ځواکمن دی، «أَخْذَ عَزِیزٍ مُقْتَدِرٍ» او هم په مینه کې.«فِی مَقْعَدِ صِدْقٍ عِنْدَ مَلِیکٍ مُقْتَدِرٍ»

11- جنت، یو مخې ‏صداقت او رستینولي ده هېڅ ټګي برګي او چل ول پکې نشته. «مَقْعَدِ صِدْقٍ»

«والحمد لله رب العالمین»

 

[1] نمونه تفسیر

[2] – مفردات راغب.

[3] – نورالثقلین تفسیر.

[4] – صافات،79.

[5] – لسان العرب.

[6] – هود،42.

[7] -.هود،37.

[8] – یونس،92.

[9] -.اسراء،88.

[10] – حجر،22.

[11] حجر،9.

[12] – شعراء،157؛شمس،14

[13] اعراف،77.

[14] – وسائل، ۱۱ټ، ۴۰۹ مخ

[15] – کافي، 8 ټ، 329 مخ

[16] – نورالثقلین تفسیر

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!