تبلیغات

احتمالي ګناهونه ځينو ناغېړو مسلمانانو د “تبوک” جګړې ته په تللو کې وويل: موږ وېرېږو چې د لارې په اوږدو کې زموږ سترګې پر رومي نجنو ولږي او پر ګناه اخته شو: وَمِنْهُم مَّن يَقُولُ ائْذَن لِّي وَلاَ تَفْتِنِّي أَلاَ فِي الْفِتْنَةِ سَقَطُواْ وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌ بِالْكَافِرِينَ[1] ژباړه : او له دوى (منافقانو) يو تن […]

احتمالي ګناهونه

ځينو ناغېړو مسلمانانو د “تبوک” جګړې ته په تللو کې وويل: موږ وېرېږو چې د لارې په اوږدو کې زموږ سترګې پر رومي نجنو ولږي او پر ګناه اخته شو:

وَمِنْهُم مَّن يَقُولُ ائْذَن لِّي وَلاَ تَفْتِنِّي أَلاَ فِي الْفِتْنَةِ سَقَطُواْ وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌ بِالْكَافِرِينَ[1]

ژباړه : او له دوى (منافقانو) يو تن وايي: (( موږ ته اجازه راكړه ( چې په جهاد كې برخه وانخلو) او موږ په ګناه كې مۀ غورځوه!)) پوه شئ ! چې دوى (همدا اوس) په ګناه كې لوېدلي دي او بېشكه دوزخ كافران را ايسار كړي دي.

ځينو وويل : زموږ کورونه خوندي نه دي:

وَإِذْ قَالَت طَّائِفَةٌ مِّنْهُمْ يَا أَهْلَ يَثْرِبَ لَا مُقَامَ لَكُمْ فَارْجِعُوا وَيَسْتَأْذِنُ فَرِيقٌ مِّنْهُمُ النَّبِيَّ يَقُولُونَ إِنَّ بُيُوتَنَا عَوْرَةٌ وَمَا هِيَ بِعَوْرَةٍ إِن يُرِيدُونَ إِلَّا فِرَارًا[2]

ژباړه: او (همداراز دريادكړه) چې كله يوې ډلې يې وويل: (( د يثرب (مدينې) خلكو! دا ستاسې د تمېدو ځاى ندى؛ نو بېرته (خپلوكورونو ته) ستانه شئ)) او يوې ډلې يې له پېغمبره د ستنېدو اجازه وغوښته او ويل يې: (( په واقع كې زموږ كورونه بې څوكه دي،)) حال دا چې بې څوكه نۀ وو، هغوى يواځې غوښتل چې (له جګړې) وتښتي.

له تښتېدونکيو سره چلن:

قرآن وايې،څوک چې له جګړې تښتېدلي وي؛د جنازې لمونځ يې مه کوه او قبرونو ته يې هم مه ځه:

وَلاَ تُصَلِّ عَلَى أَحَدٍ مِّنْهُم مَّاتَ أَبَدًا وَلاَ تَقُمْ عَلَىَ قَبْرِهِ إِنَّهُمْ كَفَرُواْ بِاللّهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُواْ وَهُمْ فَاسِقُونَ[3]

ژباړه: او هېڅکله د هغوى پر يوه مړي هم (د جنازې) لمونځ مكوه او مۀ يې ( د دعا او بښنې لپاره ) پرقبر درېږه؛ ځكه هغوى پر خداى او پېغمبر يې كافران شوي دي او په سرغړاندۍ كې مړه شوي دي.

 

د تښتېدونکيو غندنه :

په يوه جګړه کې د ګډون لپاره پيغمبراکرم (ص) د (( تيارشئ)) اعلان وکړ،درې کسانو پکې ګډون و نه کړ. پيغمبراکرم(ص) ټولو مسلمانانو ته وويل: يو به هم ورسره خبرې نه کوئ.له دې کسانوسره به خپلو ښځو هم خبرې نه کولې. دوى ډېر په عذاب شول او اخر يې توبه و ايستله او قبوله شوه:

وَعَلَى الثَّلاَثَةِ الَّذِينَ خُلِّفُواْ حَتَّى إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنفُسُهُمْ وَظَنُّواْ أَن لاَّ مَلْجَأَ مِنَ اللّهِ إِلاَّ إِلَيْهِ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُواْ إِنَّ اللّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ[4]

ژباړه: او(همداراز) هغه درې تنه يې هم وبښل، چې ( د تبوك په جګړه كې له ګډونه) پاتې شوي وو(او مسلمانانو ورسره خپلې اړيكې پرې كړې وې) تردې چې پراخه ځمكه پرې تنګه شوه او په ځان پورې پکو شوي وو (؛نو پدې وخت كې ) هغوى وګڼله، چې پناه ځاى يوازې د خداى د رحمت لمنه ده، بيا خداى پرې خپل رحمت ولوراوه (او توفيق يې ور پر برخه كړ) چې توبه وباسي؛ ځکه چې خداى ډېر توبه قبلوونكى (او) مهربان دى.

