تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر القدر سورت تفسیر قدر سورت په مکه کې نازل شوى او د نورو مکي سورتونو په څېر يې آيتونه لنډ او موزون دي.  دا سورت د قدر پر شپه،د قرآن په نزول پيل او له خداى سره ددې شپې ‏د ارزښت په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

القدر سورت تفسیر

قدر سورت په مکه کې نازل شوى او د نورو مکي سورتونو په څېر يې آيتونه لنډ او موزون دي.

 دا سورت د قدر پر شپه،د قرآن په نزول پيل او له خداى سره ددې شپې ‏د ارزښت په اړه ‏دوام مومي، چې تر زرو شپو غوره ده ‏او پر هغه شپه په سلام او الهي درود پاى ته رسي.

تر حمد سورت روسته په لمانځه کې ددې سورت د ويلو په اړه ډېر روايتونو راغلي او څوک یې چې ‏په فرض لمانځه کې وايي؛ ورته ويل کېږي: خداى دې تېر وخت وباښه؛ نو له سره پيل وکړه[1].

امام رضا (رح) وويل: چاچې د مؤمنانو د قبر د زيارت پر مهال اووه ځل د قدر سورت ووايه؛ نو خداى به هغه مړى او لوستونکى وبښي[2].

 

بِسْـــــمِ اللَّهِ الرَّحْمَـــــــنِ الرَّحِيـــــــمِ=د لوراند او لورين څښتن په نامه

 

((إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ= په حقيقت كې موږ دا (قرآن) د قدر ( = كچې اواندازه كولو) پر شپه كې نازل كړى دى .  ))

 

ټکي:

*الله (ج) د نړۍ چارې په پرښتو ترسره کوي؛ نو د قرآن په ډېری آيتونو کې په الله (ج) پورې اړوند فعلونه او ضميرونه د جمع په بڼه راغلي؛ لکه چې ددې آيت په پيل کې وايي: (إِنَّا أَنزَلْنَاهُ) موږ قرآن نازل کړ.

*د مفسرينو د وينا له مخې، قرآن دوه ځل نازل شو؛ يو ځل يودمي او په يوه ځاى، چې د قدر شپه وه، چې آيت اشاره ورته کوي او بل ځل د پېغمبر اکرم(ص) د رسالت په ٢٣کلنو کې په سوکه سوکه ډول.

 قرآن هم ددې اسمانې کتاب د نازلېدو په هکله دوه ډوله تعبيرونه لري، ځينې په ( انزلنا) اصطلاح دي، چې د انزال له ريښې او د يودمي نزول په مانا دى او ځينې په (نزلنا)، چې د تنزيل له ريښې د سوکه سوکه نزول په مانا دى.

(إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ) او (شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ) د آيتونو له يوځاى کېدو ‏پايله اخستل کېږي، چې قدرشپه د رمضان په مياشت کې ده؛ خو داچې د رمضان کومه شپه د قدرشپه ده، په قرآن کې اشاره ورته نه ده شوې، چې په روايتونو کې هم په مردده بڼه په درې شپو کې يوه يې راغلې ده.

*امام صادق (رح) د قدر شپې په اړه وپوښتل شو: امام ورته وويل: د رمضان مياشتې پر ١٩ مه، ۲۱ مه ، ٢٣ مه شپو کې يي ولټوئ[3].

 ‏البته اهل سنت وايي،چې د روژې ٢٧ مه شپه د قدرشپه ده.

 

پېغامونه:

١_ قدرشپه له خدایه د شکر شپه ده؛ ځکه پر بشر د الله مهمترین نعمت؛ يعنې قرآن پردې شپه رانازل شوى دى. (إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ).

٢_ظرف او مظروف باید تړاو ولري، په غوره شپه کې پر غوره انسان نازلېږي. ( إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ)

 

((وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ= او ته څه پوهېږې، چې قدر شپه څه ده؟!))

((لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ= قدر شپه تر زرو مياشتو غوره ده! ))

 

ټکي:

* د “قدر” ټکى په قرآن کې د څو ماناوو لپاره کارول شوى دى:

الف: مقام او منزلت؛ لکه چې وايي:

 ((وَمَا قَدَرُواْ اللّهَ حَقَّ قَدْرِهِ[4]=هغوى الله سم و نه پېژانده. ))

ب: تقدير او برخليک:

 ((ثُمَّ جِئْتَ عَلَى قَدَرٍ يَا مُوسَى[5]= اى موسئ ته دلته د (الهي ) تقديرله مخې راغلى يې. ))

ج: تنګي او سختي:

 ((وَمَن قُدِرَ عَلَيْهِ رِزْقُهُ…[6]) = پر چا چې رزق او روزي تنګه شي. ))

 دوه لومړنۍ ماناوې له “ليلة القدر” سره سمون خوري؛ ځکه قدر شپه هم د ستر مقام او منزلت خاونده او هم د تقديراو برخليک شپه ده.

*هستي، حساب،کتاب، قدر او اندازه لري.

 ((وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلاَّ عِندَنَا خَزَائِنُهُ وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلاَّ بِقَدَرٍ مَّعْلُومٍ[7]=او د ټولو څيزونو سرچينې يوازې له موږ سره دي؛ خو هر څيز په يوه ټاكلې اندازه راښکته کوو.))

ان له اسمانه د باران ورښت هم حساب شوى دى:

((وَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً بِقَدَرٍ[8]) = او موږ له اسمانه په ټاكلې اندازه اوبه واورولې او هغه مو په ځمكه كې (په ځانګړې ځاى كې) تم كړې او موږ یې پر له منځه وړو پوره وسمن يو. ))

 نه يوازې باران؛ بلکې هرڅه ورسره اندازه لري:

 ((وَكُلُّ شَيْءٍ عِندَهُ بِمِقْدَارٍ[9]) = او هر څيز د هغه په نزد ټاكلې کچه لري. ))

 لکه چې لمر و سپوږمۍ د حجم ، وزن، حرکت او مدار له پلوه دقيق حساب کتاب لري:

 ((الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ بِحُسْبَانٍ[10]= لمر و سپوږمۍ په [ټاکلي] حساب [ګرځي] ))

*الله د قدر پر شپه د انسان د يوه کال ‏تقدير ټاکي؛ لکه څنګه چې د قرآن په بل ځاى کې وايي:

((فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ[11]= پرهغه (شپه) هر ډول چارې د (الهي) حكمت له مخې سمبال او بېلېږي.))

نو قدر شپه يوازې د پېغمبراکرم پر وخت او د قرآن په نزول پورې محدوده نه؛ بلکې په هر رمضان مياشت کې د قدر شپه وي، چې تر بلې قدر شپې، د انسان تقدير پکې ټاکل کېږي.

*پېغمبراکرم (ص) او اهلبيتو يې پر ‏قدر شپه په تېره په (٢٣) مه ‏شپه، پر ويښ پاتېدو، لمانځه او عبادت خورا ټينګار کړى دى.

 ‏‏ ‏پېغمبر اکرم (ص) وپوښتل شو: زموږ کور له مدينې ‏لرې دى؛ نو تاسې راته يوه شپه وټاکئ، چې پر هماغه شپه ښار ته راشم. آنحضرت ‏(ص) ورته وويل: (( پر (٢٣) ‏شپه مديني ته راشه.[12]))

*امام صادق (رح) د ناروغۍ په حال کې وغوښتل، چې د رمضان پر ٢٣ شپه دې یې جومات ته بوځي[13]. ‏

‏*فاطمې بي بي به پر دې شپه د خپلو ماشومانو پر مخ اوبه شيندلې، چې ويښ پاتې شي[14]. ‏

 *په روايتونو کې راغلي: رسول الله به د رمضان مياشتې په روستيو لسو شپو کې بستره تړله او ټوله شپه یې عبادت کاوه[15].

*په يوه اوږد حديث کې له پېغمبراکرم(ص) څخه روايت شوى: حضرت ‏موسى علیه السلام، خداى ته وويل: خدايه! له تا نه د قربت مقام غواړم. ځواب ورغى: ماته رانږدېدل د قدر په شپه کې دي.

موسى علیه السلام وويل: له پل صراطه د تېرېدو جواز غواړم. ځواب ورغى: د صراط له پله د تېرېدو رمز پر قدر شپه په صدقه ورکولو کې دی.

