تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  غررالحکم د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه د لنډغونډلو او زرینو ویناوو پوهنغونډ   پرله پسې ۱۱ مه برخه     ۶۹۲-ورین تندیتوب، د ازادو خلکو خوی دی. ۶۹۳-عقل، د خیرښېګڼو سرچینه ده. ۶۹۴-ناپوهي، د بدیو سرچینه ده. ۶۹۵-مړښت، دنننۍ تقوا له منځه وړي. ۶۹۶-حرص، د تمې جرړه ده. ۶۹۷-یوازېتوب، د عابدانو سوکالي او هوساینه ده. […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

غررالحکم

د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه د لنډغونډلو او زرینو ویناوو پوهنغونډ  

پرله پسې ۱۱ مه برخه

 

 

۶۹۲-ورین تندیتوب، د ازادو خلکو خوی دی.

۶۹۳-عقل، د خیرښېګڼو سرچینه ده.

۶۹۴-ناپوهي، د بدیو سرچینه ده.

۶۹۵-مړښت، دنننۍ تقوا له منځه وړي.

۶۹۶-حرص، د تمې جرړه ده.

۶۹۷-یوازېتوب، د عابدانو سوکالي او هوساینه ده.

۶۹۸-زهد، د اخلاصمنو خوی دی.

۶۹۹-مینه او شوق، د ډاډمنو خوی دی.

۷۰۰-له الله تعالی ډار، د عارفانو جامې دي.

۷۰۱-(په الهي آیتونو کې) اندنه، د متقیانو تفریح ده.

۷۰۲-د شپې ویښېدل، د عاشقانو بڼ دی.

۷۰۳-اخلاص، الله تعالی ته د ورنژدې بندګانو عبادت دی.

۷۰۴-له الله تعالی ډار، د مؤمنانو سرټکی او شعار دی.

۷۰۵-(د الله تعالی له ډار) ژړا، د میینانو خوی دی.

۷۰۶-د الله تعالی یاد، د دوستانو مزې چړچې دي.

۷۰۷-هوس، د عقلونو آفت دی.

۷۰۸-ځانښوونه (ریا)، د سموالي بډ/ضد ده.

۷۰۹-عقل، د تجربو خوندي کول دي.

۷۱۰-ملګری او دوست، خورا نژدې خپلوان دی.

۷۱۱-حریص، په داسې څيز ستړی دی، چې تاوان ور رسوي.

۷۱۲-عقلمن چې نفس ذلیل کړي؛ نو ستریا ومومي.

۷۱۳-ناپوه، چې ځان وګڼي؛ نو خوار شي.

۷۱۴-زغم، د ایمان پایله ده.

۷۱۵-منت، نېکي تتوي.

۷۱۶-رښتیا، ژغورنه او غوراوی دی.

۷۱۷-دروغ، ذلت او خیانت دی.

۷۱۸-چوپتیا، وقار او روغتیا ده.

۷۱۹-عدالت، بریا او ستریا ده.

۷۲۰-عدالت، ستره شتمني ده.

۷۲۱-ناپوهي، کړوونکی درد دی.

۷۲۲-پوهه، ژوند او د رنځونو درمل ده.

۷۲۳-ناپوهي، درد او لاعلاجي ده.

۷۲۴-قناعت، عزت او شتمني ده.

۷۲۵-حرص، خواري او کړاو دی.

۷۲۶-کنجوس، په بیړه نشتمنېږي.

۷۲۷-پوهه، اوچته پانګه ده.

۷۲۸-دنیا، د بدمرغیو هیله ده.

۷۲۹-آخرت، د نېکمرغو بریا ده.

۷۳۰-واکمن، د دین ملاتړي دي.

۷۳۱-توکل، د ډاډ ځواک دی.

۷۳۲-(پر الله تعالی) شک، دین له منځه وړي.

۷۳۳-عدالت، د ملت او هېواد پاسوال دی.

۷۳۴-خلک د دین په احکامو، سازېږي.

۷۳۵-لښکر (اردو، پولیس، امنیت) د ولس کلاګانې دي.

۷۳۶-روږد، دویم طبیعت دی.

۷۳۷-عدالت، د واکمن غوراوی او فضیلت دی.

۷۳۸-غمونه، د زړه رنځ دی.

۷۳۹-مخالفتونه، د جګړو راپاروونکي دي.

۷۴۰-لیکل، د لاس ژبه ده.

۷۴۱-اند (انسان) سمې لارې ته ورسيخوي.

۷۴۲-روزګار، عمرونه خوري.

۷۴۳-مرګ، هیلې پرې کوي.

۷۴۴-ظلم، نعمت لرې کوي.

۷۴۵-ظلم، بدي پنځوي.

۷۴۶-هلاکت، د کمزورۍ پایله ده.

۷۴۷-احسان، کړنو ته ښکلا ورکوي.

۷۴۸-مؤمن، ځیرک او عقلمن دی.

۷۴۹-کافر، بدچاری او ناپوه دی.

۷۵۰-حق، خورا پیاوړی او غښتلی مرستندوی دی.

۷۵۱-ناحق (باطل)، خورا کمزوری ملګری دی.

۷۵۲-بریا، د عقل مرستندوی دی.

۷۵۳-ذلت، د ناپوهۍ مرستندوی دی.

۷۵۴-زغم، د ګناهونو ډال دی.

۷۵۵-دنننۍ تقوا (ورع)، د ګناهونو ډال دی.

۷۵۶-تقوا، د نېکچارۍ بنسټ دی.

۷۵۷-(پر الله تعالی او قیامت) شکمني، ایمان ځپي.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!