تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  پنځوسمه دعا د وېرې او ډار پر مهال دعا اللّهُمّ إِنّكَ خَلَقْتَنِي سَوِيّاً، وَ رَبّيْتَنِي صَغِيراً، وَ رَزَقْتَنِي مَكْفِيّاً اللّهُمّ إِنّي وَجَدْتُ فِيمَا أَنْزَلْتَ مِنْ كِتَابِكَ، وَ بَشّرْتَ بِهِ عِبَادَكَ أَنْ قُلْتَ يَا عِبَادِيَ الّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللّهِ، إِنّ اللّهَ يَغْفِرُ الذّنُوبَ جَمِيعاً، وَ قَدْ تَقَدّمَ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

پنځوسمه دعا

د وېرې او ډار پر مهال دعا

اللّهُمّ إِنّكَ خَلَقْتَنِي سَوِيّاً، وَ رَبّيْتَنِي صَغِيراً، وَ رَزَقْتَنِي مَكْفِيّاً اللّهُمّ إِنّي وَجَدْتُ فِيمَا أَنْزَلْتَ مِنْ كِتَابِكَ، وَ بَشّرْتَ بِهِ عِبَادَكَ أَنْ قُلْتَ يَا عِبَادِيَ الّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللّهِ، إِنّ اللّهَ يَغْفِرُ الذّنُوبَ جَمِيعاً، وَ قَدْ تَقَدّمَ مِنّي مَا قَدْ عَلِمْتَ وَ مَا أَنْتَ أَعْلَمُ بِهِ مِنّي، فَيَا سَوْأَتَا مِمّإ؛لالاّّ أَحْصَاهُ عَلَيّ كِتَابُكَ‏ فَلَوْ لَا الْمَوَاقِفُ الّتِي أُؤَمّلُ مِنْ عَفْوِكَ الّذِي شَمِلَ كُلّ شَيْ‏ءٍ لَأَلْقَيْتُ بِيَدِي، وَ لَوْ أَنّ أَحَداً اسْتَطَاعَ الْهَرَبَ مِنْ رَبّهِ لَكُنْتُ أَنَا أَحَقّ بِالْهَرَبِ مِنْكَ، وَ أَنْتَ لَا تَخْفَى عَلَيْكَ خَافِيَةٌ فِي الْأَرْضِ وَ لَا فِي السّمَاءِ إِلّا أَتَيْتَ بِهَا، وَ كَفَى بِكَ جَازِياً، وَ كَفَى بِكَ حَسِيباً.
اللّهُمّ إِنّكَ طَالِبِي إِنْ أَنَا هَرَبْتُ، وَ مُدْرِكِي إِنْ أَنَا فَرَرْتُ، فَهَا أَنَا ذَا بَيْنَ يَدَيْكَ خَاضِعٌ ذَلِيلٌ رَاغِمٌ، إِنْ تُعَذّبْنِي فَإِنّي لِذَلِكَ أَهْلٌ، وَ هُوَ يَا رَبّ مِنْكَ عَدْلٌ، وَ إِنْ تَعْفُ عَنّي فَقَدِيماً شَمَلَنِي عَفْوُكَ، وَ أَلْبَسْتَنِي عَافِيَتَكَ.
فَأَسْأَلُكَ اللّهُمّ بِالْمَخْزُونِ مِنْ أَسْمَائِكَ، وَ بِمَا وَارَتْهُ الْحُجُبُ مِنْ بَهَائِكَ، إِلّا رَحِمْتَ هَذِهِ النّفْسَ الْجَزُوعَةَ، وَ هَذِهِ الرّمّةَ الْهَلُوعَةَ، الّتِي لَا تَسْتَطِيعُ حَرّ شَمْسِكَ، فَكَيْفَ تَسْتَطِيعُ حَرّ نَارِكَ، وَ الّتِي لَا تَسْتَطِيعُ صَوْتَ رَعْدِكَ، فَكَيْفَ تَسْتَطِيعُ صَوْتَ غَضَبِكَ‏ فَارْحَمْنِيَ اللّهُمّ فَإِنّي امْرُؤٌ حَقِيرٌ، وَ خَطَرِي يَسِيرٌ، وَ لَيْسَ عَذَابِي مِمّا يَزِيدُ فِي مُلْكِكَ مِثْقَالَ ذَرّةٍ، وَ لَوْ أَنّ عَذَابِي مِمّا يَزِيدُ فِي مُلْكِكَ لَسَأَلْتُكَ الصّبْرَ عَلَيْهِ، وَ أَحْبَبْتُ أَنْ يَكُونَ ذَلِكَ لَكَ، وَ لَكِنْ سُلْطَانُكَ اللّهُمّ أَعْظَمُ، وَ مُلْكُكَ أَدْوَمُ مِنْ أَنْ تَزِيدَ فِيهِ طَاعَةُ الْمُطِيعِينَ، أَوْ تَنْقُصَ مِنْهُ مَعْصِيَةُ الْمُذْنِبِينَ.
فَارْحَمْنِي يَا أَرْحَمَ الرّاحِمِينَ، وَ تَجَاوَزْ عَنّي يَا ذَا الْجَلَالِ وَ الْإِكْرَامِ، وَ تُبْ عَلَيّ، إِنّكَ أَنْتَ التّوّابُ الرّحِيمُ.