 ‏موسى علیه السلام وويل: خدايه! جنت او نعمتونه يې درنه غواړم. ځواب ورغى: ورته د رسېدو لار یې د قدر پر شپه تسبیح ويل دي.

موسى علیه السلام وويل: د دوزخ له اوره خلاصون غواړم. ځواب ورغى: د دوزخ له اوره د خلاصون خواله پر قدر شپه په استفغار کې ده.

 او په پاى کې ‏موسى علیه السلام وويل: خدايه! ستا رضا مې په کار ده. ځواب ورغى: له هغوى ‏‏خوشحالېږم، چې پر قدر شپه لمونځ وکړي[16].

*د تاریخ له هېښنده پېښو ، پر حضرت علي د قدر په شپه په محراب کې د لمانځه پر مهال د توري ګوزار و.

 هو زړګيه! د خداى اشرف مخلوق،په اشرف ځاى کې، په اشرف وخت کې په اشرفو حالاتوکې شهيد شو.

*شپه په مانیزو چارو کې ‏ځانګړى مقام لري، د بېلګى په توګه:

 خداى حضرت موسى ته د تورات د ورکړې لپاره، هغه د شپې عبادت ته راوغوښت: (أَرْبَعِينَ لَيْلَةً[17]).

 *قرآن استغفار ته مناسب وخت سهار ګڼلی دى:

 ((وَبِالْأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ[18]= او د شپې په روستۍ برخه کې یې (له خدايه) بښنه غوښته.))

*اسمان ته د پېغمبر اکرم ختل په شپه کې وو:

(( أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ[19]) = پاك دى هغه خداى، چې خپل بنده يې د شپې له مسجدالحرامه، مسجدالاقصى ته بوت، چې چاپېريال يې مو بركتي كړى دى، چې خپلې ځينې نښې وروښيو، چې يوازې هغه اورېدونكى (او حقيقي) ليدونكى دى. ))

شپه او پکې عبادت

 *پېغمبراکرم (ص) ته دنده ورکړه شوې وه، چې د شپې عبادت وکړي:

 ((وَمِنَ اللَّيْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِ نَافِلَةً لَّكَ[20]) = او د شپې په يوه برخه كې (له خوبه راويښ شه او) قرآن ولوله (او لمونځ وكړه) دا ستا اضافي دنده ده، هيله ده، ستا پالونكى تا (د شفاعت) پر ستايل شوي مقام وګوماري. ))

 ((قُمِ اللَّيْلَ إِلَّا قَلِيلًا[21]) = د شپې راپاڅه؛خو لږ.))

 *خداى په شپه کې عابدين ستایي:

 ((يَتْلُونَ آيَاتِ اللّهِ آنَاء اللَّيْلِ[22]= او (تل) په شپه كې د خداى آيتونه لولي او (لاروي يې کوي) او سجده کوي؛ ))   

 په شپه کې يې د تسبيح سپارښتنه کړې ده:

 ((وَسَبِّحْهُ لَيْلًا طَوِيلًا[23]) = او د شپې په څه برخه كې (راپاڅه) او سجده ورته وكړه او اوږده شپه يې ستايه.))

 خداى په قرآن کې د لمر راختنې او ماسپښین مهال يو ځل قسم خوړلى؛ خو پر سهار يې درې ځل قسم خوړلى دى.

((وَاللَّيْلِ إِذَا عَسْعَسَ[24]= او قسم پر شپه، چې كله مخ په تېرېدو يا راتلو شي.))

 ((وَاللَّيْلِ إِذْ أَدْبَرَ[25]= او پر شپه قسم چې كله (لمن راټوله او) شا كړي ! ))

((وَاللَّيْلِ إِذَا يَسْرِ[26]=او قسم پر شپه، چې كله (د ورځې د رڼا پر لور) روانېږي (چې ستا پالونكى ظالمانو ته په څارنځي كې دى)!))

*د قدر شپې اوږدوالى د ځمکې يوه بشپړه شپه ده، چې (٢٤) ساعته ده؛ نه دا چې په يوه ځانګړې ځاى او وخت او لوري پورې تړاو ولري؛ ‏لکه د کمکي ‏اختر ورځ ، چې د ځمکې يوه بشپړه ورځ ده.

*داچې د قدر پر شپه قرآن نازل شو او پرهمدې شپه د انسان تقدير هم ټاکل کېږي؛ نو کېداى شي خواله يې دا وي، چې د انسان برخليک په قرآن پورې تړلى وي،که د قرآن لاروي يې وکړه؛ نو نېکمرغه به وي؛ګنې بدمرغه به وي.

*حضرت ابوذرغفاري (رض) وايي: رسول الله ته مې وويل: آيا د قدر شپه د انبياوو په وخت کې هم وه او پر هغوى (امر) نازلېده او له نړۍ ‏تر تګ روسته یې په هغه شپه کې ( امر) نه نازلېږي ؟ آنحضرت (ص) ‏وويل: د قدر شپه ترقيامته ده[27].

*ښايي د قدر شپې د پټې پاتېدنې خواله په دې کې وي، چې خلک په نورو شپو کې هم عبادت ‏وکړي. څوک چې پرهماغه شپه پوه شوى وي، پېسمن – مغرور نشي ‏او څوک چې پرې پوه ‏شوى نه وي، له نورو شپو‏ نهيلى نشي.

*په روايتونو کې راغلي: د قدر پر شپه نېک کار د نورو ‏شپو په پرتله خورا ثواب لري[28].

 

 

 پېغامونه:

١_سپېڅليو چارو ته، سپېڅلى وخت وټاکئ. (لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ)

٢_وختونه يو شان نه دي، ځينې وختونه تر نوروغوره وي. (لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ)

 

((تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ= په هغه (شپه) كې پرښتې او “روح” د خپل پالونكي په اجازه د هر كار (د تقدير او اندازه كولو) لپاره كوزېږي. ))

 

 ټکي:

*امام صادق (رح) وپوښتل شو: آيا روح هماغه جبراييل دى ؟ امام صادق: جبراييل پرښته او روح تر پرښتې غوره دى او بيا يې دا آيت ولوست: ((تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ [29])).

*د قدر پر شپه د پېغمبراکرم پر زړه او د پاکلمني یا معصوم مشر او امام پر زړه د پرښتو په نازلېدو له اسمان سره د ځمکې، ملکوت سره د مُلک او له ماورا طبيعت سره د طبیعت اړيکې ټينګېږي.

 

د روح ډولونه

*هغه روح، چې د غوښتنو او شهوتونو سرچينه ده.

*هغه روح، چې د واک او یون – حرکت سرچينه ده، چې دا دوه روحونه د انسان او حيوان ترمنځ ګډ دي.

*هغه روح، چې د اختيار او اند ‏سرچينه ده، چې دا يوازې په انسان پورې ځانګړى دى.

*هغه روح، چې مازې عقل دى او د پرښتو وجودي جوهرجوړوي.

*هغه روح، چې تر پرښتو‏غوره دى او د قدر پر شپه له پرښتو سره نازلېږي. ‏

*په روايتونو کې راغلي دي: د امامت له نمښتیو – منکرانو سره د قدر په سورت استدلال وکړئ[30] . ځکه ددې سورت له مخې، پرښتې هرکال د قدر پر شپه نازلېږي، د پېغمبر اکرم پر ژوندون به هغه ته راتلې؛ نو تر هغه روسته به پر چا نازلېږي؟

 سپينه خبره ده، چې هر څوک د الهي پرښتو کوربه کېداى نشي؛ بلکې هغه هم بايد د پېغمبراکرم په څېر ‏معصوم وي او د بشر د ولايت چارې يې په لاس کې وي،چې دا کس بې له معصوم امام، بل څوک نشي کېداى، چې په دې وخت کې حضرت امام ‏‏مهدي دى، چې د قدر پرشپه پرښتې ورځي.

پرښتو ته په قرآن کې يوه کتنه

په هستۍ سمبالنې‏ چارو کې پرښتې د الهي احکامو پلي کوونکي دي. په قرآن شريف کې هرې ډلې پرښتو ته ځانګړې دنده ټاکل شوې، چې د هماغې دندې نامه پرې ايښوول شوې ده:

*النَّازِعَاتِ[31].

*الصَّافَّاتِ[32].

* لزَّاجِرَاتِ[33].

*النَّاشِرَاتِ[34].

* فَالْفَارِقَاتِ[35].

* فَالْمُدَبِّرَاتِ [36].

 *ځينې پرښتې ساتنې ته ګومارل شوي دي:

((وَإِنَّ عَلَيْكُمْ لَحَافِظِينَ[37]=او بېشكه پر تاسې څارونكي ګومارل شوي دي ))

*ځينې پرښتې له الهي اولياوو سره خبرې اترې لري؛ له ‏زکريا علیه السلام سره يې خبرې وکړې او ورته يې د حضرت يحیى زېرى ورکړ: ((فَنَادَتْهُ الْمَلآئِكَةُ وَهُوَ قَائِمٌ يُصَلِّي فِي الْمِحْرَابِ أَنَّ اللّهَ يُبَشِّرُكَ بِيَحْيَـى مُصَدِّقًا بِكَلِمَةٍ مِّنَ اللّهِ وَسَيِّدًا وَحَصُورًا وَنَبِيًّا مِّنَ الصَّالِحِينَ[38]= او چې کله هغه په محراب كې پر لمانځه ولاړ و؛ نو پرښتو ورغږ كړ: (( خداى د يحيى زېرى دركوي، هغه به د خداى كلیمه [=مسيح] تصديق كړي او لارښود به وي او له سركښو هوسونو به خوندي او له صالحو به پېغمبر وي.))

 او همدې پرښتو له حضرت مريم سره هم خبرې وکړې:

((وَإِذْ قَالَتِ الْمَلاَئِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللّهَ اصْطَفَاكِ وَطَهَّرَكِ وَاصْطَفَاكِ عَلَى نِسَاء الْعَالَمِينَ[39]= او ( درياد كړه) چې كله پرښتو وويل: ((مريمې! خداى ته غوره او پاكه كړې او د نړۍ پر ټولو ښځو يې غوره كړې يې.))    

 *په ځينو ځايونو کې پرښتو په جنګ کې د خداى له پلويانو سره مرسته کړې ده؛ لکه څنګه چې د بدر په غزا کې خداى درې زره پرښتې د مسلمانانو ملاتړ ته راولېږلې:

((إِذْ تَقُولُ لِلْمُؤْمِنِينَ أَلَن يَكْفِيكُمْ أَن يُمِدَّكُمْ رَبُّكُم بِثَلاَثَةِ آلاَفٍ مِّنَ الْمَلآئِكَةِ مُنزَلِينَ [40]= هغه وخت چې مؤمنانو ته دې ويل: (( ايا تاسې بسنده درته نه ده، چې خداى له (اسمانه) د درې زرو پرښتو په درلېږلو مرسته درسره وكړي ؟!))      

 *ځينو پرښتو ته له خلکو د ساه اخستو دنده ورکړه شوې ده:

((قُلْ يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ[41]= ووايه: (( پر تاسې، چې د مرګ پرښته ګومارل شوې ده، ستاسې (روح) اخلي، بيا به د خپل پالونكي پر لور بېرته وګرځول شئ. ))

*ځينو ته د عرش د چارو د سمبالولو دنده ورکړه شوې ده:

((وَالْمَلَكُ عَلَى أَرْجَائِهَا وَيَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّكَ فَوْقَهُمْ يَوْمَئِذٍ ثَمَانِيَةٌ[42] = او پرښتې به د هغه (اسمان) په څنډو كې وي (او د دندو د ترسره كولو لپاره چمتو كېږي) او پردې ورځ به اتو [پرښتو] ستا د پالونكي عرش پورته كړى وي.))

 *د پرښتو له امتيازاتو یې يو دا هم دى، چې تل د خداى عبادت کوي او نه ستړې کېږي، قرآن وايي:

((وَمَنْ عِندَهُ لَا يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِهِ وَلَا يَسْتَحْسِرُونَ[43]= او څوک [=پرښتې ] چې له الله سره دي، هېڅكله يې له عبادته سرغړونه نه کوي او نه ستړې كېږي. ))

((يُسَبِّحُونَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ لَا يَفْتُرُونَ[44]= شپه او ورځ (بې ځنډه) د خداى پاكي وايي اونه سستېږي. ))

 *د پرښتو يوه دنده مؤمنانو ته دعا او استغفار دى:

((تَكَادُ السَّمَاوَاتُ يَتَفَطَّرْنَ مِن فَوْقِهِنَّ وَالْمَلَائِكَةُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِمَن فِي الْأَرْضِ أَلَا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ( شوری/۵)= نژدى دى، چې اسمانونه (د مشركانو د ناروا تورونو له امله) له پاسه پرې وچوي او (حال داچې) پرښتې د خپل پالونكي په ستاینې سره پاكي وايي او د ځمكې اوسېدونكيو ته بښنه غواړي. خبر وسئ، چې په حقيقت کې يوازې الله ډېر بښونكى (او) لورين دى. ))

*ځينې د اسلام پر پېغمبر اکرم درود وايي:

((إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا[45]= په حقيقت كې خداى او پرښتې يې پر پېغمبر درود وايي (رحمتونه لېږي) مؤمنانو! تاسې هم پرې درود او سلام ووايئ او (فرمان ته يې) پوره تسليم وسئ. ))

* پرښتې درجې لري او ټولې په يوه کچه ‏نه دي:

(( وَمَا مِنَّا إِلَّا لَهُ مَقَامٌ مَّعْلُومٌ[46]) = او له موږ (پرښتو) هېڅوك نشته؛ خو (دا چې) هرې يوې ته ټاكلى ځاى په ګوته كړاى شوى دى. ))

*خداى چې ځينو انبياوو ته د نورو په پرتله غوره والى ورکړى؛ نو همداسې يې پرښتو ته هم غوره والى ورکړى دي:

((اللَّهُ يَصْطَفِي مِنَ الْمَلَائِكَةِ رُسُلًا وَمِنَ النَّاسِ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ[47]=خداى له پرښتو او خلکو استازي غوره کوي، بېشكه چې خداى اورېدونكى (او) ليدونكى دى. ))

* د ټولو پرښتو واک ‏يو له بل سره توپیر لري:

(( أُولِي أَجْنِحَةٍ مَّثْنَى وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ[48]) = خداى چې خلکو ته د کوم رحمت (ور) پرانځي؛ نو (بيا) يې څوك بندولاى نشي او هغه چې (څه) بند كړي؛ نو تر [بندولو] روسته څوک يې پرانستونکى نشته او هغه ناماتى سنجوونکى دى ))

*ځينې پرښتې فرمان وړونکې او ځينې فرمان ورکونکي دي؛ خو ټولې سپین لمنې – معصومې دي:

((مُطَاعٍ ثَمَّ أَمِينٍ[49]) = چې هلته یې (پرښتې حكم) مني (او) امين (هم) دى.))

*پر ټولو پرښتو ايمان په کار دى:

((آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللّهِ وَمَلآئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّن رُّسُلِهِ وَقَالُواْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ[50]= پر پېغمبر،چې څه د خداى له لوري نازل شوي دي، ايمان يې پرې راوړى دى ( او هغه په خپلو ټولو خبرو پوره مؤمن دى) او (هم) ټولو مؤمنانو پر خداى، پرښتو، كتابونو او پېغمبرانو يې ايمان راوړى دى (او وايي:) (( موږ د خداى د پېغمبرانو ترمنځ يوه ته هم پر توپير قايل نه يو (او پر ټو لو ايمان لرو)) او (مؤمنانو) وويل: (( موږ واورېدل او غاړه مو كېښووه. پالونكيه! ستا بښنې (ته سترګې پر لار يو) او درتګ (مو) يوازې همدا ستا لوري ته دى.))

*ترې نمښته- انکار، له خدایه د نمښتې ‏په څنګ کې راغلې ده: (( وَمَن يَكْفُرْ بِاللّهِ وَمَلاَئِكَتِهِ[51])

*پرښتې د خداى لښکر دى او له شمېره يې بې له الله بل څوک خبر نه دي:

((وَمَا جَعَلْنَا أَصْحَابَ النَّارِ إِلَّا مَلَائِكَةً وَمَا جَعَلْنَا عِدَّتَهُمْ إِلَّا فِتْنَةً لِّلَّذِينَ كَفَرُوا لِيَسْتَيْقِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَيَزْدَادَ الَّذِينَ آمَنُوا إِيمَانًا وَلَا يَرْتَابَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَالْمُؤْمِنُونَ وَلِيَقُولَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَالْكَافِرُونَ مَاذَا أَرَادَ اللَّهُ بِهَذَا مَثَلًا كَذَلِكَ يُضِلُّ اللَّهُ مَن يَشَاء وَيَهْدِي مَن يَشَاء وَمَا يَعْلَمُ جُنُودَ رَبِّكَ إِلَّا هُوَ وَمَا هِيَ إِلَّا ذِكْرَى لِلْبَشَرِ[52]= (( او موږ د دوزخ چارواکي يوازې (د عذاب) پرښتې ګرځولي دي او موږ يې شمېر يوازې كافرانو ته ازمېښت ګرځولى دى، چې كتابيان [= يهود او نصارى] يقين پيدا كړي او د مؤمنانو ايمان زيات شي او كتابيان او مؤمنان (ددې اسماني كتاب په حقانيت كې) شكمن نشي او ددې لپاره، چې د زړونو ناروغان او كافران ووايي چې: (( له دې شمېره(=١٩) د خداى څه منظور دى؟)) په دې توګه د خداى، چې چاته خوښه شي (د هغو د كړنو له امله يې) بېلارې كوي او چې چا ته يې خوښه شي (او وړ يې وبولي) سمه لار ورښيي او ستا د پالونكي د لښكرو [پرشمېر] يوازې هغه پوهېږي او دا (آيتونه) انسانانو ته بې له پنده بل څه نه دي.))

*او که کله یې هم د شمېر په باب خبره کېږي؛ لکه دا آيت ((عَلَيْهَا تِسْعَةَ عَشَرَ [53]=چې وايي: د دوزخ پرښتې نولس دي))؛ نور دليلونه لري؛ نه داچې د ځواک د نه درلودو له لامله وي.

 *پرښتې د خداى مطلق اطاعت کوي او د هرڅه دنده، چې ورکړه شي، سرغړونه ترې نه کوي:

((لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ[54])

*هغوى د خداى له حکم ځنې نه مخکې کېږي او يوازې د هغه فرمان پلى کوي:

 ((لَا يَسْبِقُونَهُ بِالْقَوْلِ وَهُم بِأَمْرِهِ يَعْمَلُونَ[55]) = په خبرو كې پر هغه نه ورمخكې كېږي او (تل) يې امر عملي كوي. )) 

 *اطاعت یې‏ د پوهې او تقوا له مخې دی او په اطاعت کې ځانګړى چار غوره نه ګڼي‏؛ بلکې کوم کار، چې ور وسپارل شي، هماغه ‏کوي:

(( يَخَافُونَ رَبَّهُم مِّن فَوْقِهِمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ[56]) =(او) هغوى (يوازې) د خپل واكمن پالونكي (له مخالفته) وېرېږي او څه چې ورته حكم كېږي، هماغسې كوي.))

*پېغمبراکرم وايي: ((پرښتې له رڼا پيدا شوى دي[57]. او خداى هېڅ موجود د پرښتوهومره نه دی پيدا کړی[58]. ‏

*امام صادق وويل: پرښتې خوراک څښاک او کوروالى نه کوي[59].

 

پېغامونه:

١_پرښتې یوازې د الله په اجازې ‏کار کوي. (تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ…. بِإِذْنِ رَبِّهِم)

٢_ پر قدر شپه د تقدير ټاکنه د پرښتو په راتګ او شتون کې ټاکل کېږي. (تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ………… مِّن كُلِّ أَمْرٍ)

٣_ پر قدر شپه د چارو د تقدير ټاکل د الهي ربوبيت يوه څنډه ‏ده.( بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ).

 

 

((سَلَامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ= دا (شپه) تر سباوونه (بركت، لورنه او) سلامتيا ده!))

 

ټکي:

*په قرآن کې “سلام” د الله  له نامو یوه نامه ده. ((هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ….[60]))

* په دې آيت کې له “سلام” څخه مطلب د قدر پر شپه پر بندګانو د خداى ځانګړى رحمت دى، چې ورپسې سلامتيا، رحمت او ډېر برکتونو دي‏، چې ‏ د عذاب لارې بندوي؛ ځکه پر هغه شپه د شيطان وسوسې له کاره غورځېږي[61].

*پر قدر شپه پرښتې ځمکې ته راکوزېږي او پر هغې ښځې او سړي سلام وايي، چې پر عبادت بوخت وي[62]؛لکه څرنګه چې د قيامت پر ورځ هم د سلام په ويلو ‏د جنتيانو هرکلي او ښه راغلاست ته ورځي:

((عَلَيْكُمْ طِبْتُمْ فَادْخُلُوهَا خَالِدِينَ[63]= پر تاسې دې سلام وي! ښه راغلاست؛ جنت ته ورننوځئ او همېشه همدلته وسئ!))

 

 پېغامونه:

١_ د قدرشپه د انسان د ‏فکر او روح روغتيا او د سلام خداى پر لوري د سپېڅلتيا شپه ده.( سَلَامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ)

٢_ د قدرشپه د رحمت شپه ده او په توبه کړاى شو، د خداى رحمتونه ځان ته رامات کړو.( سَلَامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ)

٣_ د چارو تقدير د خداى له لوري د بشر د نېکمرغۍ پر بنسټ دى؛ خو داچې بشر ‏پخپله ځان بدمرغه کړي. (سَلَامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ)

 

سرچینه : نور تفسیر

 

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی

 

 

[1] ( وسایل ۶/ ۷۹)

[2] (نور الثقلین تفسیر) ‏

 

[3] (وسایل ۱۰/ ۳۶۰)

[4] (انعام/۹۱)

[5] ( طه/۴۰)

[6] ( طلاق/۷)

[7] (حجر/۲۱)

[8] (مؤمنون/۱۸)

[9] (رعد/۸)

[10] (رحمن/۵)

[11] (دخان/۴)

[12] (وسایل ۳/ ۳۰۷)

[13] (بحار ۹۵/ ۱۶۹)

[14] (بحار ۹۴/ ۱۰)

[15] ( د مجمع البیان تفسیر)

[16] (وسایل ۸ /۲۰ ) ‏

[17] ( بقره/ ۵۱)

[18] (الذاریات/۱۸)

[19] (اسراء/ ۱)

[20] (اسراء/ ۷۹)

[21] (مزمل/۲)

[22] ( آل عمران/ ۱۱۳ )

[23] (انسان/ ۲۶)

[24] (تکوير/۱۷)

[25] (مدثر/۳۳)

[26] (فجر/۴)

[27] (د برهان تفسیر).

[28] ( من لا یحضر ۲/ ۱۵۸)

[29] ( د برهان تفسیر)

[30] ( د نور الثقلین تفسیر‏)

[31] (نازعات/۱)

[32] (صافات/۱)

[33] (صافات/۲)

[34] (الناشرات/۳)

[35] (الناشرات/۴)

[36] (نازعات/۵)

[37] (انفطار/۱۰)

[38] (آل عمران/۳۹)

[39] (آل عمران/۴۲)

[40] (آل عمران/۱۲۴)

[41] (سجده/۱۱ )

[42] (حاقه/۱۷)

[43] (انبياء/۱۹)

[44] (انبیاء/۲۰)

[45] ( احزاب/۵۶)

[46] صافات/۱۶۴)

[47] (حج/۷۵ )

[48] (فاطر/۲)

[49] (تکوير/۲۱)

[50] (بقره/ ۲۸۵ )

[51] ( نساء/۱۳۶)

[52] ( مدثر/۳۱)

[53] (مدثر/۳۰)

[54] (تحريم/ ۶)

[55] (انبياء/۲۷)

[56] ( نحل/۵۰)

[57] ‏(اختصاص ۱۰۹ مخ‏)

[58] ( قمي تفسیر۲/ ۲۶۰)

[59] ( بحار ۵۶/ ۱۷۴)

[60] ( حشر/۲۳)

[61] ( د المیزان تفسیر)

[62] ( د مجمع البیان تفسیر‏)

[63] ( زمر/۷۳)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!