بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ قَالَتِ الْأَعْرَابُ آمَنَّا قُل لَّمْ تُؤْمِنُوا وَلَكِن قُولُوا أَسْلَمْنَا وَلَمَّا يَدْخُلِ الْإِيمَانُ فِي قُلُوبِكُمْ وَإِن تُطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ لَا يَلِتْكُم مِّنْ أَعْمَالِكُمْ شَيْئًا إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ( حجرات/۱۴) ژباړه : (بېدياني) عربان وايي : ((چې ايمان مو راوړى دى))،(پېغمبره) ووايه : (( ايمان مو راوړى نه دى؛ خو(غوره ده […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
قَالَتِ الْأَعْرَابُ آمَنَّا قُل لَّمْ تُؤْمِنُوا وَلَكِن قُولُوا أَسْلَمْنَا وَلَمَّا يَدْخُلِ الْإِيمَانُ فِي قُلُوبِكُمْ وَإِن تُطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ لَا يَلِتْكُم مِّنْ أَعْمَالِكُمْ شَيْئًا إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ( حجرات/۱۴)
ژباړه : (بېدياني) عربان وايي : ((چې ايمان مو راوړى دى))،(پېغمبره) ووايه : (( ايمان مو راوړى نه دى؛ خو(غوره ده چې) ووايئ : اسلام مو راووړ)) او په زړونو کې مو ایمان لا ورننوتی نه دی او كه تاسې د خداى او د هغه استازي اطاعت وكړئ (؛نو) خداى به ستاسې د كړنو له (بدلې) هېڅ کم نه کړي؛(ځكه) چې خداى ډېر بښونكى (او) لورين دى . ))
ټکي :
*له “اعرابو” مطلب “بېديا ميشتي” دي،چې ځينې يې مؤمنان وو؛لکه څنګه چې په توبه سورت کې راغلي دي :
((وَمِنَ الأَعْرَابِ مَن يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ(توبه/۹۹) =او له دې بانډيڅيانو ځينې داسې هم دي، چې پر خداى او د اخرت پر ورځې ايمان لري . ))
خو په دوی کې ځينو څه چې ول،تر هغې یې ځان لوړ ګاڼه او د ايمان لاپې شاپې يې کولې ،حال دا چې ساده مسلمانان ول .
پيغامونه :
١_ پر هره ادعا او شعار باور نه دى په کار.( قَالَتِ الْأَعْرَابُ آمَنَّا)
٢-د بې ځايه ادعا ګانومخه ونيسئ. (قُل لَّمْ تُؤْمِنُوا) .
٣_ هرڅوک بايد خپل ځان وپېژني او څه چې دى،ځان تر هغې لوړ ونه ګڼي . (قُولُوا أَسْلَمْنَا)
٤-اسلام ظاهري پړاو دی ؛خوايمان په زړه پورې اړه لري . (فِي قُلُوبِكُمْ)
٥_ هغوى چې د کمال ادعا کوي بايد ورسره داسې چلن وشي،چې زړه يې تور نشي . (وَلَمَّا يَدْخُلِ الْإِيمَانُ فِي قُلُوبِكُمْ)
٦_ کما ل ته د رسېدو لار پرانستې ده . (وَإِن تُطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ…)
٧_ د پېغمبر اکرم (ص) لاروي ،د خداى د لاروۍ تر څنګ راغلې ده، چې دا د پېغمبراکرم (ص) عصمت راښيي ؛نو بايد هرومرو یې لاروي وشي .( وَإِن تُطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ)
٨—خداى عادل دى او د انسان له ښو کړنو يو بڅرکى هم نه کموي . (لَا يَلِتْكُم مِّنْ أَعْمَالِكُمْ شَيْئًا)
١—په ژوره کې توپير :
اسلام ظاهري رنګ دى؛خو ايمان د زړه باور دى .
امام صادق (رح) د(وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ صِبْغَةً)( بقره/١٣٨) په اړه وويل : الهي رنګ اسلام دى او د(فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىَ)( بقره / ٢٥٦) ) په تفسيرکې يې وويل: په الهي رسۍ پورې نښتل،هماغه ايمان دى. ( کافي۲/١٤ )
٢—په انګېزه کې توپير :
ځينې مادي ګټو ته د رسېدو لپاره ایمان راوړي ؛خوايمان يوازې مانیزه انګېزه لري . د ايمان انګېزه يوازې معنويات وي. امام صادق وويل : د اسلام په منلو د انسان وينه ساتل کېږي او واده يې حلالېږي ؛خو د آخرت ثواب د ايمان له مخې ورکول کېږي .( کافي ۲/ ٢٤ )
٣_ په عمل کې توپير :
اسلام بې له عمله هم شونې دی؛خو ايمان بايد له عمل سره وي؛لکه په حديث کې چې راغلى: ((الايمانُ اِقرارٌ وعَمَل و الاسلام اِقرارٌ بلاعَمَل )) ( کافى۲/٢٤)؛نوځکه په ايمان کې اسلام نغښتى دى ؛خو په اسلام کې ايمان نغښتى نه دى .
په يو حديث کې اسلام او ايمان له مسجدالحرام اوکعبې سره تشبيه شوى دى ( کافي۲/٥٢)
هو! کعبه په مسجدالحرام کې ده ؛خو مسجدالحرام په کعبه کې نه دى .
٤_ په ټولنيزو اوسياسي چارو کې توپير :
امام صادق وپوښتل شو : د ايمان او اسلام ترمنځ توپير څه دى؟ امام : اسلام د شهادت ويل او پرظواهرو؛ لکه لمونځ ، زکات او ….. عمل کول دي؛خو ايمان هغه شهادت اوعمل دى،چې د الهي مشرد پېژندګلو پربنسټ وي . (کافى ۲/٢٤)
٥_ په رتبه کې توپير :
په حديث کې راغلي : ايمان تر اسلامه يوه درجه پورته دى او تقوى تر ايمانه يوه درجه پورته ده او يقين تر تقوا يوه درجه پورته دى،چې په خلکو کې ډېرکم پيدا کېږي . (کافي ۲/٥١ )
ایمان
ðغوره ايمان دا دى،چې پوه شې خداى درسره په هر ځاى کې دى[1] .
ðايمان د کميس په څېر دى،چې کله يې څوک اغوندي اوکله يې وباسي[2] .
ðد خداى لپاره دوستي او دښمني،ژبه د “الله” په ذکر بوختول،څه چې ځان ته خوښوې،نورو ته يې هم خوښ کړې او څه چې ځان ته نه خوښوې؛نورو ته يې هم خوښ نه کړې؛نو دا د ايمان غوره مرتبې دي[3] .
٩٤٥-د زنا،غلا،شرابخورۍ،لوټ،وژنې او خيانت پرمهال په وګړي کې “ايمان” نه وي؛نو ځکه مؤمنانو! له دې ځانګړنو ځان وساتئ [4].
ð د اسلام بنسټ پر پينځو ستنو درول شوى دى :
(١)پردې حقيقت شاهدي ورکول،چې بې له “الله”بل خداى او معبود نشته، محمد (ص) يې بنده او استازى يې دى.(٢) نمونځ کول (٣) د زکات ورکول (٤ ) د خداى د کور حج کول (٥) د رمضان د مياشتې روژه نيول[5] .
ð ايمان څه له پاسه اويا څانګې لري،چې تر ټولو غوره يې د “لا اله – الا الله”ويل او ټيته يې له لارې د خڼدونو لرې کول دي او”حيا” د “ايمان” يوه څانګه ده[6] .
ðپېغمبراکرم (ص) د ايمان په اړه وپوښتل شو؟ويې ويل : هله مؤمن يې،چې په خپلو ښو کړنو درته خوشحالي اوپه ناوړو درته رنځ او خپګان پيدا شي [7].
د اسلام بنسټ پر پينځو ستنو درول شوى دى: (١) پردې حقيقت لېینه – شاهدي ورکول،چې بې له “الله” بل خداى او معبود نشته؛ محمد(ص) يې بنده او استازى دى. (٢) نمونځ کول. (٣) زکات ورکول. ( ٤) د خداى د کور حج کول .( ٥) د رمضان د مياشتې روژه نيول [8].
ðايمان څه له پاسه اويا څانګې لري،چې تر ټولو غوره يې د ((لا اله – الا الله )) ويل او ټيټه يې له لارې د خنډونو لرې کول دي او “حيا” د “ايمان” يوه څانګه ده [9].
ðپېغمبراکرم د ايمان په اړه وپوښتل شو؟ ويې ويل: هله مؤمن يې، چې په خپلو ښو کړنو درته خوشحالي او په ناوړو درته رنځ اوخپګان پيدا شي.[10]
ðهله به مؤمن يې،چې تر پلار اولاد او نورو خلکو له ماسره ډېره مينه ولرې [11].
ðهله به مؤمن يې،چې ځاني غوښتنې دې زما په لارښوونو پسې ولاړې شي [12].
ðهله به مؤمن يې،څه چې ځان ته خوښوې؛نورو ته يې هم خوښ کړې [13].
ðپه ايمان راوړو به جنت ته ولاړ شئ او هله به ايمانوال شئ،چې يو له بل سره مينه ولرئ او مينه په خپلمنځي سلام دودولو ډېرېږي [14].
ðمسلمان هغه دى،چې مسلمانان يې د لاس او ژبې له ازاره خوندي وي او مؤمن هغه دى،چې خلک ترې د خپل ځان ومال په اړه خوندېينه وننګېري – احساس کړي [15].
ðپر خداى قسم! مؤمن نه دى (درې ځل يې وويل)،چې ګاونډى ځوروي [16].
ðپه مؤمن بنده کې چې پينځه ځانګړنې وي؛نو ايمان يې بشپړېږي: (١) پر خداى توکل. (٢) خداى ته د چارو ورسپارل.(٣) د خداى حکم ته غاړه اېښوول.(٤) په الهي تقدير رضا او (٥) او د خداى د رالېږلو کړاوونو پر وړاندې زغم؛ ځکه څوک چې د خداى لپاره دوستي او دښمني او د خداى په لار کې بخشش وکړي او د خداى لپاره لاس واخلي؛نو ايمان يې بشپړېږي[17] .
ðد يو چا د اسلام ښکلا او کمال په دې کې دى، چې د چټي او بې معنا ويناوو او کړنو يې لاس اخستى وي [18].
ðچا چې بدکار وليد؛ نو په لاس دې يې مخنيوى وکړي؛ که وسه يې نه وه؛ نو پر ژبه يې سم کړي او که دا يې هم له وسې پوره نه و؛ نو په زړه کې دې ورسره کرکه ولري،چې دا (د زړه کرکه) د ايمان ډېر اوچته مرتبه ده[19].
ðڅوک چې امانت ساتى نه وي، مؤمن نه دى او څوک چې ولاړ نه وي ؛ نو دين نلري [20].
سرچینه : نور تفسیر، د حجرات سورت تفسیر، مفسر شیخ محسن قرآیتی
[1] ( کنز : مخ ٦٦)
[2] (دسيوطي جامع الصغير)
[3] (مسند احمد)
[4] ( صحيح بخاري- مسلم )
[5] ( بخاري – مسلم )
[6] ( بخاري – مسلم )
[7] ( احمد)
[8] ( صحيح بخاري – صحيح مسلم)
[9] ( صحيح بخاري . صحيح مسلم )
[10] (د امام احمد حنبل مسند)
[11] (بخاري- مسلم )
[12] (بغوى في شرح السنة . مشکات)
[13] ( بخاري – مسلم )
[14] ( مسلم )
[15] (ترمذي – نسايي)
[16] (صحيح بخاري)
[17] ( اعلام الدين : ٣٣٤)
[18] (ابن ماجه–ترمذي او بيهقي)
[19] (صحيح مسلم)
[20] (بيهقي)
-
ټیګونه: