بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د متقیانو ځانګړنې هیڅ تغیر و تبدیل نلري رحمانه تل تر تله برقرار دې رب ځما خدای تعالی مطلق وقار او ثبات دی او متقي، خدای ډولی دی خدای تفریح او تنوع ته اړتیا نلري؛ نه یوازې ورته لازم نه؛ بلکې ورته محال ده چې په مطلق سکون، ثبات […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د متقیانو ځانګړنې
هیڅ تغیر و تبدیل نلري رحمانه
تل تر تله برقرار دې رب ځما
خدای تعالی مطلق وقار او ثبات دی او متقي، خدای ډولی دی
خدای تفریح او تنوع ته اړتیا نلري؛ نه یوازې ورته لازم نه؛ بلکې ورته محال ده چې په مطلق سکون، ثبات او یکنواختی کې اوسي؛ ځکه محض فعلیت دی. د فلاسفه وو په اصطلاح د تغییر شرط د قوې درلودل دي او هلته خو څه قوه نشته؛ نو ځکه څه تغییرهم شتون نلري. زموږ د حالاتو ادلون بدلون په دې پار دی، چې له موږه دباندې داسې حقایق، ماناوې او مرتبې شته چې بالفعل یې نلرو او ورځو چې ورورسو او چې ورورسېدو حال او وضع مو اوړي او له یوه حالته بل حالت ته وردرومو؛ خدای ته چې په خپل ذات کې د ګردو کمالاتو درلودونکی دی، څه لار نه پاتېږي چې یې ووهي او څه کم نلري چې ورورسي، څه چې باید وي، پکې دي. انسان هم څومره چې خدای ته ورنژدې شي، دغسې کېږي. په ډاګه ده چې خدای ډولي کیدنه، خدای ته ورنژدې کېدنه، هډو په زمان او مکان د ککړېدو مانا نلري.
داسې نه ده، که څوک مکاني ارتفاع او لوړوالی پیدا کړي، خدای ته ورنژدې کېږي، یا له زماني اړخ، څوک چې د خلقت له پیله وو، خدای ته ورنژدې وو، د اړتیا له مخې او بالضروره داسې ماناوې چټي او باطلې دي. موږ خدای په زمان او مکان کې رانغاړی نه بولو او ګروهن یو چې ګردو زمانو او مکانونو ته یو رنګ او مساوي تړاو لري؛ ځکه یو غېر زماني او غیر مکاني موجود دی؛ نو ځکه خدای ته تقرب او ورنژدې کیدنه له دې جنس او ډوله نه ده. خدای ته تقرب په دې مانا دی چې په بنده کې د خدای اوصاف راښکاره او ښه رابربنډ شي. څومره چې په انسان کې الهي اوصاف او ځانګړنې ښه وځلېږي، انسان ښه خدای ډولی شوی دی. په دې اړه د مولوي تمثیل ډېر ښکلی دی: یوه ټوټه اوسپنه چې په اور کې کېدو، سوکه سوکه د اور ځانګړنې خپلوي:
شد زرنگ و طبع آتش محتشم گويد او من آتشم من آتشم
آتشم من گر تو را شك است و ظن آزمون كن دست را در من بزن
آتشم من گر تو را شد مشتبه روى خود بر روى من يكدم بنه
رنگ آهن محو رنگ آتش است ز آتشى مىلافد و خامش وش است
(مثنوى، دویم دفتر ، 1348 ،1352 او 1350 بیتونه)
اوسپنه، اوسپنه پاتېږي؛ خو اورينې ځانګړنې پیدا کوي او اورډولی کېږي: د اور په څېر سوځول کوي او د اور په څېر رڼا کوي، د اور ټولې ځانګړنې لري؛ خو اور نه دی. هماغه اوسپنه ده، چې اور ته د ورنزدېوالي په رڼا کې، اورینه شوې ده. دا ټول صفات په دې پار پکې رادبره شوي چې اور ته ورنژدې شوې او پکې ورډوبه شوې ده.
بنده هم کله نه خدای کېږي؛ خو خدای ته ورنژدې کېدای شي او ورنژدیدل یې واقعي او عیني مانا لري، نه تشریفاتي او اعتباري مانا. یعنې واقعاً انسان خدای ته د ورنژدې کېدو له امله الهي صفات ښه ځلوي. الهي ځانګړنې هم پرېمانه دي او په همدې پرېمانۍ هم په ځانګړو او مقربو بندګانو کې یې، ځلېدای، برېښېدای اومنعکسېدای شي. کوم قدرت چې د خدای ولیان پیدا کوي، خدای ته د همدې ورنژدې کېدو او تقرب په سیوري کې دی. د خدای اسما او نامې د خدای تجلیات دي او اسم اعظم، په ولي اعظم کې د اعظم تجلی او ځلا ده.
پر اعجاز لاسبري، په طبیعت او د خلکو په نفوسو کې پر تصرف لاسبري – هغه چې د تکویني ولایت په نامې یادېږي – ټول خدای ته د تقرب په رڼا کې حاصلېږي. اوس، متقیان چې خدای ته د ورنژدې کېدو له لامله کوم صفات پیدا کوي یو یې دادی چې ډېر لږ د پېښو تر اغېز لاندې راځي، ایا خدای داسې نه دی چې :
گر جملهى كائنات كافر گردند بر دامن كبرياش ننشيند گرد
ایا باد چې لګي د خدای مړه خواتوب نه دی؟ نو د خدای ولي هم، چې خدای ته ورنژدې دی، له استغنا دې نړۍ ته نظر کوي او د هیڅ پېښې دوړه يې پر لمن نه کېني. په کوم لوړ مقام کې یې چې ځان نیولی، له نړۍ سره هماغه تړاو لری، چې خدای یې لري. د تاریخپوهانو په روایت د بني قریظه وو ترجګړې روسته، پېغمبر(ص) کېناست او د یهودو له اووسوو تنو خاینانو يې سرونه ورپرې کړل او حضرت (ص) هېڅ اغېزمن نشو[1]. دا چې هر څه دي، یو الهي ځانګړنه ده. سمندرتوب دی، چې په هیڅ نېز انسان خړپړوالی نشي.
نو ځکه، د « وقور والي» او درونوالي یو له دلایلو، او نه ښوییدو او د پېښو پر وړاندې زغمنا کېدل خدای ته ورنژدې کېدل دي. او الهي قرب لاملېږي چې انسان د خدای د جمال و جلال هېنداره شي او الهي اوصاف او له دې ځنې ثبات او سکون پکې وځلېږي. تردې چې له هغو ناڅېزو غمونو او ښادیو چې په نورو اغېز کوي، پرده اغېز ونه مومي.
از غم و شادى نباشد جوش ما با خيال و وهم نبود هوش ما
باغ سبز عشق كو بىمنتهاست جز غم و شادى در او بس ميوههاست
(مثنوى، لومړی دفتر ، 1793 او 1803 بیتونه)
البته د قرب بارګاه ته ورنژدې کسان له خپل مقام سره وړ غم او خپګانونه لري او یوازې خدای دی چې له یوه حالته بل حالت ته نه اوړي، یوازې په ده کې د هېڅ غم او ښادۍ تصور نه کېږي او هر اغېزمنتوب پکې محال دی.
[1] سيره ابن هشام، 3/251.