تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ په روژه  کې توبه او استغفار په ځان کې د بنسټیز ادلون بدلون راوستو لپاره، باید دننني علتونه او وزلې او په تېره دباندنیو ته پاملرنه وکړو. کوم کسان چې د واقعي توبې په ایستو بریالي شوي، په خپلو بهرینو اړیکو کې یې تغییرات راوړي دي. په بله وینا، که هوډ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

په روژه  کې توبه او استغفار

په ځان کې د بنسټیز ادلون بدلون راوستو لپاره، باید دننني علتونه او وزلې او په تېره دباندنیو ته پاملرنه وکړو. کوم کسان چې د واقعي توبې په ایستو بریالي شوي، په خپلو بهرینو اړیکو کې یې تغییرات راوړي دي. په بله وینا، که هوډ مو کړی چې نوی او تازه انسان اوسو، باید مخکېنی ژوند بدل کړو. یعنې نور پرمخکنېۍ لار نشو تلای، له مخکېنیو لارو عایدات ترلاسه کړو او له مخکېنیو دوستانو سره کېنو. بالاخره یا زموږ په خوړو، پیسو، دوستانو او چاپېریال کې څه خو، نیمګړتیا او ستونزه وه. له دې پرته، توبه مو یوه تنبه ده چې دوام نه لري، تلپاتې تنبه د علت موندنې په ولکه کې ده.

شیخ بهايي په کشکول کتاب کې، د ځان په اړه وايي؛ که پلار مې زه ایران ته راوستی نه وای او د سلاطینو دربار ته مې لار موندلې نه وای؛ نو جامې مې نه ککړېدې او له خورا پرهیزګارانو به وم؛ خو افسوس چې راګېر شوم. روسته دا شعر وايي:

من که به بوی آرزو در چمن هوس شدم – برګ ګلی نچیدم و زخمی خار و خس شدم

شیخ بهايي د تنبه په باب وايي، چې کله انسان ننګېري د آسمان درېڅه پرانستل شوې ده او د لورنې نسیمونه لګي او د انسان وجود سپېڅلی او معطر وي؛ خو څه موده روسته دا نسیم ترې تمېږي او تنبه له منځه ځي او انسان خپل لومړني حالت ته ورګرځي او په دې حال کې د انسان د حال ژبه دا ده:

تیری زدی و زخم دل آسوده شد از آن – هان ای طبیب خسته دلان مرهم دګر  (بهایي کشکول)

مولانا بلخي هم وايي چې کله پر انسان یو نېک اروایي حالت ورلاسبرېږي، خو په بیړه او د دیو یا یو نامحرم د راننوتو له امله تری تمېږي:

بس ستاره آتش از آهن جهید – و ان دل سوزیده پذیرفت وکشید

لیک در ظلمت یکی دزدی نهان – می نهد انګشت بر استارګان

می کشد استارګان را یک به یک – تا که نفروزد چراغی بر فلک  (مثنوي)

د حافظ په تعبیر،باید ښه حال غنیمت وګڼو :

هر وقت خوش که دست دهد معتنم شمار – کس را وقوف نیست که انجام کار جست    (حافظ دیوان)

باید سملاسي علت موندنه وکړو او ددې توفیقاتو په ساتنه کې هڅه وکړو؛ په دې بڼه کې به ددې تنبه لمبه تېزه او توده شي. ګومان نه کوم څوک وي چې په ژوند کې یې، یو یا څو ځل د بښنې دا څاپي تنبهات احساس کړي نه وي او بیا یې د غځېدا پر نشتون حسرت خوړلی نه وي.

د شیخ بهايي په وینا:

 پیر چون ګشتی ګران جانی مکن

ګوسفند پیر قرباني مکن

در جوانی کن نثار دوست جان

رو عوان بین ذلک را بخوان   (شیخ بهايي، شیر و شکر)

په ځوانۍ کې دا تنبهات پایښتي دي او د عمر تو پایه پاتېږي؛ځکه معمولاً انسان له ۳۵ – ۴۰ کلنی را روسته د ځوانۍ د وخت ډوډۍ خوري. کله چې تاریخ ته مراجعه کوئ، وینئ چې عمدتاً ستر نارینه تر څلویښت کلنۍ مخکې له جدي تحول سره مخ شوي؛ ځکه تردې پېر روسته روح بڼه موندلې، متحجر او هډوکن کېږي.

بلخوا، واقعاً ګناهونه زموږ وجود ټکنی کوي؛ خو دا چې بدنونه مو ورسره روږدي شوي؛ نو پر روحونو شوي ګوذارونه، نه احساسوو، موږ ډېرو ته دروغ ویل، غیبت کول، ناروا خبرې اورېدل او کول، حق لتاړل او عادي چارې شوې او له نظره مو بدې نه دي؛ نو ځکه دا کړنې په ځلونو کوو او ناوړه اغېز یې نه احساسوو. یوازې پاک زړی انسان د یوې ګناه پر وړاندې د روح خړ پړتیا درک کولای شي. خو کله چې زړه تیارو او خړو، ونیوه او ګناه پرله پسې د انسان پر وګړې ګوذارونه وکړل؛ نو څه موده روسته ټپي روح، غافلانه ځان روغ رمټ بولي  [بحارالانوار: ۷۰/ ۳۲۷ او ۳۳۴ + اصول کافي: ۲/ ۲۷۲ + انوار التنزیل، ۴۱۷ مخ]

نو ځکه په توبه کې له خدایه غواړو، چې بصیرت او لیدانه راکړي، چې د ګناهونو واقعیت مشاهده کړو. تر هغې چې د ګناه پر مانا او اغېز سم پوه نشو، ظاهري توبه دومره ګټه نه لري (ظاهري توبه تر توبې نه کولو غوره ده؛ ځکه انسان چې په هر دلیل د خدای پر لور ورشي، ښه کار دی؛ که د ډوډۍ او غوښې لپاره وي یا د ناروغۍ د شفا لپاره او لنډه د هر کوچني او غټ حاجت د پوره کولو لپاره چې وي خدای ته ورمخه کول ښه کار دی؛ ښايي همدا اړتیاوې یو کمند وګرځي او انسان لوړو کچو ته ورپورته کړي. همدومره چې ګناهګار د خدای سپېڅلې نامه په خوله راوړي؛ بیا لږ څه ګټه، که څه ناڅېزه وي، پر برخه به یې شي).

خو کاملانو او محققانو ته، په دې ټیټو مراتبو قناعت کول، د عقل شرط نه دی او د مولانا بلخي په تعبیر باید له خدایه دوه بینا او سترګورې سترګې وغواړو:

بعد از ین ما دیده خواهیم از تو بس – تا نپوشد بحر را خاشاک و خس   (مثنوي)

خدایه! بصرت او لیدانه در څخه غواړو، چې د زړه سترګې مو حقایق اپوټه ونه ښيي او دا دارالغرور دنیا را ته ښکلې نشي.

بلخوا شیطان هم فعالیت کوي او آریز کار یې ښکلونه ده؛ یعنې د بدو ښه ځلول، د خلقت په سباوون کې شیطان خدای ته وویل:

قَالَ رَبِّ بِمَآ أَغْوَيْتَنِي لأُزَيِّنَنَّ لَهُمْ فِي الأَرْضِ (حجر/۳۹)

 پالونکیه! اوس چې دې له نظر ورغورځولم د آدم اولاده به پر ښکلونې اخته کړم او بدي به یې په سترګو کې ښکلې انځور کړم».

له دې ټولو تیارو او تپو تیارو زیاتوونکیو سره، سترګورو او رڼو سترګو ته اړتیا لرو.

