بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه په قرآن کریم کې د نېکيو او بديو ډولونه په قرآن کې د نېکيو بېلګې: قرآن په هر ځاى کې رڼا او ښیون – هدایت دی،د نېکيو او بديو د پېژندلو لپاره هم بايد پر قرآن منګولې ولګوو. په قرآن کې د نېکيو […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
په قرآن کریم کې د نېکيو او بديو ډولونه
قرآن په هر ځاى کې رڼا او ښیون – هدایت دی،د نېکيو او بديو د پېژندلو لپاره هم بايد پر قرآن منګولې ولګوو. په قرآن کې د نېکيو بېلګې دادي :
الف_ د ديني مرکزونو او جوماتونو بیا ژواکي – احياء :
قرآن وايي:
وَكَذَلِكَ أَعْثَرْنَا عَلَيْهِمْ لِيَعْلَمُوا أَنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَأَنَّ السَّاعَةَ لَا رَيْبَ فِيهَا إِذْ يَتَنَازَعُونَ بَيْنَهُمْ أَمْرَهُمْ فَقَالُوا ابْنُوا عَلَيْهِم بُنْيَانًا رَّبُّهُمْ أَعْلَمُ بِهِمْ قَالَ الَّذِينَ غَلَبُوا عَلَى أَمْرِهِمْ لَنَتَّخِذَنَّ عَلَيْهِم مَّسْجِدًا (کهف/۲۱) = او دغسې موږ (د هغې سيمې خلك) ورباندې خبر كړل، چې پوه شي (د قيامت په باب) د الله ژمنه رښتوني ده او د قيامت (په راتلو كې) هېڅ شك نشته،هغه مهال،چې دوى په خپلو منځونو كې (په دې خبره) شخړه كوله،چې له ((اصحاب كهف)) سره څه وكړو؟،ځينو وويل :((يوه ودانۍ پرې جوړه كړئ (چې تل له سترګو پټ شي او په باب يې خبرې مه کوئ،چې) پالونكى يې ترې ښه خبر دى))؛خو هغوى چې د(( اصحاب كهف)) له خوالې خبر شول (او دا يې پر دويم ځل راپاڅېدو يو دليل وليد؛نو) ويې ويل : (( هرو مرو پر (غار) يې یو جومات جوړوو (چې خاطره يې هېره نشي .) ))
نو ځکه د اصحاب کهف پر مزار جومات جوړ شو. کاشکې چې د ښارونو جوړونکيو له قرآنه عبرت اخېستى واى.
إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِّلْعَالَمِينَ (آل عمران/۹۶) = ((په رښتینه کې لومړنی كور (اوعبادتځى) چې خلكو ته جوړ شو، هماغه (دى) چې په مكه كې دى، چې مبارک او نړيوالو ته د لارښوونې (سرچينه) ده ،))
او پخپلو ودانيو کې يې لومړى جومات ته ځاى ټاکلى واى او نور واټونه يې د همدې جومات پر چورلیز جوړ کړي واى. د مسلمانانو هڅوب – فرهنګ بايد د هغوى جوماتونه وي او بايد ښکلي او پاک يې وساتي؛نو له دې لارې به ډېر خلک جوماتونو ته رامات شي.قرآن وايي د جوماتونو بیا ژواکي بايد د تقوى پر بنسټ وي:
لَا تَقُمْ فِيهِ أَبَدًا لَمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوَى مِنْ أَوَّلِ يَوْمٍ أَحَقُّ أَنْ تَقُومَ فِيهِ فِيهِ رِجَالٌ يُحِبُّونَ أَنْ يَتَطَهَّرُوا وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُطَّهِّرِي (توبه/۱۰۸) = (( هېڅكله پكې (پر عبادت) مه درېږه! (خو) كوم جومات، چې له لومړۍ ورځې د پرهېزګارۍ پر بنسټ جوړ شوى، ددې وړ دى، چې (د عبادت لپاره) پكې ودرېږې، په هغه (جومات) كې داسې میړني دي، چې پاکېدو ته څوبتیا لري او الله پاكان خوښوي.))
