تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ اسلامي انټرنشنلیزم دا مسله مهمه ده،چې د اسلام په دین کې ملیت او قومیت په هغه مانا هیڅ اعتبار نه لري،چې نن په خلکو کې مصطلح ده؛ بلکې دا دین د نړۍ ټولو ملتونو او قومونه ته په یوه سترګه ګوري او له پیل راهیسې هم اسلامي دعوت کوم ځانګړي ملت […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

اسلامي انټرنشنلیزم

دا مسله مهمه ده،چې د اسلام په دین کې ملیت او قومیت په هغه مانا هیڅ اعتبار نه لري،چې نن په خلکو کې مصطلح ده؛ بلکې دا دین د نړۍ ټولو ملتونو او قومونه ته په یوه سترګه ګوري او له پیل راهیسې هم اسلامي دعوت کوم ځانګړي ملت او قوم ته نه و؛بلکې دې دین تل هڅه کړې د ملت پرستۍ او قومي فخرونو د جرړې مختلف وسایل له بیخه راونړوي. دلته لازم دي،چې په دوو برخو کې بحث وکړم:  لومړی دا چې اسلام د خپل راښکاره کېدو له پیل څخه جهاني داعیه درلوده او دویم دا چې اسلامي مقیاسونه ملي،قومي او نژادي مقیاسونه نه ؛بلکې جهاني مقیاسونه دي.

د اسلام جهاني داعیه

ځینې اروپایان ادعا کوي،چې د اسلام پېغمبر په پیل کې ظهور وکړ؛نو یوازې غوښتل یې ،چې د قریشو خلکو ته هدایت وکړي؛خو تر دې وروسته،چې پخپل کار کې یې پیشرفت احساس کړ؛نو تصمیم یې ونیو،چې خپل دعوت د عرب او غیر عرب ټولو ملتونو ته ورسوي.

 دا خبره له ډېر ناځوانمردانه تهمت پرته بل څه نه دي او پردې سربېره،چې هیڅ تاریخي دلیل نه لري او همداراز هغه لومړني آيتونه،چې پر پېغمبراکرم (ص) نازل شوي؛نو له دې خبرې سره اړخ نه لګوي. په قرآن کریم کې داسې آیتونه شته،چې په مکه کې او د اسلام د پېغمبر (ص) د بعثت په پیل کې نازل شوي؛خو په عین حال کې جهاني اړخ لري. له دې څخه یو آیت یې د تکویر د سورت آیت دی،چې مکي سورت دی او د بعثت په لومړیو کې نازل شوی دی.

إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعَالَمِينَ ( تکویر/۲۷)

ترجمه : دا( قرآن) خو يوازې نړيوالو ته يو پند دى.

وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِّلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ (سبا/۲۸)

ترجمه: او موږ تۀ  ټولوخلكو ته (د الهي مكافاتو) زېرى وركونکى او (له عذابه يې) گواښنگرى لېږلى؛خو ډېرى خلك نۀ پوهېږي.  

وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِن بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ(انبیاء/۱۰۵)

ترجمه: او په حقيقت كې مو په” زبور” كې تر تورات وروسته ليكلي دي چې :(( زما صالح بندګان به دځمكې (دحكومت) وارثان شي.))

يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا( اعراف/۱۵۷)

ترجمه: خلكو ! زه تاسې ټولو ته د هغه خداى استازى يم.

  په قرآن کې په یو ځای کې هم د یا ایها العرب یا ایهاالقرشیون خطاب به پیدا نه کړی. هو! په ځینو ځایونو کې د یا ایها الذین امنو خطاب شته، چې دا مطلب ځانګړي هغه مومنین دي،چې له انحضرت (ص) سره یوځای شوي دي او له دې اړخه هم څه فرق نه کوي،چې مومن له هر ملت او قوم څخه وي؛نو په دې خطاب کې ټول راځي. په بل ځای کې د (( یا ایها الناس)) عنوان راغلی دی،چې عموم خلک پکې یادوي. بل مطلب،چې ددې دین پر نړیوالتوب او د اسلامي تعلیماتو پرپراخ نظر باندې دلالت کوي،هغه دا دی،چې د قرآن له ځینو آیتونو څخه داسې استنباطېږي،چې قرآن د عربانو د اسلام راړولو پر وړاندې یو ډول تعزز او بې اعتنايي ښيي او ددې آیتونو مفاد دا دی،چې اسلام تاسې ته اړتیا نه لري، که فرضا تاسې اسلام و نه مانه؛نو په جهان کې نور قومونه شته،چې هغوی به په ډاډمن زړه اسلام ومني. ددې آیتونو له مجموع څخه استنباطېږي، چې قرآن د عربانو په پرتله د اسلام په راوړولو کې د نورو قومونو روحیه مناسبتره ویني. دا آیتونه د اسلام نړیوالتوب راښيي. د انعام په سورت کې وايي :

