تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نهمه برخه ویر او ماتم د اصحابو کرامو په سيرت کې د خپلوانو او دوستانو پر مړينه وير کول نه يوازې غندل شوي نه دي؛ بلکې پېغمبر اکرم (ص) تاييد کړي هم دي او لکه چې مخکې وويل شول، نبوي سيرت هم همدا شان […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه

نهمه برخه

ویر او ماتم د اصحابو کرامو په سيرت کې

د خپلوانو او دوستانو پر مړينه وير کول نه يوازې غندل شوي نه دي؛ بلکې پېغمبر اکرم (ص) تاييد کړي هم دي او لکه چې مخکې وويل شول، نبوي سيرت هم همدا شان راښيي. اصحاب اکرام رضى الله عنهم، د پېغمبر اکرم د سنتو او سيرت په لاروۍ، د خپلو خپلوانو، په تېره د رسول اکرم (ص) پر مړينه وير وکړ، چې بېلګې يې دا دي:

د رسول اکرم(ص) پر مړينه د اصحابو ماتم
بني کريم (ص) چې له دنيا ولاړ؛ نو خپلوانو، يارانو او اصحابو يې ورپسې ماتم وکړ لکه:

١_ حضرت زهرا، لور بي بي يې په ماتم کې:
د پېغمبر اکرم لور او د تن ټوټې يې، د دواړو نړيو د ښځمنو اغلې، د خپل پلار په وير کې داسې اشعار ويلي، چې د انسان زړه خپه کوي.
ابن عبدربه په (( العِقد الفريد٣/٢١٨)) کې وايي: فاطمه، د خپل پلار رسول الله (ص) قبر ته ودرېده، اشعار يې وويل، چې پښتو مفهوم يې دا دى:
(۱) موږ د ځمکې په څېر چې باران پرې و نه ورېږي، ته مو له لاسه ورکړې او تر تا روسته وحې او کتاب رانه غيب او پټ شو (نور نو وحې او قرآن نه نازلېږي).
(۲) کاشکې تر تا مخکې مړه شوې واى، او ستا د مرګ خبر مې نه اورېده او خاورې ستا او مرګ ترمنځ بېلتون راوړى واى.
ابن اثير په النهايه (٣/١٥٦) او د تاج العروس کتاب (٢/٢٠٦) ليکوال، د يوه حديث د روايت په ترڅ کې ويلي: حضرت فاطمې، د پېغمبر اکرم (ص) تر مړينې روسته وويل:
(۱) پلار جانه! تر تا روسته داسې فتنې او پېښې راولاړې شوي؛ نو که ته واى نه پېښېدې.
(۲) چې ته مو له لاسه ووتې، د هغې ځمکې په څېر شوو، چې باران پرې نه ورېږي، امت او قوم دې سست او ګډوډ شو؛ نو شاهد پرې وسه او مه غايبېږه.
قاري د ترمذي د ((الشمائل)) کتاب په شرح (٢/٢٦٣) کې راوړي: په (( شرح السنة)) کتاب کې له حضرت انس (رض) څخه په روايت راغلي دي:
فاطمې راته وويل: (( انسه! څنګه مو زړه کېده، چې پر پېغمبر اکرم (ص) خاورې واړوئ. بيا يې د پېغمبر اکرم (ص) د قبر څه خاوره راواخسته، پر سترګو يې کېښوده او څو بيتونه يې وويل…)).
قسطلاني هم په ((ارشاد الساري فى شرح صحيح البخاري)) کې دا اشعار او روايت راوړى دى.
زيني دحلان په (السيرة النبوية ٣/٣٩٣_ ٣٩٤ مخونه) کې د فاطمې اشعار راوړي دي.
٢_ د پېغمبر اکرم (ص) ترور، صفيه بي بي، د آنحضرت (ص) په ماتم کې اشعار ويلي، چې ابن عبدالبر په الاستيعاب (٤/٣١٢ مخ) کې راوړي دي.
٣_ حسان بن ثابت (رض) د رسول اکرم (ص) په مړينه کې اشعار ويلي، چې ابن هشام په خپل سيرت (٤/٦٦٦_ ٦٧١ مخونه) کې راوړي، چې د يو يې پښتو مفهوم دا دى:
(۱) پر الله تعالی قسم، يوه مور هم د پېغمبر اکرم (ص) په څېر زوى دوه ځانې شوې نه ده او يوې مور هم د اسلامي لارښود پېغمبر په څېر زوى زيږولى نه دى…
(۲) څوک مو ترمنځ و، چې رڼا کولو يې او هغه مبارک، عادل او ارشاد و…
٤_ ابوسفيان بن حارث بن عبدالمطلب بن هشام، د نبي اکرم (ص) په مړينه کې د وير اشعار ويلي، چې ابن عبدالبر په الاستيعاب (٤/١٤٤) کتاب کې راوړي دي.
٥_ اب، ذؤيب هذلي د بني کريم (ص) په مړينه کې اشعار ويلي، چې د پورته سرچينې په (٩٧_٩٨) مخونو کې راغلي دي.
٦_ ابو هيثم بن تيهان، د پېغمبر اکرم (ص) په وير کې اشعار ويلي، چې ابن حجر عسقلاني په الاصابه (٤/١٨٦) کې يو بيت يې راوړى دى.
٧_ ام رعله د پېغمبر اکرم (ص) په وفات کې اشعار ويلي، چې په اورېدو به يې د انصارو په کورونو کې ژړا پېلېده، چې د پورته سرچينې په ٢٧٦ مخ کې راغلي دي.
٨_ عامر بن طفيل د پېغمبر اکرم (ص) په ماتم کې اشعار ويلي، چې د پورته سرچينې په درېيم ټوک، ٥٤ مخ کې راغلي دي.
٩_ سواد بن قارب د حضرت رسول اکرم (ص) په غم کې اشعار ويلي، چې سهيلي په الروض الانف (٣/٢٤٩) کتاب کې راوړي دي.

د حضرت حمزه سيد الشهدا په ماتم کې د اصحابو کرامو ویراو ماتم 
١_ صفيه بي بي د خپل رور حمزه (رض) په وير کې اشعار ويلي، چې ابن هشام په خپل کتاب (سيرت ٣/١٦٧) کې له ابن اسحاق څخه روايت کړي دي.
٢_ کعب بن مالک (رض)، د حضرت حمزه (رض) په وير کې اشعار ويلي، چې د پورته سرچينې په ١٥٨ او ١٦٢ مخونو کې راغلي دي.
٣_ حسان بن ثابت(رض)، د حمزه (رض) په شهادت کې اشعار ويلي، چې ابن هشام په خپل کتاب (سيرت ٣/١٥٥_١٥٦) کې راوړي دي.

د عبيد(رض) په مړينه کې د کعب بن مالک انصاري (رض) وير
ابن هشام په خپل سيرت (٣/٢٥) کې وايي: ابن اسحاق وويل: عبيد د حارث بن عبدالمطلب زوى، چې په بدر غزا کې د پښې د ټپ له لامله، له نړۍ ولاړ، کعب بن مالک انصاري (رض) يې په غم کې اشعار وويل.
حسان بن ثابت (رض)، د حضرت حمزه بن ابيطالب (رض) او د موته غزا، د شهيدانو په اړه، د غم اشعار ويلي، چې ابن هشام په خپل کتاب (سيرت ٤/٣٨٦، ٣٨٧ او ٣٨٨ مخونه) کې راوړي دي.
نعم د خپل مېړه شماس (رض) په غم کې چې په احد غزا کې شهيد شوى و، اشعار ويلي، چې بيا يې رور ابوحکم، د سعيد بن يربوع زوى، د خپلې خور اشعار ځوابولي. ګرسره یې ابن هشام (٣/١٦٨) راخستې دي.
د عثمان بن مظعون (رض) مېرمن، د خپل مېړه په ماتم کې [ابن عبدالبر په الاستيعاب (٣/٨٩) کتاب کې اوړي] چې کله عثمان بن مظعون ومړ، نو مېرمن يې په وير کې اشعار وويل چې پښتو مفهوم يې دا دى:
 سترګو! بې احسانه د عثمان بن مظعون په وير کې وژاړئ.
 پر هغه چې تل د خپل پنځګر او خالق د رضا تر لاسه کولو په لټه کې و؛ خوشحالي دې ورباندې وي، چې پر دغسې حالت ولاړ او خاورو ته وسپارل شو.
 بقيع او د (( غرقد)) ونې ورته ښه مېشتځى شو او په کومې ځمکې کې چې ښخ شو، پرې رڼا شوه.
 زړه به مې تر مرګه ورپسې خپه وي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!