د جومات بیاژواکي هغه توفيق دى،چې خداى يې يوازې د ايمان او اخلاص څښتنانو او زړورو ته ورکوي:
إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللّهِ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلاَةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلاَّ اللّهَ فَعَسَى أُوْلَئِكَ أَن يَكُونُواْ مِنَ الْمُهْتَدِينَ (توبه/۱۸) = (( د الله جوماتونه يوازې هغوى ابادوي، چې پر الله او د قيامت پر ورځ یې ايمان راوړی، نمونځ يې كړى، زكات يې وركړى او بې له الله له بل چا نه ډارېږي؛ نو هيله ده، چې همدوى به له لار موندوونکيوځنې وي))
د جومات ارزښت دومره دى،چې د خداى پېغمبران؛لکه حضرت ابراهيم (ع) او حضرت اسماعيل (ع) يې خادمان وو:
وَإِذْ بَوَّأْنَا لِإِبْرَاهِيمَ مَكَانَ الْبَيْتِ أَن لَّا تُشْرِكْ بِي شَيْئًا وَطَهِّرْ بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْقَائِمِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ (حج/۲۶) = (( او (درياد كړه) چې كله مو ابراهيم ته (د كعبې) د خونې ځاى وټاکه (چې خونه جوړه كړي او ورته مو وويل 🙂 له ما سره هېڅ څيز مه شريكوه او خونه مې طواف كوونكيو او (عبادت ته) قيام كوونكيو، ركوع كوونكيو او سجده كوونكيو ته (د بوتانو له شتون او له هر ډول چټلۍ) پاكه كړه))
جومات دومره ارزښت لري،چې د حضرت مريم مور د دوه ځانۍ په شپو او ورځو کې نذر کوي،چې خپل ماشوم به د”بيت المقدس” خادم کړي:
قَالَتِ امْرَأَةُ عِمْرَانَ رَبِّ إِنِّي نَذَرْتُ لَكَ مَا فِي بَطْنِي مُحَرَّرًا فَتَقَبَّلْ مِنِّي إِنَّكَ أَنتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ (آل عمران/۳۵) = (درياد كړه) چې کله د ((عمران)) ښځې (حنا) وويل : ((پالونکیه! په رښتینه کې په زیلانځ كې مې چې څه دي، تا ته مې نذر كړي، (له هرې بوختیا آزاد، چې د بیت المقدس چوپړ ته خوشې وي)؛ نو نذر مې ومنه، چې ښه پوه اورېدونكى يې))
که جوماتونه د لاندنيو لاملونو له کبله تش وي؛نو ستر تېرى به وي:
که تل پکې د مړیو دعا اخېستل وي،که امام يې د خلکو خوښ نه وي او له خلکو سره سم چلن نه کوي،که د جومات ساتوونکي له خلکو سره بد چلن وکړي او جومات پاک او ښايسته نه وي. په خواشينۍ سره زموږ له جوماتونو غم ځايونه جوړ شوي،حال دا چې د حضرت زهرا بي بي نکاح په جومات کې تړل شوې وه. موږ په هرو جامو کې جومات ته ځو،حال دا قرآن وايي:
يَا بَنِي آدَمَ خُذُواْ زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ وكُلُواْ وَاشْرَبُواْ وَلاَ تُسْرِفُواْ إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ (اعراف/۳۱) = ((د آدم ځوځاته ! چې كله جومات ته ورځئ؛ نو خپله ښكلا درسره واخلئ او (له الهي نعمتونو) وخورئ او وڅښئ؛ خو (بې ځايه) لګښت مه کوئ، چې بې ځايه لګښتيان د خداى نه خوښېږي))
اسلام وايي:(( که د جمعې لپاره امامان ډېر وي او ټول په علم او تقوى کې يو شان وي؛نو ښکلى پکې خوښ کړئ. څوک چې خوږ غږي وي؛نو همغه بايد اذان وکړي.د لمانځه په وخت کې غوره جامې واغوندئ او عطر پر ځان واچوئ او ښځې دې هم د سينګار لپاره په لمانځه کې غوره وسايل ولري.)) اسلام جومات داسې مرکز ګرځولاى، چې پکې د نشتمنو لاسنيوى کېږي او غزاګانو ته به ترې سرتيري لېږل کېدل؛نو جومات د اوزګارخېلو او بېکارانو ځاى نه دی. په اوسني وخت کې ستره نېکي د جوماتونو بيا جوړول دي.د خوږ غږي بايد په جوماتونو کې اذان وکړي. ډاکتران هم بايد پر يوځانګړې ورځ نشتمن ناروغان په جومات کې معاينه کړي.په جومات کې بايد د “قرض الحسنې”(=غوره پور) صندوق جوړ شي، چې له پوروړو سره مرسته وشي .
خپلواکي او له ځان بايللو ډډه کول:
خپلواکي له نېکيو ځنې دى او بايد په ټولو برخو کې وي. قرآن وايي:
مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاء بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِّنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذَلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا (فتح/۲۹) = (( محمد (صلی الله علیه و آله) د الله استازى دى او هغه كسان، چې ورسره دي، د كافرانو په مقابل کې ډېر سخت (او) پخپلو كې خواخوږي دي، ته به يې تل ركوع او سجده کوونکي وينې (او په دې عبادت) د الله فضل او خوښي غواړي. پر وچوليو يې د سجدو نښې ښكاره دي. دوى په تورات کې په همدې ځانګړنو ياد شوي او انجیل کې یې بېلګه هغه كښت ته ورته دی، چې لومړى (تنکي او کمزوري) تېغونه راباسې، بيا خپله ملا ټينګه كړي، بيا كلك شي، بيا (د ښې ودې له لامله) پر خپلو ډډونو درېږي (چې) بزګران ورته هېښېږي. [همدغسې د محمد (صلی الله علیه و آله) ياران له کمزورۍ ځنې ځواک ته رسي]، چې كافران يې [پر پياوړتيا او ډېرښت] له غوسې وسوځي! او الله د دوی له نېکچاریو مومنانو سره د بښنې او سترې بدلې ژمنه كړې ده.))
اسلامي ټولنه د بوټي په شان ده او هره ورځ وده کوي،چې پر خپلو پښو درېږي. فقها وايي: د کفارو پېښې کول حرام دي او څوک يې،چې په شان جامې اغوندي او په شان يې چلن کوي؛نو په روايتونو کې پرې کلکه نيوکه شوې ده.
که کارونه،موخې،خواړه،جامې،کور،غوسه،خوښه،ملګري او ښځه ټول د خداى لپاره وي او د انسان نيت پاک وي او اخلاص ولري؛نو لا به ستره نېکي وي،پاک نيت او الهي رنګ ساده کارونه پر مرغلرو بدلوي .
د نېکيو هڅول د نېکيو خپرېدو ته مهم اړم دى .
قرآن وايي:
هُوَ الَّذِي يُصَلِّي عَلَيْكُمْ وَمَلَائِكَتُهُ لِيُخْرِجَكُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَكَانَ بِالْمُؤْمِنِينَ رَحِيمًا (احزاب/۴۳) = (( دی (الله) هغه ذات دى، چې پخپله او پرښتې يې رحمت درنازلوي، چې تاسې (د ناپوهۍ، شرك او ګناه) له تيارو (د پوهې، ايمان او تقوا) رڼا ته راوباسي؛ او پر مؤمنانو لورين دى.))
په يو بل ځاى کې پېغمبراکرم ته حکم کېږي: له هر چا چې زکات اخلي،هڅوه يې او درود پرې وايه؛ځکه ستا درود به ورته هڅونه او تسکين وي:
خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِم بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلاَتَكَ سَكَنٌ لَّهُمْ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ (توبه/۱۰۳) = ((له مالونو یې (د زكات په نامه) صدقه واخله، چې په دې يې پاك سازي وکړې او ويې روزې او (د زكات اخستو پر مهال) دعا ورته وكړه؛ ځكه دعا دې ورته ډاډېنه ده او الله پوه اورېدونكى دى .))
په هيڅ دين کې به لومړنى حکم د ((اقرا)) آيت نه وي.اسلام د مشرۍ او ورمندون – قضاوت لپاره لومړى شرط علم ايښى دى. د علم او زده کړې لپاره يې له زانګو څخه تر قبر پورې وخت او له ((چين)) څخه تر(( ثريا)) پورې ځاى ټاکلى دى. د علم او زده کړې لپاره يې يوازېنى شرط دا ايښى چې بايد ګټور وي او پر بې ګټوو او ضررناکو زده کړو يې کلکه نيوکه کړې.
ټولنېزو چارو ته پاملرنه:
قرآن په سل ګونو آيتونو کې ټولنېزو چارو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده او خلک يې ټو لنېزو نېکيو ته هڅولي دي،چې بېلګې يې دادي:
١_په وينا او عمل کې نیاو – عدالت:
قُلْ أَمَرَ رَبِّي بِالْقِسْطِ وَأَقِيمُواْ وُجُوهَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَادْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ كَمَا بَدَأَكُمْ تَعُودُونَ (اعراف/۲۹) = ((زما پالونكي په انصاف امر كړى او ( داچې) په هر جومات (او د عبادت پر وخت) خپل پام د هغه خوا ته ورواړوئ او په سوچه ايمان (او دين) یې وبلئ (او پوه شئ)؛لكه چې څنګه يې په ړومبي ځل پيدا كړئ، بيا به په (قیامت کې)همدې ډول (هغه ته) ورځئ .))
إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَاناً وَعلي رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ (انفال/۲) = مؤمنان؛ يوازې هغوي دي، چې كله د الله نامه یاده شي؛ نو زړونه يې (د الله له برمیالۍ او سزا) ورېږدي او چې د ده آيتونه ورته ولوستل شي؛ نو ايمان يې زياتېږي او يوازې پرخپل پالونكي بروسه کوي
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ وَأَوْلَادِكُمْ عَدُوًّا لَّكُمْ فَاحْذَرُوهُمْ وَإِن تَعْفُوا وَتَصْفَحُوا وَتَغْفِرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (تغابن/۱۴) = ((مؤمنانو! په حقيقت کې ځينې مېرمنې او اولادونه مو ستاسې دښمنان دي؛ نو ځانونه ترې وساتئ او كه عفوه وکړئ او له گناهونو يې تېر شئ او بدي يې ناليدلې وگڼئ (؛ نو تاسې يو الهي چار کړى)؛ ځکه الله تعالى هم ډېر بښونکى (او) لورين دى))
٤_له ښو انسانانو سره يو خوله کېدل:
أَعَدَّ اللّهُ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ (توبه/۸۹) = الله د جنت (داسې) باغونه ورچمتو كړي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي،پكې تلمېشتي؛ دا ستره بريا ده .
أُوْلَئِكَ الَّذِينَ هَدَى اللّهُ فَبِهُدَاهُمُ اقْتَدِهْ قُل لاَّ أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِنْ هُوَ إِلاَّ ذِكْرَى لِلْعَالَمِينَ (انعام/۹۰) = دوى (پېغمبران) داسې كسان وو،چې الله لار ورښوولې ده؛ نو ته یې هم پر لار ولاړ شه (او) ووايه : ((چې زه (ددې رسالت) څه اجر(او باړه) درځنې نه غواړم، دا (رسالت او قرآن) يوازې نړيوالو ته یو پند او نصيحت دى!))
وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ فَاحْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ وَلاَ تَتَّبِعْ أَهْوَاءهُمْ عَمَّا جَاءكَ مِنَ الْحَقِّ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا وَلَوْ شَاء اللّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَكِن لِّيَبْلُوَكُمْ فِي مَآ آتَاكُم فَاسْتَبِقُوا الخَيْرَاتِ إِلَى الله مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ (مایده/۴۸) = او دا كتاب [= قرآن ] مو په رښتيا او حق پر تا نازل كړى،چې مخكېني كتابونه رښتيني ګڼي او پرې مسلط، څارن، پاسوال او ګواه دى؛نو ترمنځ یې د الله د نازل شويو احكامو له مخې پرېکړه كوه او په هيلو پسې يې مه ځه (هسې نه) چې له الهي احكامو پاتې شې، موږ تاسې هر يو(امت) ته شريعت او تګلار ټاكلې او كه الله غوښتي واى؛نو تاسې ټول يې يو امت كولاى شوئ؛ خو الله غواړي په هغو څيزونو مو وازمېيي،چې دركړي يې دي (او ستاسې بېلابېل استعدادونه وروزي)؛ نو په نېكو چارو كې سيالي وكړئ، ستاسې د ټولو ستنېدل د الله لوري ته دي؛ نو پرهغه څه به مو خبر كړي،چې اړپیچ مو پکې كاوه.
وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ (انفال/۶۱) = او كه كفار سولې (او روغى) ته لېوالتيا وښيي؛ نو ته هم سولې ته لېوالتيا وښيه او پر الله بروسه وكړه! (ځکه) چې په حقيقت يوازې هغه ډېر پوه اورېدونكى دى .
٨_د هغو مجرمانو غندل چې د ټولنې امنيت خرابوي:
وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُواْ أَيْدِيَهُمَا جَزَاء بِمَا كَسَبَا نَكَالًا مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (مایده/۳۸) = او د غله او غلې دواړه لاسونه یې د كړنو په سزا كې د الله له لوري (د عبرت وړ) سزا په توګه پرې كړئ او الله ځواکمن حكيم دى.
٩_د يو بل له سرغړونو تېرېدل:
وَدَّ كَثِيرٌ مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يَرُدُّونَكُم مِّن بَعْدِ إِيمَانِكُمْ كُفَّارًا حَسَدًا مِّنْ عِندِ أَنفُسِهِم مِّن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْحَقُّ فَاعْفُواْ وَاصْفَحُواْ حَتَّى يَأْتِيَ اللّهُ بِأَمْرِهِ إِنَّ اللّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (بقره/۱۰۹) = ډېر كتابيان د كينې له لامله،چې په وجود كې يې ريښې ځغلولي، غواړي تر خپل ايمان او اسلام روسته مو د كفر حالت ته وګرځوي؛ كه څه حق په بشپړ ډول ورڅرګند شوى؛ نو و يې بښئ او ترې تېر شئ، چې الله خپله پرېکړه (د جهاد فرمان) درولېږي، بېشکه الله پر هر څه قادر دى.
مَّن ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ أَضْعَافًا كَثِيرَةً وَاللّهُ يَقْبِضُ وَيَبْسُطُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ (بقره/۲۴۵) = څوك دى، چې الله ته پور وركړي؛ ښه پور (او الله وركړي مالونه انفاق كړي) چې خداى یې څو ځل ورزيات كړي؟ او دا الله دى، چې (د بندګانو روزي) تنګوي او پراخوي (او انفاق هېڅكله د روزۍ كمولو لامل نه ګرځي) او يوازې د ده لوري ته ورګرځول كېږئ (او خپله بدله به تر لاسه كړئ .)
د مالي مرستو له لارې د نورو زړونه راماتول، د زکات په ورکولو د پوروړو زندانيانو خوشې کول او په لار کې د پاتې شويو مسافرو ژغورل.
وَالسَّابِقُونَ الأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالأَنصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُم بِإِحْسَانٍ رَّضِيَ اللّهُ عَنْهُمْ وَرَضُواْ عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ (توبه/۱۰۰) = (( او د مهاجرينو او انصارو لومړني مخكښان او هغوى چې په نېكيو كې ورپسې ولاړل، الله ترې خوښ دی او دوى (هم) له خدايه خوښ دي، ورته يې د جنت باغونه چمتو كړي،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او پكې همېشه مېشتي او دا ستره بريا ده!))
بايد د مشر او خلکو ترمنځ اړيکى ژورې وي او د وېرې او ګواښ پر بنسټ نه،بلکې د ميني او سلام له مخې وي.
١٢_د حق له سرغړاندو سره د اړيکو پرېکول:
وَعَلَى الثَّلاَثَةِ الَّذِينَ خُلِّفُواْ حَتَّى إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنفُسُهُمْ وَظَنُّواْ أَن لاَّ مَلْجَأَ مِنَ اللّهِ إِلاَّ إِلَيْهِ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُواْ إِنَّ اللّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ (توبه/۱۱۸) = او (همداراز) هغه درې تنه يې هم وبښل، چې (د تبوك په جګړه كې له ګډونه) پاتې شوي ول (او مسلمانانو ورسره خپلې اړيكې پرې كړې وې) تردې چې پراخه ځمكه پرې تنګه شوه او په ځان پورې پکو شوي ول (؛ نو په دې وخت كې) یې وګڼله، چې پناه ځاى يوازې د الله د رحمت لمن ده، بيا الله پرې ولورېد (او توفيق يې ور پر برخه كړ) چې توبه وباسي [؛ ځکه] چې الله ښه توبه قبلوونكى (او) لورین دى .
د پېغمبراکرم(ص) په حکم ټولو مسلمانانو له درېيو کسانو سره خبرې اترې او اړيکې غوڅې کړې،چې په عمومي تيارسۍ کې يې ګډون نه و کړې،درې واړو توبه وکړه ؛نو بيا ورسره خلکو اړيکې ټينګې کړي .
وَالَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ وَإِذَا مَا غَضِبُوا هُمْ يَغْفِرُونَ (شوری/۳۷) = او (د هغو) كسانو (لپاره دي) چې له سترو ګناهونو او ناوړه (چارو) ډډه كوي او چې غوسه شي؛ نو ورځنې تېرېږي.
يو بل ته د زغم لورنې سپارښتنه:
ثُمَّ كَانَ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ وَتَوَاصَوْا بِالْمَرْحَمَةِ (بلد/۱۷) = [پردې سربېره] بيا له هغو كسانو وي،چې ايمان يې راوړى او يو بل ته د زغم او (د الله پر مخلوق د) لورنې سپارښتنه کوي .
فَأَمَّا الْيَتِيمَ فَلَا تَقْهَرْ (ضحی/۹) = (اوس چې داسې ده)؛ نو له ((پلارمړي)) سره توندي مه كوه.
١٥_په مړيو پسې دعا کول او له مؤمنانو سره په پاک زړه چلن کول:
وَالَّذِينَ جَاؤُوا مِن بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِّلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ (حشر/۱۰) = او (همداراز) څوک چې تر دوى [= مهاجرينو او انصارو] روسته راغلي (او) وايي: ((پالونكيه! موږ او زموږ هغه روڼه وبښه، چې تر موږ مخكې يې ايمان راوړى او په زړونو كې مو مؤمنانو ته (هېڅ ډول) كينه مه اچوه. پالونكيه! ته خواخوږى لورين يې.))
١٦_د ښو کسانو نمانځنه او ياد يې ژوندى ساتل:
وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِمْ فِعْلَ الْخَيْرَاتِ وَإِقَامَ الصَّلَاةِ وَإِيتَاء الزَّكَاةِ وَكَانُوا لَنَا عَابِدِينَ (انبیاء/۷۳) = ((او له دوی مو داسې مشران كړل، چې زموږ په امر يې (خلكو ته) لارښوونه كوله او موږ د ښو چارو د کولو، نمونځ درولو او زکات ورکولو وحې ورته وكړه او يوازې زموږ نمانځونكي وو))
د اړتيا په وخت کې بايد په غوره او نېکه توګه بېلتون وشي (( د ښځې او مېړه په منځ کې بېلوالى،کرايه مېشتى د کور له خاوند سره او شريک بايد له بل شريک سره په ښه توګه بېل شي.))
١٧_د زړه له تله د خلکو چوپړ:
فَانطَلَقَا حَتَّى إِذَا أَتَيَا أَهْلَ قَرْيَةٍ اسْتَطْعَمَا أَهْلَهَا فَأَبَوْا أَن يُضَيِّفُوهُمَا فَوَجَدَا فِيهَا جِدَارًا يُرِيدُ أَنْ يَنقَضَّ فَأَقَامَهُ قَالَ لَوْ شِئْتَ لَاتَّخَذْتَ عَلَيْهِ أَجْرًا (کهف/۷۷) = بيا روان شول، چې د يوه كلي خلكو ته ورغلل او خواړه یې ترې وغوښتل؛خو دوى یې له مېلمه پالنې ډډه وكړه؛ نو هلته يې يو نړېدونکى دېوال وليد؛ خو (خضر) نېغ کړ . (موسى) وويل :(( (لږ تر لږه) ددې كار لاسباړه خو به دې غوښتې واى.))
وَإِذَا لَقُواْ الَّذِينَ آمَنُواْ قَالُواْ آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْاْ إِلَى شَيَاطِينِهِمْ قَالُواْ إِنَّا مَعَكْمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِؤُونَ (بقره/۱۴) = او چې له مؤمنانو سره مخ شي وايي :(( ايمان مو راوړى)) (؛خو) چې له خپلو شيطانانو سره څنګځي ته شي، وايي : (( سکه، درسره يو او هسې ملنډې (پرې) وهوو .))
فَأْتِيَاهُ فَقُولا إِنَّا رَسُولاَ رَبِّكَ فَأَرْسِل مَعَنَا بَني إِسْرائِيلَ وَلاَ تُعَذِّبْهُمْ قَدْ جِئْناكَ بِآيَةٍ مِّن رَّبِّكَ وَالسَّلاَمُ علي مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَى (طه/۴۷) = نو ورشئ، ورته ووايئ : موږ دواړه ستا د پالونكي استازي يو، بني اسراييل راسره ولېږه او مه يې ربړوه، په رښتيا موږ ستا د پالونكي له لوري معجزه درته راوړې او پر هغه دې سلام وي،چې سمه لار ومني
قَالَ يَا بُنَيَّ لاَ تَقْصُصْ رُؤْيَاكَ عَلَى إِخْوَتِكَ فَيَكِيدُواْ لَكَ كَيْدًا إِنَّ الشَّيْطَانَ لِلإِنسَانِ عَدُوٌّ مُّبِينٌ (یوسف/۵) = (يعقوب) وويل : (( زويکه! خوب دې خپلو روڼو ته مه وايه، (هسې نه خطرناكه) نقشه درته وكاږي؛ ځكه شيطان د انسان ښكاره غلیم دى .
٢١_سپېڅلېو موخو ته د ځواکونو جوړول:
وَأَشْرِكْهُ فِي أَمْرِي. كَيْ نُسَبِّحَكَ كَثِيرًا (طه/۳۲- ۳۳) = او په كار كې يې راسره برخوال كړه؛ چې ډېره پاکي دې ووايو
٢٢_په خلکو کې اوسېدل:
ثُمَّ أَفِيضُواْ مِنْ حَيْثُ أَفَاضَ النَّاسُ وَاسْتَغْفِرُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (بقره/۱۹۹) = بيا له هماغه ځايه راکېوځئ، چې (نور) خلک (منی ته) راکېوځي او له الله بښنه وغواړئ، بېشکه الله لورین بښونکی دى .
٢٣_د شرک د نښو د منځه وړل:
قَالَ فَاذْهَبْ فَإِنَّ لَكَ فِي الْحَيَاةِ أَن تَقُولَ لَا مِسَاسَ وَإِنَّ لَكَ مَوْعِدًا لَّنْ تُخْلَفَهُ وَانظُرْ إِلَى إِلَهِكَ الَّذِي ظَلْتَ عَلَيْهِ عَاكِفًا لَّنُحَرِّقَنَّهُ ثُمَّ لَنَنسِفَنَّهُ فِي الْيَمِّ نَسْفًا (طه/۹۷) = (موسى) وويل :((نو ځه، په رښتینه کې په ټول ژوند کې به (داسې ګوښه او له ليدو کتو منع شې،چې) نارې به وهې : (( (ماته) لاس مه راوړئ! )) او (د الهي عذاب) يو وخت درټاكل شوى، چې په اړه به يې هېڅ بې لوزي درسره ونکړای شي او (اوس) دې خپل هغه معبود ته ګوره، چې تل دې نمانځه؛ نو لومړى يې سيځو بيا يې ايرې پر سيند ورشيندو.
