امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت دولسمه برخه (۱۳) د دنيا پالو ښانده – پېژندنه : په رښتینه کې دنيا پالي، د سپو په څېر په ښکار پسې غاپي؛ ځينې پر ځينو بريد کوي او غښتلي يې کمزوري داړي او لويان يې کوچني خوري او يا د هغو اوښانو په څېر دي، […]
امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت
دولسمه برخه
(۱۳) د دنيا پالو ښانده – پېژندنه :
په رښتینه کې دنيا پالي، د سپو په څېر په ښکار پسې غاپي؛ ځينې پر ځينو بريد کوي او غښتلي يې کمزوري داړي او لويان يې کوچني خوري او يا د هغو اوښانو په څېر دي، چې ځينې يې له پښو تړلي او ځينې يې په بیديا کې خوشې شوي او لار يې ورکه کړې او په ګړنګونو او شګلنو ځايو کې ګرځي راګرځي، چې ګرځېدل پکې خورا ستونزمن وي؛ نه شپوڼ لري، چې چارې يې ورسمې کړي او نه څرونکى لري، چې څړځي ته يې بوځي.
دنيا د ړندو لارې ته راکاږلي او سترګې يې ورته د ښیون – هدايت له ډېوې بې برخې کړي، په بېلارۍ کې کړهاند و لالهاند دي، په نعمتونو کې ډوب دي، چې نعمتونه يې خپل پالونکي نيولي دي، د دنيا لوبڅي دي او دوى هم له دنيا سره لوبې کوي، آخرت يې هېر کړی، لږ مهلت ورکړه، تورتم ژر پای ته رسي؛ لکه چې مسافر خپل منزل ته رسېدلى دى او څوک چې بيړه وکړي؛ نو کاروان ته به ورسي.
زويه! پوه شه، د چا چې سپرلۍ شپه و ورځ چمتو وي؛ نو تل به په حرکت کې وي، که څومره هم ځان ولاړ بولي او تل به لار وهي، که څومره هم پر خپل ځاى ولاړ او سوکاله وي .