پالونکیه! بې نیمګړتیا دې وپنځولم او په کوچنیتوب کې دې وروزلم او بې زحمته روزي دې راکړه. خدایه! د هغه څه په باب، چې دې په کتاب کې رانازل کړي او بندګانو ته دې پرې زېری ورکړی، داسې دې ویلي: (( ای بندګانو! چې پر ځانونو مو تېری کړی، د پالونکي له لورنې مو مه نهیلېږئ؛ ځکه خدای مو ټول ګناهونه بښي)) او په تېر وختونو کې مې چې څه کړي، چې ته ترې تر ما ښه خبر یې؛ نو خواشیني دې زما پر رسوایۍ وي، هغه څه چې لیکوالو دې راشمېرلي او لیکلي دي.

خدایه! که نه ول داسې مرکزونه، چې هر اړخیزې بښنې ته دې هیلمن وم؛ نو ځان به مې له لاسه ورکړی و او که چا وس درلود، چې له پالونکي یې وتښتي؛ نو زه تېښتې ته وړ وم او په ځمکه او آسمانونو کې څه هم درځنې پټ نه دي او ټول به د قیامت پر ورځ راسوب کړې او بسیا ده، چې یوازې ته په خپله سزا ورکړې او له وګړیو سره حساب وکړې.

خدایه! که وتښتم؛ نو راپیدا کوې مې او اوس دا زه یم، چې له خضوع او ذلت سره دې په درشل کې پر خاورو پوزه موږلې ولاړ یم، که په عذاب مې کړې؛ نو د عذاب وړ یم او دا چار دې د عدل له مخې دی او که ومې بښې؛ نو څرګنده به شي، چې مخکې له مخکې دې بښنې او عافیت رانغاړلی یم.

نو ای زما خدایه! د هغو پټو نامو په پار دې او د جمال په ښېګڼو دې، چې پردو پوښلی دی، درځنې غواړم، چې په دې کمزوري بدن او په دې سستو هډوکیو ولورېږې؛ ځکه د لمر تودوخې ته دې د ټینګې نه دي؛ نو د دوزخ اور ته به دې څنګه ټینګ شي؟! دا بدن، چې د تالندې د غږ اورېدو وس نه لري؛ نو د غوسې غږ به دې څنګه واورېدلای شي؟!

نو ای خدایه! راولورېږه؛ ځکه کوچنی بنده دې یم او لږ قدر او منزلت لرم او که زما عذابول داسې څه وي، چې سلطنت دې ډېر کړي او که داسې وي، نو صبر پرې درځنې غواړم او خوښ به یم، چې دا ډېروالی ستا لپاره وي؛ خو ای خدایه! سلطنت خو دې تر دې ستر دی، چې د عبادت کوونکیو عبادت څه پرې ور ډېر کړي او یا د سرغړاندو، سرغړونه څه ترې لږ کړي.

نو ای خدایه! راولورېږه، ای د لوراندانو لورانده او ای د جلال او کرم څښتنه، ومې بښه او توبه مې ومنه، چې ته ډېر توبه منونکی او لوراند یې.

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!