انبیاء با دشمنان بر می تنند – پس ملایک رب سلم می زنند

کین چراغ را که هست او نور کار – از پف و دمهای دزدان دورکار   (مثنوي)

پرښتې چې کومې دعاګانې کوي، او کومې دعاګانې چې باید وکړو، دادي چې خدای دې روښانه سترګې راکړي او دښمنان او شیاطین چې غواړي دا ډیوه مړه شي، راڅخه دې یې لرې کړي.

د رمضان میاشتې په ورځو شپو کې چې انسان د خپلو هوسونو پر وړاندې مقاومت او د خدای د «امر و نهې» درناوی کوي، غوره فرصت دی، چې څه قدرې له تېرو بدو عاداتو لرې او د اوچتو قدمونو اخستو لپاره چمتو شي د مفاتیح الجنان په نقل ارواښاد ابن طاووس لیکلي، چې کوچنی اختر شو؛ نو ځان ته مراجعه وکړه، که دې ولیدل چې بدل شوی یې خوشحال اوسه؛ ځکه د خدای رحمت دې په وجود کې درننوتی او ته یې بل انسان کړی یې؛ خو که دې ولیدل چې دغسې نه یې؛ نو د اوږده غم بندیوان اوسه.

په توبه کې بل ټکی، پر ګناه نټه ده [وسایل ۶/ ۳۴۷. امام صادق (رح): لاینجوا من الذنب الا من اقربه والله ما خرج عبد من ذنب باصرار و ما خرج عبد من ذنب الا باقرار] دا مطلب په روایاتو کې راغلی او را نه غوښتل شوي چې په پټه (نه د نورو په مخکې، چې د فحشأ د خپرېدو او د مؤمن د ذلت نفس لامل دی) د خدای پر وړاندې په خپلو ناروا چارو منښته – اعتراف وکړو. دا منښته ستونزمنه ده؛ ځکه ګناهونه دومره بد او منفور دي چې انسان یې کول په سختۍ پرغاړه اخستای شي. په همدې پار مخونه ورکوو؛ یعنې داسې ښکاره کوو، چې ته وا کوم ناوړه چار شوی نه دی. په سجادیه صحیفه کې امام سجاد له خدایه غواړي چې ده ته د خیر استقلال او(دلته استقلال د خپلواکۍ پر مانا نه؛ بلکې د کم شمېرولو پر مفهوم دی) او د شر استکثار ورکړي  [صحیفه سجادیه – دعای مکارم الاخلاق: استقلال الخیر و ان کثیر من قولی و فعلی و استکثار الشر و ان قل من قولی و فعلې]

یعنې بدي یې په سترګو کې پرېمانه او نیکي لږه ورښکاره کړې باید بدل شو او د خپل معمولي عادت پرخلاف، د توبې جرأت پیدا کړو، نېکې چارې لږې او بدې ډېرې وګنوو.

په هر حال د توبې یو شرط دادی چې ځان تورن وبولو. حضرت علي (ک) وايي چې مؤمن تل شپه و ورځ ځان تورنوي او له ځان سره حسابي کوي « یصبح ویمسی و نفسه ظنون عنده».

کوم یو راکې پرځان کافي څارنه لري او له ګهیځه تر ماښامه خپلې کړنې حسابوي؟ څه تضمین شته چې تېر ژوند او کومه لار مو چې خپله کړې، په رښتیا سمه او پر ځای وه او یا به تل سمه او رښتیا پاتې شي؟

توبه لکه څنګه چې مشرانو ویلي، درې مقامه لري: پیلامه یې علم او پوهه ده؛ یعنې د خدای پر شتون او حساب و کتاب یې  یقین کول. دویمي پر ګناه منښته – اعتراف او پرې پښماني، چې په یقین پسې د ګناه تریخ خوند راڅکي او تګلار مو اړوي او دریمنی عمل او د مافاتو جبران او تدارک دی.

