امام حسن (رض) پوښتنه خوابوي ( دا یو اوږد روایت و، چې د اړتیا هومره مو راوړی دی) معاویه بن ابوسفیان یو ناپېژاندی راولېږه ، چې له امیرالمؤمنین علی (ک) هغه پوښتنې وپوښتي، چې د روم پاچا ترې بوښتلې وې . چې سړی کوفې ته راغی، له علي (ک) سره یې خبرې وکړې، علي (ک) […]
امام حسن (رض) پوښتنه خوابوي
( دا یو اوږد روایت و، چې د اړتیا هومره مو راوړی دی)
معاویه بن ابوسفیان یو ناپېژاندی راولېږه ، چې له امیرالمؤمنین علی (ک) هغه پوښتنې وپوښتي، چې د روم پاچا ترې بوښتلې وې .
چې سړی کوفې ته راغی، له علي (ک) سره یې خبرې وکړې، علي (ک) ته ناپېژاندی معلوم شو او پوښتنې ګروېګنې یې ترې پیل کړې او ده هم خپل حقیقي حال ووایه.
حضرت علي (ک) وویل : خدای دې د ځیګر خورې هندۍ زوی ووژني، چې څومره په خپله او ملګری یې لار ورکي دي . یوه وینځه یې ازاده کړه او څومره به ښه وای، چې په خپله یې نکاح کړې وای[1]. خدای دې زما او د دې امت ترمنځ پرېکړه وکړي، دوی د خپلوۍ اړیکې راسره پرې کړې او زما سترمقام یې کوچنی وباله او زما پېر یې ضایع کړ.
بیا یې وویل: حسن، حسین او محمد راولئ ، راغلل . حضرت علي (ک) وویل: شامي وروره! دا [حسن او حسین] د پېغمبراکرم (ص) زامن دي او دا [محمد] زما زوی دی، هر یو پوښتلی شې.
شامي وویل: دا (؛یعنې امام حسن) وپوښتم . بیا یې پوښتنې او څار کړې :
د حق او باطل ترمنځ څومره واټن دی؟ د ځمکې او اسمان ترمنځ څومره واټن دی؟ د ختیځ او لویدیځ ترمنځ څومره واټن دی؟ په سپوږمۍ کې دا تور داغ څه دی؟ د بوډۍ ټال (رنګین کمال) څه دی؟ کهشکان څه دی؟ړومبی څيز، چې د ځمکې پر مخ راښکاره شو څه و؟ ړومبی څیز، چې د ځمکې پر مخ وخوخېد څه و؟ هغه کومه یوه چینه ده، چې د مؤمنانو او مشرکانو ارواح پکې مېشتېږي؟ مادینه [خنثی] څه دی؟ او هغه کوم لس څيزونه دي، چې یو تر بله سخت دي؟
امام حسن (رض) وویل : شامي وروره! د حق و باطل ترمنځ څلورګوتې واټن دی ؛ څه چې په خپلو سترګو وينې، حق دی او په خپلو غوږونو به ډېرې چټي خبرې اورې .
د ځمکی او اسمان ترمنځ واټن، د مظلوم د دعا رسېدو هومره او د ده د لید ساحې هومره دی او څوک چې بېله دې څه وایي، دروغ یې وګڼه .
د ختیځ او لویدیځ ترمنځ واټن پوره یوه ورځ د لمر حرکت دی، لمر ته په راختو او لوېدو کې وګوره او څوک چې بې له دې وایي، باور پرې مه کوه[2] .
کهکشان د اسمان هغه چاودونه ده،چې پر نوح (ع) باندې د نېز په شان باران ترې ورېده .
د بوډۍ ټال یا [قوس قزح] مه وایه ، چې شیطان دی؛خو ((قوس الله)) دی او له ډوبېدو د امان لامل دی .
په سپوږمۍ کی تورې رټې، په رښتیا هم د سپوږمۍ رڼا د لمر د رڼا په څېر وه؛ خو خدای محو او تیاره کړه او په خپل کتاب کې یې ویلي: (( د شپې نښه مو ((تیاره)) او د ورځې نښه مو ((رڼا)) کړه.[3]))
ړومبی څيز، چې د ځمکې پر مخ راښکاره شو د دلس وادي وه (؛یعنې د ظلمت او تیارې وادي)
ړومبی څیز، چې د ځمکې پر مخ وخوځېد، د کجورې ونه وه.
هغه چینه،چې د مؤمنانو ارواح پکې مېشتېږي ((سلمی)) او هغه چې د کافرانو ارواح پکې مېشتېږي ((برهوت)) ورته وایي.
[مادینه] خنثی هغه انسان دی، چې معلومه نه ده، نر دی که ښځه، باید د بلوغ تر وخته انتظار ورته وباسو، که تیونه یې راووتل؛ نو ښځه ده او که ږیره یې وشوه؛ نو نر دی او که دا نښې پکې راښکاره نشوې، ورته دې وویل شي، چې دېوال ته متیازې وکړي، که متیازې یې دېوال ته ورېدې؛ نو نر دی او که شاته راغلې – د اوښ د متیازو په څېر – ؛ نو ښځه ده.
هغه لس څيزونه، چې یو تر بله سخت دي : تیږه یو ډېر سخت څيز دی،چې خدای پنځولې، تر تيږې سخته اوسپنه ده، تر اوسپنې سخته اور دی [چې ویلې کوي یې]، تر اوره سختې اوبه دی، [چې اور مړ کوي]، تر اوبو سختې ورېځ ده او تر ورېځې سخت باد دی او تر باد سخت پرښته ده [ چې د باد د لېږلو دنده ورتر غاړې ده]او تر پرښتې سخت د مرګ پرښته [عزراییل] دی او تردې سخت پخپله مرګ دی [چې د مرګ پرښته هم مړه کوي] او تر مرګ سخت د خدای حکم دی.
شامي وویل: ګواهي لم، چې ته د رسول الله (ص) زوی یې او علي (ک) د محمد (ص) وصي دی . بیا یې دا ځوابونه وکښل او معاویه بن ابوسفیان ته یې وروړل او هغه هم د روم پاچا ته ور ولېږل، د روم پاچا چې دا لیک ترلاسه کړ، ويې ویل: په آند مې دا ځوابونه د معاویه نه دي او دغسې ځوابونه یوازې د ((نبوت)) له کانه شونې دي.
[1] [؛یعنې یوه وینځه یې ازاده کړه او سم نه پوهېده،چې څرنګه واده ورسره وکړي]
[2] [جوته شوې، چې لمریز غونډال په ثانیه کې شل کیلومتره په حلزوني بڼه د ((وېګا)) ستوري پر لوري وردرومي] .
[3] [اسرا (۱۷) – ۱۲ آیت:]
سرچینه
د تحف العقول کتاب د حضرت امام حسن د ویناوو برخه
لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور
ژباړه اجرالدین اقبال
-
ټیګونه:
- www.andyal.com