تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ امام حسين (رض) د اهلسنتو له ليدلوري د نبوي کورنۍ امامان، د فضايلو درلودونکي دي، چې موږ دلته د امام حسين پر وګړې – شخصیت، د ځينو اهلسنتو مشرانو روایت او منښتې را اخلو: ١_ پېغمبر اکرم (ص) ته حسين ګران و: حضرت ابوهريره ويلي: (( رسول اکرم (ص) مې وليد، […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

امام حسين (رض) د اهلسنتو له ليدلوري

د نبوي کورنۍ امامان، د فضايلو درلودونکي دي، چې موږ دلته د امام حسين پر وګړې – شخصیت، د ځينو اهلسنتو مشرانو روایت او منښتې را اخلو:

١_ پېغمبر اکرم (ص) ته حسين ګران و:

حضرت ابوهريره ويلي: (( رسول اکرم (ص) مې وليد، چې حسين بن علي يې په غېږ کې نيولى و، و يې ويل: خدايه! دا راته ګران دى؛ نو تاته دې هم، دا ګران وي[1])).

٢_ يعلي بن مرة (رض) ويلي: (( رسول اکرم (ص) وويل: حسين له ما څخه دى او زه له حسين څخه يم، هغه دې الله تعالی ته ګران وي، چې حسين ورته ګران وي او حسين يو له اسباطو ځنې دى[2])).

٣_ امام حسين جنتي دى:

جابر بن عبدالله انصاري (رض) ويلي: (( له رسول اکرم (ص) مې اورېدلي، چې ويل يې: څوک چې غواړي جنتي سړى وويني؛ نو حسين ته دې وګوري[3]))

٤_ له امام حسين سره د دوستۍ او دښمنۍ پايله

حاکم نيشابوري، په خپل سند له سلمان (رض) روايتوي، چې و يې ويل: له رسول اکرم مې واورېدل چې و يې ويل: (( حسن او حسين مې دوه زامن دي، چاته چې ګران وي؛ نو زه به ورګران يم او چاته چې ورګران يم؛ نو الله تعالی ورته ګران دى او چاته چې الله تعالی ګران وي، الله تعالی به يې جنتي کړي او څوک چې دا دواړه دښمن وبولي؛ نو زه يې دښمن ګڼلى يم او څوک مې چې دښمن وبولي؛ نو الله تعالی يې دښمن ګڼلی او الله تعالی به يې دوزخي کړي[4]))

٥_ خورا غوره ځمکمېشتي:

ابن حجر عسقلاني، له عيزار بن حريث څخه روايتوي، چې يې ويلي: (( عبدالله بن عمرو بن عاص د کعبې تر سيوري لاندې ناست و، چې حسين يې وليد، چې راځي. همدا چې سترګې يې پرې ولګېدې، و يې ويل: نن دا سړى تر اسمانوالو، د ځمکمېشتو غوره سړى دى[5]))

٦_ ترمذي په خپل سند، له يوسف بن ابراهيم څخه روايتوي، چې له انس بن مالک (رض) نه يې اورېدلى چې وايي: (( رسول اکرم (ص) وپوښتل شو: په خپلو اهلبيتو کې کوم يې درته ګران دى؟ و يې ويل: حسن و حسين، او تل يې فاطمې ته ويل: دواړه زامن مې راته راوله؛ نو دواړه يې بويول او په سينې پورې نښلول[6]))

٧_ امام حسين د جنتي ځوانانو ښاغلى:

حاکم نيشابوري، په خپل سند، له ابن عمر (رض) روايتوي، چې رسول اکرم (ص) وويل: (( حسن و حسين، د جنتي ځوانانو ښاغلي دي او پلار يې تر دواړو غوره دى[7]))    

٨_ د رسول اکرم (ص) خوشبويه ګلان

ابن عمر (رض) روايتوي، چې رسول اکرم (ص) وويل: (( حسن و حسين مې له دې نړۍ دوه خوشبويه ګلان دي[8]))

٩_ عمر (رض) امام حسين ته وويل: (( څه مو چې پر سر راټوکېدلي (؛ يعنې اسلام)، ستاسې د کورنۍ له وجهې دي[9]))

١٠_ ابن عباس د امام حسين ډېر درناوى کاوه:

 عبدالله بن عباس( رض)، د امام حسن او امام حسين رکاب نيولى و، ځينو په دې کار ټپسورى کړ، ورته يې وويل: ته ترې ورمشر يې؟! ابن عباس ورته وويل: ((دوى د رسول الله (ص) زامن دي، دا راته يوه نېکمرغي ده، چې رکاب يې ونيسم[10])).