حضرت علي (ک) د استغفار د شرطونو، د ګنا پر واقعي منښتې او د رښتونې توبې د هوډ په باب، داسې خبرې لري چې د انسان غونی ځیګوي. په نهج البلاغه کې راغلي چې یو تن یې په مخکې د استغفار کلمه وویله. علي (ک) غوسه شو، ویې ویل، پوهېږې څه وايې؟ د استغفار پر مانا پوهېږې؟ استغفار د علیین ناستو درجه ده او شپږ پړاوه رانغاړي:

 ړومبی پر تېرو پښېماني، د تېرو پرېښودو ته هوډ، درېیم د خلکو د ضایع شویو حقوقو ورپوره کونه. څلورم د ضایع شویو فرایضو قضايي، پینځم پر بدن چې له حرامو کومه غوښه راټوکېدلې په خپګان او ریاضت یې اوبه کونه او شپږم بدن چې د ګناه خوږلنی څکلې، د عبادت او طاعت کړښت پرې ورڅکل. تردې پړاوونو روسته انسان په خوله استغفار کړای شي.

[وَ قَالَ لِقَائِلٍ قَالَ بِحَضْرَتِهِ أَسْتَغْفِرُ اللَّهَ: ثَكِلَتْكَ أُمُّكَ أَتَدْرِي مَا الِاسْتِغْفَارُ؟ الِاسْتِغْفَارُ دَرَجَةُ الْعِلِّيِّينَ وَ هُوَ اسْمٌ وَاقِعٌ عَلَي سِتَّةِ مَعَانٍ أَوَّلُهَا النَّدَمُ عَلَي مَا مَضَي وَ الثَّانِي الْعَزْمُ عَلَي تَرْكِ الْعَوْدِ إِلَيْهِ أَبَداً وَ الثَّالِثُ أَنْ تُؤَدِّيَ إِلَي الْمَخْلُوقِينَ حُقُوقَهُمْ حَتَّي تَلْقَي اللَّهَ أَمْلَسَ لَيْسَ عَلَيْكَ تَبِعَةٌ وَ الرَّابِعُ أَنْ تَعْمِدَ إِلَي كُلِّ فَرِيضَةٍ عَلَيْكَ ضَيَّعْتَهَا فَتُؤَدِّيَ حَقَّهَا وَ الْخَامِسُ أَنْ تَعْمِدَ إِلَي اللَّحْمِ‏ الَّذِي نَبَتَ عَلَي السُّحْتِ فَتُذِيبَهُ بِالْأَحْزَانِ حَتَّي تُلْصِقَ الْجِلْدَ بِالْعَظْمِ وَ يَنْشَأَ بَيْنَهُمَا لَحْمٌ جَدِيدٌ وَ السَّادِسُ أَنْ تُذِيقَ الْجِسْمَ أَلَمَ الطَّاعَةِ كَمَا أَذَقْتَهُ حَلَاوَةَ الْمَعْصِيَةِ فَعِنْدَ ذَلِكَ تَقُولُ أَسْتَغْفِرُ اللَّهَ (نهج البلاغه کلمات قصار، ۴۱۷ګڼه)]

دا شپې توبې او استغفار ته ښه وختونه دي؛ ځکه د روایاتو له مخې، د دوزخ ورونه تړلي او شیطان په ځنځیرونو کې دی  [بحارالانوار:۹۴/ ۱۷مخ]

بلخوا په دې شپو کې تر ګهیځه سلام دی [سَلَامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ (قدر/۵)] او الهي سلام هماغه سلام دی چې خدای یې پر جنتیانو وراچوي.

وَأُدْخِلَ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ تَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلاَمٌ (ابراهیم/۲۳) = صالح مومنان به د جنت داسې باغونو ته ننايستل شي،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او د خپل پالونكي په حكم به تل تر تله پکې اوسي او هلته د ((سلام)) په ويلو د يو بل هر كلي كوي.

او همدا الهي درود او سلام یو له جنتي نعمتونو ځنې دی.

