تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین په نامه د څښتن تعالی د توحید چې علت دې د عللو ستا وجود   ده هم ستا نه کارخانه د هست وجود هر یو څیز دی مجموعه ستا د صفاتو یې هم ته د هر وجود سره موجود چې نزول واحدیت وته تا وکړه په دنیا […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین په نامه

د څښتن تعالی د توحید

چې علت دې د عللو ستا وجود  

ده هم ستا نه کارخانه د هست وجود

هر یو څیز دی مجموعه ستا د صفاتو

یې هم ته د هر وجود سره موجود

چې نزول واحدیت وته تا وکړه

په دنیا د امتیاز کې شوې معبود

تجلي دې د وحدت چې په چا وشوه

هغه وايي بل مې نشته دی مقصود

چې نقطه احدیت دې چا محسوس کړه

بې له تا به بل څوک نه ګڼي موجود

هم معبود یې هم مقصود یې هم موجود یې

دا په دې چې ته له وصفه یې ودود

که شاهد او که مشهود وې بې له خلقه

پس له خلقه هم شاهد شوې هم مشهود

که هژده هزار عالمه دې حجاب شي

په اتلس زره رنګ دی نمود

ای هغه چې ستا افکار هم یو اقرار دی

ای هغه چې ستا عدم هم دی وجود

ستا د هست همه اثر دې چې ښکارېږي

په هستۍ کې حرکت دی که جمود

په رنګ رنګ دې چې ثنا کېږي راضي یې

دا یهود! او نصاری! او دا هنود

دهریت شي چې عرفان له حده تېر شي

ګویا شي له ډېره رشکه نه حسود

چې نعمت له حده واوړي زړه پرې تنګ شي

رنګ د زیان پیدا کوي چې ډېر شي سود

د مخلوق د دل تنګۍ په یک رنګۍ کې

په کثرت د رنګ یې وي د زړه ګشود

چې نه ستا نه څوک جدا دي نه ترې ته یې

بې نیازه څوک مقبول او څوک مردود

امتیاز د نیکو بدو خو زما دی

ګڼي دود څه د ګنډير او څه د عود

د رحمت صیقل دې شته دی امیدوار یم

دی مرات مې د هستۍ ګناه آلود

وسیله مې محمد او اهلبیت یې دي

شته امید چې عاقبت مې شي محمود

دهغوی د مینې اور مې دې تازه وي

د لوګي په څېر یې ته مه کړې مفقود

ستا قانون ته چې فطرت یې سرنګون دی

عفویه بویه که حمزه نه کړي سجود

چې کله څوک د تحقیق او څېړنې له مخې د ښیون پر لار پښه ږدي او د تقلید هوډ نلري، په لومړۍ درجه کې باید ځان یې له ناسمو زړه تړاوونو خوشې کړی وي؛ ځکه په بېلابېلو پړاوونو کې به، دا زړه تړنې لوټماري وکړي او په ځان ناخبرۍ کې به د انسان څېړنه او اندنه هغه لوري ته ور کږه کړي چې د مخکېنیو لېوالتیاوو مخوونکي یې وي، داسې چې وګړی خپلو هوسونو ته د خیر او صلاح جامې وراغوندي او انګېري چې اطاعت او عبادت کوي.

فَرِيقًا هَدَى وَفَرِيقًا حَقَّ عَلَيْهِمُ الضَّلَالَةُ إِنَّهُمُ اتَّخَذُوا الشَّيَاطِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ مُهْتَدُونَ[1]= يوې ډلې ته يې سمه لار ورښوولې ده او پر بلې ډلې (چې وړتيا يې نه درلوده) بېلاري ثابته شوې ده؛ (ځكه) دوى د الله پرځاى شيطانان (خپل) پالندويان نيولي او انګېري، چې پر سمه لار يو.

نباید د پایلې په نقد کې انګېزو ته پام وشي

د اندیالو د نظریاتو د نقد لپاره یې څوبتیاوو، لېوالتیاوو او انګېزو ته ورمخه کولای نشو؛ بلکې په ورمندون (قضاوت) کې یې باید یوازې دلایلو ته ورپام وکړو. په بله وینا هېڅ اندیال ته ویلای نشو، داچې نظر مو له پلانی څوبتیاوو او زړه تړنو راولاړ شوی؛ نو مردود او نامنلی دی؛ د اندنو رد یا منل یې د دلایلو د څېړنې په ښکیل کې دی او د اندیالانو په اروایې انګېزو، غوښتنو او هوسونو کې پلټنه د اندنو د څېړنې ډېره ناسمه لار ده، دا هماغه څه دي چې د نیت (انګېزې) او پایلې (انګېختې) ګډوله ورته وایو. کله نیت ښه وي؛ خو یېبره (محصول) او پایله یې ناسمه وي او کله اپوټه نیت ناسم دی؛ خو پایله یې سمه ده. په دې توګه له اخلاقي او منطقي پلوه یې یو له بل سره نښلولای نشو.

د «راسل» په څېر کسانو ته، چې ګروهن ول، پر الله تعالی ګروهه د انسانانو له ناپوهۍ او ډاره راولاړه شوې، همدا وایو، که څه شونې ده ناپوهۍ او ډار انسانان الله تعالی ته ورمتوجه کړي وي؛ خو دا نیت په پایلې پورې هېڅ تړاو نلري؛ یعنې، ددې ادعا په سموالي کې چې یو الله تعالی شته، څه ټکه او شک نه پیدا کوي. د نیت او پایلې د منطقي توپیر او بېلتون (انفصال) مانا همدا ده.

که انسانانو د رنځورۍ یا له مرګه د ډار له لامله د طب علم رادبره کړی وي؛ نو د طب علم، بد علم کېږي نه. ددې علم نیت، رنځوري ده او رنځوري هم نامطلوب او پیکه چار دی؛ خو د طب علم بد او پیکه نه دی. ښایي د ښو کارونو په کولو کې د ډېری خلکو نیت بد او ټیټ وي؛ خو دا نیت د پایلو ښکلا او ټولمنلی توب نه ټکنی کوي.

لقمان هم ادب له بې ادبو زده کړ او یو شمېر پاچایانو د خپلې نامې، ځانښوونې او د شهواتو مړولو لپاره، ښه ماڼۍ، لویی لویی جوماتونه او مهم کتابتونونه جوړ کړي دي؛ نو د یو اندیال د نیتونو، زړه تړاوونو او لېوالتیاوو په پار یې کړنې یا اندنې تر پوښتنې لاندې نیوای نشو، و یې غندو او رد یې کړو؛ خو وګړه او شخصیت یې کړای شو. اغراض او موخې د هر چا د شخصیت نښه ده او پلید اغراض د پلید شخصیت زوکړه ده. له همدې لامله له چا ځنې د ښیون لپاره لاروي ددې له وګړې، موخو، اغراضو، غوښتنو او هیلو سره پوره تړاو لري؛ نوځکه ناپاکان خپل لارښوونکي کولای نشوو، چې پر خبرو یې عمل وکړو؛ خو البته لکه چې و مو ویل، د نظریاتو او ویناوو پرېکړه او حکم بل څه دی.