٢٤_له کارګر سره پر نرمۍ چلن کول:
قَالَ إِنِّي أُرِيدُ أَنْ أُنكِحَكَ إِحْدَى ابْنَتَيَّ هَاتَيْنِ عَلَى أَن تَأْجُرَنِي ثَمَانِيَ حِجَجٍ فَإِنْ أَتْمَمْتَ عَشْرًا فَمِنْ عِندِكَ وَمَا أُرِيدُ أَنْ أَشُقَّ عَلَيْكَ سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّالِحِينَ (قصص/۲۷) = (شعيب) وويل : ((غواړم له خپلو دغو دوو لوڼو (چې ګورې یې) په نكاح دركړم، په دې (شرط) چې اته كاله مزدوري راسره وكړې؛نو كه لس كاله پوره كړې؛ نو دا به دې له لوري (یوه نېکي) وي او نه غواړم دروند پېټى درباندې كېږدم، “ان شاالله” ما به ښه سړی ومومې .))
٢٥_د نشتمنو پوښتنه او ستونزې يې هوارول:
قَالَ مَا مَكَّنِّي فِيهِ رَبِّي خَيْرٌ فَأَعِينُونِي بِقُوَّةٍ أَجْعَلْ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ رَدْمًا (کهف/۹۵) = (ذوالقرنين) وويل :(( پالونکی مې، چې د کوم څیز وس راکړي (ستاسې تر وړانديزه) غوره دی؛ نو [د انساني ځواک] مرسته راسره وكړئ،چې ترمنځ مو یو ټينګ دېوال جوړ كړم؛
٢٦_بايد له نشتمنو د اجر اخېستنې تمه ونشي:
قَالَ مَا مَكَّنِّي فِيهِ رَبِّي خَيْرٌ فَأَعِينُونِي بِقُوَّةٍ أَجْعَلْ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ رَدْمًا (کهف/۹۵) = (ذوالقرنين) وويل :(( پالونکی مې، چې د کوم څیز وس راکړي (ستاسې تر وړانديزه) غوره دی؛ نو [د انساني ځواک] مرسته راسره وكړئ،چې ترمنځ مو یو ټينګ دېوال جوړ كړم.
٢٧_نورو ته د اند او څېړنې چانس ورکول:
وَإِنْ أَحَدٌ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ اسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّى يَسْمَعَ كَلاَمَ اللّهِ ثُمَّ أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لاَّ يَعْلَمُونَ (توبه/۶) = او كه له مشركانو كوم يو پناه درنه غواړي؛ نو پناه وركړه،چې د الله خبرې واوري (او غور پكې وكړي)؛ بيا يې د خپل امن تر ځايه ورسوه؛ځكه دوى ناپوهه خلک دي
٢٨_له ناپوهانو سره سولييز چلن:
وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ خِلْفَةً لِّمَنْ أَرَادَ أَن يَذَّكَّرَ أَوْ أَرَادَ شُكُورًا (فرقان/۶۲) = او دی هماغه ذات دى، چې كه څوك غواړي، پند واخلي يا غواړي شكر وباسي (؛ نو) شپه و ورځ يي يو په بل پسې كړې ده (او د ورځې يې، چې په كومو چارو كې لنډون كړى وي،د شپې دې يې ترسره كړي يا اپوټه).
٢٩_د نورو د کړنو هر اړخيز درناوى:
فَجَاءتْهُ إِحْدَاهُمَا تَمْشِي عَلَى اسْتِحْيَاء قَالَتْ إِنَّ أَبِي يَدْعُوكَ لِيَجْزِيَكَ أَجْرَ مَا سَقَيْتَ لَنَا فَلَمَّا جَاءهُ وَقَصَّ عَلَيْهِ الْقَصَصَ قَالَ لَا تَخَفْ نَجَوْتَ مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ (قصص/۲۵) = نو ( له دعا سره سم) له هغو (دوو نجونو) يوه په حیا حيا کې راغله او موسى ته يې وويل : ((زما پلار دې غواړي، چې زموږ د څارويو خړوبولو په بدل کې څه دركړي ))؛ نو چې هغه [= شعيب] ته ورغى او خپله ټوله قيصه يې ورته وکړه ورته يې وويل : ((مه وېرېږه، له ظالمې ډلې ژغورل شوى يې .))
وَتَفَقَّدَ الطَّيْرَ فَقَالَ مَا لِيَ لَا أَرَى الْهُدْهُدَ أَمْ كَانَ مِنَ الْغَائِبِينَ (نمل/۲۰) = او (سلېمان) د مارغانو پلټنه وکړه؛ نو و يې ويل : (( ولې هُد هُد (ملاچرګک) نه وينم که په ناسوبو كې دى؟!
٣١_له کفارو د ارام خوب اخېستل:
مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاء بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِّنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذَلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا (فتح/۲۹) = محمد (صلی الله علیه و آله) د الله استازى دى او هغه كسان، چې ورسره دي، د كافرانو په مقابل کې ډېر سخت (او) پخپلو كې خواخوږي دي، ته به يې تل ركوع او سجده کوونکي وينې (او په دې عبادت) د الله فضل او خوښي غواړي. پر وچوليو يې د سجدو نښې ښكاره دي. دوى په تورات کې په همدې ځانګړنو ياد شوي او انجیل کې یې بېلګه هغه كښت ته ورته دی، چې لومړى (تنکي او کمزوري) تېغونه راباسې، بيا خپله ملا ټينګه كړي، بيا كلك شي، بيا (د ښې ودې له لامله) پر خپلو ډډونو درېږي (چې) بزګران ورته هېښېږي. [همدغسې د محمد (صلی الله علیه و آله) ياران له کمزورۍ ځنې ځواک ته رسي]، چې كافران يې [پر پياوړتيا او ډېرښت] له غوسې وسوځي! او الله د دوی له نېکچاریو مومنانو سره د بښنې او سترې بدلې ژمنه كړې ده.
وَاعْلَمُوا أَنَّ فِيكُمْ رَسُولَ اللَّهِ لَوْ يُطِيعُكُمْ فِي كَثِيرٍ مِّنَ الْأَمْرِ لَعَنِتُّمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ وَزَيَّنَهُ فِي قُلُوبِكُمْ وَكَرَّهَ إِلَيْكُمُ الْكُفْرَ وَالْفُسُوقَ وَالْعِصْيَانَ أُوْلَئِكَ هُمُ الرَّاشِدُونَ (حجرات/۷) = او پوه شئ، چې د الله استازى ستاسې په منځ كې دى، كه په ډېرو چارو كې ستاسې ومني؛ نو هرومرو به وکړېږئ؛ خو الله ايمان درګران كړ او هغه يې ستاسې په زړونو کې ښکلی کړ او (اپوټه) له كفر، سرغړونې او ګناه يې كركجن كړئ، يوازې همدوى (چې دغسې ځانګړنې ولري) پر سم لوري تلونکي دي.
٣٣_پخپلو مالونو کې د نشتمنو برخه:
وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ (الذاریات/۱۹) = او په مالونو كې يې د ګدا او بې برخې (محروم) حق او برخه وه.
٣٤_له مسافرو سره مينه او زړه خوږى:
وَالَّذِينَ تَبَوَّؤُوا الدَّارَ وَالْإِيمَانَ مِن قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ وَلَا يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَةً مِّمَّا أُوتُوا وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (حشر/۹) = او (همداراز) هغوى چې تر (مهاجرينو) مخكې په (مدينه) كې هستوګن ول او ايمان يې راوړى (او) ورمهاجر شوي یې ښه ایسي او څه چې دوى (مهاجرينو) ته وركړ شوي، پخپلو زړونو كې ورته اړتيا قدرې (كينه او کنجوسي) نه احساسوي او (دوی) تر خپلو ځانونو (غوره او) لومړي ګڼي، كه څه دوى پخپله ډېر اړمن وي او څوك چې د خپل ځان له کنجوسۍ خوندي شو؛ نو همدوى بريالي دي.
٣٥_په تنګو ځايونو کې خلکو ته د ناستې ځاى ورکول او که ځاى نه وي ؛نو بايد له ډلې ووځو:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قِيلَ لَكُمْ تَفَسَّحُوا فِي الْمَجَالِسِ فَافْسَحُوا يَفْسَحِ اللَّهُ لَكُمْ وَإِذَا قِيلَ انشُزُوا فَانشُزُوا يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ (مجادله/۱۱) = مؤمنانو! چې درته وويل شي: ((په مجلسونو كې ځاى ارت كړئ (او نويو راغليو ته ځاى وركړئ) ))؛ نو ارت یې كړئ،چې الله مو په چارو کې پراخي راوړي او چې وويل شي : ((پاڅئ))؛ نو پاڅئ،چې الله مو د مؤمنانو او پوهانو درجې لوړې كړي او څه چې كوئ، الله پرې ښه خبر دى.
٣٦_د ورم – نصيحت،نېکۍ،غوره چلن او حکمت له لارې د خداى په لار کې خلکو ته بلنه:
ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ (نحل/۱۲۵) = د خپل پالونكي لوري ته دې په حكمت او غوره نصيحت بلنه وركړه او په غوره چلن استدلال او ویینه ورسره وكړه، ستا پالونكى تر هر چا ډېر ښه پوهېږي، چې څوك یې له لارې اوښتي او (همداراز) پوهېږي، چې څوك پر سمه لار دي.
قَالَ رَبِّ فَأَنظِرْنِي إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ (حجر/۳۶) = (ابليس) وويل : (( پالونكيه! [د ټولو] د راپاڅېدو تر ورځې مهلت راكړه (او ژوندى مې پرېږده ).))
٣٨_نوروته د تقوى د لاملونو ښوول او ورپېژندل:
قَالَ هَؤُلاء بَنَاتِي إِن كُنتُمْ فَاعِلِينَ (حجر/۷۱) = (لوط) وویل: ((كه غواړئ (سم) كار ترسره كړئ دا مې لوڼې دي (واده ورسره وكړئ او له ګناه او ناولتيا ډډه وكړئ ) ))
۳۹- د سترځواکو ګټو ته تاوان رسول:
فَلَمَّا دَخَلُواْ عَلَيْهِ قَالُواْ يَا أَيُّهَا الْعَزِيزُ مَسَّنَا وَأَهْلَنَا الضُّرُّ وَجِئْنَا بِبِضَاعَةٍ مُّزْجَاةٍ فَأَوْفِ لَنَا الْكَيْلَ وَتَصَدَّقْ عَلَيْنَآ إِنَّ اللّهَ يَجْزِي الْمُتَصَدِّقِينَ (یوسف/۸۸) = نو چې (روڼه مصر ته ولاړل او) يوسف ته ورغلل؛ نو و يې ويل: ((عزيزه! موږ او كورنۍ مو پر (سختو) ستونزو اخته ده او له ځان سره مو ناڅيزه پانګه راوړې ده؛ نو پوره پيمانه راكړه او خيرات هم راباندې وكړه، چې الله خيرات وركوونكيو ته بدله وركوي .))
وَيَا قَوْمِ لا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مَالًا إِنْ أَجْرِيَ إِلاَّ عَلَى اللّهِ وَمَآ أَنَاْ بِطَارِدِ الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّهُم مُّلاَقُو رَبِّهِمْ وَلَكِنِّيَ أَرَاكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُونَ (هود/۲۹) = (( او زما قومه! زه ددې بلنې لپاره اجر (او بدله) درځنې نه غواړم؛ اجر مې يوازې پر الله دى او مؤمنان (ستاسې لپاره) شړلى نشم؛ځكه دوى له خپل پالونكي سره مخامخېدونکي دي (كه له ځانه يې وشړم؛ نو د قيامت په محكمه كې به مې د دعوى يو اړخ وي)؛خو داسې قوم مو وينم، چې جهالت او ناپوهي کوئ.))
مستکبرينو به پېغمبرانو ته ويل،چې له خپل چاپېرياله نشتمني وشړئ؛خو پېغمبرانو به دا خبره نه منله .
٤١_ چټکه او ښه مېلمه پالنه که څه هم مېلمه و نه پېژنو:
وَلَقَدْ جَاءتْ رُسُلُنَا إِبْرَاهِيمَ بِالْبُشْرَى قَالُواْ سَلاَمًا قَالَ سَلاَمٌ فَمَا لَبِثَ أَن جَاء بِعِجْلٍ حَنِيذٍ (هود/۶۹) = او په رښتيا ابراهيم ته زموږ پرښتې په زېري ورغلې او ويې ويل : ((سلام !)) ده هم په ځواب كې ((سلام )) ووايه ؛نو څه ځنډ یې و نه کړ،چې ابراهيم وريت شوى خوسى (ورته) راووړ.
إِذْ دَخَلُوا عَلَيْهِ فَقَالُوا سَلَامًا قَالَ سَلَامٌ قَوْمٌ مُّنكَرُونَ (الذاریات/۲۵) = چې له ابراهيم كره ورننووتل؛ نو ويې ويل: ((سلام!))، (ابراهيم) وويل : ((پر تاسې سلام، نا اشنا غوندې خلك (ياست) ))
٤٢_د تېرو کسانو هغه نښې ساتل،چې نورو ته د عبرت وړ دي:
فَالْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ آيَةً وَإِنَّ كَثِيرًا مِنَ النَّاسِ عَنْ آيَاتِنَا لَغَافِلُونَ(یونس/۹۲) = (( خو نن دې جوثه (له اوبو) ژغورو (او پر لوړه دې غورځوو)چې راتلونكيو ته عبرت شې! او بېشكه ډېرى خلك زموږ له نښو بې پروايي کوي.))
د ښارونو او کورونو په جوړولو کې امنيتي او ديني ټکيوته پاملرنه کول. خداى بني اسرائيلو ته حکم کوي،چې خپل کورونه دې مخ په قبله او يا هم يو بل ته مخامخ جوړ کړي،که تر لاس لاندې زموږ سپکاوى وکړي؛نو بايد پر وړاندې يې پراخه سينه ولرو.
٤٣_د خداى نعمتونه بايد د خپل علم اوهوښيارۍ پايله نه ؛بلکې د هغه پېرزوېنه وګڼو:
قَالَ الَّذِي عِندَهُ عِلْمٌ مِّنَ الْكِتَابِ أَنَا آتِيكَ بِهِ قَبْلَ أَن يَرْتَدَّ إِلَيْكَ طَرْفُكَ فَلَمَّا رَآهُ مُسْتَقِرًّا عِندَهُ قَالَ هَذَا مِن فَضْلِ رَبِّي لِيَبْلُوَنِي أَأَشْكُرُ أَمْ أَكْفُرُ وَمَن شَكَرَ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ رَبِّي غَنِيٌّ كَرِيمٌ (نمل/۴۰) = (خو) له كوم سړي سره،چې د (اسماني) كتاب څه پوهه وه وويل : (( زه به يې د سترګو په رپ کې درته راوړم))؛ نو څنګه چې (سلیمان) هغه (تخت) له ځان سره ايښوول شوى وليد، ويې ويل :((دا زما د پالونكي لورنه ده،چې و مې ازمېيي، چې شكر كوم كه ناشكري؟! اوڅوك چې شكر كوي؛ نو په خپله ګټه يې شكر كړى او څوك چې ناشكري كوي (؛نو په خپل زيان يې كوي او پوه دې شي) چې پالونكى مې هغه سخاوت والا (دی چې د بندګانو له منندوینې) بې پروا دی .))
قَالَ إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَى عِلْمٍ عِندِي أَوَلَمْ يَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ قَدْ أَهْلَكَ مِن قَبْلِهِ مِنَ القُرُونِ مَنْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُ قُوَّةً وَأَكْثَرُ جَمْعًا وَلَا يُسْأَلُ عَن ذُنُوبِهِمُ الْمُجْرِمُونَ (قصص/۷۸) = (قارون) وويل : (( دا(شتمني) د خپلې پوهې له مخې راكړاى شوې ده!)) ايا هغه نه پوهېده، چې بېشکه الله تر ده مخكې داسې خلك هلاك كړي، چې تر ده غښتلي او شتمن ول؟! او (چې كله الهي عذاب راورسي؛ نو) له مجرمانو يې ګناهونه نه پوښتلېږي .( او سيده دوزخ ته ځي)
فَسَقَى لَهُمَا ثُمَّ تَوَلَّى إِلَى الظِّلِّ فَقَالَ رَبِّ إِنِّي لِمَا أَنزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ (قصص/۲۴) = نو موسى یې څاروي خړوب كړل، بيا يو سيوري ته كېناست؛ نو ويې ويل: (( پالونكيه! ما ته چې هر څه خير ښېګڼه راولېږې، ورته اړين يم .))
٤٥_د نورو پر کمالونو او ځانګړنو منښته – اعتراف:
وَأَخِي هَارُونُ هُوَ أَفْصَحُ مِنِّي لِسَانًا فَأَرْسِلْهُ مَعِيَ رِدْءًا يُصَدِّقُنِي إِنِّي أَخَافُ أَن يُكَذِّبُونِ (قصص/۳۴) = او رور مې هارون تر ما ښه خوله ور دی؛ نو مرستيال یې راسره ولېږه،چې تاييد مې كړي؛[ځكه] وېرېږم چې دروغجن به مې وبولي .))
سرچینه : پر نېکیو امر او له بدیو منع
لیکوال : شیخ محسن قرآئتی
-
ټیګونه: