لکه څنګه چې هر څوک د جسم او غړيو له نظره حد او اندازه لري، د روح او عقل له نظره هم حد،اندازه او ظرفيت لري او بې حده نه دى. انسان بايد خپل بريد وپېژني او تر خپل بريده دې مخکې ولاړ نشي او پوه هغه دى،چې خپل بريد او اندازه وپېژني. […]
لکه څنګه چې هر څوک د جسم او غړيو له نظره حد او اندازه لري، د روح او عقل له نظره هم حد،اندازه او ظرفيت لري او بې حده نه دى. انسان بايد خپل بريد وپېژني او تر خپل بريده دې مخکې ولاړ نشي او پوه هغه دى،چې خپل بريد او اندازه وپېژني.
شونې ده،چې يو انسان ډېره پوهه ولري او د دنيا له ډېرو چارو خبر وي؛خو له يوې چارې بې خبره او ناپوهه وي،چې هغه چار يې بريد او اندازه ده او هغه ټوله پوهه يې ددې ناپوهۍ پر وړاندې ناڅيزه ده.همدا نه پوهېدل د زر نورو ناپوهيو سرچينه کېږي او د حقايقو د دروغ ګڼلو او د غرور لاملېږي يې.
د بشر فکر داسې پنځول شوى،چې تر هغه يو څيز ان که څرګند ښکاره هم وي نشي پېژندلى څو يې مقابل ټکى او ضد نه وي ليدلى او يو له بل سره يې نه وي پرتله کړى. همدا يو اړخ ورته بسيا دى،چې انسان مغرور کړي او په ناپوهۍ کې له حقايقو نمښته وکړي.
کله قرآن کريم په پسرلي کې د ځمکې ژوندي کېدل د توحيد د شهود لپاره راوړي او کله يې د وړوکي قيامت په نامه يادوي او خداى بشر ته وايي: لکه څنګه چې ستاسې د ژوند په نظام کې ژوندي کېدل او مړه کېدل شته او هر تخم او دانه،چې په يو فصل کې په ځمکه کې وشيندل شي،په بل فصل کې همدا دانه وده کوي، په يو فصل کې جامد او بې ساه تخم دى او په بل فصل کې ژوندى بوټى شي .
((وَيَوْمَ نَحْشُرُ مِن كُلِّ أُمَّةٍ فَوْجًا مِّمَّن يُكَذِّبُ بِآيَاتِنَا فَهُمْ يُوزَعُونَ . حَتَّى إِذَا جَاؤُوا قَالَ أَكَذَّبْتُم بِآيَاتِي وَلَمْ تُحِيطُوا بِهَا عِلْمًا أَمَّاذَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ(نمل/٨٣،٨٤)= او هغه ورځ (دريادكړه) چې موږ له هر امته يوه ډله راپورته کړو،چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼل؛ نو هغوى تموو،چې يو له بل سره يو ځاى شي (او د خپرېورېدو او بې نظمۍ مخه يې نيول کېږي) تردې چې (ټول حساب ته) راټول شي،(ورته) وايي: ((ايا تاسې زما نښې په دروغو ګڼلې او د څېړنې په لټه كې يې نه شوئ ؟ (؛نو) څه مو كول ؟))
هر څه چې ډېر او عادي شول؛ارزښت يې له سترګو غورځېږي. د ځمکې ژوندي کېدل او مړه کېدل هم داسې دي. زموږ طبيعي عمر داسې دى، چې د خپل عمر په ترڅ کې ډېرى دا روان سنت وينو؛نو ځکه په نظر کې مو ارزښت نه لري .
موږ د وړو او سترو نظامونو په منځ کې له يوه اړخه هم نه پوهېږو،چې کوم خوا ته به رسو،له هر لوري ((نه پوهېږم)) ته رسو. له وړوکي اړخ د حجرې او د اتوم مالکول ته رسېدلي يو او نه پوهېږو،چې تر کومه به مخکې ځو او له ستر اړخ “لمريزنظام” او هغه نظام ته چې لمريز نظام يې يوه برخه او تابع دى او هېڅ راته څرګنده نه ده،چې هغه نظام کوم نظام دى او بالاخر کوم ځاى ته به رسي.
زموږ او د پوهانو مثال د هغه چنيجي دى،چې په يوه مڼه يا لرګي کې پيدا کېږي.د هغه دنيا،ځمکه او اسمان يې هماغه مڼه ده او هغه نه پوهېږي، چې دا مڼه د هغه نظام يوه برخه ده،چې نوم يې ونه ده او هغه ونه د يو بل نظام برخه ده،چې نوم يې بڼ دى،چې پخپله بڼوال او پالندوى لري او هغه بڼ په خپله د بل ستر نظام يوه برخه ده،چې په ولسوالۍ کې پروت دى او ولسوالي په ولايت او ولايت په هېواد او هېواد د ځمکې يوه برخه ده او همداسې ده غڼه،چې د يوې کوټې په ګوټ کې پيدا کېږي او هماغلته مري او له کوټې له بهرني نظامونو ناخبره وي.
طبعاً ادراکات يې د انسان په پرتله محدود او کوچني دي او څه چې انسانانو ته څرګند دي؛هغوى ته نه باور کوونکي دي، د ژوند په چورليد کې د سترو عالمونو پر وړاندې د انسان حالت هم همداسې دى.
دا د حجم او پراخوالي له نظره ول؛خو د هغو عالمونو له نظره د بشر مجهولات خورا ډېر دي،چې پر موږ راچاپېر دي او زموږ د ژوند تدبير او تقدير ورپورې تړلى دى.
له کومه څرګنده ده،چې داسې عالمونه نه وي،چې زموږ د شتون نړۍ د هغوى په نسبت د خوب يا ويښتيا نړۍ وي؟
امام غزالي (ره) وايي: (( موږ په خوب کې هغه نړۍ وينو او په هغه حال کې فکر نه کوو،چې خوب وينو او دا حالت يو څرنګوالى دى،چې زموږ د ژوند د نظام يوه برخه شوې ده او د ويښتا آر دى؛خو همدا چې راويښ شو؛د هغه حالت په جزء والي پوهېږو او له کومه څرګنده ده،چې په دې دنيا کې مو ژوند د هغه دنيا په نسبت يو خوب وي. د دنيوي ژوند پر اصالت مو يقين پر خوب تر ډاډه ډېر نه دى.))
دا چې وايو هله پوهېږو،چې راويښ شو او پوهېږو،چې حقيقت نه؛بلکې يو خوب و؛يعنې د بشپړ ژوند په نسبت بې حقيقته دى؛ګنې نو خپل نسبت ته خو حقيقت دى او خيال نه دى.د دنيا ژوند هم په خپل نسبت حقيقت دى؛خو د ستر چورليد په نسبت خوب او خيال دى.
کله بې پامه د انسان له لاسه يوه دانه غورځېږي او په خاوره کې ورکه شي او ښه يې ولټوي او چې پيدا يې نه کړي؛نو فکر کوي،چې دلته بېخي دانه نشته؛خو پسرلى چې راورسېد او هغه ورک شوى غنم،چې په سترګو نه ليدل کېده،له خارور د بوټي په بڼه سر راباسي او وايي: زه يم ! تا انګېرل،چې زه ورک شوى يم؛خو ورکېدل نشته .
((وَوُضِعَ الْكِتَابُ فَتَرَى الْمُجْرِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا فِيهِ وَيَقُولُونَ يَا وَيْلَتَنَا مَالِ هَذَا الْكِتَابِ لَا يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً إِلَّا أَحْصَاهَا وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا وَلَا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا (کهف/٤٩)=او هلته به کړنليکونه كېښوول شي؛ نو ته به ګورې چې ګناهکاران،څه چې په کړنليکونو کې دي، ترې وېرېږي او وايي به : ((هاى،زموږ بدې برخې! دا څنګه ليکنه ده،چې زموږ هره کوچنۍ او لويه پکې راټوله شوې ده؟!)) او(حال دا چې) خپل ټول كړه به حاضر ويني او ستا پالونكى پر هېچا تېرى نه كوي.
انسان ته پکار دي،چې د هر څه تر مخه خپل فکري بريد؛يعنې چې فکر يې څومره دى او شخصي بريد؛يعنې شخصي معلومات يې څومره دي، وپېژني او د هماغو معلوماتو او بريد له مخې نفې،اثبات، تصديق او نمښته وکړي؛نو هله به له تېروتنو خوندي پاتې شي.
سرچینه : بیست ګفتار: استاد مرتضی مطهری
-
ټیګونه:
- خوب
- د بشر فکر
- روح او عقل
- فکري بريد
- لمريزنظام