د ښیون موندنې پر وخت، د نیتونو ډول په ځانګړو پایلو پای ته رسي

حضرت علي کرم الله وجهه وايي:

الْحِكْمَةُ ضَالَّةُ الْمُؤْمِنِ فَخُذِ الْحِكْمَةَ وَ لَوْ مِنْ أَهْلِ النِّفَاقِ[2]

«حکمت د مومن ورکه ده؛ نو ترلاسه یې کړﺉ، که څه، له منافقه سره وي»

 [ځکه د وګړي منافقوالی یې، حکمت نه ټکنی کوي. ]

په واقع کې منافق د حکمت نامشروع مالک دی او باید ترې واخستل او اصلي خاوند ته ور وسپارل شي؛ نو نباید په حکمت کې یې ټکې وکړو.

د شرک نفې او د توحید په منلو سره د پېښو په تعارض ښه پوهېدای شو

 دویم: د علي کرم الله وجهه په کلام کې مو دویم ټکی دا ولوست که د نړۍ په پېښو او حرکاتو کې کوم ټکر او د خیر و شر ترمنځ څه مخامخېدنه مشاهده کېږي؛ نو ستونزه یې ځان ته د شرک په نفې را اسانولای شو.

توحید، انسان د شر ستونزاوارۍ ته ورنژدې کوي: که فرض مو پر دې وي چې پر هستۍ یو فاعل واکمن دی؛ نو بېلابېلې او په ظاهر ناسازګاره کړنې یې یو له بل سره په تړاو انځورولای شو او هم شر او پیکه پېښې د خیر د پېښو هومره د الله تعالی د نهايي موخې په تامین کې لازمې ګڼلای شو؛ لکه د خیاط (ګنډونکي) په څېر چې کله څېرول کوي او کله ګنډل او که څوک یې په بېلابېلو وختونو کې وڅاري، شونې ده کړه وړه یې ضد و نقیض و مومي؛ خو څوک چې ټولې کړنې او حرکات یې په پرله پسې وختونو کې وڅاري؛ نو مومي چې کړنې یې په ټکر کې نه دي؛ بلکې ټولې په یوه بهیر کې یو له بل سره هملاسي، همزړي او همغږي دي.

د فاعل وحدت د فعل وحدت راښیي نه اپوټه

البته حکیمانو هم ویلي چې د هستۍ پېښې یو له بل سره تړاو لري، یو د بل ملازمې دي، یا یوه له بلې زیږي؛ خو خپله د افعالو او کړنو له لارې یې یووالی زبادولای نشو؛ بلکې د فاعل په وحدت د فعل د وحدت پایله ترلاسه کولای شو. د همدې دلیل له مخې مې وویل ښایي دا طریقه تر نورو طریقو- چې حکیمانو د شر ستونزاواري ته خپله کړې وه – غوره وي.

د انسان مختاریت د الهي تقدیر یوه برخه ده

د مخکېنیو بحثونو په لړ کې، دا پوښتنه اوڅارېږي، که په طبیعي پېښو کې د شر ستونزه هواره کړو؛ نو اختیارمن فاعلان چې کو مې ستونزې راولاړوي او یو پر بل ظلمونه کوي، نو په اړه یې څه ووایو؟ ایا د اختیارمنو فاعلانو فعل هم د الله تعالی فعل دی؟ دا مساله – لکه چې دلته مې څو ځل له مختلفو اړخونو اوڅار کړې – د تقدیر او جبر و اختیار همېشنی پوښتنی ته ورګرځي. زه دلته په لویی لاس فني فلسفي بحثونو ته له ورننوتو ډډه کوم او یوازې دې ټکي ته اشاره کوم چې د انسان مختارتوب د الهي تقدیر یوه برخه ده. الله تعالی را ته د اختیار په راکولو سره خپل اختیار محدود کړی نه دی او پر خپل تقدیر یې استثنا راوړې نه ده.

 ځینې ګروهن دي چې د الله تعالی د تقدیر ډګر، ډګر ته زموږ د اختیار د راوتو تر بریده دی؛ خو باید ووایو چې الهي حتمي تقدیر کله هم او په هېڅ ځای کې نه ډېلېږي؛ نوځکه بې له دې هره انګېرنه له عقل او نقل (روایات او قرآن حکیم) سره اړخ نه لګوی. فلسفي عقل هم همدا مطلب راښیي؛ هر څه د الله تعالی په ارادې او تر تقدیر لاندې یې دي او هېڅ پېښه او موجود (اوچترین او عالي موجودات که پېغمبران، پرښتې او اسفهبدیه انوار دي تر راټیټو موجوداتو پورې چې د حکیمانو په ګروهه هیولا دي) د الله تعالی له حکم او تقدیره مستثنی نه دي[3].

ټول مطلب په دې کې دی چې اختیاري فعل، نامقدر فعل نه دی؛ الهي مدیریت دغسې غواړي چې یو شمېر موجودات په اختیار عمل وکړي. په رښتینه کې د انسان په اختیارتوب الهي تقدیر روانېږي؛ نوځکه مقدره وه چې ځینې په خپل اختیار ظلم کوي یا ښه کار کوي. دا د الله تعالی تقدیر و چې مختار فاعلان پیدا شي او همدې تقدیر ایجاب کړه چې په نړۍ کې هم ښه (خیر) چار وشي او هم بد (شر). نو هېڅ څیز د الهي اختیار له کړۍ وتلی نه دی او موږ هم په خپله اختیار مختار شوي نه یو او ان که وغواړو، اختیار ونه لرو، وس یې نلرو؛ نه په اختیار مختار یو او نه یې په اختیار له ځانه سلبولای شو. موږ مجبور یو چې مختار اوسو؛ په مختارتوب کې دا اجبار هم الله تعالی راکې ایښی دی او په حکمت یې هم پخپله الله تعالی پوهېږي.

موږ د هستۍ مدیران نه یو او په نړۍ کې خدايي نه کوو. زموږ کار بندګي ده. نه په خپل اختیار دنیا ته راغلي یو او نه مو په خپل اختیار خپلې ارېزې ځانګړنې او اوصاف ترلاسه کړي. زموږ د اختیار او وس کړۍ ډېره تنګه ده؛ نوځکه ویلای شو چې په هستۍ کې ټولې کړنې او افعال، که طبیعي پېښې وي او که د مختار فاعلانو ښې او بدې چارې، له یوه فاعله راولاړېږي او هېڅ موجود ددې واحد فاعل د اختیار له کړۍ دباندې قدم نه دی ایښی[4].