 

خيانت:

کله ناکله په جګړه کې د اسلام يو سرتېرى د دښمن لښکرو ته څه اشاره کوي او له دې لارې معلومات ورکوي. دا يو ډول خيانت دى او ستره ګناه بلل کيږي.

داستان: د انفال سورت د٢٧ ايت په شان نزول کې د سني او شيعه و په تفسيرونو کې راغلې دي:(( د پيغمبراکرم(ص) په حکم مسلمانانو د بني قريظه وو يهودان کلابند کړل او “سوريه” او شام ته يې د تګ وړانديز وکړ. پيغمبراکرم و نه منله او حضرت سعدبن معاذ (رض) يې قاضي وټاکه. “ابولبابه” يو مسلمان و او يهودانو ته يې په اشاره وويل چې : د حضرت سعدبن معاذ ورمندون – قضاوت به تاسې ته خطرناکې پايلې ولري او خپله ګوته يې اورمېږ ته ونيوه.جبرائيل د اشارې دا خبر پيغمبراکرم(ص) ته ورساوه. ابولبابه پردې خيانت سخت پښېمانه شو او د توبې په نامه يې ځان د جومات په ستنې پورې وتاړه، څو ورځې يې هيڅ و نه خوړل او په اخر کې يې توبه قبوله شوه. )) هو ! کله ناکله دښمن ته اشاره هم خيانت وي .

 

له امره سرغړونه:

پيغمبراکرم(ص) د خپلې مړينې پر مهال د لښکر مشري اتلس کلن ځوان حضرت”اسامه”(رض) ته ورکړه او و يې ويل: (( که چا په دې لښکر کې ګډوڼ ونه کړ او سر يې وغړاوه؛د خداى لعنت دې پرې وي. [5]))

په قرآن کې راغلي:

إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِذَا كَانُوا مَعَهُ عَلَى أَمْرٍ جَامِعٍ لَمْ يَذْهَبُوا حَتَّى يَسْتَأْذِنُوهُ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَأْذِنُونَكَ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ فَإِذَا اسْتَأْذَنُوكَ لِبَعْضِ شَأْنِهِمْ فَأْذَن لِّمَن شِئْتَ مِنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمُ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ[6]

ژباړه: مؤمنان يواځې هغوى دي، چې پر خداى او استازى يې ايمان راوړى، او چې كله په يو ټولنيز كار كې ورسره وي؛ نو بې له اجازې يې چېرته نۀ ځى، هغوى چې له تا اجازه اخلي (؛نو) په رښتيا يې پر خداى او استازى يې ايمان راوړى دى؛ نو چې كله هغوى د خپل كوم كار لپاره له تا اجازه وغواړي؛ نو چا ته چې دې خوښه شي (او مصلحت يې ګڼې) اجازه وركړه او له خدايه ورته بښنه وغواړه، بېشكه چې خداى بښونكى (او) مهربان دى.

هو! له مشر او قومندانه اجازه اخېستل د ايمان نښه ده.د احد په جګړه کې د مسلمانانو د ماتې يو علت له مشره سرغړونه وه:

 

وَلَقَدْ صَدَقَكُمُ اللّهُ وَعْدَهُ إِذْ تَحُسُّونَهُم بِإِذْنِهِ حَتَّى إِذَا فَشِلْتُمْ وَتَنَازَعْتُمْ فِي الأَمْرِ وَعَصَيْتُم مِّن بَعْدِ مَا أَرَاكُم مَّا تُحِبُّونَ مِنكُم مَّن يُرِيدُ الدُّنْيَا وَمِنكُم مَّن يُرِيدُ الآخِرَةَ ثُمَّ صَرَفَكُمْ عَنْهُمْ لِيَبْتَلِيَكُمْ وَلَقَدْ عَفَا عَنكُمْ وَاللّهُ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ[7]

ژباړه: او په يقين خداى چې (په احد كې پردښمن د بريا) وعده درسره كړې وه، پوره يې كړه، د جګړې په لومړيوكې تاسې د خداى په حكم دښمنان وژل (او دې بريا دوام درلود)؛خو چې كله سست شوئ او(د سنګرونو د پرېښودو په باب مو) اختلاف و كړاو بيا چې خداى تاسې ته هغه څه (پر دښمن بريا) وښوول، چې ستاسې ورسره مينه وه؛ نوسرغړاوى مو وكړ، ځينو دنيا غوښته او ځينو آخرت، بيا خداى تاسې له هغوى وګرځولئ (او بريا مو پرماتې واوړېده)، چې تاسې وازمېيي او هغه وبښلئ او خداى پر مؤمنانو د لورونې څښتن دى .

لوړو موخو ته د رسېدو لپاره اسلام د نیاو-عدالت،تقوا،وسمنۍ او اند عنصر ټاکلي او خلکو ته يې د عشق او سرایښوونې شرط ايښى دى.

غنيمت ته سترګې نيول :

غنيمت ته سترګې نيول د جګړې له منکراتو ځنې دي .

داستان :د خېبر تر جګړې وروسته پېغمبراکرم(ص) يو تن له يوې ډلې سره د “فدک”د يهودانو په پلو ولېږه،چې يا اسلام ومني او يا هم ورته د ځانګړي مالياتو د ورکړې بلنه ورکړي. ((مرداس)) نومى يهودي،چې د اسلام لښکرې وليدى، خپل مال اوﻻد يې غره ته وخېژول او د (( ﻻ اله اﻻ الله محمد رسول الله)) د شعار په ويلو د مسلمانانو هرکلي ته راغى،مسلمانانو وانګېرل،چې د خپل مال ساتنې ته يې په ظاهره اسلام راوړى ؛نو ويې واژه. پېغمبراکرم(ص)پر دې کار خپه شو او ويې ويل:(( تاسې هغه دغنيمت ﻻس ته راوړلو ته وواژه. ))

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَتَبَيَّنُواْ وَلاَ تَقُولُواْ لِمَنْ أَلْقَى إِلَيْكُمُ السَّلاَمَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَعِندَ اللّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ كَذَلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ فَمَنَّ اللّهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُواْ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا[8]

ژباړه : مؤمنانو! چې كله د خداى په لار كې سفر كوئ ( او جهاد ته ځئ )؛ نوسمه پلټنه وكړئ او ددې لپاره چې د دنيا ناپايښته پانګه (او غنايم) ترلاسه كړئ؛ نو څوك چې د سولې او اسلام ا ظهار وكړي، ورته مۀ وياست:(( چې مومن نه يي.)) ځكه كه د دنيا ګټه غواړئ؛ نو له خداى سره (تاسې ته) ډېر پرېمانه غنيمتونه دي،تاسې ( هم) مخكې همداسې وئ؛ خو بيا خداى پر تاسې ولورېد (او پرسمه لار شوئ )؛نو ( د دې ستر نعمت په شكرانه كې سمه) څېړنه وكړئ، په رښتيا څه چې كوئ، خداى پرې ښه خبر دى .

عبرتونه

له دې پېښې موږ دا عبرتونه اخلو :

د جګړې په نامه چور او لوټ منع دى. څوک چې د اسلام په شعار زموږ په پلو راځي؛په ورين تندي يې هرکلي وکړو. پر خلکو بايد د بې دينۍ ټاپې و نه لګوو. د شکمنو په هکله بايد ډېر ژرتصميم ونه نيسو. بايد له خپل ځواکه ناوړه ګټنه ونه کړو. توکیز-مادي نيتونه دې موږ د ګناه پلو ته رانه کاږي.په غنيمتونو د جهاد سپېڅلتيا له منځه مه وړئ. توکیزې جاذبې ان مجاهدين هم ځان ته راکاږي. که پر شتمنيو څه ډېرېږي؛نو تردې به دا غوره وي چې د مسلمانانو شمېر زيات شي.د منافقو مسلمانانو د نفوذ خطر د مسلمانانو د وژنې تر خطره ډېر دى.د چا په زړه کې چې د دنيا مينه وي او د سرسري ايمان خاوندان وي؛نو بايد له خلکو د ژور ايمان تمه ونه لرئ.چلن بايد د ننګېرنو – احساساتو له مخې نه؛بلکې د عقل،پلټنې او پراخې سينې پر بنسټ وي. کفارو ته د پلټنې چانس ورکړئ.

قرآن وايي :

وَإِنْ أَحَدٌ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ اسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّى يَسْمَعَ كَلاَمَ اللّهِ ثُمَّ أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لاَّ يَعْلَمُونَ[9]

ژباړه : او كه له مشركانو كوم يو له تا پناه وغواړي؛ نو پناه وركړه چې د خداى خبرې واوري ( او غور پكې وكړي )؛بيا يې د هغه د امن ترځايه ورسوه؛ ځكه چې هغوى ناپوهه دي .

که له مشرکينو يو تن تا ته پناه راوړه؛نو ورته پناه ورکړه،چې د خداى کلام واوري او وروسته يې خوندي ځاى ته ورسوه .

[1] توبه/۴۹

[2] احزاب/۱۳

[3] توبه/۸۴

[4] توبه/۱۱۸

[5] بحار٢/٣٢٤

[6] نور/۶۲

[7] ال عمران/۱۵۲

[8] نساء/۹۴

[9] توبه/۶

سرچینه :

لیکوال : شیخ محسن قرایتی  (د نور تفسیر مفسر)

ژباړه : اجرالدین اقبال

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست