بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ خداى مطلقه رڼا او مطلق څرګند دى د احديت سپېڅلى ذات مطلقه رڼا ده؛هغه رڼا ده،چې مقابله تياره نه لري؛هغه د ټولې نړۍ،ځمکې او اسمانو رڼا ده ((اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ(نور/٣٥)= الله د اسمانونو او ځمكې نور دى)) تر هر ښکاره څرګند او تر ټولو راته نږدې دى.هر څه د هغه […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
خداى مطلقه رڼا او مطلق څرګند دى
د احديت سپېڅلى ذات مطلقه رڼا ده؛هغه رڼا ده،چې مقابله تياره نه لري؛هغه د ټولې نړۍ،ځمکې او اسمانو رڼا ده ((اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ(نور/٣٥)= الله د اسمانونو او ځمكې نور دى)) تر هر ښکاره څرګند او تر ټولو راته نږدې دى.هر څه د هغه په ذات ښکاره کېږي، “مطلق بالذات څرګند”،د هر څه رڼا د هغه د ذات د رڼا وړانګه ده؛خو هغه رڼا ده،چې ثابته ده او کېووتل او پرېوتل نه لري؛هغه رڼا ده،چې هر ځاى يې روڼ کړى؛حجاب او مانع نه لري،پر هر څه محيط دى، مقابل ټکى نه لري او ضد نه لري.
داچې کېووتل او پرېوتل،زوال او فنا نه لري او مقابله تياره نه لري؛نو ضعيف الادراکه بشر،چې هر څه په پرتلنه او له مقابل او مخالف ټکي يې پېژني او د پوهېدو او ادراک غونډال يې داسې جوړ شوى،چې هر څه په پرتلنه پېژني او ورته پاملرنه کوي؛نو د حق ذات له پېژندو او پاملرنې غافل دى.
هېښنده ده. دا چې د حق ذات کله هم پټ نه دى؛نو له سترګو پټ دى؛خو که کله پټ او کله ښکاره و؛نو له سترګو به پټ نه و.
دا ده د حکماوو د خبرې مانا،چې وايي: د حق ذات د ظهور له کثرته او د ظهور له شدته په خفا کې دى :
يا من هو اختفى لفرط نوره الظاهر الباطن فى ظهوره
وګ : د ملا هادي سبزواري منظومه
له هغه امله،چې ظاهر او ښکاره دى؛باطن او پټ (هم) دى؛د ښکاره توب لامل يې عين د باطنتوب لامل دى .
امام علي (نهج البلاغه/٦٤ خطبه) وايي: بې له خدايه هر ظاهر نور باطن نه دى او بې له خدايه هر باطن نور ظاهر نه دى؛خو خداى له دې دومره وحدت او بساطت سره هم باطن دى او هم ظاهر. نه دا چې يوه برخه يې باطنه او بله يې ظاهره ده؛بلکې له هماغه حيثيه،چې ظاهر دى،عيناً باطن دى او له هماغه حيثيه،چې باطن دى،ظاهر دى.
ددې حقيقت سرچينه قرآن کريم دى،چې د حديد د سورت په درېم آيت کې وايي:
((هُوَ الْأَوَّلُ وَالْآخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ = هماغه لومړنى او وروستى او ښكاره او پټ دى او هماغه پر هر څه ښه پوه دى. ))
په بل ځاى کې وايي:
((وَلِلّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ فَأَيْنَمَا تُوَلُّواْ فَثَمَّ وَجْهُ اللّهِ إِنَّ اللّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (بقره/١١٥) = ختيځ او لويديځ ټول د خداى دي او هرې خوا ته چې مخ كړئ، خداى هلته دى.بېشكه چې خداى (بې نيازه) پراخي بښونکى (او) پوه دى.))
رسول اکرم (علم اليقين١/٥٤) وايي: ((که په پړي د ځمکې اووم پوړ ته هم ښکته شئ؛بيا هم د خداى پر لور تللي ياست.))
په روايت (صدوق؛توحيد:١٨٢ مخ) کې راغلي،چې “جاثليقي” (مسيحي عالم) حضرت علي وپوښت: دا څه مانا لري،چې قرآن وايي: هر لوري ته،چې مخ کړئ؛د خداى پر لور ياست؟ د خداى مخ کوم لوري ته دى؟ امام حکم وکړ،چې خس راوړئ او اور بل کړئ او چاپېريال روښانه شو؛نو امام وپوښت: ددې اور مخ کوم خوا ده؟ و يې ويل: هر لوري ته او هر ځاى يې مخ دى.امام وويل:دا اور،چې دې په دې څرنګوالي وينې،چې د خداى له مخلوقاتو يو مخلوق دى او هر لوري ته مخ لري او ته غواړې،چې خداى ټاکلي لوري ته مخ ولري او البته خداى خپلو مخلوقاتو ته ورته نه دى او له ورته والي سپېڅلى او پاک دى ((وَلِلّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ فَأَيْنَمَا تُوَلُّواْ فَثَمَّ وَجْهُ اللّهِ إِنَّ اللّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ = ختيځ او لويديځ ټول د خداى دي او هرې خوا ته چې مخ كړئ، خداى هلته دى .بېشكه چې خداى (بې نيازه) پراخي بښونکى (او) پوه دى.)) او څه هم له خدايه پټ نه دي.
د نړۍ ختيځ او لوېديځ د خداى ملک دى،د هغه د فعل راښکاره کېدنه ده،پر هر څه راچاپېر دى،يو څيز ترې تش نه دى،هر لوري ته چې مخه کړئ؛نو خداى ته مو مخه کړې ….
سرچینه : بیست ګفتار . استاد مرتضی مطهری