خو دا په دې مانا نه ده چې انسانان په خپلو کړنو او افعالو کې مجبور دي؛ بلکې دوی په خپل اختیارتوب کې مجبور دي. او دا اختیارتوب له مواخذې او سزا، عذاب او ثواب سره سازګار دی. الله تعالی پوهېده چې انسانانو ته د اختیار د ورکړې مقتضی یا غوښتنه دا ده چې دا مختار فاعلان کله پر سمه او کله پر کږه لار ولاړ شي او الله تعالی په دې اختیار او له ټوله یې چې کومه پایله راولاړېږي، رضایت او خوښي درلوده.

الهي تقدیر د الله تعالی راز دی

د الهي تقدیر قضیه همدا ده او تردې ډېرې خبرې کول پکې روا نه دي او د علي کرم الله وجهه په خبره، تقدیر د الله تعالی راز دی او نباید په تکلف ددې راز راسپړولو ته اقدام وکړو[5].

د علي کرم الله وجهه د کلام لړۍ غځوو:

وَ اعْلَمْ يَا بُنَيَّ أَنَّ أَحَداً لَمْ يُنْبِئْ عَنِ اللَّهِ سُبْحَانَهُ كَمَا أَنْبَأَ عَنْهُ الرَّسُولُ (صلى الله عليه وآله) فَارْضَ بِهِ رَائِداً وَ إِلَى النَّجَاةِ قَائِداً فَإِنِّي لَمْ آلُكَ نَصِيحَةً وَ إِنَّكَ لَنْ تَبْلُغَ فِي النَّظَرِ لِنَفْسِكَ وَ إِنِ اجْتَهَدْتَ مَبْلَغَ نَظَرِي لَكَ

« زويه، پوه شه! هېڅوک د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم په څېر له الله تعالی خبر نه دى؛ مشري يې او ژغورنې ته لارښوونه يې ومنه، په رښتینه کې مې دې په ورم کې څه لنډون نه دى کړى او چې څومره هڅه وکړې چې ځان سم کړې؛ خو د خپل پلار په څېر کېداى نشې. »

علي کرم الله وجهه تردې مطلب روسته د الله تعالی وحدت ته یو دلیل یادوي چې د حکیمانو د دلایلو په څېر نه دی؛ دا یو ساده عقل منلی او استقرایي شبهی دلیل دی:

وَ اعْلَمْ يَا بُنَيَّ أَنَّهُ لَوْ كَانَ لِرَبِّكَ شَرِيكٌ لَأَتَتْكَ رُسُلُهُ وَ لَرَأَيْتَ آثَارَ مُلْكِهِ وَ سُلْطَانِهِ وَ لَعَرَفْتَ أَفْعَالَهُ وَ صِفَاتِهِ وَ لَكِنَّهُ إِلَهٌ وَاحِدٌ كَمَا وَصَفَ نَفْسَهُ

« زويه! پوه شه، که خداى شريک درلوداى؛ نو استازي به يې راتلل او د ځواک اثار دې يې ليدل او کړه وړه او صفات دې يې پېژندل؛ خو څښتن لکه څنګه چې خپل ځان ستايلى، يوازې ايکې يو خداى دى »

ددې استدلال ظاهر ساده دی او له ځانګړي ټینګښت هم برخمن دی؛ خو فلاسفه او متکلمانو یو هم له دې لارې، د واجب الوجود وحدت زباد کړی نه دی. البته د نهج البلاغې په نورو ځایونو کې د الله تعالی پر وحدت او د څښتن تعالی پر توصیف دلایل راغلي چې د فلسفي دلایلو رنګ لري. لکه:

بِتَشْعِيرِهِ الْمَشَاعِرَ عُرِفَ أَنْ لَا مَشْعَرَ لَهُ وَ بِمُضَادَّتِهِ بَيْنَ الْأُمُورِ عُرِفَ أَنْ لَا ضِدَّ لَهُ[6]

«په انسان کې یې د ادراک قوې په وراېښوولو، معلومه شوه چې هغه ته د ادراک کوم مرکز نشته او داچې ځینې ښکارندې یې د یو بل ضد وپنځولې؛ نو هغه ته د ضد نشتون ترې پوهېدل کېږي»

د څښتن تعالی د توحید په باب په بېلابېلو ډولونو استدلال شوی دی

 دغسې فلسفي څرګندونې، را روسته یو شمېر فلاسفه وو ته د الهام وړ شوې او د نهج البلاغې په پیلامه کې د الهي ذات د نامحدودوالي او لایتناهي توب له لارې د الله تعالی د وحدت پر بنسټ دغسې استدلالات ترې راغلي دي:

فَمَنْ وَصَفَ اللَّهَ سُبْحَانَهُ فَقَدْ قَرَنَهُ وَ مَنْ قَرَنَهُ فَقَدْ ثَنَّاهُ وَ مَنْ ثَنَّاهُ فَقَدْ جَزَّأَهُ وَ مَنْ جَزَّأَهُ فَقَدْ جَهِلَهُ وَ مَنْ جَهِلَهُ فَقَدْ أَشَارَ إِلَيْهِ وَ مَنْ أَشَارَ إِلَيْهِ فَقَدْ حَدَّهُ وَ مَنْ حَدَّهُ فَقَدْ عَدَّهُ[7]

«نو څوک چې خداى د مخلوقاتو په صفت وستايي؛ نو له يوه څه سره به يې ورنژدې کړى وي (؛ يعنې خداى ته به يې سيال انګېرلى وي) او له يوه څیز سره د خداى له ورنژدې کولو ځنې دوه خدايان اوڅارېږي، د دوه خدايانو په اوڅارولو اجزاوې ورته انګېرلېږي او خداى ته د اجزاوو په انګېرلو هډو پېژندل شوى نه دى او څوک چې الله تعالی ونه پېژني لور ته يې اشاه کوي او چاچې اشاره وکړه؛ نو محدود کړى يې دى او څوک یې چې محدود کړي، هغه به يې شمېرلى وي[8]»

ځکه د محدود موجود تر څنګ په سلګونو نور محدود موجودات ځای نیوای شي؛ خو کله چې یو موجود بې بریده او لایتناهي فرض کړﺉ؛ نو تر څنګ یې دویمنی موجود فرضولای نشئ، دا مطلب یو فلسفي بنسټ دی:

صرف الوجود الذی لا اتم منه کلما فرضت له ثانیا فاذاهو هو

«هغه موجود چې تر ده بل کاملتر او ښه پوره موجود نه وي، که دویمنی ورته فرض کړې، و به وینې چې دا دویمنی هماغه ړومبی دی. »

یعنې که یو څیز ښه پوره او کامل و؛ نو دویمي به ونشي درلودای، البته په دې شرط چې په رښتوني ښه پوره وي.

بده نه ده چې دلته دې فرعي او ادبي ټکي ته اشاره وکړو چې نه یوازې کاملترین (ښه پوره) موجود، ساری نلري؛ بلکې که کله یو څیز د عالي صفت په نښه یاد شي، نو په څېر یې د دویمي موجود فرض شونی نه دی. په ورځپاڼو او کتابونو کې یو له دودېزو غلطیو ځنې دا دی چې لیکي: دا شعر، له ښکلیو ترینو اشعارو، یا پلانی له لوی ترینو عالمانو او پلانۍ پېښه له بې مخینه ترینو پېښو ځنې ده. په دې مواردو کې نباید دې شعر، دې وګړي او دې پېښې ته ساری وي، حال دا، دغسې نه ده؛ نو سمه دا ده چې ووایو: دا ښکلی شعر، یا پلانی له لویو عالمانو او یا دا بېسارې پېښه. د دغسې تېروتنو شتون اذهان ټکني کوي؛ ځکه انسان پر دې ګومان اخته کوي چې شونې ده څو ښکلي ترین، عالمان ترین او بې ساري ترین به شتون ولري. له دې به تېر شو چې د مفهوم له پلوه خپله «بېساري ترین = بې نظیر ترین» غلط دی، دا خو لا څه چې ووایو «یو له بې نظیر ترینو ځنې»!!.

هو، په اسلامي ښوونو کې د الله پر ایکي یو توب، یو له ډېرو مهمو استدلالونو ځنې د ‌ذات کامل ترینوالی یې دی.

په قرآن حکیم کې هم د الله ایکي یو توب ته یو بل دلیل هم شته.

لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا[9]= كه په دوی (اسمان او ځمكه) كې بې له “الله” نور خدايان هم واى؛ نو هرومرو به (د اسمان او ځمكې) د واړو (نظام) ويجاړ شوى واى.

د هستۍ نظم د واحد الله د شتون معلول او زېږنده ده

یعنې په کایناتو کې دا نظم، انسجام او ټینګښت د الله د ایکي یو توب معلول دی. ددې آیت په څرګندولو کې د اندیالو ترمنځ اختلاف و، ساده ذهنو دا آیت دغسې څرګنداوه چې که په یوې کارخوني کې څو مدیران وي، هر یو به د بل پرخلاف امر کوي، په پایله کې چارې له نظمه وځي. په هستۍ کې هم که د طبیعت هر قوت لکه: باران، وریځ، لمر او. . . . . . . ته یو الله تعالی وي؛ نو تعارض او ټکر او په پای کې فساد رامخې ته کېده[10]. فساد دلته دقیقاً د خپرې ورېدو او له منځه تلو پر مانا دی. ددې استدلال پر وړاندې یوې ډلې ویلي، د خدایانو جګړې ته څه انګېزه او نیت و؟ کم عقله او هوسي موجودات یو له بل سره شخړه کوي؛ خو خدایان چې د فرض او تعریف له مخې، واجب الوجود او حکیمان دي[11]؛ نو ولې شخړه وکړي چې په پایله کې هستي ویجاړه شي؟ لږ تر لږه د شخړې نه کولو احتمال یې وي او دا د قرآن حکیم له خبرې سره په ټکر کې دی چې وایي که څو خدایان وي «هرو مرو[12]» ګرده نړۍ به ویجاړه شي.

دې پوښتنې ته په ځواب کې، ځینو حکیمانو له آیته بله څرګندونه کړې چې لنډیز یې دا دی، یو معلول څو تام علتونه درلودای نشي. هر معلول یوازې یو علت لري او پر یو معلول د څو تامه علتونو توارد محال دی او که فرض محال دغسې توارد ترسره شي؛ نو هغه معلول به موجودیت پیدا نکړي. نو هستۍ ته یوازې یو علت انځورولای شو[13].

په قرآن حکیم او دیني معارفو کې د څښتن تعالی د وحدت لپاره نور دلایل هم راغلي؛ خو د فلاسفه و دلیل- چې د واجب الوجود والي له لارې، د الله تعالی د ذات پر یوالی استدلال کوي- ډېر د یوناني فلسفي د اندنو سبک او سیاق لري او په دیني ښوونو کې دغسې برهان نشته.

د الله تعالی تعالی پر وحدت د علي کرم الله وجهه دلیل

 که الله تعالی شریکباڼی درلود؛ نو له لوري یې پېغمبر راته؛ خو د علي کرم الله وجهه برهان بل ډول دی. په ساده ژبه خپل زوی ته وايي، که الله تعالی ته شریکباڼی وای، له لوري یې هم پېغمبران راتلل او د هغه الله تعالی افعال او صفات هم پېژندل کېدل؛ خو داچې ټولو پېغمبرانو، یو الله تعالی په واحدو صفاتو تبلیغ کړی؛ نو مومو چې په هستۍ کې له یوه خالق څخه ‌ډېر نشته. په قرآن حکیم کې هم په غیر مستقیم ډول دې مطلب ته اشاره شوې ده:

إِنَّا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ كَمَا أَوْحَيْنَا إِلَى نُوحٍ وَالنَّبِيِّينَ مِنْ بَعْدِهِ وَأَوْحَيْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَعِيسَى وَأَيُّوبَ وَيُونُسَ وَهَارُونَ وَسُلَيْمَانَ وَآتَيْنَا دَاوُودَ زَبُورًا[14]= په رښتيا موږ تاته هماغه وحې کړې چې نوح او تر ده روسته پېغمبرانو ته مو وحې کړې وه او (همداراز) موږ ابراهيم، اسماعيل، اسحاق، يعقوب او اولادې ته یې او عيسى، ايوب، يونس، هارون او سليمان ته وحې کړې وه او داوود ته مو زبور وركړی و.

او په بل ځای کې راغلي:

وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ[15]= او په يقين چې تا او تر تا مخكې پېغمبرانو ته وحې شوې ده: كه شرك دې وكړ؛ نو (ټولې) كړنې دې تباه كېږي.

او همدغسې په شوری سورت کې د ادیانو د پیوستون په اړه ویل شوي:

شَرَعَ لَكُمْ مِنَ الدِّينِ مَا وَصَّى بِهِ نُوحًا[16]= داسې دين یې دروټاکه، چې نوح ته یې دهغه سپارښتنه كړې وه.

یعنې ټول پېغمبران د نبوت او پېغام اخستې په مقام کې سره خپلوان او روڼه دي.

لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْ رُسُلِهِ[17]= د خداى د استازیو ترمنځ يوه ته هم پر توپير قايل نه يو.

د امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه د برهان مانا

د پېغمبرانو ترمنځ توپیر نه کول څو ماناوې لري. یو داچې ټولو ته یو رنګ درناوی لرو، دوم داچې پېغمبرانو یو پېغام درلود، درییم داچې ټول پېغمبران د یوه الله تعالی له لوري راغلي وو او په نړۍ کې یو روڼ، پاک او یو رنګ بهیر بهولی دی او ټول یې پکې مینځلو ته وربللي دي؛ یعنې پېغمبرانو څو خبرې او څو حکمونه موندلي نه دي او انسانان یې څو لوریو ته نه راښکودل. دا هماغه تاریخي ټکی دی چې علي کرم الله وجهه پرې ګوته ایښې او د الله تعالی وحدت یې ترې ګتنه کړی دی. د تاریخ په اوږدو کې، ډېر او ډول ډول پېغمبران راغلي؛ ځینو کتاب درلود او اولوالعزم ول او ځینو هم کتاب نه درلود او د مخکېنیو پیغمبرانو شرایع یې تبلیغول.

خو ګډ ټکی یې دا و چې وحیاني او روحي تجربه یې درلوده او ټولو د یوه الله تعالی له لوري خبرې کړي. که له انبیاوو- چې عارفان د اهل معرفت او الهام سرحلقه دي- راټیټ شو، په عارفانو کې هم دغسې نظري وحدت موجود و.

دا ټکی د سوچ وړ دی چې کله د طبیعت د قوانینو پر سر د طبیعت پېژاندو عالمانو له توافقه پایله اخلو چې عالمان هر یو له خپل ځانګړي طبیعته خبرې نه کوي؛ بلکې ټولو ته یو طبیعت او قانون شته، آیا ویلای نشو چې د پاسنۍ نړۍ په اړه د عارفانو او پېغمبرانو روحي تجربې – له ډولادولی سره سره یې – دا حقیقت څرګندوي چې دې ټولو له دې نړۍ ورهخوا عالم سره، تماس درلود. هغو کسانو چې د مسیحي، مسلمانو، او ان بودايي او هندو عارفانو په اړه څېړنې کړي، په دې ټکي متفطن او یقیني شوي چې ته وا ټول عارفان په یو ګلبڼ کې راټول شوي او ورته ګلونه یې بوی کړي؛ نوځکه یې خبرو لږ و ‌‌ډېر یو رنګ او بوی درلودلی دی. البته پېغمبران ددې تجربه کارانو په راس کې وو او ان نورو اولیاوو او عارفانو یې د الهام او اشراق په رڼا کې حرکت کاوه؛ ځکه دوی تر نورو ددې تجربو په تفسیر کې پیاوړي او وسمن ول.

په دې باب لازم نه دي چې تاسې پرېمانه څېړنې او پوښتنې ګروېګنې وکړﺉ د دانته[18] الهي کومېدی، د اکهارت[19] یا بوهمه[20] آثار ولولئ، بیا زموږ په خپل فرهنګ کې د مولانا په څېر عارفانو په آثارو کې پلټنه وکړﺉ، ورپام به مو شي چې ددې لیکنو په منځ کې ډېر ورته والی شته او کله پوره یو رنګ او یو بل ته د ژباړې وړ جملې پکې لیدل کېږي. ته وا یو له بلې یې لیکلي. داسې عاشقانو ته ورته دي چې ته وا ټول د یو معشوق عاشقان دي. له ټولو د یو مشکو بوی راخېژي او په ټولو کې یو حالت روان دی. د مولانا په وینا:

عشق بوی مشک داد زان سبب رسوا بود

مشک را کی چاره باشد از چنین رسوا شدن

 دا مطلب په اسقرا او تجربه موندای شو، په دې ګلبڼ کې یو چکر ووهئ، دا ګلونه څو ځل بوی کړﺉ، و به وینئ چې لږو‌ډېر ټول یو بوی لري؛ ځکه ټول له یوه ځایه نازل شوي دي. پېغمبران ددې مانا له غوره ګواهانو ځنې دي.

که دې انبیاوو او عارفانو په نژدې وختونو یا جغرافیايي سیمو کې اوسېدی، ښایي دا شک او شبه رامخې ته شوې وای، چې یو خپلې خبرې له بله اخستې دي. خو په بېلابېلو زماني او مکاني واټنونو کې د انبیاوو کثرت او ډ‌ېروالی، ددې ګواه دی چې دوی ټولو یوه روحي تجربه درلوده. اتفاقا یوه له مسایلو ځنې چې پر قرآن حکیم د نیوکې لامل – په تېره د مسیحیانو له لوري – شوې، همدا دی چې د قرآن حکیم قصې او خبرونه له انجیل او تورات سره ورته دي. دوی دا پایله ترې اخلي چې د اسلام پېغمبر خو مازې یو مقلد و، چا مخکېني کتابونه ورته لوستل او دې هم تېرې قصې او تواریخ یادول او بیا یې په قرآن حکیم کې په بله ژبه تکرارول[21].

البته له تېرو دیني کتابونو سره د قرآن حکیم په ورته والي کې شک نشته. د مخکېنیو دیني کتابونو ډېری قصې په قرآن حکیم کې راغلي. په دې باب دوه فرضه درلودای شو: یوه د تقلید، اخستنې او اقتباس خبره ده چې د نیوکه کوونکیو له لوري اوڅار ده او بله دا فرضیه چې ددې ټولو کتابونو مبدأ یوه وه؛ یعنې ددې کتاب مؤلف او د مخکېنیو کتابونو مؤلفان خپل اطلاعات له یوې سرچینې اخستې دي. قرآن حکیم هم له د مخکېنیو کتابونو د تقلید د توهم د لرې کونې لپاره وایي:

وَمَا كُنْتَ تَتْلُو مِنْ قَبْلِهِ مِنْ كِتَابٍ وَلَا تَخُطُّهُ بِيَمِينِكَ إِذًا لَارْتَابَ الْمُبْطِلُونَ[22]= او [د وحې او نبوت] تر مخه دې، نه كوم كتاب لوست او نه دې په خپل ښي لاس څه ليكل (حال دا که لوستل او ليکل دې کړاى شول؛ نو) باطل اندي هرومرو (د قرآن حکیم په اړه) شكمنېدل.

د الهي انبیاوو د پېغام د یووالي خواله

په هر حال د رسولانو د پېغامونو ورته والی د تقلید له وجهې نه؛ بلکې په دې پار دی چې دوی ټول په یوې سرچینې او مبدأ پورې نښتي دي. الهي ادیان له یوه زڼي دي. بشریت ته د پېغمبرانو د پېغام حقیقت د الله تعالی لمانځنه او له طاغوت څخه ډډه کونه ده[23].

د ادیانو توپیر هم د انبیاوو د ظرفیتونو او محیطي موقعیتونو له توپیره راولاړ شوی دی، که نه ددې د ګردو پېغامونو نچوړ یو دی. البته دا استدلال به په هغه شرط ټینګ پاتې شي چې دا معقول فرض ومنو چې پېغمبران د سلامت، صداقت او امانت له ځانګړنو برخمن وو، ویناوې یې ډاډمنې وې، سالم، روغ رمټ او رښتوني انسانان ول، څرګنده ده چې د انبیاوو په اړه ددې ځانګړنو تصدیق او منل څه ستونزمن کار نه دی.

د اسلام پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د مخالفینو له مودو مودو نیوکو روسته د دوی د کار عاقبت تردې راورسېد چې دا مخالفین ووایي دا دروغ نه وايي؛ خو کوم احوال او مواجید چې ورمخې ته شوی، یوه رنځوري ده او یوه دروغجنه تجربه او له واقعیت تشه او په اوهامو ککړه ده. یا که رښتیا وايي، له نورو یې اقتباس او اخستنه کړې ده. انسان چې د یو چار په پوهېدو کې تېروځي؛ له دې سره توپیر لري چې دروغ ووايي. د نورو انبیاوو په اړه هم تردې بریده ورسره موافقت او مرافقت و، چې دروغ نه وايي، ټګیجن او څوک ځان ته نه رابلي؛ خو پېریاني، رنځور او وهمي وګړي دي؛ خو لکه چې و مو ویل، د انبیاوو مېړانې، صلابت او سلامتۍ، پر دغسې بې عقله فرضیاتو مخه ورډب کړه. نوځکه که ړومبی د پېغمبرانو د رښتینتوب فرض مو منلی وي، دویم انبیا لږو ډ‌ېر یو له بله مستقل فرض کړو او ووایو دوی عموما د یو بل له ښوونځي ناخبره ول او د خبرونې یوازېنی لار یې وحې وه او درېیم ومنو چې د پېغمبرانو شمېر ډېر زیات و او څلورم دوی د اروایي او جسماني سلامتۍ درلودونکي وګڼو؛ نو ددې مفروضاتو په منلو چې د ګردو الهي انبیاوو په اړه د منلو ده؛ نو کوم حجت او دلیل چې علي کرم الله وجهه د څښتن تعالی د وحدت په اړه په دې لیک کې راوړی ډېر عقل منلی به وي.

د علي کرم الله وجهه پر برهان یوه نیوکه

البته شونې ده څوک ووایي، څه توپیر لري چې نور خدایان هم وي؛ خو نه غواړي ځان راوپېژني او یا له آره څه پروا مو نلري؛ نوځکه نه پېغمبر راولېږي او نه مو له ځانه خبر کړي؟ نوځکه د علي کرم الله وجهه استدلال یوازې ازبادوي چې لږ تر لږه یو الله تعالی شته؛ خو د نورو خدایانو شتون نه نفې کوي.

 

د نیوکې ځواب

په ځواب کې وایو، په دې استدلال کې یو له فرضیاتو ځنې د الله تعالی له لوري د خلکو د ښیون وجوب و؛ یعنې، که یو الله تعالی دی او نړۍ او انسانان یې د یوې موخې لپاره پنځولي وي، پرېښوول یې د الله تعالی له حکمت سره ټکر لري. دویم مطلب بشر ته د ټولو پېغمبرانو ښوونه دا وه، الله تعالی (الله) یو دی. او بل الله تعالی هم نشته؛ نوځکه د منکرینو استدلال هله سم و چې هر نبي یوازې د خپل الله تعالی خبر ورکړي او په پاتې خدایانو پورې څه کار ونلري؛ خو داچې ګردو انبیاوو خبر ورکړی چې لومړی یو الله تعالی شته او دویم بې له هغه الله تعالی چې موږ یې له لوري راغلي یو، بل الله تعالی نشته؛ نو په دې حال کې به د واحد الله تعالی (یو الله) شتون پیاوړی او قوي شي؛ ځکه دا پېغام یوازې ازبادي اړخ نلري؛ بلکې سلبي اړخ (د نورو خدایانو نفې) هم لري. نوځکه یا باید د انبیاوو په عرفاني تجربه کې شک وکړو او اصیل نبوت یې تر پوښتنې لاندې راوړو او یا باید ووایو چې دوی د حقایقو په درک کې، پر تېروتنې، اشتباه، دروغو او خیانت اخته شوي نه دي. نو په دې تجربه کې د ګردو انبیاوو اجماع او یو خوله توب رالنډېږي چې بې له هغه یوه الله تعالی (الله) چې ټول رسولانو ترې خبرونه کړې بل الله تعالی نشته. ددې اجماع رېښتینتوب، د انبیاوو کثرت، صداقت یې، روغتیایې، او زماني او جغرافیاوي توپیر یې ازبادوي. دا هماغه مطلب دی چې علي کرم الله وجهه په دې لیک کې راوړی دی:

وَ لَكِنَّهُ إِلَهٌ وَاحِدٌ كَمَا وَصَفَ نَفْسَهُ لَا يُضَادُّهُ فِي مُلْكِهِ أَحَدٌ وَ لَا يَزُولُ أَبَداً وَ لَمْ يَزَلْ

«دا واحد الله تعالی دی؛ لکه څنګه یې چې ځان په وحدت یاد کړی او څوک په ملک او سلطنت کې شخړه ورسره نه کوي د تل لپاره به وي او هېڅوخت نه و، چې نه وي، ازلي او ابدي دی»

علي کرم الله وجهه دا ټول مطلب د پېغمبرانو له وحیاني تجربې راسپړلي او دا یو مهم ټکی دی چې نوموړی پر دې حقایقو فلسفي استدلال نه کوي؛ بلکې وایي ټول انبیا پر واحد الله تعالی (الله) په دې ځانګړنو یو خوله شوي:

أَوَّلٌ قَبْلَ الْأَشْيَاءِ بِلَا أَوَّلِيَّةٍ وَ آخِرٌ بَعْدَ الْأَشْيَاءِ بِلَا نِهَايَةٍ

«د ټولو څیزونو پیل دی؛ خو لومړیتوب ورته نشته او د ګردو څیزونو روستی او نهایت دی؛ خو روستی نه دی. »

علي کرم الله وجهه په دې باب په نهج البلاغه کې قوي عقلي څرګندونې لري[24]؛ خو دلته یې یوازې ازلیت او ابدیت ته اشاره کړې ده.

عَظُمَ عَنْ أَنْ تَثْبُتَ رُبُوبِيَّتُهُ بِإِحَاطَةِ قَلْبٍ أَوْ بَصَرٍ

«دا تر هغه لویي دی چې زړه یا سترګې یې پر ربوبیت احاطه وکړي»

د واحد الله تعالی فرض، غوره فرض دی چې د عرفاني تجربو وحدت او د انبیاوو د پېغام وحدت څرګندوي

ټولو هغو عارفانو چې د الله تعالی شتون تجربه کړی او ورسره همخبري او همناستي (ملګري) شوي، په ډاګه یې موندلې، چې له ستر او جلیل (عزتمن) موجود سره مخ دي چې د دوی ټوله هستي ایلوي، له خوده یې بېخوده کوي او مستوي یې؛ لکه یو ورډوب شوی چې لویی سمندر کې وروغوځي. دغسې معرفت، تحیّري معرفت دی، ددې پر ځای چې عالم پر معلوم احاطه ومومي، معلوم، عالم تر خولې کوي او همدا محمود حیرت دی چې له مذموم حیرت سره – چې عین جهالت اوناپوهي ده – ډ‌ېر واټن لري.

هو، ټول صادق او امین پېغمبران چې نړۍ ته راغلي له ستر، ازلي او ابدي موجوده یې – چې اړیکه یې ورسره درلوده – خبر کړي یو؛ نو تردې به کومه فرضیه ټولمنلې او عقلمنلې وي چې یو واحد الله تعالی (الله) له ټولو اوصافو سره پر ټولو یې تجلی کړې ده.

فَإِذَا عَرَفْتَ ذَلِكَ فَافْعَلْ كَمَا يَنْبَغِي لِمِثْلِكَ أَنْ يَفْعَلَهُ فِي صِغَرِ خَطَرِهِ وَ قِلَّةِ مَقْدِرَتِهِ وَ كَثْرَةِ عَجْزِهِ و عَظِيمِ حَاجَتِهِ إِلَى رَبِّهِ فِي طَلَبِ طَاعَتِهِ وَ الْخَشْيَةِ مِنْ عُقُوبَتِهِ وَ الشَّفَقَةِ مِنْ سُخْطِهِ فَإِنَّهُ لَمْ يَأْمُرْكَ إِلَّا بِحَسَنٍ وَ لَمْ يَنْهَكَ إِلَّا عَنْ قَبِيحٍ

« اوس چې په دې حقيقت پوه شوې؛ نو په عمل کې داسې هڅه وکړه، چې ستا په څېر ته وړ وي، چې خداى ته يې مقام ټيټ، وسه يې ډېره لږه او بېوسي يې ډېره وي، د خداى د اطاعت څوبمن او له عذاب او غوسې يې ډارېږي؛ ځکه خداى يوازې پر نېکيو د امر او له بديو د منع حکم ورته کړى دى. »

دلته علي کرم الله وجهه انسان ته د الله تعالی د عظمت پر وړاندې خپل حقارت او عاجزي وریادوي، اوس پوښتنه کېږي چې ایا له ډېر ستر او جلیل موجود سره عشق او مینه کړای شو؟ ایا له دغسې یو الله تعالی سره چې صفات یې دومره له تصوره لرې او مقام یې له لاسرسي لرې دی، عاطفي اړیکه ورسره نیوای شو؟ ایا عظمت یې رعب او هیبت غورځی نه دی؟ او ایا دا عظمت محبت او مینه هم القأ او غورځوي؟ زموږ وړکتوب او د هغه سترتوب، ترمنځ مو څه تړاو پیدا کوي؟ د ډار تړاو که د محبت تړاو؟ د څښتن تعالی ښه او بد امر و نهي یې څه دي؟ دا هغه موضوعات دي چې انشاء الله په راتلونکې ویینه کې پرې ګړېږو.

[1] (اعراف/۳۰)

[2]  (نهج البلاغه، کلمات قصار ۸۰)

[3] قُلْ إِنَّ الْفَضْلَ بِيَدِ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ. يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ (آل عمران/۷۳- ۷۴)

وَقَالَتِ الْيَهُودُ يَدُ اللَّهِ مَغْلُولَةٌ غُلَّتْ أَيْدِيهِمْ وَلُعِنُوا بِمَا قَالُوا بَلْ يَدَاهُ مَبْسُوطَتَانِ يُنْفِقُ كَيْفَ يَشَاءُ. . . . . (مایده/۶۴)

قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَنْ تَشَاءُ وَتَنْزِعُ الْمُلْكَ مِمَّنْ تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (آل عمران/۲۶)

[4] وَمَا تَشَاءُونَ إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا(انسان/۳۰)

امام صادق (رح) وايي: « الْقَضَاءُ وَالْقَدَرُ خَلْقَانِ مِنْ خَلْقِ اللَّهِ وَاللَّهُ يَزِيدُ فِي الْخَلْقِ مٰا يَشٰاءُ‌» (بحارالانوار ۵ ټ، ۱۱۲ مخ)

سئل الام علی عن القضا و القدر، فقال: لا تقولوا و کلهم الله الی انفسهم فتوهنوه و لا تقولو الله جبرهم علی المعاصی فتظلمو و لکن قولوا: الخیر بتوفیق الله و الشر بخذلان الله وکل سابق فی علم الله. (بحارالانوار ۵ټ، ۹۵ مخ)

قال رسول الله: ان الله یقول: یابن آدم بمشیتی کنت انت الذی تشاء لنفسک ما تشاء و باراداتی کنت انت الذی ترید لنفسک ما ترید و بفضل نعمتی علیک قویت علی معصیتی (بحارالانوار، ۵ ټ، ۹۴ مخ، ) او همدا عبارات له امام رضا (رح) هم روایت شوي (اصول کافي، ۱ ټ، ۲۱۰-۲۰۹ مخونه)

سئل یا رسول الله رقی یستشفی بها هل ترد من قدرالله؟ فقال: انها من قدرالله (بحارالانوار، ۵ ټ ۸۷ مخ)

همدا پوښتنه (کټ مټ) له امام صادق (رح) څخه شوې وه او ده هم همدا ځواب ورکړ. (بحارالانوار، ۵ ټ ۹۸ مخ)

قال ابی الحسن: ان الله ارداتین و مشیتین ارادة حتم و ارادة عزم ینهی و هو یشاء، و یأمر و هو لا یشاء، أو ما رأیت أنه نهی آدم و زوجته عن أن یأکلا من الشجرة و هو شاء ذلک، و لو لم یشألم یأکلا ولو أکلا لغلبت مشیتهما مشیة الله و أمر ابراهیم بذبح ابنه اسماعیل (علیهما السلام) و شاء أن لا یذبحه، و لو لم یشأ أن لا یذبحه لغلبت مشیة ابراهیم مشیة الله عزوجل (بحارالانوار، ۵ ټ، ۱۰۱ مخ) او همدا عبارات له امام رضا (رح) هم روایت شوي (اصول کافي، ۱ ټ، ۲۰۸ – ۲۰۹ مخونه)

عن ابی عبدالله قال: سمعته يقول: امر الله و لم يشاء و شاء و لم يامر. امر ابليس ان يسجد لادم و شاء ان لا يسجد و لو شاء لسجد و نهي آدم عن اکل الشجره و شاء ان ياکل منها و لو لم يشاء لم ياکل. (اصول کافي، ۱ټ، ۲۰۸ مخ).

[5] حضرت علي (ک) وايي:

[وَ سُئِلَ عَنِ الْقَدَرِ فَقَالَ]طَرِيقٌ مُظْلِمٌ فَلَا تَسْلُكُوهُ وَ بَحْرٌ عَمِيقٌ فَلَا تَلِجُوهُ وَ سِرُّ اللَّهِ فَلَا تَتَكَلَّفُوهُ (نهج البلاغه، کلمات قصار ۲۸۷)

د قدر په اړه وپوښتل شو، ويې ویل: تیاره لار ده مه یې وهئ، ژور سمندر دی مه ورګډېږﺉ، د خدای راز دی، راسپړلوته یې ځانونه مه کړمنوﺉ.

[6] (نهج البلاغه ۱۸۶ خطبه)

[7] (نهج البلاغه، لومړۍ خطبه)

[8] البته د خدای د ازلیت په ازبادولو کې همدې مضمون ته ورنژدې د نهج البلاغې په ۱۵۲ خطبه کې هم راغلي: [مَنْ وَصَفَهُ فَقَدْ حَدَّهُ وَ مَنْ حَدَّهُ فَقَدْ عَدَّهُ وَ مَنْ عَدَّهُ فَقَدْ أَبْطَلَ أَزَلَهُ. . . . . . « څوک یې چې وستایي، محدود کړی یې دی او څوک یې چې محدود کړي؛ نو شمېرلی یې دی او څوک یې چې وشمېري؛ ازلیت یې ور باطل کړی دی» ]

[9] (انبیاء/۲۲)

[10] المیزان تفسیر، مرحوم علامه طباطبایي، ۱۳ – ۱۴ شمېرې، مجلد السابع، ۲۶۷ مخ.

[11] د المیزان تفسیر ژباړه، مرحوم علامه طباطبایي، ۱۴ ټ، ۳۷۴- ۳۷۶ مخونه،

[12] لَفَسَدَتَا

[13] په ټولنېزو علومو کې د علتونو له شمېرنې(overdetermination) سره اشتباه نشي. هو یوه پېښه (لکه تورم، یا اعتصاب، یا انقلاب) کله د څو علتونو د یو ځای کېدو په پار رامنځ ته کېدای شي، چې دا هر یوعامل هم په یوازې ځان رادبره کولو ته یې کافی دی. خو مهم ټکی دا دی چې دا علل، مادي یا معده علل دي. د تامه عللو د توارد د امتناع په اړه د حکیمانو خبره، فاعلي علت یا د وجود مُفیض ته ورمتوجه ده.

[14] (نساء/۱۶۳)

[15] (زمر/۶۵)

[16] (شوری/۱۳)

[17] (بقره/۲۸۵)

[18] نامي ایټالیوي شاعر او لیکوال (۱۲۶۵ – ۱۳۲۱ ز)

[19] متأله آلمانی عارف مشرب (۱۲۶۰ – ۱۳۲۸ ز) د دومینیکال له فرقې ځنې دی چې په څوارلسمې پېړۍ کې د آلمان د عرفاني خوځښت بنسټګر و.

[20] آلمانی عارف (۱۵۷۵ – ۱۶۲۴ ز)

[21] وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّهُمْ يَقُولُونَ إِنَّمَا يُعَلِّمُهُ بَشَرٌ لِسَانُ الَّذِي يُلْحِدُونَ إِلَيْهِ أَعْجَمِيٌّ وَهَذَا لِسَانٌ عَرَبِيٌّ مُبِينٌ (نحل/۱۰۳) = او په يقين موږ پوهېږو، چې دوى وايي: ((دا آيتونه كوم انسان ورښيي.)) (نه داسې نه ده؛ ځكه) د چا ژبه چې دوى ورته اشاره كوي، [گونگه او] پردۍ ده؛ خو دا (قرآن په) څرګنده عربي ژبه دى.

[22] (عنکبوت/ ۴۸)

[23] وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ (نحل/۳۶) = او په رښتيا موږ هر امت ته يو استازى ورلېږلى (چې ووايي) “الله” ونمانځئ او له “طاغوت” نه ځان وژغورئ.

[24] مُسْتَشْهِدٌ بِحُدُوثِ الْأَشْيَاءِ عَلَى أَزَلِيَّتِهِ وَ بِمَا وَسَمَهَا بِهِ مِنَ الْعَجْزِ عَلَى قُدْرَتِهِ وَ بِمَا اضْطَرَّهَا إِلَيْهِ مِنَ الْفَنَاءِ عَلَى دَوَامِهِ (نهج البلاغه ۱۸۵ مه خطبه)

لَيْسَ لِأَوَّلِيَّتِهِ ابْتِدَاءٌ وَ لَا لِأَزَلِيَّتِهِ انْقِضَاءٌ هُوَ الْأَوَّلُ وَ لَمْ يَزَلْ وَ الْبَاقِي بِلَا أَجَلٍ(نهج البلاغه ۱۶۳مه خطبه)

الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي لَمْ تَسْبِقْ لَهُ حَالٌ حَالًا فَيَكُونَ أَوَّلًا قَبْلَ أَنْ يَكُونَ آخِراً (نهج البلاغه ۶۵ مه خطبه)

الْحَمْدُ لِلَّهِ الدَّالِّ عَلَى وُجُودِهِ بِخَلْقِهِ وَ بِمُحْدَثِ خَلْقِهِ عَلَى أَزَلِيَّتِهِ. . . . . مَنْ وَصَفَهُ فَقَدْ حَدَّهُ وَ مَنْ حَدَّهُ فَقَدْ عَدَّهُ وَ مَنْ عَدَّهُ فَقَدْ أَبْطَلَ أَزَلَهُ. . . . (نهج البلاغه ۱۵۲مه خطبه)

الْأَوَّلُ الَّذِي لَا غَايَةَ لَهُ فَيَنْتَهِيَ وَ لَا آخِرَ لَهُ فَيَنْقَضِيَ(نهج البلاغه ۹۴ مه خطبه)

الْأَوَّلُ لَا شَيْ‏ءَ قَبْلَهُ وَ الْآخِرُ لَا غَايَةَ لَهُ (نهج البلاغه ۸۵ مه خطبه)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!