دَعْوَاهُمْ فِيهَا سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَتَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلاَمٌ وَآخِرُ دَعْوَاهُمْ أَنِ الْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ(یونس/۱۰) = هلته به یې نارې ((سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ)) (= یا الله پاک یې)، هرکلی یې ((سلام)) او روستۍ دعا یې ((الْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ)) (ستاېنه یوازې نړۍ پال الله ته) ده .

لَا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا وَلَا تَأْثِيمًا. إِلَّا قِيلًا سَلَامًا سَلَامًا (واقعه/۲۵، ۲۶) = هلته به چټي وينا او د ګناه خبرې وانه وري .  يوازېنۍ خبره، چې اوري،هغه به ((سلام)) وي او ((سلام)).

د اسلامونه د خلکو ترمنځ دودیز سلامونه نه دي د خدای سلام په جنتیانو کې سلامت ورپو کوي او له زړونو یې نیمګړتیاوي، عیوب، ناپاکۍ او زنګونه لرې کوي او مینځي او مکمل او پوره هماغه دی چې په قرآن کې راغلی چې خدای پر جنتیانو سپېڅلي او طهور شراب ورڅښي.

عَالِيَهُمْ ثِيَابُ سُندُسٍ خُضْرٌ وَإِسْتَبْرَقٌ وَحُلُّوا أَسَاوِرَ مِن فِضَّةٍ وَسَقَاهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُورًا (انسان/۲۱) = د جنتيانو پر تن به  نرۍ او پرېړې ورېښمينې شنې جامې وي او د سپينو زرو په بنګړيو به سينګار وي او پالونكى به يې په پاکو څښاکو خړوبوي

سلام یو جنتي نعمت دی او چېرې چې سلام و، هلته د جنت یو ور پرانستل شوی دی. کومه پرښته چې په دې شپو ورځو کې ځي راځي، نړۍ ته له ځان سره سلام او سلامتي راوړي او دا تائب ته غوره وخت دی، چې له دې بې دریغ نعمته ګټنه وکړي.

د توبې په اړه، په دیني مأثوراتو کې هېښنده تعبیرات راغلي لکه خدای(ج) د خپل بنده له توبې خوشحالېږي او یا د مؤمن بنده د توبې پر وخت، د خدای خوشحالي تر هغه وخت ډېره ده، چې څوک خپل ورک ومومي. [وسایل، کتاب جهاد ۱۱- جزء اول من المجلد السادس، ۳۵۸ مخ. امام صادق(رح)  ان الله عزوجل یفرح بتوبه عبده المومن اذا تاب کما یفرح احدکم بضالته اذا وجدها. اصول کافي، ۴ټ، ۱۶۹ مخ]

دا روایات سني او شیعه دواړو روایت کړي، د روایت مضمون دادی که په وچه بېدیا کې اوسئ او سپرلۍ درسره وي، چې خوراک څښاک مو پرې وربار کړی وي، لږ وخت ویده کېږئ او تر سختې تودوخې روسته راویښږئ او د خوراک څښاک په لټه کې کېږئ او وینئ چې اوښ (یا کومه سپرلۍ) مو ورکه شوې ده، ورپسې ګرځئ او تر ستړیا او نهیلی روسته، مرګ ته په انتظار سر پر ځمکه ږدئ او ویده کېږئ. ناڅاپه راوېښېږئ او وینئ چې اوښ او اوبه مو حاضرې دي؛ نو څومره خوشحالېږئ. [وسائل ، ۶/ ۳۵۸ مخ: ان الله تعالی اشد فرحاً بتوبة عبد من رجل اصل راحلته و زاده فی لیلة ظلمأ فوجدها. فالله اشد فرحاً بتوبة عبده من ذلک الرجل براحلته حین وجدها «امام صادق(رح)» (اصول کافي: ۴ټ، ۱۶۷مخ].

د خدای خوشحالي، د خپل مؤمن بنده له توبې تر دې هم ډېره ده. دا تمثیل د انسانانو حالاتو ته ډېر ورنژدې دی. باید پردې مطلب څنګه چې د الهي مقام تقاضا ده، وپوهېږو. هو، همدا مطلب یعنې«د باري تعالی ذات خوشحالي» باید راوپوهوي چې د خدای «جود» د ګدایانو محتاج دی او توابیّت یې د توبه ګارانو په لټه کې دی. په همدې پار، د بنده له لوري چې کوچنی شان ته ګام واخستل شي، د خدای له لوري پر انسان ډول ‌ډول پېرزوینې او توفیقونه راورېږي او انسان باید څومره ناکام او بې برخې وي چې له دې بلنو او مینناکو پیغامونو ګټنه ونه کړي.

« د مؤمن بنده د مرګ» په باب هم په یو قدسي حدیث کې راغلي: «ما تردَدت کتردَدی فی قبض روح قبدی المؤمن: د خپل مؤمن بنده په روح قبضولو کې چې کوم تردید لرم په بل هیڅ ځای کې یې نه لرم». دا دواړه ځایونه چې خدای ته خورا انساني ځانګړنې ورمنسوب بوي، خپل مؤمن بنده ته مینه، انس او قرب ورښیي. هغه «علوّ» او اوچتوالی چې خدای یې په نورو ځایونو کې لري، دلته څنډې ته کېږي، ته وا چې نهايي «دنوّ» او ټیټوالی حاصل شوی دی. خدای له خپل اوچت مقامه راغلی او په موږ کې دی او زموږ له خاورین ژوند سره ملګری شوی او کوم تردید چې لرو ځان ته یې هم خپل کړی دی.

که دا تعبیرونه د دیني مشرانو په خولو راغلي نه ول، نور مجاز نه وو چې یې وکاروي. دغسې تعبیرونه رازده کوي چې د خدای توبه فوق العاده ښه ایسي. په قرآن کې هم دا مساله په بل ډول ویل شوې ده:

إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ (بقره/۲۲۲)

«د خدای توبه ګاران او هغوی چې د پاکۍ په لټه کې وي،ښه ایسي»

مولانا بلخي وايي:

تو مګو مارا بر آن شه بار نسیت – با کریمان کارها دشوار نیست    (مثنوي)

«له کریمانو سره چارې ستونزمنې نه دي» دا یو خورا لطیف ترین پیغام دی چې د یوې دیني تجربې له تله راولاړېږي. هغوی چې خدای بلي،باید د کریم په صفت او ځانګړنه یې وبلي او دوی باید پوه شي چې د کریم د میلمستیا محضر ته د ورنتو لار یې لنډه ده او لکه څنګه چې امام سجاد د ابوحمزه ثمالي په دعا کې ویلي: ان الرّاحل الیک قریب المسافة. و انک لاتحتجب عن خلقک الا ان تحجبهم الاعمال دونک: څوک چې ستا پر لور در درومي لار یې نژدې ده او له چا نه پټېږې؛ بلکې خلک د خپلو کړنو په پار له تا پټ او لرې کېږي.»

څوک چې ددې نژدې سفر هوډ لري باید پوه شي چې خدای به یې کرېمانه لاسنیوی وکړي. په دې کرامت ډاډمنېدل او کوچ ته رښتونی هوډ؛ نو پایله به یې بیخي د ده په ځولۍ کې ورغورځوي.

له خدایه غواړو چې ددې شپو له برکاتو مو پرېمانه برخمن کړي او په تائبانو کې مو وشمېري او د خپل رحمت ورونه دې راپرانځي. زموږ ګناهونه دې راوبښي او څه چې را نه مخکې فوت شوي، د تدارک چمتو کېدنه دې یې راکړي او له نفس سره د مبارزې او پر خلکو د لورنې توفیق دې را پر برخه کړي

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!