١١_ په نبوي جومات کې د امام حسين مقام

يو تن قريشي، په نبوي جومات کې، د امام حسين د مقام په اړه معاويه بن ابوسفيان وپوښت، ورته يې وويل: (( چې نبوي جومات ته ورننوتې او يوه ګڼه کړۍ دې وليده، چې داسې چوپ ناست دي، ته وا پر سرونو يې يو الوتونکى ناست دى؛ نو پوه شه، چې دا د ابوعبدالله حسين بن علي کړۍ ده [11] ))

١٢_ امام حسين خلکو ته خورا ګران دى.

معاويه ابن ابوسفيان خپل زوى يزيد ته وويل: (( حسين احب الناس الى الناس: حسين خلکو ته خورا ګران دى[12])).

١٣_ د عاشورا پر شپه د امام حسين عبادت

طبري په خپل سند، له ضحاک بن عبدالله مشرقي روايتوي چې و يې ويل: (( په کربلا کې، د عاشورا پر شپه حسين او يارانو يې ګرده شپه پر عبادت تېره کړه[13]…))

١٤_ د امام حسين کرم و سخا

حسن بصري (رحمة الله عليه) وايي: (( حسين بن علي يو ښاغلى، زاهد، پرهېزګار، صالح، وړ، ناصح او د ښه خوى خاوند و. يوه ورځ، له خپلو يارانو سره د خپل مريي ((صاف)) باغ ته ورغى، چې ورننووت؛ مريي يې ډوډۍ خوړه، حسين د کجورې ډډ ته ترې پټ شو، ليدل يې چې مريي ډوډۍ نيمه کړه، نيمه يې سپي ته واچوله او د بلې نيمې پر خوړو بوخت شو. حسين د مريي له چاره هک اریان شو، مريي چې له ډوډۍ خوراکه فارغ شو، و يې ويل: د نړۍ پال څښتن ستاينه. خدايه و مې بښه، ښاغلى مې وبښه او په خپلې لورنې يې مبارک کړه؛ لکه چې دده مورو پلار دې مبارک کړي وو، اى د لوراند و خورا لورينه! په دې وخت کې حسين راپاڅېد، و يې ويل: صافه! مريي ترور پاڅېد، و يې ويل: زما ښاغليه او د مؤمنانو ښاغلیه. بښنه وکړه، چې ليدلى مې نه وې. امام حسين وويل: بښنه وکړه، چې بې اجازې دې باغ ته راننووتم. صاف وويل: د خپل شرافت له مخې، دا خبره کوئ. امام حسين وويل: دا چې نيمه ډوډۍ دې سپي ته واچوله او نيمه دې وخوړه، څه مانا يې وه؟ مريي وويل: سپي د ډوډۍ خوړو پر مهال راکتل او له کتو يې خجالت شوم او و مې ويل: دا ستا سپى دى، چې بڼ دې له غلو ساتي؛ نو زه ستا مريی او دا هم ستا سپى دى، روزي دې په ګډه خورو. حسين وژړل، و يې ويل: ته د الله تعالی په لار کې ازاد يې او په پاک نيت مې دوه زره ديناره هم در ډالۍ کړل. مريي وويل: اوس چې دې ازاد کړم، غواړم، په باغ کې دې وظيفه ترسره کړم. امام حسين وويل: سړی چې خبره وکړي، بايد عملي يې کړي: و مې ويل: بې اجازې باغ ته راننووتم، اوس مې خبره عملي کوم، باغ او څه چې پکې دي، ستا دې وي؛ خو له يارانو مې دلته د مېوې او کجورو خوراک ته راغلي دي. مېلمانه يې کړه او زما په پار يې عزت وکړه _الله تعالی دې د قيامت پر ورځ عزتمن کړه_ او الله تعالی دې ستا ښه خوى او ادب درزيات کړي. مريي وويل: ان وهبت لى بستانک فانا قد سبلته لا صحابک وشيعتک، اوس چې دې خپل باغ راکړ؛ نو دا مې ستا ملګرو او لارويانو ته دروقف کړ[14]))

١٥_ د امام حسين مېلمه پالنه

زمخشري روايتوي:

(( امام حسين تر طواف روسته، دباندې راووت او پر څو مسکينانو يې سترګې ولګېدې، چې د ډوډۍ کپوړي يې خوړل، امام سلام ورباندې واچو، دوى امام حسین خوراک ته راوباله. امام ورسره کيناست، و يې ويل: که دا کپوړي خيرات او صدقه نه واى، درسره مې خوړل، بيا يې وويل: راپاڅئ او زموږ کور ته راشئ، امام ورته خواړه او جامې ورکړې[15]))

١٦_ امام حسين د يوه احسان بدله ورکوي

حضرت انس وايي:

(( له امام حسين سره وم، يوې مينزې يوه لښته ګل ورکړه، حسين ورته وويل: ته د الله تعالی په لار کې ازاده يې. انس په حيرانۍ وويل: په تشه يوه لښته ګل دې ازاده کړه؟ و يې ويل: د الله تعالی دا خبره دې اورېدلې نه ده، چې وايي: ((وَإِذَا حُيِّيتُمْ بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّوا بِأَحْسَنَ مِنْهَا))؟ د ده تر ډالۍ غوره، ازادي يې وه[16].((

١٧_ د امام حسين تېرېدنه

ابن صباغ مالکي وايي: (( د امام يو مريي څه تېروتنه وکړه، چې لازم و، تاديب شي. امام يې د تاديب امر وکړ. مريي يې چې تاديباوه، امام حسين ته يې وويل: ښاغليه! الله تعالی په قرآن کې وايي: ((وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ)) ، مؤمنان غوسه تېروي. امام وويل: لاس ترې واخلئ، چې غوسه مې تېره کړه. مريي وويل: ((وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ)). امام وويل: و مې بښلې، مريي وويل: ((وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ))، نېکچاري د الله تعالی ښه ايسي. امام وويل: د الله تعالی په لار کې ازاد يې، امر يې وکړ چې ښه انعام ورکړئ، چې ولاړ شي او ازاد ژوند وکړي[17]))

١٨_ امام حسين عذر منه

امام حسين ويلي: (( که څوک مې په ښي غوږ کې وکنځي او په کيڼ کې رانه عذر وغواړي، و به يې منم؛ ځکه پلار مې له نيکه، يو حديث راته ووايه: لا يرد الحوض من لم يقبل العذر من محق او مبطل: هغه به د کوثر حوض ته رانشي، چې عذر و نه مني که حقوال وي که باطوال[18]))

١٩_ د امام حسين درناوى:

امام حسين په يوې جنازې کې برخه درلوده او پر څپليو يې دوړې وې، ابوهريره (رض) راپاڅېد او څپلۍ يې ورپاکې کړې، امام ورته وويل: دغسې مه کوه، و يې ويل: پرېمېږده، پر الله تعالی قسم، پر څه چې ستا په هکله پوهېږم، که خلک پرې پوهېداى؛ نو پر اوږو يې سپرولې[19]))

٢٠_ د امام حسين مړانه

مصری عالم، استاد عباس محمود وايي:

(( د حسين شجاعت او مړانه، يوه ځانګړنه ده، چې د حسين په څېر له يوه سړي څه هېښنده نه ده؛ ځکه مړانه يې داسې ده؛ لکه له کان چې سره راښکاره کېږي؛ يعنې حسين د مړانې کان دى او دا ځانګړنه يې له خپلو پلرونو او نيکونو په ميراث کې ورپاتې ده او ده، د مالي، افريقا، طبرستان او قسطنطنيه په جګړو کې برخه درلوده او د جمل او صفين په پېښو کې، له خپل پلار سره و. البته څه چې په کربلا کې تېر شول، که پرتلنه وشي؛ نو په مړانه او روحي قوت کې، په بنيادمو کې داسې څوک نه پيدا کېږي. همدا ورته بسيا ده، چې د نړۍ په تاريخ کې تلپاتې شهيد، د شهيد زوى او د شهيدانو پلار پاتې دى[20])) .

٢١_ د امام حسين عزت:

حضرت عبدالله بن زبير وايي: (( حسين پر پست او رټلي ژوند شرافتمندانه مرګ غوره کړ، الله تعالی دې پرې ولورېږي او د ده وژوونکى دې خورا او رسوا کړي او هغه دې لعنت کړي، چې دده د وژنې امر يې کړى دى او هغه چې، په وژنه يې خوښ شو. پر الله تعالی قسم، حسين ډېرې ورځې روژه و او د شپې يې لمونځ کاوه، پر الله تعالی قسم، د قرآن لوست يې پر غنا، د الله تعالی له ډاره ژړا يې پر سندرو ويلو، روژه پر شرابخورۍ، د شپې ويښتيا پر شپېلۍ وهلو او د ذکر غونډې يې پر ښکار او له بيزو سره پر لوبو، بدلې نه کړې[21]))

٢٢_ له معاويه سره د امام حسين وياړنه

حسين بن محمد په راعب اصفهاني مشهور، د حسين بن علي په هکله وايي: امام حسين له معاويه سره په يوې ناستې کې خپلې وياړنې وويلې: (( زه د اسمان د اوبو او د ځمکې د رګونو زوى يم (؛يعنې د رحمة للعالمين زوى يم) زه د هغه زوى يم، چې د خپل وياړن ځوځات، ستر او اوچت شرافت له مخې، د نړيوالو مشر شو. زه د هغه زوى يم، چې په خوښي يې الله تعالی خوشحالېږي او په غوسې يې الله تعالی غوسه کېږي، بيا يې معاويه بن ابوسفيان ته وويل: ايا زما د پلار په څېر پلار او زما د مخينې په څېر، مخينه لرې؟ که منښته وکړې، چې دغسې پلار نه لرم؛ نو مغلوب يې او که ووايې چې لرم يې، دروغ دې ويلي. معاويه وويل: خبرې دې منم، زه دغسې حسب و نسب، پلار او مخينه نلرم. امام وويل: حق يوه رڼا ده، چې لاره يې نه کږيږي او حق عقلمن پېژني او دا خبرې، د معاويه په ناسته کې رامخې ته شوې[22])) .

ابو نصر بن نباته وايي: (( حسين هغه دى، چې عزتمن مرګ يې ژوند او په ذلت کې ژوند يې مرګ ګڼه[23]))

۲۲-له ظالم سره د امام حسين مبارزه

عمر ابونصر وايي: (( حسين بن علي، داسې يو څوک نه و، چې خلافت يې خپل دبدبې ته غوښته؛ بلکې د مسلمينو په غوښتنې او ټينګار يې موافقه وکړه. بلخوا، يزيد بن معاويه د خلافت وړتيا نه درلوده… او که خلافت يې غوښته، په دې پار و، چې تر نورو يې ځان احق او اصلح ګاڼه[24]))

٢٣_ امام حسين د نبي اکرم (ص) هينداره

شيخ عبدالله علايي، يو مصری عالم او ليکوال دى، چې د (( سموالمعنى فى سموالذات)) په نامې يو کتاب لري او دويمه برخه يې (( تاريخ الحسين)) دى، چې د کتاب په پيل کې، د امام حسين د وګړې په اړه کاږي: (( ابا عبدالله الحسينه! ستا تر تاريخه، يو تاريخ هم وړ نه دى، چې د تلپاتې او ابدي ستړيا نامه خپله کړي؛ ته هغه نيالګى يې چې د معجزې په وياله کې راټوکېدلى يې، چې بل ځاى معجزه وکړې… نبوت يوه معجزه ده، چې انسان نوي او لوړ فکر ته چمتو کوي. د اسلام پېغمبر اکرم (ص) خلک بې الايشه آدميت ته چمتو کړل او خپله معجزه يې پاى ته ورسوله. اى ابا عبدالله الحسينه! ځان دې چمتو کړ، چې د بې الايشه آدميت معجزه وسې او له همدې لامله دې اعجاز پاى ته ورساوه. يو پېغمبر بايد ماغزه، له ناوړو افکارو او خرافاتو ومينځي او يو مصلح ته لازم دي، ځانپالي وځپي. نيکه دې هماغه پېغمبر دى، چې د خرافاتو دروغجن خدايان يې له منځه يووړل او ته هماغه د مصطفى (ص) سبط (او ځوځات) يې چې د ځانپالو له سرونو دې د خدايي شوروځوږ لرې کړ.

ژوند تل خوځښت دى او مرګ چوپتيا او آرامي ده؛ خو ستر نارينه چې ومري هم، آرام او چوپ نه پاتېږي؛ بلکې د خپلې هستۍ له مرکزه په يوه پراخ، بې پايه تشيال کې، په خوځښت راځي، چې ټول ژوندي په جوشو خروش راولي.

حسينه! روح دې له هر مصلح سره اغږل شوى او هر مجاهد او مبارز، ستا د ښوونو په رڼا کې، سرښندنه زده کړې ده)).

علائلي د امام حسين د ځانګړنو په هکله وايي:

(( له ډېرې مودې راهيسې، د هاشم کورنۍ، په ديني چارو کې کارپوهان وو او په جاهليت پېر کې يې خلکو ته د حج کړنې ورښوولې، دوى يو ډول ځانګړې ديني روزنه درلوده، چې تل يې پکې د الله تعالی لمانځنې شعور بلاوه؛ نوځکه د حسين وينه، له نيکونو نيکونو، له ديني پاتوړيو – وارثینو سره اغږل شوې او بايد کړنې يې په دې ډول، ديني پاتوړیو کې وارزول شي)).

حسين له خپلې مورې ښې ځانګړنې په ميراث وړې وې؛ لکه:

١_ ځان يې تقوا او ښو چارو ته اړ باسه

٢_ له غم سره ګډ شعور، دا د حسين بربنډه ځانګړنه وه، ډېر لږ يې خندل او لږ ښاد و، تل د راتلوونکي اسلامي ټولنې په فکر کې و.

۳- پر هغوى ډېر غوسناک و، چې له سمې لارې اوختي ول او دا ځانګړنه يې له خپلې موره په ميراث وړې وه، مور يې د خپل پلار دښمنانو ته په کرکه کتل، هماغه دښمنان چې پلار يې په احد کې ورته دردولى و، په عاشورا کې يې زوى په تورو ورته غلبېل غلبېل کړ.

دا ګردې چارې او د ځوانۍ د پېر مشاهدات او د عثمان (رض) د وخت ښورښونه او په جمل، صفين او نهروان کې يې د پلار پېښې، دې ته چمتو کړى و، چې د خپل پلار د تنظيم شوې هراړخيزې سمونې کړلارې، د پلي کېدو په لړ کې يو ستر نارينه وي. دا به يوه بې انصافي وي، چې د امام پر پاڅون نيوکه وشي، هغه پتمن دې ژوندي وي، چې د فاسدو چارواکيو پر ضد راپاڅي او پر هغو زړونو، چې له شرافت او اخلاصه ډک دي، آفرين ورته وايم، چې بېشکه، په دې ټولو کې خورا ستر يې (( حسين بن علي)) دى.

علائلي د امام حسن په روزنه کې، د پېغمبراکرم (ص) د ونډې په اړه وايي: ((پېغمبر اکرم (ص) غوښتل، د عالم څه اسرار او رموز يې چې په ستر زړه کې ځای شوي ول، يو ځل ددې ځوان له اروا سره واغږي او څه چې الهي قدر يې د پاک زړه په پاڼه کې کښلي و، د ده د سپېڅلي زړه په پاڼه کې ور وکښي.

دوه زدکړيالان، د پېغمبر د روزنې له زانګو راووتل، يو د حق د اراموونکي اصطلاح ننداره وه او بله په شورځوګ سره دغه اصطلاح چې د بشري طبع سیپۍ يې وچوله او پر مخ ورباندې، د بېلارېتوب زنګ يې ترې وڅنډه؛ ځکه د انسان زنګ وهلى طبيعت، يوازې د حق په چغه جلا مومي او روښانېږي. يو يې د حق داعي زدکړيال و او بل يې د حق مدافع او پاسوال.

پېغمبر اکرم (ص) خپل عزتمن زدکړيال، په يو نوازش او نازک زړه کې ورډوبوي، چې ځان ومومي او په هستۍ کې مستقل او خپلواک شي)).

بيا علائلي، روزنه د ويالې پر غاړه له کرل شوې ونې سره ورته کوي او بزګر يې د طبيعت د کارمندانو په مرسته پالنه کوي، چې مېوه ونيسي . الله تعالی د آدميت قوت پکې کېښود، چې رو رو وده وکړي او لږ لږ پکې ورښکاره شي، اندامونه او ملکات سوکه سوکه کمال ته ورسي او د کوشني ايمان په ودې، ترقي او پرمختګ ومومي. پېغمبر اکرم (ص) غوښتل دغسې، خپل زوى وروزي. بيا يې علي (ک) په سر شار معنويت سره _چې تل زياتېده_ لاسنيوى وکړ.

که څه لږ و ډېر، شپږ کاله، د پېغمبر اکرم تر روزنې لاندې و؛ خو ستره ګټه يې تر لاسه کړه. په دې شپږو کلونو کې يې زړه او وجدان، د نبوت د ښکلې جمال نه له مشاهدې، له حقايقو ډک شو؛ پېغمبر اکرم (ص) ته دا او رور يې دومره ګران ول، چې خپل خوشبويه ګلونه يې وبلل. حضرت فاطمې هم، ددې په سپېڅلي نفس کې، د خير فکر او مطلق دوستي وروزله او دده په زړه کې يې اوچت فضايل وپالل او داسې ړومبي بنسټونه يې دده په نفس کې جوړ کړل، چې د الهي کړۍ ټکى شو، کوشني ځان ته يوه کوشنۍ کړۍ کاږي، چې د خپلې مور پر شاوخوا چورلي؛ خو مور يې په بدل کې يوه بې پايه کړۍ ورته کاږي، چې الهي دنده يې د افکارو د پرګار ټکى کوي او په دې توګه يې زړه، پراخي مومي، چې ګرده نړۍ په خپلو پاکو عواطفو کې راوانغاړي)).

علائلي، د خپل کتاب په بل ځاى کې کاږي:

(( په رواياتو کې راغلي، چې حسين، د خپل نيکه سيورى و او پېغمبر اکرم (ص) د خپلو ځانګړنو يو څه څرک ورکړى و، چې د صورت تر شا يې يوه مانا هم ولري او تر ده روسته يې حقيقت وي؛ لکه چې مخکې يو انسان و، چې د نبوت له کنګرې _انا من حسين_ پورته ختلى او يو نبوت و، چې د انسانيت درجې ته راکېوتى.

کوشنى چې په کومې کورنۍ کې لوييږي، روزنه يې توپير لري؛ لکه د باران د څاڅکي په څېر چې کله په يو بوتل کې لوېږي او کله د بېديا په سپېرو خاورو کې او حسين د نبوت په کورنۍ کې وزیږېد.

حسين يو نيالګى وؤ چې پېغمبر اکرم (ص) په خپل لاس اوبه کړ، بيخ يې پاک و او څانګې يې هم پاکې شوې. کتل يې چې د نبوت له چينې خړوب شي. بيا دواړه د يوه حقيقت په توګه، يو تېرو ته ور روان شو او بل ګاندې – راتلونکې ته؛ خو پېغمبراکرم، په خپلو تلو تلو کې مخ اړاوه او د حسرت په سترګو او اندېښمن زړه؛ خو په مينه يې خپل زوى ته کتل.

حسين بن علي، د پېغمبر اکرم (ص) د شتون د راستۍ او درستۍ يو رمز و، د پېغمبر اکرم (ص) مانا او طبيعت پکې و. ته وا له شتونه يې بيا پېغمبر اکرم (ص) راښکاره شو، د محمدي (ص) اخلاقو استازى و، د دنيا او آخرت په چارو کې د پېغمبر اکرم (ص) بېلګه و. تردې چې ټول حافظان او راويان يوه خوله دي، چې ټولو ته يې د پېغمبر حسنه سنت او دود ورښکاره کړ او له دې لامله ناسته يې په زړه پورې او د هر چا خوښه او (هم) پرښتې به ورته تلې راتلې. هر کېناستونکي مونده، چې له يوه پرتمین برمیال سره ناست دى، چې ګهيځ و ماښام يې پرښتې د ناستې مينوالې دي.

معاويه بن ابي سفیان يو قريشي ته وويل: چې کله نبوي جومات ته ورغلې او يوه کړۍ ووينې، چې په وقار او آرام ناست دي. په دې کې ابي عبدالله دى، چې له پښو، د پنډيو تر نيمايي پټ دى، چې حسين به له خلکو سره کېناسته، ليکه په ليکه کړۍ به ترې راتاوې وې او دده د فيض له سرچينې برخمنېدل او پر لمن يې داسې ورلوېدل؛ لکه مارغان چې له سختې تودوخې پر نمناکه ځمکه ورلوېږي، چې ځان يخ کړي.

چې کله به حسين په لسان الغيب خبرې کولې، د غيبو له حقايقو يې پرده اوچتوله او چې به چوپ شو، ناست يې په بله طريقه په پټو رازونو پوهول)).

علائلي وايي: (( الهي نارينه تر ژونده ټينګ او ځاى پر ځاى وي او چې ومري؛ نو يو لوړ پوړی استازى دى، چې تر ابده په نړۍ کې پاتېږي او په واقع کې، د هر ملت تاريخ، ددې ملت د مشرانو تاريخ دى، هر ملت چې ستر نارینه او وګړي ونلري، تاريخ نه لري او داچې موږ د رجالو په تاريخ کې حسين لرو، نه يوازې د نورو تاريخي رجالو په څېر، له يوه ستر نارينه برخمن يو؛ بلکې د تاريخ يو خورا ستر نارينه دى، چې خپل ژوند يې د ځمکنۍ مجد او عظمت تر لاسه کولو لپاره نه؛ بلکې د خپل دوست (الله تعالی) رضا ته قرباني کړ.

حسين يو نارينه دى، چې د نړۍ ټول عظمتونه پکې راټول شوي او په هر غوره صفت او ځانګړنه کې ايکي يو دى. هو، هغه نارينه چې شتون يې د محمد (ص) نبوت، د علي (ک) د مړانې له عظمته او د فاطمې د فضايلو له عظمت سرشار او خړوب دى، د انسان د عظمت استازی او بينات آيتونه دي.

له همدې لامله، د حسين يادول، د ده د حالاتو او کړاوونو د يادولو لپاره غونډې جوړول، يوازې د نړۍ د يوه نارينه يادول نه؛ بلکې د تلپاتې انسانيت يادول دي او حالات او اخبار ېې د يوه ستر انسان يادول نه؛ بلکې د يوه بېساري مشر يادول دي.

يو نارينه دى چې شتون يې د نړۍ د نارينه وو نښه او يو مشر دى، چې يو ستر حقيقت پکې انځور شوى او بايد تل يې ياد کړو او پند ترې واخلو او له همدې لامله وړ ده، تل مو ياد وي او په ياد يې د غيبو رازونو راسپړل وغواړو؛ ځکه د الهي الهام سرچينه ده او په دې نړۍ کې یې څرک کړى او د هيبت رڼا يې په پرلپسې پېړيو کې غځېدلې او تل به ځلانده وي، تر هغې چې ګرده نړۍ، د تل لپاره په خپلو رڼاوو کې راونغاړي او د اسمان و ځمکې ورهاخوا وځلېږي او آيا د الله تعالی رڼا ته کوم بريد شته.

څوک چې د حسين د کار پاى وويني، پوه به شي، چې الله تعالی په خپل ځواکمن لاس تر تله په سره ليک، ستره پاى، ستره سرښندنه او ستر يادګار کښلى دى:

اخلاص يو لفظ دى، چې مانا يې په مظلومانه شهادت کې ده، څوک چې غواړي مخلص وي، زړه دې يې کړاوونو ته ونيسي.

قد خط سطراً على الايام فقرؤه

يا جندالموت دون المجد مختلداً

وکان آية امجاد و احماس

و احقرن بعيش الذل انکاساً

ج

راتلونکي ولسونه به په جوش و خروش تر خاورو، ډبرو او قبرونو لاندې لوړ لړزانه او سوځنده غږ واوري، (داسې غږونه) چې ژوندي او خوټېږي به او د زړونو تل ته به پرېوځي، په سينو کې به اور بلوي، شعور او وجدان به راژوندى کوي. انسان ددې اواز د زير و بم له سوز خپل ګناهونه مينځلاى او خپل خيري پاکولاى او خپلې چټلۍ لرې کولاى شي، چې هغه انسان شي، چې دين يې غواړي او شريعت پسوللى وي…

او حسين يوازې ددې غوره صفاتو لپاره بلهار شو او دا يو تور دى، چې وويل شي، واکمني او سلطنت اخستو ته قرباني شو؛ دا چارې يې په فکر کې نه وې؛ ځکه دا د شهوتپالو موخه وي.

شهيد امام د خپل پاڅون او خوځښت کړلاره څرګنده کړه او د مدينې والي؛ وليد بن عتبه بن ابي سفيان ته يې وويل: زموږ اميره! موږ نبوي کورنۍ، د رسالت کان او د پرښتو د راکوزېدو ځاى يو، الله تعالی دين زموږ په شتون پيل کړى او زموږ په شتون يې ترسره کوي او يزيد فاسق او شرابخور دى، چې بې ګناهان وژني او ځان فاسق ښيي او زما په څېر به څوک بيعت ورسره و نه کړي.

امام د بيعت روح او د خلافت فلسفه په يوه ټکي کې راوښووله: ((زما په څېر، د يزيد په څېر سره بيعت نه کوي))، له خليفه سره بيعت ځانپلوري ده. بيعت ورسره دا دى چې ځان پر فسق و فجور، ظلم او ګناه وپلوري. که خلافت پر هغې مانا وپېژنو چې حسين مانا کړى؛ نو هله به د حسين پر ستريا او بزرګۍ پوه شو. بايد لږ څه د کربلا په پېښه کې غور وکړو، چې د امام ستريا راڅرګنده شي)).

علائلي، د عاشورا د نهضت د پيدايښت د لارو چارو په اړه کاږي:

(( بايد ښه سوچ او غور وکړو او ځان له هر ډول پلويتوبه وساتو؛ ځکه که غرضونه پکې راګډ شي، د مبالغې او اغراق لاملېږي او بې د مذهبي اړپېچونو، له راژوندي کېدو بله ګټه نه لري، مذهبي تعصب او ځان، د زمانې واکمن ته ورنژدې کول، ددې لامل شوي، چې تاريخ يې وهلی، راټېل وهلى او سخت يې سرګردان او ځلبلاند کړي يو)).

بيا وايي: (( د حسين بن علي د افکارو د حقيقت راسپړنې لپاره، بايد د عربانو هغه ننګېرنې او اندونه وڅېړو، چې په پټو سترګو يې منلي ول او څرګنده کړو، چې د حضرت خاتم (ص) نبوت څه اغيز پرېښى و او له دين سره د عصبيت په جګړې کې، څرنګه عصبيت، د نبوي لارښونو په کمين او څارنځي کې ورته کېناست، چې په مناسب فرصت کې يې وځپي او همدا راز له اسلام وړاندې، د عربانو ځاني او نفساني حالات، ځان ته را معلوم کړو، دغسې بدوي دستورات او عادات، ټبريز نظام او د بدوي نظام د نادودو په مخنيوي کې، د خلفاوو ناغېړي هغه بدوي نظام، چې پېغمبر اکرم (ص) يې له بيخه نړولو ته ربړونه وګالل او چې کله اميرانو ته واک وسپارل شول، اسلامي نړۍ مازې يوه ټوټه استبداد او سرزوري شوه.

د حسين بن علي په اړه پر مطلب د ښه پوهېدو لپاره لازم دي، د پېغمبر اکرم (ص) د زمانې، د سقيفې د ورځې، د لومړي، دويم او درېيم خليفه، د پېښو پر حالاتو ځان پوه کړو او ووينو، چې څرنګه علي بن ابي طالب (ک) خليفه شو او معاويه او مشاور يې عمروعاص، پر اسلامي ټولنې څه اغېزې وشيندلې او پوه شو، چې يو شمېر اصحابو، د علي (ک) او معاويه له جګړې ډډه وکړه او ګوښه مېشتى شول او د ټولنې ديني اند يې ولړزاوه؛ د خوارجو راوتو ته يې لار هواره کړه او ناپوهانو ته يې د امام علي له امره د مخالفت لار پرانسه. سترې پېښې رامنځ ته شوې چې خونړۍ جګړې يې رادبره کړې او ټولنه يې د دين له روحه او د شريعت له مانا ډېره لرې کړه؛ نوځکه د علي (ک) او معاويه ترمنځ جګړه څه شخصي جګړه نه؛ بلکې د قرآن د قانون او د جاهليت د بنسټونو ترمنځ جګړه وه، له پاچاهي، استبداد او زورواکۍ سره د اسلامي خلافت جګړه وه[25]))

پردې چارو د ښه پوهېدو لپاره په اوډون لاندې کتابونه ولولئ:

  • په کابلي تفسیر کې د تحریم سورت تفسیر
  • د ارواښاد علامه مودودي، د خلافت او ملوکیت کتاب
  • سید قطب، عدالت اجتماعي در اسلام، سیاسي برخه.
  • طه حسین، آشوب بزرګ، د شفیق وجدان ژباړه.
  • امام ابوحنیفه او نبوي کورنۍ، د اجرالدین اقبال ژباړه.
  • د اردن هېواد حقوقپوه، احمد حسین یعقوب، عدالت صحابه.
  • مصری عالم، صالح الورداني، ((الخدعه)) او (( السیف والسیاسه)).

[1]. حاکم نیشابوري، مستدرک علی الصحیحین: ۳ټوک، ۱۷۷ مخ.

[2] . صحيح ترمذي: ٢/٣٠٧. طبراني، المعجم الکبير: ٢٢/٢٧٤ مخ. متقي هندي، کنز العمال: ١٣/٦٦٢. ابن عساکر، تاريخ مدينة دمشق: ١٤/١٥٠.

[3]زرندي، نظم در السمطين: ٢٠٨ مخ. ابن کثير، البدايه والنهايه: ٨/٢٢٥.

[4]حاکم نيشابوري، مستدرک على المحيمين: ٣/١٦٦ مخ.

[5] احمد بن علي بن حجر العسقلاني، تهذيب التهذيب: ٢/٣٠٠ مخ.

[6] ترمذي سنن: ٥/٣٢٣ مخ، ٣٨٦١ ګڼه روايت.

[7]حاکم نيشابوري، مستدرک على المحيمين: ٣/١٦٦ مخ.

[8] صحيح بخاري: ٥/٣٣، کتاب فضايل الصحابه، باب مناقب الحسن و الحسين.

[9]ابن حجر عسقلاني، الاصابة فى تمييزالصحابة: ١/٣٣٣ مخ.

[10] تېره سرچينه

[11]عبدالله علائلى مصري، سموالعنى فى سموالذات: ٩٨ مخ. داکتر، محمد عبده يماني، علموا اولادکم مجة آل بيت النبي: ١٤٣ مخ.

[12] ابن عساکر، تهذيب: ٤/٣٢٧ مخ.

[13] طبري تاريخ: ٥/٤٢١ مخ.

[14]ابو المؤيد الموفق بن احمد الخوارزمي، مقتل الحسين: ١٥٣ مخ، الغرى چاپ.

[15] زمخشري، ربيع الابرار: ٢١٠ مخ.

[16]ابن صباغ مالکي، الفصول المهمة: ١٥٩ مخ، الغرى چاپ.

[17]تېره سرچينه. حضرمي، وسيلة المآل: ١٨٣ مخ. ملحقات الاحقاق الحق: ١١/٤٣١.

[18]زرندي، نظم در رالمسبطين: ٢٠٩ مخ.

[19]داکتر محمد عبده يماني، علموا اولادکم محبة آل بيت النبي: ١٤٣ مخ.

[20] عباس محمود عقاد، ابو الشهداء: ١٩٥-٢٨٠ مخونه.

[21] سبط بن جوزي، تذکرة الخواض الامة: ٢٨٧ مخ.

[22] محاضرات الادباء و محاورات الشراء: ١/٢٣١ مخ، د مصر چاپ.

[23]ابن ابى الحديد معتزلي شافعي، د نهج البلاغې شرح: ١/٣٠١ مخ.

[24] عمر ابو نصر، سيد الشهداء: ١٠٦ مخ.

[25] عبدالله علائلى مصري، تاريخ الحسين، د شيخ باقرکمره يي ژباړه: ٨٦ مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!