فَإِن يَكْفُرْ بِهَا هَؤُلاء فَقَدْ وَكَّلْنَا بِهَا قَوْمًا لَّيْسُواْ بِهَا بِكَافِرِينَ ( انعام/۸۹)

ترجمه: او كه (فرضاً) دوى (د پېغمبر همعصري) ترې منكر شي (څه پروا نشته او حق  دين بې ملا تړه نه پاتې کېږي؛ ځكه) موږ به (داسې) خلك پرې وګومارو، چې منكر ترې نه دي .

إِن يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ أَيُّهَا النَّاسُ وَيَأْتِ بِآخَرِينَ وَكَانَ اللّهُ عَلَى ذَلِكَ قَدِيرًا (نساء/۱۳۳)  

ترجمه: خلكو! كه هغه وغواړي، له منځه به مو يوسي او( پرځاى به مو) نورخلك رامنځ ته كړي او خداى پر دې (كار) وسمن او توانا دى .

وَإِن تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ( محمد/۳۸)  

ترجمه: اوكه مخ واړوئ (؛نوخداى) به ستاسې پرځاى بل قوم راولي، چې هغوى به بيا ستاسې غوندې نۀ وي (او په خلاص مټ به د خداى په لار کې لګښت کوي).   

د اسلام له نظره د اسلام په منلو یا نه منلو کې د عرب یا غیر عرب قوم مساوي و او حتی دا چې عربانو د اسلام پر وړاندې بې اعتنايي ښودله؛نو څو څو ځلې به رټل کېدل. اسلام غواړي عربان پر دې پوه کړي،که دوی ایمان راوړي او که نه؛خو دا دین په پرمختګ وکړي؛ځکه اسلام داسې دین نه دی،چې یوازې یو خاص قوم ته راغلی وي.

 دلته د یو بل مطلب ویل هم ضروري ګڼم او هغه دا چې له محدودو پولو څخه د یوې عقیدې،فکر او دین وتل او په نورو پولو ننوتل او لریو خلکو ته تلل یوازې په اسلام پورې ځانګړي نه دي. د جهان ستر ادیان، بلکې د جهان ستر مسلکونه، په کومه اندازه ،چې په نورو ځایونو کې ترې هرکلی شوی؛نو پخپل اصلي د راښکاره کېدو ځای کې ترې دومره هرکلی نه دی شوی. د مثال په ډول عیسی علیه السلام په شرقي سیمه فلسطین کې وزېږېد او اوس د مشرق په پرتله په غرب کې مسیحیان زیاد دي. د اروپا او امریکا اکثریت خلک مسیحیان دي. هغوی ان د قارې او سیمې له لحاظه هم له عیسی علیه السلام څخه بیل دي. پر عکس خپله د فلسطین خلک یا مسلمانان دي او یا هم یهودي، که مسیحیان هم وي؛نو ډېر کم به وي. ایا د امریکا او اروپا خلک د عیسی علیه السلام له دین سره د پردیتوب احساس کوي؟ زه نه پوهېږم خپله اروپایان ،چې ددې تفرقه اچوونکي فکر القا کوونکي دي، هیڅ کله د ځان په هکله او یوازې د استعماري اوزارونو له لارې دا افکار تلقینوي؟ که یوه اسیايي ته اسلام پردی دی؛نو اروپايي او امریکايي ته هم مسیحیت پردی دی. ددې علت روښانه دی، هغوی احساس کړه، چې په شرقي او اسلامي سیمو کې یوازې اسلام دی،چې د ژوند د مستقلې فسلفې په بڼه د هغه ځای خلکو ته د استقلال او مقاومت روح ورکوي، که اسلام نه وي؛نو بل څه د تورو او سرو استعماري اندیشو پر وړاندې مبارزه نشي کولای.

بودا هم په هند کې وزېږېد،خو د چین په میلونونو خلکو او د نورو سیمو خلکو یې دین ومانه. زرتشت که څه هم دین یې دومره پراختیا و نه مونده او د ایران له پولو خارج نشو؛خو بیا  د اذربایجان په پرتله،چې ویل کېږي د زرتشت اصلی ځای و په بلخ کې یې ډېره پراختیا وموندله. مکه هم د پېغمبر اکرم (ص) د زوکړې ځای و او په پیل کې یې د اسلام دین و نه مانه؛خو مدینې ترې هرکلی وکړ،چې له مکې څخه ډېره لرې پرته ده.

د مذاهبو له دې بحث څخه وځو او مرامونه او مسلکونه په پام کې نېسو. په نننۍ نړۍ کې تر ټولو معروف او ځواکمن اصطلاحي مسلک کمونیزم و. کمونیزم په کوم ځای کې پیدا شو او له کومو مغزو راوڅڅېد او کومو ملتونو ومانه؟ کارل مارکس او فردریک انګلس دوه المانیان وه،چې د ننني کمونیزم بنسټ یې کېښود. کارل مارکس خپل وروستی عمر په انګلستان کې تېر کړ. خپله د مارکس پیش بیني دا و،چې تر هر ملت مخکې به د انګلستان خلک کمونیزم ته رامات شي؛خو د المان او انګلستان خلکو دې مرام ته غاړه کېنښوده او د شوروي خلکو هغه ومانه.  مارکس هم دا پیش بیني نه کوله،چې د المان او انګلستان پر ځای به یې فکر په لرو هېوادونو لکه چین او شوروي کې رواج شي.

يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ(حجرات/۱۳)

ترجمه: [خلكو! په واقع كې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځې پيدا كړي ياست او موږ تاسې څانګې (او خېلونه) او ټبر ټبر وګرځولئ چې يو بل وپېژنئ (خو دا د امتياز كچه نه ده) په حقيقت كې د خداى پر وړاندې ډېر عزتمن مو، ستاسې ډېر پرهېزګار دى، په رښتيا چې خداى پوه (او له هر څه) خبر دى. ]

دې آیت او د انحضرت (ص) بیاناتو او ټینګارونو او له غیر عربو او همداراز له مختلفو قبایلو سره د انحضرت(ص) د چلن طریقې د اسلام لار په پوره توګه مشخصه کړه. بیا،چې د امویانو د واکمنېدو او د هغوی د ضد اسلامي سیاستونو  له امله ځینو عربانو د عربیت عنصر رامخې ته کړ او د قومي او نژادي تعصباتو اور ته یې لمن ووهله؛نو نورو مسلمان قومونو په تېره بیا ایرانیانو یې پر ضد مبارزه پیل کړه او شعار یې پورتنې آیت و او ځان ته یې (( اهل تسویه )) وایه، یعنې د مساواتو طرفدار او په دې آیت کې ،چې د ((شُعُوبًا)) کلمه راغلې؛نو ځان ته یې شعوبي وویل.

د ځینو مفسرینو او د امام صادق (رح) د روایت له مخې د ((َقَبَائِلَ)) له کلمې څخه هدف د عربي واحد په څېر واحدونه دي،چې د قبیلې په څېر ژوند کوي او د ((شُعُوبًا)) له کلمې څخه هدف ملي واحدونه دي،چې د ستر واحد په څېر ژوند کوي. نو دا چې شعوبیه وو ځان په دې نوم نومولی؛نو دا خو څرګنده شوه او دا ښيي،چې شعوبي نهضت د عربي تعصب پر ضد یو نهضت او د اسلامي اصولو د طرفدارۍ نهضت و،لااقل ددې نهضت اساس داسې و. که احیانا ځینو معدود خلکو خپل کار له اسلام سره ضدیت ته اړولی وي؛نو دا پر دې دلیل نه دی،چې شعوبیان ضد اسلامي دي. د ټولو مورخینو په اعتراف انحضرت(ص) په ډېرو مواقعو کې دا جمله ویله: ((ايها الناس كلكم لادم و آدم من تراب لا فضل لعربی علی عجمی الا بالتقوی )) (تحف العقول 34 مخ، او سيره ابن هشام‏ 2 ټوک 414   مخ) یعنې تاسې ټول د ادم اولاده یې او آدم له خاورې څخه پیدا شوی، عرب پر غیر عرب باندې د غوره والي ادعا نشی کولای؛خو په پرهېزګارۍ .

انحضرت (ص) په یو روایت کې پر تېرو قومونو باندې فخر کول یو ډول ګندناک څیز بللی او هغه خلک یې له جعل سره تشبیه کړي،چې ځان یې په دې څیزونو بوخت کړی دی. اصل روایت داسې دی : ((ليد عن رجال فخرهم باقوام‏  ، انما هم فحم من فحم جهنم . او ليكونن اهون علی الله من الجعلان التی‏ تدفع بانفها النتن)) (سنن ابی داود 2 ټوک . 624 مخ) یعنې هغه چې پر خپل قومیت باندې فخر کوي؛نو دا کار دې پرېږدي  او په دې پوه شي،چې دا افتخارونه د جهنم له سکروټو پرته بل څه نه دي او که هغوی له دې کاره لاس وانخلي؛ نو د خدای پر و وړاندې به له هغو جعلونو څخه هم پریوتي وي،چې په پوزه کې ګند نښتی وي.

پېغمبر اکرم (ص) ایرانی حضرت سلمان او حبشي  حضرت بلال په هماغه تود هرکلي مني لکه څرنګه یې ،چې ابوذر غفاري، مقداد بن اسود او عمار یاسر(رضی الله عنهم) منل. حضرت سلمان فارسي په دې توانېدلی و او تر نورو مخکې شوی او دا مقام یې ګټلی و،چې انحضرت (ص) یې په اړه وايي : ((سلمان منا اهل البيت)) یعنې سلمان مې له اهلبیتو څخه دی.

 رسول اکرم تل دې ته پام و،چې د مسلمانانو په منځ کې د قومي تعصباتو عکس العملونه را و نه پارېږي. د احد په جنګ کې یو ایراني مسلمان ځوان، دښمن پر ضربه وواهه او د غرور له مخې یې وویل : خذها و انا الغلام الفارسی. یعنې دا ضربه مې درواخله ،چې زه یو ایرانی ځوان یم.

رسول اکرم (ص) احساس کړل،چې اوس به دا خبره د نورو تعصبات راوپاروي؛نو سملاسي یې دې ځوان ته وویل،چې ولې دې ونه ویل،چې زه یو انصاري ځوان یم. یعنې ولې دې پر خپل دین افتخار و نه کړ او قومي او نژادي افتخار دې رامخې ته کړ.

 په بل ځای کې انحضرت (ص) وايي : ((الا ان العربية ليست باب والد و
لكنها  لسان ناطق فمن قصر به عمله لم يبلغ به حسبه)) یعنې عربیت د چا پلار نه ګڼل کېږي او یوازې ناطقه ژبه ده، یعنې که عمل یې څوک کوم ځای ته و نه رسوي؛نو حسب او نسب یې کوم ځای ته نشي رسولای.

په روضه کافي کې لیکي : یوه ورځ حضرت سلمان فارسي د انحضرت(ص) په مسجد کې ناست و او ځینې نور اصحاب هم هلته ناست ول، د نسب او اصل خبره رامنځ ته شوه او هر چا د خپل اصل او نبېرې خبره وکړه او ځان یې پورته ښوده، وار حضرت سلمان فارسي ته راورسېد او ورته یې وویل،چې د خپل اصل او نسب په اړه څه ووایه. په اسلامي ښوونې کې روزل شوي دې کس وویل : انا سلمان بن عبدالله . زما نوم سلمان دی او د خدای د بنده زوی یم، ګمراه وم او خدای را ته د حضرت محمد (ص) په وسیله لار وښوده،فقیر وم او خدای زه د حضرت محمد(ص) په وسیله بې نیازه کړم،غلام وم او خدای د حضرت محمد(ص) په وسیله آزاد کړم، دا زما اصل او نسب دی. په دې وخت کې رسول الله (ص) راننوت او حضرت سلمان ورته تېرې شوې خبرې وکړی. رسول اکرم (ص) هغو ټول ناستو کسانو ته مخه کړه او ویې ویل:  ((يا معشر قريش ان حسب الرجل دينه ، و مروئته خلقه ، و اصله عقله)) یعنې ای د قریشو ډلې ! وینه څه ته وايي؟ نژاد څه ته وايي ؟ د هر چا افتخار امیزه نسب د هغه دین دی، د هر چا مردانګي د هغه کس خلق او خوی او شخصیت او چلن دی او د هر چا جرړه د هغه عقل، فهم او ادراک دي او له عقل څخه پورته بله جرړه او نژاد شته؟

یعنې پر وروستیو او بدبویه هډکیو باندې د افتخار پر ځای پر خپل دین، اخلاقو،عقل فهم، او ادراکو باندې افتخار وکړﺉ.

په رښتیا هم له ځان سر فکر وکړﺉ،تر دې بله کومه منطقي او ستره خبره شته؟

د قومي او نژادي تعصباتو د بې بنسټۍ په اړه د انحضرت (ص) ټینګارونو  د مسلمانانو پر زړونو، په تېره بیا پر غیرو عربو مسلمانانو ژور تاثیر وکړ. په همدې دلیل تل عربو او غیر عربو مسلمانانو اسلام خپل ګاڼه،نه پردی او اجنبي.  په همدې دلیل د اموي خلفاوو ظلمونو، نژادي او تبعیضي تعصباتوو و نه کړای شول،چې غیر عرب مسلمانان پر اسلام باندې بدبینه کړي. ټول پوهېدل،چې د اسلام حساب له دې خلفاوو څخه بېل دی او د خلافت پر دستګاه  یې تل پردې اساس اعتراض کاوه،چې ولې پر اسلامي قوانینو عمل نه کېږي؟

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست